تبلیغات

قرآن مجيد د څښتن تعالى کلام دى او د څښتن تعالى کلام دهغه د مبارک ذات په څېر بې انتها دى؛نوله همدى امله د قرآن کريم بې پايه سمندر په بشري مقياسونو نشو کچ کولاى او نه یې ژوروالى درک کولاى شو؛خوبيا هم هرڅوک د خپلى پوهى او ادراک په اندازه له قرآن گټه اخيستلاى […]

قرآن مجيد د څښتن تعالى کلام دى او د څښتن تعالى کلام دهغه د مبارک ذات په څېر بې انتها دى؛نوله همدى امله د قرآن کريم بې پايه سمندر په بشري مقياسونو نشو کچ کولاى او نه یې ژوروالى درک کولاى شو؛خوبيا هم هرڅوک د خپلى پوهى او ادراک په اندازه له قرآن گټه اخيستلاى شي او پردې سربېره څومره ،چې مو ظرفيت زياتېږي او فکر مو پراختيا مومي هومره د قرآن له معارفو برخمنېداى شو.

نو ځکه د قرآن تفسيرول بايد متوقف نشي او که داسې وشول ؛نو عملا مو د قرآن پر محدوديت منښته- اعتراف کړی،چې دا د څښتن پاک له کلام سره کله هم اړخ نه لگوي .

ځينى فکر کوي،چې گنې قرآن یوازې يو ډول تفسير لري؛خوکه ځير شو راته به څرگنده شي،چې د قرآن مجيد لپاره حداقل پنځه ډوله تفسير تصور کولاى شو،چې ځينى یې د علماوو له لارې ترغورلاندې نيول شوي او کتاب يا کتابونه ترې جوړشوي ،حال دا چې پر ځينو نورو ډولونو یې لاسم غور نه دى شوى:

١– د قرآن د مفرداتو تفسير:

په دى ډول تفسيرکې مفسر زيار باسي ،چې د((الفبا)) د ټکيو په اډون – ترتيب او(( معجم)) صورت سره د قرآن هره يوه څرګندنه- اصطلاح په بيل بيل ډول ترغورلاندې ونيسى او ددې مفرادتو اصلي ريښه او په قرآن کې یې د استعمال ځايونه معلوم کړي.

په دې باب ډېر کتابونه ليکل شوي،چې مهم یې دا دى :

الف — (( المفردات فى غريب القرآن )) دا کتاب ابو القاسم حسين بن محمد بن المفضل الراغب لا صفهانى ليکلى ،چې د پنځمې هجرى قمري پيړۍ له علماوو ځنې دى.

ب — ((وجوه قرآن ))

دا کتاب ابوالفضل حبيش بن ابراهيم تفليسى ليکلى ،چې دشپږمې هجري پيړۍ له علما وو ځنې دى .

٢– ترتيبي تفسير :

په دې ډول تفسيرکې آيتونه د سورتونو له مخې ترغورلاندې نيسي او د اسلامي علماوو( تقريباً اکثريت ) تفاسيرپه همدى ډول دى .

اوله دې ډول تفسير ځنې په سل گونو اوزرگونو ټوکه کتابونه ليکل شوي .

٣–   موضوعي تفسير:

په دې ډول تفسيرکې مفسر ترتيبي تفسير په پام کې نه نيسي او په يوې موضوع کې ،چې څومره آيتونه وي راټولوي اويو ځاى یې ږدى مثلاً په جهاد پورې اړونده آيتونو راټولوي او له ټولګې یې نوي حقايق را برسيره کوي او د قرآن له سمندره پر قيمتي مرغلرو برلاسى کيږي . په دې اړه ارزښتناک کارونه شوي ؛خو بايد منښته- اعتراف وکړو،چې د قرآن دا ډول تفسيرد پخلي پړاو ته نه دې رسيدلاى او لا تر اوسه خپل لومړي او ابتدایې پړاونه وهي.

٤– ارتباطي تفسير(یا ځنځيري تفسير) :

د طبيعت په کتاب ( تکويني کتاب ) او د قرآن په کتاب ( تدويني کتاب ) کې پرتې مسئلى يو له بله بيلى نه دي او د دواړو ترمنځ داسې قوي اړيکى شته،چې د طبيعت او د قرآن حقايق يوله بل سره نښلوي.

په دې ډول تفسيرکې دمفسر دنده دا ده ،چې ( په موضوعي تفسيرکې يې موضوعات سره راغونډ کړى اوبيا یې يو له بل سره په اړه وڅيړي .

مثلاً (( ايمان )) له تقوا سره . تقوا له جهاد سره ، جهاد له صالح عمل سره او صالح عمل له شفاعت سره په اړه وڅېړي اوهمداراز قرآن د موضوعي ارتباط او ځنځير په بڼه تر غور لاندې ونيسي. ترهغه ځايه ،چې موږ پوهيږو تر اوسه پورې دا ډول تفسير ترغورلاندى نه دى نيول شوى .

٥–   کلي تفسير يا د قرآن نړۍ ليد:

په دې ډول تفسير کې مفسر د قرآن ټوله منځپانګه له کايناتو ( دهستى عالم سره په اړه تر غور لاندې نيسي يا په بله وينا (( تکويني کتاب )) او(( تدويني کتاب )) يو له بل سره نښلوي او دواړه يو له بل سره په اړه ويني او دواړه يو د بل په رڼا کې تفسيروي .

د قرآن مجيد دا ډول تفسير اوس ناشونی دى او زموږ له وسى پوره نه دى؛ځکه دى پړاو ته د رسېدو لپاره لومړى بايد مخکني پړاوونه ووهل شي ؛يعنى بايد د قرآن موضوعي تفسير تر بسیا بریده وده وکړي او بيا ارتباطي تفسير پيل او پراختيا ومومي او بيا مفسر دا ټول له کايناتو سره په اړه ترغور لاندې ونيسي .ددى ډول تفسيرلپاره زموږ عمر کفايت نه کوي او دا په راتلونکيو نسلونو پورې اړه لري .

[ سرچینه: نمونه تفسیر، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!