تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې له نفس سره مبارزه حضرت علي (ک) وايي : يبيت حذرا و يصبح فرحا. حذرا لما حذر من الغفله. و فرحا بما اصاب من الفضل و الرحمه. ان استصعبت عليه نفسه فيما تكره لم يعطها سولها فيما تحب. قره عينه فيما لايزول. و زهادته فيما لايبقى «شپه په […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

له نفس سره مبارزه

حضرت علي (ک) وايي :

يبيت حذرا و يصبح فرحا. حذرا لما حذر من الغفله. و فرحا بما اصاب من الفضل و الرحمه. ان استصعبت عليه نفسه فيما تكره لم يعطها سولها فيما تحب. قره عينه فيما لايزول. و زهادته فيما لايبقى

«شپه په عین ډار کې تېروي او ګهیځ په خوشحالۍ سترګې پرانزي، هر ډار یې له هغه غفلته دی، چې هسې نه پرې اخته شي او خوشحالي یې له هغه درښتنه – فضله ده، چې ورپه برخه شوی یې دی. که نفس یې په سختو چارو کې غاړه ورته کېنږدي؛ نو له هغه څه یې بې برخې کوي، چې خوښېږي یې. د متقي د سترګو رڼا په هغو حقایقو کې ده، چې نه زوالېږي او ناپاینده څیزونه پرېږدي»

له نفس سره مبارزه او زهد د متقیتوب دوه مهم ارکان دي

حضرت علي (ک) په دې برخه کې په لوړو اخلاقو کې دوو بنسټېړو ټکیو ته اشاره کوي: لومړۍ « له نفس سره مبارزه» او دویم «په دنیا کې زهد»

متقي هغه دی، که نفس سرغاړی وکړي او کوم څیز چې نه خوښوي د نفس ونه مني، دا هم په غبرګون کې، د نفس غوښتنې پوره نه کړي، د زړه سترګې یې پایښتو او تلپاتې څېزونو ته نیولې وي او هر څه چې ناپايښته او تلونکي وي ترې زړه توری وي.

ورته د منلو ده، چې له نفس سره مبارزه او هم په دنیا او ژرتېرو – فاني نعمتونو کې د زهد خپلول دواړه په اسلامي سول – منطق کې د ځانسازۍ او متقي توب له مهمو ارکانو ځنې دي او هم دواړه په اسلامي فرهنګ کې ناوړه تعبیر شوي او په عمل کې بد کارول شوي دي. په بله وینا که څه دا دواړه مفاهیم په آر کې چورلټ اسلامي دي، او بېشکه متقي وګړي باید په دې حسنه ځانګړنو سنبال وي؛ خو له دې دواړو بېلاري – انحراف او له دې لارې ښویدنه هم ډېره اسانه ده او دا ځانګړنې په هغو ځانګړنو اوړېدلای شي، چې بېخي د شرع له نظره غندل شوي دي؛ نو ځکه لازم دي چې ښه په تفصیل خبرې ورباندې وکړو.

منځلاري د اخلاقي کچو په مراعاتو کې د نورو قضاوت په پام کې نیسي.

د انسانانو یو له اروایي ځانګړنو د خپلو کړنو په اړه د نورو نظر ته اهمیت ورکول دي. معمولا انسانان خپل کړه وړه داسې تنظیموي چې د نورو له نظره د منلو وړ وي او تر ډېره بریده د ټولنې نظم هم پرې تامین او جوړېږي.

داسې خلک ډېر لږ دي چې په خپلواکه توګه او بې د نورو د رای په پامنیوي منظبط وي او که له وسې مو کېدای، چې داسې شرایط رامنځ ته کړو، چې هیڅوک د نورو پر کړنو څارنه ونلري؛ نو هله مو مستقل منظبط وګړي له نا مستقلو منظبطو وګړیو جلا کولای شول. زیاتره وګړي ډېری خپلې چارې ددې نظر په پامنیوي ترسره کوي چې «که چا ولیدو او خبر شو څه به ووایي؟ او «ددې کار په هکله به څه فکر وکړي؟» ان کله موږ هم د اولادونو پر روزنې او نورو ته په اخلاقي نصایحو کې له همدې دوده ګټنه کوو، او د بېلګې لپاره که له کوم کاره نهې کوو، وایو « دا کار مه کوه، که څوک دې وویني، بې ادبه به درته ووايي.»

دا ډول سپارښتنې او په اخلاقو کې ددې دود کارول، که څه باطل نه دي؛ خو په جوته توګه په ګوټناسته – خلوت کې د اخلاقو د مراعاتولو په پرتله ډېر ټیټ مقام لري. په هغه ځای کې چې هیڅوک نه وي او هیڅ سترګې یې هم نه ویني، نو اخلاقي آرونو ته درناوی په څرګنده توګه، تر وړاندینې مقامه اوچت مقام لري. ډانګ پېیلې ده چې دغسې یو مقام هغو انسانانو ته مانا درلودای شي، چې نړی ته به خدای او ځان ته پر خالق ګروهن وي او پر خپلو کړنو یې څارن بولي. هغه څارن چې دومره ستر دی، چې نور څارونکي یې د ستروۍ – عظمت پر وړاندې رنګ بایلي، او د نورو سترګو ته چې کومې ځانښودنې او ریاکارۍ کېږي، ټولې ناڅیزه ګرځي او انسان د ځان پر وړاندې یوازې یو ستر موجود ویني، چې باید یوازې دده پر وړاندې مسوول وي او خپل کړه وړه وروړاندې کړي.

نو ځکه په کوم ښوونځي کې چې خدای نه وي؛ نو له نفس سره جهاد به دومره مانا ونه مومي؛ ځکه له نفس سره جهاد، له خپل ځان سره د انسان اړیکه ده او په هغه ښوونځي کې چې انسان، د خپل ځان مالک او خاوند ګڼل کېږي؛ نو څوک دې دومره نه اندېښمنېږي، چې له ځان سره څه کوي. په دغسې ښوونځي کې، د انسان ډیر پام دې ته وراوړي، چې له نورو سره خپله اړیکه تنظیم کړي ان ځان ته پاملرنه یې هم ددې لپاره وي، چې نورو ته یې ورپام شي؛ خو چې ځان ته ورپرېښوول شي؛ (نو) نور د اندېښنې څه ځای دی؟ څوک نشته چې ویې ویني او څوک نشته چې روسته حساب ورسره وکړي او ترې وپوښتي، له ځان سره دې څه کړي او ایا د خپل شتون او وجود د نعمت شکر دې ایستلی که نه؟

له نفس سره جهاد په هغه ښوونځي کې مانا او اهمیت مومي، چې پر څارن او لیدونکي خدای قایل وي.

خو هغه ته له نفس سره مبارزه سرباندې – فوق العاده اهمیت لري، چې قایل وي :

تل يې تېزوینې سترګې ويني[1]، او په کومه نړۍ کې چې ژوند کوي مازې تياره نه ده؛ بلکې خدای په خپلې رڼا، رڼا کړې ده[2] او په دې رڼا کې هيڅ پټ نه پاتې کېږي[3] او هر څه ښکاره دي[4] او څه چې له ځان سره وکړي او هم سوچ چې وکړي، يوه ورځ به رابرسيره شي[5].

دغسې يو ګروهن انسان، په نړۍ کې د خپل وجود ليک کاږي او خپل برخليک ساز وي او خپل کړنليک په خپله غاړه کې اچوي، چې يوه ورځ يې د وجود ليک ورپرانځي او ورته ووايي چې ولوله او د خپلو چارو پر حساب دې پوه شه[6].

ښکاره ده چې دغسې انسان دې تل د خپل ځان اندېښمن وي، څوک چې له هاغسې مشاهدې ډارېږي او له عرض اکبر[7] نه ډارن وي؛ نو بېشکه د خپلې وګړې – شخصیت د کرښو په کاږلو کې به تر معمولي بريده ورهاخوا، دقت وکړي او له نفس سره مبارزه دلته دقيقه مانا مومي.

له امام صادق (رح) څخه روايت شوي: « لو لم يكن للحساب محوله اءلاحياء العرض على الله تعالى و فضيحه هتك الستر على المخفيات لحق للمرء ان لا يهبط من رووس الجبال و لاياوى الى عمران و لاياكل و لايشرب و لاينام الا عن اضطرار متصل بالتلف و مثل ذلك يفعل من يرى القيمه باهوالها و شدائدها قائمه فى كل نفس و يعاين بالقلب الوقوف بين يدى الجبار حينئذ ياخذ نفسه بالمحاسبه كانه الى عرضاتها مدعو و فى غمراتها مسوول[8] — که د حساب پر ورځې د خدای پر وړاندې درېدل او د خوالو رابرسېرول وي؛ نو وړ وه چې انسان د غرونو له هسکو راښکته نشي او په اباديو کې ميشت نشې، ونخوري، ونڅښي او ويده نشي؛ خو مازې سا ايستو ته. څوک چې قيامت له ګردو سختيو سره يې په هرې سا ايستو کې خپلې مخې ته ولاړ او برقرار ويني او په زړه د جبار خدای پر وړاندې خپله تمېدنه مشاهده کوي؛ نو له خپل نفس سره به داسې محاسبه وکړي چې ته وا د قیامت ډګر ته بلل شوی او په سختیو کې یې پوښتنې ترې کېږي».

باید له ځان سره حسابونه د انسان ټینګه بوختیاوي

یوازې په دیني شرایعو کې دي، چې ځان ته ورپامېدل او له ځان سره حساب کول، باید د انسان جدي بوختیا وي، او اميرالمؤمنين دا مطلب په متقين خطبه کې په ځانګړي ظرافت اوڅار – مطرح کړی دی. په رښتینه کې اميرالمؤمنين په دې خطبه کې، له نفس سره د جهاد مساله تر هغې خورا نازکه او خورا ظريفه څرګنده کړې چې مخکې وويل شوه. په دې څرګندونه کې، انسان نه يوازې بايد له خپل نفس سره مبارزه وکړي؛ بلکې تل د نفس څارن هم وي. ته وا چې متقي دوه «نفسه»، دوه ځانه او دوه «خوده» لري. هغه نفس او ځان چې سرغاړی کوي او بل هغه نفس چې قيضه په لاس، سرغاړی نفس کابو او راموي.

د « ان استصعبت عليه نفسه: که نفس يې سرغاړی ورباندې وکړي» عبارت دا مانا راکوي، چې په متقي کې يو نفس شته او يو ځان، چې تل دا دواړه يو له بل سره په شخړه کې دي او يو له بله سرغړونه کوي او بل يې تل په ادبونې پسې راخستې ده. ته وا «هغه» يو سپور دی چې د «نفس» پر سپرلۍ ورسپور دی او که دا «نفس» سرغاړي ترې وکړي، «هغه» به يې هم غوښتنې ورپوره نکړي او د رياضاتو په اصنافو يې په کابو کولو کې هڅه کوي او نه يې مړوي، چې پر سرغړونې سر نشي. د مولانا په وینا:

نفس فرعونى است هان سيرش مكن        تا نيارد ياد زان كفر كهن

(مثنوى، څلورم دفتر، 3621 بیت)

یعنې: «نفس یو فرعون دی» مه یې مړوه، چې پخوانی کفر ور یاد نشي»

په نورو روایاتو کې هم دغسې تعابیر راغلي. په یوه حدیث کې نفس له سرغړاندې څاروي سره ورته شوی، چې باید د پوهې په رسۍ او د عمل په لکړه یې پرمخ بوځو[9].

له دې سپرلۍ ګټنه کول؛ خو د سرغړاندی اجازه نه ورکول له هغو مطالبو ځنې دي، چې په عرفاني ادبیاتو کې مو پرېمانه څرګندېږي.

البته له فلسفي اړخ د نفس او بدن اړیکه، د راکب (سپور) او مرکب (سپرلۍ) له اړیکې سره یوه ښه تمثیل او انځورنه نه ده او څه نیوکې راولاړوي، چې دفاع ترې نه کېږي؛ ځکه حقیقت دادی، چې د نفس او بدن اړیکه، تر دې ژوره او غښتلې اړیکه ده، له یوه حقیقت څخه دوه مرتبه اړیکه ده؛ ځکه نفس او بدن د یو جنس دوه سرونه دي؛ خو بیا هم د اخلاقي پایلو اخستو او دا چې خپل موقعیت او وګړه ښه وپېژني پر ځای او ښه تمثیل دی او پریمانه زده کړې لري. د مثال په ډول مولوی د مجنون او اوښې کسه راته کوي، چې کله مجنون پر اوښې سپور د لیلی خوا ته ور روان و؛ خو د اوښې جونګی ترې شاته پاتې و، او اوښه ورپسې د ورګرځېدو په هڅه کې وه:

هوى ناقتى خلفى و قدامى الهوى        و انى و اياها لمختلفان[10]

پر اوښې سپور مجنون که، یوه شېبه غافلېده؛ نو واګې یې له لاسه خوشې کېده، اوښه بېرته ستنېده:

همچو مجنون در تنازع با شتر        گه شتر چربيد و گه مجنون حر

همچو مجنون‏اند و چون ناقه‏اش يقين        مى‏كشد آن پيش و اين واپس بكين‏

ميل مجنون پيش آن ليلى روان        ميل ناقه پس پى كره دوان‏

يكدم ار مجنون ز خود غافل بدى        ناقه گرديدى و واپس آمدى‏

عشق و سودا چون كه پر بودش بدن        مى‏نبودش چاره از بى‏خود شدن‏

آن كه او باشد مراقب عقل بود        عقل را سوداى ليلى در ربود

ليك ناقه بس مراقب بود و چست        چون بديدى او مهار خويش سست‏

فهم كردى زو كه غافل گشت و دنگ        رو سپس كردى به كره بيدرنگ‏

چون به خود بازآمدى ديدى ز جا        كو سپس رفته است بس فرسنگها

در سه روزه ره بدين احوالها        ماند مجنون در تردد سالها

(مثنوى، څلورم دفتر ، 1533 -1541 بیتونه)

په دې توګه کلونه به بېدیا کې پاتې شو، تردې چې عاقبت اوښې وویل:

گفت اى ناقه چو هر دو عاشقيم        ما دو ضد بس همره نالايقيم‏

نيستت بر وفق من مهر و مهار        كرد بايد از تو صحبت اختيار

اين دو همره همدگر را راهزن        گمره آن جا كو فرونايد ز تن‏

جان ز هجر عرش اندر ناقه‏اى        تن ز عشق خار بن چون ناقه‏اى‏

جان گشايد سوى بالا بالها        در زده تن در زمين چنگالها

تا تو با من باشى اى مرده‏ى وطن        پس ز ليلى دور ماند جان من‏

روزگارم رفت زين گون حالها        همچو تيه و قوم موسى سالها

خطوتينى بود اين ره تا وصال        مانده‏ام در ره ز شستت شصت سال‏

راه نزديك و بماندم سخت دير        سير گشتم زين سوارى سير سير

(مثنوى، څلورم دفتر ، 1542 -1550 بیتونه)

او همدا کار یې هم وکړ

سرنگون خود را ز اشتر درفكند        گفت سوزيدم ز غم تا چند چند

تنگ شد بر وى بيابان فراخ        خويشتن افكند اندر سنگلاخ‏

آن چنان افكند خود را سخت زير        كه مخلخل گشت جسم آن دلير

چون چنان افكند خود را سوى پست        از قضا آن لحظه پايش هم شكست‏

پاى را بربست گفتا گو شوم        در خم چوگانش غلطان مى‏روم‏

زين كند نفرين حكيم خوش دهن        بر سوارى كو فرونايد ز تن‏

(مثنوى، څلورم دفتر، 1551 -1556 بیتونه)

هو، څوک چې د تن له سرغړاندې سپرلی، دا سپرلۍ چې لار یې جلا ده، راکوز نشي ازار ګټلی کېږي، او تردې اوچت ازار به څه وي، چې انسان ټول عمر په سرګردانۍ کې تېر کړي او هوډ او مطلب ته ونه رسي؟

* نفس کله د ځان پر مانا دی نه یوه برخه یې.

خو په رښتیا پر ځان د انسان د نفس د سرغاړۍ مانا څه ده؟ ددې پوښتنې ځوابونه اسانه نه ده او دا هله سختېږي چې پوه شو زموږ په دیني ادبیاتو کې د «نفس» کلمه د انسان د «خود» په مانا کارول شوې، او یوازې په را روسته تعبیراتو کې چې صوفیانو کاروله، ډېره محدوده مانا یې پیدا کړې ده.

په قرآن کې «نفس» څو ځلي د انسان د «خود» پر مانا کارول شوی دی. ان خدای د ځان په باب هم د نفس کلمه کارولې ده[11] .

او جوته ده چې د خدای په اړه دوه ګونیتوب نشته او نشو ویلای چې خدای له بدنه جلا یو نفس لري او یا نفس یې یوه برخه ده نه ټول یې. په لاندې آیتونو کې د «نفس» لفظ د انسان د «خود» پر مانا کارول شوی دی:

وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا (شمس/7) = پر( انساني) نفس (ځان) او سموونكي يې قسم!

فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا (شمس/8) = نو د هغه بدي او پرهېزګاري یې ورالهام كړه (او په زړه کې ور واچوله)،

څرګنده ده چې «فجور و تقوا» د انسان په خپل وجود کې ورایښوول شوي او دا د انسان د وګړې – شخصیت حقیقت دی، چې په دواړو ملهم شوی دی:

وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ (بقره/۲۰۷) = او له خلکو هغه دى، چې د خداى د رضا د تر لاسه کولو لپاره ځان پلوري او خداى پر خپلو بندګانو خوږمن دى.

او په قرآن کې دا ډول آیتونه ډېر دي.

نفس مرتبې لري

خو په قرآن کې نفس ته په ځینو ځایونو کې ځانګړنې او مرتبې یادې شوي لکه خدای په یوسف سورت کې د حضرت یوسف له خولې وایي:

وَمَا أُبَرِّئُ نَفْسِي إِنَّ النَّفْسَ لأَمَّارَةٌ بِالسُّوءِ إِلاَّ مَا رَحِمَ رَبِّيَ إِنَّ رَبِّي غَفُورٌ رَّحِيمٌ (یوسف/۵۳) = او [زلیخا وویل] زه ځان نه پاكوم؛(ځکه) چې (سركښ) نفس بد امره دی؛ خو پر چا چې زما پالونكى ولورېږي؛ځكه پالونكى مې ډېر بښونكى (او) لورين دى))

په قیامت سورت کې هم، خدای د نفس له مراتبو ځنې یوه یې یادوي او قسم پرې وریادوي:

لَا أُقْسِمُ بِيَوْمِ الْقِيَامَةِ (قیامت/۱) = د قيامت پر ورځ قسم کوم!

وَلَا أُقْسِمُ بِالنَّفْسِ اللَّوَّامَةِ (قیامت/۲)= او قسم خورم پر (ويښ وجدان او) ملامتوونکي نفس (چې قيامت حق دى)!

همدغسې په فجر سورت[12] کې راغلي :

يَا أَيَّتُهَا النَّفْسُ الْمُطْمَئِنَّةُ. ارْجِعِي إِلَى رَبِّكِ رَاضِيَةً مَّرْضِيَّةً. فَادْخُلِي فِي عِبَادِي. وَادْخُلِي جَنَّتِي (فجر/۲۷- ۳۰) = ډاډمن نفسه (ځانه)! د خپل پالونكي لوري ته دې وروګرځه، چې (ته له هغه) خوښ يې (او) هغه له تا خوښ دى، نو په (ځانګړيو) بندګانو كې مې ورننوځه .        او جنت ته مې راننوځه!

مطمئنه، لوامه او اماره بالسوء نفس

له دې آیتونو څرګندېږي چې «نفس» مرتبې لري. په یوه مرتبه کې د ډاډ حالت ته وررسېدای شي؛ هغه مرتبه چې د نفس ټولې اندېښنې په ټپه کېني او د وسوسو، شک، شهوت، غوسې، حسرت او غم و ښادی سیلۍ پکې نه لګیږي، څه شخړه پړه پکې نه پېښېږي، پوره ډاډېینه، آرامي، سلامتي، سوله او سلم پکې حکم چلوي او د «سیکنې» مقام ته یې وررسوي. البته دا یوه اوچته مرتبه ده چې ټول وررسېدای نشي. په یوه مرتبه کې نفس هم یو ملامتګر وجدان دی، چې انسان د هرې بدې په کولو ټپسوری کوي، او په یو پړاو کې هم له اندېښنو او تشویشونو ډک او اماره بالسوء دی. دا ټول د انساني نفس مرتبې دي.

انسان څو پاټکېزه پوړۍ ده

نباید وانګېرو چې په انسان کې څو نفسه شته؛ بلګې سمه یې دا ده، چې ووایو د انسان نفس د زینو د پاټکي په څېر دی. انسان په دې زینه کې کله د اماره نفس پر پاټکي دی او کله د لوامه نفس پر پاټکی او کله هم دا ټول تر پښو لاندې کوي او د مطمئنه نفس څوکي ته ورهسکېږي. دا ټولې درجې، د انسان د وګړې – شخصیت مرتبې دي. سم تعبیر دادی چې ووایو، انسان په ژوند کې بېلابېلې وګړې پیدا کولای شي. هغه وګړه چې اماره بالسوء ده، هغه وګړه چې لوامه ده او هغه وګړه چې مطمئنه ده. البته مرتبې نه یوازی دادي؛ بلکې د خدای پنځول شویو انسانانو د شمېر هومره وګړې او نفسونه شته او تېرې مرتبې یوازې د بېلابېلو نفسونو ډلبندۍ ته روستۍ پولې او څپرکي دي. د مولانا په وینا:

تو يكى تو نيستى اى خوش رفيق        بلكه گردونى و درياى عميق‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 1302 بیت )

یعنې «ښه ملګریه! ته ځان ته یو نه یې؛ بلکې یوه نړۍ او ژور سمندر یې»

نو په حقیقت کې «نفس» خپله انسان دی، چې بېلابېلې مرتبې او پوړۍ لري، نه دا چې له انسانه ورهاخوا وي او نه هم ورباندې پېټی دی.

حضرت علي (ک) او له نفس سره مبارزه

په نهج البلاغه کې له علي (ک) یو لیک راغلی، چې پکې یې په بصره کې خپل والي عثمان بن حنیف په سختیو ټکیو غندلی، ابن حنیف په هغه مېلمستیا کې ګډون کړی و، چې د ښار نېستمن پکې نه وو، علي(ک) په دې کړنه سخت غوسه شو او عثمان بن حنیف نه کاږي:

اما بعد يا ابن حنيف فقد بلغنى ان رجلا من فتيه اهل البصره دعاك الى مادبه فاسرعت اليها تستطاب لك الالوان و تنقل اليك الجفان و ما طننت انك تجيب الى طعام قوم عائلهم مجفو و غنيهم مدعو فانظر الى ما تقضمه من هذا المقضم

تر څښتن ستاینې او درود وروسته! د حنيف زويه! خبر شوى يم د بصرې د يو پانګوال په مېلمستيا کې دې ګډون کړى وه، ډول ډول خواړه يې درته ايښي ول او پرله پسې يې د خوړو کاسې درته راوړې، ګومان نه کوم، چې د هغو خلکو مېلمستيا ومنې، چې اړين يې په ظلم بې برخې شوي او شتمن يې پر دسترخوان بلل شوي وي. غور وکړه، چې چېرې يې او پر کوم دسترخوان يې خورې؟

روسته وایي:

الا و ان امامكم قد اكتفى من دنباه بطمريه و من طعمه بقرصيه، الا و انكم لاتقدرون على ذلك ولكن اعينونى بورع و اجتهاد و عفه و سداد. فوالله ما كنترت من دنياكم تبرا و لا ادخرت من غنائمها وفرا و لا اعددت لبالى ثوبى طمرا (…) و لو شئت لاهتديت الطريق الى مصفى هذا العسل و لباب هذا القمح و نسائج هذا القز، ولكن هيهات ان يغلبنى هواى و يقودنى جشعى الى تخير الاطعمه و لعل بالحجاز او اليمامه من لا طمع له

مشر مو له خپلې دنيا په يو جوړ جامو او دوه ټکليو ډودۍ بسيا کړې. پوه شئ! دا چار مو له وسې پوره نه دى؛ خو په خپلې نمنځچارۍ – پرهيزکارۍ، ډېرې هڅې او پاکلمنۍ به مې لاسنيوى وکړئ؛ نو پر خداى قسم! ستاسې له دنيا مې سره سپين زېرمه کړي نه دي او همداراز له غنيمتونو مې هم. له يو جوړ جامو زيات څه نه لرم که وغواړم؛ نو نږه شات او د غنمو ډوډۍ خوړاى او هم ورېښمنې جامې اغوستى شم؛ خو په خواشینۍ، چې ځاني غوښتنې به رالاسبري شوې وي او حرص او تمه به مې اړ کړي، چې خوندور خواړه وخورم. حال دا چې په “حجاز” يا “يمامه[13]” کې به داسې څوک وي، چې يوه ټيکله ډوډۍ به نه ورسي او يا به کله هم په مړه خېټه ویده شوى نه وي.

بیا وایي: ( او بېلګه مو په همدې جملو کې ده).

و ايم الله يمينا استثنى فيها بمشيئه الله لا روضن نفسى رياضه تهش معها الى القرص اذا قدرت عليه مطعوما و تقنع بالملح مادوما و لادعن مقلتى كعين ماء نضب معينها مستفرغه دموعها. اتمتلى السائمه من رعيها فتبرك و تشبع الربيضه من عشبها فتربض و ياكل على من زاده فيهجع. قرت اذا عينه اذا اقتدى بعد السنين المتطاوله بالبهيمه الهامله والسائمه المرعيه

پر خداى قسم! داسې قسم، چې يوازې د خداى اراده پکې ده، داسې به خپل نفس وروزم، چې که يو ټيکلى ډودۍ مې ومونده، پرې خوشحاله شي او دومره وژاړم، چې چينه وچه شي؛ نو ژړا به مې ونه درېږي ايا وړ ده، چې څاروي ډېر وخوري او ارام ویده شي او د مېږو او پسونو رمه له څړ ځايه خپل شپه غالي ته مخه کړي او “علي” هم (په څېر يې) له خپلې توښې وخوري او ويده شي؟ نو سترګې دې يې روښانه وي! چې تر ډېرو کلو وروسته يې خوشې شوي څاروي او رمې ځان ته بېلګه کړي وي!!

دلته امیر المؤمنین علي (ک) «نفس» د ځان پر یوې مرتبې اطلاق کړی او له ریاضت ورکولو یې مراد، په اوچته مرتبه یې تر روزنې لاندې نیول دي ( لکه اسونه چې په میدان کې ریاضت ویني او روزل کېږي) چې دومره خوی واخلي او وروزل شي چې هډو سرغړونه ونه کړي. د نفس ریاضت یو ډول چلن دی، چې انسان یې له ځان سره کوي او یو د پوزې بند دی، چې د خپلو سرغړونو کابو کولو ته یې تړي.

د صوفیانو په فرهنګ کې نفس او د نفس وژنه

د صوفیانو په فرهنګ کې د «نفس» کلمې خورا محدوده مانا پیدا کړې؛ داسې چې یوازې یې د انسان پر غیر عقلاني قواوو اطلاقوي[14]. نو ځکه کله چې له «نفس وژنې» یا « له نفس سره د مبارزې» خبره کوي، مراد یې د انسان د وجود له دې اړخ سره مبارزه کول دي او د مولوی په وینا:

نفس خود را كش جهان را زنده كن        خواجه را كشته است او را بنده كن‏

(مثنوى مولوى، درېیم دفتر، 2504 بیت)

یعنې «نفس دې ووژنه او نړۍ را ژوند کړه، خواجه یې وژلی، بندي یې کړه»

او د علي (ک) په کلماتو کې هم راغلي:

« قد احيى عقله و امات نفسه : خو خدا یې زړه ژوند کړی، او نفس یې ترې شړلی» (نهج البلاغه،۲۲۰ مه خطبه).

او د متقینو په همدې خطبه کې یې د متقیانو د «مړ شهوت» خبره کړې ده.

سعدي هم وایي:

ما كشته‏ى نفسيم و بس آوخ كه برآيد        از ما به قيامت كه چرا نفس نكشتيم‏

خواجه شفاعت نكند روز قيامت        بايد كه ز مشاطه نرنجيم كه زشتيم‏

تا چند بر اين كنگره چون خشت توان بود        يك روز نگه كن كه بر اين كنگره خشتيم‏

پيرى و جوانى چو شب و روز برآمد        ما شب شد و روز آمد و بيدار نگشتيم‏

خو عارفانو څرګندنه کړې چې د غضبي او شهوي قواوو د منځه وړو پر مانا د «نفس وژنه»، یو باطل چار دی او نباید سالکانو ته دغسې توصیه وشي. د بېلګې په توګه غزالي په خپلو لیکنو کې څرګنده کړې، چې د شهواتو او غضبیه قواوو له ځینې مو موخه، ددې ځانګړو له جوړو را ایستل نه دي او د داسې انسان جوړول نه غواړو چې دا ځانګړې ونه لري[15] او بدني جورښت یې د پرښتو په څېر وي. نوموړی د رسول اکرم (ص) د غوسې په هکله روایات راوړي[16] [رسول اکرم (ص) کله دومره غوسه کېده، چې مخ یې سور اوړېده]، چې وښیي پېغمبر (ص) هم له غوسې تش نه و.

خدای په نړۍ کې داسې پنځولي یو، چې انسانان اوسو او زموږ د انسانیت ارکان همدا قواوی، غرېزې او عواطف دي چې راکړي یې دي. ددې قواوو له منځه وړل، نه یوازې میسر نه دي، چې که فرضا وي هم مطلوب نه دي. دا ځانګړنې د انسان د انسانیت لازمه ده او باید انسان په همدې ځانګړنو خدای وپيژني او ویې نمانځني او په پاکونې او انډولونې یې ځان د انسانیت په بهیر کې پر مخ بوځي[17].

نو ځکه له رسول اکرم (ص) اورو چې:

حبب الى من دنياكم النساء و الطيب و جعل قره عينى فى الصلاه[18] = ستاسې له دنیا ښځه او عطر راته ګران دي او په نمانځه کې مې د سترګو روښنایي ده.»

دا خبره چې پر هره مانا وي؛ خو چورلټ یوه مانا یې داده چې زه هم ستاسې په څېر یو بشر یم او هغو عواطفو او غرایزو ته درناوی لرم چې خدای مې په وجود کې ایښې دي او نه یوازې دا چې خجالت ترې نه یم، چې منندوی او پرې ویاړم.

ځینو ملحدینو چې ګومان کاوه چې باید الهي پېغمبران له انساني غرایزو او عواطفو تش وي، دا خبرې یې د رسول اکرم (ص) یوه خو ګڼله او ټکې یې ورباندې کولې[19] . خو رسول اکرم (ص) په لوی لاس دا ډول خبرې کولې چې نور خپل مقام وپیژنې او له پولي هاخوا پښه کېنږدي.

نو ځکه د نفس د سرغړونو پر وړاندې درېدل او بې ځایه غوښتنې یې نه منل په هیڅ توګه د نفس وژني او د عواطفو او غرایزو د لمبو د تتولو او د ځان د خصي کولو پر مانا نه دي او البته کابو کول یې جلا خبره ده، چې له وژنې سره یې ډېر توپیر لري[20].

له ځانه پردیتوب او له ځانه د انسان له انګېرنې سره یې تړاو

اوس پر نفس لاسبري، ورسره مبارزې، د شهوت او غوسې کابو کونې او د نفس ریاضت ورکونې ته ور رسو. انسان څنګه له ځان سره لانجه کړای شي؟ ایا موږ څو ټوټې یو؟ هو، سمه ده چې هر انسان او هر موجود یوازې یو واقعي ځان (خود) لري؛ خو دا چې موږ مدرک (او درک کوونکي) موجودات یو او له خپل ځانه یو ډول انګېرنه او پېژندنه لرو، دا پېژندنه یا ناسمه کېدای شي او په دویمه بڼه کې د ځان په تړاو د ټوټه کېدو او پردي توب لامل ګرځي.

له ځانه د پرديتوب سمه مانا چې نن یې ویینه ډېره اوڅار- مطرح ده او له نولسمې پېړۍ را روسته د لویدیځ په فلسفو کې د دودیزو اصطلاحاتو په کتار کې راغلې، همدی مانا ته ورستنېږي. احتمالا هګل دا مانا لومړی ځل په نولسمې پېړۍ کې اوڅار کړې او بیا د مارکس او سارتر په ښوونځیو کې او ورپسې د نویو ارواپېژندونکیو په ښوونځي او د دورکیم په ټولنپوهنه کې په یو بل ډول رامخې ته شوه، چې دا ټولې یې د اهمیت ښودوونکې دی. په قرآن کې هم د « ځان هېرونې[21]»او د «ځان زیانمنېدو[22]» ویینه مطرح شوې ده، که څه «له ځانه د پرديتوب» له اوسنۍ مانا سره اړخ نه لګوي؛ خو بيشکه له انسانه يې پېژندنه ډېره ژوره او پراخه ده. شونې ده چې «له ځان پرديتوب» څخه بېلابېلې ماناوې واخستل شي، چې يوازې يوه يې راته منلې او پاموړ مو ده.

له ځانه اپوټه انګېرنه، له ځانه د پرديتوب دقيقه مانا ده

تر هر څه له مخه بايد پوه شو، کوم موجودات چې له خپل ځانه انګېرنه نلري، له ځانه په پرديتوب هم نه اخته کېږي. هغه موجود ته له ځان پرديتوب ورپېښېږي، چې له ځانه څه انګېرنه ولري او دا انځورنه د بلې هرې انګېرنې په څېر، کله له اصل او آر سره اړخ لګوي او کله نه. کله هم، ور او دېوال، ورسۍ او نور نامدرکه موجودات له ځانه نه پردي کېږي؛ ځکه څنګه چې دي هماغسې دي. موږ هم په واقع او ثبوتی عالم کې هماغه يو چې يو. ايا شونې ده چې خپله يو موجود بې له ځانه يې وي!؟ په دې مانا هيڅوک له ځانه پردی نه دی؛ نو ځکه له ځانه د پرديتوب مانا دا نه ده، چې څوک يا کوم څيز بې له خپل ځانه وي؛ يعنې هغه وي چې نه دی!

تر دې ورهاخوا، له ځانه پرديتوب پردې مانا هم نه دی، چې څوک يا کوم څيز هغه نه دی چې کېدای شي؛ يعنې خپل پټ استعدادونه يې پر کار او فعليت نه وي اچولي. کوچنيان پرېمانه استعدادونه لري چې کارولي يې نه دي؛ خو کله هم نشو ويلای چې له ځانه پردي دي. نشو ويلای دا چې تر اوسه هغه پړاو ته رسېدلي نه يو، چې ور رسېدای شو او خپلې پرتې قواوې مو د عمل ډګر ته راوړاندې کړې نه دي؛ نو مسخ او له ځانه پردي شوي يو. له ځانه پرديتوب نه منطقي تناقض دی – يعنې يو موجود هغه نه دی چې دی او نه دا روستی مانا – يعنې يو موجود هغه نه وي چې کېدای شي. له ځانه پرديتوب يوازې په مُدرکو موجوداتو کې مانا پيدا کوي. په دې توګه چې موجود يو څيز وي؛ خو له ځانه يې انګېرنه يو بل څيز وي. او دا يو چار دی، چې نه يوازې شونی؛ بلکې واقيعت لري او دا خو لا څه، چې يو ډېر شايع او دود چار هم دی. ډېر کسان شته چې وجود يې يو بڼه لري، خو له خپل ځانه بله انګېرنه لري، خپله په يو رنګ دي؛ خو له خپل ځانه انګېرنه په بل رنګ ويني. او په دې توګه په واقع کې انسان دوه (خوده او) ځانه پيدا کوي؛ يو واقعي ځان او بل وهمي ځان، چې د واقعي ځان ناسمه انګېرنه ده.

انسان يوازېنی موجود دی چې ځان ته خيالي نړۍ جوړولای شي

نو په موجوداتو کې يوازې هغوی له ځانه پردي کېږي، چې له خپل ځانه يوه انګېرنه درلودای شي او علی الظاهر دا يو فضيلت دی چې انسان ته ورکړای شوی دی!

د فيلسوفانو په وينا، انسان يوازېنی موجود دی چې ځان ته يوه «نړۍ» لري او نړۍ يې کېدای شي،چې بې له بهرنۍ او مشهودې نړۍ وي. په هغې نړۍ کې ژوند کړای شي چې خپله يې جوړه کړې او له واقع نړۍ سره فرسنګونه واټن لري. په خپل وهم کې يوه نړۍ او څارولای شي، چې خپل ټول عمر پکې تېر کړي او يوه شېبه هم په واقع نړۍ کې ګام کېنږدي، کټ مټ د هغه په څېر چې په خوب کې ګومان کوي، چې ويښ دی او يوازې تر وېښېدو روسته پوهېږي چې ويده و. نو ځکه انسان دروغجن ځان درلودای شي او له ځانه د پرديتوب مانا همدا ده، چې انسان له ځانه يو ناسمه او غلطه انګېرنه جوړه کړې وي، نه دا چې په يوه «ځان» کې يې دوه ځانونو ځاله کړې وي.

انسان علمي فاعل دی، مانا يې څه ده؟

بلخوا، د فلسفې په اصطلاح، انسان «علمې فاعل» دی[23] يعنې خپلې چارې د خپلو ادراکاتو او پوهېدنو له مخې ترسره کوي. يو کار ته يې هوډ د مخکېنۍ پوهې او پېژندنو له مخې وي. د هر چا عمل د هغې پېژندنې له مخې بڼه مومي، چې له ځان او بهرنی نړۍ يې لري. کومې ودانۍ ته چې ورننوځئ، که ګومان وکړئ چې انګړ يې له ښېښې جوړ دی؛ نو پښې مو په يو ډول ږدئ[24] . عمل تل په علم پسې پلی کېږي او د پوهې د ډول له مخې بڼه مومي. د حکيمانو د تعبير له مخې- چې البته په حق خبره ده – څوک چې له خپل ځان اپوټه انګېرنه لري؛ نو دا به يې د اپوټه کړنو سرچينه شي؛ نو ځکه ټول عمر به له واقعيت سره په ناهمغږۍ کې تېر کړي. ښايي لاندې آيت په غوره توګه د دغسې انسان حالت څرګند کړی وي:

قُلْ هَلْ نُنَبِّئُكُمْ بِالْأَخْسَرِينَ أَعْمَالًا (کهف/۱۰۳) = ايا ډېر زيانکاري خلک در په ګوته کړو؟ الَّذِينَ ضَلَّ سَعْيُهُمْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَهُمْ يَحْسَبُونَ أَنَّهُمْ يُحْسِنُونَ صُنْعًا (کهف/۱۰۴) = هغوى چې په دنيوي ژوند كې يې هلې ځلې وركې او پوپنا شوې دي؛ خو پخپله انګېري،چې ښه كارونه كوي .

په دې نړۍ کې هغوی ډېر زيانمن دي، چې چټي هڅې کوي او له دې سره سره انګېري چې ښې چارې کوي او دا هله پېښېږي چې انسان له ځان او واقعيته، اپوټه انګېرنه ولري.

مولوي په دې باب په مثنوي کې يوه ښکلې کيسه راوړې ده.

وايي د حضرت عمر (رض) په زمانه کې د کمکي اختر په هکله اختلاف راولاړ شو. څوک خليفه ته ورغی، چې سپوږمۍ مې لېدلې ده، راځه چې يې در وښيم، چې غونډۍ ته د ليدو لپاره ور پورته شول، سړي په ګوته د اسمان يوه څنډه ښودله، چې سپوږمۍ هلته ده، خليفه چې څومره وليدل، څه يې په اسمان کې ونه ليدل؛ خو چې د سړي مخ ته ور ځير شو؛ نو ويې ليدل چې پر سترګه يې د ورېځو يو ويښته ور ځوړند دی:

يك حكايت بشنو اى گوهرشناس        تا بدانى تو عيان را از قياس‏

ماه روزه گشت در عهد عمر        بر سر كوهى دويدند آن نفر

تا هلال روزه را گيرند فال        آن يكى گفت: اى عمر اينك هلال‏

چون عمر بر آسمان مه را نديد        گفت: كاين مه از خيال تو دميد

ورنه من بيناترم افلاك را        چون نمى‏بينم هلال پاك را

گفت: تر كن دست بر ابرو بمال        آن گهان تو برنگر سوى هلال‏

چون كه او تر كرد ابرو مه نديد        گفت: اى شه، نيست مه، شد ناپديد

گفت: آرى موى ابرو شد كمان        سوى تو افكند تيرى از گمان‏

(مثنوى، دویم دفتر، 111 -118 بیتونه)

بيا مولوی له کيسې مهمه پايله اخلي، وايي:

موى كژ چون پرده‏ى گردون بود        چون همه اجزات كژ شد چون بود؟

چون كه مويى كژ شد او را راه زد        تا به دعوى لاف ديد ماه زد

(مثنوى، دویم دفتر، 119 -120 بیتونه)

په رښتيا ایا نه کېږي چې د انسان وجود کوږ وي؟ ولې تل بايد فکر وکړو، چې دنيا بده يا کږه وي؟ ډېر ځل له بدې دنيا سره مخېږو. نبايد يوازې د بهر سمونې په فکر کې اوسو، دننه هم بايد سمه کړو. له نړۍ د انسان پېژندنه فعل نه؛ بلکې تفاعل دی؛ خو ممولاً انسانان د شناخت – ښاندې او عمل پر وخت خپلو دنننيو کږو وږو ته ډېره لږه پاملرنه (هم) نلري او ګومان کوي چې د ښاندې او عمل پر وخت څه کږونه، کمي او نيمګړنه چې شته په بهرنۍ نړۍ پورې اړوند دي. په داسې حال کې که له ځانه د انسان پوهېدنه کږه وږه وي؛ نو د ورمندون – قضاوت او عمل پر وخت به پر کڼو کږو وږو اخته شي. نو ځکه ددې لپاره چې انسان سالم ژوند او له کږۍ او کمۍ لرې فکر و عمل ولري، ړومبی ګام يې د ځان او خپل کاږه واږه نفس سمونه ده او دا يعنې د پرديو د شړلو لپاره له نفس سره مبارزه او د ځان سم رنګول دي. له نفس سره مبارزه يعنې له ځانه د ځان د انګېرنې سمونه او ورپسې د هغو کړنو سمونه چې ترې راولاړېږي. له نفس سره مبارزه؛ يعنې له نړۍ سره د ځان د اړيکو سمونه. له نفس او ځان سره د مبارزې بله مهمه مانا داده چې انسان په واقع کې له «ځان» سره جهاد نه کوي؛ بلکې له هغه پردي سره جنګېږي چې دننه ورکې ناست دی او ځان ته يې د «ځان» رنګ ورکړی دی.

انسان خو له ځان سره لانجه نکوي، که د انسان په دننه کې څه شخړه رامنځ ته شوه؛ نو د پردي د نفوذ او شتون نښه ده، چې دننه يې پکې سوړه کړې ده.

د شهوت د نشې او د غوسې د لېوني په څېر تعبيرونه ډېر څرګند او ډاګيز دي او راښيي چې د شهوت او غوسې غلبه، په حقيقت کې پر انسان د يو پردي لاسبري او غلبه ده (چې د دين په ژبه شيطان دی). نو په دننه کې ټکر، د پردي د نفوذ نښه ده او له نفس سره جهاد هم د پردي ايستل دي. په بله وينا رذايل زموږ له جنسه نه دي؛ خو فضايل دي؛ نو ځکه بسيا ده چې انسان، لا ښه انسان شي، چې ډېر فضيلت ومومي؛ خو د انسان توږنه (خسران،زيان) د رذايلو په منګولو کې يې راښکېلېدنه ده. د انسان ښه والی، د ده چاغوالی دی او بدوالی يې ډنګرتوب او له پردي سره ملګرتوب (رذيليت) دی. او ښايي د فضايلو د فطري والي مانا همدا وي. کله چې د انسان له دننه شخړو خپله بستره راټوله کړه او انډول موجود شو؛ نو ګرده نړۍ به ورته انډول او موزون شي. د بهرنۍ نړۍ بدرنګي، زموږ د بدرنګۍ عکس او انځور دی:

من كه صلحم دايما با اين پدر        اين جهان چون جنتستم در نظر

هر زمان نو صورتى و نو جمال        تا ز نو ديدن فرومى‏رد ملال‏

من همى بينم جهان را پر نعيم        آبها از چشمه‏ها جوشان مقيم‏

بانگ آبش مى‏رسد در گوش من        مست مى‏گردد ضمير و هوش من‏

شاخها رقصان شده چون تايبان        برگها كف زن مثال مطربان‏

برق آيينه است لامع از نمد        گر نمايد آينه تا چون بود

(مثنوى، څلورم دفتر، 3263 -3268 بیتونه)

د مولوی په وينا، هغه انسان چې له نړۍ سره ناهمغږی دی، نړی او عالم ورته دوزخېږي؛ خو د چا چې ټول وجود ورسره همغږی وي، په دې ستره هنداره کې بې له جنته بل څه نه ويني. دا زموږ د وجود دوزخ دی، چې د باندې نړۍ راته دوزخوي او هم زموږ د نفس جنت دی، چې د اسمان و ځمکې ارتوالی جنت ويني.[25] ددې خبرې راز چې ويلي يې دي، عارفان د عرفان په لوړو مرتبو کې هر څه ښه ويني، په همدی ځای کې دی.

دوی خپله ښه دي. د وجود هېنداره يې کږه نه ده، چې څه پکې کاږه وبرېښي[26].

ومو ويل چې موږ قواوی او غرېزې لرو، چې بايد غوښتنې يې ومنل شي. خدای غوښتي چې له ځانګړو اړتياوو سره يو موجود وپنځوي او بايد اړتياوې يې مړې شي؛ خو دا چې مړښت يعنې څه او له کومه بريده روسته د مړښت ورهاخوا ده او انسان د خپلو ځاني غوښتنو په کابو کونې ملزم دی؟ انسان تر کومه ځايه حق لري خپلو غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي؟

د هر ښوونځي دنده ده، چې د انساني غوښتنو د مړولو سمې لارې وټاکي.

په نړۍ کې هيڅ اخلاقي ښوونځی – که ديني وي يا بي دينه – نه پيدا کېږي، چې انسان ته ووايي، څه چې غواړې وکړه او هرې خوا ته څومره دې چې له وسې پوره وي ولټه؛ د اخلاقي ښوونځيو د آريزو ارکانو يوه برخه د انساني غوښتنو د پولو ټاکنه او کابو کونه يې ده. د همدې څرګندونې تر پولي د اعتدلال او منځلاری نظريه مطلوب او ښه ده. پخوانيو هر يو فضيلت د بشري غوښتنو د پر ټپه ولاړېدو او کاواکۍ ترمنځ، منځنی حد بللی دی. او ددې فضايلو درلودونکی يې معتدل (منځلاری) يا د «عدالت» د ځانګړنې خاوند شمېرلی دی او تر دې فضايلو روسته پاتې او تېری کوونکي يې مُفرطَ او مُفرِطَ ونومول. ارسطو ويل:

شجاعت (او مېړانه) د جبن (ډار) او تهوَر (ډېرې مېړانې) منځنی حد دی، اقتصاد د بخل او اسراف منځنی حد دی، شرافت د پست همتۍ او ځانمنی منځنی حد دی تواضع او عاجزي د تکبر او حقارت منځنی حد دی او ښه خوی د ملنډو وهلو او تریوټندۍ ترمنځ سمه لار ده. په دې ګروهو کې ډاګيزه دا ده چې فضيلت يعنې د انساني غوښتنو مړولو ته يو بريد پيدا کول او ځان په دې بريد کې را ايسارول دي.

د اعتدال (منځلاری) نظريه او نيمګړتياوې يې

د منځلارۍ نظريه: يوه پېچلې نظريه او په عمل کې ناګټوره ده. او تر دې ور هاخوا د عشق، تفضل، ايثار او سرښندنې په څېر ستر فضايل نه تفسېروي او اعتدلال ته کومه کچه نه را پر ګوتو کوي او تر عاقله قوې لاندې د غوسې انقهار او شهوت اعتدلال بولي؛ خو د عقل اعتدال ته څه کچه نه ورښيي، او له همدې امله اخلاقيانو، په پای کې د قواوو او غرايزو د انډول لپاره ديني اخلاقو يا دودېزو اخلاقو ته ور مخه کړه.

غوره کچه پر ټکر لرې کونې ډډه وهل دي. هره هيله چې په زړه کې راخوټېږي او يا هر نعمت چې کومی خوږوي او هر خوی چې انساني ګڼل کېږي، که تر لاسه کول يې له نورو سره شخړه او مجادله پراخوي او تاسې له ځان او نورو سره لا دښمنۍ ته هڅوي؛ نو دا رذیلت او مذموم دي. هغه غوښتنې چې په نړۍ کې لانجې راسپړي؛ نو نامشروغ غوښتنې دي او هغه مشروع دي چې ددې شخړو لمبې مړې کوي، که دا شخړې او دښمنی دنننی وي يا دباندېنی.

انسان پخپله ښه پوهېږي چې د يوې غوښتنې په لاس ته راوړو يې دنننی لانجه ډېرېږي يا لږېږي، که څه، کله دومره له دې شخړو سره روږدېږي، چې ښايي ورزياتونه يې ونه ننګېرای شي. په هر حال له دننه او د باندې د تعارض او ټکر د بسترې راټولول د فضيلت محک او کچه ده. څه چې پر دې اور تېل ور اچوي او لمبی يې لا لوخړنې کوي دوزخي دي او څه چې دا اور تتوي او د دننني او بهرني اور په سړولو پسې يې راخستې وي جنتي دي او بايد د انسانانو ښه وايسي او مطلوب او مراد يې شي. ګرد سره اخلاقي فضايل او رذايل له دې ليده تشخيصولای شو. ايا دروغجن ډېر يو له بل سره غاړه وړي يا رښتوني؟ قانعان يا حريصان؟ ظالمان يا عادلان او …؟

رښتين، قانع او عادل پر دباندې سربېره په دننه کې هم سلامتي او پاکي لري؛ نو ځکه د اخلاقيتوب بريد، د تعارض او ټکر لرې کونه ده. له دې ځايه څرګندېږی چې انسان نبايد تل له خپل نفس سره په لانجه کې وي،چې دا يوازې د سلوک د پړاوونو له يوه پړاو سره تړاو لري نفس بايد په يوه ځای کې ډاډمن شي او ټولې شخړې پکې لاندې کېني او درون سوزه شرونه پکې مړه شي. انسان نبايد د عمر تر پايه په لانجو کې تېر کړي. زموږ سترو اخلاقيونو پردې ټکي ټينګار کړی او ښه تمثيل يې راوړی دی.

فرض کړئ د يو استاد په درس کې حاضر ياست، چې څه ترې زده کړئ، خو په همدې حال کې لس ګونه ربړنده – مزاحمان يا مطالبه ګر له درسه په وتو کې درسره په شخړه کې دي او هر يو مو يوې خوا ته راکاږي او تاسې هم هڅه کوئ چې هر يو په يو ډول آرام کړئ او له لاسه يې خپل ګرېوان خلاصوئ. سمه ده چې تاسې له دې هر يو سره مبارزه کوئ او له درسه د باندې نه وځئ؛ خو ايا دا شخړه مو پرېږدي چې څه زده کړئ. په نمانځه کې هم دغسې ده. انسان بايد مخکې له مخکې پردي له خپل دننه ايستلي وي، چې له خدای سره په پوره فراغت خبرې وکړي نه دا چې په نمانځه کې د خدای له دښمنانو سره لاس و ګرېوان وي؛ نو ځکه بايد له ځان سره د نفس دنننی لانجه موجوده وي؛ خو نبايد وغځېږي، دا يو چار دی، چې بايد ټول پکې ورننوځو؛ خو نبايد پکې پاتې شو، يوازې تېرېدو ته يو پړاو دی او تر تېرېدو روسته انسان بايد داسې شي چې هيڅ دنننی دښمن د سرغاړۍ جرأت ونه مومي، ځان پېژندنه ددې امن و سلام جنت مدخل (او ورننوتنځی) دی. له خپل ځانه د خپلې انګېرنې سمونه له مهمترينو مبارزو ځنې ده.

د نورو ستاينه او غندنه د ځان پېژندنې بدترين لوټماران دي

مخکې مو هم وويل چې د انسان نفس ته يو له بدترينو آفتونو د غوړه مالانو غوړه مالې او د ملامتګرانو غندنه ده. ښايي له نورو د انسان ډېره برخمني همدا ستاينه و غندنه او هڅونه و رټنه وي. يا ويني چې دا ملامت او پړوي – په کتو، چلن يا خبرې – او يا تحسين او تمجيد وي. د ډېری خلکو خوراک همدا دوه چارې دي. له يوه چاغېږي او له بله ډنګرېږي؛ خو دا دواړه اغېزې له ځان ناپېژندنې راولاړېږي، څوک چې ځان ښه پېژني نه د نورو پړه ورباندې اغېزمنه وي او نه يې تحسين او شاباسی. د بهرني څپاند سمندر له څپ څپانېدو داسې فارغ دی لکه د يو جيګ الوتي الوتونکي په څېر د ستاينې او غندنې له حشراتو مخکې کېږي او لا نور هم جګېږي. غالب انسانان هغه ښوونکي ته ورته دي چې زده کړيالانو يې په شيطنت ورته وويل، چې ناروغ يې؛ نو سملاسي کور ته ولاړ او پر کټ پرېوت او په رښتيا ناروغ شو:

موسى و فرعون در هستى توست        بايد اين دو خصم را در خويش جست‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 1253 بیت)

يعنې «موسی او فرعون ستا په هستۍ کې دی، بايد په ځان کې دې دا دواړه دښمنان ووېنې»

دا مو د نفس داستان دی. د موسی (ع) او فرعون کيسه، زموږ او ستاسې کيسه ده. يوازې دا نه ده چې يوه ورځ يو فرعون و او يو موسی دې، هغه حق ته راوباله او فرعون د سرغړونې په پار په نيل کې ډوب شوی دی. زه او ته هم هره ورځ په لس ګونو ځلو د خپل نفس په نيل کې ډوبېږو او د فرعون او موسی (ع) کيسه، هره ورځ، د تاريخ په ټولو پېرونو او د انسانانو د ژوند په ټولو پړاونو کې بياځلي کېږي:

[إِنَّ فِرْعَوْنَ عَلَا فِي الْأَرْضِ (قصص/۴) = فرعون په هېواد (مصر) كې لويي وکړه ] [فَقَالَ أَنَا رَبُّكُمُ الْأَعْلَى(النازعات/۲۴) = او ويې ويل :(( زه مو ستر پالونكى يم! ) ]

انبيا په لوړی درجه کې د همدې دننني فرعونانو ځپنې ته را پاڅېدلي دي:

نفس فرعونى است هان سيرش مكن        تا نيارد ياد از آن كفر كهن‏

(مثنوى، څلورم دفتر، 3621 بیت)

يعنې «نفس يو فرعون دی، پام چې موړ يې نه کړې؛ دا ځکه چې پخوانی کفر در ياد نکړي».

ځان په خاورينه تنه کې رالنډول، له ځانه يو ډول پرديتوب دی.

او بد ترينه انځورنه ـ چې متأسفانه ډېره دود شوې انګيرنه هم ده – داده چې انسان خپل شتون همدا خاورين بدن وبولي. البته که له ډېری ديندارو وپوښتې، درته به ووايي، چې پر باقي ژوند ګروهن يو او ځان په دې خاورينې تنې پورې منحصر نه بولو. ګروهن يو چې انسان له روح او بدنه جوړ دی، چې د بدن تر فنا روسته، روح باقي پاتېږي او له تلپاتې ژونده برخمنېږي. هو، موږ ټول له دغسې فلسفو سره بلد يو؛ خو له قضا همدا بلدوالی راته آفت شوی دی؛ ځکه ګومان کوو، چې دا پوهېدنه، واقعي پوهېدنه ده. نو له دې غافل يو، چې پوهېدنه هم، دروغ او رښتيا لري. که دا پوهېدنه زموږ پر کړنو او چلن اغيز ونکړي؛ پوهه نه ده او د علي(ک) په تعبير خپله پوهه مو په ناپوهۍ او جهل اړولې ده او داسې کړه وړه کوو، چې ته وا پر څه نه پوهېږو:

لاتجعلوا علمكم جهلا و يقينكم شكا (نهج‏البلاغه، كلمات قصار 274)

«يقين مو په شک او پوهه مو په ناپوهۍ مه ور اړوئ»

او له امام صادق (رح) روايت دی چې:

لم لم يخلق الله عز و جل يقينا لا شك فيه اشبه بشك لا يقين فيه من الموت[27]

يعنې «خدای له مرګه خورا شکمن يقين نه دی پنځولی»

خلکو ته له مرګه خورا يقيني څه نشته او سره له دې داسې عمل کوي، چې ته وا له اومړيو شکمنو ځنې دی؛ يعنې مطلقاً په کړنو، حالاتو او د ژوند په کړلارو کې يې څه اغېز نه لري او ته وا پېښېدل يې ډېر لري. عجبا که د سبا لمر راختو په اړه ترې وپوښتې وايي: شونې ده چې سبا لمر راونه خېژي؛ خو شونې نه ده چې وبه نه مرو، خو همدا يقين يې په کړنو کې ډېر لږ منعکس شوی مومې. ته وا هيڅوک پرې نه پوهېږي.

مرګ ته بې پامي

د اخروی ژوند او د روح پایښت او بقا په هکله هم وضع په همدې ډول ده. که را نه وپوښتي، ورته وایو هیڅ شک پکې نلرو؛ خو که کړه وړه مو وویني، پر ګروهو به مو شکمن شي. په بله وینا د عمل پر مهال پر یو ډول دروغجنی ځانپوهنې اخته یو. که څوک ددې خبرې په رښتیاتوب ځان پوهوي، کافي ده چې له ځان سره حساب وکړي او وویني هر ګهیځ چې له خوبه پاڅي څو سلنه یې بدني غوښتني او نیتونه دي او څو سلنه یې روحي او مانیزې دي، بیا دې ځان د رسول اکرم(ص) په دې هېنداره کې وویني چې ویلي یې دي:

من اصبح و همته غير الله اصبح من الخاسرين المعتدين[28]

« څوک چې ګهیځ پاڅي او بې له الله نیت او هوډ ولري؛ نو د زیانمنو او بلوسګرو – تجاوزګرو په لیکه کې پاڅېدلی دی»

چې د خپل ګروهې په زړي او حقیقت پسې ولټي او پوه شي قبله یې کومه ده او کومې لوري ته سجده کوي.

له نفس سره د مبارزې ړومبی مرتبه له نفس سره همدا شمېرانه یا محاسبه ده. یعنې یو انسان چې شپه و ورځ د خلکو حسابونه کوي ایا نباید د ځان حساب ته یې ورپام شي او وویني چې هره ورځ څه کوي او موخه یې څه ده: څومره خپلې بدني او جسمي غوښتنی پوره کوي او څومره یې خپلو روحي اړتیاوو ته ورپام دی. بې محاسبې له نفس سره مبارزه نه کېږي:

لايكون العبد مومنا حتى يحاسب نفسه اشد من محاسبه الشريك شريكه و السيد عبده[29]

« یو بنده هله مؤمنېدای شي چې خپل نفس محاسبې ته راکاږي او محاسبه یې تر هغې محاسبې خورا سخته وي چې شریک یې له خپل شریکوال او خاوند یې له خپل مریي سره کوي»

محاسبه وکړي چې ومومي له خرتوبه حج ته نه ځي یا د خره نه درلودو له وجهې. ومومي چې د ده تقصیر او لنډون دی یا د « شونتیاوو» په نامې د یوی بې ګناهۍ چې تل مقصره بلل کېږي او د مولانا جلال الدین بلخي په وینا:

خبرى‏ست نو رسيده، تو مگر خبر ندارى        جگر حسود خون شد، تو مگر جگر ندارى‏

تن توست همچو اشتر كه برد به كعبه‏ى دل        ز خرى به حج نرفتى، نه از آنكه خر ندارى‏

(كليات شمس، غزل 2828)

دا تن د روح سونګ دی او بې له دې بل شان او حالت نه لري، باید دا وسوځول شي چې د روح ډیوه بله شي، فرصت لنډ او تنګ دی، څو سونګ تمام شوی نه وي، ډیوه دې بله کړه، که نه بې سونګه او بې رڼا به پاتې شې لکه چې مولانا بلخي ویلي:

وقت تنگ است و چراغم ابترى        زو بگيرانم چراغ ديگرى‏

په ناپایښتي او پایښتي د چارو وېشنه له مهمترینو دیني ښوونو ځنې دي.

خو د تلونکیو او پاتېدونکیو کیسه. دا ویشنه د دین له هېښنده ښوونو ځنې ده. لکه چې یو وږی څاروی نړۍ په خوراکي او ناخوراکي برخو ویشي، یو متقي مؤمن هم هرڅه چې ویني باید ړومبی وپوښتي چې پاتېدونکی دی یا تلونکی، چې زړه پر پاتېدونکیو وتړي او له تلونکیو یې واخلي؛ ځکه «څه چې نا پاییږي، زړه تړنه ورپورې نه ښایی». شهوت، مال، له دې او هغه سره دوستي او دښمني، درناوی، سجدې، پړې، خوندونه، رنځونه، ښکلا، وسمني… ټول تلونکي او ټول زوالېدونکی دي؛ نو ځکه یو هم د متقي عقلمن ښه نه ایسي:

پرتو خورشيد بر ديوار تافت        تابش عاريتى ديوار يافت‏

بر كلوخى دل چه بندى اى سليم        وا طلب اصلى كه تابد او مقيم‏

(مثنوى، دویم دفتر، 708 او 709 بیتونه)

دا ټول تلونکي (عاریتي او) امانتي رڼا ګانې دي او باید نړۍ ځلاند لمر ته ورمخ کړي، چې د ګردو رڼاګانو سرچینه ده «پر هغه زړه مه تړه، چې پر تا یې تړلی نه دی» او متقیانو له هم پیله موندلې چې د دنیا مهترینه او عبرتناکه ځانګړنه دا ده چې «فانی» ده او څوک چې په حقیقت دا ځانګړنه و نه مومي او نړۍ د بهانده ویالې په څېر ونه ویني؛ نو دنیا پېژاندی، ځان پېژاندی او همداراز متقي هم نه دی. یو خیال به نمانځی او ددې موهوم خیال لپاره به په لرګینه توره جنګیږي:

از خيالى صلحشان و جنگشان        وز خيالى فخرشان و ننگشان‏

نا حقیقي، حقیقي لیدل، فاني، باقي ګڼل، نامادې ته د مادې جامه وراغوستل، پردی خپل ګڼل، د رښتوني پوهېدو پر ځای دروغجن پوهېدل، له ځانه سره نامحرمېدل، له فاني سره مینه کول او د نفس تر تسلط لاندې راتلل هغه آفات او خرافات دي، چې هریو د نړۍ ویجاړولو ته بسیا دي. خدای ته پناه وروړو.

صدهزاران دام و دانه است اى خدا        ما چو مرغان حريص بى‏نوا

دم به دم ما بسته‏ى دام نويم        هر يكى گر باز و سيمرغى شويم‏

مى‏رهانى هر دمى ما را و باز        سوى دامى مى‏رويم اى بى‏نياز

چون عناياتت بود با ما مقيم        كى بود بيمى از آن ديو لئيم‏

گر هزاران دام باشد در قدم        چون تو با مايى نباشد هيچ غم‏

(مثنوى،لومړی دفتر ، 374 ، 375 ، 376 او 387 بیتونه)

 

 

[1] وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ(بقره/۹۶)

[2] اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ(نور/۳۵)

[3] إِنَّ اللّهَ لاَ يَخْفَىَ عَلَيْهِ شَيْءٌ فِي الأَرْضِ وَلاَ فِي السَّمَاء(آل عمران/۵)

[4] إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا

[5] يَوْمَ هُم بَارِزُونَ لَا يَخْفَى عَلَى اللَّهِ مِنْهُمْ شَيْءٌ (غافر/۱۶)

[6] وَكُلَّ إِنسَانٍ أَلْزَمْنَاهُ طَآئِرَهُ فِي عُنُقِهِ وَنُخْرِجُ لَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ كِتَابًا يَلْقَاهُ مَنشُورًا. اقْرَأْ كَتَابَكَ كَفَى بِنَفْسِكَ الْيَوْمَ عَلَيْكَ حَسِيبًا (اسراء/۱۳، ۱۴)

[7] يَوْمَئِذٍ تُعْرَضُونَ لَا تَخْفَى مِنكُمْ خَافِيَةٌ (الحاقه/۱۸)

[8] مصباح الشريعه، ۳۸ باب

[9] العلم قائد و العمل سائق و النفس حرون (بحارالانوار، ج 77).

[10] د اوښې هیله مې تر شا ده او زما مخامخ، او زه او هغه د لوریو اختلاف لرو (فیه ما فیه مولانا)

[11] كَتَبَ عَلَى نَفْسِهِ الرَّحْمَةَ (انعام/۱۲) همدغسې د خدای او حضرت عیسی په خبرو کې راغلي: [ تَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِي وَلاَ أَعْلَمُ مَا فِي نَفْسِكَ(مايده/۱۱۶)= څه چې زما په ضمير كې تېرېږي،ته پرې خبر يې . او زه پر هغه څه نه پوهېږم، چې ستا په (سپېڅلي) ذات كې دي] او یا [وَيُحَذِّرُكُمُ اللّهُ نَفْسَهُ وَاللّهُ رَؤُوفُ بِالْعِبَادِ(آل عمران/۱۳۰) = او پر بندګانو خوږمن خداى مو له خپلې (سرغړونې) وېروي ]

[12] دا سورت د «امام حسین» په سورت هم مشهور دی؛ ځکه په ځینو روایاتو کې، روستی آیات یې، پر حضرت امام حسین تطبیق شوي دي. وګورئ: ملا محسن فیض کاشاني، صافي تفسیر، تر همدې آیتونو لاندې

[13]يامه د عربستان په سهیل کې يوه سيمه ده.

[14] د بېلګې په توګه د غزالي په احیاء علوم الدین کې د عجایب القلب کتاب ته مراجعه وکړئ، چې له نفسه یې منظور شهویه او غضبیه قواوې دي

[15] احياء علوم الدين، كتاب آفه الغضب و الحقد و الحسد، بيان ان الغضب هل تمكن ازاله اصله بالرياضه ام لا؟

[16] انه كان يغضب حتى تحمر و جنته (تېره سرچینه، د ابي داوود له سننو)

[17] (ژباړن) په دې اړه امیر حمزه خان شینواري پخپل نثري اثر” ژوند “ کې د انساني نفس او نسان په اړه پراخې سپړونې کړي، چې د نوموړی هم انسان په درې حالتونو ویشي: انسانیت، حیوانیت او روحانیت. حمزه شینواری د انسانیت ځانګړنې راسپړلي او کټ مټ همدې پایلې ته رسېدلی. د لا ډېر معلوماتو لپاره وګورئ: ” ژوند امیرحمزه خان شینواري

[18] شیخ صدوق، کتاب الخصال،۱۶۵مخ

[19] تېره سرچینه وګورئ. دا قرآن کریم دا آیت هم وګورئ : [مَالِ هَذَا الرَّسُولِ يَأْكُلُ الطَّعَامَ وَيَمْشِي فِي الْأَسْوَاقِ (فرقان/۷)]

[20] که څوک په دیني ادبیاتو کې لږ غور وکړي، په ډاګه مومي، چې د انسان د غریزو او طبیعي قواوو غندنه، په حقیقت کې ددې قواوو له بې کچې ګټنې غندنه ده. لکه چې د دنیا غندنه هم، د خپله دنیا غندنه نده ( چې: الدنیا مزرعة الاخره: دنیا د آخرت کرونده ده) بلکې پر دنیا ځان پلورنه او له لوړو انساني فضایلو غافلېدل دي. په دې اړه په راغلیو احادیثو کې ښایي لاندې یې ډېر څرګند وي: عن ابن ابى‏يعفور: قلت لابى عبدالله عليه‏السلام: انا لنحب الدنيا: فقال لى: تصنع بها ماذا؟ قلت اتزوج منها و احج و انفق عيالى و انيل اخوانى و اتصدق. قال لى: ليس هذا من الدنيا، هذا من الاخره (بحار الانوار،۱۰۶/۷۳ مخ) ابن ابی یعفور وویل، حضرت صادق ته مې وویل، چې په رښتیا دنیا راته ډېره ګرانه ده. ویې ویل: څه ورباندې کوې؟ ومې ویل: نکاح کوم، حج ته ځم، پرکورنۍ یې لګوم، وروڼو ته یې ورکوم، بېوزلیو ته خیرات ورکوم. امام وویل: دا خو دنیوي (چارې) نه بلکې اخروي دي.

 

[21] وَلَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ نَسُوا اللَّهَ فَأَنسَاهُمْ أَنفُسَهُمْ أُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ (حشر/۱۹) = او د هغو کسانو په څېر مه كېږئ، چې خداى يې هېر كړى؛ نو خداى (هم) خپل ځانونه ترې هېر كړل، همدوى پوله ماتي دي .

[22] قُلْ إِنَّ الْخَاسِرِينَ الَّذِينَ خَسِرُوا أَنفُسَهُمْ(الزم/۱۵)

[23] حکيمانو فاعل په علمي (چې په پوهې خپل کړه وړه کوي) او نا علمي (چې په خپلو کړنو نه پوهېږي) ويشلی دی او دا هر يو يې په بيلابېلو برخو وېشلی دی. په دې توګه چې نا علمي فاعل يې په فاعل بالطبع او فاعل بالقسر او علمي فاعل يې په فاعل بالجبر، فاعل بالرضا، فاعل بالقصد، فاعل بالعنايه، فاعل بالتجلی او فاعل بالتسخير ويشلي دي. پردې ډولونو د زياتو پوهېدو لپاره فلسفي کتابونه ولولئ]

[24] وګورئ: نمل: ۴۴ آيت، د سبا ملکې کيسه

[25] بد وينو او ځان وينو فلاسفه و، دواړو يوې نړۍ ته کتلي؛ خو هر يو د خپل لانجمن وجود، ټاپه پرې وهلې ده

[26] په معتبرو تواريخو کې راغلي، د حسين بن علي خپلوان چې د کوفې دارالامارې ته ورننوتل، ابن زياد، حضرت زينب ته وويل: كيف رايت صنع الله باخيك؟ ؟ « ودې لېدل چې خدای دې له ورور او کورنۍ سره څه وکړل؟» خو په ځواب کې يې ورته وويل: ما رايت الا جميلا « بې له ښکلا مې څه ونه ليدل!» (وګورئ؛ سيد بن طاووس، اللهوف علی قتلی الطفوف)]

[27] بحارالانوار : ۶/۱۲۷ مخ او ۲۴۶/۷۵ مخ

[28] خاتمه مستدرک الوسایل،۳۳۹ مخ

[29] بحارالانوار:۷۲/۶۷ مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست