حضرت علي(ک) وويل : ظالم درې ځانګړنې لري : هغوى چې ترې پورته دي؛نو په مخالفت او سرغړونه ورسره ظلم کوي او پر هغوى چې لاسبرې دى او تر لاس لاندې يې کار کوي؛نو پر غوسه غورار او غړمبار پرې ظلم کوي او يا دا، چې پخپله له نورو ظالمانو سره يو لاس وي. (نهج […]
حضرت علي(ک) وويل : ظالم درې ځانګړنې لري : هغوى چې ترې پورته دي؛نو په مخالفت او سرغړونه ورسره ظلم کوي او پر هغوى چې لاسبرې دى او تر لاس لاندې يې کار کوي؛نو پر غوسه غورار او غړمبار پرې ظلم کوي او يا دا، چې پخپله له نورو ظالمانو سره يو لاس وي. (نهج البلاغه)
لنډه شرح : د هغه چا پر ذهن، چې د ظلم روح واکمن شي؛نو لاندې ځانګړنې به ولري: له هغوى څخه،چې دستور اخلي،ترې سرغړونه کوي.هغوى،چې فرمان ورکوي او تر لاس لاندې يې دي، ورته غورېږي او تل يې اور ته نيولى وي او دوستان او همکاران يې هم ظالمان وي؛ خو هغه په دې درې واڼو بڼو کې ظالم دى؛ خو د ظلم ځاى يې بدل وي.
د عاجز هلې ځلې
حضرت علي (ک) وويل : غيبت کول د بېوسه انسان وروستۍ هڅه ده .(نهج البلاغه)
لنډه شرح : په کبيره ګناهونو کې به ډېره کمه داسې ګناه وموندل شي،چې د غیبت غوندې به د پستۍ، ضعف، خوارۍ او د نه سړيتوب نښه وي. هغوى چې پسې شا په خلکو پسې خبرې کوي او د خلکو په منځ کې د نيمګړتياوو په بيانولو یې پت او حيثيت خرابوي او د خپلې کينې اور په خلکو پسې پر خبرو مړ کوي؛نو ضعيفه او بې شخصيته خلک دي،چې د مبارزې مېړانه پکې نه وي او ټولې هلې ځلې يې دا وي،چې له شا نه دې پر چاقو ووهي . په يو حديث کې راغلي: هغه چې د خلکو غيبت وکړ او توبه يې وويسته؛نو لومړى تن به وي،چې جنت ته به ورننوځى او که توبه يې و نه کړه؛نو لومړى تن به وي، چې دوزخ ته به ورننوځي .
عقلمن او بې عقله
حضرت علي (ک) وويل : هوښيار په خپل کوښښ او کړو ډاډه وي او بې عقله په خپلو هيلو. (غررالحکم)
لنډه شرح : عقلمن مثبت او حقيقت پلټونکې وي؛ نو تل خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هلې ځلې کوي او همت يې پر عقل ولاړ وي،حال دا چې بې عقله د وهمونو، خوبونو او ارمانونو په نړۍ کې په خپلو موخو پسې ګرځي دا؛ځکه چې خيال پلو وهل؛خو هڅه او زیار نه غواړي،منفي ليوالتياوې يې پر ټول ژوند واکمنې وي تل د سبا خيالي بريو په تمه زړه خوشالوي؛ داسې سبا چې لا تر اوسه نه ده راغلى او په ژوند کې بې له هيلو او خيالونو بله اډانه نه لري.
نه غوړه مالي او نه کينه
حضرت علي (ک) وويل: د يو چا تر بخره وړۍ – استحقاق او وړتيا ډېره ستاينه غوړه مالي ده او تر بخره وړۍ لږه یې ناتواني یا کينه ده . (نهج البلاغه)
لنډه شرح :ښکاره خبره ده، چې وګړې بايد د وړتيا،ځانګړنو او نېکو کړنو له امله وستايل شي او کومه لار یې، چې نيولي وهڅول شي؛خو دا کار بايد په اندازه او د بخره وړۍ – استحقاق پر بنسټ وي او که داسې مو و نه کړل ؛ نو ډېرې منفي پايلې به ولري. که د چا تر وړتيا زياته ستاينه وشي؛نو غوړه مالي ورته ويل کېږي،چې د ستايونکي شخصيت هم لتاړېږي او مقابل لورې دې هم هسې راپارولی دى او که د چا تعريف د هغه تر وړتيا لږ وشي؛نو په دې کار مو هم نېک خلک ښو کارونو ته نه دي راهڅولي او د ستايونکي د کمزورۍ او کينې نښه ده .
زموږ ځنې نه دى
امام رضا وويل :هغه،چې ټګي کوى يا مسلمان ته تاوان رسوي او يا غولول کوي؛ نو زموږ ځنې نه دى.
لنډه شرح : چې خپله نېکمرغي د نورو په بدمرغيو کې او خپله ګټه د نورو په تاوان کې ويني؛ نو نه واقعي انسان دى او نه حقيقي مسلمان. پر نورو ساکښو کې د انسان امتياز او غوره والى د هغه په ټولنيز شخصيت کې دى او هغه،چې خپله ګټه د نورو په تاوان کې ويني؛نو پوه دې شي،چې ټولنيز شخصيت نه لري . نورو ته تاوان رسول که نيغ په نيغه او که په پټه وي او يا ټګي کول او غولول ،چې په هره بڼه وي په اسلام کې منع او رټل شوي او امام رضا وايي : چې له داسې خلکو ډېر سخت کرکجن يم .
ريښتينې دينوال لږ دي
امام حسين وويل: ډېر خلک د دنيا بندګان دي او دين يې يوازې په خوله وي،تر هغه چې ګېډه يې پر دين مړه وي؛نو له دين څخه ملاتړ کوي؛ خو که د روزګار پر سختيو و ازمېيل شي؛نو دينوال به ډېر لږ وي. (بحارالانوار ۱۰/۱۹۸)
لنډه شرح : دين؛هغه هم د اسلام غوندې دين د ټولنې د حقوقو ساتونکى او د خلکو د واقعي ګټو عادلانه ملاتړى دى؛خو کله چې دين د ځينو د شخصي ګټو په لار کې خنډ شي؛نو دلته واقعي دينوال او د خولى دينوال پېژندل کېږي،ډېر داسې خلک دي، چې هر څه ته د خپلو شخصي ګټو له سوړې ويني؛نو تر هغه وخته له دين سره وي،چې په ګټه يې وي؛خو که داسې يوه ورځ راغله،چې دين یې له ګټو بيل شو؛ نو دوى به هم ډېر په آسانه له دينه بيل شي؛خو هغوی واقعي دينوال دي،چې په هرحال کې وفاداره وي او دين او ايمان یې د ژوند لاروښوونکي دي؛ نه شخصي ګټې.
له انسان څخه ولې نعمتونه اخستل کېږي؟
امام باقر (رح) وويل: څښتن (ج) تعالى غوڅ حکم کړى،چې انسانانو ته ورکړ شوي نعمتونه ترې وا نه خلئ؛ خو دا چې هغوى پر ګناه ککړ شي او ترې واخستل شي. (اصول کافي)
لنډه شرح : د څښتن (ج) نعمتونه نه خلاصېږي او نه خلاصېدونکي دي؛خو بې حسابه نه دي، بې حسابه يې چاته نه ورکوي او بې حسابه يې هم له چا څخه نه اخلي .کله چې انسانان د څښتن (ج) تعالى نعمتونه د غرور، فساد، بربادۍ او ظلم وزله کوي ؛ نو هماغه نعمتونه يې د بدمرغۍ لامل ګرځي؛نو ځکه ترې واخستل شي او د نعمتونو پر ځاى پرې بلاګانې راشي او صنايع او ټکنالوژي يې د ويجاړتيا وزلې ګرځي او ټولنه يې د نفاق ځاله او د ژوند پراختيا يي د خپګان لامل وي؛ان تردې چې د پرمختګ وزله يې د روسته پاتېدو لامل شي ؛ځکه چې له نعمتونو يې ناوړه ګټنه کړى ده .
مين سرتېري
امام باقر وويل: زما د ګران نيکه امام حسين سرښندوکيو يارانو د دښمن تر غشيو او نېزو لاندې درد نه احساسوه. (بحارالانوار ۴۵/ ۸۰)
لنډه شرح : کله چې له موخې سره د انسان مينه د عشق پړاو ته ورسي،هغه هم سوځونکي عشق ته؛نو ټول احساس يې پر هماغه موخه راټول وي هر غم او خپګان ورته د زغملو وړ وي او نه يوازې دا،چې زغملاې يې شي؛بلکې چرت يې هم پرې خراب نه وي. اورېدلى به مو وي،د مصر ښځو،چې يوسف علیه السلام وليد د لنډ او ژر تېرېدونکي عشق له امله یې د ميوو پر ځاى يې خپلې ګوتې پرې کړې او له درده خبرې نشوى؛ نو په دې کې د حېرانتيا څه پاتېږى چې د څښتن (ج) د دين ناقراره عاشقان، د حق او فضيلت د لارې مين سرتېري به د دښمن له تورو او نېزو څخه درد نه احساسوي. لومړى بايد انسان مين شي، پايله به يې حتما زغم او سرښندنه وي.
تل تر څارنې لاندې يې
امام جواد (رح) وويل: پوه شه،چې هيڅ څه دې د څښتن (ج) له سترګو څخه پټ نه دي؛نو اوس پخپله فکر وکړه،چې څنګه به يي ؟ (تحف العقول)
لنډه شرح : پر څښتن (ج) د ايمان لومړۍ نښه ځان تر يوې دايمي څارنې لاندې ننګېرل- احساسول دي، نه يوازې دا، چې د هغه له علمه يو ټکې بهر او پټ نه دى ؛بلکې څارونکيو یې له څلورو اړخونو را ايسارکړي يو. څومره چې ايمان قوي وي،ددې څارنې ننګېرنه زياته او ډېرېږي،تردې چې انسان تل ځان د څښتن (ج) په حضور کې ننګېري،چې همدا ننګېرنه د ټولنې سمونې ته تر ټولو ستره وزله ده. ددې ننګېرنې راژوندي کول نن سبا زموږ د ټولنې سمونې ته تر ټولو مهم او ستر ګام دى .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com