تبلیغات

عبادت نه عبوديت ظاهري ستاينه او غاړه ایښوونه ‏که ‏بې د زړه له قبلېدو وي؛نو بې ارزښته ده. بنده بايد بې ‏قيد اوشرطه د خداى امر ته غاړه کېږدي او ‏پر وړاندې یې له خپلو شخصي سليقو؛خوښو اوغوښتنو‏ تېرشي او دا چې دا کار د نور خلکو ښه راځي که نه،پردې هم بايد سترګې پټې […]

عبادت نه عبوديت

ظاهري ستاينه او غاړه ایښوونه ‏که ‏بې د زړه له قبلېدو وي؛نو بې ارزښته ده. بنده بايد بې ‏قيد اوشرطه د خداى امر ته غاړه کېږدي او ‏پر وړاندې یې له خپلو شخصي سليقو؛خوښو اوغوښتنو‏ تېرشي او دا چې دا کار د نور خلکو ښه راځي که نه،پردې هم بايد سترګې پټې کړي. بې قيد او شرطه‏ د خداى امر ته غاړه ايښوولو ته عبوديت وايي.

ابليس خوراعبادت کړې و؛خو د عبوديت روحيه يې نه درلوده،حضرت آدم ته يې د خداى په حکم ‏سجده و نه کړ او د خداې له دربار‏ه وشړل شو. د پېغمبرانو د راتګ يوه موخه هم دا وه،چې خلکو د تسليم او عبوديت روحيه نه درلوده او خپله ‏يې کوله.قرآن وايي: [أَفَكُلَّمَا جَاءَكُمْ رَسُولٌ بِمَا لاَ تَهْوَى‏ أَنْفُسُكُمُ اسْتَكْبَرْتُمْ (بقره/ ٨٧) – چې كله كوم پېغمبر ستاسې د ځاني غوښتنو پر خلاف څه دروړي؛ نو تاسې پرې لويي وكړه (او پر هغه له ايمان راوړو مو ډډه وكړه) ]

په ‏بل ځای کې قرآن وايي:[ فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّى‏ يُحَكِّمُوكَ فِيَما شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُوا فِي أَنْفُسِهِمْ حَرَجاً مِمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُوا تَسْلِيماً (نساء/۶۵) – خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم، چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي، چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته، تا پريکړه کوونكې نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ (زړي او خپه ونۀ مومي) او بيخي ورته غاړه كېږدي. ]

؛نوهغه عبادت ارزښت لري،چې له عبوديت او د انسان له تسلمېدو ‏يې سرچينه اخستې وي،عبادت د خپلو هوسونو اوغوښتونو بندګې نه؛بلکې دخداى بندګې ده.

د اسلام په لومړيو وختونو کې،‏چې د جهاد حکم راتله؛نو يوې ډلې ويل،دا حکم ولى ونه ځنډېده او ولې اوس راغې؟[ لَوْلا أَخَّرْتَنَا إِلَى‏ أَجَلٍ قَرِيبٍ ‏–(نساء/٧٧)]

‏چې قبله له بيت المقدس څخه کعبې ته واوخته،ځينو وويل: ولې ؟ قرآن ورته په ځواب کې وويل:[ مِن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّنْ يَنْقَلِبُ عَلَى‏ عَقِبَيْهِ (بقره/٤٣ ) ووينو، چې څوک د پېغمبرلاروي کوي اوڅوک بيرته شا ته ځي.]

دعبوديت او غاړه ایښوونې بشپړه بيلګه حضرت اسماعيل دی.هم پلار د خداى حکم بې قيد اوشرطه مني او‏ زوی د قربانۍ ځاې ته وړي او په مرۍ ورته چاړه راکاږي اوهم حضرت اسماعيل وایي: اى پلاره ! څه،چې حکم دې ترسره يې کړه.[ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ (‏صافات /١٠٢)] د ‏زوی په قرباني کولو کې،په وچه دښته کې د حضرت هاجر او حضرت اسماعيل پريښوول او همدارنګه د نمرود په اور کې غورځېدل ‏،حضرت ابراهيم، د يومطيع اوتسليم بنده بيلګه ده.

دعبادت دوام

د هر کار دوام او پکې زيارايستل غوره دي،عبادت هم همدا شان دی. په اسلام کې د غټ او بې دوامه عمل په پرتله کوچنې،کم ؛خو پرله پسې او پيوسته عبادت ارزښت لري.قرآن وايي:[ وَاصْطَبِرْ لِعِبَادَتِهِ (مريم/٦٥) – هغه ولمانځه او په عبادت كې يې زغمناك اوسه ‏]

پېغمبراکرم(ص) وايي:(( ‏د عبادت افت دا دې،چې ‏په ناغېړۍ ‏‏وشي،کله‏ کېږي او کله هم نه.))

په ډيرو حديثونو کې داسې راغلي : د خداى پر وړاندې غوره کارونه هغه دي که څه هم لږ وي؛خو‏ چې ډېره موده دوام ومومي.

سپارښتنه شوى هر کار مو چې پيل کړى لږ تر لږه ‏تر يو کال ‏ورته دوام ورکړي.په انسان کې د ستاينې او دهغې د دوام روحيه ډېره مهمه ده. داسې ښه نه ده،چې ‏د انسان زړه وغواړي لمونځ کوي او جومات ته ځي او څه موده وروسته هرڅه هېر کړي.

 

دعبادت فرصت

عمر او ژوند لکه د وريځو‏ تيرېږې،بايد ويښ اوسو او له دې فرصته‏ ګټنه ‏ وکړو او د خداى بندګي بايد وکړو.حضرت علي (ک) وايي:(( شپه او ورځ په تا کې کارکوي،ته هم پکې کارکوه،له تا يې اخلي،ته يې هم ترې واخله. ))

په رښتيا کوم عمر چې موږ ورکوو او شپه او ورځ راباندې تيرېږي، څه مولاس ته راوړي ؟ پېغمبراکرم(ص) وايي:(( دنیا يوه شېبه او ګړۍ ده ؛نو د خداى عبادت پکې وکړه.))

که عبادت ته شرايط اوځاى نه و،بايد زيار اوباسو،څو ‏مناسبه لار ‏ ورته چمتو کړو او بايد پراخو چاپېريالونو ته ولاړ شو او د خداى ستاينه وکړو. د ځمکې او زمان تنګوالې د خداى له ستاينې ‏د لرې والي پلمه نشي کېدلای.[ إِنَّ أَرْضِي واسِعَةٌ فَإِيَّايَ فَاعْبُدُونِ (عنکبوت/۵۶) – ! په واقع کې زما ځمكه پراخه ده؛ نو يواځې ما ولمانځئ (او د دښمنانو زور زياتي او فشار ته غاړه كېنږدئ)]                       

د عبادت کړاوونه تېرول

د خداى ستاينې لار خورا کړاوونه لري.کېدای شې طاغوتونه خلک له خدایه منع کړي،بې دينه خلک هم پر دين لرونکيوو ملنډې وهي.شيطان هم په دې لټه کې دی،چې انسان له عبادته منع کړي.

آيا پېغمبراکرم ‏يې په کعبه کې د لمانځه پرمهال ‏نه ځوراوه؟

آيا مسلمانانو ‏د خداى ستاينې له کبله د طاغوتانو تر زورزياتي لاندې ‏ژوند له لاسه نه ورکاوه؟

آيا حضرت بلال(رض) ‏د خداى په لار کې دورې ونه خوړې؟

پرخداى ميين خلک په هيڅ حال او شرط کې خداى او ‏دين ته یې نه شا کوي.د امام حسين خور حضرت زينب خورا کړختونه وليدل؛خو کوفې اوشام ته د تګ پر مهال ‏يې ‏کله هم د شپې لمونځ پرېنښود.

د حق لار ډېر کړاوونه لري.له دښمنه ‏ونه ويرېږو او ‏هرڅه بايد وزغموو.‏حضرت علي وايي:((که د حق په لار کې کسان کم هم ول؛نو مه ورختا کېږئ.)) (نهج البلاغه، ۱۹۲ مه خطبه )

 

باطل عبادتونه

غاړه ایښوونه ‏،بندګي اوعبادت ځانګړی د خداى لپاره دي او له هغه پرته ‏د هر انسان، ښکارندې- پديدې او موجود ستاينه باطله ده.دا ناروا عبادتونه د جهالت او يا هم د پېغمبرانو له لارښوونو‏ د لرېوالي له کبله منځ ته راځي.

خداى په قرآن کې دې نارو او باطل عبادتونو ته اشاره کوي،هغه بى دليله او بيهوده ګڼي او په دليل يې ردوي.که د لاسنيوي لپاره له خداى پرته په کوم بل چا پسې ولاړى؛نو پوه شی،چې ټول قدرتونه له خداى سره دي.[ أَنَّ الْقُوَّةَ لِلّهِ جَمِيعاً (بقره/١٦٥) ]

که د عزت په لټه کې ياستى،بياهم عزت له خداى سره دی او عزت دهغه په لاس کې دی.[ فَلِلَّهِ الْعِزَّةُ جَمِيعاً ‏(فاطر/١٠)]

که په ډوډۍ پسې ګرځی باطل معبودا‏ن تاسې ته ډوډۍ نشې درکولای .[ لاَ يَمْلِكُونَ لَكُمْ رِزْقاً ‏(عنکبوت/١٧)]

که له نورو معبودانو د ګټې او زيان هيله لرۍ،هغوی د ګټې او زيان رسولو وس ‏نه لري.[ مَا لاَ يَمْلِكُ لَكُمْ ضَرّاً وَلاَ نَفْعاً ‏ (مايده / ٧٦) ]

که طاغوتان له ځانه غوره او برتر ګڼۍ، پوه شی،چې هغوى هم ستاسې په شان بندګان دي.[عِبَادٌ أَمْثَالُكُمْ (اعراف /١٩٤) ] که د نيکونو په تقليد او لاروۍ د بوتانو ستاينه کوى،هغوی ‏بې لارې ول. ‏[ أَنْتُم وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلاَلٍ مُبِينٍ (انبيا/٥٤) ]

که انګېری،چې په قيامت کې به درسره مرسته وکړي،پوه شی،چې هغوى به مو هېرکړي اوستاسې دښمنان به شي.[سَيَكْفُرُونَ بِعِبَادَتِهِمْ وَيَكُونُونَ عَلَيْهِمْ ضِدّاً (مريم/٨٢) ].

دوی بې دليله په نورو معبدوانو پسې ولاړل او ددې ستاينې لپاره کوم برهان هم نه لري.[ وَيَعْبُدُونَ مِن دُونِ اللَّهِ مَا لَمْ يُنَزِّلْ بِهِ سُلْطَاناً (حج /١٧ )]

بې له خدایه ‏بل څوک ‏د ستاينې وړ نه دې؛ځکه دا باطل معبودان خارجي وجود نه لري او ذهن جوړکړي دي يا هم بې خاصية او ناتوانه موجودات دي.که اغېز هم ولري؛نو لنډ،محدود ‏او له منتونو،هوسونو او سپکاويو سره ‏‏ به وي؛نو په دې درې ‏حالتونو کې انسان ته نه ښايي چې دهغوى د بندګۍ جغ دې په خپله غاړه کې واچوي. انسان باید بې له خدایه بل هيچ چا ته غاړه کېنږدي اوستاينه یې و نه کړي.

يوازې د تيږې،لرګي،لمر او ستوري ستاينه باطل عبادت نه ‏؛بلکې بې ‏له خدایه بل هرڅيز ته غوږ ايښول، پرهر څيز،هر اند- فکر،خبرې اوحکومت ‏زړه تړل هم نارواعبادت دی،ان د خداى ضد فرهنګ او کلتور منل هم باطل عبادت دی.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست