تبلیغات

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ فتح سورت نهویشت ( ۲۹) آیتونه لري او پر شپږم هجري کال د حدیبیې تر سولې روسته په مدینه کې نازل شوی دی. ددې سورت منځپانګه داده: د مکې د سوبې زېری، په حدیبیې سولې پورې اړوند چارې، بیعت رضوان، د منافقانو خنډونه جوړول او هغوی چې له جهاده یې سرغړونه […]

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

فتح سورت نهویشت ( ۲۹) آیتونه لري او پر شپږم هجري کال د حدیبیې تر سولې روسته په مدینه کې نازل شوی دی.

ددې سورت منځپانګه داده: د مکې د سوبې زېری، په حدیبیې سولې پورې اړوند چارې، بیعت رضوان، د منافقانو خنډونه جوړول او هغوی چې له جهاده یې سرغړونه وکړه او د سورت په پای کې د پېغمبر اکرم د یارانو سیرت انځور شوی دی.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

إِنّا فَتَحْنا لَکَ فَتْحاً مُبِیناً«1» = په حقيقت كې ستا په چار کې مو څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛

لِیَغْفِرَ لَکَ اللّهُ ما تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِکَ وَ ما تَأَخَّرَ وَ یُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَیْکَ وَ یَهْدِیَکَ صِراطاً مُسْتَقِیماً«2» = چې الله ستا له هغو تېرو او راتلونکيو ګناهونو تېر شي، چې درپورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړی) او خپله پېرزوېنه درباندې بشپړه كړي او سیده لار دروښيي؛

وَ یَنْصُرَکَ اللّهُ نَصْراً عَزِیزاً«3» = او الله په ناماتې بريا مرسته درسره ‏وكړي.

ټکي:

* داچې په لومړي آیت کې له «فتح مبین» مراد څه دی، په دې اړه، په مفسرانو کې اړپېچ دی، ځینې لکه: آلوسي، ابوالفتوح، طباطبایی او فیض کاشاني یې په حدیبیې سولې پورې اړوند ګڼي او ځيني نور؛ لکه: شیخ طوسي، زمخشري او فخررازي یې په مکې سوبې پورې اړوند ګڼي او دواړو ډلو پر روایتونو استناد کړی دی.

حدیبیه سوله خو ځکه مهمه ده، چې د مکې د سوبې او ترې‏ روسته د مهمو بریاوو سریزه وه، پردې سربېره، تر هغې ورځې پورې مشرکانو یوازې د مسلمانانو له منځه وړو په اړه سوچ کاوه او په هېڅ یې هم نه شمېرل؛ خو د سولې په منلو، په حقیقت کې مسلمانان یې ومنل، چې دا چار په رښتینه ‏کې په سیاسي ټولنیز ژوند کې یوه ستره بریا وه‎.

* فتح مبین یا څرګنده سوبه په دې پار وه ‏چې پر شپږم هجري کال له آنحضرت (ص) سره یوازې څوارلس سوه کسان ول؛ خو تر دوو کلونو روسته، له پېغمبراکرم (ص) سره د مکې په سوبه کې لس زره تنه مل وو.

*په الهي ښیون غونډال/ هدایت نظام کې کوم ابهام نشته او ټول څرګند ‏ او څرګندو‏ونکي دي؛ لکه:

استازی یې څرګندویان ‏دی. «رَسُولٌ مُبِینٌ» [1]

قرآن یې څرګند او څرګندوونکی دی. «قُرْآنٍ مُبِینٍ» [2]

په څرګنده او رڼه ژبه ویل شوی دی. «هذا لِسانٌ عَرَبِیٌّ مُبِینٌ» [3]

ګواښنې یې هم څرګندې ‏او بې ابهامه دي. «نَذِیرٌ مُبِینٌ» [4]

ان جګړه او سوله یې هم څرګندې ‏دي. «فَتْحاً مُبِیناً»

نو هره ډله چې له دې دومره روڼتیا سره مخالفت وکړي، څرګنده کږلارې ده. «وَ مَنْ یَعْصِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلالاً مُبِیناً»[5]

* په دې آیتونو کې شپږ ځل، پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته خطاب شوی دی، (فَتَحْنا لَکَ. . . لِیَغْفِرَ لَکَ، ذَنْبِکَ، عَلَیْکَ، یَهْدِیَکَ، یَنْصُرَکَ) چې له الله تعالی سره د اسلام د پېغمبر ځانګړي مقام راښيي.

* د «ذنب» کلمه د هر څه آثار، پایلې او ورپسې څيز/لکۍ ده او ډېری ګناه او ناوړ پایلو ته یې کارېږي.

بېشکه چې هر حق غواړی یون، د کږلاریو ښه نه ایسي او دا غږ ګناه شمېري او د حق غږ راپورته کوونکیو پرخلاف ډول ستونزې، تشویشونه، کړاوونه، ناروا تورونه، دسیسې، اړپېچونه او ډنډورې جوړوي. امام رضا(رح) وویل: د مشرکانو په نزد تر پېغمبراکرم(ص) ډېر بل ګناهګار وګړی نه و؛ ځکه آنحضرت له بوت نمانځنې سره مبارزه کوله، حال داچې مشرکانو د مکې تر سوبې مخکې ۳۶۰ بوتان درلودل؛ خو د مکې په سوبې او د پېغمبراکرم او مسلمانانو په پیاوړي بري، ګرد تقصیرات سرپوښلي پاتې شو. [6]

* پر دویم هجري کال، چې قبلې بدلون وموند او پر شپږم هجري کال چې حدیبیه سوله وشوه او پر اتم هجري کال، چې مکه سوبه شوه، الله تعالی په راتلونکي کې د نعمتونو د پشبړولو ژمنه ورکوي: «یُتِمَّ نِعْمَتَهُ»؛ خو په حجة الوداع کې یې هغو ژمنو ته د عمل جامه ورواغوسته او امامت ته د مولا علي کرم الله وجهه په ټاکنه یې، نعمتونه بشپړ کړل: «الْیَوْمَ أَکْمَلْتُ لَکُمْ دِینَکُمْ وَ أَتْمَمْتُ عَلَیْکُمْ نِعْمَتِی» [7]

حدیبیه سوله

پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله و سلم د شپږم هجري کال په ذي القعده میاشت کې د حج کولو په نیت، د مکې پر لوري سفر وکړ او مسلمانان یې په دې سفر کې ګډون ته وهڅول او په پایله کې، له څوارلس سوو تنو سره په احرام کې د مکې پر لوري روان شول. دا خبر د مکې مشرکانو ته ورسېد او هغوی مکې ته نږدې (په حدیبیه کلي) کې د مسلمانانو لار ډپ کړه او مکې ته یې د مسلمانانو له ورننووتو مخه ونیوه.

په دې پېښه کې د خبرو اترو لپاره، د داوړه لوریو استازیو، تګ راتګونه وکړل، د مشرکانو استازیو چې کله ولیدل مسلمانان په څومره مینه، د پېغمبراکرم(ص) د اودس اوبه د تبرک لپاره رااخلي، مشرکانو ته یې وویل: دا دومره مینه چې خلک له محمد سره لري، نشئ کولای، هغوی ترې جلا کړئ.

حضرت عثمان (رض) د مسلمانانو د استازي په نامه، د مذاکرې لپاره مکې ته ولاړ؛ خو ډنډوره شوه، چې هغه یې په مکه وژلی دی. پېغمبر صلی الله علیه و آله د مسلمانانو تیارسئ والي ته، تر یوې ونې لاندې، له خپلو ملګریو سره بیعت وکړ، چې ددې بیعت، نامه ” بیعت رضوان” شوه.

څو ورځې روسته، حضرت عثمان (رض) روغ رمټ راستون او د دواړو لوریو د استازیو په شتون کې یو سوله لیک چمتو شو او حضرت علي ولیکه او دواړو لوریو لاسلیک کړ او دواړه لوري ژمن شول چې:

تر لسو کلونو پورې به یې ترمنځ جګړه نه کېږي.

مسلمانان دې له هماغه ځایه ستانه شي او راتلونکی کال دې یوازې د عمرې لپاره مکې ته راشي.

د پېغمبر صلی الله علیه و آله په حکم یې هغه اوښان قرباني کړل، چې حج ته یې راوړي وو، سرونه یې وخرېیل، له احرامه ووتل او مدینې ته ستانه شول.

که څه مسلمانان حج ته ولانړل؛ خو ددې سوله لیک مفاد، چې تر لسو کلونو پورې پکې د جګړې نه کولو ژمنه شوې وه او د عمرې د مراسمو آزادېدل، مسلمانانو ته یوه ستره بریا شمېرلېده.

ځکه دا چار د مشرکانو ښکاره دښمنۍ ته یو ډول پای، د دین تبلیغ ته لاراواری، مسلمانانو د ځواکونو تابیا لپاره یو فرصت ترلاسه کړ، چې‏ په پای کې د مکې سوبې ته یوه لاره چاره شوه.

پېغامونه:

1-بریا تل په جګړه او جهاد نه وي. ( إِنّا فَتَحْنا. . . ) (الله تعالی حدیبیه سولې ته بری ویلی دی. )

2-خپل بری دې د الله تعالی د پېرزوینو تر سیوري لاندې وګڼو، نه د خپل اند، طرح، تدبیر او ځواک پایله. ( إِنّا فَتَحْنا. . . )

3- پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته د الله تعالی ځانګړی پام و. ( فَتَحْنا لَکَ. . . لِیَغْفِرَ لَکَ. . . یَهْدِیَکَ. . . یَنْصُرَکَ) (خپله پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم مخاطب دی)

4-هر څه د هغه په لاس کې دي. «فَتَحْنا، لِیَغْفِرَ، یُتِمَّ، یَهْدِیَکَ، یَنْصُرَکَ» (چې د الله تعالی اراده نه وي، هېڅه هم نشي کېدای. )

5-روستۍ موخه پر دښمن بریا نه؛ بلکې د نورو نعمتونو لاس ته راوړو ته یوه سریزه ده. «فَتَحْنا، لِیَغْفِرَ، وَ یُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَیْکَ»

6- که الله تعالی ته کار وکړو، الله به مو پخپله دښمنان ځواب کړي او خولې به یې ورټپې کړي. «لِیَغْفِرَ لَکَ اللّهُ ما تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِکَ وَ ما تَأَخَّرَ»

7-ان پېغمبراکرم (ص) هم په الهي ښیون/هدایت او توفیق پر سیده لار درومي. «یَهْدِیَکَ صِراطاً مُسْتَقِیماً»

8-څه چې الله تعالی ورکړي؛ نو خورا مخوتې، غوره او څرګند به وي. څرګنده بریا، بشپړ نعمتونه، د سیده لار ښیون او بریا یې لاسبرې ده. «فَتْحاً مُبِیناً، یُتِمَّ نِعْمَتَهُ، یَهْدِیَکَ صِراطاً مُسْتَقِیماً، نَصْراً عَزِیزاً»

هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ لِیَزْدادُوا إِیماناً مَعَ إِیمانِهِمْ وَ لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ کانَ اللّهُ عَلِیماً حَکِیماً«4» = (الله) هغه (ذات) دى، چې د مؤمنانو په زړونو كې يې ډاډېنه اچولې، چې خپل ايمانونه لا پياوړي كړي. د اسمانونو او ځمكې ټولې لښكرې يوازې د الله (د قدرت په ولكه كې) دي او الله پوه حكيم دى.

 

ټکي:

* «سکینه» د سکون/ډاډ، ټکور او آرامۍ په مانا ده او الله تعالی چې دا حالت هر چاته ورکړي؛ نو ډېرې پایلې به ولري؛ لکه: د نورو له پړې نه ډارېږي، توکل لري، که څه له لاسه ورکړي، نه خپه کېږي او که څه په لاس راوړي، سرغړونې نه کوي. د خلکو ښه راغلاست او بې پروایۍ ‏، شهرت او ور‏کنامي، بېوزلي او شتمني پرې اغېز نلري.

*لکه څنګه چې د کفارو په زړه کې وېره اچول، یوه الهي مرسته ده، «سَنُلْقِی فِی قُلُوبِ الَّذِینَ کَفَرُوا الرُّعْبَ» [8] آرامي/ډاډېنه هم یو الهي نعمت دی، چې د مؤمنانو په زړونو کې یې اچوي. «أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ»

پېغامونه:

1-روحي ډاډېنه یوازې د الهي پېرزوینو تر سیوري لاندې ده او هېڅوک او بل څیز انسان ته ډاډېنه ورکولای نشي. «هُوَ الَّذِی أَنْزَلَ السَّکِینَهَ»

2-د الهي پېرزوینو تر ګوتو کول وړتیا غواړي. ( أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ. . . )

3-د ډاډېنې لوښی، د مؤمن زړه او وزله یې د الله تعالی یاد دی. ( أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ. . . ) (لکه څنګه چې په بل ځای کې لولو: «الَّذِینَ آمَنُوا وَ تَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِکْرِ اللّهِ أَلا بِذِکْرِ اللّهِ تَطْمَئِنُّ الْقُلُوبُ[9]

4- ایمان درجې لري او د زیاتېدو او کمېدو وړتیا لري. «لِیَزْدادُوا إِیماناً»

5- ایمان هم د ډاډېینې سریزه او هم یې پایله ده؛ یعنې د ایمان یو پړاو، ډاډېنې ته د رسېدو سریزه او بل پړاو یې د ایمان زیاتوالی دی. «لِیَزْدادُوا إِیماناً» (په پیل کې هغه ایمان پکار دی، چې الله تعالی دې په زړه کې ډادېنه واچوي «أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ» او د ډاډېنې پایله، د ایمان د ظرفیت لوړاوی او ډېروالی دی. )

6-په ځمکه او آسمان کې الهي لښکر ته پاملرنه ‏د ډاډېنې وزله ده. ( أَنْزَلَ السَّکِینَهَ. . . لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ)

7-ټوله هستي د الله تعالی لښکرې دي. «لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

8-الهي پېرزوینې او مرستې عالمانه او حکیمانه دي. «وَ کانَ اللّهُ عَلِیماً حَکِیماً»

لِیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ خالِدِینَ فِیها وَ یُکَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّئاتِهِمْ وَ کانَ ذلِکَ عِنْدَ اللّهِ فَوْزاً عَظِیماً«5» = (له هغې ښکاره بريا بله) موخه دا وه، چې مؤمنان او مؤمنانې (جنتي) باغونو ته ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي (او) تل به پكې اوسي او ګناهونه يې ترې ورژوي او دا (بښنه او جنت ته ورننووتنه) د الله په نزد ‏ستره بريا ده.

ټکي:

* د «فوز» کلمه چې په قرآن کې له «کبیر، مبین او عظیم» کلیمو سره راغلې، خیر او نېکمرغۍ ته د رسېدو په مانا ده.

*الله تعالی په لومړي او دویم آیت کې، خپل استازي ته څلور نعمتونه ورکړل او په څلورم او پینځم آیتونو کې هغه څلور نعمتونه او پېرزوګانې ویل شوي، چې الله تعالی مؤمنانو ته ورکړي دي.

خپل استازي ته یې نعمتونه دا وو: څرګنده بریا، مغفرت، د پېغمبر د نعمت او ښیون/هدایت بشپړېدا او د څرګندې سوبې په سیوري کې ‏یې بریا؛ خو هغه نعمتونه یې چې مؤمنانو ته ورکړي دي: ډاډېنه، د ایمان ډېرېدل، جنت ته ورننووتل او د دوی د بدیو پټول. [10]

* جنت د طهارت او پاکۍ ځای دی او کوشنۍ چټلۍ هم پکې نشته؛ لومړی دې د جنتیانو تېروتنې پاکې کړای شي او بیا دې جنت ته ورننوځي. ( لِیُدْخِلَ. . . یُکَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّئاتِهِمْ)؛ البته شونې ده، له تکفیر مراد، د ګناهونو بښنه نه وي؛ بلکې د جنتیانو له ذهنه د ګناهونو پټول وي، چې دوی په جنت کې د خپلو ګناهونو په رایادولو خېجله او خړ نشي.

پېغامونه:

1-د الهي ډاډېنې نزول، د ایمان د ډېرېدو او جنت ته د ورننووتو زمینه ده. (أَنْزَلَ السَّکِینَهَ. . . لِیَزْدادُوا إِیماناً. . . لِیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ جَنّاتٍ)

2-ملګرې او هماندې مېرمنې، له سړیو سره فوز او بري ته رسي. «لِیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ جَنّاتٍ» (که څه فتح مبین د سړیو په لاسونو وه؛ خو د دوی هماندې مېرمنې، چې پر خپلو دندو عمل وکړي او د جهاد په ډګر کې د خپلو سړیو او اولادونو پر شتون خوښې وي، په ثواب کې د سړیو ترڅنګ دي. )

3-د ایمان مانا دا نه ده، چې انسان بیخي تېر نه وځي. ( اَلْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ. . . یُکَفِّرَ عَنْهُمْ سَیِّئاتِهِمْ)

4-الله تعالی چې مؤمنانو ته مغفرت وکړي او له تېروتنو یې تېر شي؛ نو جنت ته د ورننوتو وړ شي (نه پخپلو کړنو). ( لِیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِینَ. . . یُکَفِّرَ عَنْهُمْ)

5-د واقعي مؤمن نېکمرغي او ستره بریا خو داده، چې په دنیا کې ډاډمن زړه لري او په آخرت کې جنتي وي. ( أَنْزَلَ السَّکِینَهَ. . . لِیُدْخِلَ. . . فَوْزاً عَظِیماً) (هغه نېکمرغي بشپړه او ارزښتمنه ده، چې هم په دنیا کې وي او هم په آخرت کې. )

وَ یُعَذِّبَ الْمُنافِقِینَ وَ الْمُنافِقاتِ وَ الْمُشْرِکِینَ وَ الْمُشْرِکاتِ الظّانِّینَ بِاللّهِ ظَنَّ السَّوْءِ عَلَیْهِمْ دائِرَهُ السَّوْءِ وَ غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ وَ لَعَنَهُمْ وَ أَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَ ساءَتْ مَصِیراً«6» = او (همداراز) منافقان و منافقانې او مشركان و مشرکانې په عذاب كړي (چې د الله په اړه) بدګومانه دي (هو!) دوى په بدو (پېښو) كې پخپله راښکېل شول (چې مؤمنانو ته يې ددغسې پېښو اټكل كاوه) او الله پرې غوسه شو او له خپل رحمته يې لرې كړل او دوزخ يې ورچمتو كړى د ورتګ څومره ناوړه ټاټوبی!

 

وَ لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ وَ کانَ اللّهُ عَزِیزاً حَکِیماً«7» = د اسمانونو او ځمكې لښكرې يوازې د الله (د قدرت په ولكه كې) دي او الله ناماتى حکيم دى.

ټکي:

* دائِرَهُ السَّوْءِ» د هراړخیزې ترخې پېښې په مانا ده. [11]

 * په تېرو آیتونو کې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم او مؤمنانو ته د الله تعالی د څلورو نعمتونه یادونه وشوه، په دې آیت کې منافقانو او مشرکانو ته څو ګواښونه شوي دي.

*په دې آیت کې د منافق نامه تر مشرک مخکې راغلې ده، ته وا نفاق تر شرک او منافق تر مشرک بدتر دی.

* شونې ده د منافقانو او مشرکانو له عذابه مراد، د آخرت عذاب نه وي؛ بلکې د نفاق او شرک د لیکې د لارویانو عذاب او تنګسه وي، چې تر حدیبیې سولې او مکې سوبې روسته پکې ونښتل.

* په حدیث کې لولو: الله تعالی هېڅ بنده تر توبې او استغفار روسته نه عذابوي؛ خو پر الله د بدګومانۍ او هغه ته د نه هیلمنۍ په پار. بیا امام دا آیت تلاوت کړ. [12]

* د «لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» عبارت یو ځل په څلورم آیت کې له مؤمنانو سره پېرزوینو ته راغی او یوځل دلته د قهر او عذاب لپاره راغلی دی.

خو په هغه ځای کې چې الله تعالی له مؤمنانو سره مرستې ته لښکرې ورولېږلې؛ ځان یې په «عَلِیماً حَکِیماً» کلمو توصیف کړی؛ خو په هغه ځای کې چې لښکرې د قهر او عذاب لپاره لېږي، ځان یې په «عَزِیزاً حَکِیماً» ستایلی دا ځکه چې مؤمنانو ته ووايي: ستاسې له ټولو چارو خبر یم او مخالفینو ته ووايي: معامله مو له ناماتي ځواک سره ده. خو په دواړو حالتونوکې مې چار حکیمانه دی، نه د غچ او کینې او دې ته ورته چارو په پار.

پېغامونه:

1-د نیکانو‏ هڅونه او د بدانو ګواښنه یو د بل ترڅنګ په کار دي. ( لِیُدْخِلَ الْمُؤْمِنِینَ. . . وَ یُعَذِّبَ الْمُنافِقِینَ. . . )

2- شونې ده یوه پېښه ځینو ته ګټوره او نورو ته عذاب وي. فتح مبین د مؤمنانو لپاره الهي پېرزوینه او نورو ته عذاب و. ( لِیَغْفِرَ. . . لِیُدْخِلَ. . . یُعَذِّبَ)

3-ښځمنې د فضایلو او رذایلو په لاس ته راوړو کې د سړیو په څېر دي. (اَلْمُؤْمِنِینَ وَ الْمُؤْمِناتِ. . . اَلْمُنافِقِینَ وَ الْمُنافِقاتِ وَ الْمُشْرِکِینَ وَ الْمُشْرِکاتِ)

4-پر الله تعالی ناوړګوماني، د منافقانو او مشرکانو چار دی؛ ګنې مؤمنان خو له الله (ج) سره مینه لري، ورته هیلمن دي او توکل پرې ‏لري. «الظّانِّینَ بِاللّهِ ظَنَّ السَّوْءِ»

5-منافقان او مشرکان په شیطانچاریو او کږلاریو کې هماندي او ملګري دي. «الظّانِّینَ بِاللّهِ ظَنَّ السَّوْءِ»

6- مؤمن د خپل ایمان په پار په ډاډېنه کې دی؛ خو مشرک او منافق د کږلارۍ او پر الله تعالی د ناوړګومانۍ په پار، په اندېښنه او نا ارامۍ کې دي. «دائِرَهُ السَّوْءِ»

7- منافق او مشرک، په دنیا او آخرت کې له الهي لورنې لرې دي. «غَضِبَ اللّهُ عَلَیْهِمْ وَ لَعَنَهُمْ وَ أَعَدَّ لَهُمْ جَهَنَّمَ وَ ساءَتْ مَصِیراً»

8-الله تعالی خپلې چارې په اسبابو او عللو کوي. ( لِلّهِ جُنُودُ. . . )

9- الله تعالی هم د مؤمنانو ملاتړ ته ډېرې لښکرې لري او هم پر غضب شویو عذاب ورښکته کولو ته. ( لِلّهِ جُنُودُ. . . )

10- الهي ځواک ښودنه او مانور، د تقوا او مینې رامنځته کېدو ته چارساز دي. «لِلّهِ جُنُودُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ»

إِنّا أَرْسَلْناکَ شاهِداً وَ مُبَشِّراً وَ نَذِیراً«8» = په حقيقت کې موږ ته (د دوی پر كړنو) شاهد، زېرګری او ګواښګرندی ورلېږلى يې،

لِتُؤْمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تُعَزِّرُوهُ وَ تُوَقِّرُوهُ وَ تُسَبِّحُوهُ بُکْرَهً وَ أَصِیلاً«9» = چې (تاسې خلك) پر الله او استازي يې ايمان راوړئ او [د پېغمبر] مرسته وكړئ (او د دښمنانو یې مخه ونيسئ) او درناوى يې وكړئ او [الله] سبا و بېګاه په پاكۍ وستايئ.

ټکي:

* «تُعَزِّرُوهُ» له «تعزیر» اخستل شوی او د مخنیوو په مانا او مراد دادی، چې پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله وسلم له هر ډول ځورونې او کړاوه وساتئ.

* شونې ده له «شاهد» مراد د یوې بشپړې بېلګې ‏وړاندې کول وي. چې کله ویل کېږي، پېغمبر شاهد دی؛ یعنې هغه د یوه بشپړ انسان بېلګه ده.

*شونې ده، د «تُعَزِّرُوهُ» او «تُوَقِّرُوهُ» غونډلې/جملې، په الله تعالی پورې اړوند وي او شونې ده په پېغمبراکرم پورې اړوند وي، چې البته د پېغمبر(ص) تکریم، د الله تعالی تکریم دی.

پېغامونه:

1- پېغمبر اکرم په هر حال کې زموږ پر کړنو څارن او ګواه دی. («شاهِداً» په نکره او مطلق قالب کې راغلی دی)

2-د پېغمبر اکرم دنده، پر کړنو څارنه، ګواښنه او زېری دی. «شاهِداً وَ مُبَشِّراً وَ نَذِیراً» او د خلکو دنده له الهي حریمه او له پېغمبراکرم دفاع او درناوی ‏دی. «لِتُؤْمِنُوا بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ وَ تُعَزِّرُوهُ وَ تُوَقِّرُوهُ»

3- د الهي روزنې او ښیون/هدایت له آرونو ځنې یو یې د ګواښنې او زېري ترڅنګ د بېلګې ښوونه ده. «شاهِداً وَ مُبَشِّراً وَ نَذِیراً»

4-زېری او ګواښنه، هڅونه او سزا ورکوونه؛ سمې لار ټاکنې ته د بشر دوې بنسټیزې اړتیاوې دي. «مُبَشِّراً وَ نَذِیراً»

5-د دین او رسول الله د حریم ساتنه د ایمان غوښتنه ده. «تُعَزِّرُوهُ»

6-د پېغمبراکرم ملتیا او ملاتړ دې له درناوي، تعظیم او تکریم سره وي او له مینې او معرفته دې راولاړ وي. «تُوَقِّرُوهُ»

7-تل دې الله تعالی یاد کړو او د ورځې پیل او پای، د ذکر او دعا غوره وختونه دي. «تُسَبِّحُوهُ بُکْرَهً وَ أَصِیلاً»

إِنَّ الَّذِینَ یُبایِعُونَکَ إِنَّما یُبایِعُونَ اللّهَ یَدُ اللّهِ فَوْقَ أَیْدِیهِمْ فَمَنْ نَکَثَ فَإِنَّما یَنْکُثُ عَلی نَفْسِهِ وَ مَنْ أَوْفی بِما عاهَدَ عَلَیْهُ اللّهَ فَسَیُؤْتِیهِ أَجْراً عَظِیماً«10» = په حقيقت کې څوك چې له تا سره بيعت كوي، يوازې له الله سره بيعت كوي او د لاسونو له پاسه يې د الله (د قدرت) لاس دى؛ نو چاچې ژمنه ماته كړه؛ نو ايله يې پر خپل زيان ماته كړې ده او څوك چې له الله سره کړې ژمنه پوره كړي؛ نو ژر به ستره بدله وركړي.

ټکي:

* «بیعت» د تړون او ژمنې په مانا دی. څوک چې له یوه چا سره بیعت کوي، ته وا خپل مال و ځان یې د نوموړي د موخو لپاره پلور او بیې ته اچولی دی. [13] لکه څنګه چې حضرت جابربن عبداللّه انصاري (رض) وايي: موږ د بیعت رضوان تړون پر ورځ، تر ونې لاندې، له پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله سره د سرښندنې او نه تېښتې بیعت وکړ.

* په دې آیت کې، له وفادارانو سره د پېرزوینو ویلو لپاره دوه تعبیرونه راغلي دي:۱- «یَدُ اللّهِ فَوْقَ أَیْدِیهِمْ»۲- «أَجْراً عَظِیماً»؛ خو پر ژمنماتیو غوسې ته یو تعبیر راغلی دی. «یَنْکُثُ عَلی نَفْسِهِ»

پېغامونه:

1- پر پېغمبراکرم ایمان، ملاتړ او درناوی یې باید د ژمنې په بڼه یو همېشنۍ بهیر وي؛ نه لنډمهاله او موسمي. ( تُعَزِّرُوهُ وَ تُوَقِّرُوهُ. . . إِنَّ الَّذِینَ یُبایِعُونَکَ) (د مضارع قالب د دوام او استمرار نښه ده. )

2-له خلکو بیعت اخستل، له توحید او توکل سره په ټکر کې نه دی. «یُبایِعُونَکَ»

3-د پېغمبر کړنې او هوډ، هماغه د الله تعالی اراده او غوښتنه ده او پېغمبر بې له الهي ارادې یو ګام هم نه اخلي. «الَّذِینَ یُبایِعُونَکَ إِنَّما یُبایِعُونَ اللّهَ»

4- له پېغمبر اکرم سره بیعت، له الله تعالی سره بیعت دی. (یُبایِعُونَکَ. . . یُبایِعُونَ اللّهَ)

5-د مسلمانانو مشر‏ دې په کړکېچنو شرایطو کې د خلکو پر وفادارۍ ‏ټینګار وکړي او بیا ژمنه ترې ‏واخلي. (له لاسوندونو او ددې آیت له شأن نزوله ګټنه کېږي، چې پېغمبر اکرم، د حدیبیې سولې تر کړکیچنو ‏شرایطو مخکې له خلکو بیغت واخست. )[14]

6-د الهي مشر‏ د ملاتړ پایله، الهي ملاتړ دی. ( یُبایِعُونَکَ. . . یَدُ اللّهِ فَوْقَ أَیْدِیهِمْ)

7-د خلکو په بیعت او ملاتړ مه غره کېږئ، چې د الله تعالی ځواک تر هر ځواکه اوچت دی. «یَدُ اللّهِ فَوْقَ أَیْدِیهِمْ»

8-الله تعالی د چا ملاتړ ته اړتیا نه لري؛ نو له ژمنماتۍ ځان وساتئ، چې له هغه الله سره مو معامله ده، چې تر ټولو ځواکونو اوچت دی. ( یَدُ اللّهِ فَوْقَ أَیْدِیهِمْ فَمَنْ نَکَثَ. . . )

9-ژمنماتي، ځانماتي ده. «فَإِنَّما یَنْکُثُ عَلی نَفْسِهِ»

10-خلکو ته د نېکانو ‏او بدانو پایلې وویاست، چې په پرتلنه ټاکنه وکړي. (فَمَنْ نَکَثَ. . . وَ مَنْ أَوْفی. . . )

 

سَیَقُولُ لَکَ الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرابِ شَغَلَتْنا أَمْوالُنا وَ أَهْلُونا فَاسْتَغْفِرْ لَنا یَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ ما لَیْسَ فِی قُلُوبِهِمْ قُلْ فَمَنْ یَمْلِکُ لَکُمْ مِنَ اللّهِ شَیْئاً إِنْ أَرادَ بِکُمْ ضَرًّا أَوْ أَرادَ بِکُمْ نَفْعاً بَلْ کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیراً«11» = ‏ له بېديانيو عربو، چې څوك (د حديبيې له سفره) شاته پاتې شوي ول، ژر به (په پلمه) ووايي: ((موږ خپلو شتمنيو او اولادونو بوخت كړي وو (چې د حديبيې په سفر كې مو ستا ملګرتيا ونكړاى شوه؛ ) نو بښنه راته وغواړه. )) دوى په خپلو ژبو هغه څه وايي، چې په زړونو كې يې نشته. ووايه: ((كه (الله) زيان يا ګټه دررسول وغواړي؛ نو څوك شته، چې د الله د پرېکړې د مخنيوي وس ورسره وي؟؛ بلكې څه چې کوئ الله ترې ښه خبر دى.

ټکي:

* «اعراب» بېدیاني، له ټولنې تېښته کوونکي او له فرهنګه لرې ته وايي. شک نشته چې دوی د ښارمېشتو په مقابل کې نه دي؛ بلکې هغه چې د پېغمبراکرم له حکمه سرغړونه وکړي، په یوه ډول له فرهنګ او تمدنه لرې دي.

*هغوی چې جهاد ته نه ځي، په بېلابېلو پلمو خپلې تېښتې ته مخونه ورکوي:

کله وايي: هوا ګرمه ده. «لا تَنْفِرُوا فِی الْحَرِّ[15]

کله وايي: د دښمن شمېر ډېر او زموږ ځواک لږ دی. «لا طاقَهَ لَنَا»[16]

کله وايي: کورونه مو ګرچاپېره‏ دېوالونه او تمبې نلري او موږ یې اندېښمن یو. «إِنَّ بُیُوتَنا عَوْرَهٌ»[17]

کله وايي: ډارېږو چې رومي نجونو ته په لیدو(په تبوک غزا کې) پر فتنه ککړ نشو او ګناه ونکړو؛ نو د جهاد په حکم راکولو مو په فتنه کې مه اچوه. ( لا تَفْتِنِّی. . . ) [18]

کله وايي: مالونو، شتمنیو او کورنیو مو ښکېل کړي یو او په جهاد کې له ګډونه مو ژغوري. «شَغَلَتْنا أَمْوالُنا وَ أَهْلُونا»

* معمولاً له جهاده تښتېدونکي، وېرې ته په احتیاط، حرص او تمې ته د راتلونکي په تامین، د نفس کمزورۍ ته په حیا او شرم، سستۍ او ناغېړۍ ته په زهد او خپلې کمزورۍ ته په الهي قضا و قدر مخونه ورکوي.

پېغامونه:

1-په جهاد کې د ناغېړۍ یو لامل، فرهنګي کمزوري او د خلکو د فرهنګي کچې ټیټوالی دی. «الْمُخَلَّفُونَ مِنَ الْأَعْرابِ»

2-مشر دې لراندی ‏وی او د مخالفینو او منافقینو د خبرو او تحرکاتو وړاندوینه دې وکړي او چمتو ځواب دې ورته ولري. ( سَیَقُولُ. . . قُلْ. . . )

3- سرغړوونکي او حکم نه منوونکي، خپلو چارو ته مخونه ورکوي. «شَغَلَتْنا أَمْوالُنا»

4-وټیزو/ اقتصادي او کورنیو چارو ته پاملرنه او ورپورې تړاو، ځینې د الهي حکم له پلي کولو او جهاد ته له ورتګه منع کوي. «شَغَلَتْنا أَمْوالُنا وَ أَهْلُونا»

5-له جهاده سرغړونه ګناه ده. «فَاسْتَغْفِرْ لَنا»

6-د نورو په حق کې د پېغمبر اکرم دعا او شفاعت منل کېږي؛ نو خلکو پېغمبر اکرم ته توسل کاوه. «فَاسْتَغْفِرْ لَنا»

7- کله افشاکول پکار دي. «یَقُولُونَ بِأَلْسِنَتِهِمْ ما لَیْسَ فِی قُلُوبِهِمْ»

8-له جهاده تېښته، له خطره د مال و ځان د بیمه کېدو لامل نه دی. «فَمَنْ یَمْلِکُ لَکُمْ مِنَ اللّهِ شَیْئاً إِنْ أَرادَ بِکُمْ ضَرًّا»

9-له ښوونځي دفاع واجب ده، که څه په دې لار کې تاوان وکړو. «أَرادَ بِکُمْ ضَرًّا»

10-ته وا منافقان او له جهاده تښتېدونکي نه پوهېږي، چې الله تعالی یې له هر څه خبر دی؛ ګنې دومره نفاق به یې نه کاوه. «بَلْ کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ خَبِیراً»

بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ یَنْقَلِبَ الرَّسُولُ وَ الْمُؤْمِنُونَ إِلی أَهْلِیهِمْ أَبَداً وَ زُیِّنَ ذلِکَ فِی قُلُوبِکُمْ وَ ظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَ کُنْتُمْ قَوْماً بُوراً«12» = بلكې تاسې ګومان كاوه، چې (د الله) استازى او مؤمنان به هېڅكله خپلو كورونو ته (روغ رمټ) راستانه نشي او په زړونو كې مو دا (ناسمه انګېرنه) ښه برېښېده او ډېره بدګوماني مو وکړه او د هلاکت وړ خلک وئ. ))

وَ مَنْ لَمْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ فَإِنّا أَعْتَدْنا لِلْکافِرِینَ سَعِیراً«13» = ‏ او څوک چې پر الله او استازي يې ايمان رانه وړي (؛ نو برخليك يې دوزخ دى؛ ځكه) چې كافرانو ته مو سوځنده اور چمتو كړى دى!

ټکي:

* د «بور»کلمه د ماتېدو، رسوایۍ او هلاکت په مانا ده.

* د انسان فطرت ځینې چارې ناوړه ګڼي؛ خو شیطان او نفس یې ښکلې وربرېښوي، چې انسان پرې ککړ شي.

* له جهاده تښتېدونکیو ګومان کاوه، چې مسلمانان به مات او ټول به ووژل شي؛ خو ځان ته یې وېره، کنجوسي، بې برخېتوب او رسوایۍ وپېرله.

پېغامونه:

1- الله تعالی د خلکو له فکرونو خبر دی او یوه ورځ به یې رسوا کړي. «بَلْ ظَنَنْتُمْ»

2-ډېری هغه محاسبات او شننې واقعیت نه لري، چې انسان یې انديښمن یا ورمات کړی دی. «بَلْ ظَنَنْتُمْ»

3-کله ناوړګوماني او کاږه فکرونه انسان دومره اغېزمن کړي، چې پر سرغړونې یې یقین پیدا شي او د عمل په ډګر کې سرغړاند هم شي‏. «بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ یَنْقَلِبَ الرَّسُولُ»

4-له ماتې وېره، له جهاده د تېښتې له لاملونو ځنې دی. ( بَلْ ظَنَنْتُمْ أَنْ لَنْ یَنْقَلِبَ الرَّسُولُ. . . )

5-کورنۍ ته له بریده ډېره پاملرنه، له جهاده د تېښتې لامل دی. ( لَنْ یَنْقَلِبَ. . . إِلی أَهْلِیهِمْ أَبَداً)

6- کله د انسان په نزد، کورنۍ ته پاملرنه ‏ دومره ارزښتمنه شي، چې وګړی چمتو شي، په پار یې الله تعالی او رسول الله ته ورشا کړي. «زُیِّنَ ذلِکَ فِی قُلُوبِکُمْ»

7- ناوړګوماني، بېځایه خیالونه او محاسبات د انسان زړه خراب‏ او شخصیت یې پوپناه کوي. «ظَنَنْتُمْ ظَنَّ السَّوْءِ وَ کُنْتُمْ قَوْماً بُوراً»

8-د رسول الله له احکامو سرغړونه، یا د واقعي ایمان د نه درلودو نښه ده او یا د بې ایمانۍ زمینه ده. «مَنْ لَمْ یُؤْمِنْ بِاللّهِ وَ رَسُولِهِ»

وَ لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ یَغْفِرُ لِمَنْ یَشاءُ وَ یُعَذِّبُ مَنْ یَشاءُ وَ کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً«14» = ‏او د اسمانونو او ځمكې مالكيت او واکمني يوازې د الله ده؛ چاته یې چې خوښه شي (او وړ يې وبولي؛ نو) بښي يې او چاته یې چې خوښه شي (او وړ یې وي؛ نو) سزا وركوي او الله ډېر بښونكى [او] لورين دى.

 

ټکي:

* په هغو ځایونو کې چې قرآن وايي: ((د الله چې چاته خوښه شي؛ نو بښي يې او چاته یې چې خوښه شي؛ نو سزا وركوي))، ددې په پامنیوي چې الله تعالی هم عادل دی او هم حکیم، مراد دادی، چې په ځینې ځایونو کې انسان ځان د الله تعالی د پېرزوینې او بښنې وړ کړي او په ځینو ځایونو کې یې ځان د الهي قهر او عذاب وړ کړی دی.

* دا چې « یَغْفِرُ» له « یُعَذِّبُ» مخکې راغلې، پوهېږو چې د الله تعالی پېرزوینه یې پر غوسې لاسبرې ده. «یَغْفِرُ لِمَنْ یَشاءُ وَ یُعَذِّبُ»، ( «یَغْفِرُ» تر «یُعَذِّبُ» مخکې راغلی دی)

پېغامونه:

1-بښل د هغه حق دی، چې مطلق ځواک لري. ( لِلّهِ مُلْکُ السَّماواتِ. . . یَغْفِرُ)

2-وېره (خوف) او هیله (رجا) یو د بل ترڅنګ پکار دي. ( یَغْفِرُ. . . یُعَذِّبُ)

3-د توبې لار ټولو ته پرانستې ده. «کانَ اللّهُ غَفُوراً رَحِیماً»

4-الله تعالی د تېرو پر بښنې سربېره، په خپله لورنه، د انسان راتلونکې هم تامینوي. (یَغْفِرُ. . . غَفُوراً رَحِیماً)

5-د الله تعالی بښنه یې د پېرزو او لورنې له مخې ده، نه د اړتیا او تمې له مخې. «غَفُوراً رَحِیماً»

سَیَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ إِذَا انْطَلَقْتُمْ إِلی مَغانِمَ لِتَأْخُذُوها ذَرُونا نَتَّبِعْکُمْ یُرِیدُونَ أَنْ یُبَدِّلُوا کَلامَ اللّهِ قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونا کَذلِکُمْ قالَ اللّهُ مِنْ قَبْلُ فَسَیَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنا بَلْ کانُوا لا یَفْقَهُونَ إِلاّ قَلِیلاً«15» = هغه مهال چې تاسې د غنیمت لاس ته راوړو لپاره خوځېږئ (؛ نو د حديبيې له سفره) پاتې شوني درته وايي ((پرېږدئ، چې درپسې درشو. )) (په دې توګه) غواړي د الله خبره (او لارښوونه) واړوي؛ ووايه: ((راپسې رانشئ. هو! الله لا له مخه ستاسې په اړه دغسې ويلي وو. )) نو ژر به ووايي: (( (نه) بلكې كينه راسره كوئ. )) (داسې نه ده)؛ بلکې (دوى) بې له ډېرو لږو، په ژوره توګه نه پوهېږي.

ټکي:

* د آیت په شأن نزول کې راغلي: الله تعالی خپل استازي ته حکم وکړ: هغه کسان حق لري، چې په جهاد کې ګډون وکړي، چې په حدیبیه کې یې ګډون درلود؛ خو له حدیبیې سرغړوونکیو غوښتل دا حکم واړوي او سره له دې چې په حدیبیې کې یې ګډون نه درلود، هوډ یې وکړ، چې د خپلو تېرو چارو د جبیره کولو په پار او یا داچې په خیبر کې ډېرې ولجې لاس ته ورتلې، په دې جهاد کې شتون ولري؛ خو ددې آیت نزول یې منځپانګه رابرسېره کړه. [19]

* 12 او 13 آیت، په حدیبیه کې د نه ګډون دلیل، پر الله تعالی ناوړ ګوماني او د ایمان کمزوري اوڅار کړه.

هغو وګړیو چې په حدیبیه کې ګډون نه درلود، په خیبر غزا کې په ګډون یې غوښتل وښيي، چې ایمانوال دي او پر الله تعالی ناوړګومانه نه دي او په اړه یې د الله خبره رښتینې نه ده.

پېغامونه:

1-د ماتو جبیره کول او د مؤمنانو د روحیې پیاوړي کول پکار دي. الله تعالی د حدیببې ستونزې د خیبر په ولجو جبیره کړې. «انْطَلَقْتُمْ إِلی مَغانِمَ» (د«انطلقتم الی الجهاد» پرځای. )

2-ځینې فرصت طلب وګړي د ولجو د ویش پرمهال راښکاره شي. «مَغانِمَ لِتَأْخُذُوها ذَرُونا نَتَّبِعْکُمْ»

3-د الله تعالی د حکم او خبرې بدلول، د سرغړونکیو یوه غوښتنه ده. «یُرِیدُونَ أَنْ یُبَدِّلُوا کَلامَ اللّهِ»

4-جنګیالیو ته دې ځانګړی حساب پرانستل شي او مخالفانو ته شا کړئ. «قُلْ لَنْ تَتَّبِعُونا»

5-وینا مو په الهي کلام مستنده کړئ. ( قُلْ. . . کَذلِکُمْ قالَ اللّهُ)

6-له ګواښنو او تورونو مه ډارېږئ. «فَسَیَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنا»

7-د دښمن کړنې او شعار، د شرایطو تابع او تل په بدلون کې دي. لومړی د الهي کلام د بدلېدو نیت کوي؛ خو داچې نه بریالي کېږي؛ نو دریځ یې بدل کړ او پر مؤمنانو یې د حسد تور پورې کړ. (فَسَیَقُولُونَ. . . ذَرُونا نَتَّبِعْکُمْ. . . فَسَیَقُولُونَ بَلْ تَحْسُدُونَنا)

8-هغوی چې ژور لید نه لري او سرسري اندي دي، د خپلو ناوړو کړنو په شننې او د اغېزو په تفسیر کې یې کږېږي او ددې پرځای چې د الهي پېرزوینو د له لاسه ورکولو دلیل، خپله ناوړه مخینه وګڼي، دا چار ورسره د مؤمنانو کینه ګڼي. «بَلْ تَحْسُدُونَنا بَلْ کانُوا لا یَفْقَهُونَ إِلاّ قَلِیلاً»

قُلْ لِلْمُخَلَّفِینَ مِنَ الْأَعْرابِ سَتُدْعَوْنَ إِلی قَوْمٍ أُولِی بَأْسٍ شَدِیدٍ تُقاتِلُونَهُمْ أَوْ یُسْلِمُونَ فَإِنْ تُطِیعُوا یُؤْتِکُمُ اللّهُ أَجْراً حَسَناً وَ إِنْ تَتَوَلَّوْا کَما تَوَلَّیْتُمْ مِنْ قَبْلُ یُعَذِّبْکُمْ عَذاباً أَلِیماً«16» = د عربو (بېديانيو) پاتې شونيو ته ووايه: ((ژر به د يوه سخت جنګيالي قوم لوري ته وبلل شئ، چې ورسره وجنګېږئ يا (داچې) اسلام راوړي (او مسلمانان شي)؛ نو كه اطاعت وکړئ (بلنه مو ومنله، ) الله به ډېر ښه اجر دركړي او كه د پخوا په څېر مو مخ واړاوه (؛ نو الله) به مو په دردناك عذاب وربړوي!))

پېغامونه:

1-له مخالفینو او سرغړاندو سره د خبرو اترو لار پرانستې پرېږدئ. «قُلْ لِلْمُخَلَّفِینَ»

2-د نزول په پېر کې، د قرآن یو اعجاز، له راتلونکي خبر ورکول وو. «سَتُدْعَوْنَ»

3-سرغړاندو ته د راستنېدو او جبیره کولو لار پرانستې پرېږدئ او تل مه ورشا کوئ. «سَتُدْعَوْنَ إِلی قَوْمٍ»

4- دښمن ساده او بېوسې مه ننګېرئ. «أُولِی بَأْسٍ شَدِیدٍ»

5-جنګیالي دې آګاهانه وجنګېږي او د دښمن پر هر څه دې مخکې له مخکې خبر شي. «أُولِی بَأْسٍ شَدِیدٍ»

6-د حقایقو په ویلو کې دښمنۍ نالیدې مه ګڼئ. «أُولِی بَأْسٍ شَدِیدٍ»

7-د دښمن وس او ځواک، زموږ د دندې او مکلفیت پر لار خنډېدای نشي. ( أُولِی بَأْسٍ. . . تُقاتِلُونَهُمْ)

8-مسلمانان دې د پوځي ځواک له اړخه دومره وي، چې زورور دښمن هم اسلام منلو ته اړباسي. «تُقاتِلُونَهُمْ أَوْ یُسْلِمُونَ»

9-د جګړې په ډګر کې، د وګړیو باطن او دننه ‏رابرسېرېږي او رښتینولۍ او ریاکارۍ هم راڅرګندېږي. ( تُطِیعُوا. . . تَتَوَلَّوْا)

10- نېکچارۍ، تېرې بدۍ له منځه وړي. (قُلْ لِلْمُخَلَّفِینَ. . . فَإِنْ تُطِیعُوا یُؤْتِکُمُ اللّهُ أَجْراً حَسَناً)

11- په تبلیغ او روزنه کې، هڅونه او ثواب، پر ګواښنې او رټنې ورمخکې کړئ. د «أَجْراً حَسَناً» عبارت تر «عَذاباً أَلِیماً» مخکې راغلی دی.

12-هڅونه او رټنه یو د بل ترڅنګ پکار دي. ( أَجْراً حَسَناً. . . عَذاباً أَلِیماً)

لَیْسَ عَلَی الْأَعْمی حَرَجٌ وَ لا عَلَی الْأَعْرَجِ حَرَجٌ وَ لا عَلَی الْمَرِیضِ حَرَجٌ وَ مَنْ یُطِعِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ یُدْخِلْهُ جَنّاتٍ تَجْرِی مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهارُ وَ مَنْ یَتَوَلَّ یُعَذِّبْهُ عَذاباً أَلِیماً«17» = پر ړوند، ګوډ، شل او ناروغ باك نشته (كه په جهاد كې برخه وانخلي) او څوك چې د الله او استازي يې اطاعت وكړي، هغه (جنتي) باغونو ته یې ورننباسي، چې تر (ونو) لاندې يې ويالې بهېږي او څوك چې مخ واړوي، په دردناك عذاب يې كړوي!

ټکي:

* پر ړوند، ګوډ، شل او ناروغ باك نشته، كه په جهاد كې برخه وانخلي، نه داچې ونه مې لنډه ده او داسې نورې پلمې.

*که څه ځینو ته په جهاد کې ګډون واجب نه دی؛ جنګیالیو ته خیرخواهي او دعا پکار ده؛ لکه څنګه چې په توبه سورت ۹۱ آیت کې لولو: (لَیْسَ عَلَی الضُّعَفاءِ وَ لا عَلَی الْمَرْضی. . . حَرَجٌ إِذا نَصَحُوا لِلّهِ وَ رَسُولِهِ)

پېغامونه:

1-د قانون ساز ‏دې د قانون ټولو اړخونو ته پام وي او ځانګړیو ځایونو (پر ړوند، ګوډ، شل او ناروغ باك نشته كه په جهاد كې برخه وانخلي) ته دې ځانګړی قانون وټاکي. ( لَیْسَ عَلَی الْأَعْمی حَرَجٌ. . . )

2- معلولین دې سپکاوی نه ننګېري، پر هغوی پړه نشته. (د «حَرَجٌ» کلمه په ادبي اصطلاح کې، نکره او د نفې په سیاق کې ده، چې د عامې مانا ګټنه ترې کېږي. ) (لَیْسَ عَلَی الْأَعْمی. . . عَلَی الْأَعْرَجِ حَرَجٌ)

3-هرڅوک تر خپلې وسې پړ دی. ( لَیْسَ عَلَی الْأَعْمی. . . حَرَجٌ)

4-معلولین له جنته نه بې برخېږي؛ خو په دې شرط، چې تر خپلې وسې هڅه وکړي. ( لَیْسَ عَلَی الْأَعْمی. . . مَنْ یُطِعِ اللّهَ. . . )

5-پېغمبر معصوم او پاکلمنی دی؛ ځکه لاروي ترې د الله تعالی لاروي ده. «مَنْ یُطِعِ اللّهَ وَ رَسُولَهُ»

6-جنت ته د ورننووتو آریزه کچه اطاعت او لاروي ده، که څه کله شفاعت هم چارساز دی. (مَنْ یُطِعِ. . . یُدْخِلْهُ جَنّاتٍ)

لَقَدْ رَضِیَ اللّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِینَ إِذْ یُبایِعُونَکَ تَحْتَ الشَّجَرَهِ فَعَلِمَ ما فِی قُلُوبِهِمْ فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ عَلَیْهِمْ وَ أَثابَهُمْ فَتْحاً قَرِیباً«18» = ‏په رښتيا، الله له مؤمنانو هغه وخت خوشحاله شو، چې تر ونې لاندې يې بیعت درسره وكړ؛ نو (الله) پوه شو، چې په زړونو كې يې څه دي؛ نو ځكه يې پرې ډاډ راښكته كړ او په بدل كې يې ((نژدې بريا)) ورپر برخه كړه؛

وَ مَغانِمَ کَثِیرَهً یَأْخُذُونَها وَ کانَ اللّهُ عَزِیزاً حَکِیماً«19» = او (همداراز) ډېر غنیمتونه به ونيسي او الله ناماتى حكيم دى.

ټکي:

* دود داسې و، چې تر تړون او معاملې روسته به دواړو لوریو یو بل ته لاس ورکاوه، چې بیعت به یې ورته وایه؛ نو تر هغه روسته، هر ډول هوکړه او تړون چې په لاس ورکونه یې هوکړه اعلانېږي، ورته بیعت ویل شوی دی.

* له پېغمبر او امام سره د خلکو بیعت، د الله تعالی له لوري د دوی له ټاکنې او نصب سره په ټکر کې چار نه دی؛ ځکه الله تعالی پېغمبر یا امام ټاکي او خلک د خپلې لاروۍ د اعلان لپاره، بیعت ورسره کوي.

* له «الشَّجَرَهِ» مراد هغه ونه ده، چې په حدیبیه سیمه کې خلکو ترې لاندې، له پېغمبر اکرم سره بیعت وکړ او داچې په دې بیعت، الله تعالی له بیعت کوونکیو خوښ شو «رَضِیَ اللّهُ»؛ نو، «بیعت رضوان» ونومول شو.

* بیعت یوه شرعي ژمنه ده، چې وفا پرې پکار او ماتول یې حرام او سزا لري.

پېغامونه:

1- الله تعالی پر هغه ایمان خوښ دی، چې ترڅنګ یې له پېغمبر اکرم سره وفاداري وي. «لَقَدْ رَضِیَ اللّهُ عَنِ الْمُؤْمِنِینَ إِذْ یُبایِعُونَکَ»

2- دین له سیاسته جلا نه دی. الله تعالی له مؤمنانو هغه مهال خوښ دی، چې په سیاسي او ټولنیزو چارو کې له پېغمبر سره بیعت وکړي. ( رَضِیَ اللّهُ. . . إِذْ یُبایِعُونَکَ)

3-د مهمو پېښو ثبت لپاره، د نښې د نامې اخستل مهم دي. «یُبایِعُونَکَ تَحْتَ الشَّجَرَهِ»

4-الهي پېرزوینې هغوی ته ځانګړې دي، چې چلن یې د اخلاص او رښتینولۍ له مخې وي. ( فَعَلِمَ ما فِی قُلُوبِهِمْ. . . فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ عَلَیْهِمْ)

5-ډاډ یوه الهي پېرزوینه ده، چې د الله تعالی له لوري یوازې پر مؤمنانو نازلېږي. «فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ»

6- نږه او رښتین نیت، له توکیزو خوندونو او بریاوو سره په ټکر کې نه دی. ( فَعَلِمَ ما فِی قُلُوبِهِمْ. . . وَ مَغانِمَ کَثِیرَهً)

7-له الهي استازي سره وفاداري، د دنیوي او اخروي پېرزوینو د لاس ته راوړو خواله ده. (رَضِیَ اللّهُ. . . فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ. . . وَ مَغانِمَ کَثِیرَهً)

8-مانیز نعمتونه تر توکیزو نعمتونه پورته دي. لومړی یې وویل: «رَضِیَ اللّهُ – فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ» او ورپسې یې وویل: «وَ مَغانِمَ کَثِیرَهً»

9-د انسان د یوه نږه ‏حرکت پایله، بې شمېره الهي پېرزوینې دي. (یُبایِعُونَکَ – فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ. . . وَ أَثابَهُمْ. . . وَ مَغانِمَ)

10-ډاډ د بري سریزه ده. ( فَأَنْزَلَ السَّکِینَهَ. . . وَ أَثابَهُمْ فَتْحاً)

11-بریاوې د الله تعالی پېرزو وګڼئ. «أَثابَهُمْ فَتْحاً»؛ لکه څنګه چې د همدې سورت په لومړي آیت کې مو ولوستل: «إِنّا فَتَحْنا لَکَ»

12-که د الله تعالی د خوښۍ لپاره کار وکړو او له پېغمبراکرم سره په وفادارۍ ځان وړ کړو؛ نو د الله تعالی ژمنې حکیمانه دي او هغه د خپلو کړیو ژمنو په پوره کولو وسمن دی. «کانَ اللّهُ عَزِیزاً حَکِیماً»

وَعَدَکُمُ اللّهُ مَغانِمَ کَثِیرَهً تَأْخُذُونَها فَعَجَّلَ لَکُمْ هذِهِ وَ کَفَّ أَیْدِیَ النّاسِ عَنْکُمْ وَ لِتَکُونَ آیَهً لِلْمُؤْمِنِینَ وَ یَهْدِیَکُمْ صِراطاً مُسْتَقِیماً«20» = الله له تاسې سره د ډېرو ولجو ژمنه كړې، چې ترلاسه به یې كړئ؛ نو ژر یې دا ( د خیبر ولجې) دركړې او د خلكو (د تېري) لاسونه يې درنه لنډ کړل، چې مؤمنانو ته يوه نښه شي او تاسې ته سیده لار دروښيي.

ټکي:

* په دوو تېرو آیتونو کې له هغو کسانو سره د «فتح قریب» ژمنه وشوه، چې له پېغمبراکرم سره یې بیعت وکړ او د ځینو مفسرانو؛ لکه طبري، شیخ طوسي، زمخشري، مراغي او طبرسي د وینا له مخې، مراد ترې د خیبر سوبه ده.

د خیبر کلا د مدینې په دوه سوۍ کیلومټرۍ کې وه، لوړ دنګ دېوالونه یې درلودل او شاوخوا لسو زرو یهودو پکې ژوند کاوه، په شاوخوا کې پر بزرګرۍ بوخت وو. دا کلا خورا کلکه وه او هېښنده تمبه یې درلوده، چې په څلوېښت وګړیو پرانستلېده او ځوځېده.

داچې خیبر د دښمنانو هډه او د اسلام د مخالفینو د جاسوسۍ ځاله شوې وه، تر حدیببې سولې یوه میاشت روسته، مسلمانان ورپسې ورغلل؛ نو لومړی سوبې ته یو لړ بولندویان وټاکل شول؛ خو څه یې ونشول کړای، تردې چې پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم وویل: سبا به بیرغ داسې کس ته ورکړم، چې الله او استاز یې ترې خوښ دی او مینه ورسره کوي او د هماغې ورځ پر سبا یې بیرغ حضرت علي کرم الله وجهه ته ورکړ.

* سره له دې چې الله تعالی د اسلام پېغمبر ته وايي: «إِنَّکَ لَمِنَ الْمُرْسَلِینَ، عَلی صِراطٍ مُسْتَقِیمٍ» [20] ته له پېغمبرانو ځنې او پر سیده لار یې؛ خو بیا هم آنحضرت (ص) دنده لري، له الله په خپلو لمونځونو کې د سیده لار ښیون/هدایت وغواړي او ووايي: «اهْدِنَا الصِّراطَ الْمُسْتَقِیمَ»

ددې په پامنیوي چې نفل لمونځونه هم پر پېغمبراکرم واجب وو او په ۵۱ رکعتونو فرضي او مستحبي لمونځونو کې په ۴۴ رکعتونو کې د حمد سورت تلاوت او دا غوښتنه پکې اوڅارېږي؛ هغه هم د هغه الهي رسول له لوري، چې لار او عمل یې د الله تعالی له لوري بیمه، خوندي او تامین شوی؛ نو ښيي چې د انسان په ټولو حالاتو کې د کږلارۍ او ښویېدنې خطر شته.

پېغامونه:

1-په جګړه او جهاد کې له دښمنه غنیمت لاس ته راوړل، یو مجاز چار او یوه الهي ژمنه ده. «وَعَدَکُمُ اللّهُ مَغانِمَ کَثِیرَهً»

2-د مسلمانانو وټیزه/اقتصادي پراختیا یو الهي نعمت او ورکړه ده، چې د انګېزې د رامنځ ته کېدو لاملېږي. «وَعَدَکُمُ اللّهُ مَغانِمَ کَثِیرَهً»

3- څه چې مسلمانانو د خیبر په څېر، د ولجو په نامه لاس ته راوړل، ټولې الهي ژمنې نه دي. «فَعَجَّلَ لَکُمْ هذِهِ»

4-په ځینو ځایونو کې بیړه ښه کار دی. «فَعَجَّلَ لَکُمْ هذِهِ»

5-غنایم هغه مهال خوند کوي، چې له امنیت سره وي. «کَفَّ أَیْدِیَ النّاسِ عَنْکُمْ

6-له تاسې د دښمن لاس اخستل یو الهي نعمت دی. «کَفَّ أَیْدِیَ النّاسِ عَنْکُمْ»

7-پېښې ترخې مه ګڼئ؛ بلکې هره یوه یې په خپل ځای کې د الهي ځواک د څرګندونې نښه ده. «لِتَکُونَ آیَهً لِلْمُؤْمِنِینَ»

8-غنیمت، امنیت او هدایت د مؤمنانو انعام دی. ( مَغانِمَ. . . کَفَّ أَیْدِیَ. . . یَهْدِیَکُمْ)

9- مال او شتمني خطرناک تېروتنځی دی او الهي پېرزوینه هغه ته وايي، چې شتمني له هدایت/ښیون سره یوځای وي. (مَغانِمَ کَثِیرَهً. . . یَهْدِیَکُمْ)

10-تل پر سیده لار د ښیون غوښتنه پکار ده، ان له رسول الله سره تر بیعت، بري، د غنیمتونو تر لاس ته راوړنې او د الله تعالی تر خوښۍ روسته هم. «وَ یَهْدِیَکُمْ صِراطاً مُسْتَقِیماً»

وَ أُخْری لَمْ تَقْدِرُوا عَلَیْها قَدْ أَحاطَ اللّهُ بِها وَ کانَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیراً«21» = او همداراز نورې (ولجې ‏او برياوې مو په برخه كوي)، چې تر اوسه مو ترلاسه کړي نه دي، چې په يقين، الله پرې راچاپېر دى او الله پر هر څه وسمن دى.

ټکي:

* قرآن څو ځل ویلي دي: له ستونزو سره آسانۍ دي. «فَإِنَّ مَعَ الْعُسْرِ یُسْراً» [21]«سَیَجْعَلُ اللّهُ بَعْدَ عُسْرٍ یُسْراً» [22]«فَسَنُیَسِّرُهُ لِلْعُسْری» [23]د بعثت لومړي کلونه چې له ډول ډول تورونو، کړاوونو او دسیسو سره مل وو او د هجرت لومړیو کلونو چې ډېرې جګړې، مړینې او ټپیان درلودل او له ستونزو ډک کلونه وو؛ خو د پېغمبراکرم د ژوند روستي کلونه، هوساینې، بریاوې او عزتونه وو؛ لکه څنګه چې دې سورت تراوسه اشاره ورته کړې ده:«فَتْحاً قَرِیباً»، «یَنْصُرَکَ اللّهُ نَصْراً عَزِیزاً»، «أَثابَهُمْ فَتْحاً قَرِیباً»، «مَغانِمُ کَثِیرَهٌ» او «وَ أُخْری لَمْ تَقْدِرُوا عَلَیْها».

پېغامونه:

1-په راتلونکي کې د غنایمو د لاس ته راوړو ژمنه، د الله تعالی د علم او ځواک پر بنسټ ده. (وَ أُخْری لَمْ تَقْدِرُوا عَلَیْها قَدْ أَحاطَ اللّهُ. . . )

2-د غنیمتونو لاس ته راوړل، خپله ځیر‏کي مه ګڼئ. «وَ أُخْری لَمْ تَقْدِرُوا عَلَیْها»

3- د بریاوو ترڅنګ مو له کمزوریو مه غافلېږئ. (په تېرو آیتونو کې مو ولوستل:

(فَتْحاً قَرِیباً. . . مَغانِمَ کَثِیرَهً) او په دې آیت کې وايي: «لَمْ تَقْدِرُوا عَلَیْها»)

4-پر الهي ژمنو ایمان پکار دی. (وَعَدَکُمُ اللّهُ مَغانِمَ کَثِیرَهً. . . قَدْ أَحاطَ اللّهُ بِها)

5-د قرآن آیتونه، پر الله تعالی د توکل او د مؤحد انسان روزنې ته یوه زمینه ده. (وَعَدَکُمُ. . . فَعَجَّلَ. . . کَفَّ. . . یَهْدِیَکُمْ. . . أَحاطَ اللّهُ. . . وَ کانَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیراً)

6-د هغه پر ژمنه دې ملا وتړل ‏وشي، چې کلک ملاتړ‏ ولري. «وَ کانَ اللّهُ عَلی کُلِّ شَیْءٍ قَدِیراً»

وَ لَوْ قاتَلَکُمُ الَّذِینَ کَفَرُوا لَوَلَّوُا الْأَدْبارَ ثُمَّ لا یَجِدُونَ وَلِیًّا وَ لا نَصِیراً«22» = او كه كافرانو (د حديبيې په سېمه كې) جګړه درسره كړې واى (نو) هرومرو پر شا تمبېدل (او ماتې يې کوله ‏) بيا يې څوك ملاتړ او مرستندوى نه موندل.

ټکي:

* که دا آیتونه د حدیببې سولې د دوام اړوند وګڼو؛ نو د آیت مانا داسې کېږي چې د حدیببې سوله ستاسې د پوځي کمزورۍ پر بنسټ نه وه؛ بلکې د نظام د سازښت/مصلحت په پار وه، که په حدیبیه کې مو هم جګړه کړې وه، بریالي کېدئ او دښمن مو تښتېده.

* په قیامت کې به څرګنده شي، چې کافران هېڅ هم نلري او څوک یې ولایت او نصرت نه مني.

امام حسین په عرفه دعا کې الله تعالی ته وايي:«ما ذا فقد من وجدک و ما ذا وجد من فقدک»څوک چې تا لري؛ نو څه دي، چې نه یې لري او څوک چې تا نلري؛ نو څه لري ؟

پېغامونه:

1-کمزوري مسلمانان داسې یوه عزت ته ورسېدل، چې هېڅوک ورته د ټینګې نه و. ( وَ لَوْ قاتَلَکُمُ. . . لَوَلَّوُا)

2- چې الله درسره مل نه وي رحمانه، که لښکرې درسره وي یک تنها یې. «لا یَجِدُونَ وَلِیًّا وَ لا نَصِیراً»

سُنَّهَ اللّهِ الَّتِی قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلُ وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً«23»  =  (دا ستاسې بریا او د کفارو ډار او ماتې) د الله قانون ‏دى، چې له پخوا را روان دى او د الله قانون به هېڅ بدلون ونه مومې.

ټکي:

*دا آیت د مجادله سورت د ۲۱ آیت په څېر دی، چې وايي: «کَتَبَ اللّهُ لَأَغْلِبَنَّ أَنَا وَ رُسُلِی» الله داسې ټاکلې، چې موږ او استازي مو هرومرو بریالي دي.

* تاریخ او تاریخي پېښې قانون لري او یو لړ لاملونه د ودې یا ځوړ، عزت یا ذلت او بېوزلۍ او شتمنۍ لاملېږي او پر باطل د حق بریا یو الهي قانون ‏دی.

پېغامونه:

1- تاریخي پېښې څرک او تصادف نه دی او مخکې له مخکې پلان شوی بهیر او جاري قانون دی. «سُنَّهَ اللّهِ الَّتِی قَدْ خَلَتْ»

2-الهي دودونه او قوانین د وخت، ځای او د بشر تر محدود عقله ورهاخوا یو چار دی او د ازمېینې او تېروتنې پر بنسټ نه دي؛ نوځکه هر اړخیز او نه بدلېدوني دي. «لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً»

3-الهي قوانین د وخت په تېرېدو نه ناچلېږي. «لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً»

 

وَ هُوَ الَّذِی کَفَّ أَیْدِیَهُمْ عَنْکُمْ وَ أَیْدِیَکُمْ عَنْهُمْ بِبَطْنِ مَکَّهَ مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَکُمْ عَلَیْهِمْ وَ کانَ اللّهُ بِما تَعْمَلُونَ بَصِیراً«24»

 او (الله) هغه (ذات) دى، چې د مكې په زړه کې یې پر کافرانو ستاسې تر بریا روسته د دوى لاسونه له تاسې او ستاسې لاسونه له دوى لنډ كړل [ چې جګړه پېښه نشي] او څه چې كوئ، الله يې لیدونکی دی.

ټکي:

* ظاهراً له جګړې د دواړو لوریو له لاس اخستو مراد، هماغه حدیبیه سوله ده؛ ځکه د مکې مشرکانو ځانونه جګړې ته چمتو کړي وو او د اسلام پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم هم له مسلمانانو د وفادارۍ بیعت اخستی او دواړه لوري یو د بل سرسخت دښمنان وو.

*الله تعالی په حدیببې سوله کې، له یوه اړخه د مشرکانو د تجاوز لاس پرې کړ او بلخوا لامل شوه چې مسلمانان، مشرکان و نه وژني، چې دا هم په دوو دلیلونو په هغه وخت او تاریخ ‏کې نعمتونه وو: یو د حرم او د مکې د سپېڅلتیا ساتنه، چې نباید د مسلمانانو په لاس له منځه تللی وای او بل لس کلن اوربند و، چې په سوله لیک کې راغلی و او په دې موده کې ډېری وګړي، له مسلمانانو سره یوځای شول او دا چې مسلمانانو په هغوی کې څوک نه وو وژلي، په راتلونکي کال کې یې ډله ییزه عمره وکړه او پر بل کال یې په خورا پرتمینه بڼه مکه سوبه کړه، چې دا ټولې د سولې له برکتونو وو.

که په حدیبیه کې جګړه شوې وای او د مشرکانو وګړي پکې وژل شوي وای؛ نو د سولې او اوربند لار او په راتلونکي کلونو کې د عمرې، د مکې د سپېڅلتیا ساتنې او د مکې د سوبې لار تړل کېده؛ نو ځکه د حدیببې سولې ته “فتح مبین” او د اسلام د عزتمن نفوذ لار پرانستونکې او د اسلام د چټکې ودې لاره چاره او زمینه ګڼل شوې ده.

پېغامونه:

1-پر مؤمنانو د الله تعالی د پېرزوینو قانون پرېکنده او حتمي دی. «وَ لَنْ تَجِدَ لِسُنَّهِ اللّهِ تَبْدِیلاً وَ هُوَ الَّذِی کَفَّ أَیْدِیَهُمْ عَنْکُمْ»

2-ټولې بریاوې او پرمختګونه په الهي اراده او تدبیر دي. ( وَ هُوَ الَّذِی. . . )

3- امنیت او له دښمنه خوندي پاتېدل، په تېره ‏د دښمن په منځ کې، یو ستر الهي نعمت دی. «بِبَطْنِ مَکَّهَ»

4-کله سوله د بري نښه ده. «مِنْ بَعْدِ أَنْ أَظْفَرَکُمْ عَلَیْهِمْ»

هُمُ الَّذِینَ کَفَرُوا وَ صَدُّوکُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ وَ الْهَدْیَ مَعْکُوفاً أَنْ یَبْلُغَ مَحِلَّهُ وَ لَوْ لا رِجالٌ مُؤْمِنُونَ وَ نِساءٌ مُؤْمِناتٌ لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَؤُهُمْ فَتُصِیبَکُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّهٌ بِغَیْرِ عِلْمٍ لِیُدْخِلَ اللّهُ فِی رَحْمَتِهِ مَنْ یَشاءُ لَوْ تَزَیَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْهُمْ عَذاباً أَلِیماً«25»= دوى؛ هماغه دي، چې كافر شوي او تاسې يې هم له مسجدالحرامه منع كړي وئ او (همداراز ستاسې) د قربانۍ څاروي يې د حلالې ځاى ته له وررسېدو ايسار کړي وو او كه (په مكه كې) مؤمنان او مؤمنانې په ناپېژندګلو كې په لتاړ كې له منځه نه تلاى، چې (له دې لارې) په ناخبرۍ كې څه پړه، پېغور (او تاوان) يې ستاسې پر غاړه پاتېده (؛ نو الله هېڅكله ددې جګړې مخه نه نيوه) موخه دا وه، چې د الله چاته خوښه شي (او وړ يې وبولي) په خپل رحمت كې يې ورننباسي او كه [په مكه كې مؤمنان او كافران] جلا شوي واى؛ (نو) موږ به هرومرو د دوی كافران [د جهاد په حکم] په دردناك عذاب کړولي واى!

ټکي:

* «معکوف» د ممنوع او بندي په مانا دی، «الْهَدْیَ مَعْکُوفاً»؛ یعنې هغه څاروی بندي کوي، چې قربانۍ ته ټاکل شوی، څو د قربانۍ ځای ته و نه رسي. معتکف هم هغه چا ته ویل کېږي، چې یوې سپېڅلې موخې ته د رسېدو په پار ځان په یوه ځای او څیز پورې بندي او پابندوي.

* مَعَرَّهٌ» د تاوان په مانا ده او «تَزَیَّلُوا» د بېلولو او جلال کولو په مانا دی.

* د حدیببې سولې د منلو دلیل دا و، چې که الله تعالی ‏د هغو کفارو د له منځه وړو او پرې د برید ‏حکم درکاوه، چې ستاسې قربانۍ یې د قربانۍ ځای ته نه ور پرېښودلې؛ نو تاسې به پر مکه برید ‏کړې وای او هغه بې دفاع مسلمانان، چې هلته مېشت وو او تاسې نه پېژندل؛ نو ستاسې په برید کې به یې په ناحقه وینه تویه شوې وه او په دې بڼه کې به مو خونبها/ دیه ورکوله؛ نو د حدیبیې سولې د منلو یو دلیل، د مکه مېشتو مسلمانانو د وینې خوندېینه وه.

* امام حسن(رض) له حضرت معاویه بن ابوسفیان سره د سولې منلو په اړه وویل:

«فانّی ترکتُه لصلاح الاُمّه و حقن دمائها»[24] جګړه مې د امت مصلحت او د دوی د ځان ساتنې لپاره پرېښوده.

*د هغو مستضعفو مسلمانانو حساب، چې تاسې یې په ناپېژنګلوۍ کې وژنئ، له هغو مسلمانانو سره جلا دی، چې آګاهانه ځان د کفر په ټلواله کې د کفارو ډال کوي، د آیت په لومړۍ برخه کې وايي:

نباید برید وشي؛ خو د آیت دویمې برخې، د هغو مسلمانانو وژل جایز ګڼلي دي، چې ځانونه یې د کفر ډال کړي دي.

پېغامونه:

1- د مکې مشرکانو له هومره کفر او دښمنۍ سره سره، له مسلمانانو سره سولې ته غاړه کېښووله. ( کَفَّ أَیْدِیَهُمْ. . . هُمُ الَّذِینَ کَفَرُوا)

2- د حج په مناسکو کې قرباني ځانګړی ځای لري. (د کفارو یو جرم، د قربانۍ ځای ته د قربانۍ څارویو له ورسېدو مخنیوی ګنل شوی دی. ) «وَ الْهَدْیَ مَعْکُوفاً أَنْ یَبْلُغَ مَحِلَّهُ»

3-لارویانو ته مو د جګړې یا سولې فلسفه وویاست. «لَوْ لا رِجالٌ مُؤْمِنُونَ» (الهي احکام دلیل او فلسفه لري او د حدیبیې سولې فلسفه دا وه، چې ناپېژندل شوي مسلمانان و نه وژل شي. )

4- د اهم او مهم چارو پامنیوی یو عقلي، شرعي او عرفي قانون دی. ( لَوْ لا رِجالٌ. . . ) (هو، په ځینو شرایطو کې د مسلمانانو د وینې خوندېینه، پر کفارو تر برید ‏مهمه ده. )

5-د مسلمان وینه محترمه او ښځه او سړی نلري. «رِجالٌ مُؤْمِنُونَ وَ نِساءٌ مُؤْمِناتٌ»

6-مسلمان ته تاوان رسول، ان په ناپوهۍ کې هم مسوولیت او پوښتنه لري. ( لَوْ لا رِجالٌ. . . لَمْ تَعْلَمُوهُمْ)

7- الله تعالی د مؤمنانو له څېرې د هر ډول بدنامۍ او بې ننګې د رټې لرې کېدو غوښتوونکی دی. «فَتُصِیبَکُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّهٌ»

8- پر هغې ډلې برید جایز نه دی چې په منځ کې یې بې ګناهان وي. « لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَؤُهُمْ»

9-د اسلامي ټولنې مشر دې د خپل حکم ټول اړخونه، آثار، اغېزې او عوارض محاسبه کړي. «لَمْ تَعْلَمُوهُمْ أَنْ تَطَؤُهُمْ فَتُصِیبَکُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّهٌ»

10-دښمن ته پلمه په لاس مه ورکوئ. «فَتُصِیبَکُمْ مِنْهُمْ مَعَرَّهٌ بِغَیْرِ عِلْمٍ» (که پر مکې د برید ‏حکم ورکول شوی او مسلمانان په ناپېژندګلو کې وژل شوي وای؛ نو دښمن به دا کار ځان ته تبلیغ وزله ګرځولې وای، چې مسلمانان ان پر خپلو مسلمانانو هم رحم نه کوي).

11- کله سوله د اسلام خورېدو ته لاره چاره او زمینه شي. ( وَ لَوْ لا رِجالٌ. . . لِیُدْخِلَ اللّهُ فِی رَحْمَتِهِ مَنْ یَشاءُ)

12- کفار، د الهي حتمي عذاب وړ دي. «لَوْ تَزَیَّلُوا لَعَذَّبْنَا الَّذِینَ کَفَرُوا مِنْهُمْ»

إِذْ جَعَلَ الَّذِینَ کَفَرُوا فِی قُلُوبِهِمُ الْحَمِیَّهَ حَمِیَّهَ الْجاهِلِیَّهِ فَأَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ عَلی رَسُولِهِ وَ عَلَی الْمُؤْمِنِینَ وَ أَلْزَمَهُمْ کَلِمَهَ التَّقْوی وَ کانُوا أَحَقَّ بِها وَ أَهْلَها وَ کانَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً«26»= (درياد كړه) چې كافرانو پخپلو زړونو كې د ناپوهۍ د زمانې هېنډه او ننګ ټينګ كړ؛ نو (په مقابل كې) الله پر خپل استازي او مؤمنانو ډاډ راښكته كړ او دوى يې د تقوى په وينا (او کړلار) پابند كړل او (دوى) يې وړ او اهل وو او الله پر هرڅه پوهېږي.

ټکي:

* «حمیت» ګرمۍ او سوروالي ته وايي او سختې غوسې او تعصب ته هم ویل کېږي.

تعصب که د ناپوهۍ له مخې وي، رټل شوی دی او که د دیني غیرت او پر حق او منطق د ټینګار پر بنسټ وي؛ نو ستایل شوی چار د ی.

* د حدیبیې سولې په پېښه کې، حضرت علی کرم الله وجهه، د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم په حکم، سوله لیک په «بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ» پیل کړ، مشرکانو وویل، موږ یې نه منو او آنحضرت (ص) دا غونډله/جمله په «بسمک اللهم» واړوله، بیا مشرکانو د «رسول الله» په کلمه نیوکه وکړه، چې باید لرې کړای شي. یوځل بیا پېغمبر ااکرم صلی الله علیه و آله وسلم دا بدلون په پراخه سینه ومانه او د «رسول اللّه» لقب یې لرې کړ، دا د مشرکانو د حمیت او پر پېغمبراکرم او یارانو یې ډاډ د راښکته کېدو بېلګې وې.

* اسلام د جاهلیت له فرهنګ سره په هره بڼه چې وي، مبارزه کوي؛ «ظَنَّ الْجاهِلِیَّهِ» [25]، «تَبَرُّجَ الْجاهِلِیَّهِ» [26]و «حَمِیَّهَ الْجاهِلِیَّهِ»

* د انسان زړه، هم له الله تعالی سره د اړیکې او د فضایلو د ودې مرکز دی او هم د مفاسدو د خپرېدو زمینه او لاره چاره ده:

الف) مانیزه وده: «تَطْمَئِنُّ قُلُوبُهُمْ بِذِکْرِ اللّهِ»[27]، «أَنْزَلَ السَّکِینَهَ فِی قُلُوبِ الْمُؤْمِنِینَ» [28]و «فَأَلَّفَ بَیْنَ قُلُوبِکُمْ» [29]

ب) منفي وده ‏: «سَنُلْقِی فِی قُلُوبِ الَّذِینَ کَفَرُوا الرُّعْبَ» [30]، «یَطْبَعُ اللّهُ عَلی قُلُوبِ الْکافِرِینَ»[31]و «اشْمَأَزَّتْ قُلُوبُ الَّذِینَ لا یُؤْمِنُونَ» [32]

کله څو تنه ځان یو کار ته نوموي، دلته شونې ده، یو تر بله لومړیت ولري؛ خو یو یې هم اهمیت او وړتیا و نه لري؛ خو کله یو یې هم وړتیا لري او هم لومړیت. « أَحَقَّ بِها وَ أَهْلَها»

* په حدیث کې لولو، چې له «کَلِمَهَ التَّقْوی» مراد ایمان دی. [33]

پېغامونه:

1- جاهلي تعصب، پر مؤمنانو د جومات د لارې بندولو لامل دی. ( صَدُّوکُمْ عَنِ الْمَسْجِدِ الْحَرامِ. . . فِی قُلُوبِهِمُ الْحَمِیَّهَ)

2-ډاډ دی، چې انسان د جاهلي تعصبونو پر وړاندې ساتي. ( حَمِیَّهَ الْجاهِلِیَّهِ. . . فَأَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ)

3-اخلاقي مفاسد، د کفر په زمینه کې وده کوي او پر الله تعالی ایمان د منفي غریزو د ودې مخنیونکی دی. ( اَلَّذِینَ کَفَرُوا فِی قُلُوبِهِمُ الْحَمِیَّهَ. . . )

4- هغه تعصب او پابندي ارزښت دی، چې له استدلال او منطق سره وي؛ خو له غوسې او جاهلیته پر راولاړ تعصب نیوکه شوې ده. «حَمِیَّهَ الْجاهِلِیَّهِ»

5-د جاهلانو ځواب، په جاهلانه توګه مه ورکوئ. ( حَمِیَّهَ الْجاهِلِیَّهِ. . . فَأَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ)

6- الله تعالی مؤمنان د کینو او تعصبونو په مقابل کې ‏یوازې نه پرېږدي. (حَمِیَّهَ الْجاهِلِیَّهِ. . . فَأَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ)

7-ډاډ په مال، مقام او د وګړیو د شمېر پر ډېروالي نه تر ګوتو کېږي؛ بلکې یوه الهي ډالۍ ده. «فَأَنْزَلَ اللّهُ سَکِینَتَهُ»

8-همداچې الله تعالی او استازي یې په حدیبیه کې سوله، تر برید او جهاده غوره ګڼلې ده؛ نو مؤمنان دې پرې پابند او ملتزم وي. «أَلْزَمَهُمْ کَلِمَهَ التَّقْوی»

9-همیشنۍ ‏تقوا ارښتمنه ده؛ نه لنډمهاله. «أَلْزَمَهُمْ کَلِمَهَ التَّقْوی»

10-د الهي پېرزوینو لاس ته راوړو لپاره دې انسان پخپله ددې چار جوګه کړي. «کانُوا أَحَقَّ بِها وَ أَهْلَها»

11-ټاکنې او لومړیتونه په شعار او تمه نه دي؛ بلکې باید د علم له سرچینې وټاکل شي ‏. «کانَ اللّهُ بِکُلِّ شَیْءٍ عَلِیماً»

لَقَدْ صَدَقَ اللّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْیا بِالْحَقِّ لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرامَ إِنْ شاءَ اللّهُ آمِنِینَ مُحَلِّقِینَ رُؤُسَکُمْ وَ مُقَصِّرِینَ لا تَخافُونَ فَعَلِمَ ما لَمْ تَعْلَمُوا فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذلِکَ فَتْحاً قَرِیباً«27»= په يقين، الله د خپل استازي حقیقي خوب رښتيا کړ: كه الله وغواړي؛ نو هرومرو به په پوره امنيت او ډاډ مسجدالحرام ته ورننوځئ؛ خو د سر وېښتان به مو خرېيلي يا لنډ كړي وي او (له هېچا به) نه ډارېږئ؛ نو (الله) چې په څه پوهېده، تاسې پرې نه پوهېدئ (او په دې ځنډ كې يو حكمت و) او پردې سربېره يې یو نژدې بريا دركړه.

ټکي:

*پر شپږم هجري کال، پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم خوب ولید، چې مسلمانان په ډاډ مسجدالحرام ته ورننووتل، چې سرونه یې خرېیلي او وېښتان او نوکان یې لنډ کړي وو او د عمرې مراسم یې پرځای کړل. مسلمانان ددې خوب تر اورېدو روسته خورا خوشحاله شول. څه موده روسته، پېغمبراکرم له مسلمانانو سره حج مراسم ترسره کولو ته روان شول او مکې ته ورنژدې د حدیببې سیمې ته ورسېدل، کفار له پېښې خبر شول او لار یې پرې وتړله او د مسلمانانو د وژلو هوډ یې وکړ. پېغمبراکرم صلی الله علیه و آله هم له مسلمانانو د وفادارۍ بیعت او ژمنه واخسته؛ خو په پای کې یې د الله تعالی په حکم، له دښمنانو سره سوله وکړه او سوله لیک یې لاسلیک کړ؛ ځکه که برید شوی وای؛ نو مکه مېشت ناپېژاندي مسلمانان پکې په ناحقه وژل کېدل او مسلمانان ناخواسته د دیې پر ورکولو او د کفارو پر پېغورونو اخته کېدل او ډېر به د فتنې په اور کې سوځېدلي وای، په دې سوله کې ډېر برکتونه وو او په دې موده کې ډېرو وګړیو اسلام ومانه او له مسلمانانو سره یوځای شول.

خو ځینې مسلمانان اندېښمن ‏ول، چې ولې د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم خوب تعبیر نشو ؟ آنحضرت (ص) وویل:

اړینه نه ده، چې دا خوب سږکال تعبیر او پلی شي. په هر حال، پېغمبر او مسلمانان مدینې ته راستانه شول او د سوله لیک له مخې یې په ورپسې کال درې ورځې مکه مسلمانانو ته تشه کړه او مسلمانانو په ډاډ پرتمینه عمره وکړه. البته څه موده روسته کفارو تړون مات کړ او مسلمانانو پر اتم هجري کال، مکه بې وینې تویېدنې سوبه کړه.

* ددې سورت 11، 15، 16 آیتونه په «سَیَقُولُ الْمُخَلَّفُونَ»، «سَتُدْعَوْنَ» غونډلو/ جملو د راتلونکي خبر ورکړ؛ لکه څنګه چې دا خوب هم د ګاندې – راتلونکي خبر ورکوي.

* «فَتْحٌ قَرِیبٌ» د مکې یا خیبر سوبه کېدای شي یا د حدیبیه سوله، چې په حقیقت کې مسلمانانو ته یو بری شمېرلېده.

* په روایت ‏کې لولو: حضرت علي کرم الله وجهه وویل: الله د وېښتانو خرېیل یې تر کمولو مخکې ویلي دي؛ نو خرېیل یې تر کمولو غوره دي. [34]

پېغامونه:

1-د انبیاوو خوب هرومرو پلی کېږي. «لَقَدْ صَدَقَ اللّهُ رَسُولَهُ الرُّؤْیا بِالْحَقِّ»

2-په ډاډمن او آرام زړه مسجدالحرام ته د مسلمانانو ورننووتل یوه وړاندوینه وه، چې پلې شوه او دا چار د قرآن د اعجاز له پلوشو ځنې ده. «لَتَدْخُلُنَّ الْمَسْجِدَ الْحَرامَ»

3-سره له دې چې خوب د پېغمبر اکرم (ص) دی؛ خو د هر څه خبر ورکول، چې په ګانده ‏کې به کېږي، د «إِنْ شاءَ اللّهُ» ویل ورته پکار دي.

4-د سر وېښتان خرېیل، د وېښتانو کمول او د نوکانو اخستل د حج او عمرې کړنې دي. (مُحَلِّقِینَ رُؤُسَکُمْ وَ مُقَصِّرِینَ. . . )

5-ظاهري امنیت بسیا نه دی، زړګنۍ هوساینه هم پکار ده. «آمِنِینَ – لا تَخافُونَ»

6- انسان د خپلو هوډونو له ټولو اغېزو، آثارو، برکتونو، عوارضو او خطرونو خبر نه دی او د الله تعالی حکم ته دې تسلیم وي. مسلمانان مکې ته د ورننووتو په فکر کې وو؛ خو الله تعالی پوهېږي، چې د سولې اغېزې، آثار او برکتونه ډېر او غوره دي. «فَعَلِمَ ما لَمْ تَعْلَمُوا»

7-شته داسې سولې چې د بري سریزه شي. «فَجَعَلَ مِنْ دُونِ ذلِکَ فَتْحاً قَرِیباً»

هُوَ الَّذِی أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ وَ کَفی بِاللّهِ شَهِیداً«28» = (الله) هغه (ذات) دى، چې خپل استازى يې له سمې لارښوونې او حق دين سره لېږلى، چې پر ټولو اديانو يې بريالى كړي او( د پېغمبر پر حقانيت) د الله شاهدي بس ده.

ټکي:

* په قرآن کې څو ځل، پر نورو ادیانو د اسلام د بري ژمنه راغلې ده، دا بری هم کولای شي په علمي، منطقي/سولیز او استدلالي اړخ کې وي، چې تل داسې وه او هم د بشري تاریخ ګاندې/ راتلونکې ته اشاره وي، چې اسلام به نړۍ راونغاړي او د ځمکې پاتوړي به نېکچاري وي؛ لکه څنګه چې د لومړۍ هجري پېړۍ په لومړۍ نیمايي کې د اسلام ځواک، د ځمکې ډېرې برخې ونیوې.

*زموږ له لیدلوري، د تاریخ راتلونکې خورا څرګنده ‏او پرېکنده ده او د حضرت امام مهدي په راتګ به نړۍ له نیاو/عدل ډکه شي.

پېغامونه:

1-پر باطل د حق بری، هغه ارمان دی، چې یوازې الله تعالی یې پلی کولای شي. «هُوَ الَّذِی»

2-د اسلام د بري خواله، الهي ښیون/هدایت او د لارې حقانیت دی. «أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی وَ دِینِ الْحَقِّ»

3-په سختو شرایطو کې، زېری او هیله پکار ده. ( هغه مهال چې د مکې کفارو مسلمانانو ته مسجد الحرام ته د ورننووتو اجازه نه ورکوله؛ الله تعالی پر ټوله نړۍ د بري زېری ورکړ، چې تاسې به نه یوازې د مکې پر مشرکانو؛ بلکې د نړۍ پر ټولو ادیانو لاسبري شئ. ) «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

4-ټول تېر آسماني ادیان، د ځانګړي وخت لپاره وو. «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

5-قرآن کریم د تاریخ له راتلونکې او د اسلام د نړیوالېدو خبر ورکوي. «لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ»

6-د خلکو منل مهم نه دي، د الله تعالی شاهدي ‏بسیا ده. «کَفی بِاللّهِ شَهِیداً»

7- که د الله تعالی پر الوهیت ایمان لرئ؛ نو پر ژمنې یې هم ډاډمن وسئ. «کَفی بِاللّهِ شَهِیداً»

مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ وَ الَّذِینَ مَعَهُ أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ رُحَماءُ بَیْنَهُمْ تَراهُمْ رُکَّعاً سُجَّداً یَبْتَغُونَ فَضْلاً مِنَ اللّهِ وَ رِضْواناً سِیماهُمْ فِی وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ ذلِکَ مَثَلُهُمْ فِی التَّوْراهِ وَ مَثَلُهُمْ فِی الْإِنْجِیلِ کَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ فَاسْتَغْلَظَ فَاسْتَوی عَلی سُوقِهِ یُعْجِبُ الزُّرّاعَ لِیَغِیظَ بِهِمُ الْکُفّارَ وَعَدَ اللّهُ الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَهً وَ أَجْراً عَظِیماً«29» = ‏ محمد (صلی الله علیه و آله) د الله استازى دى او هغه كسان، چې ورسره دي، د كافرانو په مقابل کې ډېر سخت (او) پخپلو كې خواخوږي دي، ته به يې تل ركوع او سجده کوونکي وينې (او په دې عبادت) د الله فضل او خوښي غواړي. پر وچوليو يې د سجدو نښې ښكاره دي. دوى په تورات کې په همدې ځانګړنو ياد شوي او په انجیل کې یې بېلګه هغه كښت ته ورته دی، چې لومړى (تنکي او کمزوري) تېغونه راباسې، بيا خپله ملا ټينګه كړي، بيا كلك شي، بيا (د ښې ودې له لامله) پر خپلو ډډونو درېږي (چې) بزګران ورته هېښېږي. [همدغسې د محمد (صلی الله علیه و آله) ياران له کمزورۍ نه ځواک ته رسي]، چې كافران يې [پر پياوړتيا او ډېرښت] له غوسې وسوځي! او الله د دوی له نېکچاریو مومنانو سره د بښنې او سترې بدلې ژمنه كړې ده.

ټکي:

* «رکع» د «راکع» جمع او د رکوع کوونکي په مانا او «سجد» د «ساجد» جمع او سجده کوونکي په مانا دی. دا دوې کلمې هغو وګړیو ته کارېږي، چې ډېر سجده کوونکي، رکوع کوونکي او لمونځ کوونکي وي او ټینګار پرې ولري.

* «سوق» د پښې پنډۍ او د بوټي ډنډرکي‏ ته وايي، «شطأ» د بوټي تیغ ته وايي، «آزر» د تقویت او مرستې او «فَاسْتَغْلَظَ» له غلظت نه اخستل شوی او د کلکېدو/ټینګېدو په مانا دی.

* د سورت په پیل کې پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ته خطاب و، «إِنّا فَتَحْنا لَکَ»د سورت د پای چورلیځ هم رسول الله دی. «مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ»

*په دې آیت کې د مؤمن د اړیکو کړنلار انځور شوې ده:

له پردیو سره اړیکې. «أَشِدّاءُ»سختي او تراخه.

له خپلو سره. «رُحَماءُ» مینه او محبت.

له الله تعالی سره. «رُکَّعاً سُجَّداً» عبودیت او بندګي.

له ځان سره. «یَبْتَغُونَ» خپله هڅه او الهي فضل ته هیله.

*د کښت له پټي سره د اسلامي ټولنې ورته کول، پاموړ دي؛ ځکه:

الف. کښت د ځمکې له منځه دی او ګروهه هم د انسان له منځه/ زړه ده.

ب. کښت په مناسب چاپېریال کې وده کوي، اسلامي ټولنه ته هم مناسبو زمینو ته اړتیا لري.

ج. کښت طبیعي، سوکه سوکه، آریزه او کوټلې وده لري، د اسلامي امت وده هم پړاوونه، ټېکاو او جرړه لري.

* په حدیبیه سوله لیک کې، همداچې حضرت علی کرم الله وجهه ولیکل: ((محمّد رسول اللّه))؛ نو د کفارو استازیو ټینګار وکړ، چې دا کلمه دې لرې کړای شي، امام علي کرم الله وجهه د «رسول الله» د لقب په لرې کولو خپه؛ خو الله تعالی یې پرځای، د قرآن په متن کې وویل:«مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ»

* د پېغمبر اکرم (ص) یاران، د دنیا او آخرت په لټه کې دي، توکیزو نعمتونو او شونتیاوو ته «فضل» او مانیزو نعمتونو او چارو ته «رضوان» وايي. شونې ده، دې ته اشاره وي، چې د پېغمبر یاران خپل چار ته پر ارزښت قایل نه دي؛ بلکې د هغه پر فضل یې زړه تړلی، نه پر خپلو کړنو.

*دې آیت هم د مؤمن ظاهري نښو ته اشاره کړې، چې په وینا او کړنو کې یې خضوع او خشوع ده، «سِیماهُمْ فِی وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ» او هم د مؤمن په زړه کې ګروهه یې پیاوړی ده، چې تل د ودې او پراختیا په حال کې ده. کَزَرْعٍ أَخْرَجَ شَطْأَهُ. . .

* په متی انجیل کې لولو: یو ځل بیا یې دوی ته یو مثال ووایه او و یې ویل: د آسمان ملکوت د خردل/ږدن دانې په څېر دی، چې یو وګړی یې راواخلي او په خپل پټي کې یې وکري، که څه د ږدن ‏دانې د نورو دانو په پرتله کوشنۍ دي؛ خو چې وده وکړي؛ نو ترټولو ستره (سبزي او) ونه شي، دومره چې د هوا مرغان پکې ځالې جوړوي [35].

* امام صادق (رح) د «سِیماهُمْ فِی وُجُوهِهِمْ مِنْ أَثَرِ السُّجُودِ» آیت په اړه وویل: مراد ترې د شپني عبادتونو اغېزې او آثار دي. «هو السهر فی الصلاه» [36]

* اسلام هر اړخیز دین دی؛ په سیاسي لیکه کې «أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ»، په ټولنیزو اخلاقو کې، «رُحَماءُ بَیْنَهُمْ» او په مانیز اړخ کې «تَراهُمْ رُکَّعاً سُجَّداً» دی.

پېغامونه:

1-الهي ژمنې رڼې دي. (هغه پېغمبر، چې ښوونځی یې پر ادیانو لاسبرېږي، محمد رسول الله دی. ) (أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدی. . . مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ. . . )

2-د اسلام ښوونځي نړیوالېدنه، الهي مشرتابه او د رښتینو ملګرو ملتیا ته اړتیا لري. (لِیُظْهِرَهُ عَلَی الدِّینِ کُلِّهِ. . . مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ وَ الَّذِینَ مَعَهُ)

3-د روزنې یو اوزار او کړنلار، د بېلګو ښوول دي. «مُحَمَّدٌ رَسُولُ اللّهِ»

4-پر رسول الله ایمان، «آمنوا به»لومړی ګام دی، مهمترین ګام د رسول الله ملتیا ده. «وَ الَّذِینَ مَعَهُ»

5-مسلمانان دې د دښمن پر وړاندې تاوتریخوالی، پرېکندتوب، هوډمني او غوسه ولري او د مؤمنانو پر وړاندې دې مینه، محبت، لورنه، عاطفه، زړه سواندي او احساسات ولري. «أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ رُحَماءُ بَیْنَهُمْ»

6- بې توپیري منع/ بډن ده، مسلمان دې دوست او دښمن ولري. «أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ رُحَماءُ بَیْنَهُمْ»

7-د دوستۍ او دښمنۍ کچه، ایمان او کفر دی، نه توکم، ټبر، مال او شتمني. «أَشِدّاءُ عَلَی الْکُفّارِ رُحَماءُ بَیْنَهُمْ»

8-عبادت د پېغمبراکرم (ص) د یارانو (رض) همیشنی سیرت دی، نو یوه موسمي او لنډمهاله کړنه. «تَراهُمْ رُکَّعاً سُجَّداً»

9- باید په اسلامي ټولنه کې لمونځ څرګند او ښکاره وي، نه پټ. «تَراهُمْ»

10-په لمانځه کې رکوع او سجدې چورلیځ دي. «رُکَّعاً سُجَّداً»

11-هغه عبادت ستاینوړ دی، چې ډېر، تل او دوامداره وي. «رُکَّعاً سُجَّداً»

12-د اوسني تورات او انجیل ځینې برخې اړول شوې نه دي او لاسوهنه پکې نه ده شوې؛ نو قرآن پرې په ځینو ځایونو کې استناد کوي. ( ذلِکَ مَثَلُهُمْ فِی التَّوْراهِ وَ. . . اَلْإِنْجِیلِ)

13-په تېرو آسماني کتابونو کې هم وړاندوینې وې، په تورات او انجیل کې د اسلام د پېغمبر سیرت انځور شوی و. ( ذلِکَ مَثَلُهُمْ فِی التَّوْراهِ وَ. . . اَلْإِنْجِیلِ)

14-د آسماني کتابونو مثالونه طبیعي او په هر ځای کې دي، ټول پرې پوهېدای شي، د هر چا په لاسرس کې او د تجربې وړ دي. ( کَزَرْعٍ أَخْرَجَ. . . )

15-هغه وده پایښتې ‏ده، چې طبیعي، خپلواکه او سوکه سوکه وي. ( کَزَرْعٍ أَخْرَجَ. . . )

16-اسلامي ټولنه دې پر ځان بسیا، کوټلې او خپلواکه وي، چې پر خپلو پښو ودرېدای شي. «فَاسْتَوی عَلی سُوقِهِ»

17- دین له سیاسته جلا نه دی، د رکوع او سجدو ترڅنګ پرېکنده او دښمن ځپي دریځونه پکار دي. ( رُکَّعاً سُجَّداً. . . لِیَغِیظَ بِهِمُ الْکُفّارَ)

18-د مسلمانانو د ودې څومره والی او څرنګوالی، کفار غوسه کوي. (أَخْرَجَ شَطْأَهُ فَآزَرَهُ. . . لِیَغِیظَ بِهِمُ الْکُفّارَ)

19- ستر اجر تر لاسه کولو ته یوازې رکوع او سجدې او له رسول الله سره همګامي بسیا نه دي، باید ټولې چارې له ایمان او نېکچاریو راولاړې وي. «الَّذِینَ آمَنُوا وَ عَمِلُوا الصّالِحاتِ مِنْهُمْ مَغْفِرَهً وَ أَجْراً عَظِیماً»

20-د مؤمنانو دومره ثواب دی، چې په خیال کې نه رانغاړلېږي. «أَجْراً عَظِیماً»

21- د زیان دفع، تر ګټې کولو مخکې ده. (لومړی «مَغْفِرَهً» بیا«اجر عظیم»)

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] – دخان، 13.

[2] – حجر، 1.

[3] – نحل، 103.

[4] – اعراف، 184.

[5] – احزاب، 36.

[6] – نورالثقلین تفسیر.

[7] – مائده، 3.

[8] -. آل عمران، 151.

[9] – رعد، 28.

[10] – مراغي تفسیر.

[11] – مفردات راغب

[12] – بحار، ۶۷ټ، ۳۹۹ مخ.

[13] – مجمع البیان تفسیر

[14] – راهنما تفسیر

[15] – توبه، 81.

[16] – بقره، 249

[17] – احزاب، 13

[18] – توبه، 49.

[19] – مجمع البیان تفسیر

[20] -. یس، آیه 3-4

[21] – شرح، 5 و 6.

[22] – طلاق، 7

[23] -. لیل، 10.

[24] – د ابن اثیر کامل، ۳ټ ۲۰۵ مخ، بحار، ۴۴ ټ ۳۰ مخ ‏

[25] – آل عمران، 154.

[26] – احزاب، 33.

[27] – رعد، 28.

[28] – فتح، 4.

[29] – آل عمران، 103.

[30] – آل عمران، 151.

[31] – اعراف، 101

[32] – زمر، 45.

[33] – نورالثقلین تفسیر.

[34] – بحار، ۹۶ټ، ۳۰۲ مخ ‏

[35] – متی انجیل، باب 13، شمېره 31 و 32.

[36] – من لایحضر، ۱ ټ، ۲۹۹ ‏

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست