تبلیغات

د سورة التوبة د منتخبو آیتونو شرح  د توبې  سورت ټوليزه منځپانګه : له مشرکانو د کرکې او ګرجنۍ اعلان ، له مشرکانو او کتابيانو سره جګړه، د منافقانو د وضيعت تشريح، جهاد ته هڅونه او د هغوى رټنه، چې دې الهي  دندې ته يې ورشا کړې ده، له کافرانو سره د دوستۍ د اړيکې […]

د سورة التوبة د منتخبو آیتونو شرح

 د توبې  سورت ټوليزه منځپانګه :

له مشرکانو د کرکې او ګرجنۍ اعلان ، له مشرکانو او کتابيانو سره جګړه، د منافقانو د وضيعت تشريح، جهاد ته هڅونه او د هغوى رټنه، چې دې الهي  دندې ته يې ورشا کړې ده، له کافرانو سره د دوستۍ د اړيکې منع او زکات د توبې سورت ټوليزه  منځپانګه ده ( المیزان، ۹ ټ، ۱۵۰ مخ)

بَرَاءَةٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى الَّذِينَ عَاهَدْتُمْ مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱﴾ = (دا آيتونه)  د الله او استازي له لوري یې ستاسې همژمنو مشركانو ته د نه ژمنتوب غوڅ اعلان دى!   

 ١- له تړون ماتو مشرکانو د امنيت اخستل: خداى په دې آيت کې ،له هغو مشرکانو سره تړون مات کړ او امنيت يې ترې واخست، چې له مسلمانانو سره يې د دښمنۍ د پاى ته رسېدو تړون لاسليک کړى و، چې دا يو بې دليله چار نه و،خداى په څو روستو آيتونو کې اشاره کوي،چې د مشرکانو په ژمنه ډاډمېنداى نشو؛ځکه تردې مخکې يې خپله ژمنه ماته کړې وه. له همدې امله او په څېر چلن ته يې، خداى هم د مسلمانانو له لوري د ژمنو ماتول او لغوه کول مباح کړل؛ لکه چې د انفال سورت په ٥٨ آيت کې پردې مطلب امر کوي. خداى دا مطلب په دې آيتونو مشرکانو ته اعلان کړ،چې پوه شي، چې نور څه تړون مو ترمنځ نشته او خوندي نه دي او په دې توګه دې د ځان چاره وکړي او د تړون لغوه دې يو ناڅاپي چار و نه ګڼي .

داچې د مشرکانو تړونونه يې مات کړل، دليل يې د همدې سورت څلورم آيت دى ،چې هغه مشرکان يې پکې استثنا کړي، چې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شول او له دوى سره چلن يې له تړون ماتو مشرکانو بېل کړى دى[1] .

فَسِيحُوا فِي الْأَرْضِ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَأَنَّ اللَّهَ مُخْزِي الْكَافِرِينَ ﴿۲﴾ = نو (مشركانو!) څلور مياشتې (نور مهلت لرئ، چې ) پر ځمكه وګرځئ (او چېرې،چې ځئ،ولاړ شئ او فكر وكړئ) او پوه شئ،چې تاسې الله بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو تښتېداى شئ او پوه شئ) چې الله د كافرانو رسوا ګر دى .

 ٢- د مشرکانو څلور مياشتېنى فرصت: پر ځمکه د څلور مياشتني ګرځېدو مطلب په دې موده کې يې خوندېينه او امنیت دى، چې پکې ښه غور وکړي او چې څه يې پر ګټه وي،غوره يې کړي؛يا مسلمانان شي او ژوندي پاتې شي يا مشرک پاتې شي او له منځه ولاړشي[2].دا لنډمهاله ازادي، د ځوان اسلامي حکومت يوه ویاړنه وه، چې دښمنانو ته يې فرصت ورکړ، چې په دې موده کې غور وکړي، چې ښايي په عقل د نېکمرغۍ لار ومومي يا هر چېرې تلاى شي او که ځان جګړې ته چمتو کوي؛ نو ځان دې تيارسئ کړي.

که د اسلام ځوان دولت رښتونى نه واى؛ نو په يو ترپ او خرپ يې ټول ځپل او له منځه وړل[3]. دا څلور مياشتې ددې آيتونو د رانازلېدو پر کال (د هجرت نهم کال) د حج اکبر (لويې اختر) له ورځې پیل او د ورپسې کال د ربیع الثناني مياشتې پر لسمه ورځ پاى ته ورسېدې. په پېنځم آيت کې له حرامو مياشتو مطلب همدا څلور مياشتې دي؛ نه هغه حرامې مياشتې،چې جګړه پکې حرامه ده(رجب ،ذى قعده، ذى حجه او محرم[4]) .

وَأَذَانٌ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ إِلَى النَّاسِ يَوْمَ الْحَجِّ الْأَكْبَرِ أَنَّ اللَّهَ بَرِيءٌ مِنَ الْمُشْرِكِينَ وَرَسُولُهُ فَإِنْ تُبْتُمْ فَهُوَ خَيْرٌ لَكُمْ وَإِنْ تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُوا أَنَّكُمْ غَيْرُ مُعْجِزِي اللَّهِ وَبَشِّرِ الَّذِينَ كَفَرُوا بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳﴾ = او (دا آيتونه) د الله او استازي له لوري یې د حج اكبر پر ورځ [= د لوى اخترورځ ] خلكو ته اعلان دى : الله او استازی يې د مشركانو په باب كومه ژمنه نه لري!؛ نو كه (له كفره) توبه وباسئ؛ نو دا درته غوره ده او كه مخ واړوئ؛ نو پوه شئ،چې الله بېوسې كولاى نشئ (او نه يې د ځواک له منګولو وتلاى شئ) او كافران له درناك عذابه خبر كړه!

٣- له مشرکانو د کرکې د پرېکړه ليک موخه : که څه قرآن له مشرکانو د خداى کرکه ګونګه اعلان کړې؛خو له اسلامي رواياتو ګټنه کېږي، چې حضرت علي (ک) د پېغمبراکرم (ص) له لوري مؤظف شو،چې خلکو ته څلور موضوعات اعلان کړي : ١- د مشرکانو د تړون الغا. ٢- مشرکان په راتلونکي حج کې ګډون کړاى نشي . ٣- تردې روسته د مشرکانو د دود له مخې له کعبې لوڅ لغړ ګرځېدل منع دي . ٤- د خداى کور ته د مشرکانو ورننووتل منع دي[5].

كَيْفَ وَإِنْ يَظْهَرُوا عَلَيْكُمْ لَا يَرْقُبُوا فِيكُمْ إِلًّا وَلَا ذِمَّةً يُرْضُونَكُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ وَتَأْبَى قُلُوبُهُمْ وَأَكْثَرُهُمْ فَاسِقُونَ ﴿۸﴾ = څنګه تړون وي، چې كه درباندې لاسبري شي؛نو نه مو د خپلوۍ پار ساتي او نه د ژمنې؟ (تش) په خوله مو خوشحالوي؛ خو زړونه يې (پر ژمنې درېدل) نه مني او ډېرى يې سرغړاند دي . 

٨- مشرکان د خپلوۍ پار نه ساتي: ددې آيت له لومړۍ برخې مطلب دادى، چې قريش که څه د پېغمبر او يو شمېر مسلمانانو خپلوان دي ؛خو د خپلوى پار نه ساتي؛نو ولې له پېغمبر اکرم(ص) او مسلمانانو ددې پار د ساتنې تمه لري. د همدې مطلب ورته، په راروسته دوو آيتونوکې بياځلي راغلى دى. له دې بيا ځلي منظور، پر ټينګارسربېره دادى، چې په ٨آيت کې د پېغمبراکرم د يارانو خبره وه؛خو په دې آيت کې د هر مؤمن خبره ده؛ يعنې تاسې څه اهميت ورته نه لرئ؛ بلکې هغوى د توحيد دين له هر لاروي سره دښمني لري او د هېڅ څيز پار په پام کې نه نيسي ؛نو دوى د حق او ايمان دښمنان دي .دا مطلب، د هماغه څيز په څېردى،چې د ځينو پخوانيو اقوامو په باب د بروج سورت په اتم آيت کې راغلى دى:(( او مؤمنان يې ځکه بد ګڼل،چې يوازې يې پر ناماتي ستايل شوي الله ايمان راوړى و )) [6].

 فَإِنْ تَابُوا وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَآتَوُا الزَّكَاةَ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَنُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ﴿۱۱﴾ = نو كه توبه وباسي، نمونځ وكړي او زكات وركړي؛ نو ستاسې ديني وروڼه دي او موږ (خپل) آيتونه هغو خلکو ته څرګندوو، چې پوهېږي

١١- د ايمان بشپړتيا؛د ديني مکلفيتونو په کولو کې رانغښتل شوې ده: له توبې مطلب؛خداى ته ورستنېدل دي.که مشرک ته وويل شي، چې توبه وباسه،مطلب د هغوچارو پرېښوول دي،چې د الله تعالى له نمانځنې يې منع کوي او داچې پر خداى، صفاتو او پېغمبر يې ايمان راوړي؛خو که مؤمن ته وويل شي،چې توبه وکاږه،منظور د هغو ناوړو چارو پرېښوونه ده، چې د مؤمن له مقام سره نه ښايي ‎[7].

دا آيت،تر توبې روسته،د نمونځ کولو او د زکات د ورکړې يادونه کوي؛ ځکه نمونځ د خداى د عبادت څرګنده نښانه او زکات د اسلامي ټولنې پياوړى ملاتړ دى.په حقيقت کې دا دواړه عبادتونه بېلګې ته ويل شوي او له يادولو يې مطلب دادى، چې پر خداى ايمان به(چې يو زړګنى چار دى) د ديني مکلفيتونو په کولو(چې يوعملي چار دى) پوره شي[8].

وَإِنْ نَكَثُوا أَيْمَانَهُمْ مِنْ بَعْدِ عَهْدِهِمْ وَطَعَنُوا فِي دِينِكُمْ فَقَاتِلُوا أَئِمَّةَ الْكُفْرِ إِنَّهُمْ لَا أَيْمَانَ لَهُمْ لَعَلَّهُمْ يَنْتَهُونَ ﴿۱۲﴾ = او كه تر ژمنې روسته يې خپلې لوړې ماتې کړې او ستاسې پر دين يې ملنډې ووهلې؛ نو د كفر له مخكښانو سره وجنګېږئ؛ ځكه دوى پر ژمنو نه درېږي، ښايي (د تورې په زور له ژمنماتۍ) لاس واخلي .  

١٢- د کفر مشران : ددې آيت مراد، بې له هغو مشرکانو ځنې دى، چې د همدې سورت په( ٨- ١٠) آيتونو کې يې په اړه خبره وشوه؛ ځکه د هیڅ يو مؤمن په باب هم د خپلوۍ يا ژمنې څه پار په پام کې نيسي، چې په اړه يې شرط ايښوول شوی او وويل شي” که تر ژمنې روسته خپل قسمونه مات کړي…” ؛بلکې دا آيت د هغو په باب دى ،چې د مسلمانانو له مشر سره يې کړې ژمنه ماته کړې او پر وړاندې يې راپاڅېدلي دي. قرآن دوى د”کفر مشران “ ښوولي دي؛ځکه دوى د الهي آيتونو په کفر کې مخکښان شوي او ناپوهان ورپسې تللي دي. د اهل بيتو په رواياتو کې ددې آيت د څرګند مصداق په اړه وګورئ[9].

مَا كَانَ لِلْمُشْرِكِينَ أَنْ يَعْمُرُوا مَسَاجِدَ اللَّهِ شَاهِدِينَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ بِالْكُفْرِ أُولَئِكَ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ وَفِي النَّارِ هُمْ خَالِدُونَ ﴿۱۷﴾ = مشركان حق نه لري د الله جوماتونه اباد كړي، حال دا پر خپل كفر ګواهي لي! كړنې يې پوپنا (او بې ارزښته) شوي او همېشني اورمېشتي دي

١٧- مشرکان ، د جومات جوړولو حق نه لري:

له مشرکانو سره د تړون تر لغوه کولو او ورسره له جهاد کولو روسته ، شونې ده د ځينو په نظر کې مطرح شي،چې ولې داستره ډله وشړو او مسجد الحرام ته يې د حج مراسمو لپاره پرېنږدو، حال داچې ګډون يې د آبادى لامل دى؛په مهمو مالي مرستو يې مسجدالحرام ابادېږي او د بيت الله په چاپېريال کې د ډېرو وګړيو شتون مانیزه ابادي ده . دا آيت او څو ورپسې آيتونه دا ډول بې بنسټنه اندونه ځوابوي او وايي،چې د مشرکانو هڅې نه د مسجد الحرام ابادۍ يا په څېر چارو ته څه ارزښت لري او نه يې د کعبې په چاپېريال کې راغونډېدل . خداى پاک او سوتره دی او کور يې هم بايد پاک او سوتره وي او بايد د خداى له کوره او جوماته د ناپاکانو لاسونه يومخې لنډ شي[10].

إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلَاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ وَلَمْ يَخْشَ إِلَّا اللَّهَ فَعَسَى أُولَئِكَ أَنْ يَكُونُوا مِنَ الْمُهْتَدِينَ ﴿۱۸﴾ = د الله جوماتونه يوازې هغوى ابادوي، چې پر الله او د قيامت پر ورځ یې ايمان راوړی، نمونځ يې كړى، زكات يې وركړى او بې له  الله له بل چا نه ډارېږي؛ نو هيله ده، چې همدوى به له لار موندوونکيوځنې وي .

١٨- د جوماتونو د ابادۍ اهميت : د جوماتونو د جوړولو او آبادولو په اهمیت کې پرېمانه احاديث راغلي، چې ددې چار فوق العاده اهميت راښيي . له نبي کريم(ص) نه روايت شوى دى:”چې څوک په جومات کې يوه ډيوه بله کړي،.پرښتې او د عرش وړوونکي تر هغې بښنه ورته غواړي،چې پکې بله وي”خو نن د جوماتونو معنوي ابادي ډېر اهميت لري او په بله وينا، مخکې تردې چې د جومات جوړولو ته اهميت ورکړو، بايد د وګړيو جوړولو ته يې ورکړو، چې جوماتيان،د جومات پاسوال او ساتمن يې وسي .جومات بايد د هر ډول رغنده ځوځښتونو مرکز وي،چې خلک پوه او را ويښ کړي، چاپېريال پاک کړي او مسلمانان د اسلامي ميراثونو دفاع ته چمتو کړي،په تېره بايد پام مو وي،چې جومات ايمانوالو زلمیانو او ځوانانو ته يو مرکز وي او نه يوازې د سپين ږيرو، معتقاعدينو او له کاره لوېدلو د راغونډېدو ځاى‎[11].

أَجَعَلْتُمْ سِقَايَةَ الْحَاجِّ وَعِمَارَةَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ كَمَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَجَاهَدَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا يَسْتَوُونَ عِنْدَ اللَّهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ ﴿۱۹﴾ = ايا د حاجيانو خړوبول او د مسجدالحرام ابادول مو د هغه چا (د كار) په څېر ګڼلى، چې پر الله او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى او د الله په لار كې يې جهاد كړى دى؟! (نه! دا دواړه) د الله پر وړاندې برابر نه دي او الله ظالمانو ته سمه لار نه ورښيي.   

 ١٩- پر نورو د علي (ک) د غوراوۍ يوه بېلګه: په ډېرى رواياتو کې راغلي: دا آيت او ورپسې درې آيتونه د اميرالمؤمنين علي(ک) په شان کې رانازل شوي دي.په يو روايت کې راغلي ،چې” شيبة”او”عباس” يو پر بل وياړنه کوله او په دې باب يې خبرې اترې کولې،چې علي (ک) يې له څنګه تېرېده او و يې پوښتل”پر څه وياړئ؟”عباس وويل: د خداى د کور حاجيانو ته د اوبو د ورکړې ځانګرنه لرم،چې يو يې هم نلرئ. “شيبه” وويل: زه مسجدالحرام ابادوم او د کعبې کونجي را سره ده. علي(ک)وويل:” سره له دې،چې له دواړو حيا کوم ؛خو بايد ووايم،چې په دې لږ عمر کې،يو وياړ لرم.چې تاسې يې نه لرئ ” و يې پوښتل:علي! د څه وياړنه؟علي وويل:”په توره مې دومره ستاسې پوزې ووهلې،چې پر خداى او پېغمبر مو ايمان راووړ”. عباس غوسناک پاڅېد،لمن يې په ځان پسې راښکوده او پېغمبر(ص) ته ورغى او په شکايت يې وويل : نه وينې، چې علي څرنګه خبرې راسره کوي ؟پېغمبر(ص)وويل:”علي ته غږ کړئ،” علي، چې راغى، ورته يې وويل:”ولې دې خپل تره (عباس) ته داسې خبره وکړه ؟” علي وويل : “رسول الله : ما خو حق ووايه، که خپه وي که خوشحاله “بيا نو جبرييل رانازل شو او و يې ويل :” محمده !پالونکى دې درباندې سلامونه وايي او وايي ،چې دا آيتو ورته ولوله:” اجعلتم… اجراعظيم” ( ١٩ – ٢٢ آيتونه[12])

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا آبَاءَكُمْ وَإِخْوَانَكُمْ أَوْلِيَاءَ إِنِ اسْتَحَبُّوا الْكُفْرَ عَلَى الْإِيمَانِ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾ = مؤمنانو! كه ستاسې پلرونه او روڼه، كفر تر ايمان غوره وبولي (؛ نو) خپل دوستان يې مه نيسئ! او له تاسې، چې چا دوستي ورسره وكړه؛ نو همدوى ظالمان دي.  

قُلْ إِنْ كَانَ آبَاؤُكُمْ وَأَبْنَاؤُكُمْ وَإِخْوَانُكُمْ وَأَزْوَاجُكُمْ وَعَشِيرَتُكُمْ وَأَمْوَالٌ اقْتَرَفْتُمُوهَا وَتِجَارَةٌ تَخْشَوْنَ كَسَادَهَا وَمَسَاكِنُ تَرْضَوْنَهَا أَحَبَّ إِلَيْكُمْ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَجِهَادٍ فِي سَبِيلِهِ فَتَرَبَّصُوا حَتَّى يَأْتِيَ اللَّهُ بِأَمْرِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۲۴﴾ = (پېغمبره) ووايه: ((كه تاسې ته خپل پلرونه، زامن، روڼه، مېرمنې، خپلوان، ګټلي مالونه او هغه سوداګري، چې پر ناچلېدو يې اندېښمنېږئ او د خوښې كورونه، تر الله او استازي یې او د هغه په لار كې تر جهاده درته ډېر ګران وي؛ نو د الله (د) امر (عملي كېدو) ته څارو اوسئ  او الله سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي .))

٢٣ او ٢٤. د خداى دين که دنيا؛ کوم يو خورا ګران دی؟ له بوتپالو سره د جګړې پر وړاندې، چې شونې وه يو شمېر مسلمانانو ته روستۍ وسوسه او پلمه پيداشي، دا وه، چې په اند يې په مشرکانو کې نژدې خپلوان لري او که جګړه ورسره وشي؛نو بايد لاس ترې واخلي. بلخوا پانګه او سوداګري يې تر ډېره بريده له مشرکانو سره وه او مکې ته په ورتلو يې دې چار ته رونق ورکاوه او همداراز په مکه کې يې سوکاله او نسبتاً اباد کورونه درلودل، چې شوني وه له مشرکانو سره د نښتې په بڼه کې ويجاړ شي، يا د حج په مراسمو کې د مشرکانو د نه ګډون له امله له ارزښت او ګټنې ولوېږي. دا آيتونه ددې ډول وګړيو حالات په پام کې لري اوپه غوڅه خبره يې ځوابوي .

تردې آيت لاندې په يو روايت کې راغلي: هغه وخت، چې اميرالمؤمنين حضرت علي (ک) په حج مراسمو کې اعلان کړه،چې تردې روسته يو مشرک هم مسجدالحرام ته د ورننووتو حق نه لري،د قريشو غږ راپورته شو او و يې ويل: سوداګري مو له منځه ولاړه، کورنۍ مو ضايع شوې او کورونه مو ويجاړ شول. خو دې آیت یې ځواب ورکړ. په آيتونوکې له شرک او نفاق سره د ګډوله ايمان او د رښتوني ايمان ترمنځ بريد کښل شوى او د رښتينو مؤمنانو او کمزوريو ايمانوالو ترمنځ واټن په نښه شوى دى . آيات په ډاګه وايي: که انسان ته د مادي ژوند تړاوونه تر خداى، پېغمبر، جهاد او د دوی د اوامرو تر مننې ارزښتمن او ګران وي،تردې چې له دينه يې ځارولاى نشي ؛نو څرګندېږي ،چې رښتونى او پوره ايمان پلى شوى نه دى،هغه ورځ د ايمان روح او حقيقت له ټولو ارزښتونو سره يې څرک وهي،چې انسان ددغسې سرښندونو په هکله شکمن نه وي[13].

لَقَدْ نَصَرَكُمُ اللَّهُ فِي مَوَاطِنَ كَثِيرَةٍ وَيَوْمَ حُنَيْنٍ إِذْ أَعْجَبَتْكُمْ كَثْرَتُكُمْ فَلَمْ تُغْنِ عَنْكُمْ شَيْئًا وَضَاقَتْ عَلَيْكُمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ ثُمَّ وَلَّيْتُمْ مُدْبِرِينَ ﴿۲۵﴾ = په رښتيا الله په ډېرو ځايونو كې مرسته درسره كړې ده (او پر دښمن بريالي شوئ) او د حنين (د غزا) پر ورځ ( يې هم مرسته درسره وكړه،) چې د خپل شمېر پر زياتوالي غره وئ ؛خو څه ګټه يې در و نه رسوله او پراخه ځمكه درباندې تنګه شوه؛ بيا مو (دښمن ته) شا ورواړوله او وتښتېدئ.

٢٥- د حنين غزا: د اسلام پوځ مکه او چاپيريال يې سوبه کړ او د بوتپالنې ټغر راټول شو؛خو طایف”او چاپيريال يې،چې د ”هوازن”او” ثقيف” ټيرونه پکې مېشت ول، بوتپالوته يو نه ماتېدونکى سنګر شمېرل کېده؛ نو ځکه پېغمبر(ص) هوډ وکړ، چې ډېر ژر پر طايف لاسبرى شي او سوبې ته يې بايد د دوو غرونو ترمنځ له اوږدې او ژورې لارې تېر شي . پېغمبراکرم (ص) د دولس زريز پوځ پر ملاتړ د”هوازن” ټبر د سیمې پر لور وخوځېد. د هوازن لښکر، چې له پېښې خبر وو،په غرونو کې په څارنځي کې ورته کېناستل او پر مسلمانانو يې ناڅاپي بريدونه پيل کړل. له ډاره ډېرى مسلمانان وتښتېدل او د علي (ک) په شان ډېر لږ شمېر رښتوني مؤمنان پاتې شول او له کفارو سره پر جګړې او د پېغمبر(ص) پر پاسوالۍ لګيا وو . خداى دلته مسلمانان له دښمنانو سره پر خپل حال پرېښوول او د لنډ وخت لپاره يې له ملاتړه لاس پر سر شو؛ځکه په خپل ډېرښت مغرور وو.څه وخت تېر نشو،چې د ماتې اثار پکې راښکاره شول. هغه وخت ،چې مسلمانان تښتېدل، پېغمبر(ص) عباس (رض) ته( چې لوړ غږ يې درلود) وويل ،چې غونډۍ ته پورته شه او مسلمانانو ته چغه کړه:”اى مهاجرينو، انصارو، د بقرې سورت يارانو او تر ونې لاندې بيعت کوونکيو چېرې تښتئ ؟ پېغمبر دلته دى”،چې مسلمانانو د عباس(رض) غږ واورېد راستانه شول او له هرې خوا يې پر دښمن بريد وکړ او د پالونکي په مرسته يې پرمختګ ته دوام ورکړ اوکافر دښمنان يې وځپل [14] .

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْمُشْرِكُونَ نَجَسٌ فَلَا يَقْرَبُوا الْمَسْجِدَ الْحَرَامَ بَعْدَ عَامِهِمْ هَذَا وَإِنْ خِفْتُمْ عَيْلَةً فَسَوْفَ يُغْنِيكُمُ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ إِنْ شَاءَ إِنَّ اللَّهَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۲۸﴾ = مؤمنانو! حق دادى، چې مشركان ناولي او پلیت دي؛ نو تر سږ كال روسته بايد دوى مسجدالحرام ته ورنژدې نشي او كه (ددې پرېكون له لامله د سوداګرۍ له ټپه درېدو او) له تنګلاسۍ وېرېږئ، كه الله وغواړي؛ نو ژر به مو له خپلې لورنې شتمن كړي (او له بلې لارې يې جبرانوي؛ ځكه) چې الله پوه حكيم دى.  

 ٢٨- د مشرکانو له ناولتيا مطلب: په دې آيت کې د مشرکانو ناپاکي له ظاهري چټلۍ ورهاخوا يو څيز دى ؛ځکه مسئله د مسجد الحرام د پاکۍ پر وړاندې مطرح ده او د مسجد الحرام پاکي يو باطني او مانيز چار دى او نه ظاهري موضوع ؛نو په دې آيت کې د مشرکانو له ناپاکۍ مطلب ، باطني ناولتيا يې ده .بل ټکى داچې په آيت کې له “سږکال” مطلب ،نهم هجري کال دى؛يعنې هغه کال،چې علي(ک)مشرکانو ته د خداى او استازي يې بېزاري او کرکه اعلان کړه او همداراز له کعبې لوڅ لغړ ګرځېدل او په ټوليز ډول د مشرکانوحج يې منع اعلان کړ[15].

قَاتِلُوا الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَلَا بِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلَا يُحَرِّمُونَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَلَا يَدِينُونَ دِينَ الْحَقِّ مِنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ حَتَّى يُعْطُوا الْجِزْيَةَ عَنْ يَدٍ وَهُمْ صَاغِرُونَ ﴿۲۹﴾ = له کتابيانو، چې څوك پر الله او د آخرت پر ورځ ايمان نه لري او څه چې الله او استازي یې حرام كړي، حرام نه بولي او نه حق دين مني؛ نو ورسره وجنګېږئ، چې په (خورا) ذلت په خپل لاس جزيه وركړي. 

٢٩- جزيه: جزيه د “جزاء” له مادې د هغه مال پر مانا ده ،چې له هغو کتابيانو اخستل کېږي، چې د اسلامي حکومت تر سيورې لاندې دي او د نامې اېښوونې دليل يې دادى،چې کتابيان د خپلو ځانونو او شتمنيو د ساتنې په بدل کې اسلامي حکومت ته جزيه ورکوي ؛نو ځکه هغوى چې جزيه د يو ډول په زور لاس ته راوړنې حق بولي؛په حقيقت کې د جزيه روح او فلسفې ته يې پام نه دى . دې حقيقت ته يې پام نه دى ،چې کله کتابيان ذميان وګڼل شي؛نو اسلامي حکومت موظف دى،چې له هر ډول بريد او ازاره يې خوندي وساتي او دې ته په پامنيوي،چې د جزيه د ورکړې په بدل کې سره له دې،چې له مصونيت او امنيته برخمن دي،د ټولنې د دفاعي او امنيتي چارو په هکله هېڅ ډول تعهد او ژمنه نه لري؛نو دلته څرګندېږي ،چې د اسلامي حکومت پر وړاندې يې تر مسلمانانو مسووليت ډېر لږ دى؛ يعنې په کال کې د ناڅيزه مبلغ په ورکړې ،د اسلامي حکومت له ټولو امتيازاتو ګټنه کوي او له مسلمانانو سره برابر دي،حال دا چې له پېښو او خطرونو يوې څنډې ته دي او ورته ډپ پراته نه دي.دې ټکي ته پام هم لازم دى،چې جزيه ټاکلې اندازه نه لري اوکچه يې د جزيه ورکوونکيو په وس پورې اړه لري؛ خو له اسلامي تواريخو معلومېږي ،چې غالباً څه لږ شانته مبلغ ټاکل کېده او کله په کال کې تر يوه ديناره ډېر نه و، ان کله په تړون کې کښل کېده ،چې جزيه ورکوونکي موظف دي ،چې د خپلې وسې هومره جزيه ورکړي[16].

وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللَّهِ وَقَالَتِ النَّصَارَى الْمَسِيحُ ابْنُ اللَّهِ ذَلِكَ قَوْلُهُمْ بِأَفْوَاهِهِمْ يُضَاهِئُونَ قَوْلَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَبْلُ قَاتَلَهُمُ اللَّهُ أَنَّى يُؤْفَكُونَ ﴿۳۰﴾ = او يهوديان وايي: ((عزير د الله زوى دى.)) او مسيحيان وايي: ((مسيح د الله زوى دى.)) د خولې دا هسې خبرې یې د مخکېنیو کافرانو د ویناوو لاروي ده، الله دې دوى ووهي،چې څنګه (له حقه) اړول کېږي!

٣٠ – عُزير څوک دى؟:”عزير”د يو تن نامه ده، چې يهوديانو په خپله عبري ژبه”عزرا” ورته وايه. د يهودو دين يې نوى کړ. د بابل پاچا؛ بخت النصر، له ميلاده څه نا څه نيمه پېړۍ مخکې د يهودو پر هېواد بريد و کړ، عبادتځئ يې ور وران او د تورات تختې يې وسوځولې،نارينه يې ووژل، ښځې ،کوچنيان او بوډاګان يې بابل ته وشړل او دلته يې نژدې يوه پېړۍ تم کړل، تردې چې د ايران پاچا” سترکورش” ،بابل سوبه کړ، عزرا ورغى او د شړل شويو يهودو سپارښتنه او شفاعت يې وکړ او داچې کورش،عزرا ته په درناوي قايل و،سپارښتنه يې ومنل شوه او کورش اجازه ورکړه،چې يهوديان دې خپل هېواد ته ورستانه شي او سره له دې ،چې د تورات نسخې بيخي له منځه تللې وې،تورات دې يې له سره وليکل شي، عزرا د مسيح تر زوکړې څه ناڅه ٤٥٧ کاله مخکې يوه ټولګه وکښله او دا هم يومخې له منځ ولاړه او په سل ګونوکلونو روسته تورات بيا له سره وليکل شو؛نو ځکه عزير يهودو ته خورا ستر او عزتمن دى او د ډېر درناوي په پار يې،د خداى زوى ونوماوه او د خپلوتېروکافرانو په څېر يې،د کفر او شرک خبرې وکړې[17].

اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلَّا لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۳۱﴾ = (كتابيانو) خپل عالمان، راهبان او مسيح د مريمې زوى د الله پرځاى خپل معبودان ونيول،حال دا يوازې د ايکي يوه معبود (الله) د نمانځنې حكم ورته شوى و،چې بې له ده نمانځوړ نشته، له هغه څه پاك دى،چې دوى يې ورسره شريكوي .

٣١- دکتابيانو پوهان او راهبان ؛د خداى پر وړاندې معبودان: ابوبصير د امام صادق ملګري، ددې آيت په اړه وپوښت، امام وويل:”پر خداى قسم، د يهودو پوهانو او مسيحي راهبانو، يهود او نصارا خپل عبادت ته نه رابلل او که يې خپل عبادت ته هم بللي واى؛نو خلکو ورسره نه منله؛خو خلکو ته يې د خداى حرام حلال او حلال يې ورته حراموى(او خلکو هم منل) ؛نو ځکه يهود او نصارى بې له دې،چې پام یې شي،خپل پوهان او شيخان نمانځل “[18].

هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ ﴿۳۳﴾ = (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازی يې له لارښوونې او حق دين سره راولېږه،چې پر ټولو اديانو يې لاسبرى كړي،كه څه مشركان ناخوښه وي .

٣٣- د اسلام د نړيوالېدو ژمنه:دا آيت په همدې الفاظو د صف سورت په نهم آيت کې هم راغلى او په ډېر لږ توپير د فتح سورت په ٢٨ آيت کې بيا ځلي شوى؛ چې دا چار مو له مهمې پېښې خبروي، چې اهميت يې د بياځلي لامل شوى دى ؛ د اسلام نړيوالېدل.شک نشته چې اوس داموضوع پلې شوې نه ده؛خو پوهېږو،چې د خداى دا هرومرو وعده سوکه سوکه د پلي کېدو په درشل کې ده . په نړۍ کې د اسلام چټک پرمختګ، په اروپايي هېوادونو کې د اسلام پر رسميت پېژندنه، په امريکا او افريقا کې د اسلام چټکه پراختيا او د ډېرو پوهانو د اسلام راوړل، دا ټول راښيي، چې اسلام مخ پر نړيوالېدو دى؛ خو په اسلامي سرچينو کې د ګڼ شمېر رواياتو له مخې، نړيوالېدنه به هله پوره ترسره شي، چې حضرت مهدي (عجل الله تعالى فرجه الشريف) راښکاره شي او د اسلام د نړيوالېدو کړلار پلې کړي . ددې آيت په تفسير کې له امام باقر(رح) نه روايت شوى دى:” په دې آيت کې شوې وعده، د مهدي آل محمد (ع) د راښکاره کېدو پر مهال پلې کېږي، پر هغه ورځ به د ځمکې پرمخ داسې څوک نه وي،چې د محمد(ص) پر حقانيت منښته و نه کړي”،همداراز له نبي کريم (ص) روايت شوى دى:” خداى به د ځمکې په هر کور او خيمه کې د اسلام نامه وردننه کړي”[19].

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّ كَثِيرًا مِنَ الْأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِينَ يَكْنِزُونَ الذَّهَبَ وَالْفِضَّةَ وَلَا يُنْفِقُونَهَا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَبَشِّرْهُمْ بِعَذَابٍ أَلِيمٍ ﴿۳۴﴾ = مؤمنانو! (د كتابيانو) ډېرى عالمان او راهبان (= شيخان) د خلكو مالونه په ناروا خوري او د الله له لارې (يې) منع كوي او هغوى چې سره او سپين زر زېرموي او د الله په لار كې يې نه لګوي؛ نو له دردناك عذابه يې خبر كړه!

٣٤- انفاق نه کوونکيو ته ګواښ: په دې آيت کې ،د خداى په لار کې له انفاقه مطلب،هغه انفاق او بودجه ده ،چې د دين بنسټ پرې ولاړ دى، داسې که په هغه ځاى کې انفاق ونشي،ددين پر بنسټ داغ لګي؛لکه جهاد او هغو ديني مصلحتونو ته انفاق،چې ساتنه يې واجب ده او همداراز د مسلمانانو ټولنيزو مسايلو ته انفاق،که بېوزلي راګېر پاتې شي، د اسلامي ټولنې بنسټ رانړول کېږي. همدغسې انفاق فرض مالي حقوق (؛لکه خمس او زکات)هم رانغاړي، چې دين د ديني ټولنې ټينګښت ته فرض کړي دي ؛نو که څوک د اسلامي ټولنې د اړتياپه شتون کې د پانګې په زېرمولو لګيا وي او د خداى په لارکې له انفاقه ډډه کوي؛نو بايد دردناک عذاب ته سترګې پر لار وي. د درېيم خليفه (رض)په تاريخ کې لولو، چې د پېغمبراکرم(ص) ستر صحابي حضرت ابوذر غفاري (رض) پر خليفه او د شام پر والي د بيت المال د ناعادلانه وېش په هکله په ګوتنېونې کې په همدې آيت استناد کاوه، تردې، چې د همدې حق ويلو په جرم يې ربذې (وچه، بې اوبو او بې وښو بېديا ) ته وشاړه او هماغلته ومړ[20].

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنْفُسَكُمْ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۳۶﴾ = په حقيقت كې د مياشتو شمېر له هماغه ورځې،چې الله اسمانونه او ځمكه پيدا كړي، په الهي كتاب كې دولس دي؛ څلور مياشتې يې حرامې دي (چې جنګ جګړه پكې منع ده) دا سم ثابت (الهي) قانون دى؛ نو ځكه په دې مياشتو كې پر ځان ظلم مه کوئ (او له هر ډول وينې تويېدنې ډډه وكړئ) او (د جګړې په وخت كې) ټول له مشركانو سره وجنګېږئ؛لكه څنګه چې دوى ټول درسره جنګېږي او پوه شئ،چې الله د متقیانو مل دى.

٣٦- حرامې مياشتې: ذې قعده، ذې حجه، محرم او رجب دا څلور مياشتې حرامې دي،چې حرمت يې د حضرت ابراهيم (ع) په دين کې جرړه لري او عربو یې ان په جاهليت او بوتپالنه کې هم حرمت ساته؛ خو کله کله يې په کال کې په ځينو پلمو مخکې روسته کولې، چې راروسته آيت ورته اشاره کوي[21]. په دې څلورو مياشتو کې يې د جګړې د حرمت په علت کې ويلي، چې د رجب حرمت د عمرې لپاره مکې ته د راتلو په پار دى او د پاتې درېيو مياشتو حرمت مکې ته د راتلو په پار دى، چې د حج مراسم پکې ترسره کېږي او لرې سيمو ته پکې ستنېدا ده. په حقيقت کې په دې څلورو مياشتو د جګړې حرمت په عبادي سفرونو کې حاجيانواو عمره کوونکيو ته د امنيت په پار دى[22]. په يوه روايت کې لولو،چې د امام باقر(رح)يويار”زراره”وايي:[په مسجدالحرام کې]له امام باقر سره د ابراهيم مقام شاته ناست وم،امام عباپر ځان راتاوه کړې او مخ پر قبله د پښو پر سر ناست و، ويې ويل:” باخبر،چې کتل ورته عبادت دى او خداى ته تردې ځايه بل ګران ځاى نشته (او په لاس یې کعبې ته اشاره وکړه) او خداى يې په پار د اسمانونو او ځمکې د پيدايښت له پيله په خپل کتاب کې خپلې مياشتې حرامې کړې دي. درې مياستې يې پرله پسې دي (؛يعنې ذې قعده، ذې حجه او محرم) او يوه مياشت يوازې عمره کوونکيو ته (حرامه شوې ده )[23]. “

 إِنَّمَا النَّسِيءُ زِيَادَةٌ فِي الْكُفْرِ يُضَلُّ بِهِ الَّذِينَ كَفَرُوا يُحِلُّونَهُ عَامًا وَيُحَرِّمُونَهُ عَامًا لِيُوَاطِئُوا عِدَّةَ مَا حَرَّمَ اللَّهُ فَيُحِلُّوا مَا حَرَّمَ اللَّهُ زُيِّنَ لَهُمْ سُوءُ أَعْمَالِهِمْ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ ﴿۳۷﴾= رښتيا خبره همدا ده،چې نسى [= د حرامو مياشتو بېځايه كول او ځنډول ] د (مشركانو) په كفر كې (یو بل) زياتوالى دى،چې کافران پرې بېلارې كېږي، يو كال يې حلالوي او (بل) كال يې حراموي،چې د الله د حرامو شويو مياشتو شمېر پوره كړي، په پايله كې الهي حرام، حلال ګڼي، ناوړه كړه وړه یې ورښايسته كړاى شوي او الله ، ” الله ناپېژاندو” ته سمه لار نه ورښيي .

٣٧-له حرامو مياشتو سره لوبې:” نسئ”د جاهلي عربو يو دود و،چې قرآن يې”په کفر کې زياتوالى “ بولي؛ځکه دوى خو په آر کې کافر او بوتپالي وو؛خو ددې الهي حکم ادلون بدلون يې ،پر کفر ورزياتوله؛ لکه چې روايت شوي،جاهلي عربو، د حرامو مياشتو حرمت او درناوى ساته او داد ابراهيم او اسماعيل (ع)له دين يو ورپاتې دود او سنت و؛خوداچې له لوټ او جګړې سره روږدي وو؛نو بې جګړې او بې لوټه سر پر سر درې مياشتې(ذیقعده،ذى حجه او محرم) سختې پرې تېرېدې؛ نو ځکه يې حرامې مياشتې بېځايه کولې؛ لکه د محرم حرمت يې تر صفرې ځنډاوه او صفره يې حرامه مياشت اعلانوله او په محرم کې جګړې ته وتل،بيايې څه موده روسته،دويم ځل محرم حرامه مياشت اعلانوله،په دې توګه يې هم “ابراهيمى سنت” ساته او هم يې وژنې او لوټ ته لاس پرانستى و[24].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَا لَكُمْ إِذَا قِيلَ لَكُمُ انْفِرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ اثَّاقَلْتُمْ إِلَى الْأَرْضِ أَرَضِيتُمْ بِالْحَيَاةِ الدُّنْيَا مِنَ الْآخِرَةِ فَمَا مَتَاعُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا فِي الْآخِرَةِ إِلَّا قَلِيلٌ ﴿۳۸﴾ = مؤمنانو! څه درباندې شوي، چې كله درته وويل شي: ((د الله په لار كې (غزا ته) ووځئ))؛ نو پر ځمكه درانه كېناستئ؟! (او ځانونه مو سست كړل) ايا د آخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى؟! حال دا له دنيوي ژونده ګټنه خو د آخرت په پرتله خورا لږه ده.

٣٨- د تبوک غزا؛مسلمانانو ته سخت ازمېښت: له ابن عباس (رض) او نورو روايت شوى، چې دا آيت او ورپسې آيت د”تبوک “جګړې په اړه نازل شوي دي؛ هغه مهال، چې نبي کريم (ص) له طايف څخه مدينې ته راستون شو او مسلمانان يې له روميانوسره جګړې ته چمتو کړل. په اسلامي رواياتو کې راغلي،چې معمولاً پېغمبر اکرم (ص) مسلمانانو ته د جګړې له پيل وړاندې جګړيز مقاصد او خپله روستۍ موخه ځکه نه څرګندوله، چې دښمن يې له رازونو خبر نشي؛خو د تبوک پېښې بله بڼه درلوده،مخکې يې اعلان کړه، چې له روميانو سره جګړې ته ورځوو؛ ځکه د ختيځ روم له امپراطورۍ سره جګړه، د مکې له مشرکانو يا د خيبر د يهودو په څېر څه ساده چار نه و او پکار وو،چې مسلمانان دې سترې جګړې ته پوره چمتواو ځان جوړ کړي .پردې سربېره تبوک له مدينې( د٦١٠ کيلومترو په شاوخوا کې) لرې و او هم دوبى و او غلې مېوي هم پخې شوې وې ، ددې ټولو چارو شتون مسلمانانو ته جګړې ته ورتلل ستونزمن کړي ول؛تردې چې ځينې د پېغمبر اکرم (ص) د بلنې په اړه دوه زړي شوي وو. دا آيتونه رانازل شول او په ځپنده لحن يې مسلمانانو ته اخطار ورکړ،او د خطر په اعلانولو يې دې سترې جګړې ته چمتو کړل[25].

إِلَّا تَنْصُرُوهُ فَقَدْ نَصَرَهُ اللَّهُ إِذْ أَخْرَجَهُ الَّذِينَ كَفَرُوا ثَانِيَ اثْنَيْنِ إِذْ هُمَا فِي الْغَارِ إِذْ يَقُولُ لِصَاحِبِهِ لَا تَحْزَنْ إِنَّ اللَّهَ مَعَنَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَيْهِ وَأَيَّدَهُ بِجُنُودٍ لَمْ تَرَوْهَا وَجَعَلَ كَلِمَةَ الَّذِينَ كَفَرُوا السُّفْلَى وَكَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا وَاللَّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۴۰﴾= كه مرسته یې ونه کړئ؛ نو الله یې لا هغه وخت مرسته كړې (په سختو شېبو كې يې ځان ته پرېښى نه دى) چې كله كافرانو (له مكې) ايستى و، حال دا له دوو دويم (تن) و (او تر يوه ملګري زيات نور څوك ورسره نه و) چې كله دواړه په (ثور) څمڅې كې وو، خپل ملګري [ابوبکر] ته يې وويل: (( مه خپه كېږه ! په يقين چې الله مو مل دى.))؛ نو الله خپله ډاډېنه پرې ورولېږله او په داسې لښكرو يې دده ملاتړ وكړ، چې نه مو ليدل او الله د كافرانو كلمه (وينا او موخه) ټيټه كړه (او له ماتې سره یې مخ كړل) او د الله كلمه (دين او وينا خو تل) اوچته ده (او دين يې بريالى دى) او الله ناماتى حكيم دى .

٤٠-د خداى ملاتړ:دا آيت د مشرکو قريشو له لاسه، له مکې د پېغمبراکرم (ص) پټې وتنې،په ثور غار کې يې پټېدل او د مشرکانو له منګولو يې معجزه ډولي وتلو ته اشاره کوي[26].

انْفِرُوا خِفَافًا وَثِقَالًا وَجَاهِدُوا بِأَمْوَالِكُمْ وَأَنْفُسِكُمْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُونَ ﴿۴۱﴾ = (ټول جهاد ته) ووځئ، سپك ياست يا درانه او د الله په لار كې په خپلو مالونو او ځانونو جهاد وكړئ، كه پوهېږئ دا درته غوره دى!

٤١- جهاد ته د تلو د توفيق خنډونه : له سپک يا دروند پېټي مطلب، هغه خنډونه دي، چې انسان د خداى په لار کې له جهاده منع کوي؛لکه و ټيزې او دنيوي بوختياوې، له مېرمن، اولاد، خپلوانو او دوستانو سره مينه، چې جلاکېدل ترې سخت دي يا جګړې ته د وسلې او توښې نه درلودل. کوم انسان، چې په دې مسايلو کې راښکېل دی، پېټى يې دروند دى او چې څوک له دې راښکېلتيا وتلى؛نو پېټى يې سپک دى.دا آيت وايي: بايد په هر حال کې د جهاد ډګر ته ولاړ شئ . که لومړنی حالت لرئ که دويمی[27].

عَفَا اللَّهُ عَنْكَ لِمَ أَذِنْتَ لَهُمْ حَتَّى يَتَبَيَّنَ لَكَ الَّذِينَ صَدَقُوا وَتَعْلَمَ الْكَاذِبِينَ ﴿۴۳﴾ = الله وبښلې، تا ولې (د پاتېدو) اجازه وركړه (دا ښه وه، چې صبر دې كړى واى) چې درڅرګنده شوې واى، چې رښتوني څوك دي او دروغجن دې هم پېژندلي واى ؟!

 ٤٣- پېغمبر اکرم (ص) ته د خداى د توند ويلو دليل: هغه ډله، چې د پېغمبرانو پر پاکلمنتوب ګروهه نلري، ددې آيت په څېر آيتونو استدلال کوي او وايي،چې په دې پېښه کې د پېغمبر(ص) اجازه د مصلحت پر خلاف وه؛ يعنې يوه ښويېدنه وه،چې خداى وباښه:”الله معاف کړې؛ولې دې اجازه ورکړه،څو رښتوني او دروغجن دې پېژندلي واى ؟!” معلومېږي، چې په مدينه کې د منافقانو د پاتېدو اجازه يوه تېروتنه وه،چې خداى معاف کړه،که نه بښنې مانا نه درلوده ؛ نو ځکه ځينو هڅه کړې او د عصمت او پاکلمنتوب د مقام د ساتنې په موخه(چې عقلي او نقلي دلايل پرې ګواه دي) يې ويلي، چې د رسول اکرم اجازه ،”ترک اولى” وه او غوره دا وه ،چې بيخي يې اجازه ورکړې نه واى او عفوه لکه څنګه چې په معصيت کې کارېږي، د هغه چار په کولو کې هم کارېږي،چې پرېښوول يې غوره دي . سمه داده ،چې له بيخه دې ځواب ته څه اړتيا نشته او د آيتونو ظاهر د شبه لرې کېدو ته کافي دي او پخپله آيتونه،پردې ګواه دي،چې د پېغمبر(ص)اجازه سل په سلو کې مصلحت ته ورنژدې او په صلاح وه . فرض کړئ ،چې رسول الله(ص)اجازه نه ورکوله او په مدينه کې له تمېدو يې منع کړى واى ؛نو دوه حالته يې درلودل: يا يې ګډون کاوه او نهې يې منله او د مسلمانانو له ليکو سره يو ځاى کېدل او مخ يې جبهې ته کېده ؛يا يې له څرګندې نهې سره مخالفت کاوه او له حکمه يې سرغړونه کوله. بېشکه په دواړو حالاتو کې يو خو پکې وه ؛ځکه که په جهاد کې يې ګډون کاوه، د٤٧ آيت په څرګندنه يې يوازې فتنه ماري کوله او په پوځيانو کې يې درز او اختلاف رادبره کاوه،چې دا فساد يې له جهاده تر سرغړونې خورا ډېر و . په دويم حالت کې؛ يعنې په مدينه کې پاتېدل يې د رسول اکرم(ص) دبدبه له منځه تله او لږ لږ د منافقانو جرات او ګستاخي ښکار کېده ؛نو ځکه پېغمبر(ص) په خداى ورکړي ليد، صلاح په دې کې ليده، که منافقانو په مدينه کې تمېدو ته اجازه غوښته، اجازه ورکړي،چې د دواړو حالاتو له مفسدو او خوګانو يې بې غمه شي . که څه د” لم اذنت” غونډله رټنه راښيي؛خو د رټنې حقيقت منافقانو ته متوجه دى؛ نه ګران پېغمبر(ص)ته او مطلب دادى،چې د منافقانو وضع، نفاق او دروغ يې دومره څرګند دي،چې د نفاق پردې لرې کولو ته يې يو لنډ شانته ازميښت بسيا دی او کافي وه،چې اجازه دې ورکړې نه واى،چې مطلب درته څرګندېده.د اجازې نه ورکول که څه د مؤمن او منافق د جلاکېدو لامل و،چې دا يې يوه خواوه؛خو بلخوا يې خورا مهم مصلحت درلود؛لکه چې وويل شو.هو! په دې ځاى کې ان “ترک اولى”هم شوې نه وه او آيت په بلې موخې پسې دى او هغه رسول اکرم(ص)ته د مهربانۍ او لورنې ښکاره کول دي ؛ته وا آيت وايي، چې پېغمبره! ولې دې تردې بريده نرمي وښووله او په حيا، حجب او عاجزۍ کې دې اجازه ورکړه او پرې دې نښوول،چې ټولو ته دې د خپلو دښمنانو چټل ماهيت څرګند شي او دوست او دښمن دې وپېژندل شي . ددې توندو ويلو موخه،د دروغجنو منافقانو د ماهيت څرګندول دي؛خو د خورا ګرانو وګړو د رټنې په الفاظ کې ،چې د بې پايه عواطفو په حکم، د خپل دښمن د رسوا کېدو مانع شو؛ البته هغه ددې ډول خبرو نازکتوب او لطايف مومي،چې له ګران وګړي سره د ستر انسان د خبرو کولو پر دود پوهېږي[28].

وَمِنْهُمْ مَنْ يَقُولُ ائْذَنْ لِي وَلَا تَفْتِنِّي أَلَا فِي الْفِتْنَةِ سَقَطُوا وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمُحِيطَةٌ بِالْكَافِرِينَ ﴿۴۹﴾ = او ځینې یې وايي : ((اجازه راكړه (چې په جهاد كې برخه وانخلم) او په (ګناه او) فتنه كې مې مه غورځوه!)) پوه شئ! چې دوى (همدا اوس) په [ګناه او] فتنه كې لوېدلي او بېشكه دوزخ كافران رانغاړلي دي . 

 ٤٩- د منافقانو د پېژندنې يوه لار: يو شمېر مفسرانو روايت کړى دى: هغه مهال،چې نبي کريم (ص) مسلمانان د تبوک غزا ته چمتو کول؛نو د”بني سلمه” د ټبر يو مشر”جد بن قيس” چې د منافقانو مشر و،پېغمبر اکرم ته ورغى او ويې ويل :که اجازې راکړې،چې غزا ته ولاړ نشم؛ځکه ښځې مې ډېرې خوښېږي،په تېره که سترګې مې پر رومي نجونو ولګي؛ نو شونې ده، ميين پرې شم او له چاره لاس واخلم. پېغمبر(ص) اجازه ورکړه.په دې وخت کې دا آيت رانازل شو او ددې سړي دا کړنه يې وغندله . پېغمبراکرم (ص) د بنى سلمه و يو شمېر وګړيو ته وويل:”مشر مو څوک دى؟”ويې ويل: جد بن قيس؛ خو کنجوس او ډارن دى ویې ویل : (( د کنجوسۍ درد خو ډېر بدتر درد دی))”بيا، يې وويل:”مشر مو هغه سپين مخې ځوان” بشربن براً” دى”، له دې آيته ګټنه کېږي، چې په هره ټولنه کې د منافقانو د پېژندنې يوه لار داده،چې د استدلال په دود کې يې ځير شو او هم هغه پلمې دي ، چې د خپلو دندو پرېښوولو ته يې راوړي . د پلمو څرنګوالى يې باطن او دننه يې ښه رابرسېروي. د منافقانو لاسوند غالباً يو لړ ناڅيزه اوکله هم خندوونکي موضوعات دي ،چې مهم او ټوليز موضاعات ناليدي وګڼي او د مؤمنانو اغفال ته يې له انديزو الفبا ګټنه کوي او منځ ته د شرعي مسايلو او د خدای او پېغمبر د لارښوونو پښه راکاږي؛حال دا په ګناهونو کې ډوب دي او توره يې په لاس کې نيولې،پېغمبر(ص) او دين يې پرې وهي[29].

٤٩- جهنم کافران رانغاړلي دي: مفسران ددې غونډلې په تفسير کې ډول ډول ويناوې لري . ځينې وايي،چې دا يوه کنايه ده، چې کافران جهنم ته د ورتلو لاملونو او وزلو(؛يعنې ګناهونو) رانغاړلي دي،ځينو ويلي، چې دا د راتلو نکيو پېښو په څېر دي، چې په ماضي يا حال بڼه ويل کېږي؛ يعنې په ګانده – راتلونکي کې یې جهنم رانغاړي؛ خو دا احتمال هم شته، چې همدا اوس هم جهنم شته او د همدې نړۍ په باطن اوخېټه کې دى او دوزخيان يې په منځ کې دي؛که څه د اغېزولو حکم يې شوى نه دى؛ځکه چې همدا اوس هم جنت شته او د همدې نړۍ په باطن او دننه کې يې جنتيان رانغاړلي دي[30].

قُلْ لَنْ يُصِيبَنَا إِلَّا مَا كَتَبَ اللَّهُ لَنَا هُوَ مَوْلَانَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُؤْمِنُونَ ﴿۵۱﴾ = (ورته)  ووايه :((موږ ته هېڅ (زيان يا ښېګڼه) نه رسي؛خو داچې څه الله راته ليكلي وي، الله زموږ پالندوى (او چارسازى) دى؛ نو مؤمنان بايد يوازې پر الله بروسه وكړي .))

٥١- د ساقي اچونه عين لورنه ده : له دې آيته، دا مهم توحيدي حقيقت پوهېدل کېږي،چې په واقعي مانا يوازې خداى په هستۍ کې تصرف لري او بې له دې بل څوک مستقل واک او اختيار نه لري.که انسان پردې حقيقت ايمان ولري،بېشکه پر خداى توکل کوي او ځان د خداى ارادې ته ورسپاري او د کړاوونو پر وړاندې چغې نه وهي اوکوم نعمت ته چې ورسي، خوشحالي او وياړ نه پرې نه کوي[31]. روايت شوى، د امام حسين(ع)د کورنۍ تر بنديانېدو روسته،ابن زياد حضرت زينب(س) ته وويل: له رور سره دې د خداى چلن څرنګه وليد؟! دې سترې مېرمن ورته ويل: بې له ښکلا مې بل څه و نه ليدل،هغه یوه ډله وه ،چې خدای وژنه ورته مقدره کړې وه او د خپل وژنځی پر لور یې وځغاستل[32].

وَمَا مَنَعَهُمْ أَنْ تُقْبَلَ مِنْهُمْ نَفَقَاتُهُمْ إِلَّا أَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَبِرَسُولِهِ وَلَا يَأْتُونَ الصَّلَاةَ إِلَّا وَهُمْ كُسَالَى وَلَا يُنْفِقُونَ إِلَّا وَهُمْ كَارِهُونَ ﴿۵۴﴾ = او د دوى د خيراتونو او لگښتونو د نه منل کېدو يوازېنی لامل دادى، چې دوى پر الله او استازي يې كافران شول او زړه ماتي نمانځه ته راځي او (د الله په لار كې) په ناخوښۍ خیرات وركوي. 

 ۵۴- په نمانځنه کې د منافقانو ټګي: له دې آيته ګټنه کېږي، چې یوازې د خلکو په نمونځ او روژې و نه غولېږو؛ ځکه منافقان هم نمونځ کوي او هم په ظاهره د خدای په لار کې نفقه ورکوي؛ بلکې باید د منافقانو نمونځونه او انفاق د رښتونو مؤمنانو له پاکو او رغوونکیوکړنو بېل کړو،چې غالباً د کړنو په ظاهري ځیرنې کې هم پېژندل کېږي.په یوه روایت کې لولو:”یوازې د چا اوږدو رکوع او سجدو ته مه ګورﺉ؛ ځکه شونې ده پرې روږدی وي او پر ېښوول یې ورته خپګان وي، خو رښتیا ویلو او امانت ساتنې ته یې ځیر شئ”رښتیا او امانت له ایمانه سرچېنه نیسي، حال دا عادتي رکوع او سجدی، له نفاق سره هم سازګارې دي[33].

إِنَّمَا الصَّدَقَاتُ لِلْفُقَرَاءِ وَالْمَسَاكِينِ وَالْعَامِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِي الرِّقَابِ وَالْغَارِمِينَ وَفِي سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ فَرِيضَةً مِنَ اللَّهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶۰﴾ = او ځينې یې پېغمبر ځوروي او وايي : ((چې دا ټول غوږ غوږ دى (چې هره خبره اوري او ژر پرې باوركوي ) )) ووايه : ((هغه مو د ښې نېكې (خبرې) اورېدونكى دى (؛خو پوه شئ ) چې پر الله ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پر خبرو باوركوي او له تاسې، ايمان راوړونکیو ته (یو مخ) رحمت دى  او هغوی چې ((رسول الله)) ځوروي، ورته دردناك عذاب دى .

۶۰- د زکات د لګښت ځایونه:په دې آیت کې له صدقاتو مطلب،فرضي صدقات یا زکات دی. زکات یو خورا مهم الهي فرض دی، چې د اسلامي ټولنې په وټیزې سلامتۍ کې ډېره بنسټيزه او مهمه ونډه لري.په اسلامي روایا توکې دې فرض ته خورا ډېر اهمیت ورکړای شوی او پرېښوول یې سخت منع شوی دی. د امام صادق(رح)په یوروایت کې لولو:”که ټول خلک،د خپلو مالونو زکاتوته ورکړي؛ نو مسلمان اړین اونشتمن نه پاتېږي… او خلک یوازې د شتمنو د ګناه په پار” نشتمن ،اړین، وږی او لوڅ لغړپاتېږي[34]، دا آیت د زکات اته ځایو نه راښیې:

۱- فقیران. ۲- مساکین (د فقیر او مسکین په توپېر کې ویل شوي،چې فقیر هغه دی ،چې په خپل ژوند کې له مالي کمښت سره مخ دی، که څه پر ورهڼه – کسب وکار بوخت وي او کله هم له چا څه نه غواړي؛خو مسکین هغه دی ،چې سخته اړتیا لري او کار هم نلري او له دې او هغې مرسته غواړي). ۳- د زکات راټولولو عوامل (دا ډله،هغه کارمندان دي، چې د زکات پر را ټولولو او د اسلام د بیت المال پر اداره کولو بوخت دي اوچې څه ورکول کېږي، باړه او اجرت یې دی او فقر یې شرط نه دی ) . ۴- المؤلفهّ قلوبهم (هغوی چې د اسلامي موخو پرمختګ ته پیاوړې مانیزه انګیزه نلري او په مالي هڅونه یې مینه راماتولای شو).  ۵- د مریانو ازادول (د زکات یوه برخه له مریتوب سره مبارزه او دې ضد انساني چار ته د پای ټکی ایښوول دي) . ۶- د پوروړیو د پور ورکړه او هغوی چې بې ګناه او هسې په هسې د پور تر پېټي لاندې پاتې دی او له ورکړې یې بېوسې شوي دي.  ۷- د خدای په لار کې (ټولې هغه لارې،چې د الهي دین په پراختیا او پیاوړتیا پای ته رسي؛ لکه جهاد، تبلیغ او په څېر یې). ۸- په لار کې پاتې شویو ته (هغه مسافر،چې د یو علت له مخې، په لار کې پاتې شوی او مقصد ته د ورسېدو لپاره توښه او سپرلۍ نه لري، که څه فقیر او بې شتو نه دی،د غلا،ناروغۍ،د خپلو مالونو د ورکولو یا په نورو علتونو پر دغسې حال اخته شوی وي؛ نو مقصد ته د رسېدو هومره یې په زکات اړتیاوې پوره شي[35]).

وَمِنْهُمُ الَّذِينَ يُؤْذُونَ النَّبِيَّ وَيَقُولُونَ هُوَ أُذُنٌ قُلْ أُذُنُ خَيْرٍ لَكُمْ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَيُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِينَ وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ آمَنُوا مِنْكُمْ وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ رَسُولَ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۶۱﴾ = او ځينې یې پېغمبر ځوروي او وايي : ((چې دا ټول غوږ غوږ دى (چې هره خبره اوري او ژر پرې باوركوي ) )) ووايه : ((هغه مو د ښې نېكې (خبرې) اورېدونكى دى (؛خو پوه شئ ) چې پر الله ايمان لري)) او يوازې د مؤمنانو پر خبرو باوركوي او له تاسې، ايمان راوړونکیو ته (یو مخ) رحمت دى  او هغوی چې ((رسول الله)) ځوروي، ورته دردناك عذاب دى .

۶۱- بزرګوار پېغمبر؛نه خوشباوره: ددې آیت د شان نزول په باب په قمي تفسیر کې روایت شوی دی:”عبدالله بن نبقل”یو منافق و،چې د پېغمبراکرم خبرو ته به یې غوږ ایښووه او منافقانو ته یې وررسولی او چوغولي یې کوله. حضرت جبریېل(ع) پېغمبراکرم ته ورغی او و یې ویل: محمده! یو منافق چغلي کوي او خبرې دې منافقانو ته وړي. پېغمبر(ص)وویل:” څوک دی ؟” جبریېل وویل: یوتورمخې سړی دی،چې پر شا یې ‌ډېر وېښتان دي . پېغمبراکرم(ص)راوغوښت او د جبریېل له خبره یې خبر کړ؛ خو قسم یې وخوړ، چې دا چار یې کړی نه دی. پېغمبر(ص) ورته وویل:”ستا مې ومنله (تردې روسته) داچار مه کوه” چې منافق خپلو دوستانو ته ورغی، و یې ویل: محمد څومره خوش باوره دی،خدای خبر کړی،چې زه خبرلوڅ یم او خبرې یې نورو ته وړم او محمد(ص) منلې ده. ما هم ورته وویل،دغسې چار مې کړی نه دی،دا یې هم ومنله .په دې وخت کې دا آیت رانازل شو؛ یعنې څه چې خدای ورته وایي،منې یې او ستاسې خبرې او عذرونه هم مني؛خو په حقیقت کې تاسې نه تصدیقوي او ستاسې د چار واقعيت پېژني[36].

يَحْذَرُ الْمُنَافِقُونَ أَنْ تُنَزَّلَ عَلَيْهِمْ سُورَةٌ تُنَبِّئُهُمْ بِمَا فِي قُلُوبِهِمْ قُلِ اسْتَهْزِئُوا إِنَّ اللَّهَ مُخْرِجٌ مَا تَحْذَرُونَ ﴿۶۴﴾ = منافقين وېرېږي، چې هسې نه پر ضد يې يو سورت رانازل شي او دوى ته یې د زړونو خوالې رابرسېره کړي، ووايه: ((ملنډې ووهئ! بېشكه الله د هغه څه رابرسېروونكى دى، چې ترې وېرېږئ .))

۶۴- منافقانو د پېغمبر اکرم د وژنې نقشه کاږلې وه: دې آیت او ورپسې څو آیتونو ته بېلابېل شان نزولونه روایت شوي دي؛ خو د”ابن کیسان” روایت ددې آیتونو له سیاق سره ښه سازګار دی :” دا آیتونه د دولسو تنو منافقانو په باب رانازل شوي، چې هوډیې کړی و،چې پېغمبر (ص) له تبوک نه د راستنېدو پرمهال د پېچومي په سر کې ورته په څارنځي کې شي، ناڅاپه برید پرې وکړي او له پښو یې راوغورځوی. جبریېل(ع) پېغمبر(ص) له دې موضوع خبر او پېغمبر(ص) ته یې امر وکړ،چې منافقانو ته څو تنه ورولېږه،چې اوښان یې په کوړو پر سر او بدن ووهي او له خپلې سپېرې دسیسې یې واړوي.  له تبوک نه په راستنېدا کې،” عمار یاسر”رضی الله عنه د پېغمبراکرم(ص) د سپرلۍ مخکې پړی نیولی و او ”حذیفهً بن یمان” (رض) له شا ځغلاوه. په دې وخت کې منافقان راورسېدل، ته وا خپل مخونه یې پټ کړي وو. پېغمبر(ص)،حذیفه (رض) ته وویل:”د سپرلیو مخونه یې وواهه او لرې یې کړه .”حذیفه (رض)همدغسې وکړل، چې پېغمبر(ص) له مورګې بې خطره تېر شو؛نو حذیفه (رض) ته یې وویل :” پوه شوې ،چې دا د کوم قوم او ټبر وو؟” ویې ویل: نه ،یو مې هم و نه پېژانده .  بیا رسول الله(ص)وویل:”هغوی پلانی او پلانی و …”او د ټولو نامې یې واخستې. حذیفه(رض) وويل: ولې یوه ډله ورپسې نه ورلېږې، چې یې ووژني؟ پېغمبر اکرم (ص)وویل:”ښه مې نه راځي چې عربان ووایي، محمد پر خپلو یارانو بریالی شو؛نو په وژنې پسې یې راواخسته” ددې به څېر روایت،له امام باقر(رح) نه هم روایت شوی دی؛خو امام پرې ورزیاته کړې ده:”په خپلو کې یې سلامشوره وکړه،چې پېغمبر(ص)ووژني،ځینو یې نورو ته وویل:که په دې ترڅ کې پېغمبر اکرم (ص) خبر شي؛نو وایو: موږ خو ټوکې کولې او که خبر نشو؛ وژنو یې [37].“

وَلَئِنْ سَأَلْتَهُمْ لَيَقُولُنَّ إِنَّمَا كُنَّا نَخُوضُ وَنَلْعَبُ قُلْ أَبِاللَّهِ وَآيَاتِهِ وَرَسُولِهِ كُنْتُمْ تَسْتَهْزِئُونَ ﴿۶۵﴾ = او كه ترې وپوښتئ [:(( ولې مو دا ناوړه چارې کولې ؟!))] وايي : ((هسې لګیا وو او لوبې مو كولې.)) ووايه: ((ايا پر الله ، آيتونو یې او استازي یې مو ملنډې وهلې؟!))

۶۵- د منافقانو تر ګناه بدتر عذر: د منافقانو دسیسه،چې شنډه شوه: بیا پېغمبر(ص) د کمین او ناڅاپي برید د موخې په اړه ترې وپوښتل، و یې ویل : نیت مو بد نه و او داسې هم نه وه،چې بدګومانه شوی یې؛بلکې موږ د سپرلیو په څېر په لار کې پر لوبو او تفریح بوخت وو او چار مو جدي نه و. خدای پېغمبر(ص) ته وایي، ورته ووایه: تر ګناه بدتر عذر راوړﺉ ؟! هغه سپېره دسیسه یوه ګناه وه او دا عذر توږنه (چې په حقیقت کې په پېغمبر اکرم ملنډې وهل دي)یوه بله ګناه ده،چې د خدای پر آیتونو او پېغمبر(ص) کفر دی[38] .

الْمُنَافِقُونَ وَالْمُنَافِقَاتُ بَعْضُهُمْ مِنْ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمُنْكَرِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمَعْرُوفِ وَيَقْبِضُونَ أَيْدِيَهُمْ نَسُوا اللَّهَ فَنَسِيَهُمْ إِنَّ الْمُنَافِقِينَ هُمُ الْفَاسِقُونَ ﴿۶۷﴾ = منافقان او منافقانې يو د بل (په څېر) دي (ډله يې يوه ده)! هغوى پر بديو امر كوي او له نېكيو منع كوي او خپل لاسونه (له نفقې وركولو د خیر له کاره او بخششه) موټى كړي ساتي، الله يې هېر كړى او الله (هم) دوى هېر كړل (او خپل رحمت يې پرې نيولى دى) په رښتيا، چې منافقان سرغړاندي دي.

۶۷- منافقان؛ له الهي لورنې بې برخې دي: ښکاره ده، په خدای پورې د هېرېدنې ورتړل، واقعي نه دي؛ بلکې یوه کنایه ده، چې خدای د یو هېروونکي تن په څېر ورسره چلېږي؛ یعنې له خپل حرمت او توفیق ځنې په هېڅ ډول برخې ورته نه قایلېږي. زموږ په ورځېنيو خبرو کې دا ډول تعبیرونه هم لیدل کېږي؛ لکه وایو: داچې خپله دنده دې هېره کړې ،موږ به دې هم د باړې د ورکړې پر وخت هېر کړو؛ یعنې مزدوري او بدله به در نه کړو. دا مانا د اهل بیتو په روایاتو کې هم راغلې ده[39]. تردې آیت لاندې له حضرت علي (ک) په یو روایت کې لولو: “د آیت مطلب دادی، چې دوی خدای په نړۍ کې هېر کړی او د ده اطاعت یې کړی نه و او پر هغه او پېغمبر یې ایمان رانه وړ، خدای یې هم په آخرت کې هېروي؛ یعنې د خپل ثواب څه برخه نه ورکوي او د خپلو ښیګڼو او لورنو په ویش کې به په هېر شویو کې وګڼل شي[40]. “

أَلَمْ يَأْتِهِمْ نَبَأُ الَّذِينَ مِنْ قَبْلِهِمْ قَوْمِ نُوحٍ وَعَادٍ وَثَمُودَ وَقَوْمِ إِبْرَاهِيمَ وَأَصْحَابِ مَدْيَنَ وَالْمُؤْتَفِكَاتِ أَتَتْهُمْ رُسُلُهُمْ بِالْبَيِّنَاتِ فَمَا كَانَ اللَّهُ لِيَظْلِمَهُمْ وَلَكِنْ كَانُوا أَنْفُسَهُمْ يَظْلِمُونَ ﴿۷۰﴾ = ايا د پخوانيو تاريخ وررسېدلى نه دى؟! ((د نوح قوم))، ((عاد))، ((ثمود)) او ((د ابراهيم قوم ))، (( مدينوال)) [= د شعيب قوم ] او ((لاندې باندې شوي)) [ = د لوط قوم ] استازیو يې څرګند دلايل وروړل (؛خو ويې نه منل) او الله ظلم پرې کړی نه دی؛خو پخپله يې پر ځانونو ظلم كاوه.

۷۰- د لوط قوم او لاندې باندې شوي ښارونه:” مؤتفکات”د” ائتفاک” له مادې،د انقلاب او لاندې باندې کېدو پر مانا ده او د لوط قوم ښارونو ته اشاره لري،چې په سختې زلزلې لاندې باندې شول[41]. په دې هکله له امام صادق (رح) نه روایت شوی دی:” هغوی د لوط قوم ول، چې ځمکه پرې لاندې باندې شوه، داسې چې غونډۍ یې پر ژورو واوړېدې[42]. “

وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُولَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ ﴿۷۱﴾ = او مؤمنان او مؤمنانې يو د بل دوستان دي، پر ښو چارو امر او له بديو منع كوي، نمونځونه كوي، زكات وركوي او د الله او استازي يې اطاعت كوي، ژر به الله خپل رحمت پرې ولوروي، په رښتيا الله ناماتى حکيم دى .

۷۱- مؤمنان؛ یو د بل ملاتړي دي : ددې آیت او۶۷آیت په پرتلنه کې یو پاموړ ټکی دادی چې ۶۷ آیت د منافقانو په ځانګړنه کې راغلی،چې ټول یوه ډله ده؛یعنې که څه منافقان په یوه لیکه کې دي اوبېلابېلې ډلې یې په ځانګړنو اوکړلارو کې ګډ دي؛ خو ترمنځ یې د ولایت،دوستۍ او یو له بل سره د لاسنیوي روحیه نشته او چې شخصي ګټې یې په خطر کې شي،ان له خپلو دوستانو سره به خیانت وکړي. له همدې لامله د حشر سورت په ۱۴سورت کی لولو:”ته یې یو موټی ګڼې ؛ خو د زړونو لارې یې جلا جلادي “ د مؤمنانوپه هکله راغلي ،چې ې یو د بل مرستندویان دي؛ یعنې سره له دې چې ډېر او خپاره واره دي،ته وا ګرد سره یو تن دی ؛نو له همدې لامله ځینې یې د ځینو چارې پر غاړه اخلي او تنظیموي یې او د ځان او ټولنې سمونې ته یو بل ته پر نېکیو امر او له بدیو منع کوي او هر څوک ځان د بل پر وړاندې مسوول ګڼي[43].

وَعَدَ اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ وَرِضْوَانٌ مِنَ اللَّهِ أَكْبَرُ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۷۲﴾ = الله نارينه او ښځينه مؤمنانو ته د جنت د باغونو ژمنه وركړې ده، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي (او) تل به پكې اوسي او هم په هغو همېشني جنتونو كې به سوتره هستوګنځي (ور پر برخه) وي (او تر هر څه لا زيات دا چې) د الله رضا (او خوښي) به ور پر برخه وي،(چې) همدا ستره بريا ده .

۷۲- جنات عدن مېشتي : عدن په لغت کې په یو ځای کې د استقرار او پاتېدو پر مانا ده؛ نو ځکه د جنات عدن، مانا هغه جنتونه دي،چې د اقامت ، تمېدو، استقرار او تلپاتېتوب ځای دی[44].  د مفسرانو له روایاتواو خبرو ګټنه کېږي، چې جنات عدن د پالونکي د جنت یو ځانګړی ځای . د جنات عدن په ځانګړنه کې نبي کریم (ص) ویلي دي: “عدن،د پالونکي هغه ځای دی،چې نه کومې سترګې لیدلی او نه د چا په خیال کې تېر شوی ، یوازې درې ډلې پکې مېشتېږي: پېغمبران، رښتوني او شهیدان” په بل روایت کې راغلي:”د چاچې ښه ایسي ،چې ژوند او مرګ یې زماپه څېر وي او په هغه جنت کې مېشت شي،چې خدای یې ژمنه راسره کړې؛ یعنې هماغه جنتي باغونه، چې نیالګی یې خدای په خپل لاس کرلی او ورته یې ویلي: شه!؛ نو شته شوی ؛نو باید علي بن ابیطالب (ع) او ترده روسته اولادونه یې دوست وګني[45]“.

۷۲- تر جنته د خدای خوشحالي خوندوره ده : تردې آیت لاندې له امام سجاد(ع) نه په یو روایت کې لولو: “ چې جنتیانو په جنت کې ځای ونیو او د خدای دوست خپلو باغونو او کورونو ته ننووځي او هر مؤمن پر خپل تخت ډډه ووهي ،چوپړیالان یې ترې راتاوېږي او د مېوو ډکې لښتې پرې ورټیټوي او په چاپېریال کې یې چینې په بهېدو شي او تر تخت لاندې یې رودونه بهېږي او فرشونه ورته غوړوي او بالښتونه ورته ایښوول کېږي او چې څه وغواړي ؛خو مخکې تردې چې په خوله یې راوړي،چوپړیالان یې ورحاضروي او له جنتونو حورالعین ورته راولی… تردې چې جبار خدای ورته تجلی کوي، او وایي: ای زما دوستانو او اطاعت کوونکیو ،ای زما د جنت مېشتو،چې په څنګ کې مې مېشت یاست،ایا تر ده غوره مو خبر کړم؟ جنتیان وایي: پالونکیه ! تردې اوسنی حال به بل څه غواره وي ؟! څه نعمتونه ،چې وغواړو او سترګې ترې خوښېږي ستا د ستريا ترڅنګ شته،خدای همدا پوښتنه بیا کوي. بیا جنتیان وایي :پالونکیه! هو! تر اوسني حالته غوره راولوروه؛ نو خدای وایي: له تاسې مې خوشحالي او داچې تاسې می ښه ایسئ ،ستاسې تر اوسني حالته غوره او ستره ده ،بیا نو جنتیان وايي :هو ای پالونکیه ! ستا خوشحالي او داچې ښه مو ګڼې ، راته غوره او خوندوره ده “ [46]

يَحْلِفُونَ بِاللَّهِ مَا قَالُوا وَلَقَدْ قَالُوا كَلِمَةَ الْكُفْرِ وَكَفَرُوا بَعْدَ إِسْلَامِهِمْ وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا وَمَا نَقَمُوا إِلَّا أَنْ أَغْنَاهُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُ مِنْ فَضْلِهِ فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ ﴿۷۴﴾ = پر الله قسمونه خوري، چې (په پېغمبر پسې يې ناسمې) خبرې کړي نه دي؛ خو په رښتيا يې د كفر خبرې كړې او تر خپلې مسلمانېدنې روسته كافران شوي او (د خطرناك كار) هوډ يې کړى و؛ خو و يې نه کړاى شو، نیوکې یې یوازې له دې لامله وې، چې الله او استازی یې دوى په خپل فضل (درښتن او كرم) برخمن كړل (؛ خو سره له دې) كه توبه وباسي؛ نو ورته غوره ده او كه مخ واړوي؛ نو الله به په دنيا او اخرت كې دردناكه سزا وركړي او د ځمکې پر مخ به یې هېڅوک ملاتړ او مرستندوى نه وي.

۷۴- د منافقانو د دروغو او نفاق رابرسېرول: د پېغمبر د وژنې د دسیسی تر خنثی کولو روسته[47]، دسیسه کوونکیو پېښه ټوکې وښوولې او و یې ویل : بد نیت مو نه درلود او په دې توګه یې ځانونه سپینول؛خو پېغمبر اکرم د دې سپکې خبرې په پار ورټل. په بیړه یې رنګ واوخوت، قسم یې وخوړ،چې هاغسې خبره یې کړې نه ده .د خدای په دې آیت کې د منافقانو دواړه دروغ رابرسېروي او د”موږ دغسې خبره کړې نه ده “ په باب يې وايي: “ هرومرو یې د کفر خبرې کړي “ او ددې ننګینې دسیسې د نمښتې په اړه وايي : “ او د خطرناک چار، هوډ یې کړی و ؛خو و یې نه کړای شو [48].“

۷۴- د خدای او پېغمبر(ص) د لورنو پر وړاندې د منافقانو بې غوري: منافقان د پالونکي په لورونو، د اسلامي حکومت تر سیوري او د پېغمبر(ص) د خدمتونو په رڼا کې مړه خوا او اړتیاوې یې لرې شوې؛ خو د مننې او تشکر پر ځای یې په ګناه ځواب ورکړ. دا یو ښکلی تعبیر دی،چې په ډېرو ویناوو او لیکنو کې کارېږي؛ لکه چې د چا مو په کلونو کلونو خدمت کړی وي او بیا خیانت راسره کوي، وایو: ګناه مې یوازې دا وه ،چې ستا خدمت می کړی او ښه مې نازولې[49] .

وَمِنْهُمْ مَنْ عَاهَدَ اللَّهَ لَئِنْ آتَانَا مِنْ فَضْلِهِ لَنَصَّدَّقَنَّ وَلَنَكُونَنَّ مِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۷۵﴾ = او ځينو یې له الله سره ژمنه وكړه: ((كه له خپلې لورنې څه ورکړي؛ نو هرومرو به صدقې او زکات وركوو او له صالحانو (او شاکرانو) به شو .))

۷۵- یو عبرتناک روایت : په روایاتو کې راغلي،چې دا آیت او ورپسې آیت د “ ثعلبه بن حاطب” په هکله نازل شوی دی. دا یو نشتمن و،پېغمبر(ص) ته ورغی او د شتمنېدو دعا یې ترې وغوښته . پېغمبر(ص) د ځان په څېر ساده ژوند ته راوباله؛خو ثعلبه ټینګار درلود،چې پېغمبر(ص) یې شتمنېدو ته دعا وکړي او قسم یې وخوړ،چې که خدای شتمني ورکړي، ټول فرضي حقوق به یې ورکوي. پېغمبر(ص) دعا ورته وکړه او څه موده روسته شتمن او د رمو خاوند شو، تردې چې په مدینه کې یې رمې ساتلای نشوې ؛نو ځکه له مدینې بهر وووت، چې له امله یې د جماعت او د جمعې د ورځې په نمونځونو کې ګډون کړای نشو، چې کله د زکات اخستو مامور ورغی، د زکات له ورکړې یې ډډه وکړه اوپه ملنډو یې وویل : زکات هم د جزیه په څېر یو څیز دی ،چې له کتابیانو اخستل کېږي.

چې پېغمبر(ص) له دې خبر شو، ویې ویل : پر ثعلبه افسوس! پر ثعلبه افسوس ! اوپه دې وخت کی دا آیت رانازل شو[50].

الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لَا يَجِدُونَ إِلَّا جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ سَخِرَ اللَّهُ مِنْهُمْ وَلَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۷۹﴾ = څوک چې پر هغو مؤمنانو نیوکې کوي، چې پخپله خوښه صدقات وركوي او پر هغوى چې (د الله په لار كې په خیرات وركولو كې) له خپلې (ناڅيزه) وسې زيات څه نه لري (؛نو پوه دې شي،چې) الله به پرې ملنډې ووهي (او د خپلو ملنډو سزا به وركړي) او ورته دردناک عذاب دى !

 ۷۹- د کړنو او نمانځنې د څرنګوالي اهمیت : روایت شوی ،چې پېغمبراکرم(ص) هوډ درلود،چې د اسلام پوځ، د دښمن (احتمالاً د تبوک غزا وه) مقابلې ته چمتوکړي او د خلکو مرستې ته اړتیا وه.

د پېغمبر اکرم(ص)د غوښتنې په غبرګون کې، ځینو کم عوایدو مسلمانو کارګرانو هم په ظاهره ناڅیزه مرسته وکړه ؛خو ټګمارو منافقانو پر دواړو ډلو ټکه وکړه : هغوی چې زیاته مرسته کړې وه، ریاکار او ځان ښودونکي یې وبلل او پر دویمې ډلې یې ملنډې ووهلې ،چې د اسلام پوځ دغسې مرستې ته څه اړتیا لري؟! دا آیت او ورپسې آیت نازل شو او دوی یې سخت ورټل . له دې آیتونو ستر درس دادی، چې اسلام کله هم د کړو وړو پر زیاتوالي ډډه وهلې نه ده؛ بلکې په هر ځای کې یې د عمل څرنګوالي ته اهمیت ورکړی، اخلاص او پاک نیت ته په فوق العاده ارزښت قایل شوی دی . مهمه داده، چې څوک دې خپله و سه نه سپموي، د ډېرواو لږو خبره نه ده ، د مسوولیت او اخلاص خبره ده . پاموړ ده، په یو حدیث کې لولو، چې پېغمبر اکرم(ص) وپوښتل شو:تر ټولو غوره صدقه کومه یوه ده ؟ ورته یې وویل : “ دکم درآمدو وګړیو صدقه[51]. “

اسْتَغْفِرْ لَهُمْ أَوْ لَا تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ إِنْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ سَبْعِينَ مَرَّةً فَلَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ كَفَرُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ ﴿۸۰﴾ = که بښنه ورته وغواړې، كه و نه غواړې (ان) كه اويا ځل بښنه ورته وغواړې؛ الله به يې هېڅكله ونه بښي؛ځكه پر الله او استازي يې کافران شوي او الله سرغړاندو ته سمه لار نه ورښيي .

 ۸۰- تردې چې د پېغمبر اکرم(ص) بښنه غوښتل هم څه ګټنه نلري : شک نشته چې په دې آیت کې د(۷۰) شمېره د ډېرو ویلو لپاره ده، نه شمېر ته، په بله وینا، د آیت مفهوم دادی ، چې څومره بښنه ورته وغواړې ، خدای یې نه بښي؛ کټ مټ لکه چې څوک بل ته وايي: که سل ځل هم ټینګار وکړې، نه یې منم. ددې خبرې مفهوم دانه دی که یو سل او یو ځل ټینګار وکړې ، منم یې : بلکې مطلب دادی ،چې بیخي یې نه منم . د قرآن له نظره ، د کفارو او تر کفارو بدترو منافقانو ژغورنې ته هېڅ هیله نشته ؛ خوداچې تر مرګ وړاندې له کفراو نفاق توبه وکاږي[52].

فَلْيَضْحَكُوا قَلِيلًا وَلْيَبْكُوا كَثِيرًا جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۸۲﴾ = نو (تردې روسته منافقين) بايد لږ وخاندي او ډېر وژاړي (؛ځكه د جهنم اور ورته څارو دى،) دا يې د خپلو كړنو سزا ده .

۸۲-د قیامت په هکله اخطار : دا آیت دې ټکي ته اشاره لري،چې منافقان په دې ګومان،چې بریا یې تر لاسه کړې او له جهاده په سرغړونه او د ځینو مجاهدینو په زړه سړولو خپلو موخو ته رسېدلي دي؛ نو په کټ کټ یې خندل؛ لکه چې د هرې زمانې منافقان دغسې دي؛ خو قرآن اخطار ورکوي،چې “ باید لږ وخاندي او ډېر وژاړي” ژړا یې ګاندې – راتلونکې تیارې او درد ناکو سزاوو ته ده، ژړا یې په دې پار ده،چې شا ته یې خپل ټول پلونه ویجاړ کړي او په پای کې ژړا یې دې ته ده، دا ټول استعدادونه او د عمر پانګه یې له لاسه ورکړې او بدمرغي یې پرې پېرلې ده . ډېری مفسرانو، له پېغمبر اکرم(ص) دا مشهور حدیث روایت کړی دی : “ ( د قیامت د هولناکو او سختو سزاګانو په باب” چې پو هېږم ، که تاسې هم پرې پوهېدﺉ؛ نو لږ مو خندل او ډېر مو ژړل “ [53].

وَلَا تُعْجِبْكَ أَمْوَالُهُمْ وَأَوْلَادُهُمْ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُعَذِّبَهُمْ بِهَا فِي الدُّنْيَا وَتَزْهَقَ أَنْفُسُهُمْ وَهُمْ كَافِرُونَ ﴿۸۵﴾ = او هسې نه، شتمني او اولادونه دې یې اریان كړي! (دا ورته نعمت نه؛ بلكې) الله غواړي په همدې وزلو يې په دنيا كې په عذاب كړي او د كفر په حالت كې يې ساه ګاني ووځي.

۸۵-د دنیا په ښکلا مه غولېږﺉ؛ حقیقي خوند او ژوند بل څه دی : ددې آیت عبارت په ډېر لږ توپېر د همدې سورت په ۵۵ آیت کې هم راغلی دی .په دې دواړو آیتونو کې، خدای خپل پېغمبر(ص) ته وايي ،چې د منافقانو ډېره شتمني او اولادونه یې ستا د هېښتیا لامل نشي او ددې مطلب دلیل هم ورته وايي، چې شتمني او اولادونه یې (چې بیشکه انسان پر ځان بوختوي) څه نعمت نه دی ،چې نېکمرغه یې کړي؛بلکې یو ډول مجازات دی، چې بدمرغۍ ته یې ورکاږي او خدای یې په دې توګه عذابوي،حال دا پر ځانونو یې کفر راخپور دی.هو! هر ساکښ هله په خپل ژوند کې نېکمرغي ویني،چې پر خپلو حقیقي اثارو (؛یعنې ګټورې پوهې او ښو کړنو) روږدی شو او ځان یې پر بې ګټې او چټي مسایلو بوخت نه کړ؛ نو داسې هوساينې او خوند ته ور رسېدلی،چې سختي او کړاو پکې نشته .دا ډول ژوند د خدای د ولایت او پالندوینې په منلو شونی دی؛ ځکه خدای د یونس سورت په ۶۲ آیت کې ویلي دي:” با خبر چې د خدای ولیان نه څه ډار لري او نه غمجنېږي” خو که څوک پر دنیا بوخت شو او د دنیا پیسو او ګاڼو پر ځان مین کړ اواوږدو هیلو یې وغولاوه او شیطان له ځانه پردی کړ؛نو خپل ټول زور په مادي خوندونو لګوي او ټوله موخه یې،د څارويزو غرایزو مړول وي او داچې هم نه مړېږي او هم د خپلو شتمنيو له لاسه وتو خپه دې؛نو په بدترېنه بڼه عذابېږي؛خو په اند یې خوند اخلي او نېکمرغه دی، چې څومره یې پر دنیوي ژوند ورزیاتېږي ،له خدای او لورنې یې لرې کېږي او سوکه سوکه د بدمرغۍ روستي ټکي ته ورنژدې کېږي او د کفر پر حال او د بندګۍ له مقامه لرې مري او تش لاس محشر ته ورځي.  په حقیقت کې، دغسې سوکاله ژوند نشمني،فقر او بېوزلي ده ،چې خدای د طه سورت په ۱۲۴- ۱۲۶ آیتونو کې انځور کړی دی:” او چې څوک زما له یاده مخ واړوي ؛نو ژوند به یې ( سخت او) تنګ شي او د قیامت پر ورځ یې ړوند راپاڅوو. وايي: پالونکیه! ولې دې ړوند راپاڅولم؛زه خوپه حقیقت کې سترګور وم؟ خدای ورته وايي: لکه چې څنګه زموږ نښې درغلې او هېرې دې کړې؛نو نن به ته هم هماغسې هېر شې” [54].

لَكِنِ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ جَاهَدُوا بِأَمْوَالِهِمْ وَأَنْفُسِهِمْ وَأُولَئِكَ لَهُمُ الْخَيْرَاتُ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿۸۸﴾ = خو (بلخوا د الله) استازي او ورسره مؤمنو اصحابو یې په خپل مال و سر جهاد وكړ او ټولې ښېګڼې يې پر برخه دي او يوازې همدوى بريالي دي.

۸۸- ایمان او جهاد؛ د خیر او برکت سرچينې دي: خیرات یو هر اړخیز تعبیر دی،چې مادي او مانیز هر ډول بریا، لورنه او خیر رانغاړي. ددې آیت تعبیرات راښیي، چې ژغورندویان او هغوی چې د هر ډول خیر او نېکمرغۍ حقوال دي، یوازې همدا ډله ده ؛هماغوی ، چې په خپل وس او امکاناتو جهاد کوي . له دې آیته ښه ګټنه کېږي، که ایمان له جهاد سره مل شي، هر ډول خیر او برکت به ورسره وي او بې له دې دواړو (ایمان او جهاد) نه ژغورنې او فلاح ته څه لار شته او نه له مادي او مانيزو خیراتونو څه برخه . دا ټکی د مؤمن او منافق د ځانګرنو له پرتلنې هم ترلاسه کېږي،چې منافق د بې ایمانۍ او ګناه په پار ناپوهه او ناخبره دی او له همدې امله له لوړهمته (چې د پوهې ،شعور او اګاهۍ پایله ده ) بې برخې دی . هغوی خوښ دي، چې له ناروغانو او کوچنیانوسره پاتې شي؛ خو په ویاړلې جهاد کې برخه نه اخلي؛ خو په مقابل کې مؤمنان ، له څرګند لید، پوهې او لوړ همته برخمن دي،چې پر ستونزو یې د لاسبرۍ لار، په ټولو امکانانو سره جهاد موندلی دی . دا هماغه ستر سبق دی ،چې قرآن په ډېرو آیتونو کې را کړی او بیا هم غفلت ترې کېږي[55].

وَجَاءَ الْمُعَذِّرُونَ مِنَ الْأَعْرَابِ لِيُؤْذَنَ لَهُمْ وَقَعَدَ الَّذِينَ كَذَبُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ سَيُصِيبُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ ﴿۹۰﴾ = او د بانډيڅي عربو عذر غوښتونکي درغلل، چې (په جهاد كې د نه برخې اخستو) اجازه وركړه شي او هغوى چې الله او پېغمبر ته يې دروغ ويلي وو هم (بې عذره په خپلو كورو كې) كېناستل؛له دوى چې كومو كسانو مخالفت وكړ (او معذور نه وو)؛نو ډېر ژر به ورته دردناك عذاب ورسي!

 ۹۰-هېڅوک له جهاد او له مجاهدینو سره له همکارۍ معاف نه دی : باید پام مو وي ،چې په دې آیت کې، د دوو بېلابېلو ډلو په اړه خبره ده، نه د یوې ډلې په باب . لومړۍ ډله د مالي وس یا جسمي ناوسۍ د سم عذر له امله اجازه اخلي، چې د جهاد په مهم فرض کې برخه وانخلي؛ خو دویمه ډله، دروغجن منافقان دي ،چې بې له کوم سم عذره له جهاده سرغړونه کوي، خدای ددې ډلو په پرتلنې، د دویمې ډلې ‎بدمرغي رابرسېره کړې ده[56].

لَيْسَ عَلَى الضُّعَفَاءِ وَلَا عَلَى الْمَرْضَى وَلَا عَلَى الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ مَا يُنْفِقُونَ حَرَجٌ إِذَا نَصَحُوا لِلَّهِ وَرَسُولِهِ مَا عَلَى الْمُحْسِنِينَ مِنْ سَبِيلٍ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۹۱﴾ = پر کمزوریو، ناروغانو او هغوى چې څه نه مومي، چې (په جهاد كې) يې ولگوي،څه ګناه نشته (چې د غزا په ډګر كې ګډون ونه کړي) په دې شرط، چې (د مورچل تر شا) په عمل كې د الله او له استازي سره یې اخلاصمن وي (او څه يې چې له وسې پوره وي،و نه سپموي) او(همداراز) پر نېكانو څه نيوكه نشته او الله ډېر بښونكى (او) مهربان دى .  

وَلَا عَلَى الَّذِينَ إِذَا مَا أَتَوْكَ لِتَحْمِلَهُمْ قُلْتَ لَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوْا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنَ الدَّمْعِ حَزَنًا أَلَّا يَجِدُوا مَا يُنْفِقُونَ ﴿۹۲﴾= او (همداراز) پرهغوى هم ګناه نشته، چې درغلل او (په جهاد كې یې ګډون ته) سپرلۍ وغوښته، تا ورته وويل :((سپرلۍ ته مو څه نه لرم)) ؛نو په اوښلنو سترګو ستانه شول؛ځكه څه يې نه درلودل،چې د الله په لار كې يې ولګوي (اوغزا ته پرې ولاړ شي) .

۹۱- په خوله او تبلیغاتو د مجاهدینو ملاتړ وکړﺉ : دې آیت، لومړۍ ډلې ته بل مکلفیت ټاکلی دی؛ که څه د جګړې په ډګر کې د ګډېدو وس نه لری؛ خو دا یې له وسې پوره ده، چې مجاهدین په خبرو او خپل چلن وهڅوي او د جهاد د فضایلو په ویلو یې روحیه پیاوړې کړي او اپوټه، تر وسې دې د دښمن د روحیې د کمزورولو او د هغوی د ماتې د سریزو په چمتوکولو کې لنډون نه کوي؛ ځکه “ نصح” په آر کې د اخلاص پر مانا ده، چې یوه هر اړخیزه کلیمه ده،چې هر ډول نصیحت او مخلصانه اقدام رانغاړي. له دې آیته پوهېدل کېږي، چې هېڅوک په پوره توګه د خدای د لارې له مجاهدینو سره له مرستې معاف نه دی، ان ناروغان او ړانده ،که د وسلې کارولو وس نه لري؛ نو باید په خوله ،تبلیغ او چلن له جهادګرو ملاتړ وکړي.  په حقیقت کې، جهاد پړاوونه لري او په یو علت په یوه پړاو کې یې نه ګډون نه لاملېږي، چې په بل پړاوکې یې ګډون ونشي[57].

۹۱ او۹۲ – د هغوی ثواب، چې په جهادکې ګډون کړای نشي؛ خو زړونه یې له مجاهدینو سره دي : له یو لړ روایاتو ګټنه کېږي، چې معذورې ډلې، نه یوازې د جګړې له مکلفیته او مجازاتو معاف دي؛ بلکې په جهاد کې د ګډون د لېوالتیا هومره د مجاهدانو په ثوابونو او ویاړنوکې ګډ دي. له پېغمبر اکرم(ص) نه په یوه حدیث کې لولو،چې د تبوک له غزا مدینې ته راستون شو،و یې ویل: “ په دې ښار کې مو داسې نارینه پرېښوول،چې په ټوله لار کې درسره ول، په هرګام کې درسره وو،په دې لار کې ،چې څه مو انفاق کړی او د هرې سیمې، چې تېرشوي یاست، دوی درسره وو” وویل شول: رسول الله (ص) څنګه راسره وو؛ سره له دې ،چې په مدینې کې پاتې وو؟! و یې ویل : “ځکه د عذر له امله یې په جهاد کې ګډون ونشوکړای (؛خو زړونه یې راسره وو)[58] “.

يَعْتَذِرُونَ إِلَيْكُمْ إِذَا رَجَعْتُمْ إِلَيْهِمْ قُلْ لَا تَعْتَذِرُوا لَنْ نُؤْمِنَ لَكُمْ قَدْ نَبَّأَنَا اللَّهُ مِنْ أَخْبَارِكُمْ وَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۹۴﴾= چې كله هغوى ته ورستانه شوئ (چې له جهاده يې سرغړولى و؛) نو عذرونه به درته كوي؛ ورته ووايه: ((عذرونه مه کوئ، موږ به هېڅكله ستاسې (پر خبره) باور ونکړو!؛ځکه الله ستاسې له حالاتو خبر كړي يو او ژر به الله او استازی يې ستاسې كړه وړه وګوري. بيا به د هغه ذات لوري ته وروګرځول شئ، چې پر پټو او ښكاره وو پوه دى؛ نو تاسې به د خپلو كړنو له (پايلو) خبر كړي (او سزا دركوي) ))

۹۴ – له جهاده د سرغړاندو شړل: ددې آیت او دوو ورپسې آیتونو په شان نزول کې راغلي، چې نبي کریم(ص) د تبوک له غزا مدینې ته راستون شو؛نو د منافقانو اتیا تنيزه ډله یې وشړله ،چې د خدای په لار کې یې له جهاده سرغړونه کړې وه او په اړه یې وویل : “ناسته پاسته او خبرې ورسره مه کوئ” دا آیتونه یې وضعیت ته اشاره لري[59].

سَيَحْلِفُونَ بِاللَّهِ لَكُمْ إِذَا انْقَلَبْتُمْ إِلَيْهِمْ لِتُعْرِضُوا عَنْهُمْ فَأَعْرِضُوا عَنْهُمْ إِنَّهُمْ رِجْسٌ وَمَأْوَاهُمْ جَهَنَّمُ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَكْسِبُونَ ﴿۹۵) = ( له غزا) چې ورستانه شئ؛ نو پر خدای به قسمونه درته کوي، چې (له پړې يې) تېر شئ؛ نو مخ ترې واړوئ (او ترې تېر شئ)؛ځكه ناولي دي او د خپلو كړنو په سزا کې يې هستوګنځى دوزخ دى .

 ۹۵- له منافقانو اعراض(او مخ اړونه ):” تُعْرِضُوا”او” اعْرِضُوا” دواړه له”اِعراض” څخه دي؛خو دوو ماناوو ته کارېږي . لومړۍ مانایې هلته وي،چې منافقان له مؤمنانواعراض او مخ اړونه غواړي(لتعرضواعنهم) ؛ په دې مانا، چې د نفاق پر وړاندې یې چوب شئ او مه یې رټئ . دویمه مانا یې هلته ده ،چې خدای مؤمنانو ته وايي : “اعرضواعنهم؛ اعراض او مخ ترې واړوئ “ له منافقانو د مخ اړونې مانا ورته ټیټ کتل ،خوارول یې او ورسره نه ملګر توب دی .له رسول اکرم(ص) څخه په یوه حدیث کې راغلي :” څلور څيزونه دي،چې زړه فاسدوي ،چې یو یې له مړیو سره ملګرتوب دی “ وپوښتل شو: رسول الله ! څوک مړي دي؟ ویې ویل : “ له ایمان او الهي احکامو بېلارې[60] “.

الْأَعْرَابُ أَشَدُّ كُفْرًا وَنِفَاقًا وَأَجْدَرُ أَلَّا يَعْلَمُوا حُدُودَ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۹۷﴾ = بانډيڅيان عرب په كفر او نفاق كې (تر نورو) ډېر كلك دي او شونې ده، الله چې كوم حدود پر خپل استازي نازل كړي، (له سره) پرې پوه نشي او الله پوه حكيم دى.

۹۷- اَعراب او اَعرابی په اسلام کې : په دې آیت او دوو ورپسې آیتونو کې (د مدینې د منافقونوپه اړه د ویینو په پرتله ) د بانډیڅي منافقانو د نښو نښانو او اندونو په باب او همداراز د نږه او د رښتونو بانډیڅیانو په اړه ویینه شوې ده . اَعراب هغه کلمه ده ،چې د جمعې مانا لري او د ډېرو د انګېرنو پر خلاف ،د عرب د کلیمې جمع نه ده او په عربي کی یې مفرد هم نشته. دا کلیمه بانډیڅي عربانو ته کارولېږي او چې منظور یې مفرده مانا وي؛ نو همدا کلیمه په نسبي یا “اعرابي” وايي؛ نو اعراب د بانډیڅی عربانو او اعرابي د یو بانډیڅي عرب پر مانا ده. که څه اعرابي د بانډیڅي پر مانا دی؛ خو په اسلامي روایاتو کې یې ډېر پراخ مفهوم پیداکړی دی . په بله وینا، اسلامي مفهوم یې، په جغرافیایې سیمی پورې اړوند نه دی؛ په دې مانا، هغوی چې له اسلامي ادابو، دودونو او ښوونې او روزنې لرې وي،که څه ښارمېشتی وي، اعرابي دی ؛خو پر اسلامي ادابو او دودونو روږدي بانډیڅیان،اعرابي نه دی . له امام صادق (رح) یو مشهورحدیث پردې خبره ګواه دی :” په تاسې کې هر یو له دینه ناخبره اعرابي دی “ او په بل روایت کې :” تر هجرت روسته،اعرابي کېد ل، د کفر یو ښاخ دی” همداراز له امام علي (ک) روایت شوی ،چې یوې ډلې سرغړاندو یارانو ته یې وویل : “ پوه شئ،چې تر هجرت روسته اعرابي شوی یاست “ .په مخکې دوو احادیثو کې، اعرابي کېدل، د هجرت خلاف ښوول شوی دی او دې ته په پامنیوي،چې د هجرت پراخ مفهوم هم مکاني اړخ نه لري؛ بلکې بنسټ یې دکفر له چورليزه د ایمان چورلیز ته د اند لېږدېدنه ده؛نو د اعرابي کېدو مانا هم راڅرګندېږي،چې له اسلامي ادابواو دودونو ځنې د جاهليت ادابو او دودونو ته ورستنېدنه ده[61] .

وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۰۰﴾ = او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى چې په نېكيو كې ورپسې ولاړل، الله ترې خوښ دی او دوى (هم) له خدايه خوښ دي، ورته يې د جنت باغونه چمتو كړي،چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او پكې همېشه مېشتي او دا ستره بريا ده!

۱۰۰- د مهاجرینو ړومبي مخکښان: د شیعه او سني ډېرو روایاتو له مخې،حضرت علي بن ابیطالب (ع) ړومبی تن و، چې اسلام یې راووړ، چې د ړومبیو مهاجرینو او انصارو مخکښانوپه سر کې دی[62]. له “د مهاجرینو او انصارو ړومبي مخکښان او هغوی چې په نېکۍ یې د دوی لاروي وکړه “ منظور، هغه کسان دي ،چې د خدای د رضا په لار کې یې قدم ایښی وي.

خُذْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ صَدَقَةً تُطَهِّرُهُمْ وَتُزَكِّيهِمْ بِهَا وَصَلِّ عَلَيْهِمْ إِنَّ صَلَاتَكَ سَكَنٌ لَهُمْ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۰۳﴾ = له مالونو یې (د زكات په نامه) صدقه واخله، چې په دې يې پاك سازي وکړې او ويې روزې او (د زكات اخستو پر مهال) دعا ورته وكړه؛ ځكه دعا دې ورته ډاډېنه ده او الله پوه اورېدونكى دى .

 ۱۰۳- زکات؛ د انسان د پاک سازۍ او روزنې لامل : دې آیت، د زکات حکم ویلی دی . زکات، د اسلام له ارکانو او بنسټونو ځنې دی . دا موضوع، د آیت له ظاهره پوهېدل کېږي او هم له هغو روایاتو،چې په تفسیرکې یې له اهلبیتو علیهم اسلام رارسېدلی دی .خدای ،زکات د انسان د پاک سازۍ او روزنې لامل ګڼلی دی .ځینو مفسرانو د بوټي د اضافي ښاخونو او پاڼو له پرې کولوسره تشبیه کړی دی،چې د بوټي د ودې لاملېږي. د نبي کریم په سنتو کې روایت شوي،چې چا به زکات ورته راووړ؛نو زکات ورکوونکي او کورني ته یې دعا کوله[63].

أَلَمْ يَعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ هُوَ يَقْبَلُ التَّوْبَةَ عَنْ عِبَادِهِ وَيَأْخُذُ الصَّدَقَاتِ وَأَنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۰۴﴾ = ايا نه دي پوه شوي، چې يوازې الله د خپلو بندګانو توبه قبلوي او صدقات اخلي او الله لورین توبه قبلوونكى دى؟!

 ۱۰۴- خدای؛د زکات اخستونکی دی: په ډاګه ده،چې د زکات او صدقاتو اخستونکی یا پېغمبر(ص)،امام او د مسلمانانو مشر دی یا مستحق وګړی. په هر حال، خدای یې په ظاهره نه اخلي؛خو داچې د پېغمبر او رښتینو مشرانو لاس د خدای لاس دی – ځکه دوی د خدای استازي دي – ته وا خدای صدقات اخلي .همدغسې اړین بندګان،چې د الهي فرمان په اجازې صدقات اخلي،چې په حقیقت کې دوی هم د پالونکي استازي دي او په دې توګه یې لاس د خدای لاس دی . دا ښکلی تعبیر، پردې سربېره ،چې زکات او صدقې ورکړې ته اغېزمنه هڅونه ده، ټولو مسلمانانو ته اخطار ورکوي،چې د زکات او صدقاتو په ورکړه کې له نهایي ادب او درناوي کار واخلي؛ ځکه اخستونکی یې خدای دی . له پېغمبراکرم(ص) نه په یو روایت کې لولو: “ صدقه مخکې تردې چې د اړین لاس ته ورسي، د خدای لاس ته وررسي[64]“.

وَقُلِ اعْمَلُوا فَسَيَرَى اللَّهُ عَمَلَكُمْ وَرَسُولُهُ وَالْمُؤْمِنُونَ وَسَتُرَدُّونَ إِلَى عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ﴿۱۰۵﴾ = او (ورته) ووايه :(( (چې څه غواړئ) و يې كړئ ! الله ، استازی او مؤمنان به ستاسې كړه وړه وویني! او ژر به د پټو او ښكاره وو پوه (الله) ته وروستل شئ؛ نو د خپلو کړنو له (حقيقت او پايلو) به مو خبر كړي !))

۱۰۵- پېغمبر اکرم (ص) او اهلبیت(ع) د امت له کړنو خبر دي : له دې آیته او د اهلبیتو(ع) له ډېرو روایاتو پوهېدل کېږي،چې پېغمبر اکرم(ص)او امامان د امت له کړنو خبرېږي؛ یعنې خدای په ځانګړې لار،د امت کړنې وروړاندې کوي. له امام صادق (ع) نه روایت شوی دی :” هر ګهیځ پېغمبر اکرم ته د خلکو کړنې وروړاندې کېږي؛ د نېکانو او بدانوکړنې ؛ نو ځکه څارن وسئ، دا د خدای ددې خبرې مفهوم دی،چې وايي: وقل اعملوا … “ له امام رضا(ع) څخه په یو بل روایت کې راغلي، چې چا ورته وویل : ما اوکورنۍ ته مې دعا وکړه. ورته یې وویل : “ ایا زه دعا نه کوم ؟ پر خدای قسم، هره ورځ او شپه ستاسې کړنې راته راوړاندې کېږي. ایا د خدای کتاب نه لولې ،چې وايي : “ وقل اعملوا… “ پر خدای قسم، له مؤمنانو مطلب ، علي بن ابیطالب ( او د ځوځات امامان یې)دي[65]“.

 وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ وَلَيَحْلِفُنَّ إِنْ أَرَدْنَا إِلَّا الْحُسْنَى وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ ﴿۱۰۷﴾ = او(يوې بلې ډلې یې) يو جومات جوړ كړ، چې (مسلمانانو ته) زيان ورسوي او كفر (غښتلى) كړي او په مؤمنانو كې بېلتون او درز واچوي او هغه چا ته ((څارځى)) وي،چې تر دې مخكې يې د الله او استازي پر خلاف یې په جګړې لاس پورې كړی او [اوس] سخت قسمونه خوري،چې : ((موږ خو د ښېګڼې (چوپړ) په نيت ( دا جومات جوړ كړى دى) ))؛ خو الله شاهدي وركوي،چې دوى بيخي دروغجن دي .

 ۱۰۷- ضرار جومات یا د جاسوسۍ ځاله: روایت شوی،چې د “بني عمروبن عوف” د ټبر یوې ډلې مدینې ته نژدې په قبا سیمه کې یو جومات جوړ کړ او له پېغمبر اکرم(ص) نه یې وغوښتل ،چې د تبرک لپاره پکې نمونځ وکړي. پېغمبراکرم(ص) همدغسې وکړل.تردې پېښې روسته،د”بنی غفم بن عوف” د ټبر یوې منافقې ډلې د قبا جومات له بنسټګرو سره په رخه او کینه وویل ،چې د قباجومات په مقابل کې جومات جوړوو او نمونځ پکې کوو او د حضرت محمد(ص) په جماعت کی برخه نه اخلو. پردې سربېره، منافقانو یو مسیحي شیخ او راهب؛ ابوعامر ته هډه جوړوله، چې ځان یې تر جاهليت وړاندې مسیحي راهب ښوولی و او چې کله پېغمبر اکرم (ص) مدینې ته راغی،دښمني یې ورسره پیل کړه او پر ضد یې ډلې ورته جوړولې ،بیا مکې ته وتښتېد او د مکې تر سوبې روسته، طایف ته ولاړ او چې طایف ته ولاړ او د طایف اوسېدونکیو ایمان راووړ؛نو شام ته وتښتېد. بیا روم ته وخوځېد،چې د پېغمبر اکرم(ص) پر ضد د روم له پاچا مرسته وغواړي. په دې وخت کې یې د مدینې منافقانو ته پیغام ورولېږه،چې ځان دې له پېغمبر سره جګړې ته چمتو کړي، جومات دې جوړ کړي او د ده او روم لښکر ته دې سترګې پر لار وي؛ البته مرګ یې مېلمه شو او د روم پاچا ته تر ورسېدو وړاندې ومړ. په هر حال منافقانو دا جومات جوړ کړ او له پېغمبر اکرم(ص) نه یې وغوښتل،چې نمونځ پکې وکړي. پېغمبراکرم(ص) ژمنه وکړه،چې له تبوک څخه په راستنېدو کې به پکې نمونځ وکړي؛خو په راستنېدو کې، خدای پېغمبر (ص) په دې آیتونو د منافقانو له فتنې خبر کړ او مسلمانانو ته یې امر وکړ،چې دا جومات ړنګ کړي، و یې سوځوي او ډېران یې کړي[66].

لَا تَقُمْ فِيهِ أَبَدًا لَمَسْجِدٌ أُسِّسَ عَلَى التَّقْوَى مِنْ أَوَّلِ يَوْمٍ أَحَقُّ أَنْ تَقُومَ فِيهِ فِيهِ رِجَالٌ يُحِبُّونَ أَنْ يَتَطَهَّرُوا وَاللَّهُ يُحِبُّ الْمُطَّهِّرِينَ ﴿۱۰۸﴾ = هېڅكله پكې (پر عبادت) مه درېږه! (خو) كوم جومات، چې له لومړۍ ورځې د پرهېزګارۍ پر بنسټ جوړ شوى، ددې وړ دى، چې (د عبادت لپاره) پكې ودرېږې، په هغه (جومات) كې داسې میړني دي، چې پاکېدو ته څوبتیا لري او الله پاكان خوښوي.

۱۰۸- د جومات او رښتینو جوماتیانو انځور: له هغه جوماته مطلب ،چې له ړومبۍ ورځې د تقوی پر بنسټ جوړ شوی (؛لکه چې د مخکی آیت په څرګندنه کې وویل شول) د قبا جومات دی .د امام صادق (رح) په یو روایت کی هم دا مطلب څرګند شوی دی[67]. د ضرار جومات له پېښې او له دې آیتونو یو ارزښتمن سبق دادی،چې یو دیني او ټولنیز فعال مرکز دوه ځانګړنې لري: لومړی داچې له پیله یې موخه سپیڅلې وي؛“ له لومړۍ ورځې د تقوی له مخې جوړ شوی وي “ . بل داچې پاسوال او ملاتړي یې مؤمن، هوډمن او پاک وګړي وي. “ داسې سړی پکې وي،چې سپېڅلتیا خوښوي” او په دې ځانګړونو کې، چې یې یوه هم نه وي، پایله تر لاسه کېدای نشي او مطلب ته نه رسي[68] . دا چې د جوماتیانوله پاکۍ مطلب،ظاهري او بدني پاکي او مانیزه او باطني پاکي ده، مفسرانو پرې خبرې اترې کړي؛ خو په نظر رسي، چې دلته پاکي پراخه مانا لري،چې د شرک او ګناه له اثارو د روح هر ډول پاکونه او له چټلۍ او ناولتیا د بدن پاک سازي رانغاړي[69].

إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ﴿۱۱۱﴾ = په حقيقت کې الله له مؤمنانو يې ځانونه او مالونه د جنت په بدل كې پېرلي دي؛ (په دې توګه چې) د الله په لار كې جنګېږي؛ نو وژني او وژل كېږي، دا پخه ژمنه ده، چې الله په تورات، انجيل او قرآن كې پر غاړه اخستې او تر الله به څوک پر خپلې ژمنې ډېر وفا کوونکی وي؟ (هو! هېڅوك نشته) نو له الله سره په خپل كړي پېر پلور خوښ اوسئ او همدا ستره بريا ده!

 ۱۱۱—جهاد؛ له خدای سره ګټوره راکړه ورکړه: خدای په دې آیت کې، ځان پېرونکی، مؤمنان پلوروونکي، د مؤمنانو ځانونه او شتمنۍ یې توکي، جنت یې بیه او تورات، انجیل او قرآن یې ددې راکړې ورکړې سند ښوولی دی[70]. دلته انسان د خدای ددې ټولو پېرزوینو په هېښتیا کی ورډوبېږي؛هغه خدای، چې د هستۍ مالک او مطلق واکمن دی او هر څوک چې هر څه لري، د ده ورکړه ده ؛خو د پېرودنې په مقام کې ، همدا ورکړې پېرزوینې پېر ته په سل ګرایه بیه پېري . ایا تردې ګټوره را کړه ورکړه شته ؟ په دې اړه له حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رض) څخه په یوه روایت کې لولو: پېغمبر اکرم(ص) په جومات کې و، چې دا آیت نازل شو. خلکو له سختې خوشحالۍ تکبیر ووایه . یو انصاري رامخې ته شو او په هېښتیا یې پېغمبر اکرم(ص) وپوښت: په رښتیا دا آیت و، چې راغی ؟! پېغمبر(ص) وویل : “هو”. انصاري وویل: یوه ګټوره راکړه ورکړه ده. دا راکړه ورکړه نه ستنوو اوکه له موږ یې ستنېد ا غواړي ،نه یې منو[71].

التَّائِبُونَ الْعَابِدُونَ الْحَامِدُونَ السَّائِحُونَ الرَّاكِعُونَ السَّاجِدُونَ الْآمِرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَالنَّاهُونَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَالْحَافِظُونَ لِحُدُودِ اللَّهِ وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ ﴿۱۱۲﴾ = دوی توبه كوونكي، عبادت كوونكي، ستايونكي، ګرځندويان، ركوع كوونكي، سجده كوونكي، پر نېكيو حكم كوونكي او له بديو منع كوونكي او د الهي پولو پاسوالان (حقيقي مؤمنان دي) او (دغسې) مؤمنانو ته زېرى وركړه!

 ۱۱۲-د حقیقي شهیدانوځانګړنې: له امام صادق (رح) څخه په یو روایت کې لولو،چې د توبې سورت د(۱۱۱) آیت تر رانازلېد روسته، چې مجاهدینو ته د جنت زېری ورکړل شوی دی، پېغمبراکرم(ص) وپوښتل شو: چې څوک توره راواخلي، جهاد ته ولاړ شي او وژل شي؛ خو په ژوند کې په سترو ګناهونو اخته و؛نو ایا دا سړی هم شهید شمېرل کېږي او د مخکې آیت زېری یې رانغاړي؟ په دې وخت کې، دا آیت نازل شو او د حقیقي مجاهدینو او شهیدانو ځانګړنې یې وویلې[72]. خدای مؤمنان، په دې آیت کې، په خورا ښو ځانګړنو یادوي؛ داسې ځانګړنې چې درلودونکی یې د پوره ایمان خاوند دی او د جنت په اړه ، د خدای پرېکونی وعده یې رانغاړي؛ خو درلودوونکی یې لږ دي؛ لکه چې له امام صادق(رح) نه په یو روایت کی لولو: “ د عباد بصري په نامه (یو ناپوه مقدس ډولي) امام سجاد(ع) حج ته پر لار ولید، و یې ویل : علی بن حسینه! جهاد چې سخت دی، ورته دې شا کړې او حج ،چې اسان دی، ورمخ کړی دې دی، حال داچې خدای تعالی وايي: “ ان الله اشتری …” ؟ امام سجاد(ع) وویل : “ که داسې مؤمنان مې لیدل ،چې خدای د توبې سورت په ۱۱۲ آیت کې ښوولي . هو! په جهاد کې ورسره ملګرتوب ، تر حجه غوره دی[73]“.

۱۱۲—د مؤمنانو ګرځېدنه : سیاحت د ځمکی پر مخ ګرځېدنې ته وايي او دلته هغو ځایونو ته د ورتلو پر مانا ده، چې خدای پکې یاد او نمانځل کېږي؛ لکه جوماتونه. حقیقي مؤمنان، له یوه جوماته بل ته او له یوې دیني غونډې بلې ته خوځي او د عبادت په رڼا کې یې د ځان جوړونې کړلارې، په یوه را ایسار چاپېریال کې نه رالنډېږي؛ بلکې ګرد ځایونه د پالونکي د نمانځنې ، ځان سازۍ او روزنې مرکزونه دي . له پېغمبراکرم(ص) څخه په یوه روایت کې لولو: “ د امت ګرځېدنه مې په جوماتونوکې ده[74].

 مَا كَانَ لِلنَّبِيِّ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَنْ يَسْتَغْفِرُوا لِلْمُشْرِكِينَ وَلَوْ كَانُوا أُولِي قُرْبَى مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمْ أَنَّهُمْ أَصْحَابُ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۳﴾ = پېغمبر او مؤمنانو ته نه ښايي چې مشركانو ته که څه خپلوان يې وي تر هغه روسته (له خدايه) بښنه وغواړي، حال داچې ورڅرګنده شوه، دوى دوزخيان دي.

وَمَا كَانَ اسْتِغْفَارُ إِبْرَاهِيمَ لِأَبِيهِ إِلَّا عَنْ مَوْعِدَةٍ وَعَدَهَا إِيَّاهُ فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ أَنَّهُ عَدُوٌّ لِلَّهِ تَبَرَّأَ مِنْهُ إِنَّ إِبْرَاهِيمَ لَأَوَّاهٌ حَلِيمٌ ﴿۱۱۴﴾ = او ابراهيم چې خپل پلار [= د مور پلار يا تره] ته د بښنې دعا كړې وه؛ نو د هغې ژمنې له مخې وه، چې ورسره يې كړې وه (چې ايمان راوړو ته يې جذب كړي؛) خو چې ورڅرګنده شوه د الله دښمن دى(؛نو) ترې بېزار (او له ورسره کړې ژمنې څنګ ته) شو، په رښتيا ابراهيم زړه سواندى زغمناك و.

 ۱۱۳ – او۱۱۴- کبرجنو مشرکانو ته بښنه غوښتل منع ده: ۱۱۳ آیت په غوڅه وینا پېغمبر اکرم او مؤمنان منع کوي،چې مشرکانو ته به بښنه نه غواړئ؛ ځکه دا چار، نوموړي ته یوه بې ځایه هیله ده ،چې بیخي د بښنې وړ نه دی او د ژغورنې لار ورته نه انګېرل کېږي. پردې سربېره،د بښنې غوښتل،یو ډول د مینې ښوول دي،چې ځینو مشرکانوته له دې چاره سخت منع شوې او داچې له قرآنه باخبرو مسلمانانو، په آیتونو کې یې لوستي وو،چې حضرت ابراهیم(ع) یې خپل تره “آزر” ته بښنه غوښتې وه ؛نو شونې ده،چې دا پوښتنه ورته راوړه شي، چې ایا “ آزر” مشرک نه و،که دا چار منع وای ؛ نو ولې هغه ستر پېغمبر داچار وکړ؟![75] قرآن دې انګېرنې ته ځواب وايي، چې استغفار یې ځکه و، چې ګومان یې کاوه ، آرز سره له دې ،چې مشرک دی؛خو له خدای سره دښمني او ځېل نه لري او د هدایت هیله یې کېږي؛نو د مهربانۍ له مخې یې وعده ورکړه ،چې له خدایه بښنه ورته وغواړي؛خو چې کله ورڅرګنده شوه، چې له خدای سره دښمن دی او پر خپل شرک او بېلاریتوب ځېلي دی؛ نو کرکه یې ترې څرګنده کړه[76].

لَقَدْ تَابَ اللَّهُ عَلَى النَّبِيِّ وَالْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ الَّذِينَ اتَّبَعُوهُ فِي سَاعَةِ الْعُسْرَةِ مِنْ بَعْدِ مَا كَادَ يَزِيغُ قُلُوبُ فَرِيقٍ مِنْهُمْ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ إِنَّهُ بِهِمْ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۱۷﴾ = په رښتيا چې الله پر پېغمبر، مهاجرينو او انصارو ولورېد، چې د تنګسې پر مهال (د تبوك په جګړه كې) يې د پېغمبر ملګرتيا وكړه،تر هغه روسته چې نژدې و، د ځينو زړونه له حقه كاږه شي (او د جګړې له ډګره راوګرځي) بيا یې الله توبه ومنله ؛(ځکه) چې پر دوى لورین خواخوږى دى.

 ۱۱۷-د تبوک غزا د سختیو یوه څنډه: دا آیت د تبوک غزا د سختیو په اړه نازل شوی دی. د غزا چار تردې ورسېد، چې یوې ډلې هوډ وکړ، چې ستانه شي؛خو خدای پرې ولورېد او له دې هوډه یې لاس واخست، د سختیو یوه څنډه یې دا ده، چې هرو لسو تنو مسلمانانو یو اوښ درلود او په نوبت پرې سپرېدل او توښه یې د اوربشو اوړه،د اوړو بور، لږې ورستې کجورې او چټل غوړي وو او څو تنو یې،چې لږ شانته کجورې درلودې ، داسې یې ترې ګټنه کوله،چې یوه به کجوره په خوله کوله او مزه یې رودله بیا یې بل ته ورکوله او د اوبوګوټ یې کاوه او دې چار ته یې تر هغې دوام ورکاوه ،چې یوازې د کجورې زڼی به پاتې شو[77].

وَعَلَى الثَّلَاثَةِ الَّذِينَ خُلِّفُوا حَتَّى إِذَا ضَاقَتْ عَلَيْهِمُ الْأَرْضُ بِمَا رَحُبَتْ وَضَاقَتْ عَلَيْهِمْ أَنْفُسُهُمْ وَظَنُّوا أَنْ لَا مَلْجَأَ مِنَ اللَّهِ إِلَّا إِلَيْهِ ثُمَّ تَابَ عَلَيْهِمْ لِيَتُوبُوا إِنَّ اللَّهَ هُوَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۱۸﴾ = او (همداراز) هغه درې تنه يې هم وبښل، چې (د تبوك په جګړه كې له ګډونه) پاتې شوي ول (او مسلمانانو ورسره خپلې اړيكې پرې كړې وې) تردې چې پراخه ځمكه پرې تنګه شوه او په ځان پورې پکو شوي ول (؛ نو په دې وخت كې) یې وګڼله، چې پناه ځاى يوازې د الله د رحمت لمن ده، بيا الله پرې ولورېد (او توفيق يې ور پر برخه كړ) چې توبه وباسي [؛ ځکه] چې الله ښه توبه قبلوونكى (او) لورین دى .

 ۱۱۸- خدای ډېر توبه قبلوونکی دی : مفسرانو روایت کړی ،چې دا آیت د درېیو تنو مسلمانانو” کعب بن مالک” ، “ مرارة بن ربیع” او “هلال بن امیه” په هکله نازل شوی دی . دوی د پېغمبراکرم(ص) امر و نه مانه او د تبوک غزا ته ولانړل؛ خو له خپلې کړنې پښېمانه شول،چې کله نبي (ص) مدینې ته راستون شو، ورغلل او عذر یې وکړ؛ پېغمبراکرم(ص) خبره ورسره و نه کړه او له مسلمانانو یې هم وغوښتل،چې خبرې ورسره مه کوئ؛نو ټول خلک ان کوچنیان هم ترې څنډې ته شول. د درې واڼو مېرمنې پېغمبراکرم(ص) ته ورغلې او و یې ویل : ایا موږ هم ترې ګوښه شو؟ آنحضرت وویل : نه؛ خو ورنژدې نشئ. په پایله کې، په مدینه کې یې ژوند سخت شو او ناچاره د مدینې غرونو ته ولاړل. هره ورځ یې کورنیو خواړه وروړل؛خو خبرې یې ورسره نه کولې . دوی یو بل ته وویل : داچې خلک رانه خپه دي او خبرې راسره نه کوي؛نو ولې موږ یو له بل سره خبرې وکړو؟! له همدې لامله سره جلا شول او پنځوس ورځې همداسې وو او د خدای درشل ته یې زارۍ او توبې کاږلې، تردې چې خدای یې توبه ومنله او په اړه یې دا آیت نازل شو. په دې آیت کې لطیف ټکی دادی،چې خدای وايي: “بیا خدای پرې ولورېد ( او توفیق یې ورپربرخه کړ) ،چې توبه وکاږي؛ بېشکه خدای ډېر توبه قبلوونکی لورین دی” ځینو مفسرانو تردې غونډلې لاندې ویلي، چې د بنده توبه د خدای له لوري د دوو توبو ترمنځ راغلې ده . خدای لومړی پر انسان لورېږي او د توبې توفیق ورکوي، بیا انسان توبه کاږي او بښنه غواړي او ورپسې بیا خدای پېرزوینه کوي او توبه یې مني[78].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ ﴿۱۱۹﴾ = مؤمنانو! له خدايه (او د فرمان له مخالفته يې) ووېرېږئ او له رښتينو سره اوسئ .

 ۱۱۹—اهل بیت (ع) ؛ حقیقي رښتوني : دا آیت له هغو آیتونو ځنې دی، چې شیعه عالمان یې د تشیع مذهب او د سپېڅلیو امامانو د مشرتوب جوتولو لپاره استناد پرې کوي. په دې استناد کې یې دلیل، د آیت لفظ او هغه احادیث دي، چې لاندې ترې راغلی دی. آیت وايي: “ له رښتینو سره وسئ “ صدق او رښتینتوب ، مرتبې او درجې لري او دا آیت په مطلق ډول د صدق ټولو درجوته اشاره لري: په کړنو ، ویناوو، نیت او ګروهه کې صدق، چې څوک په دې ټولو پړاوونو کې رښتین او صادق وي ، مسلماً “ معصوم اوپاکلمنی “ دی؛ یعنې په کړنو، ویناوو او نیت کې یې بڅری دروغ او ګناه موندل کېږي نه او ټول وجود یې له هر ډول تېروتنې لرې دی[79].

وَمَا كَانَ الْمُؤْمِنُونَ لِيَنْفِرُوا كَافَّةً فَلَوْلَا نَفَرَ مِنْ كُلِّ فِرْقَةٍ مِنْهُمْ طَائِفَةٌ لِيَتَفَقَّهُوا فِي الدِّينِ وَلِيُنْذِرُوا قَوْمَهُمْ إِذَا رَجَعُوا إِلَيْهِمْ لَعَلَّهُمْ يَحْذَرُونَ ﴿۱۲۲﴾ = او دا نه ښايي،چې مؤمنان ټول يومخې (د جهاد ډګر ته) ووځي، ولې یې د وګړيو له هرې برخې يو شمېر نه وځي (او نور دې په مدينه كې پاتې شي) چې د دين (او اسلامي پوهنو او احكامو په باب) پوهه ترلاسه كړي او چې راستانه شي (؛نو) خپل قوم خبر كړي؟! ښايي (د پالونكي د فرمان له مخالفته) ډډه وكړي!

  ۱۲۲- د دیني پوهایو د زده کړې اړتیا : دا آیت ،چې د جهاد په هکله له تېرو آیتونو سره تړاو لري، یو واقعيت ته اشاره کوي، چې مسلمانانو ته ژوندنی اړخ لري او هغه داچې، که څه جهاد ډېر له اهمیته ډک او سرغړونه ترې ننګ او ګناه ده ؛ خو په هغو ځایونو کې، چې اړتیا نه ایجابوي،چې ټول مؤمنان په جهاد کې برخه واخلي، په تېره په هغو وختونوکې، چې پخپله پېغمبر اکرم(ص) په مدینه کې پاتې دی،نباید د نورو ښارونو ټول مؤمنان جهاد ته ولاړ شي؛ بلکې یو شمېر یې “ مدینة الرسول” ته ورشي،چې د دین احکام زده کړي او په ورستنېدا کې خپله هېوادوال له دیني پوهاویو خبر کړي او تقوی او پرهېزګارۍ ته یې وبولي[80].په دې آیت کې مسلمانان په “ ښوونکیو او زده کړیالانو” ویشل شوي او په رښتینه کې هر مسلمان باید یا ښوونکی وي یا زده کړیال . په تاریخ کې ډېری پوهانو په دې آیت استناد کړی دی، چې اسلامي علوم دې د نورو ورښوولو ته د کفایي فرض په توګه زده کړي . د اوسنۍ نړۍ په ډېری هېوادونو کې د علم زده کړه پر ټولو لازمي ده او د قانوني حکم له مخې، هر کوچنی باید درس ولولي، که نه ولي او پالندوی یې پوښتل کېږي؛ خو په هېڅ ځای کې ورزده کول قانوني الزام نه لري؛ بلکې هر څوک د ښوونې مقام نیوای نشي؛ خو په اسلام کې لکه څنګه چې د پوهې زده کړه فرض ده، نورو ته یې ورښوول هم لازمي او وجوبي اړخ لري،چې یو دلیل یې همدا آیت دی[81].

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قَاتِلُوا الَّذِينَ يَلُونَكُمْ مِنَ الْكُفَّارِ وَلْيَجِدُوا فِيكُمْ غِلْظَةً وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ ﴿۱۲۳﴾ = مؤمنانو! له درنژدې كافرو سره وجنګېږئ (او هسې نه لرې دښمن مو له نژدې دښمنه غافل کړي) او دوى بايد په تاسې کې ځیږوالی، پرېكنده توب (اوځواكمنتوب) ومومي او پوه شئ، چې په رښتيا الله د پرهېزګارانو مل دى.

۱۲۳- دښمنانو ته د زور ورښوول : خدای په دې آیت کې،د عمومي جهاد امر کوي؛هغه جهاد، چې اسلام پرې خپرېږي، چې ګرده نړۍ ونیسي. په دې توګه که د مؤمنانو هر ټولی له خپل نژدې دښمن سره جهاد وکړي؛ نو اسلام پړاو په پړاو پراختیا مومی او پر نړیوالو ‎به واکمن شي. په دې آیت کې له ځګه توب، غوسې او پرېکندتوبه مراد، خدای او دین ته یې ځګه توب دی او مطلب دا نه دی،چې له کافرانو سره بدچلن او تېری ورباندې وشي؛ ځکه ټول دیني او اخلاقي آرونه دا نه مني او د جهاد آیتونو هم مؤمنان له هر ډول ظلم او تېري منع کړی دی[82]. د” او هغوی باید تاسې ځګه، پرېکنده (او ځواکمن) احساس کړي” له غونډلې انګېرل کېږي،چې د دښمن پر وړاندې یوازې مړانه، دنننی شهامت او اروايي چمتووالی بسیا نه دی ؛ بلکې باید دا چمتووالی وروښوول شي . په بله وینا، د ځواک شتون کافي نه دی؛ باید دښمن ته زور ور وښوول شي[83].

أَوَلَا يَرَوْنَ أَنَّهُمْ يُفْتَنُونَ فِي كُلِّ عَامٍ مَرَّةً أَوْ مَرَّتَيْنِ ثُمَّ لَا يَتُوبُونَ وَلَا هُمْ يَذَّكَّرُونَ ﴿۱۲۶﴾ = او ايا (منافقان) نه ويني، چې دوى هر كال يو يا دوه ځل ازمېيلېږي؟! بيا هم نه توبه باسي او نه پند اخلي.

 ۱۲۶- کلنی ازمېښت: د کلني ازمېښت په باب، چې یو یا دوه ځل راغلي مفسرانو خبرې اترې کړې دي. ځینو دا ناروغۍ، لوږه او نور کړاوونه ګڼلی،ځینو د اسلام د دبدبې اغېزې او د جګړې په ډګر کې د رسول اکرم(ص) بریاوې (چې منافقانو د چاپېریالي شرایطو له مخې پکې ګډون کاوه) بللی او ځینو د منافقانو له رازونو د پردې هاخوا کونه ګڼلې؛خو دې ته په پامنیوي، چې د آیت په روستیو کې لولو: “ او هغوی پند نه اخلي” راڅرګندېږي،دا ازمېښت له هغه ډول ازمېښتونو ځنې دی ،چې باید ددې ډلې د ویښتیا لامل شي. همدغسې د آیت له تعبیره معلومېږي، چې دا ازمېښت بې له هغو عمومي ازمېښتونو ځنې دی ، چې په ژوندکې ټول خلک ورسره مخېږي. دې موضوع ته په پامنیوي،په نظر رسي، چې څلورم تفسیر (؛یعنې له بدو کړنو یې د پردې هاخواکونه او د باطن را برسېرېدل یې ) د آیت له مفهوم سره ډېر نژدې دی . دا احتمال هم شته، چې په آیت کې ازمېښت یو هر اړخيز مفهوم ولري، چې دا ټول موضوعات راونغاړي[84].

وَإِذَا مَا أُنْزِلَتْ سُورَةٌ نَظَرَ بَعْضُهُمْ إِلَى بَعْضٍ هَلْ يَرَاكُمْ مِنْ أَحَدٍ ثُمَّ انْصَرَفُوا صَرَفَ اللَّهُ قُلُوبَهُمْ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَفْقَهُونَ ﴿۱۲۷﴾ = او چې كوم سورت نازل شي؛ نو ځينې یې يو بل ته ګوري، وايي:” ايا څوك مو ويني؟ (كه د پېغمبر له حضوره دباندې ولاړ شو؛ نو د چا خو به را ته نه پامېږي؟) بيا غلي ووځي. الله يې (له حقه) زړونه اړولي؛ ځكه دا ناپوه ډله ده.  

۱۲۷- منافقان د الهي آیتونو په رانازلېدو ډېر خپه کېدل : دا آیت د منافقانو یوې بلې ځانګړنې ته اشاره لري، چې کله د قرآن یو سورت رانازلېده او دوی به ناست هم وو او اورېده یې؛ نو یو بل ته یې کتل او له کتو یې مطب دا و، چې ایا څوک مو ویني؛ د هغه چا حال چې داسې یو مطلب واوري، چې د اورېدو وس یې نه لري او له خپګانه یې د مخ رنګ اوړي او ډاړېږي،چې د نورو یې د څېرې په اړونې دنننی حالاتو ته  ورپام شي؛ نو ځکه یې له هغه پوښتل ،چې له پرېشانۍ یې خبرو : شاوخوا مو څوک له حاله خبر شوی که نه ؟ بیا له پېغمبر(ص) په داسې حال کې ستنېدل،چې خدای یې زړونه د الهي آیتونو له زده کړې او پرې له ایمان راووړو ګرځولي وو[85].

لَقَدْ جَاءَكُمْ رَسُولٌ مِنْ أَنْفُسِكُمْ عَزِيزٌ عَلَيْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِيصٌ عَلَيْكُمْ بِالْمُؤْمِنِينَ رَءُوفٌ رَحِيمٌ ﴿۱۲۸﴾ = په رښتيا چې پخپله له همدا تاسې يو استازى درغى، چې ځورونې مو پرې سختې پرېوځي (او) پر لارښوونې مو ټينګار كوي، پر مؤمنانو لورین زړه سواندى دى.

  ۱۲۸- د امت پر لارښونې د پېغمبراکرم (ص) ټینګار: د قرآن آیتونه او د پېغمبر اکرم ژوند،ددې مطلب ګواه دی ،چې هغه د مهربان پلار په څېر؛ بلکې ترې ورزیات (چې د خپلواولادونو ودې ته نهایي هڅه کوي او که خپل اولاد بېلارې وویني، زړه خوري) د خپل امت لارښوونې ته هڅه کوله او له بې لارېتوبه یې کړېده تر دې چې کله له ډېر خپګانه نژدې ول، چې ساه ورکړی؛لکه چې د کهف سورت په (۶) آیت کې لولو: “او که په دې خبره ( =قرآن ) ایمان را نه وړي ؛نو ښایي د کړنو له امله یې ځان له غمه مړ کړې” هو! پېغمبر اکرم(ص) خو پوهېده ،چې بې لارې کسان د څه وحشتناکې پایلې پر لور ورروان دي او څرنګه خپل ابدي ژوند په اور سېځي ؛نو ژغورنې ته یې ښه هڅه کوله او له مخ اړونې یې سخت ځورېده [86].

 

[1] الميزان ،٩: ١٥٠ مخ .

[2] الميزان ،٩: ١٥١مخ .

[3]  منشور جاوید، ۷ ټ، ۱۳۵ مخ

[4] نمونه،٧: ٢٨٩مخ. المیزان، ۹ ټ، ۱۵۲ مخ

[5] الميزان ،٩: ١٥٢مخ ، نمونه، ۷ ټ، ۲۸۹ مخ)

[6] نمونه، ٧: ٢٩٨ مخ .

[7] منشورجاويد،٧: ١٦١مخ .

[8] الميزان ، ٩: ١٦٣مخ .

[9] الميزان ، ٩: ١٦٣مخ .

[10] نمونه ، ٧: ٣١٤ .

[11] نمونه ، ٧: ٣١٨ مخ .

[12] الميزان ، ٩: ٢١٦ مخ .

[13] نمونه، ٧: ٣٣١مخ .

[14] ګټنه شوې دوه له: نمونه ، ٧: ٣٣٩ مخ + منشور جاويد ٧: ٦ –او ٦٣ مخونه .

[15] الميزان ، ٩ : ٢٣٦مخ .

[16] نمونه ، ٧: ٣٥٤مخ.

[17] الميزان ، ٩: ٢٥١مخ .

[18] الميزان ، ٩ : ٢٥٣مخ .

[19] نمونه ، ٧: ٣٧٢مخ .

[20] الميزان،٩: ٢٥٩ مخ .

[21] الميزان ،٩: ٢٧٧مخ .

[22] اطيب البيان،٦: ٢١٦مخ .

[23] تفسير عياشي ، ٢: ٢٣٢مخ .

[24]  المیزان، ۹ ټ، ۲۸۰ مخ

[25]  نمونه، ۷ ټ، ۴۱۲ مخ

[26] ( د ډېرومعلوماتو لپاره تر همدې آيت لاندې وګورئ:(طيب البيان تفسير)

[27] الميزان ، ٩: ٢٩٣ مخ .

[28] منشور جاويد،٧: ٨٢ او ٢٩٥ مخونه .

[29] نمونه،۷: ۴۳۷مخ.

[30] نمونه ، ۷ : ۴۳۹مخ .

[31] المیزان ،۹: ۳۱۷مخ.

[32] اطیب البیان ،۶: ۲۳۷مخ .

[33] نمونه ، ۷: ۴۵۰مخ .

[34]  نمونه ،۴:۸مخ

[35] المیزان ،۹: ۳۲۱مخ .

[36] المیزان ،۹: ۳۳۳مخ .

[37] المیزان ،۹: ۳۵۳مخ .

[38] المیزان ،۹: ۳۴۳مخ .

[39] نمونه ،۸ : ۳۰ مخ .

[40] المیزان ، ۹: ۳۵۸ .

[41] نمونه ،۸: ۳۴مخ .

[42] کافی،۸: ۱۸۱مخ .

[43] نمونه ، ۸: ۳۶مخ .

[44] المیزان ،۹: ۳۴۹مخ .

[45] نمونه ، ۸: ۳۸مخ .

[46] تفسیر عیاشی،۲: ۲۴۲مخ .

[47] ( د همدی سورت – ۶۴آیت )

[48] المیزان ، ۹: ۳۵۱مخ .

[49] نمونه ، ۸: ۴۵مخ .

[50] المیزان ، ۹: ۳۶۴مخ .

[51] نمونه ، ۸: ۵۵مخ .

[52] المیزان ،۹: ۳۶۳مخ .

[53] نمونه ،۸: ۶۳مخ .

[54] المیزان ،۹: ۳۱۹مخ .

[55] نمونه، ۸: ۷۵

[56] المیزان ،۹: ۳۷۳مخ .

[57] نمونه ، ۸:۸۱مخ .

[58] نمونه ، ۸: ۸۲ مخ .

[59]  المیزان. ۹ ټ، ۳۸۱ مخ

[60] وسایل الشیعه ، ۱۶: ۲۶۶مخ .

[61] نمونه، ۸: ۹۳مخ .

[62] نمونه ،۸:۱۰۳ مخ .

[63] المیزان ، ۹: ۳۹۰ مخ .

[64] نمونه ، ۸: ۱۲۱مخ .

[65] نمونه ، ۸:۱۲۵مخ .

[66] المیزان ، ۹: ۴۰۴مخ .

[67] المیزان، ۹: ۴۰۵مخ .

[68] نمونه،۸: ۱۴۶مخ .

[69] نمونه،۸: ۱۴۰ مخ .

[70] المیزان .۹: ۴۱۰ مخ .

[71] نمونه ۸،:۱۴۹مخ.

[72] کافی ،۵: ۱۵مخ .

[73] المیزان،۹: ۴۲۰مخ .

[74] نمونه،۸: ۱۵۱مخ + المیزان ، ۹: ۴۱۱مخ .

[75] نمونه ، ۸: ۱۵۵مخ .

[76] المیزان ۹:،۴۱۱مخ .

[77] المیزان ،۹: ۴۲۲مخ .

[78] المیزان،۹: ۴۱۱مخ.

[79] اطیب البیان،۶: ۳۲۹مخ .

[80] نمونه ،۸: ۱۹۰ مخ .

[81] پیام قرآن ،۱۰: ۲۸۲مخ .

[82] المیزان . ۹:۴۱۹مخ .

[83] نمونه، ۸: ۱۹۷مخ .

[84] نمونه،۸: ۲۰۳مخ .

[85] المیزان ، ۹: ۴۲۶مخ .

[86] له تفسیر موضوعی اخسته…: ۸: ۲۹۰ مخ .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!