تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه د سورت الصافات د منتخبو آیتونو شرح   د صافات سورت ټوليزه منځپانګه: دې سورت تر هر څه ډېر پر مبدا او معاد ډډه لګولې او مشرکان يې د پرېکنده تعبيرونو په ترڅ کې په لنډو او ځپنده آيتونو سخت غندلي او پر […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

د سورت الصافات د منتخبو آیتونو شرح

 

د صافات سورت ټوليزه منځپانګه: دې سورت تر هر څه ډېر پر مبدا او معاد ډډه لګولې او مشرکان يې د پرېکنده تعبيرونو په ترڅ کې په لنډو او ځپنده آيتونو سخت غندلي او پر څرګندو دلايلو يې د ګروهو بطلان را برسېروي .(نمونه  ١٩ : ٣مخ).

وَالصَّافَّاتِ صَفًّا ﴿۱﴾ = پر هغو ليكه كېدونكيو (ډلو) قسم، چې (د عبادت لپاره) ليكه كېږي،

فَالزَّاجِرَاتِ زَجْرًا ﴿۲﴾ = او پر منع كوونكيو قسم، چې (خلك په ويناوو او عمل له ګناهونو) منع كوي،

فَالتَّالِيَاتِ ذِكْرًا ﴿۳﴾ = بيا (د الهي آيتونو) پر لوستونكيو قسم،

 1 تر 3_ دندې ته چمتو پرښتې: داچې دا آيتونه كومې ډلې يا ډلو ته اشاره لري، په اړه يې ډول ډول خبرې شوي. مرحوم علامه طباطبايي ددې خبرو تر راوړو روسته وايي: احتمال لري (او الله  پوهېږي)، چې مراد د وحې د رانازلېدو د پرښتو درې ډلې وي او ددې كار لار يې د شيطانانو له لاسوهنې خوندي كوله او هغه يې پېغمبرانو په تېره د اسلام پېغمبر(ص) ته وررسوله. دا مانا د جن سورت له 26 تر 28 آيتونو هم ګټنه كېږي: (( (هغه) په پټو [خوالو] پوهېږي او هېڅوك د خپلو غيبو (پر رازونو) نه مسلطوي؛ خو هغه استازى (ترې خبروي) چې (دې کار ته يې) غوره كړي؛ نو په حقيقت كې مخكې او شاته يې څارونکي ورته ګومارلي، چې معلوم كړي، په رښتيا يې د خپل پالونكي پېغامونه رسولي او څه چې له دوى (استازيو) سره دي، [الله ] پرې راچاپېر دى او هر څيز يې په شمېر شمېرلى دى.)) ددې احتمال له مخې، د آيتونو مانا داسې كېږي: پر هغو پرښتو قسم، چې د وحې د لارې پر سر ليكه شوي او بيا پر هغو پرښتو، چې شياطين په الهي وحې كې له لاسوهنې منع كوي او مخه يې نيسي او ورپسې پر هغو پرښتو، چې پر پېغمبر وحې وايي. ددې احتمال تائیدونکی یا مؤيد دادى، چې تر دې آيتونو روسته په شهاب د شيطانانو د شړلو اړوند آيتونه راغلي دي. (نمونه، 19: 3 مخ/ المیزان، ۱۷ ټ/ ۱۲۲)

إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ ﴿۶﴾ = په حقيقت كې موږ نژدې اسمان [= ښكته] د ستوريو په ښايست سينګار كړى دى؛

وَحِفْظًا مِنْ كُلِّ شَيْطَانٍ مَارِدٍ ﴿۷﴾ = او هغه مو له هر سرغړانده شيطانه خوندي ساتلى دى؛

لَا يَسَّمَّعُونَ إِلَى الْمَلَإِ الْأَعْلَى وَيُقْذَفُونَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ﴿۸﴾ = (داسې چې) د پاسنۍ نړۍ (د پرښتو د) ټولي (خبرو) ته غوږ نشي ايښوولاى (او كه كله داسې وكړي؛نو) له هرې خوا ايشتل كېږي؛

دُحُورًا وَلَهُمْ عَذَابٌ وَاصِبٌ ﴿۹﴾ = (دوى) ښه پوره شړل كېږي او ورته همېشنى سخت عذاب دى!

إِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَأَتْبَعَهُ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ﴿۱۰﴾ = خو هغه (شيطان) چې په منډه څه (= پټ رازونه) وتښتوي؛ نو ((سوځنده لمبه)) ورپسې شي .

6 تر 10_ د شياطينو له نفوذه د اسمانونو پاسوالي: داچې مفسران، په اسمانونو كې د شياطينو پټه غوږ ايښوونه انځور كړي او هم انځور كړي، چې څرنګه په دې وخت كې په غشي ايشتل كېږي؛ نو د آيتونو د ظواهرو او رواياتو له مخې يې مخونې وركړي، چې ټول پردې بنسټ ولاړې دي، چې اسمان پر ځمكې را چاپېره افلاكي ټولګه ده، چې د پرښتو ټولي پكې وسي، چې دا افلاك دېوالونه او ورونه لري، چې بې له اسماني څيزونو هېڅ څيز ورننووتلاى نشي. همداراز په لومړي اسمان كې، د پرښتو يو ټولى دى، چې غشي په لاس، شياطينو ته په څارځي كې ناستې دي، شیطان، چې هر مهال ورنژدې شي او د اسمان غيبي خبرو ته پټ غوږ كېدي، په غشيو يې ولي او لرې كوي يې او ذهن ته په پيل كې دا ماناوې د آيتونو له ظواهرو او رواياتو ورسي؛ خو نن ورځ ددې خبرو بطلان او چې د غشيو بطلان ته یې كوم دلايل ياد كړي، په ډاګه شوي دي. له ناچارۍ بايد بله مخونه وركړو، چې له اوسني علم او هغو مشاهداتو سره مخالف نه وي، چې بشر یې له اسماني وضع لري. زموږ احتمال دادى، چې د الله  څرګندونې، د مثال او بېلګې لپاره دي، چې له حسه هاخوا حقايقو د انځورنې لپاره راوړل شوي دي، چې څه له حسه هاخوا وي، په افهامو كې د محسوساتو په بڼه شي؛ لكه چې الله  وايي (عنكبوت_43): [دا مثالونه دي، چې موږ يې خلكو ته وايو؛ خو يواځې پوهان پرې پوهېږي.] او د الله  په خبرو كې دا ډول بېلګې ډېرې دي؛ لكه عرش، كرسي، لوح، قلم او…. نو ځكه له هغه اسمانه مراد، چې پرښتې پكې وسي، ملكوتي نړۍ ده، چې تردې ليدلې نړۍ خورا لوړ مقامې ده؛ لكه څنګه چې د مادي نړۍ اسمان او فضايي کتلې، زموږ تر ځمكې ډېر لرې دي او اسمانونو ته د شياطينو ورنژدېدل او په پټه غوږ نيونه او د غشيو په مټ راشړل يې، د خلقت له خوالو او ګاندې- راتلونكيو پېښو د معلوماتو لپاره د پرښتو نړۍ ته ورنژدېدل او پرښتې يې هم په ملكوتي رڼا شړي. يا مراد دادى، چې شياطين خپل ځانونه حق ته ورنژدې كوي، چې له باطل سره یې ورګډ كړي؛ خو پرښتې يې په هغه حق شړي، چې اباطيل یې باطلوي. داچې الله  تعالى د شياطينو د پټ غوږ ايښوونې داستان او په غشيو ايشتل كېدل يې، د وحې او د شيطانانو له لاسوهنې پاسوالو پرښتو تر قسم روسته ياد كړي، تر يوه بريده مو وينا تاييدوي او الله  ښه پوهېږي. (الميزان، 17: 126 مخ.)

إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۴۰﴾ = خو بې د الله له ساهو بندګانو (چې له دې سزاګانو بچ دي)؛

40_ د خالصو بندګانو بدله: د قرآن په آيتونو كې ځيرنه ښيي، چې مخلص ډېر د قرآن په هغو ځايونو كې كارول كېږي، چې انسان د ځان جوړونې په پړاو كې دى او تر اوسه لازمې بشپړتيا ته رسېدلى نه دى؛ خو مخلص هغه پړاو ته ويل كېږي، چې انسان له نفس سره تر جهاد څه موده روسته او د معرفت او ايمان په پړاوونو وهلو پسې، داسې مقام ته رسي، چې د شياطينو د وسوسو له اغېزې خوندېينه مومي؛ لكه چې قرآن د ابليس له خولې وايي: (( پر عزت دې قسم، هغوى ټول به بېلارې كړم؛ خو په هغوى كې بې ستا له مخلصو بندګانو. (ص_ 82) )) دا غونډله، چې څو ځل په قرآن كې راغلې، د مخلصينو د مقام ستریا څرګندوي. دا د هغوى مقام دى، چې په ((اكبر جهاد)) كې بريالي كېږي او د پالوونكي د لورنې لاس يې له وجوده ټولې ناخالصۍ راواڼي او د پېښو په بټۍ كې دومره ويلي كېږي، چې بې له نږه سرو څه پكې نه پاتېږي (؛نو) دغسې ده، چې بدله یې د كړنو په كچه نه؛ بلكې د درښتن – فضل او د څښتن د لورنې په كچه وركول كېږي. په دې باب د مرحوم علامه طباطبايي د خبرو نچوړ دادى: الله  په دې آيت كې وايي، چې ټول خلك د خپلو كړنو بدله اخلي؛ خو بې د الله  مخلص بندګان؛ ځكه دوى د عبوديت د مقام په حكم، ځان د هېڅ څيز مالك نه بولي، يوازې هغه څه غواړي، چې الله  یې غواړي او يوازې هغه څه كوي، چې هغه یې كول غواړي. د نږه توب له وجهې، الله  ځان ته غوره كړي او بې د ده له پاك ذات سره څه تړاو نه لري؛ نه د دنيا ځلبلي او نه د آخرت نعمتونه. په زړه كې يې يوازې ((الله)) دى. څرګنده ده، چې څوك دغسې ځانګړنې ولري؛ نو خوند، نعمت او روزي يې د نورو په څېر نه وي؛ بلكه په ورپسې آيت كې وايي: ((ورته ټاكلې او ځانګړې روزي ده)) سمه ده، چې د نورو جنتيانو په څېر جنت مېشتي دي؛ خو برخمني يې د نورو له برخمنۍ سره ورته والى نه لري. دوى د الله  د پاك ذات له جلوې او له باطني خوندونو يې ګټه پورته كوي او د زړه له مورګو يې شوق را څڅي او په عشق او وصال كې يې ورډوب دى. (نمونه، 19: 48 مخ + الميزان، 17: 137 مخ.)

كَأَنَّهُنَّ بَيْضٌ مَكْنُونٌ ﴿۴۹﴾ = دومره به (نازكې او سپينې وي) لکه پوښلې هګۍ (چې د چرګې تر وزرونو لاندې) پټې ايښې وي (او د چا لاس پرې لګېدلى نه وي.)

49_ جنتي مېرمنو ته ښكلې تشبيه: ((بَيْضٌ )) د ((بيضة)) جمع او (د هر ډول مارغه) د هګۍ پر مانا دى او ((مَّكْنُونٌ)) د ((كن)) له مادې (د جن پر وزن) د پټ او رانغښتل شوي پر مانا دى. هله د قرآن دا تشبيه سمه څرګندېږي، چې انسان په هغو شېبو كې، چې هګۍ له مارغه جلا كېږي او چا لا لاس ور وړى نه وي او د مارغه د سينې او وزرونو لاندې پرته وي او له نژدې يې وويني؛ نو په دې حال كې، پكې روڼوالی او هېښنده پاكوالى او سوتره توب ليدل كېږې. ځينو مفسرانو، مكنون تر پوټكي لاندې د هګۍ د منځپانګې پر مانا نيولى او هغه موقع ته اشاره ده، چې هګۍ پخوي او له پوټكي يې بېلوي، چې په دې حالت كې پر سپينوالي او جلا سربېره، ځانګړی لطافت او پوستوالی لري. په هر حال د حقايقو په ويلو كې د قرآن تعبيرات دومره ژور او له منځپانګې ډك دي، چې په يو لنډ تعبير، په ځانګړي لطافت ډېر مطالب څرګندولاى شي. (نمونه، 19: 56 مخ)

فَاطَّلَعَ فَرَآهُ فِي سَوَاءِ الْجَحِيمِ ﴿۵۵﴾ = نو سر راپورته کوي او هغه (منكر ملګرى) په دوزخ كې ويني؛

قَالَ تَاللَّهِ إِنْ كِدْتَ لَتُرْدِينِ ﴿۵۶﴾ = (او له لرې به ورته) وايي : ((پر الله قسم، تا خو نژدې زه هم تباه کړی وم .

وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّي لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِينَ ﴿۵۷﴾ = او كه زما د پالونكي لورنه نه واى؛نو زه به هم هرومرو (درسره په دوزخ كې) پروت واى!

55 تر 57_ له دوزخيانو سره د جنتيانو اړيكه: له دې آيتونو معلومېږي، چې كله د جنتيانو او دوزخيانو تر منځ يو ډول اړيكه نيول كېږي، ته وا جنتيان له پاسه دوزخيانو ته ويني او حالات يې څاري؛ البته دا پردې دليل نه دى، چې د جنت او دوزخ واټن لږ دى؛ بلكې په هغو شرايطو كې د سرباندې  ليدو وس وركول كېږي، چې پر وړاندې د واټن او ځاى مساله اوڅار نه ده. د ځينو مفسرانو په خبرو كې راغلي، چې په جنت كې يوه دريمڅه شته، چې جهنم ترې ليداى شو. د اعراف سورت له آيتونو هم دا اړيكه ښه څرګندېږي، تر دې چې وايي:[ او جنتيان به دوزخيانو ته غږ كړي چې : (( زموږ پالونكي چې د څه وعده راسره كړې وه، بشپړه مو ومونده ،ايا تاسې هم هغه وعده پوره ومونده،چې پالونكي مو درسره كړې وه ؟)) ځواب به وركړي :(( هو!)) په دې وخت كې به د هغوى ( جنتيانو او دوزخيانو) له منځه يو اعلانوونکى غږ وكړي :(( پرظالمانو دې  د الله  لعنت وي! (اعراف_44) )) ] البته له دې ايته ګټنه كېږي، چې د جنتيانو او دوزخيانو ترمنځ، يو پرده هم شته؛ خو له دې سره سره، د قيامت دوزخي شرايط او حالات ددې نړۍ له وضع سره ډېر توپير لري او موږ هغه شرايط ددې نړۍ په كچو ارزولاى نشو. (نمونه، 19: 64 مخ.)

أَذَلِكَ خَيْرٌ نُزُلًا أَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّومِ ﴿۶۲﴾ = ايا دا (همېشني جنتي نعمتونه) غوره مېلمستيا ده، که د زقوم (كركجنه) ونه؟!

إِنَّا جَعَلْنَاهَا فِتْنَةً لِلظَّالِمِينَ ﴿۶۳﴾ = په حقيقت كې موږ دا (ونه) ظالمانو ته ازمېینه (او عذاب) ګرځولې ده.

إِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِي أَصْلِ الْجَحِيمِ ﴿۶۴﴾=  دا داسې ونه ده،چې د جهنم په تل كې راټوكېږي؛

طَلْعُهَا كَأَنَّهُ رُءُوسُ الشَّيَاطِينِ ﴿۶۵﴾= غوټۍ يې (په بد رنګۍ كې) لکه د شيطان سرونه!

 62 تر 65_ زقوم: زقوم، د يوې ونې نامه ده، چې كوچنۍ ترخې او بدبويه پاڼې لري او چې پاڼه یې راغوڅه كړې؛ نو له پرې شوي ځاى يې شېره راوځي، چې د بدن پر هر ځاى ولګي ورستوي يې. دا ونه په تهامه سيمه او هغو سيمو كې راټوكېږي، چې بېديا ته ورنژدې، وچې، بې اوبو او بې وښو او بې بوټيو وي. په يو روايت كې راغلي، چې كله قريشو دا آيت واورېد، ويې ويل: تر اوسه مو دا نامه اورېدلى نه وه او دغسې ونه هم نه پېژنو. ((ابن زبعري)) وويل: بربريان، كجورو او كوچو ته زقوم وايي. ابوجهل خپلې مينزې ته وويل: زقوم راوړه. ورته يې ډوډۍ او كوچ راوړل؛ نو ابوجهل خپلو ملګرو ته وويل: له دې وخورئ، چې محمد مو ترې ډاروي، انګېري، چې اور ونه راټوكوي او حال داچې اور، ونه سوځوي. بيا يې الله  په ځواب كې دا آيت نازل كړ: ((په حقيقت كې موږ پرې ظالمان ازمېيوو )) (الميزان، 17: 144 مخ.) ته وا له دې ټكي غافل وو، كوم آرونه، چې د اُخروي نړۍ پر ژوند واكمن دي، له دې نړۍ سره ډېر توپير لري. كوم بوټى او ونه، چې د جهنم له تله راټوكېږي، د جهنم په رنګ او د جهنم په شرايطو كې پالل شوې ده، نه د هغه بوټي په څېر، چې ددې نړۍ په باغونو كې راټوكېږي. ښايي له دې ټكي هم ناخبره نه وو؛ بلكې موخه يې ملنډې وې. بيا آيت ورزياتوي: ((غوټۍ يې (په بدرنګۍ كې) د شيطانانو د سرونو په څېر دي)). دلته دا پوښتنه راولاړېږي، چې آيا خلكو د شياطينو سرونه ليدلي وو، چې قرآن د زقوم غوټۍ ورسره ورته كوي. مفسرانو دې پوښتنې ته ګڼ شمېر ځوابونه وركړي؛ خو ډېره سمه داده، چې دا تشبيه د خورا بدرنګۍ او كركې لپاره ترسره شوې ده؛ ځكه د انسان، چې څه بد ايسي، په خپل ذهن كې بدرنګه څېره ورته انځوروي او چې له څه سره مينه لري، ښكلې او په زړه پورې څېره يې انځوروي؛ نو ځكه پرښتو ته ښكلې انځورونه كاږي او شياطينو او دېوانو ته خورا ناوړه څېرې، خو نه چا پرښته ليدلې او نه ديو. (نمونه، 19: 71 مخ.)

وَلَقَدْ نَادَانَا نُوحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِيبُونَ ﴿۷۵﴾ = او په يقين، نوح را غږ کړ (او موږ يې دعا قبوله  كړه) نو موږ څه ښه قبلوونكي يو!

 75_ د نوح دعاء: په دې آيت كې د نوح (ع) له دعاء مطلب، قوم ته يې ښېرا او له پالوونكي د مرستې غوښتنه وه؛ لكه چې د نوح سورت په 26 آيت كې لولو: ((نوح وويل: پالونكيه! د ځمكې پر مخ يو كافر هستوګڼ هم مه پرېږده)).همداراز د قمر سورت په 10 آيت كې راغلي: ((او پالوونكي ته يې وويل: (له دې سرغړاند قومه) مې ماتې وخوړه، كسات مې ترې واخله)). (الميزان، 17: 146 مخ.)

إِذْ جَاءَ رَبَّهُ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ ﴿۸۴﴾ = او (درياد كړه) چې (ابراهيم) په پاك زړه د خپل پالونكي حضور ته راغى؛

 84_ پاك زړه: پوهېږو، چې زړه (قلب) د قرآن په اصطلاح كې د روح او عقل پر مانا دى؛ نو ځكه ((قلب سليم)) يا پاك زړه پاك او روغ رمټ روح ته وايي، چې له هر ډول شرك، شك او فساده تش دى. قرآن مجيد ځينې زړونه (قَاسِيَةً) سخت زړي (مائده_13)، ځينې ناپاك (مائده_41)، ځينې رنځور (بقره_10) او ځينې ټاپه وهل شوي او تړلي (توبه_87) نومولي دي او د دوى پر وړاندې يې پاك زړه اوڅار كړى، چې دا يوه نيمګړنه هم پكې نشته؛ هم پاك دى، نرم او له مينې ډك، هم سالم او روغ رمټ دى او د حق پر وړاندې ورماتېدونكى. دا هماغه زړه دى، چې په رواياتو كې د الله  حرم (او چاپېريال) ياد شوى دى. له امام صادق نه په يوه حديث كې لولو: ((زړه، د الله  حرم دى؛ غير الله د الله  په حرم كې مه هستوګنوه)) دا هماغه زړه دى، چې د غيبو حقايق ليداى شي او د پاسنۍ نړۍ ملكوت ته نظر وكړي. له پېغمبراکرم (ص) په يوه حديث كې راغلي دي: ((كه شياطين د بنيادمانو زړونه را ايسار نه كړي، بېشكه د ملكوت نړۍ ليداى شي.)) په هر حال، په قيامت كې د ژغورنې غوره پانګه همدا پاك زړه دى؛ هماغه، چې ابراهيم (ع) پرې د خپل پالونكي درشل ته وروځغاستل او د رسالت فرمان يې وموند. له امام رضا نه په يوه له مانا ډك روايت كې لولو: (( الله  په خپلو بندګانو كې د زړه په نامه يو لوښى او پيمانه لري، چې په دې ټولو كې هغه ښه لوښى دى، چې ښه صاف، ښه ټينګ او ښه لطيف وي، تر ټولو د الله  په دين كې ښه ټينګ، له ګناهونو تر ټولو ښه پاك او تر ټولو د ديني وروڼو پر وړاندې ښه نرم او لطيف وي)).  (نمونه، 19: 97 مخ.)

فَنَظَرَ نَظْرَةً فِي النُّجُومِ ﴿۸۸﴾ =  نو ستوريو ته يې يو نظر واچو،

فَقَالَ إِنِّي سَقِيمٌ ﴿۸۹﴾ = نو ويې ويل : (( په حقيقت کې طبيعت مې خراب دى (او مېلې ته درسره تلاى نشم).))

 88 او 89_ ابراهيم دروغ ونه ويل: بېشكه له خپل رنځ د ابراهيم خبرونه، په لومړۍ كتنه كې په ستوريو پورې اړونده وه؛ خو داچې دا اړوند توب څه و، دوه نظره شته: لومړى داچې ستوريو ته كتنه يې د رنځ د وخت معلومول ول، د هغه په څېر، چې پر نوبتي تبه اخته وي، چې ځينې وخت سختېږي او كمزورېږي او د خپلې تبې د راستنېدا ساعتونه د يوه ستوري په راختو او لوېدو او يا د نجوم له ځانګړي وضعيته ټاكي. دويم داچې ستوريو ته يې په كتو وړاندوينه وكړه، چې ډېر ژر به نارغ شي؛ ځكه ډېرى خلك (؛لكه صابيان) ګروهن ول، چې د ستوريو په وضعيت كې په ځيرنې سره ګانده – راتلونكې پېښې مونداى شو؛ البته په دواړو نظرونو كې، لومړى نظر ښه سم دى؛ ځكه ابراهيم داسې نږه توحيد درلود، چې هېڅوك او هېڅ څيز (ان ستوري) يې په هستۍ كې خپلواك اغېزمن نه ګڼل او له دغسې يوه تنه (چې 84 آيت يې د روح او ګروهې پر سلامتۍ منښته كوي) ډېره لرې برېښي، چې خپل رنځ د ستوريو په وضعيت پورې وروتړي او دروغ او چټي خبرې وكړي. بلخوا څه دليل نشته، چې په رښتيا رنځور نه و؛ بلكې د آيت د ظاهر له مخې، ناروغ و او دا موضوع له لومړۍ ويل شوې مخونې سره پوره اړخ لګوي. (الميزان، 17: 149 مخ)

وَقَالَ إِنِّي ذَاهِبٌ إِلَى رَبِّي سَيَهْدِينِ ﴿۹۹﴾ = (ابراهیم له دې پېښې روغ رمټ راووت) او ويې ويل: ((په حقيقت کې خپل پالونكي ته ورروان يم،چې ژر به لار راوښيي .

 99_ زه مې د خپل پالوونكي پر لور ور درومم: دا غونډله، پر هغې وعدې وفا ده، چې ابراهيم (ع) له كافرانو سره وكړه او مشرك آذر ته يې وويل: [او زه تاسې او ستاسې هغه معبودان پرېږدم، چې د “الله” پر ځاى يې نمانځئ او خپل  پالونكى بلم او هيلمن يم د خپل پالونكي په بلنه كې بې ځوابه پاتې نشم (مريم_48)]  له دې آيته معلومېږي، چې د پالوونكي پر لور د ابراهيم له ورتلو مطلب، هغه ځاى ته ورتلل دي، چې په يوازې ځان د الله  پر نمانځنې او پر دعاء ورته بوخت شي او دا ځاى سپېڅلې ځمكه (شام) وه. (الميزان، 17: 152 مخ.)

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْيَ قَالَ يَا بُنَيَّ إِنِّي أَرَى فِي الْمَنَامِ أَنِّي أَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرَى قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ ﴿۱۰۲﴾ = نو چې (زوى د كار او) كوښښ (عمر) ته ورسره ورسېد (ابراهيم ورته) وويل: ((يه زويکه! په حقيقت كې! په خوب كې (داسې) وینم، چې تا حلالوم!؛ نو ستا څه خیال دى؟)) (اسماعيل) وويل : (( پلاره! څه چې درته امر كېږي، هماغه وكړه، كه الله وغواړي (؛ نو) ما به له زغمونكيو ځنې ومومې.))

فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ ﴿۱۰۳﴾ = نو چې دواړو (دې کار ته) غاړه كېښووه او زوى يې پړمخې څملاوه،

وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ ﴿۱۰۴﴾ = او موږ ورغږ كړ: ((ابراهيمه!

قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا إِنَّا كَذَلِكَ نَجْزِي الْمُحْسِنِينَ ﴿۱۰۵﴾ = په يقين تا (خپل) خوب رښتيا كړ (او خپله دنده دې ترسره كړه) )) بېشكه موږ نېكانو ته دغه شان بدله وركوو.

إِنَّ هَذَا لَهُوَ الْبَلَاءُ الْمُبِينُ ﴿۱۰۶﴾ = په رښتيا دا يوازې يو څرګند ازمېښت و؛

 102 تر 106_ ابراهيم په بلهارځي- قربانځي كې: په دې آيتونو كې د ابراهيم له زويه مراد، اسماعيل دى، چې د يو شمېر مفسرانو په وينا، پر هغه وخت، د يارلس كلن و. ابراهيم (ع) يو هېښنده خوب ويني، چې ددې لوی شان خاوند- عظيم الشان پېغمبر په باب د يو بل ستر ازمېښت د پيلامې ښوونكى دى. په خوب كې ويني، چې د الله  له لوري ورته امر شوى، چې د خپل ايكي يوازې زوى سر په خپل لاس پرې او بلهار- قرباني يې كړي. هغه چې  په څو ځل د الهي ازمېینو له سرې بټۍ بريمن راوتلى و، بايد دا ځل هم خپل زړه پراخ كړي او د حق فرمان ته غاړه كېدي؛ خو تر هرڅه له مخكې بايد خپل زوى دې چار ته چمتو كړي؛ نو ځكه په دې باب يې د ده نظر وپوښت. اسماعيل هم (چې د سرښندونكي پلار يوه نسخه وه او د پلار په ښوونځي كې يې په همدې لنډ عمر كې د ايمان، صبر او زغم درس زده كړى و) په پرانسته غېږ، ورين تندي او پوره خوشحالۍ دې الهي فرمان ته هركلى ووايه او پلار يې هم وهڅاوه. پلار په ډاګه له خپل ديارلس كلن زوى سره د حلالولو (ذبح) چار اوڅاروي او هغه ته په خپلواكه وګړه او په ازاده اراده قايلېږي، زوى هم غواړي پلار په خپل هوډ كې ټينګ وي. په دې باب بېلابېل مطالب روايت شوي، چې ځينې یې هېښنده دي؛ لكه سرښندونكی زوى داچې له پلار سره د دندې په تر سره كولو كې مرسته وكړي، ويې ويل: پلاره، رسۍ تينګه وتړه، چې د الهي فرمان په عملي كولو كې لاس پښې و نه وهم؛ ډارېږم هسې نه له ثوابه مې څه كم شي. پلار جانه! چاړه تېره كړه او په بېړه مې حلال كړه، چې يې زغم پر ما او تا ښه اسان وي. پلاره، لومړى مې له تنه كميس وباسه، چې په وينو ككړ نشي؛ ځكه ډارېږم، چې مور مې وويني او د صبر واګې يې له لاسه ووځي…. په ځينو رواياتو كې لولو: شيطان د اسماعيل مور هاجرې بي بي ته ورغى او ويې ويل: ابراهيم غواړي د زوى سر دې پرې كړي. هاجرې وويل: محال خبرې مه كوه، هغه تردې خورا مهربان دى. شيطان خپلې وسوسې ته دوام وركړ او ويې ويل: هغه مدعي دى، چې الله  امر كړى دى. هاجرې وويل: كه الله  امر كړى وي؛ نو بايد پلى يې كړي او پرې راضي كېدل او ورته غاړه ايښوول يې يوازېنۍ لار ده. شيطان بيا د اسماعيل په وسوسې لګيا شو؛ خو له دې يې هم پايله تر لاسه نه كړه. په پاى كې په ابراهيم پسې ورغى او ويې ويل: ابراهيمه! شيطاني خوب دې ليدلى. د شيطان مه منه. ابراهيم د ايمان او نبوت په رڼا كې وپېژانده او ورچغه يې كړه: د الله  دښمنه لرې شه! په بل حديث كې راغلي: ابراهيم لومړى مشعرالحرام ته ولاړ، چې زوى قرباني كړي. شيطان ورمنډه كړه، هغه د لومړۍ جمرې ځاى ته ولاړ، شيطان ورپسې ورغى، ابراهيم په اوو تيږو وايشت، چې كله دويمې جمرې ته ورسېد، بيا يې وليد، په اوو نورو تيږو يې وايشت او چې درېيمې جمرې ته ورسېد، په اوو نورو تيږو يې وايشت او همېش يې له ځانه نهيلى كړ. په هر حال، ابراهيم د خپل زوى مخ پر ځمكه كېښود او چاړه يې راوايسته؛ خو تېرې چړې يې پر لطيف زوى څه اغېز و نه كړ. ابراهيم (ع) ته غږ وشو، چې خپله دنده دې ترسره كړه او له دې سترې ازمېينې سرلوړی راووتې. په ځينو رواياتو كې راغلي: چې دا چار وشو، حضرت جبرييل امین په هېښنده غږ وویل: ((الله اكبر… الله اكبر)) اسماعيل وويل: ((لا اِله الا الله و الله اكبر)) ابراهيم غږ كړ: ((الله اكبر ولله الحمد)). دا هماغه تكبيرونه دي، چې د لوى اختر پر ورځ یې وايو. په دې وخت كې الله  يو ستر پسه راولېږه، چې ابراهيم (ع) د زوى پر ځاى بلهار او په ګانده – راتلونکي كې د حج په مراسمو او منی كې يو دود پاتې شي. هو! چې انسان حج ته ځي، په پيل كې له معما ډولو او په ظاهر كې بې مانا كړنو سره مخېږي؛ خو كه د ابراهيم (ع) له ژوند سره اشنا شي، په نظر كې يې د حج هره كړنه ژوره مانا مومي؛ د جمراتو ايشتل، په ډبرو د شيطان ويشتو یوه نښه ده،چې پر هغه وخت ابراهيم دا چار وكړ او د منی قربانځى، انسان د ابراهيم سترې ازمېينې او د اسماعيل د حلالولو امر او الله  ته د دواړو غاړه ايښوونه وريادوي؛ دغسې د حج نورې كړنې هم په يو ډول ماناوې لري؛ نو دلته انسان د ((وَتَرَكْنَا عَلَيْهِ فِي الْآخِرِينَ )) (او په روستيو نسلونو كې يې مو نېك نام پرېښود) پر مانا ښه پوهېداى شي. (نمونه، 19: 109 مخ.)

وَإِنَّ يُونُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۳۹﴾ = او په يقين يونس (زموږ) له استازيو ځنې و.  

إِذْ أَبَقَ إِلَى الْفُلْكِ الْمَشْحُونِ ﴿۱۴۰﴾ = (درياد كړه) هغه وخت،چې (د خلكو او بار) ډكې بېړۍ ته وروتښتېد؛

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِينَ ﴿۱۴۱﴾ = نو (يونس د بېړۍ له سپرليو سره) پچه واچوله؛ نو (پچه د يونس په نامه ووته او) دې پړ وخوت (چې په سمندر کې يې وروغورځوي).

فَالْتَقَمَهُ الْحُوتُ وَهُوَ مُلِيمٌ ﴿۱۴۲﴾ = (په سمندر كې یې ور واچاو؛) نو يوه (لوى) كب ونغړود او ځان يې پړ ګاڼه؛

فَلَوْلَا أَنَّهُ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِينَ ﴿۱۴۳﴾ = نو كه دی له ستايونكيو ځنې نه واى،

 لَلَبِثَ فِي بَطْنِهِ إِلَى يَوْمِ يُبْعَثُونَ ﴿۱۴۴﴾ = نو هرومرو به (د خلكو) د بيا راژوندي كېدو تر ورځې د كب په نس كې پاتې شوى و!

فَنَبَذْنَاهُ بِالْعَرَاءِ وَهُوَ سَقِيمٌ ﴿۱۴۵﴾ = (په هر حال! موږ وژغوره او) رنځور مو پر وچ ډاګ وغورځاوه؛

وَأَنْبَتْنَا عَلَيْهِ شَجَرَةً مِنْ يَقْطِينٍ ﴿۱۴۶﴾ = او موږ د كدو د بوټي په څېر یوه ځېلنه ونه پرې راشنه كړه (چې تر پلنو او نرمو پاڼو لاندې يې هوسا وي).

وَأَرْسَلْنَاهُ إِلَى مِائَةِ أَلْفٍ أَوْ يَزِيدُونَ ﴿۱۴۷﴾ = او دی مو يو لك يا تر دې زياتو (خلكو) ته ورلېږلی و؛

فَآمَنُوا فَمَتَّعْنَاهُمْ إِلَى حِينٍ ﴿۱۴۸﴾ = نو ايمان (يې پرې) راووړ؛ نو له همدې لامله موږ تر يوې ټاكلې مودې د ژوند له نعمتونو برخمن كړل.

 139 تر 148_ يونس (ع) د ازمېښت په بټۍ كې: يونس (ع) د نورو پېغمبرانو په څېر، خپله بلنه له بوتپالنې سره په مباررزې پيل كړه او خلک یې توحید ته رابلل او بيا يې په چاپېريال كې د شتو مفاسدو د له منځه وړو لپاره مټې رابډ وهلې. حضرت يونس (ع) د يو زړه سواند پلار په څېر خپل بېلارې قوم ته ورمونه – نصيحتونه كول؛ خو له دښمنانو يې د خپل حكيمانه منطق پر وړاندې يوازې مغالطې او سفسطې اورېدې، تر دوو تنو (عابد او عالم) ډېرو پرې ايمان رانه وړ. يونس (ع) دومره تبليغ وكړ، چې تقريباً ترې نهيلى شو او د عابد په وړانديز او د قوم د حالاتو په كتو سره يې هوډ وکړ، چې ښېرا ورته وكړي. دا كړلار پلې شوه او يونس (ع) ښېرا ورته وكړه. وحې ورته وشوه، چې پر پلاني وخت الهي عذاب رانازلېږي، چې د عذاب وخت رانژدې شو، يونس (ع) په غوسه د عابد په ملتيا له قومه ووتل او د سمندر غاړې ته ورسېدل. هلته يې له سپرليو او باره ډكه بېړۍ وليده او ترې ويې غوښتل، چې دى هم له ځان سره بوځي. دا هماغه دى، چې قرآن په 140 آيت كې ورته اشاره کړې او بېړۍ ته ورتګ يې تېښته تعبیر کړې ده. بېشكه يونس (ع) پاكلمنى پېغمبر و  او بيخي يې ګناه ونه كړه؛ خو غوره دا وه، چې بيا یې هم زغم كړى واى او د عذاب له راكېووتو وړاندې په روستيو شېبو كې له خپل قوم سره پاتې واى. سمه ده، چې د ځينو رواياتو له مخې، څلوېښت كاله يې تبليغ وكړ؛ خو بيا هم غوره وه، چې څو ورځې يا څو ساعته یې ورباندې ورزيات كړي واى. داچې دغسې يې ونه كړل، په فراري بنده تعبير شوى دى. چې يونس(ع) په بېړۍ كې سپور شو، يو نهنګ(ستر کب) د بېړۍ مخې ته شو او خوله يې وازه كړه؛ ته وا خواړه غواړي. په بېړيو كې ناستو وويل: په نظر رسي، چې يو ګناهګار راكې دى. چې بايد د ستر کب ښكار شي او چاره يې يوازې پچه اچونه ده. پچه يې واچوله او د يونس (ع) نامه راووته؛ نو يونس (ع) يې ونيو او د كب خولې ته يې ورګوزار كړ؛ خو الله  كب ته حكم وكړ، چې بنده ته یې څه زيان ورونه رسوي. دا بايد د بې مخېنې بنديتوب پېر تېر كړي، چې خپلې ((ترك اولا)) ته یې ورپام شي او سکېندې – جبران ته يې ملا وتړي. قرآن وايي: كه دا له تسبيح ويوونكيو ځنې نه وای، تر قيامته د كب په نس كې پاتېده او دا لنډ مهاله بند يې پر همېشني بند او دا خو لا څه چې پر هديره يې بدلېده؛ خو پېښې ته يې ورپام شو او د الله  درشل ته يې مخه كړه او له خپل ((ترك اولا)) يې د الله  په درشل كې بښنه وغوښته. د انبياء سورت 87 آيت وايي: (( نو په هغو تپو تيارو كې يې غږ كړ، چې: (خدايه!) بې له تا بل معبود نشته، ته پاك يې! په رښتيا، له ظالمانو ځنې وم)) دې رښتونې منښتې او له پښېمانۍ سره مل تسبيح خپل چار وكړ؛ لكه چې د انبياء په 88 آيت كې لولو: (( نو موږ يې د عاء قبوله كړه او له غمه مو وژغوره او مؤمنان همدغسې ژغورو)). نهنګ په وچ او بې بوټيو کڅ – ساحل كې د الله  په امر خپله مړۍ دباندې وغورځوله؛ خو په ډاګه ده، چې زندان د يونس (ع) جسمي روغتيا له منځه وړې وه، ناروغ او كمزورى كړى يې و. ويلي يې دي، چې د نهنګ له نسه؛ لكه د مرغۍ د بچي په څېر كمزورى او بې وزرو او بې بڼكو راووت؛ داسې چې خوځېداى نشو. بيا الله  په خپلې لورنې د كدو يو بوټي راشين كړ، چې پراخه پراخه پاڼې یې كمزوري او رنځور بدن ته يوه چترۍ او سپرګى وي او د لمر له تودوخې يې وساتي. يونس (ع) تردې پېښې روسته خپل قوم ته ورغى، چې وويني عذاب پرې څه كړي،چې هلته ورسېد، په هېښنه كې ډوب شو، چې د هجرت پر ورځ يې ټول بوتپالي ول؛ خو څرنګه اوس ټول یوپالي – مؤحدين او الله  نمانځي شوي دي. پېښه داسې ده، چې د يونس (ع) تر ښېرا روسته، يو ټكان وخوړ او د څه چارې په فكر كې شول او د هغه مؤمن عالم په لارښوونه، د توبې ايستو په هوډ كې شوو؛ نو يو شمېر بېديا ته وخوځېدل او د ښځو، اولادونو، څارويو او بچيو تر منځ يې بېلتون رامنځ ته كړ، بيا يې په ژړا لاس پورې كړ او نارې سوري يې وهلې او له خدايه يې بښنه وغوښته. په دې وخت كې د عذاب پرده څنډې ته شوه او پېښه پر غرونو ولوېده او مؤمن توبه ګار ټول وژغورل شول او پر يونس (ع) د ايمان په رڼا كې تر يوې ټاكلې مودې له دنيوي ژونده برخمن شوو. (نمونه، 19: 152 مخ.)

سُبْحَانَ اللَّهِ عَمَّا يَصِفُونَ ﴿۱۵۹﴾ = الله له دې ځانګړنو پاک دى، چې دوى يې ورتوږي،

إِلَّا عِبَادَ اللَّهِ الْمُخْلَصِينَ ﴿۱۶۰﴾ = خو هغه ځانګړنې، چې پاک زړي بندگان يې ورته قايل دي.

 159 او 160_ الله  پېژندنې لپاره چاته ورشو؟: ددې آيت له مخې، د الله  په باب، چې خلك هر ډول ځانګړنې بيانوي، ناسمې دي او الله  له ټولو ځانګړنو پاك دى؛ خو بې له هغو چې پاك زړيو بندګانو يادې كړې دي؛ هغه بندګان، چې له هر ډول شرك، ځاني غوښتنو، ناپوهۍ او بېلارېتوبه خوندي دي او الله  يوازې په هغه څه ستايي، چې پخپله یې اجازه وركړې ده. هو! د الله  پېژندو لپاره نه ښايي په هغو کږنو او انګېرنو- خرافاتو پسې ولاړ شو، چې له جاهلي اقوامو راپاتې دي او انسان يې له ويلو شرمېږي؛ بايد په ساهو بندګانو پسې ورشو، چې ويناوې یې د انسان روح د اسمانونو څوكو ته ور الوزوي، د هغه د وحدانيت په رڼا كې يې محوه كوي، له زړه د شرك هر ډول شبه وينځي او له فكره هر ډول انځورونه او تشبيه څنډي. بايد د پېغمبراکرم(ص) او پاكلمنې كورنۍ په خبرو پسې يې ورشو او د دوى د توصيفونو او څرګندونو په رڼا كې الله  وپېژنو. اميرالمؤمنين علي (ك) د الله  په توصيف كې وايي: ((اندونه نه ورسي، چې الله  ته اندازه او هومروالى و انګېري او تيزويني افكار يې درك كولاى نشي، چې يوه بڼه ترې انځور كړي. حواس يې له احساسولو عاجز او لاسونه يې له لمسولو بېوسې دي، بدلون او اوښتون پكې لار مونداى نشي او د زمانې تېرېدل پرې اغېزمن نه دي، د ورځو او شپو تېرېدل يې نه زړوي او رڼا او تياره پرې اغېز نه لري، الله  په هېڅ يو غړي، اندام، غَرض، ونج ونجون- ادلون بدلون او وېشنې نه يادېږي، اندازه، نهايت، نېستي او پاى ورته نشته)). (نمونه، 19: 176 مخ)

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِينَ ﴿۱۷۱﴾ = او په يقين زموږ د لېږل شويو بندګانو (د بريا) ژمنه لا له پخوا شوې ده

إِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُورُونَ ﴿۱۷۲﴾ = چې هرومرو به [پر خپلو دښمنانو] بریالي کېږي،

وَإِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغَالِبُونَ ﴿۱۷۳﴾ =  او بېشكه همدا زموږ لښكر بريالى دى.

171 تر 173_ د پېغمبرانو د لاسنيوي په اړه د الله  پرېكونې ژمنه: دا الهي وعده (چې د قرآن مجيد په پرېمانه آيتونو كې هم راغلې ده) له مهمو اشارو ځنې ده، چې د حق پلیونو زړه ورپورې تړلى دى. روحيه پرې اخلي او چې ستړي شي، نوې ساه پرې اخلي او په رګونو كې يې نوې وينه بهېږي. هو! پر باطلو د حق د لښكر بريا، د جندالله لاسبري او له پېغمبرانو او رښتينو مؤمنانو سره د الله  مرسته، د هغه له غوڅو وعدو او پرېکنده سنتو ځنې ده؛ خو دا پوښتنه رامخې ته كېږي، چې څنګه ځينې پېغمبران شيهدان شول يا د مؤمنانو ځينې ټولي له ماتې سره مخ شوي يا مخېږي؟ ځواب يې دا دى، چې: لومړى، بريا پراخه مانا لري او همېش پر دښمن د ظاهري او جسماني لاسبري پر مانا نه ده .كله بريا، د ښوونځي بريا ده او ستره بريا همدا ده؛ لكه چې په كربلا كې امام حسين او ياران يې شهيدان شول؛ خو موخه يې دا وه، چې د امويانو كرغېړنه څېره (چې د پېغمبراکرم د خلافت مدعيان ول) را برسېره كړي او دې سترې موخې ته هم ورسېدل: مسلمانان يې د دوى له خطره خبر كړل او اسلام يې له ځوړتيا وساته. ايا ويلاى شو، چې په كربلا كې یې ماتې وخوړه؟ مهمه داده، چې پېغمبرانو او مؤمنانو سره له دې، چې د حق دښمنانو يې پر وړاندې پرله غښتې هڅې وكړې؛ خو په نړۍ كې يې خپلې موخې وړاندې بوتلې او ډېر پلیوني يې پيدا كړل او خپلې ښوونځيزې ليكې ته يې دوام وركړ او د ټولو توپانونو پر وړاندې ودرېدل او ان په اوسنۍ نړۍ كې يې هم د ډېرى نړيوالو پام ځان ته را اړولى دى. دويم هېر نه كړو، چې دا ژمنه مشروطه ده او نه مطلق. ډېرى تېروتنې ،حقيقت ته له نه پاملرنې راولاړېږي. تر ويينې لاندې آيتونو كې ((عبادنا)) (بندګان مو)، ((جندنا)) (لښكر مو) يا د قرآن په نورو آيتونو كې پردې سياق ورته تعبيرونه؛ لكه ((حزب الله))، ((وَالَّذِينَ جَاهَدُوا فِينَا)) و ((وَلَيَنصُرَنَّ اللَّهُ مَن يَنصُرُهُ)) د بريا شرايطو ته څرګند دلايل دي. دا الهي وعده په هغوى پورې ځانګړې ده، چې د زړه له كومې د الله  رضا غواړي او له عملي پلوه د الهي فرمان په ليكه كې وي، تقوا او امانت هېر نه كړي. (نمونه، 19: 187 مخ.)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!