تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه  د سورة ق د منتخبو آیتونو شرح د ق سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د ويينو چورليز – بحث محور معاد دى او تقريباً ټول آيتونه پر همدې چورليز چورلي او نور مسايل پکې په ترڅ کې راغلي دي.په معاد پورې په اړوند مسايلو کې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

 د سورة ق د منتخبو آیتونو شرح

د ق سورت ټوليزه منځپانګه: ددې سورت د ويينو چورليز – بحث محور معاد دى او تقريباً ټول آيتونه پر همدې چورليز چورلي او نور مسايل پکې په ترڅ کې راغلي دي.په معاد پورې په اړوند مسايلو کې پردې چارو ټينګار شوى دى : ١- له جسماني معاده د کافرانو نټه – انکار او هېښتيا. ٢- پنځون غونډال – پیدایښت نظام ته د پاملرنې له لارې، معاد ته استدلال په تېره په باران د مړاويو ځمکو راژوندي کېدل . ٣- د انسان پنځون ته د پاملرنې له لارې معاد ته استدلال . ٤- د حساب ورځې ته د کړنو او ويناوو ثبت ته اشاره . ٥- د مرګ د حالاتو څرګندول او له دې نړۍ بلې ته لېږد . ٦- د قيامت د ورځې د مسايلو ځينې څنډې او د جنت او دوزخ ځانګړنې . ٧- د نړۍ د پاى ټکان ورکوونکيو پېښو ته اشاره ،چې د بلې نړۍ پيلامه ده. په دې ترڅ کې دتېرو سرغړاندو اقوامو حالاتو او بدمرغه برخليک ته اغېزمنه اشاره شوې ده او هم خداى او رسول الله (ص) ته د ورپاملرنې لپاره سپارښتنې شوي او هم په لنډو د سورت په پيل او پاى کې د قرآن ستریا ته اشاره شوې ده (نمونه، 22: 222 مخ)

 قَدْ عَلِمْنَا مَا تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَعِنْدَنَا كِتَابٌ حَفِيظٌ ﴿۴﴾ = په يقين پوهېږو، ځمكه یې د بدنونو (څومره برخه) خوري او (د ټولو څيزونو د حساب) یو خوندي او یاد ساتونکی کتاب راسره شته؛

 4_ د معاد منكرانو دوه نيوكو ته ځواب: دا آيت د معاد منكرانو دوه نيوكې ځوابوي: نيوكه مو دا ده، چې تر مړينې روسته د انسان هډوكي ورستېږي، غوښه يې خاورې كېږي او د ځمكې برخه ګرځي او زرې يې هم په بخار او ګاز اوړي او هوا ته الوزي؛ نو په دې حالت كې يې څوك راټولولاى نشي او اصلاً څوك ترې خبر دى؛ خو ځواب يې معلوم دى: ټول څيزونه د خداى په علم كې را ايسار دي، ټولې ذرې پېژني او د لزوم پر مهال، ټولې راټولوي؛ لكه چې په مقناطيس په خاورو كې خپرې ورې د اوسپنې زرې راټولولاى شو؛ البته خداى ته د هر انسان د خپرو ورو ذراتو راټولول تردې هم اسان دي. كه نيوكه مو دا وي، چې څوك قيامت ته د انسان د كړنو حساب ساتي، ځواب يې دا دى، چې دا هر څه یې په ((لوح محفوظ)) كې ساتلي دي(نمونه، 22: 230 مخ)؛هماغه كتاب، چې ټول څيزونه، اثار او حالات پكې خوندي دي او له هر ډول ونج ونجون – ادلون بدلون بچ دي؛ په هماغه كتاب كې ثبت دي، چې څنګه و او دى او تر قيامته به وي. (الميزان، 18: 343 مخ)

أَفَلَمْ يَنْظُرُوا إِلَى السَّمَاءِ فَوْقَهُمْ كَيْفَ بَنَيْنَاهَا وَزَيَّنَّاهَا وَمَا لَهَا مِنْ فُرُوجٍ ﴿۶﴾ = ايا پر دوى له پاسه اسمان ته يې کتلي نه دي، چې څرنګه مو جوړ او (په ستوريو) سينګار كړ داسې چې هېڅ چاود یې نشته؟!

6_ په اسمان كې هېڅ چاود نشته: دا جمله ، يا د نيمګړتيا او نا انډولۍ د نشتون پر مانا ده يا په اسمان كې د چاود نشتون پر مانا ده، چې له ځمكې راچاپېر دى او د ځمكې فضا ورته وايي او د قرآن (انبیاء/۳۲) په وينا يو ((خوندي چت)) دى، چې ځمكې ته د راروانو اسماني ډبرو مخه نيسي او د ځمكې مخ ته یې له رارسېدو وړاندې يې سېځي او ايره كوي او همداراز ځمكې ته د كيهاني زيانمنو وړانګو د رارسېدو مخه نيسي، كه نه اسمان د ستوريو د ځاى پر مانا، يوه تشه تشیا- فضا ده، چې دا كرات پكې لامبو وهي.‎ (نمونه، 22: 234 مخ)

وَلَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسَانَ وَنَعْلَمُ مَا تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَنَحْنُ أَقْرَبُ إِلَيْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِيدِ ﴿۱۶﴾ = او په يقين،انسان مو پيدا كړى او په هغه څه پوهېږو،چې نفس يې دی پرې وسوسه كوي [له نفساني وسوسو یې خبر یو] او موږ تر ښهرګه هم ډېر ورنژدې يو.

 16_ تر شا رګه هم نژدې: زموږ جسمي ژوند په هغو رګونو پورې تړلى ، چې وينه زړه ته ورننباسي او رااباسي او ټولو غړيو ته يې وررسوي او كه يو شېبه پكې تم راشي؛ نو انسان سملاسي مري. خداى تر شارګ هم رانژدې دى. دا شېبه هماغه تعبير دى، چې په ((انفال_24)) كې راغلى: ((او پوه شئ، چې خداى د انسان او زړه ترمنځ يې پرده كېږي))؛ البته دا ټولې تشبېه دي او د خداى نژدېوالى تردې هم غوره او اوچت دى؛ كه څه په محسوساتو كې تردې څرګندې بېلګې نه پيدا كېږي. د خداى په دې علمي را ايسارتيا او داچې موږ يې د قدرت په ولكه كې يو؛ نو مكلفيت مو څرګند دى. زموږ كړنې، ويناوې، خيالونه، نيتونه او په زړه كې تېرېدونكې وسوسې هم ترې پټې نه دي. دې واقعيت ته پاملرنه، انسان راويښوي او د الهي عدل په محکمه كې يې له خپلې پازوالۍ – مسووليت سره اشنا كوي او له بې توپيره انسانه، يو ژمن موجود سازوي. (نمونه ۲۲/ ۲۴۴ ټ)

إِذْ يَتَلَقَّى الْمُتَلَقِّيَانِ عَنِ الْيَمِينِ وَعَنِ الشِّمَالِ قَعِيدٌ ﴿۱۷﴾ = (او زموږ پر دغه مستقيم علم سربېره درياد کړه) چې د انسان په ښي او په كيڼ اړخ (په څارنځاى) کې ناستې دوه اخستونکې (پرښتې ټولې کړنې) يې را اخلي؛

 مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ ﴿۱۸﴾ = [انسان] چې هره خبره كوي؛ ورسره چمتو څارنې [پرښتې يې ليكي].

17 او 18_ هره خبره مو ليكي: په 16 آيت كې د انسان پر ظاهر او باطن د خداى د علمي را ايسارتيا او احاطې خبره راغله. دا آيتونه وايي، پردې سربېره، چې د انسان پر ښي او كيڼ لوري همېش دوه څارنې پرښتې ګومارل شوي، چې كړنې یې ليكي او شمېري او دا د غاړې خلاصونې او ډېر تينګار لپاره دي، چې كړنې مو شمېرل كېږي.(نمونه، 22: 247 مخ) له امام صادق (رح) نه روایت شوى دى: ((خداى دا پرښتې خپل عبادت ته ګومارلي او پر خپلو بندګانو يې شاهدې كړي، چې بندګان د دوى د ګومارنې په پار، ښه يې خداى او اوامرو ته يې ورپام وي او له سرغړونې يې ډېره ډډه وكړي. ډېر ځل يو بنده د ګناه كولو هوډ کوی. بيا دا دوه پرښتې وريادېږي او له ګناه ډډه كوي او وايي: پالوونكى مې ويني او د كړنو ساتوونكې پرښتې هم لېینه – ګواهي وركوي)). (پيام قرآن، 6: 109 مخ) له پېغمبر اکرم (ص) نه په يو روایت كې راغلي، چې د ښي لوري پرښته نېكۍ ليكي او د كيڼ لوري بدي او لومړۍ پرښته، د دويمې بولندويه ده، چې انسان ښه چار كوي، د ښي لوري پرښته يې لس ګرايه ليكي او چې بد چار وكړي ، د كيڼ لوري پرښته يې، چې ليكي؛ نو لومړۍ پرښته ورته وايي: بېړه مه كوه؛ نو اوه ساعته د ګناه ليكل ځنډوي، كه انسان پښېمانه شو او توبه يې وكړه؛ نو څه نه ليكي او كه يې توبه و نه كړه؛ نو يوازې يوه ګناه ورته كښي. له رواياتو معلومېږي، چې دا پرښتې د مؤمن انسان تر مړينې روسته وايي: پالونكیه! د خپل بنده ساه دې واخسته، زموږ دنده چېرې ده؟ خداى وايي: (( اسمان مې له پرښتو ډك دى او ځمكه مې زما له مخلوقاتو ډكه ده. زما د بنده قبر ته ولاړې شئ او هلته تسبيح، تكبير او تهليل ووياست او (ثواب) يې د قيامت تر ورځې زما د بنده د نېكيو په كتاب كې وكښئ )). (مجمع البيان، 9: 240 مخ)

وَجَاءَتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنْتَ مِنْهُ تَحِيدُ ﴿۱۹﴾ = او (په پايله کې) د مرګ (په درشل کې) بېهوشي يې (سترګو ته) حقيقت راوړي (او انسان ته ويل كېږي؛) دا هماغه څه دي،چې ترې تښتېدې!

19_ د مرګ بېهوشي: د مرګ بېسدي، مستۍ ته ورته يو حالت دى، چې د مرګ د سريزو د رارسېدو له لامله په انسان د يو سرباندي اوښتون په بڼه راځي او كله يې پر عقل لاسبرېږي او پر سخت خپګان او نارامۍ كې يې ورډوبوي. علي (ك) دا حالت داسې انځوروي: (( د مرګ بېسدي له يوې خوا او بلخوا د فرصتونو له لاسه وركونې لاس مروړل او حسرت، لاسونه او پښې يې سستې او رنګ يې اوړي. مرګ راښكېل كړى او ژبه يې له كاره غورځېدلې، په خپله كورنۍ كې پروت دى، سترګې يې ويني او غوږونه يې اوري؛ خو عقل يې كار كوي، سوچ كوي، چې خپل عمر يې په كومه لار كې لګولى او روزګار يې څنګه تېر كړى دى. د رازېرمه كړې شتمنۍ په ياد كې لوېږي، چې لاس ته راوړو لپاره یې خپلې سترګې پټولې، چې حلال له حرامو و نه پېژني او له هغو ځايونو يې مال راټول كړى، چې حلال او حرام يې ښكاره او ځينې ځايونه برخې يې شكمني ول او اوس يې وبال ورتر غاړې دى. پوهېږي، چې د بېلتون وخت رارسېدلى او تردې روسته يې شتمني ميراثخور ته پاتېږي او ترې به برخمنېږي. هو! دا پېټى به يې پر اوږو وي او د پاتوړۍ – ميراث نعمت به يې د نورو پر برخه وي او دى به په خپله شتمنۍ كې راښكېل وي)). (نمونه، 22: 255 مخ)

فَاصْبِرْ عَلَى مَا يَقُولُونَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ الْغُرُوبِ ﴿۳۹﴾ = نو چې څه وايي، صبر پرې وكړه او له لمر ختو او لمر پرېوتو مخكې د خپل پالونكي په تسبيح او ستاېنې لګیا وسه.

وَمِنَ اللَّيْلِ فَسَبِّحْهُ وَأَدْبَارَ السُّجُودِ ﴿۴۰﴾ = او د شپې په يوه برخه كې (راپاڅه) او تسبيح يې ووايه او تر سجدو (نمونځونو) روسته يې (هم تسبيح ووايه).

39 او 40_ په څلورګونو وختونو كې د خداى له تسبيح مراد: داچې په څلورګونو وختونو (له لمر خاته مخكې، له لمر پرېوتو روسته، په شپه کې او تر سجدو روسته) كې د خداى له تسبيح مراد څه دى، مفسرانو پرې ډېرې خبرې اترې كړې دي. ځينو مفسرانو ويلي دي: له لمرخاته وړاندې تسبيح د ګهيځ پر نمانځه منطبقولاى شو؛ يعنې مراد ترې د ګهيځ نمونځ دى. تر لمر پرېواته روسته تسبيح د مازيګر پر نمانځه يا د ماسپښين او مازيګر پر نمونځونو تطبيقولاى شو او د شپې په يوې برخې كې تسبيح د ماښام او ماسختن پر نمونځونو او تر سجدو روسته تسبيح مراد، تر نمونځونو روسته د تسبيح ويل دي؛ داچې د نمانځه د هر ركعت په پاى كې سجده ده او د پينځګونو نمونځونو تعقيبات ورپسې ترسره كېږي. (المیزان، ۸ ټ، ۳۶۴ مخ)

 

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!