د نور د سورت پېژندګلوي دا سورت څلورشپېته ايتونه لري او په مدينه کې نازل شوېدى . د نوم ايښوولو لامل يې هم ددې سورت پنځ دېرشم ايت دى چې خداى ته د اسمانونو او ځمکې نور وايي . پدې سورت کې پر عفت او پاکلمنۍ خورا سپارښتنې شوې ؛نو په راوايتونو کې سپارښتنه شوې […]
د نور د سورت پېژندګلوي
دا سورت څلورشپېته ايتونه لري او په مدينه کې نازل شوېدى .
د نوم ايښوولو لامل يې هم ددې سورت پنځ دېرشم ايت دى چې خداى ته د اسمانونو او ځمکې نور وايي .
پدې سورت کې پر عفت او پاکلمنۍ خورا سپارښتنې شوې ؛نو په راوايتونو کې سپارښتنه شوې چې ښځې دې حتماً ووايي .
د زنا کونکيو سزا، هغوى چې پر پاکلمنو د زنا تور لګوي، د (( افک)) پېښه او له کږلاريو ځان ژغورلو ته د حجاب او پاکلمنۍ حکم هغه موضوعات دي چې پد ې سورت کې پرې بحث شوېدى.
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورين څښتن په نامه
﴿۱﴾ سُورَةٌ أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ=(دا) يو سورت دى، چې موږ نازل كړى او موږ يې (احکام) فرض كړي او په هغه كې مو ښكاره آيتونه نازل كړي، ښايي چې تاسې پند واخلئ.
ټکى :
# د ((سُورَةٌ)) ټکى د خداى له اړخه د قران شريف د ايتونو په ټولګه ايښوول شوېدى . (سُورَةٌ أَنزَلْنَاهَا وَفَرَضْنَاهَا وَأَنزَلْنَا )
پېغامونه :
١_ احکام د خداى په حکم واجب شويدي . (وَفَرَضْنَاهَا )
٢_ قران د دين الزامي او اجرايي قانون دى . (وَفَرَضْنَاهَا)
٣_ د قران ايتونه روښانه او د پوهې وړ دي . (فِيهَا آيَاتٍ بَيِّنَاتٍ) که څه هم ځينې ايتونه يې تفسير او پلټنې ته اړتيا لري .
٤_ انسان نصيحت او تذکر ته اړتيا لري . لَّعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ)
٥_د قران د معارفو اصول د انسان په فطرت او خټه کې اخکل شوي چې په تذکر ترې يواځې پرده اوچتېږي . ( تَذَكَّرُونَ)
﴿۲﴾ الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا مِئَةَ جَلْدَةٍ وَلَا تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللَّهِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ= زناکاره ښځه او زناکار سړى هر يو په سلو درو ووهئ،كه تاسې پر خداى او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ؛ نو نۀ ښايي چې پر هغوى دواړو د زړۀ سوي احساس (او دروغجنه مينه) د الهي حكم د عملي كولو خنډ شي او بايد هغو دواړو ته د سزا ور كولو پر وخت د مؤمنانو يوه ډله حاضره وي.
ټکي :
# د زنا احکام د وګړيو د شرايطو پر بنسټ سره توپير لري چې پدې ايت کې يواځې يو شرط ته اشاره کړى چې که مجرد سړى او يا ښځه زنا وکړي؛نو سل کوړې به يې سزا وي؛خو که واده شوي زنا وکړه ؛نو سزا به يې سنګسار وي .
په قران او روايتونو کې د زنا مفاسد :
# قران زنا رټلې او له کولو يې په سخته ژغورلي يو .
( ولا تقربوا لزنا ) ( اسراء :٣٢) د زنا نکول يې د خداى د رښتيونو بندګانو ځانګړنه شمېرلې ( و عباد الرحمن …. لا يزنون ) (فرقان :٦٣_٦٨) له زنا لرېتوب يې پېغمبر سره د بېعت شرط ګڼلې . ( اذا جائک ….. ولا يزنين ) ( ممتحنه :١٢)
# امام رضا د يو حديث په ترڅ کې د زنا ټولنيز مفاسد داسې بيان کړي : ( بحار :٧٩ ټوک،٢٤ مخ)
١_ د ماشوم د غورځولو له لارې قتل کول .
٢_د کورني او ټولنيز نظام له منځه تلل .
٣_د ماشوم نه روزل کېدل .
٤_ د ارث موازين له منځه تلل .
# حضرت علي د زنا نکول د کورنيو د بنسټ د غښتليتا او د هم جنس بازۍ نکول د نسل د بقا لامل ګڼلې دى . (نهج البلاغه: ٢٥٢ حکمت )
# پېغمبر اکرم (ص) وويل: زنا اخروي او دنيوي تاوانونه لري : (بحار :٧٧ ټوک،٥٨ مخ)
دنيوي تاوانونه : د انسان ښکلا او د مخ رڼا له منځه وړي او ناڅاپه مرګ راوړي.
اخروي تاوانونه : د قيامت په ورځ د حساب کتاب اوږدېدل او په دوزخ کې تلپاتې الهي عذاب.
# نبوي حديث : چې کله زنا ډېره شي؛نو ناڅاپه مرګونه هم ډېرېږي . (بحار :٧٣ مخ ،٣٧٢ مخ)
# زنا مۀ کوئ چې ښځې مو هم پر زنا ککړې نشي . (بحار :٧٦ ټوک،٢٧ مخ )
# څلور څيزه دي چې له کوره برکت وړي او خرابوي يې .
١_خيانت .٢_غلا. ٣_ شراب څښکل . ٤_ زنا .
# زنا تر ټولو ستر کبيره ګناه ده . (بحار ږ٧٦ ټوک،٢٧ مخ )
# امام صادق : څلور ګناهګانې څلور بلار ګانې راوړي :
١_ چې زنا ډېره شي؛نو زلزلې به هم ډېرې شي .
٢_ چې زکات ور نکړل شي؛نو څاروي به مري .
٣_قاضيان چې ظالمان شي؛نو وچکالي به شي .
٤_ژمنه ماتول چې ډېر شي ؛نو مشرکان به پر مسلمانانو واکمن شي . (بحار :٧٦ ټو،٢١ مخ)
پېغامونه :
١_ جنسي ازادي او نامشروعه اړيکې په اسلام کې منع دي . (وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا..)
٢_ د زنا او نامشروعو اړيکو د لرې په هوارولو کې د ښځې ونډه ډېره وي؛نو ځکه زانيه ټکى له زاني مخکې راغلې . (الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي) ؛خو په غلا کې دا ونډه د سړي ډېره ده؛نو د سارق ټکى له سارقه مخکې راغلې دى . ( السارق و السارقة ) (مائده :٣٨)
٣_ زنا کوونکي ته سزا ورکول د عمومي عفت ساتنې ته پکار دى . (فَاجْلِدُوا)
٤_ په نامشروع اړيکو کې دواړو اړخونو ته يو هومره سزا پکار ده . (كُلَّ وَاحِدٍ)
٥_د سزا اندازه د خداى له لورې ټاکل کېږي . (مِئَةَ جَلْدَةٍ)
٦_ مجرمانو ته په سزا ورکولو کې زړۀ سوې پکار ندى . (تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ)
٧_ مينه او زړۀ سوې هم بايد د شرعې په چوکاټ کې وي . (تَأْخُذْكُم بِهِمَا رَأْفَةٌ)
٨_دين يواځې لمونځ او روژه نده؛بلکې د الهي احکامو پلي کول هم دين دى . (فِي دِينِ اللَّهِ)
٩_ که پر مبداء او معاد ايمان وي؛نو د الهي احکامو په پلي کولو کې به پرېکندتوب هم وي. (إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ)
١٠_ مجرم ته سزا بايد د نورو د عبرت لامل شي . (وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا)
١١_ زنا کار ته له جسمي سزا سربېره روحي سزا هم پکار ده . (وَلْيَشْهَدْ عَذَابَهُمَا طَائِفَةٌ…. )
١٢_ د الهي حکم په پلي کولو د مومنانو شتون په کار دى . (مِّنَ الْمُؤْمِنِينَ)
﴿۳﴾ الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً وَالزَّانِيَةُ لَا يَنكِحُهَا إِلَّا زَانٍ أَوْ مُشْرِكٌ وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ = زناکار سړى له زناکارې يا مشركې پرته نكاح نكوي او له زناکارې سره له زناکار يا مشرك پرته (څوك) نكاح نكوي او دا [واده] پر مؤمنانو حرام شوى دى.
ټکي :
# دا ايت د د همدې سورت د ٢٦ ايت غوندې دى چې وايي (الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ)
# پدې ايت کې زنا کار د مشرک په څنګ کې راغلې . (زَانِيَةً أَوْ مُشْرِكَةً)
# زناکار بايد له جسمي او روحي سزا سربېره نور محدوديتونه هم ولري .
# په روايتونو کې راغلي چې ددې ايت حکم هغوى ته دى چې پر زناکارۍ مشهور وي او که زنا کار توبه وکړه؛نو د نورو مسلمانانو غوندې پخپله خوښه واده کولاى شي . (تفسير الميزان ؛ کافي ، ٥ټوک ،٣٥٤ مخ )
# امام باقر: پدې ايت کې خداى زنا کار د مؤمن په وړاندې راوړى او ښيي چې زناکار د زنا پر مهال مومن نۀ وي . ( کافي :٢ ټوک،٣٢ مخ )
پېغامونه :
١_ په واده کې انډولتوب يو مهم اصل دى، پاکو ښځو ته پاک سړي . (الزَّانِي لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً)
٢_ فاسد انسان په اسلامي ټولنه کې له ځينو حقوقو بې برخې دي. (لَا يَنكِحُ إلَّا زَانِيَةً)
٣_ مومن سړي او ښځې بايد له پاکو او پاکلمنو سره واده وکړي . (وَحُرِّمَ ذَلِكَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ)
﴿۴﴾ وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ = او څوك چې پر پاكلمنو ښځو (د زنا) تور لګوي، بيا (دخپلې ادعا لپاره) څلور شاهدان رانۀ ولي؛نو اتيا دورې يې ووهئ او هېڅكله يې هيڅ شاهدي مۀ منئ او همدوى فاسقان دي.
ټکي :
# که څه هم په تېر شوي ايت کې د زناکار د سزا خبره وشوه؛خو د زنا جوتول څه اسان کار ندى؛بلکې بايد څلور عادل کسان ګواهي ورکړي او که له څلورو کسانو لږو شاهدي ورکړه؛نو هر يو بايد اتيا کوړې سزا ووينې .
# له امام صادق و پوښتل شو: ولې قتل ته دوه شاهده پکار دي؛خو زنا ته څلور؟
امام وويل : د قتل په جوتېدو سره يو کس سزا ويني؛خو د زنا په جوتېدو سره دوه کسانو ته سزا ورکول کېږي . (تفسير کنزالدقايق )
# په ډول ډول تورونو کې يواځې د زنا تور دى چې ټاکل شوى حد لري او خداى هم په غوڅه بيان کړېدى . (ثَمَانِينَ جَلْدَةً)
# د زنا تور دومره ارزښت لري چې سزا يې له جرم سره يواځې شل کوړې توپير لري . (فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً )
# څوک چې پر نورو د زنا تور لګوي؛نو شهادت يې اعتباد نلري . (وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا)
پېغامونه :
١_ تور د نورو پر عزت او آبرو يرغل او وار دى . (يَرْمُونَ)
٢_ پر پاکلمنو او واده شويو ښځو د زنا تور لګول سخته سزا لري . (الْمُحْصَنَاتِ )
٣_ د پاکلمنو ښځو له حريم دفاع واجبه ده . (يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ…. فَاجْلِدُوهُمْ )
٤_ کله د يو کس د ابرو ساتلو ته ډېرو ته سزا ورکول کېږي . (فَاجْلِدُوهُمْ )
٥_ تور هم بدني سزا لري ( فاجلدوهم )، هم ټولنيز (وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا) او هم اخروي (وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)
٦_ هغه فاسق دي چې پر نورو تور لګوي . (هُمُ الْفَاسِقُونَ)
٧_ د ګواهۍ شرط عدالت دى او د فاسق ګواهي د منلو وړ نده . (وَلَا تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ)
﴿۵﴾ إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا مِن بَعْدِ ذَلِكَ وَأَصْلَحُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ = خو هغوى چې تردې (تور) وروسته توبه وباسي او ځانونه سم كړي (؛نو خداى يې بښي)؛(ځكه) خداى بښونكى (او) مهربان دى.
ټکى :
# روايت دى : هغوى چې پر نورو تور لګوي؛نو توبه به يې هله قبلېږي چې د خلکو په مخ کې پر نورو لګولې تور تکذيب کړي . ( کافي : ٧ټوک،٢٤١ مخ )
پېغامونه :
١_ توبه ديني او ټولينې ته بيا ژوند ورکوي . (إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا… وَأَصْلَحُوا )
٢_ په الهي دين کې حتى مجرمانو ته د رحمت ورونه خلاص دي . (إِلَّا الَّذِينَ تَابُوا)
٣_توبه د ګناه له جبران، د ځان د اصلاح او نېک عمل سره يو ځاى وي . (تَابُوا … أَصْلَحُوا )
٤_د خداى له رحمته نهيلي ګناه ده . (فَإِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)
﴿۶﴾ وَالَّذِينَ يَرْمُونَ أَزْوَاجَهُمْ وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاء إِلَّا أَنفُسُهُمْ فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الصَّادِقِينَ = اوڅوك چې پرخپلو مېرمنو (د زنا) تور لګوي او بې له ځانو نور شاهدان نلري؛ نو شاهدي يې دا ده چې هر يو دې څلو ر ځل د الله پر نامه قسم وخوري چې ريښتوني دي.
﴿۷﴾ وَالْخَامِسَةُ أَنَّ لَعْنَتَ اللَّهِ عَلَيْهِ إِن كَانَ مِنَ الْكَاذِبِينَ وَيَدْرَأُ = او پر پينځم (ځل شاهدي دا ده) چې (مېړه) ووايي: (كه په خپل تور ويلو كې) درغجن وي، پر هغه دې د خداى لعنت وي.
﴿۸﴾ عَنْهَا الْعَذَابَ أَنْ تَشْهَدَ أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ إِنَّهُ لَمِنَ الْكَاذِبِينَ= او كه ښځه څلور ځل پر خداى قسم وخوري، چې (مېړه يې) دروغ وايي؛ نو سزا نۀ وركول كېږي.
﴿۹﴾ وَالْخَامِسَةَ أَنَّ غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ= او پينځم ځل شاهدي يې داده، چې ووايي، د خداى غضب دې پرهغې وي چې كه (مېړه يې) رښتونى وي.
﴿۱۰﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّهَ تَوَّابٌ حَكِيمٌ= او كه پر تاسې د خداى فضل او مهرباني نۀ واى او دا، چې هغه توبه منونكى (او) حكيم دى (؛نو له تاسې به ډېر پر سخت الهي عذاب اخته شوي وو).
ټکي :
# د (( هلال بن اميه )) په نامه يو سړى د خداى استازي ته راغې او ورته يې وويل چې خپله ښځه مې د زنا پر حال وليده او رښتيا وايم . پېغمبر اکرم (ص) خپه شو. اصحاب خپه شول چې دې سړي هم خپل ناموس د زنا په حال ليدلې او هم به اتيا کوړې خوري؛ځکه چې د خبرو جوتولو ته شاهدان نلري چې دا ايت راغې او و يې ويل : که چا خپله ښځه پر زنا وليده؛نو د څلور شاهدانو د راوړلو پر ځاى بايد څلور ځلې ووايي : (( اشهد بالله انى لمن الصادقين ))؛يعنې خداى مې ګواه دى چې زه رښتيا وايم او د خپلې خبرې پخلي ته بايد ووايي : (( لعنة الله على ان کنت من الکاذبين ))؛ د خداى لعنت دې پر ما وي که دروغ ووايم . البته ښځه هم حق لري چې د مېړه غوندې له ځانه دفاع وکړي؛ځکه کېداى شي سړى د دروغو څلور قسمه وخوري او خپله ښځه پر سنګسار محکومه کړي . اسلام د ټولو د حقوقو ساتونکى دى او ښځې ته يې هم د دفاع حق ورکړى چې د خپل ځان خلاصون ته څلور ځلې قسم وخوري او بيا ووايي : (( اشهد بالله انه لمن الکاذبين ))؛يعنې خداى مې ګواه دى چې مېړه دروغجن دى او د خپلې خبرې پخلي ته ووايي : ((غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا إِن كَانَ مِنَ الصَّادِقِينَ)) دخداى قهر او عذاب دې پر ما وي که مېړه مې رښتيا وايي .
د سړي په پنځمه جمله کې د (( د خداى لعنت )) دى او د ښځې په پنځمه جمله کې (( د خداى غضب )) دى چې تر لعنته شديد دى .
که د قاضي او اسلامي حاکم په وړاندې د هر يو له اړخه دې پنځو قسمونو خوړلو ته (( لعان )) ( يو بل لعنت کول )) وايي چې البته دا کار خپل ځانګړي حقوقي او شرعي مسائل لري . قاضي بايد ښځې او مېړه دواړو ته نصيحت وکړي چې يو بل لعنت نکړي او چې کله دا مراسم ترسره کېږي؛نو ښځه او مېړه بايد جومات ته يوړل شي او مخ پقبله قسم وخوري .
# د لعان تر مراسمو يو لړ قوانين دي چې بايد پلي شي :
١_دا ښځه او مېړه بې طلاقه له يو بله بېلېږي او بيا د واده حق نلري.
٢_ پر دواړو حد نۀ جاري کېږي .
# د زنا جوتولو ته څلور شاهدان،څلور قسمه او هغه له لعنت سره دا خبره څرګندوي چې د خپل رحمت او لطف له لارې غواړي چې د وګړيو له رسوا کېدو مخه ونيسي او که داسې نۀ وي؛نوهله به رسوا کورنۍ او ټبرونه تباه کېدل .
پېغامونه :
١_ اسلام د خلکو د ابرو ساتلو ته پام کړى دى . (أَرْبَعَ شَهَادَاتٍ بِاللَّهِ)
٢_د مېړه او کورودانې د زنا جوتولو ته د څلورو شاهدانو په ځاى څلور قسمه او يو لعنت په کار دى .( وَلَمْ يَكُن لَّهُمْ شُهَدَاء….. فَشَهَادَةُ أَحَدِهِمْ أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ)
٣_ اسلام د ښځې د حقوقو ساتندوى دى او ښځه هم کولاى شي چې په څلور قسمونو د سړي له لورې لګول شوى تور دفع کړي .( أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ…. أَرْبَعُ شَهَادَاتٍ)
٤_ اسلام د کورنيو د شيندل کېدو مخنيوي ته پر څلور قسمونو سربېره پنځمه خبره ( لعنت ) هم پر دواړو اړخونو واجب کړېدى . (وَالْخَامِسَةُ )
٥_ له ځانه د تور ليرې کولو ته پر ځان لعنت ويل جايز دي . (غَضَبَ اللَّهِ عَلَيْهَا)
٦_ د الهي احکامو پلي کول د خلکو په ګټه دي . (وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ)
٧_ د خداى له لورې په توبه منلو کې حکمت او مصلحت دى . (تَوَّابٌ حَكِيمٌ)
٨_ د اسلام د کېفري احکامو سرچينه په الهي حکمت کې دى .( حَكِيمٌ)
﴿۱۱﴾ إِنَّ الَّذِينَ جَاؤُوا بِالْإِفْكِ عُصْبَةٌ مِّنكُمْ لَا تَحْسَبُوهُ شَرًّا لَّكُم بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ مِنْهُمْ لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ
په واقع كې په تاسې كې يوې (منظمې چلمارې) ډلې دا غټ دروغ جوړكړي دي (؛خو) ګومان مۀ كوئ، چې دا پېښه تاسې ته بده ده؛بلكې ستاسې پکې خير دى،چا چې پدې كې څومره برخه اخيستې؛ نو هومره ګناه يې ګټلې ده او له هغوى، چې چا ددې تور ډېره برخه پر غاړه اخېستې؛نو هغه ته ستر عذاب دى!
ټکي :
# د (( افک )) ټکى په لغت کې له حقه باطل ته لېوالتیا ته وايي . تور لګول هم يو ډول پر باطلو د حق پټول دي .
# ځينې مفسران ددې ايت د شان نزول په هکله داسې وايي : پېغمبر اکرم (ص) به په هر سفر کې خپله يوه کورودانه له ځان سره وړه چې د (( بني مصطلق )) په جګړه کې بي بي عايشه له ځان سره يوړه ،چې کله جګړه پاى ته ورسېده او خلک بېرته مدينې ته راستنېدل؛نو بي بي عايشه د غسل او د خپلې غاړکۍ د دانو لټولو ته له کاروانه پاتې شوه چې پدې وخت کې يو بل صحابي هم له کاروانه پاتې و او هغه له ځان سره بي بي عايشه لښکر ته راورسوله . ځينو اصحابو پر بي بي عايشې او دې صحابي تور ولګاوه چې دا تور ډنډوره شو. پېغمبر اکرم (ص) خورا خپه و، او عايشه بي بي هم د پلار کور ته لاړه چې دا ايت راغې ( تفسير ابن کثير )
# ځينې نور مفسران او په ځانګړه بيا د (( اطيب البيان )) ليکونکى د متعددو مستندو روايتونو په رڼا کې وايي چې دا آيت د (( ماريه قبطيه )) په هکله راغلې چې خداى ورته د ابراهيم په نامه زوى هم ورکړى و چې د اتلس مياشتو و چې مړ شو . حضرت بي بي عايشې او حضرت بي بي حفصې وويل : د خداى استازيه ! ولې ژاړې ؟ ابراهيم ستا زوى نۀ و؛بلکې له ماريه سره يو بل سړى ملاست و او ترې ابراهيم شوى و او همدا وو چې دا ايت راغې . علامه جعفر مرتضى هم د ( حديث الافک ) په کتاب کې ددې خبرې پخلې کړېدى .
# د افک په پېښه کې څو ګناهګانې پټې دي : دروغ ، پر مومن شک ، د مومن ايذا، تور، د پېغمبرکړول، د رسالت د کورنۍ ضعيفه کول او پروپاګن .
پېغامونه :
١_ فاسق خلک حتى د پېغمبراکرم (ص) پر کورودانه هم د زنا تور لګوي .( جَاؤُوا بِالْإِفْكِ)
٢_ کله پروپاګن کوونکي د پخوانۍ نقشې او پورګرام پر بنسټ پروپاګن کوي . (عُصْبَةٌ ) ؛يعنې هغه متعصبه ډله چې يوه موخه لري .
٣_د شاوخوا پروپاګنو ته مو پام اوسه . (مِّنكُمْ)
٤_کله په ترخو پېښو کې هم ګټه وي . ( لکه د خلکو د ذهنونو روښانه کېدل، د منافقانو څېرې برڅېره کېدل او مظلوم ته الهي مرستې . )
٥_ په توطئو کې مؤمنانو ته ډاډ ورکول پکار دي . (بَلْ هُوَ خَيْرٌ لَّكُمْ)
٦_الهي سزاګانې عادلانه او زموږ د کړنو پر بنسټ وي . (لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ)
٧_په ډليزو ګناهونو کې هر څوک د خپلې ګناه هومره سزا مومي . (لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ)
٨_ انسان هله مجرم او ګناهکار دى چې په پوهه ګناه کوي . (اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ)
٩_هر څوک به د خپلې ګناه سزا ګوري . (لِكُلِّ امْرِئٍ مِّنْهُم مَّا اكْتَسَبَ مِنَ الْإِثْمِ)
١٠_ هغوى ته ستره سزا ورکول پکار دي چې د ګناه په کولو کې اصلي ونډه لري . (وَالَّذِي تَوَلَّى كِبْرَهُ …… لَهُ عَذَابٌ عَظِيمٌ)
﴿۱۲﴾ لَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ = چې كله يې دا(تور) واورېد؛نو ولې ايمانوالو نارينه وو او ښځو پر خپلو ځانو ښه ګومان ونكړ او ويې نۀ ويل چې: “دا ستر ښكاره دروغ دي؟!”
﴿۱۳﴾ لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَإِذْ لَمْ يَأْتُوا بِالشُّهَدَاء فَأُوْلَئِكَ عِندَ اللَّهِ هُمُ الْكَاذِبُونَ= ولې هغوى (د خپل تور د اثبات لپاره) څلور شاهدان رانۀ وستل؟!اوس يې چې شاهدان ندي راوستي؛نو همغوى د خداى پر وړاندې دروغجن دي.
ټکي :
# پدې ايت کې خداى هغوى رټي چې د پېغمبراکرم (ص) پر مېرمنه بدګومانه دي .
# په قرآن شريف کې د (( لولا )) ټکى څو ځلې رټلو ته کارول شوېدى چې موږ يې څو ته اشاره کوو :
١_ (( لولا انتم الربانيون )) ( مائده :٦٣ )
٢_(( لو لا اذا سمعتموه )) (نور :١٢)
٣_ (( لو لا جاء وا عليه باربعة شهداء ))نور:١٣)
٤_ (( لو لا تستغفرون الله )) ( نمل :٤٦)
٥_ (( فلولا اذا جاء هم باسنا تضرعوا )) ( انعام :٤٣)
٦_ (( فلو لا تشکرون )) ( واقعه :٧٠)
٧_ (( فلولا تصدقون )) ( واقعه : ٥٧)
٨_فلولا تذکرون )) ( واقعه : ٦٢)
٩_ ((فَلَوْلاَ نَفَرَ مِن كُلِّ فِرْقَةٍ مِّنْهُمْ طَآئِفَةٌ لِّيَتَفَقَّهُواْ فِي الدِّينِ)) ( توبه : ١٢٢)
پېغامونه :
١_ پروپاګن او ډنډوره کول يې منع دي . (لَوْلَا ) د رټنې نښه ده .
٢_په اسلام ټولنه کې بايد د ښه نيت روحيه واکمنه وي . (ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا)
٣_ مومنان د يو بل د ابرو په وړاندې مسول دي . (الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ)
٤_اسلامي ټولنه يو غړى دى؛که پر يو تور ولګېد لکه پرټوله ټولنه چې لګېدلاى وي. (بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا)
٥_د مسلمان هر خبره صحت ده؛خو جرم بايد جوت شي . (ظَنَّ الْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَاتُ بِأَنفُسِهِمْ خَيْرًا)
٦_د پېغمبر او کورنۍ يې ابرو ساتل د هر مسلمان دنده ده . (لَوْلَا….. وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ)
٧_پر مومنانو د تور په وړاندې چوپتيا منع ده . (لَوْلَا….. وَقَالُوا هَذَا إِفْكٌ مُّبِينٌ)
٨_ ساده او زدوباوره ټولنه رټل شوېده . (لَوْلَا جَاؤُوا عَلَيْهِ بِأَرْبَعَةِ)
٩_ که لګول شوى تور جوت نشو؛نو لګونکى يې دروغجن دى . (هُمُ الْكَاذِبُونَ)
﴿۱۴﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ لَمَسَّكُمْ فِي مَا أَفَضْتُمْ فِيهِ عَذَابٌ عَظِيمٌ
او كه پر تاسې په دنيا او اخرت كې د خداى فضل او مهرباني نۀ واى؛نو ددې کړې ګناه له امله به درته سخت عذاب در رسېدلى واى!.
ټکي :
# د (( افضتم )) ټکى له (( افاضة )) اخستل شوى او هله کارول کېږي چې په يوه مسله خورا خبرې اترې وشي او ټول پر ځان بوخت کړي او ښيي چې د پېغمبر پرښځه تور د ورځې مسله شوى وه او ټول پرې بوخت وو .
پېغامونه :
١_ الهي پېرزوينه د اسلامي امت مل دى . (وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ… )
٢_د خداى پېرزوينه او رحمت د هغه د فضل ښکارندوى دى ندا چې خداى زموږ پوروړى وي . (فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ)
٣_ پروپاګن هغه ډنډ دى چې ځينې پکې پوپناه کېږي . (أَفَضْتُمْ فِيهِ)
٤_ هغوى چې په پروپاګن او اوازو پسې ځي؛نو د عذاب په تمه دې هم وي . (وَلَوْلَا…. لَمَسَّكُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ)
﴿۱۵﴾ إِذْ تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ
(دريادكړه) چې كله تاسې هغه (ستر دروغ) خوله پر خوله كول او پخپلو خولو مو داسې څه ويل، چې ترې ناخبره وئ او هغه موكوچني ګڼل، حال دا چې د خداى پر وړاندې ستره (خبره) وه!
ټکي :
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا
# ژبه د انسان د وجود يواځېنې غړى دى چې په ټول عمر کې په خبرو نۀ ستړې کېږي او نۀ خوږېږي . شکل او اندازه يې وړوکې؛خو جرم او ګناه يې ستره ده .داسې کافران وو، چې د يو څو ټکيو ( د خداى پر يووالي ايمان )په ويلو سره مسلمانان او پاک شوي او داسې مسلمانان شته او وو چې د کفر او يا د خداى له احکامو په انکار سره کافر او نجس شويدي . ژبه له يو اړخه کولاى شي چې په ذکر، دعا، نورو ته په نصيحت خداى خوښ کړي او له بل پلوه په غېبت، دروغو او ټک ورکولو وهلو د خداى او بنده ترمنځ اوبه خړى کړي . ژبه د عقل کونجي، د پوهې ډيوه او د پوهې او تجربي د انتقال تر ټولو ساده او ګټوره وسيله ده .
پېغامونه :
١_ بې څېړنې د خلکو د خولې خبرې منل منع دي . (تَلَقَّوْنَهُ بِأَلْسِنَتِكُمْ)
٢_ خبره بايد پخه او د علم پر بنسټ وي . (وَتَقُولُونَ بِأَفْوَاهِكُم مَّا لَيْسَ لَكُم بِهِ عِلْمٌ)
٣_د خلکو له ابرو سره لوبې پکار ندي . (وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا)
٤_ د تورونو او اوازو رانقلول ستره ګناه ده . (وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ)
٥_ خداى د ګناه وړوکتوب او سترتوب ټاکي . (عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ)
٦_د انسان ټولو محاسبات واقع بينانه ندي . (وَتَحْسَبُونَهُ هَيِّنًا وَهُوَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمٌ)
﴿۱۶﴾ وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم مَّا يَكُونُ لَنَا أَن نَّتَكَلَّمَ بِهَذَا سُبْحَانَكَ هَذَا بُهْتَانٌ عَظِيمٌ
ولې تاسې ددې (تور) په اورېدو سره ونۀ ويل چې:(( له موږ سره نۀ ښائي،چې پدې (موضوع)كې خبرې وكړو. خدايه !تۀ پاك يې دا خو ستر تور دى؟!))
ټکى :
# په پرله پسې توګه په درې ايتونو کې د عظيم ټکى راغلې؛ يوځل ( عذاب عظيم) او دوه ځلې ( له دوو بيانونوسره ) ( بهتان عظيم ) څو ووايي چې ستره ګناه ستر عذاب هم لري .
پېغامونه :
١_ له بديو منع واجب دي . (وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم) د مسلمان د ابرو دفاع ته خبره کول پکار دي .
٢_ د اورېدلو حساب هم شته . (وَلَوْلَا إِذْ سَمِعْتُمُوهُ قُلْتُم)
٣_ له مهمو مسلو سره د مخامخ پر مهال (( سبحان الله )) وواياست . (سُبْحَانَكَ)
٤_ د خداى په نزد دنيا ډېره وړه؛خو پر مسلمان بهتان لګول ستر دى . (بُهْتَانٌ عَظِيمٌ)
﴿۱۷﴾ يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ=خداى تاسې ته نصيحت كوي، چې كه مؤمنان ياست بيا هېڅكله دغسې كار مكوئ.
﴿۱۸﴾ وَيُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= او خداى تاسې ته (خپل) آيتونه څرګندوي او خداى پوه حكيم دى.
پېغامونه :
١_ خلک موعظې ته اړتيا لري او خداى تر ټولو غوره واعظ دى . (يَعِظُكُمُ اللَّهُ)
٢_ ايمان د موعظې د اغېز ړومبى شرط دى . (يَعِظُكُمُ…. إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ)
٣_د خلکو د ابرو ساتلو ته نورو ته نصيحت وکړو . (يَعِظُكُمُ اللَّهُ أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ)
٤_ د تورونو او بد نيت اور ته پوکې ورکول ايمان له منځه وړي . (يَعِظُكُمُ….. إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ)
٥_يواځې پښېماني کافي نده؛بلکې ګناه هم بايد تکرار نشي .( تَعُودُوا لِمِثْلِهِ)
٦_د ګناه نۀ تکرارول د ايمان نښه ده . (تَعُودُوا لِمِثْلِهِ أَبَدًا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ)
٧_تور مۀ لګوئ او د مسلمانانو پر عمل د صحت کرخه راکاږئ . (أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ)
٨_ګناهګارانو ته د توبې نصيحت وکړئ . (يَعِظُكُمُ اللَّهُ – أَن تَعُودُوا لِمِثْلِهِ)
٩_ د اسلامي احکامو سرچينه الهي علم او حکمت دى . ( عليم حکيم )
١٠_ الهي احکام د الهي علم او حکمت پر بنسټ دي . (وَيُبَيِّنُ اللَّهُ…. عَلِيمٌ حَكِيمٌ)
﴿۱۹﴾ إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ
په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د فحشاوو خپرول خوښوي (؛نو) هغوى ته په دنيا او اخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نۀ پوهېږئ.
ټکي :
# د فحشا رواجول کله په ژبه او کله په قلم وي،چې د خلکو رټل شوې کړنې خلکو ته بر بنډې کړي او کله هم ګناه ته د نورو د راهڅولو له لارې او کله هم نورو د ګناه د امکاناتو د فراهمولو له لارې وي .
# امام صادق : ددې ايت له مصاديقو پرته، د مومن په هکله مو چې څه واورېدل، خلکو ته يې واوروئ. ( تفسير کنزالدقايق )
# روايت دى : د رټل شويو کارونو رواجول يې کولو ته ورته دي . ( تفسير کنزالدقايق )
پېغامونه :
١_ موږ د خپلو غوښتنو په وړاندې مسول يو . (يُحِبُّونَ….. لَهُمْ عَذَابٌ)
٢_ له ګناه سره علاقه د ګناه سرېزه ده . له بديو په منع کې له بديو سره علاقه له منځه يوسئ. (يُحِبُّونَ )
٣_ حتى له ځېنو ګناهونو سره مينه هم کبيره ګناه ده؛لکه د مومن له ابرو سره لوبې کول . (يُحِبُّونَ….. لَهُمْ عَذَابٌ)
٤_ اسلامي نظام بايد هغوى ته سزا ورکړي چې فحشا خوروي . (عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا)
٥_ د ډېرو دنيوي عذابونو سرچينه د نورو له ابرو سره لوبې کول دي . (وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ)
﴿۲۰﴾ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ وَأَنَّ اللَّه رَؤُوفٌ رَحِيمٌ = كه الهي فضل او لورنه درباندې نه واى او هم داچې خداى ډېر نرمي كوونكي او لورین دى (؛نو سخت عذاب به نيولي واست)!.
﴿۲۱﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ عَلَيْكُمْ وَرَحْمَتُهُ مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ أَبَدًا وَلَكِنَّ اللَّهَ يُزَكِّي مَن يَشَاءُ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ
مؤمنانو!د شيطان پر پلونو مۀ ځئ او څوك چې د شيطان پر پلو ولاړ شي (؛نو بې لارې كوي يې)؛ځكه [چې] هغه (شيطان) په فحشاوو او بدو [چارو] امركوي او كه پر تاسې الهي فضل او رحمت نۀ واى؛نو له تاسې به هېڅ كله يو هم [له ګناه]نۀ واى پاك شوى؛خو د خداى چې چاته خوښه شي پاكوى يې او خداى اورېدونكى (او) پوه دى.
ټکي :
# په ٢١،٢٠، ١٤ ايتونو کې درې ځلې د خداى فضل او نعمت راغلې،څو ووايې چې که د خداى لطف نۀ و؛نو معلومه نۀ وه چې ستاسې حالات به څنګه وو .
# (( خطوات )) د (( خطوة )) جمع ده چې د ګام په معنى دى . قران د شېطان کږلاري کولو ته د (( خطوات الشېطان )) ټکى کارولې چې ووايي : شېطان ګام په ګام انسان ګناه ته نږدې کوي .
# په قران کې څو ځلې د (( خطوات الشېطان )) ټکى تکرار شوى؛ په يو ځاى کې وايي : ((ادخلوا فى السلم کافة ولا تتبعوا خطوات الشېطان )) ( بقره : ٢٠٨ )؛يعنې ټول سره په سوله کې شئ او د شېطان له ګامونو لاروي مۀ کوئ . په بل ځاى کې وايي : ( کلوا مما فى الارض حلالاً طيباً ولا تتبعوا خطوات الشېطان )) (بقره :١٦٨)؛يعنې حلال او په زړۀ پورى څيزونه وخورئ؛خو د شېطان له ګامونو لاروي مۀ کوئ . پدې آيت کې هم د فحشا د خوړولو په هکله انسان ته وايي چې د شېطان له ګامونو لاروي مۀ کوئ .
د شېطان د ګامونو بېلګې دا دي : له فاسدو سره دوستي، په مجلسونو کې يې ګډون، د وړو ګناهونو او بيا سترې ګناهونو کول، د زړۀ کلکوالی بيا بده پايله .
پېغامونه :
١_ پر ايمان مۀ غره کېږئ؛ پرله پسې خبرداري پکار دي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا)
٢_شېطان تل د مومنانو دبې لارې کولو په هڅه او لټه کې دى . (َيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ)
٣_ شېطان ګام په ګام او کلار کلاره په انسان کې ورنوځي کوي . (خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ)
٤_ د فحشا خورول د شطان ګامونه دي . ( فانه يامربالفحشاء …. )
٥_ خلکو سره پخه او پر استدلال خبره پکار ده . خداى وايي : له شېطانه لاروي مۀ کوئ او دليل يې هم دادې چې ګناه درباندې کوي . (فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء…..)
٦_ د شېطان ړومبى کار وسوسه ده او که چا يې وسوسې ته مثبت ځواب ورکړ؛نوهله د ګناه حکم ورکوي. (وَمَن يَتَّبِعْ خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ فَإِنَّهُ يَأْمُرُ)
٧_ د شېطان کار له لمونځ سره سمون نۀ خوري .( فَإِنَّهُ يَأْمُرُ بِالْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ) ( خو لمونځ له بديو ژغورنکى دى . ) ( ان الصلوة تنهى عن الفحشاء والمنکر … ) ( عنکبوت : ٤٥)
٨_ تزکيه د خداى له توفيق نه کېدونکې ده . (وَلَوْلَا…. مَا زَكَا… )
٩_ انسان تل د خداى لطف ته اړتيا لري . ( په دې ايت او نورو ايتونو کې د (( لو لا فضل الله )) د ټکي تکرار ))
١٠_ د انسان د ژوند په لار کې ټګي او فحشاء شته؛خو د توبې لار هم خلاصه ده . (وَلَوْلَا فَضْلُ اللَّهِ)
١١_ حتى الهي اوليا الهي توفيق ته اړتيا لري . (مَا زَكَا مِنكُم مِّنْ أَحَدٍ)
١٢_ حکيم خداى د هر چا د ظرفيت اولياقت هومره خېر او نېکمرغي رالېږي . يُزَكِّي مَن يَشَاءُ)
١٣_ که ايمان ولروچې خداى هر څه وينې او اوري؛نو له فحشا او منکراتوبه وژغورل شو . (وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ)
﴿۲۲﴾ وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ = او ستاسې پانګوال او د پراخه شتو خاوندان دې، قسم نۀ خوري، چې له خپلو خپلوانو او مسكينانو او د خداى د لارې مهاجرينو سره به مرسته نكوي،هغوى بايد عفوه وكړي او سترګې پرې پټې كړي ايا نۀ مو خوښېږي چې خداى مو (ددې عفوې او تېرېدنې له امله) وبښي؟! او خداى ډېر بښونكى (او) مهربان دى.
ټکي :
# د (( ياتل )) ټکى له (( الو )) اخستل شوى چې د ناغېړی په معنى دى او يا له (( الى )) چې د قسم خوړولو په معنى دى؛لکه (( ايلاء )) په فقهي مسايلو کې . ( مفردات راغب )
# (( عفو ))؛يعنې بخښل او (( صفح ))؛يعنې سترګې پټول چې د عفو مقام پورته دى او ځېني وايي چې صفح هغه عفو ده چې پکې ملامت نه وي .
# په تېرو شويو ايتونو کې پر هغوى سخته نيوکه وشوه چې تور به يې لګاوه چې ځېنو اصحابو قسم وخوړ چې تر دې وروسته به له تور لګونکيو سره انفاق و نکړي چې دا آيت وايي : د تېرو شويو ګناهګانو له امله يې مۀ بې برخې کوئ .
پېغامونه :
١_ شتمن د بېوزليو په وړاندې مسوليت لري . (وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ)
٢_ تر انفاق غوره د انفاق دوام او پکې ناغيړي نکول دي . (وَلَا يَأْتَلِ)
٣_ په انفاق کې هم د نورو له امکاناتو او مالي وسې ګټه واخلئ . (أُوْلُوا الْفَضْلِ… وَالسَّعَةِ )
٤_ مرسته بايد ړومبى له خپلوانو سره وشي . (أُوْلِي الْقُرْبَى)
٥_ د خېر په کارونو کې مو سينه پراخه کړئ او پر لږو اکتفا مۀ کوئ؛ ړومبى د (( عفو )) راغلې او پورته مقام يې (( صفح )) ته ورکړل شوى . (وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا))
٦_ د خلکو له تېروتنو تېر شئ چې خداى مو له تېروتنو تېر شي . ( بخښنه خداى راضي کوي ) (أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ)
٧_ له بخښلو موخه بايد د خداى رضا وي . (أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ)
٨_ په تبليغ کې د خلکو له احساساتو او عواطفو کار واخلئ . (أَلَا تُحِبُّونَ )
٩_ ديني رهبران بايد خلک بخښنې ته وهڅوي . (وَلَا يَأْتَلِ أُوْلُوا الْفَضْلِ مِنكُمْ وَالسَّعَةِ أَن يُؤْتُوا أُوْلِي الْقُرْبَى وَالْمَسَاكِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلْيَعْفُوا وَلْيَصْفَحُوا أَلَا تُحِبُّونَ أَن يَغْفِرَ اللَّهُ لَكُمْ وَاللَّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ
)
﴿۲۳﴾ إِنَّ الَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَلَهُمْ عَذَابٌ عَظِيمٌ = په حقيقت کې څوك چې پر پاكلمنو او (له هر ډول چټليو) پر ناخبرو او مؤمنو ښځو تورونه تپي،په دنيا او اخرت كې له الهي رحمته لرې کړاى شول او هغوى ته ستر عذاب دى!
ټکي :
# سره لدې چې قران کافران، ژمنه ماتونکي، قاتلان، د طاغوت پلويان، منافقان، مفسدان، مشرکان، مستکبران، ظالمان، د حق پټونکي او دروغجن لعنت کړي؛خو د دنيا او اخرت له لعنت سره په څنګ عظيم عذاب د هغوى په برخه دى چې د پاکو خلکو ابرو وړي .
# امام صادق د خپلې خبرې پخلي ته همدا ايت شاهد کړى او وايي چې پر پاکلمنواو عفيفو ښځو ناروا تور لګول کبيره ګناه ده . ( بحار :٧٦ټوک،٩ مخ )
پېغامونه :
١_ ښځې ډېر تاوان کوي؛نو خبردارې ورته پکار دى . (يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ)
٢_څوک چې ډېر پاک وي؛نو تور يې هم خطرناک وي . (الْمُحْصَنَاتِ الْغَافِلَاتِ الْمُؤْمِنَاتِ)
٣_ تور پر اخرت سربېره په دنيا کې هم عذاب لري . (لُعِنُوا فِي الدُّنْيَا)
٤_ د پاکلمنو ښځو له حقوقو دفاع قراني برنامه ده . (يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ…. لُعِنُوا )
﴿۲۴﴾ يَوْمَ تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ= پر هغه ورځ به ژبې ، لاسونه او پښې يې پر كړنو شاهدي وركړي.
ټکي :
# د قيامت په ورځ د غړيو د شهادت خبره څو ځلې په قران کې شوېده . د فصلت په سورت راغلي : ( حتى اذا جاء وها شهد عليم سمعهم و ابصارهم و جلودهم بما کانوا يعملون ) ( فصلت :٢٠) ؛يعنې چې کله دوزخ ته ورسېدل؛نو غوږونه، سترګې اود بدن پوټکى به د هغوى پر کړيو ګناهګانو شهادت ورکوي . د يس په سورت کې دي : ( اليوم نختم على افواههم و تکلمنا ايديهم و تشهد ارجلهم بما کانوا يکسبون ) ( يس :٦٥)؛يعنې په هغه ورځ به کافرانو پر خولو د چوپتيا ټاپه ولګو اولاسونه به يې له موږ سره خبرې کوي او پښې به يې پر کړيو شهادت ورکړي .
# شهادت د نورو په خلاف ورکول کېږي؛نو جوتېږي چې د انسان جوهر او شخصيت د بدن له غړيو پرته بل څه دي چې شهادت ورکوي؛ځکه چې شاهد او مشهود بايد بېل وي .
پېغامونه :
١_ د قيامت په محکمه کې حتى د انسان د خپلو غړيو واک او خاوند ندى . (تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم )
٢_ شهادت درک او شعور ته اړتيا لري؛نو د بدن غړي هغه درک کوي چې ترسره کوي يې که څه موږ پوه نشو تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ أَلْسِنَتُهُمْ وَأَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم)
٣_ د قيامت پر ورځ يوه خبره هم بې شاهدۍ نۀ کېږي . بِمَا كَانُوا يَعْمَلُونَ)
﴿۲۵﴾ يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ اللَّهُ دِينَهُمُ الْحَقَّ وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ الْمُبِينُ= پر هغه ورځ، خداى دهغوى واقعي بدله پوره وركوي او پوهېږي چې يواځې خداى څرګند حق دى.
ټکي :
# پدې ايت کې د (( دين )) ټکى د سزا او شريعت په معنى دى؛نو پر دې بنسټ د ايت معنى داسې ده چې خداى به د قيامت په ورځ په بشپړه توګه د خلکو سزا ورکوي او يا دا چې حقه شريعت به پر هغه ورځ را وړاندې شي او خيالپلوه مکتب جوړونکي به پوه شي چې خداى همغه پر حق او څرګند معبود دى . ( تفسير الميزان )
# په دنيا کې د محدوديتونو له امله بشړه سزا نشي ورکول کېداى . د مثال په توګه که پېلوټ يو ښار بمباري کړ او په زرونو کسان يې مړه کړل؛نو څنګه به ورته په دنيا کې سزا ورکړل شي؟؛خو په قيامت کې محدوديت نشته او مجرم څوځلې په اور کې سوزي او بيا راژوندى کېږي .
پېغامونه :
١_ يواځې په قيامت کې بشپړه سزا ورکول کېږي . يَوْمَئِذٍ يُوَفِّيهِمُ)
٢_ د قيامت د سزاګانو بنسټ پر حقه شهادت او ګواهان دي . تَشْهَدُ عَلَيْهِمْ…. يُوَفِّيهِمُ)
٣_خداى د چا سزا او ثواب نه کموي . (يُوَفِّيهِمُ )
٤_ په قيامت کې چې د غرور، ناپوهۍ او د دروغجنو تبليغاتوپردې وشلېدې؛نوخلک به پر حقيقت پوه شي . (وَيَعْلَمُونَ أَنَّ اللَّهَ هُوَ الْحَقُّ)
﴿۲۶﴾ الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثَاتِ وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّبَاتِ أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُم مَّغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ= ناپاكې ښځې د ناپاكو نارينه وو لپاره دي او (هم) ناپاكه نارينه د ناپاكو ښځو لپاره دي؛سپېڅلې ښځې د سپېڅليو نارنيه وو لپاره دي او (هم) سپېڅلي نارينه د سپېڅليو ښځو لپاره دي! دوى (د ناپاكانو) له تورونو پاك دي، دوى ته (الهي) بښنه او ارزښتمنه روزي ده.
ټکي :
# دې ايت يو ټوليز اصل ته اشاره کړى او هغه دا چې په واده کولو کې دقت او ځيرنه پکار ده او د اصل بنسټ يې پر ايمان او پاکلمنۍ ايښې نۀ پر ښکلا او شتمنۍ؛نو پر دې بنسټ ددې ايت معنى دا نده چې که يو سړى يا ښځه ښه وه؛نو حتماً يي د ژوند ملګرې هم ښه دى او د خداى په مغفرت کې به شامل وي؛ځکه قران جنت ته د ننوتو ملاک ايمان، تقوا او صالح عمل ايښې دى . سره لدې چې حضرت نوح او لوط طيب وو؛خو ښځې دوزخيانې دى .
# د (( طيب )) ټکى په زړۀ پورې او مطلوب ته وايي اوقران د مال، اولاد، کلام، ښار، د ژوند د ملګري، خوړو او رزق، کور او ونې توصيف ته تحيت راوړى او په مقابل کې يې د (( خبيث )) ټکى دى چې پکې هم د مال، انسان، همسر، وينا، عمل او شجره د وصف تر عنوان لاندې مطرح شوېدى .
# دا يت څو ډوله معنى کولاى شو .
الف : د تېرو شويو ايتونو په رڼا کې چې پر پاکلمنو ښځو د تور او د افک د کېسې په هکله وو او د (( مبرئون مما يقولون )) جملې په پام کې نيولو سره ددې ايت معنى دا کېداى شي چې خبيث ټکي تور د خبيثو کسانو وړتيا لري او پاکې خبرې د پاکو خلکو وړتيا لري او پليد خلک پليدې خبرې کوي او پاک خلک پاکې خبرې کوي .
ب : کېداى شي چې ددې ايت معنى د يو شرعي حکم بيان وي چې د پاکو واده له ناپاکو سره منع دى؛لکه د همدې سورت ړومبى ايت : ( الزانى لا ينکح الا زانيه ) زنا کار سړى به له زناکارې ښځې سره واده کوي او امام باقر هم د يو روايت په ترڅ ددې خبرې پخلې کړېدى . ( تفسير محمع البيان )
ج : کېداى شي چې ايت د ښځې اوسړي په عقيدتي،اخلاقي او فکري انډولوالي ټينګار کوي .
# په قران کې رزق ته يو لړ صفتونه ذکر شوي :
( رزقاً حسناً ) ( نحل :٦٧)
( رزق کريم ) ( انفال :٤)
( و کلوا مما رزقکم الله حلالا طيباً ) (مائده:٨٨)
( يرزقه من حيث لا يحتسب ) (طلاق :٣)
(يرزقون فيها بغير حساب ) ( غافر:٤٠)
پېغامونه :
١_ پاک په پاکو پسې او پليد په پليدو پسې -ځي . (الْخَبِيثَاتُ لِلْخَبِيثِينَ…. وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ)
٢_ له نعمتونو او طيباتو برخمنېدل د ايمان د خاوندانو حق دى . (وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ)
٣_ قران د نسل په پاک پاتې کېدو ټينګار کوي . (وَالطَّيِّبَاتُ لِلطَّيِّبِينَ)
٤_د پاکلمنو ملاتړى شئ . (أُوْلَئِكَ مُبَرَّؤُونَ مِمَّا يَقُولُونَ)
٥_معنوياتو ته تر مادياتو مخکې پام پکار دى . ( په قران کې چې کله هم د (( رزق کريم )) ټکى راغلې؛نو تر مخکې د (( لهم مغفرة )) ټکى راغلې دى .
﴿۲۷﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ بُيُوتِكُمْ حَتَّى تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ= مؤمنانو! له خپلوكورو پرته،د نورو كورونو ته (تر هغې) مۀ ننوځئ، څو په دوستۍ (ځان معرفي او) اجازه واخلئ او پركورنۍ يې سلام واچوئ، دا تاسې ته غوره ده، ښايي پند واخلئ.
ټکي :
# د (( استيناس )) ټکى د ننوتو لپاره اجازه غوښتو ته وايي چې د روايتونو په رڼا کې يا د خداى د نوم په ذکر سره او يا په سلام کولو سره دي . ( تفسير نورالثقلين )
# پېغمبر اکرم (ص) وپوښتل شو: آيا د مور کور ورننوتو ته اجازه پکار ده ؟ و يې ويل : هو ! ورته يې وويل : په کور کې ورسره څوک نشته او بې له ما بل خادم نلري . پېغمبر : آيا خوښ يې چې مور دې پر نامناسبه جامه کې وګورې ؟ و يې ويل : نۀ! پېغمبر: نو اجازه غواړه .
# په يو روايت کې پېغمبر اکرم (ص) د ښځو کورونو ته تر ننوتو ژغورلي يو،چې مړونه يې په کور کې نۀ وي . ( تفسير نورالثقلين )
# روايتونه سپارښتنه کوي چې د بل کور ته د ننوتو پر مهال درې وارې اجازه وغواړئ،څو په کور کې خلک ځان سمبال کړي او د اور لګېدو، له اوبو د غرق شوي راويستل اجازه نۀ غواړي . ( تفسير کبير فخر رازي )
# پېغمبر اکرم ( ص) به د خلکو کور ته دننوتو د اجازې د غوښتو پر مهال د وره مخ ته نۀ درېده چې سترګې يې د کور په دننه خلکو و نۀ لږي . ( تفاسير کبير او ظلال )
پېغامونه :
١_ الهي احکام چې سرچينه يې وحې ده بايد د ايمان د خاوندانو د ژوند کړن لار وي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا)
٢_ په کور کې مېشت کسان بايد امنيت او ازادي ولري . (لَا تَدْخُلُوا) ( ناڅاپه او بې اجازې د نورو حريم ته ننوتل حرام دي . )
٣_ تور مه لګوئ . (لَا تَدْخُلُوا…. ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ)
٤_ د کور د ور خلاصوالې د ننوتو د اجازې په معنى ندى . (لَا تَدْخُلُوا )
٥_ د انسانانو مالکيت محترم دى .( لَا تَدْخُلُوا)
٦_ مومنان بايد په مينه له يو بل سره چلن وکړي . (تَسْتَأْنِسُوا وَتُسَلِّمُوا)
٧_ له هغه کاره ځان وژغورئ چې د حيا او حجاب حريم ماتوي . (تَسْتَأْنِسُوا )
٨_ راننوتونکى که هر څوک وي ، بايد سلام وکړي . (َتُسَلِّمُوا عَلَى أَهْلِهَا)
٩_د نورو د حق مراعات او درناوى د بشر د نېکمرغۍ سرچينه ده . (ذَلِكُمْ خَيْرٌ لَّكُمْ لَعَلَّكُمْ)
١٠_ الهي احکام له ياده ويستل ندي پکار . (لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ)
﴿۲۸﴾ فَإِن لَّمْ تَجِدُوا فِيهَا أَحَدًا فَلَا تَدْخُلُوهَا حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا هُوَ أَزْكَى لَكُمْ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ= نوكه تاسې هلته څوك ونۀ موندل (چې اجازه دركړي)؛نو (ترهغې) مۀ ننوځئ،ترڅو درته اجازه وشي او كه درته وويل شي،چې “دروګرځئ!”؛نو بېرته راوګرځئ،چې دا درته ډېرغوره ده او څه چې كوئ، خداى پرې ښه پوهېږي.
پېغامونه :
١_بې اجازې د بل کور ته ننوتل حرام دي . (فَلَا تَدْخُلُو)
٢_ننوتل پرېکنده اجازه غواړي . (حَتَّى يُؤْذَنَ لَكُمْ) او د ناخوښۍ په ښوولو سره سم بايد راووزو او راستانه شو . (وَإِن قِيلَ لَكُمُ ارْجِعُوا فَارْجِعُوا)
٣_د خلکو د کور شا ته ودرېدل منع ده . (ارْجِعُوا )
٤_ د نۀ رابلل شوي مېلمه نۀ منل جايز دي . (ارْجِعُوا )
٥_ مېلمه د کوربه غوايي دى . (ارْجِعُوا فَارْجِعُوا)
٦_ د زړۀ پاکوالې، صميميت، او بې ځايه تمه نۀ درلودل د اسلامي اخلاقو ځانګړنې دي . (ارْجِعُوا فَارْجِعُوا)
٧_کله په شاتګ کې هم د انسان خېر وي . (ارْجِعُوا _ هُوَ أَزْكَى لَكُمْ)
٨_ په ټولنيزو اړيکو کې ملاک پاکي او طهارت دى . (أَزْكَى لَكُمْ) ( د الهي احکامو پلي کول طهارت ته د رسېدو تر ټولو ساده، ګټوره او لنډه لار ده .
٢٩ ايت :
﴿۲۹﴾ لَّيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ= (خو) پدې كې تاسې ته څه ګناه نشته چې (هغو) نااستوګنو كورو ته ننوځئ، چې په هغوكې ستاسې د ګټې (يا كار) څه شى وي او تاسې چې څه ښكاره كوئ او که څه پټوئ،خداى پرې خبر دى.
ټکى :
# عمومي اماکنو؛ لکه جومات، دوکانونو، هوټلنو او د ادارو ورننوتو ته اجازه نده پکار . ( تفسيربرهان )
پېغامونه :
١_ عمومي ځايونو ته د چکر لپاره او بې له کار او موخې تګ منع دى . (تَدْخُلُوا بُيُوتًا غَيْرَ مَسْكُونَةٍ فِيهَا مَتَاعٌ لَّكُمْ)
٢_ عمومي اماکنو ته د ننوتو پر مهال خداى په پام کې ونيسئ او پوه شئ چې پر ټولو کارونو مو څارنه کوي . (وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تُبْدُونَ وَمَا تَكْتُمُونَ)
﴿۳۰﴾ قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ= مؤمنانو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (د نامحرمو له ليدو) ټيټې كړئ او خپل شرمځايونه وساتئ))،چې دا هغوى ته ډېر پاك او ګټور چلن دى؛بېشکه هغوى چې څه كوي خداى پرې ښه خبردى.
# د ((يَغُضُّوا )) ټکى له (( غض )) اخستل شوى چې کمولو او راټيټولو په معنى دى؛لکه څنګه لقمان حکيم خپل زوى ته وويل : ( وا غضض من صوتک )؛يعنې غږ دې ټيټ کړه او پر لوړ غږ له چا سره خبرې مۀ کوه .
دلته له (( غض بصر )) مراد د سترګو تړل نه؛بلکې د سترګو راټيټول دي چې انسان پرې نامحرم و نۀ وينې .
# له (( فروج )) مراد عورتين دي چې بايد د نورو له سترګو پټ شي . البته په نورو ايتونو کې له فروج مراد زنا ده؛خو د روايتونو په رڼا کې پدې ايت کې ترې مراد د سترګو ساتل دي .
(( کتل )) په روايتونو کې :
# حضرت علي : لومړى کتنه پروا نلري؛خو د کتلو دوام د فتنې لامل دى . ( تفسير کنزالدقايق )
# روايت دى : په قيامت کې بې له درې سترګو ټولې ژاړي : هغه سترګې چې د خداى له وېرې ژاړي، هغه سترګې چې له ګناه پټې شوېوي او هغه سترګې چې خداى ته ويخې وي . ( تفسير کنزالدقايق )
# په (( صحيح بخاري )) کې راغلي : پېغمبر اکرم (ص) وويل: د خلکومخې ته مۀ کېنئ . ځېنو ورته وويل : که محبوره شو؛نوبيا ؟ رسول الله : نو حق يې ادا کړئ . ورته وويل شول : حق يې څه دى ؟ د خداى استازي وويل : سترګې ښکته اچول، دخلکو نه ازارول، سلام اچول اوله بديو منع او پرنيکيو امر .
# حضرت عيسى : نامحرم ته له کتو ځان وژغورئ چې په زړۀ کې د شهوت او ورپسې د فتنې تخم شيندي . ( تفسير روح البيان )
# حضرت علي : سترګې زړۀ راکاږي . سترګې د شېطان د پټېدو ځاى دى . د سترګو ښکته اچول له شهوته د ليرې کېدو غوره لار ده . ( غر الحکم )
# د سترګو خېرې د شېطان له غشيو يو دى . که چا د خداى له وېرې سترګې ښکته کړى؛نو خداى به ورته داسې خوږ ايمان ورکړي چې پخپله به يې په خوږلني پوه شي .( بحار :١٠٤ټوک،٣٨مخ )
# رسول الله : که چا سترګې پر حرامو ډکې کړى؛نو د قيامت په ورځ کې به له اوره ډکې شي؛مګر دا چې توبه وباسي . (بحار: ٧٦ ټوک،٣٣٦ مخ )
پېغامونه :
١_ ايمان ساتلو ته له حرامو سترګې ساتل پکار دي . (قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا….)
٢_ غريزي جاذبې بايد کنټرول شي . (يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ)
٣_ د ګناه سرچينه وچه کړئ او تقوا له سترګو پېل کړئ .( مِنْ أَبْصَارِهِمْ)
٤_ د سترګو پاکوالې د پاکلمنۍ مقدمه ده . (يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ)
٥_ پاکلمني يواځې د ښځو لپاره نده او سړو ته هم پاکلمني په کار ده . (يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ)
٦_ خداى مو څاري د خداى تر ځارنې لاندې ګناه مۀ کوئ . (يَغُضُّوا _ وَيَحْفَظُوا _ أَزْكَى)
﴿۳۱﴾ وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ= او مؤمنو ښځو ته ووايه چې: ((خپلې سترګې (له هوسناكه كتو) ټيټې كړي او خپل شرمځايونه دې وساتي او خپل ښايست دې نۀ ښكاره كوي؛خو هغه چې (طبعاً) ښكارېږي او پر خپلو سينو دې د خپلو ټكريو پلوونه خپاره کړي (چې غاړه او سينه يې پرې پټه شي) او خپل سينګار دې نۀ ښكاره كوي؛خو له دغو خلكو پرته: خپلو مړونو يا خپلو پلرونو يا د خپلو مړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د مړونو زامنو(بنزيانو)،يا خپلو وروڼو يا خپلو ورېرونو يا خپلو خوريونو يا (د خپل دين) ښځو يا خپلو مريانو [=وينځو] يا خپلو نارينه وو خدمتګارانو ته چې (ښځې ته) اړين نۀ وي،يا هغو ماشومانو ته،چې د ښځو د جنسي چارو په اړه ناخبره وي او هغوى دې په تګ كې په زوره پر ځمكه خپلې پښې نۀ وهي،چې خلك يې پر پټ سينګار پوه شي. مؤمنانو! ټول (نر و ښځې) خداى ته توبه وباسئ، ښايې چې بريالي شئ.))
ټکي :
# که څه هم خداى په قران کې د لمونځ او زکات ټولو جزئياتو ته اشاره نده کړى او هغه يې پېغمبر ته پرېښي؛خو په کورنيو او روزنيزو مسلو کې کوچني کوچني مسايلو ته هم اشاره کړېده .
# لکه څنګه چې سړو ته پکار دي چې د شهوت په سترګه نامحرمو ښځو ته و نۀ ګوري؛همداسې ښځو ته هم پکار دي چې د شهوت په سترګه نامحرمو سړيو ته و نۀ ګوري او ځان بايد کنټرول کړي او خپله ښکلا او سينګار له نامحرمو پټ کړي بې له مخ اولاسونو چې پټول يې د عادي ژوند په کولو کې ستونزې راپېښوي .
# (( خمر )) د (( خمار )) جمع ده چې د سپټي په معنى او (( جيوب )) د (( جيب )) جمع ده د ورمېږا و سينې په معنى ده .
# امام صادق : د (( يغضض من ابصارهن و يحفظوا فروجهن )) له ايته مراد دا دى چې ښځې د يو بل عورت ته ونۀ ګوري او خپل عورت د نورو له سترګو وساتي . ( تفسير نورالثقلين )
# رسول الله د (( الا لبعولتهن )) د ايت په تفسير کې وويل چې خداى لعنت وايي پر هغه ښځو چې خپل مېړه ته سينګار نکوي او غوښتنو ته يې ځواب نۀ ورکوي . (تفسير نورالثقلين )
# د (( اربة )) ټکى د اړتيا او حاجت په معنى دى او له (( اولى الابة )) مراد هغه خدمتګاران او ملازمان دي،چې د زوړوالي له امله او ځانګړيو جسمي شرايطو؛لکه ابله توب خپل مېړه يا ښځې ته يې شوق نه راپورته کېږي . ( کافي : پنځم ټوک،٥٢٣ مخ )
# توبه کله فردي ګناه ته او کله د عمومي فاسد فرهنګ بدلون ته وي چې د ايت مراد هم د عمومي فاسد فرهنګ بدلون دى؛ځکه چې په جاهليت کې د ښځو سينې او ورمېږونه بربنډ وو . ( تفسير فخر رازي )
# د حجاب ځېنې ګټې دادي :
روحي ارامش، د کورنۍ د بنسټ او اړيکو ټينګوالې، د نسل بقا، له تېرې مخنيوې، له مقاربتي او مسري ناروغيو مخنيوې، د طلاق ، ځان وژنې ، حراميانو، د ماشوم د غورزولو، دمنفي سېليو د کچې ټيټېدل او د ښځې د انساني شخصيت ته درناوى او ساتنه يې .
وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاء بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُوْلِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاء وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ
پېغامونه :
١_ ښځه او سړى دواړه بايد عفت او د سترګو پاکوالې ولري . ( يغضوا _ يغضض_ يحفظوا_يحفظن)
٢_ په ټولنه کې د ښځې بې حجابه ګرځېدل منع دي . (وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ)
٣_ د بدن د ځېنو برخو ( مخ ، لاس تر مړوندونو او پښې تر خنګرو) ښکاره کېدل حجاب ندى . (إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا)
٤_ په حجاب کې د سر، ورمېږ او سينې پټول پکار دي . (وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ)
٥_ د قانون په وضع کولو کې بايد اړتياو، واقعيتونو او ضرورتونه ته پام وشي . ( که په حجاب کې د مخ ، لاسونو او پښو پټول واجب وو؛نوښځې ته به خوار سخته وه او حتى کار به هم ورته ستونزه وه )( إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا)
٦_ اسلام د انسان غريزي اړتياو ته هم چاره لري . (إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ)
٧_ هغه جامه او بوټان جايز ندي چې د ښځې د ښکلا او سينګار د ښکاره کېدوه لامل وي . (وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ)
٨_ په اسلام کې ښځه د مالکيت حق لري . (مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ)
٩_ښځه کولاى شي چې خپل سينګار مسلمانو ښځو ته ښکاره کړي؛خو کفارو ته نه . (نِسَائِهِنَّ) (ځکه کېداى شي چې کفار خپلو مړونو او يا نورو ته هغه څه ووايي چې ليدلي يې دي )
١٠_حجاب او پرده د سړي د جنسي غوښتنو له امله دي؛نو د هغه سړي په وړاندې حجاب په کار ندى ( د مثال په توګه ) چې جنسي تمايل نلري . (لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ)
١١_حجاب او پرده واجب ده . (وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ)
١٢_ ښځې ته د هغه کار کول منع دي چې سينګار يې نورو ته ښکاره او يا يې پرې خبر کړي . (لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِن زِينَتِهِنَّ)
١٣_ په حجاب کې په اسلامي ټولنه کې د ښځې فعاليت پروا نلري . (وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ) ( لکه څنګه چې په جومات کې د جمعې لمونځ ته د ښځې شتون پروا نلري . ( وارکعى مع الراکعين ) (آل عمران :٤٣)
١٤_ د خداى درګاه ته توبه د ايمان غوښتنه ده . (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ)
١٥_ توبه او له کږو لارو راستنېدل د نېکمرغۍ لا ده . (وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ…. تُفْلِحُونَ )
﴿۳۲﴾ وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى مِنكُمْ وَالصَّالِحِينَ مِنْ عِبَادِكُمْ وَإِمَائِكُمْ إِن يَكُونُوا فُقَرَاء يُغْنِهِمُ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَاللَّهُ وَاسِعٌ عَلِيمٌ= او تاسې خپل نا واده کړي ځوانان او پېغلې، نېك مريان او وينځې (يو بل ته) په نكاح كړئ.كه هغوى تنګلاسي وي؛ نو خداى به يې پرخپلې مهربانۍ شتمن كړي او خداى پوه پراختيا راوستونكى دى.
ټکي:
# (( ايامى )) د (( قيم )) په وزن د (( ايم )) جمع ده او هغه ته وايي چې همسر نلري که سړى وي او که ښځه که پېغله وي او که کونډه .
# تر ټولو غوره واسطه، واده ته واسطه کېدل دي .روايت دى : څوک چې چا ته واده وکړي؛نو د خداى د عرش تر سيوري لاندې به وي . ( تفسير نورالثقلين )
# هغه مور و پلار چې امکانات لري او اولاد ته واده نکوي؛نو که اولاد ګناه وکړه؛نو مور و پلار پکې شريک دي . ( تفسير مجمع البيان )
واده په اسلام کې :
اسلام واده سپېڅلې ګڼي؛خو مسيحيت واده نکول سپېڅلې ګڼي؛نو ځکه پاپ او مسيحي مولايان واده نکوي او مسيحيانو د واده جواز يواځې له فساده ژغورولو ته دي .
د واده په هکله روايتونه :
امام صادق : د ژوند پراختيا په واده کې ده .
روايت دى : پر خداى ايمان نلري هغه چې د فقر له وېرې واده نکوي .
حديث : د واده شوي انسان دوه رکعته د نۀ واده شوي تر اويا رکعتونو غوره دى . ( تفسير نورالثقلين )
د واده ګټې :
١_ انس او ارامتيا :
قران وايي : روم ٢١ :
د بشر يوه اړتيا انس او ارامتيا ده او يواځېتوب انسان ته ستونزمن دى؛نو يو کس ته اړتيا لري چې امين او غمخوار يې وي چې ورسره انس وکړي او خپله مينه ترې په اخلاص نثار کړي او واده هغه څه دى چې تر ټولو په ښه توګه کولاى شي چې دا اړتيا پوره کړي او قران هم د واده پدې دومره ګټو کې يواځې همدې اړخ ته اشاره کړى ؛نو ښيي چې تر ټولو مهم اړخ دى .
( ژباړن : په عقلي او عصبي ناروغيو کې د MDD Major depression disorders په نامه يوه ناروغي ده چې په پښتو کې ورته خپګان وايي او ددې ناروغۍ عمده نښې دا دي چې د انسان هيڅ څه حتى ژوند ته هم ډډه نۀ لږي، که محصل او زده کوونکى وي؛نو د درس د زده کړى کچه يې راتيټېږي، تل خپه وي او له چا حتى له نږدې خپلوانو سره د خبرو حوصله نلري، تل يې زړۀ غواړي چې وژاړي او په ځان کې څه عجيبه د يواځېتوب احساس کوي، ځان د ژوند لاق نۀ ګڼي او تل د مړينې په فکر کې وي او د بريالۍ ځان وژنې کچه پدې ناروغانو کې خورا لوړه وي او ډېر داسې نورې نښې چې انسان له پخو غورځوي چې دلته مهمه خبره دا ده چې د عقلي عصبي په تخصصي کتابونو کې يې ليکلي چې ددې ناروغ امله د ځان وژنې کچه په مجردو خلکو کې خورا لوړه ده او همداسې نن سبا چې په دنيا کې دطب ټولې برخې پدې لټه کې دي چې د HIV او يا د AIDS د ناروغۍ مخه ونيسي او يا ورته درمل او يا واکسين پېدا کړي؛خو تراوسه پورې برى ته ندي رسېدلي او د يادونې خبره خو دا ده چې حتى د نړۍ په ډېرو پر مخ تلليو هېوادونو کې هم د ايډز د ناروغۍ درمل ناشونې او د ايډز پر ناروغۍککړ انسانان حتى د يو وړوکي زکام د ټينګې هم ندي او دليل يې دا دې چې د HIV وايرس د انسان د مسلحو قواوو لوى درستيز؛يعنې CD4 ضعيفه کوي چې له بدنه د دفاع وس اخلي او همداسې د نړۍ پر مخ تلي هېوادونه او هم WHO د ايډز د ناروغۍ په هکله خورا اندېښمن دي او که لدې لاعلاجه ناروغۍ ځان ژغورولو ته کوم کتاب او مقاله هم که ګورې او لولې ؛نو په سر کې به يې ورته ليکلي وي چې په جدي توګه ځان له نامشروعه جنس اړيکو وساتئ او د يو ډاکټر يه صفت زما WHO او همداسې د خپل هېواد د عامې روغتيا ته مې وړانديز دى چې تاسې پخپله پوهېږئ چې د ايډز د ناروغۍ د انتقال د مخينوي علمي لار (( و لا تقربوا الزنا )) ( اسراء : ٣٢) ده او بيا پخپله WHO د اسلام د دين دا شعار چې (( پاکوالى نيم ايمان دى )) پخپله ژبه داسې ورکوي : Prevention is better then treatment؛نو ولې پخپل شعار عمل نکوي او د ايډز له ناروغۍ په بنسټيزه توګه (( و لا تقربوا الزنا )) مخنيوې نکوي . را به شو د عقلي عصبي ناروغيو برخې ته؛ قران د مجردۍ ژوند نۀ خوښوي او تاسې پخپله پورتنې ايت کې ولوستل چې قران د واده د انس اوارامتيا اړخ ته اشاره وکړه او زه بايد تاسې ته ووايم چې په همدې مجردو کسانو کې چې انس ته څوک نلري او ورپسې د خپګان ښکار کېږي تر ټولو ډېر د مخدره توکو استعمال ته مخه کوي چې ورپسې خپله کېسه لري چې تاسې ټول پرې له ما ښه خبر ياست؛نو بيا هم د يو وګړي په صفت زما وړانديز د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت ته دا دې چې په ټولنه کې د اعتياد مخنيوي ته پر بنسټيز (( اسلامي کړنلار )) کار وشي او هغه دا چې په هېواد کې د مجردو کسانو کچه راټيټه شي او د ځوانانو له ودونو په دولتى او لوړه بېن المللي کچه ملا تړ وشي . )
٢- له ګناه ژغورنه :
رسول الله : واده نيم دين ساتي . ( کافي : پنځم ټوک،٣٢٨ مخ )
نبوي حديث : څوک چې غواړي د قيامت په ورځ خداى پداسې حال کې ملاقات کړي چې پاک وي؛نو واده دې وکړي . ( النوادر راوندي ،١٢ مخ )
٣_ د جسم او روح روغتيا :
ساينس پوهان وايي چې د واده له لارې ځان ارضا کول له ډېرو روحي ناروغي مخنيوې کوي .
٤_ د نسل بقا :
د انسان د نسل د بقا اصلي لار واده دى او په اسلام کې د اولاد روزنه د مورو پلار دنده ده چې د قيامت په ورځ به يې پوښتنه هم کېږي .
٥_ استقلال
تر واده مخکې هلک او انجلۍ دواړه د نورو لاس ته ناست وي؛خو چې واده وکړي؛نو حتى ډېر لټان هم پخپله د خرڅ په فکر کې شي .
٦_د ټولنې امنيت
په ټولنه کې هر راز جرمونه هغه کسان کوي چې د کورنۍ له نعمته بې برخې وي .
واده د يوې ورځې کار ندى د ټول عمر کار دى؛نو په واده کولو کې ډېر پام پکار دى :
امام صادق وايي : ښځه د غاړکۍ مثال لري چې په غاړه کې يې اچوې؛نو پام دې اوسه
د واده په کولو کې له احساساتو کار مۀ اخلئ، په سړه سينه او پدې اړه د تجربې له خاوندانو سره تر سلا مشورې وروسته واده وکړئ اود ډېرو کورنيو اختلافاتو ريـښه د يو بل او کورنيو نۀ پېژندل او په يو نظر عاشقيدل دي .
د ښه مېړه يا ښځې ځانګړنې :
دين اوايمان :
الف :قران وايي : ( بقره :٢٢١)
ب: امام صادق وايي : که څوک له يوې ښځې سره د ښکلا او شتمنۍ له امله واده وکړي؛ نو يواځې همغه به ورکړل شي؛خو که څوک خداى ته واده وکړي؛نومال او جمال به هم ورکړل شي . ( کافي : ٥ټوک،٣٣٣ مخ )
ښه اخلاق :
له امام رضا يو سړي مشوره وغوښته چې له يوې داسې ښځې سره د واده هوډ لرم چې ښکلې دى؛خو ښه خلاق نلري چې امام په ځواب کې ورته وويل چې واده ورسره مۀ کوه . ( کافي : ٥ټوک،٥٦٣ مخ )
ښه اخلاق د ژوند خوږلنې او د کورنۍ د پرمختګ لامل دى .
٣_ کورنۍ او اصالت :
نبوي حديث : خلکو ! پر ډېران له شنو ګلانو ځان وساتئ . خلکو وپوښتل : مراد مو څه دى ؟ و يې ويل : ښکلې ښځې چې اخلاق نلري . (کافي : ٥ټوک،٣٣٢ مخ )
٤_ سواد او زده کړه :
پوهه انسان ته کمال او ښځې ته مزيت دى . له باسواده سره انسان ژر تفاهم ته رسېداى شو او راتلونکي ژوند ته برنامه جوړولاى شو.البته هر باسواده د تدبيره خاونده نۀ وي .
٥_ روغتيا :
روغتيا ستر الهي نعمت دى چې ښځې ته مزيت دى .
روايت دى : له هغوى سره واده مۀ کوئ چې مسري ناروغۍ لري .
٦_ له عمر سره انډول وي :
د انسان حالات د عمر په بېلابېلو برخو کې سره توپير لري او جنسي تمايلات هم په هر عمر کې يو شان نۀ وي؛نو د ښځې او مېړه ترمنځ د عمر ډېر اختلاف د ډېرو ستونزو سرچينه ده .
مهريه :
١_ سړى د خپل صداقت جوتولو ته مهريه ښځې ته ورکوي؛نو ځکه ورته صادق وايي او په ژوند، تر طلاق وروسته او د مېړه تر مړينې وروسته د ښځې ملاتړ دی.
٢_ په اسلام کې د مهر کچه نده ټاکل شوى؛خو دروند مهر يې رټلې او وايي چې درون مهر کينه اودښمني راوړي . ( مکارم الاخلاق :٢٣٧ مخ )
٣_ سړي ته پکار دي چې ژر تر ژره خپلې ښځې ته مهر ورکړي .
٤_ښځه د مهر مالکه ده او څه يې چې پرې خوښه کولاى يې شي .
٥_روايتونه هغه سړي ته غل او زنا کار وايي چې د مهر د نۀ ورکولو نيت ولري . ( وسايل : ١٥ ټوک،٢١ مخ )
جهېز:
١_ مېړه نه شرعي او نۀ قانوني حق لري چې د جهېز غوښتنه وکړي که څه رسم داسې دى چې جهېز د ناوې له اړخه راوړل کېږي .
٢_جهېز د دې ځوانانو هوسا ته دى نۀ فخر فروشۍ او ځان ښوونې ته .
د پېغمبر اکرم (ص) د لور بي بي فاطمې جهېز :
يو کميس، يوسپټې، يو ځانپاک، دوه توشکونه، د کجورو له پاڼو د خوب کټ، څلوربالښتونه، يو پوزکې، يوه لاسي مېچنه، يوه مسي کاسه، يو د څرمنې مشک، د کالو پرېمنځولو تشت، د شېدو يوه کاسه، د اوبو څښـکلو يو لوخې، يوه پرده، يو لوټه، يوه کوزه، يوه پوستکې فرش ته، دوه د خټو کوزې او يوه عبا .
د واده او وليمې مراسم :
اسلام سپارښتنه کوي چې د واده مراسم د خلکو په شتون کې په خوشالۍ تر سره شي . پېغمبر اکرم (ص) د بي بي فاطمې واده په جومات کې د مهاجرو او انصارو په شتون کې ترسره کړ او حکم يې وکړ چې په راغليو کسانو کې کجورې ووېشئ . د بي بي فاطمې د واده پر مهال رسول الله مبارک خپلو مېرمنو ته وويل : فاطمه سينګار، خوږ بوي پرې ولګوئ او کوټه يې جوړه کړئ چې د مېړه کور ته يې ولېږو. ( بحار :٤٣ مخ ،١٣١ مخ ) او همداسې د مهاجرو او انصارو ښځو ته يې وويل چې فاطمه د خپل مېړه کور ته په خوشالۍ ورسوئ؛ خو پام مو اوسه چې داسې څه و نۀ واياست چې خداى درځينې خپه شي.
پېغامونه :
١_ کورنۍ او ټولنه دنده لري چې بې واده خلکو ته واده وکړي . (وَأَنكِحُوا)
٢_ په اسلام کې واده سپېڅلې او پرې ټينګار شوېدى . (وَأَنكِحُوا)
٣_ يواځې نامحرم ته نۀ کتل کافي ندي؛بلکې ځوانان بايد واده هم وکړي . ( يغضوا،يغضض، انکحوا)
٤_ کونډو ښځو ته مړونه وکړئ . (وَأَنكِحُوا الْأَيَامَى) ( په (( ايامى)) کې هغوى هم شاملېږي .
٥_ د صلاحيت درلودل د واده شرط دى . (وَالصَّالِحِينَ)؛يعنې دواړه اړخونه بايد د ګډ ژوند د اداره کولو صلاحيت ولري .
٦_ فقر بايد د واده نۀ کولو لامل نشي . (إِن يَكُونُوا فُقَرَاء….)
٧_ که بېوزله ياست؛نو پر خداى توکل او واده وکړئ . (يُغْنِهِمُ اللَّهُ)
٨_ خداى وعده ورکړى چې د ناوې او زلمي د ژوند ساتنه به کوي . واده ژوند ته پراختيا او برکت ورکوي . (فَضْلِهِ _ وَاسِعٌ )
﴿۳۳﴾ وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ وَالَّذِينَ يَبْتَغُونَ الْكِتَابَ مِمَّا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ إِنْ عَلِمْتُمْ فِيهِمْ خَيْرًا وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَمَن يُكْرِههُّنَّ فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= او هغوى چې نكاح يې په وس كې نۀ وي (؛نو) بايدپاكلمني اوسي، چې خداى يې له خپل فضل نه شتمن كړي او ستاسې له مريانو چې څوك د ليكلي تړون له مخې د ځان ازادي غواړي؛ نو له هغوى سره د ازادېدو تړون وليكئ، كه تاسې ته دا معلومه وي چې په هغو كې خير (تر ازادېدو وروسته د خپلواك ژوند وسه) شته او له خداى دركړې شتمنۍ، هغوى ته څه وركړئ او خپلې وينځې چې پخپله پاك لمني غواړي؛ نو د دنيوي ګټو لپاره يې زنا ته مۀ اړ باسئ او څوك چې هغوى (زنا ته) اړ باسي؛نو لدې اړ ايستنې وروسته خداى د اړشويو خلكو لپاره ښه بښونكى (او) مهربان دى.
ټکي :
# هغه ټول بايد واده ته وهڅول شي چې د واده وس لري او که څوک يې وس نلري؛نو بايد د پاکلمنۍ سپارښتنه ورته وشي . ( د (( وانکحوا )) ايت له (( و ليستغفف )) مخکې راغلې دى .)
# په روايتونو کې راغلي : په جاهليت کې به يې کنيزې د پېسو لاس ته راوړلو ته فحشا ته اړ کولې؛نو خداى وايي :د دې پر ځاى چې هغوى فحشا ته اړ کړئ د واده لاره يې برابره کړئ .
# له جنګي اسيرانو سره داسې چلن کولاى شو :
الف : که ټولو يو ځاى ازاد کړو؛نو بيا به يو ځاى ټول جګړې ته راشي .
ب : که ټول يو ځاى ووژنو؛ نو دا غېر انساني کار دى .
ج: اسيران په يوه سيمه کې وساتو او د مسلمانانو له بېت الماله يې خرچ پوره کړو ( چې پدې صورت کې به بې ګناه د مجرمانو خرچ ورکوي )
د: په مسلمانانو کې يې وويشو،څو د مسلمانانو کړنلار وګوري او په کلار کلار سره مسلمانان شي او بيا يې له مختلفو لارو ازدا کړو چې اسلام هم داسې وړانديز لري .
پېغامونه :
١_ ښځه نه درلودل د ګناه جواز ندى ،صبر او عفت پکار دى . (وَلْيَسْتَعْفِفِ)
٢_چېرته چې د ګناه خطر ډېر وي؛نو هلته سپارښتنې هم ځانګړې وي . (وَلْيَسْتَعْفِفِ الَّذِينَ لَا يَجِدُونَ نِكَاحًا) ( ځکه چې هغوى چې واده ندى کړى ډېر د ګناه کولو خطر لري؛نو خداى هم د عفت سپارښتنه ورته کړى )
٣_ ځوانان دى د واده د امکاناتو د برابرو ته په حرامو پسې نۀ ځي او عفت او تقوا دې جامه کړي. (حَتَّى يُغْنِيَهُمْ اللَّهُ مِن فَضْلِهِ)
٤_ د ټولنې د پاکلمنۍ او عفت د ژغورولو په خاطر هم بايد ځوانان ځان وساتي (وَلْيَسْتَعْفِفِ ) هم کورنۍ او هم حکومت ( و انکحوا الايامى ) او هم د ټولنې شتمن (وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ)
٥_ هر قرار داد بايد رسمي سند ولري . (مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ فَكَاتِبُوهُمْ)
٦_ اسلام د مريانو ازدولو ته ډول ډول وړانديزونه لري چې يو يې هم له نورو اخېستل دي . (فَكَاتِبُوهُمْ)
٧_مالونه او شتمنۍ خپلې مۀ ګڼئ؛ بلکې هر څه دى خداى دي چې له موږ سره لنډ مهال ته امانت دي . (مَّالِ اللَّهِ)
٨_ شتمن بايد د تر خپل لاس لانديو کسانو د واده په فکر شي . (وَآتُوهُم مِّن مَّالِ اللَّهِ الَّذِي آتَاكُمْ)
٩_د فحشا په خپرولو کې له خپل واکه کار اخېستل حرام دي . (وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء)
١٠_ دنيا غوښتنه د ګناه سرچينه ده . (وَلَا تُكْرِهُوا….. لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)
١١_ له نا مشروعو لارو مال ډېرې کول حرام دي . (لِّتَبْتَغُوا عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا)
١٢_دنيا لنډ مهاله ده . (عَرَضَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا) ( د (( عرض )) ټکى د عارضي او لنډ مهالۍ په معنى ده)
١٣_ ارزښتونه له مال او شتمنۍ مۀ ځاروئ (وَلَا تُكْرِهُوا….. ِّتَبْتَغُوا )
١٤_ د مينزو حريم د ازادو لوڼو غوندې دى . (وَلَا تُكْرِهُوا فَتَيَاتِكُمْ عَلَى الْبِغَاء)
١٥_ ښځو ته پاکلمني تر ټولو ستر او غوره ارزښت دى . (إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا)
١٦_د ځېنو سترو ګناهونو سرچينه زموږ مشران دي . (وَلَا تُكْرِهُوا…. إِنْ أَرَدْنَ تَحَصُّنًا)
١٧_ ګناه ته په زور اړ شوي کسان وبخښئ . (فَإِنَّ اللَّهَ مِن بَعْدِ إِكْرَاهِهِنَّ غَفُورٌ رَّحِيمٌ)
﴿۳۴﴾ وَلَقَدْ أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَمَثَلًا مِّنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ= او په يقين چې موږ تاسې ته آيتونه درلېږلي دي،چې ډېرحقايق څرګندوي او له تاسې د مخكې تير شويو خلكو مثالونه (بيانوي) او پرهېزګارانو ته پند(دى).
پېغامونه :
١_ خداى پر خلکو غاړه خلاصوي . (أَنزَلْنَا إِلَيْكُمْ آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ)
٢_د قران ايتونه رڼا او روښانه کوونکي دي . (آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ)
٣_د تېرو شويو تاريخ د راتلونکيو د لارې څراغ دى . (وَمَثَلًا مِّنَ الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلِكُمْ)
٤_ قران هر اړخيز او پراخ بنسټه کتاب دى . (آيَاتٍ _ مَثَلًا_ مَوْعِظَةً)
٥_ د نصيحت اغېز د زړه چمتوالی غواړي . (وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ)
٦_متقين هم نصيحت ته اړتيا لري . (وَمَوْعِظَةً لِّلْمُتَّقِينَ)
﴿۳۵﴾ اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ مَثَلُ نُورِهِ كَمِشْكَاةٍ فِيهَا مِصْبَاحٌ الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ الزُّجَاجَةُ كَأَنَّهَا كَوْكَبٌ دُرِّيٌّ يُوقَدُ مِن شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ نُّورٌ عَلَى نُورٍ يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ = الله د اسمانو او ځمكې نور دى، د هغه د نور مثال (داسې دى)؛ لكه په تاخچه كې چې يوه بله ډيوه وي، ډيوه په يوه ښيښه كې وي، ښيښه (دهغې رڼا له امله) د ځلند ستوري غوندې وي،چې (دا ډيوه) د ښونه د بركتناكې ونې چې نۀ ختيزه وي او نۀ لويديزه، په تېلو بلېږي (او تېل يې دومره صاف او راڼه دي چې) نژدې وي بې اوره (ولګېږي اوپخپله) رڼا وكړي، د رڼا له پاسه رڼا ده او د خداى چې چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپله رڼا ورته لار ښيي او خداى خلكو ته دا مثالونه بيانوي (چې د محسوساتو له لارې پر معقولاتوو پوهېږې) او خداى پر هر څه پوه دى.
ټکي :
# (( نور )) هغه څه ته وايي چې هم پخپله روښانه وي او نورو ته هم رڼا ورکوي . په اسلامي فرهنګ کې قران، علم، عقل، ايمان، هدايت، اسلام، پېغمبر او دولس ګونو امامانو ته نور ويل شوېدى .
# (( مشکاة ))؛يعنې څراغدان . (( درى ))؛يعنې له رڼا ډک . (( زيت )) د زيتونو تېلو ته وايي چې د رڼا وسيله وه .
# که د زيتون د باغ په منځ کې وي او ټوله ورځ پرې لمر ولږي؛نو غوړي به يې ښه وي او که د باغ په کونج کې وي او که يواځې سهار او يا مازيګر پرې لمر ولږي؛نو غوړي به يې هم ښه نۀ وي . ( زَيْتُونِةٍ لَّا شَرْقِيَّةٍ وَلَا غَرْبِيَّةٍ)
# (اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ)؛يعنې خداى د ځمکې او اسمانونو روښانه کوونکى دى؛ځکه چې د پېدايښت لارښوونه په نورو ايتونو کې هم راغلى . ( اعطى کل شىء خلقه ثم هدى ) (طه :٥٠) او د ( نور على نور ) جمله د پرله پسې او تلپاتې لارښوونې په معنى دى او په پاى کې وايي : (يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ)
# پدې ايت کې قران له نور يا رڼا سره تشبېه شوى او نور يا رڼا يو لړ ځانګړنې لري؛ لکه :
١_ د مادې په نړۍ کې نور يا رڼا تر ټولو لطيف او د ټولو ښکلاګانو او لطافتونو سرچينه ده .
٢_ د نور يا رڼا سرعت ٣٠٠٠٠٠ په ثانيه کې ترټولو ډېر دى چې له يوې ثانيې په لږ وخت کې اووه ځلې له ځمکې چورلېداى شي ؛نو ځکه د سترو او اوږدو نجومي مسافتونو د سنجولو واحد نوري کال دى؛يعنې هغه مسافت چې نور يا رڼا يې په يو کال کې وهي .
٣_ بې رڼا يا نوره هيڅ هم نۀ ليدل کېږي؛ نو هم (( ظاهر )) دى او هم (( مظهر )) ( د نورو ښکاره کوونکى )
٤_ د لمر رڼا د ژونديو موجوداتو د بقا لامل دى .
٥_ له اتمي انرژۍ پرته د ټولو انرژيو سرچينه د لمر رڼا ده .
٦_د لمر رڼا د ډېرو ميکروبونو له منځه وړونکى دى او که د لمر رڼا نۀ وه؛نو ځمکه به پر ستر روغتون اوختې و او پکې مېشت کسان به هره ورځ له ناروغيو سره لاس او ګرېوان وو .
پېغامونه :
١_ هستي د خداى فيض او د هغه د رڼا يوه وړانګه ده . (اللَّهُ نُورُ السَّمَاوَاتِ….)
٢_د خداى نور يا رڼا هم پراخه او هم ثابته ده . (الْمِصْبَاحُ فِي زُجَاجَةٍ)
٣_ زيتون سپېڅلې ونه ده . (شَجَرَةٍ مُّبَارَكَةٍ زَيْتُونِةٍ)
٤_ د خداى نور يا رڼا يې له ذاته ده نۀ له بهرنيو عواملو .( يَكَادُ زَيْتُهَا يُضِيءُ وَلَوْ لَمْ تَمْسَسْهُ نَارٌ)
٥_ که څه هم خداى د اسمانونو او ځمکې رڼا او د خلقت او هدايت تومله ده؛خو پر ځمکه يې ځاى په پاکو زړونو کې دى چې د ايمان په رڼا روښانه دى او څومره چې ايمان ډېر وي همغومره به رڼا هم ډېره وي . (يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ مَن يَشَاءُ…..)
﴿۳۶﴾ فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ = (دا بله ډيوه) په هغو كورونو كې ده، چې خداى يې (د دېوالونو) د لوړولو حكم كړى دى (چې د شيطان له لاسوهنو خوندي وي)؛داسې كورونه دي، چې د خداى نوم پكې يادېږي او سهار و ماښام پكې د خداى پاكي ويل كېږي،
ټکي :
# پدې ايت کې د (( ترفع )) ټکى د مکاني لوړوالي په معنى هم دى؛ لکه د ( اذ يرفع ابراهيم القواعد من البيت و اسماعيل ) ( بقره : ١٢٧) چې حضرت ابراهيم د کعبې پايې لوړې جوړې کړى .
# امام باقر وايي : پدې ايت کې له (( بيوت )) مراد د انبياوو، حکماوو او دولس ګونو امامانو کورونه دي . ( تفسير نورالثقلين ) او (( ثعلبي )) په خپل تفسير کې وايي : يوه ورځ د خداى استازي دا ايت وايه چې حضرت ابوبکر وپوښته: آيا لدې ايته مراد د علي او فاطمې کور دى ؟ پېغمبر وويل: هو! د هغوى کور ددې ايت تر ټولو غوره مصداق دى . ( تفسير روح المعاني )
# اما کاظم وايي : پدې ايت کې له ((بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ)) مراد د لمونځونو وخت دى .( بحار:٢٣ ټوک،٣٢٦ مخ )
# په قران کې په ډېرو ځايونو کې د لمونځ پر ځاى د تسبيح ټکى راغلى دى؛ لکه : ( وسبح بالعشى و الابکار ) ( آل عمران : ٤١ ايت )، ( وسبح بحمد ربک قبل طلوع الشمس و قبل الغروب ) ( ق :٣٩ ايت)
پېغامونه :
١_ جومات ته تګ راتګ د الهي نور د لاس ته راوړولو لامل دى . (اللَّهُ نُورُ…. يَهْدِي اللَّهُ لِنُورِهِ … فِي بُيُوتٍ……….)
٢_ ټول ځايونه يو شان نۀ وي ځېني ځايونه د نورو په پرتله غوره والې لري . (فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ )
٣_جومات بايد له هر اړخه د نورو کورونو په پرتله غوره وي . (أَن تُرْفَعَ)
٤_ستروالې او عظمت يواځې په خداى او هغه کارونو پورې ځانګړى دى چې خداى يې اجازه ورکوي. (أَذِنَ اللَّهُ أَن تُرْفَعَ)
٥_جومات د خداى عبادت ته جوړ شوى نۀ نورو مراسمو ته . (وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ)
٦_د جومات ورونه بايد د لمونځ د وخت پر مهال خلاص وي او څوک يې د تړولو حق نلري . (يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ)
٧_ د خداى تسبيح بايد هر سهار او او ماسپښين تکرار شي . (يُسَبِّحُ …. بِالْغُدُوِّ وَالْآصَالِ) ( د ځاى او وخت عنصر په عبادت کې ګټور دى .)
﴿۳۷﴾ رِجَالٌ لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَن ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ = (په كورو كې داسې) سړي دي،چې سوداګري او راكړه وركړه يې د خداى له ياد او د لمانځه له درولو او د زكات له وركولو، نۀ بې پروا کوي، هغوى له هغې ورځې ډارېږي چې (له ډېرې وېرې) زړونه پكې اوړي را اوړي او سترګې رډې راوځي.
ټکي :
# پدې ايت کې له (( رجال )) مراد د خداى ټول بندګان ښځې او سړي دي .
# (( تجارت )) د ګټې لپاره دايمي راکړى ورکړى ته وايي؛خو (( بيع )) د ژوند اړتياو ته لنډمهاله پلورلو او پېرېدولو ته وايي . ( تفسير الميزان )
# پدې ايت کې له ياد شويو کسانو مراد هغه سوداګر دي چې د اذان د اورېدو پر مهال سوداګري پرېږدي او د لمونځ پر لور ځي . ( تفسير نور الثقلين )
# يواځې سوداګري نده چې انسان له خدايه غافلوي، په قران کې تکاثر،هيله، اولاد او زوى هم ذکر شويدي .
پېغامونه :
١_ هغوى ستر انسانان دي چې سوداګري يې د خداى له ياده نۀ غافلوي . ( (( رجال )) له تنوين سره راغلى چې د ستروالي نښه ده . )
٢_که ايمان قوى او غښتلې وي؛نو وسايل او اوزار پرې اغېز نکوي . (لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ)
٣_ په اسلامي ټولنه کې د لمونځ پر مهال بازار بايد تړلې وي . (لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ)
٤_ حتى مباح او حلال کارونه هم بايد انسان د خداى له ياده غافل نکړي، حرام کارونه خو پر خپل ځاى دي . (لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ)
٥_ د سوداګرۍ پرېښوول ارزښت ندى؛ بلکې د خداى له ذکر، لمونځ او زکات سره سوداګري ده چې ارزښت لري . (لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ…. عَن ذِكْرِ اللَّهِ…..) ( الهي انسان دنيا ته غورځې پرځې ؛خو له خداى هم نه غافلېږي . )
٦_ پر خداى ايمان،دنيا د انسان په سترګو کې خواروي . (لَّا تُلْهِيهِمْ….. يَخَافُونَ يَوْمًا)
٧_ سره لدې چې لمونځ د خداى ذکر دى؛خو د اهميت له امله يې بېل ويل شوېدى . (ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ)
٨_ لمونځ او زکات د يو بل تر څنګ دي او هغوى د ستاينې وړ دي،چې دواړه تر سره کوي . ( وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاة)
٩_دنيا مو له اخرته غافل نکړي . (يَخَافُونَ يَوْمًا)
١٠_ د قيامت صحنې سترګې او زړونو راماتوي . (تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ)
﴿۳۸﴾ لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَن يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ = (هغوى دا چارې ځكه كوي چې) خداى يې د كړنو ډېره غوره بدله وركړي او خپلې لورېينې پرې لا زياتې كړي او د خداى چې چا ته خوښه شي، بې حسابه روزي وركوي (او له بې شمېره نعمتونو يې برخمنوي).
پېغامونه :
١_ خداى د الهي انسانانو د اعمالو نيمګړتياوې جبرانوي او ثواب يې پوره ورکوي . (لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا)
٢_ ثواب تر عمله يې ډېر ورکړئ . (وَيَزِيدَهُم مِّن فَضْلِهِ) ( اسلام سپارښتنه کوي چې له مزدور سره يې مزدوري وټاکئ؛ خو د ورکولو پر مهال يې ډېره ورکړئ . )
٣_ که د دنيا له ګټې تېر شئ؛ نو په اخرت کې به د بې حسابۍ ګټه لاس ته راوړئ . (لَّا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ _ والله يرزق _ بغير حساب ) ( له بې حسابه رزق مراد له ذهنه بهر ډېر ثواب دى )
﴿۳۹﴾ وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ بِقِيعَةٍ يَحْسَبُهُ الظَّمْآنُ مَاء حَتَّى إِذَا جَاءهُ لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ وَاللَّهُ سَرِيعُ الْحِسَابِ= او هغوى چې كافران شوي دي، د كړنو مثال يې په هوار ډاګ كې د شګي ګل (سراب) غوندې دى، چې تږي پرې له لرې د اوبو ګومان كوي؛خو چې كله ورشي (؛نو) هېڅ نۀ وي او (بلکې) هلته خداى مومي،چې حساب يې پوره ورکوي او خداى ژرحسابى دى.
ټکى :
# د (( قيعة )) ټکى د دښتې غوندې هوارې او سترې ځمکې ته وايي او (( ظمان )) هغه ته ويل کېږي چې تنده يې ډېره وي . د (( وفى )) د ټکي مصدر په بشپړه توګه پرته د يو څه ادا کولو ته وايي .
پېغامونه :
١_د عمل د قبولۍ شرط ايمان دى او د ايمان نېکمرغي هم په ايمان کې ده . (وَالَّذِينَ كَفَرُوا أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ) ( کفر د اعمالو د حبط او پوچېدو لامل دى )
٢_ د کفارو اعمال غولونکي دي . (كَسَرَابٍ…. ) ( نيت ته ګورئ نه د اعمالو ظاهر ته )
٣_د مثال راوړل په ښوونه او روزنه کې ګټور دي . (أَعْمَالُهُمْ كَسَرَابٍ…)
٤_قيامت د عملونو د را ښکاره کېده ورځ ده . (لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا وَوَجَدَ اللَّهَ عِندَهُ )
٥_کفار په قيامت کې هيڅ شتمني نلري . (لَمْ يَجِدْهُ شَيْئًا)
٦_ په برخليک کې پرعقيدې سربېره د انسان اعمال هم ګټور دي . ( ليجزيهم احسن ما عملوا …. اعمالهم کسراب …….)
٧_ د قيامت حساب هم بشپړ هم دقيق او هم سريع دى . (فَوَفَّاهُ حِسَابَهُ….. سَرِيعُ الْحِسَابِ)
﴿۴۰﴾ أَوْ كَظُلُمَاتٍ فِي بَحْرٍ لُّجِّيٍّ يَغْشَاهُ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ مَوْجٌ مِّن فَوْقِهِ سَحَابٌ ظُلُمَاتٌ بَعْضُهَا فَوْقَ بَعْضٍ إِذَا أَخْرَجَ يَدَهُ لَمْ يَكَدْ يَرَاهَا وَمَن لَّمْ يَجْعَلِ اللَّهُ لَهُ نُورًا فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ = يا(د كړنو) مثال (يې) په ژور سمندر كې د تورو تيارو غوندې دى،چې د پاسه پرې يوه څپه خپره شوې وي او له پاسه پرې يوه بله څپه وي او ددې څپې له پاسه تياره وريځ وي (دغه څلور ډوله) تيارې دي، چې ديو بل له پاسه دي، كه (پدغو تپو تيارو كې پرېوتى انسان) خپل لاس راوباسي؛ نو و به يې نۀ ويني! او خداى چې چاته رڼا نۀ وي وركړي؛نو هغه ته هېڅ رڼا نشته.
ټکي :
# عادي کافر بيا هم اسلام ته نږدې وي او راستنېدو ته يې هيله وي؛لکه يوه ساده شخړه چې په دوو کې وي او د سولې کول يې نږدي وي ؛خو هغه کافران چې د کفر په لار کې يې خورا هلې ځلې کړي وي او ډېر خلاف کارونه يې کړيوي؛نو راستنېدل يې سخت دي . هغه کافر چې پر کفر ټينګار کوي او د کفر له امله يې د حق سپکاوې کړېوي او لګښت يې کړېوي او خلک يې پر ځان راټول کړيوي او پرې مشهور وي؛نو اسلام ته دداسې کسانو راستنېدل سخت دي .
# د الهي نور ( نور على نور ) ( ٣٥ ايت ) په وړاندې ( ظلمات بعضها فوق بعض ) راوړى دى .
پېغامونه :
١_ مثبت او منفي بېلګې دواړه بايد معرفي شي . ( مثبته بېلګه؛ ( رجال لاتلهيهم ….) او منفي بېلګه؛ ( والذين کفروا …. او کظلمات )
٢_د مومن عمل رڼا او د کافر عمل تپه تياره دى . ( اعمالهم…. کظلمات )
٣_د کفارو ښه اعمال د سراب غوندې او بد کړه يې د ظلمات غوندې دي . ( کسراب …. او کظلمات )
٤_ پوه انسان له وحې نۀ بې نيازه کوي؛ که الهي نور نۀ وي؛نو يوه رڼا هم انسان نشي ژغورلاى . (فَمَا لَهُ مِن نُّورٍ)
﴿۴۱﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُ مَن فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُونَ = ايا نۀ وينې څه چې په اسمانو او ځمكه كې دي، د خداى تسبيح وايي او(همداراز) الوتونكي چې په اسمان كې يې وزرونه غوړولي وي (دهغه) تسبيح وايي؟! هغوى هر يو (خداى ته) پر خپل لمانځه او ثنا ستاينې پوهېږي او هغوى څه چې، كوي خداى پرې پوهېږي.
﴿۴۲﴾ وَلِلَّهِ مُلْكُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ = او د اسمانو او ځمكې واکمني او مالكيت يواځې د خداى دى او د (ټولو موجوداتو) ستنېدل يواځې د خداى لوري ته دي.
# قران څو ځلې د موجوداتو سجدې او تسبيح ته اشاره کړى او په غوڅه يې ويلې چې تاسې يې په تسبيح نۀ پوهېږئ . ( اسراء :٤٤ ايت ) او لدې ايتونو څرګندېږي چې پوهه او شعور يواځې په انسانانو پورې ځانګړې نده .
که څه هم ځېنو مفسرانو د هستۍ د موجوداتو تسبيح تکويني او د پېدايښت د حال ژبه ګڼلې؛خو د ايتونو ظاهر ددې نظر پر خلاف دى .
# پدې ايت کې خداى څو ځلې په غېر مستقيمه توګه انسان ته خبردارې ور کړى :
الف : په اسمانونو او ځمکه کې موجودات د خداى پر تسبيح بوخت دي؛نو انسان ولې غافله دى ؟
ب : د موجوداتو تسبيح د پوهې له رويه دى؛نو ولې انسان په لمونځ کې حضور قلب نلري ؟
ج : الوتونکي موجودات د الوتو پر مهال د خداى پر تسبيح بوخت دي؛خو ځېني انسانان چې الوځي؛ نو خداى ترې هېر وي او په مستۍ کې وي !
# په روايتونو کې دي :امام صادق چې کله د مرغۍ غږ واورېد؛نو و يې ويل : دا مرغۍ د خداى پر عبادت او تسبيح بوخته ده . ( تفسير کبير فخر رازي او روح البيان )
پېغامونه :
١_ يواځې ځان ته مۀ ګورئ خپل شاوخوا ته وګورئ او د هستۍ په ګرېوان کې سر ښکته کړئ او فکر وکړئ . (أَلَمْ تَرَ)
٢_د هستۍ په موجوداتو کې؛ مرغان هغه هم د الوتو پر مهال خداى ته ځانګړې پام لري . (وَالطَّيْرُ صَافَّاتٍ )
٣_ټول موجودات شعور لري او لمونځ او تسبيح يې د پوهې له مخې دي . (كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ)
٤_ لمونځ هله ارزښت لري چې کوونکې يې پوه شي چې څه وايي او څه کوي . (كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُ)
٥_ هر موجود پخپله ځانګړې بڼه عبادت لري . (صَلَاتَهُ وَتَسْبِيحَهُ)
٦_خداى مو له ټولو اعمالو خبر دى . (عَلِيمٌ بِمَا يَفْعَلُون)
٧_ د هستۍ نظام هم واکمن لري؛ (وَلِلَّهِ مُلْكُ…..) و هم موخه لري (وَإِلَى اللَّهِ الْمَصِيرُ)
﴿۴۳﴾ أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُزْجِي سَحَابًا ثُمَّ يُؤَلِّفُ بَيْنَهُ ثُمَّ يَجْعَلُهُ رُكَامًا فَتَرَى الْوَدْقَ يَخْرُجُ مِنْ خِلَالِهِ وَيُنَزِّلُ مِنَ السَّمَاءِ مِن جِبَالٍ فِيهَا مِن بَرَدٍ فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاءُ يَكَادُ سَنَا بَرْقِهِ يَذْهَبُ بِالْأَبْصَارِ= ايا نۀ وينې چې خداى (هر لوري ته ټوټې،ټوټې) ورېځې شړي، بيا د هغوى ټوټې سره يو ځاى كوي، بيا يې راغونډوي؛ نو تۀ وينې چې له منځه يې د باران څاڅكي راڅاڅي او (خداى دى چې) هلته له اسمانه (د يخ وهليو ورېځو) له غرو ږلۍ وروي؛ نو چا ته چې يې خوښه شي، پر هغې زيان وراړوي او چا ته چې يې خوښه شي، ترې يې ژغوري؛نژدې ده چې د ورېځو د برېښنا رڼا يې سترګې وبرېښوي!.
ټکي :
# د (( يزجى )) ټکى په ورو او له دفع سره حرکت وايي .
# د (( رکام )) ټکى د تراکم او د (( ودق )) ټکى د باران په معنى دى . د (( سنا )) ټکى د ځلېدو په معنى او (( سنا برق )) د برېښنا د ځلېدو په معنى دى .
# که څوک په اولوتکه کې له ورېځو پورته ولاړ شي؛نو وبه ګوري چې ورېځې د غرونوغوندې دي او دا د قران معجزه ده چې څوارلس پېړۍ مخکې يې ويلې : (( ينزل من السماء من جبال فيها من برد )) د ورېځو له غره ګلۍ رالېږو .
پېغامونه :
١_ په پېدايښت کې فکر د خداى د پېژندو او ورسره د مينې غوره لار ده . (أَلَمْ تَرَ…)
٢_د طبيعت ټول حرکتونه په الهي قدرت او ارادې سره ترسره کېږي او حکيمانه موخه لري . (يُزْجِي، يُؤَلِّفُ، َ يَجْعَلُهُ)
٣_ طبيعي عوامل د خداى د ارادې د مسير پلي کېدل دي نه دا چې د خداى پر ځاى وي . (يُزْجِي، يُؤَلِّفُ، َ يَجْعَلُهُ، يُنَزِّلُ )
٤_ د باران او د ګلۍ د ورښت ګټه او زيان د خداى په اراده دي . (فَيُصِيبُ بِهِ مَن يَشَاءُ وَيَصْرِفُهُ عَن مَّن يَشَاءُ)
﴿۴۴﴾ يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَعِبْرَةً لِّأُوْلِي الْأَبْصَارِ= خداى شپې او ورځې اړوي را اړوي، بېشكه پدې (بدلون) كې سترګورو ته عبرت (درس) دى.
پېغامونه :
١_ بدلونونه او د شپې او ورځې راتګ ناڅاپه ندي؛بلکې ځانګرې نظم او حساب لري . (يُقَلِّبُ اللَّهُ اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ )
٢_ په طبيعت کې عبرت دى که فکر ورته وشي . (لَعِبْرَةً لِّأُوْلِي الْأَبْصَارِ)
٣_که څوک د بصيرت خاوند وي؛نو له هر وخت او ځايه عبرت اخېستى شو . (اللَّيْلَ وَالنَّهَارَ… لِّأُوْلِي الْأَبْصَارِ)
٤_ قران پرله پسې تدبر ته بلنه راکوي او له سرسري کتنې مو ژغوري . (لَعِبْرَةً لِّأُوْلِي الْأَبْصَارِ )
﴿۴۵﴾ وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى بَطْنِهِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى رِجْلَيْنِ وَمِنْهُم مَّن يَمْشِي عَلَى أَرْبَعٍ يَخْلُقُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ= او خداى ټول خوځنده (لومړى) له اوبو پيدا كړل؛ نو ځينې يې پر ګېډو ځي، ځينې پر دوو پښو او ځينې پر څلورو (پښو) ځي؛ خداى چې څه وغواړي، پيداكوي يې؛ځكه خداى پر هر څيز لاسبرى دى.
ټکي :
# پدې ايت کې خداى د ځناورو اصنافو ته اشار کړېده : خزندګان، چرندګان او پرندګان .
# د خداى د پېژندو يوه لار د ځناورو په وجودي جوړښت کې تفکر دى . حضرت علي هم په نهج البلاغه کې د ځېنو ځناورو؛ لکه طاووس او مېږي په هکله ګټورې خبرې کړيدي .
# دا ايت د مخکنې ايت ورپسې برخه ده؛ يعنې لکه څرنګه چې د شپې او ورځې ځاى په ځاى کېدل د بصيرت خاوندانو ته عبرت دى؛نو له اوبو د ټولو ځناورو پېدايښت هم د عبرت لامل دى .
# کېداى شي چې د (( ماء )) په ټکي کې تنوين په اصطلاح کې د (( تنويع )) تنوين وي؛يعنې خداى ډول ډول ځناور له ډول ډول او مناسبو اوبو پېدا کړيدي . ( تفسير راهنما )
پېغامونه :
١_ ټول خوزېدونکي د خداى په اراده پېدا شويدي . (وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ)
٢_ که انسان د پرمختګ او ودې په حرکت کې نۀ وي؛نو په ظاهري حرکت کې د نورو خوزېدونکيو غوندې دى . ( يمشى،يمشى، يمشى )
٣_د ټولو خوزېدونکيو اصلي ماده اوبه دي؛ ( ماء )؛خو د خداى قدرت دى چې لدې ساده مادې ډول ډول ژوي جوړوي . ) (وَاللَّهُ خَلَقَ كُلَّ دَابَّةٍ مِن مَّاء فَمِنْهُم…. وَمِنْهُم …. وَمِنْهُم……)
﴿۴۶﴾ لَقَدْ أَنزَلْنَا آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُّسْتَقِيمٍ = په يقين چې موږ څرګندونکي آيتونه نازل كړي دي او د خداى چې چا ته خوښه شي، سمه لار ورښيي.
ټکې :
# د (( سبيل )) ، (( طريق )) او (( صراط )) د ټکيو د توپير په هکله ويل شوي چې صراط هغه لار ته ويل کېږي چې پرې تګ هوار وي او کږلېچونه او سختۍ پکې نۀ وي . ( فروق اللغة )
پېغامونه :
١_خداى د روښانه او روښانه کوونکيو ايتونو په رالېږولو پر انسانانو غاړه خلاصه کړېده . (أَنزَلْنَا آيَاتٍ مُّبَيِّنَاتٍ)
٢_ الهي ايتونه د لارښوونې وسيله ده؛خو اصلي لارښوونه د خداى کار دى . (وَاللَّهُ يَهْدِي مَن يَشَاءُ…)
﴿۴۷﴾ وَيَقُولُونَ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالرَّسُولِ وَأَطَعْنَا ثُمَّ يَتَوَلَّى فَرِيقٌ مِّنْهُم مِّن بَعْدِ ذَلِكَ وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ = او هغوى وايي: (( موږ پر خداى او پېغمبر ايمان لرو او اطاعت يې كوو.))؛خو تر دې ادعا وروسته له هغوى يوه ډله مخ اړوي او هغوى (په حقيقت كې) مؤمنان ندى
ټکى :
# دا او ورپسې ايتونه د مدينې د منافقانو په هکله دي چې له پېغمبر اکرم (ص) سره يې د دوستۍ تظاهر کاوه؛خو په عمل کې به يې ترې سرغړاوه.
پېغامونه :
١_ په غولونکيو،ښايسته او په زړۀ پوريو شعارونو مۀ غولېږئ . (وَيَقُولُونَ…. يَتَوَلَّى)
٢_ ژمنه ماتي ايمان نلري . (وَيَقُولُونَ _ يَتَوَلَّى _ مَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ)
٣_ ايمان له عمله نۀ بېلېږي . (يَتَوَلَّى …… وَمَا أُوْلَئِكَ بِالْمُؤْمِنِينَ) ( منافقانو به د (( آمنا )) په څنګ کې (( اطعنا )) راوړ؛خو عمل يې پرې نۀ کاوه . )
﴿۴۸﴾ وَإِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ إِذَا فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ =او چې كله هغوى د خداى او د هغه د رسول لوري ته بلل كېږي، چې ترمنځ يې پرېكړه وكړي (؛نو) له هغوى ناڅاپه يوه ډله (د رسول له حكمه) مخ اړوي.
﴿۴۹﴾ وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ =اوكه حق دهغوى پر خوا وي (او پر ګټه يې پرېكړه وشي) (؛نو بيا) د هغه پر لور غاړه ايښوونکي را روان وي.
ټکى :
# د خداى د استازي د قضاوت بنسټ د خداى حکم و؛لکه څرنګه چې د نساء د سورت په ١٠٥ ايت کې راغلي دي :
إِنَّا أَنزَلْنَا إِلَيْكَ الْكِتَابَ بِالْحَقِّ لِتَحْكُمَ بَيْنَ النَّاسِ بِمَا أَرَاكَ اللّهُ وَلاَ تَكُن لِّلْخَآئِنِينَ خَصِيمًا= موږ دا كتاب په رښتيا پرتا نازل كړى دى او؛ لكه څنګه چې خداى در ښوولي، همغسې د خلكو تر منځ قضاوت وكړه او د خائنانو په ګټه(دبې ګناهو) دښمن کېږه مۀ .
پېغامونه :
١_ د خداى او پېغمبر خبرې ته غاړه ايښوول د رښتيني ايمان نښه او ترې سرغړاوې د نفاق نښه ده . (وَإِذَا دُعُوا….. فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ)
٢_قضاوت د انبياو لار ده . (لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ)
٣_ د پېغمبر حکم د خداى حکم دى . ( ((لِيَحْكُمَ)) مفرد راغلى نۀ تثنيه )
٤_ په نيوکه کې انصاف ولرئ او پر ټولو ډزې مۀ کوئ . (فَرِيقٌ مِّنْهُم)
٥_ عادلانه قضاوت پر ځېنو بد لږي (فَرِيقٌ مِّنْهُم مُّعْرِضُونَ)
٦_ پر هرې ډلې اولارويانو ډاډ مۀ کوئ . ( وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ…..) (پېغمبر ته هغه راځي چې د پېغمبر خبره يې په ګټه وي . )
٧_ منافق له خړو اوبو کبان نيسي . (وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ)
٨_ پېغمبر به په قضاوت کې د منافقانو په ګټه ( که حق به ورسره و ) هم حکم ورکاوه . (وَإِن يَكُن لَّهُمُ الْحَقُّ يَأْتُوا إِلَيْهِ مُذْعِنِينَ)
﴿۵۰﴾ أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ وَرَسُولُهُ بَلْ أُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ = ايا د هغوى په زړونو كې ناروغي ده،يا شكمن دي،يا وېرېږي چې خداى او د هغه استازى به پرې ظلم وكړي؟ نۀ؛ بلكې دوى پخپله ظالمان دي.
ټکى :
# د (( حيف )) ټکى په ظلم او تېري له اعتداله پښې اړولو ته وايي .
پېغامونه :
١_ بې ايماني روحي رنځ دی . ( و ما اولئک بالمومنين …… افى قلوبهم مرض )
٢_د پېغمبر پر قضاوت تندې تريول درې دليلونه لري : روحي ناروغي، شک او بد نيت . (أَفِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ أَمِ ارْتَابُوا أَمْ يَخَافُونَ أَن يَحِيفَ اللَّهُ عَلَيْهِمْ)
٣_ پر خداى شک او بدګوماني تېری دى . ( پر ځان او انبياوو تېری ) (أُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ)
﴿۵۱﴾ إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ إِذَا دُعُوا إِلَى اللَّهِ وَرَسُولِهِ لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ أَن يَقُولُوا سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ = (خو) د مؤمنانو وينا چې كله د خداى او د هغه د رسول لوري ته د هغوى ترمنځ د پرېكړې لپاره وبلل شي؛يواځې داده چې:((موږ(ستاسې خبره) واورېده او(ستا حكم) مو ومانه. ))او دوى همغه واقعي بريالي دي.
ټکى :
# په تېر شوي ايت کې د پېغمبر اکرم (ص) قضاوت ته د منافقانو د تندي نۀ ورکولو ته اشاره وشوه او دا ايت وايي چې واقعي مومنان د پېغمبر قضاوت ته ورين تندې ورکوي،څو خلک ځان ووينې چې په کومه ډله کې دي .
پېغامونه :
١_ د خداى او پېغمبر د خبرې په وړاندې د مومن خبره او لار يوه ده . (إِنَّمَا كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ)
٢_حق ته غاړه ايښوول د مومنان تلپاتې سيره ده . (كَانَ قَوْلَ الْمُؤْمِنِينَ….. سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا)
٣_ مومن د خداى او استازي پر حکم عمل کوي که په ګټه يې وي او که تاوان . (لِيَحْكُمَ بَيْنَهُمْ)
٤_ دينداري د اختلافاتو او د حق د قضاوت د منلو پر مهال معلومېږي . (سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا)
٥_ د خداى حکم ته غاړه ايښوول نېکمرغي راوړي . (سَمِعْنَا وَأَطَعْنَا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ)
﴿۵۲﴾ وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ وَيَتَّقْهِ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ= او څوك چې د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړي او د خداى له (سرغړونې) ووېرېږي او ځان دهغه (له عذابه) وساتي؛ نو يواځې همدوى بريمن دي.
پېغامونه :
١_ د خداى حکم ته غاړه ايښوول دي نېکمرغي چې راوړي او په عمر، توکم او قوم پورې اړه نلري. (وَمَن يُطِعِ…… هم الفايزون )
٢_ پېغمبر معصوم؛نو ځکه ترې لاروي بې قېده او شرطه راغلى ده . (وَمَن يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ)
٣_د خداى عبادت دې انسانان نۀ مغروره کوي؛بلکې تقوا او خاشعه روحيه په کار ده . (يُطِعِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَيَخْشَ اللَّهَ)
٤_ هغه تقوا لرونکي به هرومرو نېکمرغه شي چې له خداى وېرېږي . (فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَائِزُونَ)
﴿۵۳﴾ وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ لَئِنْ أَمَرْتَهُمْ لَيَخْرُجُنَّ قُل لَّا تُقْسِمُوا طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ = او هغوى پر خداى ډېر ټينګ قسمونه خوري چې كه تۀ ورته حكم وكړې (؛نو) هرومرو به (د جهاد لپاره له خپلو كورنو او شتمنيو) راووځي (او په اخلاص ځانونه وړاندې كوو)؛ ووايه:((قسمونه مۀ خورئ، غوره او د اخلاص اطاعت راوښيئ، چې بېشكه خداى ستاسې پر كړنو ښه خبر دى.))
پېغامونه :
١_ پر هر قسم ډاډ مۀ لرئ؛ځکه چې منافقان له مقدساتو ناوړه ګټه پورته کوي . (وَأَقْسَمُوا بِاللَّهِ …..)
٢_ څومره چې انسان له دننه تش وي؛نو همغومره به يې ځان ښوونه هم ډېره وي . (جَهْدَ أَيْمَانِهِمْ)
٣_ مسلماني په خوله نه په عمل ده . (طَاعَةٌ مَّعْرُوفَةٌ)
٤_ د منافقانو د قسم په نۀ منلو سره له ناوړه ګټې پورته کولو يې مخنيوې وکړئ . (قُل لَّا تُقْسِمُوا)
٥_ منافقان دې پوه وي چې خداى يې له کړو وړو خبر دى . (إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ)
﴿۵۴﴾ قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ = ووايه: ((دخداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر اطاعت وكړئ؛ خو كه شا كړئ؛ نو پېغمبر د خپلو كړنو مسؤول دى او تاسې د خپلو كړنو؛ خو كه اطاعت يې وكړئ؛ نو سمه لار به ومومئ او (د خداى) پر استازي له څرګند پېغام رسونې پرته نور څه (مسؤوليت) نشته.))
ټکي :
# پېغمبر دوه ډوله حکمونه لري : يو الهي حکمونه ( اطيعوا الله ) و بل حکومتي احکام ( و طيعوا الرسول ) .
# په قران کې داسې ځايونه شته،چې دواړه حکمونه د يو بل تر څنګ دي او بايد دواړه پلي شي او پر یو يې عمل کافي ندى؛ لکه :
الف : ايمان او عمل : ( آمنوا و عملوا الصالحات ) ( بقره :٢٥ ايت )
ب: لمونځ او زکات : ( اقيموا الصلاة و آتوا الزکاة ) ( بقره :٤٣ ايت )
ج: له خداى او والدينو مننه : ( ان اشکر لى و لوالديک ) ( لقمان :١٤)
د : له خداى او استازي يې لاروي : ( اطيعوا الله و اطيعوا الرسول ) چې پدې ايت کې راغلي دي.
# په قران کې د (( ان تولوا )) ټکى ډېر تکرار شوى او خداى خپل استازي ته تسل ورکوي چې د خلکو پر بې پروايۍ مۀ خپه کېږه .
پېغامونه :
١_پېغمبر دنده لري چې منافقانو ته هم لارښوونه وکړي . ( قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ …….)
٢_ د پېغمبر له حکمه لاروي د خداى له حکمه لاروي ده . (وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ)
٣_ د پېغمبر خبره دخداى خبره ده . (أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ)
٤_ د پېغمبر له خبرې لاروي او يا ترې سرغړونه د پېغمبر پر دنده اغېزنلري . (فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ)
٥_ هر څوک پخپل قبر کې سملي . (عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ)
٦_ د پېغمبرانو کار ابلاغ و، نۀ اجبار . (وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ)
﴿۵۵﴾ وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ بِي شَيْئًا وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ= خداى له تاسې له هغو كسانو سره چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي، وعده كړې چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته چې خداى غوره كړى، د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يواځې ما لمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نكړي او څوك چې تردې وروسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي.
ټکي :
# د ډېرو روايتونو په رڼا کې ددې آيت بشپړ مصداق د حضرت مهدى اخر الزمان نړېوال حکومت دى ،چې خداى يې وعده ورکړى پر هغه ورځ به د ايمان خاوندان د نړۍ واکمنان شي .( تفسير نورالثقلين )
# په قران کې څو ځلې پر دې ټينګار شوى چې اخر به هم حکومت د صالحانو وي؛لکه درې ځلې يې ويلي : ليظهره على الدين کله ) ( توبه :٣٣،فتح :٢٨ او صف : ٩)
په بل ځاى کې وايي : ( ان الارض يرثها عبادى الصالحون )؛يعنې زما صالح بندګان به د ځمکې وارثان شي . ( انبياء : ١٠٥)
بيا وايي : ( والعاقبة للتقوى ) ( طه :١٣٢) او ( والعاقبة للمتقين ) (اعراف :١٢٨)
# (( قرطبي )) پخپل تفسير کې د اسلام د بشپړ بري په هکله روايتونه رانقل کړي او وايي : (( په ځمکه به داسې کور پېدا نکړئ چې اسلام به پکې نۀ وي . ))
# پېغمبر اکرم (ص) چې له حجة الوداع له مکې څخه مدينې ته راستېده؛نو په غدير نومي ځاى کې يې حضرت علي خپل ځايناستې کړ،ايت راغې چې نن مې د اسلام دين درته بشپړ دين او خوښ کړ؛ ( رضيت لکم الاسلام ديناً ) ( مائده :٣) او پدې ايت کې هم د خداى وعده د هغه دين برى دى چې خوښ دى؛ ( دينهم الذى ارتضى لهم )
پېغامونه :
١_ د اسلام دين د بشر او د نړۍ راتلونکى دين دى ،راتلونکى د مومنانو په ګټه او د کافرانو په تاوان ده. (وَعَدَ اللَّهُ….. وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ)
٢_ مومنانو ته هيله او ډاډ ورکړئ،څو د ژوند سختۍ يې نهيلي نکړي . (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا)
٣_ ايمان او صالح عمل پر دنيا د واکمنۍ شرط دى . الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ)
٤_ دين له سياسته بېل ندى؛بلکې سياست او حکومت د دين ساتلو ته دى . (لَيَسْتَخْلِفَنَّهُم….. يَعْبُدُونَنِي )
٥_ ددې لپاره چې خلک پر الهي وعدو باور وکړي؛نو د تېرو شويو بېلګې ورته راوړئ . (كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)
٦_ په پاى کې د حق برى الهي سنت دى . (كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)
٧_ پر ځمکه د اهل ايمان له حکومته مراد توحيد او بشپړ امنيت دى . (وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ _ َلَيُبَدِّلَنَّهُم _ لَا يُشْرِكُونَ)
٨_ په تاريخ کې د خداى اغېز ولټوئ . (وَعَدَ اللَّهُ…. وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ _ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم )
٩_يواځې د اسلام په دين کې د خداى رضا ده . ( دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى لَهُمْ)
١٠_يواځې د رښتينې دين رښتينې حکومت رښتينې امنيت راوړلاى شي . (وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْنًا)
١١_ امنيت دى چې په اسلامي ټولنه کې عبادت ته لار هواروي . (أَمْنًا يَعْبُدُونَنِي ) ( د خداى د وعدو نهايي موخه د خداى خالصانه عبادت دى . )
١٢_ د خداى هغه عبادت بشپړ دى چې يو شرک يې هم تر څنګه نۀ وي . (يَعْبُدُونَنِي لَا يُشْرِكُونَ)
١٣_ د صالحانو د حکومت پر مهال به هم ځېنې کږلاري وي . (وَعَدَ اللَّهُ….. وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذَلِكَ )
﴿۵۶﴾ وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ = اولمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د (خداى د) استازي اطاعت وكړئ، ښايي چې لورېينه در باندې وشي.
﴿۵۷﴾ لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ وَمَأْوَاهُمُ النَّارُ وَلَبِئْسَ الْمَصِيرُ= او ګومان مكوه، چې كافران به (موږ) پر ځمكه بېوسې كړي (او د الهي سزا له منګولو به وتښتي) استوګنځى يې اور دى او البته څه ناوړه استوګنځى دى.
ټکي :
# امام صادق ددې ايت په تلاوت کولو سره وويل : په ايت کې له زکاته مصداق د فطره زکات دى چې واجب دى . ( بحار :٩٣ ټوک،١٠٤ مخ )
# کېداى شي چې ٥٧ ايت د هغې پوښتنې ځواب وي چې د کفارو لدې دومره امکاناتو سره خداى څنګه مسلمانانو ته د ځمکې د واکمنۍ وعده ورکوي ؟
دا ايت وايي : (لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ فِي الْأَرْضِ) شک مۀ کوه؛ځکه چې مخالفين د ځمکې په يو ځاى کې هم نشي کولاى چې د خداى د ارادې او د لارې خنډ شي او د دښمنانو د ګومان پر خلاف يوه ورځ به مهدي اخرالزمان راشي او د ځمکې واکمني به د صالحانو شي . ( تفسير الميزان )
پېغامونه :
١_ لمونځ او زکات د صالح عمل ښکاره بېلګې دي چې د مومنانو د واکمنۍ پر مهال ترسره کېږي. (وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا……….. وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ………..)
٢_په اسلام کې عبادي (وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ)، مالي (وَآتُوا الزَّكَاةَ)، سياسي او حکومتي (وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ) مسايل بېل ندي .
٣_ الهي رحمت ته د لاس رسۍ شرط له خداى او استازي يې لاروي ده . (لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)
٤_ کفار که زورځواک هم وي؛نو د خداى قدرت ته به په ګونډو کېږي . (لَا تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا مُعْجِزِينَ……..)
﴿۵۸﴾ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ مِنكُمْ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ مِن قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ وَحِينَ تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ وَمِن بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ وَلَا عَلَيْهِمْ جُنَاحٌ بَعْدَهُنَّ طَوَّافُونَ عَلَيْكُم بَعْضُكُمْ عَلَى بَعْضٍ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= مؤمنانو! بايد چې ستاسې مريان او وينځې او هغه ماشومان چې مړانې نۀ وي وهلي،په درېو وختونو كې له تاسې اجازه واخلي: د سهار له لمانځه مخكې او غرمه چې كله تاسې (عادې) جامې وباسئ او د ماسخوتن تر لمانځه وروسته (دا) درې وخته ستاسې، د ځان بربنډولو وختونه دي؛خو له دغو وختو پرته نۀ پر تاسې څه ګناه شته او نۀ پر هغوى (چې كه هغوى بې اجازې راشي؛ځكه) ستاسې يو بل ته بيا بيا راتګ دى (چې په پاك زړۀ د يو بل خدمت وكړئ) پدې توګه خداى خپل آيتونه تاسې ته څرګندوي او خداى پوه (او) حكيم دى،
ټکي :
# که له پېله د سورت ايتونو ته پام وکړو؛نو پوه به شو چې په الهي احکامو کې له ګناه د مخنيوي سياست پټ دى . د مثال په توګه : زنا کار او زنا کارې ته د خلکو په مخ کې سزا ورکړئ ( لومړى ايت) واده يې محدود کړئ ( درېم ايت ) که چا بې څلورو شاهدانو ناروا تور ولګو؛نو اتيا کوړې يې ووهئ ( څلورم ايت ) که پر چا تور ولګېد؛نو تاسې چوپ مۀ پاتې کېږئ ( دولسم ايت ) د چا چې د فحشا خورول خوښ وي؛نوعذاب يې دروند دى (نولسم ايت) د شېطان په ګامونو پسې مۀ ځئ (يوويشتم ايت) هغوى به سخت عذاب ولري چې پر پاکلمنو ښځو تور لګوي (٢٣ ايت ) پاکان دې په ناپاکانو پسې نۀ ځي (٢٦ ايت ) ناڅاپه بې اجازې د نورو کورونه ته مۀ ننوځئ او که و يې ويل چې ستانه شئ؛نو راستانه شئ (٢٨_٢٧ ايتونه) نامحرم ته په خيرنه سترګه مۀ ګورئ ( ٣٠_٣١ ايتونه) ښځې دې خپله ښکلا او سينګار نۀ ښکاره کوي . ورته واده وکړئ چې واده يې نۀ وي کړى او له فقره مۀ وېرېږئ (٣٢ ايت ) او پدې ايت کې وايي : په هغه وخت کې له خپلو ښځو سره يو ځاى کېږئ چې اولاد او د کور خادمان مو ناڅاپه نۀ راننوځي .
هو ګرانو ! دا ټول احکام له فحشا د مخنيوي او د حيا او ابرو ساتلو ته دي .
پېغامونه :
١_ مور و پلار بايد خپل اولاد ته دينې احکام زده کړي . (يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لِيَسْتَأْذِنكُمُ)
٢_ که د مور و پلار د خوب ځاى له اولاده بېله وي؛نو اذن ته اړتيا ده . (لِيَسْتَأْذِنكُمُ)
٣_ماشومتوب او مريي توب د نورو د حريم د ماتولو بهانه نده. ( لِيَسْتَأْذِنكُمُ)
٤_ سړى بايد په شواروز کې څه وخت له خپلې ښځې سره تېر کړي . (ثَلَاثُ عَوْرَاتٍ لَّكُمْ)
٥_ حتى نابالغ اولاد هم بايد په کورني احکامو پوه وي او رعايت يې کړي . (لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ)
٦_ دین د انسان ژوند دى او بشپړ جامعيت لري؛ هم نړيوال حکومت جوړولو ته برنامه لري ( ٥٥ ايت ) او هم جزيي مسلو؛لکه د مور و پلار خونې ته د اولاد ننوتل . (لِيَسْتَأْذِنكُمُ الَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ)
٧_ ماشومان بايد پاک لمني له کوره زده کړي . (لِيَسْتَأْذِنكُمُ)
٨_ په کور کې د کار او بهر جامې وباسئ . (تَضَعُونَ ثِيَابَكُم)
٩_اسلامي روزنه اواداب تر بلوغ مخکې زده کول پکار دي . (وَالَّذِينَ لَمْ يَبْلُغُوا الْحُلُمَ)
١٠_تر غرمې وروسته او د کار په منځ کې استراحت او دمه ګټوره ده . ( تَضَعُونَ ثِيَابَكُم مِّنَ الظَّهِيرَةِ)
١١_ د مسلمانانو په ژوند کې د مهال ويش بايدد لمونځ د وخت مطابق وي . (قَبْلِ صَلَاةِ الْفَجْرِ _ بَعْدِ صَلَاةِ الْعِشَاء)
١٢_ټول الهي احکام دعلم او حکمت پر بنسټ دي . (عَلِيمٌ حَكِيمٌ)
﴿۵۹﴾ وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ مِنكُمُ الْحُلُمَ فَلْيَسْتَأْذِنُوا كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ آيَاتِهِ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ= او چې كله ستاسې ماشومان مړانې ووهل؛ نو بايد(له تاسې) اجازه واخلي؛ لكه ترهغوى مخكې (مړانې وهلو) خلكو چې اجازه اخېسته،پدې ډول خداى تاسې ته خپل آيتونه بيانوي او خداى پوه (او) حكيم دى.
ټکي :
# د (( حلم )) او (( احتلام )) ټکى په خوب کې جنب کېدو ته وايي چې د بلوغ يوه نښه ده . البته د هلکانو او نجونو دبلوغ نښې سره توپير لري د علماوو په رسالو کې راغلي دي .
# تېر شوي ايت د ماشومان اجازه غوښتل درې ځايونو ته ځانګړي کړي وو؛خو دې ايت وخت ندى ټاکلى او ټول بالغ اولاد بايد د والدينو کوټې د ننوتو پر مهال اجازه وغواړي .
# د يو ټولنيز فساد؛لکه له عفت سره د مخالف کارونو له منځه وړل يواځې د حدودو په پلي او کوړو وهلو نۀ ترسره کېږي او په يوه ټولنيزه مسله کې هم داسې چلن مطلوبه پايله نلري؛بلکې بايد هر اړخيز پام وشي او سالم ټولنيز چاپېريال رامنځ ته کړو او بيا د حدودو پلي کول يې په څنګ کې ولرو؛ نو ځکه د نور سورت چې د عفت سورت دى د زنا کار او زنا کارې په سزا پېل کوي او بيا ورسره په څنګ کې د نورو مهمو مسلو؛ لکه واده به لاره هوارول ،حجاب ساتل، په خيرنو سترګو نا محرم ته نۀ کتل او پر ناموسي ګناهګانو د ککړو خلکو تحريمول او بالاخره د مور و پلار کوټې ته د ننوتو پر مهال د اولاد اجازه غوښتل بيانوي.
او دا ښـيي چې اسلام پدې هکله حتى له وړې مسلې هم په غفلت سره ندى تېر شوى .
خدمتکاران او اولاد هم دنده لري چې د ننوتو پر مهال اجازه وغواړي حتى نابالغ اولاد ته هم بايد دينې اداب تر بلوغ مخکې زده کړاى شي .
پېغامونه :
١_ احتلام د شرعي بلوغ نښه ده . (وَإِذَا بَلَغَ الْأَطْفَالُ…. الْحُلُمَ)
٢_مشران ځوانانو ته بېلګې دي . (كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)
٣_پر خپلو کړنو اولاد وروزئ . (كَمَا اسْتَأْذَنَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ)
٤_ خداى د حکمت او علم له رويه ابرو او عفت ساتلو ته احکام صادر کړيدي . (عَلِيمٌ حَكِيمٌ)
﴿۶۰﴾ وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ وَاللَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ= او (له ځوانۍ ناستې) زړې ښځې،چې د نكاح هيله منې نۀ وي؛ نو كه هغوى خپل ټكرى كېږدي؛ نو څه ګناه پرې نشته؛پدې شرط چې (خلكو ته) ځان سينګار نكړي؛ خو عفت او پتمني ورته غوره ده او خداى اورېدونكى (او) پوه دى.
ټکي :
# د قران له ايتونو څرګندېږي چې د نامحرمو په وړاندې دښځو حجاب بايد راپارونکى نۀ وي؛ځکه يواځې لاندې موارد استثنا شويدي :
الف : ( غير اولى الاربة )؛يعنې هغه چې شهوت نلري . ( نور : ٣١ ايت )
ب : ( او الطفل لم يظهروا على عورات النساء )؛يعنې هغه ماشوم چې په شهوت نۀ پوهېږي . ج : ( لا يرجون نکاحاً )؛يعنې هغه زړى ښځې چې د واده هيله ترې نۀ وي .
# حجاب اسلامي اصل دى؛خو حجاب بايد داسې انتخاب شي چې د شهوت راپارونکى نۀ وي؛بلکې د عفت او پاک لمنۍ ساتونکى وي .
پېغامونه :
١_ اسلامي قوانين د واقعيتونو،ضرورتونو، اړتياوو او وس مطابق دي . ( بايد پر هغې بوډۍ سخته ونۀ نيول شي چې مېړه ته هيله نلري او سينګار نکوي . ) (وَالْقَوَاعِدُ مِنَ النِّسَاء اللَّاتِي لَا يَرْجُونَ نِكَاحًا… أَن يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ)
٢_ښځه که ځوانه وي او که زړه د بدن سينګار ښکاره کول ورته ندي پکار . (غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ)
٣_ حجاب د عفت ساتونکى دى . (وَأَن يَسْتَعْفِفْنَ خَيْرٌ لَّهُنَّ)
٤_حجاب د ښځو په ګټه دى . (خَيْرٌ لَّهُنَّ)
٥_ د ازادۍ په څنګ کې خبردارې هم پکار دی . ( که د خداى له احکامو سروغړوی ؛نو خداى پوه اورېدونکى دى او له سوغړاندو سره به حساب کتاب کوي . )
﴿۶۱﴾ لَيْسَ عَلَى الْأَعْمَى حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى الْمَرِيضِ حَرَجٌ وَلَا عَلَى أَنفُسِكُمْ أَن تَأْكُلُوا مِن بُيُوتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ آبَائِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أُمَّهَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ إِخْوَانِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخَوَاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَعْمَامِكُمْ أَوْ بُيُوتِ عَمَّاتِكُمْ أَوْ بُيُوتِ أَخْوَالِكُمْ أَوْ بُيُوتِ خَالَاتِكُمْ أَوْ مَا مَلَكْتُم مَّفَاتِحَهُ أَوْ صَدِيقِكُمْ لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَأْكُلُوا جَمِيعًا أَوْ أَشْتَاتًا فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً كَذَلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون= پر ړانده،ګوډ او ناروغ،څه ګناه نشته (چې له تاسې سره خواړه وخوري) او هم پر تاسې څه ګناه نشته چې له خپلو كورونو [=ستاسې د زامنو او ښځو كورونه چې ستاسې خپل كورونه ګڼل كېږي،بې له ځانګړې اجازي] خواړه وخورئ او همداراز(كه) د خپلو پلرونو له كورو، يا د خپلو مېندو له كورو يا د خپلو ورڼو له كورو،يا د خپلو خويندو له كورو،يا د خپلو ترونو له كورو يا د خپلو ترورګانو له كورو يا د خپلو ماماګانو له كورو يا د خپلو توړيو له كورو يا له هغو كورونو چې كليګانې (او واك) يې ستاسې په لاس كې وي يا د خپلو دوستانو له كورو (خواړه وخورئ؛ نو پر تاسې يې وبال يې نشته) ددې هم څه ګناه نشته چې په ګډه يو ځاى خواړه وخورئ يا بېلابېل؛ نو (ښوول شويو) كورنو ته چې ننوځئ؛نو پر خپلو ځانو سلام واچوئ، چې دا د خداى له لوري بركتناكه او پاكه د خير دعا ده، خداى پدې ډول تاسې ته (خپل) آيتونه څرګندوي، ښايي چې له عقله كار واخلئ.
ټکي :
# امام باقر وايي : تر اسلام مخکې به ړندو،ګوډانو او ناروغانو حق نۀ درلود چې له رغو سره خواړه وخوري؛نو دا ايت راغې او اجازه يې ورکړه له رغو سره په يو ځاى په ډله کې خواړه وخوري او که خوښه يې نۀ وي؛نو ځانته يې هم خوړلاى شي .( تفسير نورالثقلين )
# علامه طباطبايي وايي :د ايت له ظاهره داسې څرګندېږي چې خداى مومنانو ته حق ورکړى د اړتيا مطابق د اولاد،خپلوانو او دوستانو له کورونو خواړه وخوري چې دا ټوليز اذن دى . البته د ايت په پېل کې درې ډلو ته اشاره وشو چې معمولا نشي کولاى ځان ته خواړه چمتو او لاس ته راوړي او نورو ته اړتيا لري؛ خو حکم يواځې په دوى پورې ځانګړې ندى او ټولو مسلمانانو ته دى . ( تفسير الميزان )
# دې ايت يواځې نسبي خپلوانو ته اشاره کړى او سببي خپلوانو؛لکه خسر، خواخې، اوخې او خينې ته پکې اشاره نده شوى .
# دا ايت يواځې د خوړو په هکله دى؛خو نور تصرفات اجازې ته اړتيا لري او له يادو شويو کورنو په خوړو کې هم بايد اسراف و نشي . ( تفسير صافى )
# په ايت کې د ذکر شويو کسانو له کوره خواړه هغه مهال نۀ وي پکار چې خوښه يې نۀ وي او خواړه يې په پټ ځاى کې ايښي وي .
پېغامونه :
١_نور پر ځان وړ وګڼي په تېره بيا بېوزله . (الْأَعْمَى _ لْأَعْرَجِ_ الْمَرِيضِ _ أَنفُسِكُمْ)
٢_کورنۍ اړيکې او خپلوي پر حقوقي مسلو اغېز لري . ( که څه خواړه د کور د خاوند ملک دى؛خو اسلام خپلوۍ او عاطفي اړيکو ته پر حقوقي مسلو وړتيا ورکړېده . )
٣_ له کوره د ګټې اخېستلو عرفي قوانين او عقلايي ډاډ کافي دي . ( د مثال په توګه : د کور د کونجي ورکول د رضايت نښه ده . )
٤_په اسلام کې د دوست حق د کورنۍ د حق تر څنګه راغلى دى . (أَعْمَامِكُمْ… أَوْ صَدِيقِكُمْ) (افلاطون وپوښتل وشوه : ورور دې درباندې ډېر ګران دى او که ملګرى ؟ و يې ويل : ورور مې راباندې هله ګران دى چې ملګرې مې شي . ) ( تفسير مراغي )
٥_ کور ته تر ننوتو مخکې سلام اچول پکار دي . (فَإِذَا دَخَلْتُم بُيُوتًا فَسَلِّمُوا)
٦_ سلام اچول سپېڅلې او مبارک ادب دى . (تَحِيَّةً مِّنْ عِندِ اللَّهِ مُبَارَكَةً طَيِّبَةً)
٧_ سلام ژوند خېر او برکت راوړي . (مُبَارَكَةً طَيِّبَةً)
٨_کورنۍ مو ځان دى. (فَسَلِّمُوا عَلَى أَنفُسِكُمْ)
٩_ خداى حقوقي او د خپلوۍ پوله ټاکي . ( يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمُ الْآيَاتِ)
١٠_ په الهي احکامو کې غور او فکر پکار دی . (لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُون)
﴿۶۲﴾ إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِذَا كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ إِنَّ الَّذِينَ يَسْتَأْذِنُونَكَ أُوْلَئِكَ الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ فَإِذَا اسْتَأْذَنُوكَ لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= مؤمنان يواځې هغوى دي، چې خداى او د هغه پر پېغمبر يې ايمان راوړى او چې كله په يو ټولنيز كاركې له هغه سره وي؛ نو د هغه له اجازې پرته چېرته نۀ ځى، هغوى چې له تا اجازه اخلي (؛نو) په رښتيا يې پر خداى او د هغه پر پېغمبر ايمان راوړى دى؛ نو چې كله هغوى د خپل كوم كار لپاره له تا اجازه وغواړي؛ نو چا ته چې دې خوښه شي (او مصلحت يې ګڼې) اجازه وركړه او له خدايه ورته بښنه وغواړه، بېشكه چې خداى بښونكى (او) مهربان دى.
ټکي :
# د تفسير په کتابونو کې ددې ايت د شان نزول په هکله خورا خبرې شوي چې موږ يې غټو ته اشاره کوو :
١_دا ايت د خداى د استازي د صحابي (( حنظله )) په هکله راغلې چې د واده په شپه يې د احد جګړې ته د تګ حکم وشو . حنظله د خداى له استازي په اجازې سره کور ته لاړ او له ښځې سره يې د واده د ړومبى شپې تېره وکړ او بې لدې چې غسل وکړي، جګړې ته لاړ او شهيد شو. پېغمبر اکرم (ص) وويل : (( پرېښتو غسل ورکړ . )) خداى هم له همغه يو ځل کوروالي له امله حنظله ته ځوى ورکړ چې د ژوند کېسه يې اوږده ده . ( تفسير الميزان )
٢_ دا ايت د منافقانو په هکله دى چې له خلکو سره وي؛نو لمونځ کوي او که څوک به ورسره نۀ وو او که چا به نۀ ليدل؛نو له لمانځه به تښتېدل . ( تفسيرکبير فخر رازي )
٣_ رسول الله يوې ډلې ته د يو کار دنده ورکړه؛ خو هغوى پخپلو کارونو پسې لاړل چې دا ايت د هغوى په هکله راغې .
٤_ د ايت د هغوى په هکله دى چې له رسول الله سره د خندق پر کنلو بوخت وو او د کورنۍ ليدو ته به يې له رسول الله اجازه غوښته .
# له مشر اجازه غوښتل د ادب، نظم، غاړه ايښوونې، قانونمندۍ او له مشر سره د مينې نښه ده .
پېغامونه :
١_د ستونزو هوارۍ ته د مشر په څنګ کې اوسېدل د ايمان نښه ده او پرېښوول يې د نفاق او د ايمان د کمزورۍ نښه ده . (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ…. كَانُوا مَعَهُ عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ)
٢_په تشکيلاتې مسلو کې خود محوري او خودمختاري منع ده . (عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا)
٣_ ټولنيز ژوند ته مشر او ترې لاروي پکار ده . (عَلَى أَمْرٍ جَامِعٍ لَمْ يَذْهَبُوا)
٤_ ايمان بايد مشر ته له تسليمېدو او لاروۍ سره يو ځاى وي . (لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ)
٥_بايد ټولنيزو او ډله ايزو کارونو ته ارزښت قايل شو . (لَمْ يَذْهَبُوا حَتَّى يَسْتَأْذِنُوهُ)
٦_ ځينې مسايل بايد په پرده کې وويل شي . (لِبَعْضِ شَأْنِهِمْ)
٧_ په اسلام کې مشري بايد له مصلحت انديشۍ او رحمت سره وي . (فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ _ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ )
٨_نهايي هوډ مشر نيسي . (لِّمَن شِئْتَ) ( پېغمبر د ټولنې په مسله کې پر خلکو ولايت لري . )
٩_ مشر بايد پخپلو سياستونو کې نرم او واقع بين وي . ((فَأْذَن لِّمَن شِئْتَ مِنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ)
١۰_ نورو ته د پېغمبر دعا قبلېږي . (وَاسْتَغْفِرْ لَهُمُ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ )
﴿۶۳﴾ لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ بَيْنَكُمْ كَدُعَاء بَعْضِكُم بَعْضًا قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الَّذِينَ يَتَسَلَّلُونَ مِنكُمْ لِوَاذًا فَلْيَحْذَرِ الَّذِينَ يُخَالِفُونَ عَنْ أَمْرِهِ أَن تُصِيبَهُمْ فِتْنَةٌ أَوْ يُصِيبَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ= لکه يو بل ته چې غږ كوئ، پېغمبر ته (هغسې) غږ مۀ كوئ، په تاسې كې خداى هغوى ښه پېژني چې د يو بل شاته پټېږي او په يوه بل پسې له غونډې تښتي؛ نو د پېغمبرد فرمان سرغړوونكي بايد ووېرېږي چې هسې نۀ څه فتنه ورته ورسېږي يا پرې دردناك عذاب راشي.
ټکي :
# (( تسلل )) په پټه وتو ته او (( لواذ )) په يو بل پسې وتو ته وايي چې د منافقانو کار و .
# ددې ايت د معنى په هکله څلور احتماله شته دى :
الف : د نورو غوندې پېغمبر اکرم (ص) ته په نوم غږ مۀ کوئ . په روايت کې دي : مۀ واياست : (( يا اباالقاسم )) او يا (( يا محمد ))؛بلکې وواست : (( يا رسول الله )) او (( يا نبى الله )) ( تفسير نورالثقلين ) او همداسې په روايت کې دي چې دا روايت د پېغمبر اکرم (ص) د ځايناستيو په هکله هم دى . ( بحار :٢٣ ټوک،٣٠١ مخ )
٢_ د نورو غوندې پر جيګ پېغمبر اکرم (ص) ته غږ مۀ کوئ . ( تفسير مجمع البيان )
٣_ د پېغمبر اکرم (ص) بلنه د نورو غوندې مۀ ګنئ . که پېغمبر اکرم (ص) لمونځ او يا جګړې ته راوبللئ؛نو هرومرو ولاړ شئ.
٤_د پېغمبر اکرم (ص) دعا د نورو غوندې مۀ ګنئ چې د پېغمبر اکرم (ص) دعا او خېره دواړه قبلېږي . ( تفسير کبير فخر رازي .)
پېغامونه :
١_ الهي مشري حريم لري . هم يې نوم په درناوي واخلئ او هم ورته په ټول وجود سره تسليم شئ. (لَا تَجْعَلُوا دُعَاء الرَّسُولِ……)
٢_له پېغامونو سرغړونه او ورته پام نکول الهي عذاب راوړي . (فِتْنَةٌ أَوْ….. عَذَابٌ أَلِيمٌ)
﴿۶۴﴾ أَلَا إِنَّ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ قَدْ يَعْلَمُ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ وَيَوْمَ يُرْجَعُونَ إِلَيْهِ فَيُنَبِّئُهُم بِمَا عَمِلُوا وَاللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ= پوه شئ چې په حقيقت کې په اسمانو او ځمكه كې چې هر څه دي،يواځې د يو خداى دي،تاسې چې پر هر حالت ياست،هغه پرې پوهېږي او پر هغه ورځ (هم پوهېږي) چې (خلك) لوري ته يې ورګرځول کېږي او (پر هغه ورځ به) له خپلو كړنو يې خبركړي او خداى پر هر څه ښه پوه دى.
پېغامونه :
١_ خداى له ټولو نيتونو او فکرونو خبر دى . (قَدْ يَعْلَمُ….. فَيُنَبِّئُهُم )
٢_ د خداى پر علم ايمان له بديو د منع وسيله ده . (يَعْلَمُ مَا أَنتُمْ عَلَيْهِ….. فَيُنَبِّئُهُم )
سرچینه : تفسیر نور، مفسر شیخ محسن قرآیتي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com