تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د مسلمینو یووالی (دویمه برخه) حمزه بابا وايي: دپــــرو جنبو لعنت له موږه ورک کړه ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را   د هېواد […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د مسلمینو یووالی (دویمه برخه)

حمزه بابا وايي:

دپــــرو جنبو لعنت له موږه ورک کړه
ښه جذبــــــــه د ورورولــۍ دمســــلمان را
اسلامي جهان راغونډ په يـو مرکز کړه
نورجهان چې کړي روښان هغه جهان را
ما حــــــــــــــــــمزه ته يثربي باده خاونده
په ښــــــــــــاغلي پيمانه کې دا فغان را

 

د هېواد علمي مرجع ستر ديني عالم او د روسانو د يرغلګرو پر وړاندې د پوځي،سياسي او فرهنګي سنګر غښتلي مجاهد محترم آيت الله العظمى شيخ محمد آصف محسني د کندهار اوسېدونکى او د خاتم النبين د علمي حوزې او اخوت اسلامي د ټولنې بنسټګر په ١٣٨٦ل د وري په مياشت کې د پېغمبر اکرم د بختورې زوکړې (١٢-١٧ ربيع الاول) په وياړ د مسلمينو د ” يووالي بنسټيز لار” يوه رساله کـښلې چې موږ هم له خپلې موضوع سره په اړه ځينې برخې يې را اخلو:

د يووالي بنسټيز لار

 زما په نظر د يووالي غوره لار دا ده،چې شته وهمونه، بد کڅۍ او لرېوالې له منځه ولاړشي او يا لږ ترلږه کابو شي او په اسلامي هېوادو کې دشيعه او سني داسې مدرسې جوړې شي،چې په کې د شيعه او سني طالبان په ګډه د فقې،حديث،تفسير او عقايدو زده کړې وکړي. له دې لارې به دديني علومو زده کوونکي په غوره توګه يو بل وپېژني د يو بل له عقايدو به خبر شي او يو بل ته به رانږدې شي.د ادب،منطق او نورو علومو کتابونه بايد يو شي.د ديني علومو زده کوونکي بې له دې،چې د خپل مذهب څلور ګوني علوم وايي د نورو مذهبونو څلور کتابونه (عقايد،تفسير ،فقه او حديث) هم بايد د پرتلنې په توګه ووايي او همدا ديني زده کونکي به د مسلمانانو راتلونکي مشران وي او خلک به د يووالي خوا ته رابولي او د پرديو له لاسوهنې،د بې خبره او نالوستو ملايانو او له دننني تعصبونو به په ټينګه مخه ونيسي.

د امامت له پلوه د شيعه و ډلې

     شيعه دامامت له پلوه درې فرقې دي:(۱) اماميه اثناعشريه شيعه،چې د شيعه و غټه برخه ده،(۲) زيديه شيعه څلور امامان مني او له څلورم امام (علي بن الحسين عليه اسلام) وروسته د زيد بن علي امامت مني(۳)، اسماعيليه شيعه شپږ امامان مني او له امام جعفرصادق(ع) وروسته د اسماعيل او يا د زوى محمد امامت يې مني.د اسماعيليه و او د ځينو نورو څانګو په هکله ډېرې نورې خبرې هم شته.

[څېړونکى : په دې باب په همدې کتاب کې لاندې عنوان ولولئ .]

له فقهې اړخ شيعه دوه مسلکه لري:اصولي او اخباري( اهل حديث)،چې د دوی ترمنځ ناڅيز توپيرونه شته او اخباري مطلق لږکي دي.

سنيان دعقايدو له پلوه دوه ډلې دي:اشاعره،چې ډېرى دي او معتزله ،چې اوس ښايي ډېر لږ وي او دوى عقلي احکام مني. البته يوه درېمه ډله هم بايد پرې ورزياته شي،چې وهابيان دي.

له فقهې پلوه سنيان پر څلورګونو مذهبونو (حنفي، مالکي، شافعي، حنبلي) وېشل شوي،چې په اسيايي هېوادو کې حنفي مذهب ډېرى دی او ډېرې يې له مذهبه بهر اجتهاد هم مني.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون

روڼ اندو ته وړانديز

که په هېواد کې ملي يوالى او ټولنيز عدالت پلي نه شي او کار اهل او وړ ته ونه سپارل شي؛نو پرمخ به ولاړ نه شي.د ملي يووالي له سترو عواملو يو دا دی،چې په هېواد کې د شيعه او سني په منځ کې ناوړه تفاهم له منځه ولاړ شي،چې د بهرنيو لاسوهنو،دنننيو ناپوهانو او د متعصبه او کم علمه ملايانو له کبله پر کړکېچ اوړېدلی دی؛نو ددې نادودې د هواري لار دا ده،چې په اصولي توګه يو بل وپېژني د يو بل له اندونو او عقايدو خبر شي ،چې په ديني او اسلامي ګډو ټکيو کې دواړه لوري قناعت وکړي او پوه شي،چې په منځ کې يې د اختلاف ټکي فرعي او نا څيزه دي.پوهېږو،چې پرعاطفي او اخلاقي لارو د دواړو مذهبونو د لارويانو نږدې کېدل به د لنډ وخت لپاره وي؛نو اړينه ده،چې دا کار له منطقي او معقولو لارو ترسره شي،چې دوام ومومي او په لومړي ګام کې بايد د دواړو لوريو مذهبي عالمان سره رانږدې شي او په خپل منځ کې خوږلنې،مېنه او قناعت پيدا کړي،چې بيا دوی خلکو ته قناعت ورکړي.

بې له مذهبي عالمانو او خلکو،درېم ګړې ډله هم شته،چې کړاى شي د خپل مذهب لارويانو ته قناعت ورکړي،د شيعه او سني په نږدېوالي،د ديني ورورولۍ په ټينګښت او د هېواد په سياسي، ټولنيز او بيارغاونه کې د پام وړ ونډه واخلي او هغه د شيعه او سني روڼاندي او د لوړو زده کړو خاوندان دي؛ځکه مذهبي عالمان او له پوهنتونو فارغ شوي بايد د خپل مذهب له اصولو او عقايدو خبر وي او پوه شي،چې د اسلام ټينګښت او د هېواد د ملي ګټو لپاره تر منځ يې ديني ورورولي،دوستي او ګډ کار د اسلام له نظره روا دی او ښې پاېلې درلوداى شي او دواړه مذهبونه اسلامي دي او د تشيع او تسنن لارويان دواړه مسلمانان دي. دواړه ډلې پر خداى عقيده لري او قرآن د خداى کلام او واجب الاتباع ګڼي او د اسلام پر اصولو(توحيد-نبوت او معاد) ګروهن دي او پر پېغمبرانو، رسولانو،اسماني کتابونو او پرېښتو ايمان لري او د دين ضروريات لکه لمونځ،روژه،حج، جهاد،زکات، خمس، پرنېکيو امر او له بديو منع کول مني او څه،چې په قرآن او سنتو کې حرام شوي،حرام يې ګڼي لکه شراب، د سرکوزي غوښه خوړل،سود خوړل،ځان ښوونه، زنا او لواط او په فروعاتو کې اختلاف هغه څه دي،چې د مجتهدينو له اړخ د اجتهادي کچو پر بنسټ منځ ته راغلي او د دين لارويانو ته کوم زيان نه رسوي. که مجتهد د واقع له مخې فتوى ورکړې وي او يا تېرتى وي؛نو د اجر خاوند به وي او نيوکه پرې کېداى نه شي. هر انسان پر خپل وس پړ دى او له خپلې وسې پورته څه کړاى نه شي.

ناصبي،غالي او کفار

   کوم مذهبونه،چې کله نا کله د شيعه او سني پر ځلانده فضا تپې تېرې راولي؛نو په شيعه او اهل سنت کې نه شمېرل کېږي. شيعه او سني دعقايدو په اصولو او د شريعت په ټوليزو کې يو خوله دي. د سني او شيعه ستونزه له بهره تپل شوې ده.د شيعه او سني عالمانو او پوهانو ته پکار دي،چې ورته د هوارۍ لار پيدا کړي. هو! دا ستونزه لکه دسرطان ددانې په شان په منطق او علم بايد عمليات شي،چې د مسلمانانو بدن پوره روغ رمټ شي.

په پايله کې د ځينو بې خبره شيعه وو او اهلسنتو دښمني او تربګني دننني او بهرني لاملونه لري:

بهرني لاملونه :

بهرني لاملونه،کفار او د اسلام دښمنان دي،چې د اسلام د کمزورتيا او د اسلامي هېوادو د ښکېلولو او د شتمنيو د زبېښلو په موخه يې په ډول ډول نومونو نېغ په نېغ او يا هم دناپوهه،سست او کمزوري ايمان ملايانو او يا هم د مزدور ګوندونو او ډلو له لارې،مسلمانان يو له بله بېل کړي او د د نفاق او بدکڅۍ تخمونه يې په کې شيندلي او لا يې شيندي؛ځګه په مسلمانانو کې دا متل ډېر مشهور دی ،چې” تفرقه واچوه او حکومت وکړه “. له دې عامل سره مبارزه او ډغره وهل ډېر ستونزمن دى؛ځکه بهرنيان ډېرې پېسې لري،چې داخلي بې دينانو او د کمزوري ايمان خاوندانو ته يې ورکوي او دوی هم جاسوسۍ او ان د باطلو اديانو د خپرولو او له ملي ګټو سره د خيانت لپاره چمتو ناست دي،دوى تشکيلات لري ,خپرونې لري, خپل اربابان يې پر ملا ټپوي حال دا چې خپل ټول شرف يې پر پيسو پلورلی دی.

 دنننې لامل :

په دې لامل کې درې ډلې دي،چې مسلمانان له يوبله بېلوي،چې دا دي:

١- ناپوهه،ساده،متعصبه د ګېډې نوکران او ځانمي ملايان،چې د نوم او ډوډۍ لپاره په ناحقه مذهبي تعصبونو ته لمن وهي او بې خبره عوام بې لارې کوي او دين،چې د مسلمانانو په منځ کې د مينې او محبت لامل دی پر دښمنۍ او فساد يې اړولی دى.د کفارو له شره ددوى شر ډېر اغېزمن دى.

٢- ناصبيان:دوى د حضرت پېغمبراکرم(صلی الله عليه و اله) په اهل بيتو او لارويانو پسې هر ډول دروغ او سپکې سپورې وايي. د شيعه و ځينې بې خبره خلک ګومان کوي،چى ټول اهل سنت به همدا شان وى؛نو ځکه مطلق اهل سنتو ته بد ګوري،حال دا چې ناصبيان ډېر لږ دي او اهل سنت د پېغمبر اکرم د اهل بيتو درناوې کوي او د دوستۍ پر واجبوالي يي يوه خوله دي،چې موږ به په دې لېکنه کې دا موضوع ثابته کړې.

٣- غاليان: دوى د اهل بيتو د امامانو مرتبه د الوهيت (نغوذ بالله) تر پولې پورته وړي او قهراً د اصحابو کرامو بې احترامي کوي.

شيعه بايد پوه شي،چې هر سني ناصبي نه دى، ناصبيان يوه کوچنۍ ډله ده،چى ډېر يې دم ګړۍ په يو عربي هېواد کې اوسېږى او افراطي فعاليتونو يې اسلامي نړۍ ته ډېر زيانونه رسولي او سنيان هم بايد پوه شي،چى په شيعه مذهب کې غاليان پر کفر تورن دي.

لکه څرنګه،چى ناصبيان په اهل سنتو پورې اړه نه لري،غاليان هم په شيعه و پورې اړه نه لري.که موږ (مسلمانان) دا دوه ډلې له ځانه لرې کړو او وسوسو ته يې غوږ ونه نيسو؛نو ښه به رانږدې شو.

 راپارونکې او بنسټيزه موضوع

     الحمدلله په شيعه او سني کې د دين په اصولو [توحيد،نبوت او معاد] کې اختلاف نه شته؛خو په څه کې،چى اختلاف دى او مسلمانان يې په دوو برخو[سني او شيعه] وېشلي، د اهل بيتو او صحابو مسئله ده.

اهل سنت د صحابه کرامو(رض) لاروي کوي او د آنحضرت (صلی الله عليه و اله) احاديث يې دا صحابو کرامو له لارې راوړي دي.

شيعه د اهل بيتو لاروي کوي او د آنحضرت (صلی الله عليه و اله) حديثونه يې د اهل بيتو د امامانو له لارې راوړى،چې د شيعه او سني توپير همدا دى.

په دې هکله لاندې ټکيو ته پام وکړئ.

١- د دواړو ډلو ډېر حديثونه په الفاظو او مانا کې يو شان دي؛ځکه اصلي سرچينه يې يوه ده او هغه آنحضرت(صلی الله عليه و اله) دى او توپير يوازې د نقل (او روايتونو) په طريقه کې دى،چى دا خو کومه ستونزه نه ده.

٢- ټول حديثونه په قطعي او غوڅه توګه نه دي رارسېدلي او د راويانو تېروتنې او دروغ د توپير لامل شوی يې دی؛ځکه په راټول شويو حديثو او ان د شيعه او سني د عملي فروعو په کتابونو کې هم د حديثونو توپير (او تعارض) تر سترګو کېږي.

٣- که په يو مذهب کې وي او که په دواړو کې،د راويانو وثاقت ،ډاډمني ، ناپوهي او کمزوري د حديث په اعتبار او نه اعتبار کې د پام وړ اغېز لري او دا هم يو ډول نظري او علمي بحث دى چې بايد ډېر ټينګار پرې ونه شي.

٤- د سنت د راخست و په طريقه کې بايد د نظراختلاف د بدکڅۍ لامل نه شي،انسانان په بېلابېلو مسايلو کې د نظر اختلاف لري. په تېره بيا چې کله په ټولېزه توګه د دين په اصولو او فروعو کې په يو اند وي؛نو عقل دا وايي،چى بايد د يو بل د اند درناوى وکړو.

څه چې د شخړې او لرېوالي لامل ګرځي دا دی،چې يو لوری د بل لوري د مقدساتو سپکاوى وکړي او مخکې مو وويل،چې دا د غاليانو او ناصبيانو کار دی،چې پرلږيدلي اور تېل اچوي،چې دا له اسلام،مسلمانانو او افغانستان سره خيانت دى.

په قرآن مجيد کې د اهلبيتو او اصحابو مقام

 قرآن اسماني کتاب دى او ټول مسلمانان يې مني،قرآن هم د اهل بيتو مقام لمانځل او هم يې پرهيزګار اصحاب ستاېلي؛نوځکه شيعه موظف دي،چې د اصحابو درناوى وکړي او اهل سنت هم مکلف دي،چې له اهل بيتو سره مينه ولري.

قران دا صحابو په هکله وايي:

((وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُم بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدَاً ذلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ[1]= او د مهاجرينو او انصارو لومړني مخكښان او هغوى، چې په نېکيو كې ورپسې ولاړل،خداى له هغوخوښ او هغوى (هم) له خدايه خوښ شول،هغو ى ته يې د جنت باغونه تيار كړي، چې تر ونو لاندې يې ويالې بهېږي او تل به پكې اوسېږي او دا ستره بريا ده !))

يو شيعه هم له دې آيته منکر نه دى؛نوځکه اهل سنت دې ډاډمن وي،چې شيعه په آيت کې د اشاره کړای شويو اصحابو درناوى کوي او د عزت وړ او ستر يې بولي او همداراز قرآن داهل بيتو په هکله واېي:

((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيراً =بېشكه خداى يوازې غواړي،چې له تاسې”اهل البيت =نبوي كورنۍ” چټلي او ګناه لرې كړي او پوره موسپېڅلي كړي.[2] ))

چټلي اوګناه د((رجس)) مناسبه مانا ده ؛چې اهل البيت ترې پاک اوسوتره شوي دي .

د اهل سنتو دروايتونو له مخې،چې وروسته به وويل شي له اهل بيتو مطلب حضرت پېغمبراکرم،على،فاطمه،حسن، او حسين دي (چې ددې ټولو په سر کې آنحضرت صلی الله عليه و اله دي)

کوم سني له دې ايته سترګې پټولای شي ؟ نو زه شيعه و ته ډاد ورکوم،چې اهل سنت د همدې قرآني ايت له مخې د پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) اهل بيتو ته ګوري. کله چې اهل تشيع د اصحابو درناوى کوي او په دروند نظر ورته ګوري او اهل سنت هم د اهل بيتو درناوى کوي او په دروند نظر ورته ګوري؛نو د شيعه او سني په منځ کې بله څه ستونزه ده؟ آيا د اسلامي ورورولۍ، دوستۍ،خيرغوښتنې او ګډکار په لار کې کوم بل خنډ شته؟ د ناپوهۍ،احقمانه تعصب او د پرديو د لمسونو او بې له مزدوارنو په دې لار کې بل څه خنډ نه شته.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاعبدون.واعتصموا بحبل الله جميعا و لاتفرقوا. انماالمؤمنون اخوه فاصلحوا بين اخويکم.

 د اهــــل سنتو په احاديثو کې د اهل بيتو مقام

      اهل بيت د اهل سنتو د عالمانو له نظره ستر مقام لري او موږ ددې خبرې د اثبات لپاره د اهل سنتو له معتبرو کتابونو څلويښت حديثونه راټول کړي،چې دواړو لوريو په منځ کې د يووالي جرړې لاپسې ټينګې شي.

(١) ام المؤمنين عايشه [3] بي بي وايي:

يو سهار پېغمبر اکرم بهر راووت او د تورو وېښتانو چپنه يې پر تن وه،وروسته امام حسن راغی او آنحضرت تر چپنې لاندې ننه ايست،ورپسې امام حسين راغى او تر چپنې لاندې يې ننه ايست، ورپسې فاطمه راغله او تر چپنې لاندې يې ننه ايسته ورپسې علي راغى او پر هغه يې هم چپن واچوله او بيا يې وويل: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا “

(٢)له حضرت ابوهريره(رض) په يو روايت شوي حديث کې راغلي،چې: حسن يا حسين يوه کجوره راواخست ه او خولې ته يې يووړه،پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) له خولې يې راوايسته او ورته يې وويل: نه پوهېږې ،چې آل محمد صدقه نه خوري[4]؟

(٣) له حضرت ابوهريره(رض) په يو روايت شوي حديث کې راغلي: پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د حسن پـــر غاړه لاس واچو، ښکل يې کړ او ويې وويل: خدايه! تــــــــــــه دا ښه وګڼه او هغه هم ښه وګڼه،چې د چا ورسـره مينه وي[5].

(٤) له حضرت سعد (رض) روايت دى،چې کله دا آيت نازل شو:تعالو اندع ابناءنا وا بناوکم ونساءناونساءکم…..

رسول الله (صلی الله عليه و اله) علي،فاطمه،حسن او حسين راوغوښتل اوويې ويل:خدايه! دا زما اهل دي[6].

دا حديث اهل بيتو ته سترې ځانګړنې او فضايل ثابتوي.

(٥) له حضرت ابى سعيد(رض) روايت دی چې: ًقال رسول الله (صلی الله عليه و اله) الحسن والحسين سيد شباب اهل الجنهً. رسول الله (صلی الله عليه و اله) وايي: حسن اوحسين د جنتي ځوانانو ښاغلي دي[7].

(٦) له ابى هريره روايت دی چې: رسول الله وويل: جعفر مې وليد،چې په جنت کې له پرېښتو سره الوته[8].

(٧) له حضرت يعلى ابن مره (رض) روايت دی چې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: حسين له ما دى او زه د حسين يم خداى دې هغه ښه وګڼي،چې له حسين سره يې دوستي وي؛نو حسين مې له ځوځاته دی[9].

(٨) حضرت براء(رض) وايي: د حديبې په سوله کې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) علي ته وويل: زه له تا يم او ته له ما يې [10].

(٩ ) حضرت سهل ساعدي (رض) روايت کوي چې: حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د خيبر پر ورځ وويل: زه به سبا بېرغ هغه ته ورکوم،چې خداى به بريا يې پر برخه کړي. خداى او رسول يې خوښ دي اوخداى او رسول يې هم هغه خوښوي. خلک د شپې په فکر کې ول،چې د اسلام بېرغ به چاته ورکړ شي؟ سهار ټول اصحاب په هغه هيله ول،چې پېغمبر اکرم وويل:علي چېرته دى؟ ورته وويل شو سترګه يې خوږېږي. آنحضرت يې پر سترګه د خپلې خولې لاړې ومښلې او ورته يې دعا وکړه د حضرت علي سترګه سمدستي داسې روغ شوه؛لکه چې کله هم نه وه خوږه،بيا يې ورته بېرغ ورکړ.حضرت علي وويل:ورسره به وجنګېږم،چې له موږ په څېر (مسلمان) شي؟ آنحضرت وويل: په ورو ځه،چې (د خيبر يهودانو) ورورسېږې،بيا اسلام ته يې وبله او له هغو يې خبر کړه،چې پرې واجبېږي.پر خداى سوګند که خداى په تا چاته لارښونه وکړي ؛نو دا به درته تر زرو سرو اوښانو(دا اوښان په عربو کې ارزښتمن ول ) نه هم غوره وي[11] .

ټول پوهېږو،چې حضرت علي (ک)فوق العاده د خيبر کلا فتح کړه،چې د خيبر پر فاتح مشهور شو .

(١٠) له عايشې بي بي ( رضي الله عنها ) روايت دی،چې: پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) د مړينې د ناروغې پر مهال فاطمې بي بي ته وويل: ايا خوښه نه يې،چې د جنتي ښځو يا د مؤمنو ښځو بي بي اوسې[12]؟

(١١) له حضرت مسوره (رض) روايت دی،چې حضرت پېغمبر اکرم(صلی الله عليه و اله) وويل: فاطمه زما دوجود يو ټوټه ده،چا چې پر غوسه کړه؛نو زه به يې پر غوسه کړی يم [13].

(١٢) له حضرت سعد (رض) روايت دی چې حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) حضرت علي (ک) ته وويل:[ اما ترضی ان تکون منی بمنزله هارون من موسی.] خوښ نه يې،چې ما ته داسې اوسې؛ لکه هارون،چې موسى ته و[14]؟

او مسلم په صحيح کې زياتوي: الا انه لا نبى بعدى خو دا،چې له ما وروسته نبي نه شته؛يعنې کوم مقامونه،چې د حضرت موسى له خوا هارون ته ول،تا ته هم شته؛خو هارون نبي و او ته د نبوت مرتبه نه لرې؛ځکه زه ًخاتم النبيينً يم.

(١٣) د حضرت زيد ابن ارقم (رض) د حديث په ترڅ کې راغلي چې رسول الله (صلی الله عليه و اله) يوه ورځ د مکې او مدينې په منځ کې اوبو د ډنډ تر غاړې ، د خداى له ستاېنې وروسته يې دا وينا وکړه:

خلکو! پوه شئ زه هم ستاسې په شان (يو) بشر يم او نژدې دی درنه ولاړ شم او دوه درانه يا ښکلي څيزونه درپرېږدم. يو يې د خداى کتاب دى،چې په کې لارښوونه او رڼا ده او منګولې پرې ولګوئ او بيا يې وويل:زما اهل بيت. زه د خپلو اهلبيتو په حق کې خدای دريادومه. (دا جمله يې درې ځل وويله چې د خدای لپاره اهل بيت مې هېر نه کړئ) حضرت حصين،حضرت زيد بن ارقم (د حديث راوى) ته وويل: د پېغمبر (صلی الله عليه و اله) اهل بيت څوک دي؟ او ايا ښځې يې په اهل بيتو کې نه دي؟ حضرت زيد وويل: ښځې يې هم په اهل بيتو کې راځي؛خو اهل بيت هغه کسان دي،چې صدقه پرې حرامه شوې ده،حضرت حصين وويل: هغوى څوک دي؟ حضرت زيد وويل: هغه د على آل،دعقيل آل، دجعفرآل او دعباس آل دي. حضرت حصين وويل: پر دوى ټولو صدقه حرامه ده،حضرت زيد وويل:هو[15].

(١٤) حضرت عمر بن ابى سلمه (رض) وايي: کله چې دا آيت (انما يريدالله ليذهب عنکم الرجس اهل البيت و يطهرکم تطهيرا) د ام سلمې بي بي په کور کې پر پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) نازل شو؛نو فاطمه ، حسن،حسين،يې راوغوښتل او يوه چپنه يې پرې واچوله،حضرت علي يې شاته ولاړ و،هغه يې هم په چپنه کې ننه ايست او ويې وويل: خدايه! دا زما اهل بيت دي،چټلي ترې لرې کړه او پاک يې کړه،ام سلمې بي بي وويل: ايا زه هم له دوى سره يم؟ پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل: ته ځان ته ځاى لرې او نېکه يې [16].

(١٥)عن حبشي بن جناده (رض)،قال رسول الله(ص) علي له ما دی او زه له علی يم او له ما نه ادا کوي؛خو زه په خپله يا علي. [ او زه په خپله يا علي د مسئووليت دروند پېټى وړاى شو.[17]]

(١٦) له حضرت حذيفه (رض) په يو روايت کې ويل شوي: حضرت پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وويل: ان هذا ملک لم ينزل …… دا هغه پرېښته وه،چې له نن شپې مخکې پر ما نه وه راکيوتې.له خداى يې اجازه وغوښته،چې پر ما سلام واچوي او ماته زېرى راکړي،چې فاطمه د جنت د ښځو بي بي او حسن او حسين د جنت د زلميانو ښاغلي دي[18].

(١٧) عبدالسلام بن الصلت الهروى وايي: علي بن موسى الرضا له خپل پلار موسى بن جعفر له جعفر بن محمد، له خپل پلار علي بن الحسين،له خپل پلارعلي بن ابيطالب روايت کوي چې پېغمبر (صلی الله عليه و اله) وويل:الايمان معرفه باالقلب و قول بااللسان و عمل بالارکان. بيا ابو الصلت وويل: که دا اسناد (د اوو امامانو نومونه،امام رضا،امام موسى کاظم،امام جعفر صادق، امام محمد باقر،امام زين العابدين،امام حسين،امام علي) پر ليوني چوف شي؛نو روغ رمټ به شي[19].

(١٨) حضرت براء بن عازب (رض) وايي: له رسول الله (صلی الله عليه و اله) سره حج (حجة الوداع) ته ولاړو په لار کې د لمانځه لپاره ودرېد. بيا د حضرت علي (ک) لاس يې ونيو او ويې وويل: الست اولا بالمؤمنين من انفسهم؛ ايا زه مؤمنانو ته د دوى له ځانوغوره نه يم؟ ټولو وويل:هو! ايا زه مؤمن ته له ځانه يې غوره نه يم؟ ټولو وويل:هو؛نو دا (علي) ولي يې دى،چې زه يې ولي يم خدايه!له دوستانو سره يې دوستي وکړه،او له دښمنانو سره يې دښمن اوسه [20].

(١٩) د حضرت عمران بن حصين(رضي الله عنها) په روايت کې راغلي:حال دا چې د پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) پر څېرې د غوسې نښې ښکارېدې ويي ويل: له علي څه غواړئ؟ له علي څه غواړىء؟ له علي څه غواړىء؟ علي له ما دى او زه له علي يم او هغه له ما وروسته د هر مؤمن ولي دى[21].

(٢٠) حضرت ابن عمر (رضي الله عنهما) وايي: رسول الله (صلی الله عليه و اله) وويل: حسن او حسين دوه جنتي ځوانان دي او پلار يې له داوړو غوره دى[22].

(٢١) و عن علي:انا عبدالله واخوه رسوله ا نا الصديق الااکبر،لايقولها بعدی الا کذاب،صليت قبل الناس سبع سنين. حضرت علي (ک) وايي: زه د خداى بنده، د پېغمبر ورور او صديق اکبر يم،او له ما وروسته يوازې دروغجن دا خبره کوي، او ما تر خلکو اووه ورځې ړومبى لمونځ کړى دى.

( د هماغه کتاب ۱۲ مه ګڼه حديث) په زوايد کتاب کې ليکل شوی،چې ددې روايت اسناد صحيح دي او راويان يې ثقه دي او حاکم دا حديث په مستدرک کې له منهال روايت کړی او ويلي يې دي: “صحيح علی شرط الشيخين”.

(٢٢) حضرت زيد بن ارقم (رض) له رسول الله (صلی الله عليه و اله) روايت کړي،چې رسول الله (صلی الله عليه و اله) حضرت علي،فاطمې ، حسن اوحسين ته وويل: څوک،چې له تاسې سره په جنګ کې وي؛نو زه به هم ورسره په جنګ کې يم او که څوک درسره په سوله کې وي؛نو زه به هم ورسره په سوله کې يم[23] .

(٢٣) حضرت کعب ابن عجره (رض) په يو روايت کې وايي: رسول الله (صلی الله عليه و اله) مو وپوښته،پر تاسې اهل بيتو څرنګه درود ووايو ؛ ځکه خداى ويلي،چې څرنګه پر تاسې درود ووايو!ويې ويل:اللهم صل على محمد وآل محمد کما صليت على ابراهيم وآل ابراهيم انک حميد مجيد.اللهم بارک على محمد و آل محمد کما بارکت على ابراهيم وآل ابراهيم انک حميد مجيد[24].

(٢٤) حضرت زيد ابن خارجه (رض) وايي،پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) مې وپوښته:راته يې وويل: پرما درود ووايئ او په دعا کې هڅه وکړئ او ووايئ: اللهم صل على محمد وآل محمد[25].–او په همدې کتاب کې نور اسناد او متنونه وګورئ)

(٢٥) حضرت علي (ک) له پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) روايت کوي: مهدى (اخرالزمان) زما له اهل بيتو دى او کار به يې خداى په يوه شپه کې جوړ کړي[26].

(٢٦) له حضرت انس(رض) روايت دى:له رسول الله (صلی الله عليه و اله) مې واورېدل: موږ د عبدالمطلب زامن د جنت سرداران يو زه، حمزه، على،جعفر،حسن ،حسين،او مهدي[27] .

(٢٧ ) حضرت جابربن سمرة (رض) وايي: له پلار سره مې پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) ته ورغلو او ويې وويل: دا کار په سرته ونه رسېږي،څو په مسلمانانو کې دولس تنه خلفاء تېر شي،وروسته آنحضرت (صلی الله عليه و اله) څه وويل،چ[28]ې وامې نه ورېدل له پلاره مې وپوښتل ،راته يې وويل: آنحضرت وويل:چې دا ټول به له قريشو وي.(صحيح مسلم،کتاب امارة شپږم ټوک) دا حديث په مختلفو اسنادو او ډول ډول متنونو د اهل سنتو په کتابو کې روايت شوى دى. يوازې مسلم له حضرت جابربن سمرة (رض) په اتو بېلابېلو لارو روايت کړى دى. په صحيح بخاري کې يو يا دوه حديثونه د احکامو په کتاب کې روايت شوي دي،که دا راټول کړو؛ نو په ښکاره د پر له پسې توب او تواتر پولې ته رسي. ابن حجر شافعي[29] وايي: قال الائمه صدر الحديث مجمع على صحته،وارده من طرق عديده اخرجه الشيخان و غيرهما فمن تلک الطرق….. امامانو ويلي دي,چې د حديث د لومړۍ برخې (خلفا دولس تنه دي) پر سموالي يوه خوله يو ،چې له بېلابېلو لارو روايت شوي او بخاري او مسلم او نورو په خپل کتابونو کې ثبت کړی دی؛ ځکه د اهل سنتو عالمان د حديث په پر له پسې والي يوه خوله دې اوحديث يې شهردار بن شيرويه ديلمى د فردوس کبير په مسند کې له حضرت ابې سعيد خدري روايتوي،چې: موږ له رسول الله (صلی الله عليه و اله) سره لمونځ وکړ،بيا راته يې وويل: په تاسې کې د اهل بيتو مثال د نوح د بيړۍ په شان او په بني اسرائيلو کې د حطې د وره په شان دى؛نو له ما وروسته زما پر اهل بيتو منګولې ولګوئ،راشدين امامان زما له ځوځاته دي؛ نو تاسې به هېڅ کله بې لارې نه شئ،وويل شو:يا رسول الله! کم ائمه بعدک؟ قال: اثناعشر من اهل بيتو اوقال من عترتى ،يعنې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: (له ما وروسته) امامان دولس تنه زما له عترت يا اهل بيتو دي (دا چې مسند الفردوس له ما سره نه و؛نو ځکه مې دا حديث له عبقات الاانوار ۲ټوک،۹۸۰ مخ ( نوی چاپ) را خستی دی.

(٢٨) پېغمبر اکرم (صلی الله عليه و اله) وايي:خلکو!ما په تاسې کې داسې څه پرېښوول که ويې منۍ؛نو هېڅکله به بې لارې نه شئ،هغه دخداى کتاب او زما عترت او اهل بيت دي[30].

دا حديث هم ګڼ شمېر سندونه او متنونه لري او ابن حجر شافعي وايي،چې دا حديث له شلو ډېرو اصحابو روايت کړى.او په ځېنو متونو کې راغلې: ًولن يفترقا ان يردا على الحوضً. قرآن او اهل بيت هېڅکله يو له بله نه بېلېږي څو په((حوض کوثر)) کې له ما سره يو ځاى شي.

(٢٩) زما داهل بيتو مثال د نوح د بېړۍ په شان دى څوک،چې په کې سپاره شول؛نو وژغورل شول او څوک،چې ترې سرغړونه وکړي؛ نو ډوب به شي. (داحديث هم ګڼ شمېر متنونه او سندونه لري)

(٣٠) حضرت زيد بن ارقم (رض) وايې: رسول الله (صلی الله عليه واله) وويل: څوک چې غواړي زما په شان ژوند وکړي او زما په شان مړ شي او په همېشني جنت کې له ما سره مېشت شي ،چې خداى يي راسره ژمنه کړى؛نو له علي بن ابيطالب سره دې دوستي وکړي؛ځکه هغه به کله هم تاسې بې لارې نه کړي. (حاکم دا حديث په مستدرک کې روايت کړى او صحيح يې ګڼلى ،او طبراني د ابونعيم په کبير د فضايل صحابه په برخه او متقي په کنزالعمال کې را اخست ی دی) او د زياد ابن مطرف په روايت کې د حضرت علي له نوم وروسته ځوځات يې هم ياد شوی دی.

(٣١)ستوري د ځمکې اوسېدونکي له ډوبېدو ژغوري او زما اهل بيت هم امت مې له اختلافه خوندي ساتي د عربو(کوم) ټبر،چې زما له اهل بيتو سره مخالفت وکړي؛نو د ابليس په ګوند کې به وي.

(٣٢) روايت دی څوک چې له ما اطاعت وکړي؛نو له خداى به يې اطاعت کړى وي او هم روايت دی څوک،چې له علي اطاعت وکړي؛ نو له ما به يې اطاعت کړى وي[31].

(٣٣) حضرت ابن عباس (رض) له آنحضرت (صلی الله عليه و اله) روايت کوي:زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه اولاده سپېڅلي او معصومان يو[32].

(٣٤) اخرج الخطيب عن انس کما فى الصواعق،چې آنحضرت (صلی الله عليه و اله) ويلې:د مؤمن د پاڼې نوم دعلي ابن ابيطالب دوستى ده.

(٣٥) روى ابن سماک کما فى الصواعق،عن ابابکر (رض) قال العلي (ک): له رسول الله (صلی الله عليه و اله) مې وارېدل،هېڅ څوک به له پل صراطه تېرنه شي؛خو دا چې علي ورته د تېرېدو اجازه ورکړي.

(٣٦) پېغمبر اکرم (ص) وويل: کمافى الصواعق: پر خداى مې دى قسم وي څوک،چې زما له اهل بيتو سره کينه ولري خداى به يې په دوزخ کې وغورځوي.

(٣٧) د قاضى عياض دشفا د کتاب په٤٠ مخ کې روايت شوي،چې: آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وويل: دآل محمد(صلی الله عليه و اله) پېژندنه د دوزخ له اوره خلاصېدل دي. له آل محمد(صلی الله عليه و اله) سره دوستي د صراط پر پل تېرېدل دي او له آل محمد سره دوستي له عذابه خونديتوب دی.

(٣٨) حاکم په مستدرک (٣/١٣٨) کې له آنحضرت (صلی الله عليه و اله) روايت راخست ی،چې سند يې د بخاري او مسلم پر شرايطوسم دى او هغه دا،چې:د علي په حق کې ماته درى څيزونه ويل شوي:چې هغه د مسلمانانو سيد او ښاغلی،دمتقيانو امام او “قائدالغرالمحجلين” دى.

(٣٩) آنحضرت (صلی الله عليه و اله) وايي: زه او علي د قيامت پر ورځ پر امت حجت يو[33].

(٤۰) حضرت سلمان فارس (رض) له حضرت پېغمبر اكرم (صلی الله عليه و اله) روايت کوي :سلمانه! كه څوك مې له لور فاطمې سره مينه ولري؛نو په جنت كې به راسره وي او كه كينه ولري؛نو ځاى يې دوزخ دى. سلمانه! له فاطمې سره مينه په سلو ځايو كې ګټوره ده؛په مړينه،قبر،د عملونو په تللو،حشر او په پل صراط كې انسان ته اسانتياوې وي،كه لور مې فاطمه له چا راضي وي؛نو زه به ترې راضي يم او له چا،چې زه راضي شم؛نو خداى به ترې راضي وي كه چا لور مې پر غوسه كړه؛نو زه به يې پر غوسه كړى يم او پر چا، چې زه غوسه شم؛نو خداى به پرې غضب وكړي . سلمانه! پر هغه دې افسوس وي،چې پر فاطمې،پر خاوند يې علي او پر اولادې او پلويانو يې تېرى وكړي[34].

دا نبوي احاديثو يوه برخه ده،چې د اهل سنتومحترمو محدثينو او راويانو روايت کړي دي.

پايله دا چې اهل سنت د اهل بيتو دښمنان نه؛بلکې داهل بيتو دوستان ،مخلصين او پر فضايلو يې قايل دي.

د شيعه وو په روايتونو کې د ا صحابو کرامو مقام

موږ له امام جعفر صادق (رح) د اصحابو کرامو په هکله دوه روايتونه را اخلو،چې سندونه يې صحيح دي،چې زموږ اهل سنت ورورنه دې پوه شي کوم تورونه او دروغ چې په شيعه و پورې تړل شوي،له واقعيت سره اړخ نه لګوي او دواړه لوري سره وروڼه دي او بايد يو له بل سره دوستي او ګډ کار وکړي،چې د اسلام عظمت خوندي شي،چې د دواړو لوريو موخه هم ده.

(١) منصور ابن حازم له امام صادق (ع) د حديث په هکله وپوښتل: راته ووايه:څه،چې د رسول اکرم اصحابو ترې روايت کړي،رښتيا دي او که دروغ يې ورپورې تړلي دي؟ ويې وويل: رښتيا دي . و مې ويل:نو په حديثونو کې ولې اختلاف را پيدا شو؟ ويې ويل: ايا نه پوهېږې،چې يو صحابي به آنحضرت (صلی الله عليه و اله) ته راتله او د څه په باب به يې پوښته او آنحضرت به يې ځواب وايه بيا يې ورته داسې ځواب وايه،چې لومړۍ ځواب يې نسخ کاوه[35].

له دې حديثه موخه مې د نسخ بحث نه دى،چې دا بايد د فقې د اصولو د علم په برخه کې وڅېړل شي؛بلکې موخه مې دا ده،چې امام صادق هغه اصحاب،چې له آنحضرت (صلی الله عليه و اله)بېلابېل روايتونه روايت کړي،تصديق کړي دي او د حديثونو د اختلاف علت دروغوالى يې نه؛بلکې نسخ يې ګڼلې ده. هو! ددې حديث پربنسټ صحابه کرام بايد رښتني وګڼو.

(٢) امام صادق (ع) دهشام بن سالم په معتبره کې وايي: د رسول الله (صلی الله عليه و اله) ياران دولس زره تنه ول،اته زره تنه د مدينې،دوه زره د مکې او دوه زره طلقاء (ازاد شوي) ول او په دې ټولو کې نه قدري ول،نه مرجي،نه حروري،نه معتزلي او نه د رای خاوند او ټولو به د شپې او ورځې ژړل او له خدايه يې غوښتل، مخکې له دې،چې پخه ډوډۍ وخوري ساه يې واخلي[36].

اوس چې موږ د اهل بيتو او اصحابو پر مقام پو شو؛نو پوهېږو کوم دروغ،چې په شيعه او سني پسې تړل کېږي،ټول بې بنسټه او بې ارزښته دي. په شيعه و پورې داسې دروغ تړل شوي،چې دوى بې له څلورو اصحابو نور ټول (نعوذ بالله) کافر ګڼي. دا دروغ هغه وخت رسوا کېږي،چې ډېر شمېر اصحاب د صفين،جمل او نهروان په جنګونو کې د حضرت علي (ک) د مخالفينو پر ضد له حضرت علي سره ولاړ ول او دتاريخ او د مخورو عالمانو په ګواهۍ دا اصحاب په همدې جنګونو کې شهيدان هم شول. ايا دا به معقوله وي،چې شيعه دا کافر وګڼي؟

وګورئ،چې څنګه ړوند تعصب انسان پر دروغجنو او خوشې خبرو اخته کوي؟ په اهلسنتو پورې تړل شوي،چې د اهل بيتو دښمنان دي او يا يې له فضايلو منکر دي. دا ټول دروغ د تېرو حديثونو په راوړلو سره په څرګنده باطل شول؛ځکه سني او شيعه د قرآن د وينا له مخې (انماالمؤمنون اخوه) بايد ديني ورونه وي. او د قرآن د حکم له مخې (ولاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ريحکم) بايد له خپلمنځي شخړو ډډه وکړي،چې کمزوري نه شي او د قرآن د حکم له مخې (وتعاونوا على البر و التقوى) بايد په پرهيزګارۍ او ښو چارو کې يو له بل سره ګډکار وکړي.

ان هذه امتکم امه واحده وانا ربکم فاتقون

د همداسې ورځې په هيله

والسلام کابل

د ۱۳۸۲ل د وري ( ۲۹) مه

د محترم محسني د خبرو پاى

 

 

[1] ( توبه ۱۰۰ ايت)

[2] (احزاب/٣٣)

[3] وګوریء: ( صحيح مسلم ۱۵ /۱۹۴)

[4] وګوریء: (صحيح بخاري ١٤١٤ ګڼه حديث،دکتاب الزکات برخه همدا شان روايت صحيح بخاري په ١٤٢٠ شمېره او ٢٩٤٣ ګڼو او دصحيح مسلم داتلسم ټوک په لومړي کې هم راغلى دی).

[5] وګوریء: (صحيح بخاري ٢٠١٦ګڼه حديث)

[6] وګورئ: (د جامع ترمذي ۳۲ ټوک،يا درېم مخ په سمو اسنادو)

[7] وګوریء:( جامع الترمذي ۲۲۳ مخ)

[8] وګوریء: (جامع الترمذي ٢٢٣مخ)

[9] وګوریء: (جامع الترمذي ٢٢٥)

[10] وګوریء: (صحيح بخاري ګڼه٢٥٥٢).

[11] وګوریء:(صحيح بخاري دجهاد کتاب ٢٨٤٧ ګڼه، صحيح مسلم ١٢/١٨٥)

[12] وګورئ: (صحيح بخاري د مناقبو کتاب ٣٤٢٦ ګڼه،صحيح مسلم ټ ١٨ /٥٦)

[13] وګوریء:(صحيح بخاري،فضايل الصحابه ٣٥١٠ ګڼه)

[14] وګورئ: (صحيح بخاري٣٥٠٣ګڼه دفضايل الصاحبه کتاب)

[15] وګوریء: (صحيح مسلم ٥١/١٨٠-١٧٩)

[16] (جامع ترمذي ٣/٩٢)

[17] وګوریء: (جامع ترمذي ٣/٢١٤)

[18] (جامع ترمذي٣ ټوک/٢٦٦)

[19] (وګورئ د جامع ترمذي سريزه ٦٥ مخ)

[20] (جامع ترمذي – ١١٦ مخ)

[21] (ترمذي٣ /٢١٣)

[22] ( دسنن ابن ماجه سريزه ١٤٤- ګڼه)

[23] (د سنن ابن ماجه سريزه ١٤٥ ګڼه)

[24] (صحيح بخاري دالانبياء کتاب ٣١٩٠ ګڼه حديث )

[25] (سنن نسائى ٣/٤٩

[26] (سنن ابن ماجه ٤٠٨٥ ګڼه)

[27] (سنن ابن ماجه ٤٠٨٨ ګڼه حديث )

[29] ابن حجر شافعي د صواعق په ١٨ مخ کې

[30] وګورئ:(ترمذي،نسائي اودکنزالعمال هندي د لومړي ټوک مخ٤٤)

[31] ( دا روايتونه حاکم د مستدرک په درېم ټوک۱۲۱ مخ کې او ذهبي په خپل لنډيز کې را اخست ی او دواړه يې د بخاری او مسلم پرشروطو صحيح ګڼلی دی)

[32] وګوریء: (ينابيع الموده،فرايدالسمطين،دابن ابي الحديد د نهج البلاغې شرح.)

[33] وګوریء:(کنزالعمال ٦/١٥٧)

[34] وګوریء: ( مقتل خوارزمي 1/ 64 ، درالمنثور 4/153 ، ميزان الاعتدال 2/518 تاريخ بغداد 5/87)

[35] وګوریء: (اصول کافى ١/٦٥)

[36] وګوریء:(البحار ٢٢/ ٣٠٥ له الخصال نه را اخستل شوی دی)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!