تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د دیني اندنې په ډگر کې، د «جهاد» مانا، د بنده ګۍ هڅه ده حضرت علی (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي : وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ تَكُنْ مِنْ أَهْلِهِ وَ أَنْكِرِ الْمُنْكَرَ بِيَدِكَ وَ لِسَانِكَ وَ بَايِنْ مَنْ فَعَلَهُ بِجُهْدِكَ وَ جَاهِدْ […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د دیني اندنې په ډگر کې، د «جهاد» مانا، د بنده ګۍ هڅه ده

حضرت علی (ک) خپل زوی امام حسن (رض) ته وايي :

وَ أْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ تَكُنْ مِنْ أَهْلِهِ وَ أَنْكِرِ الْمُنْكَرَ بِيَدِكَ وَ لِسَانِكَ وَ بَايِنْ مَنْ فَعَلَهُ بِجُهْدِكَ وَ جَاهِدْ فِي اللَّهِ حَقَّ جِهَادِهِ وَ لَا تَأْخُذْكَ فِي اللَّهِ  لَوْمَةُ لَائِمٍ وَ خُضِ الْغَمَرَاتِ لِلْحَقِّ حَيْثُ كَانَ وَ تَفَقَّهْ فِي الدِّينِ وَ عَوِّدْ نَفْسَكَ التَّصَبُّرَ عَلَى الْمَكْرُوهِ وَ نِعْمَ الْخُلُقُ التَّصَبُرُ فِي الْحَقِّ

«پر نېکیو امر کوه، چې له نېکانو اوسې، بدي په لاس او خوله منع کوه او له بد چاري ځان ښه بچوه، د خدای په لاره کې لکه چې ښايي جهاد وکړه، هسې نه د ملامتگرانو پړه دې، د حق په لار کې له جهاده ناغېړی کړي، د حق په پار په کړنګونو کې پښه کېده، له ستونزو مه ډارېږه او په دین کې تفقه وکړه او ځان پر نادودو (د لاسبری لپاره) په زغم روږدی کړه او دا څومره ښه خوی دی چې انسان د حق په لار کې زغمناک وي.»

په دې عباراتو کې څو مطلبه د تأمل او غور وړ دي چې لنډه شننه یې کېږي.

ړومبی مطلب، د خدای په لار کې جهاد او د ملامتګرانو د پړې په وړاندې بې اعتنایي ده.

دویم مطلب، په دین کې تفقه او ژوره کتنه ده، درېیم مطلب، د تراخو او نادودو زغمل دي.

 د دیني اندنې په ډگر کې، د «جهاد» مانا، د بنده ګۍ هڅه ده

د خدای په لار کې جهاد د ادیانو له مهمترینو ښوونو ځنې دی. د ادیانو له ډگره د باندې (هم جهاد) هم شته او بلکې په یوې مانا بیخي نامجاهد انسان نشته، هیڅوک په خپل ژوند کې بې کوښښه نه دی او ټول انسانان خپل عمر د یوې موخې لپاره تېروي؛ خو په دیني اندنه کې دې دا هڅې د خدای په لار کې او خدای ته وي.    

په بل تعبیر، د ادیانو په ډګر کې دې د انسان هڅه ، د بنده ګۍ هڅه وي. له عبودیت سره مل مجاهدت د خدای په لار کې جهاد دی چې مرتبې او درجې لري. سبق لوستل، کسب و کار، جگړه، او له نفس سره مبارزه د خپلو درجو له مخې «مجاهدة فی سبیل الله» کېدای شي.

څه چې په ادیانو کې لومړیتوب لري، نو هغه دننه دی؛ نه دباندې، حال دی؛ نه قال، نیت دی؛ نه ظاهري عمل. د عمل ظاهر کېدای شي تل یو شان ته وي. فی المثل جګړې په ظاهر کې ټولې یو شان ته وي، بالاخره په هرې جګړې کې غشي ایشتل، وژنه او….. کېږي. دوی ته په مازې ظاهر جهاد فی سبیل الله ویلای نشو. دا چارې هله جهاد فی سبیل الله دي چې له عبودیت سره مل وي؛ یعنې انسان د عمل په وخت کې وپوهېږي چې دا عمل د څه لپاره کوي او ځان یې په کوم دریځ کې نیولی دی.

د کار انگېزه، د عمل نیت او موخه باید الهي وي. په دې بڼه کې به جهاد، د خدای په لار کې جهاد وي. د خدای لار، د عبودیت لار ده؛ یعنې څه چې انسان خدای ته ور رسوي، دا ده چې پر خپلې خدایي پښې کېږدې همدا او بس.

د انسان او خدای تر منځ لار یو ګام دی: پر خپلې خدايي پښې ایښوول

 یو عارف ویلي و چې خدای ته د ور رسېدو لپاره باید دوه ګامه واخستل شي، «خطوتان و قد وصلت» : «دوه قدمه اخلې او خدای ته ور رسي» ړومبی قدم دا چې پر ځان قدم ږدې او دویم دا چې د خدای پر لور گام واخلې. بل عارف چې دا خبره واورېده، ویې ویل چې دې خو لار اوږده کړې، د انسان او خدای تر منځ لار تر یوه قدم ډېره نه ده او دا پر ځان پښې ایښوول دي. دویمي قدم عین ړومبی قدم دی. پر ځان پښی ایښوول؛ یعنې پر خپلې خدايي پښې ایښوول .

د مرګ یادول د خدای لمانځنې زمینه ساز دی

څوک چې د الوهیت زنګ کړنګوي، باید پوه شي چې په هستۍ کې داسې قوتونه او پېښې شته چې په قوت یې پر وړاندې درېږي، ځپي او ذلیلوي یې او مرګ یو له دې مهمترینو پېښو ځنې دی. په همدې دلیل په دیني اندنو او ښوونو کې، خدای پالي او مرګ اندنه د یوې سکې دوه مخونه دي. څومره چې انسان مرګ اندی وي، نفس یې خدای لمانځنې ته ښه (وړ او) مستعد دی؛ ځکه په مرګ کې سوچ، هغه حقه حقیقي ذلت چې باید په زړه کې کېني، په زړه کې به یې کېني او انسان به پر خپل ذلت معترف کړي. دا ذلت د اخلاقي کمزورۍ له مخې نه؛ بلکې د انسان عین شتون دی. که انسان پر دې ذلت منښته – اعتراف ونکړي، په واقع کې ځان پېژندنه یې نیمگړې ده.

مرګ انسان ته خپله وجودي بېوسي ورښکاره کوي

خدای تعالی وايي:

كُلُّ نَفْسٍ ذَائِقَةُ الْمَوْتِ (عنکبوت/۵۷) = ټول مړه کېدونې دي.

 او یا پېغمبر(ص) ته وايي:

إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُمْ مَيِّتُونَ (زمر/۳۰) = ته هم مرې او نور هم مري.

دا خبرونه، یوه ساده خبرونه نه ده. کله چې راته ویل کېږي هر نفس د مرګ څکونکی دی؛ یعنې دا چې تاسې ټول انسان ذلیل او کمزوري یاست، په یوه ځای کې به مو سرغړونې رامې شي؛ نو له دې لامله مرګ اندنه د خدای لمانځنې لار هواروي. خدای پالي په حقیقت کې د انسان د نفس د سرغړونو راکمول او د ځان خدای ګڼلو د موهومي انګېرنو لرې کونه ده. نو ځکه زړه باید په مرګ یادولو رام او کابو کړو. هغه خورا ځیرک انسان دی چې ډېر د مرګ په اړه سوچ کوي او ځان ډېر مرګ ته چمتو کوي:

اکیس الناس اکثرهم ذکراً للموت و اشدهم استعداداً له.

د خدای په لار کې مجاهدت، د سرغاړي نفس د خدایي نفې کول دي

د خدای په لار کې قدم وهل؛ یعنې د عبودیت په لار کې ګام اخستل او د عبودیت په لار کې ګام اخستل؛ یعې پر خپلې بنده ګۍ منښته – اعتراف او خپله خدايي پرېښوول دي.

انسانان څومره چې له خدايي انگېرنې ځنې لاس ووینځي، بنده ګۍ ته ښه ورنژدې کېږي؛ نو ځکه ډېر د سبیل الله لاروی کیږي. عارفانو راته ویلي، که څوک له نفس سره د مبارزې په لار کې ومري، شهید او د خدای په لار کې مجاهد مړ شوی دی؛ یعنې د شهید په مرتبه کې دی او د شهید ثواب ور پر برخه کېږي. په دې اړه علي(ک) ویلي:

إِنَّ اَلْمُجَاهِدَ نَفْسَهُ عَلَى طَاعَةِ اَللَّهِ وَ عَنْ مَعَاصِيهِ عِنْدَ اَللَّهِ سُبْحَانَهُ بِمَنْزِلَةِ بَرٍّ شَهِيدٍ (غرر الحکم)

ای شهان کشتیم ما خصم برون

ماند خصمی زو بتر در اندرون

کشتن این کار عقل و هوش نیست

شیر باطن سخرهٔ خرگوش نیست

دوزخست این نفس و دوزخ اژدهاست

کو به دریاها نگردد کم و کاست

هفت دریا را در آشامد هنوز

کم نگردد سوزش آن خلق‌سوز

سنگها و کافران سنگدل

اندر آیند اندرو زار و خجل

هم نگردد ساکن از چندین غذا

تا ز حق آید مرورا این ندا

سیر گشتی سیر گوید نه هنوز

اینت آتش اینت تابش اینت سوز

عالمی را لقمه کرد و در کشید

معده‌اش نعره زنان هل من مزید

حق قدم بر وی نهد از لامکان

آنگه او ساکن شود از کن فکان

چونک جزو دوزخست این نفس ما

طبع کل دارد همیشه جزوها

این قدم حق را بود کو را کشد

غیر حق خود کی کمان او کشد

در کمان ننهند الا تیر راست

این کمان را بازگون کژ تیرهاست

راست شو چون تیر و واره از کمان

کز کمان هر راست بجهد بی‌گمان

چونک وا گشتم ز پیگار برون

روی آوردم به پیگار درون

قد رجعنا من جهاد الاصغریم

با نبی اندر جهاد اکبریم

قوت از حق خواهم و توفیق و لاف

تا به سوزن بر کنم این کوه قاف

سهل شیری دان که صفها بشکند

شیر آنست آن که خود را بشکند

له نفس سره جهاد، له دباندېنۍ جګړې په ډګر کې تر جهاده خورا ستونزمن دی

له دننه سره مبارزه له دباندیني کار تر مبارزې خورا ستونزمنه ده.

مولوي د یو عارف داستان را اخلی چې کلونه کلونه د غازیانو په کتار کې و او په ډېرو جګړو او غزاګانو کې یې ګډون کړی و او د اوضاع تر آرامېدو روسته په خپل عبادت لګیا و. تر مودو مودو سکوت روسته یې بیا غزا نغاره او ډهول واورېداو پوه شو چې غازیان بیا له کفارو سره جهاد ته وردورمي. دې سړي چې د اتلولۍ مخینه او له شهادت سره مینه درلوده، سخت راوپارېد چې له انزوا او ګوښي توبه راووځي او له جنګیالیو غازیانو سره یو ځای شي؛  خو د چمتووالي په ترڅ کې لنډه شېبه محاسبې او مراقبې ته تم شو. د سلوک له لومړي دستوراتو ځنې دا دی چې سالک تل خپل نفس تورن کړي او که کوم چار ته یې ورمات ولید، ورباندې شکمن شي او سوچ وکړي چې ښایي یو چل ول وي او چې دا چل ول یې را برسېره کړی نه وي،کار ته لاس نه ورغځوي. له دې لامله عارف له ځانه وپوښتل، چې ولې نفس مې غزا ته وهڅولم، حال دا چې له مرګه یې تېښته وه؟

په دې ځایونو کې د انسان نفس نه تلو ته سل پلمې جوړوي؛ نو ولې نفس مې په دې ځای کې له دننه را کې وسوسې او خنډونه نه راولاړوي؟ له دنننۍ پلټنې روسته، عارف د نفس غږ راپورته شو او ورته یې وویل: په دې دلیل دې جهاد او شهادت ته ورهڅوم چې په دې خلوت کې مې د ورځې سل ځل وژنې، د  غوښتنو پر وړاندې مې مقاومت کوې او خپه کوې مې؛ خو د بهرنۍ جګړې او جهاد په ډگر کې یو ځل وژل کېږم او خلاصون مومم.

په همدې دلیل که څوک له نفس سره د مبارزې په ترڅ کې ومري؛ نو شهید مړ شوی؛ که څه پدې کار  کې ناکام او ناتمام پاتې شي. په واقع، له نفس سره د مبارزې په ډگر کې، کار داسې ځای ته ور رسي، چې واقعا شهادت او جسماني وژنه ددې ستونزمنو مبارزو پر وړاندې، سل ځل اسانه ده. د معراج په حدیث کې د آخرتپالو او نېکچارو په ځانګړنه کې راغلي:

یموت الناس مره و یموت احدهم فی کل یوم سبعین مره من مجاهده انفسهم و مخالفة هواهم  (بحار الانوار: ۷ټوک، ۲۴مخ)

«خلک یو ځل مري؛ خو د آخرتپالي له نفس سره د مبارزې او له ځاني غوښتنو سره د مخالفت له وجهې هره ورځ اویا ځل مري.»

د همدې ستونزو له لامله له نفس سره په جهاد کې د خدای تعالی او لارښود پیر لاسنیوي ډانګ پیلی شرط دی او وګړی په دې لار کې احساسوي چې له لارې پاتې دی، یا دا چې لاس یې ورنیولی او د ښیون او هدایت پر لار یې مخ پر وړاندې ځغلوي.

خدای ته د تقرب لارې بېلا بېلې او متنوع دي؛ خو په ټولو کې د بندګانو د خدایي نفې یو ګډ ټکی دی

البته د خدای لار په یوې ټاکلې لار  کې، منحصره او را ایساره نه ده، په روایاتو کې لرو چې د ښوونځي او مدرسې لار، د خدای لار ده، څوک چې د علم په زده کړې پسې ځي، د خدای په لار کې یې ګام ایښی دی؛ البته په دې شرط چې علم ویاړنې، تکاثر، ځانښوونې او ارتزاق او….. ته زده نه کړي. همدغسې هر یو نېک کار دی؛ خو دا ټولې بېلابېلې لارې یوه بنسټیزه او ټولیزه جرړه لري او هغه دا چې د خپل الوهیت پر سر پښې ایښوول دي. په همدې دلیل په روایاتو کې لرو:

 افضل الاعمال احمزها  (بحار الانوار: ۷۰ټ، ۱۹۵ مخ)

« ډېرې غوره او خورا ثوابي کړنې، کړمنې کړنې دي.»

علي (ک) ویلي دي: غوره کړنې دا دي: « ما اکرهت نفسک علیه: ځان دې د هغه کولو ته اړ کړې»

یعنې خوښ دې بل څه وي؛ خو ځان اړ کړې چې پر ځان پښې کېدې او خپله هیله دې شاته وغورځوې. دا چارې عین مبارزه او «جهاد فی سبیل الله » دی.

نباید د الهي شوي نفس له غوښتنو ډډه وکړو

البته دا ځانګړنې او چارې په هغو کسانو پورې اړوند دي چې تراوسه یې روح الهي شوی نه دی، چې د چا روح الهی شو؛ چې څه خوري ورته حلال دي.

یعنې کله چې نفس الهي لوری ونیو، انسان باید له هیلو سره یې موافقه وکړي؛ ځکه هیلې یې د حق بهیر مخالفې نه دي. د نفس له هیلو سره مخالفت په نو کارو یا منځنیو سالکانو پورې اړوند دی؛ یعنې په هغو کسانو پورې اړوند دی چې په نفس کې یې لا تراوسه د حکمت او استقامت اوچتې کچې رامنځ ته شوې نه دي او باید لا د نفس له شیطان سره مبارزه وکړي.
پېغمبر اکرم(ص) ویلي: «اسلم شیطانی علی یدی : زما شیطان زما په لاس تسلیم شوی دی»

یعنې نور مې پر وړاندې سرغړونه نه کوي؛ خو ډېری خلک دې اوچتو مرتبو ته رسېدلي نه دي او تراوسه خپل شیطان ته تسلیم دي ؛ نو ځکه دې مبارزه ته دې تر مرګه دوام ورکړي او د خدای په لار کې د مجاهدې مانا همدا ده چې وویل شوه.

خدای له فی سبیل الله مجاهدینو سره د تضمین شوې ښیون – هدایت ژمنه کړې ده.

وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا لَنَهْدِيَنَّهُمْ سُبُلَنَا وَإِنَّ اللَّهَ لَمَعَ الْمُحْسِنِينَ (عنکبوت/۶۹) = او هغوى چې (په پاك نيت) زموږ په (لار كې) هلې ځلې وكړي؛ هرومرو خپلې لارې وروښيو او بېشکه الله د نېكانو مل دى.

یعنې خدای به یې خوشې نکړي او ورسره به وي ؛ نو ځکه مجاهدین د جهاد په شرط، د خدای له لوري تضمین شوې ژمنه لري. هغوی چې د کار په لار کې مجاهدت کوي، باید دا قوت قلب ولري او پوه شي چې پر بې پایلې لار یې قدم ایښی نه دی؛ بلکې اپوټه، په دې لار کې یو ښه او تضمین شوی عاقبت او پایله شته. خدای تضمین کړې چې هرومرو د خدای په لار کې په مجاهدت پسې الهي لارو ته ښیون شته او په دې لار کې به څوک هم ناکام نشي.

مجاهدینو ته د خدای تضمین شوې ژمنه، له دین ورهاخوا ژمنه ده

له دې مطلبه گټنه کېږي چې دا الهي تضمین له دین او مذهب ورهاخوا یو چار دی.

یعنې د دې وعدې عملي کېدنه د مجاهد په دین او مذهب پورې څه تړاو نلري. غټه خبره ،«مجاهدت فی سبیل الله» ته هوډ نیول دي. دا موضوع، کټ مټ د دعا په څېر ده. خدای په قرآن کې د مضطرین او اندېښمنو دعا تضمین کړې ده. البته ډېری ډلې شته چې دعا یې قبلېږي؛ خو د اندېښمنو د دعا قبلېدل تضمین شوي دي؛ یعنې دعا یې بیخي قبلېږي، کومه دعا چې له اضطرار او اندېښنې راولاړېږي،د هغه غشي په څېر دی چې هرومرو به خپلې  نښې او موخې ته ور رسي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!