تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ښځمنو حقوق په اسلام کې   ليکوال: علامه مرتضى مطهري   د کورنیو اړیکو نړیواله ستونزه. 24 خپلواکي که د لویدیځ پېښې؟.. 24 مرکه او په نوم کېدنه.. 26 ښځه او ټولنېزه خپلواکي.. 29 په برخلیک ټاکنه کې خپلواکي.. 30 تر زیږون مخکې ورکول.. 30 د لوڼو یا خویندو ونج (بدل). 31 […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ښځمنو حقوق په اسلام کې

 

ليکوال: علامه مرتضى مطهري

 

د کورنیو اړیکو نړیواله ستونزه. 24

خپلواکي که د لویدیځ پېښې؟.. 24

مرکه او په نوم کېدنه.. 26

ښځه او ټولنېزه خپلواکي.. 29

په برخلیک ټاکنه کې خپلواکي.. 30

تر زیږون مخکې ورکول.. 30

د لوڼو یا خویندو ونج (بدل). 31

د ښځو اسلامي خوځښت، سپین و.. 32

د پلار اجازه. 33

سړی د شهوت او ښځه د مینې بنده ده. 34

اسلام او نوی ژوند. 36

اسلام او د وخت غوښتنې.. 38

د بهرنیانوپه اند؛ له وخت سره د اسلام د اړخ لګونې ځانګړنه.. 38

خپله وخت له څه سره منطبق شي؟. 40

انطباق که نسخ؟. 41

جامدان او ناپوهان.. 46

د قرآن عظیم الشان تمثیل.. 47

د پردیو پېښې حرامې دي… 55

د اهم او مهم مسله.. 55

هغه قوانین، چې د “وتو”حق لري… 56

د واکمن اختیارات… 56

د اجتهاد آر- اصل.. 56

د قرآن عظیم الشان له نظره د ښځې انساني مقام. 58

د کورني حقوقو په هکله د اسلام ځانګړې فلسفه.. 59

تساوي که تشابه؟. 60

په اسلامي نړۍ لید کې د ښځې مقام. 62

تشابه نه ! تساوي هو !. 67

د بشر د حقوقو اعلامیه قانون نه؛ بلکې فلسفه ده. 70

په اروپا کې د ښځې د حقوقو تاریخ ته کتنه.. 71

حیثیت او انساني حقوق… 73

د بشر د حقوقو د اعلامیې د سریزې پاموړ ټکي.. 73

د انسان مقام او درناوی… 74

په لوېدیځو فلسفو کې د انسان لوېدنه او ټیټه.. 75

لویدیځ د انسان په هکله له تناقض سره مخ دی… 76

لویديځ هم ځان هېر کړی او هم خپل خدای… 78

د کورنۍ د طبیعي حقوقو بنسټ… 80

د طبیعي حقوقو اړیکه او د طبیعت د موخې درلودل.. 81

ټولنیز حقوق… 82

کورني حقوق… 83

د کورنیزو طبیعي حقوقو بنسټ… 84

ایا کورنى ژوند طبیعي دی که قراردادي؟. 85

د څلورو پېرونو فرضیه.. 86

ښځه په طبیعت کې.. 87

د ښځې او سړي توپیرونه.. 90

افلاطون او ارسطو؛ یو بل ته مخامخ.. 93

د پنځون شاهکار.. 97

تر شهوته لوړ پیوند. 98

یو د بل پر وړاندې د ښځې او سړي د احساساتو دوه ګونیتوب‏ 99

د یوې ارواپوهې مېرمن څرګندونه.. 100

بېړنې خوځښت… 101

مهر او نفقه.. 105

د مهر تاریخ.. 106

مهر د اسلام په حقوقي غونډال کې.. 107

تاریخ ته کتنه.. 108

د مهر حقیقي فلسفه.. 109

مهر په قرآن کریم کې.. 111

په څارويو کې د دوه ګونيتوب احساسات… 112

په نامشروع اړیکو کې ډالۍ.. 112

پېرنګۍ معشوقه تر واده یې لا طبیعي ښکاري… 112

د اسلام د مهر ځانګړی غونډال.. 115

د فطرت قانون.. 115

اروپا ولې ښځې ته یو دم مالي خپلواکي ورکړه؟. 118

قرآن عظیم الشان او د ښځې اقتصادي خپلواکي.. 119

یوه پرتلنه.. 120

په اسلام کې درې ډوله نفقه.. 121

ایا نننۍ ښځه مهر او نفقه نه غواړي؟. 121

په مالي چارو کې ښځې ته پاملرنه.. 121

د نفقې پر ضد ډنډورې… 124

د مېړه پر ځای دولت… 125

ایا د بشر د حقوقو نړيوالې اعلامیې د ښځې سپکاوی کړی؟. 127

د میراث/ پاتوړي مسله.. 130

له میراثه/ پاتوړي د ښځې بې برخیتوب… 130

د زوى ویلي میراث… 131

د همژمني میراث… 131

ښځه په میراث کې برخمنه ده (سهم الارث). 132

د طلاق حق… 134

په نوي ژوند کې د طلاق زياتوالى.. 136

د امريکا طلاق زیږى چاپېريال…… 137

اسلام ولې طلاق حرام نه کړ؟. 145

د واده او طلاق په هکله د فطرت قوانین.. 146

په کورني ژوند کې د سړي طبیعي مقام. 148

اسلام د هر هغه لامل هرکلی کوي، چې له طلاقه پکې شا ته کېدل وي… 155

په کورنۍ کې د ښځې د چوپړ مخینه.. 158

د طلاق جریمه.. 162

د تفویضي حق په بڼه ښځې ته د طلاق حق… 162

قضايي طلاق… 163

د طلاق پر لار ډپ… 166

نور لاسوندونه-شواهد او دلیلونه.. 169

ګڼ ښځي.. 171

جنسي کمونیزم. 173

څو مړوخي.. 174

د څو مړوخۍ ستونزې… 175

ګڼ ښځي.. 175

اسلام او ګڼ ښځي.. 176

د ګڼ ښځي تاریخي لاملونه(۱). 178

د څو مړوخۍ د ماتې لامل.. 180

د جنسي اشتراکیت ماتې.. 181

په لویدیځ کې څو ښځي.. 184

میاشتېنۍ جامې.. 186

د ښځې د ماشوم زیږونې د پېر لنډوالی.. 187

اقتصادي لاملونه.. 187

د شمېر او ټبر لامل.. 188

پر سړیو د ښځو د شمېر ډېروالی.. 188

د لاملونو څېړل.. 189

په ګڼ ښځي کې د ښځې حق… 190

واده ته چمتو؛ تر سړیو د ښځو شمېر ډېره ده. 191

د رنځوریو پر وړاندې د ښځمنو ډېر مقاومت… 192

په څوښځي کې د ښځې حق… 193

ګڼ ښځي منع؛ خو همجنس بازي/ همنوږي روا ده؟. 195

ایا سړی د “څو ښځي” طبیعت لري؟. 195

“څو ښځي” د یوښځي” د ژغورنۍ لامل.. 198

د شلمې پېړۍ د سړي چل.. 199

له مړونو د بې برخو شویو ښځو کړکېچ.. 200

د ښځو د ډېروالي په برخه کې بېلابېل غبرګونونه.. 201

د څو ښځۍ ستونزې او نیمګړتیاوې… 202

په څو ښځۍ کې د اسلام ونډه. 211

نننی سړی او ګڼ ښځي.. 216

 

سريزه

د وخت غوښتنې دي، چې ډېرى چارې دې له سره ولیدل شي او په تېرو ارزونو بسنه ونشي. “کورني حقوق او دندې” له دې چارو ځنې دی.

په دې پېر کې د هغو لاملونو له مخې، چې روسته به رڼا پرې واچوم، داسې فرض شوي، چې په دې هکله بنسټیزه مسله، له سړي سره د ښځې د حقوقو د تساوي او آزادۍ مسله ده او نور ټول چارې له دې راولاړېږي.

زموږ په اند د کورني حقوقو په هکله یا لږ تر لږه د بنسټیزو چارو په لیکه کې تر ټولو بنسټیزه مسله دا ده، چې کورنی غونډال تر نورو ټولنیزو غونډالونو خپلواک دی او ځانګړی سول- منطق او کچې، له هغو منطقونو او کچو جلا دی، چې په نورو ټولنیزو بنسټونو کې کارېږي او ددې او نورو ټولنیزو برخو ترمنځ کوم توپیر نشته او په دې برخه کې هم هماغه سول، فلسفه او کچې واکمنې دي، چې پر نورو ټولنیزو بنسټونو او برخو واکمن دي؟

ددې اړنګ-شک جرړه، یوخوا ددې برخې د دوو اریزو ارکانو، “دوه جنسي”والی او بلخوا د موروپلار او اولادونو لړۍ ده. پنځون ددې برخې غړي نامشابه، ناهمرنګه او په بېلابېلو کیفتونو کې یې ایښي دي. کورنۍ “طبیعي – قراردادي” ټولنه ده؛ یعنې د غریزي ټولنې(؛ لکه د شاتو مچۍ او مېږیان، چې د طبیعت له اړخه ورته ټول حقوق، بریدونه او مقررات ټاکل شوي او سرغړونه پکې نشته) او قراردادي ټولنې(؛ لکه د انسانانو مدني ټولنه، چې لږه طبیعي او غریزي بڼه لري. ) ترمنځ منځنى برید دی.

لکه چې پوهېږو، پخوانیو ‏فیلسوفانو، د کورني ژوند فلسفه د عملي حکمتخپلواکه برخه ګڼله او د انساني ژوند دې برخې ته په جلا سول – منطق او کچه ګروهن ول. “افلاطون” د “جمهوريت” په رساله کې او “ارسطو” د سیاست” او “بوعلي سينا بلخي” د الشفا” په کتاب کې له دې ګوټه موضوع څېړلې ده.

په ټولنه کې د ښځو د حقوقو په هکله هم طبعاً داسې اړنګ او پوښتنه شته، چې د ښځې او سړي طبیعي او انساني حقوق یوشان او متشابه- ورته دي؛ که نامتشابه – ناورته او یو شان نه دي؟؛ یعنې پنځون او طبیعت، چې انسانانو ته یې ځینې حقوق ورکړي؛ نو دا حقوق یې یوجنسي پنځولي که دوه جنسي؟ “ذکوریت” او “انوثیت” ټولنیزو حقوقو او دندو ته راننوتي، یا د طبیعت له نظره او د “تکوین” او “پنځونې” په سول کې حقوق یو جنسي دي؟

په لویدیځ کې تر اوولسمې پېړۍ روسته، له علمي او فلسفي خوځښتونو ترڅنګ د ټولنیزو چارو په هکله د “بشر حقوقو” په نامه یو خوځښت هم پیل شو. د اوولسمې او اتلسمې پېړۍ لیکوالو او اندیالو د بشر د طبیعي، فطري او نه سلبېدونکیو حقوقو په هکله خپل اندونه د ستاینې وړ هڅو په ترڅ کې، په خلکو کې خواره کړل. “ژان ژاک روسو”، “ولټر” او “منتسکیو” ددې ډلې لیکوالان او اندیالان دي. دا ډله پر بشري ټولنه ستر حق لري. ښايي ادعا وکړای شي، حق یې تر سترو مخترعینو او مکتشفینو لږ نه دی.

ددې ډلې بنسټیز آر دا و، چې انسان بالفطره او د پنځون او طبیعت له مخې د یو لړ حقوقو او آزادیو درلودونکی دی. یو وګړی یا ډله په هېڅ نوم او عنوان نشي کړای دا حقوق او آزادۍ له یوه وګړي یا قومه واخلي، ان خپله د حق خاوند هم نشي کړای، پخپلې لېوالتیا- لوهه او اراده یې، نورو ته ولېږدوي او ځان بربنډ او منسلخ کړي او ټول خلک، له واکمنه نیولې تر محکومه، سپین، تور، شتمن او بېوزلي، په دې حقوقو او آزادۍ کې یو له بل سره برابر او متساوي دي.

 دې فکري او ټولنیز خوځښت خپلې اغېزې وښوولې؛ په لومړي ځل، په “انګلستان” او بیا په “امریکا” او “فرانسه” کې د پاڅونونو او غونډالونو د بدلونو او د اعلامیو د لاسلیکولو په بڼه راښکاره شوې او نورو ځایونو ته هم خورې شوې.

په نوولسمه پېړۍ کې، په وټيزې، سیاسي او ټولنیزو چارو کې د انسانانو د حقوقو په هکله تاند اندونه را و ټوکېدل او نور بدلونونه رامنځ ته شول، چې پایله یې د “سوسیالیزم” راښکارېدل ول، چې خواري کښ پوړ ته د ګټو په پام کې نیونه او له شتمنو د کارګرو ملاتړو ډلیو ته د حکومت لېږد و.

د نوولسمې پېړۍ په پای او د شلمې پېړۍ په پیل کې، څه چې د انسانانو د حقوقو په هکله وویل شول او یا که عملاً کوم ګام هم پورته شوی؛ نو د دولتونو پر وړاندې، د ملتونو او د اربابانو او کارفرمایانو پر وړاندې د خواري کښو او کارګر پوړ په حقوقو پورې یې اړه درلوده.

 په شلمه پېړۍ کې د سړي د حقوقو پر وړاندې، د ښځې د حقوقو مسله راوړاندې شوه او په لومړي ځل د بشر د حقوقو په نړیواله اعلامیه کې د ښځې او سړي د حقونو تساوي په ډاګه اعلان شوه، چې تر دویمې نړیوالۍ جګړې روسته پر کال ۱۹۴۸ کې د ملګرو ملتونو له خوا خوره شوه.

له اوولسمې پېړۍ تر اوسنۍ پېړۍ، د لویدیځ په ټولو خوځښتونو کې اصلي چورلیځ دوه څیزونه ول: “آزادي” او “تساوي”. ددې په پامنیوي، چې په لویدیځ کې د ښځې خوځښت په نورو خوځښتونو پسې روان و او پردې سربېره، د آزادۍ او تساوۍ له اړخ، په اروپا کې د ښځې د حقوقو تاریخ په سرباندې ډول ډېر تکرارېده او په دې هکله هم د آزادۍ او تساوۍ په هکله بله خبره ونشوه.

ددې خوځښت مخکښو د ښځې آزادي او له سړي سره یې د حقوقو تساوي، د بشر د حقوقو د خوځښت متمم او بشپړوونکی وپتېیله، چې له اوولسمې پېړۍ عنوان شوې وه او ادعا یې وکړه، چې بې د ښځې د آزادۍ له خوندېینې او له سړي سره یې بې د حقوقو له تساوۍ د آزادۍ او بشر د حقوقو په هکله خبرې کول بې مانا دي او پردې سربېره، ټولې کورنۍ ستونزې له دې راټوکېدلي، چې ښځه آزادي نه لري او له سړي سره یې حقوق تساوي نه دي او که دا ستونزه هواره شي، کورنۍ ستونزې به ټولې په یو وار پای ته ورسي.

په دې خوځښت کې هغه څه هېر شول، چې موږ ورته د کورنۍ د حقوقي غونډال بنسټیزه مسله ویلې وه، په دې مانا، چې دا غونډال بالطبع یو خپلواک غونډال دی او تر نورو ټولنیزو بنسټونو بیل سول او کچه لري. د سړیو پر وړاندې د ښځو د آزادۍ او تساوۍ آر و، چې د ټولو پام یې ځان ته را اړولی و، په بله وینا: د ښځو د حقوقو په هکله هم يوازېنۍ ویینه ” د بشر طبیعي، فطري او نه سلبېدونکي حقوق” وو او بس.

 د ټولو خبرو سر یو و، چې په انسانیت کې ښځه له سړي سره شریکه ده اوپه تول پوره انسانه ده او د سړي په څېر او ورسره برابره دې له فطري او نه سلبېدونکیو حقوقو برخمنه شي.

ددې کتاب په ځینو څپرکیو کې د طبیعي حقوقو د سرچینو په هکله بسیا ویینه شوې او هلته مو جوته کړې، چې د فطري او طبیعي حقوقو بنسټ، خپله طبیعت دی؛ یعنې که انسان له داسې ځانګړيو حقوقو برخمن دی، چې اس، پسه، چرګ او کب یې نه لري؛ نو جرړه یې په طبیعت، پنځون او پنځونه کې ده او که انسانان ټول په طبیعي حقوقو کې مساوي دي او ټول دې آزاد ژوند ولري؛ نو د هغه حکم له مخې دي، چې د پنځون په متن کې ورکړل شوى او بې له دې بل دلیل نه لري، انسانانو ته د فطري حق په توګه د آزادۍ او تساوۍ د پلویانو پوهانو هم بې له دې کوم دلیل نه درلود. طبعاً د کورني غونډال پر بنسټیزه مسله کې هم بې له طبیعته بله سرچینه نشته.

اوس وینو، څه ته چې مو د کورنۍ د حقوقي غونډال بنسټیره مسله وویله، ولې ورته پاملرنه ونشوه. ایا د نننۍ پوهۍ په رڼا کې جوته شوه، چې د ښځې او سړي ترمنځ توپیر او اړپېچ، د غړیو ساده توپیر دی او د هغوى په جسمي او اروايي جوړښت کې او هغه حقوق، چې ورپورې اړه لري او هغې دندې، چې پر غاړه به یې واخلي؛ نو دا توپیر پکې اغېز نه لري او له دې مخې، په نننۍ ټولنیزو فلسفو کې ورته جلا حساب جوړ نشو؟

اتفاقاً خبره اپوټه ده. د علمي، ژویز او اروايي موندنو او پرمختګونو په رڼا کې، ددې جنس توپیرونه لاپسې روښانه او مستدلل شوي او په دې اړه مو په دې کتاب کې د ژوي پوهانو، فیزیولوژیستانو او ارواپوهانو د څېړنو په لاسوند ویینه کړې. په هر حال بنسټیزه مسله هېره شوې او دا هېښنده ده.

ددې هېر جرړه ښايي دا وي، چې یو بېړنی خوځښت ترسره شو. دې خوځښت سره له دې، چې له ښځې یو لړ بدمرغۍ واخستې؛ خو نورې بدمرغۍ او کړاونه یې ښځې او بشري ټولنې ته رامنځ ته کړې. ددې کتاب په څپرکیو کې ویینه شوې، چې ښځه د شلمې پېړۍ تر پیله، له ساده حقوقو بې برخې وه او په همدې وخت کې لویديځوال په دې فکر کې شول، چې جبران یې کړي، داچې دا خوځښت د آزادۍ او تساوۍ په اړه په نورو خوځښتونو پسې روان و؛ نو ټولې معجزې یې د دې دوو کلمو له مانا وغوښتې، له دې بې خبره و، چې تساوي او آزادي يو له بل سره د بشر په اړیکو پورې تړاو لري او داچې ښځه هم انسانه ده او د بل هر انسان په څېر ازاده پنځول شوې او له مساوي حقوقو برخمنه ده؛ خو ښځه او سړی بېلابېلې ځانګړنې لري.

ښځه او سړی په انسانیت کې برابر دي؛ خو دوه ډوله انسانان دي، چې دوه ډوله ځانګړنې او ارواپوهنې لري او دا توپیر له جغرافیايي، تاریخي او ټولنیزو لاملونو ځنې نه دی راټوکېدلی؛ بلکې کړلار یې د پنځون په متن کې جوړه شوې ده. طبیعت له دې دوه والي موخه لري او د طبیعت او فطرت پر ضد هر ډول عمل ناوړه اغېزې لري؛ لکه څرنګه چې د انسانانو د آزادۍ او برابرۍ او د ښځې او سړي د حقوقو د یو شان والي او دوه شان والی(یک ګونګي و دو ګونګي) الهام مو له طبیعته اخستی او همداراز داچې کورنۍ، لږ تر لږ نیمه طبیعي ټولنه ده؛ که نه نو دا الهام هم باید له طبیعته واخلو. دا مسله د راوړاندې کولو وړ ده، چې آيا د څارويو دوه جنسي کېدل- او له هغوى ځنې انسان – دوه جنسه پنځول شوي؛ نو دا ناڅاپي شوي که نه د پنځون کړلار ده؟ د دو جنسو توپیر یوازې رغی د غړیو توپیر دی یا داچې د “الکسیس کارل” په وینا: هره انساني حجره یې د جنسیت نښه ده؟ د فطرت په سول او ژبه کې، سړی او ښځه هر یو ځانګړی رسالت لري که نه؟ حقوق دوه جنسي دي که یو جنسي؟ اخلاق او روزنه، دوه جنسي ده که یو جنسي؟ سزاوې څرنګه؟ دندې او پازوالې څرنګه؟

 په دې خوځښت کې دې ته پاملرنه ونشوه، چې بې له تساوۍ او آزادۍ نور چارې هم شته. آزادي او تساوي اړین شرطونه دي؛ نه بسیا. د حقوقو تساوي یوه خبره ده او د حقوقو تشابه- ورته والی بله، د توکیزو- مادي او مانیزو- معنوي ارزښتو له کبله، د ښځې او سړي حقوق یو څیز دى، یوشان والی- همانندي، هم شکلي او همساني بل څه دي. په دې خوځښت کې په لوی لاس یا په تېروتنه، تساوي د تشابه په ځای وکارول شوه او برابري له یو شان والي “همانندۍ”سره یو ځای وکارول شوه، څرنګوالی-کیفیت د څومره والي- کمیت تر سیوري لاندې شو، د ښځې انسان توب یې د ښځې توب د هېروالي لامل شو.

حقیقت دا دی، چې دا بې غوري “له چټکۍ راټوکېدلى فلسفي غفلت” نشو ګڼلی، نور لاملونه هم پکې ول، چې د ښځې د آزادۍ او تساوۍ له نومه یې ګټنه کړې ده.

 یو لامل یې دا و، چې په دې بهیر کې د شتمنو تمه هم وه. داچې کارخانه وال، ښځې له کورونو راوباسي او له وټيز ځواک یې کار واخلي؛ نو د ښځې حقوق، د ښځې وټييزه خپلواکي، د ښځې آزادي او د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ نو مونه یې رامخې ته کړل او و یې کړای شول، چې خپلو غوښتنو ته قانوني رسمیت ور و بښي.

“ویل دورانت” په خپل کتاب[1] کې د ښځې په هکله له سپکاوۍ ډکې څرګندونې، له “ارسطو”، “نیچه”، “شوپنهاور” او د یهودو له ځینو سپېڅلیو کتابونو رانقل کړي او دې ته هم ګوته نیسي، چې د فرانسې په پاڅون کې، په دې چې د ښځې د آزادۍ خبره هم وه؛ خو عملاً هېڅ بدلون نه دی راغلی او وايي:

((تر نوولسمې پېړۍ پورې ښځې په سختۍ حقوق درلودل او سړي د قانون د زور له مخې د ښځې درناوی کاوه.))

 او په شلمې پېړۍ کې د ښځې د حالاتو د بدلون په هکله وايي:

(( د ښځې آزادي، د صنعتي پاڅون له عوارضو ده. ښځې ارزانه کارګرانې وې او کارفریانو د سرغړاندو او ګران بیه نارینه وو پر وړاندې دوی ته غوراوی ورکاوه. یوه پېړۍ مخکې په انګلستان کې سړي ته کار موندل ستونزمن شو؛ خو اعلانونه کېدل، چې خپل بال بچ کارخانو ته واستوﺉ. د نیاګانو آزادۍ ته مو لومړی ګام د ۱۸۸۲ز قانون و. ددې قانون له مخې، د “برتانیا” ښځو ځانګړي امتیازات ترلاسه کړل او هغه داچې کومې پیسې یې چې لاس ته راوړې، حق یې درلود، له ځان سره یې وساتي. دا ستر مسیحي اخلاقي قانون د عوامو د مجلس کارخانه والو وټاکه، چې د انګلستان ښځې کارخانو ته راماتې کړي. له هغه کال راهېسې یې ښځې د کور له بندګۍ او کړاوه راواېستې او په کارخانو او هټیو کې یې د کار په کړخت واړولې. ))

د ماشینزم تکامل او د انسانانو تر اړتیا ډېر، د تولید د کچې لوړېدل او پر لګښتوونکیو ددې تولیداتو ورتپل او داچې لګښت یې ډېر شي؛ نو دې کار ته یې له غږیزو، ليديزو، فکري، احساسي، ذوقي، هنري او شهوتپالو وزلو ګټنه وکړه او پانګوالۍ یو ځل بیا ‏ ښځه دې کار ته وړ ولیده او د ښځې ښکلا یې د توکیو د لګښت په موخه وکاروله، چې د خلکو په ارادو او اندو اغېز وکړي، چې لا زیات لګښتوونکي پیدا کړي او په مقابل کې، ښځې په دې کار کې له خپل پت او حیثیته تېره شوه او دا څرګنده ده، چې دا هر څه د ښځې د آزادۍ او له سړي سره یې د تساوۍ په نامه وشول. سیاست هم په دې اړخ کې بې خبره پاتې نشو او د آزادۍ او تساوۍ په نامه یې په سیاست کې د ښځې بدن وکاراوه.

څرګنده ده، چې د شلمې پېړۍ ځوان هم له دې قیمتي فرصته ګټنه وکړه او د ښځې پر وړاندې یې له دودیزو ژمنو پښې سپکې کړې او په ډېره ارزانه بیه یې ښځه راښکار کړه او ان تر څلوېښت کلنۍ یې واده و نه کړ.

 اړنګ نشته، چې زموږ پېړۍ له ښځې یو لړ بدمرغۍ واخستې؛ خو خبره دا ده، چې یو لړ نورې بدمرغۍ یې وروتپلې. ښځه محکومه ده، چې په دوو سختیو کې یو ته یې غاړه کېږدي؟ که نه کوم باک نه لري، چې هم پخوانۍ بدمرغیو ته شا کړي او هم نویو ته؟

حقیقت دا دی، چې هېڅ جبر نشته. د پخوانیو بدمرغیو لامل دا و، چې د ښځې انسان توب هېر شوی و او د نویو لامل یې دا دی، چې په لوی لاس یا په تېروتنه کې یې د ښځې، ښځې توب، طبیعي توب، فطري والي، دنده، چورليځ، غریزي غوښتنې او ځانګړي استعدادونه هېر شوي دي.

 هېښنده- هېښندهه خو دا ده، چې د ښځې او سړي د فطري اړپېچونو- اختلافونو په هکله خبره کېږي، ځینې دا خبره د سړي کمال او د ښځې نیمګړتیا او د سړي د برخمنۍ او د ښځې بې برختوب ګڼي. خبر نه دي، چې دلته د کمال او نیمګړتیا خبره نشته، پنځون دا نه دي غوښتي، چې یو بشپړ او بل نیمګړی، یو برخمن او بل بې برخې وپنځوي.

دا ډله تر خپل حکیمانه او سوليز انګېرنې روسته وايي: که په طبیعت کې په ښځې دا شان ظلم شوی وي او نیمګړې پنځول شوې وي او موږ نور ظلم هم پرې وکړو؟ که د ښځې طبیعي حالت هېر کړو؛ نو لا ډېر انساني عمل به مو کړی وي؟

اتفاقاً خبره اپوټه ده، که د ښځې طبیعي او فطري حقوقو ته پاملرنه ونشي؛ نو حقوق به یې لا ولتاړل شي. که سړی د ښځې مخې ته ودرېږي، چې زه هم یو یم او ته هم؛ کارونه، دندې، ګټې، بدلې او سزاوې ټولې دې مشابه- ورته او یو شان وي، په ستونزمنو چارو کې به راسره شریکه یې او د کار پر وړاندې دې خپله لاسباړه اخله، د درناوي او ملاتړ تمه رانه مه کوه، د ژوند ټول لګښت په خپل سر واخله او د بال بچ- کوړمې په لګښت کې به راسره مټې رانغاړې، د ګواښونو پر وړاندې له ځانه خپله ملاتړ کوه، څومره چې درباندې لګوم؛ هماغومره به راباندې لګوې؛ نو دلته د ښځې تاوان دی؛ ځکه تر سړي یې د کار ځواک لږ او د شتمنۍ لګول یې ډېر دي. پردې سربېره، میاشتېنۍ جامې، د دوه ځانۍ پرېشانۍ، د زیږون کړختونه او د ماشوم روزنه، ښځه په داسې حالت کې ږدي، چې د سړي ملاتړ او لا زیاتو حقوقو ته اړتیا پیدا کوي او دې ته اړ کېږي، چې خپلې ژمنې لږې ترسره کړي. دا په انسان پورې ځانګړې نه ده، ټول ساکښ، چې د جوړې په بڼه ژوند کوي دا شان دي. په ټولو ساکښو کې نر د غریزې په حکم د مادې ملاتړی دی.

د ښځې او سړي طبیعي او فطري حالت او په انسان توب کې یې تساوي او د انسانانو ګډو حقوقو ته پاملرنه، ښځه له مناسب حالت سره مخوي، چې نه خپله ماته شي او نه یې وګړه.

ښځه او سړی دوه ستوري دي، چې په خپلو دوو بېلابېلو مدارو کې روان دي.

((لاَ الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَن تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلاَ اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ[2]= نه د لمر په وس كې ده، چې سپوږمۍ ونيسي او نه شپه پر ورځې مخكې كېداى شي او دا هر يو په خپل مدار كې لامبو وهي.))

 د ښځې او سړي او په حقیقت کې د بشري ټولنې د نېکمرغۍ آریز شرط دا دی، چې هر جنس دې په خپل مدار کې روان وي. آزادي او تساوي هله ګټوره وي، چې هر یو یې له خپل فطري او طبیعي لارې او مداره و نه وځي. په ټولنه کې، چې کوم څیز پرېشانۍ رامنځ ته کړي، د فطرت او طبیعت پر ضد پاڅون دی؛ نه بل څه.

داچې موږ مدعي یو: په کور او ټولنه کې د ښځې حقوقي غونډال له هغو چارو ځنې ده، چې بیا دې له سره وکتل شي او په تېرو ارزونو بسیا ونشي، په دې مانا دی، چې لومړی طبیعت خپل لارښود کړو او دویم داچې د (پخوانیو او اوسنیو) خوږو او ترخو پېښو له تجربو ګټنه وکړو او یوازې په همدې وخت کې د ښځې حقوقي خوځښت په رښتیني مانا لاس ته راوړل کېدای شي.

د دوست او دښمن په وینا: قرآن کریم د ښځې د حقوقو راژوندى کوونکی دی. مخالفین لږ تر لږه دومره منښته- اعتراف کوي، چې قرآن د خپل نزول پرمهال د ښځې او انساني حقوقو په اړه یې ستر ګامونه پورته کړل؛ خو قرآن کله هم د ښځې د بیا راژوندي کېدو په نامه او د انسان او په انسانیت او انساني حقوقو کې د سړي د شریکباڼي په نامه د ښځې، ښځې توب او د سړي، سړي والی هېر نه کړ.

په بله وینا: قرآن ښځه هماغسې ولیده؛ لکه چې په طبیعت کې ده؛ نو له دې مخې، د قرآن د حکمونو او د طبیعت د حکمونو ترمنځ پوره همغږي ده. په قرآن کریم کې ښځه، هماغه په طبیعت کې ښځه ده، دا دوه ستره الهي کتابونه( یو تکویني او بل تدویني) يو له بل سره اړخ لګوي.

په دې کتاب کې که ګټور او تاند کار شوی وي؛ نو ددې انطباق – اړخ لږونې توضیح ده.

څه چې اوس ستاسې په چوپړ کې دي، هغه مقالې دي، چې پر ۱۳۴۵ ل او ۱۳۴۶ ل د دنننۍ ښځې د مجلې(مجله روز زن) په ګڼو کې د ((ښځه په اسلامي حقوقو کې)) په نامه خورې شوې وې.

قلهک

۲۸/۶/۱۳۵۳

۲/ رمضان المبارک/ ۱۳۹۴ س

مرتضی مطهري

 

د کورنیو اړیکو نړیواله ستونزه

د کورنیو اړیکو ستونزه ډېره ستونزمنه او په اسانۍ هوارېدونې نه ده او په ټولو هېوادونو کې شته.

“ویل دورانت” وايي: ((که فرض کړو، چې په ۲۰۰۰ ز کال کې یو او پوه شو، چې ددې پېړۍ د لومړۍ څلورمې ستره پېښه څه وه؛ نو دا د جګړې پېښه یا د فرانسې پاڅون نه و؛ بلکې د ښځو د وضع بدلون و، تاریخ داسې ځپنده، بدلون ډېر لږ لیدلی او سپېڅلی کور، چې د ټولنیز نظم سټه وه او د ښځې او مېړه ګډ ژوند، چې د شهوت پالنې او د انسان د نه ټیکاو د وضع خنډ و، هغه پېچلی اخلاقي قانون، چې موږ یې له وېرې تمدن او معاشرت ته رسولي وو؛ نو هغه ټول په اړ دوړیزه لېږد ککړ شول او ټول دودونه، تفکر او د ژوند بڼه یې راڅخه واخسته. ))

لویدیځ اندیالان سر ټکوي، چې کورنی نظم یې له منځه تللی او د دودونو سټه یې سسته شوې، ځوانان د واده له دندو اوږه سپکوي، د موروپلار مینه لږه شوې، په تېره، د بال بچ_کوړمه په اړه د مور مینه راکمه شوې، د نننۍ نړۍ ښځه په ابتذال اخته شوې، هوسونو د مینې ځای نیولی، طلاقونه ډېر شوي، ارموني ګڼ شوي او د ښځو او مېړه ترمنځ خلوص او مینه راټیټه شوې ده.

خپلواکي که د لویدیځ پېښې؟

ځینې بې خبره داسې انګېري، چې په کورنۍ اړیکو کې دې هم د لویدیځ پېښې وشي؛ ځکه دوی دا چارې د ټرانسپورټ، برق د ستنو او د اوبو رسونې د پیپونو په څېر ګڼي، چې اروپايانو وار له مخه په غوره ډول هوار کړي او موږ ورسره اوس هم لاس او ګرېوان یو.

دا تشه لاپه ده، هغوی په کورنۍ چارو کې تر موږ ډېرې ستونزې لري، د ښځې له ښوونې او زده کړې که تېر شو، د کورنۍ نېکمرغیو په هکله تر موږ لږ نېکمرغي دي.

د تاریخ جبر

ځینې بل څه انګېري، چې د ښځې د ازادۍ له کبله، کورنی نظم سست شوی او فساد پکې راننوتی او د ښځې آزادي د صنعتي ژوند او د علم او تمدن د پرمختګ پایله او د تاریخ جبر دى؛ بله چاره نشته، چې دې فساد او بې نظمۍ ته غاړه کېږدو او هغه کورنۍ، چې پخوا نېکمرغې وه، تل ترې سترګې پټې کړو.

که داسې و انګېرو؛ نو ډېر سرسري فکر به مو کړی وي. دا منم که وغواړو که نه، صنعتي ژوند په کورنیو اړیکو اغېز کړى او کوي یې؛ خو په اروپا کې د کورني نظم د له منځه تلو لاملونه دوه دي:

یو هغه دودونه، ظالمانه او جاهلانه قوانین، چې تردې پېړۍ مخکې پر ښځه واکمن ول، تردې چې په لومړي ځل په نوولسمې او د شلمې پېړۍ په پیل کې په اروپا کې ښځې ته د مالکیت حق ورکړ شو.

بل مخکې تردې، چې صنعتي ژوند ددې بې نظمۍ او اړدوړۍ پازوال وي، د اروپا پخواني قوانین او اوسنۍ سمونې یې ګرمې دي؛ نو ختیځو مسلمانانو ته هېڅ اړتیا نشته؛ پر کومه لار، چې هغوى تللي، موږ هم پرې ولاړ شو او په هر ډنډ کې، چې هغوی پرېوتي، موږ هم پرېوځو. موږ باید د لویدیځ ژوند ته په هوښیارۍ وګورو، له علم، صنایعو او تکنیک د ستاینې وړ له ځینو ټولنیزو مقرراتو یې لاروي وکړو او هغه دودونه او قوانین، چې ورته یې سترې بدمرغۍ رامنځ ته کړي، ترې ډډه وشي.

 
لومړۍ برخه

مرکه او په نوم کېدنه

د سړي غریزه، غوښته او اړتیا ده او د ښځې، ځلېدنه او ناز دی

 اتفاقا لویه تېروتنه هم دا ده. همدا تېروتنه د مهر او نفقې د منځه وړو د وړاندیز لامل شوی او په دې اړه به د نفقې او مهر په ویینه کې په تفصیل خبرې وکړو.

داچې له پخوا راهیسې، سړي د ښځې په مرکه تلل؛ نو دا د ښځې د حیثیت ساتنې او درناوي ستر لاملونه ول. طبیعت، سړی د غوښتنې، عشق او طلب ښکارندوی او ښځه یې د معشوقې او مطلوبې ښکارندوی پنځولې ده.

طبیعت، ښځه ګل او سړی یې بلبل، ښځه شمع او سړی یې پتنګ کړی دی. دا د پنځون حکیمانه او شهکارانه تدبیر دی، چې د سړي په غریزه کې یې اړتیا او غوښتنه او د ښځې په غریزه کې ناز او ځلېدنه ایښې ده. د سړي د پیاوړي جسم پر وړاندې د ښځې جسماني کمزورتیا یې په دې لارې جبران کړې ده.

دا د ښځې د حیثیت او درناوي پرخلاف دي، چې په سړي پسې ولاړه شي. دا سړي ته د زغملو وړ ده، چې په ښځه مرکه وکړي او د نه ځواب واوري او بیا په بلې مرکه وکړي او بیا هم د نه ځواب واوري، چې په پای کې یوه ښځه ورته ښه وکړي او ورسره واده وکړي؛ خو که ښځه غواړي، چې ګرانه‏، معشوقه او ‏ ستاینوړ وي او ‏د سړي په زړه پوه شي او پرې واکمنه وي؛ نو دا چار د ښځې له غریزې سره اړخ نه لګوي، چې د سړي په مرکه ولاړه شي او که د “نه” ځواب یې واورېد؛ په بل پسې ولاړه شي.

د مخور امریکايي فیلسوف “ویلیام جیمز” په ګروهه، د ښځې حیاء او ظریفانه ځان ساتنه غریزه نه؛ بلکې د “حوا” لوڼې، د تاریخ په اوږدو کې پوه شوي، چې عزت او درناوی یې په دې کې دی، چې په سړو پسې ولاړې نشي، ځان خوار نه کړي او د سړي له لاس رسۍ ځان لرې وساتي. ښځې د تاریخ په اوږدو کې په دې پوه شوي او خپلو لوڼو ته یې ددې ښوونه هم کړې ده. د بشر په جنس پورې اړه نه لري، نور څاروي هم همدا شان دي، دا دنده تل نر جنس ته ورکړل شوې، چې ځان ښځینه جنس ته اړین او پرې مین وښيي. ښځينه جنس ته دا نده ورکړه شوې، چې په ښکلا لاس پورې کړي او د استغناء او ځان ساتنې له لارې، د ځیګ جنس زړه نور هم ځان ته رامات کړي او هغه د خپل حساس زړه له لارې او په خپل واک یې ځان ته په چوپړ کې کړي.

 

سړی د ښځې د رسېدون (وصال) پېرونکى دی؛ نه یې د رقبې ‏

سړی د ښځې پېرونکی دی، چې د پنځون په قانون پورې اړه لري.

دویم داچې، ایا هره پېرنه د څیزونو د مالکیت او مملوکیت له ډوله ده؟ محصل او طالب د زده کړې پېرونکي دي، زدکړیال د ښووند پېرونکی دی، د هنر لټوونکی د هنرمند پېرونکی دی. ایا پر دې د مالکیت نوم کېږدو او که د علم او عالم او د هنر لټوونکي او هنر له حیثیت سره یې په ټکر کې وګڼو؟ سړی د ښځې د رسېدون (وصال) پېرونکی دی او سيال یې نه دی.

د “حافظ شیرازي” دا شعر د ښځې د جنس سپکاوی ګنئ، چې وايي:

شیراز معدن لب و لعل است و کان و حسن

من جوهری مفلس از ان رو مشوّشم

شهری است پر کرشمه و خوبان ز شش جهت

چیزیم نیست ورنه “خریدار” هر ششم

“حافظ” خواشینی دی، چې څه نه لري چې له خوبانو یې بلهار کړي او پاملرنه او نظر یې ځان ته رامات کړي. ایا دا د ښځې د مقام سپکاوی دی یا په ژوندي زړنو کې د ښځې د مقام ‏تر ټولو د لوړ درناوي ښکارندوی دی، چې له ټول نارینتوب او ځوانۍ سره د ښځې د ښکلا او ښایست پر وړاندې خضوع او خشوع کوي او ځان یې د مینې اړمن ګڼي او ښځه له ځانه بې اړې ښیي؟

د ښځې تر ټولو ستر هنر دا دی، سړی چې په هر مقام او حالت کې وي، وکړای شي، ځان ته یې رامات کړي.

اوس ووینئ، چې د ښځې د حقوقو د دفاع په نامه، څرنګه د ښځې پر ستر امتیاز، حیثیت او شرف تور داغ لګوي؟ !

ځکه مې وویل، دا ښاغلی د ښځې د پت سمونې په نامه یې سترګې ورړندوي.

مرکه د ښځې درناوي او حیثیت ساتنې ته سولیز(عاقلانه) او ظریف دود دی

و مو ویل: داچې د پنځون په قانون کې، سړی د اړتیا او غوښتنې او ښځه د مطلوبیت او ځوابوینې ښکارندوی ده، چې دا د سړي د غښتلې تنې پر وړاندې د ښځې د کمزورې تنې جبرانوونکی او د حیثیت او احترام تر ټولو ښه ضامن او هم په ګډ ژوند کې یې د تعادل او انډول ساتنې لامل هم دی. دا یو ډول طبیعي امتیاز دی، چې ښځې ته ورکړ شوی او یو ډول طبیعي دنده ده، چې د سړي پر اوږو ایښوول شوې ده.

کوم قوانین، چې بشر ټاکي یا په بله وینا: هغه قانوني تدابیر، چې کاروي، باید دا امتیاز ښځې ته او دا دنده سړي ته پکې په پام کې ونیول شي. د ښځې او سړي د یو شان والي قوانین، د وظیفې او ادب له مخې د ښځې د ګټو، حیثیت او درناوي په تاوان دي او په ښکاره د سړي په ګټه؛ خو په واقع کې د دواړو په تاوان دي.

درېیمه برخه

 

ښځه او ټولنېزه خپلواکي

  • تر زیږون مخکې د ښځې ورکول
  • د انجونو بدل
  • حضرت علي ته د پیغمبر اکرم(صلی الله علیه وآله وسلم) ځواب، چې د فاطمې بي بي په مرکه تللی و: زهرا پوښتم.
  • د ښځې اسلامي خوځښت، سپین و.
  • د اسلام له نظره، داچې پلار مطلق واکمن نه دی، څه خبره نشته.
  • نر د شهوت بنده او ښځه د مینې بنده ده.
  • اسلام، ښځه بې ارادې نه ده ګڼلې؛ بلکې د نر د ښکاري حس پر وړاندې یې ترې ملاتړ کړی دی.
  • پر لور د پلار د ولایت ویینه

 

په برخلیک ټاکنه کې خپلواکي

انجلۍ پرېشانه او وېرېدلې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته راغله، و یې ویل:

یا رسول الله! ددې پلار له لاسه مې. . . . .

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم): ولې څه یې کړي؟

انجلۍ: بې له دې، چې و مې پوښتي، خپل وراره ته یې په نکاح کړې یم.

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم): اوس یې چې دا چار کړی، ‏مخالفت مه کوه، ښه وکړه او د تره زوی ښځه دې وسه.

انجلۍ: یا رسول الله! د تره زوی مې نه دی خوښ، څرنګه یې ښځه شم، چې خوښ مې نه دی؟

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم): که دې نه وي خوښ، واک دې پخپل لاس کې دی، ولاړه شه، چې څوک دې خوښ وي، هماغه وکړه.

انجلۍ: اتفاقاً ډېر مې خوښ دی او بې له هغې مې بل څوک نه دی خوښ او نه غواړم بل څوک وکړم؛ خو پلار مې بې له دې، چې زما نظر وغواړي دا کار یې کړی، په لوی لاس راغلم، چې درسره سوال او ځواب وکړم، له تاسې واورم او ټولو ښځو ته اعلان کړم، چې تردې روسته پلرونه حق نه لري، په خپله خوښه لوڼې ورکړي.

فقهاوو لکه “شهید ثاني” په “مسلک” ‏ او د “جواهرالکلام” مؤلف دا روایت د اهلسنتو له لارې رانقل کړی. د غیر عربي جاهلیت په څېر په عربي جاهلیت کې هم پلرونو ځان د لوڼو؛ خویندو او احیاناً د میندو مطلق واکوال ګڼل او د مېړه په ټاکنه کې یې ورته واک نه ورکاوه، که پلار یا رور نه و؛ نو مطلق واک یې، له تره سره و او تردې ورسېده، چې تر زیږون مخکې به یې لوڼې ورکولې او چې پېغله به شوه، سړي به کور ته بوتله.

تر زیږون مخکې ورکول

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم)، چې روستی حج وکړ؛ یوه ورځ پر سورلۍ سپور او متروکه ورسره وه، یوه سړی مخې ته ورغى، ورته یې وویل: عرض لرم.

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم): ووایه.

سړی: کلونه مخکې د جاهلیت په پېر کې ما او “طارق بن مرقع” په جګړه کې ګډون کړی و، د طارق نېزه په کار شوه، و یې ویل: څوک به راته نېزه راوړي، چې انلامل ورکړم‏؟ زه ورمخکې شوم او ورته مې وویل: څه انلامل ورکوې؟ و یې ویل، قول درکوم لور مې چې وزیږېده، تا ته به یې لویه کړم. و مې منله او نېزه مې ورته ورکړه. پېښه تېره شوه، کلونه تېر شول اوس مې فکر ته راغلل او خبر شوی یم، جې انجلۍ پېغله شوې، ولاړم او ورته مې قيصه وکړه؛ خو هاخوا دېخوا یې وکړل او له ژمنې واوخوت او مهر رانه ‏غواړي، اوس راغلی یم، زه په حقه یم که هغه؟

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم): انجلۍ څو کلنه ده؟

سړی: انجلۍ پېغله شوې او ان سپین یې هم په سر کې لګېدلي.

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم): که مې پوښتې؛ نو نه ته په حقه یې او نه طارق. ځه خپل کار دې کوه او انجلۍ په خپل حال پرېږده.

سړي هک پک شو، څه شېبه یې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته کتل، په فکر کې شو، چې دا لا څرنګه ورمند-قضاوت دی، ایا پلار د لور واکوال ‏ نه دی؟ که د لور پلار ته نوی مهر هم ورکړم او پخپله خوښه راته لور راکړي؛ نو ایا دا ناروا کار دی؟

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) یې‏ په دې هک پک توب پوه شو، ورته یې وویل: ډاډمن وسه ! په دې اوډون چې مې درته وویل، نه ته ګنهکارېږې او نه دې ملګرى طارق.

د لوڼو یا خویندو ونج (بدل)

د”شغار” نکاح د پلار د مطلقې واکوالۍ بله بڼه وه. د “شغار” نکاح؛ یعنې د انجونو بدل. دوه کسانو، چې په کور کې یې دوه پېغلې درلودې، يو له بل سره یې بدلولې، په دې اوډون چې دا دواړه انجونې به یو د بل مهر ګڼل کېدې او د پلرونو به رسېدلې. اسلام دا دود منسوخ کړ.

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) خپله لور فاطمه بې بي په مېړه ټاکنه کې ازاده پرېښوده؛ رسول الله څو لوڼې پخپله ورکړې؛ خو کله یې هم بېواکه او بې اختیاره پرېنښودې.

حضرت علي (کرم الله وجهه) ، چې د فاطمې بي بي په مرکه راغی، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ورته وویل: وار دمخه ډېری یې په مرکه راغلي او ما فاطمې ته ویلي؛ خو هغې په ناخوښۍ ډول رانه مخ اړولی اوس به یې ستا له مرکې خبره کړم.

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ولاړ او له فاطمې بي بي سره یې د حضرت علي (کرم الله وجهه) د مرکې خبره وکړه؛ خو فاطمې بي بي د پخوا په څېر مخ و نه ګرځاوه او په چوپتیا یې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ‏پخپله خوښه پوه کړ. رسول الله د تکبیر په ویلو ترې راووت.

د ښځو اسلامي خوځښت، سپین و

 اسلام د ښځينه وو ته ستر چوپړونه وکړل. اسلام نه یوازې د واک او اختیار په برخه کې د ښځې له پلاره د مطلق واک خبره له منځه یووړه؛ بلکې په ټولیزه کې یې ورته اکروکر (هویت)، شخصیت او د فکر او اند خپلواکي ورکړه او د هغې طبیعي حق یې په رسمیت وپېژانده. کوم قدم چې اسلام د ښځې د حقوقو په اړه اوچت کړ او په اړه یې چې څه په لویدیځ کې ‏کېږي او نور ترې په پټو سترګو لاروي کوي؛ ترمنځ یې دوه بنسټیز توپیرونه دي:

لومړې توپیر د ښځې او سړي د ارواپوهنې په برخه کې دی. اسلام په دې برخه کې اعجاز کړی. په دې اړه به په راتلونکې کې ویینه وکړو.

دویم توپیر داچې اسلام سره له دې، چې ښځې یې له خپلو انساني حقوقو سره اشنا کړی او ورته یې شخصیت او خپلواکي ورکړه، کله یې هم ښځې د سړي پر وړاندې خپلسرۍ، سرغړاندۍ او سرکښۍ ته‏ و نه هڅولې.

د ښځې اسلامي خوځښت سپین و، تور، سور، شین او اسماني نه و، د لوڼو پر وړاندې یې د پلرونو او د ښځو پر وړاندې یې د مړونو درناوی له منځه یونووړ، د کورنیو سټې یې ښویېدونې نه کړې. ښځې یې د مېړه چوپړ او د اولاد د روزنې په اړه بدکڅې نه کړې، مجرد او ښکاري ته یې د وړیا ښکار وزله جوړه نه کړه، ښځې یې د مړونو له پاکو غېږو او انجونې یې د موروپلار د مینې له ډکو لمنو نه د شتمنو او د اداري پوست خاندانو ته ور نه کړې، داسې کار یې و نه کړ، چې د اقیانوس له هغه اړخ یوه چغه راپورته شي، چې د کورنیو سپېڅلې چرګۍ له منځه ولاړه، پلرنۍ ډاډ له منځه ولاړ، له دې دومره فساد سره څه وکړم؟ له دې دومره ماشوم وژنې او جنین غورځونې سره څه وکړم؟ له څلوېښت سلنه زنا زیږو ماشومانو سره څه وکړم؟ داسې ماشومان، چې پلرونه یې معلوم نه دي؟ او د میندو یې هم ورسره مینه نشته؛ ځکه هغه یې د لوراند پلارني په کور کې نه دي زیږولي؛ نو مور یې دا ماشوم ټولنېزې موسسې ته سپاري، کله یې هم پوښتنه نه کوي؟

هېواد مو د ښځو خوځښت ته اړمن دی؛ خو سپین اسلامي خوځښت ته؛ نه تک تور اروپايي خوځښت ته، داسې خوځښت، چې د شهوت پالو ځوانانو لاس پکې له ګډون او لاسوهنې پاک وي، هغه خوځښت، چې له لوړو اسلامي ښوونو یې سرچينه اخستې وي؛ نه داچې د “مدني قانون” د بدلون په نامه د اسلام غوڅ قوانین له هوس او ځاني غوښتنو بلهار شي، هغه خوځښت چې په لومړۍ درجه کې ژوره او سولیزه(منطقي) څېړنه وکړي، چې روښانه کړي، هغه ټولنې چې پر ځان یې د اسلام نوم ایښی، تر کومه بریده ‏پکې اسلامي ښوونې پلي کېږي.

 

د پلار اجازه

هغه مسله، چې پر انجونو د پلار د واک په اړه ده؛ نو د پېغلو په هکله چې په لومړي ځل واده کوي ایا د پلار اجازه شرط ده که نه؟

 د اسلام له نظره څو څیزونه دي، چې نمښته-انکار ترې نشي کېدای:

 هلک او انجلې له وټیز- اقتصادي اړخ خپلواکي لري. هلک او انجلۍ که بالغ او عاقل وي او پردې سربېره، که رشید وي؛ یعنې له ټولنیز اړخ یې تر هغې وده کړې وي، چې وکړای شي پخپله د مال ساتنه او پالنه وکړي؛ نو شتمنۍ یې ورته باید ورکړه شي. موروپلار، مېړه، رور یا بل څوک په دې اړه د څارنې او لاسوهنې حق نه لري.

بل منلی حقیقت د د واده په باب دی. د هلکانو، چې شونډه توره شي او د عقل او ودې درلودونکي وي، د خپل ځان واکوال ‏ دي او څوک پکې د لاسوهنې حق نه لري؛ خو انجونې، که انجلۍ یو ځل واده کړی وي او اوس کوڼده وي؛ نو په داسې حالت کې د هلک په څېر ده؛ یعنې څوک یې په کار کې د لاسوهنې حق نه لري او که پېغله وي او په لومړي ځل غواړي له سړي سره واده وکړي؛ نو په دې حالت کې به څرنګه وي؟

 داچې پلار د لور مطلق واکوال ‏ نه دی او نشي کړای بې د لور له خوښې ‏چا ته یې پخپل سر ورکړي؛ نو په دې کې څه خبره نشته؛ لکه څرنګه چې مو ولیدل، رسول الله د هغې انجلۍ په ځواب کې په ډاګه وویل، چې پلار یې پخپل سر او بې د هغې له خوښې ورکړې، و‏ ویل:” که خوښ دې نه و؛ نو له بل سره واده وکړه. ” په فقهاوو کې په دې اړه اړپیچ -اختلاف دی، چې ایا پېغلې حق لري، چې بې د پلار له اجازې واده وکړي او یا د پلار اجازه یې د واده د صحت شرط نه دی؟

که څه، یوه بله غوڅه منلې خبره ‏دا ده، که پلار بې ‏دلیله د لوڼو له واده سره هوکړه نه کوي؛ نو د پلار حق د انجلۍ ‏له غاړې اخوا کېږی او د ټولو اسلامي فقهاوو په اتفاق انجلۍ د مېړه په ټاکنه کې مطلقه ازادي لري.

داچې د پلار هوکړه او موافقه په کې شرط ده؛ که نه؛ لکه څرنګه چې مو مخکې وویل، د فقهاوو په کې اړپېچ دی. زیاتره فقهاء په تېره، روستي ( متاخر) فقها د پلار شرط او موافقه شرط نه ګني؛ خو ځینې یې شرط ګڼي.

داچې دا مطلب غوڅه اسلامي مسله نه ده، د اسلام په هکله پرې ویینه نه کوو؛ خو له ټولنیز اړخ پرې ویینه اړینه ګڼم.

سړی د شهوت او ښځه د مینې بنده ده

داچې لازم دي یا لږ تر لږه ښه دي، چې پېغلې دې د پلرونو بې اجازې مړونه نه کوي؛ نو دا له دې لامله نه دي، چې انجلۍ دې کمزورې‏ وپېژندل شي او د ټولنیزې ودې له اړخ له سړي ټیټه ګڼل شوی ده. که له دې اړخه وای؛ نو د یوې شپاړلس کلنې کونډې او اتلس کلنې پېغلې ترمنځ څه توپیر و، چې کونډه د پلار موافقې ته اړتیا نه لري او پېغله یې د دې خبرې له مخې لري. پردې سربېره ‏د اسلام له نظره که انجلۍ د خپل کار په سمبالنه کې کمزورې ‏ده؛ نو ولې اسلام، رشیدې او بالغې انجلۍ ته وټیزه- اقتصادي خپلواکي ورکړې ده او څو میلیوني ملاملې یې بې د پلار، رور او مېړه له هوکړه سمې ګنلي دي؟ دا مطلب پر فقهي دلیل سربېره، بله فلسفه هم لري، چې سترګې پرې نشو پټولای.

دا مطلب د ښځې په کمزورۍ‏ او د فکر او سول- عقل په نه ودې پورې یې اړه نه لري؛ بلکې د ښځې او سړي د ارواپوهنې په یوې برخې پورې ‏تړاو لري، له یوې خوا د سړي په ښکاري حس او ‏بلخوا په سړي د ښځې د وفا او رښتینې خوش باورۍ پورې تړاو لري.

سړی د شهوت بنده او ښځه د مینې بندیوانه ده. څه چې سړی ‏له پښو ‏غورځوي شهوت دی، د ارواپوهانو په منښته – اعتراف د سړیو په پرتله د شهوت پر وړاندې د ښځو صبر او استقامت ډېر دی؛ خو څه چې ښځه له پښو غورځوي او بندیوانه کوي یې، د سړي له خولې د مینې او وفا سندرې دي او د ښځې خوش باوری په همدې ځاې کې ده او چې پېغله وي او د سړیو صابون یې په جامه نه وي لګېدلی، د سړیو د مینې ‏خبرې په اسانۍ باوروي.

“ښځې او سړي ته نړۍ یو شان نه ده” په نامه د امریکايي ارواپوه “پروفیسر ریک” نظریات دي، چې وايي: تر ټولو ښه غونډله-جمله چې سړی یې ښځې ته وايي دا ده: ډېره راباندې ګرانه یې.

بیا وايي: د ښځې نېکمرغي دا ده، چې د سړي زړه لاس ته راوړي او ټول عمر یې وساتي.

ستر ارواپوه؛ رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) دا حقیقت څوارلس پېړۍ مخکې ویلی ‏: “ښځې ته د سړي دا خبره، چې “راباندې ګرانه یې”کله هم د ښځې له زړه نه وځي. ”

ښکاري نارينه وو تل د ښځينه وو له همدې احساسه ناوړه ګټنه کړې. “ګرانې له مینې دې مرم” دا غونډله هغو انجونو ته، چې د سړیو په هکله تجربه نه لري، تر ټولو غوره دام دی.

یوې ښځې، چې غوښتل ځان ووژني او کوم سړي، چې غلولې ‏وه، ‏ دواړه تر محکمې راورسول. سړي د ‏ښځې غولونې ته له پورتني فورموله کار اخستى و، سړی وايي: “که څه، خبرې مې ورسره نه کولې؛ خو زړه مې غوښتل هره ورځ او هره شېبه یې ووینم. پرې مین نه وم؛ خو چې په خبرو کې یې راسره کومه مینه ‏ښووله، روحي تړاو مې ورسره پیدا کړ. ټولې ښځې دا شان دي؛ تردې مخکې، چې مینه یې خوښه شي، مین خوښوي او تر مین پیدا کېدو روسته له ټولو انجونو او ښځو سره، مینه پیدا کېږي، زه هم له دې قاعدې مستثني نه وم. ”

دا خو لا کونډه او تجربه لرونکې ښځه وه؛ نو د بې تجربه انجونو به څه حال وي!

دلته اړین دي، هغه انجلۍ له خپل پلار سره سلا مشوره وکړي او موافقه یې ترلاسه کړي، چې سړی یې نه دی تجربه کړی؛ ځکه پلار یې د سړیو له احساساتو ډېر ښه خبر دی او بې له استثنايي شرایطو، پلرونه تل د لوڼو خیر او نېکمرغي غواړي.

دلته قانون بیخي د ښځې سپکاوی نه دی کړی؛ بلکې د ښځې پر اوږې یې د ملاتړ لاس ایښی دی. که هلکان ادعا وکړي، چې قانون ولې موږ په دې نه یو ملزم کړي، چې په دې اړه د موروپلار خوښه واخلو؛ نو له سول- منطق لرې خبره نه ده، چې څوک د انجونو په نامه د پلرونو د موافقې په اخستنې نیوکه وکړي.

څلورمه برخه

اسلام او نوی ژوند

  • د وخت غوښتنې
  • د “نهرو” له نظره دین او د زمانې غوښتنې
  • د ژوند له پرمختګو سره د اسلام اړخ لګولو بهرنیان حیران ګړي.
  • اسلام ثابتو اړتیاوو ته ثابت قوانین او بدلېدونکیو اړتیاوو ته یې بدلېدونکی حالت په پام کې نیولې ده.
  • که هر څه له وخت سره نښتي یا منطبق وګڼو؛ نو خپله وخت له څه سره نښتی وګڼو؟
  • له وخت سره د اسلام د نه نښتیا یا انطباق فکر د یو ډلې د جمود او د بلې د ناپوهۍ زیږنده ده.
  • قرآن کریم، اسلامي ټولنه هغو بوټو ته ورته بولي، چې د ودې په حال کې وي.

د “پېړۍ څیز”، دې کلمې- ویی ډېری کورنۍ شلولې دي.

  • جامد، یوازې له زوړه جوړېږي او ناپوهه هر فساد ته د وخت د غوښتنې په نامه مخونه ورکوي.
  • د اسلام د قوانینو په جوړښت کې لاندې او پورته تاوېدنې شته، چې ورته یې د نرموالي او خوځندتوب ځانګړنه وربښلی ده.
  • اسلام د ضرر قاعدې او حَرَج قاعدې ته د “وتو” حق منلی دی.

 

اسلام او نوى ژوند( ۱)

د وخت غوښتنې

ما د “انسان او برخلیک” د کتاب په سريزه کې د مسلمانانو د لوېدنې- انحطاط مسله څېړلې وه او د مسلمانانو د لوېدنې لاملونه مې په درې برخو کې د څېړلو وړ ګڼلې ول:

د اسلام برخه، د مسلمانانو برخه، د پردیو برخه.

په هغه سريزه کې له اوویشتو موضوع ګانو، همدا موضوع ده او ژمن وم، چې د “اسلام او د وخت غوښتنې” په نامه بېله څېړنه راوباسم او وار له مخه مې ډېر یادداښتونه هم ورته چمتو کړي دي.

د مقالاتو په دې لړۍ کې ټول مطالب، چې د رسالې په بڼه وي، نشم رانغاړلای او د ګرانو لوستونکیو ذهن به د موضوع په اړه روښانه کړم.

د “مذهب او پرمختګ” موضوع تر ټولو زیات او مخکې له دې، چې موږ مسلمانانو ته نوموتې- مکړلار وي، د نورو مذهبو لارویانو ته نوموتې ده. د نړۍ ډېری روڼ اندو؛ ځکه مذهب ته شا کړه، چې فکر یې کاوه مذهب او نوی ژوند يو له بل سره اړخ نه لګوي. چوپیا- سکون، ټالېدنه – توقف او له تحرک او بدلون سره مبارزه یې د یندارۍ لازمه ګڼله او په بله وینا: یوشانتوالی او د شتو بڼو ساتنه یې د مذهب ځانګړنه پتېیله.

د هند لومړي وزیر”نهرو” د مذهب ضد ګروهه درلوده او په یو دین او مذهب یې هم ګروهه نه درلوده. له ویناوو یې ښکاري چې د مذهب د یوشانتوالي اړخ له مذهبه بېزار کړی و.

“نهرو” د عمر په روستیو کې پخپل وجود او نړۍ کې تشوالی احساسوي او ګروهنېږي، چې دا تشوالی یې بې له مانیز- معنويځواکه بل څه نشي ډکولای. په عین حال کې د مذهب له همدې جمودي او یوشانتوالي حالته یې وحشت درلود، چې فکر یې کاوه په هر مذهب کې شته دی.

هندي ژورنالیست “کارانجیا” له “نهرو” سره د عمر په روستیو کې مرکه کړې او ښايي دا یې د نړۍ د چارو په اړه روستى نظر وي.

“کارانجیا” په هغه ځای کې، چې د “ګاندي” په اړه ورسره مرکه کوي، وايي: ځینې پرمختللي روڼ اندي ګروهن دي، چې “ګاندي” په احساساتي، مانیزو- معنوي، او روحاني ګروهو، د علمي سوسیالیزم په اړه ستاسې لومړنۍ ګروهې کمزورې او رپېدونکې کړی.

“نهرو” وايي: د مانیزو او روحاني لارو ګټنه هم لازمه او هم ښه ده او زه تل په دې اړه له “ګاندي” سره هم ګروهه وم او نن له دې وزلو ګټنه نوره هم اړینه ګڼم؛ ځکه نننی تمدن، چې له مانیزې تشوالي سره مخ دی، باید له پرونه لا زیات ورته مانیز او روحاني ځوابونه ولټوو.

“کارانجیا” يې د مارکسیسم په اړه پوښتي او “نهرو” د مارکسیسم ځینې کمزورتیاوې په ګوته کوي او د هماغه روحي لارو چارو په اړه خبرې کوي. بيا “کارانجیا” وايي: نهرو صېب! داچې تاسې اوس د اخلاقي او روحي لارو چارو په هکله وینا کوﺉ؛ نو دا ستاسې او د پروني جواهر لعل نهرو(د ځوانۍ وخت د نهرو) ترمنځ توپیر نه رامنځ ته کوي؟څه چې ویاست دا انګېرنه رامنځ ته کوي، چې نهرو صېب د عمر په روستي ماښام کې د خدای په لټې پسې راوتلی دی.

نهرو: هو! زه بدل شوی یم، په اخلاقي او روحي لارو چارو مې ټینګار بې پاملرنې او د ناپوهۍ له مخې نه دی . . . . بیا وايي: اوس دا مسله رامنځ ته کېږي، چې اخلاق او روحیات به څرنګه لوړې کچې ته رسوو؟ په ځواب کې وايي: څرګنده ده، چې دې موخې ته مذهب شته؛ خو په خواشینۍ مذهب د لنډ فکرۍ په بڼه او له یو لړ وچو او قالبي حکمونو د لاروۍ او د ځینو ټاکلو تشریفاتو د ترسره کونې تر بریده راټیټ شوی دی. یوازې ظاهري بڼه او بهرنى پوښ یې پاتې دی، حال دا رښتینې مفهوم او روح یې له منځه تللی دی.

اسلام او د وخت غوښتنې

په ادیانو او مذاهبو کې د اسلام په څېر یو دین هم د خلکو د ژوند په چارو کې لاسوهنه نه ده کړې. اسلام پخپلو قوانينو کې یوازې په یو لړ عبادتونو، ذکرنو او اخلاقي نصیحتو بسیا نه ده کړې او؛ لکه څرنګه چې له خدای سره یې د بندګانو اړیکې بیان کړي، همدا شان یې په بېلا بېلو بڼو د انسانانو ترمنځ د اړیکو اصلي لیکې او یو د بل پر وړاندې یې د وګړیو دندې او حقوق هم بیان کړي دي. اسلام چې دا شان دین دی؛ نو له وخت سره یې د انطباق پوښتنه تر نورو ډېره رامنځ ته کېږي.

د بهرنیانوپه اند؛ له وخت سره د اسلام د اړخ لګونې ځانګړنه

ډېرو بهرنیو لیکوالونو او پوهانو د ټولنیز او مدني قوانینیو له اړخه اسلام تر څېړنې لاندې نیولی او اسلامي قوانین یې د یو لړ مترقي قوانینو په بڼه ستایلي او د دې دین د ژوندیتوب، تلپاتېتوب او د وخت له پرمختګو سره د قوانینو د انطباق د وړتیا ځانګړنه یې ستایلی ده.

 ازاد اندی او نامتو انګلیسي لیکوال “برنارد شاو” وايي:

“تل مې د هېښنده ژوندیتوب له لامله د “محمد” د دین خورا درناوی کاوه. زما په اند اسلام يوازېنى دین دی، چې د ژوند پر بدلېدونيو او بېلابېلو حالاتو د کابو کېدو او توافق او له بېلابېلو پېړیو سره د مخامخېدو وړتیا لري. داسې وړاندوینه کوم: له هم دا وسه یې نښې راپیدا شوي، چې د “محمد” ایمان به سبانۍ اروپا ته منلوړ وي. د منځنۍ پېړیو ملایانو د تعصب او ناپوهۍ له مخې د “محمد” دین تک تور انځوراوه او هغه یې د کینې او عصبیت له مخې د مسیح ضد انځور کړی و. ما د دې سرباندې سړي په هکله څېړنې کړي او دې پایلې ته رسېدلی یم، چې نه یوازې د مسیح ضد نه دی؛ بلکې باید د بشریت ژغورونکی ورته وویل شي. زما په ګروهه: که د هغه په څېر کس د نوی نړۍ واکوال شي؛ نو د نړۍ د ستونزو په هوارۍ کې به داسې توفیق ترلاسه کړي، چې د بشر د هیلې سوله او نېکمرغي به رامنځ ته شي. ”

ډاکتر “شبلی شمیل”، توکیز پاله ‏عربي لبنانی دی. هغه په لومړي ځل د “ډاروین” “بنیاد انواع” د الماني له “شرح بوخنر” سره یوځای د مذهبي عقایدو پر ضد د وسیلې په توګه عربۍ ته وژباړه.

داچې هغه ماتریالیست دی، د اسلام له اعجابو او ستاېنې ډډه نه کوي او له وخت سره د اسلام د انطباق او د ژوندي دین په توګه یې ستايي.

نو موړي د “فلسفه النشوء و الارتقاء” کتاب په دویم ټوک کې د “القران اوالعمران” په نامه یو مقاله راوړې، چې دا مقاله یې د هغه خارجي په رد کې کښلې، چې اسلامي هېوادو ته یې سفر کړی و او اسلام یې د مسلمانانو د ړنګېدنې- انحطاط لامل ګڼلی و.

“شبلي شمیل” هڅه کوي، چې په دې مقاله کې ووایي: د مسلمانانو د کوږوالي لامل خپله اسلام نه؛ بلکې د اسلام له ټولنیزو ښوونو د مسلمانانو کوږوالی دی او هغه شمېر لویديځوال، چې په اسلام بریدونه کوي یا خو اسلام نه پېژني او یا یې ورته نیت خړ دی او غواړي، د ختیځ والو د بدبینولو له لارې هغه قوانین، چې پخپل لاس یې جوړ کړي، دوی ته د بندګۍ جغ ورترغاړې کړي.

زموږ په پېر کې دې پوښتنې عمومیت موندلی، چې ایا اسلام د وخت له غوښتنو سره همغږی دی که نه. ما، چې له بېلابېلو پوړو او په تېره، د لوړو زده کړو او نړۍ ليدلو سره ناسته پاسته درلوده، دا ‏‏تر هر مطلب ډېر پوښتل کېږي.

نېوکې

کله هم خپلې پوښتنې ته فلسفي رنګ ورکوي، وايي: په دې نړۍ کې هر څه د بدلون په حال کې دي، څه هم یو شان او ثابت نه پاتېږي، بشري ټولنې هم له دې قاعدې مستثنی نه دي او دا څرنګه شونې ده، چې یو لړ ټولنیز قوانین د تل لپاره ثابت او باقي پاتې شي؟

که دا مسله یوازې له فلسفي اړخه وڅېړو، ځواب یې روښانه دی.

څه چې تل د بدلون په حال کې وي، نوي او زړېږي، رسېدنه – رشد او راټیټېدنه – انحطاط لري، ترقي او تکامل لري او دا ټول د همدې نړۍ مادي ترکیبات او مواد دي؛ خو د جهان قوانین ثابت دي. د ساري په ډول: ژونديو ژويو د ځانګړي قوانینو له مخې تکامل کړی او کوی یې او پوهانو د تکامل قوانین بیان کړي دي. په خپله ژوندي ژوي، تل په تغییر او تکامل کې دي؛ خو د تغییر او تکامل قوانین څرنګه؟که څه، د تغییر او تکامل قوانین، متغییر او متکامل نه دي او زموږ خبره د قوانینو په هکله ده. په دې اړه توپیر نه کوي، چې نو موړی قانون، طبیعي قانون وي یا هم وضعي او قراردادي قانون؛ ځکه ممکن یو وضعي او قراردادي قانون له طبیعت او فطرته سرچینه اخستې وي او د وګړیو او بشري ټولنو د تکاملي لارې ټاکوونکی وي.

خو هغه پوښتنې چې وايي، اسلام د زمانې له غوښتو سره اړخ لګوي که نه؛ نو دا یوازې ټولیز او فلسفي اړخ نه لري. تر ټولو زیاته پوښتنه چې بیا بیا تکراریږي دا ده، چې قوانین د اړتیاوو په برخه کې حالت کېږي او د بشر ټولنیزې اړتیاوې ثابتې او یکنواختې نه دي؛ نو ټولنیز قوانین هم نشي کړای ثابت او یو شانته اوسي.

دا څومره ښه پوښتنه ده او د اسلام د سپېڅلي دین له اعجازه یوه ډکه برخه دا هم ده، چې هر پوه مسلمان او پوهان پرې ویاړي او هغه داچې اسلام، ثابتو وګړیزو او ټولنیزو اړتیاوو ته ثابت قوانین او لنډمهالو او متغییرو اړتیاوو ته یې متغییره وضع په پام کې نېولې او تر کومه برېده، چې په دې مقالې پورې اړه ولري، د خدای په مرسته ‏به یې وڅېړو.

خپله وخت له څه سره منطبق شي؟

تردې مخکې، چې مطلب ته ورننوځو، دوه ټکیو ته اشاره لازمه ګڼم:

هغوی چې د وخت د پرمختګ، تکامل او د وضع د بدلون خبره کوي، انګېري که په ټولنېزه اوضاع کې هر بدلون راشي، په تېره، که له لویدیځه یې سر چینه اخستې وي؛ نو تکامل او پرمختګ یې باید وګڼو او دا تر ټولو لار ورک اند دی، چې ننني خلک پرې اخته دي.

دا خلک انګېري، داچې د ژوند اوزار او وسایل ورځ پر ورځ بدلېږي او مکمل د نیمګړي ځای نیسي او داچې علم و صنعت د پرمختګ په حال کې دی؛ نو ټول بدلونونه، چې د انسان په ژوند کې رامنځ ته کېږي؛ یو ډول پرمختګ دی او هر کلي یې باید وشي، د وخت جبر دی او که وغواړو که نه خپل ځای پرانېزي، حال دا ټول بدلونونه، نه نېغه په نېغه د علم و صنعت پایله ده او نه هم ضرورت او جبر شته.

په هماغه کچه، چې علم د پرمختګ په حال کې دی، د بشر داړن او هوسي طبیعت هم بیکاره نه دی ناست. علم او عقل، بشر د نېکمرغۍ پر لوري پر مخ بیايي او د بشر داړن او هوسي طبیعت په دې هڅه کې دی، چې بشر، فساد او کوږوالي ته راکاږي او له علمه ځان ته اوزار جوړ کړي او خپل شهواني او حیواني هوسونو ته یې وګوماري.

وخت په هماغه کچه، چې پرمختګ او تکامل مومي، فساد او کوږوالی هم لري. د وخت له پرمختګ سره باید پرمختګ او فساد او له کوږوالي سره یې باید مبارزه وکړو. مصلح- سمونپال او مرتجع – اوړندوکی دواړه د وخت پرخلاف پاڅون کوي، په دې توپیر، چې مصلح – سمونپال د وخت د کوږوالي او مرتجع-اوړندوکی یې د پرمختګ پر ضد پاڅون کوي. که وخت او بدلونونه یې د ښو او بدو ټولیز مقیاس وګڼو؛ نو خپله وخت او بدلونونه یې په کوم مقیاس وتلو؟ که هر څه له وخت سره تطبیق کړو؛ نو خپله وخت له څه سره تطبیق کړو؟که بشر په هر څه کې لاس تړلی د وخت او بدلونو تابع وي؛ نو د بشر د ارادې فعاله، خلاقه او جوړونکی ونډه چېرته ولاړه؟

انسان، چې د وخت پر سورلۍ ‏سپور او د حرکت په حال کې دی، ان یوه شېبه دې هم ددې سورلۍ له لارښوونې او مشرۍ څخه نه بې پروا کېږي. هغوی چې تل د وخت د بدلون خبرې کوي او د وخت له لارښوونې او مشرۍ غافل دي، د انسان ګړندۍ ونډه یې هېره کړې او د هغه اس سواره په څېر دی، چې ځان یې اس ته سپارلی وي.

 

انطباق که نسخ؟

دویم مطلب، چې یادونه یې دلته اړینه ګڼم دا دی، چې ځینو د “اسلام او د وخت غوښتنې”ستونزه په ډېر ساده او اسان فارمول هواره کړې ده. وايي د اسلام دین، تلپاتې دین دی او له عصر او وخت سره د انطباق وړ دی. همدا، چې وپښتو ددې انطباق کیفیت- څرنګوالى څرنګه دی او فارمول یې څه دی؟ وايي: ګورو که د وخت اوضاع بدله شوه، سملاسي هغه قوانین نسخ کوو او پر ځای یې بل قانون ټاکو او وايي: “ د ادیانو دنیوي قوانین باید نرموالی ولري او د علم له پرمختګ او د تمدن له پراختیا سره همغږی وي او له وخت سره دا شان نرموالی نه یوازې د اسلام له ښوونې پرخلاف نه دي؛ بلکې له روح سره یې اړخ لګوي. ”

 نو موړی لیکوال بیا لیکي: “ داچې د وخت غوښتنې د بدلون په حال کې دي او هر وخت نوي قانون ته اړتیا لري او د اسلام مدني او ټولنیز قوانین د عربي جاهلیت له ساده ژوند، عنعنو او عادتو سره برابر دي او له اوسني وخت سره اړخ نه لګوي؛ نو پر ځای یې نن باید نوي قوانین وټاکل شي. ”

داسې کسان دې وپوښتل شي: که له وخت سره د انطباق د وړتیا مانا، د منسوخېدو وړتیا یې وي؛ نو کوم قانون دی، چې ددې مانا له مخې له وخت سره د انطباق وړ نه دی؟!

له وخت سره د اسلام د انطباق د نرموالي د وړتیا دا مخونه داسې ده؛ لکه چې څوک ووايي: کتاب او کتابتون له عمره د خوند اخستنې تر ټولو ښه وزله ده؛ خو داچې توضیح ترې وغواړې، وایي: دا ځکه انسان چې د خوند هوس وکړي، سملاسي کتابتون پلوري او په پیسو یې د مزو چړچو ټغرغوړوي. نو موړی لیکوال وايي: “ د اسلام ښوونې درې ډوله دي: لومړی ډول یې د عقایدو اصول دي؛ لکه “توحید”، “نبوت” او “معاد” او. . . ‏. دویم ډول یې د لمانځه، روژې، اوداسه، طهارت او حج سريزې دي او درېیم ډول یې هغه قوانین دي، چې د خلکو په ژوند پورې تړاو لري. لومړی او دویم ډول یې د دین له برخې دي او خلک تل باید ورته پاملرنه وکړي؛ خو درېیم ډول یې د د ین برخه نه ده؛ ځکه دین د خلکو له ژوند سره سروکار نه لري او پېغمبر هم دا قوانین، چې د دین برخه وي او د رسالت دنده یې وي، له ځانه نه دي راوړي؛ ځکه یې دې چارو ته هم لاس وراوږد کړ، چې واکمن و؛ که نه د دین شان یوازې په دې کې دی، چې خلک لمونځ، روژې او عبادت ته راوهڅوي، د خلکو له دنیوي ژوند سره د دین څه کار؟”

زه یې باور نشم کړای ! یو کس، چې په اسلامي هېواد کې اوسي، د اسلام له منطق به دومره بې خبره وي.

خو آيا قرآن د انبیاوو او مرسلینو موخه نه ده بیان کړې؟ قرآن کریم په ډاګه وايي:

لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ=[3] په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او ورسره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل، چې خلك پر انصاف ودرېږي.))

قرآن عظیم الشان ټولو انبیاوو ته ټولنیزعدالت د اصلي موخې په توګه بیانوي.

که په قرآن عظیم الشان عمل کول نه غواړﺉ، ولې ستره ګناه کوﺉ او پر اسلام او قرآن عظیم الشان تور تړﺉ؟ زیاتره بدمرغۍ، چې نن بشر ورسره لاس و ګرېوان دی دا دي‏، چې خپل يوازېنى ملاتړی قانون او اخلاق؛ یعنې دین یې له لاسه ورکړی. نیمه پېړۍ کېږي، چې موږ له دې خبرو سره اشنا یو او هغه داچې اسلام ښه دی؛ خو په دې شرط، چې په جوماتو او معابدو پورې محدود وي او له ټولنې سره کار ونه لري. دا خبره د اسلامي هېوادو له پولو هاخوا راپورته شوې او په ټولو اسلامي هېوادو کې تبیلغ شوې. ددې خبرو د ویوونکیو اصلي موخه دا ده:

“ اسلام ترهغې چې د کمونېزم پر وړاندې ولاړ وي او مخه یې ونیسي، باید پاتې شي؛ خو په کو مو ځایو کې، چې د لویدیځ له ګټو سره ټکر لري؛ باید له منځه ولاړ شي. ”

د لویدځوالو له نظره د اسلام عبادي مقررات باید پرځای وي؛ څو په مناسب وخت کې وکړای شو خلک د کمونېزم پر وړاندې په دې پلمه راوپارو، چې یو الحادي او د خدای ضد غونډال دی؛ خو د اسلام ټولنیز مقررات، چې د مسلمانانو د ژوند فلسفه ده او مسلمانان یې په درلودو د لویدځوالو پر وړاندې شخصیت او خپلواکي احساسوي او د لویدیځوالو د حریصې هاضمې پر وړاندې ستر خنډ ګڼل کېږي؛ نو باید له منځه ولاړ شي. په خواشینۍ سره ددې تز منځ ته راوړوونکي ‏د فیل په غوږ کې ویده دي.

لومړی داچې څوارلس پېړۍ کېږي، چې قرآن عظیم الشان “ نومن ببعض و نکفرُ ببعض” له اعتباره غورځولی او اعلان کړی یې ده، چې د اسلام مقررات یو له بله نه بلېدونکي دي.

دویم: ګومان کوم، وخت یې رارسېدلی، چې مسلمانان نور په دې ټګیو برګیو ونه غولېږي. د خلکو د نيوکې ځواک راویښ شوی او په ورو ورو د پرمختګ او ترقۍ(، چې د بشر د علمي او فکري ځواک د راغوړېدنې زیږنده ده) او فساد او کوږوالی توپیرولای شي؛ که څه، له لویدیځه یې سرچینه اخستې وي.

د اسلامي هېوادو خلکو تر پخوا لا زیات د اسلامي ښوونو په ارزښتو پوه شوي او دې ته رسېدلي، چې د ژوند يوازېنۍ خپلواکه فلسفه یې اسلام او اسلامي مقررات دي او په هېڅ قیمت به یې له لاسه ورنه کړي. مسلمان اولس پوه شوی، چې د اسلامي قوانینو پر ضد ډنډورې استکباري ټګي برګي ده.

درېیم: ددې تز نوچاري- ابداع باید پوه شي، اسلام هله وسمن دی، چې د الحادي او غیر الحادي غونډال پر ضد ټینګ ودرېږي، چې د ژوند د فلسفې په بڼه پر ټولنې حکومت وکړي او یوازې په جوماتو او معابدو پورې ایسار نه وي. کوم اسلام یې چې په جومات پورې ایسار کړی وي؛ لکه څرنګه چې دا کار لویدیځو افکارو ته ډګر خالي کوي؛ نو همدا شان د لویدیځ ضد افکارو ته به یې هم خالي کړي. کوم تاوان، چې نن لویدیځ په ځینو اسلامي هېوادو کې ورکوي، د همدې تېروتنې پایله ده.

اسلام او نوی ژوند٢

انسان يوازې څاروى نه دی، چې ټولنیز ژوند لري، ډېری څاروي په تېره، حشرات ټولنیز ژوند لري او له یو لړ حکیمانه مقرراتو ‏لاروي کوي؛ اصول، لاسنیوی، د کار ویش، تولید او توزیع، بولندويي او د قومندې منل، امر او غاړه ایښوول یې پر ټولنې واکمني کوي.

د شاتو مچې او ځینې مېږي داسې تمدن، تشکیلات او غونډالونه لري او انسان، چې ځان د مخلوقاتو له بولي، باید پېړۍ پېړۍ تېرې شي، چې دا شان شي.

د بشر د تمدن پرخلاف، د هغوی ‏تمدن د ځنګل، ډبرې حجر، اوسپنې او اتم په څېر پېرونه نه دي تېر کړي. له لومړۍ ورځې، چې ‏نړۍ ته راغلى همداشان تشکیلات او تمدن لري؛ لکه څرنګه یې چې نن لري او په اوضاع کې يې بدلون نه دی راغلی. دا انسان دی، چې د “وَخُلِقَ الْإِنسَانُ ضَعِيفاً /نساء-۲۸” په مصداق‏ ژوند یې له صفره پیل شوی او د بې نهایت پر لوري روان دی.

څارویو ‏ته د وخت غوښتنې ‏یو شان دي؛ د وخت غوښتنې یې ژوند نه بدلوي، ورته نوی ژوند او نوی پالي- تجدد پرستي مانا نه لري. علم ورته هر ورځ نوې موندنه نه کوي او اوضاع یې نه بدلوي، سپک او درانده صنایع هر ورځ په نوي او بشپړ ډول د هغوی بازار ته نه راځي، ولې؟دا ځکه په عقل نه؛ بلکې په غريزې ژوند کوي؛ خو انسان او د انسان ټولنیز ژوند تل د بدلون او اوښتون په حال کې دی. هره پېړۍ انسان ته نړۍ بدلېږي. د غوره مخلوق والي راز په هم دې کې دی. انسان د طبعیت بالغ او رشید اولاد دی. داسې پړاو ته رسېدلی، چې د طبیعت نېغې پالندوينې ته اړتیا نه لري‏، د “غريزې”په نامه پټ ځواک نه لري، چې لارښوونه ورته وکړي، انسان په غريزې نه؛ بلکې په عقل ژوند کوي.

طبیعت، انسان بالغ پېژندلی او ازاد یې پرېښی او خپله پالندویي يې ترې اخستې. څه چې څارویو د غریزې او د نه سرغړاندي طبیعي قانون له مخې کوي، انسان یې باید د عقل، علم او وضعي او تشریعي قوانینو په ځواک وکړي، چې د سرغړاندی وړ دي.

داچې انسانان د پرمختګ او تکامل له لارې کږېږي او فسادونه رامنځ ته کوي، د ټالېدنې، درېدنې، کوږوالي، غورځېدنې او پوپناه کېدو راز یې په همدې کې دی؛ لکه څرنګه چې انسان ته د پرمختګ او ترقۍ لار پرانستې پرته ده؛ نو د فساد، کوږوالي او غورځېدنې لار یې هم تړلې نه ده.

د قرآن عظیم الشان په تعبیر انسان هغه پړاو ته رسېدلی، چې د امانت هغه پېټي ته ور اوږه شي، چې اسمانونه او ځمکې ور اوږه نشوې؛ یعنې ازاد ژوند ومني او د مسؤولیت او دندې قانون ومني؛ ځکه له ظلم، ناپوهۍ، ځان پالۍ او تېروتنې خوندي نه دی.

قرآن کریم، چې د مسؤولیت او دندې د امانت په زغم کې د انسان دا هېښنده استعداد بیانوي؛ سملاسي يې ‏د “ظلوم” او “جهول” په صفاتو هم ستايي.

د تکامل استعداد او د کوږوالي استعداد؛ په انسان کې دا دواړه استعدادونه یو له بله نه بېلېدونکي دي. انسان د څاروي په څېر نه دی، چې په ټولنیز ژوند کې نه مخکې ولاړ شي او نه شا ته، نه ښي خوا ته او نه کیڼ ته. د انسانانو په ژوند کې کله هم پرمختګ دی او کله هم پرشاتګ. د انسانانو په ژوند کې که حرکت او بيړه ‏ده، درېدنه او کوږوالی هم شته، که پرمختګ او تکامل وي؛ فساد او کوږوالی هم شته، که عدالت او نېکي وي، ظلم او تېری هم شته، که د علم او عقل نښې او مظاهر وي؛ د ناپوهۍ او ځاني غوښتنو مظاهر هم شته.

نوي بدلونونه او ښکارندې-پدېدې، چې په وخت کې راټوکېږي، شونې ده، چې ‏ له دویم ډوله وي.

جامدان او ناپوهان

افراط – ښنده او تفریط د بشر له ځانګړنو دي. انسان که د اعتدال او منځلارۍ پر پوله ودرېږي، هڅه کوي لومړي او دویم ډول بدلونونه یو له بله بېل کړي، هڅه کوي وخت د علم او نوښت په ځواک پر مخ یوسي، ځان د وخت له پرمختګ سره همغږی کړي او په دې هڅه کې هم دی، چې د وخت د کوږوالي مخه ونیسي او ورسره له یو رنګېدنې ځان ډډې ته کړي.

په خواشینۍ سره تل داشان نه وي. په دې برخه کې تل انسان دوه خطرناکې رنځورۍ ګواښي: د جمود- مړایتوب رنځوري او د ناپوهۍ رنځوري. د لومړۍ رنځورۍ پایله، درېدنه، بې حرکتي او له پرمختیا شاته پاتېدنه ده او د دویمې رنځورۍ پایله، کوږوالی او لوېدنه ده.

څه چې نوي وي، جامد- ناوړونی ترې کرکجن وي او بې له زوړه، بل څه سره خوی نه اخلي او ناپوه هرې نوې راټوکېدلي څیز ته د وخت غوښتنې، تجدد- نوي او پرمختګ په نامه مخونه ورکوي. جامد-ناوړونی هر تاند ته فساد او کوږوالی وايي او ناپوه یې ټول د تمدن، پرمختګ، علم او پوهې په تله کې وراچوي.

جامد- ناوړونی د پوټکي او زڼي، وسیلې او موخې ترمنځ توپیر نشي کړای او په اند یې دین د لرغونو اثارو ساتونکی دی. په آند یې قرآن عظیم الشان نازل شوی، چې د وخت بهیر ودروي او د جهان اوضاع؛ لکه څرنګه چې ده هماغسې پرې میخ ټک وهي. په کړکي لیکنه، لویو حمامو کې ځان وینځنه، په لاس ډوډۍ خوړنه، لاټین لګونه، ناپوهه او نالوستي اوسېدنه دې د دیني شعایرو په نامه وساتل شي. ناپوهه پرعکس، په پټو سترګو ګوري، چې په لویدیځ کې کوم نوی عادت او مود- ډول پیدا شوی، چې سملاسي یې پېښې وکړم او د تجدد او د وخت د جبر نوم پرې کېږدم.

جامد او ناپوه دواړه انګېري، هره وضع چې پخوا وه، د دیني شعایرو او چارو برخه وه، په دې توپیر، جامد پایله اخلي، چې ددې شعایرو ساتنه دې وشي او ناپوهه پایله اخلي، چې دین زوړپالۍ، درېدنې او ثبات ته ژمن دی.

په روستیو پېړیو کې د علم او دین د تناقض د مسلې خبرې او ویینې په لویدیځوالو کې تودې شوي دي. د علم او دین د تناقض د فکر جرړه دا ده: یو داچې کلیسا پخواني علمي او فلسفي ځینې چارې د دیني چارو په توګه منلي ول، چې د دیني ګروهې له اړخه دې ورته وکتل شي او د علو مو پرمختګ، خلاف یې ثابت کړل. بله له دې لارې، چې علو مو د ژوند وضع واړوله ‏او د ژوند بڼه یې بدله کړه‏.

هغو جامدانو، چې د متدینو پېښې یې کولې؛ لکه څرنګه یې چې ځینو بې ځایه ‏فلسفي چارو ته مذهبي رنګ ورکړ، غوښتل یې د مادي ژوند ظاهري بڼه هم د دین تر ولکې لاندې کړي. بې خبرو او ناپوهه خلکو هم وپتېیله، چې په رښتیا همداشان ده او دین د خلکو مادي ژوند ته ځانګړی شکل په پام کې نیولی دی او داچې د علم په فتوی د مادي ژوند شکل باید بدل کړای شي؛ نو علم د دین د منسوخیت فتوی ورکړه.

د لومړۍ ډلې جمود او د دويمې ډلې بې خبرۍ د علم او دین د تناقصوالي وهمي فکر راوټوکاوه.

د قرآن عظیم الشان تمثیل

اسلام پرمخ تلونکی او پر مخ وړونکی دین دی. داچې قرآن کریم د مسلمانانو پام دې ته راوړي، چې د اسلام تر سیوري لاندې دې وده او تکامل و مومي؛ نو مثال راوړي او وايي: د محمد د لارویان مثال د هغو دانو په څېر دی، چې په ځمکه کې کرل کېږي. دا دانه په پیل کې د بوټي په بڼه له ځمکې راټوکېږي، بیا ځان مظبوتوي او بیا په خپل ډډ درېږي. په داسې تلوار او ځواک له دې پړاونو تېرېږي، چې بزګران هک پک کوي.

دا د هغې ټولنې مثال دی، چې قرآن عظیم الشان یې غواړي، هغه څه دي، چې قرآن عظیم الشان یې هیله کوي. قرآن عظیم الشان د داسې ټولنې بنسټ ږدي، چې تل د ودې او پرمختیا په حال کې وي او پراختیا و مومي.

“ویل دورانت” وايي: “د اسلام په څېر یو دین هم خپل لارویان په ځواک سره نه دي رابللي. د صدر اسلام تاریخ وښوول، داچې اسلام نوې ټولنه جوړه کړي او پر مخ یې یوسي؛ نو څومره ځواکمن دی”.

اسلام هم له جمود سره مخالف دی او هم له ناپوهۍ سره. کوم ګواښ، چې اسلام ته دی، هم له دې ډلې لخوا دی او هم له هغې ډلې لخوا. جمود والی او وچ مغزي او له هر پخواني شعار سره مینه درلودل، حال دا په اسلام پورې به اړه نه لري؛ نو دا چار ناپوهو ته پلمه کېږي، چې اسلام په رښتیني مانا د تجدد مخالف وګڼي. بلخوا، پېښې، ډول پالي، لویدیځ ځپنې او پر دې ګروهه، چې د ختیځوالو نېکمرغي په دې که ده، چې د جسم، روح، ظاهر او باطن له اړخه سوچه پېرنګیان شي، د هغوی ټول عادتونه، اداب او دودونه ومني، خپل ټول مدني او ټولنیز قوانین په پټو سترګو ‏له قوانینو سره یې تطبیق کړو؛ نو دا شان وضع جامدانو ته پلمه کېږي، چې هر نوي حالت ته په بدکڅۍ وګوري او هغه خپل دین او د اولس ټولنیز شخصیت او خپلواکۍ ته ګواښ وانګېري.

په منځ کې اسلام دى، چې ددې دواړو ډلو د تېروتنو تاوان ورکوي.

د جامدانو جمود، ناپوهانو ته د ځغاستې ډګر هواروي او د ناپوهانو ناپوهي، جامدان لا پخپلو ګروهوکلکوي.

هېښنده ده! دا جامد تمدن پالي، ګومان کوي، چې وخت “معصوم” دی. ایا د وخت بدلونونه بې د بشر له لاسه د بل چا په لاس جوړېږي؟ له څه وخته او له کومې نېټې بشر له تېروتنې سپین لمني – عصمت پيدا کړی، چې د وخت بدلونونه له تېروتنې معصوم- سپین لمنی وي؟

لکه څرنګه چې بشر د علمي، اخلاقي، ذوقي او مذهبي لېوالتیاوو تر اغېز لاندې دی او هر وخت د بشر د سمونې په لار کې نوښت کوي، همدا شان د ځانپالۍ، لویۍ، ځاني غوښتنو، شتمنۍ او زبېښاکۍ تر اغېز لاندې هم دی. بشر؛ لکه څرنګه چې د نویو موندنو او د غوره وزلو او لارو په پیدا کولو کې بریالی کېږي؛ نو کله ناکله یې پښه هم ښو یېږي؛ خو ځان بایللی ناپوهه په دې خبرو نه پوهېږي، دا یې په خوله وي، چې نړۍ نن داسې ده او هاغسې ده.

تر ټولو هېښنده خو دا ده، چې د ژوند اصول د څپلۍ؛ خولۍ او جامو له مخې تلي، (وايي) داچې څپلۍ او خولۍ نوي او زاړه لري او چې نوي وي؛ نو بیه لري، باید وایې غوندو او چې زړې شوې، باید ګوذارې يې کړو؛ نو د عالم ټول حقایق دا شان دي. ددې ناپوهانو له نظره، ښه او بد بې له نوي او زړو بل مفهوم نه لري. د دوی په اند فیوډالیسم (؛ یعنې یو زورور په ناحقه په ځان د مالک نوم ږدي او خپله په ارام ناست وي او سل نور ورته کار کوي، چې یوازې دې یې وخوري)؛ ځکه بد دی، چې زوړ شوی، نننۍ نړۍ یې نه خوښوي، پېر یې تېر شوی او له “ډوله” غورځېدلى؛ خو په لومړۍ ورځ، چې راوټوکېد او د نړۍ ‏بازار ته راغلی و؛ نو ښه و.

د دوی په اند د ښځې زبېښاک بد دی؛ ځکه نننۍ نړۍ یې نه خوښوي او نه یې مني؛ خو داچې پرون یې ښځې ته میراث نه ورکاوه، د مالکیت حق یې ‏نه ورکاوه، د ارادې او ګروهې درناوى یې نه کېده، دا ټول ښه ول؛ ځکه نوي ول او تازه بازار ته راوتلي ول.

د دوی په اند اوسنى پېر د فضا پېر دی او داسې نشو کړای، چې الوتکې ته شا کړو او پر خره سواره شو، برېښنا ته شا کړو او لاټین ته کېنو، د ګنډلو ستره کارخانه وتړو او لاسي څرخې ته کېنو، د چاپ ستر ماشینونه بند کړو او په لاس کښل پیل کړو، همداراز نشو کړای، چې د نڅا محفلو ته ولاړ نشو، شراب ونه څښو، د پرتوګ پېنسې تر زنګانه لنډې نه کړو؛ ځکه دا هر څه ددې پېړۍ څیزونه ‏ دي او که و یې نه کړو؛ نو د خره سورېدنې پېر ته به ورستانه شوی یو.

 د “پېړۍ څیز” دې ټکي څومره وګړي بدمرغه او څومره کورنۍ یې وشاړلې.

وايي د علم پېر دی، د اتم پېر دی، د مصنوعي سپوږمکۍ پېر دی، فضا ته د توغندي ویشتنې پېر دی. ډېر ښه ! موږ هم د خدای شکر کوو، چې په دې پېر، وخت او پېړۍ کې ژوند کوو او هیلمن یو، چې لا ډېر او په غوره توګه د علو مو او صنایعو ګټنه وکړو. ایا په دې پېر کې بې د علم له سرچینې، نورې ټولې سرچینې وچې شوي دي؟ ددې پېړۍ ټولې ښکارندې-پدېدې د علمي پرمختګ زیږنده دي؟ایا علم داسې ادعا کړی، چې د عالم ‏طبیعت به سل په سلو کې انساني، سرټیټی- مطیع او اېل کړي؟

علم د عالم ‏په اړه دا شان ادعا نه لري او هغه ډله عالمان او پوهان خو پرېږده، چې په پاک نیت په موندنې او پلټنې پسې ځي او ځان پاله، ځواکهڅي- جاه طلب او پیسه دوسته ډله د دوی علمي زیارونه د خپلو ناوړو موخو په لار کې ګوماري. علم تل له دې نارې وهي، چې د بشر سرغړاندو ترې ناوړه ګټنه کړې ده. زموږ د پېړۍ بدمرغي او ګرفتاري په همدې کې ده.

علم د فیزیک په څانګه کې پر مخ ځي او نوي قوانین پلټي. ناوړه ګټه اخستوونکې ډله د کور ورانو فیلمو په جوړلو کې، همدا وزله کوي. د کیمیا علم پر مخ ځي او د څیزونو د ترکیباتو ځانګړنې لاس ته راوړي، بیا یوه ډله په دې فکر کېږي، چې له همدې لارې بشر ته ترې “هیروین” جوړوي. علم د اتم دننه ننوځي او د حیرت وړ ځواک یې کابو کوي؛ خو تردې مخکې، چې د بشر ګټو ته ترې کوچنۍ ګټنه وشي، د نړۍ ځواکهڅي- جاه طلب ترې “اتم بم” جوړوي او پر بېګناه خلکو یې وروي.

د شلمې پېړۍ د ستر پوه؛ ‏”انشټاین” په ویاړ یې جشن نیولی وه، هغه په کې وویل: تاسې هغه ته جشن نیسئ، چې پوهه یې د “اتم بم” د جوړونې لامل شوه؟!

انشټاین د خپلې پوهې ځواک، بم جوړونې ته و نه کاراوه؛ نورو ځواک پالو له پوهې یې داسې ګټنه وکړه.

هیروین، اتم بم او ناوړه فیلمونه یوازې په دې، چې د دې پېړۍ ښکارندې دي، ‏معقول- موجه یې نشو ګڼلای. که تر ټولو بشپړ بمونه نوې بمب غورځوونکي الوتکې ‏د تکړه لوستو په لاس جوړ شي او پر بې ګناه خلکو وغورځول شي؛ نو دا یو وحشیانه چار دی.

 

اسلام او نوی ژوند٣

ځینې ‏وايي، چې د کورنیو په حقوقو کې دې له لویديځو غونډالو ‏ لاروي وشي او غټ دلیل یې دا دی، چې ‏ وخت ‏بدل شو‏ی او د شلمې پېړۍ غوښتنې داسې دي اوکه په دې اړه مو خپل اند څرګند نه کړ؛ نو نورې ویینې به مو نیمګړې وي.

که په دې اړه بسیا پلټنه وشي؛ نو د مقالو په دې لړۍ کې نه ځایېږي؛ ځکه ډېر چارې باید وڅېړل شي، چې ځینې یې فلسفي، ځینې یې فقهي او نور یې اخلاقي او ټولنیز دي. هیلمن یم، چې د “اسلام او وخت غوښتنې”په نامه په رساله کې داشان چارې راونغاړم، اوس بسیا ده، چې دوه مطلبونه روښانه شي:

یو داچې د وخت له بدلونو سره همغږي څه ساده کار نه دی، چې بې خبره مدعیانو انګېرلې. په وخت کې، هم پرمختګ شته او هم کوږوالی، له پرمختګ سره یې باید مخکې ولاړ شو او له کوږوالي سره یې باید مبارزه وکړو. داچې دا دواړه یو له بله وپېژنو؛ نو هغه نوي بهیرونه او ښکارندې، چې په وخت کې راټوکېږي، له کو مو منابعو سرچینه اخلي او په کوم لوري روانې دي، باید ولیدل شي د انسانانو له کو مو لېوالتیاوو او د ټولنیز قشر له کوم قشره یې سرچینه اخستې ده؟ د انسانانو له ستر او انساني لېوالتیاوو او که له پرېوتو حیواني لېوالتیاوو یې سر چینه اخستې ده؟ ایا د پوهانو او علماوو بې عرضانه پلټنې ددې بهیر په رامنځ ته کېدو ونډه لري او که د ټولنې فاسد، پیسه چوت او ځانپاله پوړ؟ دا مطلب په مخکېنیو مقالو کې روښانه شو.

په اسلامي قوانینو کې د نرموالي او خوځندۍ راز

بل مطلب چې باید روښانه شي دا دی: اسلامي اندیالان ګروهن دي، چې په اسلام کې یو راز او رمز دی، چې دې دین ته یې د وخت له غوښتنو سره د اړخ لګونې ځانګړنه وربښلی ده او ګروهن دي، چې دا دین د وخت په پرمختګ او د فرهنګ ‏ له پراختیا او له لاس ته راغلیو بدلونو سره یې همغږی دی. ګورو، چې دا رمز څه دی او په بله وینا: هغه “میخ اوچوړۍ” چې ددې دین په جوړښت کې کارېدلي او ورته یې د خوځیزه- تحرک ځانګړنه ورکړې او بې له دې، چې یو حکم یې هم شا ته وغورځول شي، د علم او کلتور له لاس ته راغلي بدلونو سره همغږي کړای شي او کوم ټکرهم په کې نه رامنځ ته کېږي؛ نو دا څه دي؟ دا مطلب باید په دې مقاله کې روښانه شي.

د ځینو لوستونکیو دې ته پام دی او زما هم، چې دا مطلب فني او تخصصي بڼه لري او یوازې په کارپوهيزو چاپېریالو کې دې وړاندې شي؛ خو ددې مسلې په مینه والو او پوښتونکیو کې تل ډېری بدکڅي هم شته، چې ورسره لاس و ګرېوان یو او دوی باور نه کړي، چې په اسلام کې به داشان ځانګړنه وي؛ خو تر کومه چې دا بدبینان له بدبینۍ راوباسم او نورو ته بېلګه وښیم؛ نو مطلب ته ورننوځم.

داچې لوستونکي پوه شي، چې دا چارې د ‏علماوو له نظره هم لرې نه دي پاتې؛ نو په دې اړه لاندې کتابونه هم وګورﺉ: “تنبیه الامه” مرحوم آیت الله ناییني، “مرجعیت و روحانیت” علامه طباطبايی د ولایت او زلاملت برخه.

داچې د اسلام سپېڅلی دین ثابت او نه بدلېدونکي قوانین لري او د تمدن او فرهنګ له پراختیا او د ژوند له بدلېدونکي بهیر سره اړخ لګوي؛ نو څو څیزونه دي، چې څېړو یې.

روح او مانا ته پاملرنه او د قالب او شکل پر وړاندې بې پروايي

۱- اسلام د ژوند ظاهري شکل نه دی څېړلى، چې په بشپړ ډول‏ د بشر په پوهې پورې اړه لري. اسلامي احکام د ژوند په روح، مانا، موخې او غوره لارې پورې اړه لري، چې بشر باید د هغو موخو لاس ته راوړنو ته پرې ولاړ شي. علم نه د ژوند روح او موخه بدلولای شي او نه یې د ژوند موخو ته د رسېدو په موخه لنډه او بې خطره لار ښوولې ده. علم تل د ژوند موخو ته د رسېدو لپاره غوره او بشپړ وسایل برابروي.

داچې اسلام پخپله ولکه کې موخې ایښي او د علم او فن په ولکه کې یې شکلونه، صورتونه او اوزارونه ایښي؛ نو په دې ډول یې د تمدن او فرهنګ د پراختیا له هر ډول ټکره ځان ژغورلی دی او د تمدن د پراختیايي لاملونو؛ یعنې علم، کار، تقوا، ارادې، همت او استقامت په هڅونې ‏یې د تمدن د اصلي پرمختګ د لامل دنده پر غاړه اخستې ده.

اسلام د بشر په لار کې شاخصونه ښخ کړي دي. دا شاخصونه له یوې خوا موخې راښيي او بلخوا د خطر په نښو کوږوالی، پرېوتنې او پوپناه کېدنې راښيي. د اسلام ټول مقررات یا د لومړي ډول شاخصونو په څېر دي او یا هم د دویم ډول په څېر.

 په هر پېر کې د ژوند وسایل او اوزار د بشر په علمي معلوماتو پورې اړه لري. څومره چې معلومات پراختیا و مومي، اوزارونه هم بشپړېږي او د وخت د جبر له مخې د نیمګړیو ځای نیسي.

په اسلام کې داسې وزله، یا یو مادي او ظاهري شکل ‏ موندلای نشو، چې د “سپېڅلتیا” بڼه ولري، څو یو مسلمان د عمر تر پایه ځان پرې مکلف وبولي، چې ‏د تل لپاره یې وساتي.

اسلام نه دي ویلي، چې درزیتوب، ګنډل، بزګري، وړل راوړل، جګړه یا هر بل داسې کار دې په پلاني ځانګړي اوزارو وشي؛ ځکه که علم پرمختګ وکړي او هغه اوزار منسوخ شي، چې په دې توګه‏ د علم او اسلامي دستور ترمنځ تضاد او تناقض رامنځ ته نشي. اسلام نه څپلۍ او جامو ته ځانګړی ډول- مود راوړی او نه یې ساختمان ته ځانګړی سبک او نه یې تولید او توزیع ته ځانګړي اوزارونه په پام کې نېولي دي. دا یو له هغو اړخونو دي، چې د وخت له پرمختګ سره د اسلام اړخ لګونه راښيي.

ثابتو اړتیاوو ته ثابت قانون او بدلېدونکيو اړتیاوو ته بدلېدونکی- متغیر قانون

۲- د اسلام د دین بله مهمه ځانګړنه دا ده، چې د بشر ثابتو اړتیاوو ته یې ثابت قانون او بدلېدونکیو اړتیاوو ته یې بدلېدونکی وضع مقرره کړې که په وګړیزه او شخصي برخه کې وي او یا هم په عمومي او ټولنیز برخه کې، د اړتیاوو ځینې برخې ثابتې وضع لري او په هر وخت کې یو شان دي. هغه نظم، چې بشر یې باید خپلو غرایزو ته ورکړي او هغه نظم، چې باید خپلې ټولنې ته یې ورکړي، د اصولو او کلیاتو له نظره په ټولو وختو کې یو شان دی.

زه د “د اخلاقو د نسبیت” او “د عدالت د نسبیت” له مسلې خبر یم، چې پلویان لري؛ نو د پلویانو د نظریاتو په پامنيوي، خپله ګروهه وایم.

د بشر د اړتیاوو بله برخه، متغیر یا بدلېدونکي اړتیاوې دي او ناثابتو او متغیرو قوانینو ته اړتیا ده. اسلام ددې بدلېدونکیو اړتیاوو لپاره بدلېدونکې وضع په پام کې نېولې ده، هغه داسې، چې بدلېدونکې وضع یې په ثابتو اصولو پورې تړلې ده او دا ثابت اصول په هره بدلېدونکې حالت کې، “ځانګړى فرعي قانون” رامنځ ته کوي.

په دې مقاله کې دا مطلب نور نشم څېړلای؛ خو د لوستونکیو ذهن څو مثالو ته را اړوم.

په اسلام کې یو ټولنیز اصل دی، چې وايي “ وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ (انفال/۶۰ ام آيت)=او څه مو چې له وسې پوره وي، د هغوى [= دښمنانو] مقابلې ته يې چمتوكړئ “.

بلخوا د رسول الله په سنتو کې یو لړ لارښوونې دي، چې په فقه کې په “سبق او رمایه” مشهور دي، چې یوه یې دا ده: ځان او اولاد ته مو، په پوره مهارت اس سورېدنه او نښه ایشتنه ورزده کړﺉ. اس سورېدنه او نښه ایشتنه دهغه وخت پوځي فنون ول. ډېر روښانه دي، چې د “سبق او رمایه” د قانون ریښه “ وَأَعِدُّوا لَهُم مَااستَطَعْتُم مِن قُوَّةٍ”ده؛ یعنې غشی، توره، نېزه، لیندۍ، کچره او اس د اسلام له نظره اصالت نه لري، څه چې اصالت لري، ځواکمنېدل دي، څه چې اصالت لري دا دي، چې مسلمانان دې په هر وخت او عصر کې د دښمن پر وړاندې د پوځي او دفاعي له اړخه ځواکمن اوسي. د اس سورېدنې او غشي ایشتنې مهارت هغه جامې دي، چې ځواکمنۍ ته وراغوستل شوي ‏ او په بله وینا: پلیزه – اجرايي بڼه لري. د دښمن پر وړاندې ځواکمنتیا هغه ثابت قانون دی، چې له همېشنۍ او ثابتې اړتیا یې سرچینه اخستې ده.

خو په غشي ایشتنه او اس سورېدنه کې مهارت، د لنډمهالې او بدلېدونکې اړتیا ښکارندوی دی او له وخت او پېر سره بدلېږي او د تمدن د شرایطو په بدلېدو نورو څیزونه (؛ لکه د نننیو ګرمو وسلو برابرول او د کارولو مهارت) یې ځای نیولای دی.

بل مثال: بل ټولنیز اصل په قرآن عظیم الشان کې بیان شوی، چې د شتمنۍ په مبادلې پورې اړه لري. اسلام د وګړیز مالکیت آر ‏ منلی؛ خو له هغه مالکیت سره توپیر لري، چې د پانګوالۍ په نړۍ کې دی، اوس یې د څېړلو وخت نه دی. د وګړیز مالکیت لازمه “مبادله” ده.

اسلام “مبادلې” ته اصول ټاکلي، چې یو یې دا دي: “ وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ(بقرة/۱۸۸) او تاسې په خپلومنځونوكې د يو بل مال په ( ناحقه او) ناروا مه خورئ”؛ یعنې هغه مال، چې لاس په لاسېږي او له تولیدونکي نه د بل لاسه ته ځي او بیا د درېیمګړي لاس ته ځي؛ نو د مشروعې ګټې له لارې دې شتمني خاوند ته ګټه ورسوي. د شتمنۍهغه لاس په لاس کېدنه منع ده، چې خاوند ته یې یو څه انساني ارزښتناکه ګټه ونه لري. اسلام، مالکیت له مطلق اختیار سره مساوي نه ګڼي.

بلخوا په اسلامي مقرراتو کې څرګند شوي، چې د ځینو څیزونو پلور پېر منع دی؛ لکه د انسان وینه او ډګې متیازې، دا ولې؟ ځکه د انسان یا د پسه وینه ګټور لګښت نه لري، چې با ارزښته یې کړي او د انسان د شتمنۍ برخه شي. د وینې او ډګو متیازو د پلور پېر د منع کېدو اصل وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ دی. د وینې او ډګو متیازو منع کېدنه د اسلام له نظره اصالت نه لري، څه چې اصالت- ساهوتوب لري دا دي، د هغه دوو څیزونو ترمنځ باید مبادله وشي، چې بشر ته ګټور وي. د انسان د وینې او ډکو متیازو ممنوعیت د وَلاَ تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ پلیزه بڼه ده او، ان که د مبادلې خبره هم نه وي؛ نو له بل چا، څه شتمني چټي نشو تملک-ترلاسه کولای، چې و یې لګوو.

دا آر ثابت او ټولو وختو ته دی او له ثابتې ټولنیزې اړتیا یې سرچینه اخستې ده، داچې وینه او ډکې متیازې شتمني ونه پتېیل شي او د مبادلې وړ نه وي؛ نو دا په وخت، عصر، د تمدن په کچې، د شرایطو په بدلون، د علم او صنایعو په پرمختګ او ورڅخه د سمې ګټنې په شونتیا پورې اړه لري؛ نو حکم یې بدلېږي.

بل مثال: د عمر په روستیو کې د حضرت علي (کرم الله وجهه) په سر کې سپین ویښته پیدا شول؛ خو نه یې رنګول، ږیره یې هماغسې سپینه وه. چا ورته وویل: مګر رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) حکم ونه کړ، چې “ سپین ویښتان په رنګ پټ کړﺉ”. ورته یې وویل: هو. کس وویل: تاسې یې ولې نه کوﺉ؟ ورته یې وویل: هغه وخت، چې رسول الله دا حکم وکړ د مسلمانانو شمېر لږ و، په کې ځېنې سپین ږیري هم ول، چې په جګړو کې به یې ګډون کاوه، دښمن، چې به د مسلمانانو په لیکو کې دا سپین ږیري لیدل؛ نو روحیه یې غښتلې کېده، چې له سپین ږیرو سره مخ یو، رسول الله حکم وکړ، چې ویښتان رنګ کړئ، چې دښمن یې سپین ږیرتوب ونه ویني. حضرت علي (کرم الله وجهه) زیاتوي: دا حکم رسول الله هغه وخت وکړ، چې د مسلمانانو شمېر لږ و او اړینه وه، چې له داسې وزلو ګټنه وشي؛ خو نن چې اسلام په ټوله نړۍ خپور دی، دې کار ته اړتیا نشته، هر څوک ازاد دی، چې رنګ وهي که نه.

د حضرت علي (کرم الله وجهه) له نظره د رسول الله حکم، ”رنګ کړﺉ” اصالت – ساهوتوب نه درلوده، د حکم پلیزه بڼه بله څه وه، یو ډول جامې وې، چې یو د بل اصلي قانون تن ته وراغوستل شوې وې او هغه دا، چې د دښمن د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته ونشي.

اسلام هم ظاهر، شکل او پوټکي ته اهمیت ورکوي او هم، باطن او زڼي ته؛ خو تل ‏ظاهر ‏باطنو ته، پوټکی زڼي ته، پوښ مغزو ته او جامې، تن ته غواړي.

د لیک بدلون

نن د “د لیک د بدلون” مسله مکړلار- نوموتې ده. دا مسله له اسلامي اړخه په دوه ډول وړاندې کولای شو: یو دا آیا اسلام ځانګړې الفبا لري او د الفباوو ترمنځ توپیر کوي؟ ننني الفبا مو، چې په عربي الفبا مشهوه ده، ایا اسلام یې خپله ګڼي او نور الفبا؛ لکه لاتین الفبا، پردي ګڼي؟ نه! د اسلام له نظره، چې نړيوال ‏دین دی، ټولې الفبا یو شان دي.

ددې مسلې بل شکل دا دی، چې د الفبا او د لیک بدلون په نورو کې د مسلمان ولس په هضم او ورماتېدنې کې څه اغېز لري؟ له خپل فرهنګ سره ددې ملت په اړیکو غوڅونه کې څه اغېز لري، چې په هر حال په تېرو څوارلسو پېړیو کې یې خپل اسلامي او علمي معارف په همدې الفبا لیکلي دي؟ د لیک بدلونې نقشه د چا له خوا مکړلار شوې او څوک یې پلي کوونکي دي؟ دا باید وڅېړل شي.

د پردیو پېښې حرامې دي

 زه کله له داسې پوښتنو سر مخېږم، چې په ملنډو مې پوښتي: په ولاړه ډوډۍ خوړل څه حکم لري؟ په قاشوغه څنګه؟ ایا د شپو یا ګردې خولۍ اغوستل حرام دي؟ د پردیو لغت کارول حرام دي؟

په ځواب کې یې وایم: اسلام په دې اړه ځانګړی حکم نه دی راوړی، له نورو وېرېدل حرام دي، په پټو سترګو د نورو پېښې کول حرام دي، په نورو کې ویلي کېدل او ورکېدل حرام دي، د پردیو پر وړاندې چوپ کېناستل حرام دی (؛ لکه څرنګه چې سوې د مار پر وړاندې چوپ وي)، پردی مړ خر، کچره ګڼل حرام دي، د “پېړۍ د پدېدې” په نامه د هغوی کوږوالیو او بدبختیو ته ورماتېدنه حرامه ده، داچې هر څوک دې د جسم، روح، ظاهر او باطن له اړخه د پردیو په څېر شي، داچې څو ورځې پاریس ته تګ او د “ر” مخرج د “غ” په مخرج ویل حرام دي، ( فرانسویان په خبرو کې (ر) نشي ویلای او په ځای یې (غ) وايي؛ یعنې دهغوى پېښې کول).

د اهم او مهم مسله

۳- بل اړخ، چې اسلام د وخت له غوښتنو سره اړخ لګوي، دا دی، چې د دې دین حکمونه عقلاني- سولیز اړه لري. اسلام خپلو پلویانو ته اعلان کړی، چې حکمونه یې له یو لړ سترو ګټو راټوکېدلي او بلخوا خپله په اسلام کې د مصلحتونو د اهمیت درجه بیان شوې ده؛ ځکه په هغو برخو کې، چې بېلابېلې ګټې داسې راوټوکېږي، چې لوری یې یو د بل خلاف وي؛ نو په دې برخه کې یې د اسلام د رښتینو کارپوهانو کار اسان کړی دی. اسلام اجازه ورکړې، چې په داسې ځایو کې دې اسلامي کارپوهان د مصلحتو د اهمیت درجه وسنجوي او د هغو لارښونو له مخې، چې اسلام کړي، مهمترین مصلحتونه دې وټاکي. فقهاوو دې قاعدې ته “اهم او مهم” وايي. بېلګې ډېرې دي؛ خو له راوړو یې تېرېږم.

هغه قوانین، چې د “وتو”حق لري

۴- بل اړخ، چې دې دین ته یې د خوځند- تحرک او اړخ لږونې ځانګړنه وربښلې او ژوندی او تلپاتی یې ساتلی دا دی، چې یو لړ قوانین او قاعدې پکې وضع شوي، چې کار یې د نورو قوانینو کنترول او تعدیل دی. فقهاء دې قواعدو ته ‏”حاکمه” قواعد وايي؛ لکه د “لا حرج” قاعده او د “لا ضرر” قاعده، چې پر ټوله فقه واکمني کوي. دا لړ قواعد نور قوانین کنترول او تعدیلوي. په حقیقت کې اسلام دې قاعدو ته د نورو قوانینو او مقرراتو په پرتله د “وتو” حق ورکړی دی. دا هم اوږده لړۍ ده، چې دلته یې نشم رانغاړلای.

د واکمن اختیارات

بې له پورته څرګندونو، د اسلام د سپېڅلي ‏دین په جوړښت کې یو لړ “میخ او چوړۍ” کارول شوي، چې دې دین ته یې د ابدیت او خاتمیت ځانګړنه وربښلی ده. مرحوم ایت الله نایني او علامه طباطبايي پر هغو اختیاراتو ټینګار کړی، چې اسلام صالح اسلامي حکومت ته ورکړي دي.

د اجتهاد آر- اصل

علامه اقبال وايي: “ اجتهاد د اسلام خوځیزه- محرکه قوه ده”. دا خبره سمه ده؛ خو د اسلام غټه ځانګړنه د “اجتهاد منل” دي. که د اسلام پر ځای بل څه کېږدو، وینو چې د اجتهاد کار څومره ستونزمن دی؛ بلکې لار یې تړلې ده. غټ ټکی دا دی، چې په دې هېښنده اسماني دین کې داسې ‏رمزونه کارول شوي، چې د تمدن له پرمختګ سره د همغږۍ ځانګړنه یې وربښلې ده.

بوعلي سينا بلخي هم په “شفاء” کې د “اجتهاد” اړتیا د همدې آر له مخې بیانوي، وايي:

“داچې د وخت اوضاع تل بدلېدونکې ده او تل نوي چارې رامنځ ته کېږي او بلخوا د اسلام ټولیز ‏اصول ثابت او نه بدلېدونکي دي؛ نو دې ته اړتیا ده، چې په هر وخت کې دا شان وګړي وي، چې په اسلامي چارو پوره پوه وي او په هر وخت کې، چې نوي چارې رامنځ ته کېږي، د مسلمانانو اړتیاوې وځوابوي. ”

د ایران په متمم اساسي قانون کې هم دا شان وړاندوینه شوې، چې په هر عصر کې د مجتهدیتو یو پلاوى، چې تر پینځو کم نه وي او د وخت له اړتیاوو هم ناخبره نه وي، په تصویب شویو قوانینو دې څارنه وکړي. ددې مادې د لیکوونکیو موخه دا وه، چې هغه وګړي دې ‏د هېواد ‏قوانین وڅار‏ي، چې نه ‏”جامد” نه “ناپوه”، نه د وخت له پرمختګو سره مخالف وي او نه په پټو سترګو د نورو پېښې وکړي.

کوم اړین ټکى، چې غواړم رڼا پرې واچوم دا دى، چې د “اجتهاد” رښتینى مفهوم؛ یعنې په اسلامي چارو کې تخصص او فني کارپوهي، داسې څه نه دي، چې له مکتبه تښتېدلی هر کس یې ادعا وکړي، په دې پلمه، چې څو ورځې ديني مدرسې ته تللی دی.

په غوڅ ډول په اسلامي چارو کې د اند ورکونې صلاحیت ته یو عمر اړتیا ده، که یو عمر کم نه وي؛ نو ډېر هم نه دی او هغه هم په دې شرط، چې نو موړی کس قوي استعداد او ذوق ولري او الهي پېرزونې هم پرې شوې وي.

پر تخصص او اجتهاد سربېره، هغوی د رای او نظر مرجع پېژندل کېدای شي، چې له حداکثر تقوا، خدای پېژندنې او د خدایه له وېرې له ځانګړنې برخمن وي. د اسلام تاریخ دا شان کسان راښيي، چې له ټولو علمي او اخلاقي صلاحیتو په درلودو، چې غوښتل یې د څه باب نظر ورکړي، ډېر په لړزېدل.

له لوستونکیو بښنه غواړم، چې د خبرو لمن لږه اوږده شوه.

پینځمه برخه

 

د قرآن عظیم الشان له نظره د ښځې انساني مقام

  • اسلام د ښځې او سړي په هکله د انسانانو د مساواتو آر ته هم پاملرنه کړې.
  • اسلام د ښځې او سړي د حقوقو له تساوۍ سره مخالف نه دی، د حقوقو له تشابه سره یې مخالف دی.
  • اسلام د ښځې په اړه له سپکاوۍ ډک نظریات منسوخ کړي دي.
  • قرآن عظیم الشان پخپلو کيسو کې انډول ساتلی، د کيسو اتلان یې یوازې سړي نه دي ښوولي.
  • که ښځه وغواړي له سړي سره له مساوي حقوقو برخمنه شي، له سړي سره حقوقي مشابهت باید له منځه یوسي.
  • د اسلام علماوو د “عدل” د آر په ښوولو، د حقوقو د فلسفې بنسټ کېښود.
  • شرقي، انسانیت په ګذشت- تېریدنه او نېکۍ کې او غربي یې د حقوقو په لاس ته راوړنه کې ويني.
  • د بشر د حقوقو اعلامیه قانون نه؛ بلکې فلسفه ده او د فیلسوفانو تر تصدیق لاندې باید تېره شي، نه داچې استازي یې تصویب کړي.
  • د انسان درناوی، چې د بشر د حقوقو د اعلامیې سټه ده، لا له ډېر پخوا د ختیځ او اسلام له خوا تایید شوی.
  • غربي نړۍ له یوې خوا تر ورورستي شوني بریده ‏انساني مقام راټیټوي او بلخوا د بشر د حقوقو په نامه اوچتې اعلامیې ورکوي.
  • د بشر نننۍ بدمرغۍ دا ده، چې “خود=انا” یې هېر کړی دی.
  • د انسان درناوی د لویدیځ له فلسفې سره نه؛ بلکې د ختیځ له فلسفې سره اړخ لګوي.

د قرآن عظیم الشان له نظره د ښځې انساني مقام

اسلام ښځه څرنګه موجود ګڼي؟ د شرافت او انساني حیثیت له اړخه یې له سړي سره یو شان ګڼي که پرېوتې؟اوس دا پوښتنه ځوابوو.

د کورني حقوقو په هکله د اسلام ځانګړې فلسفه

اسلام د ښځې او سړي د کورني حقوقو په اړه ځانګړې فلسفه لري او څه چې څوارلس پېړۍ مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې روان دي، ورسره ټکر لري. اسلام، ښځې او سړي ته په ټولو ځایونو ‏کې یو شان حقوق، یو ډول دنده او یو ډول سزا نه ده ټاکلې، د حقوقو، دندو او سزاګانو ځینې برخې یې سړي ته مناسبې لیدلي او ځینې نورې یې ښځې ته او په پایله کې په ځینو ځایونو ‏کې ښځې او سړي ته یو شان وضع او په نورو ځایونو کې یې نامشابهه وضع په پام کې نیولې ده.

ولې؟ او په کوم حساب؟ ایا اسلام هم د نورو ښوونځيو په څېر د ښځې په تړاو له سپکاوي ډک نظریات لري او پرېوتى جنس یې ګڼي او یا داچې بل لامل او فلسفه لري؟

د لویدیځ غونډال د لارویانو ‏په خبرو او لیکنو کې به مو په بیا بیا اورېدلي او لوستي وي، چې د مهر، نفقې، طلاق او د ګڼ ښځي په اړه اسلامي مقررات، د ښځينه وو د سپکاوي په بڼه یادوي او داسې ښيي، چې دا چارې بل دلیل نه لري او یوازې د سړي اړخ په کې په پام کې نیول شوی دی.

وايي تر شلمې پېړۍ مخکې د نړۍ ټول قوانین په دې بنسټ دي، چې د جنس له نظره سړی تر ښځې شریف-غوره دی او ښځه د سړي ګټې او سات تېرۍ ته پنځول شوې او اسلامي قوانین هم د سړي د ګټو په چورلیځ ګرځي.

وایي اسلام د سړو دین دی او ښځه یې په بشپړ ډول د انسان په حېث نه ده پېژندلی او کوم حقوق، چې انسان ته اړین دي، ورته یې نه دي وضع کړي. که اسلام ښځې ته په بشپړ انساني سترګه کتلای؛ نو د ګڼ ښځي وړاندیز به یې نه کاوه، سړي ته به یې د طلاق حق نه ورکاوه، د دوو ښځو شهادت به یې له یو سړي سره برابر نه پتېیله، د کورنۍ مشرتوب به یې سړي ته نه ورکاوه، د ښځې نیم میرا‏ث به یې د سړي له پوره میراث سره مساوي نه ګاڼه، ښځې ته به یې د مهر په نامه بیه نه ټاکله، ښځې ته به یې وټیزه او ټولنېزه خپلواکي ورکړې وه او د سړي جیره خوره او واجب النفقه به یې پتېیلې نه وه. دا ښيي، چې اسلام ښځې ته په سپکه ګوري او هغه یې سړي ته سريزه او وزله ګڼلې ده. وايي، چې اسلام د مساوات دین دی او دې مساواتو ته یې په نورو ځایو کې پاملرنه کړې؛ خو د ښځې او سړي په اړه یې ‏ نه ده کړې. وايي اسلام سړیو ته حقوقي امتیاز او حقوقي غورواي ورکړي او که سړیو ته یې دا شان نه و کړي؛ نو پورتني قوانین به یې نه وضع کول.

که وغواړو ددې سړیو استدلال ته ارسطويي منطقي-سولیز بڼه ورکړو؛ نو دا شان به وي: که اسلام ښځې ته په بشپړ انساني سترګه کتلاى؛ نو له سړي سره مشابه او مساوي حقوق به یې ورته ټاکلي ول؛ خو مشابه او مساوي حقوق یې ورته نه دي ورکړي؛ ځکه ښځه رښتینې انسانه نه ګڼي.

تساوي که تشابه؟

هغه آر، چې په دې استدلال کې کارېدلی، په انساني حیثیت او شرافت کې د ښځې او سړي د اشتراک لزوم او په حقوقو کې یې تشابه ده. هغه مطلب، چې له فلسفي نظره دې هم ورته ځېرنه وشي دا دی، چې په انساني حیثیت کې د ښځې او سړي د اشتراک لزوم څه دی؟ دا یې لزوم دی، چې یو یو بل په څېر مساوي حقوق ولري، ‏داسې چې حقوقي غوراوی او امتیاز نه وي؟ یا د ښځې او سړي حقوق پر تساوۍ او برابرۍ سربېره، متشابه او یو شان-یکنواخت هم وي او د کار او دندې هېڅ ډول ویش په کې نه وي؟ اړنګ نشته، چې په انساني حیثیت او د انسانیت له مخې، په برابرۍ کې د ښځې او سړي د اشتراک لزوم، په انساني حقوقو کې له برابرۍ سره ‏ مساوي دی؛ خو په حقوقو کې یې تشابه څرنګه ده؟

که په پټو سترګو د لویدیځ د فلسفې پېښې کول او تقلید شا ته واچوو او هغه فلسفي څرګندونې او اندونه، چې د هغوی له خوا راته رارسي، خپل سر په ګرېوان کې ښکته کړو؛ نو لومړی باید ووینو، چې ایا د حقوقو د تساوۍ لزوم، د حقوقو تشابه هم ده که نه؟ تساوي غیر له تشابه ده. تساوي، برابري ده او تشابه یوشان والی-یکنواخت دی. ممکن یو پلار خپله شتمني په متساوي ډول پخپلو اولادو وویشي؛ خو په متشابه ډول یې ونه ویشي. د ساري په ډول: ممکن پلار څو ډوله شتمني ولري؛ لکه سوداګر خونه-تجارتخانه، پټي او په اجاره ورکړای شوي کورونه هم ولري؛ داچې پلار له مخکې د خپلو زامنو استعدادونه ارزولي، په یو کې د سوداګرۍ استعداد دی، په بل کې د بزګرۍ او په بل کې د اجارې ورکونې؛ پلارغواړي په خپل ژوند کې په زامنو شتمني وویشي، ددې په پامنيوي، ‏چې څه ټولو اولادو ته ‏ورکوي؛ نو د ارزښت له مخې اولاد يو له بل سره مساوي دي او دلته امتیاز او غوراوی نشته، هر اولاد ته هماغه شتمني ورکوي، چې د استعداد ارزونې په ازمېښت کې یې ورته مناسبه لیدلې وه.

څومروالی- کمیت له کیفیت-څرنګوالی سره او برابري له یوشان والي-یک نواختۍ سره توپیر لري. څه چې جوت دي دا دي، چې اسلام ښځې او سړي ته یوشان او یکنواخته حقوق په پام کې نه دي نیولي؛ خو اسلام د ښځو په پرتله کله هم سړیو ته حقوقي امتیاز او غواروی په پام کې نه دی نیولی. اسلام د مساواتو آر د ښځې او سړي په هکله هم پام کې نیولی دی. اسلام د ښځې او سړي د حقوقو له تساوۍ سره مخالف نه؛ بلکې د حقوقو د تشابه مخالف یې دی.

د “تساوي” او “مساوات” په ټکي کې د برابرۍ او نه امتیاز مفهوم رانغاړل شوی؛ ځکه یې “سپېڅلتیا” موندلې، راښکنه لري، اورېدونکی ځان ته راماتوي، په تېره، که د “حقوق” له کلمې سره یو ځای شي.

د حقوقو تساوي! څومره ښکلى او سپېڅلى ګډون-ترکیب دی! هغه به څوک وي، چې پاک وجدان او فطرت ولري او د دې دوو کلمو پر وړاندې سرټیټی او خاضع نه اوسي؟!

موږ، چې یوه ورځ د نړۍ د علم، فلسفې او منطق بېرغچیان وو، نه پوهېږم ولې مو کار دې ځاې ته راورسېد، چې نورکسان غواړي د “د ښځې او سړي د حقوقو د تشابه” په اړه د “حقوقو د تساوۍ” په سپېڅلي نامه خپل نظریات راباندې راوتپي؟ مثال ‏یې؛ لکه څوک، چې هنداوڼې خرڅوي؛ خو د خټکي په نامه یې تبیلغوي.

څه چې څرګند دي دا دي، چې اسلام په ټولو ځایونو کې ښځو او سړیو ته مشابه حقوق نه دي وضع کړي؛ لکه همداراز یې چې په ټولو ځایونو کې ورته مشابهې دندې او سزاوې هم نه دي وضع کړي. ایا ښځو ته د ‏ټاکل شویو حقوقو ارزښت، له هغه څه کم دي، چې سړیو ته ټاکل شوي؟ نه! دا به درته ثابته کړم.

دلته دویمه پوښتنه رامنځ ته کېږي، داچې اسلام په ځینو ځایونوکې د ښځې او سړي حقوق نامشابه ایښي؛ نو لامل یې څه دی؟ولې یې مشابه نه دي ایښي؟ ایا دا به غوره وي، چې د ښځې او سړي حقوق هم مساوي او هم مشابه؛ که نه یوازې مساوي وي او ‏ مشابه نه وي؟ ددې مطلب بشپړ څېړلو ته اړین دي، چې په درې برخو کې پرې ویینه وکړو.

۱- د پنځونې او پنځون له نظره د ښځې د مقام په هکله د اسلام نظر.

٢- د سړي او ښځې په پنځونه کې توپیرونه کو مو موخو ته دي؟ ایا دا توپیرونه ددې لاملېدای شي، چې ښځه او سړی د طبیعي او فطري حقوقو له مخې نامشابه وضع ولري که نه؟

٣- په اسلامي مقرراتو کې، چې د ښځې او سړي ترمنځ کوم توپیرونه دي، چې په ځینو ځایونو کې هغوی په نامشابه حالت کې ږدي؛ نو دا د کومې فلسفې پر بنسټ دي؟ایا دا فلسفې لا تر وسه ټینګې پاتې دي؛ که نه؟

په اسلامي نړۍ لید کې د ښځې مقام

قرآن عظیم الشان یوازې د قوانینو ټولګه نه ده. د قرآن عظیم الشان منځپانګه یوازې یو لړ بې تفسیره وچ قوانین نه دي. په قرآن عظیم الشان کې هم قانون دی، هم تاریخ، هم موعظه، هم د پنځون تفسیر او په زرګونو نور مطالب. قرآن عظیم الشان؛ لکه څرنګه، چې د قانون د یلو ‏په بڼه دستورالعمل ټاکي او په بل ځای کې وجود او هستي تفسیروي، د ځمکې، اسمان، بوټي، څاروي، انسان د پنځونې راز او همداراز د مړینو، ژوند، عزتونو، ذلتونو، پرمختګونو، ځوړتیاوو‏، شتمنیو او بیوزلیو راز بیانوي. قرآن عظیم الشان د فلسفې کتاب نه دی؛ خو نظر یې د جهان، انسان او ټولنې په هکله په غوڅه بیان کړی، چې دا درې واړه د فلسفې بنسټیزې موضوع ګانې دي. قرآن عظیم الشان یوازې خپلو لارویانو ته د قانون ښوونه نه کوي او یوازې نصیحت او موعظې یې نه دي بیان کړي؛ بلکې د خقلت په تفسیرولو خپلو لارویانو ته فکر، ځانګړې لار او نړۍ ولید ورکوي. د ټولنیزو چارو؛ لکه، مالکیت، حکومت، کورني حقوق او. . . . ‏په هکله د اسلامي مقرراتو بیخ بنا هماغه تفسیر دی، چې له پنځون او څیزو یې کوي.

د ښځې او سړي د پنځونې موضوع هم په قرآن عظیم الشان کې تفسیر شوې ده. قرآن عظیم الشان په دې اړه چوپ نه دى پاتې شوی او د اوتو بوتو ویونکیو ته یې دا مجال نه دی ورکړی، چې له ځانه په ښځې او سړي پورې اړوند مقرراتو ته فلسفه راوباسي او ددې مقرراتو بنسټ د ښځې په هکله د اسلام له سپکاوي ډک نظر وښیي.

که وغواړو، چې د ښځې او سړي د پنځونې په هکله د قرآن عظیم الشان نظرڅه دی؛ نو اړینه ده، چې د ښځې او سړي د خټې مسلې ته پاملرنه وکړو، چې د نورو مذهبو په کتابو کې هم راغلي. قرآن عظیم الشان هم په دې باب چوپ نه دی ناست. باید ووینو، چې قرآن عظیم الشان ښځه او سړی له یوې خټې ګڼي او که له بېلابېلې؛ یعنې ایا ښځه او سړی یو خورزوني-طینت او له یو خټې دي که دوه خورزوني او له بېلابېلې خټې؟ قرآن عظیم الشان په ګڼو آیتو کې په ډاګه وايي، چې ښځې مو د سړیو له جنسه او د سړي په څېر له خټې پنځولي دي. قرآن عظیم الشان لومړی د آدم په هکله وايي:

))يَاأَيُّهَا النَّاسُ اتَّقُوا رَبَّكُمُ الَّذِي خَلَقَكُم مِن نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا[4]= خلكو! د خپل پالونكي (له مخالفته) ووېرېږئ، هغه چې تاسې ټول يې له يوه تنه پېدا كړئ او (همداراز) له هماغه يې د هغه جوړه هم پيدا کړه. ((

د ټولو بنيادمانو په هکله وايي: خدای، تاسې ته ستاسې له جنسه جوړه پیدا کړه.[5]

په ځینو مذهبي کتابونو کې راغلي، چې ښځه د سړي په پرتله له پرېوتې مادې پنځول شوې او یا داچې وايي: په پیل کې د آدم ښځه دهغه د کیڼ لوري له غړي پنځول شوې ده؛ نو دا شان خبرې په قرآن عظیم الشان کې نشته، همداراز په اسلام کې د ښځې د رغښتی- طینت او خټې په اړه له سپکاوۍ ډکه نظریه هم نشته. له سپکاوۍ ډکه بله نظریه، چې په تېر وخت کې وه او د نړۍ په ادبیاتو کې یې ناوړه اغېزې پرېښې، دا ده، چې ښځه د ګناه عنصر دی، له وجوده یې شر او وسوسه راپورته کېږي او کوچنۍ شیطانه ده. وايي: سړیو، چې کومه ګناه کړې، د ښځو په کې لاس و. وايي: سړی پخپل ذات کې له ګناه پاک دی او دا ښځه ده، چې سړی ګناه ته راکاږي. وايي: شیطان نېغ په نېغه د سړي وجود ته ننوتی نشي او یوازې د ښځو له لارې سړي غولوي، شیطان، ښځه وسوسه کوي او بیا ښځه، سړی وسوسه کوي. وايي: شیطان په پیل کې آدم وغولاوه او له نېکمرغي جنته وشړل شو؛ نو دا د ښځې له لامله ول. شيطان، “حوا” وغولوله او حوا ادم وغولاوه.

قرآن عظیم الشان د آدم د جنت کيسه کړې؛ خو دا یې کله هم نه دي ویلي، چې شیطان یا مار په پیل کې حوا وغولوله او حوا بیا آدم وغولاوه. قرآن عظیم الشان، حوا د اصلي مسوول په توګه نه ښيي او نه یې له حسابه اوباسي. قرآن عظیم الشان وايي: آدم ته مو وویل ته او ښځه دې په جنت کې اوسئ او له مېوو یې خورﺉ. قرآن عظیم الشان، چې کله د شیطان د وسوسو خبره رامنځ ته کوي، ضمېرونه د “تثنیه” په شکل راوړي او وايي:

)) فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّيْطَانُ[6]= بيا شيطان دواړو ته وسوسه واچوله.((

)) فَدَلاَّهُمَا بِغُرُورٍ=[7] او په دې توګه، هغوى يې په چل (له خپل مقامه) راكوزكړل.

)) وَقَاسَمَهُمَا إِنِّي لَكُمَا لَمِنَ النَّاصِحِينَ[8]= او ورته يې قسم وكړ، چې زه ستاسې خير غوښتونكى يم.((

هغه اند، چې په هغه وخت او پېر کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې و؛ نو په دې توګه ورسره قرآن عظیم الشان په سختې مبارزې لاس پورې کړ او له دې توره یې ښځه خلاصه کړه، چې د وسوسې، ګناه او کوچني شیطان عنصر دی.

د ښځې په هکله د سپکاوۍ بل ډک نظر د ښځې د روحاني او مانیز-معنوي استعدادو په برخه کې دی، وايي: ښځه جنت ته نه ځي، ښځه له مانیز او الهي مقاماتو تېرېدلای نشي او؛ لکه څرنګه چې سړي رسي، ښځې، خدای ته ورنژدې کېدای نشي. قرآن عظیم الشان په ګڼو آیتونو کې روښانه کړې، چې اخروي اجر- هېداد او خدای ته نژدې کېدنه په جنسیت پورې اړه نه لري. قرآن عظیم الشان د هر ستر او سپېڅلي سړي ترڅنګه ستره او سپېڅلې ښځه هم یاده کړې ده. د آدم (علیه السلام) او ابراهیم (علیه السلام) مېرمنې او د عیسی (علیه السلام) او موسی (علیه السلام) میندې یې خورا لمانځلي دي. که د نوح او لوط ښځې خپلو مړونو ته ناوړه یادوي؛ خو د فرعون ستره مېرمن یې هم نه ده هېره کړې، چې په ناوړه مېړه اوختې وه؛ لکه چې قرآن عظیم الشان غواړي پخپلو کيسو کې انډول وساتي او د کيسو اتلان یوازې سړي نه ګڼي.

قرآن عظیم الشان د حضرت موسی (علیه السلام) د مور په هکله وايي: د موسی (علیه السلام) مور ته مو وحې وکړه، چې ماشوم ته دې شيدې ورکړه او چې په هکله یې وېرېدې؛ نو په سیند کې یې خوشې کړه او مه خپه کېږه، بېرته به یې درته راولو.

قرآن عظیم الشان د عیسی (علیه السلام) د مور؛ بي بي مریم په هکله وايي: ان داچې د عبادت په محراب کې به ورسره پرښتو خبرې کولې، له غیبه ورته روزي راتله، له مانیز اړخه دومره پورته تللې وه، چې د وخت پېغمبر ورته حیران شو، حضرت زکریا (علیه السلام) د بي بي مریم پر وړاندې هک پک شوی و.

د اسلام په تاریخ کې هم سترې او سپېڅلې ښځې ډېرې دي. ډېر کم سړي به حضرت خدیجې بي بي ته ورسي او بې له رسول الله او حضرت علي بل یو سړی هم فاطمې بي بي ته نشي رسېدای. فاطمه بي بي پر خپلې اولادې، چې امامان دي او بې له خاتم الانبیاء نور په ټولو پېغمبرانو غوروای لري. اسلام د “سیر من الخلق الی الحق” په لار کې؛ یعنې د خدای پر لوري په سفر کې د ښځې او سړي ترمنځ توپیر نه دی ایښی. کوم توپیر، چې اسلام ایښی هغه په “سیر من الحق الی الخلق” کې دی، خلکو ته د حق بېرته را استونه او د پېغمبرۍ د مسوولیت زغم دی، چې سړی یې دې کار ته مناسب لیدلی دی.

 د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر د جنسي ریاضت او د جره توب سپېڅلتیا ده؛ لکه څرنګه چې پوهېږو په ځینو ادیانو کې جنسي اړیکه ذاتاً ناوړه ده. ددې ادیانو د لارویانو په اند یوازې هغوی مانیزو مقاماتو ته رسېدای شي، چې ټول عمر جره وي. د نړۍ یو مخور مذهبي مشر وايي: “ د بکارت په تبر د واده ونه له بیخه راوباسئ. ” همدا مشران، له فاسده د فساد د لرې کولو په موخه واده ته اجازه ورکوي؛ یعنې داسې ادعا کوي: “ داچې ډېری وسمن نه دي، چې په جره توب صبر وکړي او په دې اړه یې پښه ښو یېږي او په فحشاوو ککړېږي او له ګڼو ښځو سره لار پیدا کوي؛ نو غوره ده، چې واده وکړي، چې یوازې له یوې ښځې سره یې لار وي. ” د ریاضت غوښتنې د افکارو جرړه او له جره والي پلوي ښځينه وو ته بدکڅي ده او د ښځې مینه له سترو اخلاقي مفاسدو ګڼي.

اسلام له دې خرافاتو سره سخته جګړه وکړه، واده یې سپېڅلی او جره توب یې ناوړه وګاڼه، اسلام له ښځې سره مینه د انبیاوو اخلاق وښوول، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وویل: “ درې څیزونه مې ښه ایسي: ښه بوی، ښځه او لمونځ. ” “برتراند راسل” وايي: په ټولو ادیانو کې د جنسي اړیکې پر وړاندې بدبیني تر سترګو کېږي؛ خو بې له اسلامه، اسلام د ټولنیزو ګټو له مخې دې اړیکې ته پولې او مقررات وضع کړي؛ خو کله یې هم ناوړه نه دي شمېرلي.

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر دا و، چې ویل یې، ښځه د سړي د وجود سريزه ده او سړي ته پنځول شوې ده.

اسلام کله هم داسې خبره نه لري. اسلام د نهايي(غايي) لامل آر په ډاګه وایی، اسلام وايي، ځمکه، اسمان، ورېځې، باد، بوټي، څاروي او هر څه انسان ته پنځول شوي؛ خو کله هم نه وايي، چې ښځه، سړي ته پنځول شوې ده. اسلام وايي، سړی او ښځه یو بل ته پیدا شوي دي.

((هُنَّ لِبَاسٌ لَّكُمْ وَأَنْتُمْ لِبَاسٌ لَهُنَّ[9]– هغوى ستاسې او تاسې د هغوى جامه ياست.))

که قرآن عظیم الشان داسې ګڼله، چې ښځه د سړي سريزه او هغه ته پنځول شوې وي؛ نو دا اړخ به یې هم هرومرو په پام کې نېولی و؛ خو داچې اسلام د پنځون د تفسیر له نظره دا شان اند نه لري او ښځه د سړي د وجود لوبڅې نه ګڼي، په خپلو ځانګړو مقرراتو کې د ښځې او سړي په هکله دې مطلب ته نظر نه دی کړی.

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر، چې په تېر وخت کې و، دا دی، چې ښځه یې د سړي په اند یو شر او بلا ګڼله. د ښځې له وجوده، له دې دومره ګټنې سره سره، بیا هم ډېری سړیو سپکاوي یې کاوه او د ځان د بدمرغۍ او کړخت لامل یې ګڼله. قرآن عظیم الشان کریم په ځانګړي ډول دا مطلب څرګندوي، چې سړي ته د ښځې وجود خیر دی او د زړه د ارامتیا لامل یې ده.

د ښځې په هکله له سپکاوۍ بل ډک نظر دا دی، چې په اولاد راوړنه کې یې د ښځې ونډه ناڅیزه ګڼله. د جاهلیت عربانو او ځینو نورو ملتونو، مور یوازې یو لوښی ګاڼه او د سړي نطفه – څاڅکى، چې د اولاد اصلي تخم او دانه ده، په ځان کې ساتي او وده ورکوي. په قرآن عظیم الشان کې ددې په ترڅ کې چې وايي: تاسې مې له ښځې او سړي وپنځولئ او ځینې نور آیتونه، چې په تفاسیرو کې بیان شوي، دې شان فکر ته یې د پای ټکې کېښود.

څه چې وویل شول، جوتېږي، چې اسلام د فلسفي فکر له نظره او د پنځون د تفسیر له نظره، ښځې ته سپک نه ګوري؛ بلکې دا نظریات یې رټلي دي. اوس يې وار دی، چې ووینو د ښځې او سړي د حقوقي نه تشابه فلسفه څه ده.

 

تشابه نه ! تساوي هو !

و مو ویل، چې اسلام د سړي او ښځې په کورني حقوقو او اړیکو کې ځانګړې فلسفه لري او له هغه څه سره مغایرت لري، چې څوارلس پېړۍ مخکې تېر شوي او څه چې په نننۍ نړۍ کې تېرېږي هم اړخ نه لګوي.

و مو ویل: د اسلام له نظره دا مسله کله هم نوموتې- مکړلار نه وه، چې ایا په انسانیت کې ښځه او سړی دوه متساوي انسانان دي که نه؟ ایا کورني حقوق یې باید يو له بل سره مساوي ارزښت ولري که نه؟ د اسلام له نظره ښځه او سړی دواړه انسانان دي او له متساوي انساني حقوقو برخمن دي.

څه چې د اسلام له نظره نو موتي- مکړلار دي، دا دی، چې ښځه او سړی په دې دلیل، چې یو ښځه او بل سړی دی، په ډېرو ځایونو کې يو له بل سره مشابه نه دي، نړۍ ورته یو شان نه ده، پنځون او طبیعت هغوی یکنواخته- یو شان نه دي غوښتي او له همدې مخې ایجابوي، چې د ډېری حقوقو، دندو او سزاګانو له اړخه مشابه وضع و نه لري. په لویدیزه نړۍ کې اوسمهال هڅه کېږي، چې د ښځې او سړي ترمنځه د قوانینو، مقرراتو، حقوقو او وظایفو له مخې، مشابه – یو ډول او واحده وضع رامنځ ته کړي او د ښځې او سړي په طبیعي اوغریزي توپیرو سترګې پټې کړي. د اسلام د نظر او د لویدیځ د غونډالو ترمنځ توپیرونو په همدې ځای کې دي. په هېواد کې مو، چې اوس د اسلامي حقوقو د پلویانو او د لویدیځ د غونډال د لارویانو ترمنځ کومه مسله روانه ده، د ښځې او سړي د حقوقو تساوي نه؛ بلکې د حقوقو د تشابه او وحدت مسله ده.

“د حقوقو تساوي” غولوونکې نښه ده، چې د لویدیځ پېښه مارو- مقلدینو د لویدیځ په دې لاس ته راوړنې لګولی ده.

په ټولو ویناوو او کنفرانسو کې مې ددې غولوونکې نښې له کارونې او یادونې ډډه کړې.

زه نه وایم، چې د نړۍ په هېڅ ځای کې د سړي او ښځې د حقوقو د تساوۍ ادعا مانا نه درلوده او نه یې لري او د نړۍ تېر او اوسني ټول قوانین د ښځې او سړي حقوق د مساوي ارزښت پر بنسټ وضع کړي او یوازې مشابهت یې له منځه وړی دی.

نه! داسې ادعا نه لرم. ترشلمې پېړۍ مخکې اروپا تر ټولو ښه شاهد ده. تر شلمې پېړۍ مخکې په اروپا کې ښځه په قانوني او عملي توګه له انساني حقوقو بې برخې وه، نه یې له سړي سره مساوي حقوق درلودل او نه مشابه. د هغه ګړندي خوځښت په پایله کې، چې په روستۍ ‏یوې پېړۍ کې په لږه موده کې د ښځې په نامه ښځې ته په اروپا کې وشو، ښځې له سړي سره څه نا څه مشابه حقوق و موندل؛ خو د ښځې طبیعي وضع او روحي او جسمي اړتیاوو ته په پاملرنې، کله یې هم له سړي سره مساوي حقوق ونه موندل؛ ځکه که ښځه غواړي د سړي په څېر مساوي حقوق او نېکمرغي ولري، يوازېنۍ لار یې دا ده، چې حقوقي مشابهت له منځه یوسي، سړي ته دې د هغه وړ او ځان ته دې د ځان وړ حقوق په پام کې ونیسي. یوازې له همدې لارې د ښځې او سړي ترمنځ رښتینی یووالی او صمیمیت رامنځ ته کېږي او ښځه له سړي سره د انډول-مساوي نېکمرغۍ؛ بلکې ‏تر هغه ‏لوړه نېکمرغۍ یې په برخه کېږي او سړي به د پېرزو او بې له ټګۍ برګۍ، ښځو ته انډول-مساوي حقوق او ان لا ډېر په پام کې ونیسي.

او زه ‏کله هم دا ادعا ‏نه کوم، چې تش په نامه ‏اسلامي ټولنه کې مو په عملي بڼه هغه حقوق، چې د ښځې په برخه شوي، د سړیو له حقوقو سره یې انډول-مساوي ارزښت درلود. څلو ځل مې ویلي، اړینه ده، چې د نننۍ ښځې وضع ته دې پوره پاملرنه وشي او پرېمانه حقوق، چې اسلام ورکړي او په تاریخ کې پرېښوول ‏شوي ول، ورته دې بېرته ورکړل شي، نه داچې په پټو سترګو دې د لویديځوالو پېښې وشي، چې هغوی ته یې هم په زرګونو بدمرغۍ رامنځ ته کړي دي او په یوه غلطه فرضیې، ښکلی نوم کېږدو او په ختیځو بدمرغيو، لویدیځې بدمرغۍ ورزیاتې کړو. زموږ ادعا دا ده، چې د ښځې او سړي د حقوقو نه تشابه تر هغه ځایه، چې د ښځې او سړي طبیعت یې په نامشابه حالت کې ایښی دی؛ نو دا هم له فطري عدالت او حقوقو سره په ښه توګه اړخ لګوي او هم په غوره توګه کورنۍ نېکمرغي خوندي کوي او هم ټولنه په ښه توګه پر مخ بیايي.

دې ته پوره پاملرنه وکړﺉ، موږ مدعي یو، چې د عدالت او د ښځې او سړي د فطري او انساني حقوقو لازمه، د حقوقو په ځینو برخو کې د ښځې او سړي نه تشابه ده.

نو ویينه مو سل په سلو کې فلسفي اړخ لري، د حقوقو په فلسفې پورې اړه لري، د “عدل” په آر پورې اړه لري، چې د کلام او اسلامي فقې له ارکانو دی. عدل هماغه آر دی، چې په اسلام کې یې د عقل او شرع د اړخ لګونې قانون رامنځ ته کړی دی؛ یعنې د اسلامي فقې له نظره یا لږ تر لږه د جعفري فقې له اړخه، که ثابت شي، د عدل غوښتنه ده، چې پلانى قانون دې داسې وي، نه هاغسې او که داسې وي؛ نو ظلم دی او د عدالت پرخلاف دی، باید ووایم، چې د شرع حکم هم دا دی؛ ځکه د اسلام شرع، د هغه آر له مخې، چې پخپله یې ښوولې، کله هم د عدالت او طبیعي او فطري حقوقو له چورلیځه نه وځي.

د اسلام علماوو د “عدل” د آر په وړاندې کولو او توضیح ورکونې، د حقوقو د فلسفې بنسټ کېښود؛ لکه چې د تاریخي ناخوالو په رامنځ ته کېدو يې ونشو کړای، هغه لار یې چې پرانېستې وه، پر مخ بوځي. د بشر حقوق او د عدالت آر د لومړي ځل لپاره مسلمانانو مکړلار کړل، چې دا دواړه ذاتي، تکویني او له قراردادي قوانینو بهر چارې دي او په دې توګه مسلمانانو د طبیعي او عقلي حقوقو سټه کېښوه.

خو تقدیر داسې و، چې هغوی خپل کار پر مخ بو نه ځي او له اتو پېړیو روسته اروپايي پوهان او فیلسوفانو دا کار پر مخ یوسي او په دې وویاړي، چې له یوې خوا یې ټولنیزې، سیاسې او اقتصادي فلسفې رامنځ ته کړې او بلخوا یې وګړي، ټولنې او ملتونه د ژوند له ارزښت او انساني حقوقو سره اشنا کړي او خوځښتوته، حرکتونه او پاڅونونه یې رامنځ ته کړل او د نړۍ څېره یې بدله کړه.

زما په اند، بې له تاریخي لاملو، یو ارویيز او سیمه ییز لامل هم په کې و، چې اسلامي خیتځ د عقلي حقوقو مسله، چې پخپله یې ددې سټه ایښې وه، پر مخ یو نه سي. د ختیځ او لویدیځ ترمنځ د روحیې یو توپیر دا دی، چې ختیځ اخلاقو ته او لویدیځ حقوقو ته لېواله دی، ختیځ په اخلاقو پسې او لویدیځ په حقوقو پسې لېونی دی، شرقي د شرقي طبیعت په حکم خپل انسانیت په دې کې ګڼي، چې عاطفه او تېرېدنه وکړي، له خپلو سره مینه ولري، مړانه وکړي؛ خو غربي خپل انسانیت په دې کې ویني، چې خپل حقوق وپېژني او ملاتړ یې وکړي او بل دې ته پرېنږدي، چې حقوق یې تر پښو لاندې کړي.

بشریت هم اخلاقو ته اړتیا لري اوهم حقوقو ته. انسانیت، هم په حقوقو پورې تړلی او هم په اخلاقو پورې، هر یو حقوق او اخلاق په یوازې ځان د انسانیت کچه نه دی.

د اسلام سپېڅلي دین دا شان ستر امتیاز درلود او لري یې چې حقوق او اخلاقو دواړو ته یې پاملرنه کړې ده. په اسلام کې؛ لکه څرنګه چې تېرېدنه، صمیمیت او نېکي د اخلاقي چارو په توګه “سپېڅلي” ګڼي، له حقوقو سره اشنايي او ملاتړ یې هم “سپېڅلي” او انساني ګڼلی او دا پوره کيسه لري، چې دلته یې د څېړلو وخت نشته.

خو د لویدیځې ځانګړې روحیې خپل کار وکړ. سره له دې، چې په پیل کې یې حقوق او اخلاق له اسلامه واخستل، د وخت په تېرېدو یې حقوقو ته شا او ټول پام یې اخلاقو ته واړاوه.

غرض دا دی: له کومې مسلې سره، چې نن مخ یو، یوه حقوقي، فلسفي، عقلي، استدلالي، او برهاني مسله ده او د عدالت په حقیقت او حقوقو په طبیعت پورې اړه لري. تردې مخکې، چې په نړۍ کې قانون وټاکل شي، عدالت او حقوق ول. د قانون په وضع کولو نشو کړای، چې د عدالت منځپانګه او د بشر انساني حقوق بدل کړو.

“منتسکیو” وايي: “ تردې مخکې، چې انسان قوانین وضع کړي، د ژویو ترمنځ د شته قوانینو پر بنسټ عادلانه اړیکې شونې وې، دا اړیکې د قانون د ټاکل کېدو لامل شوې. اوس که ووایو: بې له لومړنیو قوانینو، چې امر او منع کوي، بل هېڅ عادلانه او ظالمانه امر نشته؛ نو مثال یې داسې دی؛ لکه چې ووایو د دایرې تر رسمېدو مخکې ټولې شعاع ګانې یې مساوي نه دي. ”

“هربارت سپنسر” وايي: “عدالت غیر له احساساتو، له بل څه سره اغږل شوی، چې د بشر د وګړیو طبیعي حقوق دي او داچې عدالت بهرنى وجود ولري، باید د حقوقو او طبیعي امتیازاتو درناوی وکړي. ”

ډېری اروپايي حکماوو دا شان ګروهه درلوده او لري یې. د بشر حقوق له همدې طبیعي حقوقو سرچینه اخستې ده؛ یعنې د فطري او طبیعي حقوقو فرضیه وه، چې د بشر د حقوقو د اعلامیې په څېر راښکاره شوه.

او؛ لکه څرنګه چې پوهېږو، څه چې “منتسکیو”، “سپنسر” او نورو د عدالت په هکله وویل، عین هماغه څه دي، چې اسلامي متکلمینو د عقلي حسن و قبح او د عدالت د آر په اړه ویلي ول. په اسلامي علماوو کې داسې کسان ول، چې له ذاتي حقوقو منکر ول او عدالت یې قرادادي ګاڼه، همداراز په اروپایانو کې همدا شان ګروهه وه. انګلیسی “هوبز” له عدالته د واقعي چار په بڼه نمښتی- منکر دی.

د بشر د حقوقو اعلامیه قانون نه؛ بلکې فلسفه ده

د بشر د حقوقو اعلامیې د انسانانو ذاتي، غیر قابل سلب او غیر قابل اسقاط حقوق تر ویینې لاندې نېولي دي، داسې حقوق یې اوڅار- مکړلار کړي، چې ددې اعلامیې د ادعا له مخې، د انسانانو د انساني حیثیت لازمه ده او د پنځونې او پنځون وسمنو لاسونو د انسانانو لپاره ایښی دي؛ یعنې هغه مبداء او ځواک، چې انسانانو ته یې عقل، اراده او انساني شرافت ورکړی؛ نو د بشر د حقوقو د اعلامیې له مخې، دا حقوق یې انسانانو ته هم ورکړي دي.

په هر حال موږ د ښځې د انساني حقوقو مسله په علمي، فلسفي او د بشر د ذاتي حقوقو پر بنسټ څېړو. غواړو ووینو، هماغه اصول، چې دا یې غوښتنه ده، انسانان دې په ټولیز ډول یو لړ طبیعي او خدای ورکړي حقوق ولري، ایا ایجابوي، چې ښځه او سړی دې له حقوقي اړخه مشابه وضع ولري که نه؟

ددې مطلب څېړنو ته لومړی اړین دي، چې د انساني حقوقو د جرړې او بنسټ په هکله ویینه ولرو او بیا د ښځې او سړي ځانګړي حقوق تر څېړنې لاندې ونیسو.

بده نه ده، چې د نوې پېړۍ حقوقي خوځښتو ته لنډه کتنه وکړو، چې د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ نظریه ورکوي.

په اروپا کې د ښځې د حقوقو تاریخ ته کتنه

په اروپا کې تر ۱۷مې پېړۍ روسته د بشر د حقوقو په نامه خبرې پیل شوې. د ۱۷مې او ۱۸مې پېړۍ اندیالو‏او پوهانو د بشر د طبیعي، فطري او نه نفي کېدونکیو حقوقو په اړه خپل اندونه په هېښنده هلو ځلو په خلکو کې خواره کړل. “ژان ژاک روسو”، “ولتر” او “منتسکیو” له دې لیکوالانو او اندیالانو ځنې دي. د بشر د طبیعي حقوقو د پلویانو د افکارو د خورېدنې عملي پایله دا وه، چې د ملت او واکمن پلاوي ترمنځ اوږدې ناندرۍ پيل شوې. ملت بریالی شو، چې پر کال ۱۶۸۸ ز د یوې اعلامپاڼې په ترڅ کې یې د خپلو سیاسي او ټولنیزو حقوقو یوه برخه وړاندیز او بیا ترلاسه کړه.

ددې فکرونو د خورېدنې بله عملي پایله د انګلستان پر ضد د امریکا د خپلواکۍ جګړې وې. په شمالي امریکا کې د انګلستان په دیارلسو مستعمرو د زیات دباو له کبله، چې پر خلکو کېده، په پای کې یې خپله خپلواکي ترلاسه کړه.

پر کال ۱۷۷۶ز په “فېلادلفیا” کې یوه غونډه جوړه شوه او عمومي خپلواکي یې اعلان کړه او په دې اړه یې خبرپاڼه خوره کړه او په سريزه کې یې راغلي ول:

د بشر ټول وګړي په پنځون کې یو شان دي او خالق هر وګړي ته ثابت او نه بدلېدونکي حقوق ورکړي؛ لکه د ژوند او ازادۍ حق او د حکومتو اصلی لامل هم د نو موړو حقونو ساتنه ده او د حکومت ځواک او نفوذ یې د ملت د رضایت په خوښه وي.

څه چې اوسمهال د “بشر د حقوقو د اعلامیې” په نامه په نړۍ کې مشهور دي، هغه څه دي، چې د فرانسې تر ستر انقلاب روسته د “حقوقو د اعلان” په نامه خوره شوه. دا اعلامیه یو لړ ټولیز اصول دي، چې د فرانسې د اساسي قانون په پیل کې قید شوي او د فرانسې د اساسي قانون نه بېلېدونکې برخه ده. دا اعلامیه یوه سریزه او اوولس مادې لري.

لومړۍ ماده یې وايي: د بشر وګړي ازاد زیږېدلي او د عمر تر پایه ازاد پاتې شوي او په حقوقو کې مساوي دي.

په ۱۹مه پېړۍ کې په اقتصادي، ټولنیز او سیاسي مسئـلو کې د بشري حقوقو په هکله نوي افکار او بدلونونه پېښ شول، چې د سوسیالیزم د راښکاره کېدو او همداراز ددې لامل هم شو، چې زیار ایستونکیو پوړ ته دې ګټې په پام کې ونیول شي او له شتمنه دې د کارګر لاس ته حکومت ولېږدول شي.

د شلمې پېړۍ تر پیله د بشر د حقوقو په شاوخوا کې، چې څه ويينه شوې، د دولتو پر وړاندې د ملتو او د اربابانو پر وړاندې د خواري کښو د حقوقو په هکله ول. په شلمه پېړۍ کې په لومړي ځل د سړي پر وړاندې د “ښځې د حقوقو” مسله راپورته شوه. انګلستان، چې په ډیموکراسۍ کې تر ټولو زوړ هېواد دی، یوازې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې یې د ښځې او سړي برابر حقوقو ومنل. د امریکا د متحده ایالتو دولتونو په دې، چې په اتلسمه پېړۍ کې یې عمومي بشر ته د خپلواکۍ اعلان کړی و؛ خو پر ۱۹۲۰ز په سیاسي حقوقو کې د ښځې او سړي د برابرۍ قانون تصویب کړ او همداراز فرانسې هم په شلمې پېړۍ کې دې امر ته غاړه کېښووه.

په هر حال په شلمه پېړۍ کې په ګرده نړۍ کې ډېری ډلو د ښځې او سړي په اړیکو کې د د حقوقو او دندو له اړخه د ژور بدلون غوښتونکي ول. د دوی په ګروهه، څو د ښځې او سړي په اړیکو کې سمونې رانشي؛ نو له دولتو سره د ملتو او له اربابانو او شتمنو سره د خواري کښو په اړیکو کې بدلون به د ټولنیز عدالت رامنځ ته کونې ته بسیا نه وي.

له دې مخې په لومړي ځل د بشر د حقوقو په اعلامیه کې، چې پر کال ۱۹۴۸ز تر دویمې نړيوالې جګړې روسته د ملګرو ملتو له خوا خوره شوه، په سریزه کې یې راغلي ول:

“د ملګرو ملتونو خلکو یو ځل بیا په خپل منشور کې اعلان کړل، چې د بشر په حقوقو او د انساني وګړي په مقام او ارزښت او د ښځې او سړي پر مساوي حقوقو ایمان لري. ”

د نولسمې او شلمې پېړۍ ماشیني کړکېچ او د کارګرو او په تېره، د ښځې د اسکېرنې او بدې ورځې له لامله د ښځې د حقوقو موضوع ته نوره پاملرنه هم وشوه. د (البرماله تاریخ: ۳۲۸/۶) لیکي: “ تر هغه وخته چې دولتونو د کارګرانو احوال او د شتمنو چلن ته پاملرنه نه درلوده، شتمنو، چې څه یې زړه غوښتل، هماغسې یې کول، د کارخانو مالکانو به ښځې او سړي په لږه مزدورۍ ګومارل او داچې ډېر کار یې کاوه؛ نو په ډول ډول رنځوریو اخته کېدل او په ځوانۍ کې مړه کېدل. ”

په اروپا کې د بشر د حقوقو د خوځښت د تاریخ په اړه لنډ معلومات مو وړاندې کړل؛ لکه څرنګه چې پوهېږو د بشر د حقوقو د اعلامیې ټول مواد، چې اروپایانو ته نوي ول، څوارلس پېړۍ مخکې یې په اسلام کې وړاندوینه شوې وه او ځینو عربو او ایراني پوهانو له دې اعلامیو سره په پرتلنه کې هغه په خپلو کتابو کې راوړي دي. ددې اعلامیې ځینې برخې، له هغه څه سره اختلاف لري، چې اسلام راوړي او دا په زړه پورې ویینه ده، په دې کې یو د ښځې او سړي د حقوقو مسله ده، چې اسلام تساوي یې مني؛ خو د ښځې او سړي د حقوقو په اړه تشابه، یووالی او یکنواختي نه مني.

حیثیت او انساني حقوق

داچې د بشري کورنۍ د ټولو غړيو ذاتي حیثیت د یوشان او نه انتقالېدونکیو حقوقو پېژندنه، د ازادۍ، عدالت او سولې بنسټ جوړوي.

داچې د بشر د حقوقو نه پېژنده او سپکاوي یې د وحشیانه کړنو لامل شوی، چې د بشریت روح یې سرکښۍ ته اړ ایستلی او د داسې نړۍ رامنځ ته کېدنه یې د بشر تر ټولو لوړه هیله ښول شوې ده، چې پکې بشري وګړي د عقیدې په بیانولو کې ازاد او له وېرې او بېوزلۍ خلاص وي. داچې له انساني حقوقو باید د قانون د پلي کېدو له لارې ملاتړ وشي، چې بشر دې ته اړ نشي، چې د درملنې د روستۍ لارۍ په توګه د ظلم او دباو پر ضد راپاڅېږي. داچې له بیخه لازم دي، د ملتونو ترمنځ دې د دوستانه اړیکو پراختیا وهڅول شي. داچې د ملګرو ملتونو خلکو د بشر د حقوقو او د انساني وګړو د ارزښت او د ښځې او سړي د یو شان حقوقو په هکله په منشور کې یو ځل بیا خپل ایمان څرګند کړ او غوڅ هوډ یې ونیو، چې له ټولنیز پرمختګ سره مرسته وکړي او په لا ازاد چاپېریال کې د ژوند غوره وضع رامنځ ته کړي. داچې عمومي غونډه، د بشر د حقوقو دا نړیواله اعلامیه د ټولو خلکو او ملتونو ګډ ارمان اعلانوي، چې ټول وګړي او د ټولنې ارکان دې دا اعلامیه تل په پام کې ونیسي او هڅه دې وکړي، چې د ښوونې او روزنې له لارې دا حقوق پراختیا و مومي او د ملي او نړیوالو تدریجي تدابیرو له لارې یې رښتیني پلي کېدنه پر غړي ملتونو او یا هم هغه ملتونه، چې تر ولکې لاندې یې دي، ترسره شي.

پورتنۍ د سرو زرو جملې د بشر د حقوقو د نړيوالې اعلامیې سریزه ده، دهغې اعلامیې سریزه، چې په هکله یې ویل کېږي: ” دا ستر توفیق دی، چې تردې ورځې د انساني حقوقو په هکله د بشریت په برخه شوی دی. ”

په هر ټکي او غونډله یې کار شوی او؛ لکه چې مخکې مې هم وویل: د نړۍ د حقوق پوهانو او ازادي اړیو فلاسفه وو د څو پېړیو د افکارو ښکاروندوی ده.

 

د بشر د حقوقو د اعلامیې د سریزې پاموړ ټکي

دا اعلامیه په ۳۰ مادو کې اوډون شوې ده.

او د سریزې پاموړ څو ټکي یې دا دي:

۱- بشر له یو ډول حیثیت، درناوي او د ذاتي او غیر قابل انتقال حقوقو برخمن دی.

۲- د بشر حیثیت، احترام او ذاتي حقوق، ټولیز او عمومي دي، ټول انساني وګړي رانغاړي، تبغیض پکې نشته، سپین او تور، لوړ او ټیټ، ښځه او سړی ترې یوشان برخمن دي؛ لکه څرنګه چې د کورنۍ په غړیو کې یو هم خپل ګوهر تر نورو غړیو اصیل او شریف نشي ګڼلای؛ نو دا شان د بشر ټول وګړي هم د لوی او سترې کورنۍ غړي او د یوې تنې غړي دي، د شرافت له حیثه برابر دي، څوک هم نشي کړای، چې ځان له نورو وګړیو ښه شریف او اصیل وګڼي.

۳- د ازادۍ، سولې او عدالت بنسټ دا دی، چې ټول وګړي دې د خپل وجدان په تل کې په دې حقیقت (د ټولو انسانانو ذاتي درناوی او حیثیت) ایمان او منښته-اعتراف ولري.

اعلامیه وایي: ټول هغه خپګانونه یې موندلي، چې بشري وګړي یې یو بل ته رامنځ ته کوي. د جګړو، ظلمونو، تېریو، یو د بل پر وړاندې د وګړیو او قو مو د وحشیانه کړنو جرړه د انسان د ذاتي درناوي او حیثیت نه پېژندنه ده. د یوې ډلې له خوا د دې نه پېژندنه، مقابل لوری سرکښۍ ته اړباسي او له همدې لارې سوله او امنیت په خطر کې لوېږي.

۴- تر ټولو لوړه هیله دا ده، چې ټول یې باید رامنځ ته کېدنې ته هلې ځلې وکړي، د داسې نړۍ راښکاره کېدل دي، چې پکې په بشپړ ډول د عقیدې ازادۍ، امنیت او توکیزه-مادي سوکالي وي او د زندۍ کېدنې، وېرې او بېوزلۍ جرړه پکې را ایستل شوي وي. د اعلامیې دېرش واڼه مواد ددې هیلې لاس ته راوړنې ته اوډون شوي دي.

۵- د انسانانو په ذاتي حیثیت ایمان او د نه نفې کېدونکیو او نه انتقالیدونکیو حقوقو درناوی یې د وخت په تېرېدو سره د ښوونې او روزنې له لارې په ټولو وګړیو کې رامنځ ته شي.

د انسان مقام او درناوی

داچې د بشر د حقوقو اعلامیه، انسانیت ته د درناوۍ، ازادۍ او مساواتو پر بنسټ اوډون شوې او د بشر د حقوقو بیا راژوندي کېدو ته رامنځ ته شوې؛ نو د هر باوجدانه انسان د درناوۍ وړه ده. موږ ختیځوالو له پخوا د انسان د درناوي، مقام او ارزښت په هکله ادعا کوله؛ لکه مخکې مې چې هم وویل: د اسلام دین انسان، د انسان حقوقو، ازادۍ او مساواتو ته په نهایت درناوي او ارزښت ګوري. ددې اعلامیې اوډونوونکي او همداراز هغه فیلسوفان، چې په حقیقت کې ددې اعلامیې د لیکوالو الهاموونکي دي، موږ یې ستاینه او درناوی کوو. خو اعلامیه یو فلسفي متن دی، پرښتو نه؛ بلکې د بشر په لاس کښل شوی، د بشر د یوې ډلې استنباط دی، هر فیلسوف حق لري، چې شننه یې وکړي او که کمزوري ټکي په کې ویني، یادونه یې وکړي.

دا اعلامیه له کمزورو ټکیو تشه نه ده؛ خو په دې مقاله کې کمزوريو ټکیو ته یې ګوته نه نیسو؛ بلکې پیاوړیو ته یې نیسو.

ددې اعلاميې ډډه د “انسان پر ذاتي مقام” د انسان په ذاتي حیثیت او شرافت ده. ددې اعلامیې له انده انسان، په ځان پورې اړوند یو لړ ځانګړى عزت او شرافت لري او یو لړ ازادۍ او حقوق ورکړل شوي، چې نور ساکښ ددې ذاتي کرامت، شرافت او حیثیت په نه درلودو له دا شان حقوقو بې برخې دي. ددې اعلامیې مزبوت ټکي هم دا دي.

په لوېدیځو فلسفو کې د انسان لوېدنه او ټیټه

دلته بیا له یوې زړې فلسفي مسلې سره مخېږو: د انسان ارزونه، د نورو مخلوقاتو په پرتله د انسان شرافت او مقام، د انسان د درناوي وړ شخصیت.

باید وپوښتو: هغه ذاتي انساني حیثیت څه دی، چې انسان ته په حقوقي منشاء بدل شوی او هغه یې له اس، غوا، پسه او کوترې غوره کړی دی؟ همدلته د بشر د حقوقو د اعلامیې او د لویديځ په فلسفه کې د انسان ترمنځ روښانه تناقص راښکاره کېږي.

کلونه کېږي، چې د غرب په فلسفه کې انسان له ارزښت او اعتباره لوېدلی دی. هغه خبرې، چې د انسان او غوره مقام په هکله یې کېدې او ددې ټولو جرړه په ختیځ کې وه؛ نو نن زیاتره د لویدیځ په فلسفو کې پرې ملنډې وهل کېږي.

د لویدیځ له نظره انسان د ماشین تر پولو رالوېدلی، د روح او اصالت یې نمښته شوې ده. په نهايي- غايي لامل ګروهه او داچې طبیعت موخه لري؛ نو دا یوه روسته پاتې ګروهه ګڼل کېږي.

داچې انسان د مخلوقاتو اشرف دی؛ نو په لویدیځ کې په دې اړه څوک خبرې نشي کړای؛ ځکه د دوی په ګروهه، څوک چې ګروهن دي انسان د مخلوقاتو اشرف دی او نور مخلوقات انسان ته اېل- تسخیر کړای شوي؛ نو دا له زړې “بطلیموسي” ګروهې راولاړ شوي، چې د ځمکې، اسمان، د ځمکې د مرکزیت او پر شاوخوا یې د اسماني کوراتو د ګرځېدنې په اړه ده. ددې ګروهې په له منځه تګ سره، د انسان اشرف مخلوقاتوالي ته څه نه پاتېږي. د لویدیځ له انده دا ټولې ځانمنۍ وې، چې بشر پرې ککړ شوی و، بشر نن متواضع او سر ټیټی دی، له نورو ژویو په څېر ځان بې له یوې موټې خاورې بل څه نه ګڼي، له خاورې پیدا شوی او بېرته به خاورو ته ورګرځي او همدلته پای ته رسي.

لویدیځ د انسان روح د انسانه له وجوده بېل د پایښت وړ حقیقت نه ګڼي او په دې برخه کې د ځان، بوټي او څاروی ترمنځ کوم توپیر نه ویني. د منځپانګې له اړخه غربي انسان د فکري او روحي کړنو او د ډبرو سکرو د تودوخې ترمنځ کوم توپیر نه ویني، ټول د مادې او انرژۍ مظاهر او ښکارندوی ویني.

د لویديځ له نظره د ژوند ډګر ټولو ساکښو او ان انسان ته خونړی ډګر دی، چې د ژوند نه غوڅېدونکې شخړې یې رامنځ ته کړې دیي. د “تنازع بقا” بنسټیز آر پر ساکښو او انسانانو واکمن دی. انسان تل هڅه کوي، چې په شخړه کې ځان وژغوري. عدالت، نیکي، لاسنیوی، خیرغوښتنه او نور اخلاقي او انساني مفاهیم، ټول د “تنازع بقا”د بنسټیز آر زیږنده دي او بشر دا مفاهیم، خپل موقیعت ساتنې ته رامنځ ته کړي دي.

د ځینو پیاوړو لویدځو فلسفو له انده، انسان هغه ماشین دی، چې بې له اقتصادي ګټو بل څه یې محرک نه دی. دین، اخلاق، فلسفه، علم، ادبیات او هنر دا ټول هغه مخ بناوې دي، چې بیخ بینا یې د تولید ډول او د شتمنۍ خورېدنه او ویش دی، دا ټول د انسان د اقتصادي ژوند اړخونه او مظاهر دي. نه! دا هم انسان ته ډېر دي، د انسان د فعالیتو او حرکتو اصلي انګېزه او محرک، جنسي ځواک دى. اخلاق، فلسفه، علم، دین او هنر ټول د انسان د جود د جنسي لامل د اړول شوي شکل ځلېدنه او ښکاره کېدنه ده.

زه نه پوهېږم که د پنځون له موخې درلودو منکر شو او ګروهن شو، چې طبیعت خپل بهیرونه په ړندو سترګو پر مخ بیايي، که د ساکښو د ژوند د ضمانت يوازېنی قانون د “تنازع بقا” وي او د غوره ټاکل او بدلونونه په بشپړ ډول تصادفي دي او د انسان پایښت او شتوالی د څو میلیوني کلونو د جنایاتو د لړۍ تصادفي او بې موخې بدلونونه وي، چې نیکونو یې د نورو پر وړاندې روا ګڼل او تر ننه په همدې بڼه پاتې دی، که ګروهن یو، چې انسان د هغه ماشین یوه بېلګه ده، چې اوس یې پخپل لاس جوړوي او که په روح، اصالت او پایښت یې ګروهه د ځان په اړه ځانمني، ښنده- مبالغه او اغراق وي، که د بشر په ټولو کارو کې اصلي لمسوونکی- محرک او انګېزه، اقتصادي، جنسي او د ځان د غوره والي چارې وي، که نېک او بد په ټولیز ډول نسبي مفاهیم وي او فطري او وجداني الهامات تشې لاپې وګڼل شي، که انسان د جنس له نظره د شهوتونو او ځاني غوښتنو بنده وي او بې له زوره بل څه ته سر ټیټ نه کړي؛ نو څرنګه د انسان د حیثیت او انساني شرافت او د هغه د نه نفې کېدونکیو حقوقو او د درناوي وړ شخصیت په هکله خبرې وکړو او د خپلو ټولو فعالیتو بنسټ یې وګڼو؟!

 

لویدیځ د انسان په هکله له تناقض سره مخ دی

د لویدیځ په فلسفه کې تر هغه، چې شونې وه، د انسان ذاتي حیثیت ټکنی شوی او د انسان مقام راکښته شوی دی. و مو ویل: لویدیځې نړۍ انسان د پنځونې له اړخه او هغه لاملونه، چې انسان یې رامنځ ته کړى، د هغه په اړه د پنځوونکي په غونډال کې د بې موخۍ له اړخه، د وجود او جوړښت له اړخه، په اعمالو کې یې د انګېزې او محرک له اړخه او د وجدان له اړخه یې انسان څومره راټیټ کړی دی.

بیا یې د نه انتقالېدونکيو او سپېڅليو حقوقو او د انسان د مقام، کرامت، شرافت او ارزښت په هکله نو موړې ستره اعلامیه خپروي او ټول بشر ته بلنه ورکوي، چې پر دې سترې اعلامیې ایمان راوړي.

لویدیځ ته اړینه وه، چې لومړی یې په هغه تفسیر کې بیا کتنه کړې وای، چې له انسانه یې کوي او بیا یې د بشر د فطري او سپېڅلو حقوقو په اړه اعلامیې خورې کړې وای.

زه منم، چې د لویدیځ ټولو فیلسوفانو؛ لکه څرنګه چې انسان شرح شو، هماغسې یې نه دې تفسیر کړی، ځینو یې انسان هماغسې تفسیر کړ؛ لکه څرنګه یې چې ختیځ تفسیروي. موخه مې هغه اند دی، چې د لویدیځ په ډېری خلکو کې رامنځ ته شوی او د نړۍ خلک یې تر اغیز لاندې راوړي دي.

د بشر د حقوقو اعلامیه دې هغه څوک خوره کړي، چې انسان له ماشیني مادي ترکیبه پورته ګڼي، د انسان محرکونه او انګېزې یوازې په حیواني او شخصي چارو پورې و نه تړي او انسان ته په وجداني انسان ګروهن وي. د بشر د حقوقو اعلامیه باید ختیځ خوره کړي، چې د ((إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً)) په آر ایمان لري او په انسان کې یې د الوهیت د مظاهرو بېلګه لیدلې ده. هغه باید د بشر د حقوقو خبرې وکړي، چې تر سرمنزل پورې په انسان کې د سیر و سفر په شرنګ ګروهه ولري. ((يَاأَيُّهَا الْإِنسَانُ إِنَّكَ كَادِحٌ إِلَى‏ رَبِّكَ كَدْحاً فَمُلاَقِيهِ[10]= انسانه! په حقيقت كې ته د خپل پالونكي لوري ته پوره هڅې كوې (او كړاوونه ګالې)؛ نو ورسره به مخ شې. ”

د بشر د حقوقو اعلامیه د هغه فلسفي غونډال وړتیا لري‎، چې د ((وَنَفْسٍ وَمَا سَوَّاهَا. فَأَلْهَمَهَا فُجُورَهَا وَتَقْوَاهَا[11]= پر( انساني ) نفس او سموونكي يې قسم! نو هغه (نفس) ته يې د هغه بدي او پرهېزګاري الهام كړه (او په زړه کې ور واچوله) )) د حکم له مخې د انسان په خټه کې د نېکۍ لوري ته په لېوالتیا ګروهن وي.

د بشر د حقوقو علامیه باید هغه خوره کړي، چې د بشر ‏خټې ته خوشبین دی او د ((لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنسَانَ فِي أَحْسَنِ تَقْوِيمٍ[12]= [چې] په يقين موږ انسان په ډېره ښکلې بڼه پيداكړى دى)) د حکم له مخې یې تر ټولو بشپړ او معتدله خټه ګڼي.

څه چې د لویدیځ په تفکر کې د انسان له تفسیر سره ښه ښکاري د بشر د حقوقو اعلامیه نه ده؛ بلکې هماغه چلن دی، چې لویدیځ یې په عملی بڼه له انسان سره روا ګڼي؛ یعنې د ټولو انساني عواطفو وژل، د بشري ممیزاتو لوبڅي کول، له انسانه ‏د شتمنۍ غوروای، پیسو ته په بشر لومړیت ورکول، د موټر معبودېدل، د شتمنۍ مطلقه واکمني، د انسانانو زبېښاک، د پانګې بې نهایته ځواک، که څوک تر ځان روسته ټوله شتمني خپل ګران سپي ته ورډالۍ کړي؛ نو دا سپی له انسانانو ډېر درناوی پیدا کوي، انسانان د شتمن سپي په چوپړ کې کېږي، یوه یې منشي وي، بل یې دفتردار او ورته لاس په سینه ولاړ وي.

لویديځ هم ځان هېر کړی او هم خپل خدای

نن د بشر مهمه مسله دا ده، چې د قرآن عظیم الشان په تعبیر، بشر هم “ځان” هېر کړی او هم یې خپل خدای. مهمه مسله دا ده، چې د “ځان” سپکاوی یې کړی دی، له دنننه ليدنې، باطن او وجدان ته له پاملرنې غافل شوی او ټوله پاملرنه یې یوازې په حسي او مادي نړۍ پورې تړلې ده. بې د مادیاتو له خوند اخستنې، ځانته بله موخه نه ویني او نه یې پېژني، پنځون خوشې او بابېزه ګڼي، له ځانه نمښته- انکار کوي او خپل روح یې له لاسه ورکړی دی.

د ننني بشر ډېری بدمرغۍ له همدې فکره راټوکېدلي او په خواشینۍ هغه وخت نږدې دی، چې ټوله نړۍ راونغاړي او بشریت ورک او پوپناه کړي. د انسان په هکله دا شان تفکر ددې لامل شوی، څومره چې تمدن پراختیا و مومي او ستر شي؛ نو متمدن به سپکاوۍ ته لېوالېږي. د انسان په هکله دا شان فکر ددې لامل شوی، چې رښتیني انسانان باید په تېرو کې وپلټو او نننی ستر تمدن بې له انسان جوړونې د هر ستر څیز په جوړولو وسمن دی.

“ګاندي” وايي: “ لویدیځوال؛ ځکه ددې وړ دي، چې د ځمکې د خدای لقب ورکړ شي، چې د ځمکې د ټولو امکاناتو څستن دی. هغه د ځمکې په داسې کارو وسمن دی، چې نور ملتونه یې د خدای په ځواک کې شمېري؛ خو له یو څیزه عاجز دي او هغه د خپل باطن په ګرېوان کې سر ښکته کول دي، یوازې همدا موضوع د نوي تمدن د دروغجنې ځلا بابېزۍ- پوچوالي ته بسیا ده. د لویدیځ تمدن ځکه لویدیځوال شراب څښلو او د جنسي اعمالو پاملرنې ته اړ باسي، چې د “ځان پلټنې” پر ځای یې د ځان په ورکېدو پسې راخستې ده. د جګړیزو اوزارو په جوړولو کې موندنې او اختراعات، پر ځان واکمني او ځواک نه؛ بلکې له “ځانه- خودۍ” يې تېښته ده. له یوازیتوب ‏ او چوپتیا وېره او د پیسو لمن نیول، غربی انسان له خپل باطن غږ اورېدنې بې برخې کړی او د همېشني فعالیت انګېزه یې همدا ده. د نړۍ تر واک لاندې راوستو او فتح کېدو اصلي محرک یې “پر ځان د واکمنۍ” بېوسي ده؛ ځکه غربي انسان په ګرده نړۍ کې د اړ دوړ او فساد رامنځ ته کوونکی دی، چې کله انسان خپل روح له لاسه ورکړي؛ نو د نړۍ فتح به ورته څه ګټه ولري او دوی ته انجیل ښوونه کړې، چې په نړۍ کې د حقیقت، سولې او مینې زېرې ورکوونکي اوسئ؛ خو دوی په سرو زرو او مریانو پسې ګرځي او ددې پر ځاې، چې د انجیل د ښوونو له مخې د خدای پر ځمکه ‏‏ د بښنې او عدالت په لټه کې وی، خپلو ګناهونو پټولو ته، دین ‏ د وسیلې په توګه کاروي او د الهي کلام د خپرولو پر ځای، په ملتونو بمونه وروي. ”

نوځکه د بشر د حقوقو اعلامیه تر ټولو ډېره او تر ټولو مخکې خپله د لویدیځ له خوا تر پښو لاندې شوې ده. هغه فلسفه، چې لویدیځ یې په عملي بڼه په ژوند کې پلي کوي، د بشر د حقوقو د اعلامیې په ماتې پسې راخستې ده.

شپږمه برخه

د کورنۍ د طبیعي حقوقو بنسټ

  • قرآن عظیم الشان د انسانانو د واقعي حقوقو يوازېنى با صلاحیته مرجع دی.
  • په “مدني” ټولنه کې قراردادي اړخونه او په “کورنيزه” ټولنه کې طبیعي اړخونه واکمن دي.
  • په کورني حقوقو کې څلور پېرېزه فرضیه، د مالکیت په اړه د سوسیالیستانو د فرضیې کټ مټ پېښې دي.
  • ایا ښځه او سړی دوه حقوقي طبیعته ‏لري‏؟

 د کورنۍ د طبیعي حقوقو بنسټ (۱)

و مو ویل: د بشر د حقوقو روح او بنسټ دا دی، چې انسان له یو ډول ذاتي حیثیت او شخصیت برخمن دی او په پنځونه کې ورته یو لړ حقوق او ازادۍ ورکړل شوي، چې په هېڅ ډول د سلب او انتقال وړ نه دي.

و مو ویل: دا روح او دا بنسټ د اسلام او شرقي فلسفې د تایید وړ هم دی او څه، چې ددې اعلامیې له روح او تفسیر سره اړخ نه لګوي او بې سټې یې ښيي، هماغه تفسیرونه دي، چې د انسان او هستې په اړه یې د لویدیځ په ډېری فلسفي غونډالونو کې کېږي.

څرګنده ده، چې د انسانانو د رښتیني حقوقو پېژندو ته يوازېنۍ با صلاحیته مرجع د پنځون کتاب دی. په دې کتاب کې د انسانانو رښتیني ګډ حقوق او یو د بل پر وړاندې د ښځې او سړي حقوقي وضع ټاکل شوې ده.

هېښنده خو دا ده، چې سادګان کله هم دې ته چمتو نه دي، چې ستره مرجع په رسمیت وپېژني. د دوی په اند يوازېنى با صلاحیت مرجع د بشر هغه ډله وه، چې دا اعلامیه یې اوډون کړې وه او نن په ټوله نړۍ واکمني کوي، که څه، پخپله په عمل کې ددې اعلامیې موادو ته ژمن نه دي او نور هم نیوکې ته نه پرېږدي؛ خو موږ ځان ته دا حق ورکوو، چې د “بشر د حقوقو” په نوم نیوکه وکړو او د پنځون کتاب‏ باصلاحیته مرجع ګڼو.

زه یو ځل بیا له درنو لوستونکیو بښنه غواړم، دا شان چارې راڅپړم، چې لږ شان فلسفي رنګ لري او وچ ښکاري او ځینو ته ښايي ستړي کوونکي هم وي. زه خپله له دا شان چارو له اوڅاره-وړاندې کولو د امکان تر پولې ډډه کوم؛ خو کله چاره نه وي او د ښځې د حقوقو له چارو سره د وچو فلسفي چارو تړاو ډېر وي.

د طبیعي حقوقو اړیکه او د طبیعت د موخې درلودل

زموږ په اند طبیعي او فطري حقوق له هغه ځایه راپیدا شول، چې د پنځونې دستګاه ‏په روښانه لید او موخې ته په پاملرنې، ژوي د کمال پر لوري بیايي، چې د ژویو په وجود کې یې هم دا استعداد اغږلی دی.

 هر طبیعي استعداد د “طبیعي حق” بنسټ دی او یو “طبیعي سند” ورته ګڼل کېږي. د ساري په ډول انسان لوست او ښوونځي ته د تګ حق لري؛ خو “وري” دا حق نه لري، ولې؟

دا ځکه د لیک لوست او پوهې استعداد یوازې په انسان کې دی؛ خو په پسه کې نشته. پنځون د انسان په وجود کې دا د غوښتنې سند ایښی دی او د پسه په وجود کې یې نه دی ایښی. د فکر کولو او رای ورکولو او ازادې ارادې حق هم انسان ته ورکړ شوی دی.

ځینې انګېري، د “طبیعي حقوقو” فرضیه او داچې پنځون، انسان له یو ډول غوره حقوقو برخمن کړی؛ نو دا یوه بابېزه – پوچه او ځانمنې ادعا ده او له ځانه یې باید لرې کړو او د انسان او غیر انسان ترمنځ د حقوقو له کبله هېڅ توپیر نشته.

نه! دا شان نه ده. طبیعي استعدادونه مختلف دي. پنځون، د ژویو هر ډول، د هغه په ځانګړي مدار کې ‏ایښی دی او د هغه نېکمرغي یې هم په دې کې ایښې، چې په همدې مدار کې وګرځي. پنځون له دې کاره موخه لري او دا سندونه یې په تصادفي شکل او په بې خبري ډول مخلوقاتو ته نه دي ورکړي. د مقالو په دې لړۍ کې ددې مطلب د نور روښانه کولو ځای نشته.

د کورنۍ حقوقو جرړه او بنسټ، چې ويينه مو ده، د نورو طبیعي حقوقو په څېر یې باید په طبیعت کې وپلټو. طبیعي استعدادونه او هغه بېلابېل سندونه، چې پنځون سړي او ښځې ته ورکړي، ترې پوهېدای شو، چې سړی او ښځه یو شان حقوق او دندې لري که نه؟هېر مو نشي لکه څرنګه چې مخکې مو هم وویل: ویینه مو د ښځې او سړي د کورني حقوقو تشابه ده نه تساوي یې.

ټولنیز حقوق

‏ بشري وګړي بې له کورني چاپېریاله په ټولنه کې هم یو د بل پر وړاندې ټولنیز حقوق لري، چې هم مساوي وضع لري او هم مشابه وضع لري؛ یعنې لومړني طبیعي حقوق یې یو د بل پر وړاندې برابر او یو د بل په څېر دي، ټول د نورو په څېر حق لري، چې د پنځون له نعمتو ګټنه وکړي، دا حق، چې یو د بل په څېر کار وکړي، د ژوند په سیالۍ کې ګډون وکړي، ځان هر ټولنیز مقام ته نوماندولای شي او ترلاسه کولو ته یې له مشروعو لارو هلې ځلې کړای شي او ګرد حق لري، چې خپل علمي او عملي استعدادونه را برسېره کړي.

که څه، په لومړنیو طبیعي حقوقو کې همدا تساوي د وخت په تېرېدو سره، هغوی د اکتسابي حقوقو له مخې له نابرابرې وضع سره مخ کوي؛ یعنې ټول دا حق لري، چې کار وکړي او د ژوند په سیالۍ کې ګډون وکړي؛ خو چې په دې سیالۍ کې د ګډون او دندې سرته رسولو خبره رامنځ ته شي؛ نو ټول په ‏سیالۍ کې یو شان نه وي. ځینې په کې ډېر استعداد لري او ځېنې کم، ځینې خواري کښ وي او ځېنې کم کاره، ځینې په کې د ډېر علم څښتن وي، ډېر نېکمرغه وي، هنر لري او له نورو تکړه وي؛ نو اکتسابي حقوق یې د نا متساوي بڼې په توګه ځان ښيي او که وغواړو اکتسابي حقوق یې هم د لومړني طبیعي حقوقو په څیز یو برابر کړو؛ نو تېری او ظلم به مو کړی وي.

د لومړني طبیعي ټولنیز حقوقو له مخې، ولې ټول وګړي برابر او یو شان وضع لري؟

دا ځکه چې د بشر د حالاتو څېړنه ثابتوي، چې ‏ بشري وګړي د طبیعت له مخې یو یې هم رئیس یا مرییوس نه دی پنځول شوی، یو هم کارګر، صنعتګر، ښوونکی، افسر، سرتېری یا وزیر دې نړۍ ته نه دی راغلی. دا د بشر د اکتسابي حقوقو له ګتو او ځانګړنو ځنې دي؛ یعنې وګړي یې باید له ټولنې د وړتیا، استعداد، کار او فعالیت په رڼا کې واخلي او ټولنه هم د قراردادي قانون له لارې دا حقوق خپلو وګړیو ته وسپاري.

د سا کښو ‏له ټولنیز ژوند (؛ لکه د شاتو ‏مچۍ) سره د انسان د ټولنیز ژوند توپیر په همدې کې دی. د ساکښو ‏ د ژوند جوړښت سل په سلو کې طبیعي دی، مقامونه او کارونه یې ‏پخپل لاس نه؛ بلکې ‏طبیعت ‏پکې ویشلي ‏دي. د طبیعت له مخې ځینې یې رئیس او ځینې نور یې مریوس دي، ځینې کارګر، ځینې اینجنران او ځینې یې پوځي ‏افسران پنځول شوي دي؛ خو د انسان ټولنیز ژوند دا شان نه دی.

ځکه ځینو پوهانو په یوې مخې له دې زړې فلسفي څرګندونې ‏انکار-نمښته وکړه، چې وايي، “انسان طبیعتاً ټولنیز دی” او انساني ټولنه یې سل په سلو کې “قراردادي” وپتیېله.

کورني حقوق

 دا خو په ټولنه کې ول، په کورني چاپېریال کې څرنګه؟ ایا بشري وګړي په کورنيز چاپېریال کې هم د لومړني طبیعي حقوقو له مخې یو شان او ورته وضع لري او یوازې په اکتسابي حقوقو کې توپیر لري؟ یا داچې په کورنېزه ټولنه کې؛ یعنې هغه ټولنه، چې په کې ښځه، مېړه، موروپلار، اولادونه، رورنه او خویندې اوسي ایا له بهر ټولنې سره د لومړنیو حقوقو له مخې توپیر لري او طبیعي قانون، کورني حقوق په ځانګړي ډول وضع کړي دي؟

دلته دوه فرضونه دي: یوه داچې، ښځه او مېړه، پلار او زوی یا مور او زوی د نورو ټولنیزو اړیکو او په ملي یا دولتي موسسو کې د وګړیو د ګډکار په څېر، ددې لاملېدای نشي، چې ځینې وګړي دې طبعاً ځانګړې وضع ولري. یوازې اکتسابي ګټې دي، چې یو یې رئیس، یو آمر او بل یې د امر پلی کوونکی وي، یو د میاشتې ډېر معاش او بل یې کم واخلي. مورولي، پلارولي او زوی ولي هم ددې لاملېدای نشي، چې هر یو دې ځانګړې وضع ولري او یوازې اکتسابي ګټې کړای شي، چې یو د بل پر وړاندې یې وضع وټاکي.

د همدې فرضیې له مخې یې”په کورني حقوقو کې د ښځې او سړی د حقوقو د تشابه” فرضیې ته په غلطه د “ حقوقو د تساوۍ” نوم ورکړی دی. ددې فرضیې له مخې ښځه او سړی د یو شان استعدادونو او اړتیاوو او د یو شان حقوقي سندو په درلودو، چې له طبیعته یې اخستي دي، په کورني ژوند کې ګډون کوي؛ نو کورني حقوق دې د یو شان والي او ورته والي پر بنسټ اوډون شي.

بل فرض دا دی، چې وايي: نه! لومړني طبیعي حقوق یې هم توپیر لري. مېړه توب ځانګړې دندې او حقوق لري او مېرمنتوب ځانګړې دندې او حقوق لري. مورولي، پلارولي او زوى ولي هم همدا شان دي، په هر حال د کورنۍ ټولنه له نورو شرکتونو او ټولنیزو ګډو چارو سره توپیر لري. د “ د ښځې او سړي د کورني حقوقو د تشابه” فرضیه، چې اسلام منلې، د همدې آر پر بنسټ ده.

اوس به راشو دې ته، چې پورتنی کوم یو فرض سم دی او له کومې لارې کړای شو، ددې فرضونو په سموالي پوه شو؟

د کورنیزو طبیعي حقوقو بنسټ

داچې لوستونکي له دې مطالبو ښه پایله واخلي؛ نو مخکې مو وویل:

۱- طبیعي حقوق له هغه ځایه پیدا شوي، چې طبیعت یوه موخه لري او موخې ته په پاملرنې د ژویو په وجود کې استعدادونه ایښوول شوي او وړوالی ورکړل شوی دی.

۲- انسان، له دې لامله، چې انسان دی د “ انساني حقوقو” په نامه ورته ځانګړي حقوق ورکړ شوي، چې څاروي ‏له دا شان حقوقو برخمن نه دي.

۳- د طبیعي حقوقو ‏د تشخیص د څرنګوالي لار یې پنځونې ته مراجعه کول دي. هر طبیعي استعداد د طبیعي حق لپاره یو طبیعي سند دی.

۴- ټول انسانان د مدني ټولنې له مخې طبیعي، مساوي او مشابه ‏حقوق لري او توپیر یې یوازې په اکتسابي حقوقو کې دی، چې په کار او د دندې په سیالۍ کې په ګډون پورې اړه لري.

۵- داچې بشري وګړي په مدني ټولنه کې طبیعي، مساوي او مشابه حقوق لري، لامل یې دا دی، چې د انسانانو د طبیعت د حالاتو څېړنه راښيي، چې د څارویو (؛ لکه د شاتو د مچۍ) پرخلاف، هېڅ یو انسان‏ طبیعتاً رییس یا مرییوس، کارګر، آمر‏، افسر یا سرتیری دې نړۍ ته نه دی راغلی. د انسان د ژوند جوړښت طبیعی نه دی، کارونه، مقامونه او دندې د طبیعت په لاس نه دي ویشل شوي.

۶- د ښځې او سړي د کورني حقوقو د تشابه فرضیه په دې ولاړه ده، چې د کورنۍ ټولنه د مدني ټولنې په څېر ده. د کورنۍ وګړي ټول یو شان او متشابه حقوق لري. ښځې او سړي د ورته استعدادو او اړتیاوو په درلودو په کورني ژوند کې ګډون کوي او له طبیعته یو شان سندونه لري. د پنځون قانون په طبیعي ډول هغوی ته جوړښت په پام کې نه دى نیولی او کارونه او مقاو مونه یې په کې نه دي وېشلي.

خو د کورني حقوقو د نه تشابه فرضیه پردې بنسټ ده، چې کورنیزې ټولنې له مدني( بهرنیو) ټولنو سره توپیر لري. ښځه او سړی د مشابه اړتیاوو او استعدادنو په درلودو په کورني ژوند کې ګډون نه کوي او له طبیعته یو شان سندونه نه لري. د پنځون قانون هغوی په نامشابه حالت کې ایښي دي او هر یو ته یې ټاکلې وضع او مدار ایښی دی.

اوس به راشو دې ته، چې پورتنى کوم یو فرض سم دی او له کومې لارې کړای شو، د دې فرضونو په سموالي پوه شو.

داچې کوم یو یې سم دی؛ نو د پورتني مقیاس په درلودو به دا کار ستونزمن نه وي. د ښځې او سړي طبیعي اړتیاوو او استعدادونو یا په بله وینا: هغه طبیعي سندونو ته ورځو، چې د پنځون قانون ښځې او سړي ته ورکړي دي؛ نو دا‏ هر څه روښانېږي.

ایا کورنى ژوند طبیعي دی که قراردادي؟

 مخکې مو وویل: د “انسان د ټولنیز” ژوند په اړه دوه څرګندونې دي: ځینې د انسان ټولنیز ژوند طبیعي ګڼي یا په بله اصطلاح: “مدني بالطبع” یې ګڼي. ځینې نور اپوټه ټولنیز ژوند یو قراردادي چار ګڼي، چې انسان د دننني لاملو له لارې نه؛ بلکې پخپل اختیار او د بهرني اجباروونکیو لاملو تر اغېز لاندې ‏ غوره کړی دی.

د کورني ژوند په هکله څنګه؟ ایا دلته هم دوه څرګندونې دي؟نه! دلته یوازې یو نظر دی. بشري کورنی ژوند سل په سلو کې طبیعي دی؛ یعنې انسان طبیعتاً “منزلي- کورنی” پنځول شوی دی. که فرض کړو، چې د انسان د “مدني” ژوند په اړه شکمن شو د “منزلي- کورني” ژوند د طبیعي والي په هکله یې اړنګ ‏نشو کړای؛ لکه څرنګه چې ډېری څاروي، په دې چې طبیعي ټولنیز ژوند نه لري او له ټولنیز ژونده بې برخې دي؛ خو د ښځې او مېړه طبیعي ژوند لري؛ لکه کوترې او ځینې نور حشرات، چې د جوړې په بڼه ژوند کوي.

کورنی ژوند له ټولنېزه ژونده بېل دی. په طبیعت کې داشان تدابیر په پام کې نیول شوي، چې طبیعتاً انسان او ځینې څاروي د کورني ژوند جوړولو او اولاد راوړو ته لېوالتیا لري.

تاریخ داشان پېر نه راښيي، چې پکې انسان کورنی ژوند ونه لري؛ یعنې ښځه او سړی دې بېل بېل ژوند ولري، یا داچې په وګړیو کې جنسي اړیکه عمومي او اشتراکي بڼه ولري. د ننني پېر وحشي ټبرونه، چې د پخواني بشر د ژوند بېلګه ده، هم دا شان نه دي.

د پخواني بشر ژوند که د “مورواکۍ” یا “پلار واکۍ” په بڼه و؛ خو کورنی ژوند یې درلوده.

د څلورو پېرونو فرضیه

دا حقیقت ټول مني، چې مالکیت په لومړیو کې اشتراکي بڼه درلوده او اختصاص-ځانګړلي روسته پیدا شوی؛ خو په جنسیت کې کله هم دا شان مطلب نه و. داچې په لومړیو کې بشري ژوند اشتراکي بڼه درلوده، لامل یې دا دی، چې هغه وخت ‏بشري ټولنه ټبریزه وه او د کورنۍ بڼه‏ یې درلوده؛ یعنې د ټبر خلکو، چې يو له بل سره ژوند کاوه، کورني عواطف یې درلودل؛ ځکه یې د مالکیت له اړخه اشتراکي وضع درلوده. په لومړنیو پېرونو کې قانون، دود او عادت نه و، چې ښځه او سړی یو د بل پر وړاندې مسوول وګڼي، خپله طبیعت او طبیعي احساس هغوی دندو او حقوقو ته اړ کړي او کله یې هم ژوند او جنسي اړیکې بې قید او شرطه نه وې، همداشان هغه څاروي چې د “جوړې- جفت” په بڼه ژوند کوي، ټولنیز او قراردادي قانون نه لري؛ خو د طبیعي قانون په حکم، حقوقو او دندو ته پام کوي او جنسي اړیکې او ژوند یې بې قید او شرطه نه دی.

مېرمن ‏”مهرانګیز منوچهریان” وايي: “د ټولنپوهنې له نظره، د ښځې او سړي ژوند د ځمکې په بېلابېلو برخو کې دا څلور پړاوونه وهي: ۱- طبیعي پړاو. ۲- د سړي د واکمنۍ پړاو. ۳- د ښځې د نیوکې پړاو. ۴- د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ ‏پړاو.

په لومړي پړاو کې ښځې او سړي بې قید او شرطه، يو له بل سره جنسي اړیکي درلودې. ”

ټولنپوهنه دا وینا نه مني. څه چې مني دا دي، چې حداکثر، په ځینو وحشي ټبرونو کې څو ورونه له څو خویندو سره واده کوي، ټول ورونه له ټولو خویندو سره جنسي اړیکي درلودې او اولاد یې هم په يو بل پورې اړه درلوده یا داچې تر واده مخکې انجونو او هلکانو هېڅ محدودیت نه درلوده او یوازې واده ‏محدود کړي ول او که په ځینو وحشي ټبرو کې جنسي وضع تردې هم عمومي وه یا په اصطلاح ښځه “ملي” وه؛ نو دې استثنايي بڼه درلوده او له طبیعي او عمومي وضع کوږوالی ګڼل کېږي.

ویل دورانت[13] لیکي:

“واده د حیواني نیکونو له اختراعاتو مو و. په ځینو مرغیو کې داسې برېښي، چې هر مرغۍ یوازې پخپلې ښځې بسیا کوي. په ګوریلاو او اورانګوتانو کې د نر او ښځې اړیکه د نوزیږي د روزنې تر پایه دوام مومي او دا اړیکه له ډېرو اړخونو د ښځي او سړي له اړیکو سره ورته والی لري او چې کله هم ښځه ګوریلا وغواړي ‏نر ته ورنږدې شي، په سخته رټل کېږي. ډاکتر “ساواژ” د ګوریلاو په اړه لیکي: (دا یې عادت دی، چې موروپلار یې تر ونې لاندې کېني ‏او مېوې خوري او ماشومان یې ترې شاوخوا په ونو کې ټوپونه وهي. ) د تاریخ په پاڼو کې د انسان تر راتګ مخکې د ښځې او سړي اړیکې وې. هغه ټولنې ډېرې لږې دي، چې په کې ښځه او مېړه نه وي؛ خو که څوک ورپسې په لټه کې وي، دا شان ټولنې موندلای شي.

موخه دا ده، چې بشر ته کورني احساسات یو طبیعي او غریزي چار دی، د عادت او تمدن د پایلې زیږنده نه ده؛ لکه څرنګه چې ډېری څاروي په طبیعي او غریزي ډول کورني احساسات لري. همدا شان په بشر داسې هېڅ پیر نه دى تېر شوی، چې نران او ښځينه په ټولیز ډول بې له قید و شرطه او ‏ژمنې، که څه، هغه طبیعي ژمنه وي، ‏ژوند وکړی. دا شان فرضي پېر له جنسي اشتراکیت سره یو شان دی، چې ان په لومړنیو پېرونو کې د مالي اشتراکیت پلویان هم دا شان ادعا نه کوي.

د ښځې او سړي د اړیکو په هکله د څلورو پېرونو فرضیه د مالکیت په اړه د سوسیالیستانو له څلورو پېرونو تقلید او پېښې کول دي. دوی وايي بشر: د مالکیت له اړخه څلور پېره تېر کړي، چې دا دي: د لومړي اشتراک پړاو، د فیوډالیسم پړاو، د کاپیټالیسم پړاو او د کمونیزم او سوسیالیزم پړاو، چې دا روستی ‏پړاو په لوړه کچه لومړني اشتراک ته ورستنېدل دي.

اوس به راشو د ښځې او سړي د کورني حقوقو طبیعت ته، چې دلته دوه څیزونه باید په پام کې ونیسو: یو داچې ایا ښځه او سړی د طبیعت له اړخه اړپېچونه- اختلافونه لري که نه؟ په بله وینا: د ښځې او سړي توپیر یوازې په جنسي غړیو کې دی که نه اړپېچ یې تردې هم ژور دی؟ بل دا که نور اړپېچونه او توپیرونه دي، ایا همدا اړپېچونه او توپیرونه یې د حقوقو او دندو په ټاکنه کې اغېرمن دي که نه، یا داچې دا اختلاف په رنګ او نبیره کې دی او د بشر په حقوقي طبیعت پورې اړه نه لري.

ښځه په طبیعت کې

 په لومړۍ برخه کې ګومان نه کوم، چې د ویینې ځای وي. که څوک په دې اړه مطالعه ولري؛ نو پوهېږي، چې د ښځې او سړي توپیر یوازې په جنسي غړیو پورې اړه نه لري. که څه خبره هم وي، هغه دا ده، چې دا توپیرونه د ښځې او سړي د حقوقو او دندو په ټاکنه کې اغېزمن دي یا ‏ نه؟

اروپایي پوهانو او څېړونکیو، ‏لومړۍ برخه په ښه توګه ‏بیان کړې ده. د ژوندي، اروايي او ټولنیزو مطالعاتو په برخه کې ددې پوهانو ځېرنې، اړنګ ‏ته لږ ځای هم نه دی پرېښی. څه چې دې پوهانو ورته لږه پاملرنه کړې دا ده، چې دا توپیرونه د کورني حقوقو او دندو په ټاکنه کې اغېزمن دي او له دې مخې ښځه او سړی له نا ورته – نامشابه وضع سره مخوي.

د فیزیولوژۍ او بیولوژۍ کارپوه او جراح، فرانسوی “الکسیس کارل” په خپل کتاب” انسان ناپېژندل شوی موجود” کې په دواړو برخو منښته-اعتراف کوي، وايي: د پنځونې د قانون په حکم ښځه او سړی متفاوت پنځول شوي او دا توپیر او اختلاف يې دندې او حقوق سره توپیر او بیلوي.

هغه په خپل کتاب کې د “ جنسي کړنو او تولید مثل” په برخه کې وايي:” هګۍ او زیلانځونه ‏ د کړنو پراخه لمن لري. لومړی داچې نر او ښځې حجرې جوړوي، چې ددې دواړو يوځای کېدنه نوى موجود رامنځ ته کوي. په عین حال کې داسې مواد ترشحوي او وینې ته یې لېږي، چې په انساجو، غړیو او شعور کې مو د ښځې یا سړي د جنس ځانګړنې راښکاره کوي. همداشان ټولو بدني کړنو ‏ته مو شدت وربښي. د هګیو ترشحېدنه د زړورتیا، دړدوپړې-جوش او خروش؛ خوښې او زورزیاتي لامل ګرځي او دا هماغه ځانګړنې دي، چې جنګي غويې په پټي کې له قولبه کوونکي غويي بېلوي. دا شان زیلانځ ‏ هم د ښځې پر وجود اغېز کوي. د ښځې او سړي ترمنځ توپیر یوازې په جنسي غړیو او د ښځې د لنګوال پورې اړه نه لري؛ بلکې ژورلامل لري، چې له تناسلي غدد کیمیاوي مواد په وینه کې ترشحېږي او ترې منځ ته راځي. دې اصلي ټکي ته د نه پاملرنې له کبله د ښځې د خوځښت پلویان انګېري، چې دواړه جنسونه کړای شي یو شان ښوونه او روزنه ترلاسه کړي او یو شان چارو، اختیاراتو او مسوولیتونو ته ور اوږه شي. په حقیقت کې ښځه په ډېرو ځایو کې له سړي سره توپیر لري. د بدن یوه یوه حجره، عضوي دستګاګانې په تېره، عصبي لړۍ پر ځان د خپل جنس نښه ‏لري. د ستوریو ‏د قوانینو په څېر د فېزیولوژۍ قوانین هم د بدلون وړ نه دي، دا ناشونې ‏ده، چې انساني لېوالتیاوې په کې لار پیدا کړي؛ لکه څرنګه چې دي، موږ مجبور یو هماغسې یې ومنو. ښځې باید د خپلو طبیعي نعمتونو لمن د خپلې ځانګړې خټې په لار کې ولګوي او له سړیو دې په دې لار کې په پټو سترګو پېښې ونه کړي. د بشریت د بشپړتیا په لار کې د دوی دنده تر سړیو ډېره ستره ده او ‏هسې دې یې شا ته نه اچوي. ”

د سړي د تومنې او د ښځې د تخمک پیدا کېدل او داچې دا دواړه سره یو ځای کېږي او د نر پرخلاف د ښځې ‏وجود د نسل تولید ته اړین دی او داچې دوه ځاني- امیندواري د ښځې جسم او روح بشپړوي؛ تردې توضیحاتو روسته “کارل” د څپرکي په پای کې وايي:

 “پېغلو ته هماغه فکر، هماغه ژوند او فکري جوړښت او هماغه ارماني موخه نه ښايي ‏په پام کې ونیول شي؛ لکه څرنګه چې هلکانو ته معمول ده. د ښوونې او روزنې کارپوهان دې د ښځې او سړي ‏اروايي او عضوي اختلافونه او طبیعي دندې په پام کې ونیسي او دې بنسټیز ټکي ته پاملرنه د راتلونکي تمدن په جوړولو کې خورا اهمیت لري. ”

لکه چې وینئ، دا ستر دانشمند هم د ښځې او سړي طبیعي توپیرونه بیانوي او هم ګروهن دی، چې دا توپیرونه د حقوقو او دندو له مخې ښځې او سړی په نامشابه- نا ورته حالت کې ږدي.

اوومه برخه

 

د ښځې او سړي توپیرونه

 

  • ایا د ښځې او سړي توپیر، د منځنیو پېړیو‏‏ فکر دی؟
  • د ښځې حقوقو، افلاطون او ارسطو یو بل ته مخامخ درولي دي.
  • د پنځون قانون د ښځې او سړي په پنځونه کې د توپیر په رامنځ ته کولو، د هغوی پیوند نور هم مزبوت کړی دی.
  • سړی جهان نیوونکی(جهانګیر) او ښځه، سړی نیوونکی (مردګیر) پنځول شوې ده.
  • د ښځې او سړي د اړیکو په هکله د لویدیځو پېښې کوونکي، چې نوې نیشه شوي، خپله لویدیځوال یې اوس د خمار پېر تېروي.

 

د ښځې او سړي توپیر (۱)

د ښځې او سړي توپیر، څومره خوشې خبره ده! داچې د شلمې پېړۍ په نیمه کې یو، ښکاري اوس هم په شاوخوا کې داسې وګړي وي، چې دا شان د منځنۍ پېړیو فکر ولري او د ښځې او سړي د توپیر په زوړ او چینجو وهلي فکر پسې ځي او انګېري، چې ښځه او سړی يو له بل سره توپیر لري او ښايي د منځنیو پېړیو د خلکو په څېر انګېرنه لري، چې ښځينه پرېوتی دي او بشپړ انسان نه دی، ښځه د انسان او څاروي ترمنځ برزخ دی او دا وړتیا نه لري، چې په ژوند کې ازاده او خپلواکه اوسي او د سړي تر څارنې لاندې دې وي، حال دا نن ددې خبرو وخت تېر شوی او زړې شوي دي. نن جوته شوه، چې دا ټولې خبرې هسې ټګۍ برګۍ وې، چې زورورو سړیو پر ښځې د واکمنۍ په پېر کې کولې، جوته شوه، چې اپوټه ښځه غوره جنس او سړی پرېوتې او نیمګړی جنس دی.

نه صېبه! په شلمه پېړۍ کې او د علو مو له دې دومره پرمختګ سره د ښځې او سړي توپیرونه لاپسې روښانه شوي دي. دا تور او ټګي نه ده؛ بلکې علمي او تجربي حقایق دي؛ خو دا توپیرونه په دې پورې اړه نه لري، چې یو یې غوره جنس او بل یې پرېوتی او نیمګړی دی. له دې توپیرونو، د پنځون قانون بله موخه لري او ځکه یې رامنځ ته کړي، چې د ښځې او سړي کورنی پیوند لاپسې مزبوت کړي او د یووالي سټه یې په غوره توګه کېږدي. د پنځون قانون؛ ځکه دا توپیرونه رامنځ ته کړي، چې پخپل لاس په ښځه او سړي کورني حقوق او دندې وویشي. د پنځون قانون دا توپیرونه د هغه توپیرونو په څېر رامنځ ته کړي؛ لکه د بدن په غړیو کې، چې اختلاف دی. که د پنځون قانون سترګه، غوږ، لاس، پښه او د ملا تیر په ځانګړي حالت کې ایښي؛ نو له دې لامله نه و، چې ورته یې په دوه سترګو کتل او په اړه یې توکمیز نظر درلود او یو تر پښو لاندې کړي او بل نه.

دا انډول دی، که نیمګړتیا او کمال؟

دا مې حیرانوي، ځینې ټینګار کوي، چې د ښځې او سړي توپیرونه د هغوی په جسمي او اروايي او د ښځې د نیمګړتیا او د سړي په بشپړوالي پورې وتړي، داسې ښيي، چې د پنځون قانون د مصلحت له مخې ښځه نیمګړې پنځولې ده.

د ښځې د نیمګړتیا (ناقص الخلقه) خبره مخکې له دې، چې په موږ ختیځوالو کې اوڅار- مکړلار وي، په لویدیځوالو کې لا له پخوا نوموتې وه. داچې ښځه نیمګړې ده، د لویديځوالو نارې او سورې تر اسمانه پورته شوې. کله یې د دین او کلیسا په ژبه وویل: “ ښځه له دې لامله، چې ښځه ده باید شرمساره وي. ” کله یې وویل: “ ښځه هماغه موجود دی، چې اوږدې زلفې او لنډ عقل لري، ښځه روستی وحشي موجود دی، چې سړي اهلي کړې، ښځه د څاروي او انسان ترمنځ برزخ دی. ”

له دې ټولو هېښنده خو دا ده، چې لویدیځوال اوس یو سل او اتیا درجې څرخېدلي او اوس په زرګونو دلایلو غواړي، ثابت کړي، چې سړی نیمګړی (ناقص الخلقه) او پرېوتې او ښځه بشپړه او غوره ده.

که د “اشلي مونتاګو” “ښځه غوره جنس” اثر مو لوستې وي؛ نو لیکوال څومره په زورونو غواړي جوته کړي، چې ښځه له سړي بشپړه ده.

ولې یوه ورځ ښځه دومره خواره او پرېوتې ګڼي او بله ورځ دې ته اړ شي، چې په ښځې پورې تړلې ټولې نیمګړتیاوې لرې او پر سړي یې وتپي؟ څه اړتیا ده، چې د ښځې او سړي توپیرونه د یو جنس نیمګړوالی او د بل بشپړوالی وګڼو، چې دې ته اړ شو، چې کله د سړي او کله هم د ښځې تر شا ودرېږو.

“اشلي مونتاګو” له یوې خوا ټینګار کوي، چې ښځه د جنس له اړخه تر سړي غوره وښيي او بلخوا د سړي امتیازات د طبیعت د لاملو نه؛ بلکې د تاریخي او ټولنیزو لاملو زیږنده ګڼي.

په هر حال د سړي او ښځې توپیرونه، نه نیمګړتیا ده او نه کمال؛ بلکې “تناسب” دی. د پنځون قانون غوښتي، چې په دې توپیرونو د ښځې او سړي ترمنځ لاپسې تناسب رامنځ ته کړي، چې دواړه ګډ ژوند ته جوړ شوي او ناواده ژوند کول د پنځون له قانونه کوږوالی دی.

د افلاطون نظریه

دا څه نوې مسله نه ده، چې په پېړۍ کې به مو اوڅار شوي وي، لږ تر لږه دوه زره او څلور سوه کاله مخینه لري؛ ځکه همدا مسله په همدې بڼه د افلاطون د “جمهوریت” په کتاب کې راغلې ده.

افلاطون په زغرده وايي: ښځه او سړي مشابه- ورته استعدادونه لري او ښځې کړای شي هماغه دندې ترسره کړي، چې سړي یې ترسره کوي او له هماغو حقوقو برخمنه شي، چې سړی ترې برخمن دی.

په شلمې پېړۍ کې، چې د ښځې په اړه کوم نوي افکار راټوکېدلي او، ان د فکرونو هغه برخه، چې د شلمې پېړۍ د خلکو په اند سخت درېزه او منلوړ نه ده؛ نو د دې ټولو جرړه د افلاطون په افکارو کې ده، چې د فلسفې پلار ګڼل کېږي او د څارونکیو د حيرانتیا وړ هم ګرځېدلې ده. افلاطون د “جمهویت” په پینځم اثر کې ان د ښځې او زوی د اشتراکیت په اړه، د توکم – نژاد د سمونې او د نسل د ښه والي او ځینې سړي او ښځې له جنسي غړیو بې برخې کول او جنسي قوه یوازې هغو ته ورکول، چې له سترو ځانګړنو برخمن وي، له کورني چاپېریاله بهر د اولاد د روزنې او په ټاکلي عمر کې ښځې او سړي ته د جنسي غړیو برابرونه، چې دا عمر یې د مستۍ او ولولې دی؛ نو ددې چارو ویینه یې کړې ده. افلاطون ګروهن دی؛ لکه څرنګه چې سړیو ته د جګړې ښوونه کېږي، ښځو ته دې هم وشي او؛ لکه څرنګه چې سړي د لوبو په سیالیو کې ګډون کوي، ښځې دې هم وکړي.

د افلاطون په وینا کې دوه ټکي دي: یو داچې منښته کوي، که هغه جسمي ځواک، اروايي یا هم دماغي وي، تر سړیو، ښځې کمزوري ‏دي؛ یعنې د “کمي” یا څومره والي له اړخه د ښځې او سړي په توپیر منښته کوي، که څه، په استعدادونو کې یې د څرنګوالي له توپیر سره مخالف دی. افلاطون ګروهن دی، هغه استعدادونه، چې په ښځه او سړي کې دي، یو د بل په څېر دي؛ خو ښځې په هر برخه کې تر سړیو کمزوري دي او دا د دې لاملېدای نشي، چې ښځه او سړی دې په بېلابېلو چارو بوخت شي.

داچې ترسړي، ښځه کمزورې پنځول شوې؛ نو افلاطون له خدایه شکر کوي، چې سړی پنځول شوی نه ښځه او وايي: “ د خدای شکر، چې یونانى پنځول شوی وم، نه غیر یونانی، آزاد نړۍ ته راغلی یم نه مری او سړی پنځول شوی یم نه ښځه. ”

داچې افلاطون د نسل د سموالي، د ښځې او سړي د ا ستعدادونو د یو شان روزنې، د ښځې او زوی د اشتراکیت په اړه څه هم ویلي، په واکمنې طبقې پورې اړه لري؛ یعنې واکمن فیلسوفان، چې افلاطون یې د حکومت کولو وړ بولي؛ لکه څرنګه چې پوهېږو افلاطون په سیاست کې په “دموکراسۍ” نه؛ بلکې د “اریستوکراسۍ” پلوی دی. څه چې افلاطون پورته وویل، د “اریستوکرات” پوړ په اړه ول او د “غیر اریستو کرات” پوړ په اړه بل شان نظر لري.

افلاطون او ارسطو؛ یو بل ته مخامخ

تر افلاطون روسته شاګرد یې ارسطو دی، چې ګروهنې او څرګندونې يې له پخوا راپاتې دي. ارسطو په خپل کتاب”سیاست” کې د ښځې او سړي د توپیرونو په اړه څرګندونه ‏کړې او د خپل استاد له ګروهو‏سره یې سخت مخالفت ښوولی دی. ارسطو ګروهن دی، چې د ښځې او سړي توپیر یوازې د څومره والي په اړخ کې نه؛ بلکې په څرنګوالي کې هم توپیر لري او وايي: “ د ښځې او سړي استعدادونه سره توپیر لري او هغه دندې، چې د پنځون قانون ورته ټاکلي او کوم حقوق یې چې ورته ښوولي په ډېرو برخو کې سره توپیر لري” د ارسطو په ګروهه د ښځې او سړي اخلاقي فضایل په ډېرو برخو کې توپیر لري. یو خوی کېدای شي سړي ته فضیلت وي او ښځې ته نه وي او پرعکس بل خوی ‏ممکن ښځې ته فضیلت او سړي ته نه وي.

په پخوانۍ نړۍ کې ارسطو د افلاطون څرګندونې‏ له منځه یووړې او بیا روسته نور پوهان راغلل او د افلاطون په پرتله یې د ارسطو څرګندونو ته غوروای ورکړ.

اوسنی نظر

پورته، چې څه وویل شو، په لرغونې نړۍ پورې یې اړه دردلوده، اوس وینو، چې نوې نړۍ څه وايي. نوې نړۍ یوازې په اټکل پورې نه نښلي سروکار یې له مشاهدې، ازمېنې، شمېرنې او عیني مطالعاتو سره دی. په نوې نړۍ کې د طب، اروايي او ټولنیزو ژورو مطالعاتو له لارې د ښځې او سړي ترمنځ لاپسې ډېر او پراخه توپیرونه موندل شوي، چې پخوانۍ نړۍ ترې خبره نه وه.

لرغونې نړۍ که ښځه او سړی ارزاوه، چې یو یې ډبل اندام لري او بل یې کوچنې، یو یې تریخ او بل یې نازک، یو یې لوړ او بل یې ټیټ، د یو اواز ډبل او د بل نری، په یو ډېر وېښتان ول او په بل نه؛ نو یوازې له هم دې اړخه وه او له دې ‏نه تېرېدل. د بلوغ له پېره یې د هغوی توپیرونه په پام کې نیول او یا یې هم د عقل او احساساتو له اړخه د هغوی توپیرونه شمېرل، سړی یې د عقل او ښځه یې د مینې ښکارندوی ګڼله؛ خو نن پر دې سربېره نورې برخې هم موندل شوي او جوته شوې، چې د ښځې او سړي نړۍ په ډېرو برخو کې توپیر لري.

موږ به د ښځې او سړي ترمنځ د توپیرونو ټولګه، چې د څېړونکیو له لیکنو مو لاس ته راوړې، دلته ووایو او بیا به ددې توپیرونو فلسفه وڅېړو، چې دا توپیرونه څومره له طبیعته او څومره یې د تاریخي، کلتوري او ټولنیزو لاملو زیږنده ده. که څه، ددې توپیرونو ځینې برخې هر څوک په لږې مطالعې او تجربې لاس ته راوړای شي او ځینې برخې یې واضح او د نمښتې-انکار وړ نه دي.

دوه ګونیتوب:

له جسمي اړخه

سړي په منځني ډول غټ او ښځې کوچني غړي لري. د سړي ونه لوړه او د ښځې ټیټه وي. سړی تریخ او ښځه خوږه وي. د سړي غږ ډبل او د ښځې نری وي. د ښځې د بدن وده چټکه او د سړي په ورو وي، ان ویل کېږي، چې د انجلۍ جنین د هلک په پرتله ژر وده کوي، د ښځې په پرتله د سړي د غړیو او د بدن د قوې وده ډېره ده، د ډېرو رنځوریو پر وړاندې د سړي په پرتله د ښځې مقاومت ډېر دی. ښځه د سړي په پرتله ډېر ژر بلوغ ته رسي او د سړي په پرتله ډېر ژر هم د نسل په تولید کې په شا ځي. د هلک په پرتله انجلۍ ژر په خبرو راځي، د سړي منځني ماغزه د ښځو ترمنځني ماغزو لوی دي؛ خو له ټول بدن سره د مغزو د نسبت په پام کې نېونې سره، د ښځې ماغزه له سړیو لوی دي. د ښځې په پرتله د سړي سږي ډېره هوا راکاږي، د ښځې د زړه ټکان تر سړي چټک دی.

له اروايي اړخه

ادمان ‏، ښکار او خوځنده ‏ چارو ته تر ښځې د سړي لېوالتیا ډېره ده. د سړي احساسات له جنګ جګړې او د ښځې له سولې او بانډاره ډک دي. سړی ډېر تېری کوونکی او تڼتڼې-کوکارې او ښځه ارامه او چوپ ده. ښځه د نورو او ځان په هکله له زورزیاتي- اورګاوۍ ډډه کوي؛ ځکه د سړیو په پرتله پکې ځان وژنې هم کمې دي. سړي د ځان وژنې په کیفیت-څرنګوالي کې تر ښځو ځیګ دي. سړي په پړي، ټوپک او له جیګ ځایه په ځان راګوزارونې او ښځې د خوب راوړونکیو او افیون ‏له لارې ځان وژني. د سړي په پرتله د ښځې احساسات ‏ایشنده دي. د سړي په پرتله ښځه ژر په هیجان راځي؛ یعنې په هغه چارو کې، چې په زړه پورې یې وي یا ترې وېرېږي، ډېر ژر تر خپلو احساساتو لاندې راځي او د ښځې په پرتله سړی یخ مزاجه وي. د سړي پرخلاف، ښځه له سینګار، ګاڼو، ښکلا او بېلابېل ډولونو سره ډېره مینه لري. د سړي په پرتله د ښځې احساسات ټکني دي. د سړي په پرتله ښځه ډېره د احتیاط خاونده، دینداره، لوی ژبې-پرحرفه، ډارنه او تشریفاتي ده. ښځه د مور احساسات لري او دا احساسات پکې له ماشومتوبه ښکاري. د سړي په پرتله کور او کورني چاپېریال ته د ښځې پام ډېر وي. ښځه په استدلالي علو مو او وچو عقلي چارو کې سړي ته نشي رسېدای؛ خو په ادبیاتو او نقاشۍ کې، چې له ذوق سره یې برابر دي، تر سړي کمه نه ده. د ښځې په پرتله سړی د راز ساتلو ډېر ځواک لري او خپه کوونکي رازونه په ځان کې ساتي؛ ځکه د ښځو په پرتله په سړیو کې د پټ راز ساتنې رنځورۍ ډېرې دي. د سړي په پرتله د ښځې زړه نری دی او سملاسي ژاړي او کله نا کله هم بېسده کېږي.

(یو د بل پر وړاندې) د احساساتو له نظره

سړی د شهوت بنده دی او ښځه د سړي د مینې بندیوانه ده. د سړي هغه ښځه خوښه وي، چې نو موړی یې خوښ کړی وي او ښځه هغه سړی خوښوي، چې د هغې په ارزښت پوه شوی وي او خپله دوستي یې ورسره له مخکې اعلان کړې وي. سړی غواړي د ښځې خاوند وي ‏او ښځه غواړي د سړي زړه تر خپلې ولکې لاندې راولي او د زړه له لارې پرې واکمنه شي. سړی غواړي د ښځې د سر له پاسه پرې واکمن شي او ښځه غواړي د سړي د زړه له دننه ورننوځي. ښځه له سړي مړانه غواړي او سړی له ښځې ښکلا او زړه وړنه‏. ښځه ځان ته د سړي ملاتړ ‏تر ټولو ګران څیز بولي. د سړي په پرتله ښځه ډېره پر خپل شهوت واکمنه ده. د سړي شهوت لومړنی او یرغليز دی او د ښځې شهوت انفعالي او راپارونکی دی.

د ښځې او سړي توپیرونه(۲)

 مشهور امریکايي اروايي پروفیسر”ریک” د ښځې او سړي پر حالاتو په کلونو څېړنې کړي او د ښځې او سړي په اړه یې بې شماره توپیرونه په خپل کتاب کې کښلي دي وايي: “ د سړي نړۍ له ښځې سره بشپړ توپیر لري، که ښځه د سړي په څېر فکر نشي کړای، دا ځکه، چې نړۍ یې سره توپیر لري. په تورات کې راغلي: ښځه او سړی له یوې غوښې پیدا شوي دي. ”

سمه ده، چې دواړه له یوې غوښې پیدا شوي؛ خو بېل بېل جسمونه لري او د ترکیب له لامله يو له بل سره توپیر لري. پردې سربېره، احساس یې هم یو شان نه دی او د پېښو پر وړاندې کله هم یو شان غبرګونه نه ښيي. ښځه او سړی د خپلو رسمي غوښتنو له مخې بېلا بېلې کړنې کوي او د دوه ستوریو په څېر په دوو بېلابېلو مدارو کې حرکت کوي. دوی کړای شي، چې یو بل وپېژني او یو د بل مکمل اوسي؛ خو کله هم سره نه یو کېږي، د همدې دلیل له مخې ښځه او سړی کړای شي یو له بل سره ژوند وکړي، په یو بل مین اوسي او یو د بل له اخلاقو او صفتونو ستړي او خپه نشي. پروفیسر “ریک” د ښځې او سړي د روحیې توپیرونه داسې ښوولي دي:

“سړي ته دا ستړی کوونکى دى، چې تل له هغه ښځې سره وي، چې خوښه یې وي؛ خو ښځې ته تردې بل لوړ خوند نشته، چې تل له خپل خوښ شوی سړي په څنګ کې وي. سړی غواړي، چې هر ورځ پر هماغه همېشني شکل پاتې شي؛ خو ښځه غواړي، چې تل تانده وي او هر ګهیځ په نوې څېره له کټه راپاسي. ګرانې! زړه ته مې نږدې یې، دا تر ټولو ښه غونډله ده، چې سړی یې ښځې ته وايي. درباندې ویاړم، دا تر ټولو ښکلې غونډله ده، چې ښځه یې خپل خوښمن سړي ته وايي. د نورو ښځو په اند هغه سړی ورته جالب ښکاري، چې څو معشوقې یې درلودې؛ خو د سړیو هغه ښځه بدې راځي، چې په ژوند کې یې ډېر سړي تېر شوي وي. سړي، چې زاړه شي د بدمرغۍ احساس کوي؛ ځکه خپله ډډه؛ یعنې کار له لاسه ورکوي؛ خو زړې ښځې خوښي احساسوي؛ ځکه په اند یې تر ټولو ښه څیزونه لري؛ لکه کور او لمسي. په ټولنه کې د درناوۍ وړ مقام او شخصیت لاس ته راوړل د سړیو په اند نېکمرغي ګڼل کېږي؛ خو ښځې ته نېکمرغي؛ یعنې داچې د سړي زړه لاس ته راوړي او ټول عمر یې وساتي. سړی تل غواړي، چې خوښه کړې ښځه خپل دین او ملیت ته راواړوي، ښځې ته؛ لکه څرنګه چې تر واده روسته د خپل کورني نوم بدلول اسان دي؛ نو همدا شان د خپل خوښ کړای شوي سړي له کبله ورته د خپل ملیت او دین بدلول هم اسان دي. ”

د پنځون شاهکار

 بې له دې، چې د ښځې او سړي توپیرونه په کورني ژوند کې یې د حقوقو او مسولیتونو د توپیر لامل ګرځي که نه، دا مسله له بېخه د پنځون له هېښنده شاهکارو ځنې ده او د “توحید” او خدای پوهنې زده کړه ده، د جهان د مدبرانه او حکیمانه غونډال له نښو ځنې ده، ددې څرګنده بېلګه ده، چې د پنځون بهیر تصادفي- ټکرويي نه دی او طبیعت خپل بهیرونه په ړندو سترګو پر مخ نه بیايي؛ نو دا ددې خبرې روڼ دلیل، چې بې د “غايي- لامل” د آر له لاسوهنې ‏ د نړۍ ښکارندې – پدیدې د تفسیر وړ نه دي.

داچې د پنځون ستره دستګاه خپلې موخې ته ورسي او نوع وساتي، د نسل د تولید ستر غونډال یې رامنځ ته کړی، له خپلې کارخانې تل د نر او ښځې جنس تولیدوي.

 تر کومه، چې د نسل پایښت او د دو جنسونو( په تېره، انسان) دوام یو د بل ګډکار او مرستې ته اړتیا لري او دا، چې دا دواړه جنسونه یو د بل مرستې ته راوبلي؛ نو د هغوی د یووالي کړلار یې ورکړې. ځانمني او د ګټې غوښتنه، چې د هر ژوندي لازمه ده، په چوپړ، مرستې او تېرېدنې واړوي. دواړه یې داسې پیدا کړي، چې يو له بل سره ګډ ژوند وکړي، داچې دا کړلار پوره عملي شي او د دواړو بدن او روح په غوره توګه يو له بل سره ونښلوي؛ نو د دواړو په بدن او روح کې یې هېښنده توپیرونه ایښي او همدا توپیرونه هغوی یو بل ته لاپسې ورماتوي او پر یو بل مینېږي.

 که ښځې د سړي په څېر، بدن، خلق او خوی درلودای؛ نو دا به لرې خبره وه، چې سړی خپل چوپړ ته اړ کړي او د ځان په رسېدون – وصال پسې یې لیونی کړي او که سړي هم د ښځې په څېر بدن او اروا درلودای؛ نو ناشونې وه، چې ښځه یې د خپل ژوند اتل وګڼي او د مېړه زړه لاس ته راوړنه ‏یې د ځان تر ټولو ستر هنر ګڼلی وای.

سړي د نړی رانیوونکی- جهانګیر او ښځه د سړي رانیوونکې- مردګیره پنځول شوې ده.

د پنځون قانون، ښځه او سړی یو د بل غوښتونکي او مینوال کړي؛ خو نه هغه مینه او تړاو، چې له څيزونو سره یې لري. هغه علاقه – تړاو، چې انسان یې له څیزونو سره لري، چې له ځانمنۍ یې راټوکېدلې؛ یعنې انسان څیزونه ځان ته غواړي او د اوزارو په سترګه ورته ګوري او له ځانه یې بلهاروی- قربانوي؛ خو د ښځې او مېړه تړاو داسې دی، چې یو د بل نېکمرغي او سوکالي غواړي او یو بل ته له تېرېدنې او سرښندنې خوند اخلي.

تر شهوته لوړ پیوند

هېښنده ده، ځینې د شهوت او ډېرې لورنې- رافت ترمنځ توپیر نشي کړای، انګېري، څه چې ښځه او مېړه يو له بل سره نښلوي، یوازې تمه او شهوت دی، د ګومارنې او ګټنې حس دی او دا هماغه څه دي، چې انسان له خوراک څښاک، لباس او مرکوباتو سره نښلوي. دوی نه پوهېږي، چې په طبیعت او پنځون کې تر ځانمنۍ او ګټې غوښتنې نور تړاونه هم شته، چې له ځانمنۍ نه؛ بلکې له نېغ تړاوه راټوکېږي. همدا تړاونه -علایق دي، چې د سرښندنو، تېرېدنې، د ځان د کړاو او د بل د سوکالۍ او هوساینې بنسټ ګرځي. همدا تړاونه د انسان د انسانیت ښکارندوی دي که نه تر کومه، چې په جوړې ‏او اولاد پورې تړاو لري؛ نو دا خو په څارویو ‏کې هم تر سترګو کېږي.

دا وګړي انګېري، چې سړی تل ښځې ته په هماغه سترګه ګوري؛ لکه یو غربی ځوان، چې ګوري؛ یعنې یوازې شهوت دی، چې ‏ دواړه یې له یو بل سره نښلولي دي، حال دا تر شهوته لوړ بل پیوند دی، چې د دوی د یووالي بنسټ جوړوي او قرآن عظیم الشان هغه د “ مودت او رحمت” په نامه یاد کړی دی.

((وَمِنْ آيَاتِهِ أَنْ خَلَقَ لَكُم مِنْ أَنفُسِكُمْ أَزْوَاجاً لِّتَسْكُنُوا إِلَيْهَا وَجَعَلَ بَيْنَكُم مَوَدَّةً وَرَحْمَةً [14]=او د هغه له نښو داده، چې تاسې ته يې همدا ستاسې له (جنسه) مېرمنې پيداكړې، چې ورسره ارام و مومئ او ستاسې ترمنځ يې مينه او مهرباني پيداكړه. هو! په دې (نعمت) كې هغې ډلې ته نښې دي، چې فكر كوي.))

څومره تېروتنه ده، چې د ښځې او سړي د اړیکو تاریخ یوازې د ګومارنې او زبېښاک د حس له نظره او د تنازع بقا د آر پر بنسټ تفسیر کړو. په دې اړه څومره خوشې خبرې شوي دي. زه چې ځینې لیکنې لولم، وینم چې د ښځې او سړي د اړیکو د تاریخ په تفسیر کې یې چې يوازېنی آر کارولی، هغه د تضاد آر دی، (داسې فرضوي، چې ښځه او سړی دوه نور ټولنیز پوړونه دي، چې تل يو له بل سره په شخړه او جګړه کې دي. )؛ نو حيرانوي مې او په ناپوهۍ یې خواشینى یم. که د پلرونو او زامنو د اړیکو تاریخ د ګومارنې او زبېښاک له مخې تفسیر کړو؛ نو د مېرمنو ‏او مړونو اړیکې هم باید له دې نظره تفسیر کړو. دا سمه ده، چې تر ښځې، سړی تل زورور و؛ خو د پنځون قانون سړی له غریزي نظره داسې کړى، هغه ظلمونه، چې پر مریانو، ګاونډیو او ترلاس لاندیو یې کول؛ نو په مېرمن ‏او خپلو اولادو یې نشو کړای.

داچې سړيو پر ښځو ظلمونه کړي، ترې نمښتی- منکر نه یم، ددې ظلمونو له شوي تفسیره نمښتی یم. د تاریخ په اوږدو کې سړیو پر ښځو ډېر ظلمونه کړي، داچې خپل اولاد-کوړمه پرې خورا ګران و او د هغوی نېکمرغي یې غوښته؛ خو بیا یې هم پرې تېری کاوه، چې جرړه یې په ګټه غوښتنه کې نه؛ بلکې په ناپوهۍ، تعصب او روږد کې وه.

یو د بل پر وړاندې د ښځې او سړي د احساساتو دوه ګونیتوب‏

نه یوازې داچې د ښځې او سړي کورنی تړاو له څیزونو سره له تړاوه توپیر لري؛ نو له یو بل سره یې تړاو هم ورته نه دی؛ یعنې له ښځې سره د سړي د تړاو ډول، له سړي سره د ښځې له تړاوه توپیر لري. په دې چې تجاذب- ورماتېدنه دوه اړخیزه بڼه لري؛ خو د بې ځانه اجسامو اپوټه، دلته کوچنی جسم، غټ جسم ځان ته راکاږي. پنځون، سړی د غوښتنې، مینې او طلب ښکارندوی او ښځه یې د محبوبیت او معشوقیت ښکارندوی کړې ده. د سړي احساسات اړتیایزه- نیاز امیز او د ښځې نازخېزه دي. د سړي احساسات طالبانه او د ښځې مطلوبانه دي.

په یوه ورځپاڼه کې راغلي ول، چې یوې روسۍ پېغلۍ ځان وژلی و، ورڅخه په پاتې لیک کې یې لیکلي و، تروسه کوم هلک موچې کړې نه یم؛ نو ‏ژوند راته ‏ تریخ دی.

یوې انجلۍ ته له دې اړخه دا ستره ماتې ده، چې د سړي نه ده خوښه شوې، موچې کړې یې نه ده؛ خو زلمى کله له ژونده نهیلى کېږي؟داچې کومې انجلې نه دی موچې کړی؟ نه! هغه وخت چې انجلۍ یې نه وي موچې کړي.

“ویل دورانت” وايي: که د انجلۍ والي ګټه یوازې په پوهه ‏کې وي او په طبیعي زړه وړنه او نیمه پوهېدنې چالاکۍ کې یې نه وي؛ نو په مېړه موندنه کې به بریالۍ نشي، د پوهنتون شپېته سلنه ښځې بې مېړه پاتېږي، زیاتوي: “ مېرمن “مونیا کوالوسکی” ستره پوهانده ‏وه او ګیله یې کوله، چې چا ورسره واده نه دی کړی او ویل یې: (ولې د چا نه خوښېږم؟زه تر ډېرو ښځو غوره یم؛ خو بیا هم له ډېری کم اهمیته ښځو سره مینه کېږي او خوښېږي او زه نه یم. ) ګورﺉ، چې ددې ښځې د ماتېدنې احساس د سړي د ماتېدنې له احساس سره توپیر لري. وايي: ولې د چا نه خوښېږم؟”

سړی هله د مېړه او ښځې په ژوند کې ماته خوري، چې زړه ته نژدې ښځه یې نه وي موندلې او که موندلې یې هم وي، پخپل موټي کې په نیولو یې برلاس شوى نه وي.

دا ‏هر څه فلسفه لري: ژوراو مزبوت یووالی او پیوند. نو دا پیوند ولې؟ ‏دا ځکه چې سړی او ښځه له ژونده نور خوند هم واخلي؟ نه، یوازې دا بده؛ بلکې ‏د انساني ټولنې نچوړ او د راتلونکي کهول د روزنې بنسټ پر همدې ایښول شوی دی.

د یوې ارواپوهې مېرمن څرګندونه

ارواپوهه مېرمن “کلیودالسون” وايي: “ د مېرمنې ارواپوهې په توګه، تر ټولو ستر تړاو-علاقه مې د سړیو د ‏روحیي څېړنه ‏ده، څه موده مخکې راته دنده راکړه شوه، چې د ښځې او سړي د اروايي لاملو په اړه څېړنه وکړم او دې پاېلې ته ورسېدم:

۱- ټولې ښځې مینوالې ‏دي، چې د بل سړي تر څارنې لاندې کار وکړي او داچې د یو رئیس تر څارنې لاندې کار وکړي، دا یې ډېر ښه راځي.

۲- ټولې ښځې غواړي، احساس کړي، چې وجود یې اغېزمن او د اړتیا وړ دی.

زما په ګروهه د ښځې دا دوه روحي اړتیاوې له دې واقعیته سرچینه اخلي، چې ښځې د احساساتو او سړي د عقل تابع دي. ډېر لیدل شوي، چې ښځې د هوښیارتیا له مخې له سړیو سره برابرې او کله هم په دې برخه کې ترې پورته هم دي. د ښځو د کمزورۍ ټکی یوازې احساسات یې دي. سړي تل عملي فکر کوي، غوره ورمند-قضاوت کوي، ښه اوډونوونکې ‏دي او ښه لارښوونه کوي؛ نو پر ښځو د سړیو روحي لوړوای ‏هغه څه دي، چې ‏طبیعت یې طراح دی. که ښځې څومره هم وغواړي، چې له دې واقعیت سره مبارزه وکړي؛ نو بې ګټې به وي. داچې ښځې له سړیو ډېرې حساسې دي؛ نو باید دا حقیقت ومني، چې په ژوند کې د سړیو څارنې ته اړتیا لري. په ژوند کې د ښځو ستره موخه “تامین- برابرول” دى او چې دې موخې ته ورسېدې؛ نو له فعالیته لاس اخلي. دې موخې ته په رسېدو کې ښځه له خطرونو وېرېږي. وېره، یوازې هغه احساس دی، چې ښځه یې په لرې کولو کې مرستې ته اړتیا لري. هغه چارې‏، چې مداوم تفکر ته اړتیا لري، ښځه ستړې ستومانه کوي. ”

بېړنې خوځښت

هغه خوځښت، چې په اروپا کې د ښځو تر پښو لاندې شویو حقوقو د بیا اخستنې لپاره پیل شو، داچې ناوخته یې په دې اړه فکر کړی و؛ نو دا خوځښت په بېړه ترسره شو. احساساتو مهلت ورنه کړ، چې علم په دې اړه خپل نظر ورکړي او لارښود یې شي؛ نو له دې مخې له وچو سره لامده هم وسوځېدل. دې خوځښت له ښځې یو لړ بدمرغۍ لرې کړې او ډېر حقوق یې ورته ورکړل او بندې دروازې یې ورته پرانستې؛ خو په بدل کې ښځې او بشري ټولنې ته یې نورې بدمرغۍ هم رامنځ ته کړې. دا څرګنده ده که په دې هکله بېړه نه وای کارول شوې؛ نو د ښځې دا حقوق په غوره ډول هم ترلاسه کېدای شول او د روانې ناسمې وضع او له وحشتناکې راتلونکې به د دردمنو غږونه تر اسمانه نه پورته کېدل؛ خو دا هیله شته، چې علم او پوهه خپله لمن وغوځوي او د ښځې خوځښت ددې پر ځای، چې له احساساتو سرچینه واخلي، له علم او پوهې سرچینه واخلي. په دې اړه د اروپايي پوهانو څرګندونې‏ مو هیلمنوي.

داسې ښکاري، چې د ښځې او سړي د اړیکو په هکله د لویدیځو پېښې کوونکي، چې نوې نیشه شوي، خپله لویدیځوال یې اوس د خمار پېر تېروي.

د ویل دروانت څرګندونه

ویل دورانت د “د فلسفې د خوندنو” د کتاب په څلورمه برخه کې د جنسي او کورني چارو په اړه پراخه ویینه کړې، موږ یې دلته غورچاڼ راوړی، څو لوستونکي د لویديځو پوهانو له فکري بهیرونو خبر شي او له بېړه ییزو قضاوتو ډډه وکړي.

“ویل دورانت” د “عشق” د کتاب په اووم څپرکي کې وايي:

“ د عشق لومړی څرګنده ‏سندره د بلوغ په رارسېدو پېلېږي. ” پیوبرټي” چې په انګرېزۍ کې د بلوغ مانا ورکوي؛ خو د لاتینۍ اصل ته په پاملرنې سره د “ویښتانو د راختو” په مانا دی؛ یعنې هغه عمر چې د هلک پر بدن ویښتان راشنه کېږي، په تېره، پر سینه او مخ، چې زلمي پرې ویاړي او خروي یې. د ویښتانو څرنګوالى او څومره والی ( له نورو چارو سره په برابرۍ) د توالد او تناسل په قدرت پورې اړه لري او په دې وخت کې د ژوند د خوښۍ احساس ډېر لوړ وي. د ويښتو دا ناڅاپه راشنه کېدل او ورسره د اواز ډبلوالی هغه دويمني جنسي صفتونه دي، چې د بلوغ پرمهال په هلکانو کې رامنځ ته کېږي؛ خو طبیعت په دې عمر کې انجونو ته نرموالى وربښي، چې سترګې حیرانوي، لګن خاصره یې پراخېږي، څو د موروالي چارې یې لاپسې اسانه شي او سینې یې غټېږېږي، چې ماشوم ته تی ورکونه یې اسانه شي. ددې ثانویه لاملو د راښکارېدو لامل څه دی؟ څوک نه پوهېږي؛ خو د پروفیسر “ستارلینګ” څرګندونې ‏په دې اړه پلویان موندلي دي، ددې نظریې له مخې تناسلي حجرې د بلوغ پرمهال نه یوازې هګۍ ‏او څاڅکى جوړوي؛ بلکې یو ډول هورمون هم وینې ته ننباسي، چې د روحي او بدني ‏بدلون لامل ګرځي. په دې عمر کې نه یوازې بدن له نويو قواوو برخمنېږي؛ بلکې روح او خوی هم په زرګونو ډول اغېزمنېږي.

“رومن رولاند” وايي: “د ژوند په اوږدو کې داسې وخت رارسي، چې د سړي په بدن ‏کې ورو بدلونه رامنځ ته کېږي او د ښځو په وجود کې هغه بدلونونه رامنځ ته کېږي، چې و مو ویل، زړورتیا او ځواکمني ‏نرم زړونه راخوټوي او نرمي او لطافت د زورورو لېوالیتا او هوس راپاروي. “

“دموسه” وايي: “ټول سړي، دروغجن، مکار، لاپو شاپو والا او دوه مخي دي او ټولې ښځې ځان خوښې، ظاهر سازه او خیانتکارې دي؛ خو په نړۍ کې یوازې یو څیز ستر او سپېڅلی دی او هغه ددې دواړو نیمګړو موجوداتو یو له بل سره یوځای والی دی. “

په لویانو کې د جوړې لټونې اداب دا دي، چې سړي، نیونې ته برید کوي او ښځې د زړه وړنې-دلبرۍ او غلونې لپاره په شا تګ کوي (که څه، په ځینو ځایو کې استثناوې شته) داچې د سړي طبع جګړیزه او ښکاري ده؛ نو عمل یې مثبت او یرغلیز دی او ښځه ورته هغه انلامل دی، چې باید و یې تښتوي او مالک یې شي. جوړه لټونه جګړه او نښته ده او واده تصاحب او واکمني ده.

د ښځې ډېره پاکلمني ښځه په دې وسمنوي، چې په خپل مین پسې لا په لټه کې شي؛ یعنې هغه، چې د هغې د اولادونو د پلار ویاړ یې په برخه شي او دا پاکلمني ددې لامل ده، چې د خپلو اولادونو په چوپړ کې شي. د ښځو د ډلې ګټې د ښځې په ژبه خبرې کوي او د سړي ګټې د سړي په ژبه. په عشقي کاروبار ‏کې ښځه تر سړي پوه ده؛ ځکه لېوالتیا یې دومره سخته ‏ نه ده، چې د عقل سترګې یې وتړي.

“داروین” لیدلي، چې په ډېرو انواعو کې ښځینه ‏د عشق ‏له نړۍ سره بې علاقې ده.

“ابینګ” وايي: ښځې د سړیو په مطلقو او مبهمو ستاینو پسې دي او غواړي سړي یې غوښتنو ته پاملرنه وکړي او دا چار پکې تر جنسي خوندو هم ډېر دی. د ښځې د طبیعي مینې بنسټ د هغه د موروالي یو دويمنى صفت دی او ټول هغه احساسات، چې ښځه له سړي سره تړي، له بدن ‏یې نه؛ بلکې د سر ایښوونې( او د سړي تر ملاتړ‏ لاندې راتلو) یې راټوکېږي او دا غرایز له وضع او حالاتو سره د اړخ لګونې په موخه رامنځه ته شوي دي. ”

ویل دروانت د “ښځو او سړیو” په څپرکي کې وايي: “ د ښځې ځانګړی کار د نسل د پایښت چوپړ دی او د سړي ځانګړی کار د ښځې او ماشوم چوپړ دی. ممکن نور کارونه هم وي؛ خو هغه ټول د حکمت او تدبیر له مخې ددې دوو بنسټیزو چارو تابع دي. دا موخې بنسټیزې دي؛ خو نیمه ناخبري دي او د انسان د طبیعت مانا او نېکمرغي په کې پرته ده. د ښځې طبیعت جګړه ماري نه؛ بلکې پناه غوښتنه ده. داسې ښکاري، چې په ښځینه ځینو ډولو کې بیخي د جګړې غریزه نشته او که په جګړه هم شي؛ نو دا کار به یې د خپلو ماشومانو په پار وي.

تر سړي، ښځه صبرناکه ده، که څه، د ژوند د کړکېچنو او خطرناکو کارو پر وړاندې د سړي زړوتیا ډېره ده؛ خو د لږو بې شمېره خپګانو پر وړاندې د ښځې همېشنى او ورځنى زغم ډېر دی. د ښځو جګړه ماري د نورو په وجود کې ده، له سرتېرو سره د ښځومینه وي او ځواکمن سړی یې ښه ایسي. د واک په ليدو، د خوښۍهېښنده لامل (مازوشیستک) یې راپارېږي، که څه، پخپله ددې واک بلهار ده.

چې ښځه په سړي کې داشان واک ووینی؛ نو په ښځه کې هېښنده خوښي رامنځ ته شي، چې کله نا کله د نننۍ ښځې په اقتصادي احساساتو هم واکمنېږي او کله ورته دا غوره ښکاري، چې له لېوني سره واده وکړي. هغه سړی، چې قومانده ورکونه یې زده وي، ښځې ورته په اسانې سر ټیټوي. که نن د ښځې غاړه ایښوونه کمه شوې؛ نو لامل یې دا دی، چې سړي په اخلاقو او واک کې کمزوري شوي دي. د ښځې پام د کورنیو چارو ته وي او چاپېریال یې خپل کور وي. هغه د طبیعت په څېر ژوره؛ خو د خپل محدود کور په څېر راګېره هم ده. غریزه یې له پخوانیو دودونو سره تړي. ښځه نه په ذهن کې او نه هم په عادت کې د ازمېښت نه ده(د ځینو سترو ښارونو ښځې دې استثنا شي). که ازادې مينې ته مخه کوي؛ نو له دې کبله نه دي، چې آزادي په کې لټوي؛ بلکې په خپل ژوند کې له یو مسئوول سړي سره له واده کونې نهیلې شوې ده. که د ځوانۍ په کلونو کې د سیاسي اصطلاحاتو او عباراتو په فتنو کې غورځېږي او خپل ټول انساني احساسات په کې غورځوي، تر پتمن مېړه موندنې روسته له هغو ټولو فعالیتو سترګې پټوي او په چټکه ځان او مېړه له دې عمومي فعالیتو راباسي او مېړه ته ښيي، چې د وفا شدید حس دې په خپل کور پورې محدود کړي. ښځه بې له دې، چې تفکر ته اړتیا ولري، پوهېږي، چې سالمې سمونې یوازې له کوره را اوچتېږي. ښځې ددې په څنګ کې، چې له خیالي او سرګردانه سړي، سرښنده او کور او ماشومانو ته ژمن سړي جوړوي، د انسان ‏د پایښت او ساتنې لامل هم دی. طبیعت د دولتونو او قوانینو څه پروا نه لري، د هغې مینه له کور او ماشوم سره ده، که ددې په ساتنه کې بریالۍ شي؛ نو د دولتونو پر وړاندې بې علاقې ده او په هغوی پورې خاندي، چې د دا شان بنسټیزو قوانینو په بدلون بوخت دي. که نن طبیعت د ماشوم او کورنۍ په ساتنه کې کمزوری ښکاري، دا ځکه څه موده کېږي، چې ښځې طبیعت هېر کړی؛ خو د طبیعت ماتې تلپاتې نه وي. هر وخت، چې وغواړي له خپلو سل ګونو ګټو سره راګرځي.

داسې قو مونه او خېلونه ‏شته، چې د ژمنې په پراختیا کې له موږه ډېر دي او طبیعت کړای شي له دوی خپل دوام او غوڅوالي برابر کړي. ”

اتمه برخه

 

مهر او نفقه

 

  • ایا مهر او نفقه د ښځې د بنده والي-‏ مملوک والي د پېر یادګار دی؟
  • قرآن کریم، مهر ښځې ته د سړي له خوا یوه ډالۍ او د رښتنولۍ نښه یاده کړې ده.
  • مهر له هغه ځایه راپیدا شوی، چې طبیعت د مینې په مسله کې هر یو سړي او ښځې ته په بېلابېلې ونډې قایل دی.
  • اسلام د مهر په هکله د جاهلیت دودونه منسوخ کړي دي.
  • که مینه خپله د ښځې له خوا پیل شي؛ نو هم مینه ماتې خوري او هم د ښځې شخصیت ماتېږي.
  • هغه سړي باید سم کړو، چې د اسلام پر قانون عمل نه کوي، قانون ولې خراب کړو؟
  • د اسلام مهري غونډال یوازې په همدې پورې ځانګړې دی او له نورو مهري غونډالو دې بېل وڅېړل شي.
  • اروپا سل کاله مخکې او اسلام څوارلس پېړۍ مخکې ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړې ده.
  • د اسلام له نظره درې ډوله نفقه
  • اروپايي ښځه دې د قانون نه؛ بلکې د ماشین منندوی وي.
  • اسلام اقتصادي خپلواکي ورکړه؛ خو کور وراني یې ونه کړه.
  • د شتمنۍ په لاس ته راوړو کې د ښځې وس تر سړي کم او د شتمنۍ استهلاک یې ډېر دی.
  • نننی سړی غواړي د نفقې د حق په منځه وړو، د ښځې له اسرافکارۍ غچ واخلي.
  • پر سړي د ښځې د نفقې د حق له منځه وړل ‏به ښکاري سړیو ته لار هواره کړي.
  • ایا د بشر د حقوقو اعلامیې ښځې ته سپکاوی کړی دی؟

 

مهر او نفقه (۱)

په بشري کورنیو اړیکو کې يو پخوانى دود دا هم دی، چې سړي به د واده پرمهال ښځې ته مهر ورکاوه، له خپله ماله به یې څه ښځې یا خسر ته ورکول او پردې سربېره د واده په ټوله موده کې یې د ښځې او خپلو ماشومانو- کوړمې لګښت هم ورکاوه.

ددې دود جرړه په څه کې ده او څرنګه رامنځ ته شو؟ او مهر کومه صیغه ده او ښځې ته نفقه ورکول په څه مانا دي؟ که ښځه او سړی خپلو طبیعي او انساني حقوقو ته لاس رسی ولري او په دواړو انساني او عادلانه اړیکې واکمنې وي او له ښځې سره د انسان په څېر چلن وشي؛ نو ایا مهر او نفقې ته کوم ځای پیدا کېږي؟ یا داچې مهر او نفقه د ښځې د بنده توب د پېر یادګار دی. د انساني حقوقو د برابرۍ او عدالت غوښتنه دا ده، په تېره، په شلمې پېړۍ کې، چې مهر او نفقه دې له منځه ولاړه شي او ودونو دې بې مهره وشي او ښځه دې خپل ژوند پیټې پخپله پورته کړي او د ماشومانو په لګښت کې دې هم له سړي سره برابره برخه واخلي. خپلې خبرې مو له مهره پیلوو او ګورو، چې مهر څرنګه راپیدا شوی او څه فلسفه یې درلوده او ټولنپوهانو د مهر د رامنځ ته کېدنې څرنګه مخونه کړې ده؟

د مهر تاریخ

وايي د تاریخ تر پېرونو مخکې، چې بشر په توحش کې اوسېده او ژوند يې ټبریزه بڼه درلوده، د نامعلومو لاملونو له مخې، له همخونه سره واده جایز نه ګڼل کېده.

د ټبر ځوانانو، د نورو ټبرونو له پېغلو سره واده کاوه، په هغه پېر کې سړی د اولاد په زیږنه کې له خپلې ونډې ناخبره و؛ یعنې نه پوهېده، چې له ښځې سره کوروالی ‏یې د اولاد په تولید کې اغېزمن دي. خپل اولادونه یې د ځان نه؛ بلکې د خپلې ښځې ګڼل. له ځان سره یې د اولادونو ورته والی احساساوه؛ خو په لامل یې نه پوهېدل. همدا شان اولادونو هم ځان د سړي نه؛ بلکې د ښځې اولاد ګاڼه او نسب – نبیره د پلار له خوا نه؛ بلکې د ميندو له خوا پېژندل کېده، سړي شنډ ژوي ګڼل کېدل او تر واده روسته د لوبڅي په څېر د ښځې په ټبرکې ‏اوسېدل، چې ښځه یې یوازې بدني ځواک ته اړتیا لري، دې پېر ته د” مورشاهۍ” پېر وايي.

څه موده نه وه، تېره چې د اولاد په تولید کې سړی له خپلې ونډې خبر شو او ځان یې د د اولاد اصلي څښتن وګاڼه. تردې روسته یې ښځه د ځان تابع کړه او د کورنۍ ریاست یې پر غاړه واخست او په اصطلاح-څرګندنه د “پلار شاهۍ” پېر پیل شو.

په دې پېر کې هم له همخونه سره واه کول جایز نه و او سړي د بل ټبر له ښځې سره واده کاوه او خپل ټبر ته یې راوړه. داچې د ټبرونو ترمنځ د جګړې او لوټ حالت و؛ نو سړي به خپله خوښه کړای شوې ښځه له ټبره راتښتوله.

په تدریجي ډول سولې د جګړې ځای ونیو او بېلابېلو ټبرو يو له بل سره ګډ ژوند پیل کړ، په دې پېر کې د ښځې رسمي والی منسوخ شو او که چا ښځه کوله؛ نو د هغې پېغلې ټبر ته به ته او له پلار سره یې به تر یوې مودې اوسېده او ورته یې کار کاوه او خسر به ورته ددې کار په مزدورۍ کې خپله لور ورکوله او بیا یې خپل ټبر ته راوسته.

تردې چې شتمني ډېره شوه، دا مهال سړی پوه شو، چې ددې پر ځای چې له خسر سره کلونه کار وکړي، غوره ده، چې یو وړ ډالۍ ورواستوي او لور ترې راوده کړي. دا کار یې وکړ او له دې ځایه مهر پیدا شو.

له دې مخې په لومړي پړاو کې سړي د ښځې د لوبڅي په توګه ژوند کاوه او د ښځې چوپړګار و، په دې پېر کې ‏ښځه پر سړي واکمنه وه. په بل پړاو کې، چې واکمني د سړي لاس ته ورغله، سړي به ښځه له بل ټبره ‏راتښتوله. په درېیم پړاو کې داچې سړي به ښځه کوله؛ نو د خسر کور ته به ته او کلونه یې ورسره کار کاوه، په څلورم پړاو کې سړي، خسر ته د پیسې ورکولې او په رسمي ډول مهر له همدې ځایه پیل شو.

وايي: له هغه ځایه، چې سړي د”مورشاهۍ” غونډال ړنګ کړ او پر ځای یې د “پلار شاهۍ” غونډال رامنځ ته کړ؛ نو له هغه وخته یې ښځه خپله وینځه یا هم اجیره کړې ده او د یو اقتصادي اوزار او یا هم په دې سترګه یې ورته کتل، چې شهوت یې اراموي او ښځې ته یې ټولنيزه-وټیزه (اجتماعي او اقتصادي) خپلواکې نه ورکوله او د ښځې د کار او زیار محصول یې مېړه یا پلار اخسته. ښځې حق نه درلود، چې پخپله خوښه مېړه وکړي او پخپله اراده مالي او اقتصادي فعالیت ولري او په حقیقت کې هغه پیسې، چې سړي، ښځې ته د مهر په نامه ورکولې او هغه لګښتونه، چې د نفقې په توګه یې ‏ورکول، د هغه اقتصادي ګټې په مقابل کې و، چې د ښځې او مېړه په پېر کې یې له ښځې اخستې.

مهر د اسلام په حقوقي غونډال کې

پینځم پړاو هم شته، چې ټولنپوهان یې په اړه په څرګندونه ‏کې چوپ دي. په دې پړاو کې د واده پرمهال سړی څه “پیشکشي” ښځې ته ورکوي او د دواړو لوریو موروپلار په دې پیشکشۍ کې حق نه لري. حال دا ښځه له سړي پیشکشی اخلي؛ نو په هماغه حال کې خپله ټولنيزه وټیزه خپلواکې هم ساتي. لومړی داچې د پلار یا رور په خوښه نه؛ بلکې پخپله خوښه مېړه کوي، دویم داچې په هغه موده کې، چې د پلار په کور کې ده او بیا په هغه موده کې، چې د مېړه په کور کې ده، څوک حق نه لري زبېښاک یې کړي او په خپل چوپړ کې يې کړي. د کار محصول او زیار یې په بل چا پورې نه؛ بلکې په ځان پورې اړه لري او په حقوقي ملاملو کې د سړي پالندوینې ته اړتیا نه لري.

له ښځې څخه د ګټنې له مخې، سړی یوازې د مېړه او ښځې د ګډ ژوند په ورځو کې د ښځې له رسېدون- وصاله ګټنه کوي او پردې مکلف دی، تر کومه، چې د ښځې او مېړه پېر دوام لري او د ښځې له وصاله برخمنېږي؛ نو د هغې ژوند دې د خپلو امکاناتو په حدودو کې برابر کړي.

دا هماغه پړاو دی، چې اسلام منلى او د ښځې او مېړه بنسټ یې پر همدې ایښی دی. په قرآن کریم کې ډېر آیتونه شته، چې د ښځې مهر په بل چا پورې نه؛ بلکې پخپله ورپورې اړه لري. د ښځې او مېړه په پېر کې سړی باید د ښځې د ژوند ټول لګښتونه پر غاړه واخلي او په هماغه حال کې، چې کوم درامد له ښځې اخلي او د هغې د کار پایله په بل چا (مېړه یا پلار) پورې نه؛ بلکې پخپله په هغې پورې اړه لري.

دلته دي، چې د مهر او نفقې مسله پېچلې کېږي؛ ځکه چې کله مهر د انجلۍ په پلار پورې اړه درلوده او ښځه د وینځې په څېر د مېړه کور ته تله او مېړه یې زبېښله، د مهر فلسفه له پلاره د لور پېرنه او د نفقې فلسفه هغه اړین لګښتونه دي، چې مالک یې خپل مملوک-بنده ته ورکوي. که خسر ته څه ور نه کړل شي او مېړه هم حق نه لري ښځه زبېښاک او اقتصادي ګټنه ترې وکړي او ښځه هم له اقتصادي اړخه پوره خپلواکه وي او ان له حقوقي اړخه د سړي پالندوینې ته هم اړتیا ونه لري؛ نو په دې حالت کې د مهر او نفقې ورکونه څه مانا لري؟

تاریخ ته کتنه

که وغواړو په پینځم پړاو کې د مهر او نفقې پر فلسفه ځان پوه کړو؛ نو تردې مخکې باید څلورو پړاوو ته پاملرنه وکړو. حقیقت دا دی، څه چې په دې اړه وویل شول، له یو لړ اټکلونو پرته بل څه نه دي، نه تاریخي حقایق دي او نه علمي او تجربي. یو خوا د قراینو یوه برخه او بلخوا د انسان او جهان په هکله ځینې فلسفي فرضیو، تر تاریخ مخکې د بشر د ژوند په هکله ددې اټکلونو او فرضیو د راټوکېدو جرړه ګرځېدلې ده. څه چې د “مورشاهۍ” په اړه وویل شول او همداشان څه، چې د پلرونو له خوا د لوڼو پلورل او له مړونو له خوا یې زبېښاک، داسې څه نه دي، چې دومره ژر پرې باور وکړو.

په دې فرضیو او اټکلونو کې دوه څیزونه تر سترګو کېږي: لومړی دا هڅه شوې، چې د لومړني بشر تاریخ په سرباندې ډول له دښمنۍ او تاوتریخوالۍ ډک او له انساني عواطفو تش وښوول شي. بله داچې د طبیعت ونډه له پامه غورځول شوې، چې د هېښنده تدابیرو له لارې یې خپلو ټولیزو موخو ته د رسېدو لپاره کاروي.

د انسان او طبیعت په هکله دا شان تفسیرونه او څرګندونې یو لویدیځوال ته اسانې دي؛ خو شرقي ته نه؛ خو داچې(شرقي) د لویديځ پېښې وکړي. غربي په ځانګړو لاملونو له انساني عواطفو پردی دی او نشي کړای انساني عاطفې او څپرغیو ته په تاریخ کې د بنسټیزې ونډې په بڼه وګوري، غربي که د اقتصاد په اړخ راپاڅي؛ نو یوازې ډوډۍ ګوري او بس. د هغه په اند تاریخ یو ماشین دی، که ډوډۍ ورنه کړي پر مخ نه ځي او که د جنسي چارو په اړخ راپاڅي؛ نو انسانیت او تاریخ یې له ټولو فرهنګي، هنري، اخلاقي، مذهبي مظاهرو او تر ټولو سترو او مانیزو تجلیاتو سره، د جنسي بدل شويو شکلو پرته بل څه نه ګوري او که د سیادت او ځواکیالۍ په اړخ راپاڅي؛ نو د بشر برخلیک یو مخې وینه توېدنه او بې رحمي ګوري.

غربي په منځنیو پېړیو کې له دینه او د دین ‏په نامه کړاوونه وزغمل او په اور کې د ژوندي انسانانو ورغورځېدنه یې ولیده؛ ځکه د خدای او دین له نامه او څه، چې دا بوى ترې راځي، وحشت کوي او د دې ټولو علمي نښو په لیدو، چې، طبیعت موخه لري او نړۍ ځانته پرېښوول شوې نه ده؛ نو ډېر لږ زړه کوي، چې د “غايي لامل” په آر منښته وکړي.

موږ له دې مفسرینو څخه نه غواړو، چې د پېغمبرانو پر شتون دې منښته وکړي، چې د تاریخ په اوږدو کې راښکاره شوي او د انسانیت او عدالت د غږ پورته کوونکي ول او له کوږوالي سره یې مبارزه کړې او د خپلو مبارزو پایله یې هم لیدلې ده. موږ له دې مفسرینو غواړو، چې لږ تر لږه د طبیعت ځان خبرې ونډه خو هېره نه کړي.

د ښځې او سړي په اړیکو کې بېشکه بې شمېره ظلمونه او دښمنۍ شوي دي. قرآن عظیم الشان یې تر ټولو سختې دښمنۍ راخستې؛ خو دا نشو ویلای، چې ټول تاریخ تاوتریخوالی او دښمني وه.

د مهر حقیقي فلسفه

زموږ په اند د مهر راپیدا کېدنه د هغه ماهرانه تدابیرو پایله ده، چې په پنځون کې د ښځې او سړي د اړیکو د تعدیل او يو له بل سره د پیوند لپاره کار ول شوې ده.

مهر له هغه ځایه راپیدا شوی، چې په پنځون کې د مینې په مسله کې د ښځې او سړي ونډه یو د بل پر ضد ده. عارفان دا قانون په ګرده هستۍ کې خپروي، وايي: د مینې د جذب او انجذاب قانون پر ګردو ژویو او مخلوقاتو واکمني کوي، په دې ځانګړنې، چې ژوي او مخلوقات له دې لامله، چې ځانګړې دنده باید ترسره کړي، سره توپیر لري، سوځېدل په یو ځای کې او ساز په بل ځای کې دي.

پوهان وايي: په سړي کې تر ښځې شهوت ډېر دی. په اسلامي روایاتو کې راغلي: په سړي کې تر ښځې شهوت ډېر نه دی؛ بلکې اپوټه ده او ښځه د شهوت پر وړاندې کلکه ده، ځان ساتنه او ډډه یې ډېره ده. د دواړو د خبرو پایله یوه ده. په هر حال، د شهوت پر وړاندې تر ښځې، سړی کمزوری دی. دې ځانګړنې تل ښځې ته فرصت ورکړی، چې په سړي پسې ولاړه نشي او ژر یې پر وړاندې سر ټیټ نه کړي او اپوټه سړی یې دې ته اړ کړى، چې ښځې ته اړتیا ښکاره کړي او د خوښې راماتونې ته یې اقدام وکړي، چې له دې اقداماتو یو هم د ډالۍ ورکول و.

د ښځې د لاس ته راوړو او تصاحب لپاره ولې نرانو يو له بل سره سیالۍ او جګړې کولې؛ خو ولې ښځینه کله هم د نر لاس ته راوړو ته دا شان ولوله نه ده ښوولې؟ دا ځکه چې د نر او ښځینه دنده یوه نه وه. نر تل غوښتونکی حالت درلود او ښځینه کله هم په ولولې او حرص په نر پسې نه ده تللی او تل یې له ځانه یو ډول بې اړي او استغنا ښوولې.

مهر د ښځې له حیا او پاکلمنۍ سره یوه جرړه لري. ښځه د فطري الهام له لارې په دې پوهېدلې، چې درناوی او عزت یې په دې کې دی، چې ځان وړیا سړي ته ور ونه سپاري او یا په اصطلاح ځان پرې خوږ وپلوري.

همدا لامل شوي، چې ښځې له ټولو جسمي کمزوریو سره بیا هم سړی ځان پسې په مرکې رامات کړي او په دې اړه یې سړي يو له بل سره سیالۍ ته اړ کړي دي او د سړي له لاس رسۍ یې د ځان خلاصونې له لارې رمانیتکه مینه رامنځ ته کړې، چې د مجنون په څېر په لیلا پسې ولاړ شي او چې ښځه واده ته غاړه کېږدي؛ نو له سړي د رښتینولۍ د نښې په نامه ډالۍ ترلاسه کوي.

وايي: په ځینو وحشي قبایلو کې، چې څو بې قراره میینو به په یوې انجلۍ مرکې کولې؛ نو میینو به يو له بل سره تن په تن جګړه کوله، چې هر یو به ماتې وخوړه یا ووژل شو، پاتې به له انجلۍ سره واده کاوه.

د هغوی په اند، چې واک یوازې د مټو په زور کې ویني او د ښځې او سړي د اړیکو تاریخ له یوې مخې ظلم او زبېښاک ګڼي؛ نو دا باور به ناسم وي، چې کمزوری موجود؛ یعنې ښځه دا شان مزبوت او کرکجن جنسونه سره تن په تن جګړې ته اړ کړي، که څوک د پنځون له دې ماهرانه تدبیر سره لږ هم بلد وي، چې د ښځې په وجود کې یې دا شان هېښنده او پټ واک ایښی؛ نو دا به ورته څه هېښنده څیز نه وي.

ښځې پر سړي ډېر اغېزه درلودلى او څومره چې ښځه پر سړي اغېز لري؛ نو دومره یې سړی پر ښځه نه لري. د سړي د هنرونو، زړورتیاوو، نبوغو او لنډه دا، چې د ټول شخصیت تر شا د ښځې لاس دی او د هغې د ظریفې ډډې، حیا او پاکلمنيو مدیون یې دی. ښځې تل سړی جوړاوه او سړي ټولنه او چې کله د ښځې حیا، پاکلمني او ځان ساتنه له منځه ولاړه شي او ښځه وغواړي د سړي په څېر راښکاره شي؛ نولومړی داچې پر ښځې د باطلوالي ټاپه لګېږي او سړی خپل نارینتوب هېروي او ورپسې ټولنه ویجاړېږي.

همدا ښځینه واک دی، چې د تاریخ په اوږدو کې يې د ښځې شخصیت ساتلی، چې ښځه په سړي پسې ولاړه نشي او سړي په ځان پسې په مرکه رامات کړي او د ځان په اړه یې سړي يو له بل سره سیالۍ ته اړ کړي او ان د مرګ پولې ته یې هم رسولي دي. ښځې حیا او پاکلمني خپل شعار کړى، خپل بدن یې د سړي له سترګو پت ساتلی او ځان یې پاموړ او د سړي الهاموونکی او د مینې پیدا کوونکی او همداراز د هنر ښوونکې، زړورتیا بښوونکې او نبوغ زیږې ښوولې ده، په سړي کې یې د مینې او ستاینې حس راپیدا کړ او هغه یې دې ته اړ کړ، چې د ښځې پر وړاندې په خپلۍ خاکسارې او سرټیټې وویاړي، د ښځې همدې واک سړی دې ته اړ کړی، چې د واده پرمهال ورته د مهر په نامه ډالۍ وړاندې کړي.

مهر د هغه ټوليزې قانون یو ماده ده، چې کړلار یې په پنځون کې اچول شوې او د فطرت په لاس چمتو شوې ده.

مهر په قرآن کریم کې

قرآن کریم مهر په هغه بڼه راونه ایست؛ لکه څرنګه مو، چې په پینځم پړاو کې وویل. قرآن عظیم الشان، مهر بېرته فطري حالت ته وګرځاوه او وايي:

((وَآتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً[15] – او د ښځو(پوره) مهر په ښه زړه د ډالۍ په توګه وركړئ.))

قرآن کریم په دې لنډه غونډله کې درې بنسټیزو ټکیو ته اشاره کړې:

لومړی داچې د (صَدُقَه) په نوم یې یاد کړې؛ نه مهر، صدقه د صدق له مادې ځنې ده؛ ځکه مهر ته صداق یا صدقه ويل کېږي، چې د سړي د مينې د رښتینوالي نښه ده. داچې صدقه( د دال په پېښ) ته یې صدقه ویلې، لامل یې دا دی، چې د ایمان د رښتینولۍ نښه يې ده. بل داچې له دې ټکي سره د (هِنَّ) د ضمیر په نښلولو وايي، چې مهر په موروپلار پورې نه؛ بلکې په ښځې پورې اړه لري، مهر ښځې ته د ډوډۍ ورکونې او د ماشوم د روزنې او شيدو ورکونې لاسباړه نه ده، درېیم داچې د(نِحْلَةً) په ټکي پوره څرګندوي، چې مهر بې له ډالۍ او وړاندې کونې بل څه مانا نه لري.

په څارويو کې د دوه ګونيتوب احساسات

دا مسله په انسانانو پورې اړه نه لري، په ټولو ځان لرونکیو کې د دوه جنسۍ قانون واکمن وي او سره له دې، چې دواړه جنسونه یو بل ته اړین پیدا شوي؛ خو نر جنس ډېر اړین پنځول شوی؛ یعنې احساسات یې له اړتیا ډک دي؛ ځکه نر جنس د ښځې د خوښې راماتونې ته ورمخکې کېږي او ددې لاملېږي، چې د دواړو جنسونو اړیکې تعدیل شي او نر جنس له خپل زور او واکه ناوړه ګټنه ونه کړي او ځان سرټیټی او خضوع ونیسي.

په نامشروع اړیکو کې ډالۍ

دا په مشروع اړیکو او واداه پورې اړه نه لري، که ښځه او سړی یو له بل سره نامشروعې اړیکې هم ولري او غواړي له ازادې مینې ګټنه وګړي؛ نو بیا هم سړی دی، چې ښځې ته ډالۍ ورکوي، که په کوم ځای کې چای ډوډۍ خوري؛ نو سړی خپله دنده ګڼي، چې پیسی یې ورکړي. دا ښځې ته ننګ او سپکاوی دی، چې په سړي پيسې ولګوي. که هلک عیاشي کوي؛ نو باید پیسې او مالي امکانات ورسره وي او انجلۍ ته عیاشي د ډالیو راټولنې یو وزله ده. دا عادتونه، ان که په نامشروعو او غیر قانوني اړیکو کې هم وي، د ښځې او سړي د احساساتو له نه ورته والي رامنځ ته شوي دي.

پېرنګۍ معشوقه تر واده یې لا طبیعي ښکاري

په لویدیځه نړۍ کې، چې د انسانانو د حقوقو د برابروالي په نامه یې کورني حقوق له طبیعي بڼې ایستلي او په دې هڅه کې دي، چې د طبیعت پر قانون سربېره ښځه او سړی په ورته حالت کې راولي او په کورني حقوقو کې ورته یو شان دندې وروسپاري. تر کومه، چې د ازادې مینې خبره راځي او قراردادي قوانینو د طبیعت له لارې نه دي ایستلي؛ نو سړی خپله طبیعي دنده سر ته رسوي، چې غوښتنه، اړتیا او پيسې لګول دي. سړی ښځې ته ډالۍ ورکوي او د ښځې لګښت ورکوي، حال دا د پېرنګيانو په واده کې مهر نشته او د نفقې له لامله هم دا دروند مسوولیت د ښځې پر غاړه ږدي؛ یعنې پېرنګي معشوقه تر پېرنګي واده له طبیعت سره ډېره همغږی ده.

مهر له هغو بېلګو ده، چې ښيي ښځه او سړی له ناورته استعدادو سره پنځول شوي او د پنځون قانون د فطري او طبیعي حقوقو له مخې ورته نا ورته سندونه ورکړي دي.

مهر او نفقه(۲)

په اسلام کې هغه جاهلي دودونه منسوخ شول

 قرآن کریم د مهر په هکله د جاهلیت دودونه منسوخ کړل او لومړني او طبیعي حالت ته يې واړول. په جاهلیت کې پلرونو او ميندو مهر د حق الزحمې په بڼه د ځان حق ګاڼه. په کشاف تفسير کې راغلي، چې انجلۍ به وزیږېده او بل به ورته مبارکي ویله؛ نو ورته یې ویل، ( هنیاً لک النافجه) یعنې د شتمنۍ د زیاتېدو وزله دې درمبارک وي؛ یعنې داچې له مېړه يو يې پيسې واخلې.

په جاهلیت کې که پلرونه نه ول؛ نو ورونو یې پخپله خوښه خويندې ورکولې او له انجلۍ یې نه پوښتل او مهر یې هم نه ورکاره او يو له بل سره یې بدل کاوه، داسې چې لور یا خور یې بل ته ورکوله او د بل لور یا خور یې ځان ته کوله او په دې اوډون دواړه انجونې به یو د بل مهر ګڼل کېدې او د پلار یا رور به رسېدې، دې ته یې د “شِغار” نکاح ویله، اسلام دا دود منسوخ کړ. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وویل:” لا شِغار فی الاسلام”.

په اسلامي روایاتو کې راغلي، چې نه يوازې د لور په مهر کې د پلار حق نشته؛ بلکې له مهره بېل پلار ته د څه منلو شرط نشته او مهر بايد يوازې لور ته ورکړ شي او د لور په واده کې پلار حق نه لري ځان ته ګټنه وکړي.

خسر ته د زوم کار کول هم اسلام منسوخ کړل، دا دود ښايي له دې اړخه نه و، چې پلرونو غوښتل ځان ته د لور له لارې ګټنه وکړي او کېدای شي بله جرړه یې درلوده او ښايي د هغه وخت د تمدن یوه برخه ګڼل کېده او په پخوا وختو کې داشان دود و.

د حضرت موسی (علیه السلام) او حضرت شعیب (علیه السلام) په کيسه کې دا دود راغلی دى. حضرت موسی (علیه السلام)، چې له مصره وتښتېد او د “مدین” څاګانو ته ورسېد او د حضرت شعيب (علیه السلام) لوڼو ته چا نوبت نه ورکاوه؛ خو حضرت موسی یې رمې ته اوبه راوایستې. لوڼو یې دا بهیر پلار ته ووایه او پلار یې د بلنې په موخه په حضرت موسی پسې یو لور ولېږله، یو له بل سره تر بلدتیا روسته یوه ورځ حضرت شعیب، حضرت موسی (علیه السلام) ته وویل، غواړم یوه لور مې درنکاح کړم؛ خو په دې شرط چې اته کاله به راته کار کوې او که دې زړه غوښتل یو کال بل هم ورباندې زیات کړه او لس کاله راته کار وکړه، حضرت موسی (علیه السلام) ورسره ومنله او زوم یې شو. دا شان دود پخوا و او جرړه یې په دوو څیزونو کې ده: لومړی د شتمنۍ نشتوالی، هغه چوپړ چې زوم یې خسر او خپلې ښځې ته کاوه، یوازې کار کول و او بل د جهیز ورکونې دود و.

ټولنپوهان ګروهن دي، چې انجلۍ ته د پلار له خوا جهیز ورکول یو پخوانې دود دی. داچې پلار وکړای شي، خپلې لور ته جهیز برابر کړي؛ نو زوم یې له ځان سره اجیر نیوه یا یې ترې پیسې اخستې، په عملي توګه څه، چې پلار له زومه اخستل د لور د ګټې او لور ته یې و.

په هر حال په اسلام کې دا دود منسوخ شو او د خسر حق نشته، چې مهر خپل مال وګڼي که څه، موخه یې دا وي، چې دا هر څه پخپلې لور ولګوي. د انجلۍ واک او اختیار دی، چې په هر شکل یې لګوي. په اسلامي روایاتو کې راغلي، چې په اسلامي پېر کې دا شان مهر روا نه دی.

په جاهلیت کې بل دود هم و، چې په عملي بڼه یې ښځه له مهره بې برخې کوله. یو یې د زوجیت د ميراث دود و. که څوک به مړ شو؛ نو وارثانو یې لکه زوى او ورونو د شتمنۍ په څېر يې ښځه هم په ميراث کې وړه؛ یعنې د سړي تر مرګ روسته زوی یا رور یې دا حق درلوده، چې د مړي ښځه بل چا ته پخپله خوښه ورکړي او مهر یې په خپل جېب کې واچوي او یا یې هم بې مهره بل ته ورکړي؛ ځکه مهر یې مړ شوي ورکړی و.

قرآن کریم د زوجیت ميراث منسوخ کړ او و یې ویل:

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ يَحِلُّ لَكُمْ أَن تَرِثُوا النِّسَاءَ كَرْهاً[16]=مؤمنانو! تاسې ته روا نه ده، چې په زوره (او د هغوى په خپه كولو) ځان د ښځو وارثان كړئ.))

قرآن کریم په بل آیت کې په ټولیز ډول د پلار له ښځې سره واده کول منع کړي، که څه، د ميراث په بڼه نه وي او وغواړي ازادانه یو له بل سره واده وکړي:

((وَلاَ تَنْكِحُوا مَا نَكَحَ آبَاؤُكُمْ[17]= او له كو مو ښځو سره چې ستاسې پلرونو واده كړى وي؛ هېڅكله واده و نه كړئ.))

قرآن کریم هغه ټول دودونه منسوخ کړل، چې د ښځو مهر پکې لتاړل کېده، د سړيو به، چې له خپلو ښځو زړه تور شو؛ نو ځورولې یې او موخه یې دا وه، چې طلاق ته يې راضي کړې او چې څه یې د مهر په نامه ورکړي و، نیم یا پوره ترې بېرته واخلي. قرآن کریم وايي:” وَلاَ ((تَعْضُلُوهُنَّ لِتَذْهَبُوا بِبَعْضِ مَا آتَيْتُمُوهُنَّ[18]= او نه دا درته روا ده چې و يې ځوروي او(څه مو چې وركړي= مهر) د هغه د يوې برخې د ترلاسه كولو هڅه وكړئ؛ ))

بل دود دا و، سړي، چې له کومې ښځې سره واده کاوه، ډېر مهر یې ورکاوه؛ نو همداچې زړه به یې ترې موړ شو او د بل واده په تکل کې به شو؛ نو دا ښځه یې تورنوله او بې حیثیته کوله یې او داسې یې ښووله، چې له هماغې لومړۍ ورځې دې ښځې زما د مېرمنتوب وړتیا نه درلوده او دا واده دې مات شي او کوم مهر، چې مې ورکړې بېرته یې باید واخلم. قرآن کریم دا دود هم منسوخ کړ.

د اسلام د مهر ځانګړی غونډال

دا د اسلام د دین منلی حقیقت دی، چې د ښځې په مال او کار کې د سړي حق نشته؛ نه ښځې ته حکم کړای شي، چې پلانى کار راته وکړه او که ښځې یې کار وکړ او په پایله کې یې شتمني لاس ته راوړه؛ نو د سړي حق نشته، چې بې د ښځې له خوښې دا شتمني خپله کړي او له دې اړخه ښځه او سړی مساوي دي. د مسیحي اروپا د غونډال پرخلاف، چې د شلمې پېړۍ تر لومړیو یې رواج درلود، د اسلام له نظره هغه ښځه، چې مېړه لري په حقوقي اړیکو او ملاملو کې د مېړه څارنې ته اړتیا نه لري او د خپلو ملاملو په سرته رسولو کې پوره خپلواکي او ازادي لري. اسلام په عین حال کې، چې ښځې ته یې د مېړه پر وړاندې دومره اقتصادي خپلواکي ورکړې او د ښځې په مال او کار کې یې مېړه ته هېڅ ډول حق نه دى ورکړى؛ خو د مهر قانون یې منسوخ نه کړ. دا ښيي، مهر ددې لپاره نه دی، چې سړی د ښځې اقتصادي ګټنه وکړي او بدني ځواک یې زبېښاک کړي؛ نو جوتېږي، چې اسلام د مهر ځانګړى غونډال لري. د مهر دا غونډال او فلسفه یې له نورو مهري غونډالونو سره غلطه نشي او کومې نېوکې، چې پر نورو غونډالونو کېږي، پر دې یې هم وکړو.

د فطرت قانون

 لکه چې و مو ویل: قرآن کریم څرګندوي، چې مهر “نحله” او عطیه ده. قرآن ډالۍ او عطیه اړینه ګڼي. قرآن عظیم الشان د بشري د فطرت رموزو ته په غوره پاملرنه کړې او داچې ښځه او سړی خپلې ځانګړې دندې هېرې نه کړي، چې طبیعت د دوستانه علایقو له مخې یې پر غاړه ایښي دي؛ نو د مهر په ورکړې یې ټینګار کړی دی. د ښځې رول دا دی، چې د سړي د مینې ځوابواله وي او دا به ښه وي، چې د ښځې مینه په لومړنۍ بڼه نه؛ بلکې د سړي د مینې په غبرګون کې وي. د ښځې له خوا پیل شوې مینه او بې له دې، چې سړي غوښتي وي او داچې لومړی ښځه په سړي میینه شي؛ نو دا مینه تل ماتې خوري او د ښځې د شخصیت هم ورسره ماتېږي؛ خو د سړي د مینې په غبرګون کې، چې په ښځه کې کومه مینه راپیدا کېږي، دا مینه کله هم ماتې نه خوري او د ښځې د شخصیت د ماتېدنې او سپکاوۍ لامل هم نه ګرځي.

ایا دا رښتیا دي، چې ښځه وفا نه لري او د مینې تړون یې په نري تار تړل شوی او په مینه یې باید باور و نه کړو؟

دا هم رښتیا دي هم دروغ، رښتیا ځکه دي، که مینه د ښځې له خوا پیل شي او په سړي میینه شي او ورباندې زړه وبايلي؛ نو دا اور یې ژر مري. په داسې مینه دې باور ونشي. دروغ؛ ځکه دي که د ښځې لمبې وهونکې مینه د سړي د رښتیني مینې په غبرګون کې وي؛ نو دا شان مینه له منځه تلووونکې نه ده؛ خو داچې د سړي مینه سړه شي، چې په دې توګه د ښځې مینه هم پای ته رسي. دا د ښځې فطری مینه ده.

په پورته ویل شوي لومړنۍ مینه کې ښځه په بی وفایۍ مشهوره ده او د ښځې په وفادارۍ کې که کومه ستاینه شوې، د پورته ویل شوې دوېمې مینې په اړه ده.

که ټولنه غواړي د ښځې او مېړه ګډ ژوند لا مزبوت شي؛ نو په هغه لار دې ولاړه شي، چې قرآن کریم ویلې؛ ځکه بې له دې بله چاره نه لري؛ یعنې د فطرت قوانینو ته دې پاملرنه وکړي او د مینې په مسله کې دې د ښځې او سړي خپله ونډه په پام کې ونیسي. د مهر قانون له طبیعت سره همغږي ده، داسې چې مینه د سړي له خوا پيل شوې او ښځه یې مینه ځوابوي او سړی ورته د درناوۍ له مخې ډالۍ ورکوي؛ نو د مهر قانون، چې د ټولیزې اساسنامې یو ماده ده او د طبیعت د جوړونکي په لاس جوړ شوی؛ نو د ښځې او سړي د حقوقو د برابروالي په نامه دې لغوه نشي.

و مو لیدل، چې د سړیو د لېوالتیا پرخلاف، قرآن کریم د جاهلیت دودونه او قوانین بدل کړل. څه چې قرآن عظیم الشان د مهر په باب وویل، د جاهلیت معمول دودونه نه ول، چې ووایو: قرآن عظیم الشان د مهر شتوالي او نشتوالي ته اهمیت نه ورکوي. قرآن عظیم الشان کړای شول، چې مهر په ټولیز ډول منسوخ کړي او دسړيو کار په دې اړه اسان کړي؛ خو داسې یې ونه کړل.

تاریخ ښيي، رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) چمتو نه و، چې ښځه بې مهره سړي ته ور نکاح کړي. یوه ښځه رسول الله ته راغله او ورته و یې ویل: یا رسول الله! ما نکاح کړه.

آنحضرت یې پر وړاندې چوپ شو او ښځه کېناسته.

یو صحابي وویل: یا رسول الله که تاسې یې نه نکاح کوئ، زه چمتو یم.

رسول الله وویل: مهر به یې څه ورکوې؟

و یې ویل: څه نه لرم.

رسول الله: داسې خو نه کېږي، کور ته دې ولاړ شه ښايي څه پیدا کړې او د مهر په ډول یې دې ښځې ته ورکړې.

سړی کور ته ولاړ، راستون شو، و یې ویل: څه مې پیدا نه کړل.

آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم):بیا هم ولاړ شه د اوسپنې یوه ګوته که هم وي؛ نو بسیا ده.

ولاړ او راستون شو، و یې ویل، ان په کور کې مې د اوسپنې ګوته هم نشته، چمتو یم همدا جامې مې چې په تن دې، ددې ښځې مهر یې کړم.

یو اصحابي وویل: ای رسول الله! زه دا سړی پېژنم، چې بې له دې جامو بل څه نه لري؛ نو نیمې جامې یې د ښځې مهر کړه.

رسول الله وویل: که نیمې جامې یې مهر کړم؛ نو کوم یو به یې اغوندي، که هر یو یې واغوندي، بل به یې لوڅ وي.

“مرکه چى” سړی پر ځاى کېناست، ښځه هم بل ته په تمه شوه، د غونډې خبرې بلخوا ولاړې، څه موده نه وه تېره، چې “مرکه چى” غوښتل ولاړ شي؛ خو آنحضرت ورته غږ وکړ، ایا قرآن عظیم الشان لوستای شې؟

هو! یا رسول الله.

رسول الله: کړای شې پلانکى سورت راته په یادو ووايې؟

هو! کړای شم.

رسول الله: ښه ده دا ښځه به درته په نکاح کړم او مهر به یې دا وي، چې قرآن عظیم الشان به ورزده کوې.

سړي، ښځه نکاح کړه.

 

مهر او نفقه(۳)

په دې باید پوه شو، چې فقه په اسلامي قوانینو کې د مهر په څېر ځانګړى حالت لري او له هغه څه سره دې یو و نه پتېل شي، چې په غیر اسلامي نړۍ کې ول یا روان دي.

که اسلام، سړي ته دا حق ورکړی وای، چې ښځه په خپل چوپړ کې کړي او د کار محصول، زیار او په پای کې کومه شتمني، چې ښځه تولیدوي، خپله يې وګڼي؛ نو ښځې ته د سړي د نفقې ورکولو فلسفه به روښانه وه؛ ځکه ښکاره خبره ده، که انسان له څاروى یا بل انسانه هم اقتصادي ګټنه وکړي؛ نو ناچاره دى، چې د ژوند لګښتونه یې ورکړي.

که د ګاډۍ اس ته بوس او اوربشې ور نه کړي، اس کار نه کوي.

خو اسلام سړي ته دا شان حق نه دى ورکړی، ښځې ته یې حق ورکړى، چې مالکه شي او شتمني لاس ته راوړي او د سړي حق نشته، چې پر شتمنۍ یې ګېډه واچوي او په عین حال کې پر سړي لازم دي، چې د کورنۍ بودجه برابره کړي، د ښځې، ماشومانو، نوکرانو لګښت او د کور کرایه ورکړي، دا ولې او په کوم لامل؟

په خواشینۍ سره لویدیځ ځپلي مو دې ته چمتو نه دي، چې په دې هکله پوټى فکر هم وکړي او په پټو سترګو پر اسلامي سيستم هماغه نېوکې کوي، چې لویدیځوال یې پر خپل غونډال کوي، چې البته د غربيانو پر خپل سيستم نيوکې پر ځاى دي.

که څوک ووايي: په لویدیځ کې تر نوولسمې پېړۍ د ښځې د نفقې مسله د ښځې له جیره خوارۍ او وینځېتوب پرته بل څه نه ول؛ نو رښتیا یې ویلي دي؛ ځکه که ښځه دې ته اړ شي، چې د سړي د کور دنننى لګښت پوره کړي او د مالکیت حق و نه لري او هغه نفقه، چې ښځې ته ورکول کېږي، د اجیر یا باري څاروي په څېر به وي.

که په نړۍ کې ځانګړى قانون راپیدا شي او د کور دنننۍ چارو سمبالنه د یوې اړینې دندې په توګه له ښځې واخلي او سړي ته یې وسپاري او ښځې ته د شتمنۍ د پیدا کولو حق او بشپړه اقتصادي خپلواکي ورکړي او په عین حال کې ښځه له کورنۍ بودجې معاف کړي؛ نو دلته بله فلسفه ده او په کې باید فکر وشي.

اروپا ولې ښځې ته یو دم مالي خپلواکي ورکړه؟

دا څه وشول، چې په یوه پېړۍ کې داشان پاموړ پېښه وشوه؟ ایا د اروپایانو انساني احساسات راوپارېدل او پوه شو، چې کړي کارونه یې تېری و؟

ددې ځواب به له “ویل دورانته” واورو هغه د “فلسفې خوندونه” په کتاب کې په اروپا کې د ښځې د ازادۍ د لاملونو ویینه کړې ده.

په خواشینۍ، چې هلته له یو وحشتناکه حقیقت سره مخېږو. څرګندېږي، چې اروپايي ښځه د خپلې ازادۍ او مالکیت لپاره له ادمه نه؛ بلکې له ماشینه دې مننه وکړي او د اروپايي سړیو پر وړاندې نه؛ بلکې د ماشين د سترو څرخونو پر وړاندې دې سر ټیټ کړي. دا د کارخانو د مالکانو حرص و، چې ډېره ګټه وکړي او لږه لاسباړه ورکړي؛ نو د اقتصادي خپلواکۍ قانون یې د انګلستان له ولسې جرګې تېر کړ. ویل دورانت وايي: د ښځو د اقتصادي خپلواکۍ عمومي لامل د ماشین او آلاتو ګڼوالی دی، د ښځې ازادي د صنعتي انقلاب له عوارضو ده. یوه پېړۍ مخکې په انګلستان کې سړیو ته کار موندنه ستونزمنه شوه؛ خو اعلانونه کېدل، چې ښځې او ماشومان مو کارخانو ته راولېږﺉ. د کارخانو مشران د لا زیاتې ګټې په پام کې ول. هغو، چې په ناخبرۍ کې د کور ورانېدنې په دسیسه کې ګډون درلود د انګلستان د نوولسمې پېړۍ وطن دوست د کارخانو مشران ول. د نیاګانو لپاره مو لومړی د ۱۸۸۲ قانون و، چې له مخې به یې برتانیايي ښځو لاس ته راوړې پیسې له ځان سره ایښولای شوې او دا ستر اخلاقي او مسیحي قانون د کارخانو د خاوندانو شوری وضع کړ، چې انګلیسۍ ښځې کارخانو ته راماتې کړي. تر هغه کال راهیسې یې ښځې د کور له بندګۍ او کړخته خلاصې کړې او په کارخانو او هټیو کې بندیوانې کړې. ”

لکه چې مو ولیدل انګلیسي پانګوالو او کارخانو والا د خپلو مادي ګټو له کبله د ښځې په ګټه دا قدم پورته کړ.

قرآن عظیم الشان او د ښځې اقتصادي خپلواکي

څه له پاسه یو زر او څوارلس کاله مخکې اسلام دا قانون وټاکه:

((لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ[19]=د نارينه وو برخه د هغوله كړو سره سمه او د ښځو برخه (هم) د هغوله كړو سره سمه ده.))

قرآن عظیم الشان په بل آیت کې وايي:

(( لِلْرِجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلْنِسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ[20]=مور و پلار او خپلوان، چې هرڅه پرېږدي، د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې مور وپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم پكې برخه ده.))

دې آیت د ښځې د ميراث وړنې حق ثابت کړ، ميراث وړل یا نه وړل مفصل تاریخ لري، چې د خدای په مرسته روسته به یې روښانه کړو. عربي جاهلیت چمتو نه و، چې ښځې ته ميراث ورکړي؛ خو قرآن عظیم الشان ښځې ته دا حق ورکړ.

یوه پرتلنه

قرآن کریم څوارلس پېړۍ مخکۍ ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړه، په دې توپیر چې:

هغه انګېزه، چې ددې سبب شوه، اسلام ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړي، له انساني، عدالت دوستۍ او الهي اړخونو پرته بل څه نه وه. هلته د انګلستان د کارخانو والا د حرص په څېر کوم څه نه ول، چې د خپلو ګېډو د ډکولو په خاطر دا قانون تصويب کړي او روسته بیا ډنډورې خورې کړي، چې موږ د ښځې حق په رسمیت وپېژانده او د ښځې او سړي حقوق مو برابر وګڼل.

دویم: اسلام، ښځې ته اقتصادي خپلواکي ورکړه؛ خو د ویل دروانت په وینا: کور وراني یې ونه کړه، د کورونو بنسټ یې ونه لړځاوه، ښځې یې د سړي او لوڼې یې د پلار پر ضد را پا نه څولې او سرکښۍ او بغاوت ته یې اړ نه کړې. اسلام په دې دوو آیتونو ستر ټولنیز پاڅون-انقلاب رامنځ ته کړ؛ خو بې ضرره او بې خطره.

درېیم: څه چې لویديځې نړۍ وکړل دا ول، چې د ویل دورانت په وینا، ښځه د کور له کړخت او بندګۍ ازاده او په کارخانو او هټیو کې یې بندیوانه کړه؛ یعنې اروپا د ښځې له پښو او لاسو زنځیرونه پرانستل او نور زنځیرونه یې ورواچول؛ خو اسلام په کور کې ښځه د سړي له بندګۍ او مریتوبه خلاصه کړه او د کورنۍ لګښت یې سړي ته وسواره او داچې ښځه ځان او کورنۍ ته لګښت پیدا کړي؛ نو له دې زوره یې وژغورله.

 د اسلام له نظره، ښځه په عین حال کې، چې حق لري، د انساني غریزې له مخې شتمني پیدا کړي او ساتنې ته یې هلې ځلې وکړي؛ نو دا شان هم نه ده، چې د ژوند د جبر تر دباو لاندې راشي او غرور، ښایست او ښکلا ترې واخلي، چې دا ښایښت او ښکلا تل په ډاډمنه توګه باید له ښځې سره وي.

خو څه وکړو، چې د ځینو لیکوالو سترګې او غوږونه تړلې دي، چې ددې نه نمښتوونکي تاریخي او فلسفي حقایقو په اړه فکر وکړي.

په اسلام کې درې ډوله نفقه

لومړی ډول هغه نفقه ده، چې مالک یې باید پر خپل مملوک- ترلاس لاندې کس ولګوي؛ لکه مالک یې چې په څارويو کوي. ددې نفقې کچه “مالکیت او مملوکیت” دی.

دویم هغه نفقه ده، چې انسان یې باید خپلو کوچنيو يا بېوزليو اولادونو يا بېوزليو موروپلار ته وکړي. ددې نفقې کچه مالکیت او مملوکیت نه؛ بلکې هغه حقوق دي، چې اولادونه یې پر هغو لري، چې پیدا کړي یې دي او همداراز هغه حقوق دي، چې موروپلار د اولاد د رامنځ ته کېدو د حکم له مخې او د هغه زیار په حکم، چې په ماشومتوب کې یې له خپل اولاد سره کړي؛ نو دا شان حقوق په اولاد پیدا کوي. ددې نفقې شرط د واجب النفقې کس د وس نه درلودل دي.

درېیم ډول هغه نفقه ده، چې سړی یې خپلې ښځې ته ورکوي. ددې ډول نفقې ملاک، مالکیت او مملوکیت نه دی او نه طبیعي حق دی. په هغه مفهوم، چې په دویم ډول کې وویل شو او نه د ښځې کمزوري بې برخېتوب او بېوزلي ده.

که فرض کړو، چې ښځه میلونره او ډېره شتمني ولري او د سړي ګټه لږه وي، بیا دې هم سړی د کورنۍ او د ښځې شخصي لګښت پوره کړي. له لومړۍ او دویم ډول نفقې سره ددې نفقې توپیر دا دی، چې که په لومړۍ او دویمه کې څوک پښې سپکې کړي او نفقه ور نه کړي، ګناهکار دی؛ خو له دندې سرغړونه حقوقي بڼه نه لري، چې و يې غواړي، په درېیم ډول کې که سړی له دندې پښې سپکې کړي؛ نو ښځه حق لري، چې د حقوقي امر په بڼه دعوا وکړي او د اثبات په صورت کې یې له سړي واخلي. دا ویینه به په راتلونکي کې وڅېړو.

ایا نننۍ ښځه مهر او نفقه نه غواړي؟

په مالي چارو کې ښځې ته پاملرنه

اسلام په بې ساري ډول په مالي او وټیزو-اقتصادي چارو کې ښځې ته پاملرنه کړې ده. له یوې خوا یې ښځې ته پوره وټیزه خپلواکي او ازادي ورکړې او په مال او کار کې یې د سړي لاس ترې لنډ کړې او په راکړه ورکړه کې یې له سړي د څارنې حق اخستى، چې دې کار له پخوا راهیسې د شلمې پېړۍ تر لومړیو دوام درلود، همداراز له ښځې یې د کورني لګښت د برابرونې زور هم اخستې دی.

لویدیځ پالي، چې له ښځې د ملاتړ په نامه پر دې قانون نیوکه کوي، بې له دې بله چاره نه لري، چې په سترو دروغو لاس پورې کړي او وايي: د نفقې فلسفه دا ده، چې سړی ځان د ښځې مالک ګڼي او د ځان په چوپړ کې یې ګوماري؛ لکه څرنګه چې د څاروي مالک ناچار دی، چې تر لاس لاندیو څارويو اړین لګښتونه ورکړي، چې څاروى سورېدو او بار وړو ته چمتو کړي؛ نو د نفقې قانون هم دې موخې ته دی، چې لږ تر لږه ښځې ته یې دومره نفقه واجبه کړې، چې شپې او ورځې پرې تېرې کړي او مړه نشي.

که څوک وغواړي په دې چارو کې د اسلام پر قانون له دې اړخه نیوکې وکړي، چې اسلام له حده زیاته ښځه نازولې او په سړي یې دباو راوستى او د ښځې بې مزده چوپړګار کړې یې دی او ددې پر ځاى، چې له ښځې د ملاتړ په نامه پر دې قانون نیوکه وکړي؛ نو په دې توګه کړای شي خپلو نیوکیو ته د وړو پوزه کېږدي.

حقیقت دا دی، اسلام نه دي غوښتي د ښځې پر ګټه او د سړي پر ضد او یا د سړي پر ګټه او د ښځې پر ضد کوم قانون جوړ کړي. اسلام نه د ښځې پلوي کوي او نه د سړي. اسلام په خپلو قوانینو کې د سړي او ښځې او هغو اولادونو، چې په لمن کې يې روزل کېږي او په پاى کې د بشري ټولنې نېکمرغي یې په پام کې نېولې ده او ددې ټولو نېکمرغي پکې ویني، د طبیعت هغه قوانین، قاعدې او حالات، چې د خدای له خوا جوړ شوي، له پامه ونه غورځول شي.

مخکې مې هم وویل: اسلام په خپلو قوانینو کې دې قاعدې ته تل پاملرنه کړې، چې سړی د اړتیا او ښځه د بې اړۍ ښکارندوی ده. اسلام، سړی د خریدار- پېرېدونکي او ښځه د توکي د خاوند په صورت پېژني. د اسلام له نظره په رسېدون- وصال او ګډ ژوند کې دا سړى دی، چې ځان باید د ګټه اخستونکي په توګه وپېژني او ددې کار لګښت ته ور اوږه شي. ښځه او سړی دې هېر نه کړي، چې د مینې په مسله کې د طبیعت له نظره بېلابېلې وڼدې ورسپارل شوي دي. واده هله ټینګ؛ خوندور او پایښتى وي، چې ښځه او سړی په طبیعي رولونو کې راڅرګند شي.

پر سړي د ښځې د نفقې د لزوم بل لامل دا دی، چې طبیعت د نسل د تولید ستړې او زیارونه د ښځې پر غاړه ایښي دي. له طبیعي اړخه، څه چې په دې کار کې د سړي پر غاړه دي، له یو ساعت خوندور عمل پرته بل څه نه دي. دا ښځه ده، چې (بې د ماشومتوب او زړښت له پېره) تل د میاشتنیو جامو رنځوري زغمي، د دوه ځانۍ-امیندوارۍ دروند پېر او ځانګړې رنځوري یې پر غاړه اخلي، د لنګوال سختۍ او عوارض یې زغمي، ماشوم ته شېدې ورکوي او پالنه یې کوي.

دا هر څه د ښځې بدني او عضلاني ځواک کموي او په کار کې یې ځواک راټیټوي. له همدې امله، که قانون ښځې او سړي د ژوند د لګښت په برابرولو کې ورته او برابر کړي او په دې اړه له ښځې ملاتړ و نه کړي؛ نو ښځه به ډېر ناوړه حالت پیدا کړي. همدا لامل دی، هغه ژوي، چې د جفت-جوړې په بڼه ژوند کوي، نر ‏تل د ښځمنې- مادې جنس ملاتړى دی او د نسل د تولید د کړخت پرمهال ورسره د خوراک په برابرولو کې مرسته کوي.

پر دې سربېره ښځه او سړی د کار د قوې او د سختو تولیدي او وټیزو- اقتصادي فعالیتو له مخې ورته او یو شان نه دي پنځول شوي. که سړی د ښځې مخې ته ودرېږي او ورته ووايي، چې پوټی ‏ګټه ‏به هم درنه کړم؛ نو ښځه په دې وسمنه نه ده، چې په دې اړه سړي ته ورسي.

له دې ټولو که تېر شو شتمنۍ ته د ښځې اړتیا تر سړي ډېره ده. سینګار او ښکلا د ښځې د ژوند برخه او له اصلي اړتیاوو یې دي. څه چې ښځه پخپل سینګار او ښکلا ‏ لګوي د څو سړیو له ګټې سره برابر دي. سینګار ته لېوالتیا په ښځه کې د ډول او بېلابېلوالي لېوالتیا رامنځ ته کړې ده. سړي ته یو جوړ جامې تر هغه د اغوستو وړ دي، چې زړې شوې نه وي؛ خو ښځه څرنګه؟ ښځې ته تر هغه د اغوستو وړ دي، چې د نوې ځلا په توګه وپېژندل شي او داسې هم وي، چې ښځه یوه جوړه یوازې یو ځل اغوندي. د شتمنۍ په لاس ته راوړو کې تر سړي د ښځې وس لږ دى؛ خو په شتمنۍ کې د ښځې استهلاک او لګښت تر سړي ډېر دی.

پر دې سربېره داچې ښځه په لا ښکلا؛ خوښۍ او غرور کې پاتې شي؛ نو په دې حالت کې پاتېدو ته ورته اړین دي، چې لږ کار وکړي او ډېره په سوکالۍ کې وي. که ښځه اړ وي، چې د سړي په څېر تل هلې ځلې وکړي او د شتمنې په پیدا کولو پسې وي؛ نو غرور یې ماتېږي، له مالي کړختونو، چې د سړي په مخ کومې لیکې رامنځ ته کېږي، د هغې پر مخ به هم را څرګندې شي. په مکرر ډول اورېدل شوي هغه لویدیځې ښځې، چې د زور له مخې په کارخانو او هټیو کې کار کوي د ختیځو ښځو د ژوند هیله کوي.

 دا څرګنده ده که ښځه ارامه او سوکاله نه وي؛ نو وخت به ورسره نه وي، چې په ځان پام وکړي او د سړي د ښادۍ ‏لامل هم شي.

نه یوازې د ښځې؛ بلکې د سړي او د کورني چاپېریال مصلحت هم په دې کې دی، چې ښځه د معاش پیدا کونې له اجباري هلو ځلو معاف وي. سړی هم غواړي، چې کورنى چاپېریال یې ورته د ارامتیا او ستړیا لرې کولو او د بهرني غمونو او کړختو د لرې کولو مرکز وي. که ښځه د سړي هومره ستړې ستومانه نه وي؛ نو کړای شي کور د سوکالۍ، ارامتیا او د بهرني کړختو او غمونو د لرې کولو په مرکز واړوي. د هغه سړي به څومره بده برخه وي، چې ستړی ستومانه کور ته راشي او ښځې یې تر هغه هم لا ستړې وي؛ نو د ښځې روغتیا، سوکالي او خوښي، سړي ته هم ډېر ارزښت لري.

لنډه داچې سړي دې ته چمتو دي، چې ډېر کړخت پيسې پیدا کړي او په دواړو لاسو یې خپلې ښځې ته ورکړي او هغه یې هم په ځان ولګوي؛ ځکه سړي خپله روحي اړتیا په ښځه کې موندلې، چې خدای ورته ښځه د ارامتیا او سوکالۍ لپاره پیدا کړې ده. ( وَجَعَلَ مِنْهَا زَوْجَهَا لِيَسْكُنَ إِلَيْهَا)، په دې پوهېدلى، چې څومره د ښځې سوکالي او ارامتیا برابره کړي؛ نو په غیر مستقیم ډول یې له خپلې نېکمرغۍ سره مرسته کړې ده او خپل کورنی چاپېریال یې لا پسې روښانه کړی دی، په دې پوهیدلى، چې په ګډ ژوند کې یو دې د هلو ځلو او ستړیاوو مغلوب نه وي، څو بل ته د ارامتیا او سوکالۍ بښوونکی شي او د کار په دې ویش کې غوره ده، چې سړی دې د ژوند ډګر ته ورودانګي او ښځه په غوره توګه وکړای شي د روح ارامونکی یې وي.

له مالي او توکیز اړخه ښځه، سړي ته او له روحي اړخه سړی، ښځې ته اړمن پنځول شوی دی. بې له سړي، ښځه نشي کړای، چې خپل ډېری مادي اړتیاوې پوره کړي، چې د سړي څو ګرایه هم دي؛ ځکه اسلام ښځې ته خپل مېړه د ډډې او اتکا په توګه ټاکلی دی. ښځه که هماغه شان، چې زړه یې غواړي له ښکلا سره ژوند وکړي، که په خپل مېړه ډډه ونه وهي؛ نو په نورو سړیو به یې ووهي. دا هماغه وضع ده، چې په خواشینى سره یې ډېری بېلګې پیدا کړي ‏او مخ په زیاتېدو هم ده.

د نفقې پر ضد ډنډورې

ښکاري سړیو دا ټکى پېژندلی او ښځې ته د سړي د نفقې د برابرولو پر ضد د ډنډورې یو لامل، پیسو ته د ښځې ډېره اړتیا ده او که له مېړه بېله شي؛ نو په اسانۍ پر ښکاریانو اوړي.

که په موسسو کې ښځو ته د زیاتو معاشونو فلسفې ته ځير شئ؛ نو زما په خبره به ښه پوه شئ، شک مه کوﺉ د نفقې له منځه تګ به فحشاء د پراخوالي لامل شي.

دا به ښځې ته څرنګه وي، چې د خپل ژوند حساب له سړي بېل کړي او بیا چې څرنګه یې زړه غواړي هماغه شان ځان سمبال کړي؟

که حقیقت راباندې وایې؛ نو د نفقې د منځه وړنې ملاتړ د هغو سړیو له خوا هم کېږي، چې د ښځو له سینګار او اسرافه نور پوزې ته رارسېدلي، دوی غواړي د ښځې په لاس او د آزادۍ او برابرۍ په نامه له اسرافي او سینګارپالو ښځو خپل غچ واخلي.

ویل دورانت د “د فلسفې د خوند” په کتاب کې د نوي واده په هکله وايي: ”د منځني پوړ د ښځو سینګارپالي به ددې لامل شي، چې ډېر ژر به خواري کښ سړي له ټولو ښځو غچ واخلي، واده به دا شان بدلون و مومي، چې هغه بېکاره ښځې به نه وي، چې یوازې د ډېر لګښتو کورنو د سینګار او بوګن لامل وي، سړي به له ښځو وغواړي، چې خپل لګښت او خرڅ پخپله ځانته پیدا کړي، نوی واده حکم کوي، چې ښځه دې تر زیږونه کار وکړي. دلته یو ټکی دی، چې د ښځې د ازادۍ د بشپړتیا لاملېږي او هغه داچې تردې روسته دې له پیله تر پایه ښځه خپل لګښت پخپله پیدا کړي. (د ښځې په هکله) صنعتي انقلاب خپلې بې رحمه پایلې راښکاره کوي، ښځې دې له مېړه سره یو ځای په کارخانه کې کار وکړي او د دې پر ځاى، چې ښځه په ارام کېني او سړی دې ته اړ کړي، چې دوه ګرایه کار وکړي، اوس باید له مېړه سره په کار، بدله او حقوقو کې یو شان وي. ”

بیا په ملنډو وايي: “دا د ښځې د ازادۍ مانا ده”.

د مېړه پر ځای دولت

دا خبره نه نمښتونکې ده، چې د نسل په تولید کې د ښځې طبیعي دنده دا ده، چې د مالي او اقتصادي نظره ډډه ولري.

په نننۍ اروپا کې داسې کسان شته، چې د ښځې د ازادۍ په پلوۍ کې دې ځای ته رارسېدلي، چې د “مورشاهۍ” د پېر د راګرځېدو او په ټولیز ډول له کورنۍ د پلار د لرې کولو لاپې شاپې کوي. د دوی په ګروهه د ښځې له بشپړې وټیزې خپلواکۍ او له سړي سره یې په ټولو برخو کې د برابرۍ له کبله، په راتلونکي کې به پلار د کورنۍ یو اضافه غړى وشمېرل شي او تل به له کورنۍ وشړل شي.

په عین حال کې همدوی دولت ته بلنه ورکوي، چې د پلار ځایناستى شي او میندې، چې په یوازې ځان چمتو نه دي، چې کورنۍ جوړه کړي او ټول مسوولیتونه یې پر غاړه واخلي؛ نو دوی ته دې پیسې ورکړي، چې له دوه ځانۍ- امیندوارۍ مخنیوی و نه کړي او د ټولنې کهول غوڅ نشي؛ یعنې د کور ښځه، چې د نیوکه کوونکیو په وینا پخوا د سړي نفقه خوره او تر لاس لاندې یې وه، تردې روسته به د دولت نفقه خوره او تر لاندې یې وي، د پلار دندې دولت ته وسپارل شوې.

داسې کسانو، چې تبر یې راخستی او په پټو سترګو د کورنۍ سپېڅلی چاپېریال له منځه وړي، چې د اسماني سپېڅلیو قوانینو پر بنست جوړ شوی، کاشکې دوی ددې کار د ناوړو پایلو په اړه هم په ګرېوان کې سر ښکته کړي.

برتراند راسل د “ګډ ژوند او اخلاقو” په کتاب کې د “کورنۍ او دولت” په نامه څپرکى لري او د دولت تر کلتوري او روغتیايي لاسوهنو روسته وايي:” په ظاهره څه نه دي پاتې، چې پلار د بیولوژیک وجود لامل له لاسه ورکړي. . . د پلار په شړلو کې بل مزبوت لامل، مادي خپلواکۍ ته د ښځې لېوالتیا ده. په ټاکنو کې، چې کومې ښځې ګډون کوي غالباً، واده شوي نه دي او نن د واده شویو ښځو ستونزې تر نا واده شویو ډېرې دي او له قانوني امتیازاتو سره سره ‏د کار په سیالیو کې روسته پاتې دي، واده شویو ښځو ته دوې لارې دي، چې اقتصادي خپلواکي وساتي، چې دا دي: یو داچې پخپلو چارو کې پاتې شي او دا کار هله کړای شي، چې خپل ماشومان مزدور ښځو ته ورکړي او په پايله کې به وړکتونونه او روزونتونه لا پسې پراختیا و مومي او ددې وضع سوليزه-منطقي پایله به دا وي، چې د ارواپوهنې له اړخه به ماشوم نه مور ولري او نه پلار. بله لار دا ده، چې ځوانو ښځو ته دې پيسې ورکړل شي، چې د ماشومانو پالنه پخپله وکړي، روستنۍ لار په یوازې ځان ګټوره نه ده او داچې ماشوم یې ټاکلي عمر ته ورسېد؛ نو داسې قوانین دې تصويب شي، چې مور یې یو ځل بیا وګومارل شي. ددې لارې ګټه دا ده، چې مور به پخپله ماشوم روزي‏ او بې له دې، چې په دې اړه له سپکاوۍ ډک د سړي څارنې ته اړتیا ولري. که دا شان قانون تصویب شي؛ نو د کورنۍ په اخلاقو یې د غبرګون اغېزو ته دې په تمه اوسو. قانون ممکن دا تصویب کړي، چې د نا مشروع ماشوم مور د مرستې وړتیا نه لري او د دلایلو په وجود کې ښايي دا مرسته يې له پلار سره وشي، په دې صورت کې به پولیس موظف وي، چې د واده شویو ښځو چلن تر څارنې لاندې ونیسي، ددې قانون اغېزی به ښې نه وي او ښايي پر هغو ښه ونه لګېږي، چې ددې اخلاقو تکامل غواړي وو، که د پولیسو څارنه هم نه وي او د ارمونو له میندو سره هم مرسته وشي؛ نو په دې صورت کې د پلار اقتصادي دنده په پوره ډول له منځه تللې ده او د اولاد پر وړاندې به یې اهمیت له سپو او پیشوګانو ډېر نه وي، هغه تمدن چې تر وسه یې پراختیا موندلې، لږ تر لږه د موروالي احساسات یې را کم کړي دي، ددې تمدن ساتنې ته، چې ډېر بدلون او تکامل یې موندلی؛ نو ورته به اړینه وي، چې ښځو د دوه ځانۍ- امیندوارۍ لپاره دومره پیسی ورکړي، چې په دې کار کې ورته ډېره ګټه وي. په دې صورت کې لازم نه دي، چې ټولې میندې دې د موروالي دنده سرته ورسوي او دنده به هم؛ لکه د نورو دندو په څېر له خورا هرکلي سره مخ شي؛ خو دا ټول تش فرضیات دي او موخه مې دا ده، چې د ښځو خوځښت د پلار واکي کورنیو د زوال لامل شوی، چې له تاریخ مخکې پر ښځه د سړي د واکمنۍ بېلګه وه، په لویدیځ کې د پلار پر ځای د دولت رامنځ ته کېدنه، پرمختګ ګڼل کېږي. ”

(ددې ښاغلیو په وینا: د ښځې مادي خپلواکي) او د نفقې له منځه وړل او له پورته ویناوو لاندې پایلې لاس ته راځي:

له کورنۍ د پلار شړل او یا لږ تر لږه اهمیت یې راټیټول او د مورشاهۍ پېر ته ورتګ او د پلار پر ځاى د دولت رامنځ ته کول او له دولته د ميندو مرسته او نفقه اخستل، د مورولۍ د احساساتو کمزورتیا او له عاطفي بڼې د موروالي راوتل او په دنده او کار کې یې بدلېدنه.

څرګنده ده، چې ددې ټولو پایله د کورنۍ پوره نړېدل او په غوڅ ډول د انسانیت ړنګېدل دي. هر څه به سم شي؛ خو د يو څيز ځاى به تش وي: او هغه داچې کورنيزه نېکمرغي؛ خوشحالي او مانيز خوندونه به نه وي.

 په هر حال موخه مې دا ده، چې ان د ښځې د بشپړې خپلواکۍ او ازادۍ او له کورنۍڅخه د پلار د شړلو پلویان هم وايي، چې د نسل تولید چې د ښځې طبیعي دنده دولت دې ورسره مرسته وکړي او یا ان کرایه دې ورکړه شي، حال دا دا چار د سړي طبيعي دنده ده، چې د کوم حق، حقوالېداى نشي.

د نړۍ په کارګري قوانینو کې، چې سړي ته لږ تر لږه مزد هم په پام کې نیسي؛ نو ښځه او ماشومان یې هم په کې شاملېږي؛ یعنې د نړۍ کارګري قوانینو هم د ښځې او ماشوم د نفقې قانون پر رسمیت پېژندلی دی.

ایا د بشر د حقوقو نړيوالې اعلامیې د ښځې سپکاوی کړی؟

د بشر د حقوقو دنړيوالې اعلامیې په ۲۳مه ماده، ۳ بند کې او

د ۲۵مادې په لومړي بند کې ټینګار شوى، هر سړی چې کورنۍ جوړوي؛ نو د خپلې ښځې او ماشومانو نفقه دې هم ورکړي اولګښتونه يې پر سړي دي.

داچې د بشر د حقوقو اعلامیه څرګندوي، چې ښځه او سړی مساوي‏ حقوق لري، ښځې ته د سړي د نفقې ورکړه یې د ښځې او سړي د حقوقو له تساوۍ سره په ټکر‏کې نه ده ګڼلې.

د بشر د حقوقو اعلامیه په ۲۵مه ماده کې وايي:

“ د بېکارۍ، رنځورۍ، د غړیو د نیمګړتیا، کونډتوب، زړښت یا په ټولو هغو مواردو کې، چې د انسان له ارادې وتلي لاملونو له کبله یې د امرار معاش وسایل له لاسه ورکړي وي؛ حق لري، چې د ژوند له پتمنو شرایطو برخمن شي. “

 دلته د بشر د حقوقو اعلامیې پردې سربېره، چې د مېړه له لاسه ورکول یې ښځې ته د امرار معاش د وسیلې له لاسه ورکول پتیېلي، کونډتوب یې د بېکارۍ، رنځورۍ او د غړي د نیمګړتیا په کتار کې ياد کړی؛ یعنې ښځې یې د بېکارو، رنځورو، زړو او د نیمګړي غړي په کتار کې يادې کړي، ایا دا د ښځې ستر سپکاوی نه دی؟ دا ښکاره ده که د ختيځوالو په کتابونو کې دا شان تعبیر پیدا شوی وای؛ نو ددې خلکو چغې او سورې به تر اسمانه ختلې وای؛ خو یو رښتین لیدی- واقع بین انسان، چې د چغو او جنجالونو تر اغېز لاندې نه وي او ټولو اړخونو ته یې پام وي، پوهېږي، چې نه د پنځون قانون، چې سړی یې ښځې ته د امرارمعاش یوه وزله ټاکلې او نه د بشر د حقوقو اعلامیه، چې کونډتوب یې د معیشت د وسیلې له لاسه ورکول یاد کړي او نه د اسلام قانون، چې ښځه یې د سړي واجب النفقه ګڼلې؛ نو یو هم د ښځې سپکاوى نه دی کړی؛ ځکه دا د قضیې یو اړخ دی، چې ښځه سړي ته اړمنه پنځول شوې ده او سړی د ښځې د ډډې ټکې شمېرل کېږي.

د پنځون قانون، ښځه او سړی یو بل ته اړمن پنځولي، چې يو له بل سره ونښلي او کورنى چاپېریال يې مزبوت کړي، چې د بشر د نېکمرغۍ اصلي سټه ده، که څه، له مالي اړخه یې سړی د ښځې ډډه کړى؛ خو د روحي سوکالۍ له اړخه یې ښځه د سړي ډډه کړې ده او دې دوو بېلابېلو اړتیاوو هغوى لاپسې يو له بل سره نږدې کړي دي.

نهمه برخه

 

د میراث مسله

  • اسلام د ښځو د ميراث کنډوکپر هوار کړى دى
  • د ښځې میراثي حالت د مهر او نفقې معلول دی او لامل یې نه دی.
  • که یوازې اقتصادي اړخ واى؛ نو اسلام به د ښځې او سړي د میراث ترمنځ توپیر نه وای کړی.
  • د سړي د میراث دوه برابروالى د هغه تپنې له لامله دی، چې له نورو اړخونو د سړي پر بودجې راغلی دی.

 

د میراث/ پاتوړي مسله

پخوانۍ نړۍ به ښځې ته بیخې میراث نه ورکاوه او که ورکاوه یې هم؛ نو د کوچني په څېر یې ورسره چلن کاوه؛ یعنې حقوقي شخصیت او خپلواکي یې نه ورکوله. د نړۍ په پخوانیو قوانینو کې که انجلۍ ته یې ميراث ورکاوه؛ خو د هغې اولادو ته يې نه ورکاوه، د هلک پرخلاف، چې هم یې خپله میراث وړای شو او هم یې اولادو کړای شول، چې د نیکه د مال وارثان شي او د نړۍ په ځينو قوانینو کې یې که ښځې ته د سړي په څېر میراث ورکاوه؛ نو د غوڅې برخې په بڼه و د قرآن عظیم الشان په تعبیر”نصیباَ مفروضاَ” و؛ بلکې په دې صورت و، چې مورث ته یې حق ورکاوه، چې د خپلې لور په اړه هم وصیت کړای شي.

 د ښځې د میراث تاریخ اوږد دی، څېړونکیو په دې اړه خورا ویینې کړي او ډېری لیکنې یې پرېښي دي، چې غورچاڼ مې یې پورته ووایه.

 له میراثه/ پاتوړي د ښځې بې برخیتوب

 له میراثه د ښځو د بې برخیتوب اصلي لامل له یوې کورنۍ بلې ته د شتمنۍ له لېږد مخنیوی و. د پخوانیو ګروهو له مخې د اولاد په زیږنه کې د مور ونډه کمزورې ده، میندې یوازې لوښي دي، چې پکې د سړي د تومنې رزونه کېږي او ماشوم رامنځ ته کېږي. ګروهن ول، چې که د سړی هلکان به وشول؛ نو ددې کورنۍ به وه او زامن به یې ګڼلېدل او که انجلۍ به وه؛ نو د کورنۍ غړې به وه؛ خو اولاد به نه ګڼل کېده، له دې لامله که انجلۍ به ميراث وړه او بیا یې ميراث اولادو ته ولاړ شي؛ نو شتمني به له یوې کورنۍ پردۍ کورنۍ ته ولېږل شي.

ښاغلی ډاکتر “موسی عمید” پخپل کتاب کې لیکي: “ په پخوانیو پېرو کې طبیعې علقې نه؛ بلکې دین د کورنیو بنسټ جوړاوه. کورنيز اديان په نارينه وو پورې ځانګړي ول او ښځو په مذهبي چارو کې شاملې نه وې. . . او داچې په مذهبي مراسمو کې برخوالې نه وې؛ نو هرومرو له نورو کورنيزو ګټو بې برخې وې؛ لکه چې روسته وراثت راپيدا شو، ښځې له دې حقه بې برخې شوې. ”

 له میراثه د ښځو بې برخیتوب نور لاملونه هم درلودل، چې یو یې په عسکرۍ کې د ښځې د ځواک کمزورتیا ده. داچې ارزښتونه د اتلولۍ او بولندویۍ له مخې تلل کېدل او یو جنګي سړی به یې له سلو زرو کمزوريو سړیو سره برابر ګاڼه؛ ځکه یې ښځه له میراثه بې برخې کړه، چې په دفاعي او سرتېریزو عملیاتو کې يې وس نه درلوده.

عربي جاهلیت هم له همدې مخې ښځه له میراثه بې برخې کړې وه. د میراث آیت، چې نازل شو.

((لِلْرِجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ وَلِلْنِسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالْأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيباً مَفْرُوضاً[21]= مور و پلار او خپلوان، چې هرڅه پرېږدي، د نارينه وو پكې برخه ده او څه چې مور وپلار او خپلوان پرېږدي، ښځو ته هم پكې برخه ده، كه دا مال ډېر وي، يا لږ د هر چا برخه ټا كل شوې او د وركړې ده.))

ددې آيت په راتګ اعراب هک پک شول.

په دې وخت کې د عربو نامتو شاعر او د “حسان بن ثابت” رور ومړ او ښځه او څو لوڼې ترې پاتې شوې. د تره زامنو یې پر ټوله شتمنۍ ګېډه واچوله او ښځې او لوڼو ته یې څه هم ورنه کړل. ښځې رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) ته ګیله وکړه او آنحضرت هغوی ټول راوغوښتل، دوی وویل: ښځه خو وسله نشي اخستای او د دښمن پر وړاندې نشي درېدای او دا موږ یو، چې د دښمن پر وړاندې له دوی او ځانه دفاع وکړو؛ نو شتمني یې هم باید په سړیو پورې اړه ولري؛ خو آنحضرت ورته د خدای حکم ووایه.

د زوى ویلي میراث

کوم جاهلي عرب به، چې چا ته زوی وایه؛ نو په پایله کې به یې د حقیقي زوی په څېر د مړي د میراث خاوندېده. د “زوى ویلي” دود په نورو ملتو او په پخوانی ایران او روم کې هم و، ددې دود له مخې به زوى ويلي په دې دليل، چې هلک دې له ګټو برخمنېده، چې ان نسلي انجلۍ به ترې نه برخمنېدې، یو له دې ګټو د میراث وړل و او همداشان د “زوی ویلي” له ښځې سره د سړى د واده کول هم یو له دې ګټو ځنې و، قرآن عظیم الشان دا دود منسوخ کړ.

د همژمني میراث

عربو په میراث کې بل دود هم درلوده، چې قرآن کریم منسوخ کړ او هغه د هم ژمنۍ میراث و. دوه پردیو به يو له بل سره تړون وکړ، چې زما وینه ستا وینه ده او پر ما تېری پر تا تېری دی او ته له ما میراث وړې او زه له تا؛ نو ددې تړون له مخې دې کسانو به په ژوند کې یو له بله ملاتړ کاوه او، چې هر یو به ژر مړ کېده ميراث یې بل ته رسېده.

 

ښځه په میراث کې برخمنه ده (سهم الارث)

 عربو به د مړ ښځه هم د هغه په مال او شتمنۍ کې حسابوله او د سهم الارث په بڼه یې د ځان کوله. که مړي له بلې ښځې زوی درلود؛ نو کړای یې شول، چې دا ښځه د ځان مال وګڼي؛ نو دا د زوی خپله خوښه وه، چې واده یې ورسره کاوه اوکه بل ته یې ورکوله او له مهره یې ګټنه کوله. دا دود قرآن عظیم الشان منسوخ کړ.

د ایران، هند، جاپان، روم او یونان په پخوانیو قوانینو کې د میراث په اړه ډېره ناروا تبعیضونه ول، چې دلته یې د راسپړلو وخت نشته.

‏د حقوقو د تساوۍ‏ پلویان، چې د اسلام په قوانینو‏کومه نیوکه کوي، دا ده، چې په اسلام کې د سړي په پرتله د ښځې د میراث برخه نیمه ده، د اسلام له نظره زوی د لور دوه ګرایه او رور د خور دوه ګرایه او مېړه د ښځې دوه ګرایه میراث وړي. یوازې د موروپلار په هکله دي، که مړی اولاد ولري او موروپلار یې ژوندي وي؛ نو د مړي له ماله د موروپلار په شپږو کې یوه برخه رسي.

داچې اسلام د ښځې برخه نیمه ټاکلې؛ نو لامل یې هغه ځانګړې وضع ده، چې ښځه یې د مهر، نفقې، سرتېرۍ او ځینې نورو جزايي قوانینو په هکله لري؛ یعنې د ښځې ځانګړى میراثي حالت ‏د هغې ځانګړي حالت معلول (زیږنده) دى، چې ښځه یې د مهر او نفقې له پلوه ‏لري.

مخکې مو وویل: مهر او نفقه د ګډ ژوند او کورني سوکالۍ او د ښځې او سړي په یووالی کې پاموړ ټکى دی. د اسلام له نظره د مهر او نفقې له منځه وړل په تېره، د نفقې، د کورنۍ د ړنګېدو او فحشاء ته د ښځې د نه ورماتېدو لامل ګرځي، داچې مهر او نفقه اړینه ګڼي؛ نو د ښځې د ژوند له بودجې یې کمه کړې او له دې اړخه پر سړي تپل شوې ده او اسلام غواړي دا تحمیل- تپونه د میراث له لارې جبران کړي؛ ځکه یې سړي ته د ښځې دوه ګرایه ميراث ورکړی دی؛ نو دا مهر او نفقه ده، چې د ښځې د میراث برخه یې راکمه کړې ده.

د لویدیځپالو نیوکه

ځینې لویدیځپال، چې په دې اړه خولې راوسپړي او د ښځې د میراث نیمه برخه د اسلام پر ضد د ډنډورې وزله کړي؛ نو د مهر او نفقې خبره رامخې ته کوي، وايي: په میراث کې ولې د ښځې برخه نیمه ورکړو او بیا یې دا نیمګړتیا د مهر او نفقې له لارې جبران کړو؟ کپ ولې نېغ خولې ته نه وړو، چې لاس د سټ تر شا راتېر کړو او بیا یې خولې ته کړو؟ په میراث کې به هم د ښځې برخه له سړي سره برابره ورکړو، چې دې ته اړ نشو، چې مهر او نفقه یې جبران کړو.

لومړی دا، چې دوی لامل د معلول پر ځای او معلول یې د لامل پر ځای نیولی دی، انګېري، چې مهر او نفقه د ښځې د ځانګړي میراثي حالت معلول دى، له دې ناخبره دي، چې د ښځې ځانګړى میراثي حالت د مهر او نفقې معلول دى، دویم داچې انګېري څه چې دلته دي، یوازې مالي او اقتصادي اړخ لري. څرګنده ده که یوازې مالي او اقتصادي اړخ یې درلودای؛ نو دلیل نه پیدا کېده، چې مهر او نفقې دې هم وای یا د ښځې د میراث برخه له سړي سره برابره وي؛ لکه چې مخکې مو وویل اسلام ډیرۍ اړخونه په پام کې نېولي، چې ځینې یې طبیعي او ځینې یې اروايي دي. یو خوا د ماشوم په زیږونه کې ښځه ډېر کړاونه او اړتیاوې لري، چې سړی یې نه لري، بل خوا ښځه د شتمنې په لاس ته راوړو کې تر سړی کم ځواکه ده او د شتمنۍ په لګښت او استهلاک کې تر سړي مخکې ده. د ښځې او سړي ځانګړې ارواپوهنه او داچې سړى دې تل پر ښځه پيسې ولګوي او په پای کې دقیق اروايي او ټولنیز ملاحظات، چې د کورنۍ د مزبوتېدو لامل ګرځي، اسلام دې ټولو ته پاملرنه کړې او مهر او نفقه یې له همدې مخې اړینه ګڼلې ده. دا ضروري چارې په غیر مستقیم ډول ددې لامل شوي، چې د سړي پر بودجه دباو راشي؛ نو اسلام حکم کړى، چې ددې دباو له کبله، چې پر سړي راغلې، سړى دې په ميراث کې دوه ګرايه برخه یوسي، چې دا یوازې مالي او اقتصادي اړخ نه دی، چې وویل شي په یو ځاې کې دې د ښځې برخه کمه او په بل ځاې کې دې ډېره شي.

پر ميراث د زنديقانو نيوکه

 “ابن ابي العوجاء” يو زنديق و او پر اسلام يې يوه نيوکه دا وه، چې کمزورې ښځې ته په ميراث کې يوه برخه او غښتلي نارينه ته دوه برخې؟ چې دا د عدل او انصاف پرخلاف چار نه دى.

امام صادق ورته وويل: دا ځکه په اسلام کې پر ښځه عسکري نه ده ايښي او هم د مهر نفقه يې پر مېړه او په تېرو کې د قاتل خپلوان، چې بايد “ديه” ورکړي؛ ښځه ترې معاف شوې؛ نوځکه برخه يې له نارينه کمه ده. دلته امام صادق د ښځې ځانګړى ميراثي حالت، په مهر، نفقې، له عسکرۍ او ديه معافيت ګڼلى دى.

لسمه برخه

د طلاق حق

  • ورځ پر ورځ د طلاق زياتېدنه يا د شلمې پېړۍ رنځوري
  • اوسنۍ نړۍ، يو خوا د طلاق ټولنيز لاملونه زياتوي او بلخوا غواړي د قانون په زور يې مخه ونيسي.
  • د طلاق په هکله پينځه فرضيې
  • ايا د واده د سپېڅلتيا لازمه دا ده، چې د طلاق لار دې په ټوليز ډول تړلي وي؟
  • ټولنيزې ستونزې يوازې په قانون نه هوارېږي.
  • د اسلام له نظره طلاق تر ټولو مبغوض څيز دى.
  • ايا رښتيا دي، چې امام حسن”مِطلاق” و؛ یعنې ډېر طلاقونه یې ورکول؟

چې عاطفه بنسټيز رکن وي، قانوني زور څه نشي کړاى.

  • د سړي د مينې د ډېوې مړه کېدنه، کورني ژوند ته د پاى ټکى ږدي او د ښځې يې مړاوى کوي.
  • اسلام له سړي سره د ښځې په زوره نښلولو پلوى نه دى.
  • د فساد او کوږوالي په خورېدو کې لويديزې نړۍ سړي او ښځې ته يو برابره برخه ورکړې ده.
  • سړى غر دى او ښځه چينه او اولاد د ګلونو او غټيو په څېر دي.
  • د سړي او ښځې ترمنځ سوله او جوړجاړى د “ وسلوالې سولې” په څېر نشي کېداى.
  • هغه خنډونه، چې اسلام طلاق ته رامنځ ته کړي دي.
  • د قرآن عظیم الشان له نظره کورنۍ محکمه.
  • هماغې قانون، چې د واده منځپانګه يې”تصاحب” کړې، د طلاق منځپانګه يې “ازادېدنه” کړې ده.
  • د طلاق حق او د فسخ حق سره توپير لري.
  • د طبيعي حق په توګه طلاق ځانګړى د سړي حق دى؛ خو د قراردادي حق په توګه ښځه هم ترې ګټنه کړاى شي.
  • په هغو ځايو کې، چې طلاق؛ لکه د غير طبيعي زیږون په څېر له جراح ډاکتر او د جراحۍ له عواملو سره مرسته کوي.
  • په اسلام کې داسې قانون نشته، چې ورته “سرطان” وويل شي.
  • د لار د هواريو هغه اسلامي بېلګې، چې د نه هوارېدونکيو کړکېچو په برخه کې يې د مالکيت حق رامنځ ته کوي.
  • اسلامي آر: “ يا يې په غوره ډول وپاله يا يې په نېکۍ پرېږده”.

 

د طلاق حق

زموږ د پېر په څېر بل هېڅ عصر هم د کورنيو د ړنګېدو له خطر او ناوړه پايلو سره يې لاس او ګرېوان نه دى او زموږ د پېر په څېر په بل هېڅ پېر کې هم بشر په عملي بڼه له داسې ګواښ او ناوړه پايلو سره نه دى مخ شوى.

قانون ايښووند، حقوق پوهان، ارواپوهان هر يو په خپلو وزلو هڅه کوي، د ودونو سټې لاپسې مزبوتې کړي. شمېرنى ښيي، چې کال پر کال طلاقونه ډېرېږي او په ډېرى کورنيو يې هم سيورى کړى دى. کله هم، چې يوې رنځورۍ ته پاملرنه وشي او مخنيوي ته يې مانيزې او مادي لارې چارې پيل شي؛ نو د تلفاتو شمېره يې راکمېږي او ان جرړه يې هم راايستل کېږي؛ خو د طلاق رنځوري پرعکس ده.

په نوي ژوند کې د طلاق زياتوالى

پخوا يې د طلاق د پيدا کېدو د لاملونو، زياتېدو، ناوړه پايلو او د مخنيوي په اړه لږ فکر کاوه او طلاقونه هم لږ ول او لږې کورنۍ به هم شيندل کېدې. د پرون او نن ترمنځ توپير دا دى، چې نن د طلاق لاملونه ډېر شوي دي. ټولنيز ژوند داسې بڼه موندلې، چې کورنۍ اړيکي يې لاپسې سستې او بيلې کړي هم دي؛ ځکه د پوهانو او ناصحانو هڅې تردې ځايه کومې پايلې ته نه دي رسېدلي او ډېره خطرناکه راتلونکي را روانه ده.

په يوې مجله کې “په امريکا کې طلاق” په نامه يو مضمون خپور شوى و، چې کښلي يې ول: “په امريکا کې طلاق اخستنه داسې اسانه ده؛ لکه په ټيکسي کې چې سورېږې. د امريکا په خلکو کې د طلاق په اړه دوه ضرب المثلونه ډېر مشهور دي: ” د ښځې او مېړه ترمنځ تر ټولو سخت جوړجاړى هم تر طلاقه غوره دی. ” دا يې څلور پېړۍ مخکې ويلي ول، بل يې، چې د شلمې پېړۍ په دویمې برخې کې ويل شوى وايي: “دويمه مينه خوندوره ده. ”

دويم ضرب المثل په امريکا کې خپل کار کړى؛ ځکه ليکي، چې: طلاق نه يوازې نوې واده شوې؛ بلکې پخوانۍ ښځې او مړونه هم سره بېل کړي دي، له دويمې نړيوالې جګړې راهيسې په امريکا کې د طلاق کچه په کال کې له ٤٠٠، ٠٠٠ راټيټه نشوه، څلوېښت سلنه ودونو تر لسو کالو ډېر او ديارلس سلنه ودونو تر شلو کلو ډېر دوام نه دى موندلى. د امريکا د دوه ميلونو طلاق شويو ښځو منځنى عمر ٤٥ کاله دى. ٦٢ سلنه طلاق ښځو د بېلوالي پرمهال تر ١٨ کلو کوچني ماشومان درلودل. نو موړو نوى کهول رامنځ ته کړى دى. تر طلاق روسته په دې، چې طلاقې شوې امريکايي ښځې ځان ازاده احساسوي؛ خو دا ډله که ځوانې وي يا پوخمنګې؛ خوشحاله نه دي او ددې ناخوشحاليو کچه له دې معلومولاى شو، چې ارواپوهانو ته د داشان ‌ښځو په ورځني راتګ کې ډېروالى راغلى او دوى د دباو د لرې کولو په موخه شرابو ته مخه کوي او د ځان وژنو کچه هم لوړه شوې ده. له هرو څلورو طلاقو شويو ښځو يوه يې شرابي کېږي او د مړوښو ښځو په پرتله د ځان وژنو کچه پکې درې ګرايه ده. لنډه داچې امريکايي طلاقه شوې ښځه همدا، چې له محکمې بريالۍ راووځي؛ نو پوهېږي، چې تر طلاق روسته يې په ژوند کې څه جنت نشته. تر طبيعي قوانينو روسته هغه نړۍ، چې واده د انساني اړيکو تر ټولو مزبوته اړيکه پېژني؛ نو دې نړۍ ته به دا ډېره ستونزمنه وي، چې د هغې ښځې په اړه ښه ګروهه ولري، چې دا پيوند يې شلولى وي. ممکن ټولنه د دې ښځې درناوى وکړي، پالنه يې وکړي او ورسره خواخوږى وکړي؛ خو د واده کړې ښځې په سترګه ورته کله هم نه ګوري، چې د بل د نېکمرغۍ لامل ګرځي.

پورتنۍ مقاله دا پوښتي، چې ددې دومره ډېرو طلاقونو لامل ايا د ښځې او سړي ترمنځ د اخلاقو نه اړخ لګونه ده که بل څه دي، زياتوي:

“که د نويو واده شويو د بېلوالي لامل يو له بل سره نه اړخ لګول وګڼو؛ نو د پخوانيو پيوندونه به څرنګه مخونه کوو؟ د امريکا دې قانون ته په پاملرنې، چې طلاقې شوې ښځې ته امتياز ورکوي؛ نو د پوښتنې ځواب دا دى، چې په لس يا شل کلنو ودونو کې د طلاق لامل نه اړخ لګونه نه؛ بلکې د يو بل پر وړاندې بې لېوالي او د لا خوندونو اخستو د حرص راژوندي کېدل دي. د دوه ځانۍ- اميندوارۍ ضد ګوليو او د جنسي انقلاب په پېر کې په ډېرى ښځو کې دا ګروهه رامنځ ته شوې، چې د کورنيو د سټو د ټينګېدو او ساتنې په پرتله خوند اخستنه غوره ګڼل کېږي. ښځې او مېړه کلونه ګډ ژوند کړى او د يو بل په غم او ښادۍ کې شريک ول، اوس یې بال بچ دی؛ خو ناڅاپه ښځې طلاق اخستنې ته هلې ځلې کوي، بې له دې، چې د مېړه په مادي او مانېز ژوند کې کوم بدلون راغلى وي. دا ځکه پرون دې ته چمتو وه، چې يکنواخت ژوند وزغمي؛ خو اوس ورته لېواله نه ده. نننۍ امريکايي ښځه تر پرونۍ ډېره د خوند حرص راخستې ده او د خپلې نيا په پرتله يې په دې اړه زغم لږ دى. ”

د طلاق زياتوالى يوازې په امريکا پورې محدود نه دى؛ بلکې ددې پېړۍ عمومي رنځوري ده، چېرته، چې د لويديځ نويو دودونو ډېر نفوذ کړى، د طلاق شمېره هم هلته لوړه ده.

د امريکا طلاق زیږى چاپېريال

د “نيوزويک” له مجلې نقل شوي، چې امريکايي ښځه ددې پر ځاى، چې د کورنۍ سټۍ ټينګې کړي او ساتنه يې وکړي، د لا خوندو په غم کې ده، امريکايۍ ښځه ولې داسې شوې؟ دا څرګنده ده، چې د امريکايي ښځې په خټې پورې اړه نه لري؛ بلکۍ ټولنيز لامل لري او دا امريکايي چاپېريال دى، چې دې ښځې ته يې دا شان روحيه ورکړې ده. په يوې اوونېزه کې يې کښلي ول:

“وګورئ، چې کار تردې راورسېد، چې امريکايانو نوره له بريده تېره کړه او د فرانس سور د ورځپاڼې غټه سرليک دا دى، چې په کاليفورنيا ايالت کې تر ٢٠٠ زياتو رسټورانټونو او کلبو کې چوپړګارې ښځې په لغړه سينه کار کوي. په مقاله کې راغلي: هغه جامې، چې په اغوستو کې يې سينې لغړې ښکاري په سن فرانسيسکو او لاس انجلس کې د کار جامې پېژندل شوي دي. د نيويارک په ښار کې په لس ګونو سينما ګانو لغړ فيلمونه چلېږي او د سينماګانو په سر هم د ښځو لغړ عکسونه لګېدلي او د فيلمونو نو مونه يې دا شان دي: ” هغه سړي، چې له يو بل سره خپلې ښځې بدلوي، هغه انجونې، چې د اخلاقو مخالفې دي، هغه انجلۍ، چې څه هم نه پوښي” په ټولو کتابتونو کې هغه کتابونه ايښوول شوي ول، چې د ښځې لغړ عکسونه ورباندې ول، چې نو مونه يې دا دي:” د امريکني مړونو جنسي حالت، د لوېديځ سړيو جنسي حالت، تر شل کالو کوچنيو هلکانو جنسي حالت، د نويو معلوماتو له مخې د جنسي چارو نوې طريقې. ” د فرانس سور ورځپاڼې ليکوال په حيرانۍ ځان پوښتي، چې امريکا کوم خوا روانه ده؟ هر خوا، چې روانه وي؛ خو زړه مې پر هغو هېوادوالو سوځي، چې انګېري په نړۍ کې يې غوره برخليک موندلى او په چټکۍ ورپسې روان دي. ”

جوتېږي که امريکنۍ ښځه مزو چړچو راخستې او خوندونه له مېړه سره تر وفادارۍ غوره ګڼي؛ نو ډېره ګرمه نه ده، دا ټولنيز چاپېريال دى، چې د کورنۍ بنسټونه دغسې په تبر وهي.

عجيبه ده، زموږ د پېړۍ مخکښان د طلاق ټولنيز لاملونه او د کورنيو ړنګېدل زياتوي او په دې اړه يو له بل سره سيالي کوي او بيا چغې سورې وهي، چې طلاق ولې دومره زيات شوى؟ دوى يوخوا د طلاق لاملونه ډېروي او بلخوا د قانون په زولنو يې مخنيوى کوي.

فرضېيې

اوس ددې مطلب په جرړه ويينه کوو. لومړى له نظري اړخه وينو، ايا طلاق ښه دى که نه؟آيا ښه ده، چې په ټوليزه توګه طلاق ته لار خلاصه وي؟ آيا ښه ده، چې کورني غونډالونه په يو بل پسې ونړېږي؟ که ښه وي؛ نو هغه بهيرونه کوم باک نه لري، چې د طلاقونو کچه لوړوي. که نه! په ټوليزه توګه دې د طلاق لار وتړل شي او واداه ته دې اجباراً ابدي بڼه ورکړه شي او د هغه بهير مخه دې ونيول شي، چې د واده د سپېڅلي پيوند د سستۍ لاملېږي؟ که نه ! درېیمه لار هم شته: قانون دې په ټوليز ډول ښځې او سړي ته د طلاق لاره نه بندوي؛ بلکې پرانستې دې پرېږدي، طلاق اړين او لازم ګڼل کېږي. په عين حال کې، چې قانون دې په ټوليز ډول لار نه بندوي، ټولنه دې داسې هلې ځلې وکړي، چې د ښځو او مړونو ترمنځ بېلوالى رانشي او له هغو لاملو سره دې مبارزه وکړي، چې ښځه او مېړه سره بېلوي او ماشومان بې سر پناه کوي، که ټولنه طلاق ته لار هواره کړي، قانون پکې څه نشي کړاى.

د طلاق په اړه پینځه فرضيې ويلاى شو:

١- د طلاق بې اهميته کول او د مخنيوي په لار کې يې د هر راز قانوني ځنځيرونو لرې کول.

هغوى، چې واده يوازې د چړچو او خوندونو له نظره ګوري او د ټولنې لپاره کورنۍ ته په ارزښت او سپېڅلتيا نه ګوري او انګېري، که د ښځې او سړي اړيکې ژر بدلې او نوې شي؛ نو ټول ښځه او سړي ترې ښه خوند اخلي؛ نو دا فرضيه تاييدوي. هغه، چې وايي: “ دويمه مينه تل خوندوره ده” د همدې فرضيې پلوي ده. په دې فرضيه کې هم د کورنۍ ټولنيز ارزښت هېر شوى او هم هغه خوشحالي، نېکمرغي او خوږلنى هم له پامه غورځېدلى، چې يوازې د ښځې او سړي د ګډ ژوند په دوام لاس ته راځي. دا خورا خامه څرګندونه ده.

۲- داچې واده سپېڅلى تړون او د زړونو يووالى دى او تل دې وساتل وشي او طلاق دې له بشري ټولنې لرې کړاى شي. ښځه او مېړه، چې سره واده کوي، پوه دې شي، چې بې له مرګه يې بل څه نشي بېلولاى.

کاتوليکه کليسا له پېړيو راهيسې ددې فرضيې پلوۍ ده او په هېڅ قيمت ترې لاس نه اخلي.

په نړۍ کې ددې فرضيې پلويان مخ په کمېدو دي، نن بې له ايټاليا او اسپانيا، کاتوليکان په نورو ځايونو کې پرې عمل نه کوي. په ورځپاڼو کې ډېر راځي، چې د ايټاليا ښځې او سړى له دې قانونه پوزې ته راغلي او چغې وهي، چې د طلاق قانون دې پر رسميت وپېژندل شي او نور دې ناکام ودونه دې په ناوړه بڼه دوام ونه مومي. په يوه ورځپاڼه کې مې په دې عنوان يوه مقاله ولوسته”په ايټاليا کې واده؛ يعنې د ښځې بندګي” پکې يې کښلي ول: په ايټاليا کې د طلاق د نشتوالي له کبله ډېرى سړي او ښځې يو له بل سره نامشروع جنسي اړيکي لري. ددې مقالې په وينا د ايټاليا سړي او ښځې وايي: ژوند مو يوازې ګناه او نامشروع جنسي اړيکې دي.

همدې ورځپاڼې له فيګارو رانقل کړي، چې ايټالويانو ته د طلاق ممنوعيت ستره ستونزه رامنځ ته کړې او له همدۍ کبله ډېر شمېر ايټالويان له خپلو تابعيتونو هم تېرشول. يوې ايټاليايي موسسې په يوه ټول پوښتنه کې له ښځو غوښتي ول، چې ايا د طلاق د قانون پلي کول د مذهبي اصولو پرخلاف دي که نه؟ ٩٧ سلنه ښځو منفي ځواب ورکړى و.

کليسا په خپله څرګندونه ټينګار کوي او د واده پر سپېڅلتيا او ټينګوالي يې لا هم نور استدلال کوي.

داچې واده سپېڅلى دى او پر ټينګوالي يې بايد ټينګار وشي، پکې شک نشته؛ خو په دې شرط چې په عمل کې د جوړې ترمنځ داپيوند پر ځاى پاتې شي. کله داسې هم کېږي، چې د ښځې او سړي ترمنځ جوړجاړى ناشونى وي؛ نو په دې بڼه کې د قانون پر زور يې يو له بل سره نښلولاى نشو او د ښځې او مېړه نوم پرې ايښوولاى نشو. د کليسا دا څرګندونه په غوڅ ډول له ماتې سره مخ ده. لرې نه ده، چې کليسا په خپله دې ګروهه کې له سره کتنه وکړي او دلته اړينه نه ده، چې په دې اړه نوره ويينه وکړو.

درېیمه- داچې واده د سړي له خوا د ماتېدو وړ دى؛ خو ښځه دا حق نه لري. په پخوانۍ نړۍ کې دا شان و؛ خو نن فکر نه کوم که پلويان ولري او فکر کړم، چې ويينې ته يې اړتيا نشته.

٤- داچې واده سپېڅلى دى او د کورني چاپېريال درناوى دې وشي؛ خو په ځانګړو شرايطو کې دې زوجينو ته د طلاق لار هم پرانستې وي.

په کورني حقوقو کې د ښځې او سړي د حقوقو د تشابه مدعيان ددې فرضيې پلويان دي، چې په غلطه يې د حقوقو تساوي تعبيروي. ددې ډلې په اند هماغه شرايط، قيود او حدود، چې ښځې ته دي، سړې ته دې هم وي او هماغه لارې، چې سړي ته له دې ډپه پرانستي دي، ښځې ته دې هم پرانستې وي او که بې له دې وي؛ نو تېرى او تبعيض به وي.

٥- داچې واده سپېڅلى دى او د کورني چاپېريال درناوى دې وشي او طلاق يو منفور او مبغوض چار دى. ټولنه موظفه ده، چې د طلاق د پېښېدو د لاملونو مخنيوى دې وکړي. په عين حال کې قانون دې د ناکامو ودونو پر مخ د طلاق لار نه بندوي. ښځې او سړي دواړو ته دې د واده له زولنو د وتلو لار پرانستې وي؛ خو له دې کړکېچه د وتو هغه لار، چې سړي ته ټاکل شوې، په دې باب له ښځې سره توپير لري او ترې بېله ده او هغه موارد، چې ښځه او سړى پکې ناورته حقوق لري، يو يې طلاق دى. دا هماغه څرګندونه ده، چې اسلام راوړاندې کړې او اسلامي هېوادونه ترې نيمګړي ( نه پوره) لاروي کوي.

د طلاق حق(٢)

طلاق زموږ په وخت کې ستره نړيواله ستونزه ده، ټول ترې سر ټکوي. هغوى هم چغې او سورې وهي، چې په قوانينو کې په ټوليز ډول طلاق منع دى او له ناکامو ودونو څخه د وتو لار پرې تړل شو. همداراز د هغو چغې هم تر اسمانه تللي، چې په برابر ډول يې سړي او ښځې ته د طلاق حق ورکړى او د طلاقونو شمېره پکې لوړه او د کورنيو بنسټونه پکې ورځ پر ورځ سستېږي او ناوړه اغېزې يې پرېښې دي او هغوى، چې د طلاق حق يې يوازې سړي ته ورکړى، له دوو اړخونو ګيلمن دي:

١- د ځينو سړيو له نامړانه طلاقونو ګیلمن دي، چې تر کلونو ګډ ژوند روسته ناڅاپه د بلې ښځې هوس يې په زړه راورېږي او پخوانۍ ښځه، چې خپله ځواني، ځواک او روغتيا يې دده په کور کې لګولې او کله يې هم باور نه کاوه، چې يوه ورځ به له دې کوره شړل کېږي.

٢- ځینې سړي په نامړانۍ ښځو ته له طلاق ورکونې ډډه کوي، حال دا د ده او ښځې ترمنځ د ګډ ژوند جوړ جاړۍ ته په کې هېڅ هيله نه وي.

ډېر داسې پېښېږي، چې د ښځې او مېړه ترمنځ اړپيچونه- اختلافات د ځانګړي لاملونو له کبله داسې ځاى ته رسي، چې د هوارۍ هيله يې نه وي، سمونې ته يې ټولې هلې ځلې بې پايلې شي، د دواړو ترمنځ سخته کرکه وي او عملاً يو له بله بېلېږي. په داسې حالت کې هر هوښيار پوهېږي، چې دا پيوند په عمل کې څيرې شوى؛ نو د قانون له مخې دې هم وشلېږي او هر يو دې ځان ته بل د ژوند ملګرى خوښ کړي؛ خو ځينې سړي د طلاق له ورکړې ډډه کوي او ښځه ځوروي، چې بل مېړه و نه کړي او ښځه د بلاتکليفۍ په حال کې او د قرآن عظیم الشان په تعبير د “کالمعلقه” په حال کې پرېږدي.

دا وګړي تش په نامه مسلمانان دي او په اسلامي قوانينو د ډډې په نامه دا چارې کوي، په دې اړه له اسلامي ښوونو ناخبري دي، وايي: د اسلام د طلاق بڼه همدا ده.

نيوکه يې داده: ايا اسلام رښتيا سړيو ته اجازه ورکړې، چې د طلاق ورکونې او کله هم د نه ورکونې له لارې، ښځه ځورولاى شي او ډاډمن دي، چې له خپل مشروع او قانوني حقه يې ګټنه کړې ده؟

وايي: خو دا کار ظلم نه دى؟ که دا کار ظلم نه وي؛ نو څه دي؟ خو تاسې نه وياست، اسلام د ظلم له هرې بڼې سره مخالف دى او قوانين يې د عدل او حق پر بنسټ ايښوول شوي؟که دا کار ظلم وي او اسلامي قوانين هم د حق او عدالت پر بنسټ اوډون شوي؛ نو ووياست، چې اسلام د داشان ظلمونو د مخنيوي لپاره څه تدابير نيولي دي؟

داچې دا کار ظلم دى شک پکې نشته او و به يې وايم، چې اسلام يې مخنيوي ته تدابير هم نيولي او همداسې يې نه دی پريښي. له بل مطلبه هم سترګې نشو پټولاى او هغه داچې له داسې ظلمونو د مخنيوي لار کومه ده؟ د داشان ظلمونو د پيدا کېدو لار يوازې د طلاق قانون دى او ايا ددې قانون په بدلېدو يې مخنيوى کېداى شي؟يا داچې جرړه يې په بل ځاى کې ده او د قانون بدلون يې هم مخه نشي نيولاى؟

د اسلام او نورو څرګندونو ترمنځ په ټولنيزو ستونزو کې توپير دا دى، چې ځينې انګېري د قانون د بدلون له لارې ټولې ستونزې هوارېداى شي. د اسلام دې ټکي ته پام دى، چې قانون يوازې د وګړيو د وچو او قراردادي اړيکو ترمنځ اغېزمنېداى شي؛ خو په کوم ځاى کې، چې د عاطفي او زړګني اړيکو خبره وي، يوازې قانون څه نشي کړاى او له نورو لا‏ملونو، لاملونو او تدبيرونو هم بايد ګټنه وشي. موږ به يې جوته کړو، چې اسلام په دې مسايلو کې په هغو پولو کې، چې قانون کړاى شو اغېزمن وي؛ ګټنه يې ترې کړې او په دې اړه یې پوره پاملرنه کړې ده.

بې پته طلاقونه

اسلام د طلاق په ټينګه مخالف دى او غواړي، چې څومره هم شونې وي، طلاق پېښ نشي او د لارې هوارونې په بڼه يې يوازې د طلاق هغه وخت سپارښتنه کړې، چې له بېلوالي بله لار پاتې نشي. اسلام، هغه د خداى دښمن ګڼي، چې ښځې کوي او تل ورته طلاق ورکوي يا په اصطلاح “مطلاق” وي.

په “اصول کافي” کې راغلي: رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) يو سړى وپوښت: له ښځې سره دې څه وکړل؟ و يې ويل: طلاقه مې کړه. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم): کوم بد کار دې ترې ليدلى و؟ويې ويل: نه. څه موده تېره شوه او سړي بل واده وکړ، آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) وپوښت: بله دې وکړه؟ ويې ويل: هو. څه موده روسته بيا آنحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) وپوښت: له دې ښځې سره دې څه وکړل؟ ويې ويل: طلاقه مې کړه. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: کوم بدکار دې ترې وليد؟ ويې وويل: نه. څه موده تېره شوه سړي درېیم واده وکړ او آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) بيا وپوښته، بيا دې واده وکړ. ويې ويل: هو يا رسول الله! څه موده تېره شوه او آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) بيا وپوښته له ښځې سره دې څه وکړل؟ ويې ويل: دا مې هم طلاقه کړه. رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وويل: ايا کوم بد کار دې ترې وليد؟ ويې ويل: نه. آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) ورته وويل: هغه د خداى دښمن دى او پرې لعنت وايي، چې زړه يې غواړي تل ښځې بدلې کړي او همداراز هغه ښځه هم، چې تل مړونه بدلوي.

رسول الله يې خبر کړ، چې حضرت “ابوايوب انصاري” غواړي خپله ښځه “ام ايوب” طلاقه کړي، رسول الله، حضرت ابوايوب انصاري پېژانده او پوهېده، چې طلاق يې د سم دليل له مخې نه دى ويې وويل، د ام ايوب طلاقول ستره ګناه ده.

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: جبرئيل راته دومره د ښځې په باب سپارښتنه وکړه، چې ګومان مې وکړ طلاقول يې يوازې هله روا دي، چې غوڅه فحشا‌ء ترسره کړي.

امام صادق له رسول اللهه رانقلوي: “خداى ته هغه کور خورا ګران دى، چې واده پکې وشي او هغه کور يې خورا بد ايسي، چې طلاق پکې پېښ شوى وي. ”

امام صادق زياتوي: “په قرآن عظیم الشان کې ځکه په بيا بيا ډول د طلاق نوم او جزييات راغلي، چې بېلوالى د خداى دښمن دى. ”

طبرسي په “مکارم الاخلاق” کې له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) رانقلوي: “ودونه وکړئ؛ خو طلاق مه ورکوئ؛ ځکه طلاق الهي عرش لړزوي. ”

په سنن ابو داود کې له رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) رانقل شوي، چې مفهوم يې دادى: طلاق هغه حلال دى، چې د خداى ډېر بد ايسي.

څه، چې د دين د مشرانو په سيرت کې تر سترګو کېږي دا دي، چې د امکان تر بريده يې له طلاقه ډډه کوله او ډېر لږ يې کاراوه او که يې کاوه هم؛ نو معقول او سوليز دليل يې ورته درلود. امام باقر، ښځه وکړه او ډېره يې خوښه هم وه؛ خو امام پوه شو، چې ښځه “ناصبيه” ده؛ يعنې له حضرت علي (کرم الله وجهه) سره يې په زړه کې کينه درلوده؛ نو طلاقه يې کړه، امام يې وپوښته، ستا خو خوښه وه ولې دې طلاقه کړه؟ ورته يې وويل: نه مې غوښتل، چې په خپل زړه کې د دوزخ د اور ټوټه وپالم.

ډنډوره

عباسيانو يوه ډنډوره خوره کړه او هغه داچې د رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) لمسي حضرت امام حسن ډېرې ښځې کولې او طلاقولې يې. دا ډنډوره د امام حسن تر مرګ يوه پېړۍ روسته رامنځ ته شوه او په هر ځاى کې خوره شوه. دا اوازه د رسول الله د لمسي امام حسن له شان سره اړخ نه لګوي.

لکه څرنګه چې پوهېږو له امويانو څخه عباسيانو ته د خلافت په لېږد کې د امام حسن اولادې له بني عباس سره همکاري کوله؛ خو د امام حسين اولادې، چې هغه وخت يې امام صادق په سر کې و، له عباسيانو سره له همکارۍ ډډه وکړه، عباسيانو په پيل کې د امام حسن د اولادې ته تسليم ول او تر ځانه يې هغوى ډېر د خلافت وړ ګڼل؛ خو په پاى کې ورسره عباسيانو خيانت وکړ او زياتره يې مړه کړل او يا يې بنديان کړل.

عباسيانو د خپلو سياستونو د مخ وړنې لپاره د امام حسن په اولادې پسې ډنډورې پيل کړې، چې د امام حسن نيکه (د پلار له خوا) ابوطالب مسلمان نه او کافر له دې نړۍ تللى دى او اپوټه د رسول الله بل تره عباس، چې نيکه مو دى، مسلمان شو او مسلمان له نړۍ ولاړ؛ نو موږ، چې د رسول الله د مسلمان تره اولاده يو د امام حسن تر اولادې، چې نيکه يې کافر له نړۍ تللې، خلافت ته ډېر غوره يو.

په دې لار کې يې ډېرې هلې ځلې وکړي او دا اوازې اوس هم شته، چې د اهلسنتو ځينې ډلې هم ددې ډنډورې تر اغېز لاندې راغلي او فتواګانې ورکوي، چې ابوطالب کافر و، که څه، د اهل سنتو ځينو څېړونکيو په دې اړه څېړنې کړي او ډېر څه يې روښانه کړي دي.

دویمه موضوع، چې عباسیانو د امام حسن په اولادې پسې کوله دا وه، چې امام حسن تر خپل پلار حضرت علي (کرم الله وجهه) روسته خلافت ته ورسېد داچې امام حسن عیاش و او ښځې یې کولې او طلاقولې يې؛ نو د خلافت چارې یې پر مخ نشوې وړای، له معاویه یې پیسې واخستې، چې د ده سرسخت سيال يې و او خلافت یې معاویه ته ورکړ او خپله پر عیاشې بوخت شو.

له ښه مرغه د اوسني پېر څېړونکیو په دې اړه با ارزښته څېړنې کړي او ددې دروغو جرړه یې موندلې ده. دا خبره په لومړي ځل د “منصور دوانیقي” له انتصابي قاضي اورېدل شوې، چې د منصور په امر یې دا دروغ خپرول. یو تاریخ پوه وايي: که امام حسن دومره مېرمنې درلودې؛ نو اولاد یې چېرته دی او شمېر یې ولې دومره لږ دى؟ امام خو شنډ هم نه و او په هغه وخت کې د جنین غورځول او له دوه ځانۍ مخنیوی هم معمول نه و.

زه له ځینو شیعه و راویانو حيرانېږم، چې له یوې خوا له رسول الله او امامانو ګڼ حديثونه روایتوي، “هغه د خدای دښمن دی او خدای پرې لعنت وايي، چې ډېر طلاقونه ورکوي. ” تردې حدیث روسته دا راویان لیکي: امام حسن ډېر طلاقي و.

دا کسان فکر نه کوي، چې په درې لارو کې یو یې باید خوښ کړي، چې دا دي: یا ووايي: طلاق کوم باک نه لري او ډېر طلاقي د خدای دښمن نه دی یا ووايي: امام حسن ډېر طلاقي نه و یا ووايي: العیاذبالله امام حسن د اسلامي دستوراتو څه پروا نه کوله.

خو دا کسان یو خوا د طلاق د مبغوضیت احادیث سم او معتبر ګڼي او بلخوا د امام حسن ډېر درناوی کوي او بیا یې ډېر طلاقي معرفي کوي او بې له دې، چې پر دې خبره نیوکه وکړي ترې تېرېږي.

ځینو خو خبره تردې رارسولې، چې وايي، حضرت علي د امام حسن له دې کاره خپه و او خلکو ته یې د منبر پر سر ویل: زما زوی امام حسن ته مو خپلې لوڼې او خویندې مه ورکوﺉ؛ ځکه طلاقوي یې؛ خو خلکو په ځواب کې ویل: موږ ویاړو، چې لوڼې او خویندې مو د رسول الله د لمسي مېرمنې شي، دا يې خوښه، چې طلاقوي یې که نه.

کېدای شي د طلاق لپاره ځینې انجونې او کورنۍ موافقت وکړي، ښايې ځینې دا کار د طلاق د مبغوضیت او کرکجنوالي د منځه وړلو لپاره بسیا وګڼي او انګېري، چې طلاق هغه مهال کرکجن دی، چې د چا پرې خوښه نه وي؛ خو هغه ښځه چې څو ورځې ویاړنه غواړي او له خپل ویاړن سره څو ورځې ژوند وکړي، طلاق ورته مانع نه دی.

خو داسې نه ده، طلاق ته د انجونو د پلرونو او خپله د انجونو رضایت د طلاق مبغوضیت نه راکموي؛ ځکه څه چې اسلام غواړي دا دي، چې واده دې تلپاتې او د کورنیو سټې دې ټینګې وي. بېلوالي ته په دې اړه د مېړه و ښځې هوډ ډېر اغېز نه لري.

اسلام، چې ‌طلاق مبغوض او کرکجن پېژندلی، یوازې د ښځې د خوښې لاس ته راوړو لپاره نه و، چې د ښځې او کورنۍ په خوښه یې مبغوضوالی له منځه ولاړ شي.

د امام حسن موضوع مې؛ ځکه وویله، چې له تاریخي شخصیته مې تاریخې تور لرې کړی وي؛ ځکه ممکن له خدای نا خبري دا کار وکړي او بیا امام حسن د ځان لپاره دلیل او سند راوړي.

په هر حال په څه کې چې شک نشته دا دي، چې د ښځې و مېړه طلاق او بېلوالی په خپل ذات کې د اسلام له نظره مبغوض او منفور دی.

اسلام ولې طلاق حرام نه کړ؟

دلته یوه پوښتنه رامنځ ته کېږي: که طلاق دومره کرکجن او مبغوض وي او کوونکی یې د خدای دښمن دی؛ نو اسلام ولې طلاق حرام کړی نه دی؟ څه باک یې درلوده، چې اسلام طلاق حرام کړى وای او په ځانګړيو او ټاکلي ځایو کې یې جایز شمېرلى وای؟ په بله وینا: ایا غوره نه وه، چې اسلام طلاق ته شرایط ټاکلي وای او یوازې د همدې شرایطو په رامنځ ته کېدو کې یې سړي ته د طلاق د ورکړې حق ورکړی وای؟ که طلاق مشروط و؛ نو قهراً به یې قضايي اړخ موندلی و او چې سړي غوښتل خپله ښځه طلاقه کړي لومړی یې محکمې ته خپل دلیل وړاندې کاوه او که محکمې یې دلیل بسیا ګاڼه، ورته یې د طلاق اجازه ورکوله که نه؛ نو نه یې ورکوله.

له بېخه ددې څه مانا ده: ”طلاق هغه حلال دى، چې د خداى ډېر بد ايسي. ” طلاق که حلال دی؛ نو مبغوض نه دی او که مبغوض دی؛ نو حلال نه دی، مبغوضوالی له حلالوالي سره اړخ نه لګوي.

تردې روسته ټولنه یا هغه پلاوی، چې د محکمې په نامه د ټولنې استازې ده، ایا دا حق لري، چې د طلاق په چارو کې، چې وايي د اسلام ښه نه ايسي، دومره لاسوهنه وکړي، چې د طلاق د هوډ له ګړندیتوبه مخنیوی وکړي او طلاق دومره وځنډوي، چې سړی له خپل هوډه پر شا شي او یا ټولنې یا هماغې پلاوي ته روښانه شي، چې وړۍ نه شړۍ کېږي، دا واده د جوړجاړي وړ نه دی او غوره ده، چې واده فسخ شي؟

 

د طلاق حق(۳)

اسلام یوخوا طلاقي ته د کرکې په سترګه ګوري او ترې بېزاره دی او بلخوا، چې سړی غواړي ښځه طلاقه کړي؛ قانوني خنډ ورته نه ږدي، دا ولې؟

دا ډېره پر ځای پوښتنه ده او ټول رازونه پکې پټ دي. د مطلب راز دا دی، چې زوجیت او د ښځې او مېړه ګډ ژوند قراردادي نه؛ بلکې طبیعي غوټه ده او ځانګړي قوانین ورته وضع شوي دي. دا تړون له نورو قوانینو سره توپیر لري؛ لکه، بیع، اجاره، سوله، ګروي او وکالت، دا ټول یوازې یو لړ ټولنیز قراردادونه دي او طبیعت او غریزه پکې لاسوهنه نه لري او د طبیعت او غریزې له نظره ورته کوم قانون هم نه دی وضع شوی او دا ټول د واده د قانون پرخلاف دي، چې واده د لوریو له خوا د طبیعي خواهش له مخې تنظیمېږي او ځانګړی مکانېزم لري.

نو له دې لامله که د واده تړون ځانګړي مقررات لري، چې له نورو تړونو سره توپیر لري، نو دا څه د حيرانتیا خبره نه ده.

د واده او طلاق په هکله د فطرت قوانین

 په مدني ټولنو کې يوازېنى طبیعي قانون، د آزادۍ او مساواتو قانون دی. ټولنیز ټول مقررات دې په بل څه نه؛ بلکې د ازادۍ او مساواتو پر بنسټ اوډون شي؛ خو د واده تړون داسې نه دی او بې له آزادۍ او مساوات نور طبیعي قوانین هم ورته وضع شوي، چې هرومرو يې لاروي وشي. د واده په څېر طلاق هم تر هر قراردادي قانون مخکې په طبیعت کې ځانګړی قانون لري؛ لکه څرنګه چې د کار په پیل او منځ(؛ یعنې واده) کې دې د طبعیت قانون ته پاملرنه وشي(موږ د مرکې، مهر او نفقې په برخه کې د ښځې او سړي په توپیرونه کې وویل)؛ نو همداراز په طلاق کې دې هم دې قوانینو ته پاملرنه وشي، چې د کار پاى ده. د طبیعت له قوانینو سره لوبې نه دي پکار. د “الکسیس کارل” په وینا: د ستوریو د قوانینو په څېر د ژوند قوانین هم سخت او بې رحمه دي.

واده یووالی او نښلون او طلاق بېلتون دی او چې کله د طبعیت قانون د جوړې لټونې او د ښځې او سړي نښلون په دې بڼه وضع کړی، چې سړی دې ته ګام اوچتوي، چې ښځه په موټي کې ونیسې( تصاحب یې کړي) او ښځه ناز ته پر شا ځي، د سړي احساسات داسې دي، چې ښځه په موټي کې نیول غواړي او ښځه د سړي زړه په لاس کې نیول غواړي، طبیعت د واده بنسټ ګډکار او ملګرتوب نه؛ بلکې مینه، یووالی او همدلي ایښی او ښځه یې د کورنۍ مرکز ګرځولى، چې سړی یې تر شاوخوا وګرځي؛ نو چې کله دا کورنۍ او منظومه له منځه ځي او بېلوالی او انفصال پکې رامنځ ته کېږي؛ نو دا یې هم تر ځانګړیو مقرراتو لاندې ایښي دي. مخکې مو د یو پوهاند له خولې وویل: جوړه لټونه دې ته وايي، چې سړی لاس ته راوړنې ته برید کوي او ښځه دلبرۍ او ناز ته په شا ځي، داچې سړی طبعاً ښکاري څاروى دی؛ نو عمل یې یرغلیز او مثبت دی او ښځه ورته د انلامل په توګه ده، چې باید لاس ته یې راوړي، جوړه لټونه جګړه ده او واده لاس ته راوړنه – تصاحب او اقتدار دی.

هغه تړون، چې بنسټ یې ګډ کار او ملګرتوب نه؛ بلکې مینه او یووالی وي؛ نو د زور وړ نه دی. په زور دوه تنه دې ته اړ کولای شو، چې یو بل سره ګډ کار وکړي او د عدالت پر بنسټ د ګډ کار د تړون درناوی وکړي او کلونه خپل کار پر مخ یوسي؛ خو دا ناشونې ده، چې په زور دوه تنه دې ته اړ کړو، چې یو له بل سره مینه وکړي او یو بل سره صمیمي اوسي، یو بل ته سرښندنه وکړي، د بل نېکمرغي خپله نېکمرغي وګڼي. که غواړو، چې د دوو تنو ترمنځ دې داشان اړیکه ټینګه وي، بې له قانوني زوره، نور ټولنیز او عملي تدابیر هم باید وکارو.

د واده طبیعي میکانېزم، چې اسلام هم خپل قوانین پر بنسټ يې وضع کړي، دا دی، چې ښځې دې په کورني غونډال کې ګرانه او درنه وي. که په هر دلیل ښځه له دې مقامه راوغورځېده او د سړي د مینې ډیوه ورسره مړه شوه او د سړي زړه ترې موړ شو؛ نو د کورنۍ سټه او رکن خرابېږي؛ یعنې یوه طبیعي ټولنه د طبیعت په حکم دړې وړې شوې ده. اسلام دې حالت ته په خواشینۍ ګوري؛ خو تردې روسته ویني، چې د واده طبیعي بنسټ له منځه تللی؛ نو نشي کړای، چې له قانوني اړخه دوام و مومي.

 اسلام ځانګړې هلې ځلې او تدابیر کارولي، چې کورنى ژوند له طبیعي اړخه دوام و مومي؛ یعنې ښځه د مطلوبیت او محبوبیت او سړی د غوښتنې او مينې او چوپړ ته چمتو په مقام کې پاتې شي.

اسلام سپارښتنه کړې، چې ښځه دې سړي ته ځان سینګار کړي، د هغه جنسي اړتیاوې دې پوره کړي او د منفي ځواب ورکونې له لارې دې په سړي کې روحي خپګان او غوټې نه رامنځ ته کوي او همداراز سړي ته یې سپارښتنه کړې، چې له خپلې مېرمنې سره مینه او پرې لورنه وکړي او ورسره دې مینه ښکاره کړي او مينه دې نه پټوي. اسلام سپارښتنه کوي، چې جنسي اړیکې دې يوازې له خپلې مېرمنې سره وي او بهرنۍ ټولنه دې د جنسي اړیکو د برابرونې نه؛ بلکې د کار او فعالیت مرکز وي. همداراز اسلام سپارښتنه کوي، چې د ښځې او مېړه له چوکاټه بهر دې د ښځو او سړیو اړیکې پاکې او سوتره وي. دا ټولې سپارښتنې ځکه دي، چې کورنۍ ونه شیندل شي.

په کورني ژوند کې د سړي طبیعي مقام

چې سړی، ښځې ته ووايي، مینه درسره نه لرم او ښه مې نه ايسې او بیا قانون وغواړي په زور دا ښځه ددې سړي په کور کې کېنوي؛ نو د اسلام له نظره دا د ښځې تر ټولو ستر سپکاوی دی. قانون کړای شي په زوره د سړي په کور کې ښځه کېنوي؛ خو وسمن نه دی، چې د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې ښځه د هغه په زړه کې کېنوي. قانون کړای شي، سړی دې ته اړ کړي، چې په خپل کور کې ښځه وپالي او نفقه یې ورکړي؛ خو سړی نشي اړ ايستاى، چې ښځې ته سرښندنه وکړي.

نو له دې لامله، چې کله هم د سړي د مینې ډیوه مړه شوه، واده د طبیعي نظره مړ شوی دی.

دلته پوښتنه رامنځ ته کېږي که د مینې دا ډیوه د ښځې له خوا مړه شي نو بیا؟ که د ښځې مینه مړه شي، ایا کورنی ژوند له منځه ځي او که پاتېږي؟که پاتې وي؛ نو په دې اړه د سړي او ښځې ترمنځ څه توپیر دی، چې د سړي د نه مینې له کبله کورني ژوند ته د پای ټکې ایښوول کېږي، حال دا د ښځې په نه مینه، کورنی ژوند له منځه نه ځي؟ که له سړي سره د ښځې مینه پاى ته ورسي؛ نو واده دې او د سړي په څېر ښځې ته هم د طلاق حق ورکړو؟

ځواب: کورنى ژوند په یو لوري نه؛ بلکې د دواړو لوریو په مینې پورې تړلې دی. دلته یوازې د ښځې او سړي ارواپوهنه سره توپیر لري او موږ دا موضوع د پوهاندانو د څېړنو په لاسوند په تېره ویینه کې وويله.

طبیعت، ښځه د سړي ځواب ورکوونکې ټاکلې ده. که سړی له ښځې سره مینه وکړي او په غبرګون کې ورسره ښځه هم مینه وکړي؛ نو همدا د ښځې اصیله او تلپاتې مینه ده. له سړي سره د ښځې مینه، له ښځې سره د سړي له مینې راټوکېدلې ده. طبیعت د لوریو د مینې کونجي سړي ته ورکړې، دا سړی دی که له ښځې سره مینه او وفا وکړي، ښځه هم ورسره مینه او وفا کوي. په غوڅ ډول په وفا کې تر سړي، ښځه مخکې ده او د ښځې بې وفايي د سړي د بې وفايۍ غبرګون دی.

طبیعت د طبیعي واده د فسخولو کونجي سړي ته ورکړې؛ یعنې دا سړی دی، چې له ښځې سره مینه نه کوي؛ نو په غبرګون کې د ښځې زړه ترې هم تورېږي. اپوټه که په پیل کې دا ښځه وي، چې له سړي سره یې مینه لږه شي؛ نو د سړي په مینه کې کومه اغېز نه لري او ان د سړي مینه لاپسې راپاروي؛ نو د سړي د مینې کموالى د دواړو لورویو د بې مينۍ لامل ګرځي؛ خو د ښځې د مینې کموالې د لوریو د بې مينۍ لامل نه ګرځي. د سړي د مینې کموالی د واده د مرګ او کورني ژوند ته د پای ټکى ایښوول دي؛ خو که په پیل کې د ښځې مینه راکمه شي؛ داسې رنځوري ترې رامنځ کېږي، چې درملنې ته يې هیله شته. که مینه د ښځې له خوا راکمه شي او سړی هوښیار او عقلمن وي؛ نو د مینې د اظهار له لارې یې مینه بېرته راستنولای شي او دا کار د سړي سپکاوی نه دی، چې خپله مروره او خپه محبوبه د قانون په زور له ځان سره پاتې کړي او په تدریجي ډول یې دلاسا کړي؛ خو دا د ښځې سپکاوی او ورته د نه زغم وړ ده، چې د خپل ملاتړي او محبوب ساتنې ته د قانون له زوره کار واخلي.

که څه، دا په هغه وخت کې دي، چې د ښځې د نه مینې لامل د سړي اخلاقي فساد او ظلم نه وي، که سړی ظلم پیل کړي او ښځه ورسره د همدې ظلم له لامله مینه ونه کړي؛ نو دا بل مطلب دی او موږ به د بې پتو طلاقونو د مخنیوی په ویینه کې دا موضوع راونغاړو.

په هر حال د ښځې او سړي توپیر په دې کې دی، چې سړی په خپله ښځې ته او ښځه د سړي زړه ته اړمنه ده. ښځې ته د سړي ملاتړ او د زړه لورنه دومره ارزښت لري، چې بې له دې ورته واده د زغملو وړ نه دی.

د يوې ارواپوهې ښځې څرګندونه

یوه فرانسوۍ ارواپوهې [مېرمن بئاتريس ماريو، چې په ارواپوهنه کې دکترا لري او د پاريس د روغتونو اروايي کارپوهه ده او په خپله هم درې اولادونه لري] د دوه ځانې ښځې هغه حالت بیانوي، چې په دې وخت کې څومره د مېړه مینې او لورنې ته اړتیا لري، وايي:

“چې ښځه پوه شي، ډېر ژر به دوه ځانې شم؛ نو خپل غړي بویوي او ورته ګوري په تېره، که اول ځلې وي. داسې وي؛ لکه ښځه چې له ځان سره پردۍ وي او غواړي ځان وپلټي، چې کله دا ښځه پخپله ګېډه د خپل ماشوم خوځېدل حس کړي؛ نو د خپل غړیو ټولو اوازونو ته غوږ ږدي. پخپل وجود کې د ماشوم شتوالی ورته داسې د خوشحالۍ احساس ورکوي، چې ځان ته ناسته ورته خوند ورکوي او له نړۍ سره ورته اړیکې خوند نه ورکوي؛ ځکه غواړي له خپل نازیږي ماشوم سره ځان ته پاتې شي. د دوه ځانۍ پرمهال مړونه مهمې دندې لري، چې په خواشینۍ تل ددې دندو په سر ته رسولو کې پاتې راغلي، ښځه چې په راتلونکي کې به مور شي، دې ته اړتیا لري، چې مېړه یې درک کړي او په دې پوه شي، چې ملاتړی یې دی که نه او وګوري، ګېډه یې غټه شوې او ښکلا یې له مځه تللې او تل کانګې کوي؛ نو له زیږونه وېرېږي او د ټولو خپګانو پړه پر مېړه اچوي، چې دوه ځانې کړې یې ده، مېړه دنده لري، چې د دوه ځانۍ پرمهال له خپلې مېرمنې سره پاتې شي. کورنۍ لوراند پلار ته اړتیا لري، ان که خبرې یې بې مانا هم وي؛ خو چې مېرمن او ماشوم ورسره زړه تش کړي. دوه ځانې ښځه دې ته سخته اړتیا لري، چې په ګېډه ماشوم په هکله ورسره خبرې وشي، د ښځې ټول غرور او ویاړ یې مور کېدنه ده او چې ښځه پوه شي مېړه یې په ګېډه ماشوم په هکله بې پروا دی؛ نو سپکاوی او بېهودګي د دې غرور او ویاړ ځای نیسي، له مورکېدنې بېزارېږي او دوه ځاني ورته د “احتضار” مانا پیدا کوي، دا جوت شوي، چې دا شان ښځې د لنګوال دردونه په سختۍ زغمي، د مور او اولاد اړیکه دوه کسيزه نه؛ بلکې درې تنيزه ده. مور، ماشوم او پلار، که پلار ان غایب هم وي(ښځه یې طلاقه کړې وي)د مور په دننني ژوند، تخیلاتو او تصوراتو او د مورپه احساس کې بنسټیزه ونډه لري. ”

دا وې د يوې مور ارواپوهې خبرې.

هغه سټه، چې بنسټ یې په عواطفو ایښوول شوی

اوس فکر وکړﺉ هغه موجود، چې دومره د بل عواطفو او زړګنۍ مينې، ملاتړ او لورنې ته اړمن دی، هر څه د مېړه په عواطفو او لورنې زغملای شي او بې د هغه له لورنو او اوعواطفو، ان ماشومان هم ورته څه سم مفهوم نه لري، داسې موجود، چې یوازې د بل په وجود پورې نه؛ بلکې احساساتو او زړه ته یې اړمنه ده؛ نو څرنګه شونې ده، چې له بل موجود(؛ یعنې سړي) سره یې د قانون په زور ورونښلو.

ایا دا به تېروتنه نه وي، چې موږ یو خوا داسې لاره چاره برابره کړو، چې له ښځې څخه د مېړه زړه سوړ شي او ورته د هوسرانۍ لار لاپسې پرانځو او بیا وغواړو د قانون په زور یې يو له بل سره ونښلو. اسلام داسې کار کړی، چې سړی عملاً ښځه وغواړي او ورسره یې مینه وي او کله یې هم داسې نه دي غوښتي، چې ښځه په زوره له سړي سره ونښلوي.

په ټولیز ډول په هر ځای کې، چې د مينې، ارادت او اخلاص خبره وي او دا چارې د کار رکن او سټه وي؛ نو قانوني زور ته پکې ځای نشته، ممکن د خواشینۍ ځای وي؛ خو د زور او الزام ځای نه دی.

د ساري په ډول: پوهېږو، چې د جماعت په لمانځه کې د امام عدالت او د عدالت په هکله یې د متقدیانو ګروهه شرط ده. د امام او مقتدیانو دا شان اړیکه او ټولنه یو ډول ټولنېزه اړیکه ده، چې د امام په عدالت او د مقتدیانو په ارادت، علاقې او خلوص ولاړه ده. ددې ټولنې او اړیکې بنسټیز رکن زړه او احساسات دي؛ ځکه دا ټولنه او اړیکه په زوره نه کېږي او قانون نشي کړای د پایښت او دوام ضامن یې وي. که مقتدیان له امام سره بې مينې شي او اخلاص او ارادت له منځه ولاړه شي او که د امام پر وړاندې د مقتدیانو د مينې او ارادت له منځه تګ که سم وي که ناسم؛ نو دا ټولنه او اړیکه په عملي ډول له منځه تللې ده. که فرض کړو، چې امام د عدالت او تقوا لوړې درجې هم ولري؛ نو مقتدیان دې ته نشو اړ کولای، چې ورپسې اقتداء وکړي. دا به خندنی وي، چې امام محکمې ته عریضه وکړي، چې خلک ولې راته ارادت نه لري؟ ولې راباندې ګروهه نه لري؟ او په پاى کې داچې خلک ولې راپسې اقتدا نه کوي؟ او د امام به دا ستر سپکاوی وي، خلک په زور دې ته اړ کړي، چې ورپسې اقتدا وکړي.

 دا اړیکه د استازیو او ټاکونکیو هم ده، چې د مينې، ګروهې او ایمان پر بنسټ باید ولاړه وي او زړه او احساسات هم ددې اړیکې او ټولنې رکن دی. هغه استازی، چې خلک یې ټاکي؛ نو پرې ګروهن او خوښ یې وي، اوس که چا څوک ونه ټاکه؛ نو خلک ټاکنې ته اړ کولای نشو که څه، خلک په تېروتنه کې وي او نوماند ښه سړی او په شرایطو پوره وي؛ ځکه د ټاکنې او رای ورکونې طبیعت له زوره سره اړخ نه لګوي او نوماند نشي کړای محکمې ته عریضه وکړي، چې خلک راته ولې رایه نه راکوي.

په دې اړه، چې څه کېدای شي دا دي، چې د خلکو د فکر کچه لوړه شي، سمه روزنه یې وشي، څو د دیني فریضې په ادا کولو کې رښتیني عادلان پیدا کړي او ورسره ارادت ولري او ورپسې اقتداء وکړي او، چې غواړي ټولنېزه فریضه سر ته ورسوي، با صلاحیته دې پیدا کړي او د لېوالتیا او علاقې له مخې دې ورته رای ورکړي او که د خلکو ګروهه له څه مودې روسته بدله شوه او په بل چا پسې ولاړل او بې ځایه یې هم دا کار وکړ، دا د خواشینۍ ځای دی؛ خو د زور او لاسوهنې نه.

کورنۍ فریضه هم د هماغه دیني او ټولنیزې فریضې په څېر ده؛ نو غټه خبره دا ده، چې پوه شو، اسلام کورنی ژوند یوه طبیعي ټولنه ګڼي او ورته یې ځانګړی مکانېزم تشخیص کړی، چې ورته پاملرنه یې اړین او د سرغړاوۍ وړ نه ده.

د اسلام ستر اعجاز ددې مکانېزم په تشخیص کې دی. داچې لویدیځه نړۍ په دې نه ده توانېدلې، چې کورنۍ ستونزې هوارې کړي او ورځ پر ورځ زیاتېږي؛ نو لامل یې هم دې اړخ ته نه پاملرنه ده، له ښه مرغه علمي څېړنو په تدریجي ډول دا روښانه کړې ده؛ لکه د لمر یې ځلاند وینم، چې یوه ورځ به لویدیځه نړۍ د پوهې په رڼا کې په تدریجي ډول په کورني مقرراتو کې اسلامي اصولو ته غاړه کېږدي او څه چې اوس په خلکو کې د اسلام په نامه روان دي، د اسلام له ځلانده ښوونو سره یې یو نه ګڼم.

څه چې د کورنیو سټې ټینګوي، تر تساوۍ پورته نور څه دي

اوسمهال په څه پسې، چې لویدیځه نړۍ لیونۍ ده؛ هغه تساوي ده، له دې بې خبره دي، چې د تساوۍ دا مسله څوارلس پېړۍ مخکې اسلام هواره کړې ده. کورني چارې، چې ځانګړی غونډال لري؛ نو بې له تساوۍ نور څه هم پکې شته. طبیعت په مدني ټولنه کې یوازې د تساوۍ قانون وضع کړی او تېر شوی؛ خو په کورنۍ کې یې بې له تساوۍ، نور قوانین هم وضع کړي دي. د کورنیو اړیکو په اوډونولو کې یوازې تساوي بسیا نه ده او د کورنۍ په غونډال کې د طبیعت نور قوانین هم باید وپېژندل شي.

په فساد کې برابري

په خواشینۍ سره د ډېر تکرار او تلقین له کبله د تساوۍ ټکي خپله اصلي ځانګړنه له لاسه ورکړې. ډېر کم فکر کوي، چې له تساوۍ څخه موخه په حقوقو کې تساوي ده، انګېري همدومره، چې د تساوۍ مفهوم په یو مورد کې وکارول شو؛ نو خبره پاې ته ورسېده. ددې بې خبرو په اند، د ښځو پر وړاندې به سړیو له زوره کار اخسته؛ نو نن چې ښځې دا کار کوي؛ نو هر څه سم شوي؛ ځکه په زور کې هم تساوي رامنځ ته شوې ده. پخوا به لس سلنه ودونه د سړیو له خوا د طلاق او بېلوالي سره مخېدل؛ خو اوس د نړۍ په ځینو برخو کې څلوېښت سلنه ودونه له طلاق او بېلوالي سره مخېږي، چې نیم په نیمه د ښځو له خوا رامنځ ته کېږي؛ نو راځئ چې جشن ونیسو او خوشحاله اوسو؛ ځکه پوره تساوي واکمنه شوې ده. پخوا به یوازې سړیو له ښځو سره خیانت کاوه او دا سړي ول، چې د پاکلمنۍ باک یې نه درلود؛ خو نن ښځې هم له سړیو سره خیانت کوي او د پاکلمنۍ او تقوا څه پروا نه ساتي؛ نو تردې به نور څه غوره وي؟ ژوندى دې وي تساوي او مړ دې وي توپیر.

 پخوا به سړي د بېرحمۍ او دښمنۍ ښکاروندوی ول، دا سړي ول، چې هلکان به یې ساتل او ښځې او بچیو ته يې شا کوله؛ خو نن ښځې په بېرحمې ځان ته یو یار پیدا کوي او کورنۍ او ماشومانو ته شا کوي او په ځاني غوښتنو پسې ځي؟ څومره ښه! ښځې او سړی په یوه لیکه کې شول او “تساوي” رامنځ ته شوه!

نو ددې پر ځای، چې د ټولنې نه ختمېدونکیو دردونو ته درملنه او د ښځو او سړیو د کمزورو ټکیو د سمونې لپاره هڅه وکړي او د دې پر ځای، چې د کورنۍ سټې ټینګې کړي، لا یې سستوي. نڅا کوي او د تساوۍ پر لوري ځي او په تدریجي ډول به په فساد او بېرحمۍ کې ښځې په سړیو پښه ورواړوي.

څه چې وویل شول، ترې جوت شول، چې اسلام په دې، چې طلاق مبغوض او کرکجن ګڼي؛ نو ولې یې په مخ کې ورته قانوني خنډ نه دی ایښی، جوت شول، چې د مبغوض حلال مانا څه ده، څرنګه کېدای شي یو څیز هم حلال وي او هم بې نهایته کرکجن او مبغوض.

 

د طلاق حق(۴)

له تېرو ویینو جوته شوه، چې اسلام له طلاق او د کورنیو د ورانولو له څرګندونې سره مخالف دی او دښمن یې ګڼي او مخنیوي ته یې ډول ډول ټولنیز او اخلاقي تدبیرونه په پام کې نیولي او د طلاق مخنیوي ته یې بې له زور او د قانون له وسلې له هر ډول وسیلې او وسلې کارونې کار اخستى دی.

اسلام له دې سره مخالف دی، چې سړی، ښځه طلاقه کړي او ددې کار مخنیوي ته دې زور او قانون وکارول شي او داچې ښځه د مېړه په کور کې د قانون په زور پاتې شي؛ نو ‏دا کار د ښځې له کورني مقام سره په ټکر کې دی؛ ځکه د کورني ژوند بنسټیز رکن کورني احساسات او عواطف دي او دا ښځه ده، چې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند احساسات او عواطف ترلاسه کړي، چې وکړای شي له خپل اولاد مینه وکړي.

داچې ښځې ته د سړي د مینې او له حساساتو ډکه ډیوه مړه شي؛ نو کورنی چاپېریال تتوي؛ ځکه د اولاد پر وړاندې د مور په احساساتو کې د مېړه همدا احساسات، ډېره ونډه لري. لنډه داچې ښځې له سړي عواطف او احساسات اخلي، چې وکړای شي خپل اولاد په عواطفو ماړه کړي.

سړی لکه غر، ښځه د چینې ‏او اولاد یې لکه د ګلونو او بوټو په څېر دي. چینه باید د غره د باران اوبه ترلاسه او جذب کړي، چې د پاکو او رڼو اوبو په څېر یې ګلانو ته ورکړي، چې تاند او خوشحاله وي. که پر غره باران ونشي او یا د غر حالت داسې وي، چې ځمکې ته ترې څه جذب نشي؛ نو چینه وچېږي او ګلان او بوټي مري.

لکه څرنګه چې د بيديا د ژوند رکن باران او په تېره، د غره باران دی؛ نو همدا شان د کورني ژوند رکن هم له ښځې سره د سړي مینه او احساسات دي. له همدې مینې د ښځې او د اولاد د ژوند خوشحالي او نېکمرغي راټوکېږي.

چې په کورني ژوند کې د ښځې پر وړاندې د سړي عواطف او احساسات دا حالت او مقام لري؛ نو څرنګه کړای شو، چې د سړي پر ضد له قانونه د یوې وسلې او کوړې په ډول ګټنه وکړو؟

داچې تر واده څه موده روسته سړی د بلې ښځې په تکل کې شي او پخوانۍ طلاقه کړي؛ نو اسلام له داسې بې پته طلاق سره مخالف دی؛ خو د اسلام له نظره دا د هوارۍ لار نه ده، چې دا بې غېرته دې ته اړ کړي، څو دا ښځه په کور کې کېنوي، دا شان کېنونه او پالنه د کورني ژوند له طبیعي قانون سره په ټکر کې ده.

که ښځه د قانون په زور وغواړي د مېړه کور ته ستنه شي؛ هغه کور له پوځي اړخه نیوای شي؛ خو نشي کړای همدا ښځه د کور مېرمنه شي او نه له مېړه نه د اولادنو ته د احساساتو د حذب او دفعې رابط وي او نه د مینې تږی خپل اړمن وجدان مړولاى شي.

اسلام هڅه کړې، چې بې پته ودونه له منځه یوسي او په کور کې سړي په پوره پت مېرمن و‏پالي؛ خو اسلام د قانون ایښووند په توګه ښځې ته دا نه خوښوي، چې د بې غېرته سړي په کور کې یې په زور کېنوي، حال دا ښځه د کورني ژوند د منځ ټکی او د سړي د احساساتو د جذب او دفع اړیکه ده.

څه چې اسلام کړي، د لویديځ او د لویدیځپالو د کار پرخلاف یې کړي دي. اسلام له بې غېرتۍ بې وفایۍ او هوسبازۍ سره سخته مقابله کوي؛ خو دې ته چمتو نه دی، چې ښځه په زوره په بې پته پورې وتړي. لویدیځوال او لویدیځ پالي د سړي د بې غېرتۍ، بې وفایۍ او هوسبازۍ لاملونه ورځ پر ورځ زیاتوي او بیا غواړي په همدې بې پته او هوسبازه پورې په زوره ښځه ورونښلوي.

راسره يې منئ، چې اسلام کله هم بې پته سړي دې ته نه دي اړ کړي، چې ښځه په کور کې کېنوي؛ بلکې ازاد یې پرېښي او ټوله هڅه یې دا ده، چې د انسانیت او ځوانمردۍ روح ژوندی وساتي، عملاً په دې برلاسى شوى، چې په بې پته طلاقونو کې پاموړ کموالی راولي؛ حال دا، چې نورو په دې اړه لږې بریاوې درلودې، چې دا شان چارو ته پاملرنه نه کوي او ټولې نېکمرغۍ له زور او نېزې غواړي.

د کورنۍ د سولې طبیعت تر نورو سولو بېل دی

په غوڅ ډول د سړي او ښځې ترمنځ دې سوله او جوړجاړى وي؛ خو هغه سوله او جوړجاړی، چې د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې وي، چې دا له هغه سولې سره توپیر لري، چې د دوو همکارانو، دوه شریک باڼو، دوو ګاونډیانو او دوه ګاونډي هېوادو ترمنځ وي.

د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې سوله او جوړجاړی، له اولادونو سره د موروپلار د اړیکی په څېر دي، چې پکې یو د بل پر وړاندې سرښندنه، تېرېدنه او د مقابل لوري نېکمرغي او بدمرغي خپله نېکمرغي او بدمرغي ګڼل دي.

د دو جګړوه مارو هېوادو ترمنځ “وسلواله سوله” هم بسیا ده، که درېیمګړى ځواک لاسوهنه وکړي او ترمنځ يې د دواړو هېوادونو پولې ونیسي او له جګړې مخنیوی وکړي؛ نو سوله ټینګېږي؛ ځکه سیاسي سوله په دې مانا ده، چې په یو بل به برید نه کوو.

کورنۍ سوله د سیاسي سولې په څېر نه ده او په کورنۍ سوله کې یوازې یو د بل په حقوقو د برید نه کول بسیا نه دي، وسلواله سوله پکې نشته او له دې پورته بل څه ته اړتیا ده، دواړه ارواوې دې سره ګډې شي؛ لکه څرنګه چې د پلرونو او اولادو ترمنځ په سوله او جوجاړي کې هم له نه بریده پورته يو څه شته. په خواشینۍ سره لویدیځ د تاریخي او یا هم د سیمه يیزو لاملونو له مخې (ان په کورني چاپیریال کې هم) له عواطفو سره پردی دی. د لویديځوالو په اند کورنۍ سوله له سیاسي او ټولنیزې سولې سره توپیر نه لري. لویدیځ؛ لکه څرنګه چې د ټوپک په زور د هېوادونو په پولو کې سوله راوړي؛ نو همداراز د محکمې له لارې هم غواړي د ښځې او سړي د پولو ترمنځ سوله راولي، له دې بې خبره دي، چې د کورني ژوند سټه د پولو له منځه وړل دي، یووالی دی او بله هر قوه، پردۍ ګڼل دي.

لویدیځ پالي ددې پر ځای، چې لویدیځوال په کورني چارو کې له خپلو تېروتنو خبر کړي؛ له ډهول سره یې ګډېږي او ځان ترې هېر شوی؛ خو دا ځان هېرونه لږه موده ده او ډېر ژر به ختيځ خپل شخصیت بېرته لاس ته راوړي او د بندګۍ جغ به له سټه وغورځوي او پر خپلواک فکر او د ژوند پر خپلواکې فلسفې به ډډه ووهي. دلته د دوو مطلبونو ویل اړین دي:

اسلام د هر هغه لامل هرکلی کوي، چې له طلاقه پکې شا ته کېدل وي

۱- ممکن ځینې له تېرو ویینو دا پایله اخستې وي، چې موږ ادعا کوو د سړي طلاق ته دې هېڅ ډول خنډ نه وي او همداچې سړى د طلاق په تکل کې شو؛ نو له هر اړخه دې ورته لار پرانستل شي. نه! دا شان نه ده. څه مو، چې وویل دا وو، چې د اسلام له نظره د طلاق ورکونې په وخت کې د سړي پر وړاندې دې له زور او قانونه ګټنه ونشي. اسلام د هغه څه هر کلی کوي، چې سړی له طلاق ورکونې په شا کړي. اسلام عملاً طلاق ته شرایط او مقررات لري، چې په طلاق ورکونه کې ځنډ رامنځ ته کوي او کله نه کله هم له طلاقه د شا کېدنې لامل ګرځي. پردې سربېره، چې اسلام د صیغې د مجريانو او شاهدانو سپارښتنه کړې؛ بلکې پخپلو هلو ځلو سړی د طلاق له ورکړې اړوي، طلاق د دوو عادلو شاهدانو په نه حضور کې سم ګڼي. که طلاق يې په مخ کې سرته رسي، د خپل عدالت او تقوا له مخې دې خپله غايي هڅه وکړي، چې د ښځې او مېړه ترمنځ جوړجاړى راشي. که نن سبا د دوو عادلو په مخ کې د طلاق صیغې ویونکی طلاق ورکوي، چې مېړه و ښځې کله هم په سترګو نه وي لیدلي؛ نو دا بله مسله ده، چې د اسلام له موخې او څرګندونې سره تړاو نه لري.

په موږ کې معمول دا دي، چې طلاق ورکوونکی دوه عادل کسان پیدا کوي او په مخ کې یې د ښځې و مېړه نو مونه اخلي.

په هر حال که سم عمل پرې وشي؛ نو د سمو عادلینو حضور له هغو عواملو ځنې دي، چې سړی له طلاق ورکونې اړوي. واده، چې د تړون پیل دی، اسلام د عادلینو حضور پکې شرط نه دی ګڼلی؛ ځکه نه یې غوښتل، چې عملاً د خیر په کار کې خنډ رامنځ ته کړي؛ خو طلاق چې د کار پای ده، د عادلینو شتون یې شرط ګڼلی دی.

همداراز اسلام په واده کې میاشتېنۍ جامې د نکاح د تړنې خنډ نه دي ګرځولي؛ خو په طلاق ورکونه کې یې خنډ ګرځولي، پوهېږو، چې میاشتېنۍ جامې له ښځې سره د سړي د کوروالي مانع ګرځي او په واده پورې اړه لري، نه په طلاق پورې، چې د بیلوالي فصل دی او ښځه او سړی تردې روسته يو له بل سره کار نه لري.

په کار خو دا وه، چې د میاشتېنۍ جامو په وخت کې اسلام باید د واده د نکاح تړل نه وای جایز کړي؛ ځکه ښځه او سړی، چې نوی واده وکړي، ممکن د میاشتېنۍ جامو څه پروا ونه کړي او کوروالی وکړي، د طلاق پرخلاف، چې د بېلوالي فصل دی او میاشتېنۍ جامې په کې څه اغېز نه لري.

له هغه ځایه، چې اسلام د “نښلون” پلوی او د “بېلتون” مخالف دی، میاشتېنۍ جامې یې د طلاق په سموالي کې مانع ګرځولي؛ خو په واده کې مانع نه دي ګرځولي. په ځینو ځایونو کې درې میاشتې”تربّص” اړین دی، چې طلاق ورکړ شي.

څرګنده ده، چې ددې ټولو خنډونو د رامنځ ته کولو موخه دا ده، چې په دې موده کې هغه تاوتریخوالی له منځه ولاړ شي، چې د ښځې او سړي د طلاق لاملېده او ښځه او مېړه بېرته اصلي ژوند ته راوګرځي. پردې سربېره، که ناخوښي د سړي له خوا وي او طلاق رجعي وي؛ نو د “عده” په نامه یې سړي ته موده ورکړې، چې په کې بېرته راګرځېدای شي.

اسلام د واده د “عده” او د ماشومانو د پالنې لګښت د سړي پر غاړه اچولی؛ نو دا یې سړي ته یو ډول خنډ رامنځ ته کړی دی. هغه سړی، چې بله ښځه کوي؛ نو د لومړۍ ښځې د “عدې” نفقه دې ورکړي، د خپلو اولادو لګښت دې ورکړي، د نوې ښځې مهر دې ورکړي او د راتلونکي زیږونکیو ماشومانو لګښت دې هم ورکړي.

دا چار د اولادو د پالنې پر مسوولیت سربېره، سړي ته د طلاق وحشتناک لرلید هم ښيي او پخپله یې له هوډه اړوي. که دا ګواښ وي، چې کورنۍ له منځه ځي؛ نو اسلام اړین ګڼلي، چې کورنۍ محکمه دې جوړه شي او حکم دې وکړي؛ داسې، چې یو کس دې د سړي له خوا او یو دې د ښځې له خوا کېني او په دې اړه دې حکم وکړي.

دا دوه منځه ګړي دې د دې دواړو سمونې ته خپلې غايي هڅې وکړي او ستونزې دې هوارې کړي او له ښځې او مېړه سره د مخکېنۍ مشورې له مخې، که په منځ کې یې بېلوالی سم تشخیص کړ؛ نو بېل دې کړي. که د ښځې و مېړه په کورنیو کې داسې څوک وي، چې د منځګړتوب صلاحیت ولري؛ نو تر نورو لومړیت لري. دا د قرآن کریم نص دی.

((وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَماً مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَماً مِنْ أَهْلِهَا إِن يُرِيدَا إِصْلاَحاً يُوَفِّقِ اللّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيماً خَبِيراً[22]=او كه د مېړه او مېرمنې د مخالفت په باب اندېښمن ياست؛ نو يو منځګړى د مېړه له کورنۍ او يو منځګړى د مېرمنې له كورنۍ وټاكئ ( چې دا شخړه هواره كړي ) كه دواړه ( مېړه او مېرمن) د روغې جوړې تصميم لري؛ نو خداى به يې جوړ كړي؛ ځكه خداى پوه باخبر دى ( او د ټولو پر نيتونو پوه دى ). ))

د کشاف د تفسیر خاوند د”حکم” په ټکي کې وايي: څوک چې منځګړي ټاکل کېږي؛ باید د اعتماد وړ، ښه ژبه او د منطق درلودونکی وي، چې منځګړتوب ته عادل او وړ وي. بیا وايي: داچې په لومړي پوړ کې دې منځګړی د ښځې و مېړه له کورنیو وټاکل شي؛ نو لامل یې دا دی، چې د مېړه او ښځې پر حالاتو ښه خبر وي او سمونې ته یې تر پردې لېوالتیا هم ډېره وي، پردې سربېره، ښځه او مېړه خپلوانو ته د زړه پټې خبرې ښه وايي، حال دا پردیو ته يې نه وايي.

داچې منځګړتوب رامنځ ته کېدل فرض دي که مستحب، په علماوو کې په دې اړه اختلاف دی، څېړونکي ګروهن دي، چې دا د حکومت دنده ده او فرض دي. “شهید ثاني” په خپل مسالک کې په زغرده فتوی ورکوي، چې د منځګړتوب مسله په هغه اوډون، چې وویل شوه، فرض او اړینه ده او دا د واکمنو دنده ده، چې تل دا کار وکړي.

د “المنار” د تفسیر خاوند، “سید محمد رضا” روسته تردې، چې وايي د منځګړتوب رامنځ ته کېدل فرض دي، د وجوب او استحباب په اړه د اسلامي علماوو اختلاف ته اشاره کوي، وايي:څه چې په مسلمانانو کې نشته، خپله همدا کار او د دې کار له نه ختمېدونکیو ګټو ګټنه کول دي. تل طلاقونه ترسره کېږي، کورنيو ته تاوتریخوالى ننوځي او بې له دې، چې د قرآن له دې نصه کوچنۍ ګټنه شوې وي. د اسلامي علماوو ټوله انرژي ددې کار په وجوب او استحباب کې تېرېږي او یو څوک هم را پیدا نشو، چې ووايي اخر دا فرض دي که مستحب، عملې کېدو ته یې ولې کوم قدم نه پورته کېږي؟ که خلک پرې عمل نه کوي او ګټې یې نه کارېږي؛ نو که مستحب وي که فرض؛ څه توپیر کوي؟

شهید ثاني هغه شروط داسې بیانوي، چې منځګړي یې د ښځې و مېړه سمونې ته پر هغو ټاکي: منځګړى ښځه او مېړه ملزموي، چې ښځه پلاني ښار یا پلاني کور ته د اوسېدانې لپاره یوسي، یا خپله مور یا بله ښځه په کور کې ورسره اوسېدانې ته پرېنږدي یا د ښځې مهر نقد ورکړي یا که له ښځې یې پیسې اخستې وي، بېرته دې يې ورکړي.

موخه دا ده، څه چې د طلاق د ځنډېدو لامل ګرځي، د اسلام له نظره سم او مطلوب عمل دی. دلته د هغې پوښتنې ځواب رامنځ ته کېږي، چې مخکې مو وویله او هغه دا، چې محکمه، چې د ټولنې استازې ده، دا حق لري، چې د طلاق په ورکړه کې لاسوهنه وکړي، چې د اسلام له اړخه مبغوض او منفور دی، چې سړی د طلاق ورکونې په هوډ کې له ګړندي توبه منع کړي؟

ځواب: هو! داسې کړای شي؛ ځکه ټول هوډونه، چې طلاق ته نیول کېږي، د واده د رښتیني مرګ نښه نه ده. په بله وینا: ټول هوډونه، چې د طلاق په اړه نېول کېږي؛ داسې نه ده، چې د سړي مينه پوره مړه شوه او ښځه له طبيعي مقامه راپرېوته او يا سړى په کور کې ښځه پاللى نشي. ټولنه که په هر اندازه او هره وزله، چې وي په داسې څه لاس پورې کړي، چې له غوسې، غفلت او تېروتنې راټوکېدلي هوډونه پلي نشي؛ نو دا د اسلام له نظره پر ځای چارې دي او هر کلی یې کوي.

په کورنۍ کې د ښځې د چوپړ مخینه

۲- بل مطلب داچې د بې پته طلاقونه بې د کورنۍ پر شیندل کېدو سربېره، ښځې ته هم ځانګړې ستونزې رامنځ ته کوي، چې له پامه دې ونه غورځول شي.

ښځه کلونه د سړي په کور کې ژوند کوي او دا کور خپل کور ګڼي او په دې کور کې یې خورا زیارونه ګاللي دي. (بې له ښاري ښځو) زیاتره ښځې په خوراک او څښاک، کار او چوپړ کې پام کوي، کور ته چوپړ ګاره نه راوړي، چې لګښت یې ډېر نشي او خپله ځواني او انرژي د کور په کار او په واقع کې د مېړه په چوپړ کې لګوي، اوس د دا شان حالت په درلودو که دا سړی د بلې ښځې په تکل کې شي او زړه طلاقه کړي؛ نو دلته تکلیف څه دی؟

دلته د کورنۍ د سټې نړېدل او د ښځې او سړي ترمنځ د اړیکو سستوالی نشته؛ لکه چې و مو ویل د مېړه بې پتي د واده مرګ دی او پر بې پته سړي د ښځې تپل د ښځې له طبیعي مقام سره په ټکر کې دي.

دلته مسله بله ده، په دې ځای کې د بېځایه کېدنې او بې ځالې کېدنې او په خپل لاس جوړه شوې ځاله سيال ته ورکول دي او د چارو، زیارونو او چوپړو تويې تلل دي.

مېړه او د کورني چاپیریال او د کورني ژوند د ډېوې مړه کېدل بلا پسې کړه! هر انسان کور غواړي او هغه کور، چې پخپل لاس یې جوړ کړی ورسره مینه لري. هغه ځاله، چې مرغۍ ځان ته جوړه کړې که ترې یې وباسې؛ نو له ځانه دفاع کوي. ایا ښځه حق نه لري، چې له خپلې ځالې دفاع وکړي؟ ایا د سړي له خوا دا کار څرګند ظلم نه دی؟ اسلام په دې اړه څه نظر لري؟

زما په ګروهه دا ستونزه پوره پاموړ ده. زیاتره خپګانونه، چې په بې پته طلاقونو رامنځ ته کېږي له همدې اړخه دي، په دا شان ځايونو کې دي، چې طلاق نه یوازې د ښځې توب او مېړتوب له منځه وړل دي؛ بلکې د ښځې ماتېدنه ده.

لکه څرنګه چې د پوښتنې په متن کې ورته ګوته ونیول شوه، چې د کور او ځالې مسله او طلاق، دوه بېلې مسلې دي او دواړه دې له یوه بله بېلې شي. د اسلام او اسلامي مقرراتو له نظره ستونزه هواره شوې ده. دا ستونزه له اسلامي مقرراتو څخه د ناپوهۍ او د ښځو له ښه نیت او وفادارۍ څخه د سړیو د ناوړه ګټنې له لارې رامنځ ته شوې ده.

دا ستونزه له هغه راوټوکېده، چې زیاتره ښځې او سړي ګومان کوي، هغه کار، چې ښځه یې د سړي په کور کې کوي، محصول یې د سړي دی او سړی حق لري، چې ښځې ته د مینځې په سترګه وګوري او پر ښځه لازم دي، چې حکم یې ومني، حال دا څو ځله مو وویل، ښځه د کار او فعالیت له اړخه پوره ازادي لري او څه کار، چې کوي، په هغې پورې اړه لري او سړی حق نه لري، چې د کار د خاوند په توګه پرې حکم وکړي. اسلام سره له دې، چې ښځې ته یې پوره اقتصادي خپلواکي ورکړې؛ خو د اولادونو د ژوند لګښت یې د سړي پر غاړه ایښی دی، ښځې ته یې پوره فرصت ورکړی، چې د مال او شتمنۍ له اړخه له سړي بیل ځان ته پتمن ژوند جوړ کړي، چې طلاق او بېلوالی له دې اړخه ورته کوم خپګان رامنځ ته نه کړي. ټول هغه څیزونه، چې ښځې خپل کور ته چمتو کړي د ځان یې باید وګڼي او د سړي پکې حق نشته، چې ترې وایې خلي.

 دا شان سودا او تشویش په هغو رژیمونو کې دی، چې ښځه د مېړه په کور کې کار کونې ته اړ باسي او د کار محصول ښځې ته نه؛ بلکې مېړه ته ځي. په خلکو کې هم، چې کوم تشویشونه دي، له اسلامي قانونه د بې خبرۍ او ناپوهۍ له کبله راټوکېدلي دي.

ددې خپګانونو لامل د ښځې له وفادارۍ څخه د سړي ناوړه ګټنه ده. ځینې ښځې نه داچې د اسلام له قانونه بې خبرې دي؛ بلکې په مړونو د اعتماد له لامله د هغوی په کورو کې سرښندنه کوي، زړه یې غواړي زما او ستا په کې نه وي؛ نو هغه فرصت، چې اسلام ورکړی، نه یې په فکر کې کېږي، یو وخت سترګې پرانځي، ویني خپل عمر یې د یو بې وفا انسان په لار کې تېر کړ او هغه فرصتونه یې له لاسه ورکړي، چې اسلام ورته ورکړي ول.

که د مال او شتمنۍ په راټولنه کې او د ځان په نامه په کور جوړونه کې ښځه له خپله شرعي حقه تېره شي او د کار قوه سړي ته ډالۍ کړي، سړی دې هم د ((وَإِذَا حُيِّيتُم بِتَحِيَّةٍ فَحَيُّوا بِأَحْسَنَ مِنْهَا أَوْ رُدُّوهَا[23]= او څوك چې درباندې تحيت (درود) ووايي (سلام واچوي )؛ نو ورته په غوره توګه ځواب وركړئ يا(لږ تر لږه ) په هماغه شان ځواب وركړئ، خداى د هر څيز حسابګر دى)) حکم له مخې په هماغه کچه یا ډېر د ډالۍ په بڼه له مېرمنې بلهار کړي. په با وفا سړیو کې دا معمول و او دي، چې د ښځې د رښتینو چوپړو او سرښندنو پر وړاندې خپلې مېرمنې ته ګرانبیه څیزونه، کور یا هم بل څه ورډالۍ کړي دي.

په هر حال د ښځې بې کوره کېدل په طلاق پورې اړه نه لري او د طلاق په قانون کې بدلون یې نشي سمولای. دا ستونزه د ښځې د اقتصادي خپلواکۍ او نه خپلواکۍ پورې اړه لري، چې اسلام هغه هوارى کړې ده. په موږ کې دا ستونزه له اسلامي ښوونو څخه د ځینو ښځو بې خبري او د بلې ډلې له غفلت او ساده توبه راټوکېدلې ده، هغه فرصت، چې اسلام ښځو ته ورکړى؛ که ښځې ترې خبرې شي او د مېړه په لار کې په سرښندنه او تېرېدنه کې ساده توب ونه ښيي؛ دا ستونزه پخپله هوارېږي.

 

د طلاق حق(۵)

 د درنو لوستونکیو به یاد وي، چې په تېره ویینه کې مو وویل، چې په موږ کې د طلاق خپګانونه له دوو اړخونو دي: د ځینو سړیو له خوا ناځونمردانه طلاقونه، چې له بې وفايۍ او نامردۍ يې راټوکېږي او بل داچې ځینې سړي په ناځوانۍ په زوره خپلې مېرمنې په کور کې کېنوي، چې و یې ځوروي او نه یې طلاقوي، حال دا د ښځې او مېړه ترمنځ د جوړجاړۍ څه هیله هم نه وي.

مخکې مو د لومړۍ برخې په هکله وویل، چې اسلام له هرې وسیلې هر کلى کوي، چې د ناځوانمردانه طلاقو خنډ شي او خپله يې په ځانګړو تدابیرو هڅه کړې، چې دا شان طلاقونه ونشي. داچې د کورنۍ اړیکو د ساتلو لپاره یوازې له زوره کار واخستل شي؛ نو اسلام له دې کار سره مخالف دی.

څه چې وویل شول، جوتېږي، چې د اسلام له نظره کورنۍ یو ژوندی واحد دی او اسلام هڅه کړې، چې دا ژوندی موجود دې خپل ژوند ته دوام ورکړي؛ خو چې دا ژوندی واحد ومړ، اسلام ورته د خواشینۍ په سترګه ګوري او د ښخولو اجازه یې ورکوي؛ خو دې ته چمتو نه دی، چې مړی یې موم کړي او په موم شوي مړي ځان بوخت کړي.

جوته شوه، داچې سړی د طلاق حق لري، لامل یې دا دی، چې د زوجیت اړیکه د طبیعي غوټې پر بنسټ ده او ځانګړی مکانېزم لري، د مزبوتوالي، سستوالي او له منځه وړلو کونجي یې پنځون، سړي ته ورکړی ده. ښځه او سړی هر یو د پنځون په حکم یو د بل پر وړاندې ځانګړى حالت او موقع لري، چې د بدلېدو او یو شان کېدو وړ نه دي. په دې ځانګړي حالت او موقع کې طلاق حق هم راځي، په بله وینا: ددې چار لامل هغه بېل او ځانګړی رول دی، چې هر یو ښځه او سړی یې د مینې او جوړې لټونې په مسله کې لري او بل څه نه دي.

د طلاق حق د مينې په اړه د سړي له ځانګړې وڼدې راولاړ شوى؛ نه له مالکيته يې.

دلته کړای شئ د اسلام ضد عناصرو د تبليغاتو پر ارزښت پوه شی. کله وايي: داچې اسلام سړي ته د طلاق حق ورکړی، لامل یې دا دی، چې ښځه د ارادې، هیلې او لېوالتیا خاونده نه ګڼي او نه ورته پر څه شخصيت قايله ده؛ بلکې د توکیو په لیکه کې یې ګڼي. اسلام، سړی د ښځې مالک ګڼي او طبعا د “ الناس مسلطون علی اموالهم” په حکم ورته حق ورکوي، چې هر وخت یې زړه وغواړي خپل بنده-مملوک ازادولای شي.

جوت شو، چې د اسلام سول د سړي د مالکیت او د ښځې د مملوکیت پر بنسټ نه دی. جوت شو، چې د اسلام سول د دې لیکوالو د فکر تر کچې خورا دقیق او لوړ دی. اسلام د وحې په رڼا د کورني غونډال او سټې په ټکیو او رموزو پوهېدلی و، چې تر څوارلس پیړیو روسته علم ورته ځان ورنژدې کوي.

 

طلاق له دې لامله ازادېدنه ده، چې د واده طبیعي منځپانګه تصاحب دی

او کله هم وايي، چې طلاق ولې ازادېدنه ده؟ حتماً دې قضايي اړخ ولري. دوی ته دې وویل شي: طلاق ځکه ازادېدنه ده، چې واده، تصاحب- په موټي کې نیونه ده. که و مو کړای شول، چې د نر او ښځې په جنس کې مو د جوړې لټونې قانون بدل کړ او د واده طبیعي حالت د تصاحب له بڼې را اوباسئ، که مو وکړای شول، چې د نر او ښځې په اړیکو کې (انسان او څاروي) هر یو ته یې یو شان ونډه رامنځ ته کړئ او د طبیعت قانون بدل کړئ؛ نو هله کړای شئ طلاق د ازادېدنې له حالته اوباسی.

طلاق د واده له فسخولو سره توپیر لري. داچې وايي: د واده عقد طبیعتاً اړین دی؛ یعنې ښځه او مېړه(بې له ځانګړو ځايونو) د فسخ حق نه لري. که عقد فسخ شي؛ نو ټولې نښې یې له منځه ځي او “کان لم یکن” کېږي. په هغو ځایونو کې، چې د واده عقد فسخېږي؛ نو ټولې نښې او ان مهر یې له منځه ځي او ښځه یې د غوښتنې حق نه لري او د عده د ورځو نفقه هم نشي غوښتلای او دا د طلاق پرخلاف دي، چې په طلاق کې د زوجیت غوټه له منځه ځي؛ خو د عقد ټول اثار له منځه نه وړي. که سړی، ښځه نکاح کړي او مهر یې پینځه سوه زره روپۍ وټاکي او تر یوې ورځې روسته دا سړی وغواړي طلاقه یې کړي؛ نو له مهر سره یوځای د عدې د ورځو نفقه هم باید ورکړي. که سړی تر عقد روسته او له کوروالي مخکې ښځه طلاقه کړي؛ نو نیم مهر دې ورکړي او داسې ښځه عده نه لري؛ نو نفقه یې هم نشته. جوتېږي، چې طلاق د عقد ټولې نښې له منځه نه وړي او که دا واده فسخ شي، ښځه د مهر حق نه لري. له همدې ځایه جوتېږي، چې طلاق غیر له فسخ دی.

اسلام دوه حسابه لري: د طلاق حساب او د فسخ حساب. د فسخ حق یې هغه وخت ورکړی، چې که په ښځه یا سړي کې ځینې عیوب- نیمګړتیاوې وي. دا حق یې هم ښځې ته ورکړې او هم سړي ته او دا حالت د طلاق پرخلاف دی، چې د کورني ژوند د مرګ او بېځایه کېدنې له لامله رامنځ ته کېږي او په سړي پورې ځانګړې اړه لري.

داچې اسلام طلاق له فسخ بیل کړی او طلاق ته یې بېل مقررات وضع کړي؛ نو ښيي، چې د اسلام په سول کې د سړي د طلاق ورکونې اختیار له دې دې راټوکېدلى، چې ګنې اسلام غواړي له دې لارې سړي ته امتیاز ورکړي.

د طلاق جریمه

د نړۍ په ځینو قوانینو کې د طلاق مخنیوي ته جریمه ټاکل شوې، نه پوهېږم، چې د نننۍ نړۍ په قوانینو کې به هم دا شان قانون وي که نه؛ خو د روم مسیحي امپراطورۍ هغه مړونو ته سزا ورکوله، چې بې لامله یې ښځه طلاقولې. څرګنده ده، چې په زوره د کورنیو سټو مزبوتول کومه پایله نه لري.

د تفویضي حق په بڼه ښځې ته د طلاق حق

زموږ ټولې خبرې په دې هکله وې، چې د طبیعي حق په توګه، طلاق د سړي له ځانګړنو دی. بل مطلب هم شته، چې مطلقاً د توکيل په نامه يا په ځانګړو وختونو کې سړی کړای شي د ځان له اړخه ښځې ته د طلاق حق ورکړي، چې دا مسله په اسلامي فقه کې هم راغلې ده. ضمناً له خپل توکيل نه لاس پر سر نشي او له بنځي دا تفويضي او ورکړى حق بېرته وانخلي او بلاعزل وکالت بڼه و مومي؛ نو معمولاً دا توکيل د ضمني شرط په نامه په نکاح کې ورځايوي. ددې شرط له مخې ښځه مطلقاً يا په ځانګړيو ځايونو کې، چې مخکې په نښه شوي، کړاى شي ځان طلاقه کړي.

په پخوا وختونو کې به چې ښځو د خپلو مړونو له راتلوونکي کوم تشویش درلوده؛ نو د ضمن العقد شرط په توګه یې ځان ته د طلاق حق خوندي ساته او د اړتیا پرمهال یې ترې ګټنه کوله.

قضايي طلاق

دا هغه طلاق دی، چې د زوج له لارې نه؛ بلکې په قاضي ترسره کېږي. د نړۍ په ډېری قوانینو کې د طلاق اختیار د سړي په لاس کې دی او یوازې محکمه ده، چې د ښځې او مېړه طلاق او د زوجيت ړنګېدو ته رای ورکولای شي. ددې قوانینو له نظره طلاقونه قضايي دي. موږ په تېره ویینه کې د واده د روح او د کورنۍ د جوړېدو د موخې او په کورنۍ کې د ښځې د مقام د بیانولو په ترڅ کې ددې څرګندونې بطلان روښانه کړل او جوت مو کړ، چې هغه طلاقونه، چې عادي بهیر تېروي؛ نشي کړای یوازې د قاضي په نظر پورې اړه ولري.

زموږ اوسنۍ ویینه دا ده، چې د اسلام له نظره قاضي( د هغو سختو شرطونو په پامنيوي، چې اسلام ورته ټاکلي دي)په هېڅ شرایطو، اضاع او حالاتو کې د طلاق حق نه لري که نه، یا په ځانګړي شرایطو کې يې لري که څه، ډېر استثنايي او نادر الوجود شرایط وي.

طلاق د سړي طبیعي حق دی؛ خو په دې شرط، چې له ښځې سره اړیکې یې په طبیعي بهیر کې روانې وي. له مېرمنې سره د مېړه د اړیکو طبیعي بهیر دا دی، چې که غواړي له ښځې سره ژوند وکړي، په غوره بڼه یې وپالي، حق یې ادا کړي، ښه چلن ورسره ولري او که ورسره د ژوند کونې نیت نه لري؛ نو په غوره توګه دې يې طلاقه کړي؛ یعنې له طلاق ورکونې یې ډډه ونه کړي، بې له واجب حقوقو، نورې پيسې هم ورته د مننې په توګه ورکړي او د ښځې او مېړه غوټه دې پرانځي.

((وَمَتِّعُوهُنَّ عَلَى الْمُوسِعِ قَدَرُهُ وَعَلَى الْمُقْتِرِ قَدَرُهُ[24]= پر تاسې ددې ګناه نشته؛ كه ښځو ته تر لاس وروړو يا د مهر له ټاكلو مخكې ( د ځينو لاملونو له مخې ) طلاق وركړئ؛ نو ( په دې وخت كې) هغوى ( له مناسبو ډاليو) برخمنې كړئ، شتمن دې له خپلې وسې او تنګلاسى دې ( هم ) له خپلې وسې سره سم ډالۍ (چې د وركوونكي او اخستونكي له شتمنۍ سره ښايي ) په ښه توګه وركړي او دا پر نېكانو( لازم او) حق دى. ))

او که طبیعي بهیر ونه وهي؛ نو بیا؟ یعنې که داسې سړی پیدا شي، چې نه له مېرمنې سره ښه چلن کوي او نه د زوجيت دندې تر سره کوي او نه ښځه طلاقوي، دلته باید څه وکړو؟

طبیعي طلاق د طبیعي زیږون په څېر دی، چې پخپله خپل بهیر وهي؛ خو هغه سړی، چې نه په خپلو دندو عمل کوي او نه ښځه طلاقوي، مثال یې د غیر طبیعي زیږون په څېر دی، چې د ډاکتر او جراحۍ په مرسته دې ماشوم راوایستل شي.

ایا ځینې ودونه لکه د سرطان په څېر دي او ښځه دې پکې وسوځي او زغم دې کوي؟

اوس وینو، چې اسلام د داسې طلاقونو او سړیو په اړه څه وايي. ایا بیا هم وايي، چې طلاق سل په سلو کې په سړي پورې تړلی دی او که دا شان سړي طلاق ورکونې ته غاړه کېنښوه؛ نو ښځې دې پکې سوځي او اسلام له لرې لاس په نامه ددې ظلم ننداره کوي؟

د ډېرو ګروهه همدا شان ده او وايي: د اسلام له اړخه دا کار چاره نه لري. دا یو ډول سرطان دی، چې سړی پرې اخته کېږي او هېڅ چاره نه لري، ښځې دې پکې سوځي او دا حالات وزغمي، چې په تدریجي ډول د ژوند ډیوه یې مړه شي.

زما په ګروهه دا نظر د اسلام له څرګندو اصولو سره په ټکر کې دی. هغه دین، چې تل د عدل خبرې کوي او د عدالت رامنځ ته کول د ټول انبیاوو اصلي او بنسټیزه موخه ګڼي((لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ[25]= په يقين (موږ) خپل استازي له څرګندو دلايلو سره ولېږل او له هغو سره مو (اسماني) كتاب او تله (له باطله د حق پېژندنه او عادلانه قوانين) ولېږل، چې خلك پر انصاف ودرېږي او اوسپنه مو راكوزه كړه، چې په هغې كې ډېر زور او د خلكو لپاره ګټې دي، چې خداى ته معلومه شي، چې څوك په پټه او له استازيو سره يې مرسته كوي؛ په رښتيا خداى غښتلى ناماتى دى.))

نو دا څرنګه شونې ده، چې دا شان ښکاره ظلم ته یې لار نه وي لټولې؟ شونې ده، چې اسلام خپل قوانین داسې وضع کړي وي، چې پایله یې دا وي، چې د سرطاني رنځور په څېر انسان دې په کړاو کې وي، چې ومري؟

دا د خواشینۍ ځای دی، چې ځینې په دې منښته کوي، چې اسلام د عدل دین دی او ځان هم “عدلیه” ګڼي او دا شان څرګندونې کوي. که د سرطان په نامه ظالمانه قانون په اسلام پورې وتړو؛ نو په دې کې به کوم خنډ نه وي، چې نور ظالمانه قوانین د تېتانوس په نامه او بل قانون د “نري رنځ” او بل د مغزي فلج په نامه او نور ظالمانه قوانین هم ومنو.

که داسې وي؛ نو د “عدل” آر څه شو، چې د اسلامي تقنین بنسټیز رکن دی، عدل ته پاڅون څه شو، چې د ټولو انبیاوو موخه ده؟

که یو سړی سرطان شو او په یو ساده عملیاتو ښه کېږي؛ نو نه ښايي وار د مخه لاس په سر شو او رنځور ترې وژغورو؟

ښځه، چې له مېړه سره ژوند کوي او بیا حالات داسې راشي، چې دا سړی له خپلو اختیاراتو ناوړه ګټنه کوي او نه یې طلاقوي؛ چې له بل مېړه سره واده و نه کړي او د قرآن عظیم الشان په تعبیر یې “ کالمعلقه” پرېږدي، نو په حقه چې دا ښځه؛ لکه د سرطان د رنځور په څېر کړېږي؛ خو دا سرطان په اسانۍ عملیاتېږي او خپله روغتیا بېرته ترلاسه کولای شي. دا شان عملیات په شرایطو جوړ واکمن او قاضیان کړاى شي.

مخکې مو هم وویل: دوې سترې ستونزې، هغه امتناع- ډډې دي، چې ځینې ظالمان یې کوي او ښځه نه طلاقوي او له دې لارې د دین په نامه او پلمه ستر ظلمونه کوي. دا شان ظلمونه او هغه فکر، چې وايي ښځه دې د سرطاني رنځور په څېر کړېږي؛ نو دې دوو تر هرو ناوړه تبليغاتو ډېر پر اسلام اغېزه کړې ده.

داچې دا ویینه فني او تخصصي اړخ لري او زموږ له دې لړۍ وتلې خبره ده؛ خو غواړم دلته پرې لږ څه رڼا واچوم، چې د بدکڅو سترګې خلاصې کړم، څه چې اسلام وايي، ددې خبرو په څېر نه دي.

ډپونه

دا شان ډپونه یوازې د واده او طلاق په چارو پورې تړلي نه دي، په نورو چارو؛ لکه مالي چارو کې هم دا شان پېښېږي. اوس ګورو، چې بې له واده او طلاقه اسلام له داسې کړکېچونو سره څه کړي دي؟ ایا دا یې چارې نه کېدونکې خنډ په توګه منلې یا یې له منځه وړي او لاره چاره یې ورته را ایستلې ده.

فرض کړئ، چې دوه تنه د میراث یا له بلې لارې د نه وېشېدونکیو توکیو مالکان شي او دواړه دې ته چمتو نه دي، چې په ګډه ترې ګټنه وکړي؛ لکه موټر، ګوته یا مرغلره، چې کله له یو سره او کله هم له بل سره وي، یو هم دې ته چمتو نه دی، چې خپله برخه په هغه بل وپلوري او له دې توکیو د کارونې په اړه بله هوکړه هم سر نه نیسي. یوخوا پوهېږو، چې په دې مال کې تصرف د بل بې اجازې ناشونې دی. دلته باید څه وکړو؟ ایا مال دې همداسې بې له کارونې پروت وي او دا موضوع د نه هوارېدونکي ستونزې او پېښې په بڼه همداسې شاته واچول شي، یا داچې اسلام ورته لاره چاره لري که نه؟

حقیقت دا دی، چې اسلامي فقه دا شان چارې د نه هوارېدونکي ستونزې په بڼه نه مني. د مالکیت حق او په مال د واکمنۍ آر، له هغه ځایه، چې له دې ماله د نه ګټنې لامل شي؛ نو دا کار د درناوي وړ نه ګڼي. په داسې شخړو کې دې شرعي واکمن، د ټولنې مشر یا قاضي ته اجازه ده، چې دا شان شخړې هوارې کړي. د ساري په ډول: دا مال دې په اجاره ورکړ شي او اجاره دې په منځ کې وویشل شي، یا دې وپلورل شي او نیم په نیمه دې پرې وویشل شي. په هر حال، د واکمن یا قاضي دنده ده، چې د “ ولیّ ممتنع” په توګه دې دا کار سمبال کړي او باک نشته، چې د مال مالکین خوښ وي که نه.

په دا شان چارو کې د مالکیت حق ته ولې پاملرنه نه کېږي، چې یو قانوني حق هم دی؟ دا ځکه دلته یو بل آر دی او هغه د مال له ضایع کېدنې او د مال له نه ګټنې مخنیوی دی. مالکیت ته پاملرنه او د مالکانو واکمني تر هغه اړینه ده، چې مال ضایع نشي او بې ګټې پاتې نشي.

فرض کړئ، چې اختلافي مال غمی، توره یا بل څه وي، یو هم دې ته چمتو نه دی، چې خپله نیمه برخه په بل وپلوري؛ خو دواړه دې ته چمتو دي، چې نیم یې کړي؛ یعنې د دواړو ځېل تردې ځایه راورسېد، چې دواړه د مال ارزښت لاپسې راټیټوي؛ نو ښکاره ده که توره، غمی یا موټر په منځ نیم شي؛ نو ارزښت نه لري. ایا اسلام ددې اجازه ورکوي؟ نه! ولې؟ ځکه دا د مال ضایع ده.

علامه “حلي” وايي: که هغوی دا شان کار کوي، واکمن یې باید مخه ونیسي، په دې اړه یوازې د شتمنیو د مالکانو توافق مهم نه دی.

د طلاق پر لار ډپ

اوس وینو، چې د طلاق د مسلې په هکله څه وکړو؟ که سړی هغه دندې او حقوق نه ترسره کوي، چې اسلام ورته ټاکلي؛ لکه مالي (نفقات)، اخلاقي(ښه چلن) او ځینې نورې چارې، چې په جنسي امورو پورې اړه لري (له مېرمنې سره کوروالی)؛ نه یوازې داچې سړی دا دندې نه ترسره کوي، دې ته هم چمتو نه دی، چې ښځه طلاقه کړي؛ نو دلته باید څه وکړو؟ ایا د اسلام له اړخه داسې کوم آر شته، چې اسلام، واکمن یا شرعي قاضي ته د لاسوهنې اجازه ورکړي(؛ لکه چې په نورو اموالو کې ورته اجازه ورکوي) ایا داسې کوم آر نشته؟

د آیت الله حلّي نظر

آیت الله حلّي د “حقوق الزوجیه” په کتاب کې څه چې د ښځې په حقوقو او د سړي په ډډې-امتناع پورې اړه لري، وايي:

“ واده سپېڅلی تړون دی او په عین حال کې د دوو انسانانو ترمنځ یو ډول ګډون هم دی او دواړو لوریو ته یو لړ ژمنې هم رامنځ ته کوي او د همدې ژمنو په سر ته رسولو کې د لوریو نېکمرغي برابرېږي. پردې سربېره، د ټولنې نېکمرغي هم د دوی په نېکمرغۍ او یو د بل پر وړاندې د ژمنو د ترسره کولو پورې اړه لري.

د ښځې ستر حقوق دا دي: نفقه او کسوه، ورسره کوروالی او ښه چلن.

که د ښځې پر وړاندې سړی له دې ژمنو پښې سپکې کړي او له طلاق ورکونې هم ډډه وکړي؛ نو د ښځې تکلیف به څه وي او له سړي سره دې څرنګه مقابله وشي؟

دلته دوه لارې فرضېږي: یا داچې شرعي حاکم د لاسوهنې حق ولري او د طلاق په ورکونې ستونزه هواره کړي او بله داچې ښځه د سړي پر وړاندې له خپلو ژمنو پر شا شي.

شرعي واکمن له کوم آر او شرعي اجازې له مخې د لاسوهنې حق لري؟

قرآن عظیم الشان وايي: ((الطَّلاَقُ مَرَّتَانِ فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ[26]= (راستنېدونکى) طلاق دوه ځله دى؛ ( او په هر ځل دې ) ښځه په سمه توګه وساتل شي (او پُخلا شي) او يا دې يې په ښه توګه پرېږدي (او ترې بېل دې شي) ))

((وَإِذَا طَلَّقْتُمُ النِّسَاءَ فَبَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ سَرِّحُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَاراً لِتَعْتَدُوا وَمَن يَفْعَلْ ذلِكَ فَقَدْ ظَلَمَ نَفْسَهُ[27]=او چې ښځو ته طلاق وركړئ او د “عدت” ورځې يې په پوره كېدو شي؛ نو يا يې په ښه توګه وساتئ ( او پُخلا شئ ) او يا يې په ښه توګه خوشې كړئ او د زيان رسولو او تيري كولو لپاره يې مه ساتئ او چا چې داسې وكړل، پر خپل ځان يې ظلم كړى دى. ))

له دې آیتونو د یو ټولیز آر ګټنه کېږي او هغه داچې هر سړی دې په خپل کورني ژوند کې دوه لارې وټاکي: یا ټولې دندې په غوره توګه ترسره کړي (فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ) یا داچې د ښځې او مېړه غوټه دې غوڅه کړي(تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ). د اسلام له نظره درېیمه سرغړي- شق نشته او هغه داچې ښځه طلاقه نه کړي او په غوره توګه یې پالنه هم ونه کړي(وَلاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَاراً لِتَعْتَدُوا) او لرې نه ده، چې پورتنۍ جملې عمومي مفهموم درلودلی وي، هم پکې هغه موارد راځي، چې سړی په لوی لاس پر مېرمن ژوند تریخ کړي او هم پکې هغه موارد راځي، که څه، مېړه په لوی لاس کوم تقصیر نه لري؛ خو بیا هم په کور کې د ښځې ایسارول، ښځې ته بې له زيانه بل څه نه دي.

که څه، دا آیتونه د عدت او د سړي د رجوع او نه رجوع په هکله راغلي او د سړي تکلیف روښانوي، چې رجوع یې باید بنسټیزه وي اوځکه وي، چې د ښځې په غوره شکل پالنه وکړي، نه داچې ښځه وځوروي؛ خو په دې چارو پورې هم ځانګړې نه ده، یو ټولیز آر دی او د مېړه و ښځې حقوق په ټولو وختونو او حال کې بیانوي؛ یعنې مېړه دې په ټولیز ډول په ژوند کې له پورته ویل شویو دوو لاریو، یوه خوښه کړي او درېیمه لار ورته نشته.

د ځینو فقهاوو پښه په همدې ځای کې ښويېدلې، انګېرلي یې دي، چې دا آیت هغو سړيو ته ځانګړی دی، چې په عدت کې رجوع کوي. نه! دا آیت د مېرمنو پر وړاندې د ټولو مړنو تکلیف روښانوي. ددې مطلب په هکله زموږ دلیل دا دی، چې د تېرو آیتونو پر سیاق سربېره، امامانو هم بې د عدت له مودې په دې آیت استدلال او استشهاد کړی دی. امام باقر وايي: ایلا کوونکی(هغه، چې قسم خوري، ښځې ته به نږدې نشي)، تر څلورو میاشتو روسته دې په زوره خپل قسم مات کړي او کفاره دې ورکړي یا دې ښځه طلاقه کړي؛ ځکه خدای وايي:( فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ).

امام صادق د هغه سړي په هکله وویل، چې د بل سړي وکیل شوی و، چې ښځه ورته وکړي او دده له خوا ورته مهر هم وټاکي، وکیل دا کار وکړ؛ خو موکيل له خپله وکالت نمښته- انکار وکړه: هغې ښځې ته کوم باک نه لري، چې بل مېړه وکړي؛ خو که دې سړي واقعاً وکالت کړی وي او ترسره شوې عقد د وکالت له مخې وي؛ نو پرې واجب دي، چې د “فی ما بینه و بین الله” دا ښځه طلاقه کړي او دا ښځه دې همداسې نه پرېږدي؛ ځکه خدای ویلی: (فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ)

نو جوتېږي، چې امامان دا آیت یو ټولیز آر ګڼي او په ځانګړي مورد پورې اړه نه لري.

که سړی نه د زوجیت په دنده عمل کوي او نه ښځه طلاقوي؛ نو شرعي واکمن دې سړى احضار کړي. لومړی ورته وايي، چې طلاقه یې کړه او که سړي دا کار ونه کړ؛ نو واکمن یې طلاقوي. امام صادق وايي: ابو بصیر ترې رانقل کړي: څوک، چې مېرمن لري او نه یې جامې ورکوي او نه يې نفقه ورکوي؛ نو د مسلمانانو پر مشر اړین دي، چې( په طلاق یې) بیل کړي.”

لکه چې وینی د “فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ” جمله یو آر او ټولیزه قاعده ده، چې قرآن عظیم الشان یې په چوکاټ کې زوجیت ته حقوق ټاکلي دي؛ نو اسلام ددې آر په حکم او په تېره، کوم ټینګار یې چې د “لاَ تُمْسِكُوهُنَّ ضِرَاراً لِتَعْتَدُوا” په جمله کې کړی، کله هم اجازه نه ورکوي، له خداى ناخبره چې سړی دې له خپلو اختیاراتو ناوړه ګټنه وکړي او ښځه؛ ځکه له ځان سره په کور کې کېنوي، چې و یې ځوروي، نه داچې یا ورسره خپله ژوند وکړي یا یې پرېږدي، چې بل مېړه وکړي.

نور لاسوندونه-شواهد او دلیلونه

بې له “حقوق الزوجیه”، نور لاسوندونه او دلیلونه هم شته، چې ښيي، د “فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ” جمله د اسلام له نظره یو ټولیز آر دی او د زوجیت حقوقو ته دې په همدې چوکاټ کې پاملرنه وشي. څومره چې انسان ددې مطلب شاوخوا څېړي؛ نو لا یې روښانه ویني او د اسلام د مقرراتو په مزبوتوالي نور هم پوهېږي.

امام صادق وايي: چې سړی غواړي واده وکړي او ووایي، په هغه تړون منښته-اعتراف کوم، چې خدای راڅخه اخستې او هغه داچې مېرمنه مې په غوره شکل وپالم یا یې په غوره بڼه پرېږدم.[28]

قرآن کريم وايي: ((وَكَيْفَ تَأْخُذُونَهُ وَقَدْ أَفْضَى‏ بَعْضُكُمْ إِلَى‏ بَعْضٍ وَأَخَذْنَ مِنكُم مِيثَاقاً غَلِيظاً[29]= او تاسې به مهر په څه شان اخلئ، حال دا تاسې له يو بل نه ګټه اخستې ده؟! او (پردې سربېره) هغوى (د واده پرمهال) له تاسې ټينګه ژمنه اخستې ده. ))

شیعه او سني مفسرین وايي، ”ټینګه ژمنه” هماغه د خدای تړون دی، چې خدای د “فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ” په جمله يې له سړیو اخستې ده؛ یعنې هماغه تړون، چې امام صادق وویل، سړی یې باید د واده پرمهال پرې منښته وکړي، چې یا ښځه په غوره توګه وپالي او یا یې په غوره توګه پرېږدي.

رسول الله (صلی الله علیه وآله وسلم) وايي: “خلکو! د ښځو په هکله خدای په پام کې ونیسئ او له هغه ووېرېږﺉ. هغوى مو د خدای د امانت په توګه له ځان سره بوتلي او ځان ته مو د هغوی عصمت “د خدای په کلمې” حلال کړ. ”

ابن اثیر په “النهایه” کې لیکي: په پورته حديث کې د “خدای له کلمې” موخه هماغه آيت دى، چې په قرآن عظیم الشان کې راغلې ده. “فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ

د شیخ الطایفه څرګندونه

شیخ طوسي په (خلاف ۱۸۵/۲) کتاب کې د سړي د جنسي کمزورۍ په هکله څرګندونه کوي، وايي: تردې روسته، چې جوت شول سړی عنین-غوڅ دی؛ نو ښځه د فسخ اختیار لري او د فقهاوو اجماع هم پردې مطلب دی او هم په دې آیت استدلال شوی، ”فَإِمْسَاكٌ بِمَعْرُوفٍ أَوْ تَسْرِيحٌ بِإِحْسَانٍ”، غوڅ نشي کړاى ښځه په غوره توګه وپالي؛ نو ښځه دې پرېږدي.

له دې ټولو په زغرده پوهېدای شو، چې اسلام کله هم زورور سړي ته اجازه نه ورکوي، چې د طلاق له حق ناوړه ګټنه وکړي او ښځه د بندیوانې په توګه وساتي.

خو څه چې وویل شو، داسې ګټنه دې هم ترې ونشي: چا چې پر ځان د قاضي نوم کېښود؛ نو په داسې چارو کې د لاسوهنې حق لري. ورمند-قضاوت د اسلام له نظره سخت او درانده شرایط لري، چې اوس یې د ویینې ځای نه دی.

بل داچې قضايي طلاق د اسلام له نظره ډېر په استثنايي او نادرالوجود بڼه ترسره کېږي. اسلام کله هم ددې اجازه نه ورکوي، چې طلاق هغه بڼه واخلي؛ لکه په امریکا او اروپا کې، چې دي. د ساري په ډول: ښځه محکمې ته ځي او له مېړه؛ ځکه طلاق اخلي، چې مېړه یې ورسره د دې د خوښې فیلم نه ګوري یا داچې له سپي مې موچې نه اخلي او داسې نور له خندا ډک چارې، چې د بشریت د راپرېوتنې ښکارندوی دي.

یوولسمه برخه

 

ګڼ ښځي

  • د انسان په ژوند کې ګڼ ښځي
  • اسلام د جاهلیت له څلور ډولو درې یې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند دودونه له منځه یوړ.
  • جنسي کمونېزم او څو مړوخي
  • ولې څو مړوخي له منځه ولاړ او ګڼ ښځي په ځای پاتې شوه؟
  • د سړي پرخلاف، ښځې ته، د ښځې او مېړه د ګډ ژوند مانیز اړخ تر مادي یې ډېر اهمیت لري.
  • د ګڼ ښځي د سړیو نه؛ بلکې د ښځو له حقوقو ځنې دي.
  • د ګڼ ښځي تاریخي لاملونه.
  • ایا ګڼ ښځي له ختیځه راټوکېدلې ده؟
  • د لودیځ د ګڼ ښځي بېلګه او د ختیځ د ګڼ ښځي بېلګه
  • داچې په لویدیځ کې ګڼ ښځي دود ونه موند، دلیل یې د مسیحیت د دین مقررات نه؛ بلکې فحشاء وه.
  • په ګڼ ښځي کې، سړي کله زور کارولی، کله یې هم حقوقي اجازه درلوده، کله هم د ښځې د حق ادا کوونکی و.
  • په ګڼ ښځي کې د ښځې حق
  • شمېرنې خبرې کوي.
  • واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو د سړیو تر شمېرې ډېره وي، دا ولې؟
  • د بشر د حقوقو اعلامیه د انسان د یو ستر حق په هکله چوپ پاتې شوې ده.
  • د انګلستان د خلکو په فتوی که د ښځې بنه ږیره او بریت ولري؛ نو د ګڼ ښځي مانع نه لري.
  • ایا د سړي طبیعت دا دی، چې ګڼ ښځی وي؟
  • وايي: سړی دې د قانون له مخې یو ښځى خو په عمل کې دې څو مېرمنې ولري.
  • د سړي د خیانت عوامل، ذاتي طبیعت یې نه؛ بلکې فاسد چاپېریال یې رامنځ ته کوي.
  • د شلمې پېړۍ سړی په دې بریالی شوی، چې د ښځې پر وړاندې خپلې ژمنې راکمې او خپلې مزې چړچې لوړې کړي.
  • کوم کړکېچ، چې له مړونو پاتې ښځې رامنځ ته کوي، تر هر کړکیچ خطرناک دی.
  • د ګڼ ښځي ستونزې او نیمګړتیاوي
  • د ډېری سړیو په اند: چې خدای یو دى؛ نو مېرمن دې هم یوه وي.
  • مینه او احساسات د ویش وړ نه دي.
  • کورنی چاپېريال، چې بايد د مینې او نېکې راولاړوونکى وي؛ ګڼ ښځي، یې د نښتې په ډګر اړوي.
  • د ښځې او مېړه د ګډ ژوند ګټې، چې سړي یو ځل پلورلي؛ نو بیا یې څرنګه پلوري؟
  • په ګڼ ښځي کې د اسلام ونډه
  • اسلام، ګڼ ښځي هم محدوده او هم مشروطه کړې ده.
  • په ګڼ ښځي کې مالي او جسمي شرط
  • له ګڼ ښځي نه د ننني سړي کرکه
  • په دې پېړۍ کې، چې د ګڼ ښځي ځای یې ډک کړى، وفا نه؛ بلکې ګناه ده.

 

ګڼ ښځي

یوښځي، د ښځې او مېړه د ګډ ژوند خورا طبیعي شکل دی. د یوې مېرمنې په درلودو کې ځانګړلی-اختصاص اروا؛ یعنې خصوصي او وګړنۍ اروا واکمنه ده، که څه،، چې د شتمنۍ له خصوصي مالکیت سره توپیر لري. د یوې مېرمني په درلودو کې هر یو مېړه او ښځه د بل احساسات، عواطف او جنسي ګټې خپلې شخصي او ځانګړې ګټې ګڼي.

د یوښځې په مقابل اړخ کې “څوښځي” یا اشتراکي زوجیت دی، چې ممکن په څو بڼو فرض شي.

جنسي کمونیزم

یو داچې په یو لوري کې هم ځانګړلي- اختصاص نه وي، نه سړى د معلومې ښځې او نه ښځه د معلوم سړي وي، چې دې ته جنسي کمونېزم هم وايي. جنسي کمونېزم د کورني ژوند له نفی سره مساوي دی. تاریخ او ان تر تاریخ مخکې فرضیات هم ددې ښوونکی نه دى، چې په هغه پېر کې دې بشر په ټولیز ډول کورنی ژوند ونه لري او جنسي کمونېزم دې پرې واکمن وي. ځینې ادعا کوي، چې دا شان ژوند په ځینو وحشي سړیو کې وه؛ نو دا د جنسي کمونېزم او کورني اختصاصي ژوند ترمنځ منځنی حالت و. وايي: په ځینو ټبرو کې به څو ورونو له څو خویندو سره په ګډه ژوند کاوه یا د یو ټبر سړیو به د بل ټبر له ښځو سره په ګډه واده کاوه.

ویل دورانت د “ د تمدن تاریخ، ۶۰مخ” په کتاب کې لیکي:” په ځینو ځایو کې واده په ډلیز شکل و، په دې مانا، چې د ټبر یوې ډلې به د بل ټبر له ښځو سره واده کاوه. په “تبت” کې دود و، چې څو ورونه به له خپلو څو خویندو سره واده کاوه، چې معلوم نه و، کوم خور د کوم رور ده او د ښځې او مېړه په اړیکو کې یو ډول جنسي کمونېزم و او هر سړی، چې له هرې ښځې سره سملاسته؛ نو ازاد و. سزار همدې شان عادت ته د انګلستان په پخوانیو خلکو کې اشاره کړی، چې له دی پاتې شونو دا دي، چې د رور تر مړینې روسته له ښځې سره به یې واده کاوه، چې په یهودو او نوور قو مونو يې دود و. ”

 

د افلاطون څرګندونه

د افلاطون د “جمهوریت” په کتاب کې، چې ټول تاریخپوهان یې تایيدوي، د “ فیلسوفانو واکمنو او واکمن فیلسفانو” په څرګندونه کې دې پوړ ته د کورني اشتراک وړاندیز کوي او؛ لکه څرنګه چې پوهېږو د نوولسمې پېړۍ د کمونېزم مشرانو هم دا شان وړاندیز کړی و؛ خو د “فروید” او “له محارم سره د واده تحریم” له کتاب په قول د پراخو ترخو پېښو له کبله ځینو پیاوړیو کمونیستي هېوادونو پر کال ۱۹۳۸ کې یو ښځي رسمي قانون کړ.

څو مړوخي

د څو همسرۍ بله بڼه څو مړوخي ده؛ يعنې یوې ښځې په عین حال کې څو مړونه درلودل. ویل دورانت وايي: دا دود د تودا او د تبت په ځینو نورو ټبرو کې و.

صحیح بخاري له حضرت عایشې بي بي رانقلوي: ” په عربي جاهلیت کې څلور ډوله ودونه ول، یو دا دی، چې نن هم دود دى، چې یو سړی به د انجلۍ پلار ته د انجلۍ په مرکه تله او د مهر تر ټاکلو روسته به یې له انجلۍ سره واده کاوه او کوم ماشوم، چې به ترې زیږېده؛ نو پلار یې معلوم و. بل داچې مېړه به خپلې مېرمنې ته بل سړی د محدود وخت لپاره راوړه، چې له هغه ځان ته غوره نسل پیدا کړي او ځان به یې تر هغې له خپلې ښځې بېلاوه، چې ښځه به یې دوه ځانې شوه او، چې پوه به شو ښځه یې دوه ځانې شوې؛ ورنژدې کېده او دا کار یې ځکه کاوه چې هغه کس به يې د نسل په تولید کې تر ځان غوره ګاڼه، دې ډول نکاح ته یې “نکاح استبضاع” ویله، چې په واقع کې په واده کې واده و. بل دا شان و، چې لسو تنو به له یوې ټاکلې ښځې سره اړیکه ساتله، دا ښځه به چې دوه ځانې شوه او ماشوم یې زیږاوه؛ نو دې ټولو ته یې بلنه ورکوله او دود دا و، چې دې کسانو له دې بلنې سرغړونه نشوه کړای، ټول راتلل او دې ښځې به پکې پخپله خوښه خپل ماشوم ته پلار ټاکه او د سړي هم دا حق نه و، چې له دې کاره نمښته- انکار وکړي او په دې توګه دا ماشوم د هغه سړي رسمي زوی کېده.

څلورم ډول یې داسې و، چې هر سړي به کړای شو، له یوې ښځې سره هر وخت اړیکه ولري، دې ښځو به معمولا پر خپل کور بېرغ راځوړنداوه او له دې لارې پېژندل کېدې، دې ښځې به چې اولاد راوړه؛ نو ټول هغه سړي یې راټولول، چې له دې سره يې اړیکه وه او بیا یې کاهن (پالي) او څېره پېژندونکي راټولول او ده به هم د څېرې د ځانګړنو له مخې ویل، چې دا ماشوم د چا دی او ماشوم، چې د هر سړي رسېده؛ نو اړ و د څېره پېژندونکي نظر ومني او رسمي یې خپل اولاد وګڼي.

دا ټول دودونه خدای د حضرت محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) له لارې له منځه یووړل.

له دې جوتېږي، چې څو مړوخي په عربي جاهلیت کې هم وه. “منتسکیو” په روح القوانین کې لیکي: ”ابوالظهیر الحسن، عرب نړۍ ګرځی په نهمه زیږدیزه پېړۍ کې هندوستان او چین ته ولاړ او دا دود (څو مړوخي) یې ولیده او فحشاء یې ورته وویله. د مالاباد په سواحلو کې د “نایر” په نامه ټبر اوسېده. سړیو یې نشو کړای، چې له یوه ښځې ډېری وکړي، حال دا ښځو یې کړای شول له ګڼو ټبرو ډېر مړونه وکړي. زما په اند ددې قانون د حالت کېدو لامل دا و، چې د نایر د ټبر سړي خورا باتوران وو او په جګړه کې یې ډېره وړتیا درلوده؛ لکه څرنګه چې موږ په اروپا کې سرتېري له واده کولو منع کوو، چې له کورنۍ سره مینه یې د عسکرۍ د دندې په ترسره کولو کې خنډ نشي؛ نو د مالاباد ټبرونو هم تر ډېره بریده د نایر د ټبر سړي د کورنیو اړیکو له لېوالتیاوو معاف کړي ول، داچې د ګرمۍ له کبله یې نشو کړای په مطلق ډول یې له واده منع کړي؛ نو د څو سړیو به یوه ښځه و، چې کورنۍ اړیکې یې سستې وي او د جنګي دندو په لار کې یې خنډ نشي. ”

د څو مړوخۍ ستونزې

په دې دود کې د نسب د تېروتنې ستونزه ده؛ نوځکه یې عملا هم بریا لاس ته نه ده راوړې. په دې اړیکه کې د پلار او زوی اړیکه په عملي توګه نامعلومه ده؛ لکه څرنګه چې په جنسي کمونېزم کې هم د پلرونو او زامنو اړیکه معلومه نه ده؛ لکه څرنګه چې جنسي کمونېزم ونشو کړای ځان ته ځای پیدا کړي؛ نو همداراز څو مړوخۍ هم ونشو کړای ځان ته ځای پیدا کړي او ټولنه یې ومني؛ ځکه مخکې مو هم وویل، چې دا د بشر د غریزې او طبیعت غوښتنه ده، چې کورنۍ جوړه کړي او پخوانى او راتلونکى کهول سره وتړي. داچې په استثنايي ډول په ځینو بشري ټبرونو کې څو مړوخي دود وه؛ نو دا دلیل نشي کېدای، چې ووایو د کورنۍ نه جوړول د سړي د طبیعت غوښتنه نه ده؛ لکه څرنګه چې د ځینو سړیو او ښځو جره توب او له واده او ګډ ژوند یې لرېوالی او کوږوالی د دې دلیل نشي کېدای، چې بشر په طبیعي ډول د ښځې او مېړه د ګډ ژوند پلوی نه دی. د “څو مړوخي” نه یوازې د سړي له انحصار غوښتنې او اولاد دوستۍ سره اړخ نه لګوي؛ بلکې د ښځې له طبیعت سره هم مخالفه ده. د ارواپوهنې څېړنو جوته کړې، چې تر سړي ډېره، ښځه د یو مېړه غوښتونکې ده.

ګڼ ښځي

څوښځي د څو همسرتوب بل ډول دی، د څوښځي او جنسي کمونېزم پرخلاف دې دود ډېر پرمختګ کړی، چې نه یوازي په وحشي ټبرونو کې رواج وه؛ بلکې متمدنو ملتو هم منلی دی. بې له عربي جاهلیته، په یهودو او د ساسانیانو په وخت کې په ایران کې هم و. “منتسکیو” وايي: “د مالایو په قانون کې د درې ښځو کول ازاد و، والانتینین د روم امپراطورد ځانګړو لاملونو له مخې اجازه ورکړه، چې سړی دې څو ښځې وکړي، دا قانون چې د اروپا له وضع سره یې اړه نه لګوله؛ نو د روم امپراطورانو؛ لکه “تیودور” او “کاردیوس” او “مونوریوس” له منځه یووړل. ”

اسلام او ګڼ ښځي

د څو مړوخۍ پرخلاف، اسلام څو ښځي په ټولیز ډول لغو نه کړ؛ بلکې حدود یې ورته وټاکل؛ یعنې یو خوا یې نامحدودي له منځه یوړه او راکمې یې کړې، چې څلور شوې او بلخوا یې ورته شرایط وټاکل او هر چاته یې اجازه ورنه کړه، چې څو ښځي وکړي. په دې به روسته رڼا واچو، چې شرایط يې څه دي او ولې اسلام “څو ښځي” په ټولیز ډول لغو نه کړه.

دا عحیبه ده، په منځنیو پېړیو کې یې د اسلام پر ضد داسې تبليغول، چې د اسلام پېغمبر(صلی الله علیه وآله وسلم) په لومړي ځل په نړۍ کې د “ګڼ ښځي” دود رامنځ ته کړ او ادعا یې کوله، چې د اسلام نچوړ د ګڼو ښځو کول دي او په نورو ملتونو او قو مونو کې د اسلام د چټکې خورېدنې لامل هم دا و، چې “ګڼ ښځۍ” ته یې اجازه ورکړې وه او دا یې هم ادعا کوله، چې د ختیځ د روسته والي لامل هم د ګڼو ښځو کول دي.

ویل دورانت په خپل کتاب ( د تاریخ تمدن ۶۱ مخ) کې لیکي:” په منځنیو پېړیو کې دیني علماوو داسې انګېرله، چې ګڼ ښځي د اسلام د پېغمبر له نوښتونو ځنې دي، حال دا دا شان نه ده او لکه چې و مو لیدل په لومړنیو ټولنو کې “څو ښځي” ډېره دود وه او لاملونه یې هم ډېر دي، چې دا دود په هغو ټولنو کې ډېر دود و. سړي به په جګړو، ښکار او د ژوند په چارو کې بوخت او ډېر له ګواښ سره مخ وه؛ ځکه تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر و او د ښځو شمېره ترې ډېره شوه او همدا دلیل و، چې ګڼ ښځي رواج و موند یا ښځې بې مړونو پاتې شي، په دې قو مونو کې مړینه ډېره وه او ښځې هم بې واده نشوې پاتېدای، چې اولاد را نه وړي. . . . په واقع کې په لومړنیو ټولنو کې ګڼ ښځي یو تناسبي امر و؛ ځکه ښځې تر سړو ډېرې وې.

 د نسل د ښه والي په هکله هم باید وویل شي، چې له اوسنۍ یو ښځې ګڼ ښځي غوره وه. د نوي پېر تر ټولو مزبوت سړی ډېر ناوخته ښځه کوي اوځکه لږ ماشومان هم راوړي، حال دا په پخوا وختونو کې به مزبوت سړي تر ټولو ښه ښځه کوله او ډېر ماشومان یې راوړل؛ ځکه ګڼ ښځي په لومړنیو ملتونو او ان متمدنو ملتونو کې هم دوام موندلی او یوازې په دې روستي او زموږ په وخت کې له ختيځو هېوادونو خپل ټغر ټولوي. ددې عادت په له منځه تللو کې څه لاملونو لاس درلود، چې دا دي: د بزرګرۍ ژوند، چې ثابت حالت لري، د سړیو سختۍ او پرېشانۍ يې راکمې کړې او خطرونه لږ شول؛ نوځکه د سړي او ښځې شمېره سره یو برابر شوه او په دې وخت کې، ان په لومړنیو ټولنو کې هم د ګڼ ښځي د لږکیو شتمنو امتیاز شوی او لامل خلک یوه ښځه کوي او زنا د خوند لپاره کاروي. ”

ګوستاو لوبون په خپل کتاب “د تاریخ تمدن ۵۰۷ مخ) کې وايي: “په اروپا کې د ختیځ د ګڼ ښځۍ دود تر بل هر دود ډېر معرفي شوی او د بل هېڅ دود په هکله هم د اروپا نظر دومره نه دى تېروتې. اروپايي لیکوالان ګڼ ښځي د اسلام د دین نچوړ ګڼي او د دې دین په خورېدو او د ختیځو ملتونو په کوږوالي کې د لاملونو علل ګڼي. هغوی پر دې ټولو نیوکو سربېره، له ختیځو سره زړه خوږي هم کړى، وایي: ښځې یې د خواجه ګانو په کورنو کې بندي ساتلې او که د مړونو پر وړاندې يې څه لږ شانته خوځېدلې واى؛ نو شونې وه، چې وژلې يې واى.

خو دا انګېرنه هېڅ سند او سټه نه لري. که ددې کتاب اروپايي لوستونکي، څه موده اروپايي تعصب ته شا کړي؛ نو تصدیق به یې کړي، چې د ختیځ ټولنیز غونډال ته ګڼ ښځي یو غټ دود و او په هغو کورنیو کې، چې دا دود و؛ نو اخلاقي اروا یې د پرمختګ په حال کې وې او کورنۍ اړیکي یې مزبوتې پاتې شوي او په پای کې د همدې دود له مخې تر اروپا په ختیځ کې د ښځې درناوی ډېر و. ددې ادعا تر اثبات مخکې د دې مطلب ویل اړین دي، چې د ګڼ ښځي دود کله هم په اسلام پورې تړاو نه لري، تر اسلام مخکې هم په یهودو، عربو او ایراني قو مو کې دا دود و. هغو قو مونو، چې په خیتځ کې یې اسلام راوړه؛ نو له دې اړخه یې له اسلامه کومه ګټنه ونه کړه او تر وسه هم په نړۍ کې دا شان ځواکمن دین نه دی راغلی، چې د ګڼ ښځي په څېر دود رامنځ ته یا یې له منځ يوسي. دا دود د ختیځ په ځانګړې اوبو او هوا، ژوند، توکمیزو ځانګړنو او نورو لاملونو پورې تړاو لري، نه داچې دین رامنځ ته کړی وي. په لویدیځ کې اوبه او هوا او طبیعت دې دود ته مناسب نه دی، ګڼ ښځي داسې دود دی، چې موږ یې یوازې د قانون په کتابونو کې ګورو که نه خیال نه کوم، چې ترې نمښته-انکار وکړو، چې په واقعي ټولنو کې ددې دود کومه نښه پاتې وي. رښتیا د ختیځ مشروع ګڼ ښځي د لویدیځ له ګڼ ښځي ( په ازاد شکل) څه کم لري او ولې ترې لږې دي؟ زه وایم: لومړی تر دویمي له هر حیثه غوره او ښه دی. ختیځوال، چې زموږ هېوادونو ته راځي، له دې نیوکو مو هک پکېږي. ”

هو! اسلام د ګڼ ښځۍ نوون رامنځ ته نه کړ؛ بلکې یو خوا یې محدود او راکم کړ او بلخوا درانده شرایط یې ورته کېښوول. کو مو قو مونو، چې اسلام راوړی، په هغوی کې له پخوا دا دود و؛ خو د اسلام له لامله اړ و، چې حدودو او قیوداتو ته غاړه کېږدي.

په ایران کې ګڼ ښځي

کریستن سن د “ ايران د ساسانیانو پرمهال: ۳۴۶ مخ” په کتاب کې لیکي:” (د ساسانیانو په وخت کې په ایران کې) ګڼ ښځي د کورنیو سټې جوړولې. بېوزلیو سړیو یوه ښځه درلوده، د کورنۍ مشر د ځوځات له حقه برخمن و، یوه ښځه به له ټولو حقوقو برخمنه وه او د پاچایانو ښځه یا غوره ښځه یې ورته ویله او بله پرېوتې ښځه وه، چې چوپړکاره یې ورته ویله او ددې دواړو ښځو حقوق بېلابېل ول. وینځې او بندیوانې د چوپړکارانو په پوړ کې شمېرل کېدې، دا معلومه نه ده، چې غوره ښځې د یو سړي وې که نه؛ خو په حقوقی ویینو کې د هغه سړي خبره هم شوې، چې دوه غوره ښځې یې درلودې، له دې ښځو هر یو یې بېل کور درلود او مېړه مکلف و، چې ټول عمر د غوره ښځې نفقه او پالنه وکړي. هر هلک او انجلۍ د واده تر منګه دا شان حقوق درلودل؛ خو د چوپړکارو ښځو یوازې زامن په پلرني کور کې منل کېدل. ”

سعید نفیسی په خپل کتاب “ د ساسانیانو له انقراضه د امویانو تر ځوړتيا پورې د ایران ټولینز تاریخ” کې لیکي:”سړیو بې شماره ښځې کولې او په یوناني لاسوندونو-اسنادو کې لیدل شوي، چې یو سړي په کور کې په سلګونو کې ښځې درلودې. ”

منتسکیو په “روح القوانین” کې له رومي تاریخپوه، اکاتیاس نقلوي: “نه یوازې داچې ګڼ ښځي دود وه؛ بلکې سړی د نورو له ښځو سره هم سملاستل. ”

په عربانو کې هم ګڼ ښځي بريد نه درلود. داچې اسلام د ښځو په شمېره کې کموالی راوړ؛ نو دا هغو عربو ته سخته وه، چې تر څلورو ډېرې ښځې یې درلودې، داسې کسان هم ول، چې لس ښځې یې هم وې او مجبور ول، چې شپږ یې پرېږدي.

نو جوته شوه، چې اسلام ګڼ ښځي رامنځ ته کړې نه ده؛ بلکې اپوټه حدود او شرايط یې ورته وټاکل؛ خو په ټولیز ډول یې منسوخ او لغو هم نه کړه.

 

د ګڼ ښځي تاریخي لاملونه(۱)

د ګن ښځي تاریخي او ټولنیز لاملونه څه دي؟ ولې د نړۍ ډېرو ملتونو او په تیره بیا ختیځو ملتونو دې دود ته غاړه کېښووه او ځینو نورو؛ لکه لویدیځوالو ورته غاړه کېنښووه؟

د څو مړوخۍ او جنسي اشتراکیت په پرتله څو ښځي ولې دومره په زړه پورې شوه او پرمختګ یې وکړ؟

څو ددې لاملونو په هکله څېړنه ونه کړو؛ نو د اسلام له نظره د ګڼ ښځي په هکله ویینه نشو کړای او د ننني بشر د اړتیاوو له نظره هم دا مسله نشو څېړلای.

که اروايي او ټولنیزو ملاحظاتو ته شا کړو او لکه د نورو لیکوالو غوندې رغی فکره وسو؛ نو بسیا ده، چې د ګڼ ښځي د تاریخي او ټولنیزو لاملونو او مخونو ته داسې ووایو: د ګڼ ښځي لامل معلوم او واضح دی، لامل یې د سړي زور او د ښځې وینځتوب دی، لامل یې پلارواکي ده، سړی پر ښځه واکمن و او ټول قوانین یې د ځان په ګټه چورلول؛ نوځکه یې په پېړيو ګڼ ښځي د ځان پر ګټې او د ښځې پر ضد چلوله او داچې ښځه د سړي تر حکم لاندې وه؛ نو څو مړونه یې نشو کړای، اوس چې د سړي د زور پېر پای ته رسېدلی؛ نو د نورو غلطو امتیازاتو په څېر ګڼ ښځي له منځه تللې او پر ځای یې د ښځو او سړیو برابرو حقوقو ځای نیولی دی.

دا فکر ډېر رغی دی. د ګڼ ښځي د دود د پراختیا لامل نه د سړي زور و او د څو مړونو نه کولو لامل هم د ښځو کمزورتیا او محکومیت نه و او داچې نن ګڼ ښځي له منځه تللي؛ نو لامل یې دا نه دی، چې د سړي زور پای ته رسېدلی او داسې هم نه ده، چې ګڼ ښځي ته په شا کولو کې سړي کوم امتیاز له لاسه ورکړی؛ بلکې پرعکس د ځان په ګټه او د ښځې پر ضد یې امتیاز هم لاس ته راوړی دی.

داچې زور او واک د بشري تاریخ د چلولو یو لامل دى، چې منکر ترې نه یم او داچې د تاریخ په اوږدو کې د ښځې پر ضد سړي له خپل واک ناوړه ګټنه کړې؛ نو له دې هم منکر نه یم؛ خو ګروهن یم داچې د ښځې او سړي د کورني اړیکو په توضیح او مخونه کې ټول لاملونه یوازې په زور او واک پورې وتړو، دا له لنډ اندۍ راټوکېدلې ده.

که پورته څرګندونه سمه وي؛ نو دې ته هم باید غاړه کېږدو، چې په نادرو او استثنايي مواردو کې څو مړوخي هم معمول و؛ لکه د عربي جاهلیت پېر یا د منتسکیو په وینا: د نایر په ټبر کې، چې د مالابار په کڅ کې پرته ده؛ نو ښځې، چې هم فرصت ترلاسه کړی او د سړي پر ضد یې واک لاس ته راوړی، د څو مړوخۍ دود یې پر سړیو ورتپلی دی او ودې منو، چې دا د ښځې طلايي پېر و، حال دا پوهېږو، عربي جاهلیت د ښځې په ژوند کې خورا تور پېر و. مخکې مو هم وویل: د نایر په ټبر کې څو مړوخۍ د ښځې په درناوي او واک پورې تړاو نه لري؛ بلکې لامل یې دا و، چې ټولنې سړی له کورني اړیکو لرې ساته، چې د سرتېرۍ روحیه په کې لاپسې مزبوته پاتې شي.

پردې سربېره که د ګڼ ښځي لامل پلار واکي یا پلارسالاري وي؛ نو په لویدیځو ملتونو کې یې ولې رواج ونه موند؟ ایا پلار شاهي یوازې په ختیځ پورې تړاو لري؟ ایا لویدیځوال له هماغه پیله د سړي په پرتله ښځې ته برابر حقوق ورکړي ول؟ ایا یوازې په ختیځ کې د واک لامل د سړي په ګټه کارېده او په لویدیځ کې دا لامل د عدالت پر لار روان و؟

د لویدیځ ښځه تر نیمې پېړۍ مخکې خورا بدمرغه ښځه وه، ان په خپلو اموالو کې يې هم د مېړه څارنې ته اړتیا درلوده، خپله د غربیانو په وینا: په منځنیو پېړیو کې تر لویديځې ښځې، ختیځه ښځه په ډېره غوره حالت کې وه، ګوستالوبون وايي:

“د اسلام په تمدن کې ښځې ته عیناً هماغه حقوق ورکړل شو، چې ښځو ته په اروپا کې تر ډېرې مودې روسته ورکړل شو؛ یعنې تردې روسته، چې د اندلس د عربانو مېړنى چلن په اروپا کې خپور شو؛ نو په اروپایانو کې دا مېړني اخلاق له مسلمانانو راغلي ول، چې له ښځو سره نېک او غوره چلن وکړي او دا اخلاق يې له مسلمانانو زده کړل، مسیحیت نه؛ بلکې اسلام و، چې ښځه یې د پرېوتي او ذلت له مقامه وژغورله او د درناوۍ او پت هسکې څوکې ته یې ورسوله، لامله انګېرنه داسې ده، چې دا کار مسیحیت کړی؛ ځکه وینو په منځنیو پېړیو کې په دې، چې مشران او رئیسان مو مسیحیان ول؛ خو د ښځې درناوی یې نه کاوه او له پخواني تاریخونو جوتېږي، چې زموږ مشرانو له ښځو سره وحشي چلن کاوه او دا مسلمانان ول، چې زموږ مشرانو ته یې د ښځې درناوی وښود. ”

نورو هم په منځنیو پېړیو کې د لویدځي ښځې وضع همدا شان بیان کړې. له دې ټولو حالاتو سره، داچې په منځنیو پېړیو کې پلارواکۍ او د سړي زور په لوړه کچه واکمن و؛ نو ګڼ ښځي پکې ولې معمول نه وه؟

حقیقت دا دی په کوم ځای، چې څومړوخي دود وه؛ نو دا د ښځې واک نه و او له فرصته د ښځې ګټنه نه وه او داچې د څو مړوخۍ دود ماتې وخوړه؛ نو لامل یې د ښځې کمزورتیا نه وه او په ختیځ کې د ګڼ ښځي د دود د پراختیا لامل د سړي زور نه و او په لویدیځ کې هم د ګڼ ښځي د دود د نه پراختیا لامل هم د سړي او ښځې برابر حقوق نه ول.

 

د څو مړوخۍ د ماتې لامل

د څو مړوخۍ د ماتې لامل دا دی، چې نه د سړي له طبیعت سره اړخ لګوي او نه د ښځې له طبيعت سره. د سړي په اند، دا خو لومړی د سړي د انحصار-ځانتنی غوښتنې له روحیې سره اړخ نه لګوي او دویم داچې د پلار د ډاډ له آر سره مخالف دی. له اولاد سره مینه د بشر طبیعي او غریزي ځانګړنه ده. بشر طبعاً غواړي، چې زیږونه- توالد او تناسل وکړي او غواړي له راتلونکي او تېر شوي کهول سره یې اړیکه څرګنده او ډاډمنه وي، غواړي پوه شي، د کوم پلار زوی دی او د کوم زوی پلار دی. د ښځې څو مړوخي د بشر له غریزې او طبیعت سره اړخ نه لګوي او د څو ښځۍ پرخلاف ده، چې نه سړي ته تاوان رسوي او نه ښځې ته.

وايي څلویښت ښځې حضرت علي (کرم الله وجهه) ته راغلې، و یې ویل: اسلام ولې سړیو د څو ښځو اجازه کړې او موږ ته یې د څو مړوخۍ اجازه نه ده راکړې؟ ایا دا تبعیض او ناروا چار نه دی؟

حضرت علي (کرم الله وجهه) وويل: د اوبو کوچني لوښي راوړئ او هر یو یې يوې ښځې ته ورکړ، بیا يې وويل: په لوښو کې پرتې اوبه دې په ناسته کې پروت په غټ لوښي کې واړوي، حکم پلې شو او بیا یې وویل: اوس تاسې هر یو دويم ځل خپل لوښى له غټ لوښي ډک کړﺉ؛ خو دا ځل باید هماغه اوبه راوخلی، چې مو پکې اچولې وې. ورته وویل شو، دا څرنګه شونې ده؟ اوبه يو له بل سره ګډې شوې او تشخیص یې ناشونی دی. حضرت علي وویل: که یوه ښځه څو مړونه ولري؛ نو له ټولو سره کوروالی کوي او بیا دوه ځانې- امیندواره کېږي؛ نو دا به څرنګه پېژندل کېږي، چې له دې لارې زیږېدلی ماشوم د کوم مېړه دی؟

خو د ښځې له نظره، څو مړوخي هم د ښځې له طبیعت او هم یې له ګټو سره په ټکر کې دی. ښځه له سړي یوازې دا نه غواړي، چې جنسي اړتیاوې یې پوره کړي، چې وویل شي، څومره چې سړي ډېر وي؛ نو لا ښه. ښځه غواړي د سړي زړه په موټي کې ونیسي، د هغې ملاتړی او مدافع وي، ورته سرښندنه وکړي، زیار اوباسي، پيسې ورته پیدا کړي او پرې و یې لګوي. هغه پيسې، چې سړی یې ښځې ته د فحاشۍ له کبله ورکوي او همداراز هغه پيسې، چې ښځه یې په کار او فعالیت لاس ته راوړي د ښځې اړتیاوې نشي پورې کولای، چې دا اړتیاوې د سړي څو ګرایه هم دي او همداراز د هغو پېسو په څېر ارزښت هم نه لري، چې سړی یې د مینې له کبله پر مېرمنې لګوي.

سړي تل د یو سرښنده په توګه د ښځې پراخې اړتیاوې برابرې کړي دي. کار او فعالیت ته د سړي تر ټولو مزبوته او غوره هڅونه کورنۍ، مېرمن او اولادونه یې دي.

ښځه په څو مړوخۍ که نشي کړای د سړي سرښندنه، مینه او نږه عواطف ځان ته رامات کړي؛ نو له دې مخې ښځه د فحاشۍ په څېر له څو مړوخۍ هم کرکجنه ده؛ نو څو مړوخي نه د ښځې له لېوالتیاوو سره اړخه لګوي او نه د سړي له لېوالتیاوو سره.

 

د جنسي اشتراکیت ماتې

د جنسي اشتراکیت د ماتې لامل هم همدا دی. جنسي اشتراک؛ یعنې داچې د لوریو له خوا ځانګړلي-اختصاص له منځه ځي، چې نه ښځه د معلوم سړي وي او نه سړی د معلومې ښځې. د افلاطون له خوا یې وړاندیز شوی و، چې دا کار دې یوازې په واکمن پوړ کې پاتې شي؛ یعنې د فیلسوفو واکمنو او واکمن فیلسوفانو پوړ. دا وړاندیز نه یوازې نورو ونه مانه؛ بلکې په خپله افلاطون ترې هم پر شا شو.

په دې روستۍ یوه پېړۍ کې د کمونېزم دویم پلار”فردریک انګلس” هم د دې فرضیې وړاندیز وکړ او دفاع یې ترې وکړه؛ خو د کمونېزم نړۍ ونه مانه. وايي: د انګلس د ګډې کورنې د تیورۍ د پراخو ترخو تجربیاتو په پایله کې د شوروي دولت پر کال ۱۹۳۸ز یوښځي یې د کمونیستي رسمي قانون په توګه وپېژانده.

څوښځي کړای شي، سړي ته امتیاز وګڼل شي؛ خو څومړوخي کله هم ښځې ته امتیاز نه و او نه به وي. ددې توپیر لامل دا دی، چې سړی په خپله د ښځې غوښتونکی او ښځه د سړي د سرښندنو او زړه غوښتونکې ده. تر کومه، چې په خپله ښځه د سړي په واک کې وي؛ نو دې ته اهمیت نه ورکوي، چې که د ښځې زړه له لاسه ورکړي؛ نوځکه سړي ته یې اهمیت نه درلود، چې په څو ښځۍ کې د ښځې زړه او عواطف له لاسه ورکړي؛ خو ښځې ته د سړي زړه او عواطف اصالت لري، که دا یې له لاسه ورکړل؛ نو هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

په بله وینا: د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې دوه عنصره دخالت لري، چې دا دي: توکیز او مانیز. د ښځې او مېړه د ګډ ژوند توکیز عنصرجنسي اړخونه دي، چې په ځوانۍ کې تر ټولو لوړ وي او په تدریجي ډول راکمېږي او مانیز اړخ یې ترمنځ نرۍ او صمیمانه اړیکې دي، چې د وخت په تېرېدو سره لا مزبوتېږي. د ښځې او سړي ترمنځ یو توپیر دا دی، چې د سړي پرخلاف، ښځې ته تر لومړي عنصره دویم یې ډېر اهمیت لري. د ښځې او مېړه ژوند، ښځې ته ډېر مانیز اړخ لري؛ خو سړي ته ډېر توکیز اړخ لري او یا لږ تر لږه سړي ته مانیز او مادي اړخ یو شان اهمیت لري.

مخکې مو د یوې اروپايي ارواپوهې خبرې هم راوړې، چې ښځه په زیلانځ کې د ماشوم روزونکی ده؛ نو ځانګړی اروايي حالت لري او داچې مېړه یې د ماشوم پلار دی؛ نو په داسې وختونو کې د مېړه مینې ته ډېره اړمنه وي. څومره چې مېړه د اولادونو د پلار په توګه له خپلې مېرمنې سره مینه کوي، چې د مېړه له کبله یې دا ماشومان زیږولى؛ نو هومره به مور هم له خپل ماشوم سره مینه کوي او د ښځې دا اړتیا یوازې په یو ښځې کې لاس ته راتلای شي.

 

د ګڼ ښځي تاریخي لاملونه(۲)

د سړي بې حده واکمني او ځاني غوښتنې په یوازې ځان د څو ښځي دود په رامنځ ته کېدو کې بسیا نه دي، هرومرو نورولاملونو هم پکې لاس درلود؛ ځکه ځان غواړي سړي ته تر څو ښځې اسانه او بې جنجاله لار دا ده، چې د خوند لپاره له ازادو ښځو سره کوروالى وکړي، بې له دې، چې نو موړی ښځه د مېرمنې په حیث وپېژني او د احتمالي اولادو پر وړاندې یې ژمن وسي.

ځکه په هغو ټولنو کې، چې څو ښځي معمول وه، یا داچې د ځاني غوښتونکي سړي پر وړاندې اخلاقي او ټولنیز خنډونه وي، چې ازادې ښځې ته لاسرسى ولري او دا سړی دې ته اړ کېږي، چې د خوند لپاره له هرې ښځې سره واده وکړي او د اولادونو پلار یې شي او یا فرض کړو، چې بې له ځاني غوښتنو او تنوع غوښتنې نور لاملونه هم شته (؛ لکه جغرافیايي، یا ټولن وټیز).

جغرافیايي لاملونه

منتسکیو او ګوستاولوبون ډېر ټینګار کوي، چې جغرافیايي لاملونه پکې راونغاړي. د ددې اندیالو په اند د ختیځ هوا د ګڼ ښځي د دود رامنځ ته کوونکې ده. په ختیځ کې ښځه ژر بلوغ ته رسي او ژر هم زړېږي؛ ځکه سړی دویمې او درېیمې ښځې ته اړتیا پیدا کوي، پردې سربېره د ختیځ په اوبو خړوب او روزل شوی سړی داسی دی، چې یوه ښځه یې جنسي اړتیاوې نشي پوره کولای.

ګوستاولوبون په خپل کتاب ” د عربو او اسلام د تمدن تاریخ، ۵۰۹ مخ) کې لیکي: “ نو موړی دود (ګڼ ښځي) د ختیځ د اوبو او هوا او د ځانګړي توکمیزو پایلو، لاملونو او نورو لاملونو او د ختیځ د ځانګړي ژوند له کبله رامنځ ته شوی، نه داچې دین رامنځ ته کړی وي او جوته ده، چې اوبه او هوا او قومي ځانګړنې هغه لاملونه دي، چې په سرباندې توګه اغېزمن او ان موږ يې اړین نه ګڼو، چې په اړه یې ډېرې لیکنې وکړو، پر دې سربېره، د ښځو د وجود ځانګړی جوړښت او د ماشوم د روزنې اړتیا او نورو رنځوریو ښځې دې ته اړ کړي، چې له سړي لږه څنډې ته شي او داچې د ختیځ اوبه او هوا او قومي فطرت داسې دی، چې سړي ته دا لږه څنډې ته کېدنه ناشونې وه؛ نوځکه ګڼ ښځي رواج و موند. ”

منتسکیو په خپل کتاب “ روح القوانین، ۴۳۰ مخ” کې لیکي:” هغه هېوادونه، چې توده هوا لري، ښځې پکې په اته او نهه او لس کلنۍ کې بلوغ ته رسي او تردې روسته یې چې مېړه وکړ، دوه ځانې کېږي او په ګرمسیر هېوادونو کې انجونې تر واده روسته سملاسي دوه ځانې کېږي.

“پریدو” د اسلام د پېغمبر په شرح حال کې وايي: آنحضرت له پینځه کلنې خدیجې سره واده وکړ او په اته کلنې کې ورسره سملاست. دا دي، چې د ګرمسېرو هېوادونو انجونې په شل کلنۍ کې زړې دي او داچې نوی یې عقل د کمال پر لوري شي؛ نو زړېږي، هغه هېوادونه، چې معتدله هوا لري، داچې د ښځو ښکلا تر ډېرې مودې پاتېږي او ډېر ژر بلوغ ته رسي او چې واده وکړي؛ نو د ډېر عمر له کبله تجربې لري او د ماشوم راوړنې پرمهال یې لږ څه عمر تېر وي او ښځه او مېړه تقریبا په یو عمر کې زړېږي، دا دی، چې د ښځې او سړي ترمنځ برابروالی راغلی او سړي تر یوې ډېرې ښځې نه کوي؛ نو په اروپا کې د ګڼ ښځي د قانون منع او په اسیا کې یې خورېدل د اوبو او هوا په غوښتنو پورې اړه لري. ”

پورته مخونه په هېڅ ډول سمه نه ده؛ ځکه د ګڼ ښځي دود په ختیځ کې یوازې په ګرمو سیمو پورې تړلی نه دی. د هوا له مخې ایران معتدل هېواد دی او تر اسلام مخکې هم دلته ګڼ ښځي رواج درلود. داچې مونتسکیو وايي: په ګرمو سیمو کې ښځې په شل کلنۍ کې زړېږي، هسې تشه لاپه ده.

بله غټه لاپه یې دا ده، چې وايي: خدیجه بي بي پینځه کلنه وه، چې د اسلام پېغمبر ورسره نکاح وتړله او، چې د اتو شوه؛ نو ورسره سملاست، حال دا ټول پوهېږو رسول الله پینځویشت کلن و، چې له څلویښت کلنې خدیجې بي بي سره یې واده وکړ.

دویم: که د ختیځو ښځو ژر زوړوالی او د سړي د جنسي ځواک ډېروالی ددې کار اصلي لامل وي؛ نو ختیځوالو ولې د منځنۍ پېړۍ د لویدیځوال پر پل پل کېنښود، چې د ګڼ ښځي پر ځای یې خپل طبیعت په فحشا ارضا کړی وای؟؛ ځکه د ګوستاولوبون په وینا: د ګڼ ښځي دود یوازې په کتابونو کې دی او په لویدیځو ټولنو کې یې څه اغېز نه تر سترګو کېږي.

او په ختیځ کې ګڼ ښځي قانوني بڼه درلوده؛ یعنې ښځه به دې د مېرمنې په توګه او اولاد به ېې د زامنو په توګه منل؛ خو په لویدیځ کې له ښځو سره اړیکه ازاده وه او ښځه به یې نه خپله مېرمن او اولاد به هم یې خپل اولاد نه ګاڼه.

 

په لویدیځ کې څو ښځي

دلته اړین دي، چې په منځنیو پېړیو کې په لویدیځ کې د څو ښځې مسلې ته پام وکړم، چې د یو لویديځ تاریخ پوه له خولې یې را اخلم، چې ګران لوستونکي او ټول هغه کسان پوه شي، چې د ګڼ ښځي او حرمسرایو په نامه پر ختیځ نیوکې کوي او د لویديځ پر وړاندې د ختیځ خجالت او سرټيټي ګڼي. څه چې له دې اړخه په لویدیځ کې تېرېدل؛ نو په ختیځ کې د دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره له لویدیځه یې زر ګرایه غوراوى درلود.

ویل دورانت په خپل کتاب “ د تمدن تاریخ ۱۷ ټوک” کې د اخلاقو د سستۍ په نامه څپرکى لري، چې پکې په ایټالیا کې د رنسانس په پېر کې د عمومي اخلاقو وضع راڅپړي. “ په جنسي اړیکو کې اخلاق” زه یې ددې برخې غورچاڼ را اخلم.

ویل دورانت په پیل کې لنډه سریزه لري او له دې لارې بښنه غواړي.

په سریزه کې وايي: “ د غیر روحاني خلکو د اخلاقیاتو د څېړنې او له جنسي اړیکو د پیل په شرح کې، لومړی باید دا ووایم، چې سړی ذاتاً څو ښځي طبیعت لري او یوازې تر ټولو مزبوت اخلاقي قيودات، مناسبه بېوزلۍ او ستونزمن کار او د ښځې همېشنۍ څارنه کړای شي پر سړي یو ښځي وتپي. ” بیا اصلي مطلب ته راځي، وايي:” دا معلومه نه ده، چې له واده شوې ښځې سره په منځنیو پېړیو کې زنا لږه وه او که په رنسانس کې او؛ لکه څرنګه چې په منځنیو پېړیو کې زنا په باتورۍ سپېڅلې کېده؛ نو دا شان د رنسانس په پېر کې هم په باسواده پوړو کې د ښځې اروا یې جادو ګره، نرۍ او ارماني ښووه او دا شان روزنه یې ورکوله. د اصیلو کورنیو انجونې تر ډېره بريده له هغو سړیو لرې ساتل کېدې، چې له دې کور سره یې تړاو نه درلوده. تر واده مخکې انجونو ته د پاکلمنۍ د ګټو ښوونه کېده، دا ښوونې به دومره اغېزناکې وې، چې وايي پر یوې ځوانې ښځې جنسي تېری وشو؛ نو ځان یې په اوبو کې ډوب کړ، بېشکه دا ښځه ځانګړډوله- منحصر به فرد وه؛ نوځکه تر مرګ روسته یو اسقف (مسيحي ملا) ترې مجسمه جوړه کړه.

تر واده مخکې کيسو ته باید پاملرنه وشي که نه ګڼ شمېر ارمونو ماشومانو ته به په سخته دلیل پیدا کړو، چې د رنسانس ایټالیا په بېلابېلو ښارو کې موندل کېدل. د ارموني اولاد نه درلودل یو امتیاز ګڼل کېده؛ خو درلودل یې هم کوم ښکاره ذلت نه و. د واده پر وخت سړي به خپلې ښځې ته ویل، چې ارمونی له ځان سره راوړي، چې د سړي له نور اولاد سره یې پالنه وشي. ارمونيتوب د چا له قدره څه نه راکمول او کوم داغ، چې ټولنې پرې واهه دومره مهم نه و او د کلیسا غړیو ته په بډې ورکولو یې د ارموني مشروعیت لاس ته راوړه. د مشروعو وارثانو یا باصلاحیته کسانو په نه درلودو کې ارموني هلکان ممکن وه، چې ان تاج و تخت ته ورسېږي. ‏په دې ترڅ کې “لومړی فرنته” د ناپل د بادشاه د “لومړي الفوسوی” او “ليو نللودسته” د “درېیم نېکولای” ځایناستی شو. پر کال ۱۴۵۹ چې دویم پیوس ځايناستى شو؛ نو اووه ارمونو شهزادګانو یې هر کلی وکړ. د رنسانس د پېر مهم کړکېچ د ارمونیو او حلالي شهزادګانو ترمنځ سیالۍ وې؛ خو د هم جنسوالي په هلکه باید ووایم، چې د یونان د دودنو د بیا راژوندي کېدو یوه برخه وه.

“سان برنادینو” په ناپل کې دا ناوړه عمل دومره ډېر ولید، چې د ښار برښلیک یې په سدوم او عموره وګواښه. ”ارتینو” هم دا کوږوالى په روم کې په همدې کچه ولید. د فحشاء په هکله هم همداشان خبرې کولای شو. د “اینفسورا” د روایت له مخې، دا یې خوښېدل، چې په پاپ مېشته روم کې شمېرنه ډېره وښيي، پر کال ۱۴۹۰ د روم په نوي زرلیزه نفوس کې ۶۸۰۰ ثبت شوې فاحشې وې، که څه،، چې په دې شمېرنه کې پټې او غیر رسمي فاحشې نه راځي. په ونیز کې هم پر کال ۱۵۰۹ د نو موړوي ښار په درې لکه يیز نفوس کې ۱۱۶۵۴ فاحشې وې. په پینځلسمه پېړۍ کې هغه نجونې، چې مېړه یې نه و کړی؛ نو د کورنۍ ذلت ګڼل کېده. په شپاړلسمه پېړۍ کې دا ذلت د عمر اولسو ته وخوت، چې انجونې ته د لوړو زده کړو لار هواره کړي. سړي، چې د فحشا له ټولو اسانتیاوو او ګټو برخمن ول، یوازې په هغه بڼه کې يې واده ته غاړه ایښووه، چې ښځه له ځان سره ډېر جهیز راوړي. د منځنۍ پېړۍ د واده د دود له مخې داسې تمه کېده، چې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند په بېلابېلو پړاونو کې د ښځې او مېړه ترمنځ مینه پخه شي، چې په خوشحالۍ او خپګان کې يو له بل سره شریک وي او په ظاهره په ډېرو ځایونو کې دا شان تمه هم پوره کېده. له دې حال سره بیا هم له واده شوې ښځې سره زنا دود وه او داچې د لوړو پوړو ډېری ودونه د سیاسي او اقتصادي ګټو خوندېينې ته یو ډول ډیپلماټیکه بڼه درلوده؛ نو ډېری مړونو ځان ته دا حق ورکاوه، چې معشوقه هم ولري که څه، ممکن و، چې دا چار ښځه خپه کړي؛ خو سترګې یې پرې پټولې او خوله یې نه راسپړله.

په منځنیو پوړو کې ځینې سړیو ګومان کاوه، چې زنا، مشروع تفریح ده. ”ماکیاولي” او انډیولانو یې چې د خپلو بې وفایو په هکله یو بل ته کيسې لېږلې رالېږلې؛ نو په دې کار نه خپه کېدل. ښځې به یې د مېړه په تقلید له هغه غچ اخسته؛ نو مړونو به یې په دې عمل سترګې پټولې او بې غيرتي به يې زغمله. ”

هو! دا د هغوی د ژوند بېلګې وې، چې ختیځ تل د ګڼ ښځي په نه بښووند ګناه تورنوي او د ختیح اوبه او هوا، په اصطلاح ددې غیر انساني عمل مسوول ګڼي؛ خو د هغوی اوبه او هوا کله هم له مېرمنې سره د بې وفايۍ او له یوښځې څخه د تېروتنې اجازه نه ورکوي!

پاتې دې نشي، چې په لوېديځوالو کې د مشروع ګڼ ښځي نشتوالې که ښه وي او که بد، د مسیح په دین پورې اړه نه لري. په اصل کې د مسیح په دین کې د ګڼ ښځي د منع په هکله کوم نص نشته، داچې حضرت عیسی (علیه السلام) د تورات مقررات تایید کړي او په تورات کې ګڼ ښځي په رسمیت پېژندل شوې؛ نو باید ووایم، چې د مسیح په دین کې په ګڼ ښځي سپارښتنه شوې ده، ان ویل کېږي، چې پخوانیو مسیحیانو ګڼې ښځې درلودې؛ نو په قانوني او شرعي بڼه له ګڼ ښځي د لویدیځوالو ډډه نورلاملونه لري.

میاشتېنۍ جامې

د ښځې میاشتینۍ جامې او په دې موده کې د سړي د اړتیاوو نه پوره کول او له ماشوم راوړنې د ښځې ستړیا او له مېړه سره له کوروالي ډډې ته کېدنه او د اولاد رورنه؛ نو ځینو دا چارې د ګڼ ښځي لاملونه انګېرلي دي.

ویل دورانت وايي:” په لومړنیو ټولنو کې ښځې په چټکۍ زړېدې؛ ځکه یې سړي له نورو ښځو سره کوروالي ته هڅول، چې پخپله د اوږدې مودې لپاره د ماشومانو روزنه او پالنه وکړي او له دې لارې ژر دوه ځانې نشي، بې له دې، چې د خپلو مړونو د نسل راوړنې لېوالتیا ټکنۍ کړي او يا شهوت یې راکم کړې وي. غالباً دا لیدل شوي، چې لومړۍ مېرمن به خپل مېړه دې ته هڅاوه، چې بله ښځه وکړي، چې کار يې سپک شي او بله ښځه ځان ته نور ماشومان راوړي او ګټنه او شتمني یې زیاته شي. ”

بېشکه میاشتېنۍ جامې او همداراز د ډېرو ماشومانو له زیږونود ښځې ستړیا، ښځه او سړی له جنسي اړخه له ناورته وضع سره مخوي او ددې لاملېږي، چې سړی بلې ښځې ته مخه کړي؛ خو پورتني دوه لاملونه په یوازې ځان د ګڼ ښځي د دود لامل نشي کېدای؛ خو داچې سړي ته اخلاقي یا ټولنیز خنډ وي، چې ونشي کړای له بلې معشوقې یا آزادې ښځې له لارې د خپل هوس پر اور یخې اوبه تويې کړي؛ نو پورتنی هر لامل به هغه وخت پکې اغېزمن و، چې سړي په هوسبازۍ کې پوره آزادي نه درلوده.

د ښځې د ماشوم زیږونې د پېر لنډوالی

د ځینو په اند د سړي پرخلاف، د ښځې د ماشوم زیږونې د پېر لنډوالی او داچې ډېر ژر پر شا ځي یا شنډېږي؛ نو دا هم د ګڼ ښځي د دود په پېدا کېدو کې یو لامل دی. احیاناً ښځه دې عمر ته رارسېده، حال دا سړي ته یې بسیا ماشومان نه و راوړي یا مخکېني ماشومان یې غورځولي ول.

اولاد ته د پلار لېوالتیا او پردې سربېره، لومړۍ مېرمنې ته یې د طلاق د نه ورکولو لېوالتیا ددې لامل شوې، چې سړی دویمه او درېیمه ښځه وکړي؛ لکه څرنګه چې د لومړۍ ښځې شنډوالی هم د بلې ښځې په کولو کې یو لامل دی.

اقتصادي لاملونه

ګڼ ښځي ته یې اقتصادي جرړې هم يادې کړي او ویلي يې دي، چې د نن پرخلاف، په پخوانیو وختونو کې زياتو ښځو او اولادونو له اقتصادي اړخه سړي ته ګټور ول. سړي له خپلو اولادونو او ښځو؛ لکه د مریانو کار اخسته او احیاناً خپل اولادونه یې پلورل هم. د ډېرو وګړیو د مریتوب جرړه په جګړه کې یې بندیتوب نه؛ بلکې پلرونو یې بازار ته د پلورنې لپاره راوړل.

دا اړخ کېدای شي د ګڼ ښځي لامل وګنل شي؛ ځکه سړی، چې ښځه رسمي خپله مېرمن وګڼي؛ نو یوازې له دې لارې د ډېرو اولادونو له ګټې برخمنېدای شي. د معشوقې او ازادې ښځې ساتل دا ګټه نشي برابرولای؛ خو لکه څرنګه چې پوهېږو دا لامل هم په ټولو ځایونو کې، چې ګڼ ښځي رواج درلود منلوړ نه دی.

که فرض کړو، چې لومړنیو ملتونو همدې موخې ته دا کار کاوه؛ خو ټول ملتونه دا شان نه ول. په پخوانۍ نړۍ کې معمولا هغو ګڼې ښځې کولې، چې تجملاتي ژوند یې درلود؛ لکه باچايان، امیران، سرداران، ملایان او سوداګر او لکه څرنګه چې پوهېږو دې پوړو له ښځو او اولادونو اقتصادي ګټنه نه کوله.

د شمېر او ټبر لامل

د ډېرو اولادونو درلودل او د کورنۍ ګڼ مېشتي هم په خپل وار په ګڼ ښځي کې بل لامل و. یو اړخ، چې ښځه او سړی له بېل حالت سره مخوي دا دی، چې يوه ښځه کم اولادونه راوړي که يو مېړه ولري يا څو؛ خو که سړی ګڼې ښځې ولري؛ نو ګڼ شمېر اولاد راوړای شي. ممکن یو سړی په یوازې ځان د سل ګونو ښځو له لارې په زرګونو اولاد راوړي.

د نن پرخلاف، په پخوانۍ نړۍ کې ګڼ شمېري مهم ټولنیز لامل ګڼل کېده. ټبرونو او طایفو د ګڼ شمېرنې په موخه او داچې شمېره یې راکمه نشي؛ نو له هرې وسیلې یې کار اخسته. ددې خلکو له ویاړنو دا وه، چې ټبر یې ګڼ مېشتی دی؛ نو څرګنده ده، چې ګڼ ښځي د ډېرو اولادونو د زیږونې يوازېنې وزله وه.

پر سړیو د ښځو د شمېر ډېروالی

د ګڼ ښځي روستى لامل، چې ضمناً له مهمو لاملونو هم دی، تر سړیو د ښځو د شمېر ډېروالی دی. د انجونو زوکړه تر هلکانو ډېره نه وه او نه ده. احیاناً که په ځینو ځمکو کې تر هلکانو د انجونو زوکړه ډېره وي؛ نو پرعکس په ځینو نورو کې د هلکانو زوکړه ډېره ده. داچې د ښځو شمېره تر سړیو ډېره ده، لامل یې دا دی، چې تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر و او دی او د سړیو د سر د زیان لوړوالی تل ددې لامل شوی او کېږي، چې د یوښځي په بڼه کې ډېری ښځې له قانوني مېړه، کور، ژوند او مشروع اولاده بې برخې شي.

داچې په لومړنیو ټولنو کې دا شان و؛ نو پکې د ویینې ځای نشته، مخکې مو هم له “ویل دورانته” نقل کړل، چې:” په لومړنیو ټولنو کې داچې سړي ښکار او جګړې ته تلل؛ نو د سړي ژوند په ګواښ کې و؛ ځکه نو تر ښځو، سړيو ډېر د سر زیان لیده. تر سړیو د ښځو د شمېر لوړوالی ددې سبب شو، چې ګڼ ښځي دود شي او یا داچې ځینې ښځې بې مېړه پاتې شي. ”

د لاملونو څېړل

هغه لاملونه، چې له تاریخي اړخه د ګن ښځې منشا او جرړه یې فرضولای شو، همدا ول، چې وویل شول؛ خو لکه څرنګه چې ولیدل شو، ځینې لاملونه په واقع کې لامل نه و او هسې د ګڼ ښځي د لاملونو په لیکه کې راغلي دي؛ لکه اوبه او هوا، له دې، چې تېر شو له درې ډوله لاملونو سره مخېږو:

لومړی: داچې سړي ګڼو ښځو ته مخه کول خپل اغېز درلودلى وي؛ خوسړي ته دا چار روا نه ګڼل کېده؛ نو ګڼ ښځي یوازې د زور، ظلم او استبداد اړخ درلود. اقتصادي اړخ یې هم وویل شو. څرګنده ده، چې د زوی پلورل د بشر تر ټولو وحشیانه او ظالمانه کار دی او دې وحشیانه او ظالمانه موخې ته ګڼې ښځې کول هم د خپل د عمل په څېر نامشروع دي.

دویم ډول یې له حقوقي اړخه د څېړنې وړ دی او سړي او ټولنې ته جواز شمېرل کېدای شي؛ لکه د ښځې نه لنګوال یا شنډوالی او سړی اولاد ته اړتيا لري يا ټبر او هېواد يې ډېرمېشتۍ ته اړتیا لري. په ټولیز ډول طبیعي لاملونه، چې ښځه او سړی د جنسي اړتیاوو د پوره کونې او يا د اولاد زیږونې له اړخه له نابرابره حالت سره مخوي؛ نو دا کړای شي له حقوقي اړخه ګڼ ښځي ته جواز وپتېیل شي.

درېیم لامل، تر سړیو د ښځو د شمېرې ډېروالی دی. که په پخوانۍ نړۍ کې وه او یا هم په نننۍ کې. تردې مخکې، چې دا چار سړي یا ټولنې ته د ګڼ ښځي جواز وګڼل شي، تر هر څه مخکې د ښځې حق او د سړي او ټولنې پر غاړه یو ډول مکلفيت دی. که فرض کړو، چې په تېر وخت یا په اوسني وخت کې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو له سړیو ډېره شي او یو ښځي هم د واده يوازېنى قانون وي او یوه ډله بې مړوښه د کورني ژوند له جوړېدو بې برخې شي؛ نو څوښځي د بې برخو ښځو حق دی او د واده شویو سړیو او ښځو پر غاړه یو ډول مکلفيت ګڼل کېږي.

د واده حق د بشري حقوقو خورا طبیعي حق دی. په هېڅ نوم هم بشر له دې حقه بې برخې کېدای نشي. د واده حق هغه حق دی، چې هر وګړی یې پر خپلې ټولنه لري.

لکه څرنګه چې د کار؛ خوړو، کور، ښوونې او روزنې او ازادۍ حق د بشر اصلي او لومړني حقوق دي او په هېڅ نوم یې ترې نشو اخستای؛ نو واده هم طبیعي حق دی او چې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو له سړیو ډېره شي؛ نو د یوښځې د واده د قانون انحصار له دې طبیعي حق سره په ټکر کې دی؛ نو دا قانون د بشر د طبيعي حقوقو پرخلاف دی.

دا خو په پخوا پورې اړه لري، اوس باید څه ووایو؟ د ګڼ ښځو د اجازې لاملونه او همداراز هغه لامل، چې ګڼ ښځي ته د ښځې د حق په نامه رسمیت ورکوي، په دې وخت کې شته که نه؟ که فرض کړو، چې دا لاملونه وي، د مخکېنۍ ښځې د حق په هکله دې څه ووایو؟

په ګڼ ښځي کې د ښځې حق

ګڼ ښځي، د ښځو د حق په توګه ګڼل کېږي. ددې ادعا اثبات ته دې دوه سریزې روښانه شي: یو داچې جوته شي، د غوڅو اوڅرګندو شمېرو له مخې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو سړیو ډېره ده او که داسې وي؛ نو د بشري او انساني حقوقو له اړخه به ددې لامل شي، چې بې برخې شوې ښځې به پر واده شويو سړيو او ښځو يو حق پيدا کړي.

د لومړۍ څرګندونې له مخې: له نېکه مرغه په دې برخه کې په نننۍ نړۍ کې نسبتاً سمې شمېرې شته. د نړۍ ټول هېوادونه په هرو څو کلونو کې یو ځل سر شمېرنه کوي. دا سر شمېرنې په ځينو پرمختللیو هېوادونو کې په دقیق ډول ترسره کېږي، نه یوازې داچې د نر او ښځې ټولیزه شمېره؛ بلکې په بېلابېلو عمرونو کې د دواړو جنسونو د نسبت شمېره ترې هم لاس ته راځي. د ساري په ډول: روښانېږي، چې له شلو تر څلورویشتو کلو د هلکانو او انجونو شمېره څومره ده او همدا شان د نورو عمرونه هم معلومېږي. ملګري ملتونه د نفوس شمېرنې په کلنۍ کې دا شمېرنې خپروي.

دې ټکي ته مو پام وي، چې زموږ ددې ادعا لپاره دا بسیا نه ده، چې د یو هېواد د نرانو او ښځو ټولیزه شمېره څومره ده، څه چې اړین او ګټور دي دا دي، چې واده ته چمتو د ښځو او سړیو د شمېرنې نسبت څومره ده. غالباً واده ته چمتو د سړیو او ښځیو نسبت د نرانو او ښځو له ټولیز نسبت سره توپیر لري، چې دوه لاملونه لري: یو داچې انجونې تر هلکانو ژر بلوغ ته رسي؛ ځکه معمولا د نړۍ په قوانینو کې د انجلۍ د واده قانوني عمر تر هلکانو ټیټ دی او په نړۍ کې ډېری ودونه د هغو سړیو او ښځو ترمنځ کېږي، چې سړی په منځني ډول پینځه کاله تر ښځې مشر وي.

بل بنسټیز او مهم لامل دا دی، چې تر هلکانو د انجونو زوکړه ډېره نه ده او احیاناً په ځینو هېوادونو کې د هلکانو زوکړه ډېره ده او داچې تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر دی؛ نو دا چار د واده په عمرکې انډول خرابوي او کله هم په څرګند ډول ډېرېږي او واده ته چمتو د ښځیو شمېره واده ته تر د چمتو له سړیو ډېرېږي او ممکن د یو هېواد نرانو ټوليزه شمېره د ښځو له ټوليزې شمېرې سره یو شان یا ترې پورته وي؛ خو واده ته چمتو پوړ؛ یعنې هغه پوړ، چې د واده قانوني عمر ته رسېدلي وي، پرعکس وي.

“اشلي مونتاګو” په خپل کتاب “ ښځه غوره جنس” کې بې ځايه هڅه کړې، چې سینګار ته د ښځې لېوالتیا له ټولنیزو لاملونو له کبله وښيي او په دې حقیقت منښته کوي، وايي: په ټول عالم کې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر سړیو لوړه ده.

تر دویمې نړيوالې جګړې روسته په المان کې نا واده شوې ښځې د قانوني مېړه او کورنۍ له درلودو بې برخې شوې، دوی رسماً د المان له دولته وغوښتل، چې د یوښځې قانون لغوه او ګڼ ښځي ته اجازه ورکړي، دولت د یو رسمي غوښتنې په ترڅ کې د “الازهر” له اسلامي پوهنتونه ددې کار فارمول وغوښت او بیا کلیسا له دې خبره شوه او له دې غوښتنې سره یې مخالفت او ځېل وکړ او ډېری ښځې یې له واده کولو بې برخې کړې او د ګڼ ښځي پر ځای یې فحشا خورېدنه غوره کړه، یوازې دلیل یې دا وه، چې دا فارمول ختیځ او اسلامي دی.

واده ته چمتو؛ تر سړیو د ښځو شمېر ډېره ده

ددې چار لامل څه دی؟ داچې تر هلکانو د انجونو زوکړه ډېره نه ده؛ نو ولې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر سړیو ډېره ده؟

لامل یې روښانه دی، د سړیو د سر زیان تر ښځو ډېر دی او دا زیان په هغه عمرونو کې پېښېږي، چې سړی باید د کورنۍ پالندوی وي. که ټولو پېښو ته ځیر شو؛ لکه جګړې، ورکېدنې، راپرېوتنې، تر خاورو لاندې کېدل، ټکرونه او نور؛ نو وینو چې په دې ټولو کې د سړي د سر زیان ډېر دی او ښځه پکې لږه تر سترګو کېږي. که د انسان له انسان سره یا له طبیعت سره مبارزه وي؛ نو دا سړی دی، چې پکې زیان ویني.

که یوازې جګړو ته ځیر شو؛ نو د تاریخ تر لومړۍ ورځې داسې ورځ نه وه، چې د نړۍ په څو برخو کې نښتې نه وي او سړیو ته پکې د سر تاوان نه وي اوختې، بسیا دي، چې پوه شو د ودونو په عمرکې دا انډول ولې له منځه ځي. د صنعت په پېر کې د جګړو د زیانونو شمېر د بزګرۍ تر پېره سل ګرایه دی. په دوو نړيوالو جګړو کې اویا میلونو انسانانو ته د سر زیان واوخوت او دا شمېره د هغو جګړو له زیانو سره برابره ده، چې په څو پېړیو کې شوي دي.

 ویل دورانت وايي:” ددې عادت (ګڼ ښځي) په له منځه تللو کې څو لاملونو لاس درلود، د بزګرۍ ژوند، چې ثابت حالت لري، چې د سړیو سختۍ یې راکمې کړې او ګواښونه هم راکم شول؛ ځکه د سړیو او ښځو شمېره سره برابره شوه. ”

د ویل دورانت دا خبر ه ډېره هېښنده ده، که د سړي د سر زیان یوازې له طبیعت سره په مبارزې پورې تړلى وي؛ نو په دې اړه د ښکار او بزګرۍ د پېرونو ترمنځ خورا توپیر دی، حال دا د سړي د سر زیان ډېری په جګړو کې و، چې د بزرګرۍ په پېر کې تر ښکار لږ نه وه او بله داچې سړي، ښځه تر خپلې څارنې لاندې نیوه او سخت او خطرناک کارونه یې پخپله کول؛ نو د ښکار د پېر په څېر د بزګرۍ په پېر کې هم دا انډول نه و.

ویل دورانت د ماشیني او صنعتي پېر نوم نه اخلي، حال دا په دې پېر کې د سړیو د سر زیان تر ټولو ډېر دی او دا انډول پکې له منځه تللی دی.

د رنځوریو پر وړاندې د ښځمنو ډېر مقاومت

 بل لامل، چې تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر دی، دا دی، چې د رنځوریو پر وړاندې تر ښځو د سړیو مقاومت لږ دی او دا موضوع د علم په پرمختګ سره موندل شوې ده او د رنځوریو له کبله تر ښځو د سړیو د سر زیان ډېر دی.

په یوه مقاله “ ښځه په سیاست او ټولنه کې” راغلي ول: ” له علمي اړخه د ښځې طبیعت د سړي په طبیعت غورای لري. د ښځې X کروموزم د سړي تر Y کروموزمه مزبوت دی؛ نو تر سړي د ښځې عمر ډېر دی، تر سړي د ښځې منځنې عمر ډېر دی، ښځه عموما تر سړي ښه روغتیا لري او د رنځوریو پر وړاندې یې مقاومت هم ډېر وي او ژر یې درملنه هم کېږي او د پېښو پر وړاندې یې مقاومت هم ډېر دی، په اوس وخت کې معلومه شوې، چې د نښتې پرمهال، تر سړي، ښځې ډېر ښه د زندان سختې زغملي دي، تقریباً په ټولو هېوادونو کې تر ښځو د سړیو ځان وژنې درې ګرایه دي. ”

د رنځوریو پر وړاندې د ښځې ډېر مقاومت ښايي ددې لامل شي، چې فرضاً یوه ورځ سړی، ښځه د جګړې ډګر ته راوباسي او خپل غچ ترې واخلي او خطرناکو چارو ته یې ورمخې ته کړي، چې د سر زیان یې لوړ شي؛ نو د رنځوریو پر وړاندې د ښځې ډېر مقاومت له لارې به دښځې او نر ترمنځ انډول بیاهم پاتې نشي.

دا ټول د لومړۍ سريزې په اړه ول، چې واده ته چمتو د ښځیو شمېره واده ته تر چمتو سړیو ډېره ده؛ نوجوته شوه، چې واقعاً دا شان حقیقت شته او دا هم جوته شوه، چې لامل یې څه و او دا لاملونه د بشر د تاریخ له پیله تردې دمه شته دى.

په څوښځي کې د ښځې حق

راځو دویمې سریزې ته. داچې واده ته چمتو د ښځیو شمېره واده ته تر چمتو سړیو ډېره ده؛ نو دا حالت ناواده ښځې ته “حق” او واده شویو ښځیو او سړیو ته “دنده” رامنځ ته کوي.

داچې واده د بشري حقوقو تر ټولو طبیعي حق دی، پکې شک نشته. هر څوک حق لري کورنى ژوند ولري، مېړه، ښځه او اولاد ولري؛ لکه څرنګه چې حق لري، کار وکړي، کور ولري، له ښوونې او روزنې برخمن شي، له روغتیا ګټنه وکړي او امنیت او ازادي ولري. ټولنه نه یوازې دا، چې ددې حقوقو په لاس ته راوړو کې دې خنډ رامنځ ته نه کړي؛ بلکې ددې حقوقو د لاس ته راوړو لاره چاره دې هم برابره کړي.

زموږ په اند د بشر د حقوقو د اعلامیې ستره نیمګړتیا دا ده، چې د واده حق ته یې پاملرنه نه ده کړې، دا اعلامیه د آزادۍ او امنیت حق، اغېزمنو ملي محاکمو ته د تګ حق، د تابعیت او ورته د شا کونې حق، له هر توکم و دینوال سره د واده حق، د مالکیت حق، د اتحادیې حق، د استراحت، فراغت ښوونې او روزنې حق یادوي؛ خو د واده د حق او د قانوني کورنۍ د درلودو د حق خبره پکې نه ده شوې.

دا حق په ځانګړي ډول د ښځې له اړخه ډېر اهمیت لري؛ ځکه ښځه د سړي تر درلودو مخکې کورنۍ ته اړتیا لري. مخکې مو وویل: ‏سړي ته واده ډېر توکیز؛ خو ښځې ته مانیز او عاطفي اړخ لري. که سړی کور له لاسه ورکړي؛ نو د فحشاء له لارې لږ تر لږه خپلې اړتیاوې پوره کولای شي؛ خو ښځې ته د کورنۍ اهمیت ډېر دی. که ښځه کور له لاسه ورکړي؛ نو د فحشاء له لارې نشي کړای، چې ان خپلې لږې مانیزې او توکیزې اړتیاوې هم برابرې کړي.

سړي ته د واده حق؛ یعنې د غریزې اشباعول، د مېرمنې درلودل او د قانوني اولاد درلودل دي؛ خو ښځې ته پر دې ټولو سربېره، واده؛ یعنې داچې د ملاتړي او د عواطفو د ډډې درلودل دي.

اوس د پورتنیو دو مقالو تر اثبات روسته:

۱- تر سړیو د ښځو شمېره ډېره ده.

۲- د واده حق یو طبیعي بشري حق دی.

پایله دا ده: که یوښځي د واده يوازېنى قانون وي؛ نو عملاً د ښځو ډېری ډلې له خپل طبیعي انساني حقه (د واده کولو له حقه) بې برخې کېږي. د ځانګړو شرايطو په درلودو، یوازې د ګڼ ښځي د قانون په سپارښتنه دي، چې دا طبیعي حق بېرته راژوندی کېږي.

دا د روڼ آندو مسلمانو مېرمنو دنده ده، چې خپل رښتینې شخصیت وپېژني او د ښځې له حقه حقوقو د ملاتړ په نامه، له اخلاقو څخه د ملاتړ په نامه، د بشر له کهوله د ملاتړ په نامه، د بشر تر ټولو د طبیعي حق په نامه، په ملګرو ملتونو کې د بشر د حقوقو کمیسیون ته دې وړاندیز وکړي؛ لکه څرنګه چې اسلام په سولیز-منطقي شرایطو کې ویلي؛ نو د ګڼ ښځي حق دې د بشر د حقوقو د حق په نامه په رسمیت وپېژني او له دې لارې دې ښځې او اخلاقو ته ستر چوپړ وکړي؛ نو دا دې ګناه ونه ګڼل شي، چې دا فورمول له ختیځه راغلی او لویديځ دې له ختیځه لاروي وکړي.

د راسل څرګندونه

برتراند راسل؛ لکه چې مخکې مو هم وویل، دې ټکي ته یې پام دی، که یوښځي د واده يوازېنى قانون وي؛ نو ډېری ښځې به بې برخې کړي؛ نو د هوارۍ لار وړاندیزوي؛ خو کومه لار؟ډېر ساده وايي: داچې دا ښځې له اولاد درلودو بې برخې نشي؛ نو اجازه دې ورکړ شي، چې سړي ښکار کړي او بې پلاره ماشومان دې راوړي او داچې ښځه دوه ځانې شي؛ نو دا مهال مادي مرستې ته اړتیا لري او د پلار د نفقې په نامه دې ورسره مرسته وشي او دولت ‏دې له دې اړخه د پلارځایناستی شي او له دا ډول ښځو سره دې وټیزې-اقتصادي مرستې وکړی. راسل وايي:” په اوسني انګلستان کې پر سړیو دوه میلونه ښځې ډېرې دي او د (یو ښځې) د دود له مخې دې تل ناواده پاتې شي، چې دا ورته ستر بې برخیتوب دی. پوره واده(یوښځي) د ښځو او سړیو د تقریبي برابرۍ پر فرض دی، په کوم ځای کې، چې برابري نه وي، د هغه کسانو په هکله ډېره دښمني کېږي، چې د ریاضي د حکم له مخې باید ناواده پاتې شي او که د ګن مېشتۍ په خیال کې وسو؛ نو دا دښمني بې له خصوصي اړخه، له عمومي اړخه هم جایزه ده. ”

دا د هوارۍ هغه لار ده، چې د شلمۍ پېړۍ یو فیلسوف یې د ټولنیزې ستونزې هوارۍ ته وړاندې کوي او د اسلام د هوارۍ لار مو هم وویله. اسلام وايي: دا ستونزه داسې هواره کړﺉ: هغه سړی، چې له مالي، اخلاقي او جسمي اړخه په تول پوره وي؛ نو دویمه ښځه دې وکړي او ددې او لومړنۍ ښځې او همداراز ددې ښځې او لومړنۍ ښځې ترمنځ دې هېڅ ډول تبعیض او توپیر نه کوي او لومړنۍ ښځه دې د ټولنیزې دندې په نامه دې ښځې ته له خپل حقه تېره شي او سرښندنه دې ورسره وکړي؛ خو د شلمې پېړۍ فیلسوف وايي: بې برخې ښځې دې د واده شویو ښځو مړونه ښکار کړي او هغه بې پلاره اولاد، چې له دې لارې زیږېږي، دولت دې يې پالنه وکړي. ددې شلمې پېړې د فیلسوف په اند واده ته د ښځې اړتیا یوازې له درې اړخونو ده: له جنسي اړخه، چې د ښځې په هوښیارتیا او دلربايۍ په ښه توګه برابرېدای شي، بل د اولاد له اړخه ده، چې د غلا له لارې برابرېدای شي او درېیم له اقتصادي اړخه دی، چې د دولت له لارې دې چمتو شي. ددې فیلسوف په اند څه چې اهمیت نه لري دا دي، چې ښځه د مېړه صمیمانه عواطفو ته اړتیا لري، ښځه دې ته اړتیا لري، چې د سړي تر ملاتړ لاندې وي او ورسره یې اړیکه یوازې جنسي اړخ ونه لري. بله موضوع، چې ددې فیلسوف په اند اهمیت نه لري، د هغه ماشوم پرېشانه وضع ده، چې له دې لارې زیږېږي. هر ماشوم؛ بلکې هر انسان پېژندل شوي موروپلارته اړتیا لري. تجربې ښوولې: د بې پلاره ماشوم مور له داشان ماشوم سره مینه نه کوي. د مینې دا کمبود له کومه برابر شي؟ ایا دولت یې برابر ولای شي؟

ښاغلی راسل خواشینی دی، که وړاندیز یې قانوني نشي؛ نو ډېری ښځې به شنډې پاتې شي؛ خو په خپله “راسل” ښه پوهېږي، چې د انګلستان ناواده ښځې د داسې قانون د زغملو وس نه لري، عملاً یې په خپل سر د ناواده شویو او بې پلاره ماشومانو ستونزه هواره کړې او د رسنيو له مخې په هرو لسو انګرېزانو کې يو يې ارمونى دى.

ګڼ ښځي منع؛ خو همجنس بازي/ همنوږي روا ده؟

د انګلستان دولت د راسل د څرګندونې پرخلاف عمل وکړ، ددې پر ځای، چې د ناواده شویو ښځو تکلیف روښانه کړي او په سړیوکې ورته حق په پام کې ونیسي؛ نو داسې کار یې وکړ، چې ښځې یې نورې هم له سړیو بې برخې کړې او د همجنس بازۍ قانون یې تصویب کړ. اوسمهال په انګلستان کې ګڼ ښځي منع؛ خو همجنس بازي پکې روا ده.

خواشینې یم، چې ولې زموږ خلکو خپل منطق-سول له لاسه ورکړی دی؟ ولې ځوانانو او لوستو مو د شننې واک له لاسه ورکړی؟ولې یې ځان بایللى؟ داچې په خپل لاس کې یې مرغلره وي او د نړۍ له هغه کونجه خلک ووايي، چې په لاس کې دې مرغلره نه؛ بلکې مټاک غوز دی؛ نو دوى یې هرومرو مني او لرې یې غورځوي؛ خو که د پر دیو په لاس کې مټاک غوز وي او دوی ته وویل شي، چې دا مرغلره ده؛ نو مني یې او ورپسي لېوني سپېلني کېږي؟

 

ایا سړی د “څو ښځي” طبیعت لري؟

له دې به هک پک شئ، که واموورېدل، چې د لویديځو فیلسوفانو او ارواپوهانو دوديزه ګروهه دا ده، چې سړی له “څو ښځي” طبیعت سره پنځول شوى او یو ښځي یې د طبیعت پرخلاف ده.

ویل دورانت په خپل کتاب “د فلسفې خوندونه ۹۱ مخ” کې له جنسي اړخه د نننیو اخلاقي کړکېچونو په هکله لیکي: “ سړی، ذاتاً د څو ښځي طبیعت لري او یوازې تر ټولو مزبوت اخلاقي قیودات، بیوزلۍ، سخت کار او د خپلې مېرمنې کلکه څارنه کړای شي، یوښځي پر سړي وروتپي. ”

په یوه مقاله”ایا سړی طبیعاً خیانتکار دی؟” کې راغلي ول: ” المانی پروفیسر اشمید ويلي: د تاریخ په اوږدو کې سړی تل خیانتکار و او ښځه په خیانت پسې روانه وه، ان په منځنۍ پېړیو کې هم ۹۰ سلنه ځوانانو خپلې معشوقې بدلولې او ۵۰ سلنه واده ورته شویو سړیو له خپلو مېرمنو سره خیانت کاوه. نامتو امریکايي څېړونکي رابرت کینزي په خپل راپور کې کښلي: په خیانت او بې وفايۍ کې د امریکا ښځو او سړیو پر نورو ملتو پښه وراړولې ده. د سړي پرخلاف ښځه په مینه او خوند کې له تنوع لټونې بېزاره ده؛ ځکه ځینې وخت د سړي په چلن نه پوهېږي؛ خو سړی له تنوع لټونې خوند اخلي او هغه ته عاطفي او اروايي نه؛ بلکې جسمي خوند مهم دی. سړی تر هغه د عاطفي او اروايي چلن پېښې کوي، چې جسمي خوند یې نه وي ترلاسه کړی، یوه ورځ راته یو مخور ډاکتر وویل: د سړي پولیګام والی(تنوع دوستي او ګڼ غوښتنه) او د ښځې مونوګام والی( انحصارغوښتنه او یو پوهنه) یو څرګند چار دی؛ ځکه په سړي کې په میلونونو سپرمونه تولیدېږي، حال دا ښځه د چمتووالي پرمهال له تخمدانه یوازې یوه هګې تولیدوي. بې د کینزي له فرضیې، بده نه ده، چې ځان وپوښتو، ایاسړي ته دا ستونزمنه ده، چې وفادار اوسي؟ فرانسوی هانري دومنترلان ددې پوښتنې په ځواب کې لیکي: دا ورته ستونزمنه نه؛ بلکې ناشونې ده، یو ښځه یو سړي ته او یو سړی ژوند او ټولو ښځو ته پنځول شوی دی. که سړی له خپلې مېرمنې سره خیانت کوي، په دې ګرم نه دی، پنځون او طبیعت ګرم دی، چې د خیانت ټول لاملونه یې پکې رامنځ ته کړي دي. ”

په یوه مقاله “په فرانسوي دود مینه او واده” کې راغلي ول: “ فرانسوۍ ښځې او مېړه پخپل منځ کې د بې وفايۍ مسله هواره کړې او ورته یې، قانون او حدود ټاکلي، که سړی له دې حدودو پښه هاخواکېنږدي؛ نو خیانت یې کوم باک نه لري، ایا سړی تر دوه کالو ګډ ژوند روسته وفادار پاتېدای شي؟ یقیناً نه!ځکه دا یې د طبیعت پرخلاف دي؛ خو د ښځو په هکله دا توپیر کوي او له نېکه مرغه هغوی له دې توپیره خبرې دي، که په فرانسه کې مېړه خیانت وکړي؛ نو ښځه یې نه خپه کېږي؛ ځکه ځان ته ډاډ ورکوي، چې مېړه مې یوازې خپل بدن بل وړى او احساس، روح او زړه یې زما دی. ”

بیولوژي پوه ډاکتر راسل لي وايي: داچې سړی په یوه ښځه قناعت وکړي؛ نو د کمیت-څومره والي له اړخه نه؛ بلکې د کیفیت- څومره والي له اړخه له نسل سره خیانت دی؛ ځکه که سړی په یوې ښځه قناعت وکړي؛ نو نسل به کمزوری شي، نسل په څو ښځي کې پياوړى کېږي.

زموږ په اند د سړي له طبیعته دا شان توصیف سم نه دی. ځانګړي ټولنیز حالتونه ددې اندیالو په ګروهه کې ونډه لري؛ نه داچې د سړي طبيعت داسې دى؛ البته مدعيان نه يو، چې ښځه او سړی له بيولوژيک او ارواپوهنيو اړخه ورته وضع لري، پرعکس ګروهن یو، چې توپیر لري او پنځون له دې توپیرو څخه موخه لري؛ نو د ښځې او سړي د انساني حقوقو تساوي ددې پلمه نشي، چې حقوق یې سره ورته او یک نواخته وګڼل شي. د یوښځي د روحیې له نظره په غوڅ ډول ښځه او سړی بېلابېلې روحیې لري. طبعاً ښځه یومړوخه ده او څو مړوخي یې د روحیې پر ضد ده. له مېړه څخه د ښځې د هیلو ډولونه له څو مړوخۍ سره اړخ نه لګوي؛ خو سړی د یوښځي طبیعت نه لري، په دې مانا، چې څو ښځې یې د روحیې پر ضد نه ده، د ښځې له وجوده، چې سړی کومې هیلې لري؛ نو څو ښځي ورسره نااړخه نه دى.

موږ له دې ګروهې سره مخالف یو، چې وايي د سړي روحیه له یوښځي سره اړخ نه لګوي؛ خو له دې څرګندونې منکر یو، چې وايي، تنوع ته د سړي لېوالتیا د سمونې وړ نه ده. موږ له دې ګروهې سره مخالف یو، چې سړي ته وفاداري ناشونې ده او یوه ښځه، یو سړي ته او یو سړی ټولو ښځو ته پنځول شوى دی.

زموږ په اند په سړي کې د خیانت لاملونه پنځون او طبیعت نه؛ بلکې ټولنیزو چاپېریالو رامنځ ته کړي دي. د سړي د خیانت مسئوول پنځون نه؛ بلکې ټولنیز چاپېریال دی. د خیانت لاملونه هغه چاپېریال رامنځ ته کوي، چې یو خوا ښځه هڅوي، خپل ټول هنر د پردي سړي ښکار ته وکاروي او بلخوا په دې پلمه، چې د واده قانوني بڼه یوازې یوښځي ده؛ نو واده ته چمتو په میلونو ښځې د ښځې او مېړه له ګډه ژوند بې برخې کوي او د سړي ښکار ته یې ټولنې ته استوي.

په اسلامي ختیځ کې مخکې تردې، چې د لویدیځ دود او آداب خواره شي، ۹۰ سلنه خلک رښتیني یوښځي وه، یوه شرعي مېرمن یې درلوده او کومه معشوقه یې نه درلوده، په رښتیني کلمه اختصاصي زوجیت په زیاترو اسلامي کورنیو واکمن و.

“څو ښځي” د یوښځي” د ژغورنۍ لامل

هک پک به شئ که ووایم، چې څوښځي په اسلامي ختیځ کې د یو ښځي د ژغورنې تر ټولو مهم لامل و. هو! که داسې شرایط راشي، چې ګڼ ښځي ته پکې اړتیا وي او واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو له سړیو ډېره شي او د داسې ښځو د واده حق پر رسمیت ونه پېژندل شي او هغه سړیو ته د څوښځي اجازه ورنه کړ شي، چې اخلاقي، مالي او جسمي وړتیا لري؛ نو د معشوقو ساتنه او ورسره مزې چړچې به د یو ښځي جرړه وچه کړي.

په اسلامي ختیځ کې له یوې خوا که ګڼ ښځي جایزه وه؛ نو بلخوا دومره برمتوونکي لمسونې نه وې؛ نو یوښځي په ډېری کورنیو واکمنه وه او د معشوقې ساتنې کار تردې نه و رسېدلی، چې ورته فلسفه جوړه شي او ووايي، چې سړي څو ښځي طبیعت لري او سړي ته یوښځي ناشونې ده.

ممکن وپوښتی: د پوهانو په ګروهه، چې د طبعیت قانون سړی، څوښځي ګڼي او د ټولنې د قانون له نظره ګڼ ښځي غندي؛ نو ددې دواړو قانونو ترمنځ د سړي دنده څه ده؟

ددې ښاغلیو په ښوونځي کې د سړي دنده روښانه ده: سړی دې قانوناً یوښځى او عملاً دې څوښځي وي، یوازې یوه قانوني او شرعي مېرمن دې ولري؛ خو څومره معشوقې یې چې زړه غواړي ساتلای یې شي. ددې ښاغلیو په اند د معشوقو ساتل د سړي، طبیعي، مشروع او څرګند حق دی او داچې سړی په ټول عمر کې یوازې په یوې ښځه بسنه کوي؛ نو دا یو ډول نامردي ده.

د ویینې اریزه څېره

ګومان کوم، چې ګران لوستونکیو به دا مسله درک کړي وي، هغه مسله څه ده، چې د څو ښځي له اړخه بشر ته نوموتې وه او ده. مسله دا نه ده، چې ایا یوښځي غوره ده که څو ښځي. داچې یوښځي غوره ده؛ نو اړنګ نشته، چې یو ښځي؛ یعنې کورنی اختصاص؛ یعنې داچې د ښځې او مېړه جسم او روح یو د بل دي. څرګنده ده، چې د مېړه او ښځې د ګډ ژوند روح، چې یووالی دی، په اختصاصي زوجیت کې په غوره او بشپړ ډول موندل کېږي.

هغه دوه لارې، چې بشر یې پر سر ولاړ دی دا نه ده، چې د یوښځې او څوښځې ترمنځ کوم یو یې غوره کړي. هغه مسله، چې بشر ورسره له دې اړخه مخ دى دا ده، چې د ټولنیزو اړتیاوو او په تېره، تر سړیو، واده ته چمتو د ښځو د شمېرې د ډېروالي له لامله، یو ښځي عملاً په خطر کې لوېدلې ده. داچې په ټولو کورنیو کې دې په مطلق ډول یوښځي وي؛ نو دا بې له افسانې بل څه نه دي. دلته دوه لارې لرو: یا داچې ګڼ ښځي رسمیت و مومي یا داچې د معشوقو ساتنه ډېره شي، په بله وینا: یا به څو متاهل سړي نورې ښځې وکړي، چې هرومرو له ۱۰ سلنو به یې شمېره پورته نشي او ناواده شوې ښځې به په کور شي او يا د معشوقو ساتنې لار پرانستل شي، چې په دې حالت کې به هر معشوقه له څو سړیو سره اړیکه ولري او ډېری متاهل سړي به عملاً څو ښځې ولري.

هو! دا د څوښځي د مسلې سمه بڼه ده؛ خو د لویدیځو لارو مبلغین چمتو نه دي، چې د مسلې سمه بڼه کړلار کړي، دې ته چمتو نه دي، چې حقیقت په ډاګه ووايي، دوی په رښتیا د معشوقو ساتنې پلویان دي او شرعي او قانوني ښځه په دې لار کې خنډ ګڼي او دا یوه هم زیاته ګڼي، دوه، درې یا څلور ښځې خو پرېږده، د واده له قیوداتو څخه په آزادۍ کې خوند لټوي‏؛ خو پخپلو خبرو کې ساده ګانو ته ښيي، چې موږ د یوښځي ملاتړي یو او په معصومانه لحن وايي، موږ ددې پلویان یو، چې سړى دې یو مېرمن ولري او باوفا دې وي، نه داچې څوښځې ولري او بې وفا وي!

د شلمې پېړۍ د سړي چل

د شلمۍ پېړۍ سړي په کورنیو حقوقو پورې اړوند چارو کې په دې توانېدلي، چې هر څه سرچپه وښيي او په ښایسته نو مونو؛ لکه تساوۍ او ازادۍ ښځه وغولوي او د ښځې پر وړاندې خپلې ژمنې راکمې او خپلې مزې چړچې ډېرې کړي؛ خو د ګڼ ښځي په مسله کې یې دومره بریا لاس ته نه ده راوړې.

زه د ځینو لیکوالو په اثارو کې د ګن ښځي په اړه داسې څه ګورم، نه پوهېږم، چې ساده توب دى که اغفال؟ یو یې کښلي وو: “ اوسمهال په پرمختللیو هېوادو کې د ښځې و مېړه اړیکې د متقابلو حقوقي دندو پر بنسټ دي او ښځې ته څوښځي په هر شکل او نوم دومره ستونزمنه ده؛ لکه سړی، چې وغواړي د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې خپل سيالان وزغمي. ”

زه نه پوهېږم له دې مسلې د داسې کسانو رښتینې انګېرنه همدا ده، چې هر څه سرچپه ښيي. ایا دوی رښتیا په دې نه پوهېږي، چې ګڼ ښځي له یوې ټولنیزې ستونزې راولاړه شوې، چې د واده شویو سړیو او ښځو په اوږو یې دروند بار ایښی دی او تر وسه ددې ستونزې هوارۍ ته له ګڼ ښځي غوره پيدا شوې نه ده؟ ایا نه پوهېږي، چې په پټو سترګو کوم شعارونه ورکوي؛ د یو درد درملنه هم نه ده، چې وايي:” یوښځي دې ژوندۍ وي او په څوښځي دې مرګ وي. ” ایا په دې نه پوهېږي، چې ګڼ ښځي د سړیو نه؛ بلکې د ښځو د حقوقو له برخې ده او د سړي او ښځې په مقابلو حقوقو پورې تړاو نه لري؟

خورا د خندا خبره خو دا ده، چې وايي: ښځې ته، ګڼ ښځي هماغومره ستونزمنه ده؛ لکه سړى، چې وغواړي د ښځې او مېړه په ګد ژوند کې خپل سيالان وزغمي.

سره له دې، چې دا ناسمه پرتلنه ده، ښایي په دې نه پوهېږي، نننۍ نړۍ په وار وار له سړيو غواړي، چې د خپلې ښځې د مینې درناوى دې وکړي او د ښځې او مېړه په ګډ ژوند کې دې خپل سيالان وزغمي. نننۍ نړۍ دا ناخوالې د حسادت، تعصب، فناتیزم او نورو په نامه غندي. کاش کې ځوانانو مو لږ تر لږه د هغو بهېرونو له ژورو هم خبر وای، چې په دې اړه په لویدیځ کې تېرېږي.

جوته شوه، چې ګڼ ښځي د سړي له ذاتي طبیعته نه؛ بلکې له ټولنیزې ستونزې راټوکېدلې ده. دا څرګنده ده که په هغو ټولنو کې، چې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر واده ته چمتو سړیو ډېره نشي؛ نو ګڼ ښځي به له منځه ولاړه شي یا به راکمه شي‏ او که داشان شرایط رامنځ ته شي، چې ښځې پکې بې مړونو پاتې نشي؛ نو په دې حالت کې ګڼ ښځي سمه او بسیا نه ده. دې موخې ته څو څیزونه اړین دي: لومړی ټولنیز عدالت، کار او بسیا ګټه، چې واده ته هر اړین سړی پرې کور جوړونې ته لاس پورې کړي او دویم د ښځې د ارادې ازادي او اختیار دی، چې پلار یا رور یې په زوره کوم شتمن ته نکاح نه کړي. دا څرګنده ده، که ښځه ازاده او اختيارمنه وي او غير متاهل سره یې د واده شونتیا وي؛ نو دا ښځه کله هم دې ته نه چمتو کېږي، چې بنه شي. دا د ښځې مشران دي، چې خپله لور خور د پیسو لپاره واده شوي شتمن ته په نکاح کوي او درېیم داچې لمسوونکي، کور وراني او برمتوونکي لاملونه ډېر نه وي. برمتوونکي لاملونه، ان متاهل ښځې د مړونو له کورونو د پردیو کورنو ته بوزي، پېغلې خو لا پر ځای پرېږده که ټولنه د سمونې په تکل کې وي او د رښتیني یوښځي د ژغورنې پلوۍ وي؛ نو د پورته ویل شویو دریو لاملو په ساتنه کې دې هڅه وکړي که نه د ګڼ ښځي د قانون منع به فحشاء ته لار پرانځي او بل کوم اغېز به ونه لري.

له مړونو د بې برخو شویو ښځو کړکېچ

که واده ته چمتو د ښځیو شمېره تر واده ته چمتو سړیو ډېره وي؛ نو د ګڼ ښځي منع له بشریت سره خیانت دی؛ ځکه دلته یوازې د ښځو حق تر پښو لاندې کېدو خبره نه ده او که یوازې همدا خبره وه، چې د ځینو ښځو حقوق تر پښو لاندې دي؛ نو بیا هم د زغم وړ ده، هغه کړکېچ، چې له دې لارې ټولنې ته رامنځ ته کېږي، تر بل هر کړکېچ خطرناک دی؛ لکه څرنګه چې کورنۍ تر بل هر مرکزه سپېڅلې ده.

ځکه هغه چې له طبیعي حقه بې برخې پاتېږي، د ښځې په نامه يو ژوندی موجود دی، چې ټول هغه غبرګونونه ښيي، چې بې برخې شوى ژوندى موجود يې ښيي؛ يو انسان دى، چې په ناکاميو کې اروايي عوارضو او روحي کينې لري، ښځه ده له خپلو ټول چلونو سره؛ د “حوا” لور ده، چې د “آدم غولونې” پوره واک ورسره دى.

 ښځه څه غنم او اوربشې نه دي که له لګښته ډېر شي؛ نو په سیند کې به یې واچوي او یا یې بدې ورځې ته زېرمه کړي، تشه خونه او کور نه دی که اړتیا ورته نه وه؛ قلف به يې کړې.

هو! ښځه یو ژوندی موجود دی، انسان دی، خپله حیرانووکي قوه به راښکاره کړي، چارې به ويجاړې او کورنۍ به ورانې کړي، کینې او غوټې به رامنځ ته کړي، د بشر به هغه وخت څه بده برخه وي، چې غریزه او کينه سره یو لاس شي.

له کورنیو بې برخې شوې ښځې به د سړي غولونې ته خپله روستۍ هڅه کوي، چې سړی هم په دې برخه کې ډېر ښويېږي. ایا مطلب به همدلته پای ته ورسي؟نه! تردې روسته د کوروالا ښځو وار دی. هغه ښځې، چې خپل مړونه په خیانت کې ويني؛ نو د غچ او خیانت فکر ورسره پیدا کېږي او دوی هم په سړي پسې ځي؛ نو ددې چار روستۍ پایله به څه وي؟پایله یې د “کینزي راپورت” په راپور کې راغلې وه، چې په یو جمله کې غورچاڼ شوې: ” په بې وفايۍ او خیانت کې د امریکا ښځو او سړیو پر نورو ملتو پښه اړولې ده. ”

 وینئ، چې یوازې د سړي په فساد او کوږوالي پای نه مومي، په پای کې ددې اور لمبه واده شویو ښځو ته هم رسي.

د ښځو د ډېروالي په برخه کې بېلابېل غبرګونونه

 تل په بشري ژوند کې د ښځې نسبي ډېروالی و؛ خو پر وړاندې يې غبرګونونه بېلابېل ول، چې ټولنې ته ستونزه رامنځ ته کوي. هغه ملتونه، چې روح یې له تقوا او پاکلمنۍ سره ډېر تړاو لري؛ نو د سترو اسماني ادیانو په مشرۍ یې دا ستونزه په ګڼ ښځي هواره کړې او هغه ملتونه، چې تقوا او پاکلمني یې له روحیو سره څه اړخ نه لګوي؛ نو دا یې فحشاء ته یوه وزله ګرځولې ده.

په ختیځ کې ګڼ ښځي نه د اسلام له دینه راټوکېدلې او نه په لویدیځ کې ورته شا کونه د مسیح په دین پورې اړه لري؛ ځکه په ختیځ کې تر اسلام مخکې هم ګڼ ښځي دود وه او شرقي ادیانو جایز ګڼلې وه او په اصل کې د مسیح په دین کې هم د ګڼ ښځي د منع په هکله کوم نص نشته او چې څه دي د مسیح په دین پورې؛ نه بلکې په لویدیځو ملتونو پورې تړاو لري. هغه ملتونه، چې د فحشاء پر لار تللي؛ نو یوښځي ته یې تر هغو ملتو ډېر تاوان رسولى، چې د ګڼ ښځي سپارښتنه کوي.

ډاکتر محمد حسین هیکل په خپل کتاب “ د محمد(صلی الله علیه وآله وسلم) ژوند” کې د قرآن عظیم الشان د آیتونو تر يادولو روسته د ګڼ ښځي په هکله لیکي: “ دا آیتونه په یوې ښځه بسنه غوره ګني او وايي، که وېرېږﺉ، چې په عدالت چلن نشئ کولای؛ نو یوه ښځه وکړﺉ. همداراز ټینګار کوي که په عدالت چلن نشی کولای؛ خو په عین حال کې په ټولنیز ژوند کې ممکن داسې پېښې رامنځ ته شي، چې ګڼ ښځي ته پکې اړ شئ؛ نوځکه یې هغه د عدالت په شرط روا ګڼلې ده. په هغو جګړو کې، چې مسلمانان مړه کېدل او ښځې یې کونډې پاتېدې؛ نو رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) په دې طریقه عمل کاوه، تر جګړو، عمومي رنځوریو او اړ دوړ روسته، چې په میلونونو انسانانو ته پکې د سر زیان رسي او ډېری ښځې بې مېړه پاتېږي؛ نو ایا په رښتیا ویلای شو، چې په یوښځي بسنه تر څوښځي غوره دي، چې په استثنايي حالت کې د عدالت په مراعاتولو سره روا ګڼل شوې ده؟ ایا لویدیځوال دا ادعا کړای شي، چې تر نړيوالې جګړې روسته په یوې ښځې بسنه عملاً پلې شوې ده؟

 

د څو ښځۍ ستونزې او نیمګړتیاوې

د ښځې او مېړه د ګډ ژوند نېکمرغي په خلوص، صمیمیت، تېرېدنه، سرښندنه او یووالي کې ده، چې دا هر څه په څو ښځۍ کې له خطر سره مخېږي.

د دوو میندو د اولادونو پر کړکېچن حالت سربېره، خپله د سړي له نظره د ګڼ ښځي مسوولیتونه دومره درانده او ستړي کوونکي دي، چې ورته مخ کول ټولو خوشحالیو او سوکالۍ ته شا کول دي.

هغه کسان، چې له ګڼ ښځي خوښ دي؛ نو په عمل کې له شرعي او اخلاقي مسوولیتو پښې سپکوي، یوې ته مخ او بلې ته شا کوي او د قرآن عظیم الشان په تعبیر “کالمعلقه” یې پرېږدي، څه چې دا سړى ورته ګڼ ښځي وايي، په واقع کې له ظلم او جنایت سره یوځای یو ډول یوښځي ده.

په خلکو کې یو لامل متل دی، ”خدای یو؛ نو ښځه هم یوه”. زیاتره سړي په همدې ګروهه وه او دي او که په رښتيا خوشحالي معيار او کچه ونيسو او مسله له وګړیز او شخصي اړخونو وسنجوو؛ نو سمه ګروهه ده او که د ټولو سړیو په هکله رښتیني نه وي؛ نو د زیاتره سړیو په هکله خو رښتیا ده.

که یو سړی وانګېري، چې له ټولو شرعي او اخلاقي مسوولیتو په منلو، ګڼ ښځي یې په ګټه ده او د سوکالۍ له اړخه به په دې برخه کې ګټنه وکړي؛ نو سخت تېروتي دي. څرګنده ده، چې د خوشحالۍ په برابرولو کې تر څو ښځۍ، یو ښځي غوراوي لري.

سمه څېړنه

ګڼ ښځي، چې له شخصي او ټولنیزو اړتیاوو راټوکېدلې؛ نو د سموالي او نه سموالي څېړنه یې په دې طریقه سمه نه ده، چې له یوښځي سره یې پرتله کړو.

سمه څېړنه یې په دې پورې اړه لري، چې لاملونه او ایجابوونکي موجبات یې په پام کې ونیسو او ووینو، چې ورته د نه پاملرنې ناوړه پایلې یې څه دي او بلخوا هغو مفاسدو ته هم پاملرنه وکړو، چې خپله له دې چارو راټوکېږي، بیا، چې د مسلې له دواړو خواوو کوم اثار او پایلې لاس ته راځي، ټولیزه محاسبه یې وکړو او یوازې په همدې صورت کې دا شان چارې په واقعي بڼه کړلار او تر څېړنې لاندې نیول کېږي.

توضیح ته یې یو مثال وایم. فرض کړﺉ غواړو، چې د اجباري عسکرۍ په اړه څرګندونه وکړو، که یوازې د کورنۍ د ګټو له اړخه ورته ولیدل شي؛ نو د عسکرۍ قانون ښه نه دی او څومره به ښه وي، چې دا قانون نه وي او سړی له خپل کوره ونه خوځي او د جګړې ډګر ته ولاړ نشي.

خو ددې مسالې دا شان څېړنه سمه نه ده او سمه یې دا ده، چې له کورنۍ څخه د غړي پر بېلوالي سربېره د عسکرۍ نشتوالې د هېواد د ګټو نه درلول دي. دلته سولیز-منطقي بریښي، چې د هېواد يو شمېر زلمي د عسکرۍ په نامه له هېواده دفاع او سرښندنې ته چمتو وي او کورنۍ یې د عسکرۍ له لامله رامنځ ته شوي کړختونه وزغمي.

مخکې مو د ګڼ ښځي د شخصي او ټولنیزو اړتیاوو او جایز والي په هکله خبرې وکړې اوس یې مفاسد او نیمګړتیاوې څېړو، چې ټوليزې محاسبې ته لار هواره شي او په دې ترڅ کې دا هم روښانه شي، چې موږ ګڼ ښځي ته په یو لړ نیمګړتیاوو هم منښته کوو، که څه ځینې نیوکې سمې نه ګڼو، چې روښانه به یې کړو. د ګڼ ښځي نیمګړتیاوې ډېرې دي او له بېلابېلو اړخو دې ویینې ته ورننوځو.

له اروايي اړخه

د ښځې او مېړه ګډ ژوند یوازې په توکیز-مادي او جسماني چارو او مالي ملاتړ پورې تړلی نه دی. که یوازې په دې پورې یې اړه درلودای؛ نو ګڼ ښځي د مخونې وړ وه؛ ځکه توکیزې او جسماني چارې په بېلابېلو وګړیو کې د ویش وړ دي.

د ښځې او مېړه د ژوند بنسټ، روحي او مانیزې چارې، مینه، عاطفه او احساسات ‏دي. د واده او د لوریو د نښلون مرکز زړه دی. مینه او احساسات هم؛ لکه د هر روحي چار په څېر د شننې او ویش وړ نه دي، په بېلابېلو کسانو کې یې نشو ویشلای، ایا دا شونې ده، چې زړه دوه برخې کړو نیمه برخه یې په یو او نیمه یې په بل ځای کېږدو؟ایا دا شونې ده، چې زړه دوو کسانو ته وسپارو؟مینه او ستاینه یکه شناسه ده، شریک او سيال نه پېژني، غنم او جوار نه دي، چې وتلل شي او هر یوه ته پکې برخه ورکړه شي. پردې سربېره، احساسات د کابو کېدو وړ نه دي. بنيادم د زړه په اختيار کې دى؛ نه زړه د بنيادم په اختيار کې؛ نو هغه څه د ویش او کابو کېدو وړ نه دي، چې د واده روح دی او انساني اړخ لري او د دوو انسانانو اړیکې له حیواني اړیکو بېلوي، چې حیواني اړیکې یوازې شهواني او غریزي دي؛ نو ګڼ ښځي محکومه ده.

زموږ په اند په پورته ګروهه کې لږ څه ښنده-اغراق شوى؛ ځکه دا رښتیا دي، چې د واده روح عاطفه او احساسات دي او دا هم رښتیا دي، چې د زړه احساسات د انسان په لاس کې نه دي؛ خو داچې وايي، احساسات د ویش وړ نه دي؛ نو دا شاعرانه انګېرنه او مغالطه ده؛ ځکه دلته خبره دا نه ده، چې ځانګړي احساسات دې د یو جسم په څېر دوه برخې کړي او هر یو ته دې یوه برخه ورکړي، چې وویل شي روحي چارې د ویش وړ نه دي؛ بلکې خبره د بشر په روحي ظرفیت کې ده. په څرګند ډول د سړي روحي ظرفیت دومره هم محدود نه دی، چې و نه کړای شي دوه مينو ته ځای ورکړي. سړی د لسو اولادونو پلار کېږي او له لسو خورا مینه کوي او ټولو ته سرښندنه کوي.

هو! یو څیز څرګند دی، چې مینه او احساسات د ګڼوالي په بڼه کې کله هم هغه لوړې څوکې ته نه رسي؛ لکه څرنګه په یووالي کې وي. د مینې او احساساتو لوړېدنه له ګڼوالي سره اړخ نه لګوي؛ لکه څرنګه چې له عقل او منطق- سول سره هم اړخ نه لګوي.

راسل په خپل کتاب “د ښځې او مېړه ګډ ژوند او اخلاق” کې وايي: “نن ډېری خلک مینه د احساساتو منصفانه مبادله ګڼي او همدا دلیل په یوازې ځان، بې له نورو دلیلونو، د ګڼ ښځي محکو موالي ته بسیا دی. ”

زه نه پوهېږم که د احساساتو مبادله منصفانه وي؛ نو ولې دې ځانتني– انحصاري وي؟ خو هغه پلار، چې له ګڼو اولادونو سره مینه کوي او هغوی هم له ده سره مینه کوي؛ نو د احساساتو دا مبادله یې منصفانه نه ده؟ اتفاقاً داچې اولادونه ګڼ دي؛ خو د اولادونو په پرتله، چې له پلار سره مینه کوي، له اولادو سره د پلار مینه ډېره ده.

هېښنده خو دا ده، چې دا خبره هغه کوي، چې تل مړونو ته سپارښتنه کوي، داچې مېرمن مو له کوم پردي سره مینه کوي؛ نو ته ددې مینې درناوی کوه او د مینې د اړیکو په منځ کې یې مه خنډېږه او ښځو ته هم دا شان سپارښتنه کوي. د راسل په ګروهه بیا هم د ښځې او سړي د احساساتو مبادله منصفانه ده؟

له روزنيز اړخه

ښځې ته تر بنې بل ستر دښمن نشته. څوښځي، مېرمنې یو د بل او ان د مېړه پر ضد پاڅون ته هڅوي او د ښځې او مېړه ګډ ژوند، چې له مینې او خلوصه ډګ دی، د جګړې، کینې او غچ پر ډګر بدلوي. د میندو ترمنځ کینه اولادونو ته یې هم غځول کېږي او په دوو یا څو ډلو ویشل کېږي. کورنی چاپېریال، چې د ماشوم د روحي روزنې، نېکۍ او لورنې لومړی روزنتون دی، د نفاق او نامردۍ د ښوونې پر مرکز اوړي.

داچې څو ښځي دا شان ټولو روزنیزو ناخوالو ته لار برابروي، په دې کې شک نشته؛ خو دې ته مو پام وي، چې دا اغېزې څومره د ګڼ ښځي له طبیعته او څومره د سړي او دویمې ښځې له چلنه راټوکېدلې دي. زموږ په ګروهه دا ټولې پرېشانۍ د ګڼ ښځي له طبیعته نه؛ بلکې د پلې کېدو له طریقې یې راټوکېدلي دي.

مېړه او ښځه خپل عادي ژوند تېروي او ناڅاپه مېړه په یو نظر کې د بلې ښځې تر اغېز لاندې راځي او له مخې سره د څو ښځي تکل کوي. له څو پټو لیدنو کتنو روسته دویمه مېرمن د لومړۍ مېرمنې کور ته راننوځي او مېړه او کور یې ترې په موټي کې نیسي او په حقیقت کې ژوند پرې تریخوي. دا ښکاره خبره ده، چې د لومړۍ مېرمن غبرګون به بې له غچ او کینې بل څه نه وي. ښځې ته تردې بل هېڅ هم خپه کوونکي نه دي، چې د مېړه له خوا یې سپکاوی وشي. ښځې ته تر ټولو ستره ماتې دا ده، چې احساس کړي، د مېړه په زړه ساتنه کې پاتې راغلې او ویني، چې څښتنولي یې بل چا په لاس کې نیولې ده. کله چې مېړه د خپلسرۍ او هوسرانۍ تکل کوي او دویمه ښځه د مېړه کور ته راننوځي، چې لومړۍ ښځه هم پکې ده؛ نو په داسې وختونو کې له لومړۍ ښځې د صبر او زغم غوښتنه بې ځایه ده.

خو که لومړۍ ښځه پوه شوه، چې مېړه یې “جواز” لري او ترې نه دى موړ شوی او څو ښځي ته مخه کول یې دې ته د شا کونې په مانا نه دي او مېړه هم د استبداد، خپلسرۍ او هوسرانۍ له اوښه راکوز شي او د لومړنۍ ښځې عواطفو او احساساتو ته ډېره پاملرنه وکړي او همداراز که دویمه ښځه دې ته پاملرنه وکړي، چې لومړۍ مېرمن هم حقوق لري، چې درناوی یې وشي او ورباندې تیرى کول جایز نه دي، په تېره، که ټول دې ته پاملرنه وکړي، چې د ټولنیزې ستونزې په هوارۍ کې برخه اخلي؛ نو په څرګند ډول دنننی تاوتریخوالی به راکم شي.

د ګڼ ښځي قانون د پراخ ټولنیز لیده راټوکېدلې، یو ډول پرمختللی د هوارۍ لار ده؛ نو پلي کوونکي یې هم باید په لوړه کچه فکر وکړي او له سترې اسلامي روزنې باید برخمن وي.

تجربې ښوولې په هغو ځایونو کې، چې سړي د خپلسرۍ او هوسرانۍ پر اوښ سپور نه وي او مېرمنې دا احساس کړي، چې مېړه یې دویمې ښځې ته اړمن دی، خپله رامیدان ته شوې او مېړه ته یې بله ښځه کړې او نو موړی خپګان او تاوتریخوالی هم پکې نه وه. دا خپګانونه ددې قانون په پلي کېدو کې زیاتره د سړیو له وحشیانه چلنه راټوکېږي.

له اخلاقي اړخه

وايي: ګڼ ښځي ته اجازه ورکول، شهوت ته اجازه ورکول دي او سړي ته اجازه ورکوي، چې په ځاني غوښتنو پسې یې ولاړ شي. د اخلاقو غوښتنه دا ده، څومره چې شونې وي انسان دې خپل شهوات راکم کړي؛ ځکه د انسان د طبیعت غوښتنه دا ده، څومره چې د شهوت دروازې پرانستي وي؛ نو لېوالتیا یې لاپسې ډېرېږي او د شهوت اور یې نورې لمبې هم وهي. منتسکیو په خپل کتاب “روح القوانین، ۴۳۴مخ) کې د ګڼ ښځي په هکله لیکي:”د مراکش پاچا په خپله حرمسرای کې له ټولو توکمونو؛ لکه سپین، ژیړ، او تورو ښځې درلودې؛ خو که دا له همدې شمېرې دوه ګرایه ښځې هم ولري؛ نو بیا به هم تاندې ښځې غواړي؛ ځکه د شهوت لمبې کله هم نه مړې کېږي او د زرو د لاس ته راوړنې حرص هم دا شان دی. ګڼ ښځي د طبیعت مخالف او ناوړه عمل او د (همجنس بازۍ) خورېدو ته لمن وهي او ښوونه یې کوي؛ ځکه د شهوترانۍ په ډګر کې هر عمل، چې له ټاکلو پولو ووت؛ نو د بې قاعده کړنو لامل ګرځي. په اسلامبول کې، چې اړدوړ شو؛ نو د واکمن په حرامسری کې، ان یوه ښځه هم نه وه؛ ځکه واکمن به د طبیعت خلاف په شهوت کې شپې او ورځې تېرولی. ”

دا نیوکه باید له دوو اړخو وڅېړو: یو داچې وايي، ښه اخلاق د شهوت له کړنو سره په ټکر کې دي او د نفس پاکوالي ته شهوت باید تر ممکن بريده راکم کړو او بله هغه اروايي آر دی، چې وايي، د انسان د طبیعت غوښتنه دا ده، چې څومره ډېر ورسره موافقت وشي؛ نو هومره سرغړاندى کېږي او چې څومره ورسره مخالفت وشي؛ نو هومره ارامېږي.

لومړی نظر: په دې اړه باید ووایم، چې دا ناسمه انګېرنه ده او له مسیحي اخلاقو، چې سټه یې ریاضت دی او له هندي، بودايي او کلبي اخلاقو راټوکېدلې ده. اسلامي اخلاق په دې سټه نه دي. د اسلام له نظره دا شان نه دي، چې څومره هم شهوت راکم شي؛ نو له اخلاقو سره لا اړخ لګوي او که صفر ته ورسي؛ نو سل په سلو کې اخلاقي دی. د اسلام له نظره اخلاق، په شهوترانۍ کې له افراط سره اړخ نه لګوي.

داچې پوه شو، ګڼ ښځي یو افراطي عمل دی که نه؛ باید ووینو، چې سړی بالطبع یو ښځى دی که نه. مخکې مو وویل، ښايي نن یو سړی هم ونه موندل شي، چې د سړي طبیعت په یوښځي پورې محدود وګڼي او څوښځي یو انحرافي او ښندیز- افراطي عمل وګڼي. پرعکس د ډېرو ګروهه دا ده، چې سړی څو ښځي طبیعت لري او د تجرد په څېر یوښځي هم د سړي د طبیعت پرخلاف ده.

که څه، موږ له دې څرګندونې سره مخالف یو، چې سړی څوښځي طبیعت لري؛ خو له دې څرګندونې سره هم موافق نه یو، چې سړی يوښځي طبیعت لري او څو ښځي یې د طبیعت پر ضد ده او د همجنس بازۍ په څېر له طبیعته یو ډول کوږوالی او د طبیعت مخالف عمل دی.

د منتسکیو په څېر کسان، چې ګڼ ښځي له شهوتپالۍ سره یو شان ګڼي او نظر یې پر حرامسرای بازیو دی، انګېرلي یې دي، چې د ګڼ ښځي د قانون له لارې اسلام غوښتي، چې د عباسي او عثماني خلفاوو حرامسرایو ته جواز ورکړي.

اسلام تر ټولو مخکې ددې کارو مخالف دی، ګڼ ښځي ته، چې اسلام کوم حدود ټاکلي، له هوسرانيو یې په ټولیز ډول آزادي اخستې ده.

دویم نظر: دا ګروهه وايي: د سړي طبیعت، چې څومره ارضا شي؛ نو په هومره سرغړاندى کېږي او چې څومره یې مخالفت وشي؛ نو هومره ارامېږي.

دا د هغې ګروهې پرخلاف ده، چې نن د “فروید” په پلویانو کې راپیدا شوې او ورته تبلیغات کوي.

فرویدویان وايي:” طبیعت د ارضاء او اقناع له لارې ارامېږي او که ورته شا شي؛ نو ډېرېږي. ” نو دا ډله سل په سلو کې د آزادۍ پلویان او په تیره بیا په جنسي چارو کې د ادابو او دودو د ماتونې غوښتونکي دي. کاش کې، چې منتسکیو ژوندی وای، چې نن یې فرویدیان څرنګه پر فرضیې ملنډې وهي.

د اسلامي اخلاقو له نظره دا دواړه ګروهې، خطا دي. طبیعت، حقوق او حدود لري، چې دا حقوق او حدود باید وپېژندل شي. طبیعت په دوو څیزونو سرغړاندى کېږي او ارامتیا یې له منځه ځي: یو د بې برخېتوب – محرومیت او بل د بشپړۍ آزادۍ له کبله، چې له مخې یې ټول قیود او حدود هاخوا شي.

په هر حال نه ګڼ ښځي د اخلاقو ضد او د روحي ارامتیا له منځه وړونکی او د نفس د پاکۍ مخالفه ده؛ لکه څرنګه چې مونستکیو یې وايي او نه په ښځې یا مشروعو ښځو قناعت د اخلاقو ضد دي؛ لکه څرنګه یې چې عملاً فرویدیان وايي.

له حقوقي اړخه

د واده د عقد له مخې ښځه او مېړه دواړه په یو بل پورې تړاو لري او یو د بل کېږي. د برخمنتوب-استمتاع هغه حق، چې په یو بل یې پیدا کوي، له دې مخې دی، چې د واده د عقد له لارې د مقابل لوري د مېړه او ښځې د ګډ ژوند د ګټو مالک شوی دی. له دې مخې په ګڼ ښځي کې لومړۍ مېرمن ده، چې لومړۍ درجه د حق خاونده ده. هغه معامله، چې د سړي او بلې ښځې ترمنځ کېږي، په حقیقت کې “فضولي” معامله ده؛ ځکه د ملاملې وړ توکي؛ یعنې د سړي د ښځې او مېړه د ګډ ژوند ګټې وار له مخه په لومړنۍ مېرمنې پلورل شوي دي او لایملک برخه یې ګڼل کېږي. نو هغه کس، چې په لومړۍ درجه کې یې نظر ته پاملرنه وشي او اجازه ترې واخستل شي، لومړۍ مېرمن ده؛ نو که د ګڼ ښځي د اجازې د ورکړې خبره وي؛ نو دا د لومړۍ مېرمنې په اجازې پورې اړه لري، په حقیقت کې دا لومړنۍ مېرمن ده، چې دا یې حق دی، د خپل مېړه په اړه هوډ ونیسي، چې بله ښځه وکړي که نه.

نو دویمه، درېیمه او څلورمه ښځه کول داسې دي؛ لکه سړی یو ځل خپل مال په بل وپلوري او همدا پلورل شوی مال د دویم، درېیم او څلورم ځل لپاره په نورو وپلوري. ددې ملاملې صحت د لومړني، دویم او درېیم مالک په خوښې پورې اړه لري او که عملاً د مال پلورونکی نو موړی مال نورو ته ورکړي؛ نو په غوڅ ډول به د سزا وړ وي.

دا نیوکه په دې ولاړه ده، چې د واده حقوقي طبیعت د ګټو راکړه ورکړه-مبادله وګڼو او د ښځې و مېړه هر یو یې د بل لوري د ښځې او مېړه د ګډ ژوند د ګټو مالک فرض کړو. زه اوس په دې اړه ویینه نه کوم. فرض به کړو، چې د واده حقوقي طبیعت هم دا وي؛ نو دا نیوکه هله پر ځای ده، چې ګڼ ښځي د سړي له خوا یوازې د تنوع او ساتېري بڼه ولري. څرګنده ده که د واده حقوقي طبیعت د مېړه او ښځې د ګټو راکړه ورکړه وي او ښځه له هر اړخه وسمنه وي، چې د ښځې او مېړه د ګډ ژوند ګټې برابرې کړي؛ نو په دې بڼه کې به سړی، ګڼ ښځي ته هېڅ جواز ونه لري؛ خو که د ساتېرۍ او تنوع اړخ ونه لري او سړی له هغو جوازونو یو یې ولري؛ لکه مخکې چې مو وویل؛ نو دا نیوکه پر ځای نه ده. د ساري په ډول: که ښځه شنډه وي او سړی اولاد ته اړتیا ولري او یا ښځه رنځوره او ګټنه ترې نه کېږي؛ نو په دا شان مواردو کې د ښځې حق د ګڼ ښځي خنډېدای نشي.

نو دا په هغه بڼه کې دي، چې د ګڼ ښځي جواز یوازې شخصي وي او په سړي پورې اړه ولري؛ خو که ټولنیز لامل موجود وي او د ګڼ ښځي سپارښتنه له دې کبله وي، چې تر سړیو د ښځو شمېره ډېره ده او یا داچې ټولنه ګڼ مېشتۍ ته اړتیا لري؛ نو دا نیوکه بله بڼه پیدا کوي. په داسې ځايونو کې ګڼ ښځي یو ډول دنده او کفايي فرض دی او هغه دنده ده، چې له فحشاء او فساده د ټولنې له ژغورنې او یا داچې د ټولنې ګڼ مېشتۍ ته دا چوپړ وشي. څرګنده ده، په کوم ځای کې، چې د دندې او ټولنیز تکلیف خبره وي؛ نو خوښه او اجازه اخستل مفهوم نه لري. که فرض کړو، چې تر سړیو د ښځو شمېره ډېره شوه یا داچې ټولنه ګڼ مرشتۍ ته اړتیا لري؛ نو دا د ټولو واده شویو ښځو او سړیو دنده او پرې کفايي فرض دی او د ټولنې لپاره د واده شویو ښځو یو ډول سرښندنه او تېرېدنه ګڼل کېږي؛ لکه د عسکرۍ وظیفه، چې کورنۍ خپل اولاد د ټولنې لپاره د جګړې ډګر ته لېږي؛ نو دلته ناسمه ده، چې له ذپ نفع اشخاصو او یا شخصه اجازه واخستل شي.

هغوى چې وايي، د عدالت او حق غوښتنه دا ده، چې ګڼ ښځي دې د لومړنۍ ښځې په اجازه وشي؛ نو یوازې د سړي د ساتېرۍ او تنوع غوښتنې له کونجه یې دې مسلې ته کتلي دي او ټولنیزې او وګړیزې اړتیاوې یې هېرې کړي دي. له بېخه که وګړیز او ټولنیزې اړتیاوې نه وي؛ نو ګڼ ښځي، ان د لومړۍ مېرمنې په اجازه هم منلوړ نه ده.

له فلسفي اړخه

 د ګڼ ښځي قانون د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ له هغه فلسفي آر سره په ټکر کې دی، چې په انسانیت کې د ښځې او سړي له تساوۍ راټوکېدلی دی. داچې ښځه او سړی دواړه انسان او برابر حقوق لري، یا باید دواړو ته اجازه ورکړل شي، چې څو مړونه او څو ښځې وکړي او یا یې یو هم اجازه نه لري. داچې سړي ته دې اجازه وي، چې څو ښځې وکړي او ښځې ته اجازه نه وي، چې څو مړونه وکړي؛ نو دا یو ډول تبعیض او د سړي نازونه ده. داچې سړي ته اجازه ورکول کېږي، چې څلور ښځې وکړي، په دې مانا دي، چې د یوې ښځې ارزښت د سړي له څلورمې برخې سره برابر دی. دا د ښځې د سپکاوي روستى ‌بريد دی او ان په ميراث او شهادت کې هم د اسلام له نظر سره په ټکر کې دی، چې د دوو ښځو شهادت او ميراث د یو سړي د ميراث او شهادت سره برابر ګڼي.

دا خورا کم عقله نیوکه ده، چې په ګڼ ښځي کېږي. ګواکې نیوکه کوونکیو د ګڼ ښځي ټولنیزو او وګړیزو اړتیاوو ته لږه پاملرنه هم نه ده کړې، انګېرلي یې دي، چې یوازې د هوس موضوع ده او بیا وايي، چې د سړي هوس ته خو پاملرنه شوې؛ خو د ښځې ته نه ده شوې؟

مخکې مو د ګڼ ښځي د لاملو او جوازو په هکله ویینه کړې ده.

 دلته همدومره وایم، که په ګڼ ښځي، شهادت او ميراث کې د اسلام فلسفه پر دې بنسټ وای، چې د ښځې سپکاوى دې وشي او حقوقو ته یې پاملرنه ونشي او اسلام په انسانیت کې او له انسانیته په راټوکېدليو حقوقو کې د سړي او ښځې ترمنځ توپیر کولای؛ نو په ټولو ځایونو کې به یې یو شان نظر ورکاوه؛ ځکه دا فلسفه په هر ځای کې یو شان حکم کوي، په یو ځای کې به یې نه و ویلي، چې ښځه دې د سړي نیم ميراث یوسي او په بل ځاې کې یې نه ویل، چې ښځه دې له سړي سره برابر ميراث یوسي او په بل ځای کې به یې نه ویل، چې سړی دې څلور ښځې وکړي او همداراز د شهادت په هکله يې هم په هر ځاى کې يې بېل حکم نه کاوه. له دې ټولو ښه پوهېدای شو، چې نورې فلسفې په پام کې نیولي دي، مخکې مو د ميراث په اړه وویل او همداراز په بله ویینه کې مو وویل، چې د اسلام له نظره په انسانیت او له انسانیته په راټوکېدليو حقوقو کې د ښځې او سړي د حقوقو برابري، د بشري حقوقو له الفباوو ځنې ده. د اسلام له نظره د ښځې او سړي په حقوقو کې تر برابرۍ پورته نور چارې هم شته، چې اړین دي په دقیقه توګه ومنل شي او پلي شي.

 

په څو ښځۍ کې د اسلام ونډه

 اسلام نه څوښځي اختراع کړه(؛ ځکه په نړۍ کې تر اسلام مخکې له پېړیو راهیسې وه) او نه یې نسخ کړه(ځکه د اسلام له نظره ټولنې ته ستونزې راپیدا کېږي، چې یوازې په ګڼ ښځي هوارېدای شي)؛ خو د ګڼ ښځي دود یې سم کړ.

محدودیت

لومړنۍ سمونه دا وه، چې محدوده- لنډه ګڼده یې کړه. تر اسلام مخکې ګڼ ښځي نا محدوده وه، یو سړي سل ښځې هم کړای شوې او حرمسرای یې ترې هم جوړولای شو؛ خو اسلام ورته حداکثر وټاکه او یو سړي ته یې اجازه ورنه کړه، چې تر څلورو ډېرې ښځې وکړي. په روایتونو کې د داسې کسانو نو مونه شته، حال دا اسلام یې هم منلای و؛ خو تر څلورو ډېرې مېرمنې یې درلودې او اسلام، دوی اړ کړل، چې تر څلورو زياتې پرېږدي. په دې کې یو “غیلان بن اسلمه” دی، چې لس مېرمنې یې درلودې او بل “نوفل بن معاویه” و، چې پینځه یې درلودې، د اسلام تر راوړو روسته رسول الله ورته حکم وکړ، چې لومړى دې شپږ او دويم دې یو ښځه هرومرو پرېږدي.

د امام صادق په وخت کې یو سړي اوه مېرمنې درلودې، امام صادق وپوښتل شو: څه ورسره وکړو؟ و یې ویل، دا سړى دې درې ښځې پرېږدي.

عدالت

بله سمونه، چې اسلام وکړه دا وه، چې عدالت یې شرط کېښووه او کله یې هم دا اجازه ور نه کړه، چې د مېرمنو او اولادونو ترمنځ یې تبعیض وشي. قرآن کریم په زغرده وايي:

((فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُوا فَوَاحِدَةً– خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي، چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت و نه كړاى شئ؛ نو يوازې يوه ښځه وكړئ))[30]

تر اسلامه مخکې په نړۍ کې عدالت ته هېڅ پاملرنه نه کېده، نه په مېرمنو کې او نه یې د اولادونو په منځ کې. په ساساني ایران کې ګڼ ښځي دود وه، چې د ښځو او اولادونو ترمنځ پکې عدالت ته پاملرنه نه کېده. یوه یا څو ښځې پکې غوره وې او د ښځو پاچايانې يې ورته ويلې او پوره حقوق یې درلودل او نورې یې چوپړګارې وې او لږې قانوني ګټې یې درلودې او ددې ښځو زامن که نران ول؛ نو په پلرني کور کې د زامنو په توګه منل کېدل او که انجلۍ وه؛ نو نه منل کېده.

اسلام دا ټول دودونه منسوخ کړل او دا اجازه یې ور نه کړه، چې یوه ښځه یا اولادونه دې لږ قانوني امتیازات ولري.

ویل دورانت په خپل کتاب ( د تمدن تاریخ) کې د ګڼ ښځي په هکله وايي: “که د چا شتمني به تدریجاً ډېرېده؛ نو سودایي کېده، چې شتمني یې وویشل شي او هر اولاد ته یې لږه برخه ورسي؛ نو دې به په خپلو مېرمنو کې توپیر کاوه، چې ميراث یې يوازې د اصلي ښځې اولادونو ته ورسي. ”

دا جمله ښيي، چې د مېرمنو او اولادونو ترمنځ یې توپیر په پخوانۍ نړۍ کې یو معمول دود و، ویل دورانت بیا وايي: “ تر اوسني کهوله د اسیا په لويه وچه کې د ښځې مېړه دود دا شان و، لږ لږ اصلي ښځې ځانګړی مقام و موند او نورې ښځې د سړي یا پټې معشوقې شوې یا له منځه ولاړې. ”

ویل دورانت دې ته پام نه دی کړى، یا یې نه غوښتل پام وکړي، چې څوارلس پېړۍ کېږي، چې د اسلام د سپېڅلي دین په رڼا کې په اسیا کې د اولادونو ترمنځ تبعیض منسوخ شوی دی. داچې یوه دې اصلي مېرمن وي او نورې دې پټې معشوقې وي؛ نو دا اسیايي نه؛ بلکې اروپايي دود دی. دا دود په اوس وخت کې له اروپا څخه اسیا ته راغلی دی.

په هر حال د ګڼ ښځي په هکله دویم کار، چې اسلام وکړ دا دی، چې د مېرمنو او اولادونو ترمنځ یې تبعیض له منځه یووړ.

چې په هره بڼه وي د اسلام له نظره د معشوقو ساتنه جایز نه ده. د اسلام علماء یوه خوله دي، چې په ښځو کې تبعیض په هېڅ نوم جایز نه دی. د فقې په ځینو برخو کې یې د ښځې د حق داسې مخونه کړې، چې له تبعیض سره اړخ لګوي. زما په اند پکې دې شک وشي؛ ځکه د قرآن کریم د آیت پرخلاف دي او رسول الله هم په دې هکله وايي: “ څوک چې دوه ښځې ولري او په عدالت ورسره چلن ونه کړي(یوې ته ډېر او بلې ته لږه پاملرنه وکړي) د قیامت پر ورځ به داسې محشور شي، چې خپل نیم بدن به په ځان پسې راکاږي، څو دوزخ ته ننوځي.”

عدالت تر ټولو ستر انساني فضیلت دی. د عدالت شرط په دې مانا، چې تر ټولو ستره اخلاقي قوه درلودل. داچې د سړي احساسات د ټولو ښځو پر وړاندې یو شان او په یوه درجه کې نه دي؛ نو عدالت ته پاملرنه او په ښځو کې له تبعیضه ډډه کول تر ټولو ستونزمن کار دی.

په دې ټول پوهېږو، چې رسول الله د خپل عمر په روستیو لسو کلونو کې ګڼې ښځې نکاح کړې؛ یعنې په مدینه کې، چې د اسلامي جګړو پېر و او په مسلمانانو کې ګڼې بې پالندویه ښځې موجودې وې. د آنحضرت(صلی الله علیه وآله وسلم) ډېری ښځې کونډې او پوخمنګې وې او له خپلو تېرو مړونو یې زامن نه درلودل، په دوى کې یوازې حضرت عایشه بي بي پېغله وه او؛ ځکه په دې ویاړېده او ویل یې:” زه يوازېنۍ مېرمن یم، چې بې له پېغمبره بل مېړه لاس نه دى راوړى. ”

رسول الله(صلی الله علیه وآله وسلم) د دوی ټولو په منځ کې تر روستي بريده عدالت ته پاملرنه کوله او هېڅ تبعیض یې پکې نه کاوه. “عروة بن زبیر” د حضرت عایشې بي بي خورى دی، داچې آنحضرت (صلی الله علیه وآله وسلم) له خپلو مېرمنو سره څرنګه چلن کاوه؛ نو په دې هکله یې خپله ترور وپوښتله، عایشې بي بي ورته وویل:”د رسول الله دود دا و، چې موږ یې یوه هم تر بلې غوره نه ګڼلو، له ټولو سره یې په عدالت او تساوۍ چلن کاوه، داسې ورځ به نه وه، چې ټولو ته به نه ورتله او پوښتنه به یې نه کوله، د هر یوې وار، چې و، د نورو به یې یوازې پوښتنه کوله او له هغې سره به يې شپه کوله، چې نوبت یې و، که د یوې وار به و او غوښتل یې چې بلې کره ولاړ شي؛ نو رسماَ یې اجازه غوښته، که به ورکړه شوه؛ نو تله ګنې نه تله. زه خپله داسې وم، چې اجازه یې راڅخه غوښته؛ نو نه مې ورکوله. ”

رسول الله، ان د رنځورۍ په حال کې، چې د خوځېدو وس یې نه درلود او له همدې رنځورۍ ومړ؛ نو په دې حالت کې يې هم عدالت ته پوره پاملرنه کوله. داچې عدالت او نوبت ته یې پوره پاملرنه کړي وي؛ نو هره ورځ یې بستره له یوې خونې بلې ته وړه؛ څو یوه ورځ یې ټولې راټولې کړې او اجازه یې وغوښته، چې په يوه خونه کې پاتې شي او ټولو اجازه ورکړه، چې د عایشې بي بي په کور کې پاتې شي.

حضرت علي (کرم الله وجهه) هغه مهال، چې دوه مېرمنې یې درلودې، ان که غوښتل یې چې اودس هم وکړي؛ نو د هغې ښځې په کور کې یې نه کاوه، چې نوبت یې نه و.

اسلام د عدالت شرط ته دومره په اهمیت ګوري، چې ان اجازه نه ورکوي، سړی او دویمه ښځه د عقد پرمهال يو له بل سره هوکړه وکړي، چې دویمه ښځه دې په نامساوي بڼه له لومړنۍ سره ژوند وکړي؛ یعنې د اسلام له نظره عدالت هغه دنده ده، چې سړی نشي کړای، له ښځې سره یې د مخکېنۍ هوکړې له مخې پښې ترې سپکې کړي. ښځه او سړی حق نه لري، چې په عقد کې دا شان شرط وتړي. دویمه ښځه یوازې دا کړای شي، چې عملاً له خپلو حقوقو تېره شي؛ خو نشي کړای دا شرط کېږدي، چې له لومړنۍ ښځې سره دې مساوي حقوق ونه لري. همداراز لومړنۍ ښځه هم عملاً په خپله خوښه له خپلو حقوقو تېرېدای شي؛ خو داسې کار نشي کړای، چې قانوناً دې حق ونه لري. امام باقر وپوښتل شو: ایا سړی له ښځې سره دا شرط کېښوولای شي، چې یوازې د ورځې هر وخت چې وغواړي ورته راتلای شي او په میاشت کې یو ځل یا په اوونۍ کې یوځل ورته راشي یا دا ورسره شرط کېږدي، چې د هغه بلې ښځې په څېر ورته پوره او برابره نفقه ور نه کړي او خپله ښځه په پیل کې دا شرطونه ومني؟

ورته یې وویل: ” نه! دا شان شرطونه سم نه دي، هر ښځه د واده په کولو که هرومرو د یوې پوره ښځې حقوق پیدا کوي، څه چې دي تر واده روسته هر ښځه کړای شي د مېړه راماتونې ته، چې یې پرېنږدي ‏یا په بل لامل، له خپلو ټولو یا نیمو حقوقو تېره شي. ”

ګڼ ښځي په دې شدید اخلاقي شرط، ددې پر ځای، چې سړي ته د هوسرانۍ وزله شي، د دندې د ترسره کولو بڼه اخلي. هوسراني او شهوتپالي یوازې هغه وخت وي، چې په پوره آزادۍ د زړه په غوښتنو پسې ولاړ شي او ځان زړه ته وسپاري او زړه هم ځان لېوالتیاوو او هیلو ته وسپاري. زړه او د زړه هیلې منطق او حساب نه مني. په کوم ځای کې، چې د انضباط، عدالت او د دندې خبره وي؛ نو هوسراني او ځاني غوښتنې له هغه ځایه خپل ټغر ټولوي؛ ځکه په اسلامي شرایطو کې ګڼ ښځي کله هم د هوسرانۍ لپاره وزله پېژندل کېدای نشي. هغوی، چې ګڼ ښځي د هوسرانۍ وزله کړې؛ نو ناروا عمل ته یې له اسلامي قانونه پلمه جوړه کړې ده. ټولنه حق لري، چې داسې کسانو ته سزا ورکړي او دا پلمه ترې واخلي.

عدالت ته د نه پاملرنې وېره

باید انصاف وکړو، هغوی، چې په اسلامي شرایطو کې په ګڼ ښځي کې عدالت ته پوره پاملرنه کوي؛ نو داسې کسان ډېر لږ دي. په اسلامي فقه کې راغلي: “که وېرېږې، چې د اوداسه اوبه دې بدن ته زیان رسوي؛ نو اودس مه کوه، که وېرېږې، چې روژه دې بدن ته زیان رسوي؛ نو مه یې نیسه. “

دا دوه لارښوونې په اسلامي فقه کې شته، تاسې ډیر وګړي وینئ، چې پوښتي: وېرېږم، چې اوبه راته زیان ورسوي اودس وکړم که نه؟ وېرېږم، چې روژه راته زیان راورسوي، و یې نیسم که نه؟ که څه، دا سمې پوښتنې دي او دا شان کسان دې اودس نه کوي او روژه دې نه نیسي.

خو د قرآن عظیم الشان نص دا دی: خو كه له تاسې سره دا اندېښنه وي، چې( له دې شمېر ښځو سره به) عدالت ونه كړاى شئ؛ نو يوازې يوه ښځه وكړئ.

نو په دې حال کې ایا تاسې په ټول عمر کې له چا اورېدلي، چې ووایي، غواړم بله ښځه وکړم؛ خو وېرېږم، چې پکې عدالت وکړای شم؛ نو و یې کړم که نه؟ ما خو نه دي اورېدلي، تاسې به هم نه وي اورېدلي، دا خو اسان دي زموږ خلک ګڼې ښځې کوي، په دې علم او هوډ، چې په عدالت به چلن ونه کړي او دا کار د اسلام په نامه هم کوي او پخپل دې ناوړه عمل اسلام بدناموي.

هغو، چې په ګڼ ښځي لاس پورې کاوه، که لږ تر لږه دا یو شرط خو یې درلودای؛ نو پلمې او نیوکې ته به څه ځای نه وه.

حرامسرایانې

بله موضوع، چې ددې لامل شوې، د اسلام په ګڼ ښځي نیوکې وکړي، د پخوانیو خلفاوو او سلاطینو د حرمسرایو درلودل دي. ځینې مسیحي لیکوالان او مبلغین، حرمسرایانې له ټولو هغو بې پتیو او ظلمونو سره یوځای، له اسلامي ګڼ ښځي سره يو شان معرفي کوي او داسې ښيي، چې په اسلام کې ګڼ ښځي؛ یعنې هماغه حرامسریانې، چې د تاریخ په اوږدو کې پخوانیو خلفاوو او سلاطینو دردلودې.

په خواشینې زموږ ځینې لیکوال هم، چې ټکى په ټکى د لویدیځوالو افکار او ګروهې بیانوي، چېرته چې هم د ګڼ ښځي نوم راشي؛ نو له حرمسرای سره یې برابر ګڼي. دوی دومره شخصیت او فکري خپلواکي نه لري، چې په منځ کې يې توپیر وکړای شي.

شرايط او نور امکانات

 د عدالت پر شرط سربېره، نور شرطونه او دندې هم د سړي پر غاړه دي، په دې ټول پوهېږو، چې ښځه مطلقاً پر سړي یو لړ مالي او د برخمنۍ حقوق لري. هغه سړی د څوښځي تکل کړای شی، چې مالي توان هم ولري، په یوښځي کې هم مالي شرط شته. جسمي او غریزي امکانات هم په خپل وار سره شرط او بل واجب دی. په کافي او وسایل کې له امام صادق رانقل شوي: ” که چا ګڼې ښځې وکړې او له جنسي اړخه یې غوښتنې پوره نه کړي او دا ښځې په ګناه لاس پورې کړي؛ نو د فحشاء ګناه یې د سړي پر غاړه ده. ”

ګرانو لوستونکیو! څو ښځي په جرړو او لاملونو پوه شو او داچې اسلام ګڼ ښځي ولې لغو نه کړه او څه شرایط او قیود یې ورته کېښوول؛ نو په دې هم پوره پوه شو. دا هم روښانه شو، چې اسلام نه دي غوښتي د ګڼ ښځي په سپارښتنه، د ښځې سپکاوى وکړي؛ بلکې له دې لارې یې د ښځې ستر چوپړ کړی دی. په هغو شرایطو کې، چې واده ته چمتو د ښځو شمېره تر سړیو لوړه شي، چې تل په نړۍ کې وه او اوس هم ده او ګڼ ښځي ته اجازه ور نه کړای شی؛ نو ښځه به تر ټولو په ناوړه بڼه کې د سړي لوبڅې شي، د سړي چلن به ورسره له یوې مینځې هم ناوړه وي؛ ځکه لږ تر لږه انسان د مینځې پر وړاندې دومر ژمن دی، چې اولاد یې خپل اولاد ګڼي؛ خو د معشوقې پر وړاندې خو دومره ژمنې بیخې نه لري.

نننی سړی او ګڼ ښځي

نننی سړی له ګن ښځي بېزاره دی ولې؟ یوازې دا خبره ده، چې غواړي له خپلې ښځې سره با وفا وي او په یوې ښځې قناعت کوي یا داچې خپل تنوع غوښتنې حس د ګناه له لارې اشباع کړي، چې ددې کار لارې چارې ورته په اسانۍ برابرېدای شي؟ وفا نه؛ بلکې ګناه نن د ګڼ ښځي ځای نیولای دی؛ ځکه نننی سړی له ګڼ ښځي سخت کرکجن دی، چې ژمنه او دنده ورته رامخې ته کوي.

پروني سړي که ګناه کوله؛ نو دومره د ګناه لارې ورته نه وې؛ نو اړ کېده، چې ګڼ ښځي پلمه کړي او خپله هوسراني پرې وکړي. په دې چې له ځینو ژمنو یې پښې سپکولې؛ خو د مېرمنو او اولادونو له ځینو مالي او انساني ژمنو یې رغید نه کېده؛ خو نننی سړی هېڅ الزام او زور نه ویني، چې د خپلو نه ختمېدونکیو ځاني غوښتنو پر وړاندې ان کوچنۍ ژمنه هم ولري؛ نو له ناچارۍ یې د ګڼ ښځي پر ضد پاڅون وکړ.

نننی سړی ډېر ژر خپلې معشوقې بدلوي او دې ته اړتیا نه لری، چې مهر، نفقه او یا طلاق ورکړي.

برتراند راسل د ګڼ ښځي سخت مخالف دی، وايي: “ د هغه د ژوند په لومړي پېر کې بې له خپلې نیا، دوو نورو ښځو ستره ونډه درلوده، چې یوه لومړنۍ “الیس” مېرمنه یې وه او بله یې د “اتولین” په نامه معشوقه وه، چې له مخورو ښځو وه او د شلمې پېړۍ له ډېرو لیکوالو سره اړیکې درلودې. ”

ښکاره ده، چې داشان کسان له ګڼ ښځي سره موافق نه دي؛ لکه همدې معشوقې یې له خپلې مېرمنې بیل کړ؛ ځکه د راسل له خولې لیکي: “ یوه ورځ ماسپښین په بایسکل ښار ته روان وم، ناڅاپي مې احساس کړه، چې الیس مې بدې راځي. ”

پاى

 

[1] ( د فلسفې خوندونه ۱۵۵-۱۵۹ مخونه)

[2] (یس/۴۰)

[3] (حدید/۲۵)‏

[4] (نساء/۱)

[5] ( نساء، نحل، روم)

[6] (اعراف /۲۰)

[7] (اعراف/۲۲)

[8] (اعراف/۲۱)

[9] ( بقره/۱۸۷)

[10] (انشقاق/۶)

[11] ( شمس/۷/۸)

[12] (تین/۴)

[13] “تاریخ تمدن” په ۵۷/۱

[14] (روم/۲۱)

[15] (نساء/۴)

[16] (نساء/۱۹)

[17] (نساء/۲۲)

[18] (نساء/۱۹)

[19] (نساء/۳۲)

[20] (نساء/۷)

[21] (نساء/۷)

[22] (نساء/۳۵)

[23] (نساء/۸۶)

[24] (بقره/۲۳۶)

[25] (حدید/۲۵)

[26] (بقره/۲۲۹)

[27] (بقره/۲۳۱)

[28] (کافي، ۲۰۵/۵)

[29] (نساء/۲۱)

[30] (نساء/۳)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست