ومو ویل : د بشر د حقوقو روح او بنسټ دا دی،چې انسان له یو ډول ذاتي حیثیت او شخصیت برخمن دی او په پنځونه کې ورته یو لړ حقوق او ازادۍ ورکړل شوي،چې په هیڅ ډول د سلب او انتقال وړ نه دي . ومو ویل : دا روح او دا بنسټ د اسلام […]
ومو ویل : د بشر د حقوقو روح او بنسټ دا دی،چې انسان له یو ډول ذاتي حیثیت او شخصیت برخمن دی او په پنځونه کې ورته یو لړ حقوق او ازادۍ ورکړل شوي،چې په هیڅ ډول د سلب او انتقال وړ نه دي .
ومو ویل : دا روح او دا بنسټ د اسلام او شرقي فلسفې د تایید وړ هم دی او څه،چې ددې اعلامیې له روح او تفسیر سره اړخ نه لګوي او بې سټې یې ښيي،هماغه تفسیرونه دي،چې د انسان او هستې په اړه یې د لویدیځ په ډېری فلسفي سیستمونو کې کېږي .
څرګنده ده،چې د انسانانو د رښتیني حقوقو پېژندو ته يوازېنۍ با صلاحیته مرجع د خلقت کتاب دی . په دې کتاب کې د انسانانو رښتیني ګډ حقوق او د یو بل پر وړاندې د ښځې او سړي حقوقي وضع ټاکل شوې ده .
عجیبه خو دا ده،چې سادګان کله هم دې ته چمتو نه دي،چې ستره مرجع په رسمیت وپېژني. د دوی په اند يوازېنى با صلاحیت مرجع د بشر هغه ډله وه،چې دا اعلامیه یې تنظیم کړې وه او نن په ټوله نړۍ واکمني کوي،که څه هم پخپله په عمل کې ددې اعلامیې موادو ته ژمن نه دي او نور هم نیوکې ته نه پرېږدي ؛خو موږ ځان ته دا حق ورکوو،چې د “بشر د حقوقو” په نوم نیوکه وکړو او د خلقت کتاب باصلاحیته مرجع ګڼو .
زه یو ځل بیا له درنو لوستونکیو بښنه غواړم،دا شان مسایل راڅپړم،چې لږ شان فلسفي رنګ لري او وچ ښکاري او ځینو ته ښايي ستړي کوونکي هم وي . زه خپله له دا شان مسایلو له اوڅاره-وړاندې کولو د امکان تر پولې ډډه کوم؛خو کله چاره نه وي او د ښځې د حقوقو له مسایلو سره د وچو فلسفي مسایلو تړاو ډېر وي .
د طبیعي حقوقو اړیکه او د طبیعت د موخې درلودل
زموږ په اند طبیعي او فطري حقوق له هغه ځایه راپیدا شول،چې د پنځونې دستګاه په روښانه لید او موخې ته په پاملرنې، ژوي د کمال پر لوري بیايي،چې د ژویو په وجود کې یې هم دا استعداد اغږلی دی .
هر طبیعي استعداد د “طبیعي حق” بنسټ دی او یو “طبیعي سند” ورته ګڼل کېږي . د ساري په ډول انسان لوست او ښوونځي ته د تګ حق لري؛خو “وري” دا حق نه لري،ولې؟
دا ځکه د لیک لوست او پوهې استعداد یوازې په انسان کې دی؛خو په پسه کې نشته . خلقت د انسان په وجود کې دا د غوښتنې سند ایښی دی او د پسه په وجود کې یې نه دی ایښی. د فکر کولو او رای ورکولو او ازادې ارادې حق هم انسان ته ورکړ شوی دی .
ځینې انګېري، د “طبیعي حقوقو” فرضیه او دا چې خلقت،انسان له یو ډول غوره حقوقو برخمن کړی؛نو دا یوه بابېزه – پوچه او ځانمنې ادعا ده او له ځانه یې باید لرې کړو او د انسان او غیر انسان ترمنځ د حقوقو له کبله هیڅ توپیر نشته .
نه! دا شان نه ده. طبیعي استعدادونه مختلف دي . خلقت،د ژویو هر ډول،د هغه په ځانګړي مدار کې ایښی دی او د هغه نېکمرغي یې هم په دې کې ایښې،چې په همدې مدار کې وګرځي.خلقت له دې کاره موخه لري او دا سندونه یې په تصادفي شکل او په بې خبري ډول مخلوقاتو ته نه دي ورکړي . د مقالو په دې لړۍ کې ددې مطلب د نور روښانه کولو ځای نشته .
د کورنۍ حقوقو جرړه او بنسټ،چې ويينه مو ده، د نورو طبیعي حقوقو په څېر یې باید په طبیعت کې وپلټو. طبیعي استعدادونه او هغه بېلابېل سندونه،چې خلقت سړي او ښځې ته ورکړي،ترې پوهېدای شو،چې سړی او ښځه یو شان حقوق او دندې لري که نه؟هېر مو نشي لکه څرنګه،چې مخکې مو هم وویل : ویینه مو د ښځې او سړي د کورني حقوقو تشابه ده نه تساوي یې .
ټولنیز حقوق
بشري وګړي بې له کورني چاپېریاله په ټولنه کې هم د یو بل پر وړاندې ټولنیز حقوق لري،چې هم مساوي وضع لري او هم مشابه وضع لري؛ یعنې لومړني طبیعي حقوق یې د یو بل پر وړاندې برابر او د یو بل په څېر دي،ټول د نورو په څېر حق لري،چې د خلقت له نعمتو ګټنه وکړي،دا حق،چې د یو بل په څېر کار وکړي،د ژوند په سیالۍ کې ګډون وکړي،ځان هر ټولنیز مقام ته نوماندولای شي او تر لاسه کولو ته یې له مشروعو لارو هلې ځلې کړای شي او ګرد حق لري،چې خپل علمي او عملي استعدادونه را برسېره کړي .
که څه هم په لومړنیو طبیعي حقوقو کې همدا تساوي د وخت په تېرېدو سره،هغوی د اکتسابي حقوقو له مخې له نابرابرې وضع سره مخ کوي؛یعنې ټول دا حق لري،چې کار وکړي او د ژوند په سیالۍ کې ګډون وکړي؛خو چې په دې سیالۍ کې د ګډون او دندې سرته رسولو خبره رامنځ ته شي؛نو ټول په سیالۍ کې یو شان نه وي . ځینې په کې ډېر استعداد لري او ځېنې کم،ځینې خواري کښ وي او ځېنې کم کاره، ځینې په کې د ډېر علم څښتن وي،ډېر نېکمرغه وي،هنر لري او له نورو تکړه وي؛نو اکتسابي حقوق یې د نا متساوي بڼې په توګه ځان ښيي او که وغواړو اکتسابي حقوق یې هم د لومړني طبیعي حقوقو په څیز یو برابر کړو؛نو تېری او ظلم به مو کړی وي .
د لومړني طبیعي ټولنیز حقوقو له مخې،ولې ټول وګړي برابر او یو شان وضع لري؟
دا ځکه چې د بشر د حالاتو څېړنه ثابتوي،چې بشري وګړي د طبیعت له مخې یو یې هم رئیس یا مرییوس نه دی پنځول شوی،یو هم کارګر،صنعتګر،ښوونکی،افسر، سرتېری یا وزیر دې نړۍ ته نه دی راغلی . دا د بشر د اکتسابي حقوقو له ګتو او ځانګړنو ځنې دي؛یعنې وګړي یې باید له ټولنې د وړتیا، استعداد،کار او فعالیت په رڼا کې واخلي او ټولنه هم د قراردادي قانون له لارې دا حقوق خپلو وګړیو ته وسپاري .
د سا کښو له ټولنیز ژوند (؛لکه د شاتو مچۍ) سره د انسان د ټولنیز ژوند توپیر په همدې کې دی . د ساکښو د ژوند جوړښت سل په سلو کې طبیعي دی،مقامونه او کارونه یې پخپل لاس نه؛بلکې طبیعت پکې ویشلي دي . د طبیعت له مخې ځینې یې رئیس او ځینې نور یې مریوس دي،ځینې کارګر،ځینې اینجنران او ځینې یې پوځي افسران پنځول شوي دي؛خو د انسان ټولنیز ژوند دا شان نه دی .
ځکه ځینو پوهانو په یوې مخې له دې زړې فلسفي څرګندونې انکار-نمښته وکړه،چې وايي، “انسان طبیعتاً ټولنیز دی” او انساني ټولنه یې سل په سلو کې “قراردادي” وپتیېله .
کورني حقوق
دا خو په ټولنه کې ول،په کورني چاپېریال کې څرنګه؟ ایا بشري وګړي په کورنيز چاپېریال کې هم د لومړني طبیعي حقوقو له مخې یو شان او ورته وضع لري او یوازې په اکتسابي حقوقو کې توپیر لري؟ یا دا چې په کورنیزه ټولنه کې؛یعنې هغه ټولنه،چې په کې ښځه، مېړه، موروپلار،اولادونه،ورورنه او خویندې اوسي ایا له بهر ټولنې سره د لومړنیو حقوقو له مخې توپیر لري او طبیعي قانون، کورني حقوق په ځانګړي ډول وضع کړي دي؟
دلته دوه فرضونه دي : یوه دا چې، ښځه او مېړه،پلار او زوی یا مور او زوی د نورو ټولنیزو اړیکو او په ملي یا دولتي موسسو کې د وګړیو د ګډکار په څېر،ددې لاملېدای نشي ،چې ځینې وګړي دې طبعاً ځانګړې وضع ولري . یوازې اکتسابي ګټې دي،چې یو یې رئیس،یو آمر او بل یې د امر پلی کوونکی وي،یو د میاشتې ډېر معاش او بل یې کم واخلي . مورولي،پلارولي او زوی ولي هم ددې لاملېدای نشي،چې هر یو دې ځانګړې وضع ولري او یوازې اکتسابي ګټې کړای شي،چې د یو بل پر وړاندې یې وضع وټاکي .
د همدې فرضیې له مخې یې”په کورني حقوقو کې د ښځې او سړی د حقوقو د تشابه” فرضیې ته په غلطه د “ حقوقو د تساوۍ” نوم ورکړی دی.ددې فرضیې له مخې ښځه او سړی د یو شان استعدادونو او اړتیاوو او د یو شان حقوقي سندو په درلودو،چې له طبیعته یې اخستي دي،په کورني ژوند کې ګډون کوي؛نو کورني حقوق دې د یو شان والي او ورته والي پر بنسټ تنظیم شي .
بل فرض دا دی،چې وايي : نه! لومړني طبیعي حقوق یې هم توپیر لري. مېړه توب ځانګړې دندې او حقوق لري او مېرمنتوب ځانګړې دندې او حقوق لري . مورولي،پلارولي او زوى ولي هم همدا شان دي،په هر حال د کورنۍ ټولنه له نورو شرکتونو او ټولنیزو ګډو کارونو سره توپیر لري. د “ د ښځې او سړي د کورني حقوقو د تشابه” فرضیه،چې اسلام منلې، د همدې آر پر بنسټ ده .
اوس به راشو دې ته،چې پورتنی کوم یو فرض سم دی او له کومې لارې کړای شو،ددې فرضونو په سموالي پوه شو؟
د کورنیزو طبیعي حقوقو بنسټ
دا چې لوستونکي له دې مطالبو ښه پایله واخلي؛نو مخکې مو وویل :
۱- طبیعي حقوق له هغه ځایه پیدا شوي،چې طبیعت یوه موخه لري او موخې ته په پاملرنې د ژویو په وجود کې استعدادونه ایښوول شوي او وړوالی ورکړل شوی دی .
۲- انسان،له دې امله،چې انسان دی د “ انساني حقوقو” په نامه ورته ځانګړي حقوق ورکړ شوي،چې څاروي له دا شان حقوقو برخمن نه دي .
۳- د طبیعي حقوقو د تشخیص د څرنګوالي لار یې پنځونې ته مراجعه کول دي . هر طبیعي استعداد د طبیعي حق لپاره یو طبیعي سند دی .
۴- ټول انسانان د مدني ټولنې له مخې طبیعي،مساوي او مشابه حقوق لري او توپیر یې یوازې په اکتسابي حقوقو کې دی،چې په کار او د دندې په سیالۍ کې په ګډون پورې اړه لري .
۵- دا چې بشري وګړي په مدني ټولنه کې طبیعي،مساوي او مشابه حقوق لري،لامل یې دا دی،چې د انسانانو د طبیعت د حالاتو څېړنه راښيي،چې د څارویو (؛لکه د شاتو د مچۍ) پر خلاف،هیڅ یو انسان طبیعتاً رییس یا مرییوس،کارګر،آمر،افسر یا سرتیری دې نړۍ ته نه دی راغلی . د انسان د ژوند جوړښت طبیعی نه دی،کارونه، مقامونه او دندې د طبیعت په لاس نه دي ویشل شوي .
۶- د ښځې او سړي د کورني حقوقو د تشابه فرضیه په دې ولاړه ده،چې د کورنۍ ټولنه د مدني ټولنې په څېر ده . د کورنۍ وګړي ټول یو شان او متشابه حقوق لري . ښځې او سړي د ورته استعدادو او اړتیاوو په درلودو په کورني ژوند کې ګډون کوي او له طبیعته یو شان سندونه لري . د خلقت قانون په طبیعي ډول هغوی ته جوړښت په پام کې نه دى نیولی او کارونه او مقاومونه یې په کې نه دي وېشلي .
خو د کورني حقوقو د نه تشابه فرضیه پردې بنسټ ده،چې کورنیزې ټولنې له مدني( بهرنیو) ټولنو سره توپیر لري . ښځه او سړی د مشابه اړتیاوو او استعدادنو په درلودو په کورني ژوند کې ګډون نه کوي او له طبیعته یو شان سندونه نه لري . د خلقت قانون هغوی په نامشابه وضع کې ایښي دي او هر یو ته یې ټاکلې وضع او مدار ایښی دی .
اوس به راشو دې ته،چې پورتنى کوم یو فرض سم دی او له کومې لارې کړای شو،د دې فرضونو په سموالي پوه شو.
دا چې کوم یو یې سم دی؛نو د پورتني مقیاس په درلودو به دا کار ستونزمن نه وي . د ښځې او سړي طبیعي اړتیاوو او استعدادونو یا په بله وینا : هغه طبیعي سندونو ته ورځو،چې د خلقت قانون ښځې او سړي ته ورکړي دي؛نو دا هر څه روښانېږي .
ایا کورنى ژوند طبیعي دی که قراردادي؟
مخکې مو وویل : د “انسان د ټولنیز” ژوند په اړه دوه څرګندونې دي: ځینې د انسان ټولنیز ژوند طبیعي ګڼي یا په بله اصطلاح : “مدني بالطبع” یې ګڼي . ځینې نور پر عکس ټولنیز ژوند یو قراردادي چار ګڼي،چې انسان د دننني لاملو له لارې نه؛بلکې پخپل اختیار او د بهرني اجباروونکیو لاملو تر اغېز لاندې غوره کړی دی .
د کورني ژوند په هکله څنګه؟ ایا دلته هم دوه څرګندونې دي؟نه! دلته یوازې یو نظر دی . بشري کورنی ژوند سل په سلو کې طبیعي دی؛یعنې انسان طبیعتاً “منزلي- کورنی” پنځول شوی دی . که فرض کړو،چې د انسان د “مدني” ژوند په اړه شکمن شو د “منزلي- کورني” ژوند د طبیعي والي په هکله یې اړنګ نشو کړای؛لکه څرنګه،چې ډېری ځناور،په دې چې طبیعي ټولنیز ژوند نه لري او له ټولنیز ژونده بې برخې دي؛خو د ښځې او مېړه طبیعي ژوند لري؛لکه کوترې او ځینې نور حشرات،چې د جوړې په بڼه ژوند کوي .
کورنی ژوند له ټولنیزه ژونده بېل دی .په طبیعت کې داشان تدابیر په پام کې نیول شوي،چې طبیعتاً انسان او ځینې ځناور د کورني ژوند جوړولو او اولاد راوړو ته لېوالتیا لري .
تاریخ داشان پېر نه راښيي،چې پکې انسان کورنی ژوند ونه لري؛یعنې ښځه او سړی دې بېل بېل ژوند ولري،یا دا چې په وګړیو کې جنسي اړیکه عمومي او اشتراکي بڼه ولري . د ننني پېر وحشي ټبرونه،چې د پخواني بشر د ژوند بېلګه ده، هم دا شان نه دي.
د پخواني بشر ژوند که د “مورواکۍ” یا “پلار واکۍ” په بڼه و؛خو کورنی ژوند یې درلوده .
د څلورو پېرونو فرضیه
دا حقیقت ټول مني،چې مالکیت په لومړیو کې اشتراکي بڼه درلوده او اختصاص-ځانګړلي وروسته پیدا شوی؛خو په جنسیت کې کله هم دا شان مطلب نه و. دا چې په لومړیو کې بشري ژوند اشتراکي بڼه درلوده،علت یې دا دی،چې هغه وخت بشري ټولنه ټبریزه وه او د کورنۍ بڼه یې درلوده؛یعنې د ټبر خلکو،چې يو له بل سره ژوند کاوه،کورني عواطف یې درلودل؛ځکه یې د مالکیت له اړخه اشتراکي وضع درلوده . په لومړنیو پېرونو کې قانون،دود او عادت نه و،چې ښځه او سړی د یو بل پر وړاندې مسوول وګڼي،خپله طبیعت او طبیعي احساس هغوی دندو او حقوقو ته اړ کړي او کله یې هم ژوند او جنسي اړیکې بې قید او شرطه نه وې،همداشان هغه څاروي چې د “جوړې- جفت” په بڼه ژوند کوي،ټولنیز او قراردادي قانون نه لري؛خو د طبیعي قانون په حکم، حقوقو او دندو ته پام کوي او جنسي اړیکې او ژوند یې بې قید او شرطه نه دی .
مېرمن ”مهرانګیز منوچهریان” وايي : “د ټولنپوهنې له نظره، د ښځې او سړي ژوند د ځمکې په بېلابېلو برخو کې دا څلور پړاوونه وهي : ۱- طبیعي پړاو.۲- د سړي د واکمنۍ پړاو.۳- د ښځې د نیوکې پړاو.۴- د ښځې او سړي د حقوقو د تساوۍ پړاو.
په لومړي پړاو کې ښځې او سړي بې قید او شرطه، يو له بل سره جنسي اړیکي درلودې .”
ټولنپوهنه دا وینا نه مني . څه چې مني دا دي،چې حداکثر،په ځینو وحشي ټبرونو کې څو ورونه له څو خویندو سره واده کوي،ټول ورونه له ټولو خویندو سره جنسي اړیکي درلودې او اولاد یې هم په يو بل پورې اړه درلوده یا دا چې تر واده مخکې انجونو او هلکانو هیڅ محدودیت نه درلوده او یوازې واده محدود کړي ول او که په ځینو وحشي ټبرو کې جنسي وضع تر دې هم عمومي وه یا په اصطلاح ښځه “ملي” وه؛نو دې استثنايي بڼه درلوده او له طبیعي او عمومي وضع کوږوالی ګڼل کېږي .
ویل دورانت د “تاریخ تمدن” په ۵۷/۱ کې لیکي :
“واده د حیواني نیکونو له اختراعاتو مو و.په ځینو مرغیو کې داسې برېښي،چې هر مرغۍ یوازې پخپلې ښځې بسیا کوي .په ګوریلاو او اورانګوتانو کې د نر او ښځې اړیکه د نوزېږي د روزنې تر پایه دوام مومي او دا اړیکه له ډېرو اړخونو د ښځي او سړي له اړیکو سره ورته والی لري او چې کله هم ښځه ګوریلا وغواړي نر ته ورنږدې شي،په سخته رټل کېږي . ډاکتر “ساواژ” د ګوریلاو په اړه لیکي : (دا یې عادت دی،چې موروپلار یې تر ونې لاندې کېني او مېوې خوري او ماشومان یې ترې شاوخوا په ونو کې ټوپونه وهي .) د تاریخ په پاڼو کې د انسان تر راتګ مخکې د ښځې او سړي اړیکې وې . هغه ټولنې ډېرې لږې دي،چې په کې ښځه او مېړه نه وي؛خو که څوک ورپسې په لټه کې وي،دا شان ټولنې موندلای شي.”
موخه دا ده،چې بشر ته کورني احساسات یو طبیعي او غریزي چار دی،د عادت او تمدن د پایلې زېږنده نه ده؛لکه څرنګه چې ډېری ځناور په طبیعي او غریزي ډول کورني احساسات لري . همدا شان په بشر داسې هیڅ پیر نه دى تېر شوی،چې نران او ښځينه په ټولیز ډول بې له قید و شرطه او ژمنې،که څه هم هغه طبیعي ژمنه وي،ژوند وکړی . دا شان فرضي پېر له جنسي اشتراکیت سره یو شان دی،چې ان په لومړنیو پېرونو کې د مالي اشتراکیت پلویان هم دا شان ادعا نه کوي .
د ښځې او سړي د اړیکو په هکله د څلورو پېرونو فرضیه د مالکیت په اړه د سوسیالیستانو له څلورو پېرونو تقلید او پېښې کول دي . دوی وايي بشر : د مالکیت له اړخه څلور پېره تېر کړي،چې دا دي : د لومړي اشتراک پړاو، د فیوډالیسم پړاو، د کاپیټالیسم پړاو او د کمونیزم او سوسیالیسم پړاو،چې دا وروستی پړاو په لوړه کچه لومړني اشتراک ته ورستنېدل دي .
اوس به راشو د ښځې او سړي د کورني حقوقو طبیعت ته،چې دلته دوه څیزونه باید په پام کې ونیسو: یو دا چې ایا ښځه او سړی د طبیعت له اړخه اړپېچونه- اختلافونه لري که نه؟ په بله وینا : د ښځې او سړي توپیر یوازې په جنسي غړیو کې دی که نه اړپېچ یې تر دې هم ژور دی؟ بل دا که نور اړپېچونه او توپیرونه دي، ایا همدا اړپېچونه او توپیرونه یې د حقوقو او دندو په ټاکنه کې اغېرمن دي که نه، یا دا چې دا اختلاف په رنګ او نبیره کې دی او د بشر په حقوقي طبیعت پورې اړه نه لري .
ښځه په طبیعت کې
په لومړۍ برخه کې ګومان نه کوم،چې د ویینې ځای وي . که څوک په دې اړه مطالعه ولري؛نو پوهېږي،چې د ښځې او سړي توپیر یوازې په جنسي غړیو پورې اړه نه لري . که څه خبره هم وي،هغه دا ده،چې دا توپیرونه د ښځې او سړي د حقوقو او دندو په ټاکنه کې اغېزمن دي یا نه ؟
اروپایي پوهانو او څېړونکیو،لومړۍ برخه په ښه توګه بیان کړې ده . د ژوندي،اروايي او ټولنیزو مطالعاتو په برخه کې ددې پوهانو ځېرنې، اړنګ ته لږ ځای هم نه دی پرېښی . څه چې دې پوهانو ورته لږه پاملرنه کړې دا ده،چې دا توپیرونه د کورني حقوقو او دندو په ټاکنه کې اغېزمن دي او له دې مخې ښځه او سړی له نا ورته – نامشابه وضع سره مخوي .
د فیزیولوژۍ او بیولوژۍ کارپوه او جراح، فرانسوی “الکسیس کارل” په خپل کتاب” انسان ناپېژندل شوی موجود” کې په دواړو برخو منښته-اعتراف کوي،وايي: د پنځونې د قانون په حکم ښځه او سړی متفاوت پنځول شوي او دا توپیر او اختلاف يې دندې او حقوق سره توپیر او بیلوي .
هغه په خپل کتاب کې د “ جنسي کړنو او تولید مثل” په برخه کې وايي:” هګۍ او زیلانځونه د کړنو پراخه لمن لري . لومړی دا چې نر او ښځې حجرې جوړوي،چې ددې دواړو يوځای کېدنه نوى موجود رامنځ ته کوي . په عین حال کې داسې مواد ترشحوي او وینې ته یې لېږي،چې په انساجو،غړیو او شعور کې مو د ښځې یا سړي د جنس ځانګړنې راښکاره کوي . همداشان ټولو بدني کړنو ته مو شدت وربښي . د هګیو ترشحېدنه د زړورتیا،دړدوپړې-جوش او خروش،خوښې او زورزیاتي لامل ګرځي او دا هماغه ځانګړنې دي،چې جنګي غويې په پټي کې له قولبه کوونکي غويي بېلوي . دا شان زیلانځ هم د ښځې پر وجود اغېز کوي . د ښځې او سړي ترمنځ توپیر یوازې په جنسي غړیو او د ښځې د لنګوال پورې اړه نه لري؛بلکې ژورعلت لري،چې له تناسلي غدد کیمیاوي مواد په وینه کې ترشحېږي او ترې منځ ته راځي . دې اصلي ټکي ته د نه پاملرنې له کبله د ښځې د خوځښت پلویان انګېري،چې دواړه جنسونه کړای شي یو شان ښوونه او روزنه تر لاسه کړي او یو شان کارونو،اختیاراتو او مسوولیتونو ته ور اوږه شي . په حقیقت کې ښځه په ډېرو ځایو کې له سړي سره توپیر لري . د بدن یوه یوه حجره، عضوي دستګاګانې په تېره بیا عصبي لړۍ پر ځان د خپل جنس نښه لري . د ستوریو د قوانینو په څېر د فېزیولوژۍ قوانین هم د بدلون وړ نه دي، دا ناشونې ده،چې انساني لېوالتیاوې په کې لار پیدا کړي؛لکه څرنګه چې دي،موږ مجبور یو هماغسې یې ومنو.ښځې باید د خپلو طبیعي نعمتونو لمن د خپلې ځانګړې خټې په لار کې ولګوي او له سړیو دې په دې لار کې په پټو سترګو پېښې ونه کړي . د بشریت د بشپړتیا په لار کې د دوی دنده تر سړیو ډېره ستره ده او هسې دې یې شا ته نه اچوي .”
د سړي د تومنې او د ښځې د تخمک پیدا کېدل او دا چې دا دواړه سره یو ځای کېږي او د نر پر خلاف د ښځې وجود د نسل تولید ته اړین دی او دا چې دوه ځاني- امیندواري د ښځې جسم او روح بشپړوي؛تر دې توضیحاتو وروسته “کارل” د څپرکي په پای کې وايي :
“پېغلو ته هماغه فکر،هماغه ژوند او فکري جوړښت او هماغه ارماني موخه نه ښايي په پام کې ونیول شي؛لکه څرنګه چې هلکانو ته معمول ده. د ښوونې او روزنې کارپوهان دې د ښځې او سړي اروايي او عضوي اختلافونه او طبیعي دندې په پام کې ونیسي او دې بنسټیز ټکي ته پاملرنه د راتلونکي تمدن په جوړولو کې خورا اهمیت لري.”
لکه چې وینئ،دا ستر دانشمند هم د ښځې او سړي طبیعي توپیرونه بیانوي او هم ګروهمن دی،چې دا توپیرونه د حقوقو او دندو له مخې ښځې او سړی په نامشابه- نا ورته وضع کې ږدي .
سرچینه : نظام حقوقي زن در اسلام، لیکوال مرتضی مطهري
-
ټیګونه:
- www.andyal.com