تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د قرآن پوهنې زده کړې د ځوانانو لپاره ليکوال: اکبر حميدي هشترودي ژباړن: ډاکټر ذبيح الله اقبال   قرآن کريم د قرآن کريم له نظره. 8 قرآن شريف قرآن حکیم رامعرفي كړى دى.. 8 په احاديثو کې د قرآن حکیم د زده كړې ارزښت… 13 د يو مهم ټكي يادونه. 13 د يوې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د قرآن پوهنې زده کړې

د ځوانانو لپاره

ليکوال: اکبر حميدي هشترودي

ژباړن: ډاکټر ذبيح الله اقبال

 

قرآن کريم د قرآن کريم له نظره. 8

قرآن شريف قرآن حکیم رامعرفي كړى دى.. 8

په احاديثو کې د قرآن حکیم د زده كړې ارزښت… 13

د يو مهم ټكي يادونه. 13

د يوې انحرافې شبهې توضيح.. 14

له قرآن حکیم د اخستنه ځينې ساده او لنډې لارې.. 16

د قرآن حکیم له عربې سره شنايي: 16

د صرف اونحوه علم څه دى؟. 17

د توریو په تلفظ كې نښې او علامې څه ونډه لري؟. 17

په قرآن حکیم پوهېدنه كې د لغت پېژندنې اهميت… 17

د قرآن حکیم د نزول پر تاريخ پوهېدنه. 19

قرآن کريم د هر پېر كتاب دى.. 21

له غرضي او سليقه اى اخستنو ډډه كول.. 22

د قرآن حکیم پر خوالو پوهېدنه. 22

د قرآن حکیم له نامو سره آشنايي.. 23

د قرآن حکیم د اوډونې او راټولولو پړاوونه. 29

* سوکه سوکه نزول: 29

* یوځلي نزول: 29

قرآن حکیم څنګه راټول شو؟. 30

چا ته يې د وحې كاتبان ويل؟. 31

قرآن کريم به پر څه ليكل كېده؟. 32

كله پر كاغذ د قرآن حکیم ليكل دود شول؟. 32

د قرائت او تجويد علم.. 33

تجويد هرمرو زده كړئ.. 35

اوومه زدکړه: 36

وحې څه وخت پيل شوه؟. 36

آيا وحې پر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نه پرېکونې وه؟. 38

نزول، تنزيل او نجوم څه ته وايي؟. 39

د قرآن حکیم شان نزول.. 40

مدني سورتونه او آيتونه. 44

د مدني آيتونو ځانګرنې.. 44

د مدني آيتونوپه باب څو نورې خبرې.. 44

د مدني آيتونو بېلګې.. 45

مكي سورتونه. 47

د مكي سورتونو ځانګړنې.. 47

د مكي سورتونو نورې ځانګړنې.. 48

د مكي آيتونو څو بېلګې.. 49

د قرآن حکیم د آيتونو ظاهر او باطن.. 51

آيا د قرآن حکیم ظاهر او باطن ټکر لري؟. 51

د قرآن حکیم محكم او متشابه آيتونه. 54

محكم آيتونه. 54

محكمات او متشابهات… 57

دويمه برخه: متشابه آيتونه: 57

متشابهات څه ګټه لري؟. 62

په قرآن حکیم کې نامفهوم آيتونه نشته. 64

تاويل.. 66

له تاويله ناوړګټنه. 66

خوارج څوک وو؟. 67

د تفسير او تاويل ترمنځ توپير. 69

قرآن حکیم مو تفکر او تعقل ته رابولي. 70

راسخون فى العلم څوک دي؟. 70

د قرآن حکیم سورتونه. 72

د اوږدوالي او لنډوالي له اړخه د قرآن حکیم سورتونه: 72

د قرآن حکیم د سورتونو په باب توضيح.. 73

ناسخ او منسوخ.. 75

د ناسخ او منسوخ مانا: 75

د نسخ ګټې. 80

د قرآن حکیم موضوعات… 82

قرآني کيسې. 86

د قرآني کيسو په باب د ډاکټر فليپ څرګندونه. 88

د قرآني کيسو شمېر. 90

د قرآني کيسو څو بېلګې.. 90

د حضرت آدم عليه السلام کيسه: 90

د حضرت ابراهيم عليه کيسه: 91

د ابليس کيسه: 91

د ابولهب کيسه: 92

د حضرت ادريس کيسه: 93

د اصحاب السبت کيسه: 93

د جالوت کيسه: 94

د سامري کيسه: 94

د لات کيسه: 95

د حضرت مريم کيسه: 95

په قرآن حکیم کې فقهي احکام.. 96

احکام څه ته وايي؟. 96

د احکامو له آيتونو سره آشنايي.. 98

١ _ لمونځ کول او زکات ورکول: 98

٢ _ پر نېکيو امر او له بديو منع: 98

٣ _ له محارمو سره واده حرام دى: 98

٤ _ د اودس کولو طريقه: 99

٥ _ د کفارو او مشرکينو پر جنازه لمونځ مه کوئ: 100

قرآن حکیم د احکامو پېژندو معيار دى.. 101

په قرآن حکیم کې قيامت… 102

په قرآن حکیم کې د معاد آيتونه. 102

پېغمبرانو به تل د قيامت په باب خبرې کولې: 103

د معاد آيتونه: 103

په قرآن حکیم کې اندنه. 107

قرآن حکیم د اندنې کتاب دى.. 107

ولې په قرآن حکیم کې تعقل نه کوئ؟! 108

د قرآنپوهنې اړتیا او پر دستوراتو يې عمل کول.. 109

توحيد د قرآن حکیم آریزه ويينه ده. 113

د رسول اکرم لومړى شعار. 114

قرآن حکیم او عبوديت ته رابلنه. 120

د قرآن حکیم د تفسير کړنلار. 122

د تفسير اوزار. 123

د تفسير مفهوم.. 124

څوک قرآن حکیم تفسيرولاى شي. 125

د تفسير ډولونه. 126

غوره تفسير. 127

په خپله رايه تفسير. 127

تفسير کتابونه. 128

* د اهل سنتو مشهور تفسيرونه: 128

د اهل تشيع تفسيرونه. 131


قرآن کريم د قرآن کريم له نظره

 

قرآن شريف قرآن حکیم رامعرفي كړى دى

* ((ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ[1]= دا هغه (ستر) كتاب دى، چې شك پكې نشته او پرهېزګارانو ته سمه لار ښيي.))

* ((الْحَمْدُ لِلَّهِ الَّذِي أَنزَلَ عَلَى عَبْدِهِ الْكِتَابَ وَلَمْ يَجْعَل لَّهُ عِوَجَا (کهف/١)= ځانګړې ستاېنه د هغه الله تعالی ده، چې دا (اسماني) كتاب يې پر خپل (غوره) بنده نازل كړ او هېڅ ډول كږلېچ يې پکې پرېنښود؛))

* ((أَفَلاَ يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن حکیم وَلَوْ كَانَ مِنْ عِندِ غَيْرِ اللّهِ لَوَجَدُواْ فِيهِ اخْتِلاَفًا كَثِيرًا[2]= ايا دوى د قرآن حکیم د معناوو په باب نه ځير كېږي؟! كه دا بې له ((الله)) د بل چا له لوري واى؛ نو هرومرو به يې پكې ډېر اختلافات موندلاى.))

* ((لَا يَأْتِيهِ الْبَاطِلُ مِن بَيْنِ يَدَيْهِ وَلَا مِنْ خَلْفِهِ تَنزِيلٌ مِّنْ حَكِيمٍ حَمِيدٍ[3]= چې باطل نه مخامخ پرې راتلاى شي او نه له شا(؛ ځكه دا) د حكيم ستايل شوي (الله تعالی) له لوري رالېږل شوى.))  

*((وَيَوْمَ نَبْعَثُ فِي كُلِّ أُمَّةٍ شَهِيدًا عَلَيْهِم مِّنْ أَنفُسِهِمْ وَجِئْنَا بِكَ شَهِيدًا عَلَى هَـؤُلاء وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِّكُلِّ شَيْءٍ وَهُدًى وَرَحْمَةً وَبُشْرَى لِلْمُسْلِمِينَ[4]= او (دريادكړه) پر هغه ورځ، چې موږ په هر امت كې پخپله د هغوى له منځه پر دوى يو شاهد راپاڅو او تا پرې ګواه كړو او موږ دا كتاب پر تا نازل كړى، چې د ټولو څيزونو څرګندوونكى دى او مسلمانانو ته لارښود او رحمت او زېرى دى.))

 * ((وَمَا مِن دَآبَّةٍ فِي الأَرْضِ وَلاَ طَائِرٍ يَطِيرُ بِجَنَاحَيْهِ إِلا أُمَمٌ أَمْثَالُكُم مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ ثُمَّ إِلَى رَبِّهِمْ يُحْشَرُونَ[5]= او په ځمكه كې هر خځنده او په هوا كې په وزرونو الوتونكي ستاسې په څېر خېلونه دي. موږ په كتاب (لوح محفوظ) كې هېڅ شى نه دى پرېښى، بيا به (ټول) يوازې د خپل پالونكي لوري ته ورټول کړاى شي.))

* ((شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِيَ أُنزِلَ فِيهِ الْقرآن حکیم هُدًى لِّلنَّاسِ وَبَيِّنَاتٍ مِّنَ الْهُدَى وَالْفُرْقَانِ فَمَن شَهِدَ مِنكُمُ الشَّهْرَ فَلْيَصُمْهُ وَمَن كَانَ مَرِيضًا أَوْ عَلَى سَفَرٍ فَعِدَّةٌ مِّنْ أَيَّامٍ أُخَرَ يُرِيدُ اللّهُ بِكُمُ الْيُسْرَ وَلاَ يُرِيدُ بِكُمُ الْعُسْرَ وَلِتُكْمِلُواْ الْعِدَّةَ وَلِتُكَبِّرُواْ اللّهَ عَلَى مَا هَدَاكُمْ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ[6]= رمضان هغه مياشت ده، چې هغه قرآن حکیم پكې نازل شوى، چې خلكو ته لارښود او د سمې لارې نښې او د حق او باطل توپيرونکى دى؛ نو كه له تاسې چا دا مياشت وليده؛ نو و دې يې نيسي او كه څوك ناجوړه يا مسافر وي؛ نو په نورو ورځو كې دې يې ونيسي. الله تعالی پر تاسې اساني غواړي، نه ګراني (موخه داده) چې دا ورځې پوره كړئ او داچې الله تعالی درته سمه لار ښوولې (؛ نو هغه) پر لويۍ وستايئ او ښايي شكر يې وکړئ.))

* ((وَلَقَدْ جِئْنَاهُم بِكِتَابٍ فَصَّلْنَاهُ عَلَى عِلْمٍ هُدًى وَرَحْمَةً لِّقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ[7]= او په واقع كې موږ هغوى ته كتاب راوړى، چې (خوالې) يې مو د علم له مخې تشريح كړي، چې ايمان راوړونكيو ته لارښود او رحمت دى.))

* ((الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ[8]= الف، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ پر تا نازل كړى، چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان، عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې، د ناماتي (او) ستايل شوي (الله تعالی) لارې ته.))

* ((وَلَقَدْ يَسَّرْنَا الْقرآن حکیم لِلذِّكْرِ فَهَلْ مِن مُّدَّكِرٍ[9]= نو په يقين موږ قرآن حکیم د پند اخستو لپاره اسان كړى؛ نو ايا پند اخستونكى شته؟!))

*(( كِتَابٌ فُصِّلَتْ آيَاتُهُ قرآن حکیما عَرَبِيًّا لِّقَوْمٍ يَعْلَمُونَ[10]= يو کتاب دى، چې آيتونو يې هر مطلب پر خپل ځاى، په عربي لوستوني (=واضح) پوهانو ته څرګند کړي دي))

* ((وَإِنَّهُ فِي أُمِّ الْكِتَابِ لَدَيْنَا لَعَلِيٌّ حَكِيمٌ[11]= او په رښتيا اصل کتاب له موږ سره دى، چې عزتمن او له حکمته ډک دى.))

په احاديثو کې د قرآن حکیم د زده كړې ارزښت

*پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم : څوك چې قرآن حکیم خپل شعار او ميزان كړي؛ څښتن تعالى به يې نېكمرغه كړي. څوك چې قرآن حکیم خپل لارښود كړي او ورپسې اقتدا وكړي؛ نو روستى تمځى به يې له نعمتونو ډك جنت وي. 

*حضرت علي (ک): قرآن حکیم زده كړئ، چې تر ټولو غوره وينا ده. اندنه پكې وكړئ؛ ځكه قرآن حکیم د زړونو پسرلى دى.  

حضرت امام سجاد: د قرآن حکیم آيتونه زېرمه ده او دا ازېرمه دې، چې پرانسته؛ نو پكار ده، ورځېر شئ، چې څه پكې دي؟

حضرت امام باقر: په رښتيا په قرآن شريف كې څښتن تعالى هر څه، چې د قيامت تر ورځې پكارېږي، راوړي دي.

د يو مهم ټكي يادونه

پردې خو ټول پوهېږي، چې قرآن كريم د ژوند كتاب او انسانانو ته د شفا نسخه ده؛ نو هر مسلمان بايد پر قرآن حکیم د پوهېدنې او له قرآن حکیمه د فهم او اخستنې لپاره، له قرآن حکیم سره آشنايي پيداكړي او ښكاره خبره ده، چې پر قرآن حکیم له پوهېدنې پرته څوك پر اسلام پوهېداى نشي؛ نو پر ټولو پلټونكيو اړین ، چې له دې اسماني كتاب سره آشنايي پيدا كړي.  

 

د يوې انحرافې شبهې توضيح

ځينې وايي: د قرآن حکیم پوهه د هر چا كار نه دى؛ ځكه قرآن حکیم ناسخ او منسوخ او ظاهر او باطن لري او داچې هر آيت بطن لري، ددې مثال د يو ژور سمندر په څېر دى او كه څوك دې ستر سمندر ته ورننووت؛ نو ډوب به شي؛ نوځكه نه ښايي دې سمندر ته ورنږدې شو، چې پكې ډوب به شو.

 دا خبره چې هر چا پر هر نيت كړې وي؛ موږ يې نه منو؛ ځكه كه غر لوړ وي؛ نو پر سر يې لار هم وي.  

او دا خبره هم نه منو، چې له قرآن حکیمه د ګټنې لپاره، انسان بايد هرومرو مفسر او څېړونكى وي او هر انسان، چې هر څومره معلومات لري، کولاى شي، له قرآن حکیمه ګټنه وکړي.

كه د چا لامبو نه وي زده؛ نو بايد د سمندر په رغي ځاى كې لامبو وكړي او د چاچې لامبو زده وي؛ نو د سمندر په ژورو ځايونو كې هم لامبو كولاى شي؛ نو زما خبره هم داده، چې زموږ ځوانان هم بايد په دې ستر سمندر (قرآن حکیم) كې د لامبو وهلو فنون زده كړي، چې له دې ستر سمندره ګرانبيه زېرمې او مرغلرې راوباسي.

   لومړۍ زدکړه:

له قرآن حکیم د اخستنه ځينې ساده او لنډې لارې

د قرآن حکیم له عربې سره شنايي:  

 ټول پوهېږئ، قرآن شريف په عربي ژبه، چې د حضرت محمد “ص” د وخت د خلكو ژبه وه، نازل شوى. څښتن تعالى هم دې خبرې ته اشاره كړې ده:

 (( كتاب فصلت آياته قرآن حکیم عربيا= دا قرآن حکیم هغه كتاب دى، چې آيتونه يې په عربي دي))

نو پر قرآن حکیم د پوهېدنې لپاره، لومړى ګام په عربي پوهېدل، چې هم د قرآن حکیم ژبه ده او هم د اسلام نړيواله ژبه ده او پر عربي د پوهېدنې لپاره لومړى ګام د ” صرف او نحو ” د علم زده كړه ده.

د صرف اونحوه علم څه دى؟

 د صرف علم د كلمو د جوړښت او مشتقاتو په باب ویینه كوي؛ د بېلګې په توګه: د (جهد) ماضي فعل (مجاهد) اسم فاعل (اجهد) فعل امر ، (سجاهدون) فعل مضارع جمع (سجاهدون) فعل مضارع جمع مخاطب.

 د نحو علم، د اعراب ايښوولو دى؛ د بېلګې په توګه: د نحو علم راښيي: كومې توري ته د ( و) پېښ غږ وركړو، كوم توري ته د زېر او كوم توري ته د زبر غږ وركړو يا داچې ولې ځينې توري په اخر كې ساكن وي؟

د توریو په تلفظ كې نښې او علامې څه ونډه لري؟

 د ديني علومو زدکړيالان، چې مدرسو ته ورننوځي؛ نو لومړى پرې صرف او نحو وايي؛ نو پر قرآن حکیم د پوهېدنې لپاره د “صرف او نحو ” زده كړه اړينه ده.

په قرآن حکیم پوهېدنه كې د لغت پېژندنې اهميت

 د لغت/ ویی پېژندنه او د مانا پر مفهوم سمه پوهېدنه، د انسان په معلوماتو په تېره، د قرآن شريف د آيتونو په پوهېدلو كې خورا زياته ونډه لري.

اصولا له هغه وخته، چې انسان خبرې كول پيل كړي؛ نو لغت او كلمات هم رامنځ ته شول؛ ځكه بې د لغت او كلمې له كارولو څوك نشي كړای، نورو ته خپل مطلب او مفهوم ور و رسوي.

 په لغت كې هم د نورو علومو په څېر خورا بدلونونه راغلي او د وخت په تېرېدو، ځينې لغات او كلمې د خلكو له خبرو غورځېدلي او ځينو لغاتو، په يوه وخت كې، يوه مانا درلوده، چې د وخت په تېرېدو يې خپله مانا له لاسه وركړه؛ نوځكه پر لغت او كلمې پوهېدل به پر قرآن حکیم، آيتونو او اسلامي متونو پوهېدنه اسانه او اغېزمنه كړي.

 دويمه زدکړه:

د قرآن حکیم د نزول پر تاريخ پوهېدنه

 پر تاريخ پوهېدنه، پر پخوانيو پېښو د پوهېدنې غوره لار ده. ځينو مشرانو، تاريخ له موروپلار سره تشبيه كړى او انسان بايد خپل موروپلار وپېژني. موروپلار د انسان بنسټ او جرړه ده او تاريخ هم د ټولو پېښو او بهيرونو بنسټ او جرړه ده او پر تاريخ له سمې پوهېدنې پرته، د مسايلو د سمې شننې او څېړنې امكان نشته دى.

دا تاريخ دى، چي موږ د پخوانيو پر برخلېك، پېښو او د هغوى د بري او ماتو له خوالو خبروي او څوك چې غواړي، ځان پر قرآن حکیم پوه كړي؛ نو ځان باید د پېغمبر اکرم “ص” د بعثت، بلنې، هجرت او غزاګانو پر تاريخ پوه كړي؛ نو څومره به ښه وي، په قرآن حکیم كې پر راغليو آيتونو د پوهېدو لپاره ټولې هغه پېښې، چې پېغمبر اکرم” ص” ته له وړوكتوبه تر ځوانۍ ورپېښې شوي، تر كتنې لاندې ونيسو.

 د قرآن حکیم يوه مهمه برخه هم د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم د بعثت وخت دى؛ يعنې هغه وخت، چې زموږ پېغمبر اکرم “ص” په څلوېښت كلنۍ كې پېغمبر شو او تردې روسته ، چې حضرت محمد “ص” بېلابېلو پېښو ته ورغاړې وځي او په همدې پېښو كې هم الهي آيتونه، د وحې په بڼه راغلل.

 د اسلام له دښمنانو سره د پېغمبر اکرم”ص” د جګړو پر علت ځان پوهول هم خورا اړين ، چې دا غزوې او لاملونه يې په قرآن شريف كې راغلي دي.

 د حضرت محمد “ص” د وخت د خلكو په وټیز او اندیز حالت هم ځان پوهول به د قرآن حکیم په پوهه كې خورا مرسته وكړي، د هغه وخت د خلكو پر دودونو پوهېدل هم پر قرآن حکیم د پوهېدو لپاره اړين دي او كه خپله خبره رالنډه كړم؛ نو داسې به ووايم: پر قرآن شريف د سمې پوهېدنې لپاره، د اسلام پر تاريخ ځان پوهول اړين ، چې د قرآن حکیم د نزول تاريخ يې هم يوه برخه ده، چې د آيتونو د نزول په برخه كې او هم هغه بېلابېلې پېښې، چې هغه وخت راپېښې شوي، پرې پوه شو.

 درېیمه زدکړه:

قرآن کريم د هر پېر كتاب دى

 كه څه پخوا مو اشاره وكړه، چې قرآن شريف د رسول اکرم پرمهال پر عربو نازل شوى او بايد هغه شرايط هم په پام كې ونيول شي، چې قرآن كريم پكې نازل شوى؛ خو دې مطلب ته هم پام پكار ، چې قرآن حکیم يوازې د پېغمبر اکرم “ص” د وخت لپاره نه و او يوازې د هغه وخت د خلكو لپاره راغلى نه دى.

 څښتن تعالى وايي: ((تنزيل للعالمين= دا قرآن ټولو نړيوالو ته دى)) او په بل ځاى كې وايي: (( كافة للناس= دا قرآن حکیم مو د ټولو خلكو لپاره درلېږلى دى))

 نو قرآن شريف د ټولو وختونو د ستونزو هوراونکى دى او د نړيوالو د ستونزو حل بايد په قرآن حکیم كې ولټول شي.

له غرضي او سليقه اى اخستنو ډډه كول

 انسانان بېلابېل حالات او روحيات لري او هر څوك خپل ځانګړي روحي شرايط لري، چې بايد د قرآن حکیم د مفاهيمو په درك كې، له هر ډوله غرض او وګړیزو سليقو ډډه وشي.

 هغوى چې غرضي وي، هڅه كوي، د خپلو ځاني غوښتنو له مخې، قرآن حکیم مانا او تفسير كړى او دا يو سور خط دى، چې انسان د خطر پر پاڼ دروي، چې د قرآن حکیم په اصطلاح داسې تفسير ته ” تفسير به راى” ويل كېږي؛ يعنې هغه تفسير، چي په خپله خوښه او وګړیزو غوښتنو شوى وي او له حقيقته لرې وي. ” تفسير به راى ” هغه خطرناكه کړنلار ده، چې په تاريخ كې او اوس هم ډېر دوه مخي ناوړه ګټه ترې اخلي.

د قرآن حکیم پر خوالو پوهېدنه

 د قرآن حکیم د سورتونو په پيل كې ځينې توري د خوالې په بڼه راغلي، چې آریز مفهوم يې پوهنوړ نه دى؛ ځكه پر مانا يې يوازې څښتن تعالى، رسول الله او “راسخون فى العلم” پوهېږي.

 موږ هم ځينې خواله ایز توري راوړي دي:

الم (د آل عمران سورت په پيل كې)

الر (د يونس سورت لومړى آيت)  

كهعيص (د مريم سورت لومړى آيت)   

حم (د فصلت سورت لومړى آيت)

المص (د اعراف سورت لومړى آيت)

المر (د رعد سورت لومړى آيت)

طه (د طه سورت لومړى توری)

الر (د هود سورت لومړى آيت)

 

 څلورمه زدکړه:

د قرآن حکیم له نامو سره آشنايي

ټول پوهېږئ، قرآن حکیم د هستۍ د پنځګر لخوا پر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نازل شو او هغه به هم خلكو ته لوسته.

 الهي آيتونه به حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم خلكو ته اورول او خلكو به هم يادول، چې نورو خلكو ته يې ورسوي او داچې د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم پرمهال قرآن حکیم د يوه كتاب پر بڼه نه و او وحې هم، چې په بېلابېلو مناسبتونو كې نازلېده؛ نوځكه يې نوم نه درلود، چې سوکه سوکه د وخت په تېرېدو، د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم په حکم حضرت علي (ک) او ځينې نورو اصحابو قرآن حکیم راټول كړ، چې د قرآن حکیم راټولونكيو ته “د وحې كاتبان” ويل كېدل.

د قرآن حکیم د نامو او د نامو د ماناوو په باب ډېرې خبرې شوي، چې موږ يې ځينو ته اشاره كوو:

الف- د قرآن حکیم کلمه له (قرائت) نه اخستل شوى، چې د (ويلو) په مانا دى؛ يعنې هغه كتاب، چې بايد په ژوند كې تل ولوستل شي او پر احکامو يې عمل وشي.

ب-ځينې وايي: د قرآن حکیم ټكى له (قرن=يقرن) څخه اخستل شوى، چې د راټولولو پر مانا دى؛ يعنې څښتن د ژوند ټول څيزونه په دې كتاب كې را ټول كړي؛ لكه څنګه چې څښتن تعالى د”انعام” سورت په 59 آيت كې دې خبرې ته اشاره كړې ده:

((وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَيْبِ لاَ يَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَيَعْلَمُ مَا فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَةٍ إِلاَّ يَعْلَمُهَا وَلاَ حَبَّةٍ فِي ظُلُمَاتِ الأَرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ يَابِسٍ إِلاَّ فِي كِتَابٍ مُّبِينٍ[12]= او (له حسه) د پټو (سرچينو) کونجيانې يوازې له هغه سره ، چې بې له هغه بل څوك پرې نه پوهېږي او څه چې په وچه او سمندر كې دي، الله تعالی پرې پوه دى او هره پاڼه، چې رالوېږي، پر هغې (هم) پوه دى او هر دانه، چې د ځمكې په تپو تيارو كې پټېږي او ټول لامده او وچ، په څرګند كتاب [=د الله تعالی د علم كتاب ] كې ليكل شوي.))

 نو ويلاى شو، چې قرآن حکیم (د هستۍكارنامه) او يا (ستر او بشپړ دايرة المعارف/ پوهنغونډ) دى؛ نو پايله داچې څښتن تعالى، ټولې ارواییزې، اندیزې او ګروهیزې اړتياوې، په دې كتاب كې راټولې كړي او قرآن حکیم د هستۍ پوهنغونډ دى، چې د پخوانيو ټولو پېغمبرانو د چارو بشپړونكى دى؛ نوځكه ويل كېږي: تر ټولو بشپړ او پوره دين اسلام دى او لكه چې روستى پېغمبر؛ حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم دى؛ نو تر ټولو بشپړ كتاب، قرآن حکیم دى.

د قرآن حکیم یوه نامه ذكر دى.

((وَهَذَا ذِكْرٌ مُّبَارَكٌ أَنزَلْنَاهُ أَفَأَنتُمْ لَهُ مُنكِرُونَ[13]= او دا (قرآن) چې موږ(پرتا) نازل كړى؛ مبارك نصحيت دى؛ نو ايا تاسې ترې منكر ياست؟))

قرآن حکیم له نصيحت او پنده ډك دى، چې د بشريت كاروان كمال ته ورسوي.

 كه قرآن حکیم نه واى؛ نو انسانان به په تيارو او ناپوهۍ كې پاتې ول؛ لكه څنګه چې ستر څښتن تعالى، په ابراهيم سورت كې، رڼا ورته ويلې ده:

* ((الَر كِتَابٌ أَنزَلْنَاهُ إِلَيْكَ لِتُخْرِجَ النَّاسَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ بِإِذْنِ رَبِّهِمْ إِلَى صِرَاطِ الْعَزِيزِ الْحَمِيدِ[14]= الف، لام، را (دا) يو كتاب دى، چې موږ پر تا نازل كړى، چې خلك د هغوى د پالونكي په اجازه (د شر، ظلم او ناپوهۍ) له تيارو راوباسې او(د ايمان، عدل او پوهې) رڼا ته يې راولې، د ناماتي (او) ستايل شوي (الله تعالی) لارې ته.))

 د قرآن حکیم يوه نامه (بيان) دى.  

((هَـذَا بَيَانٌ لِّلنَّاسِ وَهُدًى وَمَوْعِظَةٌ لِّلْمُتَّقِينَ[15]= دا (قرآن) خلكو ته يو بيان او متقیانو ته لارښوونه او نصيحت دى.))

 پينځمه زدکړه:

د قرآن حکیم د اوډونې او راټولولو پړاوونه

 پوهان او ديني عالمان ګروهن ، چې قرآن حکیم دوه ډوله پر پېغمبر اکرم “ص “نازل شوى.

* سوکه سوکه نزول:

د پېغمبر اکرم “ص” تر بعثت روسته، چې په ټولنه كې پېښې رامنځ ته كېږي؛ نو څښتن تعالى به پېغمبر اکرم “ص” ته آيتونه رانازلول او لارښوونه يې ورته كوله او پېغمبر اکرم “ص” هم آيتونه خلكو ته رسول او لارښوونه يې ورته كوله.

* یوځلي نزول:  

 د قرآن شريف ټول آيتونه، چې په 23 كالو كې پر حضرت محمد “ص” نازل شوي ول، د قدر پر يوه شپه، د رمضان په مياشت كې، په بشپړه ټوګه او يوځاى نازل شول، چې ددې خبرې شاهد دا آيت دى:

((إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ[16]= په حقيقت كې موږ دا (قرآن) د قدر(= كچې او اندازه كولو) پر شپه نازل كړى دى.))

 قرآن حکیم څنګه راټول شو؟

الهي آيتونه چې به نازل شول؛ نو حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم به څو ځل له ځان سره تكرارول، چې حفظ يې كړي او بيا يې خلكو ته ورښوول او د هغه وخت خلك هم داچې، ډېرى نالوستي وو؛ نو هغوى به هم آيتونه حفظول او داچې خلك، د الهي آيتونو له زده كړې سره مينه پيدا كړي؛ نو پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم به خلك د قرآن حکیم حفظولو ته هڅول او هغوى ته يې له بيت الماله تنخواه ټاكله او داچې عرب بااستعداده وو او په حفظ كې يې ماغزو ښه كار كاوه؛ نو يو له بل سره يې سيالۍ كولې، چې په همدې توګه، څه موده تېره شوه، چې دې پړاو ته (د قرآن حکیم د حفظ) پړاو ويل کېږي.

بل پړاو داسې و، سره له دې، چې د څښتن تعالى استازي خپل ياران د قرآن حکیم حفظولو ته هڅول. ځينو ته يې دنده وركړه، چې په احتياط، د قرآن حکیم پر ضبط او ثبت لاس پورې كړي.

د قرآن كريم د ليكلو چار يو ازاد چار نه و، چې د چا به خوښه شوه؛ نو قلم يې راخسته او ليكل يې كول؛ بلكې ددې كار لپاره د څښتن تعالى د استازي اجازه هم اړينه وه.     

چا ته يې د وحې كاتبان ويل؟

 هغوى ته د وحې كاتبان ويل كېدل، چې د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم په حکم يې په ډلييزه توګه قرآن حکیم ليكه.

 د وحې كاتبان يې څلوېښت 40 تنه ښوولي، چې مشهور يې دادي:

حضرت علي بن ابىطالب، حضرت معاذ بن جبل، حضرت ابوزيد ابن زيد بن نعمان، حضرت ابن ابى كعب ابن قيس، حضرت زيدبن ثابت او حضرت ابن مسعوده(رضى الله عنهم)

قرآن کريم پر څه ليكل كېده؟

 د پېغمبر اکرم پرمهال چاپځايونه نه ول او ډېرى به قرآن حکیم:

 * دكجورو پر پاڼو

* پر توږل شويو او نريو تيږو

* هډوكيو

* لرګيو

* پر نازكو او توږل شويو تختو

* او پر څرمنې ليكل كېده.

 داكتر مظلومي په خپل كتاب”پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي”په لومړى ټوك ، 40 مخ كې ليكلي:

 قرآن حکیم به د څرمنې او كاغذ او ورېښمو پر ټوکرانو ليكل كېده، چې”صحيفه” ورته ويل كېده او جمعې ته به يې”صحف”وايه.

كله پر كاغذ د قرآن حکیم ليكل دود شول؟

 هغه ليکونه، چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د روم او فارس واكمنانو ته ليكلي، ښيي: هغه مهال كاغذ دود و؛ خو د هارون الرشيد تر حكومت پورې قرآن حکیم پر پوټكي ليكل كېده، چې تر هارون الرشيد روسته، قرآن حکیم رسماً پر كاغذ وليكل شو.

شپږمه زدکړه:

د قرائت او تجويد علم

د څښتن تعالى استازي، چې الهي آيتونه يې خلكو ته ورسول او خلكو حفظ كړل؛ نو پېغمبر اکرم، د قرائت د علم او تجويد بنسټ كېښود. پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم حکم وكړ، چې د تجويد د علم له مخې، د قرآن حکیم، د ويلو لپاره اعراب (حركات او د قرآن حکیم علامتونه) كېږدئ.

 هغه مهال، چې د څښتن تعالى استازي د قرائت بنسټ كېښود؛ نو په خلكو كې50 ډوله قرائتونه دود ول، چې ددې علم پوهانو ترې (14) ډوله راواخستل او نور يې پرځاى پرېښوول.[17]

د قرائت او د تجويد د پوهې، علمي بنسټ ،د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم پرمهال كېښوول شو او حضرت ابن مسعود (رض) په ځانګړې توګه راټول كړ.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم وويل: څوك چې غواړي قرآن حکیم په ترتيل قرائت كړي؛ نو د ابن مسعود له ترتيله دې كار واخلي.

د مزمل سورت په 4 آيت كې وايي: ((أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقرآن حکیم تَرْتِيلًا =يا پر هغې (نيمايي) يو څه زياته كړه او قرآن حکیم په ځير، رو رو او واضح لوله؛))

 امام صادق وايي: په ښکلي غږ قرآن حکیم ته ښكلا وركړئ؛ ځكه د غږ ښكلا، د قرآن حکیم ښكلا لا نوره هم زياتوي.  

پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم وايي: د وقفونو مراعاتول او له سمو مخرجونو د توریو ادا كولو ته ترتيل وايي.

   

تجويد هرمرو زده كړئ

 شك نشته، د تجويد علم، د قرآن حکیم د سم او ښكلي قرائت لپاره اړين دى.

 د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم اهل بيتو او اصحابو به قرآن حکیم په ښکلي غږ او تجويد لوسته. هغوی له لارې تېرېدل؛ د قرآن حکیم د غږ خوږلني به درول او قرائت به چې پاى ته ورسېد، بيا يې خپله لار نيوه.

 تجويد په خپله يو علم دى، چې موږ دلته د ویینې د لنډیز لپاره نه دى راوړى.

 ګران لوستونكي كولاى شي، اړوند كتابونو ته مراجعه وكړي.

اوومه زدکړه:

وحې څه وخت پيل شوه؟

د پوښتنې تر ځواب مخکې، لومړی بايد ځان د وحې پر مانا پوه كړو.   

وحې د څښتن تعالى او پرښتو له اړخه څرګنده اشاره او پوهولو ته وايي، چې پېغمبر انو ته راځي.

 په قرآن شريف كې له وحې نه مطلب، د الهي آيتونو نزول دى، چې حضرت جبرائيل(علیه السلام) به پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته راوړل او پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم به خلكو ته رسول.

ځينې عالمان او څېړونكي وايي: پر پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم، له وړوكتوبه وحې پيل شوه، چې د خپلې دايي؛ “حليمه سعديه” تر روزنې لاندې و.

 حضرت جبرائيل به د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم مخې ته راښكاره كېده او آنحضرت به حضرت جبرائيل، په حقيقي بڼه ليده.   

 حضرت جبرائيل د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم ټټر د زمزم پر اوبو ووينځه او د يوې وينا له مخې: پرښتو پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم له ځانه سره اسمان ته بوتله او سينه يې ورته له خوالو، ښوونو ، حقيقتونو او علمونو ډكه كړه او سينه يې ورته پراخه او نورانيت يې ورپر برخه كړ.   

وحې تر40 څلوېښت كلنۍ پورې؛ يعنې د بعثت تر پيلېدو پورې جاري وه او د څرګندو دلايلو په رڼا كې، څښتن تعالى د حضرت جبرائيل په واسطه، قرآن حکیم په “حرا غار كې، پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم ته راووړ او حضرت جبرائيل وويل: محمده! ووايه!

او د مفسرانو د سمو سيخو ويناوو له مخې، د علق سورت پينځه لومړي آيتونه، د وحې پيل ګڼل كېږي، چې دادي:

((اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ.خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ.اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ.الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ.عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ= ولوله! د خپل پالونكې په نامه، چې (هر څه يې) پنځولي، انسان يې له ځوړندې (پرنډې وينې) پيدا كړ. ولوله چې ستا پالونكى (تر ټولو) ډېر عزتمن دى؛ هغه [پالونكى] ، چې په قلم يې ښوونه وكړه، انسان ته يې هغه څه وښوول، چې پرې نه پوهېده.))

 د څښتن تعالى استازي وركتل، چې آنحضرت “ص” په دې باب، داسې وايي: د آيتونو ويلو پرمهال داسې وم؛ لكه ټول قرآن حکیم يې چې زما پر زړه ليكلى وي او د حرا په غار كې د وحې تر رانازلېدو 23 كاله روسته، د څښتن تعالى له اړخ آيتونه، پر پېغمبر اکرم نازل شول او په رمضان مياشت كې، د “قدر” په يوه شپه كې يو ځل بيا، په بشپړه توګه، قرآن حکیم، پر پېغمبر اکرم نازل شو. 

آيا وحې پر حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم نه پرېکونې وه؟

مرحوم ډ اكتر رجبعلي مظلومي “پژوهشي پيرامون آخرين كتاب الهي ” په لو مړي ټوك، شپږويشتم مخ كې ليكلي:     

 د علق سورت د 5 آيتونو تر نازلېدو روسته وحې پرې شوه، تر هغه چې د (يا ايها المدثر) آيت نازل شو او يو ځل بيا چې کله يهودانو له رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم نه پوښتنې وكړې او پېغمبر اکرم “ص” ژمنه وركړه ، چې د وحې له ژبې به ځواب وركړي او ( ان شا الله) يې و نه وايه؛ نو څښتن تعالى هم د يوې مودې لپاره وحې را و نه لېږله، چې دې مودې ته “فترت” ويل كېږي.

نزول، تنزيل او نجوم څه ته وايي؟

د نزول تعريف:

هغه كلام، چې د څښتن تعالى له اړخ د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم پر زړه نازلېده.     

د تنزيل تعريف:

د څښتن تعالى هغه كلام، چي حضرت جبرائيل راووړ.

د نجوم تعریف:

هغه آيتونه او كلام، چې په پټه او غيبو كې، د پېغمبر اکرم “ص” زړه ته رالېږل كېدل.

د حضرت محمد”ص” په تګ سره، وحې هم پرې شوه او د قيامت تر ورځې به وحې نه راځي او قرآن شريف هغه ګرانبيه زېرمه ده، چې د مسلمانانو د نېكمرغۍ لپاره نازل شوى دی.

 

اتمه زدکړه:

د قرآن حکیم شان نزول

د قرآن شريف آيتونه، د نزول له نظره دوې برخې دي:

* هغه آيتونه، چې بې له كومې پېښې يا د خلكو او اصحابو له پوښتنې پرته نازل شوي.         

 * هغه آيتونه، چې له ځينو پېښو او پېغمبر اکرم”ص” نه تر پوښتنو روسته رانازل شوي.

د قرآن شريف ډېرى آيتونه هم د لومړۍ برخې په څېر، چې د توحيد، نبوت، معاد، عدل او ورته چارو په باب نازل شوي، چې د نزول د شان په باب يې پلټنه پكار ده.

د شان نزول تعريف:

شان نزول هماغه زمينه ده، چې روسته ترې، پر پېغمبر اکرم”ص” آيتونه نازلېدل، چې د قرآن حکیم د مفسرينو له نظره، د آيت د مفهوم د پوهېدو لپاره خورا اړين دي. 

 د بېلګې په ټوكه: هغه آيتونه، چې شان نزول لري:

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ[18]= او ختيځ او لويديځ، ټول د الله تعالی دي او هرې خوا ته، چې مخ كړئ، هماغه يې د اطاعت لورى دى. بېشكه الله تعالی د پراخ (نعمت) څښتن (او) پوه دى.))

ددې آيت شان نزول:  

 په يوه تياره شپه كې، له رسول الله “ص” سره ځينې ياران ول، چې د لمانځه پرمهال، هر يو، يوه اړخ ته لمونځ وكړ او تر لمانځه روسته، ټول په دې فكر كې ول، چې لمونځ ېې، چې د قبلې پر لور نه دى كړى؛ قبول شوى که.

 ددې آيت په رالېږلو، څښتن تعالى يې له زړه وېره لرې كړه او ورته يې وويل: لمونځونه مو منل شوي؛ ځکه هغوى، په هغه توره شپه كې، د قبلې موندلو لپاره كومه لار نه درلوده.

يادونه:

 كه څه ددې آيت په راتلو، د مسلمانانو د شپې د لمانځه ستونزه هواره شوه؛ خو دا په دې مانا نه ده، چې مسلمانان په هغه وخت كې، چې قبله ورته معلومه وي، د خپلې خوښې، بل اړخ ته لمونځ وكړي او كه له آيته داسې اخستنه وشي؛ نو بايد ووايم ، چې ددې آيت د نزول د شان په باب تېروتى دى.

((لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ[19]=هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې کړې وي (عملوا الصالحات)؛ نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي ( د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې، چې شراب څښلي وي؛ نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط، چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي (آمنوا) او ښه كارونه وكړي (عملواالصالحات) بيا چې له كومو چارو منع وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د الله تعالی امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او الله تعالی نېكان خوښوي.))

 ويل كېږي، چې (عثمان بن مظعون او عمرو ابن معدى كرب) به ويل: د شرابو څښل حرام نه دي! او د مائدې همدا آيت يې د استدلال لپاره راووړ او ددي آيت د نزول شان ته يې پام نه كاوه او كه كړې يې وي؛ نو پوه شوي به ول، چې له دې آيته دا مطلب نه دى، چې هغوى يې وايي.

حال دا، له شرابو د ځان ژغورولو لپاره لاندې آيت هم راغلى دى:

* (( يا ايها الذ ين آمنو انما الخمر ولميسر والا نصاب والا زلام رجس من عمل الشيطا ن فا جتنبو لعلكم تفلحون= ايمانوالو! له شرابو ، جوارۍ او بوت نمانځنې ډډه وكړئ، چې دا ټول پليد دي او شيطاني عمل دى))

 چې څښتن تعالى په دې آيت كې د شرابو څښل يو شيطاني چار و باله؛ نو څښتن تعالى د داسې خلكو د ځواب لپاره، پورتنى آيت نازل كړ او هغوى چې توبه يې ايستې ده او نېک كارونه يې کړي، بښلي او مؤمنان شوي دي.

نهمه زدکړه:

مدني سورتونه او آيتونه

 د څښتن تعالى استازي، په مكه كې تر لس كاله مبارزې او د دين تر تبليغ روسته ، د مشركانو د زور زياتي له لامله له مسلمانانو سره يثرب ( مدينې) ته هجرت وكړ.

 پېغمبر اکرم “ص” او مهاجرو مسلمانو، په مدينه كې 13 كاله، د اسلام لپاره هلې ځلې وكړې او هغه آيتونه، چې په هجرت كې پر پېغمبر اکرم نازل شوي (مدني) آيتونه نومېږي.

د مدني آيتونو ځانګرنې

 هغه آيتونه، چې الهي احكام، حدود، ټولنيز قانونونه فرايض، واجبات، د جهاد په باب مسايل، د منافقانو او د هغوى د خطراتو په باب خبرې پکې راغلي دي.

د مدني آيتونوپه باب څو نورې خبرې

تر هجرت روسته، ټولنيز تاوتريخوالى خورا لږ شوى و.

په اسلامي ټولنه كې د بښنې او روغې خبرې وې. آيتونه اوږده او احكام پر تفصيل راتلل. د اسلام جزئي احكام هم بيانېدل، چې د نوې اسلامي ټولنې، بنسټ پياوړى شي او هر مسلمان پر وګړيزو او ټولنيزو احكامو پوه شي. زكات فرضېږي او د مسلمانانو وټیز ځواک هم پياوړى كېږي.

د مسلمانانو ترمنځ د رورولۍ اعلان كېږي، چې ټول د قانون پر وړاندې يو شانته دي.

 د دښمنانو پر وړاندې دفاع رامنځ ته کېږي، د جهاد آيتونه نازلېږي او مؤمنين د لومړي ځل لپاره، توره په لاس كې اخلي او مخالفينو ته خپل پوځي شتون اعلانوي.

 منافقان رټل كېږي او کتابيان (مسيحيان او يهوديان) اسلام ته رابلل كېږي او د اسلام حقانيت يې په كتابونو كې اوڅارېږي او حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم، د حضرت عيسى(علیه السلام) موعود پېغمبر اکرم معرفي كېږي او د اسلام حقايق، په ټينګو او پياوړيو دلايلو او په مفصله توګه ویل کېږي.

 

د مدني آيتونو بېلګې

* ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ [20]= مؤمنانو! پر ژمنو ( او تړونو مو) وفا وكړئ. تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين) حلال شوي؛ خو هغه چې تردې روسته به درولوستل شي ( او استثنا شي) او د احرام په حال كې ښكار كو ل روا مه بولئ، په رښتيا الله تعالی چې څه غواړي ( او مصلحت وي) حكم کوي.))

* ((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ[21]= په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛ نو) په دنيا او آخرت كې ورته دردناك عذاب دى او الله تعالی پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ.))

* ((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ[22]= او كه تاسې پر الله او پر هغه څه ايمان راوړى وي، چې له حقه د باطل د بېلوالي پر ورځ (؛ يعنې) د دواړو لښكرو د مخامخېدو پرورځ [د بدر غزا ورځ] موږ پر خپل بنده نازل كړي ول) پوه شئ، كه هر څه، په غنيمت ونيسئ؛ نو پينځمه يې د الله تعالی او پېغمبر او (د هغه) د خپلوانو، پلار مړيو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده (؛ نو دا برخه په خوښۍ وركړئ) او الله تعالی پر هر څه قادر دى.))

مكي سورتونه

هغه آيتونه مكي دي، چې پر پېغمبر اکرم “ص” په مكه كې نازل شوي او د يادونې وړ ده، چې د څښتن تعالى استازي، د وحې تر پيل روسته، لس كاله په مكه كې ژوند وكړ.

د مكي سورتونو ځانګړنې

* هغه آيتونه دي، چې په مكه كې نازل شوي دي.

* هغه سورتونه، چې په پيل كې يې (كلا) راغلي دي.

* هغه سورتونه، چې سجده پکې وي؛ لكه:

الف: فصلت

ب: نجم

 ج: علق

 د: سجده

* هغه سورتونه، چي په پيل كې يې د خوالې توري راغلي وي؛ لكه ( الم، طه، كهيعص)؛ خو بې د “البقره” او “آل عمران” له سورتونو.

* هغه سورتونه، چې د پخوانيو امتونو او پېغمبرانو كيسې پكې راغلې وي؛ خو بې له البقره سورته.

* هغه سورتونه، چې د حضرت آدم او شيطان كيسه پکې راغلې وي؛ خو بې له البقره سورته.

* هغه سورتونه، چې “ياايها الناس” پكې راغلى دى.

* هغه سورت، چې “ياايها الذين آمنوا” پکې نه وي راغلى؛ خو بې د حج له سورته.

* د قرآن حکیم روستي لنډ آيتونه مكي دي.

 

د مكي سورتونو نورې ځانګړنې

 مكي آيتونه په داسې يو چاپېريال كې نازل شوي، چې پېغمبر اکرم “ص” له ځيږو مشركانو او متعصبو جنګياليو سره مخ و، چې د حق آيتونو اورېدو ته چمتو نه وو او پر پېغمبر اکرم “ص” يې ملنډې وهلې.

دا آيتونه لنډ او ګواښوونكي دي، چې پكې د هغه وخت د خلكو ديني او اخلاقي انحرافات راغلي دي.

په څرګندو دلايلو، د الله تعالى شتون زبادوي او د قيامت د هرومرو راتګ خبر وركوي او له بوتنمانځنې سره په كلكه مبارزه كوي.

په دې آيتونو كې څښتن تعالى، په ډېرو ځايونو كې قسم ياد كړى دى ، چې معمولا د ( كلا) له کلمې سره يوځاى دى.

 د څښتن تعالى آيتونه ټولنيز او غوڅ بيانېږي او د اسلام احكام او قوانين پكې نه دي راغلي؛ ځكه خلك يې عملي كولو ته چمتو نه وو او مسلمانان په دې آيتونو كې صبر او زغم ته رابلل شوي.

د مكي آيتونو څو بېلګې

* ((الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ[23]= ا لف ، لام ، راء. (دا قرآن) يو کتاب دى، چې آيتونه يې ټينګ او پايند شوي، بيا د حكيم (او) خبیر الله لخوا (بې له نېمګړتياوو) په څرګنده تشريح شوى))

* ((أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ[24]= ايا نه پوهېږي (د قيامت) پر وخت، څه چې په قبرونو كې دي، (ژوندي) راپورته كېږي.))

* ((إِنَّ إِلَهَكُمْ لَوَاحِدٌ[25]=چې بېشكه ستاسې معبود يوازې ايكې يو دى.))

* ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ.اللَّهُ الصَّمَدُ.لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ.وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (اخلاص)= ووايه: (( هغه “الله” ایکي يو دى، “الله” پر ځان پوره او مړه خوا (صمد) دى؛ نه يې څوك زيږولى او نه له چا زيږېدلى او هېڅوك يې سيال او سارى نه دى.))

 

يوولسمه زدکړه:

د قرآن حکیم د آيتونو ظاهر او باطن

قرآن حکیم يو ظاهر لري، چې د الهي آيتونو هماغه ظاهري مانا يې ده؛ خو د رسول اكرم صلی الله علیه وآله وسلم د وينا له مخې، قرآن حکیم هم ظاهر لري او هم باطن او په هر باطن كې يې اووه نور باطنه دي.

 

آيا د قرآن حکیم ظاهر او باطن ټکر لري؟

ددې پوښتنې ځواب “نه” دى.

د قرآن حکیم ظاهر او باطن هېڅكله په ټکر كې نه دي؛ ځكه په لومړۍ كتنه كې، يوه مانا لري؛ خو كه څوك وغواړي، په ستر سمندر كې ورغوپه شي؛ نو كولاى شو، ډېر حقايق ترې راوباسي، چې ډېرو ته معلوم نه دي.

په دې باب مو يو مثال ته پام را اړوم:

((وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ[26]= او الله ولمانځـئ او هېڅوك ورسره شريك مه نيسئ))

د آيت د باطن د مفهوم لومړى پړاو.

څه چې ددې آيت له ظاهره معلومېږي دادى، چې د بوتانو له عبادته بايد ډډه وشي؛ ځكه د بوتانو عبادت، له الله تعالى پرته بل ته خشوع او خضوع ده او انسان د څښتن تعالى له اطاعته لرې كوي؛ لكه څنګه چې له شيطانه لاروي، د شيطان عبادت دى.

اړوند آيت داسې وايي:

((أَلَمْ أَعْهَدْ إِلَيْكُمْ يَا بَنِي آدَمَ أَن لَّا تَعْبُدُوا الشَّيْطَانَ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِينٌ[27]= د آدم اولادې! ايا ما له تاسې سره تړون نه وكړى، چې شيطان مه نمانځئ؛(ځكه) چې هغه مو ښكاره دښمن دى؟!))

ځكه د شيطان په عبادت د څښتن تعالى عبادت له منځه ځي.

دآيت د مفهوم د باطن دويم پړاو:

كه آيت ته ځير شو؛ نو و به وينو، كه انسان بې له خدايه او يا د خپلو ځاني غوښتنو لاروي وكړي؛ نو هېڅ توپير نه لري او دواړه ناروا او غلطې چارې دي.

 څښتن تعالى وايي: ((افرايت من اتخذ الهه هواه= آيا هغه دې و نه ليد، چې ځاني غوښتنې يې خپل څښتن كړ؟))

دآيت د مفهوم د باطن درېیم پړاو:

كه آيت ته سم ځير شو؛ نو پوه به شو: هغوى چې بې له خدايه، د بل هر چا اطاعت وكړ؛ نو څښتن تعالى به يې پر عذاب ككړ كړي او په دوزخ كې به یې واچوي.

 ((ولقدذ رانالجهنم كثيراً من الجن…..اولئك هم الغافلون = دوزخ به له پېريانو او انسانانو نه ډك كړو؛ ځكه دوى له غفلت كوونكيو څخه وو.))

د آيت د باطن څېړنه او پايله:

* لومړى پوه شو، چې بايد د بوتانو عبادت ونشي.

* انسان بايد بې له خدايه، بل چاته خاضع او خاشع نشي.

* انسان بايد له ځاني غوښتنو لاروي و نه كړي.

* له خدايه بايد غفلت ونشي او بې له هغه بل ته پاملرنه ونشي.

دولسمه زدکړه:

د قرآن حکیم محكم او متشابه آيتونه

هغوى چې له قرآن حکیم سره آشنايي نه لري؛ په لومړۍكتنه كې داسې انګېري، چې د قرآن حکیم آيتونه، د توریو، حركاتو او د هغه د درك له اړخه سره يو شانته دي؛ خو كله چې آيت ته سم ځير شو؛ نو پر آيت د پوهېدنې لپاره به ډېرې هڅې او اندنې ته اړ شو.

 د قرآن حکیم ځينې آيتونه د مانا او مفهوم له نظره داسې دي، چې د پوهېدنې وړ دي او دليل ته اړتيا نه لري؛ خو ځينې د مفهوم له اړخه روښانه نه دي، چې د پوهېدنې لپاره يې نورو آيتونو ته اړين يو.

محكم آيتونه

د محكم لغوي مانا:

هغه څيز، چې محكم، ټينګ، استوار او زيان نه منونكى وي او فساد ورته لار نشي موندلاى.

 محكم د قرآن حکیم له تفسيري اړخه:

 هغه آيتونه، چې مانا او مفهوم يې په بشپړه توګه څرګند دى او د پوهې لپاره يې نورو آيتونو او روايتونو ته اړتيا نه وي؛ لكه هغه آيتونه، چې د احكامو، موعظو، ادابو او اخلاقو په باب خبرې كوي؛ لكه:

* ((وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَنَازَعُواْ فَتَفْشَلُواْ وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُواْ إِنَّ اللّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ[28]= او د الله تعالی (د حکم) او د هغه د استازي اطاعت وكړئ، په خپلو كې شخړې مه کوئ، چې بې زړه او کمزوري شئ او ځواك (او برم) مو له منځه ولاړ شي! له زغمه كار واخلئ؛ (ځکه) چې الله تعالی له زغمناکو سره دى.))

* ((يَا بُنَيَّ أَقِمِ الصَّلَاةَ وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ[29]= يه زما زويکه! لمونځ ادا کړه او پر نېكيو امر او له بديو منع كوه او هر کړاو، چې درباندې راشي، و يې زغمه چې دا له سترو چارو دي.))

* ((وَقُل لِّعِبَادِي يَقُولُواْ الَّتِي هِيَ أَحْسَنُ إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنزَغُ بَيْنَهُمْ إِنَّ الشَّيْطَانَ كَانَ لِلإِنْسَانِ عَدُوًّا مُّبِينًا[30]= او زما بندګانو ته ووايه: ((چې تل ښه خبرې وكړئ))؛ ځكه شيطان(د ناوړو خبرو له لارې) د هغوى ترمنځ فتنه او فساد راولاړوي؛ [ځکه] چې شيطان تل د انسان څرګند دښمن دى.))

په دې درېیو آيتونو كې مو وكتل، چې د هر آيت مانا او مفهوم روښانه دى او پر مفهوم، د پوهېدو لپاره، نورې پلټنې ته اړتيا نشته، چې داسې آيتونو ته محكمات ويل كېږي.

* ((هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ[31]= هماغه الله تعالی دى، چې دا (اسماني) كتاب يې پر تا نازل كړ، چې يوه برخه آيتونه يې “محكمات” [ =څرګنداو روښانه] دي ، چې د دې كتاب ا صلي بنسټ دى ( او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب، دې آيتونو ته په مراجعه كولو لرې كېږي) او بله برخه يې “متشابهات” دي (هغه آيتونه، چې مطالب پكې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره، ځينې نور اړخونه هم پكې په پام كې نيول شوي؛ نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلابېل احتمالات راځي؛ خو بيا محكماتو ته په پام سره د هغوى تفسير روښانېږي)))

په ټول كې د قرآن حکیم آيتونه دوه ډوله دي:

1- محكمات.

2-متشابهات.

 

د يارلسمه زدکړه:

محكمات او متشابهات

دويمه برخه: متشابه آيتونه:

د متشابهاتو لغوي مانا:

هغه څيزونه، چې يوشانته وي، ورته متشابهات وايي.

له قرآني نظره د متشابه تعريف:

هغه آيتونه، چې مفهوم او مانا يې روښانه نه وي او د پوهې لپاره يې نورو روايتونو او آيتونو ته اړتيا وي او په بله وينا: هغه آيتونه، چې د انسان لپاره مشتبه وي.

د قرآن حکیم لاندې آيت هم ګواهي وركوي، چې د قرآن حکیم ځينې آيتونه متشابه دي.

* ((اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُّتَشَابِهًا مَّثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَى ذِكْرِ اللَّهِ ذَلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاء وَمَن يُضْلِلْ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ[32]= الله تعالی ډېره غوره او ښكلې خبره، د كتاب [په بڼه] نازله كړې ده (داسې) كتاب، چې آيتونه يې (په ښكلا، ژوروالي او منځپانګه كې) يو بل ته ورته دي او بيا بيا راغلي آيتونه لري، چې په اورېدو يې له خپل پالونكي د وېرېدونكيو غوني زيږېږي بيا يې دباندې او دننه (جسم او روح) د الله تعالی په ياد نرمېږي، دا د الله تعالی لارښوونه ده، چاته چې يې خوښه شي، هغه ته يې ورښيي او څوك چې الله تعالی بې لارې كړي؛ نو بيا ورته هېڅ لارښود نشته.))

و مو ويل: متشابه آيتونه هغه آيتونه، چې مانا يې روښانه نه وي او د پوهې لپاره يې د قرآن حکیم نورو آيتونو ته اړتيا وي.

د قرآن حکیم د متشابهو آيتونو څو مثالونو ته پام وكړئ:

* (( يدالله فوق ايد يهم = د الله تعالی لاس پر ټولو لاسونو بر دى.))

د آيت ظاهري مانا خو داده چې د الله تعالی لاس تر ټولو غښتلى او بر دى حال دا، ټول ګروهن يو، الله تعالی جسم نه دى، چې لاس ولري؛ نو په دې آيت كې له لاسه مطلب، د الله تعالی ځواک دى، چې پر ټولو ځواکونو لاسبرى دى او په دې ځانګړنه كې هېڅ څوك وررسېدلاى نشي، چې د”ليس كمثله شئ” له آيته په ګټنه داسې يو مفهوم ته رسېداى شو، چې د الله تعالی ځواک پر ټولو لاسبرى دى.

* ((وَجَاء رَبُّكَ وَالْمَلَكُ صَفًّا صَفًّا[33]=او ستا (د) پالونكي [فرمان] اوپرښتې ليكه په ليكه راشي.))

د آيت ظاهري مانا خو داده، چې د قيامت پر ورځ به الله تعالی او پرښتې په منظمو ليکو کې د محشر ميدان ته راځي.حال دا، ددې آيت واقعي مفهوم دا نه دى؛ ځکه د روايتونو په رڼا کې ليدل کېږي، چې الله تعالی نه ليدل کېږي؛ ځکه جسم او ماده نه ده، چې وليدل شي؛ خو د شورى سورت له يوولسم آيته په ګټنه (ليس کمثله شى) ددې آيت واقعي مفهوم ته ورسېداى شو او هغه داچې، د قيامت پر ورځ به د الله تعالی پر ځواک او ارادې پرښتې په منظمو ليکو کې د محشر ميدان ته راشي.

مهم ټکى:

پر قرآن حکیم د پوهېدنې لپاره پر محکماتو او متشابهاتو ځان پوهول خورا اړين دي، چې د قرآن حکیم په پوهېدو کې کاږه نه شو.

 څوارلسمه زدکړه:

متشابهات څه ګټه لري؟

غوره به نه وه، چې د قرآن حکیم ټول آيتونه څرګند او واضح ول ، چې د پوهې لپاره يې نورو آيتونو ته اړتيا نه وه؟

 ددې پوښتنې د ځواب لپاره مو پام لاندې دوو مطلبونو ته را اړوم:

* داچې قرآن حکیم د ټولو زمانو كتاب دى او د يوې ځانګړې زمانې لپاره نه دى راغلى؛ نو بايد ددې كتاب آيتونه داسې وي، چې د ټولو زمانو غوښتنو ته ځواب وركړي او د علم له پرمختګ سره جوخت خو لا څه چې مخكې هم ترې حركت وكړاى شي.  

* بل داچې قرآن حکیم بايد پر يوه داسې بڼه وي، چې ټول انسانان په هره علمي کچه كې، چې وي، ګټنه ترې وکړي.

ددې دوو مطلبونو تر بيانولو روسته د متشابهاتو ځاى په قرآن حکیم كې روښانېږي.

لاندې آيت ته د بېلګې په توګه پام وكړئ:

*(( ومن آياته خلق السموات والارض ومابث فيهمامن دابة= “د نړۍ د پالونکي له نښو څخه داده، چې اسمانونه او ځمكه يې پيدا كړل، چې ژوندي موجودات پكې ژوند كوي.”

 ددې آيت د مفهوم له مخې په اسمانونو كې ژوندي موجودات شته، چې پكې ژوند كوي.

 قرآن حکیم تقريباً يو زر او څلور سوه كاله مخكې نازل شوى او كه په هغه وخت کې مو هغه خلكو ته چې له فضايي علومو خبر نه وو، ويلي ول، چې په اسمانونو كې هم ژوندي موجودات شته؛ نو څوك پرې نه پوهېدل؛ خو نن د فضايي علومو په رڼا كې هر چا ته منلوړ ده او پردې سربېره، متشابه آيتونه، د كراماتو او معجزاتو زېرمه ده.

متشابهو آيتونو ته كه پام وشي؛ نو جوته به شي، چې په دې آيتونو كې ډېرې خوالې پټې دي. هر څېړونكى او د بصيرت خاوند كولاى شي، دا خوالې رابرسېره كړي، چې دا خبره په خپله ددې لامل ګرځي، چې انسان په الهي آيتونو كې اندنه وكړي او دې زېرمو ته ځان ورسوي.

په قرآن حکیم کې نامفهوم آيتونه نشته

که قرآن حکیم ټکى په ټکى ولوستل شي؛ نو ان يو آيت به هم پکې پيدا نه کړئ، چې مانا او مفهوم نه لري؛ ځکه هر بې مانا کار “لغو” دى او خدى له هر ډول عيب او نيمګرتيا پاک دى، بېځايه چارې نه کوي او پردې سربېره، د قرآن حکیم يو آيت هم بل آيت نه دروغجنوي.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وايي: (( په رښتيا قرآن حکیم ددې لپاره نه دى نازل شوى، چې يو آيت يې بل آيت تکذيب کړي؛ بلکې يو آيت بل آيت تصديقوي؛ نو پر هر څه يې چې پوه شوئ، عمل پرې وکړئ او څه چې درته متشابه شول؛ نو يوازې ايمان پرې ولرئ.))

د رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم له حديثه جوتېږي، چې:

١-هېڅ آيت بل آيت نه دروغجنوي.

٢-ځينې آيتونه ځينې نور آيتونه تصديقوي.

٣-که د متشابه پر مانا پوه نه شو؛ نو انکار ترې و نه کړو؛ بلکې ايمان پرې راوړل شي.

٤-پر ځينو آيتونو نه پوهېدل يې پر بيهوده توب دلالت نه کوي.

ددې خبرې يادول اړين دي، چې د قرآن حکیم د آيتونو محکم او متشابه والى، د انسانانو په پوهې پورې اړه لري او يوه نسبي خبره ده، کېداى شي يو آيت د يو ستر عالم لپاره محکم (؛ يعنې مانا يې ورته روښانه وي) او همدا آيت يو لږ لوستي انسان ته متشابه وي.

په دې باب د امام صادق دې روايت ته پام وکړئ:

د قرآن حکیم محکم هغه دی، چې عمل پرې کولاى شو او متشابه هغه دی ، چې چاته متشابه او نامعلوم وي.

او که متشابه آيتونه مو وليدل؛ نو ايا پاملرنه ورته و نه کړو او په حقيقت پسې ولاړ نه شو او که له نورو آيتونو په ګټنه پرې ځان پوه کړو.

امام رضا ددې پوښتنې ځواب داسې ورکړى دى:

امام رضا وايي: (( که چا ځان د قرآن حکیم متشابه ته د محکم له لارې ورساوه؛ نو سمه لار يې موندلې او په رښتيا زموږ په روايتونو کې هم متشابه شته؛ نو د قرآن حکیم په څېر، د محکم له لارې متشابه ته ځان ورسوئ او يوازې له متشابهو لاروي مه کوئ؛ګنې بې لارې به شئ.))

 

پينځلسمه زدکړه:

 تاويل

تر صدر اسلام په تېره، تر څلورمې پېړۍ روسته، یوه مهمه ویینه، چې اوڅار و، چې په مفسرانو او څېړونکيو کې، د تاويل علم دى، چې په دې باب بېلابېل نظريات اوڅار شوي.

تاويل؛ يعنې څه؟

د تاويل په باب ډول ډول نظريات دي، چې موږ يې لاندې نظر راوړى دى:

د الفاظو د باطن مفهوم ته تاويل وايي، چې د ” اول” له کلمې څخه اخستل شوى دی.

تاويل؛ يعنې د يو آيت مانا او مفهوم يې لومړني، بشپړ او واقعي مفهوم ته رسول دي.

له تاويله ناوړګټنه

د يوه آيت حقيقي مفهوم ته د رسېدو لپاره وزلو ته اړتيا لرو او پردې سربېره، بايد له غرض، تعصب، مادي ګټو او دنياغواړۍ ډډه وشي.

د اسلام په لومړيو کې دوو ډلو د اسلام له تاويله ناوړګټنه کوله:

لومړۍ ډله: هغوى چې بسيا پوهه يې نه درلوده؛ خو ځانونه يې پوهان ګڼل؛ نوځکه د قرآن حکیم د تفسير پرمهال به تېروتل او پر کږه به تلل.

دويمه ډله: هغوى چې بې له ناپوهۍ يې سياسي او دنيوي موخې درلودې او د خپلو غوښتنو له مخې يې قرآن حکیم تفسير او توجيه کاوه، چې د خوارجو او نهروان ډلې په دې شمېر کې دي.

خوارج څوک وو؟

خوارج هغه مسلمانان وو، چې لمونځ، روژه، او ان د شپې لمونځونه يې نه قضا کول؛ خو په خواشينۍ، چې ناپوهه عابدان او ناپوهه زاهدان وو، چې تعصب او ځانمنۍ يې د بصيرت سترګې ړندې کړې وې او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د خليفه او ځايناستي د لاروۍ پرځاى يې ځانونه د راى خاوندان وګڼل، ځانونه يې د قرآن حکیم مفسران او تر ټولو غوره ګڼل او ددې بې لارې مسلمانانو خبره تردې راورسېده، چې حضرت علي (ک) يې پر بې لارۍ او له دينه پر وتو تورن کړ او له هغه يې وغوښتل، چې توبه وباسي، چې بالاخره ددې کوږپوهه، بې عقله او دنيا غواړې ډلې کار دې ته راورسېد، چې په حضرت علي (ک) پسې راپاڅېدل او حضرت علي يې اړ ايسته، چې له ځانه د دفاع لپاره ورسره وجنګېږي او څه نا څه څلور تنه يې له هغوى ووژل؛ البته ددې خبرې يادول اړين، چې رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم دداسې مغرضې ډلې، له خطره خلک له پخوا خبر کړي وو.

رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم وويل: ((علي! زه د قرآن حکیم د تنزيل لپاره جنګېږم او ته به د قرآن حکیم د تاويل لپاره جنګېږې.))

له تنزيله مطلب يې تحت الفظي او روښانه مانا ده. رسول الله صلی الله علیه وآله وسلم به الهي احکام خلکو ته تشريح کول؛ خو مشرکينو، کفارو او منافقينو به ورسره نه منله؛ نوځکه پېغمبر اکرم، علي (ک) ته وويل: ستا په وخت کې به ډېرى خلک مسلمانان وي او د الهي احکامو او اخلاقي چارو سره به ستونزه نه لري؛ خو يوه فرصته طلبه، سودجو، دنيا غواړې او مغرضه ډله به آيتونه په خپله خوښه تاويلوي، چې يوه ډله به هم ځان سره بې لارې کړي.

 

د تفسير او تاويل ترمنځ توپير

تاويل هغه ته وايي، چې پېچلتيا او ابهام پکې وي او د آيت ظاهري مفهوم، له باطن سره توپير ولري او د ظاهر او باطن ترمنځ يې واټن وي او يوازې الله تعالی، پېغمبراکرم او په علم کې راسخون او اهلبيت د داسې آيتونو تاويل کولاى شي.

خو تفسير داسې نه دى؛ بلکې له قرآني علومو په ګټنه؛ لکه:

١- شان نزول.٢- له وحې سره اشنايي.٣- له محکم او متشابه سره اشنايي.٤- د قرآن حکیم پر ظاهر او باطن احاطه.٥- له عربي ادبياتو سره اشنايي….. کولاى شو، د آيت پر مفهوم پوه شو، چې د لاندې آيت تفسير او تاويل ته پام وکړئ:

(يخرج الحى من الميت)

د آيت لومړنى او ساده تفسير داسې دى: الله تعالی له مړيو ژوندي راباسي (لکه چورګوړى، چې له هګۍ راوځي)؛ خو د آيت تاويل داسې دى: الله تعالی د ځمکې له زړه (قبرونو) انسانان راپاڅوي او ژوندي به يې کړي، چې د حشر ميدان ته راشي او کېداى شي، د آيت نور مفاهيم هم وي، چې پر تاويل يې يوازې الله تعالی، پېغمبر اکرم، امامان او د بصيرت خاوندان پوهېږي.

 

قرآن حکیم مو تفکر او تعقل ته رابولي

په قرآن حکیم کې ډېرى داسې آيتونه دي، چې اندنې، تعقل او تدبر ته مو رابولي؛ لکه:

((والکتاب والمبين انا جعلناه قرآن حکیم عربيا لعلکم تعقلون و انه فى ام الکتاب لدنيا لعلى حکيم =دا کتاب مو پر عربي درولېږه، چې تعقل او تدبر پکې وکړئ او د آيتونو مفهوم په ام الکتاب کې له حکيم الله تعالی سره دى.))

سره له دې، چې د ځينو آيتونو تاويل روښانه نه دى او حقايق يې الله تعالی ته معلوم دي؛ خو سره له دې ټولو خبرو، قرآن حکیم د ژوند کتاب دى او تل مو تفکر ته رابولي. قرآن حکیم يو نه پوهېدونئ او نه حل کېدونې معما نه ده، چې څوک يې حل نه کړاى شي. قرآن حکیم د ويلو، پوهېدو او عمل کولو کتاب دى.

 

راسخون فى العلم څوک دي؟

راسخون فى العلم د نبوي کورنۍ امامان دي، چې د معارفو او الهي حقايقو سرچينې دي، چې د قرآن حکیم تاويل او تفسير ورسره دى، چې الله تعالی په قرآن حکیم کې سپېڅلي ګڼلي دي.

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا[34]= بېشكه الله تعالی يوازې غواړي له تاسې((اهل البيت =نبوي كورنۍ))چټلي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.))

((إِنَّهُ لَقرآن كريم. فِي كِتَابٍ مَّكْنُونٍ. لَّا يَمَسُّهُ إِلَّا الْمُطَهَّرُونَ = بېشکه چې هغه (قرآن حکیم) عزتمن لوستونى دى، (د الهي علم) په پټ کتاب کې ، چې يوازې پاکان لاس وروړاى او پرې پوهېداى شي.))

 

شپاړسمه زدکړه:

د قرآن حکیم سورتونه

په نهمو او لسمو زدکړو کې مو وويل، چې د قرآن حکیم سورتونه پر دوو برخو ويشل شوي؛ يعنې ١- مکي.٢-مدني سورتونه.

د اوږدوالي او لنډوالي له اړخ د قرآن حکیم سورتونه:

هغوى چې وايي؛ نو ليدلي به يې وي، چې د قرآن حکیم ځينې آيتونه اوږده او ځينې يې لنډ دي؛ د بېلګې په توګه: د قرآن حکیم تر ټولو اوږد سورت د البقره سورت دى، چې ٢٨٦ آيتونه لري او د قرآن حکیم لنډ سورتونه “والعصر، النصر او الکوثر دي، چې هر يو درې آيتونه لري.

اهل فن د سورتونو د لنډوالي او اوږدوالي په پامنيوي، د قرآن حکیم سورتونه څلور برخې کړي دي.

١- سبع الطول (اوه اوږده سورتونه):

د قرآن حکیم اوه سورتونه؛ لکه: ١-بقره.٢-آل عمران.٣-نساء.٤- مائده.٥- اعراف.٦-انعام او اعراف اوږده سورتونه دي.

٢- سور المثالي (نهه اوږده او نه لنډ سورتونه):

دا سورتونه نه د بقرې او آل عمران په څېر اوږده او نه د والعصر او کوثر په څېر لنډ دي؛ بلکې منځني دي او ډېرى خلک همدا سورتونه په خپلو لمونځونو کې وايي.

٣-سور المضعلات (لنډ سورتونه او د فصل سورتونه)

داسې سورتونه، په قرآن حکیم کې د فصل فصل په بڼه ليدل کېږي.

د قرآن حکیم د سورتونو په باب توضيح

حواميم:

د قرآن حکیم ځينې آيتونه په (حم) پيل شوي، چې دې سورتونو ته “حواميم” ويل کېږي. هغه سورتونه، چې په (الف، لام، ميم) پيل شوي وي، د(الف، لام، ميم) سورتونه ورته ويل کېږي، چې دادي:

 ١- بقره.٢-آل عمران.٣-اعراف.٤-عنکبوت.٥-روم.لقمان او سجده.

مسبحات:

هغه سورتونه، چې پر (سبح) او يا (يسبح) پيل شوي، (مسبحات) ويل ورته کېږي، چې دادي:

 ١-اسراء.٢-حديد.٣-حشر.٤_صف. ٥- جمعه.٦- تغابن.٧-اعلى.

 (الف، لام ، را) سورتونه:

 ١-يونس.٢-هود.٣-يوسف.٤-رعد.٥- ابراهيم.٦-حجر.

د غدايم سورتونه:

هغه سورتونه، چې واجبه سجده لري: ١-سجده.٢-فصلت.٣-علق.٤-نجم.

په دې سورتونو کې مو چې له آيت سره د سجدې ټکى وليد؛ نو بايد سجده يې پرځاى کړو.

د څلور قل سورتونه:

په قرآن حکیم کې څلور سورتونه دي ، چې د (قُل) په کلمه پيل شوي دي، چې د “څلورقُل”سورتونه ورته ويل کېږي، چې دادي: ١-کافرون.٢-توحيد.٣- فلق.٤-ناس.

د طواسين سورتونه:

هغه سورتونه، چې په پيل کې يې “طس” يا “طسم” راغلي وي، چې دادي: ١- شعراء.٢- نمل.٣-قصص.

د معوذتين سورتونه:

د “فلق” او “ناس” سورتونه پر “قل اعوذ” پيل شوي، چې معوذتين ورته ويل کېږي؛ يعنې انسان ددې سورتونو په ويلو له خدايه پناه غواړي.

 

اوولسمه زدکړه:

ناسخ او منسوخ

د قرآن حکیم پر ناسخو او منسوخو آيتونه پوهېدنه، په قرآن پوهنه کې خورا ونډه لري.

د ناسخ او منسوخ مانا:

که د قرآن حکیم په آيتونو کې اندنه وشي؛ نو داسې آيتونه به ومومو، چې نور آيتونه يې “نسخ” کړي او د هغه پخوانى حکم يې يا بدل کړى او يا يې له منځه وړى او نوى حکم يې د هغه ځايناستى کړى ، چې په داسې وخت کې، هغه آيت ته چې حکم يې منسوخ يا بدل شوى او پرځاى يې يو بل حکم راغلى وي، “منسوخ” او نوي آيت ته چې پخوانى حکم يې نسخ کړى، “ناسخ” وايي.

لاندې مثالونو ته پام وکړئ:

١- له بيت المقدس نه کعبې ته د قبلې اوړېدل

((قَدْ نَرَى تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاء فَلَنُوَلِّيَنَّكَ قِبْلَةً تَرْضَاهَا فَوَلِّ وَجْهَكَ شَطْرَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ وَحَيْثُ مَا كُنتُمْ فَوَلُّواْ وُجُوِهَكُمْ شَطْرَهُ وَإِنَّ الَّذِينَ أُوْتُواْ الْكِتَابَ لَيَعْلَمُونَ أَنَّهُ الْحَقُّ مِن رَّبِّهِمْ وَمَا اللّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا يَعْمَلُونَ[35]= په يقين، چې (د روستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خواته ستا بيا بيا مخ اوښتل وينو!، دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو، چې ستا خوښېږي (؛ نو د مسجدالحرام خواته مخ وګرځوه او چېرې، چې وئ، مخ هماغې لوري ته واړوئ او په حقيقت کې چا ته، چې اسماني كتاب وركړ شوى، ښه پوهېږي، چې(د قبلې بدلېدل)، د الله تعالی له لوري (پرځاى او) سم دي او په خپلو كتابونو كې يې لوستي، چې دا سلام پېغمبر به دوو قبلو ته لمونځ كوي او الله تعالی ( ددې آيتونو په پټولو كې) له كړنو يې ناخبره نه دى.))

د مسلمانانو لومړۍ قبله “بيت المقدس” و؛ يهودانو او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم دښمنانو، پېغمبر اکرم ته پېغورونه ورکول، چې تاسې مسلمانان قبله نه لرئ او مجبور ياست، زموږ د قبلې پر لور لمونځ وکړئ، چې پېغمبراکرم دې پېغورونو خورا خپه کړ. الله تعالی ددې آيت په رالېږلو، قبله له بيت المقدسه کعبې ته راواړوله او په قرآني اصطلاح، په هغه آيت کې، چې بيت المقدس پکې قبله معرفي شوې وه، منسوخ شو او دا آيت، چې نوى حکم يې راوړى دى ناسخ دى.

٢- د ښځې د عدت د وخت بدلېدل، چې له يوه کاله څلور مياشتو او لسو ورځو ته راټيټه شوه.

((وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا وَصِيَّةً لِّأَزْوَاجِهِم مَّتَاعًا إِلَى الْحَوْلِ غَيْرَ إِخْرَاجٍ فَإِنْ خَرَجْنَ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِي مَا فَعَلْنَ فِيَ أَنفُسِهِنَّ مِن مَّعْرُوفٍ وَاللّهُ عَزِيزٌ حَكِيمٌ[36]= او له تاسې چې څوك ومري او كونډې ترې پاتې شي، هغوى بايد خپلو كونډو ته دا وصيت وكړي، چې تر يوه كال پورې دې د هغوى لګښت وركړ شي، په دې شرط، چې هغوى ( د مېړه له كوره) و نه وځي (او بل واده و نه کړي) او كه (په خپله خوښه) ووتې (؛ نو پر تاسې د لګښت حق نه لري؛ خو هغوى چې) د خپل ځان په برخه كې په ښه توګه هر څه كوي، پر تاسې يې ګناه نشته او الله تعالی ناماتى حکيم دى.))

د بقرې سورت د ٢٤٠ آيت د څرګند نص له مخې، د هغې ښځې، چې مېړه ومړ؛ نو تر يوه کاله بل مېړه نشي کولاى؛ خو په همدې آيت کې (بقره/٢٣٤) کې د ٢٤٠ آيت حکم نفې شو او له يوه کاله څلور مياشتې شو. اړوند آيت ته پام وکړئ:

((وَالَّذِينَ يُتَوَفَّوْنَ مِنكُمْ وَيَذَرُونَ أَزْوَاجًا يَتَرَبَّصْنَ بِأَنفُسِهِنَّ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَلاَ جُنَاحَ عَلَيْكُمْ فِيمَا فَعَلْنَ فِي أَنفُسِهِنَّ بِالْمَعْرُوفِ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ[37]= او له تاسې چې څوك مړه شي او كونډې يې پاتې وي؛ نو بايد څلور مياشتې او لس ورځې ( په عدت كې) تېرې كړي؛ خو که دا موده يې پوره كړه؛ نو بيا پر تاسې ګناه نشته، چې كه څه غواړي، هغوى دې په خپله خوښه په ښه توګه وكړي (او د خپلې خوښې له سړي سره دې واده وكړي) او الله تعالی ستاسې له كړنو خبر دى.))

٣- د شپې فرض لمونځ مستحب شو

د زمر د لومړيو آيتونو له مخې، د شپې لمونځ پر پېغمبر اکرم او نورو مؤمنانو فرض و؛ خو د همدې آيت په پاى کې (٢٠ آيت) الله تعالی دا لمونځ مستحب کړ، وايي: چې څومره او د شپې په هر وخت کې کې مو چې خوښه وه؛ لمونځ وکړئ.

٤-د نجوا حراموالى او د صدقې ورکول

 قرآن کريم له پېغمبر اکرم سره نجوا او په غوږ کې خبرې، چې پېغمبر اکرم به يې زوراوه او د مسلمانانو په منځ کې يې د نااعتمادۍ فضا رامنځ ته کوله، حرامه کړه او داچې ځينو نجواوو او پسپسکيو ته اړتيا وه او پېغمبر اکرم بايد د جګړې په باب ځينې چارې په غوږ کې ورسره وکړي؛ نو الله تعالی پخوانى حکم (مجادله/١٢) له منځه يووړ، و يې ويل: که څوک له رسول الله سره نجوا کول غواړي، بايد صدقه ورکړي. پخوانى حکم، چې نجوا پکې حرامه وه، نسخ شوه او د صدقې ورکولو حکم يې پرځاى راغى.

٥- له کتابيانو سره د سولييز چلن حکم يې پر وژلو بدل شو

د بعثت په پيل کې، الله تعالی د ځينو مصلحتونو په پامنيوي خپل استازي ته حکم وکړ، چې له کتابيانو (يهود او نصاراوو) سره سولييز چلن ولري؛ خو په اوسنيو شرايطو کې، چې هغوى د مسلمانانو پرخلاف دسيسې کوي؛ نو الله تعالی د يو آيت په رالېږلو، يو نوى حکم وکړ، چې وايي: که هغوى هغه څه چې الله تعالی او رسول يې حرام کړي، حلال وګڼي او جګړې ته درسره ملا وتړي؛ نو تاسې هم ورسره جګړه وکړئ او د حق دين منلو ته يې اړ کړئ او که داسې يې و نه کړل؛ نو و يې وژنئ.))

د نسخ ګټې

کله پوښتنه ذهن ته راځي، چې ولې الله تعالی خپل ځينې احکام پرېکنده او ثابت کړي نه دي، چې نوي حکمونو ته پکې اړتيا نه وي؛ نو په احکامو کې دا دوه ګوني د څه لپاره ده؟

ځواب: داچې پالونکى څښتن د ټولو موجوداتو ښووند دى او ټول موجودات د کمال پر لور روانوي او د هستۍ تر ټولو بشپړ موجود هم بايد په دې بهير کې حرکت وکړي او هره شېبه د تکامل او روزنې لار ووهي.

اسلام د خلکو د روزنې او لارښوونې لپاره راغلى، چې د اسلام ځينې موضوعات په ګروهو، زړه او عقل پورې اړوند دي، چې له ټولنيزو پېښو سره هېڅ تړاو نه لري او تل يې ډېرى خلک مني، چې هر وخت پر يوه بڼه ابلاغ شي او حکم يې ثابت او قطعي دى.

خو عبادتونه، معادلې، شرعي احکام او ټولنيزې چارې، د وخت او په ټولنه کې د پېښو تابع دي او الله تعالی هم ددې ټولنيزو شرايطو په پامنيوي، خلکو ته لارښوونه کوي؛ نو الهي احکام، د اصلاح او روزنې لپاره، د نوون او د زماني شرايطو په پامنيوي صادرېږي؛ لکه څنګه چې انسانان د خپل ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې، بېلابېلې غوښتنې لري؛ نو ټولنه هم په هر وخت کې له هماغه وخت سره سم، د روزنې او سمونې لپاره، قوانينو ته اړتيا لري.

 روستۍ خبره داچې د آيتونو ناسخ او منسوخ والى، د ټولنې د سمونې او روزنې لپاره دي؛ ځکه يو حکم تللى او پرځاى يې بل راغلى او د الله تعالی ټولې چارې د حکمت له مخې دي.

 

اتلسمه زدکړه:

د قرآن حکیم موضوعات

قرآن کريم ١١٤ سورتونه لري، چې پر “حمد” پيلېږي او پر “ناس” پاى ته رسي. په ټول کې قرآن شريف، ٦٦٦٦ آيتونه لري، چې هر آيت يې د يوې موضوع په باب خبرې کوي.

د قرآن حکیم له موضوعاتو سره آشنايي به راسره په قرآنپوهنه کې خورا مرسته وکړي؛ په تېره، د خپلې خوښې د موضوع په ټاکنه کې او داچې قرآن حکیم په خپله هم وايي: (تبيان لکل شىءٍ) په دې کتاب کې د انسان ټولې غوښتنې او علمونه دي او انسان کولاى شي، پر موضوعاتو تر پوهېدو روسته، خپلې غوښتنې په قرآن حکیم کې راپيدا کړي؛ نو دلته مو هڅه کړې، د قرآن حکیم ټوليز موضوعات لوستونکيو ته راوړو او ځينې آيتونه، چې په بېلابېلو سورتونو کې له لږ توپير سره راغلي؛ خو ګډ مضامين لري، موږ يې له يادولو ډډه کړې او د قرآن حکیم د موضوع راوړو ته مو له موضوع سره اړوند آيت هم راوړى واى؛ نو ګران لوستونکي ته به ستړې کوونکې وي؛ نوځکه مو يوازې د قرآن حکیم ټوليز موضوعات راوړي دي:

١- د اسلام ګروهيز آرونه.٢-توحيد.٣-نبوت.٤-معاد.٥-مشري او امامت.٦- انسان پنځونه.٧-د روژې احکام.٨-وصيت.٩-اعتکاف. ١٠-د پلارمړي د مال له خوړو ډده کول.١١- حضرت عمران.١٢-د احد غزا.١٣-د اسلام د شهيدانو غوراوى.١٤-د دين په لار کې زغم او صبر.١٥-د ښځمنو چارې.١٦-ارث.١٧-د ښکار شرعي احکام. ١٨-د ځمکې پر مخ د ورانکاريو په باب احکام.١٩- د اوداسه احکام.٢٠- د لمانځه احکام.٢١-د غسل احکام.٢٢-د تيمم احکام.٢٣- له شرکه ډډه کول.٢٤-د بېوزلۍ له وېرې د اولاد له وژلو ډډه کول.٢٥- له موروپلار سره نېکي.٢٦- د انسانانو له وژلو ډډه کول.٢٧- د عدالت پلي کول.٢٨- پر ژمنه درېدل.٢٩- له سیده لار لاروي.٣٠-عامې شتمنۍ. ٣١-غنيمت.٣٢- له مشرکينو بې زاري او ورسره له اړيکو پرېکول.٣٣- الهي ځواک.٣٤- د پېغمبرانو: حضرت نوح، حضرت عيسى، حضرت يونس، حضرت هود، حضرت عاد، حضرت صالح، حضرت صالح، حضرت ثمود، حضرت شعيب، حضرت لوط، حضرت يوسف، حضرت ابراهيم، حضرت اسماعيل، حضرت يحيى، حضرت زکريا، حضرت يعقوب، حضرت خضر، حضرت سليمان، حضرت داود، حضرت آدم، حضرت الياس او آل ياسين کيسې.٣٥-معاد او د قيامت د ورځې پېښې.٣٦-د قيامت ورځې جزا.٣٧- د ظالمانو عاقبت.٣٨- ايمان. ٣٩- د الله تعالی ايکي يو والى.٤٠- د بني اسرائيلو کيسه.٤١- د اصحاب کهف کيسه.٤٢- د ياجوج ماجوج او ذوالقرنين کيسه.٤٣- حجاب. ٤٤- د زنا او لواط په باب احکام.٤٥- د متواضعو بندګانو احوال.٤٦-پر پېغمبر ايمان نه راوړل.٤٧-الهي سنتونه.٤٨- د شيطان سرغړونه. ٤٩-د قيامت پر ورځ د کافرانو احوال.٥٠-د جنتيانو احوال.٥١- له بندګانو الهي ازمېينه.٥٢-پرښتې.٥٣-د دوزخ عذاب.٥٤- د قيامت پر ورځ د انسان د غړيو ګواهي او لېينه.٥٥- د حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم رسالت. ٥٦-ځمکه، اسمانونه او فصلي بارانونه.٥٧-مرګ.٥٨- د مړيو راژوندي کېدل.٥٩- کړنليک.٦٠-د مسلمانانو برى.٦١- د پېغمبر اکرم پر وړاندې آداب.٦٢-د پېغمبراکرم مېرمنې.٦٣- د الله تعالی قسمونه.٦٤-د کافرانو رټنه.٦٥- د حضرت محمد معراج.٦٦-د الهي نعمتونو يادونه.٦٧-نجوا.٦٨- صدقه.٦٩- منافقان.٧٠-حواريون.٧١- د جمعې لمونځ.٧٢-د تقوا سپارښتنه.٧٣- الله تعالی ته د موجوداتو تسبېح.٧٤- قرض الحسنه.٧٥-واده او د طلاق احکام.٧٦- له دينه منکران.٧٧- پېريان.٧٨-وحې.٧٩- کوډې.٨٠-فرعون.٨١- جبرائيل.٨٢-د قيامت پر ورځ د سپوږمۍ او لمر نيول.٨٣-د قيامت د راښکاره کېدو نښې.٨٤-کرام الکاتبين.٨٥-د پېغمبراکرم مخالفان.٨٦- مطمئنه نفس.٨٧-د جنت بڼونه.٨٩- له مؤمنانو د الله تعالی خوښي.٩٠- د حضرت صالح اوښه.٩١- د قرآن حکیم نزول.٩٢-د قدر شپه.٩٣-شتمني پال کافران.٩٤-د فيل اصحاب.٩٥-د ابابيل مرغۍ.٩٦-کوثر.٩٧- پر ابولهب لعنت.٩٨- د الله تعالی صفات.٩٩- خلک (ناس).١٠٠. پر نېکيو امر او له بديو منع.

نولسمه زدکړه:

قرآني کيسې

د قرآن حکیم د ځينو آيتونو د موضوع يوه برخه کيسې دي، چې د انسان په سمونه او لارښوونه کې وڼده لري او اصولا قرآني کيسې، د بشر د عبرت او زدکړې لپاره راغلي دي.

*قرآن حکیم د کيسو کتاب نه دى؛ خو…

قرآن حکیم د کيسو کتاب نه دى؛ خو داچې دا کيسې انسان ته ګټورې او عبرت ترې اخستى شي؛ نو الله تعالی هم دا کيسې په قرآن حکیم کې راوړي او ډېری هغه پېښې دي، چې پخوا تېرې شوي، چې له راوړو يې موخه انسان ته د حقايقو لارښوونه او عبرت ښوول او د پخوانيو انسانانو پر احوال ځان پوهول دي.

دا کيسې د انسان له مخې، د غفلت پردې لرې کوي، چې په خپله قرآن حکیم ددې کيسو د بيانولو موخه داسې ښوولې ده:

((نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَـذَا الْقرآن حکیم وَإِن كُنتَ مِن قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ[38]= موږ درته په دې وحې شوي قرآن حکیم كې ښې قيصې (او د قيصو دود) بيانوو او بېشكه چې مخكې ترې له ناخبرو وې))

له آيته لاندې مهم ټکي جوتېږي:

١ _ قرآني کيسې تر ټولو غوره دي.

٢ _ په قرآني کيسو کې د پخوانيو احوال راغلى دى.

٣ _ قرآني کيسې له واقعيته لرې او خيال نه دي؛ بلکې الهي وحې ده.

٤ _ قرآني کيسې موږ له بې خبرۍ راباسي.

٥ _ د قرآن حکیم کيسې عبرت دى او روښانه راتلونکي ته يو ځلېدونکى څراغ دى.

د قرآني کيسو په باب د ډاکټر فليپ څرګندونه

داکټر فليب يو نامسلمان عالم دى، چې په خپل کتاب (تاريخ عرب) کې يې د قرآني کيسو په باب ويلي دي:

داچې قرآن حکیم، کيسې او د پېغمبرانو تاريخ رانقل کړى، موخه يې داده، چې خپل لارويان په اخلاقي او علمي عبرت پورې ونښولي، چې له دې کيسو د قرآن حکیم مطلب، داستان او افسانه ويل نه؛ بلکې غواړي، لوستونکي يې د معنويت پر لور رهبري کړي او د پند او اديبانه عبرت له لارې يې انساني ستر مقام ته ورسوي او ګورو، چې په دې کې يو سپېڅلې موخه پټوي، چې په پخوا زمانه کې هم الله تعالی نېکو خلکو ته انعامونه او بدچاريو ته عذابونه ورکړي دي.

*کيسه د پېغام لېږلو غوره لار ده:

د فصاحت او بلاغت له آرونو ځنې يو دادى، چې انسان خپل پېغام او مطلب، په ساده توګه خلکو ته ورسوي؛ يعنې انسان کولاى شي، يوه لار وټاکي، چې پرې ښه او اسان، خپل پېغامونه خلکو ته ورسوي، چې د دې خبرې د علمي کېدو لپاره ډېرى لارې شته ، چې ځينې يې دادي:

 ١ _ شعر. ٢ _ انځور ٣ _ موسيقي ٤ _ سينما ٥ _ تياتر ٦ _ ليک ٧ _ وعظ او خبرې ٨ _ ننداره او ٩ _ کيسه، چې کيسې خلکو ته د پېغام رسولو غوره لار ده او دا يوازېنۍ لار ده، چې ډېرى خلک ترې په اسانۍ ګټه اخستى شي.

قرآن حکیم هم له ټولو اغېزمنو وزلو، خپل پېغام رسولو لپاره ګټه اخستې ده او د قرآن حکیم آيتونه هم، چې په ځانګړي خوږلني ویل شوي، پر لوستونکي يې هم ځانګړى اغېز دى.

د قرآن حکیم ځينې آيتونه د کيسو او يا د يوې نندارې په بڼه، په ماهرانه توګه د لوستونکي په ذهن کې انځورېږي او ځينې نور آيتونه هم د کيسو په ویلو، ننني انسانان د پخوانيو انسانانو د ماتو او بريو پر خواله پوهوي؛ نو ويلاى شم، چې قرآني کيسې د پخوانيو خلکو د ماتو او بريو د خوالې پر پوهېدو يو مهمه لار ده.

 قرآني کيسې د پخوانيو د تاريخ يوه برخه ده او د پخوانيو تاريخ هم د روښانه راتلونکي لپاره يو څراغ دى، چې الله تعالی انسان ته په لاس کې ورکړى دى.

د قرآني کيسو شمېر

په دې باب څېړونو راښوولې، چې تقريبا په قرآن حکیم کې سل کيسې راغلې، چې د انبياوو، بدچاريو، نيکچاريو، هېوادونو، عذابونو، سرباندې پېښو، د قومونو سرغړون ، جګړو، بوتانو، د عجيبو او غريبو پېښو په باب ( لکه د اصحاب کهف، اصحاب فيل) او هېښنده پېښې؛ لکه اصحاب کهف او اصحاب فيل يې په ځانګړي خوږلني ویلي دي او ددې کيسې په ويلو، انسان هم خوند اخلي او هم عبرت!

د قرآني کيسو څو بېلګې

د حضرت آدم عليه السلام کيسه:

په قرآن حکیم کې يوه کيسه د حضرت (آدم او حوا) په باب ده او د قرآني آيتونوپه رڼا کې، حضرت آدم ته ١ _ ابوالبشر ٢ _ خليفة الله ٣ _ معلم الاسماء هم ويل کېږي. حضرت آدم لومړى تن و، چې الله تعالی له خاورې وپنځاوه او پر ځمکه خپل خليفه کړ. حضرت آدم او حوا څه وخت په جنت کې ول، چې بيا شيطان تېرايستل او الله تعالی هم له جنته راوايستل.

د حضرت ابراهيم عليه کيسه:

حضرت ابراهيم عليه السلام تر حضرت نوح عليه السلام روسته دويم ستر او الوالعزم پېغمبر دى. حضرت ابراهيم پر “خليل الله”، “خليل الرحمان” او په “ابوالانبياء” هم مشهور دى. د هغه د وخت ظالم او بې ايمانه پاچا به تل، له حضرت ابراهيم سره مبارزه او مخالفت کاوه، چې بالاخره حضرت ابراهيم د بوتانو ماتولو له لامله په اور کې واچول شو، چې د الله تعالی په امر اور حضرت ابراهيم ته پر ګلبڼ بدل شو.

يوه ورځ حضرت ابراهيم، د الله تعالی په حکم، خپل زوى حضرت اسماعيل او د يوې وينا له مخې، حضرت اسحاق قربانۍ ته يووړ، چې قرباني او بلهار يې کړي او دا چار يې کاوه، چې الله تعالی يو پسه ور ولېږه، چې د حضرت اسماعيل پرځاى دې يې قرباني کړي.

ددې ستر الهي پېغمبر له وياړنو ځنې د کعبې جوړول دي. حضرت ابراهيم د فلسطين په الخليل ښار کې ښخ دى.

د ابليس کيسه:

د قرآن حکیم يوه کيسه، د ابليس يا شيطان په باب ده، چې يو هېښنده غيبي مخلوق دى. ابليس له پېريانو ځنې دى او د الله تعالی له حکمه يې سرغړونه وکړه، چې ورته يې ويلي وو، آدم ته سجده وکړه او الله تعالی هم د سرغړونې له لامله، له خپل درشله وشړه. ابليس قسم وخوړ، چې د قيامت تر ورځې به انسانان له سیده لارې کږوي؛ خو الله تعالی وويل: ته به زما مخلص او نږه بندګان ونشې غولولاى.

د ابليس نامه په قرآن حکیم کې په يوولسو ځايونو کې راغلې ده.

 

د ابولهب کيسه:

د ابولهب آریز نوم (عبدالعزى)؛ يعنې د بوت بنده و. د پېغمبر تره او د عبدالمطلب يو زوى و. د اسلام او حضرت محمد له سرسخته دښمنانو ځنې و. چې کله پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم خپلوانو ته مېلسمتيا کړې وه او خپلوان يې دين ته راوبلل؛ نو ابولهب نه يوازې ايمان را نه ووړ؛ بلکې پر پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم يې ملنډې ووهلې او د عمر تر پايه يې له پېغمبر اکرم سره دښمني وکړه؛ الله تعالی د قرآن حکیم په “مسد سورت” کې لعنت پرې ويلى: تبت يدا ابى لهب و تب؛ يعنې د ابولهب لاسونه دې مات وي، چې پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم کړوي او کنځلې ورته کوي.

له دې آيته زدکړه کېږي، چې کچه او معيار، پر الله تعالی ايمان او صالح عمل دى؛ نه د پېغمبر صلی الله علیه وآله وسلم تره والى.

د حضرت ادريس کيسه:

د حضرت ادريس (پېغمبر) نامه په قرآن حکیم کې دوه ځل راغلې او په تورات کې يې نامه (افنوخ) دى.

حضرت ادريس لومړى تن و، چې په قلم يې ليکل پيل کړل، درزي توب يې وکړ او الله تعالی هم ورته د نجوم او حساب علم وښود.

د اصحاب السبت کيسه:

سبت؛ يعنې د شنبې ورځ: اصحاب سبت؛ يعنې د شنبې ورځې ياران او کيسه يې داسې وه:

 الله تعالی يهودان د شنبې پر ورځ د کبانو له ښکاره منع کړي ول؛ نوځکه به د شنبې پر ورځ په اوبو کې خورا زيات کبان راټولېدل، د يهودانو ماغزو ته هم شرعي چل ورغى، داسې چې هغوى د اوبو ډنډونه جوړ کړل او د شنبې پر ورځ به يې ددې ډنډونو پر لور اوبه بهولې، چې ډېر کبان به په ډنډونو کې راټولېدل او يهودانو به بله ورځ، د کبانو ښکار کاوه او ويل يې: دا ښکار خو مو د شنبې پر ورځ نه دى کړى، چې ګناه مو پرغاړه شي. الله تعالی هم ددې شرعي چل او سرغړونې له لامله پر عذاب کړل.

د جالوت کيسه:

د جالوت آریز نوم (جليات) دى. هغه د فلسطين يو غښتلى پهلوان و، چې حضرت داود عليه السلام وواژه. جالوت له فلسطينانو سره څلور ورځې وجنگېد او خپل ټول سيالان يې وځپل، چې بالاخره، حضرت داود عليه السلام په يوه ساده وسله (چپنډه) وواژه.

د سامري کيسه:

سامري د حضرت موسى عليه السلام ترورزوى و، چې د فرعون تر هلاکېدو روسته يې د حضرت جبرائيل د پښې خاورې راواخستې؛ ځکه پوهېده دا خاورې هېښنده اغېز لري او د يوه مناسب وخت په تمه و، چې يو سرباندې چار پرې وکړي. حضرت موسى ، چې د سينا غره ته ولاړ او څه موده له خپل قوم سره نه و؛ سامري هم له هغو کاڼو او سرو زرو، چې له بني اسرائيلو يې په غنيمت کې نيولي ول، يو خوسکى جوړ کړ، چې غږ او حالت يې د يو ژوندي خوسکي په څېر و او داسې يې ښوول، چې الله تعالی د دې خوسي په بڼه راغلى؛ له دې لارې يې خلک پر ځان راټول کړل؛ خلکو هم دې خوسي ته سجده وکړه او پر عبادت يې بوخت شول.

حضرت موسى عليه السلام، چې له سينا غره راستون شو او دا هر څه يې وليدل؛ نو سامري ته يې ښېرې وکړې او سامري پر ډېر بدحال شو، ټول بني اسرائيل ترې کرکجن شول، حضرت موسى د سامري خوسى په اور کې وسوځاوه او ايرې يې والوځولې.

د لات کيسه:

لات د بوتنمانځيو د يو ستر بوت نوم و، چې نامه يې په قرآن حکیم له (عزى) سره راغلې ده.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د مکې تر سوبې روسته، ابوسفيان او مغيره بن شعبه ته، چې د بوتنمانځو مشران وو، حکم وکړ، چې بوتان مات او دړي وړي کړي.

 

د حضرت مريم کيسه:

د حضرت مريم نامه په قرآن حکیم کې ٣٤ ځل راغلې، چې د حضرت عيسى مور او د حضرت عمران لور وه، حضرت مريم د مسيحيت د دين يوه ستره ميرمن ده، چې مسلمانان یې هم ډېر درناوی کوي.

 

شلمه زدکړه:

په قرآن حکیم کې فقهي احکام

قرآن حکیم ټولو دردونو ته د شفا نسخه ده او د انسان ټولو غوښتو ته يې په ټولو برخو کې مناسب ځواب ورکړى او قرآن حکیم ته ځکه نړيوال او د ټولو وختونو کتاب ويل کېږي، چې د انسان ټولو غوښتنو ته ځواب ورکولاى شي.

په اتلسمه زدکړه کې مو په لنډه، د قرآن حکیم تقريبا سلو موضوعګانو ته اشاره وکړه، چې يوه موضوع يې هم احکام دي، چې الله تعالی احکامو د عمل حکم راکړى دى.

احکام څه ته وايي؟

د اسلام د سپېڅلې شرع په څرګندنه-اصطلاح، احکام ټولو هغو دستوراتو او قوانینو ته ويل کېږي، چې الله تعالی له مسلمانانو عمل پرې غوښتى دى.

 شرعي احکام هم هماغه ديني دستورات، چې هر عاقل، بالغ او مکلف مسلمان بايد کله، چې د تکليف عمر ته ورسېد؛ بايد عمل پرې وکړي.

هر دين ځان ته قوانین او دستورات لري، چې لارويان يې پرې بايد عمل وکړي او بې قانونه دين بشپړ نه دى.

 اسلام هم د احکامو په ټاکلو ( عملي قوانين او دستورات) مسلمانان، د تکامل په بهير کې اچولي، چې ددې احکامو په عملي کولو، د الله تعالی خوښي لاس ته راوړي.

 د قرآن شريف يو سورت هم پورتنۍ موضوع ته اشاره کړې او په والعصر سورت کې وايي:

((وَالْعَصْرِ.إِنَّ الْإِنسَانَ لَفِي خُسْرٍ. إِلَّا الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ وَتَوَاصَوْا بِالْحَقِّ وَتَوَاصَوْا بِالصَّبْرِ = پر زمانې قسم! بېشكه (هر) انسان په زيان كې دى؛ خو بې له هغوى چې ايمان يې راوړى او ښه (كارونه) يې كړي او يو بل ته يې په حق سپارښتنه او په زغم سپارښتنه کړې وي.))

 

د احکامو له آيتونو سره آشنايي

١ _ لمونځ کول او زکات ورکول:

((وَأَقِيمُواْ الصَّلاَةَ وَآتُواْ الزَّكَاةَ وَارْكَعُواْ مَعَ الرَّاكِعِينَ[39] = او لمونځ (په ښه شان) وكړئ او زكات وركړئ او له ركوع كوونكيو سره ركوع وكړئ ( او لمونځ په جماعت وكړئ)))

٢ _ پر نېکيو امر او له بديو منع:

((وَلْتَكُن مِّنكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَأُوْلَـئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ[40]= او بايد ستاسې له منځه يوه ډله وي، چې (خلك) نېكيو ته راوبولي او پر ښو چارو ورته امر وكړي او له بديو يې راواړوي او همدغه بريالي دي.))   

٣ _ له محارمو سره واده حرام دى:

((وَلاَ تَنكِحُواْ مَا نَكَحَ آبَاؤُكُم مِّنَ النِّسَاء إِلاَّ مَا قَدْ سَلَفَ إِنَّهُ كَانَ فَاحِشَةً وَمَقْتًا وَسَاء سَبِيلاً[41]= او له كومو ښځو سره، چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛ هېڅكله واده و نه کړئ؛ خو څه چې (ددې حكم تر نازلېدو) مخكې شوي، هغه شوي؛ ځكه دا بدلمني کرکجن چار او ناسمه لار ده.))

٤ _ د اودس کولو طريقه:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا قُمْتُمْ إِلَى الصَّلاةِ فاغْسِلُواْ وُجُوهَكُمْ وَأَيْدِيَكُمْ إِلَى الْمَرَافِقِ وَامْسَحُواْ بِرُؤُوسِكُمْ وَأَرْجُلَكُمْ إِلَى الْكَعْبَينِ وَإِن كُنتُمْ جُنُبًا فَاطَّهَّرُواْ وَإِن كُنتُم مَّرْضَى أَوْ عَلَى سَفَرٍ أَوْ جَاء أَحَدٌ مَّنكُم مِّنَ الْغَائِطِ أَوْ لاَمَسْتُمُ النِّسَاء فَلَمْ تَجِدُواْ مَاء فَتَيَمَّمُواْ صَعِيدًا طَيِّبًا فَامْسَحُواْ بِوُجُوهِكُمْ وَأَيْدِيكُم مِّنْهُ مَا يُرِيدُ اللّهُ لِيَجْعَلَ عَلَيْكُم مِّنْ حَرَجٍ وَلَـكِن يُرِيدُ لِيُطَهَّرَكُمْ وَلِيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكُمْ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ[42]= مؤمنانو! لمانځه ته چې پاڅېدئ؛ نو خپل مخونه او لاسونه تر څنګلو پورې ووينځئ او سرونه (مسح کړئ) او پښې تر(پړكيو) پورې مسح كړئ او كه په جنابت کې ياست؛ نو( په غسل کولو) ځان پاك كړئ او كه رنځور يا مسافر ياست او يا له تاسې څوك له اودسماتي راشي يا تاسې پر ښځو لاس لګولى وي (او کوروالى مو كړى وي) او (د غسل يا اوداسه لپاره) اوبه و نه مومئ؛ نو پر پاكه خاوره تيمم وكړئ او پر مخ و لاس يې راكاږئ، الله تعالی تاسې تنګول نه غواړي؛ بلكې غواړي پاك مو كړي او خپله لورنه درباندې پوره كړي. ښايې شكر يې پرځاى كړئ.))

٥ _ د کفارو او مشرکينو پر جنازه لمونځ مه کوئ:

((وَلاَ تُصَلِّ عَلَى أَحَدٍ مِّنْهُم مَّاتَ أَبَدًا وَلاَ تَقُمْ عَلَىَ قَبْرِهِ إِنَّهُمْ كَفَرُواْ بِاللّهِ وَرَسُولِهِ وَمَاتُواْ وَهُمْ فَاسِقُونَ[43]= او بيخي پر يوه مړي يې هم (د جنازې) لمونځ مه کوه او مه يې ( د دعا او بښنې لپاره) پر قبر درېږه؛ ځكه هغوى پر الله تعالی او پېغمبر يې كافران شوي او په سرغړاندۍ كې مړه شوي.))

 

قرآن حکیم د احکامو پېژندو معيار دى

ددې آيتونو يوه غوره ځانګړنه داده، چې مدني دي او دا سورتونه د شرعي احکامو په باب نازل شوي دي.

او پردې احکامو د پوهېدنې لپاره لاندې وزلې په کار دي او بايد د فقهې په علم کې هم پوهه ولرو، چې په الهي احکامو پوه شو.

١ _ قرآن حکیم. ٢ _ سنت. ٣ _ عقل يا قياس. ٤ _ اجماع.

 

يوويشتمه زدکړه:

په قرآن حکیم کې قيامت

په قرآن حکیم کې د نورو موضوعګانو په پرتله دا موضوعګانې ډېرې اوڅار شوې دي:

١ _ توحيد. ٢_ معاد. ٣ _ نبوت. ٤ _ ايمان. ٥ _ مشرکان. ٦ _ مومنان. ٧ _ د تېرو قومونو برخليک. ٨ _ د آخرت ورځې سزا او بدله. ٩ _ نېکچاري. ١٠ _ اندنې ته بلنه، چې په دې موضوعګانو کې د معاد يا قيامت پر ورځ، د الله تعالی پر امر د انسانانو راژوندي کېدل او ورسره حساب او کتاب کول ځانګړى ارزښت لري او په قرآن شريف کې هم په دې باب ګڼل شمېر آيتونه راغلي دي.

په قرآن حکیم کې د معاد آيتونه

هغه آيتونو ته د معاد آيتونه وايي، چې د انسان د ښو يا بدو کړنو په باب خبرې کوي او د آخرت ورځې د سزا او بدلې په باب وزلې اوڅاروي او هغوى ته زېرى ورکوي، چې ښې چارې کوي او څوک چې بد کارونه کوي، د دوزخ وړاندوينه ورته کوي.

پېغمبرانو به تل د قيامت په باب خبرې کولې:

ټولو رسولانو او پېغمبرانو به خلکو ته د قيامت ورځ وريادوله او خلکو ته يې ويل، چې د قيامت پر ورځ به ټول خلک د خپلو کړنو د سزا او بدلې لپاره راژوندي شي؛ يعنې پېغمبرانو چې هره خبره کوله؛ نو په پاى کې يې هرومرو د قيامت يادونه هم کوله.

معاد د توحيد او د دين د نور آرونو پايله ده او هله به پر توحيد او نورو آرونو ګروهه پايله ولري، چې څوک د قيامت پر ورځې ايمان ولري.

د معاد آيتونه:

١ _ په هېڅ ځاى کې له مرګه خلاصون نشته:

((هر چېرې چې ياست، مرګ به درشي؛ که په برج کې ناست ياست او که په کلکو کلاګانو کې مېشت ياست))

*د آيت په باب توضيح:

د مرګ له کلمې سره ټول اشنا دي او ترې وېرېږي؛ مرگ هغه درد دى، چې درمل نه لري. مرګ په ټولو پسې ورتلونکى دى. مرګ هغه واقعيت دى، چې تېښته ترې نشته. مرګ ښو خلکو ته خوږ وي؛ خو بدو ته تريخ وي. انسان په دوو بڼو مړ کېداى شي: طبيعي او غير طبيعي .

(((چې کله د انسان مرګ راورسي؛ نو الله تعالی يې مړينه نه ځنډوي او هرومرو مري))

* خلک له قبرونو راپاڅي:

((يَوْمَ يَسْمَعُونَ الصَّيْحَةَ بِالْحَقِّ ذَلِكَ يَوْمُ الْخُرُوجِ[44]= (هغه) ورځ، چې ټول به د(ستر قيامت) چغه سمه واوري، دا (له قبرونو د مړيو) د راوتو ورځ ده.))

* د قيامت ورځې زلزله وېرونکې ده:

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمْ إِنَّ زَلْزَلَةَ السَّاعَةِ شَيْءٌ عَظِيمٌ. يَوْمَ تَرَوْنَهَا تَذْهَلُ كُلُّ مُرْضِعَةٍ عَمَّا أَرْضَعَتْ وَتَضَعُ كُلُّ ذَاتِ حَمْلٍ حَمْلَهَا وَتَرَى النَّاسَ سُكَارَى وَمَا هُم بِسُكَارَى وَلَكِنَّ عَذَابَ اللَّهِ شَدِيدٌ[45]= خلكو! د خپل پالونكي (له عذابه) ځان وساتئ؛ [ځکه] چې د قيامت زلزله ستره پېښه ده. پر هغه ورځ چې ورسره مخ شئ (نو له وېرې به حال داسې وي، چې) هره “تی وركوونكې مور” به خپل تيخور ماشوم هېر كړي او هره دوه ځانې به [بېواکه] خپل جنین وغورځوي او خلك به بېسده وينې او حال دا، دوى به نشه نه وي؛ خو د الله تعالی عذاب سخت او دروند دى! ))

* د آيت په باب توضيح:

زلزله د الهي ځواک ښکارندوى ده، چې يو دم راځي او له انسانه ژغورنلار ورکوي او هغه هم هغه زلزله، چې ټوله نړۍ به ړنګوي د “لئالي الاخبار” د کتاب په ٤٥٤ مخ کې راغلي: د خلکو حرکت به په تعادل کې نه وي او يو له بل سره به ټکرېږي. ته وا مست دي؛ خو مست به نه وي ؛ بلکې وېرې لار ترې ورکه کړې او همدا وېره ده، چې د ځوانانو تور وېښتان به سپېن کړي او هغوى به بې وخته زاړه کړي؛ خو مؤمنان د قيامت پر ورځ خوشحاله وي.

((لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُمْ يَوْمَئِذٍ شَأْنٌ يُغْنِيهِ.وُجُوهٌ يَوْمَئِذٍ مُّسْفِرَةٌ. ضَاحِكَةٌ مُّسْتَبْشِرَةٌ[46]= پر هغه ورځ به ترې هر تن په داسې كار (او حال) اخته وي، چې يوازې ځان ته به يې پام وي! پر هغه ورځ به ځينې مخونه ځلېږي، خندان او خوښ به وي.))

 

دوه ويشتمه زدکړه:

په قرآن حکیم کې اندنه

قرآن حکیم د ژوند او تکامل کتاب دى او انسان ته د همېشنۍ نېکمرغۍ پر لور لارښونه کوي، د الهي آيتونو د نزول فلسفه هم نېکمرغۍ ته رسيدل دي.

قرآن حکیم په ټولو اړخونو او د ژوند ټولو پړاوونو ته لارښوونې لري او که کار ترې واخستل شي؛ نو انسان به نېکمرغه وي. که څه د قرآن حکیم تلاوت ثواب لري؛ خو د اسلام آریزه موخه يوازې تلاوت نه دى.

قرآن حکیم د اندنې کتاب دى

انسان ته نه ښايي ځان راضي کړي، چې قرآن حکیم مې له تجويد سره ويل زده دى؛ بلکې باید د قرآن حکیم په آيتونو کې اندنه وکړي او احکام ترې راوباسي او په ژوند کې ترې کار واخلي.

قرآن حکیم هم په ګڼ شمېر آيتونو کې مسلمانان اندنې ته رابللي؛ لکه:

 ((كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ[47]= په دې توګه موږ هغوى ته خپل آيتونه شرحوو، چې (په مثال كې) فكر كوي (او عبرت ترې اخلي)))

ولې په قرآن حکیم کې تعقل نه کوئ؟!

((أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقرآن حکیم أَمْ عَلَى قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا[48]=نو ايا په قرآن حکیم كې غور او تدبر نه كوي يا زړونو ته ( يې د غفلت) کولپونه اچول شوي.))

د قرآنپوهنې اړتیا او پر دستوراتو يې عمل کول

قرآن حکیم د ژوند کتاب او د ټولو معارفو سرچينه ده. له يو زر او څلور سوو کاله را په دې خوا يې د حجاز فصيح عرب خوله پر ګوته کړي او ډېر پوهان يې د تفکر او اندنې په سمندر کې ډوب کړي دي.

 سره له دې چې سلګونه تفسيرونه ورباندې ليکل شوي؛ خو بيا هم هماغسې نوى او تازه دى او نن بيا هم هماغسې ګوته په خوله کوونکى او له خوالو ډک دى.

هو! په رښتيا، قرآن حکیم د الله تعالی کلام دى او هغوى چې ددې کتاب درناوى کوي، په دې خبره دې پوه وي؛ لکه څنګه چې د دې سپېڅلي کتاب ظاهر ته درناوى کوي، ددې کتاب مانا او ښوونو ته دې هم درناوى وکړي او ددې کتاب په لاروۍ په رښتيا مسلمان شي.

 مګر داسې نه ده، چې د اسلام تذکيره قرآن حکیم دى او هېڅ مسلمان بې له دې، چې پردې کتاب ځان پوه کړي او اندنه پکې وکړي، نشي کولاى د خپلو غوښتنو بېلابېلو اړخونو ته ځواب ورکړي. له پوهې سره لاروي، د اسلامي مترقي ټولنې د بنسټ ډبره ده او څورمره چې قرآن حکیم ژور او علمي مطالعه کړو، هومره به يې دستوراتو ته د عمل د جامو په اغوستو کې بريالي يو؛ خو ډېر افسوس دی، چې ډېرى اسلامي ټولنې، له قرآن حکیمه رغی او برسېرن درک او پوهه لري او د قرآن حکیم حقيقت ته بېخي پام نه کوي او فکر کوي، د قرآن حکیم درناوى يوازې پر غوړ چاپ او په ښکليو ټوکرانو کې يې تاوول دي؛ خو خبر نه دي، چې د همدې قرآن حکیم آریز مفاهيم او حقيقت، پېړۍ پېړۍ دي ، چې په دوړو کې هېر شوي.

پوښتنه مې داده، چې ايا قرآن حکیم يوازې يو ښکلى لرغونى اثر دى؟ ايا د قرآن حکیم درناوى په دې کې دى، چې رو او په احتياط يې خلاص کړو، پلتۍ ورته ووهو، تر تلاوت روسته يې ښـکل کړو، په مخ او سر يې راکاږو؛ خو پر دستوراتو يې عمل ونه کړو؟!

ايا د قرآن حکیم درناوى په دې کې دى، چې يوازې په مړي پسې وويل شي، د ماشوم سر ته د پېريانو له وېرې کېښوول شي، سفر ته د وتو پرمهال ترې لاندې تېر شو، ماشومان له يوه کوره، بل کور ته د وړو پرمهال يې پر سينه ورته کېږدو او د حق او ناحقو معاملو په وخت کې پرې خپل چټل لاس کېږدو او قسم پرې وخورو.

د قرآن حکیم له يو پوټي حقيقته خبر و نه وسو، پر دستوراتو يې عمل و نه کړو او زړه مو خوشحاله وي، چې قرآن حکیم مو په اوو ټوټو کې تاو کړى او خيال کوو، د قرآن حکیم درناوى مو کړى دى.

هغه چې سهار د کوره له وتو پرمهال، قرآن حکیم ښکلوي؛ خو په بازار يا د خپل کار پرمهال، ډول ډول فسادونه کوي، د خلکو مالونه خوري؛ نو ايا ستاسې په اند، دې پر ظاهره سپېڅلي انسان، د قرآن حکیم درناوى کړى دى؟

ايا هغه مسافر، چې له کوره د راوتو پرمهال، تر قرآن حکیم لاندې راتېر شوى او په مسافرت کې ډول ډول ګناهونه کوي، د قرآن حکیم حرمت يې ساتلى دى؟

ايا ښځې او مېړه، چې د نکاح پرمهال يې مخې ته قرآن حکیم ورته ايښى دى؛ خو په خپل ژوند کې لمونځ، روژه، حجاب او خپل اولاد د قرآن حکیم د ښوونو له مخې و نه روزي؛ نو ايا د قرآن حکیم حرمت او درناوى يې کړى دى؟

اۍ هۍ!! ډېر افسوس، چې دا ټولې چارې سرسري او ظاهري دي ، چې د قرآن حکیم د یون نوم پرې اېښوول کېږي او دا ټول څيزونه، په خپلو سترګو وينئ، چې په ژوند کې يې د غنم د دانې هومره اغېز هم نه لري، په ډېرې خواشينۍ دا خبره کوم، چې له کله نه، چې په قرآن حکیم کې ظواهر او تشريفات د اندنې او تدبر ځايناسي شوي، زموږ د مسلمانانو له ژونده هم خوشحالي او نېکمرغي الوتې ده.

البته هېڅ عاقل مسلمان دا نه وايي، چې قرآن حکیم دې ښه او غوړ چاپ نشي او ظاهري درناوى دې يې ونشي؛ خو غم دا دى، چې موږ مسلمانانو په همدې ظاهري درناوي او غوړ چاپ بسيا کړې ده.

نن د يو رښتين او پوه مسلمان تر ټولو مهمه دنده داده، چې په قرآن حکیم کې په پوهې عالمانه اندنه او تدبر وکړي او قرآني موخو ته د جامو اغوستو لپاره، نوې او د نن له غوښتنو سره سمې، لارې چارې پيدا کړو او که داسې مو و نه کړل؛ نو له قرآن حکیمه همدا بې توجهي به له موږ نه الله تعالی ته د رسول الله د شکايت او ګېلې لامل وي.

 

 

څلرويشتمه زدکړه:

توحيد د قرآن حکیم آریزه ويينه ده

توحيد د قرآن حکیم بنسټيزه ویینه ده. توحيد؛ يعنې پر ايکي يو الله تعالی ګروهه درلودل، چې ټول کاينات يې پنځولى او د ځواک، پوهې، ليدانې او واکمنۍ ښکارندوى دى، چې لوړ کمالات لري.

توحيد د دين له آرونو لومړى او مهم آر دى. پر توحيد له ګروهې پرته، د دين نور آرونه نه پلي کېږي.

پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم هم د رسالت په ابلاغ کې، لومړى، خلکو ته د توحيد په باب ښوونې کولې، په دې لار کې يې زيات زحمتونه ګاللي او پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم او پتمنو يارانو يې د توحيد د پلي کېدو لپاره، ٢٣ کاله ډول ډول زحمتونه پر ځان منلي وو.

حضرت بلال حبشي (رض) تر سختو دباوونو او درنو ډبرو لاندې د مرګ تر خولې ولاړ؛ خو صبر يې کاوه او سره له دې ټولو سخيتو يې ويل: احد، احد، احد؛ يعنې زما څښتن ایکی یو الله تعالی دى او بې له هغه بل معبود نشته. د بوتانو له عبادته کرکجن و، پر توحيد له ايمان پرته، د چا ايمان نه سمېږي، پر الله تعالی ايمان، انسان ته رسالت، ژمنه او پازوالي وربښي.

د قرآن حکیم تر ټولو چورلیز ویینه هم د الله تعالی پوهنې ویینه ده او پکار ده، د هېواد ځوانان هم پر الله تعالی پوهنې لاس پورې کړې او له دې لارې د خپل ايمان بنسټ پياوړى کړي.

 

د رسول اکرم لومړى شعار

تر وحې روسته د پېغمبر اکرم لومړى شعار دا و: “قولو لا اله الا الله تفلحو=ووایئ بې له الله تعالی بل معبود تعالی نشته، چې بريالي شئ. “

* لا اله الا الله” د بوتانو د عبادت نفې ده:

د الله تعالی استازي صلی الله علیه وآله وسلم، د توحيد د اشعار په اوڅارولو، خلک د بې شعوره بې ارادې بوتانو له عبادته منع کړل او خلک يې د الله تعالی عبادت ته چې له هر ډول عيبه پاک دي، راوبلل.

قرآن حکیم هم خلک الله تعالی پوهنې او د الله تعالی عبادت ته رابللي او خلک يې د دروغجنو خدايانو له عبادته منع کړي دي او دا خبره يې تل کړې، چې که بې له الله تعالی مو د هر چا عبادت وکړ؛ نو بې لارې به شئ او په خپل لاس به مو ځان ته د تباهۍ کنده ايستلې وي.

لاندې آيت نه ځير شئ:

((لَوْ كَانَ فِيهِمَا آلِهَةٌ إِلَّا اللَّهُ لَفَسَدَتَا فَسُبْحَانَ اللَّهِ رَبِّ الْعَرْشِ عَمَّا يَصِفُونَ[49] = كه په اسمان او ځمكه كې بې له ” الله ” نور خدايان هم واى؛ نو هرومرو به “( د اسمان او ځمكې) دواړو (نظام) ويجاړ شوى واى؛ نو الله؛ د عرش پالونكى، له هغه څه پاك دى، چې مشرکان يې وايي!))

* اسماء حسنى يوازې د الله تعالی لپاره دي:

متعال الله تعالی خورا کمالات لري، چې قرآن حکیم ددې کمالاتو او صفاتو جمعې ته اسماء الحسنى وايي:

((اللَّهُ لَا إِلَهَ إِلَّا هُوَ لَهُ الْأَسْمَاء الْحُسْنَى[50]= الله؛ هغه دى، چې بې له هغه بل لمانځوړ (او) ښکلي نومونه په هغه پورې ځانګړي دي.))

هغه ذات دى، چې ژوندى، پوه، ليدونکى، اورېدونکى، ځواکمن او مړه خوا خدای دى او د ټولو نېکيو سرچينه الله تعالی دى او که الله تعالی نيمګړتيا درلوده؛ نو اړتيا به يې پيدا کړې وه، چې په خپله اړمن، د بل اړتيا نشي پوره کولاى. قرآن کريم الله تعالی له هر ډول عيب او نيمګړتيا پاک ګڼلى دى.

(سبحان و تعالى عما يشرکون) سبحان الله تعالی له هر ډول شرک او نيمګړتيا پاک دى.

*الله تعالی پوهنه د بشر د فطرت يوه برخه ده:

له پخوا راهيسې د انسانانو په منځ کې په بېلابېل ډول د الله تعالی پوهنې ویینې اوڅار وې. ډېرى خلکو دين درلود او د نړۍ لپاره يې يو خدای تصور او اثباتوه، که څه په منځ کې يې د الله تعالی په باب څه اختلافات وو. له لرغونو اثارو داسې جوتېږي، چې پخوانيو خلکو هم پر دين او الله تعالی پوهنې ګروهه درلوده؛ ان د امريکا او استراليا په څېر سترې وچې، چې نوي برسېره شوي، خلک يې دينوال وو او الله تعالی يې پېژنده او پر الله تعالی ګروهه، تل په بشر کې وه.

 دا جوتوي، چې الله تعالی پوهنه فطري چار دی او انسان په خپل فطرت، چې الله تعالی ورکړى، د جهان لپاره ایکي يو خدای تعالی په ذهن کې انځوروي.

قرآن حکیم هم دې خبرې ته اشاره کړې ده:

((وَلَئِن سَأَلْتَهُم مَّنْ خَلَقَهُمْ لَيَقُولُنَّ اللَّهُ فَأَنَّى يُؤْفَكُونَ[51] = او كه و يې پوښتې: ((چې دوى چا پنځولي؟))؛ نو هرومرو وايي: ((الله))؛ نو (بيا) څنګه د هغه له عبادته اړول کېږي؟!))

* الله تعالی د ټولو ځواکونو ښکارندوى دى:

د الله تعالی يو صفت او اسماء الحسنى د پوهې او ځواک درلودل دي. د نړۍ منظم یون ته چې انسان ځير شي؛ نو دا ټولې د الله تعالی د ځواک په باب خبرې کوي.

 الله تعالی پر خپل ناپايه ځواک او پوهه، ډول ډول ژوي پنځولي او هر يو يې وروزه او هغوى يې د کمال پر لور روان کړل.

الله تعالی دى، چې هستي يې تلپاتې او فناناپذيره ده او پر هر څيز پوه او لاسبر دى.

الله تعالی په قرآن حکیم کې وايي:

((لَهُ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ يُحْيِي وَيُمِيتُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ[52]= د اسمانونو او ځمكې واکمني يوازې د هماغه ده، ژوندي كول او مړه كول كوي او هغه پر هر څه قادر دى.))

*د الله تعالی چې خوښه شي؛ نو پنځوي يې:

الله تعالی پوهنه، د الله تعالی ځواک او اراده، د قرآن حکیم له تودو ویینو ځنې ده او هغه پردې مانا:

 الله تعالی چې د هر څه اراده وکړي؛ نو بې ځنډه يې بې له وزلې او زحمته پنځوي؛ يعنې يوازې “کن” او “فيکون” وايي؛ يعنې همداچې الله تعالی د څه اراده وکړي، پنځېږي او که وغواړي نه دې وي؛ نو نه به وي، په دې باب اړوند آيت ته پام وکړئ:

… والله ملک السموت الارض…. او الله تعالی پر هر څه لاسبر او ستاسې د ټولو ورستنېدل، د هغه پر لوري دي.

 

*يوازې الله تعالی مطلق مړه خوا دى:

((وَرَبُّكَ الْغَنِيُّ ذُو الرَّحْمَةِ إِن يَشَأْ يُذْهِبْكُمْ وَيَسْتَخْلِفْ مِن بَعْدِكُم مَّا يَشَاء كَمَآ أَنشَأَكُم مِّن ذُرِّيَّةِ قَوْمٍ آخَرِينَ[53]= او ستا پالونكى مړه خوا او د رحمت څښتن دى (پر چا ظلم نه كوي؛ بلكې ټول د خپلو كړنو پايلې ويني) كه وغواړي؛ تاسې (له منځه) وړي او پرځاى به مو د خپلې خوښې خلک راولي؛ لكه چې تاسې يې د نورو قومونو له ځوځاته پنځولي ياست.))

*د الله تعالی رحمت هر چېرې خور دى:

ټول عالم په الهي نعمتونو کې ډوب دى، که څوک وغواړي، د الله تعالی نعمتونه وشمېري؛ نو دا کار به و نه کړاى شي؛ ځکه نعمتونه يې له شمېره وتلي دي.

قرآن حکیم او عبوديت ته رابلنه

((يَا أَيُّهَا النَّاسُ اعْبُدُواْ رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُمْ وَالَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ[54]=خلكو! خپل هغه پالونكى ولمانځئ، چې تاسې او تر تاسې مخكېني يي پنځولي، ښايي متقیان شئ.))

* په پنځون کې اندنه:

((إِنَّ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ وَاخْتِلاَفِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ لآيَاتٍ لِّأُوْلِي الألْبَابِ. الَّذِينَ يَذْكُرُونَ اللّهَ قِيَامًا وَقُعُودًا وَعَلَىَ جُنُوبِهِمْ وَيَتَفَكَّرُونَ فِي خَلْقِ السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضِ رَبَّنَا مَا خَلَقْتَ هَذا بَاطِلاً سُبْحَانَكَ فَقِنَا عَذَابَ النَّارِ[55]= په رښتيا، د اسمانو او ځمكې په پنځون او په يو بل پسې د شپې او ورځې په تلو راتلو كې عقلمنو ته (څرګندې) نښې دي. هغوى چې په ناسته، ولاړه او پر څنگ وهلي، الله يادوي او د اسمانو او ځمكې په پنځون كې اندنه كوي ( او وايي:) پالونكيه! دا دې عبث او(او بې موخې) نه دي پنځولي، ته (له دې) پاك يې (چې چټي كار وكړې) ؛ نو موږ د اور له عذابه و ساته!))       

* د بندګۍاو عبوديت کچخ:

امام حسن عسکري وايي: د بندګۍ کچه، ډېر لمونځونه اوروژې نيول نه؛ بلکې د الله تعالی په مخلوقاتو کې اندنه ده.

 

 

څلرويشتمه زدکړه:

د قرآن حکیم د تفسير کړنلار

که څه پر هر مسلمان د قرآن حکیم له تفسير سره اشنايي فرض نه ده؛ خو په دې باب، څه نا څه پوهه ورته په کار ده.

هر مسلمان پرته له دې، چې د قرآن حکیم له تجويد سره اشنايي ولري، نو ورسره جوخت بايد د خپل علم هومره، پر قرآن حکیم پوه شي او د قرآن حکیم له انسانسازه مفاهيمو، د خپل ژوند په بېلابېلو برخو کې ګټه واخلي.

د قرآن حکیم تفسير هم د قرآن حکیم په څېر يو پراخ او ستر سمندر دى، چې هر څوک بايد، د خپلې پوهېدنې او وړتیا هومره ګټن ترې ه وکړي او د قرآن حکیم د تفسير له فنونو او اوزارو سره اشنايي ولري.

د يادونې وړ ده، چې د تفسير له اوزارو سره له اشنايۍ پرته، څوک له تفسيره ګټه نشي اخستى.

 

د تفسير اوزار

په دې کتاب کې مو تر خپلې وسې هڅه کړې، د تفسير مهم او چارسازه اوزار، په ساده ژبه، ځوان کهول ته ووایو او بايد وويل شي، ددې کتاب په سلو کې ٩٥ زدکړو کې، د قرآن حکیم د تفسير فنون، علوم او اوزار راغلى دي.

د يادونې لپاره مو هغه څه چې د قرآن حکیم په تفسير کې په کار راځي راوړي دي.

١ _ له عربي ژبې سره آشنايي. ٢ _ د آياتو د نزول له شان سره اشنايي. ٣ _ محکم آيتونه. ٤ _ متشابه آيتونه. ٥ _ وحې. ٦ _ د وحې د نزول شرايط. ٧ _ تنزيل. ٨ _ تاويل. ٩ _ د آيتونو ظاهر او باطن. ١٠ _ ناسخ او منسوخ. ١١ _ د قرآن حکیم له موضوعاتو سره آشنايي. ١٢ _ مکي او مدني سورتونه. ١٣ _ د قرآن حکیم تايخ او د راټولولو پړاوونه يې.

د تفسير مفهوم

تفسير ته يې زياتې ماناوې نقل کړي ، چې موږ د “زرکشي” نظر بشپړ وموند.

زرکشي ګروهن دى: تقسير هغه علم دى، چې د الله تعالی د کلمو پر مانا پرې ځان پوهولاى شو، احکام يې پېژنو او د الهي دستوراتود د صدور پر فلسفه پوهېداى شو.

هغه مهال چې به وحې راتله؛ نو حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم به خلکو ته رسوله، خلکو آيتونه حفظول او عملي کول يې؛ نو قرآن حکیم په خپله حضرت محمد صلی الله علیه وآله وسلم خلکو ته تفسيراوه او تر هغه روسته حضرت علي او تر هغه روسته حضرت ابن عباس او نور اصحابو خلکو ته قرآن حکیم تفسيراوه او د وخت په تېرېدو، د قرآن حکیم د تفسير چار، د علماوو او څېړونکيو پواسطه تر اوسه پورې جريان لري، چې پايله يې د قرآن حکیم د تفسير په سلګونو کتابونه دي.

شونې ده ذهن ته پوښتنه راشي: سره له دې، چې د قرآن حکیم په باب په سلګونو تفسيرونه ليکل شوي؛ نو نورو تفسيرونو ليکلو ته څه اړتيا ده؟

 بايد وويل شي: لکه څنګه چې موږ هره ورځ خوړو او تنفس ته اړتيا لرو او نه شو ويلاى: دا چې پرون مو خواړه خوړلي او تنفس مو کړى، نن اړتيا ورته نه لرو او لکه څنګه چې انسان تل او هره ورځ خوړو او تنفس ته اړتيا لري، هومره د قرآن حکیم تفسير ته هم اړتيا لري او هرکال او هره ورځ بايد د قرآن حکیم د تفسير په باب مطلوب، په زړه پورې او هراړخيز کتابونه وليکل او چاپ شي؛ ځکه قرآن حکیم د ټولو پېرونو لپاره راغلى او هر پېر بايد له قرآنه پوهېدنه او تفسير ولري.

قرآن حکیم د ژوند کتاب دى او ټولو ته بايد په هر ځاى کې اوڅار شي اودا اړینه ده، چې قرآن حکیم هم بايد د وختونو له بدلونو سره سوب وي؛ نوځکه د قرآن حکیم د تفسير او پوهې کار د تل لپاره په کار دى.

څوک قرآن حکیم تفسيرولاى شي

د قرآن حکیم پوهه او تفسير په هېچا يا ځانګړې ډلې پورې ځانګړې نه ده او ټول انسانان، د قرآن حکیم د تفسير لپاره لېچې رانغاړلاى شي، چې د قرآن حکیم له ګټورو مفاهيمو د خپل ژوند لپاره ګټه واخلي او هغه پوهه ي ، چې ترلاسه کړې، نورو ته هم ورکړي.

 په تېرو زدکړو کې مو وويل: هر انسان د خپلې وسې او پوهې هومره، له قرآن حکیمه ګټه اخلي. په هر علمي او ټولنيز چار کې له قرآن حکیمه ګټه اخستى شو او تر ټولو مهمه خبره خو داده، چې د قرآن حکیم په تفسير کې د تفسير پر اوزارو سربېره، بايد خلوص ولرو، د الله تعالی خوښي مو په پام کې وي او وګړیزې غوښتنې شاته واچاوو.

ايمان ولرو، کوم کار، چې د الله تعالی د خوښۍ لپاره وي، الله تعالی به په خپله مرسته راسره وکړي.

 

د تفسير ډولونه

قرآن حکیم په لاندې ډولونو تفسيرېداى شي:

١ _ آيت په آيت تفسير؛ يعنې په يو آيت د بل آيت تفسيرول.

٢ _ تفسير ماثور؛ دې ډول تفسير ته روايي تفسير هم وايي او په دې ډول تفسير کې، د قرآن حکیم آيتونه، د روايتونو په رڼا کې تفسيرېږي، چې ډېرى پخوانيو مفسرينو، په همدې کړنلار، قرآن حکیم تفسيراوه او هغوى چې په دې کړنلار، قرآن حکیم تفسيراوه، د هر آيت لپاره به يې چې روايت و نه موند، هغه آيت يې پرځاى پرېښود؛ نو داچې د قرآن حکیم آيتونه ډېر دي او د ټولو په باب روايتونه زموږ په کتابونو کې نشته؛ نو ويل کېږي، چې د تفسير دا ډول کړنلار، بشپړه او هراړخیزه نه ده.

غوره تفسير

د دين د ډېرى علماوو او د قرآني علومو د څېړونکيو د وينا له مخې، تر ټولو بشپړ تفسير، آيت په آيت تفسير دى، چې په خپله قرآن حکیم هم ددې خبرې ګواه دى (يفسر بعضه بعضا)؛ يعنې ځينې آيتونه ځينې نور تفسيروي او پردې سربېره، په دې ډول تفسيرولو کې، له روايتونو هم ګټه اخستل کېږي.

 

په خپله رايه تفسير

هغه تفسير، چې ځاني غوښتنې، وګړیزې سليقې، توکیزې او سياسي ګټې په پام کې نيول شوي وي، چې دا يو ډول خطرناک تفسير دى او خلک د قرآن حکیم له آریز بهيره کږوي.

 

 

پينځويشتمه زدکړه:

تفسير کتابونه

* د اهل سنتو مشهور تفسيرونه:

١ _ طبري تفسير: ددې تفسير نوم (جامع البيان فى التفسير القرآن) دى. مؤلف يې ابوجعفر محمدبن جرير طبري دى. پر کال ٢٢٤ (ه ق) زيږېدلى او پر کال ٣١٠ (ه ق) مړ شوى دی.

٢ _ کشاف تفسير: ددې تفسير نوم ( الکشاف عن حقايق التنزيل و عيون الاتاويل فى وجوه التاويل) دى. مؤلف يې ابوالقاسم محمود بن محمد پر “جارالله” مقلب دى او پر کال ٤٤٦ (ه ق) زيږېدلى دى.

٣ _ فخر رازي تفسير: ددې تفسير نامه (مفاتيح الغيب) دى. مؤلف يې ابوعبدالله محمد بن عمر بن حسين طبرستاني دى، لقب يې فخر رازي دى او پر ابن خطيب شافعي مشهور دى، پر ٥٤٤ زيږېدلى دى.

٤ _ بيضاوي تفسير: ددې تفسير نامه ( انوار التنزيل و اسرار التاويل) دى. مؤلف يې ناصرالدين عبدالله بن عمر بيضاوي دى، چې پر کال ٦٨٥ (ه ق) مړ شوى دی.

٥ _ جلال الدين تفسير: مؤلف يې جلال الدين محمدبن احمد محلي دى، پر کال ٨٦٤ مړ شوى او ددې تفسير کار چې يې نيمايي ته ورساوه، اجل يې راورسېد او تر هغه روسته يې زدکړیال؛ جلال الدين سيوطي، دا تفسير پاى ته ورساوه؛ نوځکه ورته د جلال الدين تفسير وايي، چې دوو جلال الدينو کار پرې کړى دى.

٦ _ الدرالمنثور تفسير: ددې کتاب نامه، الدالمنثور فى التفسير الماتور دى. ليکوال يې جلال الدين سيوطي دى، چې د يوې وينا له مخې، پر کال ٨٤٩ مړ شوى دی.

٧ _ آلوسي تفسير: ددې کتاب نامه (روح المعانى فى تفسير القرآن العظيم والسبع المثانى) دى. مؤلف يې ابوالثناء شهاب الدين سيد محمود اخندى الوسي دى. الوسي د شام او بغداد په منځ کې د يوه کلي نوم دى. الوسي پر کال ١٧٠ (ه ق) مړ شوى دی.

٨ _ المنار تفسير: دا تفسير، د شيخ محمد عبده د الازهر پوهنتون د رئيس ويناوې دي، چې زدکړيال يې سيد محمد رشيد د المنار د مجلې مدير راټولې کړي او تر چاپ مخکې، شيخ محمد عبده تر کتنې تېرې کړې دي.

٩ _ ملظاوي تفسير: ددې تفسير نامه (الجواهر فى تفسير القرآن) دى. مؤلف يې شيخ جوهر طنطاوي دى، چې پر انګليسي هم پوهېده.

١٠ _ تفسير فى ظلال القرآن: ددې کتاب مؤلف، سيد قطب دى، چې کتاب يې پر تفسير ظلال مشهور دى.

 

د اهل تشيع تفسيرونه

١ _ عياشي تفسير: مؤلف يې محمد بن مسعود عياشي سمرقندي دى، چې پر عياشي مشهور دى. دا تفسير د اهل بيتو د روايتونو په رڼا کې ليکل شوى دی.

٢ _ قمي تفسير: ددې تفسير ليکوال، ابوالحسن بن ابراهيم بن هاشم بن قمي دى، چې د شيعه مذهب له فقيهانو ځنې و. دا تفسير د روايتونو په رڼا کې ليکل شوى دی.

٣ _ تبيان تفسير: ددې کتاب مؤلف، ابوجعفر محمد بن حسن طوسي دى. لقب يې شيخ الطايفه دى، پر کال ٣٨٥ (ه ق) زيږېدلى، پر کال ٤٦٠ کال مړ شوى او هغه په ٧٥ کلنۍ کې، د نجف ښار د شيعيانو علمي مرکز وګرځاوه. “تهذيب” او ” استبصار” يې نور تاليفات دي.

٤ _ مجمع البيان: ددې تفسير نوم ( مجمع البيان العلوم القرآن) دى. مؤلف يې ابوعلي فضل ابن حسن طبري دى، چې پر کال ٥٢٣ په سبزوار کې مېشت و او پر کال ٥٤٨ ( ه ق) مړ شوى دی.

٥ _ منهج الصادقين: ددې تفسير نامه “منهج الصادقين فى الزام المخالفين) دى او مؤلف يې ملافتح الله ابن ملا شکرالله ابن لطف الله کاستاني دى او پر کال ٩٨٨ (ه ق) کال مړ شوى دی.

٦ _ صافي تفسير: يو عرفاني تفسير دى، چې د کتاب نامه يې (الصافى فى تفسير القرآن الکريم) دى. مؤلف يې محمد بن مرتضى دى، چې پر ملا محسن فيض کاشاني هم مشهور و. هغه په دې تفسير کې د امامانو پر روايتونو اډانه کړې ده.

٧ _ برهان تفسير: ددې تفسير نامه (البرهان فى تفسير القرآن) دى. مؤلف يې سيد هاشم بن سيد بحراني دى، پر کال ١١٠٧ (ه ق) وفات شوى. دا تفسير ٤ ټوکه دى.

٨ _ الميزان تفسير: ددې تفسر نامه (الميزان فى تفسير القرآن) دى، مؤلف يې علامه سيد محمد حسين طباطبايي تبريزي دى. دا تفسير ٢٠ ټوکه لري، چې روستى يې د علامه تر مرګ ١٠ کاله مخکې ليکل شوى.

٩ _ نمونه تفسير: دا تفسير د حوزه علميه قم استادانو، د آيت الله ناصر مکارم شيرازي تر کتنې لاندى ليکلى دى.

١٠ _ احسن الحديث تفسير: ددې کتاب ليکوال، سيد علي قريشي دى.

پاى

 

 

[1] (بقره/٢)

[2] (نساء/٨٢)

[3] (فصلت/٤٢)

[4] (نحل/٨٩)

[5] (انعام/٣٨)

[6] (بقره/١٨٥)

[7] (اعراف/٥٢)

[8] (ابراهيم/١)

[9] (قمر/٣)

[10] (فصلت/٣)

[11] (الزخرف/٤)

[12] (انعام/٥٩)

[13] (انبياء/٥٠)

[14] (ابراهيم/١)

[15] (آل عمران/١٣٨)

[16] (قدر/١)

[17] . ددې څوارلس ډوله قرآئت د شرح او ښه پوهېدنې لپاره وګورئ: قرآنپوهنه، آیت الله العظمی خويي، د اجرالدین اقبال پښتو ژباړه، چې په انلاین بڼه یې په:

www.andyal.com وېبېپاڼه کې هم لوستی شئ.

[18] (بقره/١١٥)

[19] (مائده/٩٣)

[20] (مائده/١)

[21] (نور/١٩)

[22] (انفال/٤١)

[23] (هود/١)

[24] (عاديات/٩)

[25] (صافات/٤)

[26] (نساء/٣٣٦)

[27] (يس/٦٠)

[28] (انفال/٤٦)

[29] (لقمان/١٧)

[30] (اسراء/٥٣)

[31] (آل عمران/٧)

[32] (زمر/٢٣)

[33] (فجر/٢٢)

[34] (احزاب/٣٣)

[35] (بقره/١٤٤)

[36] (بقره/٢٤٠)

[37] (بقره/٢٣٤)

[38] (يوسف/٣)

[39] (بقره/٤٣)

[40] (آل عمران/١٠٤)

[41] (نساء/٢٢)

[42] (مائده/٦)

[43] (توبه/٨٤)

[44] (ق/٤٢)

[45] (حج/١-٢)

[46] (عبس/٣٨-٣٩)

[47] (يونس/٢٤)

[48] (محمد/٢٤)

[49] (انبياء/٢٢)

[50] (طه/٨)

[51] (زخرف/٨٧)

[52] (حديد/٢)

[53] (انعام/١٣٣)

[54] (بقره/٢١)

[55] (آل عمران /١٩٠-١٩١)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست