تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورة الـزمـر د منتخبو آیتونو شرح د زمر سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له څو برخو جوړشوى دى:  ١-  نږه توحيد او توحيد په ټولو اړخونواو ښاخونو کې يې . ٢-  معاد،جزا،جنتي خونې،د دوزخ اورينې چترۍ،د قيامت ورځې وحشت، د کړنو د پايلو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورة الـزمـر د منتخبو آیتونو شرح

د زمر سورت ټوليزه منځپانګه: دا سورت له څو برخو جوړشوى دى:  ١-  نږه توحيد او توحيد په ټولو اړخونواو ښاخونو کې يې . ٢-  معاد،جزا،جنتي خونې،د دوزخ اورينې چترۍ،د قيامت ورځې وحشت، د کړنو د پايلو راښکارېدل او د محشر په ډګر کې پخپله د کړنو راښکاره کېدل. ٣-  د قرآن مجيد اهميت . ٤-  د مخکېنيو اقوامو د برخليک بيان او د حق آيتونو دروغجن ګڼونکيو ته الهي دردناکه سزا.  ٥-  توبه او خداى ته د ورستنېدا ورونه پرانستې دي.  (نمونه، 19: 359 مخ.)

 أَلَا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءَ مَا نَعْبُدُهُمْ إِلَّا لِيُقَرِّبُونَا إِلَى اللَّهِ زُلْفَى إِنَّ اللَّهَ يَحْكُمُ بَيْنَهُمْ فِي مَا هُمْ فِيهِ يَخْتَلِفُونَ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي مَنْ هُوَ كَاذِبٌ كَفَّارٌ ﴿۳﴾ = پوه شئ! نږه دين او په اخلاص بنده ګي يوازې د الله حق دى او هغوى چې د الله پر ځاى نور پالندويان نيولي (او وايي:) ځکه يې نمانځو، چې الله ته مو ورنژدې كړي؛ البته الله د قيامت پر ورځ په څه كې يې، چې اختلاف درلود، ترمنځ به يې پرېكړه وكړي. په رښتینه كې الله دروغجن (او له حقه) بيخي منکر ته سمه لار نه ورښيي.

 3_ نږه دين يوازې د ((الله)) دى: په دې آيت او مخكې آيت كې له دينه مراد، ((عبادت)) دى او ددې غونډلې ((نږه دين يوازې د الله دى)) مانا داده، چې الله  د هغه عبادت نه قبلوي، چې يوازې یې هغه ته كړى نه وي، كه د الله  په عبادت كې بل څوك هم ورګډ كړي، يا يوازې بل څوك ولمانځي. په يو روايت كې راغلي، چې يو تن پېغمبراکرم(ص) ته وويل: رسول الله! شتمني مو ځكه وركوو، چې نېك نامې شوو؛ ايا ددې چار څه بدله شته؟ پېغمبر (ص) وويل: ((الله  يوازې د هغه قبلوي، چې نږه یې ولمانځي)) بيا يې دا آيت ولوست: ((پوه شئ! نږه دين يوازې د الله دى)). (الميزان، 17: 233 او 245 مخونه.)

خَلَقَكُمْ مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ ثُمَّ جَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَأَنْزَلَ لَكُمْ مِنَ الْأَنْعَامِ ثَمَانِيَةَ أَزْوَاجٍ يَخْلُقُكُمْ فِي بُطُونِ أُمَّهَاتِكُمْ خَلْقًا مِنْ بَعْدِ خَلْقٍ فِي ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ ذَلِكُمُ اللَّهُ رَبُّكُمْ لَهُ الْمُلْكُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ فَأَنَّى تُصْرَفُونَ ﴿۶﴾ = له يوه ژوي یې پيدا كړئ، بيا يې له هغه د ده جوړه پيدا كړه او (د خپل قدرت له زېرمو) یې له څارويو [د اوښ، غوايي، مېږې او وزې] اته جوړې درولېږلې (او پیدا کړې). هغه د میندو په ګېډو كې په درېګونو تيارو (د جنين کڅوړه، زيلانځ، ګېډه) كې يو په بل پسې (څاڅکى، علقه، مضغه) يوه بڼه دركوي. همدا الله ستاسې پالونكى دى، چې (د هستۍ) واكمني يوازې د ده ده،بې له ده نمانځوړ نشته؛ نو څرنګه (له حقه) اړول كېږئ؟!

 6_ اته جوړې څاروي او درې تيارې: له اتو جوړو مطلب؛ اوښ او اوښه، پسه او مېږه، سېرلی او وزه، غوايي او غوا دي. داچې په عربي كې زوج د ((نر او ښځې)) جوړې ته وايي؛ نو په ټول كې اته كېږي. د ((ظُلُمَاتٍ ثَلَاثٍ)) تعبير، د مور ګېډې، زيلانځ او د (جنين د ځانګړې كڅوړې) مشېمې تيارې ته اشاره ده؛ درې پېړې پردې دي، چې پر جنين راخپرې دي. عادي انځور ګران بايد په پوره رڼا او روښنايي كې انځورګري وكړي؛ خو د انسان پنځګر په هغه هېښنده تياره تون كې داسې انځورګري كوي، چې تر زوكړې روسته یې ټول ليدو ته ورځي او هم په داسې ځاى كې، چې د هېچا له اړخ هېڅ ډول لاسرسي ورته نشته، پالنې او چټكې ودې ته يې (چې سخت ورته اړين دى) همېش رزق او روزي ور رسوي. هو! جنين د پالوونكي د پنځون ډېره هېښنده او ظريفه څېره ده؛ داسې، چې ((جنين پوهنه)) د الله  پېژندنې پوره پېر شمېرل كېږي او چې هر څوك ددې پړاو ريزه كاريانې وڅېړې؛ نو خپله خوله د جنین پنځګر په ستاينه راسپړي. (نمونه، 19: 381 مخ)

أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۹﴾ = (؛نو دغسې څوك غوره دي) يا هغه چې د شپې له لوري په سجده او ولاړه پر عبادت بوخت وي (او) د آخرت له عذابه وېرېږي او د خپل پالونكي رحمت ته هيلمن وي؟! ووايه: ((ايا پوهان او ناپوهان سره برابر دي؟! (هېڅکله نه) يوازې عقلمن دي، چې پند اخلي.))

 9_ ايا پوهان له ناپوهانو سره يو شان دي؟: كه څه دا پراخه پوښتنه او د پوهانو او ناپوهانو ترمنځ ډاګيزه پرتلنه ده، دې ته په پامنيوي، چې مخكې له شپه ويښو مؤمنانو سره د مشركانو د نابرابرۍ يوه بله پوښتنه اوڅار شوې، دا پوښتنه هم، همدې ټكي ته اشاره كوي؛ يعنې هغوى چې پوهېږي، هغه ځېلي او زړه مړي مشركان له دې پاكو او نږه مؤمنانو سره يو شان نه دي، آیا له هغوى سره برابر دي؟، چې له دې څرګند واقعيته نا خبره دي. په هر حال دا غونډله د اسلام له بنسټيزو شعارونو ځنې ده، چې د ناپوهانو پر وړاندې د پوهې او پوهانو مقام او ستریا څرګندوي. د ناخبرو د انګېرنو پر خلاف، چې دين د تخدير، غولونې او نشې لامل بولي، د پېغمبرانو ستره بلنه، پوهې ته بلنه وه. پر قرآني آيتونو سربېره، په رواياتو كې هم داسې تعبيرونه ليدل كېږي، چې د علم په اهميت كې ترې اوچت نه انګېرل كېږي. له پېغمبراکرم (ص) نه په يوه حديث كې لولو: (( ژوند يوازې دوو تنو ته ګتور دى: هغه علم، چې لاروي ترې وشي او هغه زده كړيال، چې د پوه خبرې ته غوږ ږدي)) ددې آيت په تفسير كې له امام صادق (رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( هغوى چې پوهېږي، موږ (اهل بيت) يو او هغوى چې نه پوهېږي، دښمنان مو دي او عقلمن مو لارويان دي))؛ البته په ډاګه ده، چې دا تفسير، د آيت د يو څرګند مصداق ويل دي او د آيت عام مفهوم نفې كوي نه. (نمونه، 19: 394 مخ)

قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ ﴿۱۰﴾ = ووايه : (( (زما) مؤمنو بندګانو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځانونه وساتئ؛ هغوى چې په دې دنيا كې نېكي وكړي، ورته ښه بدله ده او د الله ځمكه پراخه ده، (كه د كفر د مشرانو تر زورزياتي لاندې وئ؛ نو مهاجرت وكړئ) چې زغمناک اجر بې حسابه پوره پوره تر لاسه كوي.))

 10_ د الله  پراخه ځمكه: دا تعبير، د سستو ارادو پلمه ګرو ته يو ځواب دى، چې ويل یې موږ په مكه كې د مشركانو د واكمنۍ په پار الهي دندې تر سره كولاى نشو. قرآن وايي، چې د الله  ځمكه په مكې پورې را ايساره نه ده، نړۍ پراخه ده؛ نو ځكه له هغو ځايونو نورو ته ولېږدېږئ، چې ستاسې د ازادۍ او دندو د ترسره كولو خنډ وي. هجرت يو مهم آر دى، چې د اسلام په پيل كې يې د اسلامي حكومت په بريا كې مهمه ونډه درلوده؛ نو ځمكه د اسلامي تاريخ پيلامه هم شوه، دغسې په هر پېر كې له سرباندې اهميته هم برخمن دى، چې مؤمنان زور زياتي ته له غاړې ايښوونې ژغوري او هم د نړۍ ګوټ ګوټ ته د اسلام د خپرېدا لاملېږي. (نمونه، 19: 401 مخ.)

فَاعْبُدُوا مَا شِئْتُمْ مِنْ دُونِهِ قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَأَهْلِيهِمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا ذَلِكَ هُوَ الْخُسْرَانُ الْمُبِينُ ﴿۱۵﴾ = نو بې له ده، څه مو چې خوښه وي، و يې نمانځئ .)) ووايه: ((واقعي زيانمن هغوی دي، چې د قيامت پر ورځ يې ځانونه او خپله کورنۍ زيانمن كړل، خبر وسئ چې همدا ښكاره تاوان دى.))

 15_ له اهل (خپلوانو) مطلب څه دى؟: مفسرانو دې پوښتنې ته بېلابېل ځوابونه وركړي؛ خو د آيت له سياق سره ډېر سازګار دادى، چې له اهله منظور، هغه مېرمنې او چوپړيالان دي، چې الله  په جنت كې مؤمن او متقي انسان ته چمتو كړي دي؛ ځكه په قيامت كې خپلوي او هره دنیوي ټولنيزه اړيكه پرې كېږي؛ لكه چې د مؤمنون سورت په 101 آيت كې لولو: ((… پر هغه ورځ تر منځ به يې د خپلوۍ هېڅ اړيكه نه وي…)) نو د آيت مانا دا ده، چې واقعي زيانمن هغوى دي، چې خپل وجود ابدي هلاكت ته ور وړاندې كوي او له ابدي كماله يې منع كړى دى او جنتي مېرمنې او چوپړيانې يې، چې په ايمان او صالح كړنو تر لاسه كولاى شوې او خپل حقيقي او تلپاتې خپلوان كړي واى، له لاسه وركړل. هو! همدا ښكاره زيان دى. (الميزان، 17: 250 مخ)

الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ أُولَئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ وَأُولَئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ ﴿۱۸﴾ = هغو ته چې خبره اوري او (بيا) ښه اړخ يې مني؛ دوی هغه خلك دي، چې الله سمه لار ورښوولې او همدوى عقلمن دي.

 18_ د اسلام ازاد آندی سول – منطق: دې آيت او مخكې آيت، چې د يو اسلامي شعار بڼه خپله كړې، د مسلمانانو ازاد آندي او په بېلابېلو چارو كې يې غوره كونه په ښه شان راښيي. ډېرى اديان، خپل لارويان د نورو د خبرو له څېړنې منع كوي؛ ځكه د خپل كمزوري سول په دليل، له دې ډارېږي، چې د نورو  سول پرې پياوړى شي او خپل لارويان له لاسه وركړي؛ خو لكه چې په دې آيت كې مو ولوستل، اسلام د الله  رښتوني بندګان هغه كسان معرفي كړي، چې څېړنه كوي؛ يعنې څېړونكي يې خپل واقعي بندګان ښوولي دي، چې نه د نورو له خبرو اورېدو ډارېږي، نه بې قيد و شرطه غاړه ږدي او نه هره وسوسه مني. اسلام هغوى ته زېرى وركوي، چې ويناوې اوري او ډېره ښه يې ټاكي، نه يوازې داچې ښه پر بد غوره بولي؛ بلكې په ښو كې هم غوره ګل واڼي. له آره كوم ښوونځى، چې پياوړى سول لري، هډو څه دليل نه لري، چې د نورو له وېناوو وډار شي او د مسايلو له اوڅاره يې اندېښمن شي. هغوى بايد وډارشي، چې كمزوري او بې منطقه دي. كوم احاديث، چې ددې آيت په تفسير كې يا په خپلواك ډول راغلي، پر دې موضوع يې پرېمانه ډډه وهلې ده؛ لكه له امام كاظم (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( الله  په خپل كتاب كې عقلمنو او پوهانو ته زېرى وركړى او ويلي يې دي: بندګانو ته مې زېرى وركړه؛ هغوى چې خبرې اوري او له غورو ځنې يې لاروي كوي)). همداراز له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((حكمت، د مؤمن وركه ده؛ نو زده یې كړه، كه څه له منافقه وي.)) (نمونه، 19: 412 مخ)

لَكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَعْدَ اللَّهِ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ ﴿۲۰﴾ = خو هغوى چې (ځانونه یې) د خپل پالونكي له (عذابه) ساتلي وي، ورته (هسکې جنتي) ماڼۍ دي، چې له پاسه پرې نورې جوړې شوې ماڼۍ دي، لاندې ترې ويالې بهېږي. (دا) د الله ژمنه ده، چې الله له (خپلې) ژمنې نه اوړي .

20_ د ماڼيو له پاسه نورې ماڼۍ: د همدې سورت په (16) آيت كې مو (چې په قيامت كې د زيانمنو د عذاب په اړه دي) ولوستل، چې لاندې باندې ترې اور راتاو دى او په دې توګه له هر لوري د اور په لمبو كې را ايسار دي. ددې ستومانوونكي عذاب پر وړاندې، دا آيت پرهېزګارانو ته زېرى وركوي، چې په جنت كې د ماڼيو له پاسه ماڼۍ لري. (نمونه، 19: 415 مخ) امام صادق وايي: (( علي (ك) پېغمبر (ص) وپوښت: دا ماڼۍ څه ته جوړې شوي؟ رسول الله (ص) وويل: حق تعالى دا ماڼۍ خپلو دوستانو ته له ُدر، ياقوتو او زبرجدو جوړې كړي. چتونه يې له سرو دي او په سپينو سره نښتي او ټينګ شوي. هره ماڼۍ د سرو زرو ونه لري، چې پر هرې یوې يوه پرښته ګومارل شوې ده…)) (تفسير موضوعي، 5: 311 مخ.)

أَفَمَنْ شَرَحَ اللَّهُ صَدْرَهُ لِلْإِسْلَامِ فَهُوَ عَلَى نُورٍ مِنْ رَبِّهِ فَوَيْلٌ لِلْقَاسِيَةِ قُلُوبُهُمْ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۲۲﴾ = نو ایا هغه چې الله یې سينه د اسلام (منلو) ته پرانستې ده؛ نو (په پايله كې) د خپل پالونكي له لوري له يوې رڼا برخمن دى (د مړ زړي په څېر دى؟!)؛ نو پر هغوى افسوس،چې د الله د ياد پر وړاندې سخت زړي وي! همدوى ښكاره بېلاري دي.

 22_ د پراخې سينې او سخت زړۍ لاملونه: شرح صدر د سينې د پراخۍ پر مانا ده، چې د حق خبرې د منلو ظرفيت ولري او داچې د سينې پراخي د اسلام په پار ده او اسلام؛ يعنې الله  ته غاړه ايښوونه او څه چې د الله  اراده وي او هغه هم يوازې حق اراده كوي، په پايله كې، اسلام ته د سينې پراخي پردې مانا ده، چې انسان داسې يو حالت ونيسي، چې هره حق خبره ومني او رد يې نه كړي؛ البته ددې خبرې مانا دا نه ده، چې انسان هره خبره، چې هر څه وي، په پټو سترګو ومني؛ بلكې د حق په تړاو له ليدانې (او بصيرت) سره او د ودې د لارې په پېژندو يې ومني. (الميزان، 17: 255 مخ) سخت زړي د پراخې سينې پر وړاندې يو حالت دى، چې د حق او هدايت رڼا ته نه ورماتېږي او غاړه ورته نږدي او د هدايت رڼا پكې نه ننوځي. په ټوليز ډول انسانان د حق په منلو كې يو شان نه دي؛ ځينې حقيقت په يوې لطيفې اشارې يا يوې لنډې خبرې ښه درك كوي؛ خو په ځينو انسانانو كې څرګند دلايل او غښتلي نصيحتونه هېڅ اغېز نه اچوي؛ البته دا هر يو لاملونه لري. پر له پسې او همېشنۍ څېړنې، له پوهانو او نېکو علماوو سره اړيكه، ځان جوړونه او د ځان پاكوالى، له ګناه ډډه كول، په تېره له حرامخورۍ ځان ساتل او د الله  ياد د پراخې سينې له مهمو لاملونو ځنې دي. اپوټه، ناپوهي،ګناه، ځېل، بې ځايه ويينې او شخړې او له بد چارو او ګناهګارانو سره ملګرتوب د روح د تنګوالي او سخت زړۍ لاملېږي. په يو روايت كې لولو، چې ابن مسعود (رض) پېغمبراکرم (ص) ددې آيت په تفسير كې وپوښت: انسان څرنګه سينه پراخي پيدا كوي؟ ورته يې وويل: (( چې د انسان زړه ته رڼا ننوځي، پراخ او پرانستل كېږي)) ويې ويل: رسول الله! نښه يې څه ده؟ ويې ويل: (( آخرت ته پاملرنه او له دنيا جلا كېدنه او تر مړينې وړاندې مرګ ته چمتو كېدل.)) له علي (ک) په يو روايت كې لولو: (( د زړونو د سختۍ په پار اوښكې وچېږي او د ګناه د پرېمانۍ له لامله زړونه سخت او درنېږي)) په يو بل روايت كې لولو، چې الله ، موسى (ع) ته وحې ورولېږله:(( موسى! په دنيا كې دې هيلې مه غځوه، چې زړه دې سختېږي او سخت زړي رانه لرې دي)). (نمونه، 19: 425 مخ)

اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۲۳﴾ = الله ډېره غوره او ښكلې وینا د كتاب [په بڼه] نازله كړې؛ (داسې) كتاب،چې آيتونه يې (په ښكلا، ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري،چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني ځږېږي، بيا يې دباندې او دننه (بدن او روح) د الله په ياد نرمېږي،دا د الله لارښوونه ده،چا ته یې چې خوښه شي، ورښيي یې او څوك چې الله بېلارې كړي؛نو بيا هېڅ لارښود ورته نشته .

 23_ غوره خبره: په دې آيت كې له ((مُّتَشَابِهًا)) منظور هغه كلام دى، چې بېلابېلې برخې یې يو له بل سره همرنګه او همغږې دي او تر منځ يې هېڅ ډول تضاد او ټكر نشته او ښه او بد نلري؛ بلكې يوه يې له بلې غوره ده. دا كټ مټ د انسانانو د خبرو پر خلاف دي، چې څومره پكې ځيرنه وشي، اړپېچ، ټكر او تضادونه پكې پيدا كېږي. آيت روسته زياتوي، چې ددې كتاب بله ځانګړنه داده، چې بيا ځلي وي. شونې ده، چې دا تعبير، د داستانونو، تېرو حالاتو او پندونو د ډول ډول ويينو بيا ځلي ته اشاره وي؛ خو هغه بيا ځلي، چې ستومانوونكى نه دى؛ بلكې شوق او نشاط راولاړوي، دا د فصاحت يو مهم آر دى، چې انسان د لزوم پر مهال او ژور اغېز ته يو څه بيا ځلي كوي؛ خو هر ځل په نوې بڼه، چې د ستړيا لامل نشي. پردې سربېره، د قرآن مطالب، د يو بل تفسيروونكي دي او له دې لارې ډېرى ستونزې هوارېږي. تردې ځانګړنې روسته، آيت په دې ويينه كې د قرآن پر روستۍ ځانګړنه (؛يعنې د خاشعانو په زړونو كې يې ژور او سرباندې نفوذ) لګيا كېږي او ښكلې يې انځوروي: قرآن، ړومبى په چمتو زړونو كې ډار رادبره كوي؛ هغه ډار، چې د ويښتيا لامل او د حركت پيل دى او انسان خپلو مسووليتونو ته ځیر كوي. په ورپسې پړاو كې نرمي او د حق خبرې د منلو حالت ورډالۍ كوي او بيا ارامتيا ور پر برخه كوي. هو! قرآني نصيحتونه، زړونه لړزوي او زېري يې، زړونو ته ارامي وربښي. د الله  په ستریا كې اندنه، انسان په وحشت كې ډوبوي، چې څنګه یې وپېژنداى شو؛ خو په آفاق او انفس كې د هغه د سپېڅلي ذات د اثارو او دلايلو څېړنه، بنيادم ته نرمي او ارامي وربښي. (نمونه، 19: 432 مخ.)

وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ ﴿۳۳﴾ = او چا چې رښتيا (خبره) راوړه او (هغه) چې باور يې پرې وكړ (؛ نو) همدوى متقیان دي.

 33_ صادق او مصدق: ډېری مفسرانو، دا آيت د اسلام په پېغمبر (ص) تفسير كړى دى؛ البته پخپله پېغمبر د آيت تفسير، چې هم د وحې راوړونكى و او هم يې تصديقوونكى و، بايد يو ډول مصداق يې وي او نه د آيت د ټول مفهوم څرګندوونكى؛ نو ځكه يو شمېر مفسرانو ((چا چي رښتيا خبره راوړه)) غونډله په ټولو پېغمبرانو تفسير كړې ده او ((چا چې باور پرې وكړ)) غونډله د هغوى په رښتينو لارويانو (چې د نړۍ متقيان دي) تفسير كړې ده. تردې هر اړخيز تفسير دا دى: ((چا چې رښتينى پيغام راووړ)) د وحې په راوړونكيو پورې ځانګړى نه دى؛ بلكې ټول هغه كسان رانغاړي، چې د دوى د ښوونځي مبلغين او د حق او رښتيا د خبرو دودونكي ول او په دې حال كې څه توپير نه لري، چې دواړه غونډلې پر يوې ډلې تطبيق شي. په دې توګه خبره د هغوى (په باب) ده، چې هم د رښتيني پيغام راوړونكي دي او هم يې عملي كوونكي دي؛ هغوى چې په نړۍ كې د وحې ښوونځي خپروي او پخپله پرې ايمان لري او عمل كوي؛ پېغمبران، امامان او د دوى د ښوونځي څرګندونكي دي. د شيعه او اهل سنتو ډېرى مفسرانو تردې آيت لاندې يو حديث راوړى، چې له ((چاچې رښتيا خبره راوړه)) مطلب پېغمبر اكرم (ص) دى او له (( چا چې باور پرې وكړ))  مراد، علي (ك) دى. پام مو وي، چې دا تفسير، د آيت مفهوم نه محدودوي؛ بلكې د آيت يو څرګند مصداق بيانوي. بېشكه علي (ك) د پېغمبر د تصديقوونكيو په لومړۍ ليكه كې و او د اسلام يو عالم هم له دې واقعيته منكر نه دى، چې علي (ك) په نارينه وو او بلكې په ټولو خلكو كې ړومبى تن و، چې پېغمبر (ص) یې تصديق كړى دى. (نمونه، 19: 452 مخ)

أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِنْ دُونِهِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ ﴿۳۶﴾  = او [کافران] دې په غیر الله ډاروي، ايا الله د خپل بنده (ژغورنې او ملاتړ ته) کافي نه دی؟! او څوك چې الله (د خپلو كړنو له لامله) بېلارې كړي؛ نو هېڅ لارښود ورته نشته.

 36_ الله  بس دى: ډېرى مفسرانو روايت كړى، چې د مكې بوتپالو، پېغمبر (ص) د بوتانو له غوسې ډاراوه او ويل يې: بد يې مه وايه او پر خلاف يې څه مه كوه، چې لېونی به دې كړي او زيان در رسوي. دا آيت رانازل شو او ځواب يې كړل. كه څه د آيت شان نزول، د ويل شوي روايت له مخې، د بوتانو د غوسې په باب دی؛ خو د آيت مفهوم دومره پراخه دى، چې د غير الله هر ډول ګواښ رانغاړي او د حق د لارې لارويانو او رښتينو مؤمنانو ته يو زېرى دى؛ په تېره په هغو چاپېريالونو كې، چې دوى لږكي دي او له هر لوري تر ګواښ لاندې دي. دا آيت ډاډمنتوب او ثبات وربښي، روحيه يې پياوړې كوي او ګامونه يې ټينګوي او د دښمنانو د ګواښونو اروايزې اغېزې یې خنثی كوي. انسان د بوسو د ډكي په څېر د پېښو توپانونه يې هرې خوا ته وړي راوړي. شونې ده، چې دا ډكى په يوې پاڼې يا ماتې تختې ونښلي او توپان دواړه له ځان سره يوسي. ان كه له ونې سره مخ شي؛ نو كله ونه هم له بيخه رانړوي؛ خو كه پر ستر غره ورشي؛ نو هېڅ توپان يې له ځايه خوځولاى نشي. دا غر، هماغه پر الله  ايمان دى او پاتې تړاوونه پر غير الله ډډه وهل دي. ددې آيت منځپانګې ته پاملرنه او ورباندې ايمان، انسان ته سرباندې مړانه او پر ځان ډاډمنتوب وربښي او خاطر يې اراموي، چې د پېښو پر وړاندې د غره په څېر مقاومت وكړي او د دښمنانو له ډېرښته ونه ډارېږي. د ملګرو له كمښته ونه ډار شي او سخت كړكېچ يې تلولى او كاواكه نه كړي. (نمونه، 19: 457 مخ) د توحيد په رڼا كې، يو لامل هم موحد د غير الله بندګۍ او مريتوب ته راښكوداى نشي. د الله  بندګي له غير الله (ان ځاني غوښتنو) له بنده ازادي او حريت دى؛ ځكه دغسې مؤحد، د هغه الله  بنده دى، چې په هرځاى كې سوب- حاضر او څارن دى او موحد خپلې ټولې چارې ورپرېښې دي. دغسې انسان په الهي ځانګړې لارښوونه؛ نور زبېښلى، ښكېلولى او مريی كولاى نشي، چې باطل یې د خوارۍ او سپكاوي لامل شي او خپلې نمانځنې او عبودیت ته يې اړ كړي؛ ځكه موحد له لايزال الهي ځواك سره تړاو لري، چې له هېڅ ځواكه نه ډارېږي، چې له لامله یې نور وستايي، غوړه مالي يې وكړي او په پايله كې ځان سپك كړي او داچې خپل ژوند او روزي د نورو په لاس كې نه ويني؛ نو د وررسېدو لپاره ځان نه مريي كوي. (تفسير موضوعي، 2: 566 مخ.)

اللَّهُ يَتَوَفَّى الْأَنْفُسَ حِينَ مَوْتِهَا وَالَّتِي لَمْ تَمُتْ فِي مَنَامِهَا فَيُمْسِكُ الَّتِي قَضَى عَلَيْهَا الْمَوْتَ وَيُرْسِلُ الْأُخْرَى إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ ﴿۴۲﴾ = الله د مړينې پر وخت له ساکښو ساه اخلي او له هغوی (هم) چې مړه شوي نه دي، د خوب پر وخت (ساه ترې اخلي)؛ نو پر چا چې د مرګ پرېكړه شوې وي، ساه يې ساتي او د نورو (چې بايد ژوندي پاتې شي) تر يوه ټاكلي وخته بېرته ورلېږي، بېشكه په دې كې انديالو ته (د الله د قدرت) څرګندې نښې دي.

42_د خوب مرموزه نړۍ: د خوب حقيقت څه دى او څه كېږي، چې انسان ويده كېږي؟ په دې باب پوهان پرېمانه ويينې او مخونې لري؛ خو د توكيزې اندنې (مادي تفكر) له مخې پوهان د خوب له څرګند تفسيره بېوسې دي. دوى د اروا خپلواکی اصالت نه مني؛ نو پر دغسې توکیزه اندنه د خوب مساله څرګندولاى نشي؛ حال داچې خوب مخكې تردې چې يوه جسمي ښكارنده وي، يوه روحي ښكارنده ده، چې بې د روح له سمې پېژندنې، تفسير يې ناشونى دى. قرآن مجيد په دې آيت كې؛ خوب ته خورا دقيق تفسير راوړى او ويلي يې دي، چې خوب له بدنه د روح يو ډول بېلتون دى؛ خو نه پوره بېلتون. په دې توګه، چې كله د الله  په امر، د روح وړانګې له بدنه راټولېږي او پر جسم يوازې كمرنګې وړانګې لګي؛ نو د درك او شعور غونډال له كاره لوېږي او انسان له حس او حركته پاتېږي؛ كه څه يوه برخه فعاليتونه؛ لكه د زړه ټوپونه، د وينې ګرځېدنه، ساه اخستل او د هاضمې د غونډال فعاليتونه، چې ژوند  غځونې ته اړين دي، دوام مومي، دلته د ((رؤيا = خوب ليدو)) مهمه موضوع هم روښانېږي. ډېر دې داسې خوبونه، چې كټ مټ يا په څه لنډ توپير په دباندنۍ نړۍ کې واقع كېږي. توکیز تفسيرونه، ددې ډول خوبونو له علت او مخونې بېوسې دي؛ خو روحي تفسيرونه يې ښه څرګندولاى شي. د انسان روح له تنه د بېلتون او د ارواحو له نړۍ سره د تړاو په وخت كې د تېر او ګاندې ډېرى حقايق درك كوي او همدا، د رښتيونو خوبونو بنسټ دى. تردې آيت لاندې، چې كوم روايات راغلي، ښه ترې څرګندېږي، چې په اسلام كې خوب، د ارواحو د نړۍ پر لور يون بلل شوى او ويښوالى، بدن ته د روح راستنېدا او له سره ژوند دى. له علي (ك) په يو یو روایت کې راغلي: ((نه ښايي مسلمان په جنابت كې ويده شي، پاك او په اوداسه كې دې سملي. كه اوبه يې ونه موندې؛ نو تيمم دې وكړي؛ ځكه د مؤمن روح د متعال الله  لور ته ورخېژي؛ نو يې مني او بركت وركوي، كه د عمر پاى يې رارسېدلې وي؛ نو د خپل رحمت په زېرمو كې يې ساتي، كه نه له يوې ډلې پرښتو سره يې (چې ورسره په امانت و) راپاڅوي او روح يې بدن ته ورستنوي)). (نمونه، 19: 481 مخ)

وَإِذَا ذُكِرَ اللَّهُ وَحْدَهُ اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِينَ لَا يُؤْمِنُونَ بِالْآخِرَةِ وَإِذَا ذُكِرَ الَّذِينَ مِنْ دُونِهِ إِذَا هُمْ يَسْتَبْشِرُونَ ﴿۴۵﴾= او چې د توحید او ايکي يو “الله” خبرې کېږي؛ نو پر اخرت د نامؤمنانو زړونه وترهېږي او چې نور معبودان ياد شي (؛نو) یو دم پر خوشحالۍ شي.

 45_ هغوى د الله له نامې ډارېږي: نه بايد و انګېرو، چې دا آيت د پېغمبر (ص) د پېر په مشركانو پورې ځانګړى و؛ بلكې په هر زمانه كې، تياره زړي بې لاري شته، چې د الله د دښمنانو او الحادي ښوونځيو د نامو او د ظالمانو د بريا په اورېدو خوشحالېږي؛ خو د نېكانو او پاكانو نامې اورېدل او كړلارې او برياوې يې ورته دردناكې دي. په ځينو رواياتو كې، دا آيت په هغو كسانو تفسير شوى، چې د اهل بيتو او صحابه کرامو د فضايلو يا يې د ښوونځي له لاروۍ له اورېدو خپه كېږي.( نمونه، 19: 487 مخ) اوس هم ليدل كېږي، چې ځينې وګړي چمتو نه دي، چې د قرآن، موعظو، احكامو، احاديثو او د اهل بيتو او صحابه کرامو د فضايلو د يادولو په غونډو كې برخه واخلي او كه په كوم دليل هم ګډون وكړي؛ نو ناخوښه دي؛ خو كه د ګناه غونډې ته وبلل شي، په خورا شور ځوږ او هركلي ور درومي. (اطيب البيان، 11: 323 مخ)

وَلَوْ أَنَّ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا وَمِثْلَهُ مَعَهُ لَافْتَدَوْا بِهِ مِنْ سُوءِ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَبَدَا لَهُمْ مِنَ اللَّهِ مَا لَمْ يَكُونُوا يَحْتَسِبُونَ ﴿۴۷﴾ = او كه ظالمان په ځمكه كې د ټولو څيزونو خاوندان وي او په څېر يې نور (هم) ورسره وي؛ نو هرومرو یې دا (ټول) د قيامت د سختې ورځې له عذابه د ژغورنې لپاره په تاوان کې ورکول! او د الله له لوري به داسې څه ورښكاره شي، چې (هېڅ) يې ګومان نه كاوه.

 47_ بيخي یې ګومان نه كاوه: ددې آيت له مخې، كافران په قيامت كې له داسې چارو سره مخېږي، چې ددې چارو وضع يې له انګېرنو ور هاخوا ده، نه داچې داسې څيزونه به وويني، چې ګروهه یې پرې نه درلوده. مشركانو له پېغمبرانو او مؤمنانو اورېدل، چې الله  د بندګانو كړنو ته حساب او تله لري او كافرانو ته اور او رنګارنګ عذابونه په پام كې دي، بيا يې خپل اورېدلي، چې څه یې په ذهن كې وو (؛يعنې د دنيا اور، د دنيا عذاب او د دنيا تله او حساب) ورسره پرتله كول؛ خو چې په قيامت كې له الهي عذاب سره مخ شي؛ نو و به ويني، چې تر هغه خورا ستر دى، چې په دنيا كې يې په ذهن كې تېرېده. دا آيت د الهي عذاب په ستاينه كې د سجدې سورت د 17 آيت په څېر دى، چې د جنتيانو د نعمتونو په ستاينه كې وايي: (( نو د سترګو د يخېدو كوم څيزونه، چې د دوى د كړنو په بدله كې ورته پټ كړاى شوي، هېڅوك پرې خبر نه دي…)) (الميزان، 17: 273 مخ.)

قُلْ يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنْفُسِهِمْ لَا تَقْنَطُوا مِنْ رَحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۵۳﴾= ووايه : (( زما هغو بندګانو،چې تاسې د خپلو ځانونو په اړه له پولې اوښتي ياست! د الله له رحمته مه نهيلېږئ؛ (ځكه) چې الله [د توبې په شرط] د ټولو (ګناهونو) آثار بښي، يوازې هغه لورین بښونكى دى؛

 53_ الله  ټول ګناهونه بښي: ددې آيت په تعبيراتو كې ځيرنه راښيي، چې دا آيت ګناهګارانو ته خورا هېلمنوونكی آيت دى. د آيت رانغاړنه تردې بريده ده، چې له علي (ك) په يوه روايت كې لولو: ((په ټول قرآن كې، تر[يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا] آيت خورا رانغاړونكی نشته)) په ټوليز ډول د روزنيز چار پر لار پرته مهمه ستونزه داده، چې د تېرو بدو كړنو له لامله د ګناهګارۍ ننګېرنه – احساس دى، په تېره داچې ګناهونه درانه وي، تل له انسان سره دا فكر وي، چې كه وغواړي له خپلې لارې واړوي او د الله  لارې ته ورستون شي، څنګه ځان له تېرو درنو مسووليتونو خوشي كړاى شي. دا ستونزه د قرآن په فرهنګ كې هواره شوې او حقيقي توبه له تېرو د بېلتون يوه غوڅه وزله او د نوي ژوند پيلامه ګڼل شوې ده. په دې توګه قرآن، هر انسان ته په هرو شرايطو کې او د مسووليت له هر ډول پېټي سره، د الهي لورنې ورونه پرانستې دي. ژوندۍ بېلګه يې همدا آيت دى، چې په ډول ډول لطيفو تعبيرونو، ګناهګاران د الله  لوري ته بولي او ورسره ژمنه كوي، چې ځانونه يو مخې له تېرو جلا كولاى شي. له پېغمبراکرم (ص) په يو روايت كې لولو: (( چې څوك له ګناه توبه وباسي، د هغه په څېر دى، چې ګناه یې كړې نه ده))؛ البته الهي لورنې ته ستنېدا، بې قيدو شرطه نه ده؛ ځكه الله  حكيم دى او بې حسابه چار نه كوي او كه ټولو ته يې د لورنې غېږ پرانستې ده او تل يې ځان ته رابولي؛ نو په بندګانو كې يې د تابيا شتون هم اړين دى. هم بايد په ټول وجود ستنېدا وغواړي او دننني انقلاب او بنسټيز اوښتون پيدا كړي او هم تر ستنېدا روسته، د خپل ايمان او ګروهو بنسټونه له سره ورغوي، چې د ګناهونو د توپان له وجهې نړېدلي ول او هم په صالحو كړنو خپلې روحي بېوسۍ او اخلاقي كمزورۍ جبران كړي؛ البته هومره، چې تېر ګناهونه درانه وي؛ بايد ډېرې ښې كړنې وكړي او په دې توګه تېره تياره په نوراني كړنو جبران كړي. (نمونه، 19: 499 مخ)

أَنْ تَقُولَ نَفْسٌ يَا حَسْرَتَا عَلَى مَا فَرَّطْتُ فِي جَنْبِ اللَّهِ وَإِنْ كُنْتُ لَمِنَ السَّاخِرِينَ ﴿۵۶﴾ = (دا لارښوونې ددې لپاره دي، چې) هسې نه څوك (د قيامت پر ورځ) ووايي:((افسوس زما پر ناغېړۍ، چې د الله (د لارښوونو) په باب مې كړې وه او په رښتینه كې زه ( یې د آيتونو) له ملنډو وهونكيو ځنې وم!))

 56_ جنب الله: ((جَنب)) په لغت كې د اړخ پر مانا دى او هر څيز، چې د بل څيز په څنګ كې كېښوول شي ورته ويل كېږي. په دې آيت كې ((جنب الله)) د ټولو هغو چارو پر مانا دى، چې د پالونكي په اړخ كې او ورپورې اړوند دي: حكم يې، اطاعت يې، ورنژدېدل، او له لوري یې نازل شوي اسماني كتابونه، ټول په همدې مانا كې راځي. په دې توګه، په دې برخه كې تفریط او كمى هغه ټولې کوتاهۍ او لنډونونه رانغاړېږي، چې د الله  حكم د منلو، د اسماني كتابونو د لاروۍ او په پېغمبرانو او امامانو پسې د ورتلو په باب وي. په ګڼ شمېر رواياتو كې ((جنب الله)) په امامانو تفسير شوى دى. له امام كاظم (رح) څخه په يو روايت كې لولو: ((جنب الله، امير المؤمنين، علي (ک) او همداراز ترده روسته لوړ مقامي وصيان يې دي، تر دې چې امر (مشرتوب) روستي تن ته ورسي))؛ البته دا تفسيرونه څرګند مصداقونه دي؛ ځكه په ډاګه ده، چې د امامانو او صحابه کرامو د ښوونځي لاروي، د پېغمبر (ص) لاروي او د الله د حكم اطاعت دى؛ ځكه دوى له ځانه څه نه وايي. (نمونه، 19: 511 مخ.)

لَهُ مَقَالِيدُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالَّذِينَ كَفَرُوا بِآيَاتِ اللَّهِ أُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۶۳﴾= د اسمانونو او ځمكې كونجيانې يوازې له ده سره دي او هغوى چې د الله په آيتونو کافران شوي (؛ نو) همدوى زيانمن دي.

 63_ د اسمان او ځمكې كونجيانې: ((مَقَالِيدُ)) د ((مقليد)) جمع ده. معمولاً دا تعبير مالكيت يا پر يو څيز لاسبرۍ ته يوه كنايه ده؛ لكه چې وايو: ددې چار كونجي له پلاني سره ده؛ نو ځكه شونې ده، چې آيت هم په مالكيت كې د الله  وحدانيت ته اشاره وي او هم په تدبير او ربوبيت كې يې وحدانيت ته او هم يې پر هستۍ واكمنۍ ته اشاره وي له همدې لامله بې درنګه دغسې پايله اخلي: ((او هغوى چې د الله  له آيتونو منكران شوي، زيانمن دي)) ځكه د ټولو خير ښېګڼو او بركتونو آريزه چينه يې پرېښې او په ګډوډو لاريو كې سرګردان او کړانده شوي او له هغه يې مخ اړولى، چې د اسمان او ځمكې ټولې كونجيانې ورسره دي او په داسې بېوسيو موجوداتو پسې تللي، چې په مطلق ډول يې له وسې څه پوره نه دي. (نمونه، 19: 522 مخ) ځينو مفسرانو تردې آيت لاندې ويلي: كونجي دوه ډوله چورلي: په يو چورلېدو ور پرانځي او په بل يې بندوي. د نړۍ د زېرمو كونجي له خدايه سره ده او مؤمنانو او حقپالو ته د رحمت زېرمې پرانځي؛ خو پر باطل پالو كافرو يې وربندوي او يوه زېرمه هم له باطلو او كفر سره همغږې نه ده. (تفسير موضوعي، 6: 30 مخ.) بل ټكى داچې دعاء د الله  د رحمت د ورونو له مهمو كونجيانو ځنې ده، له امام صادق نه په يو روايت كې راغلي: ((ډېره دعاء وكړه؛ ځكه د هرې لورنې كونجي او د هرې اړتيا د پوره كولو لامل دى)).

وَلَقَدْ أُوحِيَ إِلَيْكَ وَإِلَى الَّذِينَ مِنْ قَبْلِكَ لَئِنْ أَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ وَلَتَكُونَنَّ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۶۵﴾=  او په يقين چې تا او تر تا مخكې پېغمبرانو ته وحې شوې ده: كه شرك دې وكړ؛ نو (ټولې) كړنې دې تباه كېږي او هرومرو به له زيانمنو ځنې شې.

 65_ كه مشرك شوې؛ نو كړنې دې پوپنا كېږي: دلته پوښتنه كېږي، چې آیا شونې ده الهي ستر پېغمبران د شرك لار خپله كړي؟ چې دا آيت په دې غاړه- لحن ورسره خبرې كوي. ځواب يې څرګند دى: پېغمبران به كله هم مشركان نشي؛ كه څه له وسې يې پوره ده. پاكلمنتوب د ځواک او واك د سلب پر مانا نه دى؛ بلكې داچې د معرفت او پوهاوۍ كچه يې لوړه ده او د وحې له سرچينې سره نېغ او همېشه اړيكه لري؛ نو دا چارې لاملېږي، چې ان يوه شېبه يې هم د شرك فكر په ذهن كې را و نه ګرځي. يو پوه او ځيرك طبيب، چې د يوې زهري مادې له اغېز ښه خبر دى؛ نو بيخي شونې نه ده، چې د اندیز اعتدال په حال كې يې وخوري. د آيت موخه دا ده، چې ټولو ته د شرك د ګواښ اهميت ورياد كړي، چې خلك پوه شي. داچې الله  له خپلو سترو پېغمبرانو سره دغسې خبره كوي؛ نو د نورو مكلفيت خو څرګند دى. همدا مانا له امام رضا (رح)  نه په يو روايت كې راغلې: ((له دې ډول آيتونو مراد، امت دى؛كه څه مخاطب رسول الله (ص) دى)). (نمونه، ۱۹ټ/ ۵۲۸ مخ)

وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ وَالْأَرْضُ جَمِيعًا قَبْضَتُهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَالسَّمَاوَاتُ مَطْوِيَّاتٌ بِيَمِينِهِ سُبْحَانَهُ وَتَعَالَى عَمَّا يُشْرِكُونَ ﴿۶۷﴾ = او الله یې؛ څنګه چې ښايي ونه پېژانده او د قيامت پر ورځ یې ټوله ځمكه (د قدرت) په ګورت كې ده او اسمانونه به يې (د قدرت) په ښي لاس كې نغښتي وي. هغه پاك دى او تر هغه ډېر لوړ دی، چې دوى يې ورسره شريكوي.

67_ الله  لكه چې وړ دى، پېژندلى يې نه دی: د الله  تعالى سم نه پېژندل، د شرك سرچينه ده، چې څوك پوه شي، الله  له هر پلوه بې پايه او نامحدود دى او ټول ژوي يې پنځولي او ان دا ژوي د خپلې هستۍ دوام ته هره شېبه د پاک څښتن د وجود فيض او بركت ته اړين دي، د هستۍ تدبير او د ټولو ستونزو د غوټو پرانستل او ټول ارزاق يې په ځواكمن لاس كې دي او ان كه كوم شفاعت هم كېږي، په اجازه به يې وي؛ نو غير الله ته به مخه نه كړي. څه چې په موټي كې نيول كېږي، ((قبضه)) ورته وايي او معمولاً مطلق واک او پر يو څيز د پوره سلطې كنايه ده؛ لكه چې په ورځېنيو خبرو كې وايو، پلانى ښار مې په لاس كې دى يا پلانى ملك مې په قبضه كې دى. ((مَطْوِيَّاتٌ)) د ((طى)) له مادې د رانغاړلو پر مانا دى، چې كله د عمر د تېرېدو يا له يوه څيزه د تېرېدو كنايه هم ده. دا تعبير د انبيا سورت په 104 آيت كې په ډاګه راغلى: ((پر هغه ورځ، چې اسمان داسې ونغاړو؛ لكه چې په دفتر كې پاڼې تاوول كېږي)) چاچې پاڼې تاوې كړې وي او په ښي لاس كې يې نيولې وي؛ نو ښه پوره تسلط او لاسبري پرې لري، په تېره د ((يمين)) ټاكنه په دې پار ده، چې غالب خلك مهم كارونه په ښي لاس كوي او ډېر قوت پكې ننګېري. دلته دا پوښتنه اوڅاريږې، چې ايا په دې دنيا كې ځمكه او اسمان د الله  د واک په قبضه كې نه ده. ځواب دادى، چې د قيامت پر ورځ تر بل هر مهاله د څښتن واک ښه څرګند دى، چې د څرګندتيا نهايي پړاو ته رسي. (نمونه، ۱۹ ټ/ ۵۲۹ مخ)

وَنُفِخَ فِي الصُّورِ فَصَعِقَ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَمَنْ فِي الْأَرْضِ إِلَّا مَنْ شَاءَ اللَّهُ ثُمَّ نُفِخَ فِيهِ أُخْرَى فَإِذَا هُمْ قِيَامٌ يَنْظُرُونَ ﴿۶۸﴾ = او په “شپېلۍ” كې، چې پوكى وشي؛ نو اسمانوال او ځمكوال بېسدېږي (او مري)، بې له هغوى چې د الله خوښه وي، بياچې بل ځل پکې پوكى وشي؛ نو ناڅاپه دوى (انسانان حساب او جزا ته) سترګې پر لار ولاړ وي.

68_ د مرګ و ژوند چغه: د قرآن مجيد په پرېمانه آيتونو كې ((په شپېلۍ كې پو كولو)) موضوع ته اشاره شوې ده. له دې آيتونو ګټنه كېږي، چې دوه ځل په شپېلۍ كې پوكل كېږي؛ يو ځل د نړۍ په پاى كې، چې ټول ژوي مري او دا د مرګ پوكى دى، بل ځل د قيامت په درشل كې، چې ټول مړي راژوندي كېږي او دا د ژوند پوكى دى. د آيتونو له ظاهر سره ښه سازګار دادى، چې په شپېلۍ كې پوكل كنايي اړخ نه لري؛ بلكې په رښتيا په شپېلۍ كې پوكل كېږي؛ خو څرګنده ده، چې دا يوه عادي شپېلۍ نه ده: يوه ستره كړيكه ده، چې ټول اسمان او ځمكه نيسي او د ټولو ژونديو ژویو د مړينې لاملېږي يا ټول په خوځښت راوړي او د ژوند یې لاملېږي. له امام سجاد نه په يو روایت كې لولو: ((شپېلۍ، يو ستر ښكر دى، چې يو سر او دوه لوري لري او د كوزنۍ لوري (چې د ځمكې خوا ته ده) تر پاسنۍ لوري (چې د اسمان خوا ته ده) واټن يې د اوومې ځمكې له تله د اوم اسمان تر څوكې هومره دى او د مخلوقاتو د ارواحو په شمېر سوري پكې دي او خوله يې د اسمان او ځمكې ترمنځ د پراخوالى هومره ده)). په احاديثو كې راغلي، چې د ((اسرافيل)) په نامه د الله  يوه مقربه پرښته په شپېلۍ كې پوكل كوي. له ځينو روايتو ګټنه كېږي، چې اسرافيل د الله  خورا مقربه پرښته او ړومبى پرښته ده، چې آدم ته یې سجده وكړه؛ البته د امام سجاد له روايته ګټنه كېږي، چې اسرافيل د مرګ شپېلۍ پوكوي او روسته پخپله اسرافيل هم مري او د ژوند شپېلۍ پخپله پالوونكى پوكوي. له ځينو رواياتو ګټنه كېږي، چې د لومړۍ او دويمې شپېلۍ ترمنځ واټن څلوېښت كاله دى؛ خو ايا دا كلونه د نړۍ د عادي كلونو په څېر دي که د قيامت د كلونو او ورځو په څېر دي، چې هر ورځ يې له پينځو سوو زرو كلونو سره انډول  ده؛ نو دا راته سمه څرګنده نه ده. (پيام قرآن، 6: 67 مخ) داچې له لومړي پوكي روسته څه پېښېږي، له علي (ك) په يوه راغلي روايت كې لولو: ((په شپېلۍ كې پوكل كېږي او له بدنه ساوې وځي، ژبې ګونګېږي، لوړ دنګ غرونه او ټينګ ګټونه داسې ميده كېږي، چې له لرې د لړزانو سرابو په څېر معلومېږي او ابادۍ پر وچو ډاګونو اوړي)) (نهج البلاغه، 186 خطبه.) خو په دې تفسير كې، چې دې آيت، په ړومبي پوكلو كې يوه ډله له مرګه استثنا كوي، دوه احتماله نشته: لومړى داچې كه وانګېرل شي، الله  تعالى بې له دې اسمانونو او ځمكه په بل ځاى كې مخلوقات لري؛ نو په اړه يې دا استثنا ګڼلاى شو؛ ځكه آيت وايي، چې په اسمانونو او ځمكې كې ټول كسان مري او د هغو مخلوقاتو په باب خبرې نه كوي، چې شونې ده بې له دې اسمانونو او ځمكې په بل ځاى كې وي. دويم داچې ويلاى شو، مرګ په جسمونو پورې اړوند دى او چې روح له تنې بېل شي، تنه مري؛ خو روح نه مري او ښايي د آيت استثنا د ارواحو په اړه وي. د اهل بيتو ځينې روايات هم دويم احتمال تاييدوي. (الميزان، 17: 293 مخ.)

وَأَشْرَقَتِ الْأَرْضُ بِنُورِ رَبِّهَا وَوُضِعَ الْكِتَابُ وَجِيءَ بِالنَّبِيِّينَ وَالشُّهَدَاءِ وَقُضِيَ بَيْنَهُمْ بِالْحَقِّ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ ﴿۶۹﴾= او پر (هغه ورځ) به ځمكه د خپل پالونكي په پلوشو ځلانده شي او كړنليكونه به كېښوول شي او پېغمبران او شاهدان به راوستل شي او ترمنځ به یې په حق پرېكړه وشي او تېرى به پرې ونشي.

 69_ ځمكه د پالوونكي په رڼا، رڼا كېږي: د آيت ددې برخې په تفسير كې، دوه نظره ښه مناسب دي: 1_ د پالوونكي له رڼا مطلب، حق او عدالت دى، چې الله  پر هغه ورځ د ځمكې مخ پرې رڼا كوي. علامه مجلسي په دې باب وايي: ((يعنې ځمكه د قيامت پر ورځ د پالوونكي په وينا رڼا كېږي؛ ځكه نياو او عدالت د ځمكې رڼا ده)). 2_ مراد ترې د پردو څنډې ته كېدل، د اشياوو د حقايقو او له خير و شره د انسانانو كړنې، اطاعت او سرغړونه او د حق او باطل راښكاره كېدل دي او هله يو څه ښكاره كېږي، چې رڼا وي او بېشكه الله  پخپله په قيامت كې د حقايقو رابرسېروونكى دى؛ نو د ټولو څيزونو حقايق د الله  له لوري په يوې رڼا راښكاره كېږي. بل ټكى داچې په ځينو رواياتو كې، دا آيت د حضرت مهدي اخر زمان په پاڅون تفسير شوى دى.  پام مو وي، چې دا روايات يو ډول تطبيق او پردې مانا ټينګار دى، چې د امام مهدی د پاڅون پر مهال، نړۍ د قيامت د نندارې  يوه بېلګه كېږي او (تر هغې چې د دنيا طبيعت يې مني) د مهدي اخر زمان په همت به قسط و عدل پر ځمكه واكمن شي. (نمونه، 19: 543 مخ.)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!