تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د سورة القلم  د منتخبو آیتونو شرح  د قلم سورت ټوليزه منځپانګه خداى په دې سورت کې د مشرکانو د سپکاوي پر وړاندې،چې پېغمبر اکرم(ص) ته يې لېونى وايه،ډاډېنه ورکوي او زېرى پرې کوي،چې نوموړی د غوره خويونو او ښې پايلې درلودونکى دى او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د سورة القلم  د منتخبو آیتونو شرح

 د قلم سورت ټوليزه منځپانګه

خداى په دې سورت کې د مشرکانو د سپکاوي پر وړاندې،چې پېغمبر اکرم(ص) ته يې لېونى وايه،ډاډېنه ورکوي او زېرى پرې کوي،چې نوموړی د غوره خويونو او ښې پايلې درلودونکى دى او په سخته يې له مشرکانوسره له جوړجاړي منع کوي او امر ورته کوي، چې د خپل رسالت پر سختيو زغم وکړي او د خداى  فرمان ته سترګې پر لار وي. (الميزان، 19: 383 مخ.)

وَإِنَّكَ لَعَلَى خُلُقٍ عَظِيمٍ ﴿۴﴾ = او په رښتيا ته ستر خويونه لرې.

4_ رسول اكرم (ص) د ستر خوى څښتن: د پېغمبر (ص) د رسالت په بريا كې ګڼ شمېر لاملونه اوڅارولاى شو، چې يو خورا مهم یې د پېغمبر اکرم (ص) اخلاقي جاذبه ده. انساني لوړې ځانګړنې او اخلاقي مكارم دومره پكې راټول وو، چې سرسخته دښمنان یې تر اغېز لاندې نيول او غاړه يې ورته ايښووله او دوستان يې سخت راښكل؛ بلكې اغراق به مو كړى نه وي، چې دې چلن ته د پېغمبراکرم (ص) اخلاقي معجزه ووايو. د پېغمبراکرم (ص) د ښو خويونو، تېرېدنې، لورنې، مهربانۍ، سرښندنې او تقوى په باب ډېر داستانونه روايت شوي. له امام حسين نه په يو روايت كې راغلي، چې پلار مې علي (ك) د پېغمبر (ص) د ژوند د ځانګړنو په اړه وپوښت، چې اوږد ځواب راكړ. په يوه برخه كې يې راغلي: دا پېغمبر (ص) تل له خپلو ملګرو سره، خندنى او نرم چلېده، كله هم توند، سخت زړى، غوسناك، بدژبى، خو لټوونكى او غوړه مال نه و. هېڅوك ترې نهيلېده نه او چې څوك به كور ته ورغى، نهيلى نه راګرځېده. ځان يې له درېيو [ناخوښو] څيزونو ازاد كړى و: په خبرو كې شخړه، ډېرې خبرې او په هغه چار كې لاس نه وهنه، چې ورپورې اړوند نه وه. له خلكو سره يې درې چارې نه كولې: څوك يې پړ او نه ټپسوراوه، د خلكو ښويېدنې او پټې نيمګړتياوې يې نه راسپړلې، خبرې يې يوازې د هغو چارو په هكله وې، چې د الهي ثواب هيلمني پكې وه… كه يو مسافر يا ناپوه به غوسه خبرې كولې او په زور به يې څه ویل؛ نو خپلو يارانو ته يې ويل: ((د اړمن اړتيا ورپوره كړئ)) خبره يې پوره اورېده او په نيمايي كې يې نه پرې كوله)) (نمونه، 24: 377 مخ.)

إِنَّا بَلَوْنَاهُمْ كَمَا بَلَوْنَا أَصْحَابَ الْجَنَّةِ إِذْ أَقْسَمُوا لَيَصْرِمُنَّهَا مُصْبِحِينَ ﴿۱۷﴾ = په حقيقت كې موږ دوى (دروغجن) وازمېيل؛ لكه چې بڼوال مو ازمېيلي وو؛ هغه وخت چې قسم يې وخوړ، چې ګهېځ څرک به (د مسکينانو په ناخبرۍ كې) د باغ (مېوې) واڼوي،

وَلَا يَسْتَثْنُونَ ﴿۱۸﴾ = او هېڅ به ترې نه پرېږدي [چې مسکينانو ته يې ورکړي]؛

فَطَافَ عَلَيْهَا طَائِفٌ مِنْ رَبِّكَ وَهُمْ نَائِمُونَ ﴿۱۹﴾ = دوى ويده ول، چې د پالونكي له لوري دې پر بڼ ګرچاپېره (د افت) بړبوكۍ راتاوه شوه.

فَأَصْبَحَتْ كَالصَّرِيمِ ﴿۲۰﴾ = نو داسې شو؛ لكه رېبلى كښت.

فَتَنَادَوْا مُصْبِحِينَ ﴿۲۱﴾ = نو (بڼوالو) ګهيځ څرک يو بل ته ورغږ كړ،

أَنِ اغْدُوا عَلَى حَرْثِكُمْ إِنْ كُنْتُمْ صَارِمِينَ ﴿۲۲﴾= چې كه مېوې راټولوئ (؛ نو) سهار وختي خپلو كښتونو ته ولاړ شئ.

فَانْطَلَقُوا وَهُمْ يَتَخَافَتُونَ ﴿۲۳﴾ = نو په بيړه ولاړل او پخپلو كې يې يو بل ته ورو ورو ويل :

أَنْ لَا يَدْخُلَنَّهَا الْيَوْمَ عَلَيْكُمْ مِسْكِينٌ ﴿۲۴﴾ = (( [ټينګ څار لرئ، چې] نن بيخي يو بېوزلى هم را نه ننوځي.))

وَغَدَوْا عَلَى حَرْدٍ قَادِرِينَ ﴿۲۵﴾ = او سهار وخته پر[خپل] ټينګ هوډ ولاړل [چې بېوزلي به بڼ ته نه پرېږدي].

فَلَمَّا رَأَوْهَا قَالُوا إِنَّا لَضَالُّونَ ﴿۲۶﴾ = نو چې بڼ يې وليد، ويې ويل: ((په رښتيا (؛ لکه چې) موږ (د خپل باغ) لار وركه كړې ده!

بَلْ نَحْنُ مَحْرُومُونَ ﴿۲۷﴾ = (هو! هر څه مو له لاسه تللي دي)؛ بلكې موږ بې برخې شوي يو!))

قَالَ أَوْسَطُهُمْ أَلَمْ أَقُلْ لَكُمْ لَوْلَا تُسَبِّحُونَ ﴿۲۸﴾ = په دوی كې، چې كوم يو تر ټولوعقلمن و، وويل: ((ايا ما درته ویلي نه وو، چې ولې خداى په پاكۍ نه ستايئ؟!))

قَالُوا سُبْحَانَ رَبِّنَا إِنَّا كُنَّا ظَالِمِينَ ﴿۲۹﴾ = دوى وويل : ((پالونكى مو پاك دى،په رښتینه كې موږ ظالمان وو!))

فَأَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلَى بَعْضٍ يَتَلَاوَمُونَ ﴿۳۰﴾ = نو يو پر بل يې پړه اچوله،

قَالُوا يَا وَيْلَنَا إِنَّا كُنَّا طَاغِينَ ﴿۳۱﴾ = (او چغې يې پورته شوې) و يې ويل : ((پر موږ افسوس،چې سرغړوونكي وو!

عَسَى رَبُّنَا أَنْ يُبْدِلَنَا خَيْرًا مِنْهَا إِنَّا إِلَى رَبِّنَا رَاغِبُونَ ﴿۳۲﴾ = هيلمن يو، چې پالونكى مو په بدل کې ښه (بڼ) ترې راكړي! [؛ ځكه] چې يوازې دهغه لوري ته لېوال يو.))

كَذَلِكَ الْعَذَابُ وَلَعَذَابُ الْآخِرَةِ أَكْبَرُ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۳۳﴾ = (په دنيا كې د الله) عذاب دغسې دى او كه پوهېداى (؛نو) د آخرت عذاب خو هرومرو تردې هم ډېر لوى دى.

 

17 تر 33_ هر څه زما؛ د شتمنو ستره بلا: انسان دومرو د دنيا له مال سره مينه لري؛ ځكه د ژوند ګوزاره يې پرې كېږي، چې دا مينه په منځلارې كچه د رټلو نه ده. مهمه داده، چې اړمن هم په خپلو مالونو كې برخوال كړي او نه يوازې الهي فرض حقوق وركړي، چې له مستحبو انفاقونو هم ډډه ونكړي؛ په تېره د بڼ او كرنې په باب په اسلامي رواياتو كې امر شوى، چې حاضرو اړمنو ته څه برخه وركړئ؛ (انعام_141) خو كه له شتمنۍ سره مينه افراطي او انحرافي بڼه ونيسي؛ نو د انحصار طلبۍ بڼه خپلوي. ان كله يو بنيادم بې له دې، چې پخپله يو څيز ته اړتيا ولري، ښه يې ايسي نور ترې هم بې برخې وي. په بله وينا، د نعمتونو له انحصاره خوند اخلي او دا يو ستر كړاو دى، چې نن هم په انساني ټولنو كې ډېرې بېلګې لري او يو ډول خطرناك رنځ يې ګڼلاى شو. په دې آيتونو كې، چې د ((اصحاب الجنة)) (بڼوالو) كيسه راغلې، د يو شمېر شتمنو انحصار طلبه روحيه يې انځور كړې، چې يو لاس شوي او د اړمنو بې برخې كولو ته نقشه كاږي او له هغوى په پټه د یېبرو- حاصلاتو په واڼلو او غټو ګټو اخستو لګيا كېږي. ډېر ځل خو ددې بېوزليو چغې پر تندرونو اوړي او د انحصار طلبو شتمنو د ژوند درمند سېځي او ډېر ليدل كېږي، چې دا تندرونه د اوښتونونو – انقلابونو په بڼه راښكاره كېږي او شتمن هغه څه په سترګو ويني، چې خيال یې نه كاوه؛ نو چغې يې اسمان ته خېژي او توبه كاږي او د تېرو ګناهونو د سکیندې – جبران خبرې كوي؛ خو اوبه له ورخه تېرې دي. بل ټكى ،چې له دې كيسې ښه ګټنه كېږي، دا چې د ګناه او د روزۍ د پرې کېدو ترمنځ نژدې اړيكه شته. له امام باقر نه په يو روايت كې لولو: (( كله انسان ګناه كوي، په پايله كې يې روزي پرې كېږي)) بيا امام د همدې سورت 17 تر 19 آيتونو پورې ولوستل. (نمونه، ۴ ټ/ ۴۰۴ مخ) په يو روايت كې لولو، چې ابن عباس (رض) ته وويل شو: ددې امت يو ډله ناسمه انګېري، چې انسان ګناه كوي او همدا لاملېږي، چې له رزق او روزۍ بې برخې كېږي. ابن عباس وويل: (( پر هغه الله قسم، چې بل معبود ترې نشته، دا مطلب په قرآن كې تر ځلاند لمره، خورا ځلاند دى او خداى په قلم سورت كې ياد كړى دى)) بيا يې د بڼوالو كيسه تشريح كړه. (الميزان، 19: 394 مخ.)

يَوْمَ يُكْشَفُ عَنْ سَاقٍ وَيُدْعَوْنَ إِلَى السُّجُودِ فَلَا يَسْتَطِيعُونَ ﴿۴۲﴾ = (درياد كړه) پر هغه ورځ، چې پنډۍ (له هيبته) لوڅ بربنډه شي (او كار ستونزمن شي) او دوی سجدې ته راوبلل شي؛ خو(د سجدې كولو) وسه به يې نه وي .

42_ هغه ورځ، چې سجدې ته بلل كېږي؛ خو کړای یې نشي: د يو شمېر مفسرانو په وينا د ((يُكْشَفُ عَن سَاقٍ))[چې پنډۍ (له هيبته) لوڅېږي] غونډله – جمله د سختۍ، بوږند – وحشت او د كار له کړکېچنتیا يو كنايه ده؛ ځكه عرب روږدي وو، چې دستونزو پر مهال به يې لمن په بډه وهله او پنډۍ به يې لوڅولې. بيا وايي: پر هغه ورځ، چې ټول د پالوونكي پر وړاندې سجدې او خضوع ته بلل كېږي، مؤمنان سجده كوي؛ خو ګناهګاران د سجدې وس نلري؛ ځكه په دنيا كې يې، چې په وجود كې ناوړه روحيات ځغلېدلی و، پر هغه ورځ راښكاره كېږي او مانع كېږي، چې د پاك خداى پر وړاندې ملا ټيټه كړي. دلته دا پوښتنه كېږي، كه د قيامت ورځ، د مكلفيت ورځ نه ده؛ نو سجدې ته بلل د څه لپاره دي؟ ځواب يې له امام رضا نه په يوه روايت كې لولو: (( په قيامت كې له الهي رڼا يو پرده لرې كېږي او مؤمنان يې د برمیالۍ- عظمت په پار سجده كوي؛ خو د منافقانو ملا دومره وچېږي، چې د سجدې وس نلري)) په بله وينا، پر هغه ورځ د خداى برمیالي راښكارېږي. دا برمیالي مؤمنان سجدې ته رابولي او دوى سجده كوي؛ خو كافران له دې نېكمرغۍ بې برخې دي. (نمونه، 24: 413 مخ.)

وَإِنْ يَكَادُ الَّذِينَ كَفَرُوا لَيُزْلِقُونَكَ بِأَبْصَارِهِمْ لَمَّا سَمِعُوا الذِّكْرَ وَيَقُولُونَ إِنَّهُ لَمَجْنُونٌ ﴿۵۱﴾ = ( پېغمبره!) دا کافران، چې ستا په غږ قرآن اوري (د مانا، غږ او لحن د ډېر اغېز له لامله) لرې نه ده، چې په سترګو دې ووهي؛ خو( د الهى کلام تر اورېدو روسته د کينې له مخې) وايي : ((هغه خو په رښتيا لېونى دى.))

15_ د سترګو وهل واقعيت لري؟: ډېرى ګروهن دي، چې په ځينو سترګو كې ځانګړې اغېزې دي، چې يو څيز ته په هېښتيا وويني؛ نو شونې ده، چې له منځه یې يوسي يا يې مات كړي او انسان ناروغ يا لېونى كړي. دا باور له عقلي پلوه محال نه دى. نن ډېرى پوهان ګروهن دي، چې په ځينو سترګو كې ځانګړی مقناطيسي ځواک شته، چې ډېر توان لري او ان په تمرين يې روزلاى شو. مقناطيسي خوب، د سترګو له همدې مقناطيسي ځواکه رامنځته كېږي. په دنيا كې نامريي د ليزر وړناګه داسې كار كړاى شي، چې د هېڅ تخريبي وسلې له لاسه پوره نده. په ځينو سترګو كې د داسې ځواک منل، چې په ځانګړو څپو پر مقابل لوري اغېز كوي، څه هېښنده چار نه دى. ډېرو روايت كړى، چې په خپلو سترګو یې داسې وګړي ليدلي، چې سترګې یې دغسې مرموز ځواک لري او وګړي يا ژوي يا څيزونه یې په سترګو وهلو له كاره غورځولي دي؛ نو نه يوازې بايد ددې چارو په نمښته – انکار كې ټينګار ونكړو؛ بلكې د عقل او علم له پلوه يې هم د شتون شونتيا ومنو. په اسلامي رواياتو كې هم ډول ډول تعبيرونه ليدل كېږي، چې د دغسې يو چار شتون تاييدوي. په يو حديث كې لولو، چې اسما بنت عميس رضى الله عنهما، رسول اكرم (ص) ته وويل، چې كله د جعفر (رض) زامن (مېړه يې) سترګې وهي ايا څه رقيه ورته وكښو؟ (له رقيه مطلب، هغه دعاء ده، چې ليكي یې او خلك يې د سترګو وهلو د مخنيوي لپاره له ځان سره ساتي او تعويذ هم ورته وايي) پېغمبراکرم (ص) وويل: هو! توپير نلري، كه څه پر قضا او قدر وړاندې كېداى شو؛ نو سترګې وهل وو . له علي (ك) په يو روايت كې راغلي، چې پېغمبر اکرم امام حسن او امام حسين ته يو تعویذ وكښه او دا دعاء يې وويله: ((عيذُ كُما بِكَلِماتِ اللَّهِ التآمَّةِ وَاَسْمآئِهِ الْحُسْنى كُلِّها عآمَّةً مِنْ شَرِّ السّآمَّةِ وَالْهامَّةِ وَ مِنْ شَرِّ كُلِّ عَيْنٍ لامَّةٍ وَ مِنْ شَرِّ حاسِدٍ اِذا حَسَدَ))؛ يعنې تاسې؛ له مرګه، د موزي څارويو، د هرو بديو سترګو له شره او د هغه كينه كښ له شره، چې كينه كوي، په ټولو كلماتو او د الله په اسماء الحسنى سپارم. بيا پېغمبراکرم راته وويل: ((حضرت ابراهيم (ع) دغسې اسماعيل او اسحاق (ع) ته تعويذ وكړ)) له علي (ك) روايت شوي: ((سترګې وهل حق دي او لرې كولو ته يې د دعاء كول هم حق دي)). ددې ټكي يادونه لازمي ده، چې هېڅ توپير نلري، چې دا دعاوې او د خداى په حكم توسل د سترګو د مرموز مقناطيسي ځواک د اغېز مخه ونيسي؛ لكه چې دعاء پر ډېرو مخربو عواملو اغېز شيندي او د خداى په حكم يې خنثى كوي. دا هم يادونې وړ ده، چې د سترګو وهلو د اغېز منل په دې مانا نه ده، چې په دې باب په خرافي چارو او عاميانه كړنو لاس پورې كړو، چې هم د شرع پر خلاف يو چار دى او هم ناپوهان په اصل موضوع كې شكمنېږي؛ لكه چې له کږنو او انګېرنو – خرافاتو سره د ډېری حقايقو ګډوډۍ، په اذهانو كې دا نا مطلوب اغېز ايښى دى. (نمونه، 24: 432 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!