بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په روژه کې ښه کار : د روژې مياشت،چې راتله؛نو آنحضرت(ص) ټول اسيران ازادول او بېوزلیو ته يې خيرات ورکاوه . حقيقي بې برخې : فاطمه بي بي هم د روژې په٢٣مه شپه کې خپله کورنۍ خوب ته نه پرېښووه او داچې د کور وګړو ته يې خوب ورنشي؛نو خواړه […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
په روژه کې ښه کار :
د روژې مياشت،چې راتله؛نو آنحضرت(ص) ټول اسيران ازادول او بېوزلیو ته يې خيرات ورکاوه .
حقيقي بې برخې :
فاطمه بي بي هم د روژې په٢٣مه شپه کې خپله کورنۍ خوب ته نه پرېښووه او داچې د کور وګړو ته يې خوب ورنشي؛نو خواړه یې ورته کم ورکول او له ورځې يې ځان ددې شپې شوګيرې ته چمتو کول او ويل يې: بې برخې هغه دى،چې ددې شپې له خيره بې ګټې پاتې شي.
په رمضان کې ډېرعبادت :
د رمضان مياشت،چې راتله؛نو د خداى د رسول (رص) رنګ به واوخوت، لمونځونه يې زياتول او د خداى درشل ته يې په ډېر تضرع او زارۍ دعا کوله اوله خداى به وېرېدلى و.
له روژې مرسته غوښتل :
آنحضرت(ص) ته به،چې داسې څه راپېښ شول،چې غمجن به يې کړ؛نو په روژې نيوو او لمونځ کولو يې هواروه .
په خوږوخواړو روژه ماتى :
امام صادق (رح) وايي : د خداى رسول (ص) روژه پر حلوا ماتوله او که نه به وه ؛نو پر کجوره يې ماتوله او که دا دواړه به نه ول؛نو پر سړو اوبو یې روژه ماتوله .
پر اوبو او کجورو روژه ماتى :
امام باقر(رح) وايي : د خداى رسول پر “اسودين” روژه ماتوله.امام وپوښتل شو،اسودين څه دي؟ ویې ويل: يو يې وچې کجورې او اوبه دي او بل يې تازه کجورې او اوبه دي .
پر بوره يا کجوره روژه ماتول :
آنحضرت(ص) پرکجوره روژه ماتوله او که نه به وه ؛نو پر بوره يې دا کار کاوه.
روژه ماتي مخکې سنت :
حضرت علي (ک) وايي : د روژه ماتي ځنډول،د پيشنمي د خوړوو ځنډول او تر روژه ماتي مخکې د ماښام لمونځ کول سنت دي .
په روژه خوله کنځلې :
امام صادق (رح) وايي: د خداى رسول (ص) وويل:((خداى راته شپږځانګړنې خوښې نه کړې او زه هم هغه خپلو ځايناستو او لارويانو ته نه خوښوم ، چې يو يې هم په روژه خوله کنځلې او سپکې سپورې ويل دي .))
برکتي اوسنتي روژه ماتى :
یوه ورځ يو کس امام رضا (رح) ته وويل: نن مې په کجورو او د قبر پر خاورناست روژه ماتى وکړ.امام راته وويل:سنت او برکت دې سره يو ځاى کړ .
په کجوره روژه ماتى :
آنحضرت(ص) په يوه ګوټ اوبو يا شيدو يا څو کجورو روژماتى کاوه.
د روژه ماتي پرمهال دعا :
پېغمبر اکرم(ص) د روژه ماتي پر مهال ويل :((اللهم لک صمنا،وعلی رزقک افطرنا، فتقبله منا – خدايه!تا لپاره مو روژه ونيوه او ستا پر راکړي رزق مې ماته کړه؛نو روژه مو قبوله کړه،تنده ماته شوه،د بدن رګونه ډک شول؛خو د روژې ثواب پرځاى پاتې دی .))
د ذي الحجة په مياشت کې روژه :
د خداى رسول د ذي الجحې پر نهمه او په هره مياشت کې درې روژې نيوې
د رمضان په وروستۍ لسيزه کې عبادت :
حضرت علي (ک) وايي : د روژې د مياشتې وروستۍ لسيزه،چې رارسېده؛نو د خداى رسول (ص) خپله بستره ټولوله اوعبادت ته يې ملا تړله او ،چې د ٢٣مه شپه به شوه ؛نوخپله کورنۍ يې ويخه ساتله او هر يو ته،چې خوب ورتله پرمخ يې ورته سړې اوبه اچولې .
د شعبان په مياشت کې روژه :
حضرت علي (ک) وايي : د شعبان په مياشت کې د خداى رسول (ص) د مياشتې په پيل کې درې ورځې،د مياشتې په منځ کې درې روژې او د مياشت په پاى کې هم درې روژې نيوې،چې رمضان ته دوه ورځې پاتې کېدې؛نو بوزه به شو او بيا يې د رمضان د مياشتې روژې نيوې.
سرچینه : سنن النبي، مولف علامه طباطبايي
-
ټیګونه:
- www.andyal.com
- برکتي اوسنتي روژه ماتى
- پر اوبو او کجورو روژه ماتى
- پر بوره يا کجوره روژه ماتول
- په خوږوخواړو روژه ماتى
- په رمضان کې ډېرعبادت
- په روژه خوله کنځلې
- په روژه کې ښه کار
- په کجوره روژه ماتى
- د رمضان په وروستۍ لسيزه کې عبادت
- د روژه ماتي پرمهال دعا
- روژه ماتي مخکې سنت
- سیرت النبي
- سیرت النبي پښتو
- له روژې مرسته غوښتل
- نبوي سیرت
- نبوي سیرت پښتو