د قانون جوړوونکي ځانګړنې ١_د انسان پر ټولو ظاهري او باطني اړتياوو پوه وي . ٢_پر انسان ولورېږي . ٣_بشپړ عدالت ولري او پر حقيقت او سازښت-مصلحت خپلې غوښتنې غوره وګڼي. نو ښکاره خبره ده،چې داسې يو قانونګذار بې له څښتنه بل څوک نشي کېداى،چې لارښوونې او پيغامونه د انبياوو له لارې انسانانو ته رالېږي. […]
د قانون جوړوونکي ځانګړنې
١_د انسان پر ټولو ظاهري او باطني اړتياوو پوه وي .
٢_پر انسان ولورېږي .
٣_بشپړ عدالت ولري او پر حقيقت او سازښت-مصلحت خپلې غوښتنې غوره وګڼي.
نو ښکاره خبره ده،چې داسې يو قانونګذار بې له څښتنه بل څوک نشي کېداى،چې لارښوونې او پيغامونه د انبياوو له لارې انسانانو ته رالېږي.
د انبياوو په هکله د قرآن شريف وينا:
د عقل له پلوه،چې مو انبياوو ته پر اړتيا رڼا واچوله؛نو اوس به هم د قرآن شريف څو آيتونو ته اشاره وکړو :
((وَلِكُلِّ أُمَّةٍ رَّسُولٌ فَإِذَا جَاء رَسُولُهُمْ قُضِيَ بَيْنَهُم بِالْقِسْطِ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ ( يونس/۴۷)= او هر امت ته يو استازى وي او چې کله يې استازى راشي؛ نو ترمنځ يې په انصاف سره پرېکړې کېږي او هېڅ ډول تېرى به پرې ونشي.)).
– ((وَإِن مِّنْ أُمَّةٍ إِلَّا خلَا فِيهَا نَذِيرٌ (فاطر/۲۴)= او هېڅ داسې امت نه و؛ خو داچې خبروونكى پکې تېر شوى دى.)) (١١)
((لِّيَهْلِكَ مَنْ هَلَكَ عَن بَيِّنَةٍ وَيَحْيَى مَنْ حَيَّ عَن بَيِّنَةٍ (انفال/۴۲) = هغوى چې هلاك (اوبې لارې)كېږي په ښكاره دليل سره هلاك شي او هغوى چې ژوندي كېږي (او سمه لار مومي) له څرګند دليل سره ژوندي پاتې شي)) (١٢). هو ! بايد لار روښانه وي،چې انسان يې له پوهې او پوره ازادۍ سره وټاکي .
(( رُّسُلًا مُّبَشِّرِينَ وَمُنذِرِينَ لِئَلاَّ يَكُونَ لِلنَّاسِ عَلَى اللّهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ (نساء/۱۶۵) =( دا ټول) پېغمبران زېري وركوونكي او وېروونكي لېږل شوي ول،چې د پېغمبرانو (تر لېږلو) وروسته خلكو ته د خداى په مقابل كې پلمه نه وي (او پر ټولو غاړه خلاصه شي) (١٣).
د انبياو د پېژندو لار
د انبياو د پېژندو لپاره درې لارې دي:
١_معجزه .٢_د انبياوو د تېرو کارونو،حالاتو او کارنامو څېړنه .٣_د تېرو پېغمبرانو يادونې .
معجزه : څوک چې وايي خداى راته ستاسې د لارښوونې دنده راکړې او د هستۍ له خاوند او بې نهايته ځواک سره په اړيکه کې يم؛نو بايد داسې کار وکړي،چې نور ترې بېوسى وي او له دې لارې خپله خبره جوته کړي،چې په رښتيا له بلې نړۍ سره په اړيکه کې دى،چې دې عمل ته معجزه وايي .
[ژباړن : پردې مطلب لا پوهېدو ته د سترعالم ابوالقاسم خويي د ” قرآن پوهنه کتاب” ولولئ،چې په پښتو هم چاپ شوى دى.]
هر الهي پېغمبر د خپل حقانيت جوتولو ته معجزه او معجزې درلودې؛لکه :
١_حضرت داود(ع) ته د اوسپنې نرمېدل: ((وَأَلَنَّا لَهُ الْحَدِيدَ))(١٤).
٢_حضرت سليمان ته د باد تابعېدل:((فَسَخَّرْنَا لَهُ الرِّيحَ تَجْرِي بِأَمْرِهِ)) (١٥).
٣_حضرت صالح (ع) ته له غره د اوښې راوتل. ((إِنَّا مُرْسِلُو النَّاقَةِ))(١٦)
٤_پر ښامار د حضرت موسى د همسا بدلېدل.((فَإِذَا هِيَ ثُعْبَانٌ مُّبِينٌ))(١٧).
٥_د حضرت عيسى په لاس د مرغۍ جوړېدل. ((أَنِّي أَخْلُقُ لَكُم مِّنَ الطِّينِ كَهَيْئَةِ الطَّيْرِ فَأَنفُخُ فِيهِ فَيَكُونُ طَيْرًا بِإِذْنِ اللّهِ وَأُبْرِئُ الأكْمَهَ والأَبْرَصَ وَأُحْيِي الْمَوْتَى بِإِذْنِ اللّهِ))(١٨).
د انبياوو کار له مخترعانو،مرتاضانو،کوډګرو،جادوګرانو او پهلوانانو سره څه توپير لري؟ هغوى هم يو لړ داسې کارونه کوي،چې نور يې نشي کړاى؛نو ولې ورته پېغمبران نه ويل کېږي؟!
١_ دا خلک په دې باب روزل شوي؛ خو انبياء ښوونکي نه لري .
٢_ د دوى کارونه د تمرين پايله ده ؛خو انبياء داسې نه ول.هغه پهلوان که درانه درانه وزنونه پورته کوي؛نو دې ځاى ته تر کلونو کلونو تمرين وروسته رسېدلي دي. هغه خلک،چې له حضرت صالح څخه راتاو شوي وو؛نو ورته يې وويل،چې که ته له الهي قدرت سره په اړيکه کې يې؛نو همدا اوس له دغو ځانګړونو سره اوښه له غره را اوباسه؛نو حضرت صالح ورته ونه ويل: لږ صبر وکړئ،چې تمرين يې وکړم او زده يې کړم ؛ نو بيا به دا کار وکړم او پردې سربېره، اصولا دا کار په تمرين هم ترسره کېداى نشي.
٣_ ددې خلکو د کار موخه مادي ده. که پهلوان درانه وزنونه پورته کوي،جادوګر جادو کوي؛نو د خلکو د پام راګرځولو او مادياتو ته وي؛ خو د انبياوو موخه د غښتلي انسان او ټولنې جوړول دي.
٤_داخلک تېروتوونکي او ګناهکاران دي؛خو الهي انبيا سپين لمني دي او په خپل ژوند کې هېڅ ډول نيمګړتيا نه لري .
٥_جادوګر،پهلوان او …. هېڅکله نه وايي،کوم کار چې کوم،بل يې نشي کړاى او د سيال رابللو مړانه هم نه لري ؛خو الهي انبياء ښه په پوره ډاډ وايي :کوم کار،چې کوو،بل يې نشي کړاى.
ځکه د الهي پېغمبرانو او د نورو سترګو غولونکيو په چارو کې هم د موخې او هم د عمل له پلوه خورا توپيرونه دي .
-
ټیګونه:
- د قانون جوړوونکي ځانګړنې