تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د څښتن نمانځنې ژمنه أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿یس/۶۰﴾ = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟! وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿یس/۶۱﴾ = او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د څښتن نمانځنې ژمنه

أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَنْ لَا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿یس/۶۰﴾ = ای د آدم اولادې! ايا سپارښتنه مې درته کړې نه وه، چې شيطان مه نمانځئ (؛ ځكه) چې هغه مو څرګند غلیم دى؟!

وَأَنِ اعْبُدُونِي هَذَا صِرَاطٌ مُسْتَقِيمٌ ﴿یس/۶۱﴾ = او داچې (یوازې) ما ونمانځئ، چې دا سیده لار ده؟

له شيطان نمانځنې مراد، د شيطان د وسوسو او سپارښتنو منل دي؛ ځكه هېڅوك بې له ((الله)) يا هغه چې  الله  یې د اطاعت حكم كړى دى د اطاعتېدنې وړتيا او لياقت نه لري.

 له امام باقر (رح) نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك د یو وياند خبرې ته غوږ كېدي، دا يې نمانځلى ، كه وياند د الله  له لوري خبرې وكړي؛ نو اورېدونكي، الله  نمانځلى دى او كه وياند د ابليس له لوري وي؛ نو اورېدونكي، ابليس نمانځلى دى)) او همداراز يې وويل: چې څوك د پالوونكي په سرغړونه كې د يو چا ومني؛ نو نمانځلى یې دى.  الله ، چې له بنيادمو كومه ژمنه اخستې، مطلب يې هغه سپارښتنه ده، چې د پېغمبرانو له خولې يې ورته كړې، چې د ابليس به نه منئ؛ لكه چې دا خبره یې كړې ده:

يَا بَنِي آدَمَ لَا يَفْتِنَنَّكُمُ الشَّيْطَانُ كَمَا أَخْرَجَ أَبَوَيْكُمْ مِنَ الْجَنَّةِ ( اعراف / ۲۷) =  بينادمه! شيطان مو و نه غولوي؛ هماغسې چې ستا پلار و مور يې له جنته راواېستل…

او دا سپارښتنه يې:

وَلَا يَصُدَّنَّكُمُ الشَّيْطَانُ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿زخرف/۶۲﴾ = او شيطان مو د الله  له لارې منع نه كړي، چې ستاسې ښكاره دښمن دى.

په قرآن کریم او رواياتو كې د دې دښمنۍ په اړه ډېرې خبرې شوي دي.

 له حضرت علي (ك) په يو روايت كې لولو:

 [ نو د الله  بندګانو، د الله  له دښمنه وډار شئ، هسې نه شيطان مو پر خپل رنځ (ښاڅمنۍ – تكبر) اخته كړي او په خپلې بلنې مو له خپل ځايه راپاڅوي او خپل سپاره او پلي درنه راچاپېر كړي. پر ځان مې قسم، په ليندۍ كې يې د ګواښ غشي ايښي او ليندۍ يې ښه كش كړې او له نژدې مو په غشيو ولي؛ ځكه يې ويلي: (( پالوونكيه! داچې زه دې بېلارې كړم، زه پر ځمكه (توکیز نعمتونه) ښكلي ور انځوروم او ټول بېلارې كوم؛ خو بې له نږه بندګانو دې)) ]. (له نمونه تفسیر، 18 – 422 مخ + المیزان تفسیر، ۷ ټ، ۱۰۲ مخ په ګټنې)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!