د شريعت خاوند پېغمبران په ټوليزه توګه پېغمبران دوه ډلې دي : يوه ډله يې لږګي-اقليت دي،چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې،چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او د دې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه وکړي . […]
د شريعت خاوند پېغمبران
په ټوليزه توګه پېغمبران دوه ډلې دي : يوه ډله يې لږګي-اقليت دي،چې په خپلواکه بڼه د يو لړ قوانينو او احکامو وحې ورته شوې او دنده ور پر غاړه شوې،چې دا قوانين او احکام خلکو ته تبليغ کړي او د دې قوانينو او احکامو پر بنسټ ورته لارښوونه وکړي . دې پېغمبرانو ته د قرآن په څرګندنه-اصطلاح “اولوالعزم” ويل کېږي .
موږ دقيقاً نه پوهېږو،چې “اولوالعزم پېغمبران” څو ول؛په تېره بيا، چې قرآن کريم هم په ډاګه کوي،چې يوازې د ځينو پېغمبرانو کيسې يې کړې دي (که قرآن د ټولو پېغمبرانو کيسې کړې واى او يا لږ تر لږه مدعي و،چې ټول مهم پېغمبران په قرآن کې ياد شوي دي؛نو شونې وه،چې د قرآن له مخې د “اولوالعزم” پېغمبرانو پر شمېر پوهېدلي واى)؛خو دومره خبر يو،چې حضرت نوح، حضرت حضرت ابراهيم، حضرت موسى،حضرت عيسى او حضرت محمد (صلوات الله عليه و عليهم) ټول الوالعزمه او د شريعت خاوندان ول او دې هر يو ته د يو لړ قوانينو او احکامو وحې شوې ده،چې تبليغ يې کړي او پر بنسټ يې خلک وروزي .
دويمه ډله هغه پېغمبران دي،چې خپل شريعت او قوانين يې نه درلودل؛ يعنې د هغه شريعت او قوانينو د تبليغ دنده يې درلوده،چې په هغه خت کې ول او ډېرى پېغمبران په دې ډله کې دي؛لکه “هود”، “صالح”، “لوط”،”اسحاق”،”اسماعيل”،”يعقوب”،”يوسف”،”يوشع”،
“شعيب”،”هارون”،”زکريا” او “يحيى” عليهم السلام .
-
ټیګونه: