تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ په روژه کې ښه کار :  د روژې مياشت،چې راتله؛نو آنحضرت(ص) ‏ټول اسيران ازادول او بېوزلیو ‏ته ‏يې خيرات ورکاوه .   حقيقي بې برخې :‏ ‏فاطمه بي بي ‏هم د روژې په٢٣مه شپه کې ‏خپله ‏کورنۍ خوب ته نه پرېښووه ‏او داچې د کور وګړو ته يې خوب ورنشي؛نو‏ خواړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

په روژه کې ښه کار :

 د روژې مياشت،چې راتله؛نو آنحضرت(ص) ‏ټول اسيران ازادول او بېوزلیو ‏ته ‏يې خيرات ورکاوه .

  حقيقي بې برخې :‏

‏فاطمه بي بي ‏هم د روژې په٢٣مه شپه کې ‏خپله ‏کورنۍ خوب ته نه پرېښووه ‏او داچې د کور وګړو ته يې خوب ورنشي؛نو‏ خواړه یې ورته کم ورکول او له ورځې يې ځان ددې شپې شوګيرې ته چمتو کول او ويل ‏يې: بې برخې ‏هغه دى،چې ددې شپې له خيره بې ګټې پاتې ‏شي.

په رمضان کې ډېرعبادت :

د رمضان مياشت،چې راتله؛نو د خداى د رسول (رص) رنګ به واوخوت، لمونځونه يې زياتول او د خداى درشل ته ‏يې په ډېر ‏تضرع او زارۍ‏ دعا کوله اوله خداى به وېرېدلى و.

  له روژې ‏مرسته غوښتل :

آنحضرت(ص) ‏ته ‏به،چې داسې څه راپېښ شول،چې غمجن به يې کړ؛نو په روژې نيوو او لمونځ کولو ‏يې هواروه ‏.

په خوږوخواړو روژه ماتى :

امام صادق (رح) وايي : د خداى رسول (ص) ‏روژه پر حلوا ماتوله او که نه به وه ؛نو پر کجوره ‏يې ماتوله او که دا دواړه به ‏نه ول؛نو پر  سړو اوبو ‏یې روژه ماتوله .

  پر اوبو او کجورو روژه ماتى :

 امام باقر(رح) وايي : د خداى رسول پر “اسودين” روژه ماتوله.‏امام وپوښتل شو،‏اسودين څه دي؟ ‏ویې ويل: يو يې وچې کجورې او اوبه دي او بل يې تازه کجورې او اوبه دي .

   پر بوره يا کجوره روژه ماتول :

آنحضرت(ص) پرکجوره روژه ماتوله او که نه به وه ؛نو پر بوره يې دا کار کاوه.

روژه ماتي مخکې سنت :

حضرت علي (ک) وايي : د روژه ماتي ځنډول،د پيشنمي د خوړوو ځنډول او تر روژه ماتي مخکې د ماښام لمونځ کول سنت دي .

په روژه خوله کنځلې :

امام صادق (رح) وايي: د خداى رسول (ص) وويل:((خداى راته شپږځانګړنې خوښې نه کړې او زه هم هغه خپلو ځايناستو او لارويانو ته نه خوښوم ، چې يو يې هم  په روژه خوله کنځلې او سپکې سپورې ويل دي .))

  برکتي اوسنتي روژه ماتى :

یوه ورځ يو کس امام رضا (رح) ته وويل: نن مې په کجورو او د قبر پر خاورناست روژه ماتى وکړ.امام راته وويل:سنت او برکت دې سره يو ځاى کړ .

 په کجوره روژه ماتى :

آنحضرت(ص) په يوه ګوټ اوبو يا شيدو يا  څو ‏کجورو روژماتى کاوه.

د روژه ماتي پرمهال دعا  :

 پېغمبر اکرم(ص) ‏د روژه ماتي پر مهال ويل :((اللهم لک صمنا،وعلی رزقک افطرنا، فتقبله منا – خدايه!تا لپاره مو روژه ونيوه او ستا پر راکړي رزق مې ماته کړه؛نو روژه مو قبوله کړه،تنده ماته شوه،د بدن رګونه ډک شول؛خو د روژې ثواب پرځاى پاتې دی .))

  د ذي الحجة په مياشت کې روژه :

د خداى رسول ‏د ذي الجحې پر نهمه او په هره مياشت کې درې روژې نيوې

د رمضان په وروستۍ لسيزه کې عبادت :

 حضرت علي (ک) وايي : د روژې د مياشتې وروستۍ لسيزه،چې را‏رسېده؛نو د خداى رسول (ص) خپله بستره ټولوله ‏اوعبادت ته‏ يې ملا تړله او ،چې  د ٢٣مه  شپه به شوه ؛نوخپله کورنۍ ‏يې ويخه ساتله او هر يو ته،چې خوب ورتله پرمخ ‏ يې ورته سړې اوبه اچولې .

د شعبان په مياشت کې روژه :

حضرت ‏علي (ک) وايي : د شعبان په مياشت کې ‏د خداى رسول (ص) د مياشتې په پيل کې درې ورځې،د مياشتې په منځ کې درې روژې او د مياشت په پاى کې هم درې روژې نيوې،چې رمضان ته ‏دوه ورځې پاتې کېدې؛نو ‏بوزه به شو او بيا ‏يې د رمضان د مياشتې روژې نيوې.

سرچینه : سنن النبي، مولف علامه طباطبايي

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!