تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ (ق/۱۹) ژباړه : او (په پايله کې) د مرګ (په درشل کې) بېهوشي يې (سترګو ته) حقيقت راوړي (او انسان ته ويل كېږي؛) دا هماغه څه دي،چې ته ترې تښتېدې!  د مرګ بې هوشي د مرګ بې هوشي، مستۍ ته ورته يو […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَجَاءتْ سَكْرَةُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذَلِكَ مَا كُنتَ مِنْهُ تَحِيدُ (ق/۱۹)

ژباړه : او (په پايله کې) د مرګ (په درشل کې) بېهوشي يې (سترګو ته) حقيقت راوړي (او انسان ته ويل كېږي؛) دا هماغه څه دي،چې ته ترې تښتېدې!

 د مرګ بې هوشي

د مرګ بې هوشي، مستۍ ته ورته يو حالت دى، چې د مرګ د سريزو د رارسېدو له امله په انسان د يو سرباندي اوښتون په بڼه راځي او كله يې پر عقل لاسبرى كېږي او پر سخت خپګان او نارامۍ كې يې ورډوبوي. علي ) دا حالت داسې انځوروي: (( د مرګ بې هوشي له يوې خوا او بلخوا د فرصتونو له لاسه وركونې لاس مروړل او حسرت، لاسونه او پښې يې سستې او رنګ يې اوړي. مرګ راښكېل كړى او ژبه يې له كاره غورځېدلې، په خپله كورنۍ كې پروت دى، سترګې يې ويني او غوږونه يې اوري خو عقل يې كار كوي، سوچ كوي، چې خپل عمر يې په كومه لار كې لګولى او روزګار يې څنګه تېر كړى دى. د رازېرمه كړې شتمنۍ په ياد كې لوېږي، چې لاس ته راوړو لپاره یې خپلې سترګې پټولې، چې حلال له حرامو ونه پېژني او له هغو ځايونو يې مال راټول كړى، چې حلال او حرام يې ښكاره او ځينې ځايونه برخې يې شكمني ول، او اوس يې وبال ورتر غاړې دى. پوهېږي، چې د بېلتون وخت رارسېدلى او تر دې وروسته يې شتمني ميراثخور ته پاتې کېږي او ترې به برخمنېږي. هو، دا پېټى به يې پر اوږو وي او د پاتوړۍ – ميراث نعمت به يې د نورو پر برخه وي او دى به په خپله شتمنۍ كې راښكېل وي)).

[ سرچینه : شرح منتخب آیات قرآنکریم، شیخ ناصر مکارم شیرازي]

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!