تبلیغات

د سورة يوسف د منتخبو آیتونو شرح بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د يوسف سورة ټوليزه منځپانګه  ددې سورت آريزه موخه، ددې مطلب روښانول دي، كوم بنده چې خداى ته خپل ايمان نږه كړى وي او بې له خدايه يې بل څيز ته پام نه وي، خداى يې پخپله […]

د سورة يوسف د منتخبو آیتونو شرح

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د يوسف سورة ټوليزه منځپانګه

 ددې سورت آريزه موخه، ددې مطلب روښانول دي، كوم بنده چې خداى ته خپل ايمان نږه كړى وي او بې له خدايه يې بل څيز ته پام نه وي، خداى يې پخپله د چارو پالندوينه پر غاړه اخلي او په خورا غوره دود يې پالنه كوي، ځان ته يې نژدې كوي، د خپلې مينې له جامه يې خړوبوي او خپل ځان ته يې نږه كوي او الهي ژوند وربښي؛ كه څه نابودۍ او منځه وړو ته يې ټولې ظاهري وزلې يو لاس شي. كه څه پېښو يې په خوارولو پسې راخستې وي؛ خو خداى يې سرلوړوي، كه څه د روزګار نادودې يې ذليل كړي؛ خو خداى يې عزتمنوي. خداى دا ژور مطلب د خپل يو ستر پېغمبر حضرت يوسف (ع) د كيسې په ترڅ كې ويلى؛ نو ځكه يې يوه غوره كيسه ښوولې ده[1].

إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ ﴿۴﴾ = (درياد كړه) چې كله يوسف خپل پلار ته وويل :(( پلاره! ما (په خوب كې) يوولس ستوري او لمر و سپوږمۍ وليدل؛ ګورم چې سجده راته كوي.))

 4_ په خوب كې يو زېرى: خداى، د حضرت يوسف  (ع) كيسه، په دې هېښنده خوب پيل كړې، چې د يوسف پاچاهۍ او پر وړاندې يې د مورو پلار او يولسو تنو وروڼو خضوع او سر ټيټونې ته اشاره كوي؛ ځكه په حقيقت كې دا خوب حضرت يوسف (ع) ته يو زېرى و. خداى په دې توګه وپوهاوه، چې په خپلو ځانګړو پېرزوينو كې یې رانغښتى او خداى يې پالندوينه پر غاړه اخستې ده. له همدې لامله يوسف (ع) ته پر راتلونكيو ترخو زغم اسان شو؛ ځكه پوهېده، چې خورا خوندوره پايله او عاقبت ورته سترګې پر لارې دى[2].

قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ ﴿۵﴾ = (يعقوب) وويل : (( زويکه! خوب دې خپلو روڼو ته مه وايه، (هسې نه خطرناكه) نقشه درته وكاږي؛ ځكه شيطان د انسان ښكاره غلیم دى . 

 5_د خوالو ساتنې اهميت: همېشه د انسان په ژوند كې داسې خوالې شته، كه رابرسېره شي، شونې ده، دده يا يې د ټولنې راتلوونكې په خطر كې واچوي. ددې خوالو په ساتنه كې خورا پاملرنه د انسان د روحي پراختيا او پياوړې ارادې له نښو ځنې ده او انسان ته په ژوند كې ډېر خپګانونه د رازونو د نه ساتنې له امله ورپېښېږي.

  امام رضا (رح) وايي: (( مؤمن، به هله مؤمن وي، چې دا درې خويونه ولري: د خپل پالونكي سنت، د خپل پېغمبر سنت او د خپل مشر او امام سنت. د پالوونكي سنت، د رازونو ساتل دي، د پېغمبر سنت، له خلكو سره ګوزاره كول دي او د مشر سنت، د خپګانونو او ستونزو پر وړاندې زغم دى.))  له امام صادق (رح) څخه په يو روايت كې لولو: (( خوالې دې د خپلې وينې په څېر دي، چې بايد يوازې ستا په رګونو كې وبهېږي))[3].

وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ ﴿۶﴾ = او په دې توګه ستا پالونكى به تا غوره كړي او د خوبونو تعبير به درزده كړي او پر تا او د يعقوب پر كورنۍ به خپل نعمت په هماغه ډول درپوره كړي؛ لكه چې تردې مخكې يې ستا پر پلرنو، ابرهيم او اسحق  ورپوره كړى و، په حقيقت كې ستا پالونكى پوه حكيم دى .

 6_ څه وخت الهي پېرزوينې نعمت دى؟: د قرآن له نظره، د شتمنۍ، مېرمن او اولاد په څېر توکیزې – مادي پېرزوينې هله ((نعمت)) دي، چې د خداى د بندګۍ په بهير او ابدي نېكمرغۍ ته د وررسېدو په لار كې وي او كه همدا شونتياوې د شيطان پر لار او له خدايه د سرغړاندۍ لپاره وكارول شي، د ((نقمت)) بڼه خپلوي. په دې آيت كې له ((نعمت پوره كولو)) مطلب دادى، چې لومړى ټولې توکیزې او مانېزې پېرزوينې د خداى د بندګۍ په بهير كې وكارېږي او د دويم دا نعمتونه، نېكمرغۍ ته د وررسېدو لپاره پوره وي او كمۍ او نيمګړتيا و نه لري؛ البته منظور د دنیوي نعمتونو پرېماني نه ده؛ بلكې مراد دادى، چې خداى خپل توکیز او مانيز نعمتونه داسې پر انسان ولوروي، چې انسان پرې خپلې واقعي نېكمرغۍ ته ورسي[4].

إِذْ قَالُوا لَيُوسُفُ وَأَخُوهُ أَحَبُّ إِلَى أَبِينَا مِنَّا وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّ أَبَانَا لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ ﴿۸﴾ =    چې كله (یې روڼو) وويل : ((زموږ پلار ته يوسف او (سکه) ورور يې [= بنيامين] تر موږ ډېر ګران دي، سره له دې،چې موږ غښتلې ډله يو! رښتيا خبره دا ده، چې پلار مو ښکاره تېروتى دى .))

 8_ تر موږ پلار ته مو يوسف او رور يې خورا ګران دي: دلته پوښتل كېږي، چې ولې يعقوب (ع) ته دا دوه كوچنيان ګران وو؟ په ځواب كې يې دوه لاملونو ته اشاره كوو:  1- فطري او طبيعي لامل؛ ځكه هر انسان ته خپل كوچنى (چې كمزورى دى، د كوچنيتوب او كمزورۍ په پار) تر غټانو ګران دى.  2- حضرت يعقوب (ع) د يوسف په څېره كې ډېره ستریا ننګېرله او پوهېده، چې ډېره وړتيا او ځلانده ګانده – راتلونکې لري[5].  له دې كيسې يو بل مهم درس زده كوو، چې كينه څومره بنيادم د خپل رور د وژنې تر بريده رسوي يا ډېرې سختې ستونزې ورپېښولاى شي او كه دا دنننی اور كابو نشي؛ نو هم نور سېځي او هم ځان. هو! كينې يوازې د يوسف روڼه د خپل رور يوسف د وژنې تر بريده و نه رسول؛ بلكې كله هم كېږي، چې انسان خپلې نابودۍ ته هم اړ كړي. له پېغمبر (ص) په يو روايت كې لولو: (( خداى موسى بن عمران (ع) له كينې منع كړ او ويې ويل: كينه كښ زما پر بندګانو د لورنو له لامله خپه دى او له هغو وېشنو ممانعت كوي، چې بندګانو ته پرې قانع شوى يم، چې څوك داسې وي، زه ترې نه يم او نه له ماځنې دى. )) امام صادق (رح) وايي: (( درې څيزونه ددين افت دى: كينه، غاورتوب او وياړنه))[6].

اقْتُلُوا يُوسُفَ أَوِ اطْرَحُوهُ أَرْضًا يَخْلُ لَكُمْ وَجْهُ أَبِيكُمْ وَتَكُونُوا مِنْ بَعْدِهِ قَوْمًا صَالِحِينَ ﴿۹﴾ = (يوه وويل) : ((يوسف ووژنئ يا يې چېرې لرې وغورځوئ، چې د پلار پام يوازې تاسې ته شي او تر دې روسته (له خپلې ګناه په توبه ايستو) نېكان شئ.      

9_ ځان غولول: ډېر كېږي، چې انسان د ګناه پر مهال د وجدان له مخالفت سره مخ شي؛ يا يې پر وړاندې ديني

ګروهې خنډ شي او د ګناه مخه يې ونيسي؛ خو ددې خنډ د لرې كولو لپاره، خپل وجدان او ګروهه په دې خبره غولوي، چې بې درنګه به په ګناه پسې توبه وكاږم؛ يعنې لكه څنګه چې د يوې ګناه لپاره شيطاني نقشه كاږي؛ د خپل وجدان تېر ايستو ته هم يوه شيطاني دسيسه كاږي او ډېر داسې كېږي، چې دا شيطاني نقشه اغېزمنه هم نشي او په دې توګه هغه ټينګ خنډ له مخې لرې كوي. د حضرت يوسف وروڼو هم همدا لار ونيوه او په دې توګه يې ځان هغه بوږنوړې لارې چارې ته چمتو كړ[7].

فَلَمَّا ذَهَبُوا بِهِ وَأَجْمَعُوا أَنْ يَجْعَلُوهُ فِي غَيَابَتِ الْجُبِّ وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِأَمْرِهِمْ هَذَا وَهُمْ لَا يَشْعُرُونَ ﴿۱۵﴾ = نو چې یوسف یې له ځان سره بوت او هوډ يې وکړ، چې په ژوره تياره څاه كې يې وغورځوي (چې همداسې يې وكړل) او يوسف ته مو وحې (الهام) وكړه، چې دوى به په راتلونکي كې له خپل كاره خبر كړې، حال دا نه به پوهېږي [چې ته يوسف يې].

15_ د روڼو دسيسه؛ د يوسف د سرلوړۍ پيلامه:

حال دا كوچنى يوسف (چې د رواياتو له مخې له اوه كلنۍ پورته نه و) ستړى او غمجن په څاه كې لوېدلى و، خداى د وحې پرښته ورولېږله او خبر يې كړ، كه څه روڼو دې په څاه كې وغورځولی، چې نامه دې پاتې نشي؛ خو نه پوهېږي، چې په همدې چار دې، سر لوړي پيلېږي او خداى هومره عزت دركوي، چې د عزت پر تخت به كېنې او بښنه او لورنه به درنه وغواړي او ته به يې له كړي ظلمه خبر كړې؛ لكه چې د همدې سورت له 88 تر 90 آيتونو پورې دې موضوع ته اشاره لري[8].

وَجَاءُوا عَلَى قَمِيصِهِ بِدَمٍ كَذِبٍ قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ وَاللَّهُ الْمُسْتَعَانُ عَلَى مَا تَصِفُونَ ﴿۱۸﴾ = د يوسف كميس يې د دروغو په وينو (خولم پلم خپل پلار ته) راووړ، پلار يې (د خبر په اورېدو) وويل : ((ځاني غوښتنو مو دا كار درښكلى كړى! نو نېك صبر (او له ناشكرۍ تش زغم) راته غوره دى او څه چې وايئ، په دې اړه له خدايه مرسته غواړم! ))

18_ د دروغو وينه: د يوسف روڼو د پلار د ډاډ تر لاسه كولو لپاره د يوسف كميس د وري په وينو ولړه او پلار ته يې راووړ. قرآن، دا وينه، د دروغو وينه نومولې ده؛ ځكه د يوسف وينه نه وه؛ بلكې ورى يې حلال كړ او په وينه كې يې د يوسف كميس ولړه. د دروغو د وينې نښه دا وه، چې پلار ته يې جوړ كميس راووړ، حال دا كه لېوه يوسف داړلى واى؛ نو بايد له كميسه يوازې څو ټوټې پاتې واى؛ نو دا دى، چې ويلاى شو دروغ د باطلو يو ښاخ دى، پايښتی نه پاتېږي او په پايله كې يې وياند رسوا كېږي. ثابت حقيقت په هستۍ كې ځان ته شواهد او لوازم لري. دروغجن په دروغو، د حقيقت څېره پوښي؛ خو پرېمانه اثار يې پوښولاى نشي؛ځكه ډېر زیات ترې غافلېږي. د حضرت يوسف پر ژوند يې پرده واچوله او لېوه داړلى يې وښود؛ خو د ژوند پر لازمه يې (چې جوړ كميس و،) پر ده ورته وا نه اچولاى شوه؛ نو ځكه د زمر سورت په درېيم آيت كې لولو: (( په رښتینه كې خداى دروغجن (او) ناشكره ته سمه لار نه ورښيي))[9].

18_ هلته چې ډېر ناوړه جنايات، ښكلي ښكاري: دا غونډله ((ځاني غوښتنو مو دا چار ښكلى درانځور كړ)) دې ټكي ته اشاره لري، كه د انسان پر روح او اند  سرغړانده هوسونه او غوښتنې لاسبري شي؛ نو د انسان په نظر كې د وژنې يا د رور د شړلو په څېر ناوړه جنايات دومره ښكلي ښكاري، چې يو سپېڅلى او اړين چار يې ګڼي. دا د ارواپوهنې يو ټوليز آر ته يوه درېڅه ده، چې يو څيز ته  افراطي ورماتېدل، په تېره، چې له اخلاقي رذايلو سره مل وي، د انسان د نومېرنې – تشخيص پر حس پرده غوړوي او په نظر كې يې حقايق اړوي[10].

وَقَالَ الَّذِي اشْتَرَاهُ مِنْ مِصْرَ لِامْرَأَتِهِ أَكْرِمِي مَثْوَاهُ عَسَى أَنْ يَنْفَعَنَا أَوْ نَتَّخِذَهُ وَلَدًا وَكَذَلِكَ مَكَّنَّا لِيُوسُفَ فِي الْأَرْضِ وَلِنُعَلِّمَهُ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَاللَّهُ غَالِبٌ عَلَى أَمْرِهِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۲۱﴾ = او چا [= د مصرعزيز] چې دې یې په مصر كې وپېره، خپلې مېرمنې ته يې وويل: ((په عزت یې ساته، ښايي راته ګټور شي يا به يې په زويولۍ ونيسو)) او په دې توګه يوسف مو پر (دې) ځمكه مېشت كړ (دا كار مو وكړ، چې عزت يې وكړو) او د خوب تعبيرولو علم ورزده كړو . الله پر خپلو چارو لاسبر دى؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.

21_ د مصر عزيز: چاچې يوسف وپېره، د مصر عزيز و، عزيز په هغې زمانې كې د فرعون (د مصر د پاچا) د وزير يا صدر اعظم لقب و[11].

21_د خوب پر تعبير پوهېدل د مصر د عزيز ماڼۍ ته له ورتلو سره څه تړاو لري؟! شونې ده، دا پوښتنه راولاړه شي، چې د خوب پر تعبير پوهېدل د مصر د عزيز ماڼۍ ته له ورتلو سره څه اړيكه لري؟ دې ټكي ته پام دا پوښتنه ځوابولاى شي، چې خداى، انسان ته له ګناه د ډډې كولو او د سرغړاندو غوښتنو پر وړاندې د مقاومت په بدل كې ډېری مانيزې او توکیزې لورنې ورپېرزو كوي. په بل تعبير، دا لورنې، چې د زړګنيو رڼا ثمره ده، يو انعام دى، چې خداى یې دغسې وګړيو ته وركوي؛ نو ځكه شونې ده، چې يوسف (ع) د خوبونو پر تعبير پوهېدل هله پيدا كړي وي، چې د عزيز د مېرمنې د سرباندې – فوق العاده راکښنې پر وړاندې يې خپل نفس كابو كړ او په پار يې خداى د خوبونو پر تعبير پوهېدل ور پېرزو كړل[12].

وَلَمَّا بَلَغَ أَشُدَّهُ آتَيْنَاهُ حُكْمًا وَعِلْمًا وَكَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۲۲﴾ =  او چې كله يوسف د مړانې (بلوغ) او مټ شو؛ نو موږ “حكم” [= نبوت] او “علم” وركړ او له نېكانو سره همدا ډول چلن كوو .

22_ حكم او علم؛ د نېكچارۍ بدله: خداى پر چا بې دليله نه لورېږي؛ نو ځكه هغوی چې له خدايه حكم او علم مومي، له ګناهګارانو او ناپوهانو سره يو رنګ نه دي. له همدې امله خداى په دې غونډله كې وايي، چې د الهي حكم او علم پېرزوينه، د يوسف (ع) د نېكچارۍ بدله وه. ښايي له دې آيته ګټنه كړاى شو، چې خداى هر نېكچاري ته (د احسان او نېكۍ هومره يې) له حكم او پوهې څه برخمني وركوي؛ لكه چې د حديد سورت په 28 آيت كې وايي: (( ايمانوالو! الهي تقوا خپله کړئ او پر استازي يې ايمان راوړئ، چې د خپل رحمت دوې برخې دركړي او رڼا به دركړي، چې په رڼا كې به یې ځئ))[13].

وَرَاوَدَتْهُ الَّتِي هُوَ فِي بَيْتِهَا عَنْ نَفْسِهِ وَغَلَّقَتِ الْأَبْوَابَ وَقَالَتْ هَيْتَ لَكَ قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ إِنَّهُ رَبِّي أَحْسَنَ مَثْوَايَ إِنَّهُ لَا يُفْلِحُ الظَّالِمُونَ ﴿۲۳﴾ = او هغې مېرمنې، چې دی يې په كور كې اوسېده، نفسي غوښتنه یې ترې وکړه او ورونه يې وتړل او ويې ويل :(( راشه (درته چمتو يم !) )) . (يوسف ورته) وويل : (( پناه پر الله! په حقيقت کې هغه [= د مصر عزيز] خو زما بادار دى او ښه یې ساتلى يم (ايا دا کېدونې ده، چې ظلم او خيانت ورسره وكړم ؟) په رښتيا چې ظالمان بريالي كېداى نشي.))        

23_ په آيت كې له ((رب)) څخه مطلب: ډېرى مفسران ګڼي، چې په دې آيت كې ((رب)) په پراخ مانا؛يعنې مالك، واكمن او د نعمت خاوند دى او منظور ترې د مصر عزيز دى؛ لكه، چې ((رب)) د همدې سورت په (42) او (50) آيتونو كې هم بې له خدايه اطلاق شوى دى[14]؛ خو ځينې مفسران ګروهن دي، چې په دې آيت كې له ((رب)) نه مطلب، خداى تعالى دى؛ ځكه كه څه نورو، يوسف د مصر د عزيز مريى باله؛ خو يوسف نه ځان د بل انسان مريی او نه يې د مصر عزيز خپل ((رب)) ګاڼه، بلكې ځان يې يوازې د خداى بنده او د عالم خداى مريی شمېره او يوازې ((الله)) يې خپل رب ګاڼه. په دې حال كې، د آيت مانا داسې كېږي، چې خداى ته پناه وړم؛ هغه خداى، چې پالوونكى مې دى او د مقام درناوى مې كوي او ټول نعمتونه مې د هغه له لوري دي[15].

وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلَا أَنْ رَأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاءَ إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ ﴿۲۴﴾ = او په حقيقت كې ښځه د يوسف پر لور ورمخکې شوه او که (يوسف هم) د خپل پالونکي څرګند دليل نه واى ليدلى (؛ نو) پر لور به یې ورمخکې شوى واى! دغسې (مو وكړل) چې بدي او بې حيايي (زنا او خيانت) ترې لرې كړو؛ (ځكه) چې هغه زموږ له مخلصو او غوره کړاى شويو بندګانو ځنې و.

 24_ د پالوونكي له برهانه منظور: داچې په دې آيت كې د پالوونكي له برهانه مطلب څه دى، ډېرې خبرې شوي دي؛ خو سمه يې داده، چې مطلب ترې په دنیوي او اخروي ژوند كې د فحشاوو د ناوړه واقعيت انځور او وحشتناكې پايلې یې دي، هغه انځور، چې د نبوت، پاكلمنتوب او الهي غيبي پېرزوينو په رڼا كې رادبره كېږي. ددغسې يو واقعيت رويت، د حضرت يوسف په نظر كې څنډ (افق) هومره روښانه كړ، چې په زړه كې يې لږ شانته شك هم پاتې نشو، په بله وينا؛ لكه څنګه چې عقلي دلايل،انسان ته څنډ روښانوي او ټينګه اراده او پرېكندتوب وركوي، دغسې روایت او د عمل واقعیت لیدل (چې د نبوت، پاکلمنتوب او الهي لورنو له لوازمو ځنې ده) هم انسان ته روښانتيا او پرېكندتوب وركوي؛ نو ځكه د ګناه د اندنې جرړه وچوي[16].

قَالَ هِيَ رَاوَدَتْنِي عَنْ نَفْسِي وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ أَهْلِهَا إِنْ كَانَ قَمِيصُهُ قُدَّ مِنْ قُبُلٍ فَصَدَقَتْ وَهُوَ مِنَ الْكَاذِبِينَ ﴿۲۶﴾ = (يوسف) وويل :(( دې په ټينګه زه د ځان لوري ته رابللم!)) او په دې وخت كې د ښځې له كورنۍ يوه شاهدي وركړه :((كه كميس یې له مخې شلېدلى وي؛ نو ښځه رښتيا وايي او دی دروغجن دى؛  

26_ د يوسف د بې ګناهتوب شاهد: د اهل بيتو عليهم السلام له روايتو ګتنه كېږي، چې دا شاهد د مصر د عزيز د مېرمنې د كورنۍ يو تي خور ماشوم و،چې د خداى په اراده او اعجازي بڼه يې په زانګو كې خوله راوسپړله او حقیقت يې ووايه او د حضرت يوسف (ع) بې ګناهتوب يې جوت كړ؛ لكه چې له امام سجاد (رح) څخه په يو روايت كې دې ټكي ته اشاره شوې ده[17].

فَلَمَّا رَأَى قَمِيصَهُ قُدَّ مِنْ دُبُرٍ قَالَ إِنَّهُ مِنْ كَيْدِكُنَّ إِنَّ كَيْدَكُنَّ عَظِيمٌ ﴿۲۸﴾ = نو چې کمیس یې له څټه شلېدلی ولید [حقیقت یې وموند او خاوند یې مېرمنې ته] وويل :(( دا ستاسې ښځينه مکر او چل دی، چې مکر مو هېښنده دی!   

 28_ د ښځو چلونه: په دې آيت كې د ښځو ټګي برګي – البته د مصر د عزيز په څېر بې بندوبار او هوسپالې ښځې – ته اشاره شوې او د عظيم (لوى) صفت يې ورته راوړى دى. په تاريخ او همداراز كيسو كې – چې د تاريخ سيوری دی – په دې باب ډېری مطالب روايت شوي، چې د ټولو څېړنه راښيي، چې هوسپالې ښځې خپل مراد ته د ورسېدو لپاره په خپل ډول كې بېسارې دسيسې جوړوي. د يوسف (ع) يې څرنګه پر ناپاكۍ تورن كړ؛ ځان يې پاكلمنې وښووه، بيا يې د مصر ښځو ته يوه ناسته جوړه كړه او خپلې ناوړې كړنې ته يې مخونه وركړه[18].

يُوسُفُ أَعْرِضْ عَنْ هَذَا وَاسْتَغْفِرِي لِذَنْبِكِ إِنَّكِ كُنْتِ مِنَ الْخَاطِئِينَ ﴿۲۹﴾ = يوسفه! له دې (موضوع) تېر شه او ښځې! ته هم د خپلې ګناه بښنه وغواړه، چې له خطا كارانو ځنې يې.  

29_ له بوته بښنه غوښتل: د مصر عزيز خپلې مېرمن ته وويل، چې بښنه وغواړه؛ خو و يې نه ويل، چې له چا بښنه وغواړي، دې ته په پامنيوي، چې په راروسته آيتونو  كې څرګندېږي، چې دوى مشركان وو؛ نو پوهېدل كېږي، چې مطلب يې له بوته يا هغه معبوده د بښنې غوښتل ول، چې نمانځه يې نه خداى[19].

29_ د مصر د عزيز بې غيرتي: له دې آيته د مصر د عزيز بې غيرتۍ ته پام هم ورګرځېداى شي. له آره ځانمنو او طاغوتي چارواكيو ته، د غيرت او ناموس ساتنې مساله دومره اوڅار نه ده؛ پخپله دومره په ګناه، فساد او بې عفتۍ اخته دي، چې د ورسره كسانو فساد څه اهميت ورته نه لري[20].

قَالَ رَبِّ السِّجْنُ أَحَبُّ إِلَيَّ مِمَّا يَدْعُونَنِي إِلَيْهِ وَإِلَّا تَصْرِفْ عَنِّي كَيْدَهُنَّ أَصْبُ إِلَيْهِنَّ وَأَكُنْ مِنَ الْجَاهِلِينَ ﴿۳۳﴾ = (يوسف) وويل :(( پالونكيه! تر هغه څه چې دوى مې وربولي، زندان راته غوره دی او كه ته د دوی (د ښځو) چلونه رانه وانه ړوې (؛نو) به ورمات او له ناپوهانو به شم .))     

۳۳_ زندان راته ډېر ښه دى: په ځينو رواياتو كې راغلي، چې د مصر ښځو د يوسف ښايست وليد؛ نو هرې يوې يې يوسف ته پيغام ورولېږه او ځان ته يې راوباله[21]. په يو شمېر نورو رواياتو كې راغلي، چې په هغه ناسته كې يو شمېر ښځې د عزيز د مېرمنې په ملاتړ راپاڅېدې او له يوسفه راتاوې شوې او په غولوونكيو خبرو يې هڅاوه، چې د مصر د عزيز مېرمنې ته غاړه كېږدي. په هر حال، يوسف له دغسې هېښنده دامه خداى ته پناه يووړه او پر ژر تېرېدونكي خوند (چې پايله يې د خداى عذاب دى) د زندان سختي غوره كړه او له خدايه يې وغوښتل، چې د ښځو له دوكو يې بچ كړي. له رسول اكرم (ص) څخه په يو روايت كې لولو: (( خداى د خپل عرش په سيوري كې اوه ډلې كېنوي. پر هغه ورځ، چې بې له دې بل سيورى نشته، يو له دوى ځنې هغه سړى دى، چې ښكلې ښځه يې ځان ته راوبولي او سړى ووايي، چې له خدايه ډارېږي[22])). له دې آيتونو يوه خورا مهمه زده كړه؛ له نفس او ځان سره جهاد دى. پېغمبر(ص) دې جهاد ته ((اكبر جهاد)) ويلى دى؛ځكه له دننني دښمن سره مبارزه له بهرني دښمن سره تر مبارزې ډېره سخته ده. په يوه حديث كې وايو: پېغمبر(ص) يوه ډله مسلمانان جهاد ته ولېږل، چې (ستړي او ټپي) راستانه شوو، ويې ويل: ((آفرين دې پر هغې ډلې وي، چې اصغر جهاد يې وكړ؛ خو اكبر جهاد پرې پاتې دى)) مسلمانانو وويل: رسول الله! اكبر جهاد څه دى؟ ويې ويل: (( له نفس او ځان سره مبارزه)) همداراز له علي (ک) روايت شوى دى: (( (حقيقي) مجاهد هغه دى، چې د نفس له (سرغړاندو غوښتنو) سره مبارزه وكړي))[23].  په اسلامي رواياتو كې راغلي، چې: (( غوسه او شهوت د انسان ستر دښمنان دي؛ نو چا چې دا دواړه كابو كړل، درجې يې لوړېږي او د كمال نهايت روستيو پړاوونو ته به ورسي))[24].

وَدَخَلَ مَعَهُ السِّجْنَ فَتَيَانِ قَالَ أَحَدُهُمَا إِنِّي أَرَانِي أَعْصِرُ خَمْرًا وَقَالَ الْآخَرُ إِنِّي أَرَانِي أَحْمِلُ فَوْقَ رَأْسِي خُبْزًا تَأْكُلُ الطَّيْرُ مِنْهُ نَبِّئْنَا بِتَأْوِيلِهِ إِنَّا نَرَاكَ مِنَ الْمُحْسِنِينَ ﴿۳۶﴾ = او دوه تنه ځوانان (هم) زندان ته ورسره ورننووتل، چې يو يې وويل :(( په خوب كې مې وليدل، چې (انګور) شرابو (ته) زبېښم))،بل وويل :(( په خوب كې مې وليدل، چې پر خپل سر ډوډۍ وړم او مارغان یې خوري؛ موږ یې له مانا خبر کړه؛(ځکه) چې له نېكانو راته ښکارې .))

36_ رښتياني خوبونه: په يوسف سورت كې څو هېښنده خوبونو ته اشاره شوې، چې هغو پېښو ته يې اشاره كړې، چې تر دې خوبونو راروسته پېښې شوي دي: هغه خوب، چې يوسف په ماشومتوب كې وليد او خپل پلار ته يې ووايه؛ هغه خوب، چې دوو بنديانو وليد او يوسف ته يې ووايه او هغه خوب، چې پاچا وليد او يوسف تعبير كړ. په قرآن كې ددې خوبونو په څېر نورو خوبونو ته هم اشاره شوې ده. دا خوبونه له خورا پېچليو چارو دي، چې له بېلا بېلو اړخونو يې د عادي وګړيو او پوهانوفكر ځانته وراړولى دى. پوهانو لاتر اوسه رښتياني خوبونه تفسير كړي نه دي او له آره دا مطلب بيخي د خوب په توکیز تفسير تعبيرېداى نشي او يوازې په روحي تفسير او د روح د خپلواكۍ پر ګروهه تفسيرېداى شي؛ البته پام مو وي، چې ټول خوبونه داسې نه دي او ډېرى خوبونه (د اندېښنې، پرېشانه فكرونو، ډېرخورۍ او ناروغۍ په څېر) نور لاملونه لري؛ خو د رښتيانيو خوبونو له شتونه نمښته كړاى نشو[25].

36_ ولې بنديانو له يوسف (ع) د خپلو خوبونو تعبير وغوښت؟: چې کله دوه بنديانو له يوسف (ع) د خپلو خوبونو تعبير وغوښت؛ نو ويې ويل، د غوښتنې علت مو دادى، چې په نظر مو نېكچارى يې. له دې غوښتنې سره د نېكچارۍ اړيكه داده، چې معمولاً خلك ګروهن دي، چې نېكچاري، پاك زړونه لري او د جريانونو او د هستۍ د پېښو په اړيكو ښه پوهېږي او هدايت ته خورا ورنژدې دي؛ نو ځكه د رښتيانيو خوبونو په څېر څيزنو پر مانا چې نورو ته پټه ده، ښه پوهېږي. له همدې لامله ـ په رښتيا ـ ګروهن دي، چې نېکچاري د خپلې باطني پاكۍ په پار، پر هغو حقايقو پوهېږي، چې له نورو پټ دي[26].

وَاتَّبَعْتُ مِلَّةَ آبَائِي إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ وَيَعْقُوبَ مَا كَانَ لَنَا أَنْ نُشْرِكَ بِاللَّهِ مِنْ شَيْءٍ ذَلِكَ مِنْ فَضْلِ اللَّهِ عَلَيْنَا وَعَلَى النَّاسِ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَشْكُرُونَ ﴿۳۸﴾ = او ما د خپلو پلرنو؛ ابراهيم، اسحق او يعقوب د دين لاروي كړې ده، موږ ته نه ښايي، چې کوم څیز له الله سره شريك کړو، دا پر موږ او خلكو د الله یو فضل دى؛ خو ډېرى خلك نامنندوی دي.     

38_ د پېغمبرانو (ع) پاكلمنتوب؛ پر خلكو د خداى لورنه: له دې خو مراد په ګوته دى، چې حضرت يوسف (ع) پر ځان او پلرونو توحيد او د شرك نفې د خداى له لوري فضل او لورنه بولي؛ ځكه دا فضل خو يوه ستره لورنه ده، چې شونې ده خداى يې پر خپل بنده وكړي، چې ابدي نېكمرغي يې پايله ده؛ خو چې دا يې وويل، خداى پر پېغمبرانو لورنه كړې؛ نو دا په حقيقت كې د خداى له لوري پر خلكو لورنه ده، مطلب دادى، چې انسانان ښه والي، تقوى او رښتيا ته د عقل او فطرت پر الهام سربېره، داسې يو څيز ته اړتيا هم لري (چې)پرې سمبال شي او د خپل دين له احكامو يې خبر كړي، چې هغه وحې او نبوت دى. همدغسې لازم دي، چې په هر وخت كې پاك زړي او راڼه وګړي وي، چې پر شرك ككړ نه وي او پر توحيدي فطرت پاتې وي؛ ځكه كه ټول انسانان پر خپل حال ورپرېښوول شي؛ نو لرې نه ده، چې ټول به مادياتو ته د پاملرنې او د خداى شاته غورځولو په پار شرك ته ورمخه كړي او د انسان د پيدايښت موخه به (چې عبادت دى) له منځه ولاړه شي. ددغسې وګړيو شتون د ځمكې په تيارو كې بلې ډيوې دي او هغه خلك راويښوي، چې له معنويته لرې، په مادياتو كې ډوب دي او دوى له اسمانه ځمكې ته د ورغځول شويو رسيو په څېر دي، چې دوى ورپورې نښلي، چې هاخوا نړۍ ته ښیون او لارښوونه غواړي. دا وګړي، چې پېغمبران او سپېڅلي امامان دي، د پيدايښت موخه (چې عبادت او خداى ته پاملرنه ده) پاسوالي کوي او كه دوى نه وي، ځمكه به خپل اوسېدونكي ډوب كړي؛ نو ځكه حضرت يوسف (ع) وويل: داچې زه او زما سپېڅلي پلرونه يوازې خداى نمانځي ول او له هر ډول شركه پاك يو، هم پر موږ ستر فضل او لورنه ده او هم پر نورو خلكو ستره پېرزوينه ده؛ خو ډېرى خلك دې الهي لورنې ته پام نه كوي او شكر يې نه كاږي[27].

 مَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِهِ إِلَّا أَسْمَاءً سَمَّيْتُمُوهَا أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ مَا أَنْزَلَ اللَّهُ بِهَا مِنْ سُلْطَانٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ أَمَرَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ ذَلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۴۰﴾ = تاسې د هغه (= الله) پرځاى بې له (څو) نامو بل څه نه نمانځئ،چې تاسې او پلرنو مو پرې ايښي دي او الله يې پر (حقانيت) كوم لاسوند نازل كړى نه دى،حكم يوازې د “الله” دى؛امر يې كړى،چې بې له ده بل مه نمانځئ،همدا سم سیده دين دى؛خو ډېرى خلك نه پوهېږي .

40_ د مشركانو خدايان؛ بې مسما نامې : د مشركانو خدايانو ته دا تعبير له دې لامله دى، چې ددى نامو (چې درناوى او غوړه مالي یې كوي) شاته کوم څیز نشته. دوى په حقيقت كې تش څو نامې نمانځي؛ لكه د سمندر خداى، د ځمكې خداى، د اسمان خداى او په څېر يې[28].

40_ له يو رغنده شعاره ناوړګټنه: د (( ان الحكم الا الله)) شعار، چې يو قرآني رغنده شعار دى او بې د الله له حکومته او څه چې پرې پاى مومي نورې هر ډول واكمنۍ نفې كوي؛ خو افسوس، چې د تاريخ په اوږدو كې څه هېښنده ناوړګټنې ترې شوي، چې يو له دې نه د نهروانو خوارج دي، چې د سر سري، وچ كلك، احمق اود پيكه سلېقې خاوندان ول، چې د صفين په جګړې كې يې د منځګړتوب نفې ته پردې شعار منګولې ولګولې او ويې ويل: د جګړې پاى يا د خليفه ټاكنې ته د منځګړي (حكم) ټاكنه ګناه ده؛ ځكه خداى وايي: (( ان الحكم الا لله – حكومت اومنځګړتوب يوازې د خداى دى))؛ له دې ناخبره ول، كه منځګړتوب او حكميت د هغو مشرانو له خوا وټاكل شي، چې د مشرۍ فرمان يې د خداى له لوري وي؛ نو حكم يې هم د خداى حكم دى؛ ځكه پاى هغه ته وررسي. كه علي (ک) منځګړي ټاكلي واى، حكم يې د علي (ک) حكم او د ده حكم د پېغمبر(ص) حكم او د پېغمبر(ص) حكم هم د خداى حكم و. له آره شونې نه ده، چې خداى نېغ په نېغ پر انساني ټولنه واكمني وكړي او لازم دي، چې له انسانانو يو شمېر وګړي (البته د خداى په فرمان) د حكومت واګې په لاس كې واخلي؛ خو  خوارجو دې څرګند حقيقت ته په بې پامۍ پر علي (ک) يې د حكميت نيوكه وكړه او ان (العياذ بالله) له اسلامه يې د حضرت علي د بېلارۍ دليل وګاڼه. دغسې، رغنده  کړنلارې، چې د ناپوهانو په لاس كې شي، د اسلامي حكومت د ويجاړولو، په بدترينو وزلو اوړي[29].  روايت شوى علي (ک) چې د خوارجو ددې آيت له ناوړګټنې خبر شو؛ نو ويې ويل: (( يوه حق خبره ده، چې پكې باطله موخه لري[30])).

قَالُوا أَضْغَاثُ أَحْلَامٍ وَمَا نَحْنُ بِتَأْوِيلِ الْأَحْلَامِ بِعَالِمِينَ ﴿۴۴﴾ = (مشرانو) وويل : (( دا خو ګډوډ خوبونه دي،چې موږ ددې ډول خوبونو پر تعبير نه پوهېږو.))   

44_ ګډوډ خوبونه: د مصر مشرانو،د پاچا خوبونه ګډوډ خوبونه ونومول، ډېر پېښېږي، چې انسان په خوب كې، بېلابېل خوبونه وويني او چې دا خوبونه په دې حال يو له بل سره ګډوډ شي؛ نو بيا ترې پايله اخستى نشو،چې پر حقيقت يې يوه خوله شو؛ له همدې كبله دې ډول خوبونو ته پرېشانه يا ګډوډ خوبونه وايي. لرې نه ده، چې د مصر پاچا دا هېښنده خوب، په يو خوب كې ليدلى نه وي؛ بلكې په دوه يا څو ځل يې ليدلى وي؛ لكه چې تورات هم اشاره ورته كړې، چې يو ځل يې د چاغو او ډنګرو غواوو خوب او په بل ځل يې د شنو او وچو وږیو خوب وليد. له همدې امله د مصر مشرانو يې خوبونه ګډوډ او پرېشانه خوبونه ونومول او ويې ويل: موږ يې د خوبونو په تعبير نه پوهېږو او يوازې سم خوبونه تعبيرولاى شو؛خو يوسف صديق په الهي پوهې تعبير كړل[31].

يُوسُفُ أَيُّهَا الصِّدِّيقُ أَفْتِنَا فِي سَبْعِ بَقَرَاتٍ سِمَانٍ يَأْكُلُهُنَّ سَبْعٌ عِجَافٌ وَسَبْعِ سُنْبُلَاتٍ خُضْرٍ وَأُخَرَ يَابِسَاتٍ لَعَلِّي أَرْجِعُ إِلَى النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَعْلَمُونَ ﴿۴۶﴾ = (زندان ته ورغى، ويې ويل:) يوسفه ! ډېر رښتونيه! دا راتعبير كړه، چې (“اوه څربې غواوې دي، چې اوه خوارې غواوې يې خوري او اوه شنه وږي او اوه وچ”) چې خلكو ته ورستون شم، ښايي (ددې خوب پر تعبير) پوه شي. 

46_ يوسف صديق: هغه سړي، چې يوسف(ع) ته صديق (ډېر رښتين) ووايه، علت يې دا و، چې په زندان كې يې دده او ملګري خوب ورتعبير كړى و او بيا سم راوخوت او هم يې په زندان كې د ده د ويناوو او كړنو رښتينتوب ليدلى و. پاموړ ده چې خدای ددې سړي د خبرې په ویلو یوسف ته دا ښكلى لقب تصديق كړ[32].

وَقَالَ الْمَلِكُ ائْتُونِي بِهِ فَلَمَّا جَاءَهُ الرَّسُولُ قَالَ ارْجِعْ إِلَى رَبِّكَ فَاسْأَلْهُ مَا بَالُ النِّسْوَةِ اللَّاتِي قَطَّعْنَ أَيْدِيَهُنَّ إِنَّ رَبِّي بِكَيْدِهِنَّ عَلِيمٌ ﴿۵۰﴾ = او باچا وويل :(( ما ته یې راولئ .))؛خو چې استازى يوسف ته ورغى (يوسف ورته) وويل : ((خپل باچا ته ورستون شه او د هغو ښځو حال ترې وپوښته،چې خپل لاسونه يې غوڅ كړي وو؟ بېشكه چې پالونكى مې د دوى پر مكارۍ ښه خبر دى .))

 50_ د نفس عزت: يوسف (ع) نه غوښتل، چې په سادګۍ له بنده ازاد شي او د پاچا د بښنې پيغور ومني. نه يې غوښتل داسې ژوند وكړي، چې تر ازادۍ روسته د يو مجرم يا لږ تر لږه د تورن په نامه ياد شي، چې پاچا بښلى وي.غوښتل يې ړومبى يې د بنديتوب د علت په اړه څېړنه وشي او بې ګناهي او پاكلمنتوب يې پوره ازباد شي او بيا تبرئه او سرلوړى ازاد شي. په ترڅ كې د مصر د واكمنۍ پړه او چټلي جوته كړي[33].  له پېغمبر اكرم(ص) په يوه روايت كې لولو: (( د حضرت يوسف(ع) زغم او ستريا هېښوونكي دي، چې ورغلل او د پاچا د خوب تعبير يې ترې وپوښت،ویې نه ويل، څو له بنده خوشې شوى نه يم درته يې نه وايم؛ خو چې ورغلل، چې خوشې يې كړي؛نو راو نه ووت، څو پرې له لګېدلي توره، پاك او تبرئه شي[34])) همدا زغم او ستريا لامل شول. پاچا چې لومړى (50 آيت) ويلي و (( را يې ولئ)) (په 54 آيت كې) ووايي: ((رايې ولئ، چې ځانګړى (سلاکار) مې شي))[35].

ذَلِكَ لِيَعْلَمَ أَنِّي لَمْ أَخُنْهُ بِالْغَيْبِ وَأَنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي كَيْدَ الْخَائِنِينَ ﴿۵۲﴾ = (يوسف وويل:) دا خبره مې؛ ځكه وكړه چې (عزيز) په دې پوه شي، چې ما پسې شا خيانت ورسره کړی نه دى او په رښتیا چې الله د خاينانو چلونه ځاى ته نه رسوي. 

52_ يوسف پخپله خپل پاكلمنتوب جوتوي: بايد پام مو وي، چې دا آيت او ورپسې آيت، د حضرت يوسف (ع)  خبره ده او نه د مصر د عزيز د مېرمنې. دا دود – د چا خبره كول، چې نامه يې وانخستل شي – په قرآن كې ډېر كارېدلى دى. د يوسف ددې خبرې ((دا خبره مې ځكه وكړه)) منظور، هماغه خبره ده، چې يوسف په دوه مخكې آيتونو كې د خپلې بې ګناهۍ اثبات ته د څېړنې په اړه وكړه. يوسف(ع) وويل، غوښتنه مې ځكه وكړه، چې حقيقت بربنډ شي، چې ړومبى د مصر عزيز يقين وكړي، چې ما يې تر شا له مېرمن سره څه خيانت كړى نه دى او دويم داچې ټول وپوهېږي، چې څوك خاين دى او په ټوليز ډول خاينان تورمخي شي. په ترڅ كې، د يوسف(ع) دې خبرې، ټولو ته دده پاكي او صداقت جوت كړ؛ نو چې كله يې د مصر د زېرمو پالندوينې ته خپل چمتووالى اعلان كړ، پاچا سم له لاسه ومنله.

وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لَأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلَّا مَا رَحِمَ رَبِّي إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَحِيمٌ ﴿۵۳﴾ = او [زلیخا وویل:] ځان نه سپېنوم؛ (ځکه) چې (سركښ) نفس بد امره دی؛ خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ ځكه پالونكى مې لورین  بښونكى دى :))

53_ خو چې پالوونكی مې ولورېږي: لكه چې په مخكې آيتونو كې وكتل شول، حضرت يوسف (ع) خپله بې ګناهي جوته كړه او اعلان يې كړه، چې د مصر له عزيز سره يې خيانت كړى نه دى؛ خو داچې يوسف (ع) د خداى له نږدې بندګانو ځنې و او ټول ځواکونه يې د خدای ګڼل او ځان ته د خداى په مقابل کې پر كوم بل ځواک قايل نه و؛ نو ځكه يې د سرغړاند نفس پر وړاندې ځانساتنه، د خداى له لوري يو لورنه وښووله او نه يې د ځان وياړ. هو! يوسف (ع) بې له الهي پېرزوينې ځان د نورو بشري وګړيو په څېر ګڼه، چې څارويزو غوښتنو او شهواتو ته ګونډه وهي؛ خو پر چاچې خداى ولورېږي؛ نو له خورا سختو ازمېينو به بريالى راووځي[36].

قَالَ اجْعَلْنِي عَلَى خَزَائِنِ الْأَرْضِ إِنِّي حَفِيظٌ عَلِيمٌ ﴿۵۵﴾ = (يوسف) وويل : (( ما ددې هېواد (د مصر) پر (اقتصادي) سرچينو وګوماره،چې کارپوه ساتونكى يم .))

55_ تر سوكړې له بدتر خطره د خلكو ژغورنه: له ځينو رواياتو ګټنه كېږي،چې يوسف (ع) پردې سربېره، چې ټولنه یې د سوكړې له خطره وژغورله؛ د شرك له خطره يې هم وژغورله.  له امام رضا (رح) په يوه روايت كې راغلي، چې ((يوسف (ع) په اوه كلنۍ پراخۍ كې، دا اذوقې او خوراک په راټولولو لګيا شو، چې د سوكړې كلونه راورسېدل، دا اذوقې په پلورلو يې پيل وكړ. په لومړي كال يې خوراك توكي په نقدو پيسو (دينار او درهم) پلورل او په دې توګه د مصر د ټولو نغدو پيسو خاوند شو. په دويم كال يې خوراك توكي په ګاڼو او جواهراتو وپلورل او په دې توګه د ټولو ګاڼو او جواهرو خاوند شو، په دې توګه، پر درېيم كال يې د څارويو، پر څلورم كال يې د مريانو او وینځو، پر پينځم كال يې د كورونو او جايدادونو، پر شپږم كال يې د كرنې او رودونو او پر اوم كال، دا چې مصريانو ته څه ورپاتې نه ول، ناچار خوراكي توكي يې د ځان پلورلو په بيه وپېرل او په دې توګه ټول مصريان د يوسف (ع) مريان شوو او په دې وخت كې يې يو بل ته ويل: موږ بيخي خبر نه يو، چې خداى چاته دغسې سلطنت او واكمني وركړي وي او بل داسې پوه او مدبر پاچا هم نه پېژنو .په هغه وخت كې، حضرت يوسف (ع) د مصر پاچا ته وويل: ماته د خداى د راكړيو نعمتونو په هكله څه وايې؟ پوه شه، چې ما دوى له بدمرغۍ ژغورلي نه دي، چې پخپله يې مالك او كړاو ورته شم. پاچا وويل: چې هر څه وايې. يوسف (ع) وويل: زه، خداى او تا شاهد نيسم، چې ټول مصريان ازادوم او شتمني يې بېرته وركوم، همدغسې واك، سلطنت او تاج و تخت دې هم درسپارم؛ خو داچې زما پر دود به چلېږې او يوازې زما په خبره به پرېكړه كوې. پاچا وويل: ددې وړانديز منل، زما توبه ده او ماته وياړ دى، چې زه به يوازې ستا په دين او دود روان يم او يوازې په خبره به دې پرېكړه كوم. كه ته نه واى؛ نو لار مې نه مونده او دا ته وې، چې زما واكمني دې وساتله او ټينګه دې كړه او ګواهي وركوم، چې يوازې ((الله) نمانځوړ دى او ته يې پېغمبر يې؛ نو پردې منصب، چې مې ټاكلى يې، پاتې شه، چې راته لوړ مقامى او د ډاډ وړ يې))[37].

وَجَاءَ إِخْوَةُ يُوسُفَ فَدَخَلُوا عَلَيْهِ فَعَرَفَهُمْ وَهُمْ لَهُ مُنْكِرُونَ ﴿۵۸﴾ = (د كنعان سيمه سوکړې نيولې وه) او د يوسف روڼه (د خوراک توکيو (غله) د لاس ته راوړو لپاره مصر ته) راغلل او هغه ته ولاړل،يوسف دوى وپېژندل؛ خو روڼو يې يوسف ونه پېژاند.       

58_ يوسف (ع) څلوېښت كاله روسته له روڼو سره وليدل: ويل شوي، چې يوسف (ع) څلوېښت كاله روسته له خپلو روڼو سره وكتل؛ نو ځكه يې يوسف و نه پېژانده. پردې سربېره، روڼو يې بیخي فكر نه كاوه، چې هغه يوسف به وزير شي، چې پر هغه حال په څاه كې ولوېد او په څو درهمو وپلورل شو[38]. يوسف(ع) هم، ځان په پيل كې خپلو روڼو ته ور و نه ښود؛ ځكه ړومبى يې غوښتل خپل سكه ورور راوغواړي، چې نورو ته د ځان ورښوولو په وخت كې سكه ورور يې هم حاضر وي (؛لكه، چې په 90 او 91 آيتونو كې راغلي دي) او ناسكه روڼو ته وروښيي، چې خداى د صبر او تقوى په پار هغه او رور يې (چې سكه رور يې هم د روڼو د كينې له لاسه سخت ربړېدلى و،) په خپلې پېرزوينې كې رانغاړلي دي[39]. بنيامين، د حضرت يوسف (ع) سكه رور و او نور يې ناسكه وو.

قَالَ هَلْ آمَنُكُمْ عَلَيْهِ إِلَّا كَمَا أَمِنْتُكُمْ عَلَى أَخِيهِ مِنْ قَبْلُ فَاللَّهُ خَيْرٌ حَافِظًا وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۶۴﴾ = (يعقوب) وويل :(( ايا دده په اړه هماغسې باور درباندې وكړم؛ لكه چې تر دې مخكې مې دده د رور(يوسف) په باب درباندې كړى و (او ومو ليدل،چې څه وشول) ؟! او (په هر حال) الله ډېر ښه ساتندوى (او) د لورنو ډېر لورين دى .))

64_ پر الهي لورنې د يعقوب (ع) ډاډ: حضرت يعقوب (ع) په پيل كې د خپلو زامنو دا غوښتنه ونه منله، چې بنيامين ورسره ولاړ شي؛ ځكه د يوسف (ع) په پېښه كې يې جوته كړې وه، چې امين او ډاډمن نه دي او زامنو يې، چې د يوسف د ساتنې په هكله كومه ژمنه وركړې وه(12 آيت)، د بنيامين په باب يې هم وركړه (63 آيت) او ويې ويل: ((انا له لحافظون)) خو يعقوب (ع) يې خبره و نه منله او چې ويې ليدل، ډاډمنېدل پرې بې ګټې دي، پر خداى او د خداى پر ساتنې يې زړه وتاړه او ويې ويل ((فالله خير حافظاً)) او علت يې هم ووايه، چې ((وهو ارحم الراحمين)). ډېر داسې كېداى شي، چې بې له خدايه، پر بل تن ډاډ وشي او کوم امانت وروسپارل شي؛ خو په ورسپارل شوي امانت او پر هغه ونه لورېږي، چې امانت يې وركړي؛ خو خداى په هغه ځاى کې چې بايد ولورېږي، خپله لورنه نه درېغوي او پر هغه عاجز انسان لورېږي، چې خپل چار یې ورسپارلى. ددې غونډلې په باب په يو روايت كې لولو: يعقوب (ع) ، چې ((فالله خير حافظاً وهو…..)) وويل؛ نو بيا خداى وويل: ((پر عزت مې قسم، داچې پر ما دې توكل او ډاډ وكړ، زه هم دواړه (يوسف او ورور يې) درستنوم))[40].

قَالَ لَنْ أُرْسِلَهُ مَعَكُمْ حَتَّى تُؤْتُونِ مَوْثِقًا مِنَ اللَّهِ لَتَأْتُنَّنِي بِهِ إِلَّا أَنْ يُحَاطَ بِكُمْ فَلَمَّا آتَوْهُ مَوْثِقَهُمْ قَالَ اللَّهُ عَلَى مَا نَقُولُ وَكِيلٌ ﴿۶۶﴾ = و يې ويل :(( درسره به یې و نه لېږم، څو ټينګه الهي ژمنه راسره وكړئ،چې هرومرو به یې بېرته رارسوئ ؛خو دا چې (د مرګ يا بل لامل له مخې) بېوسې شئ؛ نو چې ژمنه یې ورسره وكړه؛ نو پلار يې وويل :”څه چې وايو، الله پرې څارن او ساتندوى دى! ))

66_ د يعقوب (ع) انصاف: مفسرانو ددې غونډلې ((خو دا چې ( د مرګ يا بل لامل له مخې) بېوسي شئ)) په اړه ويلي، چې ددې استثنا يادول، د يعقوب پېغمبر(ع) د درايت او انصاف نښه ده، سره له دې، چې بنيامين ورته ډېر ګران و؛ خو پر نورو زامنو يې له وسې هاخوا مسووليت وركېنښود او ويې ويل: زوى مې درنه غواړم؛ خو كه داسې پېښه وشي، چې له وسې مو هاخوا وي، چې په دې حال كې، څه پړه درباندې نشته[41].

وَقَالَ يَا بَنِيَّ لَا تَدْخُلُوا مِنْ بَابٍ وَاحِدٍ وَادْخُلُوا مِنْ أَبْوَابٍ مُتَفَرِّقَةٍ وَمَا أُغْنِي عَنْكُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِنِ الْحُكْمُ إِلَّا لِلَّهِ عَلَيْهِ تَوَكَّلْتُ وَعَلَيْهِ فَلْيَتَوَكَّلِ الْمُتَوَكِّلُونَ ﴿۶۷﴾ = او (مصر ته د خوځېدو پرمهال، يعقوب) وويل :(( زامنو! (ښار ته ټول) پر يوه وره مه ورننوځئ؛ بلكې له بېلابېلو ورونو ورننوځئ (چې د خلكو درته پام نشي) او (زه په دې سپارښتنه) د الله له لوري د (کېدونکې) کومې پېښې مخه نشم نيواى، حكم يوازې د الله دى، ما پر هماغه توكل كړى او توكل كوونكى بايد توكل پرې وكړي.))

67_ خداى ته په عين پام كې له وزلو او لاملونو ګټنه: له دې آيته معلومېږي، چې يعقوب (ع) پر يولسو زامنو وېرېده. ډار يې له دې و، چې د خلكو سترګې به يې ووهي يا به كينه ورسره وكړي او له منځه به يې يوسي، يا به له دوى وډار شي او د ماتې لپاره به يې دسيسه جوړه او وبه يې وژني يا به پرې يو بل كړاو راولي؛ نو ځكه يې ورته وويل، چې په يوه وره مه ننووځئ؛ بلكې خپاره واره او په څو ورونو ننووځئ؛ البته داچې څوك و انګېري، چې د يعقوب (ع) دا سپارښتنه په يوازېتوب او بې د خداى له ارادې كار سازې او د ستونزې هواروونكې ده، سملاسي وايي، زه مو د خداى له خوا د هرومرو رامنځ ته كېدونكې کومې پېښې بچولای نشم؛ ځكه حكم او فرمان يوازې د خداى دى، چې څه مې وويل، پخپله خداى رازده كړي او دا يې هم په غوښتنې دي. له همدې امله د آيت په پاى كې يې پر خداى توكل ياد شوى دى. له دې آيته مهم درس دادى، چې نبايد وزلې او لاملونه بې ارزښته او چټي وګڼو؛ بلكې بايد كار ترې واخلو. همداراز بايد پام مو وي، چې پخپله وزلې او لاملونه څه نه دي او كه څه اغېز لري، د خداى په حكم يې لري او كه داسې څه وي، چې زړه ورپورې وتړل او ډډه پرې ووهل شي؛ نو په حقيقت كې هغه الله دى[42].

وَلَمَّا دَخَلُوا مِنْ حَيْثُ أَمَرَهُمْ أَبُوهُمْ مَا كَانَ يُغْنِي عَنْهُمْ مِنَ اللَّهِ مِنْ شَيْءٍ إِلَّا حَاجَةً فِي نَفْسِ يَعْقُوبَ قَضَاهَا وَإِنَّهُ لَذُو عِلْمٍ لِمَا عَلَّمْنَاهُ وَلَكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لَا يَعْلَمُونَ ﴿۶۸﴾ = او هماغسې د خپل پلار له لارښوونې سره سم، ښار ته ورننووتل، دې كار الهي حتمي پېښه ترې ایسارولای نشوه؛ خو [هر څه چې وو] د يعقوب يوه روحي اړتيا وه، چې (په دې توګه يې) پوره كړه (او خاطر يې ارام شو) او بېشكه هغه زموږ د ورښوولي علم خاوند و؛ خو ډېرى خلك نه پوهېږي (چې تقدير پر تدبير نه بدلېږي) .

68_ پرېمانه پوهه يې زموږ له ښوونو ده: دا پوهه، له اكتسابي او موهبتي پوهو ورهاخوا ده، چې خداى یې نږدې بندګانو ته وركوي؛ دا يوه داسې پوهه ده، چې تېروتنه پكې کېداى نشي. له همدې لامله د آيت په پاى كې وايي: (( خو ډېرى خلك نه پوهېږي)) او له دې پوهې بې برخې دي. خداى په دې غونډلې، يعقوب (ع) ستايي او حقوال يې بولي او زامنو ته يې سپارښتنه او پر خداى يې توكل د يو سم او عالمانه چار په توګه تصديقوي او پوهوي، چې خداى د همدې اړخونو په پار، د يعقوب (ع) دنننۍ اړتيا پوره كړه او يوسف (ع) يې ورستون كړ[43].

فَلَمَّا جَهَّزَهُمْ بِجَهَازِهِمْ جَعَلَ السِّقَايَةَ فِي رَحْلِ أَخِيهِ ثُمَّ أَذَّنَ مُؤَذِّنٌ أَيَّتُهَا الْعِيرُ إِنَّكُمْ لَسَارِقُونَ ﴿۷۰﴾ = او چې (د يوسف مامور) څټې یې وروتړلې؛ نو د باچا د اوبو څښلو کټورى يې د ده د (سكني) رور په څټه كې كېښود، بيا (د يوسف په لارښوونه) جارچي نارې كړې : (( كاروانيانو! تاسې غله ياست.))

 70_ يوسف (ع) څنګه يو بې ګناه په غلا تورن كړ؟: ايا جايزه وه، چې يو بې ګناه په غلا تورن كړي؛ داسې تور، چې پر نورو روڼو يې هم لږ و ډېر سپېرې اغېزې پرېوتې؟ ځواب يې دادى، چې دا چار د بنيامين په خوښه و؛ ځكه يوسف (ع) ؛ خو ځان مخكې همده ته ورښوولى و او پوهېده، چې دا نقشه يې پاتېدو ته جوړه شوې ده؛ خو روڼه يې نه تورنېدل. دې چار يوازې لنډ مهاله خپګان او اندېښمني رامنځ ته كوله، چې مهم ازمېښت ته یې څه خنډ نه درلود[44]؛ چې د ګران زوى د لاسه وتو په بدل كې د يعقوب (ع) مقاومت وازمېیل شي او له دې لارې، د بشپړتيا كړۍ پوره او ستر ثواب يې ور په برخه شي. همداراز بيا په دې پېښه كې روڼه هم د ازمېښت په بټۍ كې واچول شي، چې ايا چمتو دي له پلار سره هغه ژمنه پوره كړي كه نه، چې بنيامين به يوازې پرېنږدي. بلخوا جوت شي، كوم كسان، چې دا خبره كوي، چې ((كه دې رور غلا كړې، تردې وړاندې بل رور يې هم غلا كړې وه)) [45]. پردې سربېره، د همدې آيت په وينا، د تور وياند ((تاسې غله ياست)) بې له يوسف (ع) نور كسان (دولتي مامورين) ول، چې قرآن يې له هويت سره څه كار نه لري؛ نو دا نقشه د حضرت يوسف (ع) له پاكلمنتوب سره په ټكر كې نه ده او بيخي ګناه نه شمېرلېږي[46].

فَبَدَأَ بِأَوْعِيَتِهِمْ قَبْلَ وِعَاءِ أَخِيهِ ثُمَّ اسْتَخْرَجَهَا مِنْ وِعَاءِ أَخِيهِ كَذَلِكَ كِدْنَا لِيُوسُفَ مَا كَانَ لِيَأْخُذَ أَخَاهُ فِي دِينِ الْمَلِكِ إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ نَرْفَعُ دَرَجَاتٍ مَنْ نَشَاءُ وَفَوْقَ كُلِّ ذِي عِلْمٍ عَلِيمٌ ﴿۷۶﴾ = 76   نو په دې وخت كې  (يوسف) د خپل (سكني) ورور له څټې مخكې د هغو نورو د څټو په لټولو پيل وكړ،چې کټورى يې د خپل ورور له څټې راوايست،په دې توګه مو يوسف ته چاره او تدبير ورښوولى و (؛ځكه) هغه (د مصر) د باچا د قانون له مخې خپل رور نشو نيواى؛خو داچې الله وغواړي . زموږ چې چا ته خوښه شي، درجې يې لوړوو او د هر يو پوهندوی پر سر بل ښه پوه شته (خو له الله سره نه برابر شته او نه ترې پورته)

 76_ ولې يوسف(ع) له خپلو روڼو سره د دوی پر دود وچلېد؟: كه يوسف (ع) له بنيامين سره د مصر د قوانينو له مخې وچلي؛ نو بايد و يې وهي او بندي يې كړي او پردې سربېره، چې د رور د ځورونې لاملېده؛ خپلې موخې ته هم نه رسېده، چې له ځان سره يې د رور ساتنه وه؛ نو ځكه يې مخكې له خپلو روڼو منښته واخسته، كه غلا مو كړې وي، تاسې څه سزا وركوئ. دوى هم د خپل دود له مخې ځواب وركړ، چې په سيمه كې مو دود دى، چې غل د غلا په بدل كې نيسي او كار تېر اخلي. حضرت يوسف(ع) هم د همدې دود له مخې ورسره وچلېد؛ ځكه د مجرم د سزا يوه لار دا ده، چې مجرم ته د ټولنې د قانون او دود له مخې سزا وركړاى شي[47].

قَالُوا إِنْ يَسْرِقْ فَقَدْ سَرَقَ أَخٌ لَهُ مِنْ قَبْلُ فَأَسَرَّهَا يُوسُفُ فِي نَفْسِهِ وَلَمْ يُبْدِهَا لَهُمْ قَالَ أَنْتُمْ شَرٌّ مَكَانًا وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا تَصِفُونَ ﴿۷۷﴾ = (روڼو) وويل : ((كه (نن) یې (بنيامين) غلا كړې (؛نو د حيرانتيا خبره نه ده؛) تردې مخكې رور يې (يوسف) هم غلا كړې ده.)) يوسف (سخت خپه شو او) دا خپګان يې پر زړه  وزغامه او ورته يې ښكاره نه کړ؛(همدومره يې په زړه کې) وويل : (( تاسې ( زما په آند) د مرتبې ( چې رور مو له پلاره غلا كړ او د مريي په نامه مو وپلوره) له پلوه ډېر بد خلك ياست او الله په هغه خبره ښه پوهېږي،چې تاسې يې (د يوسف په اړه) كوئ .))

 77_ په يوسف (ع) پسې د غلا د تور جوړه: سمه ده، چې وروڼو يې پر يوسف (ع) ناروا تور وتاړه،په دې ګومان، چې په هغو كړكېچنو شېبو كې ځانونه پاك كړي؛خو هرومرو دې چار يو دليل درلود. له امام رضا (رح) په يو روايت كې راغلي، چې اسحاق (ع) يو كمربند يا پټو درلود، چې پېغمبرانو يا مشرانو، يو په بل پسې په ميراث وړه. د يوسف (ع) پر مهال، دا پټو د يوسف (ع) له ترور (عمه) سره و. يوسف هم په وړوكتوب كې له خپلې ترور سره اوسېده او يوسف (ع) ورته ډېر ګران و. يوه ورځ يعقوب (ع) په خپلې خور پسې يو تن ورولېږه، چې يوسف (ع) راولېږه، چې ويې ګورم، بيا به يې درستون كړم. د يوسف (ع) ترور د يعقوب له استازي مهلت وغوښت، چې يوسف يوه بله شپه هم ورسره پاتې شي، پر سبا يې، د اسحاق (ع)  ميراثي كمربند د يوسف له ملا وروتاړه او كميس يې ورواغوست او خپل پلار ته يې ورولېږه. څه موده روسته په يوسف (ع) پسې یعقوب (ع) ته ورغله او و يې ويل: څه وخت كېږي، چې خپل ميراثي كمربند مې ورك كړى او اوس يې له يوسف سره وينم. داچې پر هغه مهال دود و، كه چا څه غلا كوله؛ نو د خدمتګار په توګه، د مال له خاوند سره پاتېده؛ نو ځكه يې يوسف پر همدې پلمه له ځان سره بوته او يوسف (ع)  ورسره اوسېده[48].

قَالَ مَعَاذَ اللَّهِ أَنْ نَأْخُذَ إِلَّا مَنْ وَجَدْنَا مَتَاعَنَا عِنْدَهُ إِنَّا إِذًا لَظَالِمُونَ ﴿۷۹﴾ = يوسف وويل :(( پناه پر الله ،كه بې له هغه بل ونيسو،چې زموږ لوښى (کټورى) ورسره راوتلى؛ نو له ظالمانو به يو.))

79_ يوسف (ع) په ځير خبرې كولې: پاموړ ټكى دا دى، چې يوسف (ع) خپل ورو په غلا نه تورنوي؛ بلكې وايي، چې خپل څيز مو ورسره وموند. دا پردې دليل دى، چې يوسف (ع) په ځير خپلې خبرې كولې، چې په ژوند كې هډو د ګناه څه خبره ونكړي[49].

ارْجِعُوا إِلَى أَبِيكُمْ فَقُولُوا يَا أَبَانَا إِنَّ ابْنَكَ سَرَقَ وَمَا شَهِدْنَا إِلَّا بِمَا عَلِمْنَا وَمَا كُنَّا لِلْغَيْبِ حَافِظِينَ ﴿۸۱﴾ = 81   خپل پلار ته ورستانه شئ او (ورته)  ووايئ : پلاره ! په رښتینه کې زوى دې غلا كړې او چې څه راته معلوم دي، بې له هغه مو شاهدي نه ده ورکړې او موږ د پټو (چارو) څارونکي نه وو.

 81_ له غيبو خبر نه وو: په دې آيت کې له غيبو د يعقوب (ع) د زامنو منظور، د بنيامين غله كېدل وو، چې په څټه كې يې د كټوري تر پيدا كېدو مخكې ترې خبر نه و. په دې توګه په دې آيت كې يې د خبرې مانا داسې وه: پلار جانه! زوى دې غلا وكړه، موږ يوازې د غلا د سزا په اړه، چې پوهېدو ګواهي وركړه او نه پوهېدو، چې بنيامين غلا كړې او نيول كېږي، كه نه ګواهي مونه وركوله، چې ونه نيول شي[50].

قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ أَنْفُسُكُمْ أَمْرًا فَصَبْرٌ جَمِيلٌ عَسَى اللَّهُ أَنْ يَأْتِيَنِي بِهِمْ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۸۳﴾ = (يعقوب) وويل : (( (داسې نه ده)؛بلكې ځاني غوښتنو مو (ناسم) عمل درښايسته كړى؛ نو زه صبر كوم؛خو ښكلى صبر (چې ناشكري پكې نه وي) هيله ده، چې الله ټول راته راولي؛(ځكه) چې هغه پوه حكيم دى .))

 83_ د يعقوب (ع) له ليد لوري د بنيامين د وركېدو علت او……: ((ځاني (غوښتونو) مو مساله دغسې درپسوللې ده.)) د یعقوب (ع) دا خبره چې د یوسف تر وركېدو روسته يې (18 آيت) هم كړې وه وکړه د بنيامن د نيوو په اړه د خپلو زامنو د دروغجن ګڼلو يا پرې د تور لپاره نه وه؛ ځكه قراينو ښووله، چې رښتيا وايي او بنيامين نيول شوى و؛بلكې حضرت يعقوب (ع) د خداى وركړې ځيركۍ له مخې پوه شو، چې نيول يې د يوسف له وركېدو سره تړاو لري او پوهېده، چې وركېدل يې د وروڼو د ځاني غوښتنو له مخې و. په همدې دليل، و يې نه ويل، چې هيلمن يم خداى دې بنيامين راته راولي؛ بلكې ويې ويل هيلمن يم، چې ټول (؛يعنې يوسف، بنيامين او مشر ورور، چې په مصر كې پاتې شو) راستانه شي او په دې توګه يې وپوهول، چې د دوى وركېدل،د ناپوهو او ګناهكارو زامنو د ځاني غوښتنو د دوكې له لامله و[51].

83_ ښكلى صبر: په يو روايت كې لولو، چې اما باقر (رح) وپوښتل شو: (( ښكلى صبر)) څه دى؟ امام وويل: هغه صبر دى، چې پكې هيچاته شكايت ونشي. يوه ورځ ابراهيم (ع) يعقوب(ع) (چې لمسى يې و،) د يو چار لپاره په يو عابد راهب پسې ولېږه، چې راهب، يعقوب (ع) وليد، په دې ګومان، چې ابراهيم(ع) دى، ښه راغلاست ته يې وروځغاستل او په غېږ كې يې راونيو او ويې ويل: ښه راغلاست ابراهيم خليل الرحمان. يعقوب ورته وويل: زه ابراهيم خليل الرحمان نه يم؛ بلكې يعقوب د اسحاق زوى، د ابراهيم زوى يم. راهب وويل: نو ولې دې دومره بوډا او مات وينم؟ ويې ويل: خپګان او ناروغۍ (پردې حال كړى يم) امام باقر (رح)وويل: يعقوب (ع) لا د راهب د وره خولې ته رسېدلى نه و، چې خداى وحې ورولېږله: يعقوبه! بندګانو ته زما (له قضا او قدره) شكايت كوې؟! يعقوب (ع) پر هماغه شېبه پر سجده پرېووت او ويې ويل: پالونكيه! بيا دا چار نه كوم. خداى هم وحې ورولېږله، چې دا ځل مې وبښلې، بيا يې مه كوه. تردې روسته، چې څه دنیوي نا دودې پرې راتلې، هيچا ته يې شكايت نه كاوه؛ خو دا چې يوه ورځ يې وويل: (إِنَّمَا أَشْكُو بَثِّي وَحُزْنِي إِلَى اللّهِ وَأَعْلَمُ مِنَ اللّهِ مَا لاَ تَعْلَمُونَ)[52].

يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْأَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لَا يَيْأَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ﴿۸۷﴾ = زامنو! ولاړشئ، يوسف او رور يې ولټوئ او د الله له رحمته مه نهيلېږئ،چې يوازې كافران يې له رحمته نهيلېږي .))

87_ يعقوب(ع) له كومه پوهېده، چې يوسف ژوندى دى؟: تردې آيت لاندې روايت شوى، چې ((حنان بن سدير)) امام باقر (رح) وپوښت: ايا يعقوب (ع) پوهېده، چې يوسف ژوندى دى، حال دا له يوسفه يې له بېلتون شل كاله تېر شوي ول؟ امام وويل: ((هو! پوهېده. ګهيځ مهال يې له خدايه وغوښتل، چې د مرګ پرښته (عزرائيل) ورته راشي. عزرائيل راكوز شو او ويې ويل: يعقوبه! څه غواړې؟ يعقوب (ع) وويل: راته ووايه، چې ارواح بېل بېل اخلې كه يو ځاى؟ ويې ويل: جلا جلا يې اخلم. يعقوب وويل: ايا د يوسف روح دې هم اخستى؟ د مرګ پرښتې وويل: نه. يعقوب له همدې ځايه پوه شو، چې ژوندى دى؛ نو ځكه يې خپلو زامنو ته وويل: زامنو! ولاړ شئ، يوسف او رور يې ولټوئ))[53].

87_ يوازې كافران د خداى له لورنې نهيلېږي: د شرك او كفر تر سترې ګناه روسته، د خداى له لورنې نهيلېدل او ځان د خداى له عذابه بچ ګڼل، له سترو ګناهونو ځنې شمېرل شوي دي. د قرآن له آيتونو او رواياتو ګټنه كېږي، چې بايد مؤمن همېشه ځان د الهي عذاب او د خداى د رحمت ترمنځ وبولي؛ نه ځان داسې د خدای له عذابه خوندي وګڼي، چې پر هرې ګناه ككړ شي او نه له الهي لورنې نهيلى شي، چې له لامله يې له ځان جوړونې پاتې شي. كه كوم انسان د خداى له لورنې نهيلى شي (؛لكه چې دا آيت د يعقوب له خولې وايي)؛ نو پر خداى كافر شوى دى؛ ځكه نور يې خداى بښلاى او په خپل رحمت كې يې رانغاړلاى نشي[54].  په رواياتو  كې، د خداى له رحمته د نهيلۍ په اړه ډېر سخت تعبيرونه راغلي؛ لكه له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((ستره ګناه له خداى سره شرك دى….. ورپسې د خداى له رحمته نهيلي….. او بيا ځان د خداى له عذابه خوندي ګڼل دي))[55].

قَالَ لَا تَثْرِيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ يَغْفِرُ اللَّهُ لَكُمْ وَهُوَ أَرْحَمُ الرَّاحِمِينَ ﴿۹۲﴾ = (يوسف) وويل : (( نن هیڅ پړه درباندې نشته، الله دې بښنه درته وکړي او هغه د لورنو ډېر لورين دى؛

92_ د ځواكمنۍ پر مهال بښنه؛ د پېغمبرانو خوى دى: مخكې آيتونه، په څرګنده مهم اخلاقي زده كړه او اسلامي سپارښتنه رازده كوي، چې پر دښمن د بريا په حال كې، كينه كښ او غچ اخستونكي مه اوسئ او د ځواكمنۍ پر مهال بښنه وكړه. په زړه پورې؛ خو داچې رسول اكرم (ص) په ورته شرايطو د مكې په سوبې كې د شرك او بوتپالۍ په خونړيو دښمنانو لاسبرى شو، ورته يې وويل: (( قريشو! ګومان كوئ، چې په اړه مو څه حكم وكړم؟….. په اړه مو هماغه څه وايم، چې رور مې يوسف د بريا پر مهال خپلو روڼو ته وويل: (( نن پړه او رټنه درباندې نشته[56])).

اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿۹۳﴾ = دا كميس مې درسره يوسئ او زما د پلار پر مخ يې ورواچوئ بېرته ليدونکى به شي او ټوله کورنۍ مو راولئ .

93_ چې خداى څه غواړي، هماغه كېږي: د يوسف سورت له زده كړو يو هم د مخلوقاتو پر ارادې د خداى د ارادې لاسبري ده. روڼو یې یوسف، په څاه كې وغورځاوه، چې ذليل شي؛خو هماغه لامل شو، چې د مصر د عزيز په كور كې مېشت او عزتمن شو. د عزيز مېرمن بندي كړ، چې خوار یې كړي؛ خو يې لامل شو، چې پاچا ته د مقام خاوند شو. روڼو يې پلار ته په وينو لړلى كميس يووړ او يعقوب (ع) يې له خپګانه ړوند شو؛ خو خداى وغوښتل، چې د يوسف په كميس يې بېرته بينا او سترګور كړي. لنډه خبره داچې ټول ظاهري اسباب يو لاس شول، چې يوسف خوار كړي؛ خو خداى غوښتل، چې ورځ تر ورځې ښه عزتمن شي او دغسې وشو: ((والله غالب على امره))[57].

قَالُوا يَا أَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا إِنَّا كُنَّا خَاطِئِينَ ﴿۹۷﴾ = (زامنو يې) وويل : ((پلاره! له خدايه زموږ د ګناهونو بښنه راته وغواړه،چې موږ ګناهګاران وو .))

 97_ توسل؛ له قرآنه يو حقيقت: له دې آيته ګټنه كېږي، چې له بله د استغفار غوښتنه، نه يوازې له توحيد سره ټكر نه لري؛ بلكې د پالونكي پېرزوينې ته د ورسېدو يو لار ده؛ كه نه څنګه شونې وه، چې يعقوب (ع) د ځانونو په هكله د خپلو زامنو استغفار ومني او توسل ته يې د هوكړې ځواب وركړي؟! دا راښيي، چې پر الهي اولياوو توسل، يو جايز چار دى او هغوى چې منع كوي او د توحيد له آر سره يې مخالف ګڼي، د قرآن له آيتونو سمه پوهه او پوهېدنه نه لري يا يې غلط تعصبونه لاملېږي، چې د قرآن د پوهاويو حقايقو ته ور و نه رسي[58].

قَالَ سَوْفَ أَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّي إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ ﴿۹۸﴾ = 98   ویې ويل :(( ژر به له خپل پالونكي بښنه درته وغواړم،چې هغه ډېر بښونكى (او) لورين دى .))

98_ ولې يعقوب (ع) خپلو زامنو ته د بښنې غوښتل ځنډ كړل؟: ښايي علت يې دا وي، چې د يوسف(ع) په ليدو يې د خداى نعمت پرې پوره شي او زړه يې په ټوله مانا خوشحاله شي او له زړه يې د يوسف (ع) د بېلتون د خپګان اغېزې پاكې شي او بيا په زړه سواندۍ زامنو ته بښنه وغواړي. ښايي (لكه چې په ځينو رواياتو كې راغلي) د ځنډ لامل دا و، چې په داسې وخت كې بښنه ورته وغواړي، چې دعا پكې ډېره قبلېږي؛ لكه چې له امام صادق (رح) نه په يو روايت كې لولو: (( يعقوب د جمعې تر ګهيځه بښنه غوښتل وځنډوله))، له همدې لامله په يو بل روايت كې لولو، چې رسول اكرم (ص) وويل: (( ګهيځ خداى ته ددعا لپاره خورا ښه وخت دى او يعقوب (ع) بښنه غوښتل وځنډول، چې ګهيځ شي))[59]. ښايي له دې دواړو رواياتو ګټنه وكړو، چې په ټوليز ډول ګهيځونه، په تېره د جمعې ګهيځ خداى ته د دعا مناجات او زاريو وخت دى.

وَرَفَعَ أَبَوَيْهِ عَلَى الْعَرْشِ وَخَرُّوا لَهُ سُجَّدًا وَقَالَ يَا أَبَتِ هَذَا تَأْوِيلُ رُؤْيَايَ مِنْ قَبْلُ قَدْ جَعَلَهَا رَبِّي حَقًّا وَقَدْ أَحْسَنَ بِي إِذْ أَخْرَجَنِي مِنَ السِّجْنِ وَجَاءَ بِكُمْ مِنَ الْبَدْوِ مِنْ بَعْدِ أَنْ نَزَغَ الشَّيْطَانُ بَيْنِي وَبَيْنَ إِخْوَتِي إِنَّ رَبِّي لَطِيفٌ لِمَا يَشَاءُ إِنَّهُ هُوَ الْعَلِيمُ الْحَكِيمُ ﴿۱۰۰﴾ = او خپل مور و پلار يې پر تخت كېنول او ټول (يوولس روڼه او مور وپلار) ورته  (د الله د شکرانې لپاره) سجده کوونکي (پر ځمکه) پرېوتل او (يوسف) وويل: ((پلاره! دا زما د هماغه مخكېني خوب تعبير دى، چې پالونكي مې رښتيا كړ او ښېګڼه یې راسره وكړه، چې له زندانه یې را وايستم او تاسې يې (د کنعان) له بېديا (مصر ته) راوستئ، سره له دې،چې شيطان زما او د وروڼو ترمنځ  شخړه اچولې وه،په حقيقت کې پالونكى مې چا ته چې وغواړي (او وړ يې وبولي) په نالیدلو تدبيرونو خپله غوښتنه پوره کوي؛(ځكه) چې يوازې هغه پوه حكيم دى .

100_ د يوسف كورنۍ په پار يې سجده وكړه او نه ورته: سجده بې له څه شكه د خداى ځانګړی عبادت دى او ټولو پېغمبرانو، چې په عبادت كې توحيد ته بلنه وركړې، مفهوم يې همدا دى؛ نو ځكه نه يوسف (ع) اجازه وركوله، چې سجده ورته وكړي او نه د يعقوب (ع) په څېر يو ستر پېغمبر پر دغسې يو چار لاس پورې كاوه او نه قرآن، د يوې ښې يا روا كړنې په څېر ياداوه؛ نو ځكه دا سجده خداى ته وه (د شكر او مننې سجده)؛ هماغه خداى چې يوسف (ع) ته يې دا ټولې پېرزوينې، مقام او ستریا وركړه او د يعقوب (ع) د كورنۍ ستونزې او كړاوونه يې لرې كړل. په دې حال كې، عین دا چې د يعقوب، مېرمن او زامنو يې سجده خداى ته وه؛ خو دا چې د يوسف (ع) د ستریا په پار وشوه، درناوى يې هم شمېرلېږي. له سپېڅليو امامانو په ګڼ شمېر رواياتو كې لولو، چې سجده يې د خداى عبادت، د يوسف درناوي او د خداى د شكر لپاره وه؛ لكه چې آدم ته د پرښتو د سجدې په كيسه كې هم سجده ستر خداى ته وه، چې دغسې هېښنده مخلوق يې پنځولى، چې عین د خداى په عبادت والي كې، د آدم درناوۍ ته هم يو دليل دى. دا كټ مټ دې ته ورته دى، چې څوك يو ډېر مهم او ښه چار وكړي او په پار يې خداى ته سجده وكړو، چې دغسې بنده يې پنځولى دى، چې هم خداى ته سجده ده او هم ددې تن درناوى دى[60].

100_ د يوسف (ع) د خوب تعبير: له دې خوبه تعبير، هغه خوب دى، چې يوسف په كوچنيوالي كې ليدلى و او خپل پلارته يې ويلی و. په خوب كې يې ليدلي ول، چې لمر، سپوږمۍ او يوولسو ستوريو ورته سجده وكړه؛ نو مورو پلار او روڼه يې، چې مصر ته ورغلل او په پار يې پر سجده پرېوتل، خپل پلار ته يې د هغه خوب تعبير ووايه[61].

وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللَّهِ إِلَّا وَهُمْ مُشْرِكُونَ ﴿۱۰۶﴾ = او ډېرى يې شرک ککړي ایمانوال دي.  

106_ په اطاعت كې شرك: خداى د همدې سورت په (103_105) آيتونو كې ويلي، چې ډېر خلك ايمان نه راوړي؛ كه څه باړه ترې نه غواړې او كه څه په اسمان او ځمكه كې د خداى ډېرې نښې وويني. ورپسې په دې آيت كې وايي، كوم لږكۍ هم چې ايمان راوړي، ډېر يې شرك ككړي دي. په ظاهر كې ايمان او شرك يو د بل پر وړاندې دي. شونې ده، چې يو تن د ايمان په خورا لوړه مرتبه يا د شرك په خورا ټيټه مرتبه كې وي؛ البته دا هم شونې ده، چې څوك ددې دواړو پړاوونو ترمنځ وي؛ يعنې په داسې حال كې چې ايمان لري، په شرك هم ككړ وي؛ ځكه د ايمان حقيقت، له خداى سره د زړه عاجزانه تړاو دى او دا تړاو پياوړتيا او كمزورتيا هم لري. شونې ده، چې د خداى نږدې بندګان، چې بې له ((الله)) په بل هيچا زړه نه تړي، په دې حال كې د ايمان په څوكه كې دى؛ يو تن هم كه حق او حقيقت هېر كړي او زړه پوره پر غير الله او توکیز ژوند تړي. ددې دواړو ټكيو ترمنځ ډېرې درجې او پړاوونه شته، چې دا آيت اشاره ورته لري. شونې ده يو تن په عين حال كې، چې پر خداى د ايمان او ترې د ډار ادعا لري؛ خو د يوې ستونزې يا كړاو له ډاره يې (شونې ده، ور ورسي) ټول وجود ولړزېږي، حال دا پوهېږي، چې زورور يوازې الله دى يا عزت له غير الله غواړي، حال دا چې دا آيت ((ټول عزت الله ته دى)) يې لوستى او سره له دې، چې ايمان لري، چې الله د روزۍ ضامن دى، د هر كس او ناكس ور ته ولاړ وي او سره له دې، چې ايمان لري، چې الله له هر څه خبر دى، بيا هم نه شرمېږي او ګناه كوي؛ نو دا آيت د شرك ځينو مرتبو ته اشاره لري، چې د ايمان له ځينو مرتبو سره يوځاى كېداى شي او د اخلاقو د علم په اصطلاح ((خفي شرك يا پټ شرك)) ورته وايي. تر دې آيت لاندې، چې له اهلبيتو كوم روايت راغلي، ددې آيت مصداقونه څرګندوي، چې د خورا پاملرنې او تدبير وړ دي. له امام باقر (رح) نه په يو روايت كې لولو: ((له دې آيته مطلب، په اطاعت كې شرك دى، نه په عبادت كې. وګړي، چې كوم ګناهونه كوي، په اطاعت كې شرك دى؛ ځكه د شيطان يې منلي او ورپسې تللي دي او د الله په اطاعت كې يې، شيطان هم ورګډ كړى دى او دا ګناهونه، په عبادت كې شرك نه دى، چې پكې غير الله نمانځل كېږي)) . له امام رضا (رح) په يو روايت كې لولو: (( له دې شركه منظور، هغه شرك دى، چې د كفر تر بريده ونه رسي.)) له امام صادق (رح) څخه په يو بل روايت كې لولو: ((له دې شركه مطلب دادى، چې (؛لكه) يو څوك ووايي: كه پلانى نه واى؛ نو هلاكېدم، كه پلانى نه واى؛ له ستونزې سره مخامخېدم او كورنۍ مې له لاسه وته، دغسې يو څوك خداى ته په خپله واكمنۍ كې په شريك قايل شوى او دا شريك روزي رسان يا له ځانه د كړاوونو لرې كوونكى بولي)). د حديث راوي وايي، چې ومې ويل: كه ووايي: كه خداى پلانى را رسولى نه واى؛ نو هلاكېدم، ايا دا هم شرك دى؟ امام وويل: (( دا ښه دي او پروا نه لري))[62].

قُلْ هَذِهِ سَبِيلِي أَدْعُو إِلَى اللَّهِ عَلَى بَصِيرَةٍ أَنَا وَمَنِ اتَّبَعَنِي وَسُبْحَانَ اللَّهِ وَمَا أَنَا مِنَ الْمُشْرِكِينَ ﴿۱۰۸﴾ = ووايه : (( دا زما لار ده، چې زه او زما لاروي په پوهې او دليل (خلك) د الله لوري ته رابولو! پاك دى الله! او زه له مشركانو ځنې نه يم ! ))

108_ د توحيد لوړو څوكو ته بلونكي: خداى په مخكې آيتونو كې دا ټكى ووايه، چې پوره ايمان او نږه توحيد، یوه مرغلره ده، چې په سختۍ تر لاسه كېږي او ډېرى مؤمنان هم دې پړاو ته نه وررسي؛ نو بيا خپل پېغمبر ته وايي، چې اعلان كړه، چې د خداى لار او نږه توحيد ته بلنه له بصيرت او ليدانې سره مل ده او كه څوك غواړي دې لوړې څوكې ته ورسي، بايد د رسول الله (ص) بلنه ومني. په آيت كې پاموړ ټكى دا دى، چې خداى ته د بلنې پېټى يوازې د پېغمبر پر اوږو نه؛ بلكې د لارويانو پر اوږو يې هم دى؛ البته هغه ته باید دا ستر او دروند پېټى وروړاندې شي، چې د پېغمبر په څېر له هر شركه پاك شوى او د پوهې، ليدانې او پر خداى د يقين خاوند وي او چې څوك د لاروۍ ادعا لري، خداى ته د بلنې ذمه وارېداى نشي؛ لكه چې په 106 آيت كې مو ولوستل، چې ((ډېرى يې، چې د ايمان مدعيان دي، مشرك دي)). له همدې لامله د اهل بيتو علیهم السلام په رواياتو كې لولو، چې له دې لارويانو مطلب، اميرالمؤمنين علي (ك) او ورپسې امامان دي[63]؛ البته څرګنده ده، چې سپېڅلي امامان د پېغمبر(ص) د لارويانو څرګند مصداق دي، چې د آيت مانا پرې تطبيقېږي؛ كه نه د آيت مفهوم يوازې په دوى پورې ځانګړى نه دى.

[1] الميزان، 11: 62 مخ.

[2] الميزان، 11: 80 مخ.

[3] نمونه، 9: 318.

[4] الميزان، 11: 84 مخ.

[5] منشور جاويد، 11: 347 مخ.

[6] نمونه، 9: 326 مخ.

[7] نمونه، 9: 323 مخ.

[8] الميزان، 11: 102 مخ.

[9] منشور جاويد، 11: 355 مخ.

[10] نمونه، 9: 250 مخ.

[11] نمونه، 9: 357 مخ.

[12] نمونه، 9: 361 مخ.

[13] الميزان، 11: 122 مخ.

[14] نمونه، 9: 368 مخ.

[15] الميزان، 11: 128 مخ

[16] منشور جاويد، 11: 375 مخ.

[17] الميزان، 11: 146 مخ.

[18] نمونه، 9: 389 مخ.

[19] الميزان، 11: 147 مخ.

[20] نمونه، 9: 388 مخ.

[21] نمونه، 9: 368 مخ.

[22] الميزان، 11: 128 مخ.

[23] منشور جاويد، 11: 375 مخ.

[24] الميزان، 11: 146 مخ.

[25] نمونه، 9: 389 مخ.

[26] الميزان، 11: 147 مخ.

[27] الميزان، 11: 177 مخ.

[28] الميزان، 11: 180 مخ.

[29] نمونه، 9: 418 مخ.

[30] نهج البلاغه، 198 حكمت.

[31] الميزان، 11: 190 مخ.

[32] الميزان، 11: 191 مخ.

[33] نمونه، 9: 430 مخ.

[34] اطيب البيان، 7: 210 مخ.

[35] الميزان، 11: 203 مخ.

[36] الميزان، 11: 201 مخ.

[37] الميزان، 11: 209 مخ.

[38] اطيب البيان، 7: 221 مخ.

[39] الميزان، 11: 211 مخ.

[40] الميزان، 11: 216 مخ.

[41] نمونه، 10: 26 مخ.

[42] الميزان، 11: 220 مخ.

[43] الميزان، 11: 223 مخ.

[44] نمونه، 10: 39 مخ.

[45] پيام قرآن، 7: 121 مخ.

[46] الميزان، 11: 225 مخ.

[47] نمونه، 10: 37 مخ

[48]  المیزان ۱۱ ټ، ۲۴۲ مخ

[49] نمونه، 10: 45 مخ.

[50] الميزان، 11: 232 مخ

[51] الميزان، 11: 233 مخ.

[52] الميزان، 11: 243 مخ.

[53] الميزان، 11: ۲۳۷ مخ.

[54] الميزان، 11: 233 مخ

[55] اصول کافی، ۲ ټ، ۳۰۳

[56] نمونه، 10: 65 مخ.

[57] الميزان، 11: 245 مخ.

[58] نمونه، 10: 75 مخ.

[59] الميزان، 11: 247 مخ.

[60] نمونه، 10: 83 مخ.

[61] الميزان، 11: 249 مخ

[62] الميزان، 11: 278 مخ.

[63] الميزان، 11: 279 مخ.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!