تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ «عشق» خپرېدنه یا تفرق پر راټولونې اړوي پر بېلابېلو لوریو د هوښ وېشنه، زړه په بېلابېلو ځاني غوښتنو کې بوختول، په رښتیا هم د زړه وراني او ناروغي ده او درملنې ته یې یو قوي مقناطیس لازم دی، چې رادبره شي او چورلیز توب یا محور وکړي او دا ګرد خپاره […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

«عشق» خپرېدنه یا تفرق پر راټولونې اړوي

پر بېلابېلو لوریو د هوښ وېشنه، زړه په بېلابېلو ځاني غوښتنو کې بوختول، په رښتیا هم د زړه وراني او ناروغي ده او درملنې ته یې یو قوي مقناطیس لازم دی، چې رادبره شي او چورلیز توب یا محور وکړي او دا ګرد خپاره واره راټول  کړي یا دې متفرقاتو ته وحدت ورکړي.

القلب السليم الذى يلقى ربه و ليس فيه احد سواه (اصول کافي:۵کتاب،۱۱باب،۵حدیث)

«هغه سلیم زړه دی،چې له خدای سره په داسې حال کې ملاقات کړي، چې بې له الله بل څه پکې نه وي.»

رحمان بابا وايي :

عشق عاشق لره یوه هسې ګلستان دی

چې باغ و ته یې لار د خزان نشته

عاشقان په عشق کې واړه سلطانان دي

په دا ښهر کې نیستکار او ناتوان نشته

کله په مصنوعي ډول دا یووالی رامنځ ته کېږي؛خو د حقیقي یوالي بڼه یې عارفانو رازده کړې ده.

انسان باید دا ګردې اجزاوې د الله د نامو د یوې نامې په سیوري او تر لاندې یې راوړي او د الله په یاد دا خپاره واره کېدنه یا تفرق پر راټولونې یا تجمع واړوي.

عارفانو ویلي: المجاز قنطرة الحقیقة  «مجاز د حقیقت پر لور یو پل دی»

او پر همدې بنسټ یې ویلي:

عاشقى گر زين سر و گر زان سر است        عاقبت ما را بدان سر رهبرست‏

(مثنوى، لومړی دفتر 111 بیت)

مجازي عشق هم د شخصیت یووالی او د زړه راټولونه یا تجمع کړای شي

انسان کافي دی چې عاشق شي، دا عشق ان که مجازي هم وي، په پایله کې شونې ده چې حقیقي عشق ته یې ورسیخ کړي. دوی ددې چار راز هم په دې کې ګانه چې چا ته د زړه ورسپارنې مهمترینه ځانګړنه داده چې خپاره واره کېدل یا تفرق پر راټولونې یا تجمع اړوي او هم انسان واحد، یو لاس او یوه ټوټه کوي.

 انسان ددې عشق په رڼا کې – تر هغه روسته چې په دننه کې یې ګڼو تړاوونو او لېوالتیاوو غوبل جوړ کړی او دا یې کړهاند او ځلبلاند کړی – یوې قبلې ته مخه کوي او یو محبوب ته زړه ورسپاري، که څه ځمکنی او مجازي محبوب وي.

د مجازي عشق مرغلره عاشق ته د وګړې – شخصیت یووالی، د روح بشپړتیا او ډاډګیرنه وربښي او نفس چمتو کوي که لاسنیوی یې وشي، راروسته ستونزمن ګام هم پورته کړي او دا مجازي معشوق پر حقیقي معشوق واړوي. البته مجاز یوازې د حقیقت پر لور یو پل دی، ځینې پردې پله تېرېږي او ځینې نه.

ددې خبرې مانا دا نه ده چې که څوک پردې پله ودرېده هرومرو به ترې تېر شي او د پل بلې غاړې ته به ورورسي. البته د تمییز خاوندان پر پله کور نه جوړوي، خو په ډېری مواردو کې دا چې انسان حقیقت ته ورورسي؛ نو شرط یې دادی چې له یوه مجازه واوړي. ددې مجاز هنر دادی چې انسان له بېلابېلو پوروړیو ژغوري. سعدي همدا مانا په یو ښکلی غزل کې ویلې ده:

ما در خلوت به روى خلق ببستيم        از همه باز آمديم و با تو نشستيم‏

هر چه نه پيوند يار بود بريديم        و آنچه نه پيمان دوست بود شكستيم (…)

مالك خود را هميشه غصه گدازد        ملك پرى پيكرى شديم و برستيم (…)

اى بت صاحبدلان مشاهده بنماى        تا تو ببينيم و خويشتن مپرستيم‏

د راټولونې مانا همدا ده، چې سعدي وایي: «ملک پری پیکری شدیم و برستیم»؛ یعنې زړه مې یو کس ته ورکړ اوله ډولا ډولو زړه تړنو خوشې شوم. دا د زړه د ابادۍ پیلامه ده.

دا وېشل شوی او خپور وور هوش سوکه سوکه راټولېږي او مومي چې څوک دی؟ ددې چار تر عملي کولو روسته، زړه د ابادۍ مهمترینو پړاوونو ته وررسي: وګړی باید د خپل ړومبي وجود پر کمزوری لاسبری او ډېر هسک شي او دا ټول د الله تعالی په ذکر او له عارفانو سره په ملګرتوب ترلاسه کېږي دا د زړه ابادولو مانا ده.

البته علي(ک) په دې اړه دستور نه راکوي، چې انسان دې موخې ته د رسېدو لپاره باید له کومې لارې تېر شي، یوازې روستی پړاو را انځوروي او سپارښتنه یې کوي:

و عماره قلبك بذكره «سپارښتنه درته کوم چې زړه دې د خدای پر یاد اباد کړې» .

د زړه «ابادول» د تېرې شننې له مخې نورې پایلې هم لري:

د زړه ابادېدل، غمونه او خپګانونه له منځه وړي

 بېلابېلې څوبتیاوې چې انسانان یو خوا او بلې خوا ته کاږي غم ډېروي او خپګان راوړوونکي هم دي او د غفلت او بې زغمۍ لاملېږي. د خدای په یاد، د زړه ابادول زړه ددې غمونو او ښادیو له منګولو ازادوي او یو لوری وربښي، له رسول اکرم(ص) روایت شوی:

لا تكثر والكلام بغير ذكر الله فان كثره الكلام بغير ذكر الله تقسوا القلب  (بحارالانوار:۷۱ټ،۲۸۱مخ)

« بې د الله له یادولو، ډېرې خبرې مه کوئ؛ ځکه بې د الله له یادولو ډېرې خبرې کول زړه سختوي»

د زړه سختوب د زړه یو ډول وراني ده، چې په زړه کې د «غیرالله» یادولو له ګډوډیو راولاړېږي. په حدیث کې راغلي:

ما ضرب عبد بعقوبه اعظم من قسوه القلب (بحار الانوار:۷۸ټ،۱۶۴مخ)

بنده ته د سخت زړۍ تر سزا بل لوی عذاب نشته. او دا هماغه عذاب دی چې خدای پر بنی اسراییلو راکوز کړ.

فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً (مايده/۱۳) = خو د ژمنماتۍ له لامله یې مو ورټل او سخت زړي مو كړل.

په زړه کې واحد لوری درلودل او زړه د بېلابېلو یادونو له ګډ وډیو ازادول د زړه د ابادۍ کونجي ده او دا یوازې د خدای په یادولو عملي کېږي.

اصل صلاح القلب اشتغاله بذكر الله (غرر الحکم)

په عین حال کې د خدای یاد د انسان زړه ته له عالي او قدسي موجوداتو سره د ملګرتوب وړتیا ورکوي. هر موجود د خپل همجنس موجود ترڅنګ ارامي مومي او که دا همجنس ترې واخلي، نا آرام او بې قرار به شي.

یوازېنی موجود چې د زړه همجنس او «خپل» یې دی، قرار او ارامي وربښي، خدای او الهي صفته انسانان دي. شونې ده چې نور څېزونه په ظاهره انسان ته سکون او ډاډمني ورکړي؛ خو مجازي او لنډمهاله دي او تر پایه دا ونډه غځولای نشي؛ نو ځکه ړومبی سپارښتنه هماغه ده چې خدای ویلي دي:

اذْكُرُوا اللَّهَ ذِكْرًا كَثِيرًا(احزاب/۴۱) = خداى ډېر ياد كړئ

 اذكروا الله شاه ما دستور داد        اندر آتش ديد ما را نور داد

(مثنوى، دویم دفتر، 1715 بیت)

خدای په خپله ویلي، یاد مې کړئ؛ یعنې هم یې موږ انسانانو ته اجازه راکړې او هم یې امر راته کړی.

اذكرونى اگر نفرمودى        زهره‏ى نام او كه را بودى‏

که خدای اجازه ورکړې نه وای، چې نامه یې واخلئ، هیچا جرأت نشو کړای چې په اړه یې کومه خبره وکړي. امام زین العابدین په یوې دعا کې وایي.

الهى لولا الواجب من قبول امرك لنزهتك عن ذكرى اياك، على ان ذكرى لك بقدرى لا بقدرك و ما عسى ان يبلغ مقدارى حتى اجعل محلا لتقديسك و من اعظم النعم علينا جريان ذكرك على السنتنا و اذنك لنا بدعائك و تنزيهك و تسبيحك  (مفاتیح الجنان، مناجات ذاکرین)

« خدایه، که د امر منل دې واجب نه وای (چې دې وویل «یاد مې کړئ») بیخي مې نه یادولې، سره له دې چې د خپلې اندازې هومره دې یادوم، نه ستا په اندازه، او ایا ظرفیت مې څومره دی چې ستا د تقدیس وړ شم؟ هو دا ستا یو له سترو نعمتونو ځنې دی چې یاد دې زموږ پر خولو روان دی او اجازه دې ده چې دې وبولو، تنزیه او تسبیح دې ووایو»

نو ځکه اجازه او فرمان دې مننه او شکر لازموي او دا شکر له فرمانه دې اطاعت او په غوښتنه یې د عمل کولو اجازه ده. او دا د عامو عارفانو تجربه ده:

چون درآيد نام پاك اندر دهان        نى پليدى ماند و نى اندهان‏

(مثنوى، درېیم دفتر، 188 بیت)

عام مى‏خوانند هر دم نام پاك        اين عمل نكند چو نبود عشقناك‏

(مثنوى، شپږم دفتر، 4038 بیت)

ټول، البته د خدای نامه یادوي؛ خو اغېز ترې نه ویني. دا ذکر هله کارسازی دی،چې عاشقانه وي؛ یعنې بېلابېلې زړه تړنې په یوې موخې واړوي او د انسان قبله یوه کړي.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست