تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د  رسول الله (ص) زوکړه د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي. د ټولنو د لارښوونکيو،د […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د  رسول الله (ص) زوکړه

د هر ستر انسان د ژوند هر څپرکى د څېړنې وړ دى. كله د يو انسان شخصيت دومره ستر وي،چې د ژوند ټول څپرکي،ان د ماشومتوب او تيخورۍ پړاو يې هم د پام وړ ګرځي.

د ټولنو د لارښوونکيو،د خپل وخت د نابغه وو او د تمدن د قافلې د مشرانو ژوند،معمولاً له خوندورو، پام وړ،حساسو او هېښندو ټكيو ډك وي،د ژوند كتاب يې له هغه وخ ته چې څاڅکى يې تړل كېږي، ترمړينې له اسرارو ډك وي.

قرآن شريف[1] د حضرت موسى عليه السلام د ژوند کيسه ډېره رازمنه سپړلې او وايي: د سلګونو ماشومانو سرونه ځکه پرې شول، چې موسى ونه زېږي؛ خو الهي اراده وه، چې موسى بايد وزېږي؛نو نه يوازې دښمنانو يې كوچنى شانته ازار ور و نه رسولاى شو؛ بلكې تر ټولو لوى دښمن يې ملاتړ شو.

قرآن شريف وايي: ((د موسى مور ته مو وحې وكړه، چې خپل زوى په يوه صندوق كې كېږدي، د اوبو څپې به يې ساحل ته ورسوي. زما او د هغه دښمن به يې ملاتړ شي،مينه به يې د دښمنانو په زړونو كې پيدا كړم او زوى به دې بېرته در وګرځوم.

د موسى خور د فرعون ښار ته ورغله او ويې ويل: زه داسې ښځه پېژنم،چې کړاى شي،ستاسې دا په زړه پورې زوى وروزي؛ نو د حضرت موسى مور د حكومت له لوري موظفه شوه،چې د هغوى د خوښې ماشوم وروزي.))

د  حضرت “عيسى” عليه السلام زوكړه او روزنه به دې تر موسى عليه السلام هم زيات حيران كړي.

 قرآن شريف د حضرت مسيح کيسه داسې راوړې ده. [2]

((مريم، د مسيح مور، له خپل قومه لرې شوه، روح (جبرائيل) په بشري بڼه راغى او زېرى يې پر وكړ،چې مامور يم، تا ته سپېڅلى زوى دركړم.

مريم حيرانه شوه او ويې ويل: له ما سره خو چا كوروالى نه دى  كړى او زه په خپله هم بدكاره نه يم. استازي مو ورته وويل: دا كار خداى ته اسان دى،چې بالاخره،خداى د مسيح رڼا د هغه د مور په زيلانځ كې كېښووه،د زېږون د درد  له لاسه، د خرما ونې ته ولاړه، له خپل زېږونه په خپګان كې وه،حکم مو وركړ،چې د خرما ونه وخوځوي،چې تازه خرما ترې راتويه شي، زوى يې وزېږېد او مريم له خپل زوى سره خپل ټبر ته ورغله.د خلكو خولې له حيرته وازې شوې او پر مريم د نيوكو سيلاب رامات شو،مريم ته حکم شوى و: څوك چې هره پوښتنه لري؛نو له دې ماشومه دې يې وکړي. هغوى وويل: آيا په زانګو كې تيخور ويده ماشوم خبرې كړاى شي؟ په دې  وخت كې “عيسى” خبرې پېل كړې او ويې ويل: زه د خداى بنده يم، د خداى كتاب او د پېغمبرانو په لړ کې يم. [3]

چې د قرآن،”تورات”  او مسيح پلويان ددې دوو الوالعزمو پېغمرانو د زوکړې په باب په ډاډ پر بيان شويو مسايلوګواهي وركوي؛نو ولې د اسلام د پېغمبر د زوكړې حيرانوونكې پېښې سختې وګڼل شي او انسان پرې حيران شي.؟

د احاديثو او تاريخ په کتابو كې لولو:

د حضرت “محمد” صلى الله عليه و آله و سلم د زوكړې پر مهال د “كسرى” ماڼۍ درزمنه شوه او څو ستنې يې ونړېدې ، “د فارس اورتون” مړ شو، د “ساوه سمندر” وچ شو، د مكې بوتان رانسکور شول، له مبارك تنه يې يوه رڼا، چې له لرې کتل كېده د اسمان پر لور اوچته شوه.”انوشېروان” بوږنوړى خوب وليد.حضرت “محمد”(ص)، چې وزېږېد؛نو نوم يې پرې شوى و او سنت  شوى هم و او ويې ويل: ((الله اكبر والحمدلله كثيراً سبحان الله بكرة واصيلاً. )) [4]

د  رسول الله (ص) نوم اېښوونه

اوومه ورځ راورسېده. “عبدالمطلب” د خداى په شكرانه كې پسه حلال كړ او خلك يې راوغوښتل،چې “قريش” هم پکې هم وو او پر خپل لمسي يې “محمد” نوم كېښود،چې وپوښتل شو،ولې دې پرې د “محمد” نوم كېښود، دا نوم خو په عربو كې ډېره مخينه نه لري؟ “عبدالمطلب”: غوښتل مې په ځمکه او اسمانو كې وستايل شي.

 په دې  باب د  رسول الله (ص) شاعر “حسان بن ثابت” ويلي:

((فشق له من اسمه ليجله            فذوالعرش محمود و هذا محمد))

(خداى تعالى له خپلو نومونو يو نوم په خپل استازي كېښود؛ نو ځكه (خداى) ((محمود)) او پېغمبر يې “محمد”  دى)

دا دواړه ټكي له يوې رېښې دي او يوه مانا وركوي. [5]

شك نشته، چې په دې  نوم ايښوونه كې الهي الهام و؛ځكه  كه څه  په عربو كې د “محمد” نوم مشهور و؛خو په هغه وخت كې لږو خلكو پر خپلو زامنو ايښووه.

  شاعر وايي:

ان الذين سموا باسم محمد          من قبل خير الناس ضعف الناس

د اسلام له پېغمبرمخكې، شپاړس تنه، د “محمد” په نامه يادېدل. [6]

“احمد” د اسلام د پېغمبر له مشهورو نومونو و.

 كه چا لږه مطالعه كړې وي؛ نو پوهېږي چې د  رسول الله (ص) دوه نومونه وو او خلكو به په دواړو ياداوه:يو “محمد” چې “عبدالمطلب” پرې ايښى و او بل “احمد”،چې مور يې (آمنې بي بي) پرې ايښى و. دا خبره په تاريخونو كې راغلې او “حلبي” په خپل “سيرة” کې هم راخستې ده.[7]

د  رسول الله (ص) ګران تره “ابوطالب” (چې د عبدالمطلب تر مړينې وروسته يې د “محمد” (ص) پالنه كوله) په خپلو اشعارو كې كله  د “محمد” او كله د “احمد” په نامه ياد كړى دى.

د رسول اکرم (ص) ماشومتوب

سني او شیعه یوه خوله دي،چې د رسول اکرم زوکړه د ربیع الاول په میاشت کې وه. اهل سنت د دې میاشتې زیاتره دولسمه او شیعه يې زیاتره اوولسمه ورځ یادوي،بې د “کافي”له خاونده؛ “شیخ کلیني”، چې هغه يې هم دولسمه ورځ یادوي . رسول اکرم په کوم فصل کې وزېږېد؟ په پسرلي کې. په “الحلبیه سیرت” کې يې لیکلي : (( ولد فی فصل الربیع)) په پسرلي کې وزېږېد. نن ځینو پوهانو شمېرلي،چې د آنحضرت زېږون د لمریزې میاشتې له کومې ورځې سره اړخ لګوي،دې پایلې ته رسېدلي،چې د هغه کال د ربیع دولسم د اپریل له شلمې،چې شلم د اپریل د اوري له یو دېرشمې سره سمون خوري او د ربیع اول اوولسمه د غويي له پینځمې سره سمون خوري[8] .

په هر حال دا غوڅه ده،چې آنحضرت په پسرلي کې زېږېدلی دی،اوس یا د اوري یودېرشمه وي که د غويي پینځمه. د اونۍ پر کومه ورځ زېږېدلی دی؟ شیعه ګروهن دي،چې د ادینې – جُمعې پر ورځ زېږېدلی،زیاتره اهل سنتو ویلي،چې  د دونۍ – دوشنبې پر ورځ زېږېدلی دی . د شواروز په کوم ساعت کې زېږېدلی دی؟ ښايي ټول یوه خوله وي،چې د سهار تر راختو وروسته زېږېدلی. د بین الطلوعینو په منځ کې.

د آنحضرت څه هېښنده تاریخ دی . نیکه يې “عبد المطلب” زړور او د درانه خوى خاوند و . “عبدالله” داسې ځوان و،چې په ټوله مکه کې ځلېده،خورا باادبه،ښایسته،زړوراو د ډاډ وړ و او د مکې د پېغلو هیله دا وه،چې مېرمن يې شي . هغه له “آمنې بي بي” سره واده کوي،چې د “وهب” لور او د هغه له نږدې خپلوانو وه . له واده يې څلویښت ورځې نه وې تېرې،چې له مکې څخه شام او “سوریه” ته په سفر وځي او ظاهراً سوداګریز سفر و.په راستنېدو کې مدینې ته راځي،چې د مور خپلوان يې پکې اوسېدل او په مدینه کې مري .”عبدالله” په داسې وخت کې مري،چې آنحضرت لا د مور په ګېډه دی .

آنحضرت،پلارمړی- یتیم دې نړۍ ته راځي.د هغه وخت د دود له مخې يې دې ماشوم ته اړین ګڼل،چې شيدې ورکونۍ ته يې یوې ښځې ته ورکړي،چې له ځان سره يې بيديا ته یوسي او هلته شیدې ورکړي.

د تيخورۍ پېر

د قريشو دې ماشوم يوازې درې ورځې د خپلې مور شيدې وروولې او بيا دوې نورې ښځې د پېغمبر په داييتوب وياړمنې شوې.

1 _ ثويبه:

 د “ابولهب” مينځې،څلور مياشتې  رسول الله (ص) ته شيدې وركړې، چې  رسول الله (ص) او مېرمن يې حضرت خديجې بي بي تر پايه په ښو يادوله.هغې مخكې حضرت حمزه اسدالله (د  رسول الله (ص) تره) ته هم شيدې وركړې وې. تر بعثت وروسته  رسول الله (ص) يو تن په “ابولهب” پسې ولېږه، چې ترې و يې پېري؛ خو “ابولهب” و نه منله؛خو تر پايه د  رسول الله (ص) له مرستو برخمنه وه. چې کله  رسول الله (ص) د “خيبر” له سوبې راستون شو؛ نو خبر شو،چې “ثويبه” مړه شوې؛ نو ډېر پرې خواشينى شو. د هغې د زوى پوښتنه يې وكړه، چې په حق كې يې نېكي وكړي؛خو خبر شو، چې له مور مخكې مړ شوى دى.[9]

2 _ حليمه:

 د”ابي ذويب” لور وه، چې د “سعدبن بكربن هوازن” له ټبره  وه، چې اولاد يې دا و:”عبدالله”،”اسيه” او “شيما”،چې وروستي اولاد يې هم د  رسول الله (ص) روزنه کړې ده.

 د عربو مخورو دود و،چې خپل اولاد يې بېديانيو دايانو ته ورسپاره چې وده يې سمه او هډوكي يې كلك راشي او همداسې هم د “وبا” له ناروغۍ خوندي وي او لنډه دا،چې عربي په ځانګړي چاپېريال كې زده كړي ،چې په دې برخه كې د “بني سعد” دايانې مشهورې وې. هغوى به په ټاكلي وخت كې مكې ته راتلې او ماشوم به يې له ځان سره بېوه.

 د  رسول الله (ص) له زوكړې څلور مياشتې تېرې وې،چې د “بني سعد” ټبر دايانې مكې ته راغلې.پر هغه كال سخته وچكالي او سوکړه وه او دوى شتمنو عربو ته ډېرې اړمنې وې.

ځينې تاريخ ليكونكي ليكي: يوه دايه هم حاضره نه وه، چې حضرت “محمد” ته شيدې وركړي؛ځكه هرې يوې غوښتل،چې د هغه چا دايتوب وكړي،چې يتيم نه وي،او پلار يې شتمن وي،ان حليمې هم دا ځل د حضرت “محمد” داييتوب ته غاړه کېنښووله؛ خو دا چې حليمه په خپله کمزورې وه،چا ورته خپل اولاد و نه سپاره؛نو له ناچارې يې د “عبدالمطلب” لمسى قبول كړ او خپل مېړه ته يې وويل: ((تر خالي لاس تلو به ددې يتيم وړل ښه وي.كېداى شي خداى راباندې ولورېږي.)) خو اټكل يې رښتيا وخوت او چې له كله يې د حضرت “محمد” (ص) داييتوب ومانه؛نو د خداى د رحمت چينې  پرې راماتې شوې. [10]

د قريشو دا ماشوم يې؛ځکه بلې دايي ته ورنه کړ،چې حضرت “محمد” د بلې دايي تى وانه خست؛ خو د حليمې تى يې وروده، چې دې كار د “عبدالمطلب” كورنۍ ډېره خوشحاله كړه.[11]

“عبدالمطلب” دايي ته وويل: د كوم ټبر يې؟ ويې ويل: د بني سعد. بيا يې وپوښتله:نوم دې څه دى؟ ځواب يې وركړ: حليمه. “عبدالمطلب”  ددې خبرو په اورېدو خوشحاله شو او ويې ويل: افرين! افرين ! دوه ښكلي خويونه؛ نېكمرغي او زغم.[12]

تاريخ شاهد دى،چې د مسلمانانو د ستر مشر ژوند له وړكتوبه تر پېغمبرۍ هيښنده کرامتي پېښې درلودې او ټول په يوه خوله ګواهي وركوي،چې د پېغمبر ژوند عادي ژوند نه و.

تاريخپوهان د حليمې له خولې وايي: له هغې ورځ مې،چې د آمنې د زوى روزنه ومنله؛نو مور يې ناسته وه. غوښتل مې، چې شيدې وركړم؛ نو خپل کيڼ تى مې وركړ؛خو ماشوم ښي تي ته زور كاوه او زما چې اولاد شوى؛ ښي تى مې وچ دى.ښي تي ته د ماشوم زور دې ته اړه كړم،چې ښي تي ته يې واچوم. ماشوم چې ښى تى وروده شيدې پکې پيدا شوې. دې پېښې ټول حيران كړل.[13]

حليمه بيا وايي: له هغې ورځې مې،چې “محمد” خپل كور ته راوستى؛ نو په كور كې مې ورځ پر ورځ بركت زيات شوى؛رمه او مال مې هم ډېر شوى دى.[14]

په قرآن كې همدې ته ورته پېښې د حضرت مريم بي بي (د حضرت “عيسى” مور) په باب شته. د زوکړې وخت،چې راورسېد؛نو يوې ونې ته يې پناه يووړه او له ډېر درد،يوازېتوب او د خلكو د تورونو له وېرې يې له خدايه مرګ وغوښت،چې په دې وخت كې يې غږ واورېد: مه خپه کېږه! خداى دې تر پښو لاندې د اوبو چينه پيدا كړه او د كجورې وچه ونه وخوځوه،چې تازه خرما ترې راتويه شي. [15]

د مريم او حليمې ترمنځ په مقام او منزلت كې ډېر توپير دى. كه د مريم خپل لياقت ددې الهي رحمت لامل و؛خو دلته ددې ماشوم مقام او منزلت ددې لامل شو،چې دا ښځه له الهي رحمته برخمنه شي.

 دا ماشوم څلور کاله له خپلې مور،نیکه،نورو خپلوانو او له مکې  لرې په بيديا مېشتو کې له یوې دايې سره اوسي . په څلورکلنۍ کې يې له دايې بېرته اخلي . لورانده مور يې په غېږ کې اخلي. تاسې اوس د آمنې بي بي حالت ته پام وکړﺉ : هغه مېرمن،چې د عبدالله په نامه غوره او په اصطلاح ارماني مېړه يې درلود،په کومه شپه يې،چې ورسره واده وکړ؛نو آمنه بې بي د مکې په ټولو پېغلو ویاړي،چې دا ستر ویاړ مې په برخه شوی دی . لا يې ماشوم په ګېډه دی،چې دا شان مېړه له لاسه ورکوي . داسې ښځه،چې له خپل مېړه سره دومره مینه لري؛نو ماشوم يې ورته د خپل خوږ مېړه ستر یادګار ګڼل کېږي،په تېره  که دا ماشوم هلک وي . آمنې بي بي خپلې ټولې هیلې،چې په عبدالله کې لېدلې، اوس يې په دې کوچني ماشوم کې ویني،هغه آمنه بي بي،چې بل مېړه هم نه کوي .

عبدالمطلب پر آمنې بي بي سربېره د دې کوچني ماشوم متکفل- رزمنوال هم دی . د آمنې بي بي قوم او خپل خپلوان په مدینه کې ول . آمنه بي بي له عبدالمطلبه اجازه اخلي،چې مدینې ته د خپلو خپلوانو لیدنې ته ولاړه شي او دا ماشوم هم له ځان سره یوسي. له خپلې وينځې “ام ایمن” سره په قافله کې روانېږي . مدینې ته رسي او خپل خپلوان ویني.( آنحضرت په ماشومتوب کې همدا یو سفر کړی،چې پینځه کلن و.) آنحضرت له خپلې مور او د مور له وېنځې سره له مدېنې راستنېږي . د مکې او يثرب پر لار په  “ابواء”کې د آنحضرت مور ناروغېږي ، کمزورېږي او له حرکته غورځي او همدلته مري . ماشوم په مسافرت کې د خپلې مور مرګ په سترګو ویني . مور همدلته ښخوي او د مور له وېنځې سره بېرته مکې ته راستنېږي،همدا وېنځه،چې وروسته بیا آزاده شوه،د عمر تر پایه يې د آنحضرت،حضرت علي (ک)،فاطمې بي بي او حسن او حسین له خدمته لاس وانه خست .

قرآن شريف د  رسول الله (ص) د يتيمۍ پېر په “الضحى” سورت كې راوړى :”الم يجدك يتيما فاوى” مګر يتيم يې و نه موندې او پناه يې درنه کړه؟ [16]

د قريشو ددې ماشوم د يتيمېدو حكمت لا موږ ته هم نه دى معلوم؛خو دومره پوهېږو،چې د غمونو دا سېلاب بې حكمته نه و.خداى غوښتل د نړۍ مشر مخكې له دې، چې پر چارو واكمن شي،د ژوند له خوږو او ترخو سره اشنا او روح يې ستر او باخبره شي او له دې سختيو ورته تجربې لاس ته راشي او ځان بېلابېلو سختيو او محروميتونو ته ونيسي. خداى غوښتل له هماغه پېله په ژوند كې ازاد عادت شي او په خپله په خپلو لاسو ځان ته د پرمختګ لار هواره كړي، چې خلكو ته وښيي دا نبوغ بشري نبوغ نه دى او مور و پلار يې په برخليك كې هېڅ ونډه نه لري او د عظمت او ستروالي سرچينه يې د وحې له غرونو رابهېدلې ده.

تر دې پېښې تقریباً پینځوس کاله وروسته ،حدوداً د هجرت درېم کال و،چې آنحضرت په یو سفر کې له “ابواء” تېرېده او هلته ودرېد. اصحابو ولیدل،آنحضرت بې له دې، چې له چا سره خبرې وکړي، یوې خوا ته روان دی . ځینې ورپسې شول،چې چېرته ځي،ګوري آنحضرت په یو ځای کې کېناست او دعا ، “حمد” او “قل هو الله احد” وايي،هغه ځای ته يې ژور کتل او د دعا ویلو په حال کې يې له سترګو اوښکې راغلې،وپوښتل شو : رسول الله (ص)! ولې ژاړی؟ و يې ويل : دا مې د مور قبر دی،پینځوس کاله مخکې مې مور همدلته ښخه کړه .

د مور تر مرګ وروسته،عبدالمطلب د رسول اکرم پالندوى شو،د خپل زوى او اینګور تر مرګ وروسته يې له دې ماشوم سره فوق العاده مینه وه او خپلو زامنو ته  يې ويل،چې دا له نورو سره توپیر لري . هغه د خدای له لوري راتلونکی لري او تاسې نه پوهېږئ .عبدالمطلب د مړینې پر مهال ډېر پرېشانه و او خپل مشر زوى؛ “ابوطالب” ته يې وویل : له مرګه نه وېرېږم؛خو ددې ماشوم په هکله مې سودا ده.دا ماشوم چا ته وسپارم؟ ایا ته يې منې؟ زما لخوا ژمنېږې،چې پالندويي يې پر غاړه واخلې؟ ابوطالب ورته وویل : هو پلاره! زه يې منم . تر نیکه وروسته د حضرت علي (ک) پلار د آنحضرت پالندوی شو.

“عبدالمطلب”، “ابوطالب” ته د څو لاملونو له مخې د  رسول الله (ص) پالنه ور پر غاړه كړه: يو دا چې “ابوطالب” او “عبدالله” له يوې موره وو او بل دا،چې مشهور، سخي او نېك سړى و. “ابوطالب”  رسول الله (ص) ته خورا زيات زحمتونه وګالل،چې تاريخ پرې ګواه دى. [17]

د ځوانۍ پېر

د ټولنې مشر بايد د پراخې سينې،زغم،مېړانې او د ستر روح خاوند وي .ډارن،ضعيف النفس،بې ارادې او سست انسان به څرنګه وكړاى شي ټولنه په بېلابېلو كړكېچونو او ستونزو كې رهبري كړي؟څرنګه به د دښمن مقابله وکړاى شي او څرنګه به خپل شتون او وګړه د نورو له بريده وساتي.د مشر روحي او جسمي پياوړتيا پر چاپېريال عجيبه اغېز لري.[18]د قريشو په دې ګران تندي كې له وړكتوب او ځوانۍ د ځواک، مېړانې،زغم او تكړه توب نښې وې. هغه په پينځلس كلنۍ كې د “فجار” په جګړه كې، چې د قريشو او هوازن  ترمنځ وشو ګډون وكړ. په جګړه كې يې دنده دا وه، چې خپلو ترونو ته يې غشي وررسول.

 “ابن هشام” په خپل سيرة كې د  رسول الله (ص) له خولې راوړي،چې: ((خپلو ترونو ته يې غشي وركول،چې ويې توغوي. )) [19]

 “ابن اثير” هم په “النهاية” كې دا حديث راخستى دى.

په جګړه كې ګډون يې مېړانه راښيي. حضرت علي (ک) يې په باب ويلي: په جګړه كې به چې تنګسه او سختي راغله؛ نو موږ به  رسول الله (ص) ته پناه وړه او په موږ كې تر هغه هيڅوك دښمن ته ورنږدې نه و. [20]

سفرونه

رسول اکرم له عربستانه بهر دوه سفره کړي او دواړه سوریه  ته وو او تر رسالت مخکې ول .یو سفر يې په دولس کلنۍ کې له خپل تره ابوطالب او بل يې په پینځه وىشت کلنې کې د حضرت خدیجې په سوداګریز کاروان کې و،چې بیا يې له خدیجې بي بي سره واده هم وکړ.که څه  تر رسالت وروسته دننه په عربستان کې يې سفرونه کړي دي . د ساري په ډول : طایف ته تللی،خیبر ته تللی،چې د مکې په شمال کې پروت دی،تبوک ته تللی،چې له سوریه سره په پوله پروت دی؛خو د رسالت په ورځو کې له عربي ټاپو وزمې بهر نه دی تللی .

بوختياوې- ورهڼې

رسول اکرم څه بوختياوې- ورهڼې درلودې؟ بې له شپونتوب او سوداګرۍ يې بله ورهڼه نه درلوده . ډېری پېغمبرانو تر رسالت وړاندې شپانه ول(داچې په دې که څه الهي راز دی،موږ پرې سم نه پوهېږو؛خو ترشوني بریده یو لړ رازونو ته يې اشاره کړې)؛ لکه څرنګه چې حضرت موسی (ع) شپون و.څرګنده خو داده،چې آنحضرت شپني کوله،بېدیا ته يې رمه وړه.سوداګري هم کوله،یو سفر يې دومره په مهارت ترسره کړ،چې ټول ورته هک پک شول . څه وخت يې د څارويو  پر روزلو تېره كړه،چې د انسانانو روزلو ته يې سينه پراخه شي، او ټول كړاوونه او خپګانونه ورته اسان او و يې زغملاى شي؛ ځكه كه انسان څاروي چې د هوش او پوهې له پلوه بيخي له انسان سره د پرتلې وړ نه دى، روزلاى شي؛ نو هرومرو به انسان روزلاى شي هغه بې لارې انسان ته لارښوونه وكړاى شي، چې فطرت يې پر خداى ايمان دى.

 په حديث كې راغلي:خداى داسې پېغمبر نه دى رالېږلى،چې له پېغمبرۍ مخکې يې شپني نه وي كړې، چې په دې توګه ورته د خلكو روزنه زده كړي.

ډېرو سيره ليكونكيو هم د  رسول الله (ص) له خولې ويلي دي: ټولو پېغمبرانو تر پېغمبرېدو مخکې شپني كړې ده. وپوښتل شو: آيا تا هم شپني كړې؟ ويې ويل: هو! ما هم څه موده په “قراريط” کې د مكې رمه څرولې ده. [21]

د کوم شخصيت،چې له “ابولهبانو” او “ابوجهلانو” سره مبارزه وي او د ډبرو او لرګيو له بت لمانځيو داسې انسانان وروزي،چې يوازې حق ته تسليم شي؛نو بايد د ډېرې مودې لپاره د صبر او زغم په ډول ډول ښوونځيو كې وروزل شي.

دويم علت: داسې انسان  ته چې په رګونو كې يې د غيرت،مېړانې او ازادۍ وينه بهېږي،ډېره سخته ده،چې د قريشو ظلمونه،فساد، له حقه سرغړونه او د بوتانو عبادت وزغمي؛نو ځكه  رسول الله (ص) سلا وګڼله څه موده په غرونو او دښتو كې تېره كړي،چې د مكيانو له ناوړو چارو لرې وي؛ البته دا په دې مانا نه ده، چې پوه او متقي انسان د ظلم او فساد پر وړاندې  چوپ كېني او د خپلو چارو حساب ترې بېل كړي؛بلكې د پېغمبر چوپ كېدل د خداى له لوري وو؛ځكه لا د بعثت وخت ورته چمتو شوى نه و.

درېم علت: دا كار ښه فرصت و،چې حضرت “محمد”(ص) په اسمان، ځمكه،ستوريو،تكويني او انفسي آيتونو او نښو كې فكر وكړي.

كه څه  د پېغمبرانو زړونه له پيدايښته د توحيد په ډيوه روښانه وي ؛ خو هغوى هېڅكله ځان د هستۍ او الهي آيتونو له څېړنې،بې نيازه نه ګڼي او له دې لارې د يقين او ايمان تر ټولو سترې زده كړې تر لاسه  كوي او ځان د ځمكو او اسمانو ملكوت ته رسوي.

“ابوطالب”،چې د خپل وراره د ژوند حالات وليدل؛نو دې ته اړ شو، چې يو كار ورته پيدا كړي؛نو ورته يې وويل :”خديجه” د “خويلد” لور د قريشو سوداګره ده،چې د خپلو چارو سمبالښت ته په ډاډمن سړي پسې ګرځي، چې مالونه يې په “شام” كې وپلوري؛نو ښه به وي، چې ورته ځان وښيې او دا دنده ومنې.[22]

د حضرت “محمد” (ص) متانت او د روح ستروالي ددې مخه نيوه،چې نېغ په نېغه دې خديجى ته ځان وښيي؛نو خپل تره ته يي وويل: كېداى شي هغه په خپله درپسې څوك راولېږي؛ځكه حضرت “محمد”(ص)  پوهېده، چې په خلكو كې په  امين مشهور دى او همداسې هم وشول.

 حضرت خديجه چې د “ابوطالب” او حضرت “محمد”(ص) له خبرو خبره شوه؛ نو له واره يې ورپسې څوك ولېږه  و يې ويل: ستا ښه خوى، صداقت او امانت مې خوښ شوى دى،زه به دوه ګرايه تنخواه او دوه مريان هم دركړم، چې په چارو كې درسره لاس وكړي. [23]

رسول الله (ص) راغى او کيسه يې خپل تره ته وكړه. تره يې ورته وويل: دا كار دې، چې خداى تعالى درپېښ كړ ژوند ته يوه وزله ده.

دلته يوه بله خبره هم بايد سپينه شي او هغه دا چې: آيا حضرت “محمد” (ص) په كاروان كې د حضرت خديجې د “اجير” په توګه ګډون كړى و، كه ورسره يې تړون كړى و،چې د مال په ګټه كې ورسره شريك وي؟ (په مضاربي بڼه)؛نو د هاشمي كورنۍ مقام او موقعيت او د حضرت “محمد”(ص) د عزت نفس غوښته وه،چې د خديجى اجير نه؛بلكې په ګټه كې ورسره شريك وي؛ دا ځكه چې:

لومړى: د “ابوطالب” په خبرو كې داسې كوم ټکى نشته، چې حضرت “محمد”(ص) دې د حضرت خديجې اجير شي؛بلكې له دې مخکې “ابوطالب” له خپلو ورونو سره خبره كړې وه: راځئ د خديجې كره ولاړ شو او ورته ووايو: څه مال حضرت “محمد”(ص) ته وركړه، چې سوداګري پرې وكړي. [24]

دويم:”يعقوبي” په خپل تاريخ كې ليكي: پېغمبراکرم په خپل عمر كې د چا اجير نه و. [25]

د قريشو كاروان حركت ته چمتو شو،حضرت خديجې خپل وكيل او دوو  مريانو ته وويل : له ادبه به كار اخلئ او څه چې حضرت “محمد”(ص)  كول؛ تاسې پرې د نيوكې حق نه لرئ او څه يې چې درته ويل؛نو تاسې يې په دواړو سترګو منئ.

كاروان خپل پړاو ته ورسېد او په دې سفر كې هر چا څه وګټل؛خو حضرت “محمد”(ص) تر ټولو زياتې وګټلې او د “تهامه” په بازار كې يې څه مال پلورلو ته واخست. او كاروان مكې ته راستون شو. په دې سفر كې حضرت “محمد”(ص) په دويم ځل د “عاد” او “ثمود” له سيمو راتېر شو،چې  په ليدو يې په چورت كې شو.پردې سربېره،پخواني يادونه يې پر زړه راوورېدل، چې يوه ورځ له خپل تره سره له دې سيمو تېر شوى و.

كاروان مكې ته رانږدې شو،”ميسره”د حضرت خديجې مريي حضرت “محمد” (ص) ته وويل: ښه به وي، چې تاسې تر موږه مخكې مكې ته ورننوځئ او خديجه له دې بې سارې ګټې  خبره كړئ.

حضرت خديجه په خپل دوكان كې ناسته وه او حضرت “محمد”(ص) ورته په خپله خوږه ژبه د سوداګرۍ حال ووايه. ډېر وخت لا تېر شوى نه و،چې ميسره هم راورسېد.[26]

 ميسره،څه چې په سفر كې تېر شوي وو،ټكي په ټكي حضرت خديجې ته وويل، چې د مسيره ټولو خبرو د حضرت “محمد”(ص) پر عظمت او معنويت ګواهي وركوله. د مسيره خبرې دا وې:

 امين  په يوه خبره له يو تاجر سره وران شو. تاجر ورته وويل: پر “لات” او “عزى” قسم وخوره،چې په خبره دې باور وكړم.امين ورته وويل: هغوى ماته بې ارزښته دي! زه ترې كركجن يم. بل دا چې امين په بصره كې دمې ته تر يوې ونې لاندې كېناست او چې د راهب سترګې، پرې ولګېدې؛نو راغى او له ما يې د هغه نوم وپوښته. راهب وويل: دا تر ونې لاندنې ناست، هماغه پېغمبر دى،چې په “تورات”  او انجيل كې يې زېرى شوى دى.

[1] (طه سورت 41-43 آيتونه)

[2] . تاريخ طبرى، 2ج/ 7-8،سيره حلبى 1ج/59.

[3] . سوره مريم 18-33

[4] . يعقوبي تاريخ 2ټوك/5، بحارالانور، 15ټوك/ 248، سيره حلبى 1ټوك/ 64

[5] . سيره حلبي، 1ټوك/93

[6] . سيره حلبى 1ټوك/ 97

[7] . انسان العيون فى سيره الامين والمامون، 1ټوك/ 93-100

[8] په دې اړه مو په راتلونکیو څپرکیو کې مفصل معلومات راوړي دي .

[9] . بحارالانور، 15ټوك/ 384   او مناقب، ابن شهر اشوب، 1ټوك/119

[10] . بحارالانور 15ټوك/ 442

[11] . سيره حلبي، 1ټوك/  106

[12]  . بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

[13] . بحارالانور، 15ټوك/ 345مخ

[14] . د ابن شهر اشوب مناقب 1ټوك/24

[15] . سوره مريم/ 24-25

[16] . سوره الضحى/ 6

[17] . سيره ابن هشام، 1ټوك/ 179مخ

[18] . نهج البلاغه عبده، 3ټوك/ 92

[19] . سيره ابن هشام، 1ټوك/ 186

[20] . نهج البلاغه د محمد عبده شرحه 3ټوك/ 214 مخ

[21] . سره ابن هشام ، 1ټوك/ 166

[22] . بحار 16ټوك/ 22مخ

[23]. سيره ابن هشام، لومړى ټوك/ 158،كامل ابن اثير 2ټوك/ 24

[24] . بحار، 16ټوك/ 22

[25]. تاريخ يعقوبى 2ټوك/ 16 د نجف چاپ

[26] . الخراج/186 او بحار 16ټوك/ 4

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!