تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱﴾ پېغمبره! د الله له (مخالفته) ډډه وكړه او د كافرانو او منافقانو اطاعت مه کوه ( مه منه) چې الله پوه حكيم دى. (۱) وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورين الله په نامه
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ اتَّقِ اللَّهَ وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا حَكِيمًا ﴿۱﴾ پېغمبره! د الله له (مخالفته) ډډه وكړه او د كافرانو او منافقانو اطاعت مه کوه ( مه منه) چې الله پوه حكيم دى. (۱)
وَاتَّبِعْ مَا يُوحَى إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرًا ﴿۲﴾ او يوازې په هغه څه پسې ولاړ شه، چې د خپل پالونکي له لوري درته وحې کېږي، په يقين، څه چې كوئ، الله پرې ښه خبر دى.  (۲)
وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۳﴾ او پر الله بروسه وكړه او د الله کارسازي بس ده.  (۳)
مَّا جَعَلَ اللَّهُ لِرَجُلٍ مِّن قَلْبَيْنِ فِي جَوْفِهِ وَمَا جَعَلَ أَزْوَاجَكُمُ اللَّائِي تُظَاهِرُونَ مِنْهُنَّ أُمَّهَاتِكُمْ وَمَا جَعَلَ أَدْعِيَاءكُمْ أَبْنَاءكُمْ ذَلِكُمْ قَوْلُكُم بِأَفْوَاهِكُمْ وَاللَّهُ يَقُولُ الْحَقَّ وَهُوَ يَهْدِي السَّبِيلَ ﴿۴﴾

 

الله د يوه سړي په ګوګل كې دوه زړونه ایښي نه دي او هېڅكله يې ستاسې هغه مېرمنې، چې په اړه يې “ظهار” كوئ (او خپلې میندې يې بولئ) ستاسې ميندې كړي نه دي او (همداراز) نه يې په زويتوب نيولي زامن ستاسې (حقيقي) زامن کړي ‏دي، دا خو ستاسې (بې بنسټه او باطلې) خبرې دي، چې په خپلو خولو يې (وايئ) او الله حق وايي او هغه (سمه) لار ښيي. (۴)
ادْعُوهُمْ لِآبَائِهِمْ هُوَ أَقْسَطُ عِندَ اللَّهِ فَإِن لَّمْ تَعْلَمُوا آبَاءهُمْ فَإِخْوَانُكُمْ فِي الدِّينِ وَمَوَالِيكُمْ وَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ فِيمَا أَخْطَأْتُم بِهِ وَلَكِن مَّا تَعَمَّدَتْ قُلُوبُكُمْ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۵﴾ دوی (په زويتوب نيولي زامن) د خپلو (آریزو) پلرونو په (نامه) ياد کړئ، چې دا د الله په نزد انصاف دى اوكه پلرونه يې نه پېژنئ؛ نو (بيا خو) دوى ستاسې ديني روڼه او موالي (ازاد شوي) دي او په هغه (خبره) كې، چې تېروتي ياست (او بې پامه د نورو په نامه ورغږ كړئ؛ نو) ګناه درباندې نشته؛ خو هغه چې له زړونو يې وكړئ (په اړه يې پازوال ياست) او الله مهربان بښونكى دى. (۵)
النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ وَأَزْوَاجُهُ أُمَّهَاتُهُمْ وَأُوْلُو الْأَرْحَامِ بَعْضُهُمْ أَوْلَى بِبَعْضٍ فِي كِتَابِ اللَّهِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُهَاجِرِينَ إِلَّا أَن تَفْعَلُوا إِلَى أَوْلِيَائِكُم مَّعْرُوفًا كَانَ ذَلِكَ فِي الْكِتَابِ مَسْطُورًا ﴿۶﴾ پېغمبر خو مؤمنانو ته د دوی تر خپلو ځانونو لومړیت لري او مېرمنې يې د دوى ميندې دي او د الله په كتاب كې (د ميراث په باب) تر مؤمنانو او مهاجرينو (خو) خپلوان يو تر بله لومړيت لري؛ خو داچې (وغواړئ) له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وكړئ (او په وصیت کې د خپلو مالونو يوه برخه وركړئ)؛ دا (حكم) په (الهي) كتاب كې ليكل شوى دى. (۶)
وَإِذْ أَخَذْنَا مِنَ النَّبِيِّينَ مِيثَاقَهُمْ وَمِنكَ وَمِن نُّوحٍ وَإِبْرَاهِيمَ وَمُوسَى وَعِيسَى ابْنِ مَرْيَمَ وَأَخَذْنَا مِنْهُم مِّيثَاقًا غَلِيظًا ﴿۷﴾ او (درياد كړه) چې کله موږ له پېغمبرانو ټينګه ژمنه واخسته او(همداراز) له تا؛ نوح، ابراهيم، موسى او عيسى د مريمې له زوى او موږ له دې ټولو پخه ژمنه اخستې ده (چې د رسالت او تبليغ د پازوالۍ په ترسره كولو كې ناغېړي ونه کړئ). (۷) 
لِيَسْأَلَ الصَّادِقِينَ عَن صِدْقِهِمْ وَأَعَدَّ لِلْكَافِرِينَ عَذَابًا أَلِيمًا ﴿۸﴾ (چې) (الله) له رښتينو (په ايمان او نېك عمل کې) د دوی رښتينولي وپوښتي او كافرانو ته یې دردناك عذاب چمتو كړى دى! (۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا نِعْمَةَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ جَاءتْكُمْ جُنُودٌ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِيحًا وَجُنُودًا لَّمْ تَرَوْهَا وَكَانَ اللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرًا ﴿۹﴾ مؤمنانو! پر تاسې د الله هغه پېرزوينه درياده كړئ، چې [ په احزاب جګړې کې] لښكرو یرغل درباندې يرغل وکړ؛ نو موږ یوه سیلۍ پرې وروالوځوله او (داسې) لښكرې مو ورکوزې كړې، چې تاسې نه ليدې او څه چې كوئ، الله يې لیدونکی دى. (۹)
إِذْ جَاؤُوكُم مِّن فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنكُمْ وَإِذْ زَاغَتْ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا ﴿۱۰﴾ (درياد كړئ) چې کله دوى ستاسې (پر ښار) لاندې باندې (په یرغل) درغلل (او له مدينې راچاپېره شول) او هغه وخت، چې سترګې (له ډېرې وېرې) ټېغې وختې او زړونه ستونو ته راورسېدل او پر الله مو راز راز ګومانونه وكړل. (۱۰)
هُنَالِكَ ابْتُلِيَ الْمُؤْمِنُونَ وَزُلْزِلُوا زِلْزَالًا شَدِيدًا ﴿۱۱﴾ هملته مؤمنان (له منافقينو) وازمېيل شول او سخت ولړزول ‏شول. (۱۱)
وَإِذْ يَقُولُ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ مَّا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ إِلَّا غُرُورًا ﴿۱۲﴾ او (همداراز درياد كړه) چې كله منافقانو او هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده، ويل: ((الله او استازي يې يوازې چلوټه ‏راسره كړې وه.))  (۱۲)
وَإِذْ قَالَت طَّائِفَةٌ مِّنْهُمْ يَا أَهْلَ يَثْرِبَ لَا مُقَامَ لَكُمْ فَارْجِعُوا وَيَسْتَأْذِنُ فَرِيقٌ مِّنْهُمُ النَّبِيَّ يَقُولُونَ إِنَّ بُيُوتَنَا عَوْرَةٌ وَمَا هِيَ بِعَوْرَةٍ إِن يُرِيدُونَ إِلَّا فِرَارًا ﴿۱۳﴾ او (همداراز درياد كړه) چې کله د دوی يوې ډلې وويل: ((د يثرب (مدينې) خلكو! دا مو د تمېدو ځاى نه دى؛ نو (خپلو كورونو ته) ورستانه شئ)) او يوې ډلې يې له پېغمبره د ستنېدو اجازه وغوښته او ويل يې: ((په رښتینه كې كورونه مو بې څوكه دي)) حال دا بې څوكه نه ول، يوازې یې (له جګړې) تېښته غوښته. (۱۳)
وَلَوْ دُخِلَتْ عَلَيْهِم مِّنْ أَقْطَارِهَا ثُمَّ سُئِلُوا الْفِتْنَةَ لَآتَوْهَا وَمَا تَلَبَّثُوا بِهَا إِلَّا يَسِيرًا ﴿۱۴﴾ او (دوى له روحي پلوه په داسې حالت کې وو) كه دښمن د ښار له څنډو پرې ورننووتى د فتنې؛ اړودوړ او شرك ته د ورګرځېدو وړانديز یې ورته كړى واى؛ نو مانه يې او (ددې لارې په منلو كې يې) لږ ډيل هم نه كاوه. (۱۴)
وَلَقَدْ كَانُوا عَاهَدُوا اللَّهَ مِن قَبْلُ لَا يُوَلُّونَ الْأَدْبَارَ وَكَانَ عَهْدُ اللَّهِ مَسْؤُولًا ﴿۱۵﴾ او په يقين تردې مخكې دوی له الله سره ژمنه كړې وه، چې دښمن ته به شا نه وراړوي او له الله سره شوې ژمنه پوښتلېږي (او پر وړاندې يې ژمن دي). (۱۵)
قُل لَّن يَنفَعَكُمُ الْفِرَارُ إِن فَرَرْتُم مِّنَ الْمَوْتِ أَوِ الْقَتْلِ وَإِذًا لَّا تُمَتَّعُونَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۶﴾ (پېغمبره) ووايه: ((كه له مرګ يا وژنې وتښتئ؛ نو تېښته ستاسې پر ګټه نه ده او (چې وتښتېدئ؛ نو) په هغه وخت كې به له ژونده د ګټې او خوند اخستو ډېر لږ وخت په لاس درشي.)) (۱۶)
قُلْ مَن ذَا الَّذِي يَعْصِمُكُم مِّنَ اللَّهِ إِنْ أَرَادَ بِكُمْ سُوءًا أَوْ أَرَادَ بِكُمْ رَحْمَةً وَلَا يَجِدُونَ لَهُم مِّن دُونِ اللَّهِ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۱۷﴾ ووايه: ((كه [الله] تاسې ته کوم زيان يا کومه لورنه وغواړي (؛ نو) هغه څوك دى، چې د الله له (ارادې) مو وساتي؟))؛ نو هغوى (منافقان) به (ځان ته) بې له الله هېڅ پالندوى او مرستندوى ونه مومي. (۱۷)
قَدْ يَعْلَمُ اللَّهُ الْمُعَوِّقِينَ مِنكُمْ وَالْقَائِلِينَ لِإِخْوَانِهِمْ هَلُمَّ إِلَيْنَا وَلَا يَأْتُونَ الْبَأْسَ إِلَّا قَلِيلًا ﴿۱۸﴾ په يقين الله له تاسې نه هغوى (ښه) پېژني چې: (خلك) له جګرې منع كوي او خپلو روڼو ته وايي: ((خوا ته مو راشئ (او ځان له جګړې راوباسئ)))؛ (دوى کمزوري او ډارن دي) او په سخته (جګړه) كې یوازې ډېر لږ یې برخه اخلي. (۱۸)
أَشِحَّةً عَلَيْكُمْ فَإِذَا جَاء الْخَوْفُ رَأَيْتَهُمْ يَنظُرُونَ إِلَيْكَ تَدُورُ أَعْيُنُهُمْ كَالَّذِي يُغْشَى عَلَيْهِ مِنَ الْمَوْتِ فَإِذَا ذَهَبَ الْخَوْفُ سَلَقُوكُم بِأَلْسِنَةٍ حِدَادٍ أَشِحَّةً عَلَى الْخَيْرِ أُوْلَئِكَ لَمْ يُؤْمِنُوا فَأَحْبَطَ اللَّهُ أَعْمَالَهُمْ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۱۹﴾ (او) دوى (په ټولو څيزونو كې) پر تاسې بخيلان دي؛ نو چې د ډار (او كړكېچ شېبې) راشي (؛ نو) ته به وينې، چې د مرګوني په شان رډ رډ درګوري او چې د ډار وخت تېر شي؛ نو پر تاسې (د بياتي په څېر) تېرې ژبې درپرانځي (او له غنيمتونو خپله برخه غواړي) حال دا په مالونو كې حريص او بخيل دي، دوی (په حقیقت کې) ايمان راوړى نه دى؛ نو الله يې كړنې تباه كړې او دا (كار) الله ته اسان دى. (۱۹)
يَحْسَبُونَ الْأَحْزَابَ لَمْ يَذْهَبُوا وَإِن يَأْتِ الْأَحْزَابُ يَوَدُّوا لَوْ أَنَّهُم بَادُونَ فِي الْأَعْرَابِ يَسْأَلُونَ عَنْ أَنبَائِكُمْ وَلَوْ كَانُوا فِيكُم مَّا قَاتَلُوا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۲۰﴾ (منافقان) انګېري د احزابو لښكر ستون شوی نه دی او كه (بل ځل) د احزابو (لښكر) راشي؛ (له وېرې) دا ښه ګڼي، چې په بيديا كې له بانډيڅيانو عربانو سره واړوي (او له هماغه ځايه) حالات مو وپوښتي او كه ( احیاناً دغه منافقان) په تاسې كې هم واى؛ نو ډېرو لږو يې جګړه كوله. (۲۰)
لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا ﴿۲۱﴾ په يقين، د الله د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې الله او د آخرت ورځې ته هيلمن وي او الله ډېر يادوي. (۲۱)
وَلَمَّا رَأَى الْمُؤْمِنُونَ الْأَحْزَابَ قَالُوا هَذَا مَا وَعَدَنَا اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَصَدَقَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ وَمَا زَادَهُمْ إِلَّا إِيمَانًا وَتَسْلِيمًا ﴿۲۲﴾ او همدا چې مؤمنانو د احزابو لښكر وليد، و يې ويل: ((دا هماغه دى، چې الله او استازي یې ژمنه راسره كړې وه او الله او استازي يي رښتيا ويلي وو.)) او (دې مطلب) یې ايمان او غاړه ايښوول لا ورزيات كړل. (۲۲)
مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلًا ﴿۲۳﴾ په مؤمنانو کې داسې میړني دي، چې له الله سره پر كړيو ژمنو ټينګ ولاړ دي، ځينو خپله ژمنه پوره كړې (او شهيدان شول) او ځينې (لا ورته) سترګې پر لار دي او له سره يې (خپله ژمنه) وا نه ړوله. (۲۳)
لِيَجْزِيَ اللَّهُ الصَّادِقِينَ بِصِدْقِهِمْ وَيُعَذِّبَ الْمُنَافِقِينَ إِن شَاء أَوْ يَتُوبَ عَلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۲۴﴾ موخه دا ده چې الله رښتينو ته د خپلې رښتينولۍ بدله وركړي او كه خوښه يې شي، منافقانو ته عذاب وركړي، يا (كه توبه وباسي) توبه يې قبوله كړي؛ (ځكه) چې الله لورین بښونكى دى. (۲۴)
وَرَدَّ اللَّهُ الَّذِينَ كَفَرُوا بِغَيْظِهِمْ لَمْ يَنَالُوا خَيْرًا وَكَفَى اللَّهُ الْمُؤْمِنِينَ الْقِتَالَ وَكَانَ اللَّهُ قَوِيًّا عَزِيزًا ﴿۲۵﴾ او الله كافران غوسناک او نهیلي داسې پر شا وتمبول، چې له خپل كاره یې كومه پايله ترلاسه نه كړه، الله (په دې ډګر كې) مؤمنان له جګړى مړه خوا كړل (او بريا يې ور پر برخه كړه) او الله زورور ناماتى دى. (۲۵)
وَأَنزَلَ الَّذِينَ ظَاهَرُوهُم مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ مِن صَيَاصِيهِمْ وَقَذَفَ فِي قُلُوبِهِمُ الرُّعْبَ فَرِيقًا تَقْتُلُونَ وَتَأْسِرُونَ فَرِيقًا ﴿۲۶﴾ او الله د كتابيانو [= يهودو] يوه ډله، چې د دوى [= مشركو عربانو] ملاتړ يې كاوه، له خپلو ټينګو كلا ګانو راكوزه كړه او د دوی په زړونو كې وېره واچوله (او كار يې تردې ځايه راورسېد، چې) ځینې مو وژل او ځینې مو بندیانول. (۲۶)
وَأَوْرَثَكُمْ أَرْضَهُمْ وَدِيَارَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ وَأَرْضًا لَّمْ تَطَؤُوهَا وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرًا ﴿۲۷﴾ اود دوى ځمكې، كورونه او شتمني يې درته ميراث كړې او هغه سيمه يې هم دركړه، چې لا تر اوسه مو پكې ګام نه و ايښى او الله پر هر څه وسمن دى. (۲۷)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ إِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا وَزِينَتَهَا فَتَعَالَيْنَ أُمَتِّعْكُنَّ وَأُسَرِّحْكُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۲۸﴾ پېغمبره! خپلو مېرمنو ته دې ووايه: ((كه تاسې د دنيا ژوند او ښکلا يې غواړئ؛ نو راشئ، چې زه ګټه (= ښه څورې) دركړم او په ښه وضعيت مو خوشې كړم.  (۲۸)
وَإِن كُنتُنَّ تُرِدْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالدَّارَ الْآخِرَةَ فَإِنَّ اللَّهَ أَعَدَّ لِلْمُحْسِنَاتِ مِنكُنَّ أَجْرًا عَظِيمًا ﴿۲۹﴾ او كه الله، استازی یې او د آخرت كور غواړئ؛ نو [پوه شئ چې] الله ستاسې نېكانو ته ستره بدله چمتو كړې ده.))  (۲۹)
يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللَّهِ يَسِيرًا ﴿۳۰﴾ د پېغمبر مېرمنو! له تاسې چې څوک څرګند ناروا كار وكړي (؛ نو) عذاب یې دوه ګرايه کېږي او دا (كار) الله ته اسان دى. (۳۰)
وَمَن يَقْنُتْ مِنكُنَّ لِلَّهِ وَرَسُولِهِ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَا أَجْرَهَا مَرَّتَيْنِ وَأَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِيمًا ﴿۳۱﴾ او له تاسې چې څوك د الله او دهغه د استازي امر ته په عاجزۍ پوره غاړه كېدي، او ښه (چارې) وكړي (؛ نو) دوه ګرايه بدله به یې وركړو، او ارزښتمنه روزي مو ورچمتو كړې ده. (۳۱)
يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَيَطْمَعَ الَّذِي فِي قَلْبِهِ مَرَضٌ وَقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوفًا ﴿۳۲﴾ د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د (نورو) ښځو په څېر نه ياست (او غوره او خورا پازوالې يئ)؛ كه ‏پرهېزګاري كوئ؛ نو په نرمۍ (او ناز) خبرې مه كوئ، چې پر زړه ناروغ تن درته تمه پيدا شي او سمې روغې سنجول شوې خبرې كوئ. (۳۲)
وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا ﴿۳۳﴾ او پخپلو كورونو كې تم شئ او د ړومبي جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ او لمونځ پر ځاى کړئ، زكات وركړئ، د الله او استازي یې اطاعت وكړئ؛ الله خو يوازې دا غواړي چې له تاسې کوروالو؛ ((اهل البيت = نبوي كورنۍ)) ناپاکي لرې كړي او پوره مو سوتره كړي. (۳۳)
وَاذْكُرْنَ مَا يُتْلَى فِي بُيُوتِكُنَّ مِنْ آيَاتِ اللَّهِ وَالْحِكْمَةِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ لَطِيفًا خَبِيرًا ﴿۳۴﴾ او چې ستاسې په كورونو كې الهي آيتونه او [د پېغمبر] د حكمت او پوهې (خبرې) لوستل كېږي يادې كړئ ( او نورو ته یې ورزده کړئ)؛ په حقيقت كې الله ځيرن باخبر دى. (۳۴)
إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُم مَّغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا ﴿۳۵﴾ په حقيقت کې مسلمانان او مسلمانانې، مؤمنان او مؤمنانې، غاړه ایښوونکي او غاړه ایښوونکې، رښتیني او رښتینې، زغمناک او زغمناکې، عاجزي کوونکي او عاجزې کوونکې، خیرات ورکوونکي او خېرات ورکوونکې، روژه تیان او روژه تیانې، پاکلمني او پاکلمنې، د الله ډېر یادوونکي او يادوونکې، (الله دوی ټولو) ته بښنه او ستر اجر چمتو کړی دی. (۳۵)
وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا ﴿۳۶﴾ او چې کله الله او استازى یې د يوه كار (د كولو) پرېكړه وكړي؛ نو هېڅ مؤمن او مؤمنه حق نه لري د خپل كار په اړه څه واک ولري او څوك چې د الله او له استازي یې سرغړونه وکړي؛ نو بېشکه پر څرګند بېلارېتوب اخته شوى دى. (۳۶)
وَإِذْ تَقُولُ لِلَّذِي أَنْعَمَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَأَنْعَمْتَ عَلَيْهِ أَمْسِكْ عَلَيْكَ زَوْجَكَ وَاتَّقِ اللَّهَ وَتُخْفِي فِي نَفْسِكَ مَا اللَّهُ مُبْدِيهِ وَتَخْشَى النَّاسَ وَاللَّهُ أَحَقُّ أَن تَخْشَاهُ فَلَمَّا قَضَى زَيْدٌ مِّنْهَا وَطَرًا زَوَّجْنَاكَهَا لِكَيْ لَا يَكُونَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ حَرَجٌ فِي أَزْوَاجِ أَدْعِيَائِهِمْ إِذَا قَضَوْا مِنْهُنَّ وَطَرًا وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ مَفْعُولًا ﴿۳۷﴾ او (درياد كړه) چې تا هغه سړي [“زيد” پېغمبر زوى ویلی] چې الله هم پېرزوینه پرې کړې وه او تا (هم د ازادولو) لورنه پرې كړې وه ته وویل: ((مېرمن دې درسره وساته (او مه يې پرېږده) او د الله له (عذابه) ځان وساته!)) (او تل دې دا خبره كوله) او تا هغه څه په خپل زړه كې پټول، چې الله يې څرګندوونکی و او له خلكو وېرېدې؛ خو الله ډېر وړ دى، چې ترې وډار شې؛ نو چې زيد خپله اړتيا ترې پوره كړه (او ترې بېل شو؛ نو) دا (طلاقه شوې مېرمن) مو درنكاح كړه، چې پر مؤمنانو د خپلو زوى بلليو زامنو د مېرمنو په باب كومه ستونزه نه وي، چې خپله اړتيا يې ترې پوره كړې وي (طلاقې شوې وي) او د الله حكم (هرومرو) عملي كېدونى دى (او باید د دغسې ښځو د حرمت ناسم دود له منځه ولاړ شي). (۳۷)
مَّا كَانَ عَلَى النَّبِيِّ مِنْ حَرَجٍ فِيمَا فَرَضَ اللَّهُ لَهُ سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَكَانَ أَمْرُ اللَّهِ قَدَرًا مَّقْدُورًا ﴿۳۸﴾ پر پېغمبر په هغه څه كې هېڅ ډول منع او بنديز نشته، چې الله پرې فرض كړى. دا (قانون او) الهي دود تر ده وړاندې په تېرو شويو خلکو كې هم (معمول) و او د الله حكم تل سنجول شوی او د دقیقې کړلارې له مخې (او د وسې هومره) دى. (۳۸)
الَّذِينَ يُبَلِّغُونَ رِسَالَاتِ اللَّهِ وَيَخْشَوْنَهُ وَلَا يَخْشَوْنَ أَحَدًا إِلَّا اللَّهَ وَكَفَى بِاللَّهِ حَسِيبًا ﴿۳۹﴾ (مخكېني پېغمبران) هغوى وو، چې د الله پيغامونه يې رسول او (يوازې) له هغه وېرېدل او بې له الله له هېچا نه وېرېدل او همدا بس دى، چې الله حسابګر(او د خلکو د کړنو بدله ورکوونکى) د‌ى. (۳۹)
مَّا كَانَ مُحَمَّدٌ أَبَا أَحَدٍ مِّن رِّجَالِكُمْ وَلَكِن رَّسُولَ اللَّهِ وَخَاتَمَ النَّبِيِّينَ وَكَانَ اللَّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۴۰﴾ محمد (صلی الله علیه و آله وسلم) ستاسې د کوم نارینه پلار نه دى؛ خو د الله استازى او د پېغمبرانو (د لړۍ) پاى ته رسوونکى دى او الله په هر څه پوه دى. (۴۰)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا ﴿۴۱﴾ مؤمنانو! الله ډېر ياد كړئ؛ (۴۱)
وَسَبِّحُوهُ بُكْرَةً وَأَصِيلًا ﴿۴۲﴾ او سبا و بېګاه يې وستايئ (۴۲)
هُوَ الَّذِي يُصَلِّي عَلَيْكُمْ وَمَلَائِكَتُهُ لِيُخْرِجَكُم مِّنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَكَانَ بِالْمُؤْمِنِينَ رَحِيمًا ﴿۴۳﴾ (الله) هغه (ذات) دى، چې خپله او پرښتې يې پر تاسو رحمت او درود وايي، چې تاسې (د ناپوهۍ، شرك او ګناه) له تيارو (د پوهې، ايمان او تقوا) رڼا ته راوباسي؛ او پر مؤمنانو لورين دى. (۴۳)
تَحِيَّتُهُمْ يَوْمَ يَلْقَوْنَهُ سَلَامٌ وَأَعَدَّ لَهُمْ أَجْرًا كَرِيمًا ﴿۴۴﴾ پر كومه ورځ، چې (نږه مؤمنان او الهي ذاکرین) له الله سره مخامخېږي؛ نو هرکلی به يې ((سلام)) وي او عزتمن اجر يې ورچمتو کړى دى. (۴۴)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ شَاهِدًا وَمُبَشِّرًا وَنَذِيرًا ﴿۴۵﴾ پېغمبره! په حقيقت كې موږ ته شاهد، زېرګری او ګواښګرندی لېږلى يې؛ (۴۵)
وَدَاعِيًا إِلَى اللَّهِ بِإِذْنِهِ وَسِرَاجًا مُّنِيرًا ﴿۴۶﴾ او (هم) د الله په اجازه، د الله لوري ته بلونكى او بله ډیوه وسي. (۴۶)
وَبَشِّرِ الْمُؤْمِنِينَ بِأَنَّ لَهُم مِّنَ اللَّهِ فَضْلًا كَبِيرًا ﴿۴۷﴾ او مؤمنانو ته زېرى وركړه، چې بېشکه د الله له لوري لوى فضل ورپر برخه دى. (۴۷)
وَلَا تُطِعِ الْكَافِرِينَ وَالْمُنَافِقِينَ وَدَعْ أَذَاهُمْ وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ وَكَفَى بِاللَّهِ وَكِيلًا ﴿۴۸﴾ او د كافرانو او منافقانو (خبره) مه منه او ربړ(ونې) يې ناليدې وګڼه (او ترې تېر شه) پر الله بروسه وكړه او د الله چارسازي بس ده. (۴۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِذَا نَكَحْتُمُ الْمُؤْمِنَاتِ ثُمَّ طَلَّقْتُمُوهُنَّ مِن قَبْلِ أَن تَمَسُّوهُنَّ فَمَا لَكُمْ عَلَيْهِنَّ مِنْ عِدَّةٍ تَعْتَدُّونَهَا فَمَتِّعُوهُنَّ وَسَرِّحُوهُنَّ سَرَاحًا جَمِيلًا ﴿۴۹﴾ مؤمنانو! چې تاسې مؤمنې نكاح كړې بيا مو تر كوروالي مخكې طلاقې كړې؛ نو د”عدت” تېرولو حق پرې نه لرئ؛ نو مهر يې وركړئ او په ښه شان او وضعیت يې خوشې كړئ. (۴۹)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ إِنَّا أَحْلَلْنَا لَكَ أَزْوَاجَكَ اللَّاتِي آتَيْتَ أُجُورَهُنَّ وَمَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ مِمَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَيْكَ وَبَنَاتِ عَمِّكَ وَبَنَاتِ عَمَّاتِكَ وَبَنَاتِ خَالِكَ وَبَنَاتِ خَالَاتِكَ اللَّاتِي هَاجَرْنَ مَعَكَ وَامْرَأَةً مُّؤْمِنَةً إِن وَهَبَتْ نَفْسَهَا لِلنَّبِيِّ إِنْ أَرَادَ النَّبِيُّ أَن يَسْتَنكِحَهَا خَالِصَةً لَّكَ مِن دُونِ الْمُؤْمِنِينَ قَدْ عَلِمْنَا مَا فَرَضْنَا عَلَيْهِمْ فِي أَزْوَاجِهِمْ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُمْ لِكَيْلَا يَكُونَ عَلَيْكَ حَرَجٌ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۵۰﴾ پېغمبره! په رښتینه كې ستا هغه مېرمنې مو درحلالې كړې دي، چې تا يې مهر وركړى او همداراز وينځې، چې الله د غنايمو له لارې دركړي او ته يې واكمن شوى يې او ستا هغه ترلې، د ترندو لوڼې، د ماما لوڼې او د توړیو لوڼې، چې هجرت یې درسره كړى؛ (نو ورسره نكاح كول درته حلال دي) او (همداراز)هغه مؤمنه ښځه، چې خپل ځان پېغمبر ته وبښي (او ځان ته مهر و نه غواړي) او پېغمبر هم ورسره د نكاح هيلمن وي؛ خو دا ډول نكاح يوازې تا ته روا ده؛ نه نورو مؤمنانو ته؛ په يقين ښه پوهېږو، چې پر مومنانو مو د خپلو مېرمنو او وينځو په اړه څه فرض کړي. ( د واده دا اجازه) ددې لپاره ده (چې د رسالت په ترسره كولو كې) كومه ستونزه درته نه وي (او له دې لارې ډېر ملاتړي چمتو كړې) او الله لورین بښونكى دى.  (۵۰)
تُرْجِي مَن تَشَاء مِنْهُنَّ وَتُؤْوِي إِلَيْكَ مَن تَشَاء وَمَنِ ابْتَغَيْتَ مِمَّنْ عَزَلْتَ فَلَا جُنَاحَ عَلَيْكَ ذَلِكَ أَدْنَى أَن تَقَرَّ أَعْيُنُهُنَّ وَلَا يَحْزَنَّ وَيَرْضَيْنَ بِمَا آتَيْتَهُنَّ كُلُّهُنَّ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا فِي قُلُوبِكُمْ وَكَانَ اللَّهُ عَلِيمًا حَلِيمًا ﴿۵۱﴾ که ته غواړې د هرې یوې مېرمنې (نوبت) ځنډولى شې او چې هره يوه غواړې؛ نو له ځان سره يې ساتلى شې او كه له دوى له هرې يوې، چې تا ځان ګوښه كړى (؛ نو كه) بېرته يې راوغواړې؛ نو پر تا څه ګناه نشته (په دې غوراوي او واک كې) ډېر نژدى دى، چې سترګې يې يخې (او خوشحاله) شي او خپه نشي او ستا په وركړه ټولې خوشحاله شي او څه چې ستاسې په زړونو كې دي، الله پرې پوهېږي او الله پوه زغمناك دى. (۵۱)
لَا يَحِلُّ لَكَ النِّسَاء مِن بَعْدُ وَلَا أَن تَبَدَّلَ بِهِنَّ مِنْ أَزْوَاجٍ وَلَوْ أَعْجَبَكَ حُسْنُهُنَّ إِلَّا مَا مَلَكَتْ يَمِينُكَ وَكَانَ اللَّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ رَّقِيبًا ﴿۵۲﴾ تردې روسته تا ته نورې ښځې روا نه دي او نشې كړاى پر ځاى يې نورې ښځې وكړې [= ځينې طلاقې كړې او نورې نكاح كړې] كه څه ښایست يې ستا خوښ شي (؛ خو) بې ستا له وينځو او الله پر هر څيز څارن دى (او موږ په دې حكم د عربو د ټبرونو دباو لرې كړ، چې ښځې ترې نكاح كړې). (۵۲)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ إِلَّا أَن يُؤْذَنَ لَكُمْ إِلَى طَعَامٍ غَيْرَ نَاظِرِينَ إِنَاهُ وَلَكِنْ إِذَا دُعِيتُمْ فَادْخُلُوا فَإِذَا طَعِمْتُمْ فَانتَشِرُوا وَلَا مُسْتَأْنِسِينَ لِحَدِيثٍ إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ يُؤْذِي النَّبِيَّ فَيَسْتَحْيِي مِنكُمْ وَاللَّهُ لَا يَسْتَحْيِي مِنَ الْحَقِّ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ وَمَا كَانَ لَكُمْ أَن تُؤْذُوا رَسُولَ اللَّهِ وَلَا أَن تَنكِحُوا أَزْوَاجَهُ مِن بَعْدِهِ أَبَدًا إِنَّ ذَلِكُمْ كَانَ عِندَ اللَّهِ عَظِيمًا ﴿۵۳﴾ مؤمنانو! د پېغمبر كورونو ته مه ورننوځئ؛ خو داچې خوراك ته وبلل شئ؛ خو (تر ژمنې مخكې مه ورځئ، چې) د خوړو په تمه كېنئ؛ خو چې كله وبلل شوئ، ورننوځئ او چې خواړه مو وخوړل؛ نو خواره شئ او (تر خوړو روسته) پر خبرو مه بوختېږئ، په رښتینه كې دا كار مو پېغمبر ځوروي؛ خو درنه شرمېږي (او څه نه وايي)؛ خو الله د حق (له ويلو) نه شرمېږي او چې له دوی (= د پېغمبر له مېرمنو) كوم څيز غواړئ؛ نو د پردې تر شا يې وغواړئ، چې دا كار ستاسې او د دوى د زړونو د سپېڅلتيا لپاره غوره دى او حق نه لرئ “رسول الله” وځوروئ او په مطلق ډول او د تل لپاره (نه ښايي) چې (تر مړينې) روسته يې مېرمنې په نكاح كړئ؛ چې دا (کار) د الله په نزد ستره (ګناه) ده! (۵۳)
إِن تُبْدُوا شَيْئًا أَوْ تُخْفُوهُ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا ﴿۵۴﴾ كه كوم څيز ښكاره يا پټ كړئ؛ نو په حقيقت كې الله خو له ټولو څيزونو خبر دى. (۵۴)
لَّا جُنَاحَ عَلَيْهِنَّ فِي آبَائِهِنَّ وَلَا أَبْنَائِهِنَّ وَلَا إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاء إِخْوَانِهِنَّ وَلَا أَبْنَاء أَخَوَاتِهِنَّ وَلَا نِسَائِهِنَّ وَلَا مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ وَاتَّقِينَ اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ شَهِيدًا ﴿۵۵﴾ پر دوى [= د پېغمبر پر مېرمنو] څه ګناه نشته، چې له خپلو پلرونو، زامنو، روڼو، ورېرونو؛ خوريونو، مسلمانو ښځو او خپلو وينځو سره (بې ستره په تماس كې وي) او تاسې (د پېغمبر مېرمنو) ځان د الله له (عذابه) وساتئ، چې الله پر هر څه شاهد دى. (۵۵)
إِنَّ اللَّهَ وَمَلَائِكَتَهُ يُصَلُّونَ عَلَى النَّبِيِّ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا صَلُّوا عَلَيْهِ وَسَلِّمُوا تَسْلِيمًا ﴿۵۶﴾ په حقيقت كې الله او پرښتې يې پر پېغمبر درود وايي مؤمنانو! تاسې هم درود پرې ووایئ (اللهم صلی علی محمد و آل محمد) او پوره سلام پرې ووايئ (او فرمان ته يې پوره تسليم وسئ.) (۵۶)
إِنَّ الَّذِينَ يُؤْذُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ لَعَنَهُمُ اللَّهُ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَأَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا مُّهِينًا ﴿۵۷﴾ په حقيقت كې هغوى چې الله او استازى يې ځوروي (؛ نو) الله دوى په دنيا او آخرت كې له خپل رحمته لرې كړي او سپكوونكى عذاب یې ورچمتو كړى دى. (۵۷)
وَالَّذِينَ يُؤْذُونَ الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ بِغَيْرِ مَا اكْتَسَبُوا فَقَدِ احْتَمَلُوا بُهْتَانًا وَإِثْمًا مُّبِينًا ﴿۵۸﴾ او (هم) هغوى چې مؤمنان او مؤمنانې (بې ګناه او) بې له دې، چې کوم (ناروا) چار يې کړى وي، ځوروي؛ نو په يقين د غټو دروغو او ښكاره ګناه پېټى يې پر اوږو كړى دى. (۵۸)
يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُل لِّأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاء الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِن جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَن يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۵۹﴾ پيغمبره! خپلو مېرمنو، خپلو لوڼو او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: پر ځانونو دې د خپلو ټكريو پلوونه راتاو كړي، دا غوره چار دى، چې دوى (په عفت او پاکلمنۍ) وپېژندل شي او و نه ځورل شي. (او كه تر اوسه خطا او لنډون ترې شوى وي؛ نو توبه دې وكاږي) او الله لورین بښونكى دى. (۵۹)
لَئِن لَّمْ يَنتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِم مَّرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا ﴿۶۰﴾  كه منافقان او هغوى چې په زړونو كې يې (يو ډول) ناروغي ده او هغوى چې په مدينه كې د دروغو خبرونه او بې بنسټه اوازې خوروي (له خپل چار) لاس وانخلي (؛ نو) موږ به هرومرو تا پرې لاسبر كړو (چې) بيا به په دې (ښار: مدينه) كې بې له ډېر لږ وخته ستا ګاونډیتوب ونه کړي. (۶۰)
مَلْعُونِينَ أَيْنَمَا ثُقِفُوا أُخِذُوا وَقُتِّلُوا تَقْتِيلًا ﴿۶۱﴾ دوی رټل شوي او چېرې، چې وموندل شول، باید ونيول شي او په سختۍ ووژل شي. (۶۱)
سُنَّةَ اللَّهِ فِي الَّذِينَ خَلَوْا مِن قَبْلُ وَلَن تَجِدَ لِسُنَّةِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ﴿۶۲﴾ (دا) تر (ده) وړاندې په تېرو قومونو كې د الله سنت (او دود) دى او هېڅكله به د الله په دود (او قانون) کې بدلون ونه مومئ. (۶۲)
يَسْأَلُكَ النَّاسُ عَنِ السَّاعَةِ قُلْ إِنَّمَا عِلْمُهَا عِندَ اللَّهِ وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ السَّاعَةَ تَكُونُ قَرِيبًا ﴿۶۳﴾ خلك له تا نه د قيامت د وخت په باب پوښتي؟ ووايه: ((علم ( او د راتلو وخت) يې يوازې له الله سره دى)) او څه خبر يې، ښايي قيامت نژدې وي. (۶۳)
إِنَّ اللَّهَ لَعَنَ الْكَافِرِينَ وَأَعَدَّ لَهُمْ سَعِيرًا ﴿۶۴﴾ په رښتینه كې الله كافران رټلي او غرغنډن اور يې ورچمتو كړى دى! (۶۴)
خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا لَّا يَجِدُونَ وَلِيًّا وَلَا نَصِيرًا ﴿۶۵﴾ چې تل به پكې وي، هېڅ پالندوى او مرستندوى به و نه مومي.  (۶۵)
يَوْمَ تُقَلَّبُ وُجُوهُهُمْ فِي النَّارِ يَقُولُونَ يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا ﴿۶۶﴾ پر هغه ورځ، چې د دوی مخونه په اور كې لټ پرټ شي (له خپلو كړنو پښېمانېږي او) وايي: ((كاش د الله او استازي مو منلي واى.)) (۶۶)
وَقَالُوا رَبَّنَا إِنَّا أَطَعْنَا سَادَتَنَا وَكُبَرَاءنَا فَأَضَلُّونَا السَّبِيلَا ﴿۶۷﴾ او وايي: پالونكيه! په رښتینه كې موږ د خپلو مشرانو او لويانو ومنل؛ نو (سمه) لار یې رانه وركه كړه. (۶۷)
رَبَّنَا آتِهِمْ ضِعْفَيْنِ مِنَ الْعَذَابِ وَالْعَنْهُمْ لَعْنًا كَبِيرًا ﴿۶۸﴾ پالونكيه! دوی ته دوه ګرايه عذاب وركړه او په ستر لعنت يې ورټه.  (۶۸)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَكُونُوا كَالَّذِينَ آذَوْا مُوسَى فَبَرَّأَهُ اللَّهُ مِمَّا قَالُوا وَكَانَ عِندَ اللَّهِ وَجِيهًا ﴿۶۹﴾ مؤمنانو! د هغو وګړیو په څېر مه كېږئ، چې موسى يې (په خپلو تورونو) وځوراوه؛ نو الله موسى د دوی له خبرو سپین كړ او (هغه) د الله په نزد (عزتمن او) ډېر مخور و. (۶۹)
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَقُولُوا قَوْلًا سَدِيدًا ﴿۷۰﴾ مؤمنانو! (خپل ځانونه) د الله له (عذابه) وساتئ او سمه روغه خبره كوئ. (۷۰)
يُصْلِحْ لَكُمْ أَعْمَالَكُمْ وَيَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ﴿۷۱﴾ چې (الله) ستاسې کړنې درسمې كړي او د (ګناهونو) پايلې مو دروبښي او چا چې د الله او استازي یې ومنله؛ نو په يقين، ستره بريا يې تر لاسه كړې ده. (۷۱)
إِنَّا عَرَضْنَا الْأَمَانَةَ عَلَى السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَالْجِبَالِ فَأَبَيْنَ أَن يَحْمِلْنَهَا وَأَشْفَقْنَ مِنْهَا وَحَمَلَهَا الْإِنسَانُ إِنَّهُ كَانَ ظَلُومًا جَهُولًا ﴿۷۲﴾ په حقیقت كې موږ اسمانونو، ځمكې او غرونو ته (د ژمنتوب، مكلفيت او الهي ولايت) امانت وروړاندې كړ؛ خو دوی [ د تکوین له مخې] دهغه له منلو ډډه وكړه او ترې ووېرېدل؛ خو انسان پر اوږو كړ، په رښتینه کې هغه ډېر ظالم او ناپوه و (؛ ځكه ددې ستر مقام قدر يې و نه پېژانده او پر ځان يې تېرى وكړ). (۷۲)
لِيُعَذِّبَ اللَّهُ الْمُنَافِقِينَ وَالْمُنَافِقَاتِ وَالْمُشْرِكِينَ وَالْمُشْرِكَاتِ وَيَتُوبَ اللَّهُ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا ﴿۷۳﴾ موخه دا وه، چې الله منافقان او منافقانې، مشركان او مشركانې (له ایمانوالو بېل كړي او) سزا وركړي او هم الله پر نارینه او ښځینه مؤمنانو ولورېږي ( له غفلت او لنډونه یې تېر شي او توبه یې قبوله کړي) او الله لورین بښونكى دى. (۷۳)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!