تبلیغات

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ تر اسلام مخکې د مکې او مدينې وضع په مکه او مدينه کې فرهنګ د مکيانو فرهنګ مکيان شام، ايران، عراق او حبشې ته د سوداګريزو سفرونو له لامله، تر ټولو عربانو ډېر د خپلې زمانې د متمدنو ملتونو له فرهنګونو سره اشنايي درلوده او له کتابيانو (يهود او نصارا) سره […]

 بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

تر اسلام مخکې د مکې او مدينې وضع

په مکه او مدينه کې فرهنګ

د مکيانو فرهنګ

مکيان شام، ايران، عراق او حبشې ته د سوداګريزو سفرونو له لامله، تر ټولو عربانو ډېر د خپلې زمانې د متمدنو ملتونو له فرهنګونو سره اشنايي درلوده او له کتابيانو (يهود او نصارا) سره د ناستې پاستې په پار يې د دوی عادات او دودونه پېژندل.

همداراز عربي ټبرونه د حج او عمرې لپاره مکې ته راتلل او د مکې په شا وخوا کې د عربو بازارونو ته ورنژدې وو. په تېره سوق عکاظ ته چې د عربانو شاعرانو او خطيبانو د راټولېدو ځای و او په عربانو کې د قريشو ژبه او لهجه خورا څرګنده او فصيح وه.

له اسلام مخکې اولس تنو مکيانو ليک لوست زده کړی و[1].

د مدينوالو فرهنګ

دا چې مدينوال له يهودو او د دوی عالمانو سره په تماس کې وو، نو ډېر فرهنګي معلومات يې هماغه و،  چې له دوی يې اورېده.

تر اسلام مخکې په اوس او خزرج کې يولسو تنو لیک لوست زده کړی وو، له دوی يې اوه تنو «کامل» بلل؛ ځکه پر ليک لوست سربېره يې لامبو او غشي ايشتل هم زده کړي وو؛ نو چا چې دا درې فنون زده کړي وو، د (کامل) له لقبه برخمنېدل[2].

د مکيانو او مدينوالو سياسي او ټولنيزه وضع

د مکې او مدینې سیاسې وضع د بېدیا مېشتو (صحرانشینو) ټبرونو په څېر (د ټبريز نظام واکمني) وه،خو ټولنيز نظام يې يو له بل سره ډېر توپير درلود، چې وبه يې لولو.

د مکې سياسي او ټولنيزه وضع

له نسبي پلوه په مکه کې قريشو، ځانونه د اسماعيل (ع) او ابراهيم (ع)  اولاده ګڼله، چې دا پر نورو عربي ټبرونو د سرلوړاوي لامل شوی و. همداراز له بيت الله سره يې نژدېوالی، چې ګرد عربي ټبرونه چې له ډېر لږ شمېره چې يهود او نصارا شوي وو، زيارت ته راتلل؛ چې دې چار د مکيانو وياړ لا پسې زياتوه.

همداراز د «ابرهه» لښکر چې د بيت الله د ويجاړولو په نيت راغلی و او خدای په توتکيو هلاک کړ؛ نو قريشو دا ځان ته ورمنسوب کړ، چې دا يې په عربانو کې يو ډول د ځانونو لوړ ښوول وو.

بلخوا له ايران، شام او عراقه يمن او حبشې ته سوداګري او اپوټه يې د دې لامل شوی و، چې په عربو کې بې مخينه پرېمانه شتمني ترلاسه کړي. همداراز د ډول ډول فحشا، منکرات او بدۍ لکه سودخوري، جواري، زنا او تکبر پکې دود شوي وو، نو ځکه پر هغه مهال يې په عربي ټاپو وزمي کې بېساری بد اخلاقي درلوده دوی د دې آیت مصداق شوي وو.

كَلَّا إِنَّ الْإِنْسَانَ لَيَطْغَى. أَنْ رَآهُ اسْتَغْنَى ﴿علق۷/۸﴾  = انسان چې ځان شتمن وويني، نو سرغړانديږي.

په مکيانو کې اخلاقي فساد د ګڼو عواملو پايله وه، چې له دې ځنې:

۱- دا چې د قيامت له ورځې منکر وو، نو له سوداګرۍ او په مکه کې د اوسېدنې پر وخت يې تر خپلې وسې مزې چړچې، شهوتپالنه او فسق وفجور کړای شو.

۲- دا چې په ټول کار کې د قريشو يو شمېر نورو سيمو ته د سوداګرۍ لپاره تلل او مېرمنې يې ډېره موده بې مېړه وې او هم د هغه وخت په عربي ټولنې کې حجاب او ستر نه و، چې له دې ښځو د شهوتپالو نارينه و د کوروالي مخنيوي پرې وشې.

۳ – د قريشو په اشرافي کورنيو کې د پرېمانه واده مينزو او مريانو د شتون له لامله د دوی نارينه وو او ښځينه و ته هر ډول جنسي کوروالی شونی و.

تېر مسايل په مکه کې تر نورو عربي ټولنو د فحشا او منکراتو په خپرېدو کې اغېزمن لاملونه وو، د مکيانو پر وضع د ښه پوهېدو لپاره لا «الاغاني» کتابه د يو داستان په راوړو بساينه کوو:

«ابولهب د عبدالمطلب زوی له عاص د هشام زوی سره په سلو اوښانو جواري وکړه، د جوارۍ طريقه يې داسې وه، چې د يوه کاڼي يا غوز په اندازه يې په ځمکه کې کوتی ايسته، ورپسې له يوه واټنه يې دا کاڼۍ يا غوز دې کوتۍ ته ورغورځاوه، که په کوتۍ کې به ولويد، نو خاوند يې وړې وه. په دې جوارۍ کې ابو لهب له عاصه سل اوښان يووړل.

دويم ځل يې په سلو اوښانو جواري وکړه، بيا ابولهب وګټله.

درېيم ځل يې جواري وکړه بيا هم ابولهب وګټله او په دې جوارۍ کې عاص خپله ټوله شتمني وبايلله. عاص، ابولهب ته وويل: د عبدالمطلب زويه! د جوارۍ کاڼي دې مل شوی، راځه دا ځل داسې جواري وکړو چې بايلونکی د بل مری شي، ابولهب ورسره ومنله، بيا يې د جوارۍ کاڼی  وغورځاوه، دا ځل هم ابولهب وګټله او عاص يې مری شو، تر دې وروسته عاص ابولهب ته ماليه ورکوله، تر دې چې په بدر جګړه کې، کله چې قريشو پرېکړه وکړه، چې هر څوک دې په جګړه برخه واخلي، يا دې پر خپل ځای څوک ولېږي، ابولهب د ځان پر ځای عاص ولېږه او شرط يې وکړ، چې تر راستنېدو وروسته به يې ازادوي؛ خو عاص په دې جګړه کې ووژل شو[3]».

د مکې د بانډه ییز ښار، طايف وضع

په مکې کې د فحشا او منکراتو خپراوي پر طايف[4] هم اغېز کړی و، په هغې زمانې کې ډېر طايف ميشتي، د ثقيف له ټبره وو او يو شمېر شتمن قريش هم پکې اوسېدل. ښايي په همدې پار، تر مکيانو وروسته طايف ميشتي په زنا او سودخورۍ کې ډېر شهرت درلود[5]. اوس پر طايف او ثقيف باندې د قريشو د اغېز څرګنولو لپاره لاندې داستان را اخلو:

«حارث بن کلاه ثقفي په طايف کې د «سميه» په نامې يوه مينزه درلوده چې خپل رومي مريي ته يې ور واده کړې وه او د زنا له لارې يې ماليه ترې اخيسته؛ هغه مهال ابوسفيان له يوه سفر په راستنېدو کې طايف ته ورسېد تر شرابخورۍ وروسته، ابو مريم سلولي شراب پلوري ته ورغی، ورته یې وويل: سفر مې اوږد شو. ايا سملاسي کومه بدلمنې لرې؟ نوموړي سميه ته ورساوه.

تر دې پېښې وروسته سميه «زياد» و زيږاوه او دا وخت لومړی هجري کال و، زياد ته يې په پيل کې د عبيد رومي (هغه مرۍ چې د سميه مېړه و) زوی وايه تر دې چې پر ۴۱ يا ۴۲ هجري کال «معاويه» له سميه سره د ابوسفيان د هماغې زنا په پار زياد د ابوسفيان زوی او خپل ورور باله او  امويانو د واکمنۍ تر پايه زياد ته يې د ابوسفيان زوی وايه د عباسيانو په پېر کې پر «زياد بن ابيه» يادېده[6]».

له دې داستانه دوه ټکي ترلاسه کيږي:

(الف) لکه چې ومو ويل، د قريشو شتمنو د طايف ښار او ثقيف ټبر په خپلو اخلاقو را اړولی و.

(ب) قريشو نه يوازې په خپل ښار کې د فراغت پر مهال شرابخوري او بدلمني کوله، بلکې د سفر پر مهال او په نوور ښارونو کې يې هم له بد اخلاقۍ لاس نه اخيسته، ښايي لاندې داستان د دې چار لپاره يو بل ګوا هم وشمېرل شي:

«په بدر غزا کې، نژدې اويا تنه قريش د مسلمانانو اسيران شول، چې پکې يو شمېر د قريشو شتمن او مشران هم ول.  منافق «عبدالله بن اُبیّ» وغوښتل چې له خپلو دوو مينزو يوه يې اړ کړي، چې د قريشو له يوه شتمن بندي سره کوروالی وکړي، په دې هيله چې مينزه ترې دوه ځانې او اولاد وزېږوي او دا قريشي تر ازاديدو او مکې ته تر ستنېدا وروسته، عبدالله بن ابی ته ډېرې پيسې ورکړي، چې خپل زنا زيږی زوی چې د عربو په دود کې د عبدالله بن ابی ملک ګڼل کېده، ترې وپېري، آزاد يې کړي او مکې ته يې بوزي.

دې دواړو مينزو يوې هم دې چټل کار ته غاړه کېنښوده او په پای کې يې پېغمبر (ص) ته شکايت وکړ. خدای په دې باب لاندې آيت نازل کړ:

…. وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاءِ إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا….. (نور/۳۳) = او خپلې وينځې، چې پخپله پاك لمني غواړي؛نو د دنيوي ګټو لپاره يې بدکارۍ ته مه اړ باسئ

دا داستان راښيی، نوموړي شتمن قريش له عبدالله بن ابی دغسې غوښته کړې وه، نو  ځکه عبدالله له مينزو غوښتل چې کوروالی ورسره وکړي. په پای کې يو لنډ داستان ته مو پام راړوم، چې په جاهليت پېر کې د ثقيف ټبر څومره له شرابخورۍ او زنا سره مينه درلوده.

«پر نهم هجري کال، د ثقيف له ټبره يوه ډله له طايف ځنې مدينې ته ورغله، چې په ځينو شرايطو اسلام ومني پر هغه وخت يې د زنا او شرابخورۍ د نه پرېښوو په باب په خپلو کې سلا مشوره وکړه، ويې ويل:

ثقيف له شرابخورۍ او زنا لاس اخیستای نشي» او دا چې پېغمبر(ص) يې شرايط ونه منل؛ نو له ناچارۍ يې ومنله چې دا دواړه چټل کارونه پريږدي[7]»

[1] بلاذري، فتوح البلدان،. د «امراخطه» برخه: ۵۸۰ او ۵۸۳ مخونه

[2] بلاذري، فتوح البلدان: ۵۸۰ او ۵۸۳ مخونه

[3]الاغاني: ۴ټ، ۱۷۹مخ، د بدر جګړه، د حسان بن ثابت شرح حال

[4] د مکې يو بانډه ييز ښار دی، چې دولس پرسخه ترې لرې پروت دی

[5] وګورئ: معجم البلدان، د طايف شرح: ۶ټ، ۱۰- ۱۶ مخونه.

[6] وګورئ: الکامل فی التاريخ، د ۴۴ کال پېښې: ۳ټ، ۲۲۳- ۲۲۵ مخونه + الاستيعاب: ۱ټ، ۵۴۸- ۵۵۵ مخونه +الاصابه: ۱ټ، ۵۶۳ مخ

[7] وګورئ: مقريزي، امتاع الاسماع: ۴۹۲مخ

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!