تبلیغات

د سورة هود د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه د هود سورت ټوليزه منځپانګه:   ددې سورت آیتونه،د مکي سورتونو په څېر،د اسلام د پوهاویو آرونه؛ یعنې توحید او له شرک او بوتپالنې سره مبارزه ، معاد او په مرګ پسې نړۍ او د پېغمبراکرم د […]

د سورة هود د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورين الله په نامه

د هود سورت ټوليزه منځپانګه:

  ددې سورت آیتونه،د مکي سورتونو په څېر،د اسلام د پوهاویو آرونه؛ یعنې توحید او له شرک او بوتپالنې سره مبارزه ، معاد او په مرګ پسې نړۍ او د پېغمبراکرم د بلنې رښتینتوب تشریحوي او ددې ویینو په ترڅ کې ،دښمنان سخت ګواښي او مؤمنانو ته د زغم ټینګه سپارښته کوي .په دې سورت کې د حضرت نوح (ع) پر حالاتو او ډېرو مبارزو سربېره، د حضراتو هود، صالح، ابراهیم، لوط او موسی علیهم السلام پر حالاتو او د شرک، کفر، بې لارۍ او ظلم پر وړاندې یې پراخو مبارزو ته اشاره شوې ده[1].

وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ وَإِنْ تَوَلَّوْا فَإِنِّي أَخَافُ عَلَيْكُمْ عَذَابَ يَوْمٍ كَبِيرٍ ﴿۳﴾ = او داچې له خپل پالونكي بښنه وغواړئ، بيا یې لوري ته ورمخه کړئ (تردې چې) تاسې تر يوې ټاكلې مودې (ددې دنيا له نعمتونو) ښه برخمن كړي او د هر ورکړې خاوند ته خپل حق وركړي او كه (له دې فرمانه) مو مخ واړاوه؛ نو[پوه شئ، چې] زه پر تاسې د يوې سترې ورځې له عذابه وېرېږم ! 

۳- دین؛ د دنیوي ژوند رښتونی ابادوونکی : قرآن په دې آیت او نورو پرېمانه آیتونو کې اعلان کړی ،چې دینوالي او مذهب مخکې تردې چې په مرګ پسې ژوند ابادکړي،د دنیوي ژوند ابادوونکی دی .ځینې له ایمان ،توبې او استغفار سره د دنیا د مادي نعمتونو تړاو،یو مانیز او ناپېژاندی تړاو ګڼي، حال دا کوم دلیل نشته چې دې تړاو ته یو ناپېژاندی تفسیر وکړو.هر عقلمن او منطقي انسان مني، چې دروغ، دوکه، غلا، ظلم، تبعیض او توکم د ټولنیز ژوند ډانچه ویجاړوي او د انسانانو ژوند شیندي.

قرآن کریم په دې آیت او مخکې آیت کې څلور آرونه د انسانانو او مسلمانانو د دنیوي ژوند د ابادۍ لامل ګڼي :

۱- توحید: ((أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا اللَّهَ ))

۲- د پېغمبرانو د مشرۍ منل : ((إِنَّنِي لَكُمْ مِنْهُ نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ)) .

۳- له ګناه د چاپېریال پاکوونه : ((اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ)).

۴- الهي ارزښتونو ته ورستنیدا او ځان پرې سینګارول: ((تُوبُوا إِلَيْهِ)) نو ځکه تردې څلورو آرونو روسته وایو: “يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعًا حَسَنًا إِلَى أَجَلٍ مُسَمًّى “ (چې تر یوې ټاکلې مودې مو ( ددې دنیا له نعمتونو) ښه برخمن کړی[2] .) “وَيُؤْتِ كُلَّ ذِي فَضْلٍ فَضْلَهُ” (او د هر فضل خاوند ته یې د فضل هومره ورکړی.). له دې دوو عباراتو مطلب دادی ،چې د مخکې سپارښتنو او آرونو د پلي کېدو په بڼه کې،خدای هغه ته چې په ځانګړنو،غوره خویونو او هڅه کې پر نورو غوراوی لري، د غورتیا هومره یې اجر، باړه، نېکمرغي او توفیق ولوروي او په دې توګه ،هر څوک چې په یوې ځانګړنې کې غوراوی او امتیاز لري، ښه ګټنه ترې کړای شي ، چې په دنیا او آخرت کې په خپلو مناسبو درجو او مرتبو لاسبری شی. دا حقیقت دی او یوازې د توحید او پر خدای د ایمان په سیوري کې شته؛ ځکه خدای عادل دی او د هیچا حق نه ضایع کوي؛ خو په بشري ټولنو کې،چې له توحید او پر خدای له ایمانه تشې دي ( که څه په ظاهر کې پرمختللې دي ) دا مطلب نه په سترګو کېږي؛ ځکه په هغو ټولنو کې، چې د انسانانو خدای ته پام نه وي؛ خلک په “مستکبر” او “مستضعف” ویشل کېږي او ګرد امتیازات مستکبرینو او نه مړېدونکیو ته ورکول کېږي (که څه وړ یې نه وي) او مستضعفین که څه د فضیلت خاوندان او د نېکمرغۍ وړ وي؛خو تل په بدمرغیو او نادودو کې لاس وپښې وهي[3].

أَلَا إِنَّهُمْ يَثْنُونَ صُدُورَهُمْ لِيَسْتَخْفُوا مِنْهُ أَلَا حِينَ يَسْتَغْشُونَ ثِيَابَهُمْ يَعْلَمُ مَا يُسِرُّونَ وَمَا يُعْلِنُونَ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ ﴿۵﴾ = خبر وسئ، چې دوى خپلې سینې تاووي (او زيار باسي،چې خپلې خوالې) له ده (= پېغمبر) پټې کړي؛ خو پوه دې وي،چې الله یې هغه وخت هم په پټو او ښکاره وو پوه دى،چې ځانونه په جامو کې رانغاړي (؛ځكه) چې هغه خو ان د سينو په پټو خوالو هم ښه پوه دى .

 ۵- مشرکان له پېغمبراکرم نه پټېدل : په روايي او تاریخي کتابونو کې راغلي، چې مشرکانو او د رسول اکرم (ص) د رسالت منکرانو د سبحان خدای تحدي او د مقابلې بلنه ومنله او له پېغمبراکرم سره د مبارزې په لټه کې شول،چې د قرآن په څېر او سورتونه یې راوړي. په مودو مودو د هغې زمانې شاعرانو هڅه وکړه او یو شمېرکسانو د کعبې ترڅنګ یو له  بل سره ژمنه وکړه،چې په یوه کال کې به، ټول قرآن یا یې د سورتونو یوه برخه ټکنۍ کړي ؛خو د یو سورت له راوړو هم بېوسې شول؛نو ځکه یې پر پېغمبراکرم د کوډو تورونه ولګول .دا آیت ددې وګړیو په هکله خبرې کوي،چې د علمي مبارزې په ډګر کې خجالتېدل، سرونه یې ښکته اچول ،څادرونه یې پر سر ول او دباندې وتل؛ ځکه له قرآن کریم سره یې د مبارزې او تحدي وس نه درلود[4].

وَمَا مِنْ دَابَّةٍ فِي الْأَرْضِ إِلَّا عَلَى اللَّهِ رِزْقُهَا وَيَعْلَمُ مُسْتَقَرَّهَا وَمُسْتَوْدَعَهَا كُلٌّ فِي كِتَابٍ مُبِينٍ ﴿۶﴾ = او په ځمكه كې د هر خځنده روزي پر”الله ” ده او هغه يې پر هستوګنځي او د لېږد رالېږد پر ځاى پوهېږي (؛ځکه) دا ټول په یوه ښكاره كتاب [ =لوح محفوظ،د الله د علم كتاب] كې (ثبت) دي .

 ۶- د ټاکلې روزۍ لاس ته راوړو ته هڅه : شونې ده، چې ځینې سست او لټ وګړي په دې آیت یا هغو روایاتو ډډه ووهي ، چې روزي یې ټاکلې ښوولې ده او په اند یې پکار نه دي، چې انسان معاش چمتو کولوته ډېره هڅه وکړي؛ ځکه روزي ټاکلې ده او په هر حال انسان ته ور رسي او هېڅ وازه خوله بې روزۍ نه پاتېږي؛ حال دا که څوک له قرآن او اسلامي احادیثو سره لږه شانته اشنایي ولري؛ نو پردې حقیقت به پوه شي،چې اسلام هڅه او زیار د انسان د هر ډول مادي او مانیزو برخمنیو بنسټ بولي او اسلامي مشرانو په ډېرو ځایونو کې پخپله سخت کارونه کول، چې نورو ته بېلګه وي. د”عبدالاعلی” په نامه له یوه تنه روایت شوی دی : په دوبي کې د مدینې په یوه کوڅه کې له جعفربن محمد علیه السلام سره مخ شوم،ورته می وویل: ځار دې شم . د خدای پر وړاندې لوړ مقامی یې او له نبوي کورنۍ یاست ؛خو بیا هم پر دغسې ورځ (کار او د معاش تامین ته) ځانونه تکلیفوئ ؟! امام صادق (رح) ورته وویل : “ عبدالاعلی ! د روزۍ لاس ته راوړو ته راوتلی یم ،چې په لاس ته راوړو یې له تا او ستاپه څېر وګړیو مړه خو اوسم “ .  مهم ټکی دادی، چې د ټاکلې روزۍ په باب آیتونه او روایات د حریصو او دیناپالو انسانانو مخه ډپوي، چې د ژوند تامین ته هر ور وهي او په هر ډول ظلم او ګناه لاس پورې کوي او انګېري که داسې و نه کړي، ژوند یې نه تامنېږي . د قرآن آیتونه او اسلامي احادیث دې ډول وګړیو ته اخطار ورکوي، چې چټي دې لاس و پښې نه وهي او د نامعقولې او نامشروع لارې دې د روزۍ لاس ته راوړو ته هڅه نه کوي؛ بلکې مشروع هڅه دې وکړي او ډاډ من دې وي، چې خدای یې اړتیاوې ورپوره کوي؛ لکه چې له رسول اکرم (ص) څخه په یوه روایت کې لولو: “ باخبر! روح الامین (جبرییل) مې زړه ته وحې کړې،چې د انسان روزی پوره شي؛ نو مري؛ نو الهي تقوی خپله کړئ او روزي په ښکلې ډول وغواړئ او د روزۍ په ځنډ را رسېدل مو د خدای سرغړاندۍ ته اړ نه کړي؛ ځکه روزي، لوړ مقامي خدای پر خپلو بندګانو په حلاله وېشلې او نه په حرامو؛ نوځکه څوک چې الهي تقوا خپله او زغم وکړي، رزق یې له حلالې لارو وررسي او چې څوک شکر وکړي او په ناحلالو لاس پورې کړي، خدای یې له حلالې روزۍ ورکموي او پوښتنه ګروېګنه ترې کوي [5]. “

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلًا وَلَئِنْ قُلْتَ إِنَّكُمْ مَبْعُوثُونَ مِنْ بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هَذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ﴿۷﴾ = او (الله) هغه ذات دى، چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل او عرش (حكومت) يې پر اوبو و(ځکه يې پېدا كړ) چې تاسې وازمېيي [او معلوم کړي]،چې كوم يو مو ښه نېکچاری دی او كه ووايې : ((په حقيقت کې تاسې تر مرګ روسته دويم ځل راپاڅول كېږئ ))؛نو كافران هرومرو وايي : (( دا (ادعا) خو ښكاره كوډې دي!))

۷- د خدای عرش پر او بو دی: کله عرش د ټولې هستۍ پر مانا ده. همدغسې کله هر مایع څیز ته “ماء  اوبه “ ویل کېږي؛ لکه مایع فلزات. له دې څرګندونې ګټنه کېږي، چې د پیدایښت په پیل کې، هستي د اوبلنو موادو په بڼه وه یا فوق العاده منډلي غازونه ول، چې اوبلنه بڼه یې درلوده، بیا په دې اوبلنه کتله کې، سخت حرکتونه او سترې چاودنې وشوې او سرسري برخې یې یو په  بل پسې دباندې ورغورځېدلې.بیا دا (اتصال او) نښلون پر (انفصال او) بېلتون واوړېد او یو په بل پسې ستوري، سیارې او منظومې جوړې شوې؛ نو ځکه ړومبی هستي او عرش پردې سترې اوبلنې مادې و.  آیت یو بل ټکي ته هم اشاره لري، چې د هستۍ د پیدایښت عمده موخه، انسان دی؛ هغه انسان، چې باید د ښوونې او روزنې بهیر ته ورسیخ شي او د تکامل لار ووهي او هره شېبه خدای ته ورنژدې شي .  خدای وایي : “ (دا هېښنده پیدایښت یې ځکه پیدا کړ)، چې ومو ازمېیي، چې د کوم یو کړه وړه مو غوره دي “ . پاموړ دا چې آیت ،د هر انسان ارزښت په ښو کړنو پورې اړوند ګڼلی دی او نه یې د کړنو ډېرښت. دا راښیي،چې اسلام په هر ځای کې دکړنو پر څرنګوالي ډډه وهي او نه پر څومروالي او کمیت .په همدې برخه کې له امام صادق (رح) روایت شوی دی: “خدای دکړنو ډېرښت نه غواړي؛ بلکې د کړنې سموالی غواړي او د کړنې سموالی له خدایه ډار او رښتونی نیت دی” بیا یې وویل: “ د نږه کړنې ساتنه،تر خپله کړنې ستونزمنه ده او نږه کړنه،هغه ده، چې په پار یې بې له خدایه د بل چا ستاېنه و نه غواړې[6] “.

مَنْ كَانَ يُرِيدُ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا نُوَفِّ إِلَيْهِمْ أَعْمَالَهُمْ فِيهَا وَهُمْ فِيهَا لَا يُبْخَسُونَ ﴿۱۵﴾ = څوك چې د دنيا ژوند او ښكلا يې غواړي؛نو همدلته یې بې له څه کمي د کړنو بشپړه بدله ورکوو؛

 ۱۵- د کړنې پر پایلې د نیت اغېز: دا آیت او ورپسې آیت، یو حقیقت راڅرګندوي او هغه داچې د انسان د عمل  نیت (چې هر څه وي) ځانګړې پایله لري. که د چار موخه دنیوي وي، د دنیوي ژوند ځانګړنې مومي (؛ البته په داسې حال کې چې ټول شرایط چمتو وي )؛ لکه شتمني، ښکلا او سوکالي؛ خو اخروي پایلې به و نه لري؛ ځکه دې موخو ته یې کوم نیت نه درلود او نه یې را رسېدو ته څه قدم پورته کړی دی . ان ښه چارې؛ لکه احسان او ښه خوی یوازې اخروي نعمتونو او غوره جنت ته د ورسېدو لپاره نه دی  او ترهغې، چې په دې چارو کې یې نیت خدای ته د ورنژدېدو او اخرت ته پاملرنه نه وي ، د اخروي اجر او ثواب لاملېږي نه.  ددې آیت په تفسیر کې له رسول اکرم (ص) څخه په یوه روایت کې لولو: “ چې د قیامت ورځ شي، لارویان مې درې ډلې کېږي: یوې ډلې خدای نږه نمانځه، بلې د ریا له مخې او بلې د دنیا په پار . خدای پر هغه ورځ، هغه ته چې د دنیا په پار یې نمانځلی، وايي : پر عزت او جلال مې قسم درکوم! ووایه: زما له نمانځنې دې موخه څه وه؟ وايي: دنیا! خدای وايي: نوځکه چې څه دې زېرمه کړي،درته ګټور نه دي او نه ورستنېږې ؛ اور ته یې بوځئ . بیا هغه ته وايي،چې په ریا یې نمانځلی. پر خپل عزت او جلال قسم درکوم، ووایه زما له نمانځنې دې موخه څه وه ؟ ورته وايي : ریا او ځانښوونه . خدای وايي: کوم عبادت دې چې په ریا کړی ،ما ته نه راخېژي او نن درته بیخي ګټور نه دی ، اور ته یې بوځئ.  بیا هغه چې نږه یې نمانځلی: پر خپل عزت او جلال قسم درکوم ، ووایه : زما له نمانځنې دې څه موخه درلوده؟ وايي: ستا پر عزت او جلال قسم ،چې تر ما ښه پوهېږې .ما یوازې ستا د خوښۍ او جنت ته د ورسېدو لپاره نمانځلې.خدای وايي: بنده مې رښتیا وايي، جنت ته یې بوځئ[7] “.

أَفَمَنْ كَانَ عَلَى بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ وَيَتْلُوهُ شَاهِدٌ مِنْهُ وَمِنْ قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ مِنَ الْأَحْزَابِ فَالنَّارُ مَوْعِدُهُ فَلَا تَكُ فِي مِرْيَةٍ مِنْهُ إِنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَبِّكَ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يُؤْمِنُونَ ﴿۱۷﴾ = نو ايا څوك چې د خپل پالونكي له لوري پر یوه څرګند دليل وي او یو ګواه، د خدای له لوري لاروي ترې کوي او ترې وړاندې د موسى د لارښود او رحمت كتاب هم و (چې پرې ګواه و، د هغه چا په څېر به وي، چې دغسې نه وي)؟! هغوى [چې حقيقت پال دي] ايمان پرې راوړي! او د مشرکانو له ډلو، چې څوك ترې انکار وکړي؛ نو اور يې ژمنځای دى! نو په اړه یې مه شکمنېږه (؛ځکه)هغه ستا د پالونكي له لوري حق دى؛ خو ډېرى خلك باور نه کوي .

۱۷-  علي (ک)؛ د پېغمبراکرم (ص) د نبوت پر رښتینتوب ګواه:  مفسرانو ددې آیت په تفسیر کې ویلي دي، چې له “ هغه چې له خپل پالونکي څرګند دلیل لري” مطلب پخپله پېغمبر(ص) دی او څرګند دلیل یې “ قرآن مجید” او د نبوت د رښتینتوب شاهد او ګواه یې، د علي (ک) په څېر رښتوني مؤمنان دي . موږ ته له سپېڅلیو امامانو،په ګڼ شمېر رارسېدلو روایاتو او هم د اهلسنتو په ځینو تفاسېرو کې ټیڼګار شوی، چې له “شاهد” څخه مطلب ، امیرالمؤمنین علي (ک) دی. یو تن علي (ک) وپوښت: په اړه دې کوم آیت رانازل شوی دی ؟ امام ورته وايي : “ ایا د خدای وینا دې اورېدلې نه ده، چې وايي : “ ایا هغه چې څرګند دلیل لري … ؟” رسول الله (ص)، له خدایه څرګند دلیل درلود او زه د هغه لپاره شاهد او له هغه یم” ؛ البته په علي (ک) د شاهد تفسیر له دې حقیقت سره په ټکر کې نه دی، چې د حضراتو ابوذر، سلمان ، عمار یاسر او… په څېر ټول رښتین مؤمنان د شاهد مصداقونه دي او دې روایاتو خورا څرګند او غوره وګړي ته اشاره کړې ده؛ لکه چې له پینځم امامه په یو روایت کې ،ټول سپیڅلي امامان د شاهد مصداق ښوول شوي دي[8]. په یو بل روایت کې لولو،چې امام حسن مجتبی د یوې اوږدې خطبې په ترڅ کې وویل : “ د چارو پایلې او د روزګار تېرېدل تردې راورسېدل، چې خدای محمد (ص) نبوت ته راولېږه او په رسالت یې غوره کړ او خپل کتاب یې ورنازل کړ او بیا یې دنده ورکړه، چې بشر خدای ته وبله. پلار مې ړومبی تن و،چې د خدای او د هغه د پېغمبر بلنه یې ومنله او ړومبی تن و،چې ایمان یې راووړ او خدای او پېغمبر یې تصدیق کړ او خدای پرخپل پېغمبر پر ورنازل شوي کتاب کې ویلي دي : “ آیا هغه څرګند دلیل لري ……”.  نو رسول الله، هغه څوک دی ،چې څرګند دلیل لري او پلار مې هغه تن دی ،چې په پېغمبر اکرم (ص) پسې دی او د پېغمبر د نبوت شاهد دی[9]. “

أُولَئِكَ لَمْ يَكُونُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ يُضَاعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ مَا كَانُوا يَسْتَطِيعُونَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوا يُبْصِرُونَ ﴿۲۰﴾ = دوى هېڅكله پرځمكې د تښتېدو وس نه لري او بې له الله يې ملاتړي (هم) نشته، عذاب به ورته دوه ګرايه شي! (؛ ځكه خپله هم بېلارې ول او نور يې هم بېلارې كول) دوى (د حق) د اورېدو غوږونه او (د حقيقت) د ليدو سترګې نه درلودې .  

۲۰— کافران د حق له اورېدو بېوسې وو : د” ماکانوا یستطیعون السمع” تعبیر دې واقعيت ته اشاره ده،چې د حق اورېدل ورته دومره درانه دي، ته وا له آره د حق اورېدو وس نه لري . ښکاره ده، چې د حقایقو د پوهېدو ناوسی (چې د سخت ځېل او له حق سره د دښمنۍ پایله ده ) ترې مسوولیت هاخوا ته کولای نشي؛ ځکه پخپله یې د ناوسۍ وزلې چمتو کړې دي؛ یعنې کافرانو په ګناه او سرغړونې او پرې ټینګار، داسې چار کړی، چې خدای ترې د حق غږ اورېدو وس او د خدای د آیتونو او نښو د لیدو ځواک لرې کړی دی[10].

أُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَفْتَرُونَ ﴿۲۱﴾ = دوى هغه كسان دي،چې د خپل وجود پانګه يې له لاسه وركړې ده او ټول دروغجن معبودان ترې تري تم شول. 

۲۱- ستر زیان :له ((أُولَئِكَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنْفُسَهُمْ )) ځنې مطلب هغوی دی، چې د خپل تن پانګه یې له لاسه ورکړې ده . په حقیقت کې انسان بې له خپل تنه د هېڅ څیز مالک نه دی؛ نوکه داخپله یوازېنۍ پانګه په دنیوي راکړه ورکړه کې په داسې څیز وپلوري، چې هلاکت او نابودي یې پکې وي؛ نو بېشکه، زیان یې کړی او څومره چې هغه څیز بې ارزښته وي؛ نو ددې راکړې ورکړې زیان ډېر دی او نوموړی ښه زیانمنېږي[11].

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَى رَبِّهِمْ أُولَئِكَ أَصْحَابُ الْجَنَّةِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ ﴿۲۳﴾ = په حقیقت صالح مؤمنان چې د خپل پالونکي پر وړاندې (سرټیټي او) متواضع دي، تلمېشتي جنیتان دي.

 ۲۳- د مؤمنانو یوه ښه ځانګړنه : “ اخبتوا” د”اخبات” له مادې او د”خبت” له رېښې ده او د هوارې او پراخې ځمکې پر مانا ده، چې انسان ورباندې په راحت او ډاډ ګام اخستای شي، له همدې کبله، دا ماده د ډاډ پر مانا کارول شوې او د خضوع، تسلیم او غاړه ایښوونې پر مانا هم راغلې ده؛ ځکه دغسې ځمکه، هم ګام اخستو ته ډاډمنه ده او هم ورباندې تلونکیو ته خاضع او تسلیم[12]. له امام صادق (رح) څخه په یوه حدیث کې روایت شوی،چې یو یار یې ورته وویل : په موږ کې د “کلیب” په نامه یو تن دی، چې هره خبره کوې وايي : غاړه مې ایښې ده ،په همدې پار مو، “ کلیب تسلیم” نومولی دی . امام دعا وکړه ، و یې ویل : “ د خدای لورنې دې پرې وي “ بیا یې زیانه کړه : “ ایا پوهېږئ، چې تسلیم څه دی ؟” موږ چوب شو . امام وویل : “ پر خدای قسم، دا هماغه اخبات دی، چې په الهي کلام کې راغلی دی : ((الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَأَخْبَتُوا إِلَى رَبِّهِمْ))[13].

فَقَالَ الْمَلَأُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ قَوْمِهِ مَا نَرَاكَ إِلَّا بَشَرًا مِثْلَنَا وَمَا نَرَاكَ اتَّبَعَكَ إِلَّا الَّذِينَ هُمْ أَرَاذِلُنَا بَادِيَ الرَّأْيِ وَمَا نَرَى لَكُمْ عَلَيْنَا مِنْ فَضْلٍ بَلْ نَظُنُّكُمْ كَاذِبِينَ ﴿۲۷﴾= نو د قوم كافرو مشرانو يې (په ځواب كې) وويل : (( ته خو موږ ته د خپل ځان په څېر يو بشر ښکارې او وينو،چې يوازې زموږ پرېوتو او سرسري وګړيو ستا لاروي كړې ده او موږ په تا کې داسې څه و نه ليدل،چې پر موږ ستاسې غوره والى وښيي؛بلكې دروغجن دې ګڼو!))

  ۲۷-  د یوی پوښتنې ځواب : شک نشته، چې پر نوح (ع) ایمان راوړونکي نه له ارذالو څخه وو او نه سپک او پست خلک؛ بلکې له دې لامله،چې پېغمبرانو له هر څیز وړاندې د مستضعفانو په ملاتړ او له مستکبرانو سره پر مبارزې لګیا کېدل؛نو رومبی کسانو، چې د پېغمبرانو بلنه یې منله، همدا بې برخې، فقیر او کم درآمده وګړي وو، چې د مستکبرینو په پام کې (چې یوازې یې زور او زر د شخصيت کچه بلله) پست او سپک ګڼل کېدل. دا چې ((“بَادِيَ الرَّأْيِ)) (پرېوتي او سرسري خلک) یې ورته ویلي، دلیل یې دا و، چې د نورو په څېر یې ځېل او تعصبونه نه درلودل؛ بلکې ډېری یې پاک زړی ځوانان وو،چې د حق ړومبی رڼا یې په بیړه په خپل زړه کی احساسوله او له حقپالنې یې په راولاړه هوښیارۍ د پېغمبرانو په ویناوو او کړنو کې د رښتینتوب او راستۍ  نښې موندلې[14].

وَلَا أَقُولُ لَكُمْ عِنْدِي خَزَائِنُ اللَّهِ وَلَا أَعْلَمُ الْغَيْبَ وَلَا أَقُولُ إِنِّي مَلَكٌ وَلَا أَقُولُ لِلَّذِينَ تَزْدَرِي أَعْيُنُكُمْ لَنْ يُؤْتِيَهُمُ اللَّهُ خَيْرًا اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا فِي أَنْفُسِهِمْ إِنِّي إِذًا لَمِنَ الظَّالِمِينَ ﴿۳۱﴾ = او درته نه وايم، چې الهي خزانې راسره دي او پر پټو هم نه پوهېږم او نه وايم، چې پرښته يم او (همداراز) نه وايم، هغوى چې تاسې ټیټ ورګورئ، الله به كومه ښېګڼه ورنكړي، الله يې پر زړونو ښه خبر دى (په دې توګه، كه يې وشړم)؛ نو له ظالمانو ځنې به يم))

 ۳۱- څوک له غیبو خبر دی؟ : په قرآن کی دوه ډوله آیتونه شته،چې په ړومبۍ کتنه کې سره توپېر لري. لومړی ډول آیتونه، هر ډول غیبي علم او قدرت د خدای ځانګړنه بولي او له نورو وګړیو یې نفې کوي؛ خو دویم ډول آیتونه بې له خدایه (؛لکه ځینو پرښتو یا پېغمبرانو) ته هم پر علم او غیبي قدرت قایل دي.

د قرآن په آیتونو او روایاتو کې له تدبره پوهېږو،څه چې خدای یوازې د خپل ځان ګڼي،ذاتي او خپلواک غیبي ځواک او پوهه ده؛ یعنې بې له خدایه هېڅوک پخپله له ځانه علم یا غیبي ځواک نه لري؛ خو که خدای چا ته غیبي علم او قدرت ورکړي؛ دا تن به د خدای په اجازه او لورنې د غیبي علم یا فوق العاده قدرت خاوند شي؛ لکه خدای په نجم سورت۴۴ آیت کی وايي: « او بېشکه هماغه مړه کول کوي او هم ژوندي کول کوي.«؛ خو د آل عمران سورت په ۴۹ آیت کې د حضرت عیسی (ع) له خولې لولو: «(هغه ) پر غیبو پوهېږي او هېڅوک د خپلو غیبو (پر رازونو) نه پوهوي ))؛ خو په دوام کې یې وايي: « خو هغه استازی ترې خبروي ) چې یې غوره کړی [15]. »

أَمْ يَقُولُونَ افْتَرَاهُ قُلْ إِنِ افْتَرَيْتُهُ فَعَلَيَّ إِجْرَامِي وَأَنَا بَرِيءٌ مِمَّا تُجْرِمُونَ ﴿۳۵﴾ = ايا (مشركان) وايي :(( دا (قرآن) یې له ځانه جوړ کړى دى.)) ؟ ووايه : (( كه له ځانه مې جوړ كړى وي؛ نو ګناه يې زما پر غاړه ده او زه مو له ګناهونو کرکجن يم .))

 ۳۵- د دین او عقل همغږي: شونې ده، چې د آیت د څېړنې پر وخت نیوکه وشي، چې دا څه ډول یو منطق دی، چې پېغمبراکرم خلکو ته ووايي: که دا خبره تور او افترا وي، ګناه یې زما پر غاړه؟! آیا د تور د ګناه مسوولیت منل جوتوي،چې د پېغمبراکرم خبره،حق او له واقع سره اړخ لګوي او خلک موظفوي،چې لاروي ترې وکړي؟! په تېرو آیتونو کې په ځېرنې دا نیوکه ځوابولای شو،چې هغه په حقیقت کې غوښتل ووايي، چې سالم عقل، مستدللې خبرې مني او زه د عقل مخالفې خبرې نه کوم. که د فرض له مخې ،دا خبر ې د خدای له لوري هم نه وي،ګناه یې زما پرغاړه ده ؛او که خبرې مې ومنئ؛ نو څه ګناه نه لرئ؛ ځکه په عقل او منطق (سول ) پسې تللي یاست ؛خو تاسې بې دلیله او په ځېل مخالفت راسره کوئ، چې دا یوه ستره اونابښونکې ګناه ده[16].

وَاصْنَعِ الْفُلْكَ بِأَعْيُنِنَا وَوَحْيِنَا وَلَا تُخَاطِبْنِي فِي الَّذِينَ ظَلَمُوا إِنَّهُمْ مُغْرَقُونَ ﴿۳۷﴾ = او (اوس) زموږ تر څارنې او زموږ له وحې سره سم بېړۍ جوړه كړه او دهغوى په هکله راسره مه غږیږه چې ظلم یې كړى؛ ځکه دوى (ټول) ډوبېدونكي دي!))

 ۳۷- نوح په الهي وحې بېړۍ جوړوله : له (( باعیننا)) ( زموږ تر څارنې لاندې) مطلب دادی ،چې په دې باب دې ګردې هڅې زموږ په حضور کې او تر څارنې لاندې دي؛نو ځکه بې غمه دې خپل چار کوه. طبیعي ده، چې دا احساس ( چې خدای حاضر، ناظر، ساتندوی او څارن دی ) هم انسان ته وس او ځواک ورکوي او هم د ډېر مسوولیت احساس . له ((وحینا)) هم راولاړېږي،چې نوح (ع) له خدایه د بېړۍ د جوړولو څرنګوالی زده کړ او باید همدغسې وي؛ ځکه نوح (ع) له ځانه نه پوهېده، چې د راتلونکي توپان د عظمت اړخونه به څومره وي، چې هماغسې بېړۍ ورته جوړه کړي او دا الهي وحې وه، چې د خورا غورو څرنګوالو په ټاکنه کې یې مرسته ورسره کوله[17].

وَيَصْنَعُ الْفُلْكَ وَكُلَّمَا مَرَّ عَلَيْهِ مَلَأٌ مِنْ قَوْمِهِ سَخِرُوا مِنْهُ قَالَ إِنْ تَسْخَرُوا مِنَّا فَإِنَّا نَسْخَرُ مِنْكُمْ كَمَا تَسْخَرُونَ ﴿۳۸﴾ = او په بېړۍ جوړولو بوخت و او هرځل يې چې د قوم د مشرانو كومه ډله پرې تېرېده ملنډې یې پرې وهلې (؛خو نوح ورته) وويل :((كه [اوس] ملنډې راباندې وهئ؛ نو [چې وخت یې راورسېد] موږ به هم همدغسې ملنډې درباندې ووهو.

 ۳۸- د نوح (ع) د بېړۍ عظمت : بېشکه د نوح(ع) بېړۍ ، څه ساده شانته بېړۍ نه وه او د هغې ورځې په وزلو څه اسانه جوړه نشوه؛ بلکې یوه ستره بېړۍ وه ،چې پر رښتونو مؤمنانو سربېره، د هر ډول څارویو یوه جوړه پکې ځای شوې وه او تر ډېرې مودې د انسانانو او څارویو پرېمانه توښه او ځواک هم پکې و. په تېره دا چې، بېړۍ د ځمکې هومره پراخ سمندر پر غرنۍ څپو تېرېده او له منځه نه تله؛ نوځکه په ځینو روایاتو کې لولو، چې بېړۍ دولس سوه زراع اوږده او شپږ سوه ذراع پلنه وه ( هر زراغ د نیم متر په حدودو کې دی[18] ). له امام صادق (رح) څخه هم په یوروایت کې لولو: (( بېړۍ په اتیا کالو کې جوړه شوه [19].))

۳۸- د ملنډو په هکله یوه خبره : که څه د ملنډو پیل، یو ناغوره چار او له ناپوهۍ راولاړشوی دی؛ خو که د مجازاتو، ورته مقابلې او د حق په بهیر کې وي ؛نو څه توپېرنه لری ؛په تېره که د موخې پرمخ وړو او پر دښمنانو د غاړې خلاصولو په څېر عقلي ګټې ولري؛ لکه چې خدای په توبې سورت ۷۹ آیت کې ملنډې په ځان پورې تړي او وايي: «منافقان، پر فقیرو مؤمنانو» ملنډې وهي، خدای هم ملنډې پرې وهي (او د خپلو ملنډو سزا به ورکړي [20]) »

حَتَّى إِذَا جَاءَ أَمْرُنَا وَفَارَ التَّنُّورُ قُلْنَا احْمِلْ فِيهَا مِنْ كُلٍّ زَوْجَيْنِ اثْنَيْنِ وَأَهْلَكَ إِلَّا مَنْ سَبَقَ عَلَيْهِ الْقَوْلُ وَمَنْ آمَنَ وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ ﴿۴۰﴾ = (حالات همداسې وو) تردې چې كله زموږ حكم راغى او تنور په خوټېدو شو! (؛نو نوح ته) مو وويل : (( د هر ډول [څارويو] يوه دوه ګوني جوړه (نر او ښځه) په بېړۍ كې واچوه! همداراز خپله كورنۍ هم (سپره كړه)؛ خو بې له هغوى چې له مخكې يې په اړه پرېکړه شوې ده [= ښځه او يو زوى يې] او همداراز مؤمنان هم (پكې سپاره كړه) )) او يوازې ډېرو لږو خلکو ورسره ايمان راوړى و .

 ۴۰- له یوه تنوره د اوبو راخوټېدل : له امام صادق (رح) نه په يو روایت کې لولو، چې د((مفضل)) په نامه یار یې د آیت ددې غونډلې ((او تنور په خوټېدو شو)) په هکله وپوښتل:امام وویل: (( دا آیت، د یوې مؤمنې بوډۍ په کور کې و او کور یې د کوفې جومات ښي لوري ته د قبلې (محراب) شاته و)) و مې پوښتل :د اوسنی جومات په کوم ځای کې و؟ امام وویل : (( د ننني باب الفیل په کونج کې .)) و مې پوښتل :(( ایا د اوبو راخوټېدل له همدې تنوره پیل شو؟ امام وویل : هو! خدای غوښتل ،چې د نوح (ع) قوم د عذاب نښه وویني، بیا خدای یو هېښنده باران پرې ووراوه، ټولې چينې په راخوټېدو شوې او خدای دا قوم ډوب کړ، نوح (ع) او په بېړۍ کې ورسره خلک وژغورل شول[21])).

۴۰- ولې یې په بېړۍ کی د هر څاروي یوه جوړه کېنوله؟: دا حکم په دې پار و،چې په توپان کې د څارویو ځوځات ورک نشي؛ ځکه توپان ټوله ځمکه یا لږ تر لږه د ځمکې یوه پراخ برخه نیولې وه، چې په دویم حال کې هم په هغه پېر کې لریو ځایونو ته د څارویو لېږد رالېږد، څه اسان چار نه و[22].

۴۰- د نوح د قوم ځېل او دده زغم : د ((وَمَا آمَنَ مَعَهُ إِلَّا قَلِيلٌ)) تر غونډلې لاندې له امام باقر(رح) څخه په یو روایت کې لولو: ((دا لږ شمېر یوازې ) اته تنه وو[23] ))  په زړه پورې داچې د قرآن په وینا، حضرت نوح(ع) نهه سوه او پنځوس کاله د خپل قوم پر بلنه تېر کړل. ددې قوم له ځېله هېښتیا ده؛ خو خورا هېښتیا، ددې نه ستړې کېدونکي پېغمبر زغم او درېدنه ده !

وَقِيلَ يَا أَرْضُ ابْلَعِي مَاءَكِ وَيَا سَمَاءُ أَقْلِعِي وَغِيضَ الْمَاءُ وَقُضِيَ الْأَمْرُ وَاسْتَوَتْ عَلَى الْجُودِيِّ وَقِيلَ بُعْدًا لِلْقَوْمِ الظَّالِمِينَ ﴿۴۴﴾ = او وويل شول: ((ځمكې ! اوبه دې وزغمه او اسمانه! درتم شه!)) او اوبه كېناستې او كار پاى ته ورسېد او (بېړۍ) د جودي غره پر (لمن) ودرېده او (په دې وخت كې) وويل شول : ((پر[مشرکو] ظالمانو دې لعنت، رټنه او مرګ وي!)) 

۴۴- د نوح بېړۍ چېرې لنګر واچو؟: نوح (ع) د بېړۍ واګې خدای ته وروسپارلې او څپو بېړۍ هرې خوا ته وړه . په روایاتو کې راغلي، چې بېړۍ پوره شپږ میاشتې سرګردانه وه او له ډېرو ځایونو(ان د ځینو روایاتو له مخې،له مکې او د کعبې له چاپېریاله ) تېره شوه .په پای کې د عذاب د پای او عادي حالت ته د ځمکې د ورستنېدا حکم وشو. دا آیت په لنډو او په عین حال کې په فوق العاده څرګند او ښکلي عبارت ددې حکم د پلی کولو څرګنوالی او د پایلو جزییات ویلي دي .که څه د قرآن ټول آیتونه د فصاحت او بلاغت په بریدکې دي ، د عربو د یو شمېر پوهانو په وینا،دا آیت د قرآن خورا فصیح او بلیغ آیت ګڼل کېږي[24]. ((جودی)) د غره، سختې او ډبرینې ځمکې پر مانا دی، ځینو ویلي، چې دا په موصل سیمه کې د یوه غره نامه ده، چې د آرارات د غرونو په مشهورې لړۍ کې ارمنستان ته وررسي[25] .

قَالَ يَا نُوحُ إِنَّهُ لَيْسَ مِنْ أَهْلِكَ إِنَّهُ عَمَلٌ غَيْرُ صَالِحٍ فَلَا تَسْأَلْنِ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ إِنِّي أَعِظُكَ أَنْ تَكُونَ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۴۶﴾ = (الله) وويل :((نوحه! هغه په حقيقت كې ستا له كورنۍ نه دى [؛ ځکه] هغه ناكاره کړنه ده [ = ښه سړى نه دى]؛ نو پر څه چې نه پوهېږې، رانه یې مه غواړه، په رښتینه کې نصيحت درته كوم،چې (هسې نه) له ناپوهانو ځنې شې .))

۴۶- له بدانو سره د نوح (ع) د زوی ناسته پاسته : د ((انه لیس من اهلک )) غونډله یو انساني او روزنیز اوچت درس دی. دا آیت څرګندوي ،چې د خدای پر وړاندې مادي تړاوونه (؛لکه خپلوي او ملګرتوب) د مانیزو تړاوونو پر وړاندې څه ارزښت نه لري او د خپلوۍ امتیاز (ان پلارولي  او زویولی) د ښوونځیز او مانیز تړاوو پر وړاندې کوم مفهوم نلري. هلته چې مانیز تړاو شته، سلمان فارسي (رض) چې له پېغمبراکرم (ص) سره هېڅ توکیز – مادي او د خپلوۍ تړاو نه لري؛ د مشهور حدیث ((سلمان منااهل البیت= سلمان مې له کورنۍ دی)) له مخې په نبوي کورنۍ کې شمېرل کېږي ؛خو د نوح(ع) زوی له پلار سره د مانیز تړاو په پرې کولو،شړل کېږي او په ((انه لیس من اهلک)) کې رانغاړلېږي. له همدې کبله ،د اهلبیتو علیهم السلام په روایاتو کې هغو شیعه وو ته سخت اخطارونه ورکړای شوي، چې تش په نامه شیعه وي؛ خو په عملي ژوندانه کې یې د اهلبیتو له ښوونو څه اغېز نه لیدل کېږي . له امام رضا(رح) روایت شوی،چې یوه ورځ یې خپل دوستان وپوښتل : (( خلک دا آیت څرنګه تعبیروي؟)) یو وویل: ځینې یې مانا کوي،چې د حضرت نوح (ع) زوی یې حقیقي زوی نه و . امام وویل : (( نه! داسې نه ده . بیخي د نوح (ع) زوی و؛ خو چې د خدای له حکمه یې سرغړونه وکړه ، خدای یې هم د زویولۍ او پلارولۍ اړیکه نفې کړه؛ لکه چې (په ظاهر کې ) هر څوک له موږه وي ؛خو د خدای اطاعت نه کوي؛نو له موږه نه دی[26] .))

۴۶- د حضرت نوح (ع) زوی ؛په فساد کې ډوب : کله انسان د یو چار په کولو کې داسې وړاندې ځي، ته وا عین او کټ مټ دا چار دی؛ لکه چې ویل کېږي، امیرالمؤمنین علي (ک) عدل دی؛ یعنې امام دومره په عدل کې ډوب شوی،ته وا عین عدل شوی دی .د حضرت نوح (ع) زوی هم دومره له بدچارویو سره ناسته پاسته وکړه او په ناسمو اندونواو ناوړو کړنو کې یې ور ډوب شوی و، ته وا وجود یې پر یو ناصالح چار اوړېدلی و. د (( انه عمل غیرصالح )) تعبیر په عین حال کې ،چې ډېر لنډ دی، د نوح (ع) د زوی په هکله د یو مهم واقعيت ښوونکی دی؛ په دې مانا، چې ای نوح ،که زوی دې پر سرسري ظلم او فساد ککړوي،په اړه یې سپارښت او شفاعت شونې و؛ خو اوس چې له سره تر پښو په فساد او تباهۍ کې ډوب دی، د شفاعت وړ نه دی[27].

قَالَ رَبِّ إِنِّي أَعُوذُ بِكَ أَنْ أَسْأَلَكَ مَا لَيْسَ لِي بِهِ عِلْمٌ وَإِلَّا تَغْفِرْ لِي وَتَرْحَمْنِي أَكُنْ مِنَ الْخَاسِرِينَ ﴿۴۷﴾ = نوح وويل : (( پالونكيه ! له دې پناه دروړم، چې هسې نه هغه څه درنه وغواړم،چې پرې نه پوهېږم او كه مې و نه بښې او راباندې و نه لورېږې (؛نو) له زيانكارانو ځنې به يم )) .

 ۴۷- د بښنې غوښتو په قالب کې له خدایه شکر: د حضرت نوح د خبرې ظاهر : (( والا تغفرلی و ترحمنی اکن من الخاسرین)) ، توبه ده او باطن یې د الهي ښوونې او روزنې د نعمت شکر ایستل. په دې غونډله یې د خدای د کړې پېرزوینې پاسلنه او مننه وکړه او پېرزوینه دا وه، چې خدای پرېنښود، نوح یوه غوښتنه وکړي ،چې په ناپوهانو کې وشمېرل شي او په دې توګه یې له ښویېدنې وژغوره. په حقیقت کې په دې غونډله یې وویل : خدایه،مننه دې،چې زه دې په خپلې بښنې او رحمت کې راونغاړلم او پرې دې نه ښوولم، چې له ناپوهانو او زیانکارانو شم[28].

وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ وَلَا تَتَوَلَّوْا مُجْرِمِينَ ﴿۵۲﴾ = او زما قومه ! له خپل پالونكي بښنه وغواړئ بيا يې درشل ته توبه وكاږئ (چې) له اسمانه په شېبو شېبو باران درباندې واوروي او اوسنۍ پياوړتيا به مو لا زياته كړي او د ګناهګارانو په څېر (له حقه) مخ مه اړوئ.

۵۲- د عاد قوم ته اوه کاله سوکړه : (( یرسل السماعلیکم مدرارا)) دې ټکي ته اشاره لري، چې د عاد قوم پر وچکالۍ او سوکړې اخته شوی و او پېغمبراکرم ته یې ژمنه ورکوله، که ایمان راوړي ،خدای پرې پرېمانه اورښتونه کوي؛ لکه چې له اهلبیتو علیهم السلام روایت شوی ،چې پر حضرت هود علیه السلام د عاد قوم ایمان نه راوړو او د ده د ځورنې له لامله اوه کاله باران پرې و نه ورېد، وچکالي او سوکړه پرې راغله[29] .

إِنِّي تَوَكَّلْتُ عَلَى اللَّهِ رَبِّي وَرَبِّكُمْ مَا مِنْ دَابَّةٍ إِلَّا هُوَ آخِذٌ بِنَاصِيَتِهَا إِنَّ رَبِّي عَلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۵۶﴾ = ځکه  ما پر”الله” بروسه كړې، چې زموږ او ستاسې پالونكى دى، د هر خوځنده واګي ورسره دي، په رښتيا چې پالونكى مې پر سمه لار دى

۵۶- خدای پر هر څه برلاس دی : ((ناصیة)) په آر کې د تندي د وېښتانو پر مانا ده او د وچ ولي د وېښتانو نیول،پر یو څیز د لاسبرۍ او تسلط کنایه ده . داچې حضرت هود( ع) د خدای په باب دا تعبیر کارولی، پر ټولو څيزونو یې د هغه پوره تسلط،ځواک او واکمنۍ ته اشاره کړې ده؛داسې ځواک،چې هېڅ موجود ټینګېدای ورته نشي ؛ځکه که انسان یا څاروی له وچ ولي ونیول شي،د مقاومت قدرت ترې اخستل کېږي. دا تعبیر ددې لپاره دی،چې ښاڅمن – مغرور مستکبران او له ځانه راضي بوتپالي فکر ونکړي، که څو ورځې مخه ورکړه شوې، پردې دلیل دی، چې د پالونکي د ارادې پر وړاندې مقاومت کړای شي؛ بلکې چې څه وخت الهي فرمان راورسي؛ بې له دې ،چې مقاومت وکړي، ورته به غاړه کېدي[30].

۵۶- د هستۍ چارې پر عدالت تدبېرېږي :له دې غونډلې ((پالونکی مې پر سمه لار دی )) مراد دادی،چې په پیدایښت او د هستۍ د چارو په تدبیر کې الهي ثابت،پایښتی او تغییر نه موندونکی سنت او دود د عدالت او حکمت له مخې دی . په پایله کې چې کله هم حق او باطل یو له بل سره مخېږي، خدای حق ساتي او باطل له منځه وړي. خپل مشرک قوم ته د حضرت هود (ع) ددې غونډلې له ویلو مراد دا و، چې ورڅرګنده کړي، الهي عادلانه قانون غوڅ او پرېکنده دی او له شره به مې وساتي او تاسې او باطلې ګروهې مو له منځه وړي[31].

وَأُتْبِعُوا فِي هَذِهِ الدُّنْيَا لَعْنَةً وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ أَلَا إِنَّ عَادًا كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِعَادٍ قَوْمِ هُودٍ ﴿۶۰﴾ = او هم په دې دنيا کې او هم د قيامت پر ورځ یو لعنت ورپسې شو، پوه شئ، “عاد” په خپل پالونكي كافران شول. عاد، د هود قوم، دې (د الله له رحمت، خير او نېكمرغۍ) لرې وي!

 ۶۰- پر عاد قوم؛ په دنیا کې د خدای لعنت دی: لعنت، له الهي رحمته د لریوالي پر مانا دی، په قیامت کې یې له لعنته مراد، همېشنی عذاب دی، چې را و به یې نغاړي، هماغه عذاب، چې پرې رانازل شو او له منځه یې یووړل. دویم ،هغه ګناهونه،چې خلک یې د نړۍ تر پایه کوي، ورپسې کښل کېږي؛ځکه ځمکه، چې د نوح (ع) تر توپان روسته له کفر او شرک پاکه شوه؛ نو دوی بیا پکې شرک او کفر دود کړ او په دې توګه به د نړۍ تر پایه د خپلو راتلونکیو په ګناهونو کې برخوال وي . درېیم ، هر څوک چې د نړۍ تر پایه یې له حالاتو،کفر او ځېله خبرېږي؛نو لعنت به یې کړي؛ البته په دې درېیو احتمالاتو کې، دویم احتمال خورا پیاوړی دی[32].

وَإِلَى ثَمُودَ أَخَاهُمْ صَالِحًا قَالَ يَا قَوْمِ اعْبُدُوا اللَّهَ مَا لَكُمْ مِنْ إِلَهٍ غَيْرُهُ هُوَ أَنْشَأَكُمْ مِنَ الْأَرْضِ وَاسْتَعْمَرَكُمْ فِيهَا فَاسْتَغْفِرُوهُ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي قَرِيبٌ مُجِيبٌ ﴿۶۱﴾ = او د “ثمود” قوم ته یې مو (نسبي یا قومي) رور “صالح” (ورلېږلی و) چې ويې ويل :(( زما قومه! الله ونمانځئ، چې بې له ده د عبادت وړ درته نشته، له ځمكې یې پېدا كړئ او پکې یې هستوګن کړئ او (هم) یې ددې ابادونه درپرېښووله؛ نو بښنه ترې وغواړئ، بيا يې درشل ته توبه وكاږئ [؛ځکه] چې پالونكى مې (خپلو بند ګانو ته) نژدې او (د دعاګانو یې) قبلوونكى دى .))

۶۱- د استعمار مانا: استعمار په آر کې چاته د ځمکې د آبادولو ورسپارل دي او طبیعي ده، چې لازمې وزلې به هم ورکوي .دا موضوع د ثمود قوم په باب پوره تطبېقېږي؛ ځکه شنې او حاصل ناکې ځمکې یې درلودې او په کرنې کې یې نوښتونه او ښې هڅې کولې او همداراز د ټینګو ماڼیو په جوړولو کې پرمختللي وو. پاموړ خوداچې قرآن نه وايي: د ځمکې ابادي یې درپرېښودې ده. دا(؛یعنې وسایل ) له هر پلوه چمتو دي؛ خو تاسې باید ځمکه په خپلوهڅو او چار اباده کړئ او سرچينې یې ترلاسه کړئ او بې زیاره به څه برخه و نه لرئ؛ البته زموږ په پېر کې د استعمار اصطلاح بیخي تغییر کړې او د قرآني مفهوم پرخلاف ده . په دې وخت کې پر کمزوریو او بېوسیو ملتونو د سترو سیاسي او پوځي ځواکونو د لاسبرۍ پر مانادی ،چې پایله یې لوټ ،زبېښاک او دژوندینوسرچينو چورتالان دی[33].

كَأَنْ لَمْ يَغْنَوْا فِيهَا أَلَا إِنَّ ثَمُودَ كَفَرُوا رَبَّهُمْ أَلَا بُعْدًا لِثَمُودَ ﴿۶۸ ) = داسې چې ته وا هلته له سره اوسېدلي نه ول! پوه شئ د ثمود قوم پر خپل پالونكي كافر شول (د پالونكي له رحمته دې) د ثمود قوم لرې وي !

 ۶۸- د ثمود قوم حالات : له امام صادق (رح) یې یو یار ابوبصیر د (قمر – ۲۳ –او۲۴) آیتونو په اړه وپوښتل،چې خدای وايي: (( د ثمود قوم ( هم اخطار ورکوونکی او هم ) الهي اخطارونه دروغ وګڼل؛ نو یې وویل: ایا موږ په هغه پسې ولاړ شو، چې په څېر مو یو بشر دی ؟! که داسې مو وکړل(؛نو) بېشکه موږ به هرومرو په بې لارۍ او لېونتوب کې یو )) امام صادق(رح) وویل : (( دا آیتونه د ثمود قوم په هکله دی، چې صالح (ع) یې دروغجن وګاڼه، مخکې تردې چې خدای کوم قوم هلاک کړی ؛نو یې غاړې خلاصونې ته پېغمبر ورلېږلی .خدای ، صالح (ع)د ثمود قوم ته ورولېږه؛ خو دوی یې له حکمه سرغړونه وکړه او و یې ویل : موږ تر هغه پر تا ایمان نه راوړو، چې له دې غره دې بلاربه (او دوه ځانې) اوښه راایستې نه وي … خدای هم دا چار وکړ،چې د صالح (ع) حقانیت ته یوه معجزه وه . بیا خدای صالح (ع) ته وحې وکړه،چې ورته ووایه : خدای ستاسې او ددې اوښې ترمنځ اوبه ویشلې دي ؛یوه ورځ د اوښې وار دی او بله ورځ ستاسې .پر کومه ورځ ،چې د اوښې وار و،اوبه یې څښلې او بې درنګه لویو او وړو ترې شیدې لوشلې او چې شپه به تېره شوه؛نو ګهیځ به خلکو اوبه څښلې او اوښې به نه څښلې. څه موده همدغسې تېره شوه ؛خو بیا یې د خدای له حکمه سرغړونه وکړه او خپلمنځي تګ راتګ یې پیل کړ او و یې ویل : اوښه ووژنئ او پښې یې ورپرې کړئ. موږ چمتو نه یو، چې یوه ورځ دې د هغې وار وي او بله ورځ زموږ . بیا یې وویل :څوک یې وژنئ، چې څه غواړي ور يي کړئ او د ((قدرا)) په نامه یو حرموني سورمخي شین سترګي او سورسری یې د وژنې ذمه واري پر غاړه واخسته، چې په سخت زړه او پستۍ مشهور و. خلکو هم مزدوري ورته منله،همداچې اوښه اوبو ته راغله، ځان یې په اوبو موړ کړ او چې راستنه شوه ،په توره یې ووهله؛ خو ګوزار یې اغېزمن نشو،په بل ګوزار یې ووژله،اوښه پر ډډه پرځمکه راولوېده، جونګی یې د غره سر ته وتښتېد او درې ځل یې اسمان ته منځ کړ او چغې یې ووهلې .د ثمود قوم راغی او هر یو پر اوښې ګوذار کاوه او غوښه یې په خپلو کې ووېشله او لویو او وړو وخوړه، چې صالح (ع) له پېښې خبر شو،ورغی او ورته یې وویل: قومه! ولې مو داسې چار وکړ او د خدای له فرمانه مو سرغړونه وکړه؟! خدای صالح(ع) ته وحې وکړه،چې قوم دې سرغړونه وکړه او اوښه یې ووژله،چې ما ورته د حجت په څېر ورلېږلې وه او څه زیان یې ورته نه درلود؛ بلکې ستره ګټه یې وررسوله. ورته ووایه:زه په را روانو درېیو ورځو کې عذاب پرې ورلېږم، که له درېیمې ورځې یې مخکې توبه وکړه ،توبه یې منم او که توبه یې و نه کړه او د ګناه له لارې راستانه نشول، عذاب پرې ورلېږم. صالح(ع) ورغی او د خدای پیغام یې ورورساوه؛ خو له مخکې یې لا یو خورا ناوړه غبرګون وښود او و یې ویل :صالح ! که رښتیا ویاست، د څه چې وعده راکوې، را یې وله، صالح (ع) وویل: سبا ګهیځ مو رنګونه ژېړېږي، په دویمه ورځ به سره او پر درېیمه به تور شي .همدغسې وشول. د هغې ورځې پر ګهیځ یې، مخونه ژېړ شول. بې درنګه راغونډ شول (او ځینو یې) وویل : د صالح خبره خو سمه وخته؛ خو د قوم سرغړاندو وویل: د صالح خبره نه منوو؛که څه دا ستر عذاب وي! د دویمې ورځې پرګهیځ یې مخونه سره شول. بیایې یو بل ته وویل : د صالح خبره خو رښتیا شوه ؛خو بیاسرغړاندو وویل: که ټول هلاک شوو،بیا هم د صالح خبره نه منو… په پایله کې یې توبه و نه کړه . پر درېیمه ورځ د ټولو مخونه تور شول. بیا یې یو بل ته وویل ،چې صالح کوم عذاب ویلی و، راورسېد .سرغړاندو په نهیلۍ او زیانکارۍ وویل : هو! چې څه صالح راته ویلي ول، راورسېد، چې نیمه شپه شوه، حضرت جبرییل د ثمود قوم ته ورغی او یوه کړیکه یې پرې وکړه،چې له لامله یې د غوږونو پردې څېرې شوې او زړه او لړمون یې ټوټې ټوټې شول ،پر سبا شپه ،چې په بسترو کې بې ساه پراته وو، خدای پرې له اسمانه تندر راوغورځاوه او و یې سوځول[34] .))

قَالُوا أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللَّهِ رَحْمَتُ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَجِيدٌ ﴿۷۳﴾ = ( پرښتو) وويل :(( ايا د الله له كاره هېښېږې؟ ای [د رسالت] کورنۍ پر تاسې خو د الله لورنه او برکتونه دي؛ ځكه چې هغه ستايل شوى (او) د ستر شان څښتن دى ؛))

 ۷۳-  پر حضرت ابراهیم (ع) او کورنۍ یې د خدای ځانګړې لورنه:د ابراهیم (ع) مېرمن، چې د خدای په ارادې، له دوه ځانېدو خبره شوه ؛نو خورا هېښه شوه؛ خو په بیړه، د پالونکي پیغام راوړوونکیو، له هېښتیا راوایسته او پردې کورنۍ د الهي فوق العاده لورنو مخينه او د پېښو له منګولو یې معجزه ډولې ژغورنه وریاده کړه او و یې ویل: هماغه خدای ،چې ابراهیم (ع) یې د ظالم نمرود له منګولو وژغوره او په اور کې یې روغ رمټ وساته او بوتماتي ابراهیم ته یې ځواک او زغم ورکړ ، چې په یوازې ځان، ټول طاغوتان وځپي، هماغه خدای غواړي په بوډاینه کې عزتمن زوی درپېرزو کړي؛ البته دا الهي رحمت او برکت په هماغې زمانې پورې ځانګړی نه و؛ بلکې په دې کورنۍ کې غځېدلی او لاغځېږي  او تردې به لا څه اوچت برکت وي ،چې رسول اکرم (ص) او سپېڅلي امامان د ابراهیم (ع) له کورنۍ ځنې دي ؟![35]

۷۳- حمید او مجید خدای : د پالونکي ددې دوو صفتونه یادول، مخکې غونډلې ته یو دلیل دی. ((حمید)) د هغه چا پر مانا ده، چې کړنې یې ستایل شوي او دا نامه، هغو پرېمانو نعمتونو ته اشاره ده ،چې خدای یې خپلو بندګانو ته ورکوي او په مقابل کې یې وستایي. ((مجید)) هم هغه ته ویل کېږي ،چې تر استحقاق ډېر  نعمت ورکوي. ایا هغه خدای، چې دغسې صفات ولري، هېښتیا ده، چې دغسې نعمت (عزتمن زامن) د خپل پېغمبر کورنۍ ته ورکړي؟[36].

۷۵- حلیم ،اوّاه او منیب پېغمبر: (( حلیم)) هغه دی ،چې په سزا او غچ اخستوکې بیړه نه کوي . (( اواه )) هغه ته وايي،چې څه نادودې وررسي یا کومې بدۍ ،چې ویني،ډېر اسویلی کاږي ( اوزړه سواندی دی ) . ((منیب)) هغه دی،چې په هر چار کې خدای ته رجوع کوي . دا آیت د لوط (ع) قوم په هکله له پرښتو سره د حضرت ابراهیم (ع) د مجادلې علت وايي؛ په دې مانا،چې آنحضرت د ظالمانو له عذابه خپه نه و او له دوی یې پلوي نه کوله ؛بلکې ډېر زغمناک پېغمبر و او پر ظالمانو یې د عذاب په راکېووتوکې بیړه نه کوله او هیلمن و،چې په الهي توفیق به سم شي. همدغسې داسې پېغمبر و،چې د خلکو پر بېلاریتوب ډېر خپه کېده او ژغورنې ته یې خدای ته رجوع او توسل کاوه[37].

قَالُوا لَقَدْ عَلِمْتَ مَا لَنَا فِي بَنَاتِكَ مِنْ حَقٍّ وَإِنَّكَ لَتَعْلَمُ مَا نُرِيدُ ﴿۷۹﴾ = ځواب یې وركړ: (( ته ښه پوهېږې، چې ستا لوڼو ته زموږ څه اړتيا او څوبتیا نشته او ښه پوهېږې، چې موږ څه غواړو.))

۷۹- هغوی چې پاکلمنتوب خپل حق نه ګڼي ! :هېښنده خو دا چې دې بېلارې قوم، لوط (ع) ته ویل، چې لوڼو ته دې لېوالتیا نه لرو او له آره دا چار زموږ حق نه دی. دا تعبیر یې نهایي بېلاریتوب دی او راښیي،چې د یوې ګناهکارې ټولنې چار تردې رارسي، چې حق باطل او باطل حق ویني او له مؤمنو او پاکو نجونوسره واده کولو ته زړه نه ښه کوي ؛خو جنسي بې لاریتوب حق بولي . پر ګناه د اخته کېدو او روږدېدو روستی او نهایي پړاو دادی، چې ګناهکاران خورا ننګینې او ناوړې چارې خپل حق وګڼي او د جنسي غريزې د مړولو خورا پاکه لار ناحقه وبولي[38].

قَالَ لَوْ أَنَّ لِي بِكُمْ قُوَّةً أَوْ آوِي إِلَى رُكْنٍ شَدِيدٍ ﴿۸۰﴾ = (لوط) وويل : (( (افسوس!) كاشكې ما پخپله د مقابلې وس او زور درسره درلوداى يا ټينګ ملاتړ راسره واى! (بيا نو پوهېدم، چې له تاسې ناكارو سره مې څه كول!) ))

 ۸۰- مهدي (عج) او یاران یې؛ د لوط (ع) هیله وه : امام صادق (رح) ددې آیت په تفسیر کې ویلي دی : (( له قوت ( او ځواک) ځنې مطلب ،هماغه د آل محمد قایم (عج) دی او له رکن شدید( ټینګ ملاتړه) مراد، د مهدي علیه اسلام ( ۳۱۳) تنه یاران دي )) شونې ده ، عجیبه ښکاره شي،چې حضرت لوط په خپل پېر کې د دغسې یو تن او دغسې یارانو هیله کړې وي؛خو د قرآني آیتونو په تفسیر کې له راغلیو روایاتو رازده کوي ، چې ډېری دا روایات ، د یو څرګندمصداق په بڼه کې یو ټولیز او عمومي قانون څر ګندوي. په واقع کې حضرت لوط (ع) هیله کوله، چې کاشکې د الهي حکومت جوړښت ته یې داسې هوډمن، او له جسمي او روحي پلوه ځواکمن سړی درلودای؛ لکه هغوی چې د مهدي علیه السلام د پاڅون په پېر کې نړیوال حکومت جوړوي او ددغسې ځواک په ملاتړ،له فساد او بې لاریتوب سر مبارزه ه وکړي او دغسې بېسره او بې حیا وګړي وځپي[39].

مُسَوَّمَةً عِنْدَ رَبِّكَ وَمَا هِيَ مِنَ الظَّالِمِينَ بِبَعِيدٍ ﴿۸۳﴾ = (داسې کاڼي چې) ستا د پالونكي نښې پرې شوې وې او دا (عذاب) له (نورو) ظالمانو څه لرې نه دى .

 83_ لواط غټه ګناه ده: ويل شوي، چې په دې آيت كې له ظالمانو مراد د مكې ظالمان يا د پېغمبر صلى الله عليه و آله وسلم د قوم مشركان دي. نو ځكه د آيت مانا داسې كېږي، چې لرې نه ده، چې د مكې پر ظالمانو هم دغسې تيږې وورېږي. ښايي د آيت مانا دا وي، چې د لوط د قوم ښارونه (چې لاندې باندې شول) د پېغمبر(ص) د قوم له ظالمانو لرې نه وي؛ ځكه چې د مكې او شام پر لار پراته وو او تر څنګ يې تېرېدل. د حجر سورت په 76 آيت كې لولو: ((او د هغې سيمې كنډرې (د كاروانونو د تلو راتلو) په لويه لار كې پرتې دي)) همداراز د صفات سورت په 137 او 138 آيتونو كې لولو:  (( او په حقيقت كې هر سهار يې پر كنډرو تېرېږئ او (همدا راز) ماښام هم؛ نو ايا عقل نه كاروئ؟!)) دا هم ښايي، چې آيت ټول ظالمان ګواښلي وي؛ يعنې شونې ده، چې هر ظالم د لوط قوم په عذاب كې راونغاړل شي. له امام باقر(رح) څخه په يو روايت كې لولو: (( په دې ظالمانو كې د پېغمبر (ص) د امت هغه كسان دي، چې د لوط قوم ناوړه ګناه كوي))[40]. همجنس پالي، كه په نارينه وو كې وي که په ښځينه وو كې، په اسلام كې له خورا سترو ګناهونو ځنې ده. د اسلام له مشرانو، چې ددې ګناه په رټنه او غندنه كې روايت شوي دومره ډېر او لړزوونكي دي، چې په لوستو يې هر څوك ننګېري- احساسوي، چې ددې ګناه بدي دومره ده، چې ډېرې لږې ګناوې ورپسې وررسي. له عزتمن نبى  په يو روايت كې لولو: (( چې هغه وخت د لوط قوم هغه (ننګينې) كړنې وكړې؛ نو ځمكې داسې وژړل، چې اوښكې يې اسمان ته ورسېدې او اسمان داسې وژړل، چې اوښكې يې عرش ته ورسېدې. په دې وخت كې، خداى اسمان ته وحې وكړه، چې تيږې پرې ووروه او ځمكې ته يې وحې وكړه، چې ډوب يې كړه)) البته ښكاره ده، چې ژړا او اوښكې د تشبيه او كنايې اړخ لري، د قيامت پر ورځ په جنابت كې محشر ته ورځي، داسې چې د دنيا اوبه به يې پاك نه كړاى شي. بيا يې خداى لعنتوي او دوزخ ورته چمتو كوي، چې څه ناوړه ځاى دى! بيا يې وويل: ((چې نر له نر سره كوروالى وكړي، په پار يې د خداى عرش لړزېږي))[41]

بَقِيَّتُ اللَّهِ خَيْرٌ لَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ وَمَا أَنَا عَلَيْكُمْ بِحَفِيظٍ ﴿۸۶﴾ = كه مؤمنان ياست؛ نو د خدای له لوري پاتې شوې (حلاله برخه) درته غوره ده او زه پر تاسې (په زوره د ايمان راوړو)  پاسوال نه يم .))

 86_ بقية الله: په ((بقية الله)) تعبير يا په دې پار دى، دا چې حلاله او لږه ګټه د خداى په حكم ده ؛نو بقية الله ده؛ يا دا چې د حلالې ګټې ترلاسه كول، د الهي لورنو د غځېدا او د بركاتو د پاينې لاملېږي؛ يا مانيزو ثوابونو ته اشاره ده، چې تلپاتې وي، كه څه دنيا او څه چې پكې وي، له منځه ولاړ شي. په ګڼو رواياتو كې لولو، چې بقية الله، د حضرت امام مهدي يا نورو امامانو شتون دى؛ له امام محمد باقر (رح) نه په يو روايت كې راغلي دي: (( قائم، چې تر پاڅون روسته، ړومبۍ خبره كوي، دا آيت دى : بقية الله خير لكم ان كنتم مؤمنين. بيا وايي: زه په تاسې كې بقية الله او د هغه حجت او خليفه يم، چې هر څوك داسې سلام پرې كوي: اسلام عليك يا بقية الله فى ارضه.)) بايد پام مو وي، كه څه د قرآن آيتونه په ځانګړو ځايونو كې نازل شوي دي؛ خو هر اړخيز مفاهيم لري او په راتلونكيو پېړيو كې پر نورو مصداقونو هم تطبيقېداى شي. سمه ده، چې تر ویینې لاندې آيت كې مخاطب، د شعيب (ع) قوم دى او له ((بقية الله)) مراد، حلاله ګټه او پانګه يا الهي ثواب دى؛ خو د خداى له لوري، چې بشر ته هر ګټور موجود پاتې شي او د بشر د خير او نېكمرغۍ لامل وګرځي؛ نو ((بقية الله)) ګڼل كېږي. ګرد سره الهي پېغمبران او ستر مشران، بقية الله دي. ټول رښتين مشران، چې له يو سرسخت دښمن سره تر مقابلې روسته يو قوم او ملت ته پاتېږي، له دې اړخه بقية الله دي، همدغسې هغه سرتېري هم بقية الله دي، چې تر بريا روسته له جګړې راستنېږي. همداراز، دا چې موعود مهدي روستى مشر او رسول اكرم (ص) تر پاڅون روسته ستر انقلابي مشر دى، د بقية الله يو څرګند مصداق دى او تر ټولو دې لقب ته ښه وړ دى؛ په تېره، چې د پېغمبرانو او سپېڅليو امامانو عليهم السلام يوازېنى پاتې شونى دى[42].

وَيَا قَوْمِ لَا يَجْرِمَنَّكُمْ شِقَاقِي أَنْ يُصِيبَكُمْ مِثْلُ مَا أَصَابَ قَوْمَ نُوحٍ أَوْ قَوْمَ هُودٍ أَوْ قَوْمَ صَالِحٍ وَمَا قَوْمُ لُوطٍ مِنْكُمْ بِبَعِيدٍ ﴿۸۹) = او زما قومه ! ‏ دښمني او مخالفت مو راسره ددې لامل نشي، چې پر هغه برخليك اخته شئ، چې د نوح قوم يا د هود قوم يا د صالح قوم پرې اخته شوى و او د لوط قوم خو دومره درنه لرې نه دى .

89_ له لوط قوم سره د شعيب قوم زماني نژدېوالى:

له دې غونډلې مراد، له لوط قوم سره، د شعيب قوم د زماني واټن نژدېوالى دى. له قرآن ګټنه كېږي، چې حضرت شعيب (ع)  له حضرت موسى (ع) سره همپېرى و او هم حضرت لوط (ع) له حضرت ابراهيم (ع)  سره او هم ددې اولوالعزمو پېغمبرانو (حضرت موسى او حضرت ابراهيم) ترمنځ زماني واټن تر درېيو پېړيو لږ و؛ نو ځكه د شعيب قوم او د لوط قوم ترمنځ هم زماني واټن تر درېيو پېړيو لږ و[43].

وَاسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ إِنَّ رَبِّي رَحِيمٌ وَدُودٌ ﴿۹۰﴾ = او له خپل پالونكي بښنه وغواړئ، بيا يې درشل ته توبه وباسئ، چې پالونكى مې لورین (او پر توبه ايستونكيو بندګانو) مينه ناک دى!))

 90_ ودود خداى: ((وَدود)) د خداى يوه نامه ده او د هغه چا پر مانا ده، چې يو څوك يا يو څيز يې ښه ايسي او دا ښه ايسيتوب له اثارو سره ښكاره كوي. خداى ((وَدود)) دى؛ يعنې مخلوقات او خپل بندګان يې خوښ دي او پر خپلو بندګانو يې، چې كومې لورنې كړي، د مينې او خوښۍ اثار يې ښكاري؛ داسې لورنې چې بيخې نه شمېرلېږي او پخپله وايي: (( او كه د خداى نعمتونه وشمېرئ؛ بيخي يې شمېرلاى نشئ[44]))

قَالُوا يَا شُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًا مِمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَاكَ فِينَا ضَعِيفًا وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَاكَ وَمَا أَنْتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍ ﴿۹۱﴾ = ويې ويل : (( شعيبه! په ډېرو هغو خبرو نه پوهېږو چې یې کوې! او موږ دې په خپل منځ كې کمزورې وينو او كه (د) ټبر (درناوی) دې نه واى؛نو په کاڼو مو ايشتې او پر موږ خو څه ګران نه يې  .))

91_ ولې يې قوم شعيب كمزورى ګاڼه: له رسول اكرم(ص) څخه روايت شوى دى: (( شعيب (ع) له خداى سره د (زياتې) مينې له لامله دومره وژړل، چې ړوند شو.)) له علي (ک) هم روايت شوى دى: (( دا چې شعيب(ع) ړوند شوى و، قوم يې كمزورى وګاڼه)) بيا يې وويل: (( پر هغه الله قسم، چې بل معبود ترې نشته، چې هغوى (د شعيب قوم) د پالونكي له جلال او دبدبې ځنې نه ډارېدل او بې له خپله قوم او ټبره له بل هېڅ څيز ځنې نه وېرېدل))[45]

وَلَمَّا جَاءَ أَمْرُنَا نَجَّيْنَا شُعَيْبًا وَالَّذِينَ آمَنُوا مَعَهُ بِرَحْمَةٍ مِنَّا وَأَخَذَتِ الَّذِينَ ظَلَمُوا الصَّيْحَةُ فَأَصْبَحُوا فِي دِيَارِهِمْ جَاثِمِينَ ﴿۹۴﴾ = او چې كله زموږ (د عذاب) امر راغى (؛ نو) موږ شعيب او ورسره مومنان ، په خپل رحمت وژغورل او ظالمان(اسماني مرګوني) كړيكې ونيول او پخپلو كورونو كې پړمخ مړه پرېوتل!

 94_ د شعيب (ع) مانيز مقام: شعيب(ع) د ګرانو پېغمبرانو په كتار كې و او خداى په قرآن كې د ستايل شويو پېغمبرانو په ليكه كې راوړی. قرآن، شعيب (ع) يو امين او سمونپال پېغمبر ښوولى او پخپله شعيب (ع) هم ځان له صالحانو ښوولى او خداى يې هم دا صفات تصديق كړي دي. د مانيزې وګړې – شخصيت په اړه يې همدا بس، چې موسى بن عمران (ع) يې نژدې لس كاله په چوپړ كې و. له رسول اكرم(ص) څخه په يو روايت كې لولو: (( شعيب له خداى سره د (زياتې) مينې په پار دومره وژړل، چې ړوند شو، خداى بېرته سترګور كړ او وحې يې ورته وكړه: شعيبه! ولې ژاړې؟ جنت ته د ورتلو له مينې يا د اور له ډاره؟ شعيب (ع) وويل: نه؛ بلكې له زړه نه مې درسره مينه ده؛ نو چې د زړه په سترګو دروينم؛ نو نور راته مهمه نه ده، چې څه راسره كوې. بيا خداى وحې وروكړه: شعيبه! كه دا خبره دې حق وي، زما لقا (او ليدنه) دې خوندوره شه. شعيبه! د همدې اخلاص او مينې په پار مې موسى بن عمران ستا په چوپړ كې كړ[46].))

يَوْمَ يَأْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ إِلَّا بِإِذْنِهِ فَمِنْهُمْ شَقِيٌّ وَسَعِيدٌ ﴿۱۰۵﴾ = هغه ورځ (قيامت او د عذاب وخت) چې راشي؛ نو څوك به یې بې اجازې خبرې نه کوي،ځينې به بدمرغه او ځينې به نېكمرغه وي؛

 105_ چې څه ښكاره دي، ويلو ته يې اړتيا نشته: ځينې مفسرين ګروهن دي، چې په قيامت كې له آره خبرې كول څه مفهوم نه لري؛ ځكه خبرې خو د پوهاوۍ او راپوهاوۍ يوه وزله ده. اوس كه بې له خبرو د نورو له دننه خبر شو؛ نو هډو د خبرو څه اړتيا نشته. داچې په قيامت كې د انسان ټول رازونه رابرسېرېږي؛ نو خبرو ته اړتيا نشته او كه انسان خبرې هم وكړي؛ نو د خپلو رازونو راسپړلو لپاره يې نه دي؛ بلكې د كړنو يې يو ډول انعكاس دى، چې هلته ښکارېږي؛ نو ځكه پر هغه ورځې خبرې، د دنيا د خبرو په څېر نه دي، چې انسان په خپله خوښه رښتيا يا دروغ ووايي. په ټولنيز ډول، هغه ورځ، د شيانو د حقايقو د راسپړلو او شهودو ته د غيبو ورستنېدا ده او له دې نړۍ سره ورته والى نه لري[47].

خَالِدِينَ فِيهَا مَا دَامَتِ السَّمَاوَاتُ وَالْأَرْضُ إِلَّا مَا شَاءَ رَبُّكَ إِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِمَا يُرِيدُ ﴿۱۰۷ ) = (او) تر هغو به پکې وي، چې ( د اخروي نړۍ) اسمانونه او ځمكه ولاړ وي؛خو داچې پالونكى دې وغواړي (؛ځکه) ستا پالونكى،چې څه غواړي هماغه كوي .

 107_ په جنت او دوزخ كې تلپاتېتوب: په دې آيت او ورپسې آيت كې دوو ټكيو ته پاملرنه اړينه ده:

1_ د قرآن له رواياتو او د معصومينو عليه السلام له رواياتو پوهېدل كېږي، هغوى چې د قيامت پر ورځ جنت ته ننووځي، همېش به پكې پاتې شي او ځينې دوزخيان به هم همېش په دوزخ كې پاتې شي. په دې آيت او ورپسې آيت كې هم راغلي، چې بدمرغه ډله، تل په دوزخ كې پاتېږي؛ ((خو څه چې ستا پالوونكى وغواړي)) او نېكمرغه ډله هم په جنت كې پاتېږي؛ ((خو څه چې ستا پالوونكى وغواړي)). مفسرانو ددې قيد و شرط په تفسير كې، ډول ډول مخونې او څرګندونې كړې دي؛ خو ښه سمه يې داده، چې ټول دوزخيان به په دوزخ كې پاتې نشي؛ بلكې يو شمېر په الهي بښنې او د خداى د وليانو په سپارښتنه له دوزخه ازادېږي او نور شمېر، چې د خپل كفر او سترو ګناهونو په پار د الهي بښنې استحقاق او وړتيا نه لري، همېش به په دوزخ كې پاتې شي؛ نو ځكه د همدې آيت په پاى كې لولو، ((پالوونكى دې، چې څه وغواړي كوي يې)). له همدې غونډلې ګټنه كېږي، چې ځينې دوزخيان د خداى په غوښتنه له دوزخه ازادېږي؛ خو جنتيان، جنت ته له ورننووتو روسته تر ابده پكې پاتېږي او بيخي نه ووځي او په ورپسې آيت كې وايي: (( خو څه چې پالوونكى دې وغواړي)) په دې پار دي، چې وپوهوي، چې په جنت كې د جنتيانو پاتېدل هم د خداى په غوښتنه او ارادې دي او كه خداى غواړي، له جنته يې راباسي؛ خو دا چار به ونه كړي. له همدې لامله د ورپسې آيت (هود_ 108) په پاى كې وايي: (( (چې دا) نه پرې كېدونكې پېرزوينه ده)). له امام باقر(رح) نه په يوه روايت كې لولو: (( يوه ډله دوزخيان له دوزخه وځي او شفاعت يې كېږي. بيا يې يوې ويالې ته بوځي….. او پكې لامبي او په پايله كې يې بيا غوښه او وينه راټوكېږي او له بدنه يې د دوزخ سوي لرې كېږي او جنت ته ورننوځي، چې جنتيان يې ويني، وايي: دوزخيان راغلل، بيا دا ډله له خدايه غواړي، چې دا نوم ترې لرې كړي او خداى يې هم ترې لرې كوي)). بيا نو امام باقر(رح) وويل: (( د علي (ک) دښمنان به تل په دوزخ كې پاتې شي او شفاعت يې نه كېږي)).

2_ شونې ده، چې له دې تعبيره ((ترڅو اسمانونه او ځمكه ولاړه وي)) دا پوښتنه راولاړه شي، چې په قرآن كې په څو ځاى کې ويل شوي، چې د قيامت په درشل كې به اسمانونه او ځمكه له منځه ولاړې شي؛ نو څنګه د جنت او دوزخ او پكې مېشتو تلپاتېتوب يې د اسمانونو او ځمكې په شتون پورې اړوند شوى دى؟ ددې پوښتنې په ځواب كې پام مو وي، چې قرآن ويلي، چې د قيامت په درشل كې د اسمانونو او ځمكې نظام له منځه ځي او پر نورو اسمانونو او ځمكې اوړي؛ نه  داچې په ټول كې اسمانونه او ځمكه له منځه ځي او په قيامت كې به اسمان او ځمكه نه وي. (په دې باب وګورئ: ابراهيم  48 او زمر_ 74) د قرآن له نورو آيتونو ګټنه كېږي، چې تر ابده به اسمانونه او ځمكې وي او، چې دوى وي، د جنت او دوزخ اوسېدونكي به پكې پاتې وي[48].

فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ﴿۱۱۲﴾ = نو لكه څنګه چې امر درته شوى (؛ نو) ته او له تا سره چې څوک د حق لوري ته ورګرځېدلي، په همدې لار ټینګ وسئ او له پولو مه اوړئ، ځکه هغه مو د کړنو لیدونکی دی .

112_د قرآن خورا سخت حكم: له حضرت ابن عباس(رض) روايت شوى، چې پر نبي كريم (ص) تردې سخت آيت رانازل شوى نه دى. اصحابو يې ترې وپوښتل: ولې ډېر ژر بوډا شوې؟ آنحضرت(ص) وويل: ((هود او واقعې سورتونو بوډا كړم)). په بل روايت كې لولو: چې دا آيت نازل شو، پېغمبر(ص) وويل: (( تيار شئ، تيار شئ (چې د هڅې وخت دى).))؛ تردې روسته پېغمبر(ص) كله هم خندنې ليدل شوى نه دى. پر پېغمبر(ص) ددې آيت د دروندوالي خورا مهم علت، د زغم او څوار – استقامت امر دى؛ د تبليغ او ارشاد په لار كې استقامت، د الهي دندو په سرته رسولو او د قرآن د ښوونو په پلي كولو كې څوار؛هغه هم يوازې د خداى لپاره او هاغسې، چې ورته امر وشو. هو! بريا تر لاسه كول څه اسان چار دى؛ خو ساتنه يې خورا ستونزمنه ده[49].

وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ﴿۱۱۳﴾ = او د ظالمانو پر لور مه وركږيږئ، چې اور به مو راښکېل کړي او په دې حال كې به بې له “الله”ستاسې ملاتړ نه وي، بيا به مرسته درسره ونه کړای شي .

113_ پر ظالمانو ډډه مه وهئ : دا آيت، يوه بنسټيزه، ټولنيزه، سياسي، پوځي او ګروهيزه کړنلار يادوي او هغه دا چې پر ظالمانو به ډاډ نه كوئ او پر ظالمانو ډډه وهل پرېمانه فسادونه راولاړوي؛ له يوې خوا يې د غښتليا لاملېږي، چې دا چار په ټولنه كې فساد ته لمن وهي. پر ظالمانو ډډه وهل سوكه سوكه د ټولنې پر انديز فرهنګ اغېز شيندي او د ظلم او ګناه بدوالى له منځه وړي، ټولنه پر ګناه روږدوي او خلك ظلم كولو او ظالمېدو ته ورهڅوي. له آره پر نورو ډاډ او ډډه وهل، چې د تړاو بڼه ونيسي، پايله يې يوازې بدمرغي ده؛ دا خو لاڅه كوې، چې ظالم دې د ډډې ځاى وي. هغه يوه پرمختللې او سر لوړې ټولنه ده، چې له هر پلوه پر ځان بسيا وي او له نورو سره د دوه اړخيزو ګټو له مخې اړيكې ولري؛ نه د كمزوري او زورور اړيكه، چې پر زورور يې ډډه وهلې وي. دا تړاو، چې له هر پلوه وي، پايله يې يوازې ښكېلاك او زبېښاك دى او كه دا تړاو له ظالمانو سره وي، پايله به يې د دوى له ظلم سره تړاو او په کړنلارو كې يې ګډون دى[50].

وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ ﴿۱۱۴﴾ =   او د ورځې په دواړو خواوو او د شپې په لومړيو كې نمونځ وكړه؛ ځكه نېكي، بدي (او اغېزې يې) له منځه وړي، دا پند اخستونكيو ته یوه یادونه ده .

114_د ورځې په دواړو خواوو او د شپې په سر كې نمونځ: د اهلبيتو له رواياتو ګټنه كېږي، چې د ورځې په دواړو خواوو كې له نمانځه مراد، د ګهيځ او ماښام نمونځونه دي او د شپې په سر كې له نمانځه مراد، د ماخوستن نمونځ دى او دا غونډله دې درې نمونځونو ته اشاره لري.

114_ نمونځ؛ د ګناهونو څنډوونكى: ((ابوعثمان)) نامى وايي: له سلمان فارسي(رض) سره تر ونې لاندې ناست وم، يو وچ ښاخ يې ونيو او ويې خوځاوه، چې ټولې پانې يې توىې شوې. بيا يې راته وويل: ولې دې ددې چار رانه ونه پوښتل. ومې ويل: ولې دې دا چار وكړ؟ وې ويل: دا هماغه چار و، چې پېغمبر(ص) همدا چار وكړ او راته يې وويل: (( سلمانه! ولې مې نه پوښتې، چې ولې دې دا چار وكړ؟)) ومې ويل: ولې مو دا چار وكړ. ويې ويل: ((چې مسلمان په ټولو شرايطو پوره اودس وكړي او بيا پينځګوني نمونځونه وكړي، ګناهونه يې لكه ددې لښتې د پاڼې په څېر تويېږي)) بيا يې همدا آيت ولوست[51].

فَلَوْلَا كَانَ مِنَ الْقُرُونِ مِنْ قَبْلِكُمْ أُولُو بَقِيَّةٍ يَنْهَوْنَ عَنِ الْفَسَادِ فِي الْأَرْضِ إِلَّا قَلِيلًا مِمَّنْ أَنْجَيْنَا مِنْهُمْ وَاتَّبَعَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مَا أُتْرِفُوا فِيهِ وَكَانُوا مُجْرِمِينَ ﴿۱۱۶﴾ = نو ولې له تاسې په مخكېنيو پېړيو (او قومونو) كې ځواكمن پوهان نه ول،چې پر ځمكه يې د فساد خپرولو مخه نيولې واى؟! خو ډېر لږ (پكې ول)، چې ومو ژغورل او ظالمان په خوندونو او نعمتونو پسې شول او ګناهګاران وو (او له منځه ولاړل) .

116_ د ټولنې د منځه وړو لامل: معمولاً په هره ټولنه كې ظلم او فساد شته. مهمه داده، چې خلك د ظلم او فساد شتون وننګېري- احساس كړي او د ټولنې د سمونې په لټه كې وي. ددغسې ننګېرنې – احساس شتون او د سمونې په لار كې ګام اخستل، ددې لامل دى، چې خداى خلكو ته مهلت وركوي او د پنځون – پيدايښت قانون هم د ژوند پر حق ورته قايل دى؛ خو همدا چې ننګېرنه له منځه ولاړه او ټولنه بې توپيره شوه او فساد او ظلم په بيړه په هرځاى كې خپور شو؛ بيا د پنځون په قانون او سنت كې، د ژوند حق ورته نشته؛ لكه د انسان بدن، چې ژوندى وي، دفاعي ځواك يې له ډول ډول ميكروبونو او ناروغيو سره مبارزه كوي؛ خو كه بدن د ميكروبونو پر وړاندې غبرګون و نه ښيي؛ نو انسان ژر ناروغېږي او له چاره به ولوېږي. كه د انساني ټولنې مدافع ځواك؛ يعنې پوهان له ظلم سره مبارزې ته را و نه دانګي او د فساد مخه ونه نيسي؛ لږه موده روسته، په ګرده ټولنه كې فساد خپرېږي او پر يوې ناروغې او مړې ټولنې به واوړي[52].

 وَلَوْ شَاءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَا يَزَالُونَ مُخْتَلِفِينَ ﴿۱۱۸﴾ = او كه پالونكي دې غوښتلاى؛نو ټول خلك يې (بې له هېڅ ډول اختلافه) يو امت كولاى شو؛خو تل به بېلابېل وي .

 118_ الهي ښیون- هدايت؛ د انسان د پنځون موخه: په قرآن كريم كې دوه ډوله اړپېچ – اختلاف ته اشاره شوې ده. لومړى هغه اړپېچ دى، چې بې د انسانانو له اختياره په بشري ټولنه كې شته. دا ډول اړپېچ،چې د وګړيو له جسمي او روحي توپيرونو راولاړېږي او بېلابېل چاپېريالونه يې ښه څرګندوي، په بشري ټولنه كې د سليقو، آدابو، دودونو او جلاجلا ټولنيزو او وګړنيزو چلونو د راپيدا كېدو لاملېږي. ټولنيزو ويينو جوته كړې، كه دا ډول اړپېچ نه وي، بشري ټولنه به يوه شېبه هم دوام و نه كړي؛ ځكه دا توپيرونه لاملېږي،چې انسان د خپلو اړتياوو او نيمګړتياوو لرې كولو ته يو بل ته مراجعه وكړي، چې دا يې پخپله د تكامل او بشپړتيا لاملېږي. دويم ډول اړپېچ ،چې قرآن اوڅار – مطرح كړی او غندلى يې دى، په دين كې اړپېچ دى، چې د انسانانو له ځاني غوښتنو راولاړېږي؛ ځكه د انسان په خټه كې توحيد او دا يكي يو خداى نمانځنه اخږل شوې او د انسان بې لارې تګ، د ځاني غوښنې پايله او له عقل سره مخالفت دى. بايد پام مو وي، چې دا آيت، له دې دويم اړپېچه خبرې كوي؛ نه له لومړي اړپېچه؛ ځكه هغه اړپېچ او ډول ډولي، رغنده او دا اړپېچ د درز او بېلارۍ لامل دى او پايله يې ابدي بدمرغي ده. بيا خداى په ورپسې آيت كې وايي، چې له دې اړپېچه يوازې يوه ډله بچ ده؛ هغه ډله، چې خداى په خپل رحمت كې رانغاړلې ده. ارواښاد علامه طباطبايي وايي، چې له دې ځانګړي رحمته مراد (( ښیون – هدايت)) دى، چې د انسان د پنځون – پيدايښت موخه ده. هو يوازې هغه ډله، چې د عقل او د پېغمبرانو د لارښوونو په لاروۍ په الهي ښیون كې رانغاړل شوې، په دين كې له اړپېچه بچ شوې او دا ښیون به يې ابدي نېكمرغۍ ته ورسوي او هغوى چې د ځاني غوښتنو او ظلم په پار په دې ښیون كې را و نه نغاړل شي، يوازې اور يې پايله ده او دوزخ به ترې ډك شي. له امام باقر (رح) په يو روايت كې لولو: (( آل محمد (ص) او لارويان يې په الهي رحمت او ښيون كې رانغاړل شوي دي[53])).

څرګنده ده، چې له دې حديثه مراد، د آيت د څرګند مصداق يادونه ده، كه نه ټول پېغمبران او لارويان يې، د آيت مصداق دي.

 

[1] نمونه ،۹: ۳مخ.

[2] نمونه، ۹: ۱۰مخ.

[3] المیزان، ۱۰: ۱۳۶مخ .

[4] تاریخی

[5] نمونه ،۹: ۱۵مخ + المیزان ، ۱۰: ۱۷مخ.

[6] نمونه، ۹: ۲۶مخ .

[7] المیزان ، ۱۰: ۱۶۷- او ۱۷۳مخونه .

[8] نمونه ، ۹: ۵۱مخ + المیزان ، ۱۰ : ۱۷۵-او۱۷۷مخونه .

[9] المیزان ،۱۰ : ۱۸۵مخ.

[10] نمونه، ۹: ۶۳مخ + المیزان ،۱۰: ۱۸۱مخ .

[11] المیزان ، ۱۰ : ۱۸۳مخ .

[12] نمونه ، ۹: ۶۶مخ.

[13] المیزان ،۱۰: ۱۸۸مخ .

[14] نمونه ، ۹: ۷۱مخ .

[15] المیزان،۱۰: ۲۰۰ مخ .

[16] نمونه ،۹: ۸۷مخ .

[17] نمونه ، ۹: ۹۰ مخ .

[18] نمونه،۹: ۹۴مخ .

[19] المیزان ،۱۰: ۲۳۳مخ .

[20] المیزان .۱۰: ۲۱۵مخ .

[21] المیزان ، ۱۰ : ۲۳۳مخ .

[22] نمونه ،۹ : ۱۰۳مخ .

[23] المیزان ،۱۰: ۲۳۴مخ .

[24] نمونه،۹: ۱۰۹مخ .

[25] المیزان ، ۱۰: ۲۲۰مخ .

[26] نمونه ، ۹: ۱۱۸مخ .

[27] نمونه ، ۹: ۱۱۶مخ .

[28] المیزان ، ۱۰ : ۲۲۸مخ .

[29] المیزان ، ۱۰: ۲۹۴مخ .

[30] نمونه ،۹: ۱۳۸ مخ .

[31] المبزان.۱۰: ۲۹۱مخ.

[32]  المیزان. ۱۰ ټ، ۲۹۳  .

[33]  نمونه، ۹ ټ، ۱۵۰ مخ

[34] المیزان،۱۰: ۳۰۲ مخ .

[35] نمونه ، ۹: ۱۷۳ مخ .

[36] نمونه ، ۹: ۱۷۴مخ .

[37] المیزان ، ۱۰ : ۳۱۴مخ .

[38] نمونه ، ۹: ۱۸۴ مخ .

[39] نمونه ، ۹: ۱۸۵ مخ.

[40] الميزان، 10: 332 مخ

[41] نمونه، 9: 192 مخ.

[42] نمونه، 9: 203 مخ.

[43] الميزان، 10: 361 مخ

[44] ابراهيم_34- الميزان، 10: 362 مخ

[45] بحار الانوار، 12: 380 مخ. + الميزان، 10: 365 مخ.

[46] الميزان، 10: 365 مخ

[47] الميزان، 11: 10 مخ.

[48] الميزان، 11: 23 مخ+ نمونه، 9: 239 مخ.

[49] نمونه، 9: 258 مخ.

[50] نمونه، 9: 259 مخ

[51] الميزان، 11: 69 مخ.

[52] نمونه، 9: 275 مخ.

[53] الميزان، 11: 62 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!