حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پرېښي دي. حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې او ځان کړوې؟ ولې […]
حضرت علي (ک)،چې په “بصره” کې “علاء بن زیاد حارثي” ته ورغی،هغه له خپل وروره ګیله وکړه،چې ورور مې دنیا ته شا کړې،زړې جامې اغوندې او کوړمه- ښځه او بچي یې پرېښي دي.
حضرت علي ورته وویل:را یې ولئ . چې راغى ورته یې وویل : ولې پر ځان سختي کوې او ځان کړوې؟ ولې دې پر ښځه او بچو نه لورېږې؟ خدای،چې په دنیا کې حلال او پاک نعمتونه پیدا کړي؛نو د خدای بد ايسي،چې ته ترې ګټنه وکړې؟داسې انګېرې،که څوک له نعمتونو برخمن وي؛نو د خدای به نه خوښېږي؟
ده ورته وویل : امیر المؤمنینه! ته خو هم زما په شان یې، ته خو هم له ښو جامو او ښو خوړو ډډه کوې .
حضرت علي وویل : زه درسره توپیر لرم، زه د امت مشر یم، د ټولو د ژوند مسوول یم او بايد د ټولو د ژوند په سوکالۍ او پراختیا کې تر ممکن بريده هڅه وکړم،که تر هغې اندازې ونشو او ځینې پکې نشتمن پاتې شول،دا چې زه پردې مقام یم؛نو راباندې اړین دي؛ لکه د یو نشتمن او کمزوري په شان ژوند وکړم،چې نشتمني او بې برخېتوت،نشتمن لا زیات خپه نه کړي،لږه تر لږه اروایز کړخت یې راکم کړم،چې رانه خوشحاله وي .
-
ټیګونه:
- www.andyal.com