تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د ګناه اروايزې لارې چارې اروايیز حالتونه هم ګناه ته لار هواروي. انسان د مصنوعي او دروغجنو کړاوونو او دباوونو له کبله او يا هم د ناسمو ګروهو پر بنسټ ځانګړى ناوړه اواییز حالت پيدا کوي او همدا ارواييزې پېښې د ډول ډول ارواييزو ګناهونو لامل ګرځي. بېځايه دباوونه ،سختۍ او […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د ګناه اروايزې لارې چارې

اروايیز حالتونه هم ګناه ته لار هواروي. انسان د مصنوعي او دروغجنو کړاوونو او دباوونو له کبله او يا هم د ناسمو ګروهو پر بنسټ ځانګړى ناوړه اواییز حالت پيدا کوي او همدا ارواييزې پېښې د ډول ډول ارواييزو ګناهونو لامل ګرځي. بېځايه دباوونه ،سختۍ او ذلت ته غاړه کېښوول او د ملا ټپونې پرځاى دانسان سپکاوى، په انسان کې رخه پيدا کوي او چې رخه يې پيدا کړه؛ نو خطرناکو ګناهونو ته به لار هواره کړي. ددې موضوع د څېړنې لپاره بايد لاندې موضوعاتو ته پاملرنه وشي :

١- د انسان وګړه یا شخصیت او عزت .٢- د انسان د وګړې یا شخصیت سپکاوى .٣- وټییز یا اقتصادي دباوونه او د غريزو لتاړل .٤- بېځايه او دروغجنې هيلې .

د انسان وګړه – شخصیت او عزت

په کايناتو کې انسان تر ټولو لوړه مرتبه لري. د اروا او بدن له اړخه- تر نورو ژویو له خورا ځانګړنو برخمن دى. د اسراء په سورت کې راغلي:

وَلَقَدْ كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ وَحَمَلْنَاهُمْ فِي الْبَرِّ وَالْبَحْرِ وَرَزَقْنَاهُم مِّنَ الطَّيِّبَاتِ وَفَضَّلْنَاهُمْ عَلَى كَثِيرٍ مِّمَّنْ خَلَقْنَا تَفْضِيلًا = [ او په رښتيا چې موږ بنيادم ته ډېر عزت وركړى دى او هغوى مو په وچه او لمده كې (پر سپرليو) سپاره كړي دي او هغو ته موږ له ډول ډول پاكو څيزونو روزي وركړې او هغوى مو پر خپلو ډېرو مخلوقاتو غوره كړي دي.]

انسان دوه ډوله کرامت لري : ذاتي کرامت او اکتسابي کرامت

(الف ) ذاتي کرامت :

په پورته آيت کې ذاتي کرامت ته اشاره وشوه او انسان پر ټولو ژویو او پرېښتو غوره دى او داسې ځانګړنې لري ،چې په بل ژوي کې نه دي ايښوول شوي.

(ب) اکتسابي کرامت :

دا کرامت د انسان په تقوى او نېکو کړنو پورې اړه لري . د حجرات سورت په ۱۳ آیت کې راغلي:

إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ = په حقيقت كې د خداى پر وړاندې ډېر عزتمن مو، ستاسې ډېر پرهېزګار دى

د انسان مرتبه دومره لوړه ده،چې خداى، پرېښتو ته حکم کوي چې آدم ته سجده وکړئ؛يعنې خداى ته دې د شکر سجده وکړي،چې داسې موجود يې پيدا کړ.[1]

د انسانانو د ښیون او روزنې غوره دود دا دی،چې ورته وګړه ورکړل شي او سپکاوى يې د بې لارېتوب او ګناه لپاره لارې هواروي. په آيتونو او روايتونو کې د انسان وګړې او ستریا ته ټينګه پاملرنه شوې ده .

د حضرت علي (ک) ويناوې دي چې وايي:

  • انه ليس لانفسكم ثمن الا الجنة فلاتبيعوها الا بها [2]= پوه شئ چې ستاسې د وجود بيه يوازې جنت دى او له جنته يې کم و نه پلورئ.
  • اَتَزعَمُ انّكَ جِرمٌ صَغير و فيك اِنطَوَى العالَمُ الاَكبر= انګېرې چې ته کوچنى ژوی يې؛خو ستا په وجود کې ستره نړۍ ايښوول شوې ده.
  • هلك امرؤ لم يعرف قدره = چا چې د ځان قدر و نه پېژانده؛نو پو پناه شو.[3]
  • (( پوه هغه دى ،چې خپل قدر وپېژني او ناپوه ته همدومره بس دى ،چې خپل قدر نه پېژني.
  • نعم العبد ان يعرف قدره و لا يتجاوز حده = هغه به غوره او نېک وي،چې خپل ارزښت وپېژني او له خپلې وګړې اخوا پښي و نه غځوي.[4]))

د انسان د وګړې یا شخصیت سپکاوى

مخکې د ګناه په کورني اړخ کې وويل شو،چې د انسان سپکاوى ګناه ته لار هواروي؛که انسان خپله وګړه وپېژني؛نو خپله ستره وګړه به پر کږو او ناولو لارو ککړه نه کړي او سره زر به پر لوټې بدل نه کړي .

امام زین العابدین وايي: ((من كرمت عليه نفسه هانت عليه الدنيا= څوک چې خپل درناوى وکړي؛نو د دنيا توکیزې- مادي چارې به ورته بې ارزښته ښکاره شي.[5]))

له دې روايته جوتېږي : که د انسان وګوه ولتاړل شي؛ نو د دنيا بې لاريو چارو ته به لار هواره کړي؛ خو که وګړه يې وساتل شي ؛نو انسان له دې چټلۍ ژغوري. د سپکاوۍ له کبله په انسان کې د نيمګړتيا او حقارت ننګېرنه راټوکېږي او په طبيعي توګه يې د ډول ډول ګناهونو پلو ته راکاږي .

پېغمبراکرم وايي:((لايكذب الكاذب الا من مهانة نفسه = دروغجن دروغ نه وايي؛خو دا چې په ځان کې ټيټوالى ننګیري.[6]))

حضرت علي (ک) وايي: ((نفاق المرء من ذل يجده فى نفسه= دانسان نفاق له هغه ذلت او نيمګړتيا ځنې راولاړېږى،چې په ځان کې يې ننګېري.[7])) (١٧٤)

د امام صادق ويناوې دې چې وايي:

  • ما من احد تكبر او تجبر الا من ذلة وجدها فى نفسه = هغوى چې ځان ذليل او نيمګړي ننګېري؛نو ځکه پېسمني – ځانمني دي او ښاڅمنۍ – کبر ته لاس اچوي.[8]
  • خداى،مومن ته ټولې چارې ورکړي؛خو دا يې نه دي ورکړي،چې ځان دې پرېوتې او دربړیا – ذليل کړي؛ آيا د خداى دې خبره ته يې پام نه دى، چې وايي: ولِلّهِ العِزّة و لرسوله و للمؤمنين (منافقون /٨) عزت د خداى، د هغه رسول او مومنانو دى.
  • والمؤمن ينبغى ان يكون عزيزاً و لايكون ذليلاً = ښه دا ده چې مومن ځارځپلی – ذليل نه؛بلکې عزتمن وي.[9] ))(١٧٧)

وټییز یا اقتصادي دباوونه او د غريزې لتاړل

وټییز کړاوونو، غريزو، نيمګرتياوو او غوښتنو ته نه پاملرنه، په انسان کې د نيمګړتيا رخه راټوکوي،د انسان په وجود کې ځينې غريزې ايښوول شوي،چې بايد په طبيعي او نیاومني -عادلانه توګه ځواب شي. افراط و تفريط د غريزو د سرکښۍ لامل ګرځي او لتاړل کېږي،چې دواړه حالتونه ګناه ته لار هواروي؛ هغوى چې په ژوند کې بسیا خواړه نه وي ليدلي؛نو د خوړو په ليدلو سره سملاسي پرې بريد کوي او ځان تر خولې مړوي. يو عالم خپل زده کړیال ته وويل : آرام ژوند وکړئ، پر ځان دباو مه راوړئ،د زده کړې په ترڅ کې پر ځان دباو راوړل، کېداې شي، تاسې دې ته اړ کړي چې له نورو تمه پيدا کړئ .

په هرحال ژون بايد په طبيعي توګه پرمخ ولاړ شي او د انسان روا غوښتنې و نه لتاړل شي. د ساري په ډول : د اسلام په اند قاضي بايد آرام ژوند ولري او له بيت الماله ورته بسیا معاش ورکړاى شي،چې بډې وانه خلې .

د سورت اعراف په ٣٢ آيت کې راغلي:

قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللّهِ الَّتِيَ أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ وَالْطَّيِّبَاتِ مِنَ الرِّزْقِ قُلْ هِي لِلَّذِينَ آمَنُواْ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا خَالِصَةً يَوْمَ الْقِيَامَةِ كَذَلِكَ نُفَصِّلُ الآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ = ( پېغمبره!) ووايه :((چا الهي ښكلا چې خپلو بندګانوته يې رايستلې ده او پاكه روزي حرامه كړې ده ؟!)) (ورته) ووايه :(( دا په دنيوي ژوند كې مؤمنانو ته دي ( كه څه هم نور پكې برخه لري؛خو) په قيامت كې به يوازې مؤمنانو ته وي.)) په دې توګه موږ ( خپلې) نښې پوهانوته ورښيو .

  څو نورو روايتونه ته کتنه

بايد د ښځې او اولادونو د ژوند پراخوالي ته پام وشي .

پېغمبرا کرم وايي :(( ليس منا من وسع عليه ثم قتر على عياله[10] = څوک چې پراخه ژوند لري ؛خو پرخپلې کورنۍ تنګسه راولي ؛نو له موږ به نه وي.))

روايت دى:(( ينبغى للرجل ان يُوسِّع على عَيالِه لِئلاَّ يَتَمنّوا مَوته [11] = غوره ده چې سړى د خپل کورنۍ ژوند لاپسې پراخه کړي، چې د کورنۍ غړي يې د مړيني هيله ونه کړي.))

امام صادق وايي : (( غوره ده چې انسان شپه او ورځ په څلورو برخو وويشي:په يوه برخه کې د خداى عبادت وکړي،په بله برخه کې د خپلو کړنو حساب وکړي،په بله برخه کې د خداى د مخلوقاتو په هکله فکر وکړي او په بله برخه کې دې د خوراک و څښاک چارو ته پاملرنه وکړي.[12]))

حضرت علي (ک) وايي:((انّ هذه القُلوب تَملُّ كما تَملّ الاَبدان فابتَغوا لها طَرائف الحِكَم[13] = زړونه هم؛لکه د بدنو په شان ستړي کېږي ؛نو زړونو ته تازه حکمتونه پيدا کړئ. ))

پايله دا چې د انسان اروا ځينې اړتياوې لري،چې بايد په مشروع توګه پوره شي او په جامو،خوراک او ژوند کې سوګتتوب ونشي.په هرڅه کې منځلاري غوره شي او د افراط و تفريط لارې د ناپوهانو کار وي او په غريزوکې د تفريط پرلار تګ د ارواييز غوټو او انحرافاتو لامل ګرځي .

 بې ځايه او چټي هيلې

بې بنسټه او چټي هيلې او همداراز انسان چې بې خوځښته او بې کړنې د پرمختګ او نيکمرغۍ واندونه – خيالونه لري؛نو معمولا دا ډول انسانان خيالي وي او هره ګناه کوي او وايي ، چې خداى ارحم الراحمين دى.دا راز هيلې نه يوازې د بشپړتيا لامل نه دي؛بلکې انسان له دنننه خالي کوي او په انسان کې د ګناه تخمونه شيندي، چې ناغیړي او لټي يې ښکاره بېلګې دي . د بقرې سورت په ٢١٨ آيت کې راغلي:

إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَالَّذِينَ هَاجَرُواْ وَجَاهَدُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أُوْلَئِكَ يَرْجُونَ رَحْمَتَ اللّهِ وَاللّهُ غَفُورٌ رَّحِيمٌ = [په حقيقت کې هغوى چې ايمان راوړى او هغوى چې هجرت كړى او د خداى په لار كې يې جهاد كړى؛ (؛نو) همدوى د خداى رحمت ته هيله من دي او خداى ډېر بښونكى لورونکى دى .]

په دې آيت کې(( هيله)) له (( ايمان))، ((هجرت)) او ((جهاد)) سره په څنګ کې راغلې ده .

 لړزوونکى داستان

طاووس يماني وايي : کعبې ته ولاړم؛ومې ليدل چې يو تن لمونځ کوي او په دعاګانو کې ژاړي .تر لمانځه وروسته ورنږدې شوم؛ومې ليدل چې امام زين العابدين دى؛ورته مې وويل: د رسول الله زويه ! په دې چې تاسې درې ځانګړنې لرئ؛ نو همدا به تاسې وژغوري؛خو بيا هم ولې ژاړې ؟او درې امتيازونه يې دا دي : تاسې د رسول الله ځوځات ياست او د رسول الله شفاعت درسره دى او د خداى رحمت هم پراخه دى. امام زين العابدين راته وويل : طاووسه ! تا د نسب خبره وکړه قرآن وايي:[ فَإِذَا نُفِخَ فِي الصُّورِ فَلَا أَنسَابَ بَيْنَهُمْ يَوْمَئِذٍ وَلَا يَتَسَاءلُونَ [14]= نوچې کله شپېلۍ وپوكل شي؛ نو پر هغه ورځ به د هغوى ترمنځ د خپلوۍ اړيكې نۀ وي او نۀ به يو بل پوښتي او نۀ به مرسته غواړي (؛ځكه چې هلته د چا له وسې څه پوره نه دي).]

خداى د شفاعت په هکله (انبياء \٢٨) وايي : [ وَلَا يَشْفَعُونَ إِلَّا لِمَنِ ارْتَضَى= د خداى اوليا د چا شفاعت نه کوي ؛خو دا چې پوه شي خداى ترې راضي دى.]؛نو شفاعت هم ما د خداى له وېرې نشي ژغورلى او قرآن د خداى د رحمت په هکله وايي (اعراف/۵۶): [إِنَّ رَحْمَتَ اللّهِ قَرِيبٌ مِّنَ الْمُحْسِنِينَ =په غوڅه توګه د خداى رحمت نېکانوته نږدې دى ] زه نه پوهېږم ،چې زه به نيک يم او که نه .

پايله دا چې د((ايمان)) او((صالح)) عمل تر څنګ بايد هيله من ووسو.

[ سرچینه ؛ ګناه پېژندنه، شیخ محسن قرآیتی]

 

[1] د سجدې حکم په بقره / 34 او اسراء / 61 او طه / 116 کې راغلی دی.

[2] نهج البلاغه، ۴۵۶ حكمت‏.

[3] نهج البلاغه، ۱۴۹ حكمت‏.

[4] نهج البلاغه، ۱۰۳خطبه، او ۱۶مه خطبه

[5] تحق العقول ، ۳۱۸ مخ

[6] بحار، ‏72 /‏249.

[7] غرر الحکم۲/ ۷۷۷

[8] اصول كافى ، ‏2 /‏312

[9] فروع كافي، ‏5 /‏64

[10] وسایل ۵/ ۱۳۵

[11] وسایل ۵/ ۱۳۵

[12] غرر الحكم، ‏1 /‏234

[13] غرر الحكم، ‏1 /‏234.

[14] مومنون/۱۰۱

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!