بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضًا وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (بقره/۱۰) ژباړه : په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده او خداى يې ناروغي لاپسې زياته كړه او كوم دروغ يې،چې ويل (په سزا كې) ورته دردوونكى عذاب دى . په قرآن كې له زړه نه مراد، […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ فَزَادَهُمُ اللّهُ مَرَضًا وَلَهُم عَذَابٌ أَلِيمٌ بِمَا كَانُوا يَكْذِبُونَ (بقره/۱۰)
ژباړه : په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده او خداى يې ناروغي لاپسې زياته كړه او كوم دروغ يې،چې ويل (په سزا كې) ورته دردوونكى عذاب دى .
په قرآن كې له زړه نه مراد، د انسان د شتون حقيقت، يعنې سا او روح دى.(الميزان 2/ 228) له قرآني آيتونو پوهېدل كېږي، چې د انسان زړه او روح د بدن په څېر د «روغتيا»، « ناروغۍ» او « مړينې» درې ګوني حالات لري. قرآن د شعراء سورت په 88 -89 آيتونو كې د زړه د روغتيا په اړه وايي:
يَوْمَ لَا يَنفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ (۸۸) إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (۸۹)
او د بقرې سورت په لسم آيت كې د زړه د ناروغۍ په باب وايي: « په زړونو كې يو ډول ناروغي ده» او د زړه د مړينې په هكله د انعام سورت په 36 يت كې وايي:( إِنَّمَا يَسْتَجِيبُ الَّذِينَ يَسْمَعُونَ وَالْمَوْتَى يَبْعَثُهُمُ اللّهُ ثُمَّ إِلَيْهِ يُرْجَعُونَ) د زړه ناروغي، د زړه شكمنېدل دي، داسې چې په زړه كې پر خداى د ايمان رڼا او نښې يې له منځه وړي، چې څومره دا شكمني ډېرېږي، د زړه ناروغي هم ډېرېږي. د بقرې سورت د لسم آيت له مخې « خداى يې ناروغي ور زياتوي» تر دې چې دا رڼا مړه او د انسان زړه مړ كېږي او درملنه يې پر خداى ايمان او درشل ته يې حقيقي توبه ده.( الميزان تفسیر 5 / 387)
-
ټیګونه:
- www.andyal.com