تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة السجده د منتخبو آیتونو شرح  د سجدې سورت ټوليزه منځپانګه: داچې دا مکي سورت دى؛ نو د مكي سورتونو آريز ليكې؛ يعنې د مبداء، معاد، زېري او ګواښنګرى ويينې رااخلي او څو برخې دى: 1_ تر هرڅه وړاندې د قرآن د ستریا […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة السجده د منتخبو آیتونو شرح

 د سجدې سورت ټوليزه منځپانګه:

داچې دا مکي سورت دى؛ نو د مكي سورتونو آريز ليكې؛ يعنې د مبداء، معاد، زېري او ګواښنګرى ويينې رااخلي او څو برخې دى: 1_ تر هرڅه وړاندې د قرآن د ستریا خبره كوي. 2_ په اسمان او ځمكه كې د خداى د نښو په هكله ويينه لري. 3_ له خاورې، اوبو، څاڅكي او الهي روح د انسان د پيدايښت او د پوهې او علم د زده كړې د وزلو د وركړې ويينه. 4_ د قيامت او ترې مخكې پېښو (؛يعنې مرګ) په باب خبرې كوي. 5_ د زېري او ګواښنګري په اړه اغېزمن او لړزوونكي ويينې لري. 6_ د بني اسرائيلو تاريخ ته لنډه اشاره لري. 7_ د تېرو امتونو حالاتو او دردناك برخليك ته يې اشاره كړې ده. 8_ بيا توحيد او د خداى د عظمت نښو ته ورستنېږي. 9_ د ځيلې دښمنانو په ګواښنې پاى مومي. (نمونه، 17: 104 مخ.)

يُدَبِّرُ الْأَمْرَ مِنَ السَّمَاءِ إِلَى الْأَرْضِ ثُمَّ يَعْرُجُ إِلَيْهِ فِي يَوْمٍ كَانَ مِقْدَارُهُ أَلْفَ سَنَةٍ مِمَّا تَعُدُّونَ ﴿۵﴾ = (د نړۍ) چارې له اسمانه (نيولې) تر ځمكې سمبالوي، بيا (یې پايله او ګزارش) په يوې داسې ورځ لوري ته یې ورخېژي، چې اندازه يې ستاسې (خلكو) د شمېر له مخې زر كاله ده ( او دنیا پای مومي) .

 5_ زر كلنه ورځ: مفسرانو ددې سورت په تفسير كې ډول ډول خبرې اوڅار كړي؛ خو نورو آيتونو ته په پامنيوي او كوم روايت، چې د آيت په تفسير كې راغلی، ښکاري، چې د آيت مطلب دا وي، خداى دا نړۍ پيدا كړې، اسمان او ځمكې ته يې په ځانګړي تدبير نظم وركړى، انسانانو او نورو ژويو ته يې د ژوند جامې ور اغوستي؛ خو د نړۍ په پاى كې دا تدبير له منځه وړي، لمر تياره او ستوري تتېږي او د قرآن په وينا: ((پر هغه ورځ، چې اسمان د طومار په څېر رانغاړو (بيا) يې هماغسې، چې هستونه مو پيل كړې ورګرځوو)) او ورپسې نوى طرح او ښه پراخ نړۍ پيلېږي. دا مانا د قرآن په نورو آيتونو كې هم راغلې ده. (روم_ 27، يونس_34) دا تعبيرات او نور، چې وايي په پاى كې د ټولو چارو پايله خداى ته ورګرځي،(لكه: هود_123) څرګندېږي، چې دا آيت هم د پيل، تدبير، د نړۍ د پاى او د قيامت د ورځې د جوړېدو خبره كوي؛ نو ځكه د آيت مفهوم داسې كېږي، خداى ددې نړۍ چار له اسمان، د مانا له نړۍ او د پالونكي له قربه د كوزنۍ نړۍ پر لور تدبيروي او بيا دا ټول د قيامت پر ورځ پر لور يې ورستنېږي. شونې ده له هغو زرو كلونو مطلب، چې د هستۍ چارې د خداى پر لور پورته وردرومي، د قيامت له پينځګونو پړاوونو وي؛ ځكه د معارج سورت په 4 آيت كې لولو: ((پرښتې او روح پر هغه ورځ، چې د پنځوس زررو كالو هومره ده، پر لور يې ورخېژي)) په يو روايت كې لولو، چې امام صادق وويل:((په قيامت كې پنځوس تمځي دي، چې هر تمځى ددې كلونو په شمېر زر كاله دى)) بيا يې د معارج سورت دا آيت ولوست: ((هغه ورځ، چې د پنځوس زرو كالو هومره ده)). (اخستل شوى له: نمونه، 17: 115 او الميزان، 16: 252 مخ.)

قُلْ يَتَوَفَّاكُمْ مَلَكُ الْمَوْتِ الَّذِي وُكِّلَ بِكُمْ ثُمَّ إِلَى رَبِّكُمْ تُرْجَعُونَ ﴿۱۱﴾ = ووايه: ((پر تاسې، چې د مرګ پرښته ګومارل شوې، ساه مو اخلي، بيا د خپل پالونكي لوري ته ورګرځول کېږئ.))

11_ د مرګ پرښته: د قرآن له ګڼ شمېر آيتونو ګټنه كېږي، چې خداى ددې نړۍ چارې په يو شمېر پرښتو تدبيروي(نازعات_5)؛ ځكه ((الهي سنت)) پردې ولاړ دى، چې خپله اراده او غوښتنه په وزلو پلې كړي. په دې ترڅ كې يو شمېر پرښتې د وګړيو ساګانې اخلي(نحل_28 او 32) او په سر كې يې د مرګ پرښته ده. ددې پرښتې په باب، ګڼ شمېر روايات راغلي. له پېغمبر اکرم(ص) نه په يوه حديث كې راغلي: ((ناروغۍ او دردونه د مرګ استازي دي، چې د انسان عمر پوره شي، د مرګ پرښته راځي او وايي: د خداى بنده! په خبر پسې مې څومره خبرونه او په استازي پسې مې څومره استازي درولېږل؟ خو زه روستى خبر يم او تر ما روسته بل خبر نشته. د خپل پالونكي بلنه په خوښه يا زور ومنه. دوی، چې ساه اخلي او د خپلوانو يې چغې شي، هغه غږ ګوي: پر چا ژاړي او چغې وهئ؟ پر خداى ما يې د عمر په پاى كې ظلم ورباندې كړى نه دى او روزي مې یې خوړلې نه ده؛ بلكې پالونكي يې وباله؛ نو چې څوك ژاړي، بايد پر خپل ځان وژاړي او زه دومره راځم، چې يو تن مو هم مو پرېنږدم.)) (نمونه، 17: 140 مخ) له ځينو روايتونو ګټنه كېږي، چې د مرګ د پرښتې نامه، ((عزرائيل)) دى. (تفسير برهان، 6: 197 مخ.)

إِنَّمَا يُؤْمِنُ بِآيَاتِنَا الَّذِينَ إِذَا ذُكِّرُوا بِهَا خَرُّوا سُجَّدًا وَسَبَّحُوا بِحَمْدِ رَبِّهِمْ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ ﴿۱۵﴾ = يوازې هغوى زموږ پر آيتونو ايمان راوړي، چې په دې (آيتونو) پند وركړاى شي؛ نو پر سجده پرېوځي او خپل پالونكى په پاكۍ ستايي او لويي نه کوي؛

15_ د واجبو سجدو آيتونه: دا آيت په قرآن مجيد كې د واجبو سجدو ړومبى آيت دى او چې څوك یې ټول ولولي يا يې له بله واوري، واجب دي، چې سجده وكړي؛ البته دې سجدې ته اودس واجب نه دى؛ خو واجب احتياط دا دى، چې تندى پر داسې يو څيز كېدي، چې سجده پرې سمه وي (؛لكه خاوره او تيږه). (نمونه، 17: 145 مخ) انسان بايد په دې ډول سجده كې د سجدې كولو نيت ولري او داسې وي كه خلكو وليده، چې ووايي، سجده يې وكړه؛ خو چې د نمانځه په سجده كې كوم شرايط معتبر دي، پکار نه دي؛ لكه د عورت پټول، د هغه څه پاكوالى، چې سجده پرې كوي، د لاسونو او ځنګنونو له ځايه د سجدې د ځاى نه لوړوالى او پر ځمكه د كټې ګوتې لګول او په څېر يې؛ كه څه د احتياط لپاره ښه دي، چې دا چارې وشي. دا سجده ځانګړى ذكر نه لري او هم داچې تندى د سجدې په نيت پر ځمكه كېښوول شي، كافي ده د ((سبحان الله و الحمد لله)) په څېر ذكر ووايي؛ خو غوره دا ده، چې ووايي: ((لا اله الا الله حقاً حقاً، لا اله الا الله ايماناً و تصديقاً، لا اله الا الله عبوديّة ورقاً؛ سجدت لك يا رب تعبداً و رقاً، لا مستنكفاً ولا مستكبراً، بل انا عبد ذليل ضعيف خائف مستجير (رساله چهار مرجع، لطيف راشدي، پيام محراب، 267 مخ.) )). درې نور آيتونه، چې واجب سجده لري دا دي: ((فضيلت_38، نجم_ 62، علق_ 19)).

تَتَجَافَى جُنُوبُهُمْ عَنِ الْمَضَاجِعِ يَدْعُونَ رَبَّهُمْ خَوْفًا وَطَمَعًا وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿۱۶﴾ = ډډې يې له خوبځايونو بېلېږي (او راپاڅي او نمونځ كوي) او خپل پالونكى په وېرې او هيلې يادوي او څه مو چې ورروزي كړي (د خداى په لار كې) يې ترې لګوي .

فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَا أُخْفِيَ لَهُمْ مِنْ قُرَّةِ أَعْيُنٍ جَزَاءً بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۷﴾ = هیڅوک نه پوهېږي (او نه اټکل کړای شي) چې مومنانو ته مو د خپلو کړنو په پار څه سترګې یخوونکې بدلې (نعمتونه او څرنګوالی یې) ورزېرمه کړي دي.

 16 او 17_ سترې بدلې، چې هېڅوك ترې خبر نه دي: د قيامت نړۍ تر دې نړۍ خورا پراخه او ان په زيلانځ كې د جنين د ژوند پر وړاندې تر دنیوي ژونده هم پراخه ده او موږ، چې د دنيا په څلورو ګوټونو كې را ايسار يو، راته نه پوهېدونې ده، موږ يې يوازې كومه خبره اورو او له لرې يوه شبحه وينو؛ خو چې د هغې نړۍ ليد پيدا نه كړو، پر اهميت يې پوهېدل راته ناشونې دي؛ لكه څنګه چې د مور په ګېډه كې ماشوم ته (كه د فرض له مخې، عقل او پوره هوښ يې هم درلود) ددې نړۍ پر نعمتونو پوهېدل ناشوني دي. له پېغمبراکرم(ص) نه په يوه روايت كې راغلي، چې خداى وايي: ((خپلو صالحو بندګانو ته مې داسې نعمتونه چمتو كړي، چې نه سترګو ليدلي او نه غوږونو اورېدلي او د چا په خيال كې تېر شوي هم نه دي)). (نمونه، 17: 150 مخ.) تر دې آيت لاندې، چې كوم روايات راغلي، په تېره د شپې پر نمانځه (چې په 16 آيت كې اشاره ورته وشوه) اډانه شوې ده. له امام صادق نه په يوه روايت كې راغلي: ((هر ښه چار ته په قرآن كې ثواب په ګوته شوى دى؛ خو كريم خداى د شپې لمانځه ته د ستریا په پار يې ثواب په ګوته كړى نه دى. خداى وايي: ((فَلَا تَعْلَمُ نَفْسٌ مَّا أُخْفِيَ لَهُم))؛ البته په رواياتو كې نورو كړنو ته هم اشاره شوې، چې پر ثواب يې يوازې خداى پوهېږي؛ لكه چې له امام صادق نه په يوه روايت كې لولو: ((چې څوك مؤمن په خېټه موړ كړي، بې له نړۍ پال، نور هېڅ مخلوق نه پوهېږي، چې په آخرت كې څه اجر لري.)) (الميزان، 16: 275 مخ.)

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ فَلَا تَكُنْ فِي مِرْيَةٍ مِنْ لِقَائِهِ وَجَعَلْنَاهُ هُدًى لِبَنِي إِسْرَائِيلَ ﴿۲۳﴾ = او په رښتيا موسى ته مو (اسماني) كتاب وركړ؛ نو (له الله سره یې) د مخامخېدو په باب مه شكمنېږه او دا (كتاب) مو بني اسراييلو ته لارښود کړی و.

 23_ موسى (ع) او الهي آيات: دا آيت، د موسى (ع) او بني اسرائيلو داستان ته لنډه او چټكه اشاره لري، چې پېغمبر او ړومبي مؤمنان ډاډمن كړي او د ځيلي مشركانو پر وړاندې يې (چې په تېرو آيتونو كې اشاره ورته وشوه) صبر او پاينې ته راوبولي او مؤمنانو ته زېرى وركړي، چې په پاى كې به پردې ځېلي كافرانو لاسبري او د ځمكې مشران به شئ. داچې موسى (ع) يو ستر پېغمبر و؛ نو يهودو او مسيحيانو دواړو ايمان پرې درلود، له دې پلوه يوه انګېزه كېداى شوه، چې كتابيان اسلام ته ورمخه كړي. دا چې د ضمیر مرجع څوک دی ((مِّن لِّقَائِهِ))، مفسرانو ډول ډول احتمالات اوڅار كړي. ځينو موسى (ع) ګڼلى؛ نو ځكه مانا داسې كېږي: ای محمده! شكمنېږه مه، د موسى له روح سره به ليده كاته ولرې. ځينو ويلي، كتاب؛ او مطلب ترې قرآن دی؛ يعنې ای پېغمبره! داچې قرآن الهي وحې ده، په اړه يې شكمنېږه مه. ځينو ويلي، چې د ضمير مرجع خداى دى او دا جمله دې ته اشاره ده، چې د معاد په باب بيخي شكمنېږه مه؛ خو ښکاري، چې ضمير، كتاب (تورات) ته ورګرځي او مفعولي اړخ لري، چې فاعل یې موسى (ع) دى؛ نو ځكه په ټول كې د غونډلې مانا دا ده: شكمنېږه مه، چې موسى د اسماني كتاب لقاء ته ورسېد او ويې موندل، چې د پالونكي له درشله ورته القاء شوی و. (نمونه، 17: 163 مخ.)

وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ ﴿۲۴﴾ = او له دوى مو يو شمېر (په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له لامله لارښوونكي كړل،چې زموږ په حكم يې (خلكو ته) لارښوونه كوله.

 24_ امر څه دى؟: دلته د ((امر)) په باب اختلاف شته، چې له امره منظور تشريعي امر (په شرع كې الهي سپارښتنې) يا تكويني امر (په هستۍ كې د الهي فرمان چلېدل) دي. د آيت ظاهر د لومړي مانا ښوونكى ده او د رواياتو تعبيرونه او مفسران هم همدا مانا انګېري؛ خو ځينې ستر مفسران يې د تكويني امر پر مانا انګېري. توضيح داچې هدايت په آيتونو او رواياتو كې په دوو ماناوو راغلى دى: (( د لارې ښوول)) او ((موخې ته رسول)) د الهي مشرانو هدايت هم په دواړو لارو دي. كله يوازې په كولو او نه كولو (امر او نهې) بسيا كوي او كله په چمتو زړونو كې د باطني نفوذ له لارې، مانيزو مقامونو ته يې رسوي. د قرآن په ځينو آيتونو كې ((امر)) د تكويني امر مانا ته كارول شوی؛ لكه د يس په 82 آيت كې: ((بېشكه (امر او) فرمان يې داسې دى كه كله يو څيز وغواړي (؛نو) يوازې ورته وايي، چې: ((شه!))؛ نو (بس) شي)). په دې آيت كې د((يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا)) غونډله هم پر همدې مانا ده؛ يعنې هغوى داسې مشران ول، چې د پالوونكي په واک یې په چمتو ځانونو كې نفوذ كاوه او هغوى يې لوړو روزنيزو او انساني موخو ته وركاږل. (نمونه، 17: 167 مخ.)

وَيَقُولُونَ مَتَى هَذَا الْفَتْحُ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۲۸﴾ = او (کافران) وايي : ((كه رښتوني ياست؛ نو دا بريا به (مو) كله وي؟))

 28_ د بريا ورځ: داچې له دې ورځې څه مطلب دى، څو احتماله شته: لومړى داچې مطلب د قيامت ورځ ده، چې د مؤمنانو او كافرانو تر منځ بېلتون راځي، مؤمنان ابدي نېكمرغۍ او كافران همېشنۍ بدمرغۍ ته رسي. بل داچې له بريا منظور، په دې دنيا كې د نژدې عذاب څكل دي (چې په 21 آيت كې اشاره ورته وشوه) يا په دنيا كې له كافرانو كسات اخستل دي؛ نو ځكه ځينو دا آيت د بدر پر ورځ تفسير كړى دى؛ ځكه د مشركانو ايمان تر وژنې او د الهي عذاب تر ليدو روسته، څه ګټه ورته نه درلوده. ځينو هم د مكې پر سوبې تفسير كړی؛ ځكه د سر سختو كافرانو ايمان (چې كلونه كلونه یې له پېغمبراکرم سره دښمني كړې وه) څه حقيقي ايمان نه و؛ بلكې د نفاق او دوه مخۍ له مخې و او پر ګټه يې نه و. ښايي له آيته منظور، د پېغمبراکرم او خپل امت ترمنځ يې الهي ورمندون وي، چې په آخر الزمان كې رامنځ ته كېږي او د يونس سورت 47 آيت ورته اشاره لري ((او هر امت ته يو استازى دى او چې استازى ورځي؛ نو تر منځ يې په انصاف پرېكړه كېږي او تېری پرې نه كېږي))؛ البته د 3 آيت له سياقه ګټنه كېږي، له سوبې او بريا منظور، په دنيا كې سوبه ده، نه په آخرت كې. (الميزان، 16: 273 مخ) ددې احتمالاتو په منځومال كې په نظر رسي، چې له ((يَوْمَ الْفَتْحِ)) مطلب، د ((استيصال عذاب)) را كوزېدل دي؛ هغه عذاب، چې د كفارو جرړه راباسي او ايمان راوړو ته يې نه پرېږدي. په بله وينا، استيصال عذاب، يو ډول ځانګړى دنیوي عذاب دى، چې له پوره غاړه خلاصونې روسته، د ګناهګار قوم ژوند ته د پاى ټكى ږدي. (نمونه، 17: 176 مخ)

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!