تبلیغات

د لمونځ په هکله چې هرڅومره خبرې وشي، ليکنې پرې وشي حق يې نشي ادا کيدلې ،لمونځ د دين ستنه ده ،د اسلام بېرغ دى، د پيغمبرانو او اديانو يادګار او زموږ د ټولو اعمالو د قبلېدو چورليد او مرکزي ټکى دى ؛نو لمونځ په يو څو کرښو او جملو کې دبيان وړ نه دى […]

د لمونځ په هکله چې هرڅومره خبرې وشي، ليکنې پرې وشي حق يې نشي ادا کيدلې ،لمونځ د دين ستنه ده ،د اسلام بېرغ دى، د پيغمبرانو او اديانو يادګار او زموږ د ټولو اعمالو د قبلېدو چورليد او مرکزي ټکى دى ؛نو لمونځ په يو څو کرښو او جملو کې دبيان وړ نه دى .

لمونځ د هرې ورځې د سهار او ماښام پروګرام دى. په سهار کې لومړى واجب کلام لمونځ دى او د شپې د ماسخوتن وروستې کلام هم لمونځ دى ؛نوهره ورځ د خداى په ياد پیلېږي او د خداى به ياد هم پاى ته رسي؛يعنې دا چې زموږ هرڅه د خداى لپاره دي. لمونځ که په سفرکې وي يا په وطن کې ،که پرځمکه وي او يا په هوا کې ،که په فقرکې وي يا په غنى کې ،رمزاو راز يې دا دى،هرچېرته اوهرڅوک چې ياست ،يواځې د خداى بنده اوسه .!

لمونځ د انسان عملي ايدئولوژى ده ،چې پکې خپل ګروهې- عقايد ،اندونه ‏،غوښتنې او بيلګې بيانوي . لمونځ ارزښتونو ته کلکوالى ورکوي او د انسان د شخصيت او د ټولنې د ويجارېډومخنيوى کوي . که د يوې ودانۍ ستنې سستې وي؛نو را وبه لوېږي. د لمانځه اذان د توحيد غږ دى،چې د اسلام پاسوالان او لارويان تر يو بېرغ لاندې په يو صف کې په يوعادل امام پسې ودروي . د جمعې امام يو وي او دا راښيې،چې د ټولنې امام هم بايد يو وي،چې د مديريت چارې سمبال کړي .د جمعې امام بايد په جمعه کې د حاضرو لمونځ کوونکيو او په تېره بيا کمزورو خلکو ته پاملرنه وکړي .دا موږ ته راښيې چې د ټولنې په تصميم نيونه کې بېوزلي او محروم خلک له پامه مۀ غورځوئ .يوه ورځ پيغمبر اکرم (ص) په جمعه ولاړ و د يو ماشوم ژړا يې واورېده،لمونځ يې په بيړه وکړ،غوښتل يې که د ماشوم مور په جمعه کې وي؛نو ژر تر ژره دې خپل ماشوم په غېږ کې واخلي . د ا نسان تر پيدايښت وروسته لومړى حکم د سجدې و اوخداى پرېښتوته وويل:

وَإِذْ قُلْنَا لِلْمَلاَئِكَةِ اسْجُدُوْا لآِدَمَ فَسَجَدُوا إِلَّا إِبْلِيسَ أَبَى‏ وَاسْتَكْبَرَ وَكَانَ مِنَ الْكَافِرِينَ ( بقره \٣٤ ) = ‏(( او (درياد كړه) چې موږ پرېښتو ته وويل: ((چې آدم ته سجده وكړئ.)) ټولو سجده وكړه ؛خو ابليس ونكړه سرغړونه او لويي يې وكړه او ( د خپلې سرغړونې او تكبر له امله) د كافرانوله ډلې شو.))

د ځمکې لومړى ځاى (مکه او کعبه )چې له اوبو راووته او وچه شوه ،دعبادت ځاى و.

إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكاً وَهُدىً لِلْعَالَمِينَ (ال عمران /٩٦ ) = ‏(( لومړنۍ كور چې خلكو ( او خداى ته ددعا لپاره ) جوړ شو، همغه دى چې په مكه كې دى،چې ډېر بركتي او نړيوالو ته د لارښوونې مركز دى.))

مدينې ته ترهجرت وروسته د پېغمبر اکرم (ص) لومړى کار دا و،چې جومات يې جوړکړ.لمونځ هم پر نېکيو امر دى اوهم له بديو منع دى په اذان او اقامت کې هره ورځ وايو : ((حى على الصلوه حى على الفلاح)) ؛يعنى دا چې لمونځ يوسترمعروف دى اوموږ ورته رابولي . لمونځ انسان له فساداوفحشاء ژغورې.

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ( عنکبوت \٤٥) = ((هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.))

لمونځ داسې حرکتونه دي چې د اګاهۍ او پوهې له مخې کېږي .دا حرکتونه د خداى تر پيژندلو وروسته د هغه په حکم ورته د نږدې والي لپاره کېږي ؛نو ځکه قرآۤن موږ د مستۍ او ستړيا په حالت کې له لمانځه منع کړي يو ؛ځکه په لمونځ کې چې څه وايو د پوهې له مخې يي بايد ووايو.لمونځ خلکوته اګاهي اوپوهه وربښي.د جمعې د ورځې په لمونځ کې تر لمانځه مخکې دوه خطبې ويل کېږي دا خطبې هم په يوه بله وينا د لمونځ جز دي. د خطبو اورېدل او ورپسې لمونځ کول؛يعنې دا چې لومړى ځان خبرول دي او وروسته لمونځ کول دى .لمونځ له ځانه وتل دي او د خداى په لورې الوتل دي.

لمونځ د اسلام بېرغ دى

لکه څرنګه چې بېرغ نښه ده لمونځ هم د مسلمانۍ نښه ده اوهمداراز په هرځاى کې تل د بېرغ درناوى کېږي او سپکاوى يې د يوهېواد او ملت سپکاوى ګڼل کېږي.د لمونځ سپکاوى او پر وړاندې يې بې پروايي د دين بې پروايي ده. د بېرغ جيګوالى د يوهېواد د سياسي او پوځي ‏ځواک ‏شتوالى او د هماغه ملت تداوم راښي،په لمونځ کې هم همداشان دي.

لمونځ او قرآن

په ځينوځايونو کې لمونځ اوقرآن د يوبل په څنګ کې راغلي:

إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ وَأَنفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرّاً وَعَلاَنِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَن تَبُورَ ( فاطر\ ٢٩ ) = ((په حقيقت کې کوم کسان چې الهي كتاب لولي او لمونځ دروي او زموږ له ورکړې روزۍ يې (د خداى په لار کې) په پټه او ښكاره لګوي؛ نو هغوى د يوې داسې سوداګرۍ هيله من دي، چې هېڅکله تاوان نه لري.))

په بل ځاى کې وايي :

وَالَّذِينَ يُمَسِّكُونَ بِالْكِتَابِ وَأَقَامُوا الصَّلاَةَ إِنَّا لاَنُضِيعُ أَجْرَ الْمُصْلِحِينَ ( اعراف / ١٧٠) = ‏(( او هغوى چې (دخداى) پر كتاب ټينګې منګولې لګوي او لمونځ كوي (؛نو ستره بدله به ولري؛ځكه ) موږ د مصلحينو اجر نۀ ضايع كوو.))

کله لمونځ او قرآن د يو صفت په حيث راغلي لکه د ذکر ویی- کلمه چې قراۤن ته هم ويل شوى.

إِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا الذِّكْرَ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ ( حجر/٩ ) = (خو هغوى بايد پوه شي چې ) موږ پرېښتې له حق پرته نۀ وركوزوو او چې كله وركوزي شي؛نو بيا هغوى ته مهلت نۀ وركول كېږى (او كه منكر شي؛ نو په الهي عذاب نابودېږي ) !

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لاَ إِلهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلاَةَ لِذِكْرِي ( طه \١٤) = ‏(( په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبود نشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه .))

په زړه پورې دا ده چې د لمونځ ویی – کلمې پرځاى کله د قراۤن ویی‏ هم راغلى ده.

أَقِمِ الصَّلاَةَ لِدُلُوكِ الشَّمْسِ إِلَى‏ غَسَقِ اللَّيْلِ وَقُرْآنَ الْفَجْرِ إِنَّ قُرْآنَ الْفَجْرِ كَانَ مَشْهُوداً ( اسراء/۷۸ )= ((د لمر له زواله (ماسپښين) د شپې تر وروستۍ تيارې [=نيمې شپې ] پورې لمونځ وكړه او (په تېره بيا) د ګهيځ د لمانځه (پرکولو پابند اوسه؛ ځکه) چې د ګهېځ (لمانځه) ته (د شپې او ورځې پرېښتې) حاضرېږي.))

ويل کېږى چې له قرآن الفجر څخه موخه د سهار لمونځ دى . په لمانځه کې د قرآن حمد او سورت ويل د لمونځ واجبات دي او د قراۤن په غټو سورتونو لکه بقره او په کوچني سورتونولکه کوثر کې د لمونځ په هکله ذکر شوى دى .

لمونځ اوقصاص

نه يواځې په اسلام کې ؛بلکې په ټولو الهي اديانوکې د قصاص قانون شته او وايي :که څوک د چا غوږغوڅ کړي؛نو غوږ يې بايدغوڅ شي که څوک د چا غاښ مات کړي ،بايد غاښ يې مات شي؛خو د غل بايد يواځې د لاس څلورګوتې غوڅې شي او د لاس تلى يې بايد پرېښوول شي.انسان د سجدې پر وخت د لاس تلى بايد پرځمکه کېږدي؛نوځکه غل ته د سزا ورکولو پر مهال بايد لمونځ او سجدې ته پاملرنه وکړو او د لاس تلى يې بايدغوڅ نشي ،چې غل ته هم دعبادت حق خوندي پاتې شي.

عبادت اوحکمت

عبادت هغه وخت ارزښت لري،چې رغی- سطحي نه وي او انسان خپل اسماني مشر او واکمني يې پېژندلې وي او لمونځ په درناوۍ او خشوع وکړي . حضرت على (ک) د لمونځ کوونکيوله يوې ډلې سره مخ شو،چې په تاريخ کې د مارقينو او يا هم د خوارجو په نامه يادېږي .دې کسانو به ډېر لمونځونه کول او د اوږدو سجدو له کبله يې تندو پوټکي اچولى و؛ خو د حضرت علي پر ضد راپاڅېدل. په روايتونو کې راغلي کله،چې مهدي اخر زمان راښکاره شي؛نو د ځينې جوماتونو خلک به يې پر ضد راپاڅېږي. ‏هغه کسان چې د امام حسين وژلو ته کربلا ته راغلى و،ټولوبه د يزيد او په پلارپسې يې په جمعه لمونځونه کول.

کوم عبادت چې له جهالت سره يوځاى وي ؛نو دا شان خلک دعبادت په محراب کې د خداى عابدين اونازوزلي وژني او دا کار ورته سترعبادت ښکاري .حضرت علي (ک )يې هم دعبادت پرمهال په محراب کې شهيد کړ.‏انسان بايد پرحقه مشر وپېژني او اطاعت يې وکړي.لمونځ او نور عبادتونه هم بايدله داسې پېژندنې سره يوځاى وي. په روايتونو کې راغلي: حج خداى؛ځکه فرض کړ،چې خلک يې په کور کې راټول شي او له امامانوسره اړيکې ټينګې کړي.نن په مليونونوکسان په کعبه کې راټوليږي ؛خو اۤسماني مشر نه لري مسلمانان خواره واره شوي،يو واحد مرکز نه لري ،د اقتصاد قوي ستنې نه لري؛نوځکه يوه ډله يهودان تل پرمسلمانانو واکمني او لوبې کوي.اسلام ‏ تجزيه کېدونکى ټولګه نه ده. د واکمنۍ يا ولايت له قبليدو پرته لمونځ نه قبلېږي. لکه څرنګه چې بې له لمانځه،انفاق نه قبلېږي،همداراز بې له زکات،لمونځ هم د قبلېدو وړ نه دى.

د اسلام احکام د بدن دغړيو په شان دي،يوغړى د بل ځاى نشي نيولاى. سترګه د غوږ کار نشي کړاى او غوږ د لاسونو کار نشي کړاى،لمونځ د زکات ځاى نشي نيولى او بيا دا دواړه د خداى په لار کې د جهاد ځاى نشي نيولى اسلام ددې ټولو يوه ټولګه ده .

لمونځ اومشري

که لمونځ د الهي مشرانو له لارې اقامه شي؛نو د زورمټۍ ‏او طاغوت ټغر به ټول شي .دعباسى خليفه مامون الرشيد په واکمنۍ کې د اختر لمونځ ته ډېر زيات خلک راغلل؛ځکه پوهيدل چې جمعه به امام رضا عليه اسلام ورکوي،مامؤن وويل که داجمعه پاى ته ورسېږي؛نو زموږ د واکمنۍ ستنې به له بېخه راوباسي؛نو امام رضا عليه اسلام يې له لارې بېرته ستون کړ او لمونځ ته يې پرېنښود. دا چې نن د مسلمانانو لمونځونه اغېز نه لري دليل يې دا دى،چې د قرآن په ځينو برخوعمل وشو او ځينې نورې يې هېرې شوې ؛ځکه‏ قراۤن وآيي :

وَأَقِيمُوا الصَّلاَةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ ( نور/٥٦ ) = ((اولمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د (خداى د) استازي اطاعت وكړئ، ښايي چې لورېينه در باندې وشي))

نن ځينې لمونځونه کوي؛خو زکات نه ورکوي ،زکاتونه ورکوي؛ خو لمونځونه نه کوي په بله وېنا پرخداى ايمان لرى؛خو پر طاغوتانو کفر نه وايي او دا ايمان نيمګړى دى، خداى وايي :

لاَ إِكْرَاهَ فِي الدِّينِ قَد تَبَيَّنَ الرُّشْدُ مِنَ الْغَيِّ فَمَن يَكْفُرْ بِالطَّاغُوتِ وَيُؤْمِن بِاللّهِ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى‏ لاَ انفِصَامَ لَهَا وَاللّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ   (بقره /٢٥٦ ) = ((ددين په منلو كې زور او اړايستل نشته (؛ځكه ) سمه له كږې لارې روښانه او بېله شوې ده؛ نو ځكه څوك چې پر طاغوت [ =بوت، شيطان او هر سرغړوونكى موجود ] كافر شي او پر خداى ايمان راوړي؛ نو هغه داسې ټينګه كړۍ ونيوه چې بېخي ماتېدونكې نده او خداى اورېدونكى پوه دى.))

کوم کسان چې طاغوت ته ځي قرآن يې په هکله وايي :

أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ يَزْعُمُونَ أَنَّهُمْ آمَنُوا بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِن قَبْلِكَ يُرِيدُونَ أَن يَتَحَاكَمُوا إِلَى الطَّاغُوتِ وَقَدْ أُمِرُوا أَن يَكْفُروا بِهِ وَيُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَن يُضِلَّهُمْ ضَلاَلاً بَعِيداً ( نساء\٦٠) = ((ايا تۀ هغوى نګورې چې ګومان كوي، چې موږ پرهغه څه چې تا ته نازل شوي دي او څه چې له تا مخكې نازل شوي وو،ايمان راوړى دى؛ خو د پرېكړې لپاره طاغوت او باطلو واكمنو ته ځي ؟! حال دا چې هغوى ته له طاغوته د منكرېدو حكم شوى و او شيطان غواړي، چې هغوى خورا ډېر زيات بې لارې کړي.))

دعبادت درجې

که يوماشوم وپوښتل شي،چې موروپلاردې ولې خوښ دى؟ وبه وايي؛ځکه چې ما ته د لوبوڅيزونه او جامې اخلي،که ‏يو زلمي وپوښتل شي له موروپلارسره ولې مينه کوې، و به وايي،موروپلارزما دشخصيت دهويت نښې دي او پر ما زړه سواندې دي . که ماشوم غټ شي؛نو له موروپلار سره يې مينه هم زياتېږي او د لوبو څيزونه به يې له ياده وتلي وي.ځينې خپل کمال او وده د موروپلار په خدمت کې ويني. د خداى عبادت او ستاينه هم همدا شان ده او هر کس د يو دليل له مخې د خداى عبادت کوي.عبادت هم پړاونه او قدمونه لري چې دا دي :

لومړى قدم : ځينې خلک خداى د نعمتونو له کبله ستايي اوعبادت يې کوي ،چې شکر يې وکړي قراۤن ټولوخلکو ته وايي:

فَلْيَعْبُدُوا رَبَّ هذَا الْبَيْتِ. الَّذِي أَطْعَمَهُم مِن جُوعٍ وَآمَنَهُم مِنْ خَوْفٍ ( قريش\٣ ،۴) = [نو (ددې ستر نعمت په شكرانه كې) بايد ددې خونې (كعبې) د پالونكي عبادت وكړي؛ همغه (خداى) چې له لوږې يې وژغورل (او خواړه يې وركړل) او له وېرې او ناامنۍ يې (خوندي او) ډاډمن كړل.]

د عبادت لومړى قدم چې موږ ورته د شکرعبادت وايو د ماشوم د مينې په څېر ده،چې له موروپلارسره يې لري؛ځکه ‏موروپلاريې ورته د لوبو څيزونه اوښاېسته کالي اخلي .

دويم قدم : په دې پړاو کې انسان دعبادت د برکتونو او اغېزو له کبله د خداى عبادت کوي او د مانیزو او اروایزو اغېزو له کبله لمونځ کوي .

قراۤن وايي :

اتْلُ مَا أُوحِيَ إِلَيْكَ مِنَ الْكِتَابِ وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى‏ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ ( عنکبوت\ ٤٥ )= ((هغه چې له (اسماني) كتابه پرتا وحې شوي، ولوله او لمونځ پر ځاى کړه، چې لمونځ (انسان) له بې حيايۍ او ناوړو چارو ايساروي او البته د الله ياد ډېر لوى دى او څه چې كوئ، خداى پرې پوهېږي.))

دعبادت دې پړاو ته د ودې عبادت وايې او دا پړاو د ځوان د ميني او درناوى په شان دى،چې له موروپلار سره يې لري او وايي،چې موروپلار زما ښوونکي دي او زه يې له ګواښونو او تيروتنو خوندي ساتلى يم.

دريم قدم : دا پړاو تر ټولواوچت دى خداى حضرت موسى ته وايي :

إِنَّنِي أَنَا اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا أَنَا فَاعْبُدْنِي وَأَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي.[ سورت طه /١٤ ] = ((په حقيقت کې همدا زه “الله”يم،له ما پرته بل معبودنشته؛ نو ما ولمانځه او زما د ياد لپاره لمونځ وكړه .))

حضرت موسى اوبو ډوډۍ ته لمونځ نه کوي له بدیو ‏څخه د لرې والي په خاطر يې هم نۀ کوي؛ځکه حضرت موسى له دې هرڅه مخکې تللى او الوالعزمه پېغمبر دى او خداى ته د نږدې کېدو او يادونې ته يې لمونځ کوي. خداى ته نږدې والي او ورسره مينه د خداى د اولياوو د عبادت ستر او غوره دليل دى .

په ډله کې هغه کسان چې د ماشوم په شان خوى لرى له غټانوسره ځکه کېنى،چې ښه خواړه وخوري؛يعنې د خپلې ګېډې په خاطر ورسره کينې ؛خو داسې کسان هم شته چې دې خبروته يې پام نه وي او له سترو او غټو کسانو سره ورته ناسته يو مانیز ‏ارزښت ښکاري .

څلورم قدم : دا د عبادت ترټولوغوره او لوړ پړاو دى اوخداى ته د نږدې والي عبادت دى. په قراۤن کې څلور آيتونه دي که څوک يې ووايي؛نوسجده پرې واجبېږي په دې آيتونوکې دعبادت له لارې د قرب يا نږدي والي خبره شوي.

وَاسْجُدْ وَاقْتَرِبْ (علق\١٩) = ‏(( هېڅكله داسې نۀ ده (چې هغه منع كوونكى يې ګڼي) خبره يې مۀ منه او سجده وكړه او (خداى ته) نژدې شه.))

په هرحال عبادت درجې او پړاونه لري،چې دهمدې درجو پربنسټ د انسان معرفت او ايمان سره توپيرکوي .

دعبادت هنداره

عبادت او بندګي پېغمبر اکرم ( ص) معراج ته يووړ.

سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَى‏ بِعَبْدِهِ لَيْلاً مِنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى‏ الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى‏ الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ (اسراء/١ )= ((پاك دى هغه خداى،چې خپل بنده يې د شپې له مسجدالحرامه مسجد الاقصى ته بوت، چې چاپېريال يې مو بركتي كړى دى، چې خپلې ځينې نښې وروښيو، چې يواځې هغه اورېدونكى (او حقيقي) ليدونكى دى.))

عبادت پرېښتوته د نازلېدولار اواروي .

وَإِنْ كُنْتُمْ فِي رَيْبٍ مِمَّا نَزَّلْنَا عَلَى‏ عَبْدِنَا فَأْتُوا بِسُورَةٍ مِن مِثْلِهِ وَادْعُوا شُهَدَاءَكُمْ مِنْ دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ (بقره / ٢٣ ) = ((اوكه تاسې دهغه څه په باب شكمن ياست،چې ما پر خپل بنده [= پېغمبر] نازل كړي دي (؛نو لږ تر لږه) دهغه په څېر يو سورت راوړئ؛نوكه رښتيا وايئ (ددې كارلپاره له خداى پرته) خپل شاهدان راوبلئ.))

عبادت د انسان دعا قبلوي؛ځکه لمونځ د خداى تړون دى او څوک چې د خداى پر تړون وفا وکړي ،خداى به هم د انسان پرتړون وفادار وى .

يَا بَنِي إِسْرَائِيلَ اذْكُرُوا نِعْمَتِيَ الَّتِي أَنْعَمْتُ عَلَيْكُمْ وَأَوْفُوا بِعَهْدِى أُوفِ بِعَهْدِكُمْ وَإِيَّايَ فَارْهَبُونِ ( بقره /٤٠ ) =[ د اسراييلو اولادې! زما نعمت در پر ياد كړئ چې پرتاسې مې لورولې و اوكومه ژمنه، چې مو راسره كړې ده وفا پرې وكړئ، چې زه هم ستاسې پر هغې وفا وكړم.او (ددندو پر سرته رسولو او د ژمنو په عملي كولو كې ) يواځې له ما ووېرېږئ.]

بې عبادته انسان له تيږي او جماده هم ناوړه دى ؛ځکه قرآن وايې:

ثُمَّ قَسَتْ قُلُوبُكُمْ مِنْ بَعْدِ ذلِكَ فَهِيَ كَالْحِجَارَةِ أَوْ أَشَدُّ قَسْوَةً وَإِنَّ مِنَ الْحِجَارَةِ لَمَا يَتَفَجَّرُ مِنْهُ الْأَنْهَارُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَشَّقَّقُ فَيَخْرُجُ مِنْهُ الْمَاءُ وَإِنَّ مِنْهَا لَمَا يَهْبِطُ مِنْ خَشْيَةِ اللّهِ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ( بقره /٧٤ ) = ((بيا تردې پېښې وروسته ستاسې زړونه دتيږې غوندې سخت شول؛ بلكې تر تيږو هم سخت؛ځكه چې ځېنې تيږي چوي او ويالې ترې بهېږي، ځېنې چول كېږي اوبه ترې راوځي او ځېنې د خداى له وېرې لړزېږي او (د غره له سره) رالوېږي (؛خو ستاسې زړونه، نۀ د خداى له وېرې تپېږي او نۀ د پوهې، علم او انساني عواطفو سرچينه ده) او خداى ستاسې له كړنو بې خبره نه دى.))

خوځينې د خداى پر وړاندې خپل سر نه ټيټوي.

عبادت د انسان د شخصيت او ارادې نښه ده د انسان ارزښت په دې کې دى،چې په غرايزو او غوښتنو کې ډوب نه وي، ټولو ته شا کړي او خداى ته مخه کړي.هغه انسان،چې په ځمکه کې يې هيڅ نوم او نښه نه وي عبادت ترې په اسمان کې مشهور شخصيت جوړوي .

عبادت د انسان کوچنى ټاپو د هستۍ له بې نهايتې او نه ختميدوونکې چينې سره نښلوي .

عبادت؛يعنې دا چې انسان له پورته ټولې هستۍ ته ګوري.

عبادت د انسان د وجود ټول دننني،عرفاني او مانیز استعدادونه غوړوي . کورني يا دننني استعدادونه يا اختياري وي او ياهم اکتسابي؛خوعبادت هغه ارزښت دى چې انسان يې پخپله اراده لاس ته راوړي .

دعبادت له لارې انسان له خداى سره خپل تړون يوځل بيا تړي او دا کار د انسان مانیز ژوند تاند ساتي.

عبادت له ګناه او تېروتنې انسان ژغوري او اغېزې يې له منځه وړى. د ګناه او تيروتنې په اړه علم درلودل په يواځې ځان د ګناه مخنيوى نشي کړاى؛بلکې د خداى د ذکر او يادونې له لارې يې مخنيوى کېږي.

عبادت د انسان د اروا لوښى ډکوي که دا لوښى د خداى له ياد پرته پرکوم بل څيزډک شو؛نو دا به د انسانيت له جوهر سره ظلم وي.

عبادت خاورينې ځمکې ته دومره ارزښت ورکوي،چې دې ځمکوته بې له پاکوالي ننوتل ناشوني دي لکه کعبه شريفه اوبيت المقدس . که څه هم دعاګانې مو قبولى نشي؛خو د خداى عبادت او بندګي خپله يوارزښت دى. په غم اوښادۍ دواړو کې عبادت شته.پېغمبر اکرم (ص) ته چې کوثر ورکړل شو ؛نو د لمونځ سپارښتنه ورته کېږي.

إِنَّا أَعْطَيْنَاكَ الْكَوْثَرَ. فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ (کوثر\١،۲) = ((په حقيقت كې موږ تاته كوثر [= خير او ډېربركت ] دركړ. نوخپل پالونكي ته دې لمونځ وكړه او قرباني وكړه .))

په کړاوونواو ستونزو کې هم خداى دلمونځ سپارښتنه کړى ده .

وَاسْتَعِينُوْا بِالصَّبْرِ وَالصَّلاَةِ وَإِنَّهَا لَكَبِيرَةٌ إِلَّا عَلَى الْخَاشِعِينَ ( بقره\٤٥) = ((

په صبر او لمانځه سره (له خدايه) مرسته وغواړئ ( پر زغم او د دننني هوسونو پركابوكولو او خداى ته په ځيرتيا كولو قوت واخلئ )؛ خو دا كار عاجز ي كوونكيو بنده ګانو ته سخت نه دى))

د ستونزو اواروونکى لمونځ

اسلام سپارښتنه کوي که اړتيا اوحاجت يا ستونزه مو درلوده د ځانګړو لمونځونوپه کولوخپله ستونزه اواره کړئ بېلګه يې داده :

د حضرت جعفرطيارلمونځ

حضرت جعفرطيار د حضرت علي (ک) وروردى او مسلمانانو چې حبشې ته هجرت وکړ د خپل استدﻻل او چلن له ﻻرې يې د حبشې باچا او د نورو خلکو زړونه اسلام ته رامات کړل او په افريقا کې د اسلام بنسټګرهم دى. د موته په جګړه کې يې د خداى په لار کې خپل دوه لاسونه له لاسه ورکړل او خداى ورته په جنت کې دوه وزرونه ورکړل؛ځکه په جعفر طيار مشهور دى . حضرت جعفرچې له حبشې بېرته راغى پيغمبر اکرم (ص) ورته وويل : ايا غواړې چې ارزښتمنه ډالۍ دروبښم . خلکوګومان کاوه چې پېغمبر اکرم (ص) ورته سپين يا سره زر ورکوي؛نوټول ترې راتاوشول چې د پېغمبر اکرم (ص) ډالۍ وګوري ،پيغمبر اکرم ( ص) وويل : داسې لمونځ درکوم که هره ورځ يې وکړې له دنيا او څه،چې په دنيا کې دي تا ته به غوره اوښه وي که هره ورځ يا هره اونۍ يا هره مياشت يا هرکال يې وکړې،د لمونځونو په منځ کې چې دې کوم ګناهونه کړي خداى به يې وبښي .))

دا لمونځ د شيعه او سني په معتبرو سندونو کې راغلى او د((اکسيراعظم)) او ((کبريت احمر ))په نومونوهم يادېږي.امام جعفرصادق وايي: که ستونزه يا اړتيا مو درلوده د جعفر تر لمونځ وروسته دعا وکړئ انشاالله چې قبوله به شي.

د مفاتيح د کتاب په لومړيو مخونو کې ددې لمانځه طريقه ښوول شوي ده.

د لمونځ سپېڅلتا

لمونځ دومره سپېڅلې دى،چې د ځينوغونډو او مراسمو ترسره کول لکه د قسم ادا کول او شهادت تر لمانځه وروسته راغلي دي . په قرآن کې راغلي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا شَهَادَةُ بَيْنِكُمْ إِذَا حَضَرَ أَحَدَكُمُ الْمَوْتُ حِينَ الْوَصِيَّةِ اثْنَانِ ذَوَا عَدْلٍ مِنكُمْ أَوْ آخَرَانِ مِنْ غَيْرِكُمْ إِنْ أَنْتُمْ ضَرَبْتُمْ فِي الْأَرْضِ فَأَصَابَتْكُمْ مُصِيبَةُ الْمَوْتِ تَحْبِسُونَهُمَا مِن بَعْدِ الصَّلاَةِ فَيُقْسِمَانِ باللّهِ إِنِ ارْتَبْتُمْ لاَ نَشْتَرِي بِهِ ثَمَناً وَلَوْ كَانَ ذَا قُرْبَى‏ وَلاَ نَكْتُمُ شَهَادَةَ اللّهِ إِنَّا إِذاً لَمِنَ الآثِمِينَ ( مايده\١٠٦) = ((مؤمنانو! چې كله له تاسې دچا دمړيني وخت راشي؛ نو د وصيت پر وخت دې له     تاسې دوه تنه عادلان ګواهان ونيسي او يا كه په سفر كې وئ او د مرګ مصيبت درته راشي (او هلته مو مسلمان پيدا نكړ؛ نو) له نورو دوه تنه ګواهان ونيسئ اوكه د شاهدۍ ويلو پر وخت شكمن شوئ (؛نو) تر لمانځه وروسته دواړه شاهدان ايساركړئ او قسم دې وكړي چې: (( موږ دا (حق) پرناڅيزه بيه نۀ پلورو،كه څه هم زموږ دخپلوانو په باب وي او الهي شهادت نۀ پټوو كه (حق موپټ كړ؛نو) په ګناهكارانو كې دې وشمېرل شو.))

د لمانځه پراخوالى

خداى په تکويني پيدايښت او همداراز په تشريعي حکمونوکې غوره او بشبړې لارې چارې ايښي دي. د بيلګې په توګه د مور په شيدو کې يې د ماشوم د اړتياوو پوره کولو ته ټول ويټامينونه پيدا کړي دي.که د انسان پيدايښت ته وګورو څه،چې په طبيعت کې دي د انسان په وجود کې هم دي. که په طبيعت کې بوټي دي ؛نو په انسان کې د ويښتوراشنه کېدل دي که په طبيعت کې سيندونه دي ؛نو په انسان کې غټ او کوچني رګونه دي که په طبيعت کې خوږې او تروې اوبه دي د انسان اوښکه هم تروه ده او د خولې اوبه يې خوږې دي که په طبيعت کې ډېر کانونه دي؛ نوپه انسان کې هم خورا استعدادونه ايښوول شوي دي. حضرت علي وايي : انسانه ! ته ګومان کوى چې کوچنۍ ډانچه يې حال دا چې په تا کې ډېره لويه نړۍ ايښوول شوى ده .

لمونځ هم يو الهي هنر ښوونه ده،چې خداى پکې ټول ارزښتونه په يو ډول ايښي دي .انسان ته هر ارزښتمن څيز په لمانځه کې پيدا کېږي. د خداى يادونه يو ارزښت دى او د زړونو د ارمتيا يواځينۍ وسيله ده لمونځ دخداى يادونه ده .[ الله اکبر ]

د قيامت يادونه يو ارزښت دى او له ګناه او فساده انسان ژغوري او لمونځ د [يوم الدين] يادوونکې دى. دانبياوو،شهيدانواوصالحانوپه صف کې شاملېدل يو ارزښت دى او موږ په لمونځ کې له خدايه غواړو،چې د ((صراط الذين انعمت عليهم)) په ډله کې راشو . ((غير المعضوب عليهم والا الضالين)) ددې جملې په ويلو موږ خپله لار له بې لاريو او تيري کوونکيو بيلوو.

عدالت د ټولو ارزښتنو په سرکې شمېرل کېږي او د جمعې په امام کې عدالت لازم دى. په لمونځ کې له امامه لاروي ارزښتمن ټولنيز آر- اصل راښي ،چې په خپل سر او د يواځې تګ پرځاى بايد د يوعادل مشر پلوي وکړو. د جمعى د امام په ټاکنه کې تل ارزښتونو ته پاملرنه کېږي او بايدعادل فصيح او فقيه وي.

مخ په قبله ودرېدل هم د ډېرو ارزښتونو د يادونې ښکارندوى دى. مکه د حضرت بلال د کړاونوځاى دى ،اسماعيل علیه السلام د قربانۍ د حضرت علي (ک )د زېږيدنې، د ابراهيم علیه السلام د ازمېښت ،د مهدي اخر زمان د پاڅون او د ټولو انبياوو او اولياوودعبادت ځاى دى .

لمونځ ټول خوځښت دى هرسهار او ماښام سجده،رکوع،قيام ،جومات ته تګ دا ټول خوځښت دى؛نو چوپتيا، ګوښه کېدل او ودرېدل مانا نه لري . تل بايد د خداى په لار کې زيار او حرکت وکړو. په لمانځه کې د انسان اروا او ځان دواړه څڼدل کېږي او لمونځ له انسانه د پېسمنۍ – غروراو کبر ګرد او دوړې څڼدي؛دا ځکه هره شپه او ورځ د خپل بدن تر ټولو لوړه برخه څو څو ځلې پر خاورو راکاږي. د تيږي په پرتله پر خاورو سجده غوره ده . پرځمکه او څه چې ترې راشنه کېږي سجده وکړه شرط يې دا دى،چې خوړونکى څيز به نه وي ؛داځکه چې د سجدې پر وخت درسره د خېټې غم پيدا نشي.پر پاکه ځمکه سجده وکړه؛ دا ځکه له ناپاکو لارو د پاکۍ چينوته نشي رسيدلاى .

د خداى له وېرې ژړا يو ارزښت دى او قراۤن په ژړا کې سجده ستائيلې ده.

أُولئِكَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِم مِنَ النَّبِيِّينَ مِن ذُرِّيَّةِ آدَمَ وَمِمَّنْ حَمَلْنَا مَعَ نُوحٍ وَمِن ذُرِّيَّةِ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْرَائِيلَ وَمِمَّنْ هَدَيْنَا وَاجْتَبَيْنَا إِذَا تُتْلَى‏ عَلَيْهِمْ آيَاتُ الرَّحْمنِ خَرُّوا سُجَّداً وَبُكِيّاً ( مريم / ٥٨ ) = ((دا همغه پېغمبران دي، چې خداى پرې لورېنه کړې ده ،د آدم له اولادې او د هغوى له ځوځاته، چې موږ له نوح سره په بېړۍ كې سپاره كړي وو او د ابراهيم او اسراييل (يعقوب) له ځوځاته او له هغوى، چې موږ ورته لارښوونه كړې وه ” او غوره كړي مو وو او چې كله هغوى ته د رحمان (خداى) آيتونه لوستل كېدل؛ نو په ژړا به پر (ځمكه) په سجده پرېوتل.))

لمونځ داسې لار او کرښه ده چې له زېږېدنې ترمړينې پورې موږ ته ايستل شوى ده .انسان چې کله دې دنيا ته راځي په ښي اوچپ غوږ کې ورته اذان کېږي ،چې دا هم د لمونځ يوه سپارښتنه ده او چې مري؛نو پر جنازه يې لمونځ کوي؛نوپه ژوند کې تل بايد د خداى عبادت وکړو.

وَاعْبُدْ رَبَّكَ حَتَّى‏ يَأْتِيَكَ الْيَقِينُ ( حجر\٩٩ ) = ((او د يقين [= مرګ] د رارسېدو تر وخته پورې خپل پالونکى ولمانځه.))

لمونځ انسان له طبيعت سره نښلوي د لمانځه د وخت د پېژندلو لپاره په تېره بيا د سهار او ماسپښين پر وخت بايد لمر ته وګورو. د قبلې پېژندلو ته بايد ستوريو ته وګورو،د مستحب لمونځونو د کولو لپاره په ځانګړو مبارک ورځو کې بايد د سپوږمۍ حرکت ته وګورو،د غسل او اوداسه لپاره اوبو ته اود تيمم اوسجدې لپاره خاورې ته ضرورت دى .لمانځه سره د لمر ،سپوږمۍ ،ستوريو،اوبو اوخاورې اړيکه څومره حکيمانه ټراو لري. د دين نور واجبات هم په يو ډول په لمانځه کې راغلي دي. د ساري په توګه لمونځ کوونکى د لمانځه پر وخت لکه د روژه تي د خوړلو،څښلو او د شهوت د لرې کولوحق نه لري .د حج کوونکى په شان د لمونځ کوونکي قبله هم کعبه ده. د لمونځ کوونکي مثال د داسې کس په شان دى چې جهاد ته ځي؛خو جهاد اکبر ته،چې له نفس سره جهاد دى. لمونځ پر نېکيو امر او له بديو منع دى .هجرت زموږ د دين له مهمو ارزښتنو ځنې شمېرل کېږي. ابراهيم علیه السلام د لمونځ په خاطرهجرت وکړاوخپله ښځه اوزوى يې په کعبه کې پرېښوول او ويې ويل:

رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمفحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِنَ الَّثمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ ( ابراهيم /٣٧ ) = ((پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو تۀ د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي.))

 

په زړه پورې خبره دا ده،چې ابراهيم علیه السلام نه وايي،چې ما حج ته هجرت کړى؛بلکې وايي چې لمونځ ته مې هجرت کړى دى .

په هرحال خداى ټول ارزښتونه په لمانځه کې له لمونځ سره لمانځه ته ايښي دي. که ښکاراوپاکوالى يوارزښت وي اسلام سپارښتنه کوي :

يَا بَنِي آدَمَ خُذُوا زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَكُلُوا وَاشْرَبُوا وَلاَ تُسْرِفُوا إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ اعراف / ٣١ ) = ((د آدم ځوځاته ! چې كله جومات ته ځى ؛ نو خپله ښكلا له ځانه سره واخلئ او ( له الهي نعمتونو) وخورئ او وڅښئ؛خو(بې ځايه) لګښت مكوئ، چې لګښتيان د خداى نۀ خوښيږي .))

پر مسواک هم ډېرټينګارشوى او په ځينوروايتونو کې راغلي چا چې مسواک وهلى وي؛نو لمونځ به يې دهغه کس په پرتله چې مسواک يې نه وي وهلى اويا ځله جيګ وي .په بل روايت کې راغلي جومات ته تر تګ مخکې اوږه او پياز مۀ خورئ؛دا ځکه چې ستاسې د خولې بوى نورخلک په تکليف نه کړي. په يو وخت کې ابراهيم ،اسماعيل اوحضرت ذکريا( عليهماالسلام) د جومات خادمان ول.

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (بقره /١٢٥ ) = او( دريادكړئ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو مركز او د امن وامان ځاى وګرځاوه (دخاطرو د رايادولو لپاره ) د ابراهيم په مقام كې ځان ته عبادتځى وټاكئ او موږ ابراهيم او اسماعيل ته امر وكړ، چې:(( زما كور طواف كوونكيو او څېله كېدونكيو او ركوع او سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ. ))

د مريم مور نذرکوي چې اولاد يې د جومات خادم شي.

إِذْ قَالَتِ امْرَأَةُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّراً فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ( اۤل عمران /٣٥)(درياد كړه) چې کله د ((عمران)) ښځې (حنې) وويل : ((خدايه ! په ګېډه كې مې چې څه دي، تا ته يې نذر كوم، چې يواځې ستا خدمت ته خوشې وي؛نو زما نذر ومنه،چې ته اورېدونكى (او) ښه پوه يې ))

نن سبا د جوماتونو ټول خادمان ناروغ، سست ،کمزورى او زاړه خلک دي . په حديث کې راغلي د قيامت پر ورځ به درې څيزونه له خلکو شکايت کوي : عالم ،چې خلک ورته نه راځي، قرآۤن چې په کور کې وي او نه تلاوت کېږي او جومات،چې خلک ورته پاملرنه نه کوي .د اسلام په لومړيو وختونو کې جومات د مسلمانانو د راټوليدو ځاى و ټولې مشورې ،تصميمونه به په جومات کې کېدل،دعلم او پوهې زده کړه هم په جومات کې کېده ،د اسلام دجنګياليو او مجاهدينوستر مرکز و د بېوزليو او ناروغانو د ستونزو د اوارۍ مرکز و،د ظالمانو پرضد د پاڅون ځاى و. د همدې لوړمقام له کبله مسلمانانو د تاريخ په اوږدو کې د جوماتونو ودانۍ ډېرې ښکلې جوړې کړي اوخورا لګښتونه يې پرې وکړل .

نيت

نيت د لمونځ لومړى رکن دى .

نيت؛يعنې دا چې پوه شو څه کوو څه وايو او د چا او څه لپاره حرکت کوو ؟ د يو کارارزښت يې يواځې په عمل کې نه؛بلکې په نيت کې دى . څوک چې د ترافيک سرې اشارې ته د قانون د درناوى او د نظم د ساتنې له کبله ودرېږي اوهغه،چې د ترافيکو د جريمې له ېرې ودرېږي؛نو په دې دواړو کې خورا توپير دى. په ټولوعبادتونو کې او په تېره بيا په لمونځ کې نيت ځانګړى ځاى لري. څه چې يو کار پر عبادت بدلوي د کار الهي نيت يې دى . که دا نيت نه وي او د کار ظاهر هرڅومره هم ښه او سم ‏ وي ؛خو د عبادت ارزښت نه لري. کارونه د نيت او انګېزې له لارې ارزښت پيدا کوي په توکیز- مادي او مانیز- معنوي کار کې يې توپير په نيت او موخه کې وي .

سوچه نيت

خالص او نږه ‏نيت دا دى،چې انسان يواځې خداى ته کار وکړي او د ځان دنننۍ موخه يې دهغه رضا وي او له خلکو د مننې توقع او انتظار و نه لري.

إِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللَّهِ لاَ نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاءً وَلاَ شُكُوراً( انسان /٩) = (( (او وايي:) موږ تاسې ته يواځې د خداى لپاره خواړه دركوو (او) له تاسې هېڅ بدله او مننه نۀ غواړو.))

د پېغمبر اکرم (ص) کورنۍ حضرت علي،حضرت فاطمې،امام حسن اومام حسين څوشپې پرله پسې د روژه ماتي خواړه يتيمانو او بېوزلوته ورکړل ،دې خوړو دومره توکیز ارزښت نه درلود؛خو داعمل د اخلاص له مخې و اوخداى له همدې کبله د انسان سورت نازل کړ. په تاريخ کې راغلي چې يوتن په جهاد کې مړ شو او ټولو وويل چې شهيد دى؛خو پيغمبر وويل :هغه ((قتيل الحمار)) دى ؛يعنې د خرپه لار کې مړ شو.خلک حيران شول؛خو پېغمبر اکرم(ص) وويل: جهاد ته يې د راتګ موخه خداى نه و،ليدل يې چې دښمن پرښه خر سپور دى له ځان سره يې وويل : وبه يې وژنم او خربه يې زما غنيمت شي؛خو بريالى نشو او کافر وواژه ؛نوهغه (( قتيل الحمار)) دى.

د نيت نږه ‏کول ډېر ګران کار دى . غيرخدايې فکرونه کله انسان کې دومره ژور لوېږي،چې خپله د انسان هم ورته پام نه وي. په روايت کې راغلي : ريا او شرک د تورمېږي له حرکته هم دقيق او نازک دى ،چې په تپه تياره کې پر توره تيږه روان وي.

علامه مطهري وايي : نيت؛يعنې ځان خبري او د عبادت ارزښت په معرفت او اګاهۍ کې دى.

په روايتونو کى راغلي: د مومن نيت يې له عمله غوره دى . د جسم او روح په مقايسه کې روح له جسمه مهم دى او د انسان انسانيت د روح له کبله دى. د عمل او نيت په مقايسه کې نيت له عمله مهم دى؛ځکه چې نيت د عمل روح دى . نيت ډېر ارزښت لري که يو انسان د يو خير کار د کولو وس ونه لري؛خو که د کولو نيت يې ولري ،خداى يې ورته اجر ورکوي .

د سترپالونکې مقام ته د نژدې کولونيت يا قصد قربت

د خداى رضا لاس ته راوړنې ته د کارونو کول په دې مانا نه دي،چې خداى د کارونو تر اغېزې لاندې راشي. خداى ته نږدې والى په دې مانا دى،چې اروا د بدن د پوړو پر پاټکو پورته خيجي او په پايله کې په هستۍ کې نفوذ پېدا کوي يا په بله وېنا دهستۍ چېنې ته ځان نږدې کول دي او په خپل زړه کى دهغه پيدا کول دي. لکه څرنګه چې د جماد،بوټي،ځناور او انسان وجود مرتبې لري؛نوهمداراز خداى ته د انسان نږدى والى هم مرتبې لري؛نو انسان د خداى درګاه ته دومره نږدې کېداى شي ،چې کړاى شي پرځمکه د خداى خليفه شي. که عبادت خداى ته د نږدې والي په نيت وي؛نو انسان به بشپړه اوځلانده کړي . په دې کې ټول عبادتونه او په تېره بيا مستحبي لمونځونه مهمه ونډه لري . په حديث کې راغلي : انسان کړاى شي ځان د مستحبي لمونځونو له لارې خداى ته نږدى کړي.

واجب لمونځونه ممکن د خداى له غوسې او يا د دوزخ له وېرى وشي؛خو نفل لمونځونه له خداى سره د ميني او ورته د نږدې والي نښه ده .

د نژدېوالي درجې

د درجات ټکي په قراۤن کې څوڅوځلې اوپه مختلفو تعبيرونه کې راغلي په يوځاى کې وايي:

أُوْلئِكَ هُمُ الْمُؤْمِنُونَ حَقّاً لَهُمْ دَرَجَاتٌ عِندَ رَبِّهِمْ وَمَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ ( انفال /٤) = [ (هو،) همدوى حقيقي مؤمنان دي، چې هغوى ته د هغو له پالونكي سره (مهمې) درجې، بښنه او عزتمنه روزي ده.]

 

په بل ځاى کې وايي:

هُمْ دَرَجَاتٌ عِنْدَ اللّهِ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ( اۤل عمران / ١٦٣ )= ((دوى هر يو د خداى پر وړاندې مقام او درجه لري او پر چارو يې پوه دى.))

دا مانیزې درجې ځانګړې د انسانانو نه دي دا لړۍ په پرېښتو کې هم شته قرآن د جبرائيل په هکله وايي:

مُطَاعٍ ثَمَّ أَمِينٍ ( تکوير/٢١ ) = ((چې هلته (پرېښتې د هغه حكم) مني (او هم) امين دى.))

د خداى په اطاعت کې هم د انسانانو درجې توپير لري،کله انسان يواځې مطيع وي؛خو د خپلې خوښې او رضا له مخې نه وي. کله انسان د مينې اومحبت پربنسټ اطاعت کوي .کله انسان له اطاعت اومينې هم پورته ځي او د بشپړمعرفت خاوند کېږي او په هرڅه کې خداى ويني.

خداى يواځې خداى ته ياد کړئ

هغه کسان چې خداى يواځې خپل ځان او خپلو ستونزو ته يادوي او بې له دې يې هېروي او ان دا،چې ترې منکرېږي ؛نوقراۤن پرې نيوکه کړى.

َإِذَا رَكِبُوا فِي الْفُلْكِ دَعَوُا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ فَلَمَّا نَجَّاهُمْ إِلَى الْبَرِّ إِذَا هُمْ يُشْرِكُونَ (عنکبوت / ٦٥ ) = ((نو چې كله هغوى په بېړۍ كې سپاره شي؛ نوخداى په اخلاص بلي،(او بې له هغه هېروي)؛ خو چې خداى يې وچې ته راوباسي (او ويې ژغوري). بيا په شرك لاس پورې كوي.))

په هرحال ځان ته کارکول نفس پالنه يا د نفس ستاينه ده . خلکو ته کار کول بوت لمانځنه ده او خداى او خلکو ته کارکول دوه ګونې لمانځنه ده، خداى ته،ځان ته اونورو ته کارکول خداى لمانځنه ده . په دعاګانوکې راغلي خدايه ! زه د دوزخ له وېرې اوجنت دطمعې له کبله ستاعبادت نه کوم؛ځکه يې کوم چې ته مې دعبادت وړ وليدې .

سوداګر د ګټې له کبله کار کوي ؛غلامان له وېرې کار کوي ،ازاد شوې او احرار د خداى د نعمتونو له کبله دهغه عبادت کوي. په توکیزعشق کې انسان معشوق ځان ته غواړي؛خو په مانیزعشق کې ځان د معشوق لپاره غواړي. حضرت علي (ک ) د کميل په دعا کې وايې : خدايه ! زړه مې په خپله مينه ډک کړه .

قرب ته رسېدو لار

خداى ته د نږدې کېدودوه لارې دي.

لومړى د خداى د مقام او د ستروي پېژندل یې دي او بل له هغه پرته د بې اعتبارۍ او پوچۍ پېژندل دي.قرآن تل بندګانو ته د خداى نعمتونه ښي،چې انسان د خداى عاشق کړي. د صفتونو،توکیز اومانیزو مرستو يادونه يې يواځې ددې لپاره دي،چې له خداى سره مو مينه زياته شي.

بلخوا په قراۤن کې داسې آيتونه هم شته،چې بې له خدایه هرڅه کمزوري او پوچ ښي. بې له هغه نه عزت شته او نه ځواک ، که ټو ل راټول شي او وغواړي، چې يوکوچنى مچ پېدا کړي؛نو نه يې شي پيدا کولى له هغه پرته څوک شته چې د بېوزلوغږ واوري؟.

څومره والى که څرنګوالى ( کميت يا کفيت)

اسلام د کارڅرنګوالي،د کارموخې او نيت او انګيزې ته ډېره پاملرنه کړى قرآن ډېر عمل نۀ؛بلکې غوره عمل ستايي اووايي:

وَهُوَ الَّذِي خَلَقَ السَّماوَاتِ وَالْأَرْضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٍ وَكَانَ عَرْشُهُ عَلَى الْمَاءِ لِيَبْلُوَكُمْ أَيُّكُمْ أَحْسَنُ عَمَلاً وَلَئِن قُلْتَ إِنَّكُم مَبْعُوثُونَ مِن بَعْدِ الْمَوْتِ لَيَقُولَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا إِنْ هذَا إِلَّا سِحْرٌ مُبِينٌ ( هود/ ٧ ) = او (الله) هغه دى،چې اسمانونه او ځمكه يې په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيداكړل او عرش (حكومت) يې پر اوبو باندې و( ددې لپاره يې پېداكړ) چې تاسې وازمېيي چې ستاسې د كوم يو كړه غوره دي او كه ( هغوى ته ووايي:((چې تاسې تر مرګ وروسته دويم ځل راپاڅول كېږئ ))؛نو كافران به هرومرو ووايي : (( دا(ادعا) خو ښكاره كوډې دي!))

حضرت علي (ک ) په رکوع کې خپله ګوته فقيرته ورکړه او له همدې کبله د قرآن يو اۤيت هم نازل شو خلکو داسې ګومان وکړ،چې د يوې ګوتې له کبله د آۤيت نازليدل له دې کبله وچې ډېره ګران بيه وه اوويل به يې، چې د ګوتې قيمت د شام او سوريه د مالياتوهومره و حال دا چې داسې قيمتي ګوته د حضرت علي له زهد سره اړخ نه لګوي.

إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ( مايده /. ٥٥) = ((ستاسې ولي او پالندوى خو يواځې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))

دا آيت دعمل د څرنګوالي او خداى ته د نږدې کېدو له کبله نازل شوى او داسې نه و،چې ګنې د ګوتې وزن زيات و.

خاطره

بهلول وليدل چې يوه ډله جومات جوړوي او ادعا کوي،چې د خداى لپاره دي . پر تيږه يې وليکل داجومات بهلول جوړ کړى دى او تيږه يې د شپې د جومات په ورۀ ولږوله . بله ورځ کارکوونکيو دا تيږه وليده اوهارون الرشيد يې له پېښې خبرکړ. بهلول يې راوغوښت او ویې پوښت: جومات زه جوړوم ولې دې پرې خپل نوم کېښود؟ بهلول وويل : که ته داجومات خداى ته جوړوې پرېږده چې زما نوم ورباندې وي خداى خوپوهېږي ،چې د جومات جوړونکى څوک دى او په اجر ورکولو کې هم نه خطا کېږي که خداى ته وي؛نومهمه نه ده چې زما يا ستا نوم ورباندې وي .

بهلول غوښتل له دې لارې يې پوه کړى،چې ته د قربت يا خداى ته نږدې والي موخه نه لرى؛بلکې په شهرت اونوم پسې ګرځې. له همدې کبله قرآۤن د کفارو کړه له سراب سره تشبيه کوي ،چې له لرې اوبه ښکاري ؛خوواقيعت نه لري.

وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاءً حَتَّى‏ إِذَا جَاءَهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئاً وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ. ( نور- /٣٩ ) = ((او هغوى چې كافران شوي دي، د كړنو مثال يې په هوار ډاګ كې د شګي ګل (سراب) غوندې دى، چې تږي پرې له لرې د اوبو ګومان كوي؛خو چې كله ورشي (؛نو) هېڅ نۀ وي او (بلکې) هلته خداى مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى.))

اسلام هغه عمل صالح ګڼې چې دا څلور واړه عناصر يې نېک وي: عمل ،نيت، وسيله اوطريقه .

نه يواځې د کار په پيل کې؛بلکې دعمل په اوږدو کې هم بايد خداى ته د نږدې والي نيت او موخه دوام ومومي او که نه ټول کړه يې باطل دي. که د الوتکې ماشين ان ،يوې دقيقې ته هم کار پرېږدي؛ نو رانسکوره به شي،که په نيت کې شرک او ريا ان ېوې شېبې ته هم وي ټول عمل له منځه وړي.

خاطره

په يوهوائي سفر کې چې الوتکه الوتله؛نوټول مسافريې له الوتکې راکوز کړل او الوتنه وځنډېده علت مې ترې وپوښت ، ويې وويل يوسيمسار په الوتکه کې ليدل شوى ورته مې وويل ؛دومره ډېرځنډ يواځې د يو سيمسارلپاره دى ؟ويې وويل ! هوکېداى شي همدا سيمسار د الوتکې د کابو کېدو سيستم خراب کړي او پېښه رامنځ ته کړي .

ځينى ډېر د خېرکارونه شته،چې د انسان اروا د خداى په لورې بيائي؛خو يوه اروایزه ناروغي نه يواځې اروا بېرته راستنوي؛بلکې دغورځېدولامل يې هم ګرځي .

نيت کار ته ارزښت ورکوي

فرض کړئ چې يو تن د يرغل اوتيري له لارې يو څوک وواژه وروسته معلومه شوه،چې مقتول هم يو جنايتکار و،چې بايد اعدام شوى واى په دې،چې د قاتل دا کارګتور و؛خوخلک د قاتل ستاينه نه کوي ؛ځکه موخه يې پرځمکه د فساد خپرېدونکي انسان وژل نه؛ بلکې د يو بې ګناه انسان وژل و. څو يوعمل صالح نه وي،نيت يې پاک نه وي ،په يواځې ځان د عمل ګټه مهمه نه ده .قرآن په هر ځاى کې لکه خمس، زکات، مالي انفاقونو او جهاد کې خداى ته پر نږدې والي ټينګارکوي . قرآن پرفى سبيل الله، لوجه لله،ابتغا مرضات الله کلمو خداى ته د نږدې والي اهميت راښي. که څوک مکتب يا روغتون جوړوى او خلکو ته ګټور کارونه کوي او موخه يې الهي نه وي ؛نو پرځان به يې تېرى کړى وي ؛ځکه هيڅ ګټه به ورته و نه رسوي .قرآۤن تل صالح عمل له ايمان سره په څنګ کې راوړي اووايي:

مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِن ذَكَرٍ أَوْ أُنثَى‏ وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُم بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ( نحل\٩٧)= ((هر نارينه او يا ښمځنه چې ښه كار وكړي (؛نو) كه ايمان يي راوړى وي؛ نو بېشکه هغه ته به په پاك ژوند،(حقيقي ) ژوندون وركړو او هرومرو به هغوى ته ترخپلو كړنو هم ښه بدله وركړو.))

دوه خاطرې

حضرت بلال (رض ) د پيغمبر موذن و تل به يې په ((اشهد ان لا اله الا الله)) کى د شين پرځاى سين وايه؛ځګه ژبه يې بندېده خلکو ورته ګوته ونيوه ؛خو پېغمبر اکرم (ص)وويل :((دخداى په وړاندې دبلال سين شين دى )).

که څه هم د کار ظاهر خو لري؛خو نيت يې پاک و؛نوځکه اجرهم لري. عبدالله بن مکتوم (رض ) د پېغمبر اکرم (ص) له مخلصو يارانو ځنې و او ړوند و،يو ورځ غونډې ته راننوت او پېغمبر اکرم (ص) له نورو سره خبرې کولى هغه چې د ډلې خلک نه شواى ليدلاى په لوړغږ يې خبرې وکړې، دډلې يوسړى ورته تريو وچولى شواوبې مخې يې وکړه .

که څوک خاندي او يا هم عبوس کوي ړوند کس يې نشي ليدلى؛خو قرآن دهمدې عبوس کولوله کبله يوسورت نازل کړ او پر له پسې په لس اۤيتونوکې يې عبوس کوونکى وغنده .

١-عَبَسَ وَتَوَلَّى‏

٢-أَن جَاءَهُ الْأَعْمَى‏

٣-وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّهُ يَزَّكَّى‏

٤-أَوْ يَذَّكَّرُ فَتَنفَعَهُ الذِّكْرَى‏

٥-أَمَّا مَنِ اسْتَغْنَى‏

٦-فَأَنتَ لَهُ تَصَدَّى‏

٧-وَمَا عَلَيْكَ أَلاَّ يَزَّكَّى

٨-وَأَمَّا مَن جَاءَكَ يَسْعَى

٩-وَهُوَ يَخْشَى‏

١٠-فَأَنتَ عَنْهُ تَلَهَّى‏ ( عبس ١-١٠ ]

۱تريو ټنډى شو او مخ يې واړاوه،

۲   ( لدې امله) چې هغه ړوند ورته راغى.

۳   او تۀ څه پوهېږې؟ ښايي هغه وده ومومي [او پاك شي]،

۴   يا پند واخلي؛ نو پند ورته ګټور شي.

۵   خو هغه چې شتمن دى،

۶   نو تۀ ورته مخ اړوې،

۷   اوكه هغه ځان پاك نكړي؛ پر تا څه (پړه) نشته.

۸   او خو هغه چې تا ته په منډه راغلى و،

۹   او هغه (له خدايه) وېرېده،

۱۰   نو تۀ ترې بې پروا شوې.))

ګټه او تاوان،کچه او آر- اصل نه دي،چې يوعمل له بل سره وتلو او ووايو کوم عمل،چې خلکوته ګټه رسوي هغه صالح دى او کوم،چې تاوان رسوي غيرصالح دى. له سړي سره د عمل اړيکه هم بايد وڅېړو،چې دا عمل يې کومې موخې ته وکړ او دا عمل،چې په نفس کې يې نورو ته ګټه او تاوان رسېږي څرنګه دى؟

د انبياوو په ښوونځي کې اخلاق عرضي نۀ؛بلکې ذاتي ارزښت لري او د بشري اخلاقو په شان نه دي،چې خلک پرځان راټول کړي اوخپل مالونه پرې خرڅ او له دې لارې توکیزې ګټې لاس ته راوړي . دعبس په سورت کې نيوکه ددى لپاره ده،چې تا ولې پر يو ړوند عبوس وکړهغه خو نشي ليدلى،پرمومن تريو وچولى شو او بي مخې يې وکړه دا خپله يوه ناوړه عمل دى. پرته له دې چې ستا کارونه کوم سياسي اوټولنيزغبرګون ولري ،ټول بايد خداى ته د نږدې والي په موخه وشي او يواځې يې رضا په پام کې ونيسو او په دې لار کې له ګواښونو ونه وېريږو. قرآن د واقعي مومنانو په هکله وايي :

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَن دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكَافِرينَ يُجَاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللّهِ وَلاَ يَخَافُونَ لَوْمَةَ لاَئِمٍ ذلِكَ فَضْلُ اللّهِ يُؤْتِيهِ مَن يَشَاءُ وَاللّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ مايده\٥٤) = ((مؤمنانو! له تاسې چې څوك له خپل دينه واوړي ( خداى ته زيان نشي رسولاى ) خداى به داسې خلك راولي چې ورته ګران وي او خداى (هم ) هغوى ته ګران وي، د مؤمنانو پر وړاندې به عاجز وي او پر كافرانو به ناماتي، برلاس (او سخت زړي) وي، د خداى په لاركې به جهادكوي او د هېڅ ملامتوونكي له پړې اچولو به نۀ وېرېږي، دا د خداى لورېنه ده، چا ته چې يې خوښه شي (او وړ يې وبولي) وركوي يې او د خداى (لورېنه) پراخه (اوهغه) ښه پوه دى . ))

الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالاَتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلاَ يَخْشَوْنَ أَحَداً إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى‏ بِاللَّهِ حَسِيباً( احزاب\٣٩) = [(مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د خداى پېغامونه يې رسول او (يواځې) له هغه وېرېدل او بې له خدايه له بل هېچا نۀ وېرېدل او همدا بس دى، چې خداى حسابګر(اودخلکو د کړنو بدله ورکوونکى) د‌ى.]

د پاک نيت اغېزې اوبرکتونه

د پاک نيت د اغېزو او برکتونو په هکله چې کوم روايتونه او آيتونه راغلي دا دي:

څوک چې پاک نيت لري رزق به يې پراخه وي،د پاک او ښه نيت له خاوند سره د خلکو راشه درشه ډېرېږى او روزي يې پراخېږي . پاک نيت د انسان توفيقات زياتوي او ژوند يې لاپسې په زړه پورې کوي او د انسان انډيوالان او دوستان هم زياتېږي.د خداى مهرباني د خلکو په نيت پورې تړلى ده څومره،چې نيت غوره او سوچه وي ؛نو د خداى مهربانى به هم زياته وي . پاک نيت د انسان عمر زياتوي په روايتونوکې راغلي: چا چې حج وکړ او کور ته د راستنېدو پرمهال يې نيت وکړ،چې په راتلوونکي کال کې به يو ځل بيا حج ته راځم ،خداى به د همدې ښې هيلې له کبله ورته عمر زيات کړي .پاک نيت د انسان تيرشوى وخت بښي.حضرت على (ک ) وايي: که يوګنهکارپه پاک نيت توبه وکړي ؛نوڅه چې دسزا له لارې ترې خداى اخيستي وبېرته به يې ورکړي او په کارونوکې شته ستونزې به يې اوارې کړي .

که څوک د خير کار نيت وکړي او د کولو وس يې نه وي ؛نوخداى به ورته د خېر کار اجر ورکړي. په روايتونوکې راغلي : که يو مؤمن انسان ووايي که خداى راته امکانات راکړي ؛نو داسې به پرې وکړم، که دا هيله يې ريښتنې وي؛نو خداى به ورته د خېر د کارونو اجر ورکړي .که په پاک نيت د خداى په لار کې د شهادت هيله وکړي او له خدايه شهادت وغواړي که څه هم په کورکې مړشي؛نو خداى به يې د شهيدانو درجې ته ورسوي . خداى ډېرمهربان ذات دى ،که څوک د خېرد کار نيت او تصميم ولري او د کولو وس يې ونه لري؛نوخداى به ورته د خېر د کاراجر ورکړى؛خو که څوک د ګناه نيت ولري؛خو چې کړى يې نه وې ؛خداى ورته عذاب نه ورکوي . پاک نيت کړاى شي،چې انسان د توکیزوڅيزنو له لارې خداى ته نږدې کړي. مانیز حالتونه لکه ژړا او سجده که ريا ته وي؛نو انسان له خدايه لرې کوي . په روايتونو کې راغلي لکه څرنګه،چې جسم پر اروا ولاړ دى ،دين هم پر پاک نيت ولاړ دى . پاک نيت د خداى له سترو نعمتونو اوخزانو ځنی دى .څومره چې نيت پاک وي؛نو ددې خزانې ارزښت به هم زيات وي . نيت اوجدي تصميم د انسان بدني وس لاپسې زياتوي .امام جعفرصادق وايي : خداى به په قيامت کې خلک دهغوى د نيتونو پربڼسټ راپاڅوي .

د چا موخه چې د دندې ترسره کول وي ورته د کارډول او پايلې مهمې نه دي ،قرآن وايي:

فَلْيُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ الَّذِينَ يَشْرُونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ وَمَن يُقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللّهِ فَيُقْتَلْ أَوْ يَغْلِبْ فَسَوْفَ نُؤْتِيهِ أَجْراً عَظِيماً. ( نساء /٧٤ ) = ((چا چې دنيوي ژوند پر اخروي ژوند پلورلى وي، بايد د خدا ى په لار كې وجنګېږي او څوك،چې د خداى په لاركې وجنګېږي او ووژل (او شهيد) شي يا بريالى راوګرځي؛ نو په راتلونکي کې به ورته ستر اجر وركړو.))

قراۤن وايي :

وَمَن يُهَاجِرْ فِي سَبِيلِ اللّهِ يَجِدْ فِي الْأَرْضِ مُرَاغَماً كَثِيراً وَسَعَةً وَمَن يَخْرُجْ مِن بَيْتِهِ مُهَاجِراً إِلَى اللّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ يُدْرِكْهُ الْمَوْتُ فَقَدْ وَقَعَ أَجْرُهُ عَلَى‏ اللّهِ وَكَانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِيماً( نساء /١٠٠ ) = ((څوك چې د خداى په لار كې هجرت وكړي؛ نو پرځمكه به د امن ډېر او پراخه ځايونه ومومي او څوك چې له خپل كوره د خداى او پېغمبر لوري ته د هجرت لپاره ووځي او بيا(په لار كې) ورته مرګ راشي؛نو اجر يې پرخداى دى او خداى بښونكى او مهربانه دى.))

له دې اۤيته جوتيږي که انسان د خداى لپاره له کوره راووځې که څه هم موخې ته ونه رسېږى؛نو اجرلري. خپله عمل نه؛بلکې دعمل نيت مهم دى. مهمه دا ده چې په لار کې قدم کېږدئ که څه هم موخې ته ونه رسېږئ. پيغمبر اکرم (ص) حضرت ابوذر(رض) ته وويل: ((د خير د کارونو نيت لره که څه هم دعمل توفيق پيدا نه کړې؛ځکه دا تصميم تا دغافلينو له ډلې راوباسې.)) (وسایل،۱/ ۳۹)

په حديث کې راغلي که په هرکار کې نيت الهي وي که دا کارهرڅومره کوچنى وي؛خوستربلل کېږي . ډېرمهم کارونه که سم نيت ونه لري هيڅ ارزښت نه لري . پېغمبر اکرم (ص ) وايي : (( زما د امت ډېرشهيدان به د خوب په کټ کې له نړۍ سترګې پټوي،ډېر کسان شته چې په جبهو کې مري ؛خو خداى يې پرنيت پوه دى. ))( محجّةالبيضاء،۸/ ۱۰۳)

پېغمبر اکرم (ص ) د تبوک په جګړه کې وويل : ((کوم کسا ن چې په مدينه کې دي او له موږ سره په جګړه کې د ګډون نيت لري ؛نو د همدې نيت له کبله موږ سره په اجر کې شريک دي. )) ( محجّةالبيضاء،۸/ ۱۰۴)

په بل روايت کې راغلي : ((که څوک په دې نيت د شپې ويده شي،چې په نيمه شپه کې به لمونځ ته راپاڅېږم او که ويده پاتې شي خداى يې خوب صدقه اوساه اخېستل يې په تسبيح کې شمېري او د شپې د لمونځ اجر ورته ورکوي. ))(بحار،۷۰ / ۲۰۶) موږ ته سپارښتنه شوى،چې په خوړلو او وېده کېدو کې هم سپېڅلې موخه ولرئ .

پرعمل د نيت امتياز

د کار په کولو کې کله ريا او ځان ښوونه هم وي؛خونيت يو دنننى امر دى او ظاهري نښې نه لري.نيت کول تل او په هرځاى کې شونې دى او ځانګړي شرطونه نه غواړي؛خو د عمل کول زياتوامکاناتواوشرطونوته اړتيا لري. په روايتونوکې د((من بلع))ترعنوان ﻻندې روايتونه لرو،چې وايي: که چا يو روايت واورېد،چې وايي: پلانکى عمل اجر لري او ترسره يې کړ؛که دا روايت صحيح هم نه وي؛نوخداى به يې ورته اجر ورکړي ؛ځکه دې کس په پاک نيت پر روايت عمل کړى دى .

د نيت درجې

١_ انسان کله د خداى له وېرې او يا يې هم د لطف په طمع يو کار کوي،قرآن وايي:

وَلاَ تُفْسِدُوا فِي الْأَرْضِ بَعْدَ إِصْلاَحِهَا وَادْعُوهُ خَوْفاً وَطَمَعاً إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِيبٌ مِنَ الْمُحْسِنِينَ (اعراف\٥٦) = ((او په ځمكه کې دهغې تر سمون وروسته فساد مۀ کوئ او خداى د وېرې او هيلې له مخې راوبلئ (وېره له مسووليتونو اوهيله يې رحمت ته ده او نېكي وكړئ ؛) ځكه چې د خداى رحمت نېكانوته ډېر نژدې دى .))

په بل ځاى کې وايي:

فَاسْتَجَبْنَا لَهُ وَوَهَبْنَا لَهُ يَحْيَى وَأَصْلَحْنَا لَهُ زَوْجَهُ إِنَّهُمْ كَانُوا يُسَارِعُونَ فِي الْخَيْرَاتِ وَيَدْعُونَنَا رَغَبًا وَرَهَبًا وَكَانُوا لَنَا خَاشِعِينَ (انبيا\ ٩٠) = ((او موږ يې دعا قبوله كړه او يحيى مو وروباښه او مېرمن مو يې (چې شنډه وه،امينوارۍ ته) چمتو كړه؛ ځكه چې هغوى (داسې كورنۍ وه چې) د نېكو چارو په ترسره كولو كې يې تل بيړه كوله او موږ يې له وېرې او هيلې سره بللو او زموږ پر وړاندې عاجز او متواضع وو!))

٢_ بل پړاودا دى چې که انسان د خداى د مهربانيو له کبله يو کار وکړي که څه هم د خداى له خوا ورته کوم اجر يا سزا ورنه کړل شي. حضرت على(ک) واييکه خداى پر ګناهونو د عذاب وعده هم نۀ ورکوله؛نو لازم و چې د نعمتونو يې د مننې له امله سرغړاوى و نۀ شي. (نهج البلاغه ۲۹۰ حکمت)

٣_ بل پړاو دا دى چې انسان د دوزخ له وېرې او د جنت په طمع د خداى عبادت نه کوي او ځکه يې عبادت کوي چې د عبادت وړ يې بولي.

٤_ تر ټولو اوچت پړاو د قربانۍ دى.حضرت قاسم د پېغمبراکرم (ص) کړوسې او د امام حسن زوى په کربلا کې وايې: د خداى په لار کې مړينه راته ترشاتو خوږه ده.

د سزا په چارو کې د نيت ونډه

اسلام په کيفري چاروکې هم نيت ته ځانګړې پاملرنه کړى ده،دوه بيلګې يې دا دي:

د قصدي وژنې اوغيرقصدي قتل په هکله ځانګړی حکم شوى دى.د قسم په هکله قرآن وايي :

لاَ يُؤَاخِدُكُمُ اللّهُ بِاللَّغْوِ فِي أَيْمَانِكُمْ وَلكِن يُؤَاخِذُكُمْ بِمَا كَسَبَتْ قُلُوبُكُمْ وَاللّهُ غَفُورٌ حَلِيمٌ ( بقره\٢٢٥) =(( خداى مو پر هغو سوګندونو چې په ناپامۍ موکړي وي نۀ نيسي؛خو په هغو مو نيسي چې د زړۀ له كومي مو کړي وي، خداى ډېر بښونكى (او) تېرېدونكى دى .))

معرفت خداى ته د نږدې کېدوسرېزه

پاک نيت او خداى ته د نږدې کېدوغوره ﻻر معرفت اوپېژندنه ده .

که پوه شوچې د خلکو په زړونو کې ځاى پېدا کول د خداى په ﻻس کې دي.

رَبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمفحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِنَ الَّثمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (ابراهيم \٣٧)= ((پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو تۀ د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي. ))

که پوه شوچې عزت او ځواک قدرت دخداى په ﻻس کې دى.

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَتَّخِدُ مِنْ دُونِ اللّهِ أَنْدَاداً يُحِبُّونَهُمْ كَحُبِّ اللّهِ وَالَّذِينَ آمَنُوا أَشَدُّ حُبَّاً لِلَّهِ وَلَوْ يَرَى الَّذِينَ ظَلَمُوا إِذْ يَرَوْنَ الْعَذَابَ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً وَأَنَّ اللّهَ شَدِيدُ الْعَذَابِ .( بقره\١٦٥)= ځينې خلك له الله پرته ځان ته نور خدايان ټاكي او د خداى په څېر ورسره مينه لري؛ خو مؤمنينو ته (د مشركانو تر ميني چې له خپلو خدايانو سره يې لري) الله پاك ډېر سخت ګران دى او هغوى چې ظلم كړى (اوله خداى پرته معبودان يې غوره كړي) چې كله ( الهي) عذاب وګوري، پوه به شي چې ټول قدرت يواځې د همغه يوه خداى دى، له خداى سره ډېر سخت عذاب دى ،( نۀ له خيالي معبودانو سره چې ترې ډارېږي) .

که پوه شو،چې زموږګټه او تاوان د بل چاپه ﻻس کې ده.

که پوه شو،چې خداى ته کار کول کله دو ګرایه،کله لس ګرایه او کله هم اويا ګرایه ‏اجرلري،له هغه پرته به بل چا ته کار ونه کړو.

که پوه شو،چې په ټولنه کې پورته تګ عظمت نه دى؛ځکه له دريمڅو هم تورلوږي پورته خيجي.

که پوه شو،چې د خلکوپاملرنه او نظرراته هيڅ ارزښت نه لري؛ځکه که يوغټ فيل هم پرسړک روان وي؛نو ټول به ورته ګوري.

که د ريا خطرونو او رسوايئ ته موپام وي.

که پوه شو،چې يوه ورځ راتلونکى ده،چې هيڅ څوک به د هيڅ چا ﻻسنيوى نشي کړاى او يواځې هغه کسان به ژغورل کېږي،چې د سليم زړه خاوندان وي.

إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (شعراء\٨٩) = ‏(( خو هغه چې (له شرك كفر او نفاقه) په پاك زړۀ خداى ته ورشي.))

 

او که پوه شو،چې په ناوړه نيت کوم ارزښتونه له ﻻسه ورکوو؛نو خداى ته د نږدې کېدو په موخه د نږه او خالص کار کولو ته بايد ځانونه چمتو کړو.

د فاسد نيت اغيزې

دعاګانې نه قبلېږى

امام زين العابدين وايي: ناوړه او بدنيت د دعا د نه قبلېدوﻻمل ګرځي.(بحارالانوار،۷۰/ ۳۷۵)

بد نيت نه يواځې له ټولو کارونو الهي رنګ اوعبادت څنډې؛بلکې ډېر خطرونه هم لري .امام جعفرصادق وايي: که څوک پور واخلي او موخه يې دا وي،چې بېرته يې ور نه کړي؛نو غل او لوټ مار به وي.(وسایل،۱۲/ ۸۶)

که څوک واده کوي او نيت يې دا وي،چې د ښځې مهريه ور نه کړي ؛نو د خداى پر وړاندې به زناکار وي.

بدنيت انسان له رزقه بې برخې کوي.

امام جعفرصادق وايي: داسې مؤمنان هم شته،چې د ګناه نيت کوي اوخداى يې له رزقه بې برخې کوي.

ددې حديث يوه بېلګه دهغه باغ داستان دى چې د قلم په سورت کې له    ١٧څخه تر٣٤آيت پورې رانقل شوى ده. يوې ډلې باغ درلود اوغوښتل يې د شپې په تياره کې له بېوزليو پټ مېوې يې راټولې کړي،چې پرې خبر   نشي سهار وختي،چې کله باغ ته وﻻړل باغ سوځېدلى و او په ايرو بدل شوي و لومړى خو يې ګومان وکړ،چې ﻻر يې ورکه کړې؛خو په ډله کې يوعاقل هم و او ويې ويل:درته مې نه وويل داسې نيت مۀ کوئ تاسې غوښتل بېوزلي له باغه بې برخې کړئ؛خوخداى ترې تاسې بې برخې کړئ.

که څه هم داحکم ټولنيزه بڼه نه لري؛خو له دې داستانه جوتېږي،چې خداى راته کله ناکله دخپل نيت پربنسټ سزا راکوي .

بدنيت د بدمرغۍ ﻻمل دى

حضرت على(ک) وايي: بدنيت دبدمرغۍ نښه ده .(غرر الحکم،۱۶۱۰ حدیث)

د بدنيت له کبله ژوند اوعمر بې برکته کېږي.حضرت على(ک) وايي: د چا چې نيت بد وي خداى ترې برکت اخلې او نشي کړاى د خداى له نعمتونو ښه ګټه پورته کړي. .(غرر الحکم،۱۶۱۵ حدیث)

وايي ،يو سړي ته وويل شو: ستا د پلانکي ښه کارله کبله ستا درې دعاګانې قبلېږي سړى خوشاله شو او ويې ويل: خدايه! زما ښځه دې تر ټولوښايسته وي،ښځه يې تر ټولو ښايسته شوه؛خو ژوند پرې تريخ شو؛ځکه ټولوخلکوبه يې ښځې ته ليدل،دويمه دعا يې وکړه:خدايه! زما ښځه دې له ټولو بدرنګه وي،دعايې قبوله شوه؛خوله دې بدرنګې ښځې سره ژوندکول ورته سخت و،درېمه دعا يې وکړه:خدايه ! ښځه مې د اول په شان ښايسته کړه،دعايې قبوله شوه،دې سړى درې دعاګانې وکړې؛ خوکومه ګټه يې ترې وانه خېسته اودا ددې ښکارندوى ده انسان چې په ژوندکې له برکته بې برخې شي،له ښوامکاناتوهم ګټه نشي اخېستلى .

 

[ سرچینه :  تفسیر نماز، شیخ محسن قرآیتی]

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!