خوشال بابا وايي : فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى تر شماره ترحســـاب تېر دى که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه غواړې ګوره آيـــــــــــتونه د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين(رضی الله عنهم) په اړه نازل شوى دى ( اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د […]
خوشال بابا وايي :
فضـــــــــــــيلت د واړو ډېر دى
تر شماره ترحســـاب تېر دى
که د دوى فضـــــــــــــــيلتونه
غواړې ګوره آيـــــــــــتونه
د هل اتى سورت د حضرت علي ،فاطمه ،حسن او حسين(رضی الله عنهم) په اړه نازل شوى دى
( اسد الغابه : 5ټوک،530 مخ ) پر خپل سند د فضه نوبيه د حالاتو په شرح کې له مجاهد او حضرت ابن عباس څخه روايت کړى،چى د : [يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا. وَيُطْعِمُونَ الطعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا[1]= په تفسير کې يې ويلي دي: حسن او حسين ناروغ شول؛نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته راغى او بيا نور هم پوښتنې ته راغلل،رسول اکرم (ص) حضرت علي ته يې وويل : ابالحسنه ! څومره به ښه شي، چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې . حضرت علي ورته وويل :که خداى روغ کړل؛نو د خداى لپاره به درې ورځې روژه ونيسم او دا خبره بي بي فاطمې هم واورېده ؛ نو هغې هم همدا نذر وکړ. د فضه په نامه يې يوه وينځه درلوده، چې د نوبه (افريقا ) وه ؛نو هغې هم وويل : که خداى مې دې دوو بادارانو ته شفا ورکړه؛نو زه به هم روژه ونيسم . حسن او حسين روغ شول، حال داچې له “آل محمد” کره څه نه وو؛ نو علي خيبري شمعون ته ورغى او درې منه د اوربشو اوړه يې ترې کور ته راوړل او له زهرا بي بي سره يې کېښوول چې بي بي زهرا ترې يو من واغږل او پاخه يې کړل،چې علي کور ته راغى؛نو فاطمې بي بي روټۍ له علي سره کېښووله، چې په همدې مهال يو مسکين يې وره ته ودرېد او ويې ويل : سلام دې د محمد پر اهلبيتو وي ! مسکين مسلمان يم ؛ خواړه راکړئ ،خداى دې له جنتي دستر خوانه خواړه درکړي .
علي چې واورېدل؛ نو ويې ويل : خواړه مسکين ته ورکړئ ؛ نو “آل محمد” پر هغه ورځ او شپه وږي پاتې شول او د روژه ماتي لپاره يې بې له څه نه درلودل،چې بله ورځ شوه؛نو بي بي زهرا له هغه اوړو يو من نور واغږل او پاخه يې کړل. حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ او چې کور ته راغى او خواړه يې مخې ته ورکېښوول؛نو د وره له خولې غږ راغى : سلام دې پر تاسې وي د محمد اهلبيتو ! زه د مهاجرينو د شهيد پلار مړى يم ؛پلار مې شهيد شوى ؛ څه خواړه راکړئ . آل محمد پر هغه ورځ خپل خواړه پلارمړي ته ورکړل او په خپله يې په اوبو روژه ماتى وکړ . پر درېمه ورځ بي بي زهرا يو من اوړه واغږل او پاخه يې کړل .علي چې د خداى له استازي سره په جومات کې لمونځ وکړ ؛ نو کور ته راغى .بي بي زهرا ورته خواړه مخې ته کېښوول، چې په همدې وخت کې يو اسير راغى او ويې ويل : سلام دې پر تاسې وي نبوي کورنۍ ! موږ اسيرانوئ او خواړه هم نه راکوئ . پر هغه ورځ نبوي کورنۍ خپل خواړه اسير ته ورکړل او په پايله کې پرله پورې درې ورځې وږي پاتې شول او بې له اوبو يې څه هم و نه خوړل، چې دا مهال پېغمبراکرم (ص) ورته راغى او د دوى لوږه يې وليده او له کيسې خبر شو او پر هماغه مهال پر رسول اکرم د ا آيت نازل شو: [هَلْ أَتَى عَلَى الْإِنسَانِ حِينٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ يَكُن شَيْئًا مَّذْكُورًا[2]] _ تردې چې وايي _لَا نُرِيدُ مِنكُمْ جَزَاء وَلَا شُكُورًا).
دا روايت ابوموسى نقل کړى او زمخشري هم د کشاف په تفسير کې د [وَجَزَاهُم بِمَا صَبَرُوا جَنَّةً وَحَرِيرًا[3]] آيت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي،چې واحدي هم دا روايت نقل کړى او همداراز فخر رازي هم دا آيت ددې سورت په تفسير کې راوړى او ويلي يې دي : واحدي، چې زموږ له اصحابو ځنې دى، د سبط په کتاب کې يې ويلي : دا سورت د علي په باب نازل شوى او بيا زياتوي، چې د کشاف خاوند،چې په خپله معتزلي دى،دا روايت يې له حضرت ابن عباس څخه نقل کړى دى .
(واحدي ؛اسباب النزول:331 مخ ) د : ((وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا[4])) آيت د شان نزول په اړه ويلي : عطاء له حضرت ابن عباس څخه روايت نقل کړى،چى هغه مهال، چې حضرت علي د کجورو يو بڼ ته د اوبو ورکولو ټېکه واخسته،چې ورته به په بدل کې يې د اوربشو اوړه ورکول کېږي ،چې د اوربشو اوړه یې کور ته راوړل او د حريره په نامه خواړه يې پاخه کړل؛نو همدا چې حريره پخه شوه؛ نو يو مسکين د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ . سبا يې بيا اوړه پاخه کړل،چې پاخه شول؛ نو يو پلار مړى يې د کور د وره مخې ته ودرېد او د خوړو سوال يې وکړ،چې د نن ورځې دا خواړه يې پلار مړى ته ورکړل او بله ورځ هم،چې خواړه پاخه شول؛ نو اسير ته يې ورکړل او نبوي کورنۍ درې ورځې وږې پاتې شوه،چې بيا د دوی په اړه دا آيت راغى .
مولف: دا روايت محب طبري؛رياض النضره :2ټوک،227 مخ او په خپل بل کتاب کې ؛يعنې د ذخاير په 102 مخ کې ،سيوطي په درالمنثور کې د (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ) د آيت تر تفسير لاندې ،ابن مردويه او شبلنجي؛ نورالابصار: 102 مخ د شيخ اکبر له مسامرات نه دا راويت نقل کړى دى او په مسامرات کې راغلي : حسن او حسين،چې ناروغه شول؛ نو پېغمبر اکرم (ص) يې پوښتنې ته ورغى او علي ته يې وويل : اباالحسنه ! څومره به ښه شي،چې د زامنو د روغتيا لپاره دې نذر وکړې،علي وويل: زه به يې د روغتيا لپاره درې روژې ونيسم . بي بي زهرا وويل : زه به هم درې روژې ونيسم . زامنو يې وويل : موږ به هم روژه شو او وينځې يې هم وويل : زه به هم درې ورځې روژه شم او ماشومان،چې خداى روغ کړل؛ نو سبا ته ټول روژه شول او روژه ماتي ته يې څه نه درلودل؛ نو حضرت علي له خپل يهودي ګاونډي کره ولاړ او وړۍ يې ترې راوړې،چې و يې ورېشي او په بدل کې ترې درې منه د اوربشو اوړه واخلي،چې فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل،چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو مسکين يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو! سلام دې پر تاسې وي، مسکين مسلمان يم؛ نو له خپلو خوړو څه راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . علي په لاس کې کپ کېښود او ويې ويل :
فاطم ذات المـــــجدواليــــــقينى يا بنت خېر الناس اجمعينې
اما ترې ذا البــــائس المـــــسکينى جاء الى الباب له حنينى
فاطمې ! د مجد او يقين خاوندې ! په خلکو کې د تر ټولو غوره انسان لورې ! نه وينې چې دا مسکين مو دکور وره ته راغلى، زړه سوځونکى غږ لري او داسې نه ده، چې هر څوک په خپلو کړنو کې راښکېل دى .
بي بي فاطمې هم ورته وويل :
امرک سمع يا ابن عم و طاعة
مالى من لوم ولا ضراعة
باللب قد غذيت بالبراعة
ارجوا اذا انفقت من مجاعه
ان الحق الابرار و الجماعة
و اد خل الجنة بالشفاعه
د تره زويه ! حکم دې پر سر سترګو او هېڅ ګيله نه لرم او هيلمنه يم، چې د يو وږي د مړولو په بدله کې له ابرار سره يو ځاى شم او په شفاعت يې جنت ته ورننوځم.
وايي : بيا فاطمې دستر خوان ته لاس کړ او څه چې پکې ول، ټول يې مسکين ته ورکړل او په خپله وږي ويده شول . د هغې ورځ پر سبا يې هم د روژې نيت وکړ، حال داچې په روژه ماتي او پيشنمي کې يې بې له اوبو هېڅ څه نه درلودل. فاطمې داوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يو روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى؛ نو چې خواړه يې ورته مخې ته کېښوول او همداچې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو پلار مړى يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، پلار مړى يم او د مسلمانانو پلار مړى هم يم؛ نو له خپلو خوړو څه راکړئ او خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :
فاطم بنت اسيد الکريم
قد جائنا الله بذا الیتمى
من يطلب اليوم رضا الرحيمى
موعده فى جنه النعيمى
د کريم سيد لورې ! خداى دا پلار مړى را استولى؛نو نن چې څوک د لورين څښتن خوښي وغواړي؛نو موعد به يې سبا له نعمتونو په ډک جنت کې وي .
بي بي زهرا ځواب ورکړ :
فسوف اعطيه و ال ابالى
و اوثر الله على عيالى
امسوا جياعاً و هم امثالى
اصغر هم يقتل فى القتال ى
ژر به مې خپل او د زامنو خواړه پلار مړي ته ورکړم او هېڅ باک هم نه لرم او خپل خداى به له خپلو هغو زامنو مخکې کړم، چې له پرونه تر اوسه وږي دي؛هغه زامن چې وړوکى (حسين ) به يې د خداى په لار کې وژل کېږي .
او هغه مهال څه چې په دسترخوان کې ول، پلار مړي ته يې ورکړل او پر هغه شپه هم وږي ويده شول او بې له اوبو يې څه و نه خوړل ؛ نو سبا فاطمې د اوړو درېمه برخه واغږل او پاخه يې کړل، چې د هر کس يوه روټه رسېده . حضرت علي د خداى له استازي سره په جومات کې تر لمانځه وروسته کور ته راغى ؛ نو چې خواړه يې مخې ته ورته کېښوول او همدا چې غوښتل يې روژه ماته کړي؛نو يو اسير يې د کور مخې ته راغى او و يې ويل : اهلبيتو ! سلام دې پر تاسې وي، اسير يم، اسير يې کړم؛خو خواړه يې را نه کړل؛ نو له خپلو څه راکړئ، خداى دې جنتي خواړه درکړي . حضرت علي کپ پر دسترخوان کېښود او و يې ويل :
فاطمـــــــــــــــة ابنــه النبى احمــد
بنت نبـــــى سيـــــد مـــــــــسود
هذا اسير جاء ليـــس يهـــــتدى
مکبـــــــــل فــــى قيده المقيد
شکى الينا الجوع و التشدد
من يطعم اليوم يجده فى غد
عند العلى الواحد الموحد
ما يزرع الزارع يوماً يحصد
فاطمې د احمد نبي لورې ! د هغه پېغمبر لورې،چې په خپله ستر دى او بشر يې ستر کړى،داچې ګورئ د کور وره ته دې ولاړ دى؛هغه اسير دى چې له دې ځايه بل ځاى نه لري او اوس يې زولنۍ په لاس کې دي او له لوږې تنګ شوى او موږ ته يې ګيله راوړې او نن که چا خواړه ورکړل؛نو سبا به هغه خواړه ومومي. هو ! هغه به د علي له ایکی یو خداى سره ومومي او چې څوک نن هر څه وکري سبا به هماغه رېبي .
بي بي زهرا ورته وويل :کور ته چې راغلي ول، يوازې يو من پاتې دى او لاسونه مې پر مېچنه ستړي شوي او پر خداى قسم، چې دا درې ورځې مې زامن وږي دي. پالونکيه ! هلاک یې مه کړې او څه چې په دستر خوان کې ول، اسير ته يې ورکړل او سبا يې د روژې نيت و نه کړ؛خو نن روژه ماتي ته يې هم څه نه درلودل؛نو حضرت علي، حسن او حسين رسول اکرم (ص) ته ورغلل او دواړه ماشومان د چورګوړو په څېر له لوږې رپېدل .رسول اکرم (ص) چې وليدل ؛ نو ويې ويل : حال مو ډېر خپه کوونکى دى ،پاسئ چې لور ته مې ورشو او بيا له بي بي فاطمې کره راغلل ؛نو ويې ليدل چې په خپل محراب کې پر عبادت بوخته ده او له ډېرې لوږې يې ګېډه په ملا پورې نښتې ده او سترګې يې ننووتې دي؛نو همداچې رسول اکرم (ص) وليده؛نو په غېږ کې يې راونيوه او ويې ويل : وا غوثاه ! بيا جبراييل راغى او ويې ويل : محمده ! خداى د اهلبيتو د مېلسمتيا په اړه آيت را لېږلى دى : (وَيُطْعِمُونَ الطَّعَامَ عَلَى حُبِّهِ مِسْكِينًا وَيَتِيمًا وَأَسِيرًا _ وَكَانَ سَعْيُكُم مَّشْكُورًا).
[1] (انسان/۷، ۸)
[2] ( انسان/۱)
[3] (انسان/۱۲)
[4] ( انسان/۸)
سرچینه :
د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ
څېړنه : اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com