تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لوین الله په نامه د متقیانو ځانګړنې   د ديانت او عبادت روح حضرت علي (ک) وايي : « صبروا اياما قصيره اعقبتهم راحه طويله. تجاره مربحه يسرها لهم ربهم. ارادتهم الدنيا فلم يريدوها. و اسرتهم ففدوا انفسهم منها.» دا عبارات د عبادت او نمانځنې د ملغرلې او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لوین الله په نامه

د متقیانو ځانګړنې

 

د ديانت او عبادت روح

حضرت علي (ک) وايي : « صبروا اياما قصيره اعقبتهم راحه طويله. تجاره مربحه يسرها لهم ربهم. ارادتهم الدنيا فلم يريدوها. و اسرتهم ففدوا انفسهم منها.»

دا عبارات د عبادت او نمانځنې د ملغرلې او زڼي تضمينونکی دی. او ټول هغه څه دي چې بايد په يوه دينداره انسان کې رادبره شي، چې د کلمې په واقعي مانا يې دينداره او خدای نمانځي ونومو. دا مفاهیم د علي (ک) په ويناوو کې په څرګندو تعبیراتو ياد شوي او هوډ نلرم چې څه پرې ورزيات کړم؛ ځکه د علي (ک) تعبيرونه تر بريده ډېر څرګند دي او پر څوبمنو – لېوالو او وړ زړونو به اغېزې وکړي. يوازې لېوال يم چې د تجارت سوداګرۍ او راکړې ورکړې په اړه څه څرګندونه وکړم؛ دا ځکه چې دا کلمه په اسلامي معارفو او ديني متونو کې ډېر دود ده او پر ځای ده چې په هکله يې خبرې وشي. علي (ک)  ويلي چې متقيان څو ورځې په نړۍ کې صبر کوي، تراخه زغمي، چې په پايله کې يې اوږده سوکالي ور په برخه شي؛ علي (ک) د متقيانو ددې عمل په څرګندنه کې د «تجارة مربحة» تعبير کارولی دی.

لکه چې مخکې وويل شو، تجارت، مشتقات او لواحق يې (له دې دنيا او هغې دنيا سره يې تړاو او له اجر سره يې د انسان د کړنې تړاو) هغه تعابير دي، چې په اسلامي ښوونو کې ډېر دود دي:

قرآني آيتونه چې ايمان راوړل په تجارت انځوروي

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا هَلْ أَدُلُّكُمْ عَلَى تِجَارَةٍ تُنجِيكُم مِّنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ (صف/۱۰) = مؤمنانو! ايا داسې يوه راكړه وركړه دروښيم،چې له دردناك عذابه مو وژغوري؟!

تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَتُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنفُسِكُمْ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ (صف/۱۱) = پر خداى او استازي يې ايمان راوړئ او د خداى په لار كې پخپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ،كه پوهېږئ  دا (سرښندنه) درته (تر هر څه) غوره ده .

د انبياوو ښوونځي ته غاړه ايښوونه، د استازو او رسولانو پيغام اورېدنه او ورباندې عمل کول يوه ډېره ګټوره راکړه ورکړه او ګټه يې له ابدي دردناک عذابه ژغورنه ده.

 بلخوا بېلاري او منافقان

أُوْلَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرُوُاْ الضَّلاَلَةَ بِالْهُدَى فَمَا رَبِحَت تِّجَارَتُهُمْ وَمَا كَانُواْ مُهْتَدِينَ (بقره/۱۶) = دوى هغه كسان دي،چې د هدایت په بيه يې بېلاري پېرلې او (دې) سوداګرۍ ورته ګټه نه ده كړې او هدایت یې موندلی نه دی .

او په رښتيا تر دې به بله څه زيانمنه سوداګري وي، چې هدایت له لاسه ورکړې او په عوض کې يې بېلاريتوب واخلې.

خدای هم د مجاهدينو او شهيدانو په هکله د «راکړې ورکړې» تعبير کارولی او ځان يې د مؤمنانو د توکیو پېرونکی نومولی، چې په بدل کې يې جنت ورپرخه کړي.

إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/۱۱۱) = په حقيقت کې خداى له مؤمنانو ځانونه او مالونه يې د جنت په بدل كې پېرلي دي ؛(په دې توګه چې) د خداى په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي،پر هغه دا (د جنت ژمنه) پخه ژمنه ده،چې په تورات او انجيل او قرآن كې ياده شوې ده او څوك دى،چې تر خداى ښه خپله ژمنه پوره کوي؟ (هو، هېڅوك نشته) نو له خداى سره په خپلې راكړې وركړې خوښ اوسئ او يوازې دا ستره بريا ده!

همدغسې شک نشته، چې مباح دنيوي سوداګري، مؤمنان د خدای له ياده نه غافلوي:

رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ (نور/۳۷) = (په كورو كې داسې) سړي دي،چې سوداګري او راكړه وركړه يې د خداى له ياد او د نمانځه له درولو او د زكات له وركولو نه ناگاروي، هغوى له هغې ورځې ډارېږي،چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي .

ولې دا نارينه دغسې دي؟ ځکه په ګټورې راکړې ورکړې زړه تړلی دی او په بل بازار کې د نورو کاليو سوداګر دي.

إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَّن تَبُورَ (فاطر/۲۹) = په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او نمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د خداى په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي (؛ نو) دوى (گټورې او) بې تاوانه سوداګرۍ ته هيلمن دي .

لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ (فاطر/۳۰) = (هغوى دا ښې چارې كوي) چې خداى یې اجر او بدله پوره وركړي او له خپلې پېرزوېينې لا نوره هم وركړي(؛ځکه) چې هغه ښه بښونكى (او) خورا منندوى دى.

وَإِذَا مَا أُنزِلَتْ سُورَةٌ فَمِنْهُم مَّن يَقُولُ أَيُّكُمْ زَادَتْهُ هَذِهِ إِيمَانًا فَأَمَّا الَّذِينَ آمَنُواْ فَزَادَتْهُمْ إِيمَانًا وَهُمْ يَسْتَبْشِرُونَ (توبه/۱۲۴) = او چې كله كوم سورت نازلېږي، نو ځينې یې وايي :((دې سورت مو د كوم يو ايمان درزيات كړ؟)) (ورته ووايه!) خو د مؤمنانو پرې ايمان زيات شو او هغوى ( پر الهي فضل او رحمت) خوشحاله دي .

خو مؤمن زړه په يوه داسې تجارت ورتړي او داسې ګټې ته يې سترګې نيولي، چې د هستۍ تر هسته ډېرېږي او کمی پکې نه راځي.

لِيُوَفِّيَهُمْ أُجُورَهُمْ وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ إِنَّهُ غَفُورٌ شَكُورٌ (فاطر/۳۰) = (هغوى دا ښې چارې كوي) چې خداى یې اجر او بدله پوره وركړي او له خپلې پېرزوېينې لا نوره هم وركړي(؛ځکه) چې هغه ښه بښونكى (او) خورا منندوى دى.

قرآن هغو کسانو ته چې له خدای سره يې راکړې ورکړې ته ور دانګلي، زېری ورکوي چې ښه راکړه ورکړه کوئ او يوه ښه بازار ته راکيوتي یاست. کالي مو يو محبوب کالي پېژندونکي ته ور وړاندې کړي، چې په آر کې د کالیو خاوند دی او د هغه څیز پېردونکی دی چې خپله یې ورکړي دي. او په رښتیا تر دې غوره راکړه ورکړه مو لیدلې، چې پېرونکی، خپله ورکړه، بېرته په لوړه بیه وپېري؟

إِنَّ اللّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُم بِأَنَّ لَهُمُ الجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالإِنجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللّهِ فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبه/۱۱۱) = په حقيقت کې خداى له مؤمنانو ځانونه او مالونه يې د جنت په بدل كې پېرلي دي ؛(په دې توګه چې) د خداى په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي،پر هغه دا (د جنت ژمنه) پخه ژمنه ده،چې په تورات او انجيل او قرآن كې ياده شوې ده او څوك دى،چې تر خداى ښه خپله ژمنه پوره کوي؟ (هو، هېڅوك نشته) نو له خداى سره په خپلې راكړې وركړې خوښ اوسئ او يوازې دا ستره بريا ده!

په قرآن کې د خسران تعبیر هم پرېمانه راغلی، چې بیا هم د تجارت او پېر پلور له لواحقو ځنی دی:

وَمَن يَبْتَغِ غَيْرَ الإِسْلاَمِ دِينًا فَلَن يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ (آل عمران/۱۸۵) = هر ساکښ د مرګ د (خوند) څكونکى دى او بېشکه تاسې ته به د قيامت پر ورځ د خپلو كړنو پوره بدله درکړاى شي؛ نو څوک چې له اوره وژغورل شو او جنت ته ننه ايستل شو؛ نو په یقین چې بريالى شوى دى او د دنيا ژوند يوازې تېرايستونكې پانګه ده.

خدای مو په ډېرو آیتونو کې له دې زیانه ډاروي:

لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُوْلَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ (الزمر/۶۳) = د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې له هغه سره دي او هغوى چې د خداى په آيتونو کافران شوي (؛ نو) همدوى زيانمن دي.

اسْتَحْوَذَ عَلَيْهِمُ الشَّيْطَانُ فَأَنسَاهُمْ ذِكْرَ اللَّهِ أُوْلَئِكَ حِزْبُ الشَّيْطَانِ أَلَا إِنَّ حِزْبَ الشَّيْطَانِ هُمُ الْخَاسِرُونَ (مجادله/۱۹) = شيطان (د نفس اماره له لارې) ورباندې لاسبر شوى؛ نو د خداى يادول يې ترې هېر كړي، همدا د شيطان ګوند دى، پوه شئ چې بېشکه د شيطان ګوند زيانمن دى.

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا(کهف/۱۰۳) = ايا ډېر زيانکاري خلک در په ګوته کړو؟

الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (کهف/۱۰۴) = هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوې دي؛ خو پخپله انګېري، چې ښه كارونه كوي.

وَالْعَصْرِ

إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ

إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ

1    پر زمانې قسم!

    2    بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى .

    3    خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې د حق سپارښتنه او د زغم سپارښتنه کړې وي .

له علي (ک) موهم روایت وکړ، چې ویلي یې دي:

لبئس المتجر ان ترى الدنيا لنفسك ثمنا (نهج البلاغه،۳۲مه خطبه)

« یو ناوړه سوداګري ده، که وانګېرې، دا نړۍ دې بیه ده».

او هم د علي (ک) له وینا ځنې ده ، چې دنیا د «اولیاء الله» د سوداګری ځای دی.[1] په اسلامي ښوونو کې د دنیا په هکله دوه ښکلي تعبیرونه یاد شوي، چې مخکې وویل شو: یو د مزرعې (کښت) تعبیر دی او بل د متجر(تجارت خونې). ددې مانا په اړه په قرآن او روایاتو کې نور تعابیر هم راغلي چې څېړونکی به یې په خپله ومومي.

ځیني اوسني ښوونځي دا اصطلاحات او تعبیرونه داسې څېړي، چې د اسلام د دین راتګ د هغې ورځې د عربو ټولنې د سوداګرو د مخ پر ودي حالاتو سره مناسب و او لږ لږ یې د حجاز د اعرابو جمعي ژوند تر خپلې ولکې لاندې نیوه؛ نو ځکه قرآن د دوی په ژبه خبرې کوي او د سوداګرو دودیز تعبیرونه کاروي. ته وا یو بازاري د بازارایانو په ژبه ګړېږي او د جنت، جهنم، خدای او پېغمبر په څېر چارې د تجارت، بیع، خسران، ګټی او… په څیر تعبیرونو په جامو کې کاروي. دا لید، تش یو توهم دی؛ ځکه راکړه ورکړه، ګټه او تاوان د هیڅ یوې تاریخي دورې ځانګړنه نه ده او چېرې چې جمعي ژوند او معیشیت و، راکړه ورکړه هم وه؛ نو ځکه په دې پېژندل شویو قالبونو کې خبرې کول یوازې په دې دلیل دي، چې خلک ورسره آشنا او ټول پرې پوهېږي. پردې سربېره چې د خبرې له موضوع سره هم ډېر تړاو لري. انسان په حقیقت (نه مجاز) کې په دې دنیا کې خپله پانګه (چې عمر او هستي یې ده) کاروي، چې په آخرت کې یې ګټه ترلاسه کړي.

ددې پر وړاندې یو بل افراطي لید شته چې ټول قرآن ته د صوفیانو په ژبه ویني. که د عبدالرزاق کاشاني (چې کله نا کله د محیی الدین تفسیر په نامې یادېږي) یا د صوفیانو د نورو مشرانو (لکه د روز بهان بقلي شیرازي عرائس البیان تفسیر) تاویلات وینئ، چې ټول قرآني اصطلاحات او تعبیرات یې پر صوفیانه مفاهیمو اخستي او له پېغمبر څخه (ص) یې یو انځور وړانډې کړې، چې ته وا د خانقاه یو درویش او ملنګ و او یوه ډله درویشان ترې راتاو ول او پېغمبر(ص) په هره خبره او چلن کې یوازې د صوفیانه مقاصدو او مفاهیمو د ویلو نیت درلود.

انفال په روحي غنایمو تفسیروي او موسی(ع) ته د خدای امر : [ اذْهَبْ إِلَى فِرْعَوْنَ إِنَّهُ طَغَى (طه/۲۴) = فرعون ته ورشه، چې سرغړانډه شوی] د نفس له فرعون سره پر مبارزې اخستی او…؛ نو باید هوښیار اوسو او له ځان له دې لومي وساتو.

په قرآن کې پر کارول شویو تعبیرونو هر څوک پوهېږي او له ژوند، مناسباتو او د خلکو له اړیکو اخستل شوي دي.

* د نفس په زیان او په قیامت کې د کړنو په تللو کې د قرآن تعابیر

په قرآن کې، تر ټولو دقیق تعبیرونه هم یاد شوي، لکه: الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُم: هغوی، چې خپله یې زیان کړی او ځان یې له لاسه ورکړی دی[2]

ته وا چې یو څه اندازه وجود یې توږل شوی او وګړه (شخیصت) یې ډنګره او رنځوره شوې ده.

د قیامت په اړه د قرآن یوه وینا داده، چې پردې ورځ د انسانانو کړه وړه تلل کېږي:

فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ (القارعه/۶)

فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ (القارعه/۷)

وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ (القارعه/۸)

فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ (القارعه/۹)

وَمَا أَدْرَاكَ مَا هِيَهْ(القارعه/۱۰)

نَارٌ حَامِيَةٌ (القارعه/۱۱)

    6    نو (پر هغه ورځ) چې د چا (د كړنو) تلې درنې شي،

    7     نو په ښه ژوند كې به وي.

    8     او د چا چې (د كړنو) تلې سپكې شي،

    9    نو هاويه [= دوزخ] يې پناه ځاى دى!

  10    او ته څه پوهېږې، چې “هاويه” څه دى؟!

  11    او ته څه پوهېږې، چې “هاويه” څه دى؟!

دا کسان چې کړنې یې درنې دي، په واقع کې پخپله درانه دي.

د قیامت ورځې ښادمن، هغوی دي، چې درانه دي او ځانونه یې کم کړي نه دي او هغوی چې سپک دي، د قیامت د ډګر غمجن دي، چې ځانونه یې کم کړي او د خپل وجود پانګه یې پوپنا کړې ده.

* له خسرانه مراد

ویلي یې دي خسران (زیان)، له پانګې لږیدل دي نه له ګټې. او خاسران هغه کسان دي چې پانګه یې لږه شوې او پخپله، ويلي شوي دي. خبره د پانګې په لګولو کې نه ده؛ ځکه دا یې همدې لپاره راکړې ده. خبره په دې کې ده چې خپل پېرونکی وپېژنو او ځان پر داسې چا وپلورو، چې زیان ونه کړو او ځان ګران وپلورو نه ارزانه:

هيچ محتاج مى گلگون نه‏اى        ترك كن گلگونه، تو گلگونه‏اى‏

(مثنوى،  پنځم دفتر، 3568 بیت)

مى چه باشد يا سماع و يا جماع        تا بجويى زو نشاط و انتفاع؟

آفتاب از ذره‏اى شد وام خواه؟        زهره‏اى از خمره‏اى شد جام خواه؟

(مثنوى، پنځم دفتر ، 3580 او 3581 بیتونه)

علم جويى از كتبها اى فسوس؟        ذوق جويى تو ز حلو اى فسوس؟

(مثنوى، پنځم دفتر ، 3578 بیت)

تو خوش و خوبى و كان هر خوشى        تو چرا خود منت باده كشى؟ (…)

اى غلامت عقل و تدبيرات و هوش        چون چنينى خويش را ارزان فروش؟

(مثنوى، پنځم دفتر، 3573 او 3576 بیتونه)

په دیني فرهنګ کې له ځانه پردېتوب

آلیناسیون  یا الینیشن یو نوی مفهوم دی، چې زموږ په پېر کې اوڅار شوی او د فیلسوفانو او د انساني علومو د عالمانو پام وراوړېدلی دی؛ او په « له ځانه پردیتوب» یا «مسخ» ژباړل شوی دی او ښایي د «ځان ورکولو» یا «ځان هېرولو» قرآني تعبیر غوره وي. دا مانا په اسلامي فرهنګ کې اوږده مخینه لري: او دا دی، ځان بدلول او ځان ته د خدمت پر ځای، د پردیو خدمت کول او له ځان له پردیو سره یو ګڼل. کله یو پردی د یو چا پر ځای کېني او ځای ورباندې تنګوي، دا توږي، ترې کموي او ځان یې ځایناستی کوي او څومره چې دا ډنګرېږي، دا پردی چاغېږي او په ورو ورو پردی، خپلېږي او انسان ځان ورکوي او بل د ځان پر ځای نیسي. مولانا په دې باب څرګندې اشارې لري:

اى تو در پيكار خود را باخته        ديگران را تو ز خود نشناخته‏

(مثنوى، څلورم دفتر،803 بیت)

یعنې « ای تا خو په جګړه کې ځان بایللی، نورو په خپلو کې هم نه یې ګڼلی»

در زمين مردمان خانه مكن        كار خود كن، كار بيگانه مكن‏

كيست بيگانه؟ تن خاكى تو        كز براى اوست غمناكى تو

(مثنوى، دویم دفتر، 263 او 264 بیتونه)

یعنې «د نورو پر ځمکه کور مه جوړوه، خپل کار وکړه، د پردیو کار مکړه، پردی څوک دی؟ خاورینه تنه دی، چې همدي ته دې غمجني ده»

 که څوک وانګېري چې انسان یوازې همدا جسم او تنه ده او له روح او آخرت نټه – انکار وکړي؛ خو ډاګیزه ده، چې یوازې د تنې چوپړیال به وي. او دغسې انسان یو « ځان ورکی او له ځانه پردی» انسان دی. شیطان، انسان ته خورا پردی دی؛ نو ځکه خدای انسانانو ته په «عدو مبین» یاد کړی دی. ځکه دښمن هغه دی چې ستا د ځان او پانګې په ویجاړولو پسې راخستې وي. په دیني ژبه کې، شیطان له ځانه د پردیتوب آریز لامل ښودل شوی دی او شیطان ځپلي، هماغه کسان دي، چې شیطان دومره ایل کړي، چې ځانونه نه یادوي او شیطان دومره پکې ورننوتی چې د خپلې وګړې – شخصیت خپلواکي یې له لاسه ورکړې ده. له شیطان څخه خدای ته پناه وروړل، له پردي څخه خپل ته، له دښمن څخه دوست ته او له غل څخه امین ته پناه وروړل دي:

وَقُل رَّبِّ أَعُوذُ بِكَ مِنْ هَمَزَاتِ الشَّيَاطِينِ. وَأَعُوذُ بِكَ رَبِّ أَن يَحْضُرُونِ (مومنون/۹۷، ۹۸) = او ووايه: ((پالونكيه! زه د شيطانانو له وسوسو پناه دروړم؛ او پالونكيه! له دې (هم) پناه دروړم، چې هغوى ماته راشي.))

 چې شتون یې، له ځانه د انسان عین غیبت دی.

د شیطان آریز کار، یو تزیین (اپوټه ښودل) او بل شخړی او لانجې جوړول دی:

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ (انفال/۴۸)

لأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الأَرْضِ (حجر/۳۹)

د شیطان تزیین، بد ښه ښودل دي، چې دا یوه ټګي برګي ده. د ټګۍ برګۍ اوچته مرتبه، پردی خپل ښودل دي، که څه بدي ښه ښودل او بدل د اصل پر ځای پلورل هم تزیین دی؛ خو له شیطان سره خورا غولوونکې سینګارونه، «پردي یا ناخود» د «خپل» «خود» ښودل دي، چې انسان ټول عمر په دې انګېرنه چې «خود یا خپل» ته خدمت کوي، د ناخود یا پردي په چوپړ کې وي. او د سراب په څېر په دروغجن هویت یې زړه خوشحال کړی وي، او د وچې ویالې په څېر د ډک لښتي لاپې شاپې کوي:

شاعر وايي: « دا چې سراب یم، ځان مې له خیالي تنې سره جوړ کړی، څومره خراب یم، چې له پردي مې خپل جوړ کړی، د زړه لپاره مې د اوبو خبره وکړه، چې لښتی یم، ددې لښتي پر غاړه کېنه، چې نور سمندر نه لټوم».

له ځانه د پردیتوب په نفې کې د ځان پېژندنې ونډه

« ځان وپېژنه» د سقراط یوه سپارښتنه ده، چې د فلسفې د زوکړې له پېله تر ننه د فلسفې او انسانپوهنې په ډګر کې د یوې خورا آرېزې سپارښتنې په توګه پاتې ده. انسان که پوه نشي، چې څوک دی؛ نو څنګه به ځان له پردي جلا کړي؟ ژر به د خپلې وګړې – شخصیت پر ځای یو بل هویت خپل کړي او پردی به پر ځان واکمن کړي. څوک چې ځان د شیطان له منګولو ژغورل غواړي، باید چې په ځان پېژندنه او خدای پېژندنه کې رښتوني قدمونه ولري. دا یو کوچنی ټکی نه دی. پخپله شیطان ته هم دا چار مشتبه دی، خدای ته یې وویل، زه له اوره یم او آدم له خاورو؛ او ادم ته یې سجده ونه کړه. قومي او خېلي ویاړنې، د ځان ناپېژاندو انسانانو شیطان ځپنه ده او انګېري چې هویت یې د قومیت په کړۍ کې دی. هغوی چې له آدمه طبقاتي (پوړیزه) انګېرنه لري، داسې انګیري چې د انسان هویت له یوې ځانګړې پوړۍ سره په تړاو کې مانا مومي. دا ډول انګېرنې، د ځان بدلول او عین له ځانه پردیتوب دی. د خدای پېژندل او ځان ورسره نښلول ددې لاملېږي چې انسان خپل ځان ومومي او د ځان په رښتینې پېژندو کې هم خدای ومومي:

« من عرف نفسه فقد عرف ربه[3]: چا چې ځان وپېژانده؛ نو خدای یې پېژندلی دی»

بې خدایه ځان یا خود، له سمندره لرې يو څاڅکی دی، چې يوازېنی برخليک يې ورکېدل دي. او دا محدود، يوازې د هغه نامحدود په څنګ کې تلپاتې کېږي او د زوال له خطره بچ کېږي. په پای کې له نامحدود سره نښلېدل، بل څه ته څه ځای نه پاتې کېږي، چې راننوځي او انسان ډک کړي، بيا هم د علي (ک) مخکنۍ خبرې ته وررسو چې ويلي يې دي:

« عظم الخالق فى انفسهم فصغر ما دونه فى اعيهنهم : خالق دومره په متقيانو کې ستر شوی، چې په پايله کې بې له الله يې هر څه د سترګو پر وړاندې کوچني دي»

د انسان کمال له خدای سره په نښلون کې دی

او دا کټ مټ، د نوي الحادي اگزيستانسياليزم پر خلاف دی، چې ګروهن دی، خدای د انسان د شړولو لامل دی او چېرې چې خدای ورننوځي دومره دباو راولي، چې بې له ځپلي انسانه بل څه نه پاتې کېږي.

د اسلامي فرهنګ له مخې، انسان چې له خدای سره ونښلېد، انسانيت يې پوره کېږي او خپله آريزه وګړه – اصلي شخصیت مومي، د انسان د ماهيت (منځپانګې) مسخ او له ځانه يې پرديتوب په دې دليل دی چې خدای يې هير کړی، نه يې پر وړاندې د انسان حضور.

وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (حشر/۱۹) = او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ،چې خداى يې هېر كړى؛ نو خداى (هم) خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدوى پوله ماتي دي .

ځان هېرونه په دې مانا نه ده، چې انسان خوب يوسي او يا بې هوښه شي او ځان يې راياد نشي؛ بلکې په دې مانا ده چې له ځانه ناسم او پردي پاله انګېرنه ولري او ګردې هڅې يې بې له ځانه بل ته ترسره شي؛ يعنې په نظر او عمل کې د نورو پيټی وړونکی (حامل) او د نورو چوپړيال وي. ومو ليدل چې خدای وايي:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا =  (کهف/۱۰۳) ايا ډېر زيانکاري خلک در په ګوته کړو؟

الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (کهف/۱۰۴) = هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوې دي؛ خو پخپله انګېري، چې ښه كارونه كوي.

و پوښتو، څنګه کېږي چې يو انسان زیار وګالي؛ خو ګټه ونکړي او په عین حال کې په دې توهم کې راښکېل وي، چې د ښه خدمت په حال کې دی؟ دا کټ مټ هله پېښېږي، چې انسان ټولې ګټې د پرديو په صندوق کې واچوي او ګومان کوي چې په خپل صندوق کې يې اچوي، کپ د بل په خوله کې ږدي او خيال کوي چې پخپله يې خوري او چاغېږي او سخت په مطلب پسې منډې وهي او ترې لرې کېږي په دې انګېرنه چې مقصد ته يې ورمخه ده او غافلانه پر څټ قبلې ته درېږي؛ خو ځان مخ پر بيت الله او قبله انګيري، دا څه آفت دی چې انسان ځان او خپله موخه عوضي او بدله نيسي:

تا تو تن را چرب وشيرين مى‏دهى        جوهر جان را نبينى فربهى

يعني څو تنې ته وازدې او خواږه ورکوې، د روح ملغرله به چاغه ونه وينې »‏

(مثنوى، دویم دفتر، 265 بیت)

گو بدو چندان كه افزون مى‏دود        از مراد دل جداتر مى‏شود

(مثنوى، شپږم دفتر، 2357 بیت)

يعنې « ورته ووايه، چې څومره ډېر ځغلې، د زړه له مراده ښه بېلېږې»

پارسايان روى در مخلوق        پشت بر قبله مى‏كنند نماز

(گلستان، ص 93)

په مثنوي کې د هغه کوڼ کيسه راغلې چې د يو ناروغ پوښتنې ته ولاړ، له ځانونو سره د ممسوخو انسانانو د اړيکې کيسه ده، خپل غږ نه اوري او په دې خيال چې اورېدلی يې دی نا تړاوه او نا صوابه يې ځوابوي او له ځان سره خپل پرديتوب لا زياتوي:

كر برون آمد بگفت او شادمان        شكر آن از پيش كردم اين زمان‏

گفت رنجور اين عدو جان ماست        ما ندانستيم كو كان جفاست (…)

او نشسته خوش كه خدمت كرده‏ام        حق همسايه به جا آورده‏ام‏

خواجه پندارد كه طاعت مى‏كند        بى‏خبر از معصيت جان مى‏كند

(مثنوى، لومړی دفتر ، 3375 او 3376 او 3387 او 3393 بیتونه)

يعنې « په وينا يې کوڼ د باندې راووت، دا وخت مخکې مې ترې شکر کړی و هغه خوشحاله ناست دی چې خدمت مې کړی، د ګاونډي حق مې پر ځای کړی خواجه انګيري چې طاعت کوي؛ خو ناخبره دی چې په ګناه کې غوپې وهي» او همدا د ځان نا پېژاندو برخليک دی، چې په عين معصيت کې، خپل کار اطاعت ګني او په عين ځان پلورنه کې، ځان خپل مالک بولي. ځان پلوري بده ده او تردې بد تره، په ځان پلورنه کې، سخاوتمندتوب دی، مولانا په مثنوي کې وايي :

ترك شهوتها ولذتها سخاست        هر كه در شهوت فروشد برنخاست‏

اين سخا شاخى است از سرو بهشت        واى او كز كف چنين شاخى بهشت‏

(مثنوى، دویم دفتر، 1272 او 1273 بیتونه)

يعنې: «د شهوتونو او خوندونو پرېښوول سخا ده، څوک چې په شهوتونو کې ورډوب شو، راپانڅېد، دا سخا د جنت له سروې يو ښاخ دی…

د شريعت منهیات، له ځان پلورنې نهې ده؛ د خوندونو او شهوتو پرېښوول عين له ځان سره سخاوت کول، ځان ارزانه نه پلورل او خپل قدر پېژندل دي. په شهواتو کې غوپې وهل، له پردي سره عين سخاوت درلودل،او ځان په اسراف لګول دي. که داسې وي چې ځان وپلورې؛ نو ولې يې ارزان پلورې؟ که دا کالي الهي امانت وي؛ نو ولې پر همده ونه پلورو چې تر نورو يې ښه ګران اخلي؟ ځان قيمتي ګڼل او ارزان نه پلورل، او د مسو په څېر ځان يوازې کيميا ته ورتسليمول، فرسنګونه له عُجب او غرور سره واټن لري. نبايد د يو شمېر صوفيانو چلونو ته غاړه کېدو، چې داسې کارونه يې کول، چې د نورو پر وړاندې سپک شي، ټولنيزه وګړه او وګړيز حيثيت يې مات شي. دوی ان کله مشهورو وګړيو ته دستور ورکاوه، په هغو ځایونو کې چې اعتبار او څه حيثيت لري، په ګدايۍ لاس پورې کړي، چې بدترين سپکاوی ورترغاړې شي او خلک يې وشړي.

په شرع کې دا چارې حرامې شوي دي. انسان بايد پردی مات کړي نه خپل ځان. ځان ولې خوار کړو؟ موږ بې له ځانه بله څه پانګه لرو؟ ولې خپل قدر ونه پېژنو؟ علي (ک) وايي:

من هانت عليه نفسه فلا تامن شره[4] :  د هغه له شره خوندي مه اوسه، چې په  خپل نزد خوار او بې وګړې دی.

څوک چې ځانته په عزت قايل نشي، په هر کار به لاس پورې کړي. قرآن منع کړي يو،چې د خوارو او سپکو وګړيو اطاعت به نه کوئ:

 وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ (قلم/‍۱۰) =او د هر قسم خور سپک (سړي) مه منه.

هَمَّازٍ مَّشَّاء بِنَمِيمٍ (قلم/۱۱) = هغه چې ډېرعيبونه لټوي او هر [چېرې] په چوغلۍ پسې ځي.

کوم انسان چې خپل قدر او مقام پېژندلی، پوهېږي چې بې له «الله» هر څوک چې وي، بيه يې نشي ور کولای، مولانا په مثنوي کې وايي :

من غلام آن كه نفروشد وجود        جز بدان سلطان با افضال وجود

چون بگريد آسمان گريان شود        چون بنالد چرخ يا رب خوان شود

من غلام آن مس همت‏پرست        كو به غير كيميا نارد شكست‏

(مثنوى، پنځم دفتر، 490 -492 بیتونه)

يعنې«د هغه مريی يم چې وجود نه پلوري؛ خو بې له هغه پاچا چې وجود ته زياتونه ورکوي، چې وژاړي، اسمان ژړاند شي، چې زمانه کوکي ووهي یا رب ویونکی شي، د هغه همت پالي مس مریی یم، چې بې کیمیا نه ماتېږي»

له خدای سره نښلون،«ځان = خود» له «ښه ځان = خودتر» او «زه = من» له «ښه زه= من تر» سره نښلون دی او په دې راکړه ورکړه کې نه یوازې انسان له منځه نه ځې؛ بلکې پوره او زیاتېږي، شاعر وايي :

« چې ستا د عشق له سمندره مې یوه څپه ومونده، د زړه کوچنی بېړۍ مې ماته شوه مات شوم؛ خو ښه انډول شوم، کم شوم؛ خونه، ډېر زیات شوم ای، له یوې ماتې دې درځار، سل سمې، څوک چې سموالی درنه ومومي نه ماتېږي»

دا مانا چې یو موجود تر «من = زه»، «من تر= ښه زه» وي او له «خود = ځان»، «ښه ځان» وي له اسلامي معارفو اخستنه ده او ګرد هغه څه چې په فرهنګي معارفو کې د عرفاني عشق تر نامې لاندې راغلي په همدې مانا دي او ټولې ناپاکې مینې او دنیا پالنې، پر داسې چا د ځان پلورنه ده چې یا راسره مساوي او یا رانه کم دي او دا پلورنه روا نه ده؛ ځکه ګټوره نه ده او نه یوازې څه نه رازیاتوي، چې کموي یې هم. باید د من «ځان» په پلورنې «تر ځان غوره = من تر» وغواړو او دا یوازې له خدای سره په راکړه ورکړه کې ترلاسه کېږي:

فَاسْتَبْشِرُواْ بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُم بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ (توبة/۱۱۱)

او څوك دى، چې تر خداى ښه خپله ژمنه پوره کوي؟ (هو، هېڅوك نشته) نو له خداى سره په خپلې راكړې وركړې خوښ اوسئ او يوازې دا ستره بريا ده!

اوس د مولانا د خبرې مانا راښکاره کېږي چې ویې ویل:

در دو چشم من نشين اى آن كه از من من‏ترى        تا قمر را وانمايم كز قمر روشنترى‏

اندر آ در باغ، تا ناموس گلشن بشكند        زانكه از صد باغ وگلشن خوشتر وگلشن‏ترى‏

(كليات شمس، غزل 2798)

« ای تر ما ښه او غوره په سترګو کې مې کېنه، چې سپوږمۍ پرېږدم چې تر سپوږمۍ ډېره رڼه یې، په باغ کې راننوځه، چې د ګلشن ناموس مات شي؛ ځکه تر سلو باغونو او ګلشنونو لاښه او ښه ډېر ګلشن یې».

د علي (ک) د وینا یوه برخه چې د انسان د عظمت پر وړاندې د دنیا ناڅیزتوب څرګندوي

علي (ک) پخپله له هغو نارینه وو څخه و، چې ځان یې پر دنیا ونه پلوره او له هغو متقیانو ځنې و، چې

 ارادتهم الدنيا فلم يريدواها. واسرتهم ففدوا أنفسهم منها

« دنیا دوی ته ورمخه کړه؛ خو دوی ورمخ نه کړ، دنیا دوی راښکېلول؛ خو دوی ځانونه د دنیا له منګلو وژغورل»

حسنینو ته یې په خپل وصیت کې وویل:

اوصيكما بتقوى الله و ان  لا تبغيا الدنيا و ان بغتكما و لا تاسفا على شى‏ء منها زوى عنكما (نهج‏البلاغه، 47لیک)

سپارښتنه درته کوم چې الهي تقوا خپله کړئ اوهم دا چې دنیا ونه غواړئ ان که دنیا مو وغواړي او څه مو چې له لاسه ورکړي، افسوس پرې ونکړئ»

((شقشقیه)) د حضرت علي (ک) یوه مشهوره خطبه ده، چې علي (ک) پکې له دنیا پالو ګیله کوي، چې حق یې په شهواتو لتاړ کړ:

فما راعنى الا و الناس كعرف الضبع الى، ينثالون على من كل جانب حتى لقد وطى الحسنان و شق عطفاى مجتمعين حولى كربيضه الغنم. فلما ننضت بالامر نكثت طائفه و مرقت اخرى و قسط آخرون كانهم لم يسمعوا قول الله سبحانه يقول: تلك الدار الاخره نجعلها للذين لايريدون علوا فى الارض و لا فسادا و العاقبه للمتقين. بلى و الله لقد سمعوها و وعوها ولكنهم حليت الدنيا فى اعينهم و راقهم زبرجها. اما و الذى فلق الحبه. و برا النسمه لولا حضور الحاضر و قيام الحجه بوجود الناصر و ما اخذ الله على العلماء ان لايقار واعلى كظه ظالم و لا سغب مظلوم لالقيت حبلها على غاربها و لسقيت آخرها بكاس اولها. و لالفيتم دنياكم هذه ازهد عندى من عفطه عنز.

د بيعت پر ورځ رانه دومره خلک راټول شول؛لکه د کوږ د څټ ويښتان له هرې لوري يې را ايسار کړى وم، تردې چې د ډېر شور ځوږ له امله نژدې ول حسن او حسين تر پښو لاندې شي او څادر مې وشلېد،خلک رانه لکه د پسونو د رمې راچاپېر شول؛ خو چې د خلافت په چارو لګيا شوم، يوې ډلې خپله ژمنه ماته کړه او بله زما له مننې سرغړانده شوه او له دينه ووته او يوه ډله د حق له لارې واوړېده لکه چې د خداى دا کلام يې اورېدلى نه و چې وايي: ((تِلْكَ الدَّارُ الْآخِرَةُ نَجْعَلُهَا لِلَّذِينَ لَا يُرِيدُونَ عُلُوًّا فِي الْأَرْضِ وَلَا فَسَادًا وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ[5]= (هو) دا د اخرت كور (يوازې) د هغوى لپاره دى،چې په ځمكه کې لويي او فساد نه غواړي او ښه پاى يوازې د پرهېزګارانو ده.)) هو! پر خداى قسم چې ښه يې اورېدلي او زده کړي (هم) وه؛ خو د دنيا ناوې او سينګار يې ډېر خوښ دى (؛ نو ځکه یې له حق مخ واړاو او سرغړاندي يې خپله کړه او نړۍ يې پر فتنه او فساد اخته کړه)

او بالکل خلکو! پر هغه خداى قسم، چې دانه يې وچوله او ساکښ يې پيدا کړ، که د پرېمانه بيعتګرو شتون نه واى او د يارانو د راغونډېدو غاړه خلاصول راباندې نه واى او که له عالمانو سره د خداى دا ژمنه نه واى،چې د ظالمانو د ډکې خېټې (ظلم) او د مظلمانو د لوږې ( مظلوميت) پر وړاندې به چوپ نه واى؛ نو د خلافت د اوښې قيضه مې پرېښووله او په پاى کې مې هماغه ورسره کول، چې په پيل کې مې کړي ول، نو هلته به درڅرګنده شوې واى،چې دا دنيا د وزې د پزې تر خړينګه هم راته سپکه او بې ارزښته ده.

 

د متقیانو یوه ځانګړنه شپنی نمانځنه ده

علي (ک) وايي : «اما الليل فصافون اقدامهم، تالين لاجزاء القرآن يرتلونه ترتيلا»

متقیان شپه د قرآن په لوست تېروي.

متقیان هم د ورځې په مراقبه کې دي او هم د شپې له ځان سره سوچ او غور کوي او د خپل فکر په تهذبیولو کې دي. که څه شپنی عبادت مستحب دی؛ خو متقیانو موندلې، چې دا یې مکلفیت دی. باید خدای ته دعا وکړو چې د شپني نمانځه د کولو توفیق راکړي.

تاسې په دنیا کې هیڅ عارف او لوړ پوړی انسان نه مومئ، چې څه یې ترلاسه کړي د شپنۍ ویښوالي له دولته به وي، که مسلمان متقیان وي یا نامسلمانان. شپنی عبادت په ګردو ادیانو کې یو محبوب سنت دی، او قرآن هم دې مطلب ته اشاره کړې ده.

لَيْسُواْ سَوَاء مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ أُمَّةٌ قَآئِمَةٌ يَتْلُونَ آيَاتِ اللّهِ آنَاء اللَّيْلِ وَهُمْ يَسْجُدُونَ = (آل عمران/۱۱۳) (خو ټول كتابيان) يو ډول نه دي،ځينې کتابيان (پر حق او ايمان) سم ټينګ ولاړ دي او (تل) په شپه كې د خداى آيتونه لولي او سجدې کوي.

يُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَيُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَأُوْلَئِكَ مِنَ الصَّالِحِينَ (آل عمران/۱۱۴) = پر خداى او لويه ورځ ايمان لري، پر نېكيو امر او له بديو منع كوي او د نېكو چارو په سر ته رسولو كې تلوار كوي او دوى له صالحانو ځنې دي.

په قرآن کې د شپني عبادت په اړه ډېره سپارښتنه شوې ده او د متقیانو د ښه توب یو لامل شپنی عبادت او سهارنی استغفار دی:

إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ (الذاریات/۱۵) = په حقيقت کې متقیان په (جنتي) باغونو او چينو کې وي.

آخِذِينَ مَا آتَاهُمْ رَبُّهُمْ إِنَّهُمْ كَانُوا قَبْلَ ذَلِكَ مُحْسِنِينَ (الذاریات/۱۶) =او پالونكى يې، چې څه وركوي (په خوښۍ يې) اخستونكي دي؛(ځكه) تر دې مخكې (په دنيا كې) له نېكانو ځنې وو.

كَانُوا قَلِيلًا مِّنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ (الذاریات/۱۷) =تل د شپې لږ ويدېدل؛

وَبِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ (الذاریات/۱۸) = او په سهارونو کې يې (له خدايه) بښنه غوښته.

او د عباد الرحمن د مانا به څرګندنه کې راغلي:

وَعِبَادُ الرَّحْمَنِ الَّذِينَ يَمْشُونَ عَلَى الْأَرْضِ هَوْنًا وَإِذَا خَاطَبَهُمُ الْجَاهِلُونَ قَالُوا سَلَامًا (فرقان/۶۳) = د لوراند (خداى ځانګړي) بندګان هغوى دي، چې پر ځمكه بې كبره درومي او چې ناپوهان ورسره په خبرو وي؛ نو روغې خبرې (چې له ذهن سره یې انډول او پر ګټه یې وي) ورته کوي.

وَالَّذِينَ يَبِيتُونَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَقِيَامًا (فرقان/۶۴) = هغوى چې خپل پالونكي ته شپه پر سجده او ولاړه تېروي.

پېغمبر (ص) مؤظف و چې شپنی نمونځ وکړي:

يَا أَيُّهَا الْمُزَّمِّلُ (۱)

قُمِ اللَّيْلَ إِلَّا قَلِيلًا (۲)

نِصْفَهُ أَوِ انقُصْ مِنْهُ قَلِيلًا(۳)

أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا (۴)

إِنَّا سَنُلْقِي عَلَيْكَ قَوْلًا ثَقِيلًا (۵)

إِنَّ نَاشِئَةَ اللَّيْلِ هِيَ أَشَدُّ وَطْءًا وَأَقْوَمُ قِيلًا(۶)

إِنَّ رَبَّكَ يَعْلَمُ أَنَّكَ تَقُومُ أَدْنَى مِن ثُلُثَيِ اللَّيْلِ وَنِصْفَهُ وَثُلُثَهُ وَطَائِفَةٌ مِّنَ الَّذِينَ مَعَكَ وَاللَّهُ يُقَدِّرُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ عَلِمَ أَن لَّن تُحْصُوهُ فَتَابَ عَلَيْكُمْ فَاقْرَؤُوا مَا تَيَسَّرَ مِنَ الْقُرْآنِ (۲۰)

1   اى (د اندنې او چوپتيا) په جامه (ډوب) ځان نغښتونكيه!

   2    د شپې راپاڅه؛ خو بې له لږې برخې.

   3    نيمايي یې يا لږه ترې كمه،

   4      يا يو څه پرې ورزياته كړه او قرآن په ځير، کرار کرار او څرګند لوله؛

   5   ځكه موږ به درباندې یوه درنه وينا نازله كړو.

   6    په حقيقت كې د شپې عبادت ته پاڅېدل (د زړه او ژبې همغږۍ او د نفس کابو کولو ته) ډېر اغېزمن (چار) دى او يادونه او لوست (پکې) پايند دى.

په رښتینه كې پالونكى دې پوهېږي،چې په رښتيا ته د شپې نژدې دوې برخې يا يې نيمايي يا يې له درېو برخو په يوه يوه برخه کې [نمانځه ته] پاڅې او له ملګرو دې يوه ډله هم (دغسې کوي) او خداى دى،چې شپه او ورځ شمېري او هغه پوه دی،چې تاسې (عبادت ته) په (ځير) وخت شمېرلای نشئ؛ نو درتېر شو؛ نو له قرآنه چې څومره درته (شوني او) اسان وي، هرومرو ولولئ . (۲۰)

او یا «محمود مقام= ستایل شوي مقام» ته رسېدل په شپني عبادت کې ګڼي.

وَمِنَ اللَّيْلِ فَتَهَجَّدْ بِهِ نَافِلَةً لَّكَ عَسَى أَن يَبْعَثَكَ رَبُّكَ مَقَامًا مَّحْمُودًا(اسراء/۷۹) = او د شپې په يوه برخه كې (له خوبه راويښ شه او) قرآن ولوله (او نمونځ وكړه) دا ستا اضافي دنده ده،هيله ده،چې پالونكى دې (د شفاعت) پر ستايل شوي مقام وګوماري.

په صافي تفسیر کې تر همدې آیت لاندې، له امام صادق (رح) دا روایت راغلی: « د شپې نمانځه ته مو ورپام وي، چې ستاسې د پېغمبر(ص) سنت، د وړاندېنيو صالحینو سیرت او له بدنونو مو د ناروغیو د لرېوالي لامل دی.»

حافظ هم د اسلام د ښونځي زده کړیال او له شپنیو معنویاتو برخمن و او خپلې بریاوې له شپني عبادته بولي:

مى صبوح و شكر خواب صبحدم تا چند        به عذر نيم‏شبى كوش و گريه سحرى‏

(ديوان حافظ، غزل 452)

دعاى صبح و آه شب كليد گنج مقصود است        بدين راه و روش مى‏رو كه با دلدار پيوندى‏

(ديوان حافظ، غزل 440)

حافظا در كنج فقر و خلوت شبهاى تار        تا بود وردت دعا و درس قرآن غم مخور

(ديوان حافظ، غزل 325)

مرغ خوشخوان را بشارت باد كاندر راه عشق        دوست را با ناله‏ى شبهاى بيداران خوش است‏

(ديوان حافظ، غزل 43)

یعنې « ترکله به د صبوح می او د ګهیځ شکر خوب وي، د پخې شپې عذر او سحري ژړا ته هڅه وکړه، د ګهیځ دعا او د شپې آهونه د مطلوبو زېرمو کونجیګانې دي پردې لار وردرومه چې له دلدارسره دې یوځای شي. حافظا! په تکوتیارو شپو کې د فقراء خلوت په کونج کې، ترهغه غم مه خوره چې په خوله دې دعا او قرآن درس وي. د عشق په لار کې پر ښه آوازه مرغه زیری وي، دوست د شپه ویښو په چغو خوښ وی»

مولانا هم دې چار ته اشارې لري:

سالها مر خواب را گشتى اسير        يك شبى برخيز و دولت را بگير

خواب را بگذار امشب اى پدر        يك شبى بر كوى بى‏خوابان گذر

بنگر اينها را كه مجنون گشته‏اند        همچو پروانه به وصلت كشته‏اند

(مثنوى، دفتر ششم، ابيات 621 و 622)

مخسب شب كه شبى صد هزار جان ارزد        كه شب ببخشد آن بدره‏ى روا بى‏حد

بگير ليلى شب را كنار اى مجنون        شب است خلوت توحيد و روز شرك و عدد

(كليات شمس، غزل 947)

یعنې « په کلونو کلونو خوب بندي کړی یې، یو شپه پاڅه او دولت ونیسه. پلاره، نن شپه خوب پرېږده، یوه شپه د بې خوبو پر کوڅه ورتېر شه وګوره دا چې مجنونان شوي، د پتنګ په څېر په نښلون وژل شوي دي»

وَذَا النُّونِ إِذ ذَّهَبَ مُغَاضِبًا فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْهِ فَنَادَى فِي الظُّلُمَاتِ أَن لَّا إِلَهَ إِلَّا أَنتَ سُبْحَانَكَ إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ(انبیاء/۸۷) = او ذوالنون [کب والا، يونس] (درياد كړه) چې كله په غوسه (له خپل قومه) ولاړ او ګڼله یې،چې څه تنګسه به پرې نه ورولو؛(خو چې کب تېر کړ)؛نو تپو تيارو كې يې (راته) غږ كړ : (( (خدايه!) بې له تا نمانځوړ نشته، ته پاك يې! په رښتيا چې زه له ظالمانو ځنې وم.))

فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَنَجَّيْنَاهُ مِنَ الْغَمِّ وَكَذَلِكَ نُنجِي الْمُؤْمِنِينَ (انبیاء/۸۸) = نو موږ يې دعا قبوله كړه او له غمه مو وژغوره او مؤمنان همدغسې ژغورو.

مؤمنان چې په تکه تیاره شپه کې هم د (إِنِّي كُنتُ مِنَ الظَّالِمِينَ) غږ پورته کړي غم سوزه پرښته به د حق په اجازه لورنې ورباندې ولوروي او د حق د اجابت خوند به وڅکي.

ویینه د مولانا په خبره پای ته رسو:

هله، نوميد نباشى كه تو را يار براند        گرت امروز براند نه كه فردات بخواند؟!

در اگر بر تو ببندد مرو و صبر كن آنجا        ز پس صبر ترا او به سر صدر نشاند

اگر بر تو ببندد همه ره‏ها و گذرها        ره پنهان بنمايد كه كس آن راه نداند

نه كه قصاب به خنجر چو سر ميش ببرد        نهلد كشته‏ى خود را، كشد آنگاه كشاند؟

چو دم ميش نماند ز دم خود كندش پر        تو ببينى دم يزدان به كجاهات رساند (…)

هله خاموش، كه بى‏گفت از اين مى همگان را        بچشاند، بچشاند، بچشاند، بچشاند

(كليات شمس، غزل 765)

یعنې: هله، مه نهیلی کېږه چې یار دې وشړي، که نن دې وشړي، نه دا چې سبا دې وبلي؟! که ور یې درباندې بند کړ، مه ځه او هلته صبر وکړه، تر صبر روسته به دې په سر کې کېنوي، او که پر مخ  دې ټولې لارې او کوڅې بندې کړي، پټه لار به دروښيی چې څوک یې نه پېژني.

[1] مسجد احباء الله ومصلى  ملائكه الله و مهبط وحى الله و متجر اولياء الله. (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 131).
[2] انعام:۱۲-۲۰؛ اعراف:۹-۵۳؛ هود:۲۱؛ شورا،۴۵

[3] بحارالانوار، ۲ټ،۳۲مخ (له مصباح الشریعة اخستل شوی دی)

[4] تحف العقول،۳۵۸ مخ

[5] قصص/۸۳.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!