د پېغمبرانو ځانګړنې پېغمبران،چې په وحې د هستۍ له مبداء او جرړې سره په اړيکه کې دي؛ځانګړې ځانګړنې لري،چې دادي : ١-اعجاز : هر پېغمبر،چې خداى مبعوثوي؛نو له ځانګړي ځواکه برخمن وي،چې په دې خارق العاده ځواک د بشر له ځواکه هاخوا يو يا څو اغېزې ښيي،چې له الهي خارق العاده ځواکه يې د […]
د پېغمبرانو ځانګړنې
پېغمبران،چې په وحې د هستۍ له مبداء او جرړې سره په اړيکه کې دي؛ځانګړې ځانګړنې لري،چې دادي :
١-اعجاز :
هر پېغمبر،چې خداى مبعوثوي؛نو له ځانګړي ځواکه برخمن وي،چې په دې خارق العاده ځواک د بشر له ځواکه هاخوا يو يا څو اغېزې ښيي،چې له الهي خارق العاده ځواکه يې د برخمنۍ ښکاروندى ده او د خبرې او د اسماني بلنې پر رښتينولۍ يې ګواه دى .
قرآن کريم دې خارق العاده ځواک ته “آيت” وايي،چې پېغمبران يې د خداى په اجازه د خپلې خبرې پر رښتينولۍ ګواه نيسي؛يعنې د “نبوت نښه” ورته وايي . اسلامي متکلمين ورته ځکه “معجزه” وايي،چې د نورو وګړيو بېوسي ښيي .
قرآن کريم وايي،چې د هر پېغمبر د وخت خلکو به له خپل پېغمبره د “آيت” او “معجزې” غوښتنه کوله او هغو پېغمبرانو به يوازې د هغوى معقولو او سوليزو-منطقي غوښتنو ته -ځکه دا غوښتنې حقيقت پلټونکيو درلودې او بې له دې به يې د پېغمبرانو د پېژندو بله لار نه درلوده_ مثبت ځواب ورکاوه؛خو که له معجزې غوښتو به يې حقيقت پلټنه موخه نه وه- د بېلګې په توګه : معامله يې ورسره کوله،چې که پلانى کار وکړې؛نو نبوت دې منو_؛نو پېغمبرانو به يې غوښتنو ته منفي ځواب ورکاوه.
قرآن کريم د پېغمبرانو خورا معجزې بيان کړي؛لکه د مړي ژوندي کول، په زانګو کې خبرې،د همسا پر مار اوړېدل او له راتلونکي خبر ورکول .
٢-عصمت
عصمت؛يعنې له ګناه او تېروتنې خونديېنه-مصونيت؛يعنې پېغمبران نه د ځاني غوښتنو تر واک لاندې راځي او نه ګناه کوي او نه په خپل کار کې تېروځي . له ګناه او تېروتنې يې خونديېنه،پرې د ډاډ د وړتيا د تر ټولو لوړې درجې ښکارندوى ده.
اوس بايد پوه شو،چې دا خونديېنه په کومه بڼه ده؟ د بېلګې په توګه : آيا داسې ده،چې کله ګناه کوي؛نو له غيبو يو مامور راځي او لکه څنګه،چې پلار خپل اولاد له تېروتنې ژغوري،د دوى مخه هم نيول کېږي؟
يا د پېغمبرانو خټه او فطرت داسې دى،چې نه پکې ګناه شونې ده او نه تېروتنه؛لکه څنګه چې پرښته ځکه زنا نه کوي،چې شهوت نه لري او يا د حساب ماشين نه تېروځي؛ځکه ذهن نه لري؟
يا دا چې د پېغمبرانو ګناه نه کول او نه تېروتل يې د ليد د څرنګوالي، د يقين او ايمان د درجې پايله ده؟
البته همدا وروستۍ خبره سمه ده.
ðله ګناه خونديېنه :
انسان مختار دى او خپلې چارې د ګټې،تاوان،مصالحو او مفاسدو په پامنيوي ټاکي؛نو ځکه “تشخيص” په اختيار او ټاکنه کې مهمه وڼده لري او ناشونې ده،چې انسان داسې چار وټاکي،چې نه يوازې ګټه يې پکې نه وي؛بلکې تاوان يې هم پکې وي؛د بېلګې په توګه : هوښيار او ژوند ته لېوال انسان کله هم ځان له غره نه راګوزاروي او يا وژونکي زهر نه خوري .
“وګړيز ايمان” او د ګناه آثارو ته پام له “ليد لوري” سره توپير لري؛ څومره،چې يې ايمان پياوړى او د ګناه آثارو ته يې پام ډېر وي؛ هومره به له ګناه ډډه کوي او ګناه به يې لږه وي . که د ايمان درجه “شهود” او “عيان” ته ورسي،تردې چې د ګناه کولو پر مهال ځان په هغه حالت کې وويني،چې له غره ځان راګوزاروي او يا وژونکي زهر څښي؛ نو په داسې حالتو کې د ګناه د اختيار احتمال صفر ته رسي؛يعنې هېڅکله د ګناه پر لور نه ځي،چې دې حالت ته “له ګناه عصمت” وايي .
نو له ګناه عصمت،د ايمان د کمال او د تقوا د مضبوطۍ پايله ده . اړينه نه ده،چې انسان له ګناه “خونديېنې” او “عصمت” ته د رسېدو لپاره، بهرني جبري ځواک ته اړمن وي او يا دا چې د معصوم بدن داسې وي، چې ګناه کول پکې ناشوني وي .
که انسان د ګناه ځواک و نه لري او يو جبري ځواک يې تل له ګناه ژغوري؛نو دا ګناه نه کول ورته کمال نه ګڼل کېږي؛ځکه په بند کې د بندي انسان په څېر دى،چې د سرغړونې وس و نه لري . د داسې انسان سرغړونه نه کول يې په سړيتوب او امانت ساتۍ کې نه شمېرل کېږي .
ð له تېروتنې خونديېنه :
له تېروتنې خونديېنه هم د پېغمبرانو د ليد د څرنګوالي زوکړه ده. تېروتنه هغه مهال رامنځ ته کېږي،چې انسان په بهرني او يا دننني حس له يو واقعيت سره په اړيکه کې شي او يو لړ ذهني بڼې يې په خپل ذهن کې چمتو کوي او په عقل يې شننه او يو ځاى کوي او ډول ډول تصرفات پکې کوي؛نو هله له بهرني واقعيتونو سره د ذهني بڼو په اړخ لګولو او اوډون کې تېروځي؛خو هغه مهال،چې انسان په ځانګړي حس له عيني واقعيت سره نېغ په نېغه مخ وي او د واقعيت ادراک عين له واقعيت سره نښلون وي؛نه ذهني بڼه يې؛نو دلته تېروتنه مانا نه لري .
الهي پېغمبران له دنننه د هستۍ له واقعيت سره اړيکه او اتصال لري . د واقعيت په متن کې تېروتنه نه فرضېږي . د بېلګې په توګه : که موږ د تسبيح سل دانې په لوښي کې واچوو او بيا سل دانې واچوو او دا کار سل ځل وکړو؛نو شونې ده،چې ذهن مو تېروځي او وانګېري،چې دا کار مو نهه نوي ځل کړى دى او يا دا چې تر سلو اوچت شمېر وښيي .
هغه انسانان،چې د پوهې له پلوه د واقعيتونو په متن کې وي؛نو په خپل وجود له بهيرونو سره يو ځاى کېږي او له هر ډول تېروتنې خوندي کېږي او له ګناه معصومېږي .
د پېغمبرانو او نابغو توپير
نوابغ هغه وګړي دي،چې د فکر،تعقل او حساب غښتلى ځواک لري؛ يعنې په حواسو له څيزونو سره اړيکه نيسي او د خپل عقل په حسابګر ځواک د خپل ذهن په محصولاتو کار کوي او پايلې ته رسي او شونې ده،چې تېر هم وځي .
الهي پېغمبران د فکر،تعقل او حساب پر غښتلي ځواک سربېره، د وحې په ځواک هم سمبال دي،چې نابغې ترې بې برخې دي؛نو ځکه هېڅکله نه شو کړاى نابغې له پېغمبرانو سره پرتله کړو؛ځکه پرتلنه هغه مهال سمه ده،چې د دواړو ډلو کار يو ډول وي؛خو که دوه ډوله وي؛نو پرتلنه ناسمه ده. د بېلګې په توګه : آيا سمه ده،چې د دوو کسانو د ليدو،اورېدو او يا فکري ځواک پرتله کړو او ووايو،چې کوم يې غښتلى دى .
د نابغو نبوغ د تفکر او انساني فکر په ځواک پورې اړوند دى؛خو د پېغمبرانو فوق العادګي په وحې او د هستۍ په مبداء پورې د تړاو له امله دى؛نو دا دواړه پرتله کول غلط چار دى .
٣_مشري :
سره له دې،چې “پېغمبري” د خداى پر لور له مانيز لوري او د خداى ذات ته له ورنږدېدو او له خلکو له ځان شلولو (سير من الخلق الى الحق)نه پيلېږي،چې غوښتنه يې بهر تا شا کول او دنننه ته مخ کول دي؛ خو بالاخره د خلکو د ژوند د سمونې او سمې لارې ته د انسانانو د لارښوونې په موخه بهر او خلکو ته په راستنېدو (سير بالحق فى الخلق) پاى ته رسي .
په عربي کې “نبي” د “خبرراوړونکي” په مانا دى او “رسول” د “استازي” په مانا دى .
پېغمبر د خداى پيغام د خداى مخلوقاتو ته ابلاغوي او ځواکونه يې راويښوي او نظم ورکوي او د خداى او د هغه څه پر لور يې وړي،چې د خداى خوښي ده؛يعنې سولې،مينې،سمونپالۍ،د نورو نه ځورولو،له “غيرالله” ازادي،عدالت او ښه خويونو ته يې رابلي او له ځاني غوښتنو او د ډول ډول بوتانو او طاغوتانو له لاروۍ يې ژغوري .
علامه محمد اقبال لاهوري؛ پېغمبران او هغه نور وګړي،چې د خداى پر لور مانيز بهير لري (عارفان)؛خو د پېغمبرۍ رسالت نه لري او علامه ورته “باطني انسان” وايي،داسې توپيروي :
(( “باطني انسان” نه غواړي په مانيز بهير کې د باطني ډاډ او هوساينې تر پيدا کېدو وروسته د نړۍ ژوند ته راستون شي؛خو د اړتيا له مخې؛ نو راستنېدل يې بشريت ته دومره ګټه نه لري؛خو د پېغمبر راستنېدل له نوښت او ګټه رسونې سره وي؛راستنېږي او په دې هوډ د زمانې په بهير ورننوځي،چې د تاريخ بهير تر واک لاندې کړي او له دې لارې له مطلوبو کمالونو نوې نړۍ جوړه کړي . “باطني انسان” ته هوساينه وروستى پوړ دى؛خو د پېغمبر لپاره د روحي ځواکونو راوېښېدل يې دي،چې نړۍ وخوځوي او دا ځواکونه دومره منظم او د حساب له مخې دي،چې ټوله بشري نړۍ به بشپړه بدله کړي .))
وګ : (احياى فکر ديني در اسلام،١٤٣ مخ،د احمد آرام ژباړه .
د خداى خوښي او د بشريت سمونې ته د خلکو مشري او د انساني ځواکونو منظمول او پر حرکت کول يې له پېغمبرۍ څخه نه بېلېدونکې غوښتنه ده .
٤_د نيت سوچه کول :
داچې پېغمبران الهي ډډه لري او الهي رسالت او دنده يې هډو هېرېږي نه؛ نو په خپل کار کې خلوص لري؛يعنې بې د بشر له لارښوونې،بله هېڅ موخه نه لري او له خلکو د “رسالت” اجر نه غواړي .
قرآن کريم د الشعراء په سورت کې په لنډه د ډېرى پېغمبرانو ويناوې راخستي،چې له خپلو امتونو سره د مخېدو پر مهال يې ورته کړې وې؛ البته هر پېغمبر به د خپل وخت د ستونزو له مخې،خپل قوم ته ځانګړى پيغام درلود؛خو يو مطلب،چې د ټولو پېغمبرانو په پيغام کې تکرار شوى،چې : (( زه له تاسې د خپل رسالت اجر نه غواړم ))؛نو خلوص او بې سارى توب د پېغمبرانو يوه ځانګړنه ده؛نو ځکه د پېغمبرانو پيغام له بې ساري پرېکندتوب سره يو ځاى دى .
دا چې پېغمبران ځان “مبعوث” احساسوي او د خپل رسالت، په ګټورتوب او ورته په اړتيا کې يې پوټى اړنګ –شک هم نه لري؛نو په بشپړ پرېکندتوب خپل رسالت تبليغوي او دفاع ترې کوي .
حضرت موسى بن عمران (ع) له خپل ورور؛حضرت هارون (ع) سره په داسې حال فرعون ته ورغلل،چې ساده جامې يې پر تن وې او يوه همسا ورسره وه او ټولې وزلې يې همدا وې او به بشپړ پرېکندتوب يې راوباله او ورته يې وويل :((که بلنه مو و نه منې؛نو د واکمنۍ ړنګېدل دې حتمي دي او که و يې منې او پر هغه لار راسره ولاړ شې،چې موږ پرې روان يو؛نو موږ دې عزت تضمينوو.))
فرعون په خورا حيرانتيا وويل : ((دوى ته وګوره! که ورپسې ولاړ شم؛نو عزت مې تضمينوي،که نه؛نو د واکمنۍ ړنګېدل مې هرومرو دي!!!)) وګ : نهج البلاغه/١٩٠ خطبه .
د اسلام پېغمبر د بعثت په لومړيو کلونو کې،چې د مسلمانانو شمېر د ګوتو هومره و، د “يوم الانذار” په غونډه کې د بني هاشمو مشرانو ته په پشپړ پرېکندتوب وويل : (( دين به مې نړيوال شي او نېکمرغي مو په دې کې ده،چې بلنه مې ومنئ.))
دا خبره اورېدونکيو ته دومره درنه او د نه باور وړ وه،چې ټولو يو بل ته وکتل،هېڅ يې هم و نه ويل او ووتل .
“قريش”،چې د پېغمبر اکرم تره؛ “ابوطالب” ته راغلل او غوړه ژمنه يې ورسره وکړه،چې که وراره دې له تبليغه لاس واخلي؛نو چې څه غواړي،ور به يې کړو؛خوغوڅ ځواب يې ورکړ :
(( قسم پر خداى ! که لمر راته په يوه لاس او سپوږمۍ راته په بل لاس کې کېږدي،چې له خپل رسالته لاس واخلم؛نو هېڅکله به دا کار و نه کړم او خپل رسالت به پرېنږدم .))
هو ! لکه څنګه،چې د انسانانو مشرۍ ته له ګناه او تېروتنې عصمت د وحې پايله ده؛خلوص او پرېکندتوب هم د پېغمبرۍ غوښتنه ده.
٥_ رغاونه :
پېغمبران يوازې د وګړي او ټولنې جوړولو لپاره ځواکونو ته نظم او حرکت ورکوي؛په بله وينا: دا کار د بشر نېکمرغۍته کوي او ناشونې ده،چې د وګړي يا انساني ټولنې فساد ته يې وکړي .
که د يو چا بلنه،چې د پېغمبرۍ دعوا کوي،د ټولنې او انسانانو فاسدول وي؛نو په خپله همدا بلنه يې پر دروغجنۍ ستر ګواه ده . علامه محمد اقبال لاهوري دلته هم ارزښتمنه خبره لري، وايي :
(( د يو پېغمبر د ديني تجربې د ارزښت ( د رسالت حقيقت او له دنننه له خداى سره اړيکه يې) د ارزونې لپاره بله لار داده،چې هغه انسانيت وارزول شي،چې رامنځ ته کړى يې دى او همداراز هغه فرهنګ او تمدن ته پام کول دي،چې دده له رسالته راولاړ شوى دى .))
وګ : احياى فکر ديني در اسلام :١٤٤ مخ .
٦_ مبارزه :
له شرکونو،خرافاتو،ناپوهيو،خيالپلونو او زورمټيو-تېريو سره مبارزه د پېغمبرۍ د دعوا کوونکي د خبرې د رښتينولۍ نښه ده؛يعنې ناشونې ده،چې څوک د خداى استازى وي او په پيغام کې يې له شرک، زورمټۍ او بې عدالتۍ سره مبارزه نه وي او يا د شرکونو، خرافاتو، ناپوهيو، خيالپلونو او زورمټيو پر وړاندې چوپ کېني.
د ټولو پېغمبرانو د بلنې اصول “توحيد”،”عقل” او “عدل” دي او يوازې د هغو بلنه ته غوږ ايښوداى شو،چې بلنه يې په همدې بهير کې وي؛يعنې که څوک په خپله بلنه کې د “توحيد”،”عقل” او “عدل” پر ضد خبره وکړي؛نو پيغام يې د لوستو وړ نه دى او پر نبوت يې هم دليل کېداى نشي . همداراز د هغه بلنه د غوږ ايښودو وړ نه ده او پر نبوت يې دليل کېداى نشي،چې ګناه وکړي،تېروځي يا د خلکو د مشرۍ وس و نه لري (که څه هم ددې بېوسۍ لامل جسمي او يا داسې رنځ؛لکه جذام وي،چې د خلکو ترې کرکه وشي) يا دا چې بلنه يې د رغاونې لپاره نه وي؛نو که څه هم خورا معجزې راوړاندې کړي؛عقل يې لاروي نه مني .
بشري اړخ
سره له دې،چې پېغمبران خارق العاده اړخونه(؛لکه معجزه،له ګناه او تېروتنې عصمت،بې سارې مشري،بې سارې رغاونه،له شرک،خرافاتو او زورمټيو سره بې سارې مبارزه لري)؛خو بيا هم پېغمبران بشر دي؛ يعنې د بشريت ټولې اړتياوې لري : د نورو په څېر خوري،ويده کېږي،ګرځي،واده کوي،اولاد زېږوي او بالاخره مري؛يعنې ټولې چارې، چې د بشريت غوښتنه ده.
پېغمبران مکلف دي،چې پر هغه څه په خپله هم عمل وکړي، چې نورو ته يې وايي؛حلال ورته حلال او حرام ورته حرام دي او په ځينو چارو کې د پېغمبرانو پر غاړه ستونزمنې دندې هم وي؛لکه څنګه چې د شپې لمونځ پر پېغمبر اکرم فرض و.
پېغمبران هېڅکله ځانونه له احکامو استنثاء نه ګڼي؛د نورو په څېر او تر نورو ډېر له خدايه وېرېږي؛تر نورو ډېر د خداى عبادت کوي،لمونځ کوي،روژې نيسي،جهاد کوي،زکات ورکوي،له خلکو سره نېکي کوي، د ځان،کورنۍ او خلکو ژوند ته هڅاند دي او په ژوند کې پر نورو پېټى نه دي .
له نورو سره د پېغمبرانو توپير په وحې او د وحې په سريزو او غوښتنو کې دى . وحې پېغمبران له بشريته نه وباسي؛بلکې بشپړ انسانان او نورو ته يې غوره بېلګه کوي؛نو ځکه د نورو لارښود او مشران دي .
-
ټیګونه:
- د پېغمبرانو ځانګړنې