تبلیغات

  د منتخبو آیتونو شرح سورة البقرة (پر له پسې ۳ مه برخه) بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿۷۸﴾ = او ځینې یې داسې عوام او نالوستي دي،چې د (الله) كتاب يوازې يو لړ خيالونه او هيلې ګڼي او يوازې يې پر خپلو ګومانونو زړه […]

 

د منتخبو آیتونو شرح

سورة البقرة (پر له پسې ۳ مه برخه)

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

وَمِنْهُمْ أُمِّيُّونَ لَا يَعْلَمُونَ الْكِتَابَ إِلَّا أَمَانِيَّ وَإِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ ﴿۷۸﴾ = او ځینې یې داسې عوام او نالوستي دي،چې د (الله) كتاب يوازې يو لړ خيالونه او هيلې ګڼي او يوازې يې پر خپلو ګومانونو زړه تړلى دى .

 ۷۸ – ړوند يا عالمانه تقليد: بقرې سورت له 75 تر 79 آيتونو، يهوديان په دوو ډلو ويشي: لومړنۍ ډلې خپل اسماني كتاب لوسته؛ خو په خپله خوښه يې اړولى او ليك لوستي وه او دويمنۍ ډله نالوستي او ناليكي ول او له اسماني كتاب يې پوهه يوازې هغه اړونې او دروغ و، چې لومړنۍ ډلې پكې راوستي وه او دوى ته يې ويل[1]. تر همدې آيت لاندې روايت شوى چې « يو تن امام صادق (رح) ته وويل: د يهودو عوام يوازې د خپلو عالمانو له لارې د الله  له كتابه خبر ول؛ نو الله  يې څنګه د عالمانو په تقليد رټي؟! ايا د يهودو عوام زموږ له عوامو سره( چې په خپلو عالمانو پسې ځي) توپير لري؟» امام ويل: « له يوه لوري زموږ عوام د يهودو له عوامو سره توپير لري او له بل لوري ورسره يو شان دي. له هغه لوري، چې يو شان دي، الله  زموږ عوام هم رټلي دي؛ لكه چې څنګه يې د يهودو عوام غندلي، توپير يې دادى، چې د يهودو عوام د خپلو عالمانو له وضع خبرول او پوهېدل، چې په ډاګه دروغ وايي، حرام او بډې خوري او د الله  احكام اړوي. له خپل وجدانه يې دا حقيقت موندلى و، چې دغسې وګړي فاسقان دي او جايز نه دي، چې د الله  او احكامو په اړه يې خبرې ومنل شي او د پېغمبرانو په هكله يې لېینه – ګواهي قبوله شي؛ نو ځكه الله  رټلي دي، كه زموږ عوام هم له خپلو عالمانو ښكاره فسق، سخت تعصب، د دنيا او حرامې شتمنۍ ته حرص وويني او ورپسې ولاړ شي؛ نو د يهودو په څېر به وي، چې الله  د فاسقو عالمانو د لاروۍ له لامله رټلي دي» بيا امام وويل: « عوام بايد په هغو عالمانو پسې ولاړ شي، چې خپله ارواییزه سپېڅلتیا او دين ساتي، د ځاني غوښتنو مخالف او د الله  د حكم منوونكى وي[2]»

وَقَالُوا لَنْ تَمَسَّنَا النَّارُ إِلَّا أَيَّامًا مَعْدُودَةً قُلْ أَتَّخَذْتُمْ عِنْدَ اللَّهِ عَهْدًا فَلَنْ يُخْلِفَ اللَّهُ عَهْدَهُ أَمْ تَقُولُونَ عَلَى اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ ﴿۸۰﴾ = او ويې ويل :(( بې له څو شمېرلو ورځو به اور(عذاب) را و نه رسي)) (ورته) ووايه: ((په دې باب مو له الله ژمنه اخستې ده؟!؛(که داسې وي)؛نو الله خو بيخي له خپلې ژمنې نه اوړي يا پر څه چې نه پوهېږئ (؛نو) پر الله يې ورتړئ؟!))

 ۸۰ – يهود او د توکمیز – نژادي غوراوۍ ګروهه: دا آيت د يهودو يوې بې بنسټې وينا ته اشاره كوي، چې ځان يې ښاڅمن – مغرور كړی و، چې د يو شمېر كږليچونو، ځانمنیو او ځانپالۍ سرچينه يې شمېرل كېږي. د دې ګروهې له مخې، د يهودو توکم پر ټولو توکمونو او خېلونو غوراوى لري او ځانګړي خلك دي او ګناهګاران یې يوازې څو ورځې سزا ويني او بيا به يې تلمېشتې الهي جنت پر برخه وي. يهودي ټولنې ځان د پېغمبرانو اولاده ګڼله او ويل يې: په قيامت كې به د خپلو اولادونو شفاعت وكړي، دا چې د دوى پر شفاعت يې ګروهه درلوده، ويل يې: « پر موږ به كله هم د دوزخ اور ونه لګي او كه لګي هم؛ نو په شمېر څو ورځې به وي» آيت په سولیزه – منطقي وينا دا غلطه انګېرنه رد او باطلوي او وايي، دا وينا مو له دوو حالتونو وتلې نه ده، يا مو باید په دې اړه له خدايه ځانګړې ژمنه اخستې وي، چې اخستې مو نه ده يا پر الله  دروغ او تور تړئ[3].

وَإِذْ أَخَذْنَا مِيثَاقَ بَنِي إِسْرَائِيلَ لَا تَعْبُدُونَ إِلَّا اللَّهَ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلَّا قَلِيلًا مِنْكُمْ وَأَنْتُمْ مُعْرِضُونَ ﴿۸۳﴾ = او(درياد كړئ) له بني اسراييلو مو ژمنه واخسته،(( یوازې الله به نمانځئ، له مور و پلار، خپلوانو، پلارمړیو او بېوزلیو سره به ښېګڼه او خلكو ته به ښې خبرې كوئ، نمونځ به كوئ او زكات به وركوئ .)) بيا (سره له دې، چې ژمنه مو كړې وه) بې له لږو نور ټول واوښتئ او (پر خپل تړون تر وفا ډېر) څنګزني وئ.

 ۸۳ – ښې خبرې كول: په آيت كې « خلكو ته ښې خبرې كوئ» په دې باب له امام صادق (رح) روايت شوى چې: « له خلكو سره يوازې ښې خبرې وكړئ او چې د خبرې پر ښه والي پوه شوي نه ياست؛ نو مه يې كوئ» د امام باقر(رح)په يو روايت كې لولو: تر هغې ښې خبرې وكړئ، چې ښه مو ايسي درسره ښې خبرې وكړي[4] »

ثُمَّ أَنْتُمْ هَؤُلَاءِ تَقْتُلُونَ أَنْفُسَكُمْ وَتُخْرِجُونَ فَرِيقًا مِنْكُمْ مِنْ دِيَارِهِمْ تَظَاهَرُونَ عَلَيْهِمْ بِالْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ وَإِنْ يَأْتُوكُمْ أُسَارَى تُفَادُوهُمْ وَهُوَ مُحَرَّمٌ عَلَيْكُمْ إِخْرَاجُهُمْ أَفَتُؤْمِنُونَ بِبَعْضِ الْكِتَابِ وَتَكْفُرُونَ بِبَعْضٍ فَمَا جَزَاءُ مَنْ يَفْعَلُ ذَلِكَ مِنْكُمْ إِلَّا خِزْيٌ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ يُرَدُّونَ إِلَى أَشَدِّ الْعَذَابِ وَمَا اللَّهُ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُونَ ﴿۸۵﴾= (خو) بیا همدا تاسې ياست،چې په خپلو كې وژنئ او ځينې له خپلو سيمو شړئ او په دې ګناه او تېري كې يو د بل  مرسته كوئ (او دا ټول له الله سره د کړې ژمنې ماتول دي) او چې ځينې درسره بندیان شي (؛نو) د تاوان په بدل كې يې ازادوئ، حال دا شړل خو يې لا له سره درباندې حرام وو. ايا د (اسماني) كتاب څه برخه منئ او څه نه منئ؟! (؛نو) په تاسې كې،چې څوك دغسې چار (په الهي احكامو كې توپير) كوي؛ نو سزا يې په دنيا كې سپکاوی دی او د قيامت پر ورځ به پر سختو عذابونو اخته شي او څه چې كوئ،خداى ترې ناخبره نه دى .

 ۸۵ – يهود او بندي ته فديه: ډېرى مفسرينو تردې آيت لاندې ويلي: « بني قريظه» او « بني نضير» دوه يهودي ټبرونه ول او يو له بل سره يې نژدې خپلولۍ درلودې، د دنيوي ګټو پر سر يې يو له بل سره په ناباندۍ –  مخالفت لاس پورې كړ. بني نضيرو له « خزرج» ټبر سره لاس يو كړ او بني قريظه و له «اوس» سره، چې دا دواړه ټبرونه د يثرب مشركان ول، چې د اوس او خزرج ترمنځ به جګړه راپېښه شوه؛ نو دې يهودي ټبرونو به له خپلو همژمنو مشركو ډلو سره مرسته كوله؛ خو چې د جګړې لمبې به كېناستې، ټول يهود به راټولېدل، چې په يوه لاس د خپلو بنديانو د ازادولو لپاره فديه وركړي او دا كړنه يې د تورات د حكم په لاسوند كوله، حال دا لومړى خو اوس او خزرج مشركان ول او مرسته ورسره جايز نه وه او دويم دا، هماغه قانون، چې د فديې وركولو امر یې كړى و، له وژنې ډډې كولو امر يې هم وركړى و. يهودو د نورو ځېلي او ناپوهو قومونو په څېر دا ډول پرېمانه اړوپېچ – ضدو نقيض كړنې درلودې. د آيت يو ټكى دادى، چې د ايمان اغېز او تسليم هله راښكارېږي، چې كوم قانون د انسان د شخصي ګټو پر ضد وي؛ خو محترم يې وبولي، كه نه داچې پر الهي لارښوونو عمل كول يوازې د انسان د ګټو ساتندوى وي؛ نو دا خو نه وياړنه ده او نه د ايمان نښه، چې دا له منافقانو څخه د مؤمنانو د پېژندنې يو همېشنى دود دى؛ ځكه مؤمنان ټولو الهي قوانينو ته غاړه ږدي او منافقين توكم پالي دي[5].

أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الْحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالْآخِرَةِ فَلَا يُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ يُنْصَرُونَ ﴿۸۶﴾ = دا هغه کسان دي، چې آخرت يې پر دنيوي ژوند پلورلى دى؛ نو نه به يې عذاب سپك کړای شي او نه به مرسته ورسره وشي .

  ۸۶ – دنيا او د آخرت پر وړاندې يې بې ارزښتوب: الله  په قرآن كريم کې څو ځله دنيوي ژوند غندلى او انسانانو ته يې ويلي « هسې نه دنيوي ژوند مو تېر باسي[6]»  او د غندنې دليل يې دادى، چې قرآن انسانانو ته د داسې ژوندون ژمنه وركړې، چې دنيوي ژوند يې پر وړاندې خورا بې ارزښته دى او نه ښايي پر دنيوي ژوند وپلورل شي. الله د توبې سورت په 38 آيت كې د دنيا او آخرت په پرتلنه كې وايي: [مؤمنانو! څه درباندې شوي، چې كله درته وويل شي: ((د الله په لار كې (غزا ته) ووځئ))؛ نو پر ځمكه درانه كېناستئ؟! (او ځانونه مو سست كړل) ايا د آخرت پر ځاى مو دنيوي ژوند خوښ كړى؟! حال دا له دنيوي ژونده ګټنه خو د آخرت په پرتله خورا لږه ده. ] د نبي كريم (ص) په يوه حديث كې وايو: « دنيا آخرت ته داسې ده، چې يو مو په سيند كې ګوته ووهي او بيا يې راباسي، بيا وګوري، چې د سيند څومره اوبه يې پرې راخستي دي؟![7]»  د حضرت علي په يو روايت كې راغلي: « ايا كوم ازاد انسان نشته، چې د دنيا دا پاتې شوني هغوى ته ور وغورځوي، چې وړ يې دي؟! په حقيقت كې يوازې جنت مو د ځانونو بيه ده؛ نو يوازې پر جنت یې وپلورئ[8]»  هو! چې كله انسان د دنيا او اخرت پر دوه لارې ودرېږي؛ نو كه دنيا غوره كړي، قرآن يې پړ كوي، كه نه قرآن خو له دنيوي خوندنو او نعمتونو حلاله برخمنې غندلې نه ده؛ لكه چې د اعراف په 32 آيت كې وايي:[ (پېغمبره!) ووايه :(( چا الهي ښكلا،چې خپلو بندګانو ته رايستلې او پاكه روزي، حرامه كړې ده ؟!)) (ورته) ووايه :(( دا په دنيوي ژوند كې هم مؤمنانو ته دي (كه څه نور پكې برخه لري؛خو) په قيامت كې به يوازې مؤمنانو ته وي .))  په دې توګه موږ پوهانو ته (خپلې) نښې ورښيو.  ]

وَلَقَدْ آتَيْنَا مُوسَى الْكِتَابَ وَقَفَّيْنَا مِنْ بَعْدِهِ بِالرُّسُلِ وَآتَيْنَا عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ الْبَيِّنَاتِ وَأَيَّدْنَاهُ بِرُوحِ الْقُدُسِ أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لَا تَهْوَى أَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ فَفَرِيقًا كَذَّبْتُمْ وَفَرِيقًا تَقْتُلُونَ ﴿۸۷﴾ = او په يقين موږ موسى ته كتاب (تورات) وركړ او تر ده روسته پرله پسې استازي مو ولېږل او عيسى د مريمې زوى ته مو څرګندې معجزې وركړې او په سپېڅلي روح (روح القدس) یې مو ملاتړ وکړ ايا داسې نه ده،چې كله كوم پېغمبر ستاسې د ځاني غوښتنو پر خلاف څه دروړي؛ نو لويي مو پرې وكړه (او ايمان مو پرې را نه وړ) ؛ نو يوه ډله مو دروغجنه وګڼله او بله مو ووژله؟!

۸۷- روح القدس: مفسران د روح القدس په هكله بېلابيل تفسيرونه لري ،ځينو ويلي: منظور حضرت جبرييل دى؛ ځكه د آيت مانا به دغسې وي « الله ، عيسى(علیه السلام) په جبرييل پياوړى او تاييد كړ» د نحل 102 آيت د دې خبرې شاهد دى: ((دا (قرآن) خو روح القدس ( = سپېڅلي روح، جبرئيل) ستاسې د پالونكي له لوري په رښتيا درنازل كړى دى.))  حضرت جبرييل ته ځكه روح القدس وايي، چې په پرښتو كې د روحانيت له اړخه يوه څرګنده موضوع ده؛ ځكه يې د روح كلېمه ورته كارولې او د « القدس» ورزياتونه د حضرت جبرييل سرباندې – فوق العاده پاكي او سپېڅلتيا راښيي[9].

وَلَمَّا جَاءَهُمْ كِتَابٌ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ مُصَدِّقٌ لِمَا مَعَهُمْ وَكَانُوا مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الْكَافِرِينَ ﴿۸۹﴾ = او چې كله د الله له لوري يو كتاب ورغى،چې له هغو نښو سره يې سمون درلود،چې له دوى سره وې او تردې له مخه به يې پر كافرانو د خپل بري زېرى وركاوه (چې په مرسته به يې پر دښمنانو بريالي شي)؛خو له دې  ټولو سره، چې كله الهي استازى ورغى،چې (له مخكې) يې پېژندلى و؛ نو ترې منکر شول، پر(داسې) كافرانو دې د الله لعنت وي !

۸۹- يهود د پېغمبراكرم(ص) ‏له ځانګړنو خبر ول: تردې آيت لاندې له امام صادق(رح) څخه يو روايت شوى، چې لنډيز يې دادى: يهوديانو په خپلو كتابونو كې ليدلي ول، چې د راتلونكي پېغمبر هجرت ځاى به د «عير» او «احد» [د يثرب په دواړو خواوو] د غرونو ترمنځ وي؛ نو له خپلو سيمو راووتل او تر ډېرې پلټنې روسته يثرب ته راورسېدل او مېشت شول او په سوداګرۍ لګيا شول،چې د اسلام پېغمبر (ص) راښكاره شي، ورپسې د اوس او خزرج ټبرونه هم يثرب مېشتې شول. دا ټبرونه، چې ډېروګړي شول؛نو د يهودوو شتمني يې لوټوله، يهودو ورته ويل: محمد (ص)،چې مبعوث شي، زموږ له سيمې به مو وباسي او چې محمد(ص) مبعوث شو، اوس او خزرج (چې په انصارو مشهور شول) پرې ايمان راووړ؛ خو يهودو ترې نټه وکړه، سره له دې، چې په خپلو كتابونو كې يې د هغه ځانګړنې لوستې وې او د راښكاره كېدو په هيله يې يثرب ته راغلي وو[10].

بِئْسَمَا اشْتَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ أَنْ يَكْفُرُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ بَغْيًا أَنْ يُنَزِّلَ اللَّهُ مِنْ فَضْلِهِ عَلَى مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ فَبَاءُوا بِغَضَبٍ عَلَى غَضَبٍ وَلِلْكَافِرِينَ عَذَابٌ مُهِينٌ ﴿۹۰﴾ = (خو یهودیانو) په ناوړه بيه ځانونه وپلورل،چې په ناروا د الله پر رالېږل شويو آيتونو كافران شول او نیوکه یې کوله، چې الله [ولې] په خپل فضل خپل آيتونه پر خپل هغه بنده نازلوي،چې و يې غواړي (او وړ يې وبولي)؟!؛ نو ځكه دوى (د الله له لوري) د غضب له پاسه د غضب وړ وګرځېدل او كافرانو ته سپكوونكى عذاب (ټاكل شوى) دى .

 ۹۰ – د يهودو ځېل: «نو ځكه دوى ( د الله  له لوري) د غضب له پاسه د غضب وړ وګرځېدل» د آيت ددې برخې په تفسير كې ويل شوي، يهودو ته ځكه الله  غوسه شوى، چې له الهي آيتونو منكر ول، د الله  د اوامرو سرغړاندي ول او الهي پېغمبران يې وژل. دا ړومبى غضب دى، چې پكې را نغاړل شوي. د اسلام د پېغمبر(ص) تر راتلو روسته ځوځات يې د محمد (ص) پر وړاندې د خپلو نيكونو لار خپله كړه؛ يعنې نه يوازې د هغه دين يې ونه مانه؛ بلكې مبارزې ته يې راپاڅېدل او لامل شو، چې په نور غضب كې را ونغاړل شي او دا دويم غضب دى[11].

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ آمِنُوا بِمَا أَنْزَلَ اللَّهُ قَالُوا نُؤْمِنُ بِمَا أُنْزِلَ عَلَيْنَا وَيَكْفُرُونَ بِمَا وَرَاءَهُ وَهُوَ الْحَقُّ مُصَدِّقًا لِمَا مَعَهُمْ قُلْ فَلِمَ تَقْتُلُونَ أَنْبِيَاءَ اللَّهِ مِنْ قَبْلُ إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ ﴿۹۱﴾ = او چې كله ورته وويل شي:((پر هغه څه ايمان راوړئ،چې الله نازل كړي .)) وايي: ((موږ يوازې پر هغه څه ايمان راوړو، چې پر موږ نازل شوي)) او بې له دې نور نه مني، که څه حق وي او ورسره موجود کتاب يې هم تاييدوي (ورته) ووايه: ((كه (رښتيا وايئ او پر هغو آيتونو، چې پر تاسې نازل شوي وي) ايمان لرئ؛ نو تردې له مخه مو ولې د الله استازي وژل ؟!))

 ۹۱- ځوځات يې د نيكونو پر پېغمبر وژنې خوشحاله ول: «نو تر دې له مخه ولې مو د الله  استازي وژل؟» د آيت تردې برخې لاندې له امام صادق(رح) روايت شوی: « دا آيت د پېغمبر(ص) د زمانې د يهودو په باب رانازل شوى،حال دا دوى خو مخكېني پېغمبران وژلي نه وو او پر وخت يې هم نه ول؛ بلكې پېغمبران خو مخكېنيو يهوديانو وژلي ول؛ خو الله  دوى د وژونكيو پرځاى شمېرلي او له هغوى سره يې يو ځاى كړي او د مخكېنيو [ناوړه] چار يې پر دوى ورتړلى دى؛ ځكه په تېرو پسې ور روان ول او ورسره يې مينه او خواخوږي وه او پر چارو يې خوشحاله ول[12]».

قُلْ إِنْ كَانَتْ لَكُمُ الدَّارُ الْآخِرَةُ عِنْدَ اللَّهِ خَالِصَةً مِنْ دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ﴿۹۴﴾ = ورته ووايه :(( (تاسې خو ادعا لرئ) چې الله يوازې موږ ته د آخرت كور ځانګړى كړى؛ نه نورو خلكو ته؛ نو كه رښتيا وايئ؛ د مرګ هيلمن  شئ ))

۹۴- د يهودو ځېل پالي او د قرآن دريځ: د قرآن مجيد پر آيتونو سربېره د يهودو له تاريخه راڅرګندېږي، چې دوى ځانونه لوړخېل ګڼل (؛لكه چې اوس هم دغسې انګېرنه لري) او ګروهن دي، د انساني ټولنې د انځرګل دى او جنت ورته پيدا شوى او د الله  اولاده او ځانګړي دوستان يې دي او لنډه داچې يوازې همدوى ښې ځانګړنې لري. دا چټي ځانمني يې د قرآن په بې شمېره آيتونه كې څرګنده شوې وه. د مائدې سورت په 18 آيت كې يې له خولې لولو: « موږ د الله  اولاده او ځانګړي دوستان يو» په بقرې سورت كې لولو: « يوازې يهود جنت ته ننووځي» دا انګېرنې يې یو خوا تېري، جنايت، ګناه او سرغړونې ته وربولي او بلخوا ښاڅمنۍ – كبر، ځانمنۍ او ځان غوراوۍ ته. قرآن په همدې آيت كې خوله ماتې ځواب وركوي: « ورته ووايمه : (تاسې خو ادعا لرئ) چې الله  يوازې موږ ته د آخرت كور ځانګړى كړى، نه نورو خلكو ته؛ نو كه رښتيا وايئ، د مرګ هيلمن شئ»؛ يعنې ښه مو نه ايسي، چې د الله  د رحمت په لمن كې راونغاړل شئ او د جنت بې پايه نعمتونه مو درسره وي؟ يهوديانو په دې ادعا مسلمانان له خپل دينه زړه توري كول؛ خو قرآن يې دروغ او ټګي را برسيروي؛ ځكه له دنيا تلو ته يې زړه نه ښه كاوه؛ لكه چې په 95 آيت كې ورته اشاره شوې ده[13].

قُلْ مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِجِبْرِيلَ فَإِنَّهُ نَزَّلَهُ عَلَى قَلْبِكَ بِإِذْنِ اللَّهِ مُصَدِّقًا لِمَا بَيْنَ يَدَيْهِ وَهُدًى وَبُشْرَى لِلْمُؤْمِنِينَ ﴿۹۷﴾ = [دوى وايي : ((جبرائيل زموږ دښمن دى، چې پر تا وحې نازلوي؛ نو ځكه پر تا ايمان نه راوړو.)) ] ورته ووايه: څوك چې د جبرائيل دښمن وي (په حقيقت كې د الله دښمن دى؛ ځكه هغه) خو د الله په حكم ستا پر زړه قرآن نازل كړى – هغه قرآن چې مخكېني اسماني كتابونه تصديقوي او مؤمنانو ته لارښود او زېرى دى -.

 ۹۷- له حضرت جبرييل سره د دښمنۍ تر پولې ځېل: مفسرانو ددې آيت په شان نزول كې ويلي: پېغمبر اکرم (ص) مدينې ته راغى؛ نو يوه ورځ يو يهودي عالم « ابن صوریا» د فدك د يهودو له يوې ډلې سره رسول الله ته راغلل او له آنحضرت نه يې بېلابېلې پوښتنې وكړې او د نبوت او رسالت نښې يې پكې لټولې. پېغمبر(ص) يې پوښتنې ځواب كړې او قناعت يې وكړ. « ابن صوريا» وويل: يوه پوښتنه پاتې ده، كه سم ځواب يې راكړې، ايمان درباندې راوړو او لاروي دې كوو: كومه پرښته درباندې رانازلېږي؟ ويې ويل: حضرت جبرييل. ابن صوريا وويل: هغه خو زموږ دښمنه ده؛ ځكه د جهاد او جګړې په باب سخت امرونه راوړي؛ خو مكاييل تل ساده او اسان حكمونه راولي، كه د وحې پرښته دې مكاييل وه، ايمان مو درباندې راووړ. په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو: « چې څوك له حضرت جبرييل سره دښمن و (په حقيقت كې د الله  دښمن دى؛ ځكه هغه) خو د الله  په حكم ستا پر زړه قرآن درنازل كړى دى[14]». شان نزول هغه پېښه ده، چې ورپسې آيت يا آيتونه رانازل شوي؛ نو ځكه پر شان نزول پوهېدنه، د آيتونو د مانا په پوهېدو كې ډېر اغېزمن او ګټور دى.

مَنْ كَانَ عَدُوًّا لِلَّهِ وَمَلَائِكَتِهِ وَرُسُلِهِ وَجِبْرِيلَ وَمِيكَالَ فَإِنَّ اللَّهَ عَدُوٌّ لِلْكَافِرِينَ ﴿۹۸﴾ = څوك چې د الله ، پرښتو یې، رسولانو یې، جبراييل او ميكائيل دښمن وي (كافر دى) او په رښتینه کې الله د كافرانو دښمن دى .

 ۹۸ – څلور مقربې پرښتې: اسلامي كتابونه، جبرييل، ميكاييل، اسرافيل او عزراييل د الله  مقربې پرښتې بولي، چې په دوى كې  حضرت جبرييل تر ټولو غوره دی[15]. دوى په چارو كې د الله  واسطې او وسيلې دي: جبرييل د الهي وحې واسطه، ميكاييل د مخلوقاتو د رزق او روزې واسطه، اسرافيل په قيامت كې مړي را ژوندي كوي اوعزراييل ساه اخلي[16]. د پرښتو په باب د امام سجاد په يوې دعا كې لولو: « خدايه! پر … او اسرافيل درود ولېږه، د شپېلۍ پرښته (هغه شپېلۍ، چې په پو كولو يې ټول مري اوپه دويم ځل پو كولو يې ټول راژوندي كېږي) چې ستا حكم ته سترګې پر لار ده، چې په شپيلۍ كې يې پو كړي او په کېڅ – قبر كې ويده راپاڅوي او همداراز پر مكاييل درود ولېږه، چې ستا پر وړاندې لوړ مقامى او ستا د اطاعت له لامله د اوچت مقام خاوند دى او پر جبرييل، چې ستا د وحې امين دى، چې په اسمانونو كې يې اطاعت كېږي او ستا پر وړاندې عزتمن او درشل ته دې نژدې او مقرب دى»[17].

وَاتَّبَعُوا مَا تَتْلُو الشَّيَاطِينُ عَلَى مُلْكِ سُلَيْمَانَ وَمَا كَفَرَ سُلَيْمَانُ وَلَكِنَّ الشَّيَاطِينَ كَفَرُوا يُعَلِّمُونَ النَّاسَ السِّحْرَ وَمَا أُنْزِلَ عَلَى الْمَلَكَيْنِ بِبَابِلَ هَارُوتَ وَمَارُوتَ وَمَا يُعَلِّمَانِ مِنْ أَحَدٍ حَتَّى يَقُولَا إِنَّمَا نَحْنُ فِتْنَةٌ فَلَا تَكْفُرْ فَيَتَعَلَّمُونَ مِنْهُمَا مَا يُفَرِّقُونَ بِهِ بَيْنَ الْمَرْءِ وَزَوْجِهِ وَمَا هُمْ بِضَارِّينَ بِهِ مِنْ أَحَدٍ إِلَّا بِإِذْنِ اللَّهِ وَيَتَعَلَّمُونَ مَا يَضُرُّهُمْ وَلَا يَنْفَعُهُمْ وَلَقَدْ عَلِمُوا لَمَنِ اشْتَرَاهُ مَا لَهُ فِي الْآخِرَةِ مِنْ خَلَاقٍ وَلَبِئْسَ مَا شَرَوْا بِهِ أَنْفُسَهُمْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ ﴿۱۰۲﴾ = او (يهودو) د هغه څه لاروي وكړه، چې شري وګړيو (کوډګرو) د سليمان په پاچاهۍ کې خلكو ته لوستل او سليمان هېڅكله (كوډې ونکړې او) كافر نشو؛ خو شري وګړي كافران شول (چې) خلكو ته يې كوډې ورښوولې او (همداراز يهودو) د هغه  څه (لاروي وكړه)، چې په بابل کې پر دوو پرښتو ((هاروت)) او ((ماروت)) نازل شوي وو، دوى دواړو هېچا ته تر هغې څه نه ورښوول، خو دا چې ورته ویل به يې : ((موږ يوازې ازمېښت يو، (پام) مه کافرېږه!))  (او له دې زده كړو ناوړه ګټه مه اخله)؛ خو يهودو له دې دواړو پرښتو داسې څه زده كول، چې په دې يې ښځه او مېړه سره بېلول؛ خو دوى بې د الله له اجازې هېڅكله چاته زيان رسوونکي نه وو، داسې څه یې زده كول، چې ورته ګټور نه؛ بلكې زيانمن ول او ښه پوهېدل، چې كه څوك ددې څيز پېرونكي شي (؛ نو) په آخرت كې هېڅ ونډه ورته نشته (؛ نو) كه پوهېداى، چې څومره ناكاره سودا ده، چې ځان يې پرې وپلوره !

  ۱۰۲ – حضرت سليمان(ع) كافر نشو: له احاديثو معلومېږي، چې يوې ډلې د حضرت سليمان(ع) پر مهال د ده په هېواد كې كوډې كولې. سليمان (ع) امر وكړ، چې ګردې ليكنې او پاڼې يې راټولې او په يو ځانګړي ځاى كې يې وساتئ؛ ځكه ښايي د كوډو د لرې كولو لپاره پكې ګټور مطالب وي، يوې ډلې د سليمان (ع) تر وفات روسته دا پاڼې را واېستلې او د كوډو په ښوونې او خپرولو لګيا شول، ځينو له دې موقعيته ګټنه وكړه او و يې ويل: سليمان خو بيخي پېغمبر نه و؛ بلكې د همدې كوډو په مټ پر خپل هېواد لاسبری شو او خارق العاده چارې يې كولې. يو شمېر اسراييلو د كوډګرو لار ونيوه او په كوډو يې زړه وتاړه، تردې چې له تورات نه يې لاس واخست. د اسلام پېغمبر (ص)، چې راغی او د قرآني آيتونو په ترڅ كې يې وويل: سليمان (ع) له الهي پېغمبرانو ځنې و؛ نو د يهودو ځينو عالمانو او احبارو وويل: له محمده مه هېښندېږئ، چې وايي سليمان (ع) پېغمبر دى، حال دا هغه خو كوډګر و؟ د يهودو دا وينا پردې سربېره، چې پردې ستر الهي پېغمبر يو ستر تور شمېرل كېږي؛ نو ورسره جوخت د سليمان (ع) كفر هم ګڼل كېږي؛ ځكه د وينا له مخې يې سليمان يو كوډګر و، چې په دروغو يې ځان ته پېغمبر وايه، چې دا چار د كفر لامل دى؛ نو په ځواب كې يې دا آيت رانازل شو[18].

102- چې الله  څه غواړي، هماغه به كېږي، د آيت ددې برخې [= خو دوى بې د الله  له اجازې چا ته زيانمن نه دي] په تفسير كې يې ويلي، داسې مانا نه وركوي، چې د زور مساله اوڅار- مطرح ده؛ بلكې د توحيد يو بنسټيز آر ته اشاره ده، چې په نړۍ كې ګرد ځواكونه د پالونكي له ځواكه سرچينه اخلي. ان د اور سوځول او د چړې غوڅول د الله  په امر دي، داسې نه ده، چې كوډګر د الله د ارادې او غوښتنې پر خلاف په پنځون – پيدايښت كې لاسوهنه وكړي او داسې نه ده، چې الله  په خپلې واكمنۍ كې محدود او را ايسار كړي؛ بلكې دا يو شمېر ځانګړنې او اغېزې دي، چې الله  په بېلابېلو موجوداتو كې ايښې دي، ځينې ترې ښه ګټه اخلي او ځينې ترې ناوړګټنه كوي؛ نو الله  هم چې انسانانو ته ازادي او اختيار وركړی، د ازمېښت او د بشپړتيا وزله يې ده[19].

102- كوډې؛ ستره ګناه ده: كوډې يو ډول خارق العاده چار دى، چې كله د انسانانو پر تنو خپلې اغېزې شيندي او يو ډول چشم بندي ده او كله يې اغېز يوازې اروايیز او واندیز- خيالي اړخ لري[20]. د ټولو اسلامي فقهاوو له نظره د كوډو زده كړه او كول حرام دي. په دې باب حضرت علي (ک) وايي: «چې څوك لږې يا ډېرې كوډې زده كړي؛ نو كافر شوی دی او بيخي يې له الله سره اړيكه پرې كېږي» البته که كوډې د دې لپاره زده كړاى شي، چې د كوډګرو كوډې پرې لرې كړاى شي؛ نو بيا خو سمه ده؛ بلكې كله هم كفايي واجب وي،چې يو شمېر كوډې زده كړي، چې كه كوم دروغجن مدعي، خلك پرې بېلارې كوي؛ نو كوډې به يې لرې او دروغ به يې را برسېره كړي.

مَا نَنْسَخْ مِنْ آيَةٍ أَوْ نُنْسِهَا نَأْتِ بِخَيْرٍ مِنْهَا أَوْ مِثْلِهَا أَلَمْ تَعْلَمْ أَنَّ اللَّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ ﴿۱۰۶﴾ = هر آیت چې منسوخ يا پرېږدو، ترې غوره او يا يې انډول راوړو؛ ايا نه پوهېږې، چې الله پر هر څه وسمن دى؟

 ۱۰۶ – د انسان بشپړتيا ته يوه کړلار: « نسخ» د منځه وړو پر مانا ده او د شرع په سول – منطق كې د يو حكم بدلول او پر ځاى يې د بل حكم راوړل دي؛ لكه مسلمانانو مدينې ته تر هجرت روسته د بيت المقدس په پلو اوه مياشتې نمونځ وكړ، بیا ورته د قبلې د بدلون امر وشو او مؤظف شول، چې كعبې پلو ته نمونځ وكړئ. د نسخ د مفهوم په باب دې ټكي ته په پامنيوي، چې كله د زمانې او د چاپېريال د شرايطو په اوړېدو، د انسان اړتياوې هم بدلون مومي او كله ثابتې او پر خپل ځاى وي. يوه ورځ يوه کړلار د انسان د نېكمرغۍ ضامن وي؛ خو بله ورځ شونې ده، د شرايطو په اوړېدو هماغه کړلار يې د لارې خنډ وي. يوه ورځ يو درمل يو ناروغ ته ډېر ګټور وي او طبيب يې ورته ليكي؛ خو بله ورځ، چې ناروغ څه نا څه روغ شوى؛ نو شونې ده، طبيب پرې دا درمل منع او نور ورته وليكي. دا ټكى په تېره د انسانانو او ټولنو د تکامل قانون ته په پامنيوي ښه څرګندېږي، چې د انساني ټولنو په تكاملي بهير كې كله يوه کړنلاره ګټوره او رغنده وي او كله زيانمنه وي. د ټولنيزو او ګروهیزو اوښتونونو- انقلابونو په پيلامه كې په زماني برخو او مقاطعو كې د کړلارو سوکه سوکه اوړېدنه اړينه برېښي؛ البته هېر مو نشي، د الهي اديانو آرونه، چې بنسټېزې ستنې دي، په هر ځاى او هرو شرايطو كې يو ډول دي. هېڅكله توحيد يا د ټولنيز  عدالت آرونه او په څېر يې سل ګونه احكام نه بدلېږي او د نسخ په قاعدې كې كوچني او فرعي مسايل رانغاړلېږي[21].

أَمْ تُرِيدُونَ أَنْ تَسْأَلُوا رَسُولَكُمْ كَمَا سُئِلَ مُوسَى مِنْ قَبْلُ وَمَنْ يَتَبَدَّلِ الْكُفْرَ بِالْإِيمَانِ فَقَدْ ضَلَّ سَوَاءَ السَّبِيلِ ﴿۱۰۸﴾ = ايا غواړئ له خپل پېغمبره هماغسې (نامعقولې) غوښتنې وكړئ،چې تردې له مخه له موسى شوې وې؟! (او په دې پلمو يې له ايمان راوړو ډډه كوله) څوك چې د ايمان پر ځاى كفر ومني؛ نو په يقين له سمې لارې (عقل او فطرت) بېلارې شوى دى.

 ۱۰۸ – معجزه: د نبوت زباد ته يوه وزله ده: قرآن په بې شمېره ځايونو كې دا مطلب څرګند كړى، چې قوم يې له حضرت موسى (ع) داسې غوښتنې كولې، چې لامحال وې يا مصلحت نه وه، چې ترسره شوې واى؛ بلكې د بقرې سورت په 55 آيت كې يې له خولې لولو[ او (دریاد کړئ) چې کله مو وویل: موسی! بیخي ایمان درباندې نه راوړو؛ خو دا چې خدای ښکاره (په خپلو سترګو) ووینو…] او د زخرف سورت په 53 آيت كې د فرعون له خولې راغلي: [که (موسی) رښتیا وايي؛ نو ولې د سرو زرو وښي ورکړل شوي نه دي یا ولې پرښتې ورسره راغلي نه دي] الله  هم د همدې پلمو او بې ځايه غوښتنو له لامله (چې د حق نه منلو لامل يې وه) سخت په عذاب كړل. د قريشو مشركانو او د پېغمبر د زمانې يهودو هم له نبي كريم(ص) دغسې غوښتنې درلودې؛ لكه چې د اسرا (بني اسرائيل) سورت په (90 -93) آيتونو كې يې له خولې لولو:  [او ويې ويل : ((تر هغه به درباندې ايمان رانه وړو،چې له دې (وچې اوسوځنده) ځمكې دې چينه نه وي رابهولې؛ او يا (بايد) ستا د كجورو او انګورو يو باغ وي او ته پکې ښه ويالې وبهوې؛ يا لكه څنګه چې ګومان كوې، پر موږ د اسمان (د ډبرو) ټوټې راوغورځوې او يا الله او پرښتې راته مخامخ راولې (چې ښكاره يې ووينو)؛ يا د سرو زرو يو كور ولرې يا اسمان ته وخېژې او ستا پر ختو به (هم) باور و نه كړو، څو پر موږ يوه ليكنه راكوزه كړې، چې و يې لولو!(او ستا تصديق پكې وي) )) ووايه :(( پالونكى مې (له دې بې معنا خبرو) پاك دى! ايا (زه) بې له يوه بشري استازي بل څه يم ؟!)) ] واقعيت خو دادى، پېغمبرانو د خپلې ادعا ثبوت ته او داچې د الله استازي دي، د الله  په امر او اجازې او د خپلې زمانې د خلكو د پوهېدنې او شعور هومره، داسې چارې خلكو ته ورښوولې، چې خلک یې له كولو بېوسې ول؛ ځكه دې چارو ته معجزې وايي. دا آيت د اسلام د پېغمبر(ص) ناباندي – مخالفين رټي، چې بې ځايه غوښتنې دې نه كوي،كه نه د موسى (ع) د قوم په څېر به پر الهي عذاب اخته شي. له آره خو معجزه د انبياوو عليهم السلام د نبوت د ثبوت لپاره وه، نه چې وګړي د خپلو ځاني غوښتنو له مخې، چې څه وغواړي، ورته راوړي او د الهي رسالت لمن يې د خلكو په ټوكو او نندارو واوړي[22].

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَى فِي خَرَابِهَا أُولَئِكَ مَا كَانَ لَهُمْ أَنْ يَدْخُلُوهَا إِلَّا خَائِفِينَ لَهُمْ فِي الدُّنْيَا خِزْيٌ وَلَهُمْ فِي الْآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۱۱۴﴾ = او تر هغه به ستر ظالم څوك وي، چې د الله په جوماتونو كې د الله د يادېدو مخه نيسي او د ويجاړولو په هڅه كې يې وي؟! ورته نه ښايي جوماتونو ته ورننوځي او كه ور هم شي (؛ نو) له ډار سره، په دې دنيا كې ورته (يوازې) رسوايي او په آخرت كې ستر (الهي) عذاب ورته (ټاکل شوی) دى!

۱۱۴ – د جوماتونو ړنګول او له ورتلو يې مخنيوى: دا آيت د قريشو د كفارو او مشركانو په هكله رانازل شوى، چې په مسجد الحرام او د كعبې په چاپېريال كې يې د مسلمانانو د نمانځه مخه نيوه [23]. البته د آيت مفهوم پراخ دى او په ټاكلي وخت او ځاى پورې نه را ايسارېږي، د نورو آيتونو په څېر، چې په ځانګړو شرايطو كې رانازل شوي او حكم يې په ګردو پېرونو كې ثابت دى؛ نو ځكه هر څوك او هره ډله، چې د الهي جوماتونو په يو ډول ړنګولو كې هڅه وكړي يا ددې خنډ شي، چې د الله  نامه پكې ياد نشي يا يې پكې عبادت ونشي؛ نو په آيت كې په راغلي ستر عذاب كې را نغاړلېږي. دې ټكي ته پام لازم دى، چې جومات ته د ننووتو مخنيوی او د پالونكي د نامه يادونه او د جومات په ړنګونه كې زيار كاږل، يوازې دا نه دي، چې د جومات ودانۍ تش په نامه ړنګ كړاى شي؛ بلكې هر چار، چې پايله يې د جوماتونو د شنډيدو لامل شي، په همدې حكم كې رانغاړلېږي همدغسې دي هغه څه چې خلك د الله  له ياده غافل كړي[24].

وَلِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّوا فَثَمَّ وَجْهُ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ ﴿۱۱۵﴾ =  او ختيځ او لويديځ ټول د الله دي؛ نو هرې خوا ته چې مخ كړئ،هماغه يې د اطاعت لورى دى، چې الله د پراخ (نعمت) څښتن ( مړه خوا) پوه دى .

 ۱۱۵ – په نمانځه كې قبلې ته د پام علت: په تېر آيت كې د هغو ظالمانو په هكله خبره وه، چې د الهي جوماتونو خنډ او په ړنګولو كې يې هڅاند ول، دا آيت په همدې خبرې پسې دى او وايي: « ختيځ او لويديځ ټول د الله  دي او هرې خوا ته چې مخ كړئ، الله  هلته دى» كه تاسې يې د جومات او د توحيد هډو ته له ورتلو منع كړئ، د الله د بندګۍ لار بنده نه ده، د نړۍ ختيځ او لويديځ په الله پورې تړاو لري؛ نو چې چېرې ولاړ شئ او هرې لورې ته مخ كړئ، الله هلته دى؛ يعنې الله  په هر ځاى كې نمانځلالى شئ. بل ټكى دا، قبلې ته د پام مفهوم راښيي، د الله  سپېڅلى ذات په كوم يو ټاكلي لوري كې نه را ايسارېږي؛ بلكې داچې انسان يو توکیز شتون دى او بايد ېوې لوري ته نمونځ وكړي، امر شوى ګرد يوې خوا ته نمونځ وكړئ، چې د مسلمانانو په ليكو كې همغږي او يووالی پيدا او د ګډوډۍ مخه ونيول شي. همداراز كعبه چې د قبلې په نامه ټاكل شوې، يو سپېڅلى ځاى دی، د توحيد لرغونې هډه ده او ورته پام د توحيدي خاطرو رايادول دي[25]. كعبه هغه ځاى دى، چې پر لور يې نمونځ او سجده كېږي او نه پخپله كعبې ته؛ البته په ډېرى عبادتونو كې قبلې ته پام شرط نه دى[26].

إِنَّا أَرْسَلْنَاكَ بِالْحَقِّ بَشِيرًا وَنَذِيرًا وَلَا تُسْأَلُ عَنْ أَصْحَابِ الْجَحِيمِ ﴿۱۱۹﴾ = په رښتینه کې ته مو (خلكو ته) پر حقه زېرګری او ګواښګرندی ورلېږلى يې او ته (تر تبليغ روسته) د دوزخيانو ( د بېلارۍ ) په اړه نه پوښتلېږې .

 ۱۱۹- د پېغمبرانو سترې دندې: زېرى وركول او ګواښنګري د الهي پېغمبرانو خورا ستر چار دى. له يوې خوا مؤمنان او نېكچاري يې په دنيا او اخرت كې د خپلو كړنو له بدلې خبرول او بلخوا كافران بدچاري يې د كفر او ګناه له دردناكو پايلو خبرول، چې په دې توګه انسان د ژرغونې او هلاكت دوه لارې په څرګنده ومومي او په خپله خوښه يوه يې غوره كړي؛ لكه چې قرآن د انفال سورت په 42 كې وايي: (( چې څوک هلاک (او بېلارې) کېږي په ښکاره دلیل سره هلاک شي او څوک چې (مانیز) ژوندون مومي، د حجت له مخې ژوند ومومي.[ وګورئ: طیب البیان: ۲ ټ، ۱۷۰ مخ] ))

الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَتْلُونَهُ حَقَّ تِلَاوَتِهِ أُولَئِكَ يُؤْمِنُونَ بِهِ وَمَنْ يَكْفُرْ بِهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الْخَاسِرُونَ ﴿۱۲۱﴾ = هغوى ته چې اسماني كتاب مو وركړى دى، چې څنګه ښايي هسې يې لولي [او لاروي ترې کوي]، همدوى ايمان پرې راوړي او چې څوك پرې كافر شي؛ نو همدوى تاوانیان دي.

۱۲۱ – د قرآن وړ لوستنه: د آيت تردې برخې [= هغوى ته چې اسماني كتاب مو وركړى (؛نو) داسې يې لولي، چې څنګه يې د لوستو حق دى] لاندې له امام صادق (رح) روايت شوى: « منظور دادى، د قرآن آيتونه په ځير او بېل بېل ولولئ، پر حقايقو یې ځانونه پوه او احكام يې عملي كړئ، زيريو ته يې هيلمن او له ګواښونو يې ډارن وسئ، له كيسو يې عبرت واخلئ، امرونه ته يې غاړه كېدئ او له منعو يې ډډه وكړئ. پر الله  قسم، منظور دا نه دى، چې آيتونه او ټكي يې ياد، سورتونه يې تلاوت او اعشار او اخماس (د قرآن ويشنه لكه: په دېرشو برخو يا څلورو ضربو او … ) يې زده كړاى شي، د قرآن ټكي يې زده كړل؛ خو د قرآن حدود يې ضايع كړل، منظور يوازې دادى، چې د قرآن په آيتونو كې غور او فكر وكړئ او احكام يې عملي كړئ[27]»

وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لَا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ ﴿۱۲۴﴾ = او (درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( په رښتینه کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ: ((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) [خداى] ورته وويل:(( ظالمانو ته مې ژمنه نه وررسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) .

 ۱۲۴ – د حضرت ابراهيم (ع) امامت او مشرتوب: د آيت ددې برخې (( چې الله، ابراهيم په ډول ډول وزلو وازمېيه)) په تفسير كې راغلي، مراد هغه ازمېښتونه او سختۍ دي، چې حضرت ابراهيم (ع) پرې وازمېیل شو؛ بلكې د مكې په وچې او شاړې ځمكې كې د خپلې مېرمنې او زوى پرېښوول، د بابل د بوتانو پر ضد پاڅون، د دوی د بوتانو ماتول، په اور كې يې ورغوځېدل د بوتپالو له سيمې مهاجرت او … قرآن په صافات سورت 106 آيت كې د نوموړي يو خورا څرګند ازمېښت (؛يعنې د ګران زوى حضرت اسماعيل (ع) حلالول) بيان كړی دی. مفسرانو ويلي: حضرت ابراهيم (ع) ته د خپل عمر په روستيو كې د دې آيت خطاب وشو او مخكې تردې چې د الله  له لوري «امام» شي، د الله  پېغمبر و او دا راښيي، چې د « امامت» مقام تر « نبوته» اوچت دى، د امام صادق په يوه روايت كې راغلي: «الله  ، ابراهيم (ع) مخكې تردې چې خپل پېغمبر كړي، خپل بنده يې كړ، مخكې تردې چې رسول او استازى يې كړي، په خپله پېغمبرۍ يې وټاكه، مخكې تر دې چې خپل خليل او دوست يې وګڼي، خپل رسول يې كړ او مخكې تردې چې امام يې كړي، خپل خليل يې كړ؛ نو دا ګرد سره مقامونه يې پر برخه شول، ويې ويل: ته مې د خلكو امام كړې، ابراهيم ته دومره دا مقام ستر وبرېښېد، چې ويې ويل: خدايه! او له ځوځاته مې هم امامان وټاكه….» امام هغه دى، چې خلك ورپسې اقتدا كوي او درېږي او خپل مشر يې ګڼي او په وينا او كړنو پسې يې ځي. د پېغمبر دنده خلكو ته د الله  د پيغامونو رسونه او د نېكمرغۍ د لارې ښوول دي؛ خو د امام دنده، د الهي لارښوونو عملي كول دي؛ يعنې امام خپله په الهي ځواك لار ښيي او هغوى چې ښيون او كمال ته د رسېدو لاره چاره لري، مشري يې كوي او د مطلب ځاى ته يې رسوي[28].

دا آيت د امام د معصومیت یا پاكلمنتوب يو دليل دى؛ ځكه الله  وايي: ظالمانو ته د امامت ژمنه او تړون نه رسي او هر ډول ظلم او تېرى، چې په هر ځاى او د هر چا له خوا وي، لاملېږي، چې د خلكو له امامت او مشرتوبه بې برخې شي[29].

وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْنًا وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَنْ طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ ﴿۱۲۵﴾ = او (درياد كړئ) چې كله موږ د كعبې خونه خلكو ته د راغونډېدو ځای او د امن و امان مرکز وګرځاوه او (د خاطرو د رايادولو لپاره مو وويل:  ) د ابراهيم له مقامه نمانځځى جوړ کړئ او ابراهيم او اسماعيل ته مو امر وكړ : (( زما كور طواف كوونكيو، څېله كېدونكيو او ركوع سجده كوونكيو ته پاك او سوتره كړئ . ))

 ۱۲۵ – د خلكو د راستنېدو ځاى او د امن و امان مركز: « مثابة» د «ثوب» له مادې ځنې او مانا يې خپل ړومبي حالت ته د يو څيز ورستنېدل دي او داچې د الله  كور يو مركز و، چې هر كال به یو څښتني – موحدين ورتلل او نه يوازې له جسماني پلوه؛ بلكې له روحاني اړخ هم ړومبي توحيد او فطرت ته ورستنېدل دي؛ نو ځكه « مثابة» ورته ويل شوې. د « ابراهيم مقام» كعبې ته نژدې يو ځاى دى، چې حاجيان تر طواف روسته ورځي او د طواف نمونځ پكې كوي. په رواياتو كې راغلي د « ابراهيم مقام» يو ځاى دى،چې حضرت ابراهيم پرې ودرېد اود پښې پل يې پر تېږه پاتې شو[30].

رَبَّنَا وَاجْعَلْنَا مُسْلِمَيْنِ لَكَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِنَا أُمَّةً مُسْلِمَةً لَكَ وَأَرِنَا مَنَاسِكَنَا وَتُبْ عَلَيْنَا إِنَّكَ أَنْتَ التَّوَّابُ الرَّحِيمُ ﴿۱۲۸﴾ = پالونكيه! موږ مسلمين (او غاړه ايښووونكي) كړه او زموږ له ځوځاته هم غاړه ايښووونكى امت رادبره كړه او زموږ د عبادت دود (او د حج احکام) راوښيه او توبه مو قبوله كړه، چې په حقیقت کې يوازې ته ډېر لورین توبه منوونكى يې .

۱۲۸ – مناسك: د آيت ددې برخې (او د خپل عبادت دود راوښيه) په تفسير كې دوه نظره ډېر پاموړ دي: يو دا په آيت كې له مناسكو مراد، د حج مناسك او آداب دي؛ يعنې حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع)، چې د الله  خونه ودانه كړه، له خدايه يې وغوښتل، چې د خپل كور حج دود وروښيي. دويم دا له مناسكو مراد، ټولې ديني دندې او عبادي كړنې دي؛ يعنې دواړه له خدايه غواړي، د خپلې بندګۍ او عبادت دود ورزده كړي، چې پر خدای خوښي دود يې ونمانځي[31].

۱۲۸– د پېغمبرانو توبه او استغفار: د آيت ددې برخې (او توبه مو قبوله كړه) په څرګندنه كې ويل شوي، حضرت ابراهيم (ع) او حضرت اسماعيل (ع) خو څه ګناه كړې نه وه، چې توبه يې وباسي؛ ځكه پېغمبران معصوم – پاكلمني دي او هېڅ ګناه ترې كېږي نه؟ خو د الله  مقرب بندګان هر مقام ته چې رسي، كه څه  تر عادي انسانانو د الله پېژندګلو له اړخ په خورا اوچته مرتبه او مقام كې دي، د الله  پر وړاندې ځانونه كوچني، ذليل او مقصر بولي او الله چې كومه لورنه پرې كړې، پر وړاندې ځان خېجله ويني؛ نو ځكه خپل عبادت د الهي درشل وړ نه بولي او توبه كاږي؛ لكه چې له پېغمبراكرم (ص) نه روايت شوى: « خدايه! چې څنګه درسره ښايي و مو نه پېژندې او چې څنګه يې وړ  وې ومو نه نمانځلې[32]».

وَمَنْ يَرْغَبُ عَنْ مِلَّةِ إِبْرَاهِيمَ إِلَّا مَنْ سَفِهَ نَفْسَهُ وَلَقَدِ اصْطَفَيْنَاهُ فِي الدُّنْيَا وَإِنَّهُ فِي الْآخِرَةِ لَمِنَ الصَّالِحِينَ ﴿۱۳۰﴾ = څوك به بې له ناپوهانو د ابراهيم له (پاكې او ځلاندې) طريقې مخ واړوي؟ او په يقين موږ دی په دنيا كې غوره كړ او بېشکه په آخرت كې (هم) له صالحانو دى.

   ۱۳۰- د عقلمنو لار: روسته له دې چې الله  د خپل نېک بنده حضرت ابراهيم خلیل الله علیه السلام  په باب خبرې كوي او په بندګۍ كې يې اخلاص او هر اړخيزې دعاوې (چې د دنيا او آخرت اړتياوې را نغاړي) يادوي او نورو انسانانو ته يې چوپړ ستايي؛ نو دا يو بشپړ انسان او د خلكو امام معرفي كوي او وايي: بې له ناپوهانو، چې عقلي وده يې كړې نه ده، بل څوك د ابراهيم له دين او دوده مخ نه اړوي؛ ځكه روغ عقل خو انسان ته امر كوي، چې د نېكمرغۍ او تكامل لار خپله كړه او قرآن د نېكمرغۍ يوازېنۍ لار، سوچه توحيد او الله  ته غاړه ايښوونه (چې د ابراهيم د لارې حقيقت دى) ښوولې ده؛ نو عقلمن په خپل عقل، ابراهيم او لارې يې پېژني او بيا له دغسې انسانه لاروي، نېكمرغي ګڼي او چې څوك د ځېل او تعصب له مخې د ابراهيم له لارې مخ اړوي، په حقيقت كې له عقلي پلوه يې وده كړې نه ده او پاګل دى[33].

إِذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ ﴿۱۳۱﴾ = (درياد كړئ) هغه وخت، چې خپل پالونكي يې ابراهيم ته وويل :اسلام راوړه! (او حق ته غاړه کېږده! د زړه له تله یې د الله فرمان ومانه او) و يې ويل : (( نړۍ پال ته مې غاړه ايښې ده .))

 ۱۳۱- د اسلام مانا او درجې: اسلام او تسليم دواړه په دې مانا دي، چې څوك او كوم څيز د بل مطيع او ورته غاړه ايښوونكى وي او هېڅكله ترې سرغړاندي و نه كړي. په دې آيت او په څېر يې اسلام؛ يعنې الهي لارښوونې ته مطلقه غاړه ايښوونه ده، چې دا هم بېلابېلې درجې لري. د اسلام ډېره ټيټه ګرايه او درجه د الله  پر وحدانيت ژبنۍ منښته – اقرار او نور الهي پوهاوى دى، چې شهادتين ورته وايو. بېشكه په دغسې آيتونو كې د حضرت ابراهيم له اسلامه مراد د اسلام دا درجه نه؛ بلكې الله  ته غاړه ايښوونه په دې بڼه ده، چې بنده ځان د هېڅ څيز مالك ونه ګڼي او الله  د ګردو څيزونو مالك او له دې ځنې د ځان مالك وبولي،په دې بڼه كې د الله  اراده به يې خپله اراده شي او ټولې هڅې يې د الله  د رضا د تر لاسه كولو لپاره كېږي[34].

صِبْغَةَ اللَّهِ وَمَنْ أَحْسَنُ مِنَ اللَّهِ صِبْغَةً وَنَحْنُ لَهُ عَابِدُونَ ﴿۱۳۸﴾ = (او مؤمنانو ته وواست) الله په خپل رنګ، رنګ کړي يو (؛ يعنې د ايمان، توحيد او اسلام په رنګ رنګ) او كوم رنګ به تر الهي رنګه ښکلى وي؟ او يوازې همدا نمانځوو .

  ۱۳۸ – الهي رنګ: دا آيت وايي: كوم ايمان، چې په دوو تېرو آيتونو كې ويل شوى، يو ډول الهي رنګ دى او دا خورا غوره رنګ دى، نه د يهوديت او نصرانيت رنګ، چې د الله  په دين كې يې درز اچولى او هاغسې يې پر پښو و نه دراوه، چې الله  يې امر كړى و[35].  ځينو ويلي: الله  ځكه په دې آيت كې د رنګ له كلېمې ګټنه كړې؛ لكه چې څنګه رنګ د يو جسم نه بېلدونكې برخه كېږي، ايمان د مؤمنانو په زړونو كې ننوځي او ترې نه وځي[36]. تردې آيت لاندې له امام صادق (رح) څخه روايت شوى: « له الهي رنګه مراد هماغه اسلام دى[37]»

قُلْ أَتُحَاجُّونَنَا فِي اللَّهِ وَهُوَ رَبُّنَا وَرَبُّكُمْ وَلَنَا أَعْمَالُنَا وَلَكُمْ أَعْمَالُكُمْ وَنَحْنُ لَهُ مُخْلِصُونَ ﴿۱۳۹﴾ = ( پېغمبره! ورته) ووايه : ((ايا د هغه الله په باب ناندرۍ راسره وهئ،چې زموږ او ستاسې پالونكى دى او زموږ كړنې زموږ او ستاسې كړنې ستاسې دي او موږ يوازې د ده اخلاصمن ( او سوچه مؤحدين) يو.))

۱۳۹ – د كړنې د منلو خورا مهم لامل: اخلاص؛ يعنې له هغو څيزونو د يوه څيز پاكول، چې بې له دې څيزه وي[38]. په قرآن كې اخلاص په دې مانا دى،چې د الله  په عبادت كې بل څوك يا څيز شريك او ورګډ نه كړي او نمانځنه او عاجزي يوازې د الله  د رضا د لاس ته راوړو لپاره وي[39].  د كهف په 110 آيت كې راغلي:[ نو څوک چې له خپل پالونکي سره د مخامختیا هیلمن وي، باید ښې چارې وکړي، او هیڅوک د خپل پالونکي په نمانځنه کې ورګډ نه کړي] په قرآن کې او د اهلبيتو په رواياتو كې په عبادت كې پر اخلاص خورا ټينګار شوى، داسې چې د كړنې د قبلېدو خورا مهم لامل يې ښوولى دى. له امام صادق (رح) روايت شوى: « پالونكى مو لورين دى او لږه (كړنه) مني. د الله  بنده يوازې د الله  د رضا لپاره دوه ركعته نمونځ كوي او له لامله يې الله  جنت ته بوځي[40]»  او بلخوا بې له الله د بل د خوښې لپاره څه چار كول، د كړنې د نابودۍ ستر لامل ګڼي؛ لكه چې له رسول اكرم (ص) روايت شوى: « پالونكي مو ويلي: زه ښه شريك يم، چې څوك په خپل چار كې يو مخلوق مې هم راسره شريك نه كړي؛ نو دا ټول چار خپل ګډونوال ته وركوم؛ ځكه زه هغه كړنه منم، چې يوازې ماته نږه شوې وي[41]»

تِلْكَ أُمَّةٌ قَدْ خَلَتْ لَهَا مَا كَسَبَتْ وَلَكُمْ مَا كَسَبْتُمْ وَلَا تُسْأَلُونَ عَمَّا كَانُوا يَعْمَلُونَ ﴿۱۴۱﴾ = دوى په رښتيا يو تېر شوى امت دى؛څه یې چې كړي (؛نو) يوازې ځان ته يې كړي او څه چې تاسې كوئ (؛نو) يوازې ځان ته يې كوئ او له کړنو به يې ونه پوښتل شئ .

۱۴۱ – پر نيكونو يې د يهودو وياړنه: دا آيت د يهودو يوې تېروتنې ته اشاره ده، چې پر خپلو نيكونو او پر وياړنو يې او د الله  پر وړاندې يې د هغوى پر ستریا خورا اډانه کوله او انګېرله يې كه پخپله ګناهګاران وي؛ خو د دغسې نيكونو په رڼا كې به ژغورندويان شي، قرآن په دې آيت كې وايي: « په هر حال، هغوى يو امت و، چې تېر شو، چې څه يې كړي، يوازې ځان ته يې كړي او چې څه كوئ، يوازې ځان ته يې كوئ او چې څه يې تل كول، په اړه يې نه پوښتل کېږئ»؛ نو ځكه د دې پر ځاى چې مخه مو د خپلو نيكونو وياړنو ته ورګرځولې وي، د خپلې ګروهې او كړنو په سمولو كې هڅه وكړئ كه څه په ظاهره ددې آيت مخاطب يهود او كتابيان دي؛ خو څرګنده ده، چې دا حكم په دوى پورې ځانګړى نه دى او مسلمانان هم رانغاړي[42].

سَيَقُولُ السُّفَهَاءُ مِنَ النَّاسِ مَا وَلَّاهُمْ عَنْ قِبْلَتِهِمُ الَّتِي كَانُوا عَلَيْهَا قُلْ لِلَّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ يَهْدِي مَنْ يَشَاءُ إِلَى صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ ﴿۱۴۲﴾= ژر به ناپوهان ووايي : ((څه لامل شو، چې مسلمانان له خپلې مخكېنۍ قبلې (بيت‌ المقدس) واوښتل؟!)) (ورته) ووايه : ((ختيځ او لويديځ يوازې د هماغه الله دي، چا ته يې چې خوښه شي ( او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي .))

۱۴۲ – په قبلې بدلولو د يهودو دسيسه شنډه شوه: له دې آيته تر 150 آيته د قبلې د بدلون په اړه ويينه ده، تردې آيت لاندې له امام صادق (رح) روايت شوى: « پېغمبر اكرم (ص) ديارلس كاله په مكه او تر هجرت روسته اوه مياشتې په مدينه كې بيت المقدس پلو ته نمونځ وكړ،بيا مكه قبله شوه؛ځكه يهودو پېغمبر ته پېغور وركاوه « ته زموږ لاروى يې او قبلې ته مو نمونځ كوې» پېغمبر له دې خبرې سخت خپه شو او په نيمه شپه كې له كوره راووت او سترګې يې د آسمان څنډو ته ونيوې او په دې حال كې د قبلې د وضعيت او د دښمنانو د پېغور په اړه د الله  امر ته سترګې پر لار و. په ورپسې ورځ پېغمبر ماسپښين د بني سالم په جومات كې پر نمانځه ودرېد او دوه ركعته نمونځ يې چې وكړ؛ نو حضرت جبرييل امین راغى او پېغمبر يې له دواړو مټونو ونيو او مخ يې كعبې ته ور وګرځاوه او دا آيت يې پرې نازل كړ: په يقين چې (د روستۍ قبلې د ټاكلو لپاره) موږ د اسمان خوا ته ستا بيا بيا مخ اوښتل وينو، دادى موږ تا د هغې قبلې لوري ته ګرځوو،چې ستا خوښېږي (؛نو) مسجد الحرام ته مخ وګرځوه[43]» نو پېغمبر دوه ركعته نمونځ د بيت المقدس خوا ته او دوه ركعته يې د كعبې خوا ته وكړل، دلته يهودو او بې عقلو وويل: « پر دوى (مسلمانانو) څه شوي، چې له خپلې مخكېنۍ قبلې (بيت المقدس) وګرځېدل؟» الله  يې په ځواب كې وايي: « ختيځ او لويديځ» ټول د الله دي، چا ته يې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي) سمه لار ورښيي؛يعنې ټوله هستي د الله  ده او كعبه او بيت المقدس پخپله كوم ارزښت نلري؛ بلكې الله  ارزښت وركړى دى[44].

 

[1] ( اخستل شوى له: الميزان، 1 / 214)

[2] ( نمونه، 1 / 319)

[3] ( نمونه، 1 / 322 مخ او منشور جاويد، 8/ 68)

[4]  (الميزان، 1 / 218)

[5] ( نمونه، 1 / 231).

[6] (لقمان – 33)

[7] ( اخستل شوى له: نمونه، 2 / 455)

[8] (نهج البلاغه، 456 حكمت)

[9] ( نمونه، 1 /)

[10] ( الميزان، 1 / 221)

[11] ( نمونه، 1 / 346)

[12] ( عياشي تفسير 1 / 143)

[13] ( اخستل شوى له: نمونه 1 / 354).

[14] (الميزان، 1 / 227)

[15] ( الميزان، 8 / 266)

[16] ( نمونه، 1/ 364)

[17] ( الميزان، 17 / 9)

[18] ( نمونه، 1 / 37)

[19] ( نمونه، 1 / 376)

[20] ( نمونه، 1 / 377)

[21] ( اخستل شوى له: نمونه، 1 / 390)

[22] (اخستل شوى له: اطيب البيان، 2 / 145)

[23] ( الميزان، 1 /254)

[24] ( نمونه، 1 /411)

[25] ( نمونه، 1 /414).

[26] ( موضوعي تفسير، 8 / 112)

[27] (الميزان، 1 /262).

[28] ( اخستل شوى له: الميزان، 1 / 262 مخ + نمونه، 1 / 436)

[29] (موضوعي تفسير، 3 / 221)

[30] ( اخستل شوى له: نمونه تفسير، 1 / 447 مخ + اطيب البيان 2/)

[31] ( اخستل شوى له: اطيب البيان، 2 / 197).

[32] ( اطيب البيان، 2 / 197 او منشور جاويد، 5 / 84 )

[33] ( اخستل شوى له: الميزان، 1 / 294 مخ او اطيب البيان، 2 / 201)

[34] ( اخستل شوى له: الميزان، 1/ 296 مخ او اطيب البيان، 2 / 206 )

[35] ( الميزان، 1 / 308)

[36] ( صافى، 1 / 193)

[37] ( الميزان، 1 / 310)

[38] ( المعجم الوسيط، 249 مخ)

[39] ( اخستل شوى له: الميزان، 13 /77)

[40] (سفينة البحار، 2 / 667)

[41] (الميزان، 13 / 402).

[42] ( نمونه، 1 /465 )

 

[43] (بقره: 144 آيت)

[44] ( الميزان، 1 / 313 او 326 مخونه)

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست