بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ فقه او فقاهت د فقې فن د اسلامي علمي له مهمترینو فنونو څخه دی. د کتاب،سنت، اجماع او عقل له مدرکونو څخه د احکامو استبناط او استخراج ته د فقې فن وايي. د حدیث پرخلاف،چې صرفا یو نقلي او حفظي علم دی، د فقې علم یو نظري علم دی. په لومړۍ […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د فقې فن د اسلامي علمي له مهمترینو فنونو څخه دی. د کتاب،سنت، اجماع او عقل له مدرکونو څخه د احکامو استبناط او استخراج ته د فقې فن وايي. د حدیث پرخلاف،چې صرفا یو نقلي او حفظي علم دی، د فقې علم یو نظري علم دی. په لومړۍ هجري پېړۍ کې مسلمانانو په اجتهاد لاس پورې کړ. اجتهاد د اسلام د دین له لوازمو څخه دي، له یوې خوا اسلام د ټولو دین دی او په خاص قوم،نژاد او منطقې پورې تړلی نه دی او له بلې خوا د ټول وخت لپاره دی او خاتم دین دی او د روزګار پر ټولو متغیرو شرایطو واکمن دی،چې د روزګار دا متغیر شرایط د بشري تمدن لازمه ده. ځینې داسې ګڼي ،چې اجتهاد په اهلسنتو کې په لومړۍ پېړۍ کې او په شیعه وو کې په درېمه پېړۍ کې پیدا شو. دا چې په شیعه فقه کې اجتهاد ناوخته پیل شو؛نو له اجتهاد څخه د شیعه د دې بې نیازۍ د علت په اړه وايي،چې په دوی کې امامان موجود وه ؛خو دا نظر غلط دی ،لکه څرنګه مې،چې د (( په اسلام کې اجتهاد)) او (( له شیخ طایفه څخه الهام)) په مقالو کې اثبات کړي دي.
فقه په دې مانا،چې د استنباط او استخراج فن دی او پر جزیاتو باندې د اصولو او کلیاتو تطبیق دی؛نو سره له دې،چې په اهلسنتو او شیعه وو کې د فقې د منابعو او د رای او قیاس د اعتماد او عدم اعتماد په اړه اساسي اختلافات موجود ول؛خو بیا هم دا کار له صدر اول څخه هم په شیعه کې و او هم په اهلسنتو کې. اهلسنت مدعي دي د رسول الله (ص) صحابي حضرت معاذ بن جبل (رض) لومړی کس و،چې اجتهاد یې وکړ،چې نوموړی د رسول الله (ص) په حکم د اسلام د تبلیغ لپاره یمن ته واستول شو او داستان یې ډېر مشهور دی.
سید حسن صدر د (( تاسیس الشیعه)) په کتاب کې لیکي: د شیعه لومړنی فقهي کتاب د حضرت علي په وخت کې د عبید الله بن ابی رافه په لاس لیکل شوي،چې نوموړی د حضرت علي کاتب او خزانه دار و.
مخکې مو د عبیدالله بن ابی رفیع او د هغه د زامنو په اړه خبرې وکړې. ابن الندیم په الفهرست کې د امامانو په وخت کې د (( فقهاء الشیعه)) په نامه د شیعه د ځینو فقهي کتابونو او مولفینو نومونه اخلي. د امامانو د وخت ځینې فقهاء ایرانیان وه ؛خو په هغه وخت کې د غیرایراني فقهاوو په پرتله ایراني فقهاء په اقلیت کې وه.
په کلي ډول په فقهاوو کې، که د امامانو په وخت کې وي او که په وروسته دورو کې تر اوومې پېړۍ پورې وي؛نو اکثریت پکې ایراني فقها وه. د شیعه فقې پخواني شخصیتونه ټول ایرانیانو وه،چې کتابونه یې اوس هم موجود دي او په فقهي کتابونو کې نظریات او آراء رانقل کېږي.
په پخوانیو طبقه کې ټول ایرانیان وه لکه : لومړی صدوق علي بن حسین بن بابویه قمي او دویم صدوق محمد بن علي بن الحسین ،بلکې ټول آل بابویه،لکه شیخ منتجب الدین رازي او شیخ الطایفه ابو جعفرطوسي، شیخ سالار بن عبدالعزیز دیلمي،سید مرتضی، د وسیلې د کتاب خاوند ابن حمزه طوسي او عیاشي سمرقندي،چې مخکې مو د مفسرینو په ډله کې د دوی نومونه واخستل.
خو په مقابل کې تر اوومې پېړۍ پورې ډېری شیعه فقها ګورو،چې ایرانیان نه دي، لکه، ابن جنید، ابن ابی عقیل، شیخ مفید، سید مرتضی علم الهدی، قاضي عبدالعزیز بن براج،ابوالصلاح حلبي، سید ابوالمکارم ابن زهره، ابن ادریس حلي، محقق حلي،علامه حلي او نور،چې په دې اړه په وروسته بحث وکړو.
ددې مطلب علت واضح دی،شیعه په هغه دورو کې په ایران کې په اقلیت کې و. د لبنان، حلب او عراق شیعه یان ظاهراً د ایران له شیعه یانو ډېر وه او هم یې مساعدتره شرایط درلودل. تر اوومې پېړۍ وروسته مخصوصا په دې وروستیو درې څلورو پېړیو کې د شیعه ډېری فقها ایرانیان وه او دي. په عین حال کې په همدې دورو کې د شیعه ځینې فقها له عربانو څخه راپورته شول ،چې فوق العاده ستر مقام لري لکه، شیخ جعفر کاشف العطاء او د جواهر الکلام خاوند شیخ محمد حسن.
بده به نه وي،چې دلته له غیبت صغرا څخه تر اوسني عصر پورې د شیعه او شیعه فقهاوو مختصره تاریخچه را واخلو، ترڅو په دې ترڅ کې په شیعه فقه کې د ایرانیانو برخه روښانه کېږي او د اسلامي فرهنګ ددې لړۍ تسلسل او تدوام به هم روښانه شي،چې تقریبا د یو زر او سل کالو په اوږدو کې یې په بې وقفې شکل دوام موندلی دی.
د فقې علم یو زر او سل کاله سابقه لري؛یعنې مدونه فقه،چې په کې کتاب تدوین او تالیف شوی دی او هغه کتاب همدا اوس هم موجود دی؛یعنې له یوولسو پېړیو څخه مخکې تر اوسه پورې بې له کومه ځنډه فقهي تدریسي حوزې برقراره وې. استادانو ډېری شاګردان ورزول او دې شاګردانو هم تر ننني عصر پورې نور شاګردان وروزل. د استادۍ او شاګردۍ دا اړیکه غوڅه شوی نه ده. البته نور علوم ډېره سابقه لري لکه، فلسفه، منطق، ریاضیات او طب او له ډېرو پخوا زمانو راهیسې په دې په علومو کې کتابونه موجود وه؛خو په دې یو علومو کې هم شاید داسې تسلسل او تدوام نه وي،چې کوم ځنډ پکې رامنځ ته شوی وي او د استاد او شاګرد اړیکه سره دومره خوندي پاتې شوي وي؛یعنې یوازې په جهان اسلام کې دي،چې علوم پکې څه د پاڅه زر کاله منظمه او متسلسه حیاتي سابقه لري،چې پکې هیڅ ډول وقفه نه ده رامنځ ته شوی. موږ به وروسته د فلسفې او عرفان د تسلسل او تداوم په اړه بحث وکړو.
د علومو د اربابو متسلسل طبقات مشخص کول، له هغو مسایلو ځنې ده،چې خوشبختانه مسلمان علماوو ورته پاملرنه کړې ده.دا کار په لومړۍ درجه کې د حدیث په علماوو کې شوی دی او په نورو درجو کې د نورو علومو د علماوو لپاره، موږ په دې عنوان ډېر کتابونه لرو، لکه د ابواسحاق شیرازي طبقات الفقهاء، د ابن ابی اصیبعه طبقات الاطباء او د ابو عبدالرحمن سلمي طبقات النحویین او طبقات الصوفیه.
خو په خواشینۍ سره تر کومه چې زه معلومات لرم، څه چې د فقهاوو د طبقاتو په اړه لیکل شوي د اهلسنتو دي او په هغو پورې مربوط دي.د شیعه د فقهاوو د طبقاتو په اړه لا تر اوسه کوم کتاب نه دی لیکل شوی؛نو د شیعه فقهاوو د طبقاتو د کشف لپاره د ترجمه شویو کتابونو او د اجازاتو له کتابونو څخه باید ګټه وکړو،چې د حدیثو په راویانو پورې مربوط دی. موږ دلته نه غواړو،چې د شیعه فقهاوو طبقات په تفصیل سره بیان کړو،بلکې غواړو ستر او نامور شخصیتونه ذکر کړو ،چې نظرونه یې د فقې په کتابونو کې پېژندل شوي دي.
د شیعه د فقهاوو تاریخ د غیبت صغرا له وخت ( ۲۶۰- ۳۲۰) څخه په دوو دلیلونو پیل کوو: یو دا چې تر غیبت صغرا مخکې عصر د امامانو د حضور عصر دی او د حضور په عصر کې که څه هم په واقعي مانا سره مجتهدین او فتوا ورکوونکي وه،چې امامانو به فتوا ورکونې ته هڅول؛خو خواه ناخواه د امامانو په حضور کې فقها تر سیوري لاندې وه؛ یعنې د هغوی مرجعیت یوازې په هغه وخت کې و،چې خلکو په امامانو ته لاسرسی نه درلود او خلکو هم د امکان تر حده پورې هڅه کوله،چې اصلي منبع ته لاسرسی ولري او له دې دومره مزلونو او ستونزو په پام کې نیولو سره خپله دې فقهاوو هم خپلې ستونزې د امکان تر حده امامانو ته وړاندې کولې. بل دا چې زموږ مدون فقه د غیبت صغرا په وخت پورې منتهي کېږي؛یعنې تر دې دورې مخکې د شیعه فقهاوو فقهي تالیف او اثر فعلا موږ اوس په لاس کې نه لرو، یا دا چې زه ترې خبر نه یم.
خو په هر حال د امامانو په وخت کې په شیعه کې هم ستر فقها موجود وه،چې د نورو مذهبونو له معاصرو فقهاوو سره پرتلنه دهغوی ارزښت روښانه او مشخص کوي. د ابن الندیم د الفهرست کتاب،چې جهاني شهرت او اعتبار لري؛نو دا کتاب یې د (( فقهاء الشیعه)) ته اختصاص کړی دی او دهغوی تر نومونو لاندې په فقه او حدیث کې دهغې د کتابونو نومونه هم اخلي. د حسین بن سعید اهوازي او دهغه د ورورو په اړه وايي : ((اوسع اهل زمانهما علما بالفقه والاثار والمناقب)) یا د علي بن ابراهیم قمي په اړه وايي : ((من العلماء الفقهاء)) . د محمد بن حسن بن احمد بن الولید په اړه وايي : ((وله من الكتب كتاب الجامع فی الفقه ولی ظاهرا كتب))
ظاهراً دهغوی فقهي کتابونه په دې شکل و،چې په هر باب کې،چې به هغوی کوم حدیث معتبر ګڼه؛نو هغه به یې وایه او د هغې پر بنسټ به یې عمل کاوه. دا کتابونه هم د حدیث کتابونه وه او هم د مولف نظر. محقق حلي د معتبر په مقدمه کې لیکي :
دا چې زموږ فقها ډېر دي او پراخ تالیفات لري او د هغې ټول نقل اقوال غیر مقدور دي او زه یوازې په هغو اکتفا کوم ،چې په فضل او تحقیق کې تر ټولو مشهوره وي او په هغه اجتهاد مې اکتفا کړې،چې د دې فضلاوو په کتابونو څرګند دي او هغوی پرې اعتماد هم درلود. کوم کسان چې نقلوم ( د امامانو د وخت) دا دي: حسن بن محبوب ، احمدبن ابی نصر بزنطی ، حسين بن سعيد ( اهوازی ) فضل بن شاذان ( نيشابوری ) او يونس بن عبدالرحمان او له متاخرینو څخه ځنې یې دا دي: محمدبن بابويه قمی ( شيخ صدوق ) و محمدبن يعقوب كليني او اصحاب فتوا یې دا دي: علی بن بابويه قمی ، اسكافی ، ابن ابی عقيل ، شيخ مفيد سيد مرتضی علمالهدی ، شيخ طوسی.
ښاغلي محقق په دې،چې لومړۍ ډله د اهل نظر،اجتهاد او انتخاب ډله ګڼي؛خو هغوی د اصحاب فتوا په نامه نه یادوي؛ ځکه دهغوی کتابونه په عین حال کې،چې دهغوی د اجتهاد خلاصه و، د حدیث د کتاب او نقل په بڼه و، نه د فتوا په بڼه.
اوس موږ خپل بحث له لومړنیو مفتیانوڅخه پیل کوو،چې د غیبت صغرا په وخت کې وه:
۱- علي بن بابویه قمي
، چې په ۳۲۹ هجري کې مړ شوی او په قم کې خښ دی. د محمد بن علي بن بابوی پلار دی،چې په شیخ صدوق مشهور دی،چې دا کس هم د رۍ ښار ته څېرمه خښ دی. زوی محدث دی او پلار یې فقیه او د فتوا خاوند. معمولا دا زوی او پلار د صدوقینو په نامه یادېږي.
۲- عیاشي سمرقندي
چې له علي بن بابویه قمي سره په یو وخت کې یا تر لږ مخکې و. نوموړی د معروف تفسیر خاوند دی او جامع سړی و، که څه هم په تفسیر کې شهرت لري؛خو هغه یې په فقهاوو کې شمېرلی دی.په ډېرو علومو او حتې فقه کې ډېر کتابونه لري. ابن الندیم په الفهرست کې وايي : کتابونه یې په خراسان کې ډېر رواج دي.
په عین حال کې موږ تراوسه نه دي لیدلي،چې په فقه کې د هغې آراء نقل شوي وي، ښايي د هغه فقهي کتابونه له منځه تللي وي.عیاشي په پیل کې سني و او بیا وروسته شیعه شو، له پلار څخه ورته پرېمانه ثروت په میراث کې پاتې شو او ده هم دا ټول ثروت د کتابونو او نسخو او د شاګردانو په روزلو مصرف کړ.ځینو جعفر بن قولویه،چې د شیخ مفید استاد دی، له علي بن بابویه سره یې ( په فقه کې) د غیبت صغرا په دوره کې ګڼل دی او ویل شوي،چې جعفر قولویه د سعد بن عبدالله اشعري شاګرد و ؛خو دې ته په پام سره،چې هغه د شیخ مفید استاد و او په ۳۶۷ یا ۳۶۸ کې مړ شوی، نه یې شو کړای،چې هغه له علي بن بابویه سره معاصر او د غیبت صغرا له علماوو څخه یې وګڼو. د ده پلار محمد بن قولویه د غیبت صغرا له علماوو څخه دی.
۳- ابن ابي عقیل عماني
ویل کېږي،چې یمنی دی،عمان د یمن د سمندر له سواحلو څخه دی، د مړینې نېټه یې معلومه نه ده، د غیبت کبرا په پیل کې اوسېده. بحرالعلوم ویلي،چې هغه د جعفر بن قولویه استاد و او جعفر بن قولویه د شیخ مفید استاد و. دا چې ویل شوي جعفر بن قولویه د علي بن بابویه همدومره دی؛نو دا قول تحقیق ته نږدې دی. په فقه کې د ابن عقیل آراء ډېر نقل کېږي او له هغو څېرو څخه دی،چې په فقه کې یې له نوم سره په مکرر ډول مخ کېږو.
۴- ابن جنید اسکافي
د شیخ مفید له اساتېدو څخه دی،وايي،چې په ۳۸۱ هجري کې مړ شوی دی. ویل کېږي،چې تالیفات او اثار یې پنځوسو ته رسېږي فقهاء، ابن الجنید او ابن ابی عقیل د (( القدیمین)) په نامه یادوي. په فقه کې د ابن الجنید آراء تل مطرح وې او دي.
۵- شیخ مفید
نوم یې محمد بن محمد بن نعمان دی. هم متکلم دی او هم فقیه.ابن الندیم د الفهرست په پینځمه مقاله کې،چې د شیعه متکلمینو په اړه بحث کوي او نوموړی د (( ابن المعلم)) په نامه یادوي او ستاینه یې کوي. په ۳۳۶ هجري کې زېږېدلی او په ۴۱۳ هجري کې مړ شوی دی. په فقه کې یې مشهور کتاب د مقنعه په نامه دی،چې چاپ شوی او موجود هم دی. په جهان اسلام کې شیخ مفید د شیعه له ځلانده څېرو څخه دی.ابویعلی جعفري وايي،چې د شیخ مفید زوم و، نوموړی به د شپې ډېر لږ وېده کېده او نور شپه به یې په لمانځه،مطالعې،تدریس او د قرآن په تلاوت تېروله. شیخ مفید د ابن عقیل د شاګرد شاګرد دی.
۶- سید مرتضی
چې په علم الهدی مشهور دی. په ۳۵۵هجري کې زېږېدلی او ۴۳۶ هجري کې مړ شوی دی. علامه حلي نوموړی ته د امامیه شیعه معلم ویلی دی. هغه جامع سړی و، هم ادیب و ،هم متکلم او هم فقیه.فقهي آراء یې د فقیهانو د پاملرنې وړ ګرځېدلي دي. انتصار او جمل العلم او العمل یې په فقه کې کتابونه دي. هغه او ورور یې سید رضي یې نهج البلاغه له شیخ مفید څخه زده کړه.
۷- شیخ ابوجعفر طوسي
په شیخ الطایفه مشهور دی او د اسلامي نړۍ له ځلانده ستوریو ځنې دی. په فقه،اصول،حدیث، تفسیر،کلام او رجال کې پریمانه تالیفات لري.د خراسان اوسېدونکی دی. په ۳۸۵ کې زېږېدلی او په ۴۰۸ یعنې ۲۳ کلنې کې بغداد ته ولاړ،چې په هغه وخت کې د اسلامي فرهنګ او علومو ستر مرکز و او د عمر تر پایه همدلته پاتې شو او تر خپل استاد سید مرتضی وروسته یې د شیعه علمي او فتوايي ریاست هغه ته منتقل شو. پنځه کاله یې له شیخ مفید سره درس ویلې، د شیخ مفید له تکړه شاګرد سید مرتضی څخه یې هم ګټه پورته کړې ده. استاد یې سید مرتضی په ۴۳۶ هجري کې مړ شو او هغه تر خپل استاد وروسته ۲۴ کاله نور ژوندی و. تر سید وروسته دولس کاله په بغداد کې پاتې شو؛خو د یو اشوب په نتیجه کې یې کور او کتابخانه لوټ شوه او نجف ته ولاړ او دهغې پر ځای یې علمیه حوزیه تاسیس کړه او په ۴۶۰ هجري کې همدلته مړ شو. قبر یې په نجف کې ډېر مشهور دی. شیخ طوسي په فقه کې د النهایه په نامه یو کتاب لري،چې له ډېر پخوا څخه درسي کتاب دی. د مبسوط په نامه بل کتاب لري،چې فقه یې نوې پړاو ته ورننه ایسته او پخپل عصر کې د شیعه مشروحترین فقي کتاب و. د خلاف په نامه بل کتاب لري،چې هم یې د اهل سنتو آراء پکې ذکر کړي او هم یې پکې د شیعه آرا ذکر کړي دي. شیخ طوسي په فقه کې نور کتابونه هم لري. شیخ طوسي مشهوره څېره ده په ټوله فقه کې یې نوم اخستل کېږي. د شیخ طوسي خاندان،ترڅو نسلونو پورې ټول له علماوو او فقهاوو څخه و. شیخ ابوعلی یې زوی دی،چې په شیخ مفید ثاني معروف دی. د مستدرک الوسایل ( ج ۳ ص ۴۹۸) په نقل نوموړی د امالي په نامه یو کتاب لري او د خپل پلار د النهایه کتاب یې هم شرح کړی دی.
د لولوالبحرین د کتاب په نقل د شیخ طوسي لورګانې هم فقیهه او فاضله وې. شیخ ابوعلی د شیخ ابوالحسن محمد په نامه یو زوی لري،چې تر خپل پلار وروسته ابوعلي د علمیه حوزې مرجعیت او ریاست په غاړه اخلي او د ((شذرات الذهب فی اخبار من ذهب)) ( ج 4 ص 126 – 127 ) په کتاب کې د عماد حنبلي د نقل له مخې ددې ستر شخصیت په وخت کې دیني طالبان به ورته له شاوخوا څخه راتلل.نوموړی ډېر زاهد او پارسا سړی و. عماد طبري ویلي، که پر غیر انبیاوو صلوات روا وې؛نو ما به پر دې سړي صلوات ویلی و. په ۵۴۰ هجري کې مړ شوی دی.
۷- قاضي عبدالعزیز حلبی
په ابن البرج مشهور دی. د شیخ مرتضی او شیخ طوسي شاګرد دی، دشیخ طوسي له خوا شام ته ولېږل شو،چې د نوموړي وطن دی، د شام په طرابلس کې شل کاله قاضي و، په ۴۸۱ هجري کې مړ شوی دی. جواهر او مهذب یې فقهي کتابونه دي.
۸- شیخ ابوالصلاح حلبي
دا هم د شام اوسېدونکی دی. د شیخ طوسي او شیخ مفید شاګرد و او سل کاله عمر یې کړی دی. په ریحانة الادب کې لیکي،چې هغه د سلاربن عبدالعزيز آتیالذكر شاګرد هم و. که دا نسبت سم وي؛نو ابوالصلاح به درې طبقې شاګردي کړي وي. د کافي کتاب په فقه کې دهغه مشهور کتاب دی. په ۴۴۷هجري کې مړ شوی دی. که عمر یې سل کاله وي او په ۴۴۷ هجري کې مړ شوی وي؛نو له خپلو دواړو استادانو څخه مشر و. شهید هغه ته ((خليفة المرتضی فی البلاد
الحلبية)) ویلی دی.
۹- حمزه بن عبدالعزیز دیلمي
په سلار دیلمي مشهور دی. حدوداً له ۴۴۸ څخه تر ۴۶۳ پورې مړ شوی دی. د شیخ مفید او شیخ طوسي شاګرد او د ایران اوسېدونکی دی او د ایران د تبریز ښار په خسروشاه کې مړ شوی دی. د مراسم کتاب یې په فقه کې ډېر مشهور دی. سالار که څه هم د شیخ طوسي هم طبقه دی، نه دهغه له شاګردانو څخه؛خو په عین حال کې محقق حلي د المعتبر
کتاب په مقدمه کې هغه ،ابن البرج او اوبوالصلاح د (( اتباع الثلاثه)) په نامه یادوي؛یعنې هغه له پیروانانو څخه شمېري، چې ظاهراً هدف یې دا دی،چې دا درې کسان د نورو درې کسانو( شیخ مفید، شیخ طوسي او سید مرتضی) تابع او پیروان وه.
۱۰- سید ابوالمکارم بن زهره
په حدیث کې په یوه واسطه د شیخ الطایفه له زوی ابوعلی څخه روایت کوي او په فقه کې په څو واسطو د شیخ طوسي شاګرد دی. د حلب اوسېدونکی دی. په ۵۸۵ کې مړ شوی . د غنیه په نامه کتاب یې په فقه کې مشهور دی. چې کله هم د فقهاوو په اصطلاح کې حلبیان ( د تثنیه په صیغه) وویل شي؛نو هدف یې ابوالصلاح حلبي او ابن زهره حلبي دی او چې کله هم حلبیون( د جمع په صیغه) وویل شي؛نو هدف یې له البراح سربېره هغه دوه کسان دي او دا هم د حلب اوسېدونکی دی. د مستدرک (۳ جلد، ۵۰۶ صفحه) کې د شیخ طوسي د احوالو په ضمن کې راغلي، ابن زهره د شیخ طوسي د النهایه کتاب له ابوعلی حسن بن الحسین سره ویلی ،چې په ابن الحاجب حلبي مشهور دی او هغه هم دا کتاب له ابوعبدالله زینوبادي سره په نجف کې ویلی دی او هغه هم له شیخ رشید الدین علی بن زیرک قمي او سید ابی هاشم حسینی او دې دواړو هم له شیخ عبدالجبار رازي سره زده کړې کړي دي او شیخ عبدالجبار د شیخ طوسي شاګرد دی.
ددې نقل له مخې ابن زهر له څلورو واسطو څخه د شیخ طوسي شاګرد و.
۱۱- ابن حمزه طوسي
په عماد الدین طوسي مشهور دی، د شیخ طوسي له هم طبقه شاګردانو څخه دی،ځینو نوموړی د شیخ د شاګردانو شاګرد ګڼلی دی او ځینو د هغه دوره له دې هم متاخرتر ګڼلې ده. دا کار ډېر تحقیق ته اړتیا لري. د مړینې کال یې دقیقا معلوم نه دی. کېدای شي د شپږمې پېړۍ په دویمه نیمه کې مړ شوی وي. د خراسان اوسېدونکی دی. د وسیله په نامه په فقه کې مشهور کتاب لري.
۱۲- ابن ادریس حلي
د شیعه له سترو علماوو څخه دی. خپله عرب دی او شیخ طوسي یې د مور نیکه دی. د فکر په حریت مشهور دی،د خپل نیکه صولت او هیبت یې مات کړ، په علماوو یې د اهانت تر بریده انتقاد کاوه. په ۵۹۸ هجري کې په ۵۵ کلنې کې مړ شوی دی. د سرایر په نامه کتاب یې په فقه کې مشهور دی.
۱۳- شيخ ابوالقاسم جعفر بن حسن بن يحيی بن سعيد حلی
په محقق کې مشهور دی. په فقه کې ډېر کتابونه لري، لکه : شرایع، معارج، معتبر، المختصر، النافع او داسې نور.
محقق حلي په یوه واسطه د ابن زهره او ابن ادریس شاګرد دی. درالکني والالقاب د ابن نما تر احوال لاندې لیکي: محقق کرکي د محقق حلي په وصف کې ویلي،چې د اهلبیتو په فقه کې محمد بن نمای حلی او ابن ادریس حلي استادان دي.
له محقق کرکي څخه هدف ابن نما ابن ادریس دی؛ځکه ابن ادریس په ۵۹۸ کې مړ شوی او په محقق په ۶۷۶ کې مړ شوی دی. قطعا محقق د ابن ادریس د درس حوزه نه ده درک کړې. په ریحانة الادب کې لیکي: محقق حلي د خپل نیکه او پلار او د سید فخاربن معد موسوي او ابن زهره شاګرد و.
دا هم اشتباه ده؛ځکه محقق ابن زهره یې نه دی درک کړی،چې په ۵۸۵ کې مړ شوی دی. بعیده نه ده،چې د محقق پلار د ابن زهره شاګرد و.
نوموړی د علامه حلي استاد دی،چې وروسته به راشي. په فقه کې تر دې بل څوک غوره نه ګڼل کېږي. د فقهاوو په اصطلاح،چې کله په مطلق ډول محقق ویل کېږي؛نو هدف یې همدا شخصیت دی. ستر فیلسوف او ریاضي دان خواجه نصیرالدین طوسي ورسره په حله کې لیدلي دي او د فقې په درس کې یې ورسره ګډون کړی دی. د هغه د شرایع په نامه کتاب په طلابو کې یو درسي کتاب و او دی. ډېرو فقهاوو د محقق کتاب شرح کړی یا یې ورته حاشیه لیکلې ده.
۱۴- حسن بن يوسف بن علی بن مطهر حلی
په علامه حلي مشهور دی. له نابغه وو څخه دی. په فقه،اصول،کلام،منطق،فلسفه او رجال او نورو کې یې کتابونه لیکلي دي. د هغه له خطي اثارو څخه حدوداً سل کتابه پېژندل شوي دي،چې ځینې یې په یوازې ځان (لکه تذکزة الفقهاء) د هغه د نبوغ راښيي. علامه په فقه کې ډېر کتابونه لري. مشهور کتابونه یې دا دي: ارشاد ، تبصره المتعلمين ، قواعد ، تحرير ، تذكره الفقهاء ، مختلف الشيعه ، منتهی.
علامه ډېر اساتید درلودل. په فقه کې د خپل ماما محقق حلي شاګرد دی او په فلسفه او منطق کې د خواجه نصیرالدین طوسي شاګرد و. د اهلسنتو فقه یې هم د اهلسنتو له علماوو څخه زده کړې ده. علامه په ۶۴۸ کې زېږېدلی او په ۷۲۶ هجري کې مړ شوی دی.
۱۵- فخرالمحققین
د علامه حلي زوی دی. په ۶۸۲ هجري کې زېږېدلی دی او په ۷۷۱ هجري کې مړ شوی دی. علامه حلي د تذکرة الفقهاء او د قواعد کتاب په مقدمه کې د خپل زوی ستاینه کوي او هیله یې کړې،چې تر هغه وروسته یې زوی د خپل پلار ناتمامه کارونه پای ته ورسوي. فخر المحققین د ((ايضاح الفوائد فی شرح مشكلات القواعد))په نامه یو کتاب لري،چې په دې کتاب کې یې آراء د پام وړ دي.
۱۶- محمد بن مکي
چې په شهید اول مشهور دی او د فخرالمحققین شاګرد دی او د شیعه له سترو علماوو څخه دی. د محقق حلي او علامه حلي په ردیف کې راځي. د جبل عامل اوسېدوونکی دی،چې د لبنان په جنوب کې یوه سیمه ده. په ۷۳۴ هجري کې زېږېدلی او په ۷۸۶ هجري کې مړ شوی دی. د یو مالکي مذهب فقیه په فتوا او د یو شافعي مذهبه فقیه په تایید شیهد شوی دی. د علامه حلي د شاګردانو شاګرد دی او د فخرالمحققین شاګرد هم دی.اللمعه یې په فقه کې مشهور کتاب دی، چې په زندان کې لیکلی او په همدې زندان کې شهید شوی هم دی. عجیبه خو دا ده،چې دا کتاب دوه پېړۍ وروسته یو فقیه شرح کړ،چې دا هم د مولف په برخلیک اخته شو؛یعنی شهید شو او د شهید ثاني لقب یې واخست. شرح لمعه د شهید ثاني تالیف دی،چې یو درسي کتاب دی. نور کتابونه یې دا دي: دروس ، ذكری ، بيان ، الفيه ، قواعد.
ټول کتابونه یې په فقه کې مشهور دي. د شهید اول کتابونه هم لکه د محقق او علامه حلي د کتابونو په شان په وروسته عصرونو کې د فقهاوو له خوا ورته شرحې او حاشیې ولیکل شوې. په شیعه فقهاوو کې د درې شخصیتونو؛یعنې محقق حلي، علامه حلي او شهید اول کتابونه،د فقهي متونو په بڼه شوي دي،چې دوی په اوومه او اتمه پېړۍ کې اوسېدل. دوی ته شرحې او حاشیې لیکل شوي دي او بل داسې څوک نشته،چې اثارو ته یې دومره عنایت شوی وي. یوازې یوه پېړۍ مخکې د شیخ مرتضی انصاري دوه کتابونه همداسې شول .
د شهید اول خاندان ټول د علم او فضل او فقه خاندان وه او نور نسلونو هم دا شرافت په ځان کې خوندي وساته. شهید درې زامن لري،چې درې واڼه یې له علماوو او فقهاوو څخه وه. مېرمنه او لور یې هم فقهیانې وې او شهید به د ښځو مسایل دوی ته استول.
۱۷- فاضل مقداد
د سیور اوسېدونکی دی. د شهید اول له تکړه شاګردانو څخه دی. کنزالعرفان یې په فقه کې مشهور کتاب دی،چې چاپ شوی هم دی. دا کتاب آیات الاحکام دی، یعنې په دې کتاب کې د قرآن کریم هغه آیتونه تفسیر شوي،چې ترې د فقې مسایل استنباطېږي او په فقه کې طرح کېږي او په فقهي سبک پرې استدلال شوی دی. په شیعه او سني کې د آیات الاحکام په اړه ډېر کتابونه لیکل شوي؛خو د فاضل مقداد کنز العرفان پکې تر ټولو غوره دی. مقداد په ۸۲۶ هجري کې مړی شوی دی او د نهمې هجري پېړۍ له علماوو څخه ګڼل کېږي.
۱۸- جمال السالكين ابوالعباس احمدبن فهد حلی اسدی
په ۷۵۷ هجري کې زېږېدلی او په ۸۱۴ هجري کې مړ شوی دی. د شهید اول او فخرالمحققین د شاګردانو په طبقه کې دی. فاضل مقداد،شیخ علي بن الخازن او شیخ بهاءالدین علي بن عبدالکریم یې د احادیثو استادان دي. فقهي استادان یې هم همدوی دي.ابن فهد متعبر فقهي تالیفات لري،لکه المهذب البارع،چۍ د محقق حلي د النافع مختصر شرح ده او د المقتصر په نامه د علامه د ارشاد شرح او د شهید اول د الفیه شرح؛خو د ابن فهد ډېر شهرت په اخلاقو،سیر او سلوک کې دی. عده الداعي یې په دې برخه کې مشهور کتاب دی.
۱۹- شيخ علی بن هلال جزائری
هغه زاهد او متقي او جامع المعقول او المنقول و.د روایت استاد یې ابن فهد حلي دی او لرې نه ده،چې د فقې استاد یې هم وي. وايي په خپل عصر کې شیخ الاسلام او د شیعه ریس و. محقق کرکي یې شاګرد و او هغه یې د فقاهت او شیخ الاسلامۍ په صفت ستایلې دی. ابن ابی جمهور احسايي هم ترې فقه زده کړې ده.
۲۰- شيخ علی بن عبدالعالی كركی
چې په محقق کرکي یا محقق ثاني مشهور دی. د جبل عامل له فقهاوو او د شیعه فقې له سترو علماوو څخه دی. په شام او عراق کې یې خپل تحصیلات پوره کړي دي او بیا ( د شاه تهماسب په وخت کې ) ایران ته راغلی او په ایران کې ورته په لومړي ځل د شیخ الاسلامۍ منصب ورکړل شو. تر محقق کرکي وروسته د شیخ الاسلامۍ منصب د هغه شاګرد شیخ علي منشار ته ورکړل شو،چې د شیخ بهایي خسر دی. تر دې وروسته دا منصب شیخ بهایي ته ورکړل شو. شاه تهماسب د هغه په نامه حکم لیکلی او ورته یې ټول اختیارات ورکړي او په حقیقت کې هغه یې د ځان حقیقي د اختیار خاوند او ځان یې د هغه نماینده معرفي کړی،چې دا حکم ډېر مشهور دی. ((جامع المقاصد)) یې په فقه کې مشهور کتاب دی، چې د علامه حلي د قواعدو شرح ده. پردې سربېره هغه د محقق، مختصر النافع او د محقق شرایع هم شرح کړي دي.
دا چې محقق ثاني ایران ته راغې او په پیل کې یې په قزوین او بیا یې په اصفهان کې حوزه جوړه کړه او په فقه کې یې هم تکړه شاګردان وروزل؛نو دا ددې سبب شو،چې په لومړي ځل د صدوقینو تر دورې وروسته ایران د شیعه فقې مرکز شي. محقق کرکي د ۹۳۷ او ۹۴۱ د کلونو په منځ کې مړ شوی دی. محقق کرکي د علي بن هلال جزایري شاګرد دی او هغه هم د ابن فهد حلي شاګرد دی. ابن فهد حلي د شهید اول او فاضل مقداد د شاګردانو شاګرد و؛نو له دې مخې نوموړوې په دوه واسطو د شهید اول شاګرد دی. شيخ عبدالعالی بن علی بن عبدال د محقق کرکي زوی دی،چې د شیعه علماوو له فقهاوو ځنې دی، د علامه د ارشاد کتاب او د شهید الفیه کتاب یې هم شرح کړې دی.
۲۱- شیخ زین الدین
په شهید ثاني مشهور دی. د شیعه فقهاوو له سترو شخصیتونو څخه دی. جامع سړی و او په مختلفو علومو برلاسې و. د جبل عامل اوسېدونکی دی. د صالح په نامه یو کس یې شپږم جد دی،چې د علامه حلي له شاګردانو څخه و، ظاهراً د طوس اوسېدونکی و؛نو له دې مخې شهید ثاني ته کله نا کله (( الطوسي الشامي )) ویل کېده. شیهد ثاني په ۹۱۱ هجري کې زېږېدلی او په ۹۶۶ هجري کې مړ شوی دی. ډېر سفرونه یې کړي دي او له ډېرو استادانو سره یې لیدلي دي.مصر، دمشق، حجاز، بیت المقدس، عراق او استنابول ته یې سفرونه کړي دي او له هر غونچې څخه یې لږ څه ګلان راشلولي دي. دولس سني استادان یې هم درلودل. له همدې کبله جامع کس و. له فقې او اصول سربېره یې په فلسفه،عرفان،طب او نجومو کې هم پوهه درلوده. فوق العاده زاهد او متقي و. د هغه د احوال په اړه لیکي،چې د شپې به یې خس راټولول،چې خپل کور ته پرې ډوډۍ پیدا کړي او د ورځې به یې تدریس کاوه. څه موده یې په بعلبک کې پنځګونې فقه تدریسوله ( جعفري، حنفي، شافعي، مالکي، حنبلي). شهید ډېر تالیفات لري. د شهید اول د لمعه شرح یې په فقه کې مشهور تالیف دی. بل یې مسالک الافهام دی، چې د محقق حلي د شرایع شرح ده. شیهد ثاني له محقق کرکي سره (مخکې له دې،چې ایران ته راشي) زده کړې کړي دي. شهید ثاني ایران ته نه دی راغلی. صاحب معالم د شهید ثاني زوی دی،چې د شیعه له سترو علماوو څخه دی.
۲۲- احمد بن محمد اردبيلی
په مقدس اردبیلي مشهور دی. د زهد او تقوا ضرب المثل دی او په عین حال کې د شیعه فقهاوو له محققانو څخه دی. محقق اردبیلي په نجف کې اوسېده. د صفویانو معاصر دی. وايي شاه عباس ټینګار درلود،چې اصفهان ته راشي؛خو ده و نه منله.شاه عباس ډېر لیواله و،چې مقدس اردبیلي ورته د یو خدمت ووايي. یو کس له ایران څخه وتښتېد او نجف ته راغې او له مقدس اردبیلي څخه یې وغوښتل،چې له شاه عباس څخه ترې شفاعت وغواړي. ده هم شاه عباس ته لیک ولېږه: که څه هم دا سړی په پیل کې ظالم و؛خو اوس مظلوم دی، که له ګناه څخه یې تېر شې، شاید الله تعالی ستا له ګناهونو څخه هم تېر شي. د ولایت د شاه بنده، احمد اردبیلي.
شاه عباس ورته ولیکل: عباس ته چې مو کوم خدمتونه ویلي وه، په دواړو سترګو یې ومنل، هیلمن یې،چې په دعاګانو کې مې هېر نه کړې. د علي عباس د استان کلب.
دا چې مقدس اردبیلي ایران ته له راتګ څخه ډډه وکړه؛نو دا کار ددې سبب شو،چې د اصفهان د حوزې پر وړاندې د نجف حوزه احیا شي. لکه څرنګه،چې شهید ثاني او د هغه زوی شیخ حسن او خورایې سید محمد د شام او جبل عامل له حوزې څخه ایران ته له راتګه ډډه وکړه؛نو د شام او جبل عامل حوزه هماغسې ادامه ومونده او منقرضه نشوه. زه نه پوهېږم،چې مقدس اردبیلي فقه، چېرته او له چا څخه زده کړه ده؛خو دومره پوهېږم،چې فقه یې د شهید ثاني له شاګردانو څخه زده کړې ده. د شهید ثاني زوی او د لور له خوا لمسی یې په نجف کې دهغه شاګردان وه.د جلال الدین د ژوند په کتاب کې لیکي: ملااحمد اردبيلی ، مولانا عبدالله شوشتری ، مولانا عبدالله يزدي،خواجه افضل الدينتر كه ، مير فخرالدين هماكي، شاه ابو محمد شيرازي ، مولانا ميرزا جان و ميرفتح شيرازي د خواجه جمال الدین محمود شاګردان وه، چې دا هم د محقق جلال الدین دواني شاګرد و.
ظاهراً د مقدس اردبیلي تحصیل له خواجه جمال الدین محمود سره په منقولو څانګو کې نه؛بلکې په معقولو څانګو کې و. مقدس اردبیلي په ۹۹۳ کې په نجف کې مړ شوی دی. شرح ارشاد او آیات الاحکام یې مشهور فقهي کتابونه دی. دهغه دقیق نظریات د فقهاوو د پام وړ دي.
۲۳- شيخ بهاءالدين محمد عاملی
په شیخ بهايي مشهور دی. د جبل عامل دی. په کوچنیتوب کې له خپل پلار شیخ حسین ابن عبدالصمد سره ایران ته راغلی،چې دا هم د شیخ ثاني له شاګردانو څخه دی. شیخ بهايي ډېرو هېوادونو ته سفر کړی او په مختلفو رشتو کې یې ډېر اساتید لیدلي دي او پردې سربېره،چې ښه استعداد یې درلود، یو جامع سړی هم و مختلف تالیفات هم لري. هم ادیب و ، هم شاعر،هم فیلسوف، هم ریاضي دان، هم مهندس و ، هم فقیه او مفسر. له طب څخه هم بې ګټې نه و. لومړی کس دی، چې د فقې غیراستدلالي یو دوره احکام یې په پارسۍ کې ولیکل،چې د ((جامع عباسي)) په نامه مشهور دي. دا چې د شیخ بهايي اختصاصي رشته فقه نه و؛نو له لومړۍ درجې په فقهاوو کې نه حسابېږي؛خو ډېری شاګردان یې روزلي دي. د بحارالانوار د کتاب خاوند د دویم مجلسي پلار ،ملا محمد تقي مجلسي اول، ملا صدرا شیرازي،محقق سبزاوري او فاضل جواد یې شاګردان ول. لکه چې مخکې مو ورته اشاره وکړه په ایران کې په لومړي ځل تر محقق کرکي وروسته د شیخ الاسلامۍ منصب د شیخ بهايي خسر شیخ علي منتشار ته ورسېد او تر ده وروسته شیخ بهایي ته ورسېد. شیخ بهايي په ۹۵۳ هجري کې زېږېدلی او په ۱۰۳۰ یا ۱۰۳۱ کې مړ شوی دی. شیخ بهايي جهانګرده سړی و. مصر ، شام ، حجاز، عراق، فلسطین، اذربایجان او هرات ته یې سفرونه کړي دي.
۲۴- ملا محمد باقر سبزواري
په محقق سبزواري مشهور دی.د (ایران) د سبزوار اوسېدونکی دی او د اصفهان په مکتب کې روزل شوی،چې هم فقهي مکتب او هم فلسفي؛نو له دې مخې جامع المعقول او المنقول و. نوم يې په فقهي کتابونو کې ډېر اخستل کېږي. د کفایه او ذخیره کتابونه یې په فقه کې مشهور کتابونه دي. دا چې فیلسوف هم؛نو د ابوعلي سینا په (( الهیاتو شفا)) یې هم حاشیه لیکلې ده. په ۱۰۹۰ کې مړ شوی، محقق سبزواري له شیخ بهايي او لومړي مجلسي سره زده کړې کړي دي.
۲۵- اقا حسین خوانساري
په محقق خوانساري مشهور دی، د اصفهان په مکتب کې روزل شوی دی او جامع المعقول او المنقول و. د محقق سبزواري د خور مېړه یا اوښې و، ((مشارق الشموس)) یې په فقه کې مشهور کتاب دی،چې د شهید اول د (( دروس)) د کتاب شرح ده. محقق خوانساري په ۱۰۹۸ هجري کې مړ شوی دی. له محقق سبزواري سره معاصر دی. همدارنګه له ملا محسن فیض کاشاني او ملا محمد باقر مجلسي سره هم معاصر دی،چې دا دواړه ستر محدثین دي.
۲۶- جمال المحققین
په اقا جمال خوانساري مشهور دی او د آقا حسین خوانساري زوی دی. د پلار په شان جامع المعقول او المنقول و. په (( شرح لمعه)) مشهوره حاشیه لري او همدارنګه د بوعلي پر (( شفای طبیعات)) هم مختصره حاشیه لري. اقا جمال په دوو واسطو د سید مهدي بحر العلوم استاد دی؛ځکه هغه د سید ابراهیم قزویني استاد دی او دا هم دهغه د زوی سید حسین قزویني استاد دی او سید حسین قزویني د بحرالعلوم له اساتیدو څخه دی.
۲۷- شیخ بهاء الدین اصفهاني
په فاضل هندي مشهور دی. د علامه قواعد یې شرح کړي دي. (( کشف اللثام)) یې د کتاب نوم دی او په همدې دلیل یې ځان ته کاشف اللثام ویلي دي.فاضل هندي په ۱۱۳۷ هجري کې په یوه فتنه کې مړ شو. فاضل هندي هم جامع المعقول او المنقول و.
۲۸- محمدباقربن محمد اكمل بهبهانی
په وحید بهبهاني مشهور دی. د سید صدرالدین رضوي قمي شاګرد دی،چې دا هم آقا جمال خوانساري شاګرد دی. وحید بهبهاني تر صفویه دورې وروسته دی. وحید بهبهاني کربلا ته سفر وکړ او ډېری شاګردان یې وروزل،چې ځینې یې دا دي : سيد مهدی بحرالعلوم ، شيخ جعفر كاشف الغطاء ، ميرزا ابوالقاسم قمی د قوانين د کتاب خاوند ، حاج ملا مهدی نراقی ، سيدعلی صاحب رياض ، ميرزا مهدی شهرستاني ، سيدمحمد باقر شفتي اصفهاني په حجتالاسلام مشهور ، ميرزا مهدي شهيد مشهدي ، سيد جواد صاحب مفتاح الكرامة ، سيد محسن اعرجي .
پردې سربېره نوموړي په خپل وخت کې له اخباریګرې سره ډېره مبارزه وکړه،چې په هغه وخت کې ډېره رواج شوې و. دا چې اخباریانو ته یې ماتې ورکړه او مجتهده ډله یې وروزله؛نو نوموړي ته یې استاد الکل ووایه. د کمال په حد کې یې تقوا درلوده. شاګردانو به یې ډېر درناوی کاوه. وحید بهبهاني د لومړي مجلسي د لور له طرفه لمسیو ځنې دی.
۲۹- سید مهدي بحر العلوم
د وحید بهبهاني شاګرد دی،چې له سترو فقهاوو څخه دی. په فقه کې مشهوره منظومه لري. آراء او نظریات یې د فقهاوو د پاملرنې وړ دي. د معنوي مقاماتو او سیر اوسلوک په وهلو سره په شیعه علماوو کې ډېر احترام لري. ډېری کرامات ترې نقل شوي دي. کاشف العطا به د خپلې لونګۍ په ول باندې د هغه د نعلینو دوړې پاکولې .په ۱۱۵۴ یا ۱۱۵۵ کې زېږېدلی او په ۱۲۱۲ هجري کې مړ شوی دی.
۳۰- شیخ جعفر کاشف العطاء
د وحید بهبهاني شاګرد دی. عرب دی او فوق العاده ماهر فقیه دی.(( کشف الغطاء)) یې په فقه کې مشهور کتاب دی.په نجف کې اوسېده او ډېری شاګردان یې روزلي دي. د (( مفتاح الکرامه)) خاوند سید جواد او د (( جواهر الکلام)) خاوند محمد محسن یې شاګردان دي. څلور زامن یې درلودل،چې ټول فقیهان وه. کاشف العطاء د فتح عليشاه معاصر دی. د کشف الغطاء په مقدمه کې یې هغه ستایلی دی او په ۱۲۲۸ هجري کې مړ شوی دی. کاشف الغطاء په فقه کې عمیق او دقیق نظریات درلودل او هغه ډېر په عظمت سره یادېږي.
۳۱- شیخ محمد محسن
د جواهر الکلام د کتاب خاوند دی،چې د محقق د شرایع د کتاب شرح ده. هغه ته د شیعه فقې دایرة المعارف ویلای شو. اوسمهال یو فقیه هم له جواهر الکلام څخه ځان بې نیازه نه ګڼي. دا کتاب په مکرر ډول په سنګي ډول چاپ شوی دی او اوس لږیا دي په وزیري قطع کې یې حروفي چاپوي،چې ۴۰۰ مخه ایز پنځوس جلدونه ترې جوړېږي؛یعنې ټول به شل زره پاڼې شي. د جواهر کتاب د مسلمانانو عظیمترین فقهي کتاب دی. دې ته په پاملرنې سره،چې ددې کتاب هره پاڼه علمي مطالب لري او د هرې پاڼې مطالعه یې ډېر وخت او دقت ته اړتیا لري؛نو حدس کړای شو،چې ددې شل زره ایزو پاڼو د کتاب تالیف به څومره ځواک مصرف کړی وي.دا کتاب د نبوغ، همت، استقامت، او له خپل کار سره د انسان د مینې او ایمان ښکاروندی دی. د جواهر د کتاب د خاوند،کاشف العطا شاګرد دی. خپله عرب دی او په خپل وخت کې یې عام مرجعیت ته ورسېد او په ۱۲۶۶ هجري کې مړ شو.
۳۲- شیخ مرتضی انصاري
د رسول الله (ص) صحابي حضرت جابربن عبدالله (رض) ته یې نسبت رسي. ( د ایران) په دزفول کې وزېږېد او تر شل کلنې پورې له خپل پلار سره په زده کړې بوخت و او بیا له خپل پلار سره عراق ته ولاړ. د وخت علماوو یې ،چې خارق العاده نبوغ ولیدل؛نو له پلار څخه یې وغوښتل،چې له عراق څخه دې نه وړي.په عراق کې څلور کاله پاتې شو او له ډېرو اساتیدو څخه یې ګټه پورته کړه او بیا وطن ته راستون شو. دوه کاله وروسته بیا عراق ته ولاړ او په زده کړه بوخت شو او بیا ایران ته راستون شو. تصمیم یې ونیو،چې له ایراني علماوو څخه زده کړې وکړي؛نو مشهد ته روان شو او په کاشان کې یې د مستند الشیعه او جامع السعاده د کتابونو له خاوند ملا احمد نراقي سره ولیدل،چې همدلته ورسره درې کاله پاتې شو او بیا مشهد ته ولاړ ،چې پینځه میاشتې یې هلته تېرې کړې. شیخ انصاري اصفهان او بروجرد ته ولاړ او د هغه ځای له استادانو څخه یې هم استفاده وکړه. په ۱۲۵۲ او ۱۲۵۳ هجري کې یو ځل بیا عراق ته ولاړ او په زده کړه بوخت شو. د جواهر تر خاوند وروسته عامه مرجعیت ته ورسېد. شیخ انصاري ته یې د خاتم الفقهاء و المجتهدین لقب ورکړ.د اصولو علم او فقه یې نوې مرحلې ته ننه ایسته او په فقه او اوصولو کې بې سابقه ابتکارات لري.((رسایل)) او ((مکاسب)) یې دوه مشهور درسي کتابونه دي. وروسته علماء دده شاګردان دي او ددې د مکتب پیروانان دي او علماوو یې په کتابونو ګڼې حاشیې لیکلي دي.زهد او تقوا یې ضرب المثل ده او په دې اړه ترې داستانونه راغلي دي. په ۱۲۸۱ هجري کې په نجف کې مړ شوی دی او همدلته خښ دی.
۳۳- حاج میرزا محمد حسین شیرازي
په ستر میرزای شیرازي مشهور دی. لومړی یې په اصفهان کې زده کړې وکړې او بیا نجف ته ولاړ او د جواهر د خاوند په درسي حوزه کې یې ګډون وکړ او بیا د شیخ انصاري درس ته ورغې او د شیخ له تکړه شاګردانو څخه شو. تر شیخ انصاري وروسته عام مرجعیت ته ورسېد. په ۲۳ کلنې کې د شیعه علی الاطلاق مرجع و. همدا کس و،چې د تنباکو په تحریمولو یې مشهور استعماري تړون لغو کړ. د هغه په درسي حوزه کې ډېری شاګردان ورزول شول، لکه: محمد كاظم خراسانی،سيد محمد كاظم طباطبائی يزدي،حاج آقا رضا همداني،حاج ميرزا حسين سبزواري ، سيد محمد فشاركي اصفهاني ، ميرزا محمد تقي شيرازي او نور. کتبي اثر ترې نه دی پاتې؛خو ځېنې آراء یې د پام وړ دي. په ۱۳۱۲هجري کې مړ شو.
۳۴- آخوند ملا محمد کاظم خراساني
په ۱۲۵۵ هجري کې په مشهد کې وزېږېد. په ۲۲ کلنې کې تهران ته ولاړ، لږه موده د فلسفې په زده کړه بوخت او بیا نجف ته ولاړ.دوه کاله د شیخ انصاري په درسي حوزه کې و؛خو ډېری زده کړی یې له میرزای شیرازي سره کړي دي. میرزای شیرازي په ۱۲۹۱ هجري کې سامرا کې مېشت شو؛خو اخوند خراساني له نجف څخه لرې نشو او ځان ته یې مستقله درسي حوزه جوړه کړه. له تکړه مدرسینو څخه دی. څه د پاسه یو زر او دوه سوه شاګردانو ترې استفاده کړې ده،چې په دوی کې دوه سوه کسان یې مجتهدین شول. د اوسني عصر ټول فقیهان یې شاګردان وه، لکه : سيد ابوالحسن اصفهاني ، مرحوم حاج شيخ محمد حسين اصفهاني ، مرحوم حاج آقا حسين بروجردي ، مرحوم حاج آقا حسين قمي و مرحوم آقا ضياءالدين عراقي.
اخوند خراساني د اصولو په علم کې ډېر شهرت لري.(( کفایة الاصول)) یې مهم درسي کتاب دی،چې ډېرې حاشیې پرې لیکل شوي دي او په علمیه حوزو کې ډېر د پام وړ دی. اخوند خراساني هماغه کس دی،چې په ایران کې یې د مشروطیت پر ضرورت باندې فتوا ورکړه او د ایران مشروطیت د هغه احسان مند دی.په ۱۳۲۹ هجري کې په قم کې مړ شو.
۳۵- میرزا حسین نایني
د څوارلسمې پېړۍ د اصولیونو او فقهاوو له سترو شخصیتونو څخه دی.له میرزای شیرازي او سید محمد فشارکي اصفهاني سره یې زده کړې کړي دي او خپله هم عالي مقامه مدرس و.د اصولو په علم کې ډېر شهرت لري. له مرحوم اخوند خراساني سره یې علمي معارضه وکړه او د اصولو په علم کې یې نوي نظریات راوړل. زموږ د زمانې ډېرې فقها د هغه شاګردان دي. د (( تنزیه الامه)) یا په اسلام کې د حکومت په نامه په پارسۍ کې یو کتاب لري، چې له مشروطیت څخه په دفاع کې او د اسلام د اصولو په اړه یې لیکلی دی. په ۱۳۵۵ هجري کې په نجف کې مړ شو.
موږ په ټولیز ډول شپږ دېرش مشخص فقها معرفي کړل،چې د غیبت صغرا؛یعنې له درېمې هجري پېړۍ څخه تر اوسه پورې معرفي کړل؛یعنې د څوارلسمې هجري پېړۍ تر پایه ،چې ورته ورنږدې کېږو.
د هغو کسانو نومونه مو واخستل،چې د فقې او اصولو په نړۍ کې ډېر شهرت لري؛یعنې د هغوی له خپل وخت څخه تر اوسه پورې یې په کتابونو او درسونو کې نومونه اخستل کېږي. البته په ضمن کې غیر له دې شپږ دېرشو شخصیتونو څخه د نورو کسانو نومونه هم واخستل شول. څه چې مو وویل، دا لاندي ټکي ترې معلومېږي:
الف- له درېمې هجري پېړۍ څخه تر اوسه پورې فقې یو مستمر حیات درلوده او کله هم نه دی قطع شوی، فقهي حوزې بې له کومې وقفې څخه په دې یولس نیمو پېړیو کې دایرې وې. په دې ټوله موده کې د استاد او شاګردۍ اړیکه کله هم غوڅه نشوه. د مثال په ډول که د خپل ګران استاد آیت الله بروجرودي څخه یې پیل کړو؛نو کولای شو،چې د امامانو تر عصر پورې د نوموړي د فقهي اساتیدو لړۍ بیان کړو. د یولسو پېړیو داسې متسلسل او متداوم حیات له اسلامي تمدن او فرهنګ څخه پرته په بل یو فرهنګ او تمدن کې هم نشته. په واقعي مانا سره فرهنګي استمرار،چې یو روح او یو حیات لري او هیڅ وقفه او انقطاع پکې نشته او په داسې اوږدو پېړیو کې یې منظم،مرتب او متوالي طبقات یو له بل سره نښلولي،چې یوازې یو روح پرې حاکم دی او دا له اسلامي فرهنګ پرته په بل څه کې نشي پیدا کېدلای. په نورو فرهنګونو او تمدنونو کې موږ له اوږدو سابقو سره مخ کېږو؛خو ډېرې وقفې، غوڅېدنې او انقطاع ګانې پکې دي.
لکه څرنګه ،چې مو مخکې وویل،دا چې درېمه پېړې مو مبداء ونیوله،چې غیبت صغرا سره نږدې یا مقارن ده؛نو ددې مطلب دا نه دی،چې شیعه فقه له درېمې پېړۍ څخه پيل کېږي؛بلکې دا ځکه،چې تر دې عصر څخه مخکې د امامانو د حضور عصر دی او شیعه فقها د امامانو تر سیوري لاندې دي او خپلواکې نه لري او که نه په شیعه کې فقه او فقاهت او د کتاب تالیف د صحابه کرامو وخت ته رسي.لکه څرنګه،چې مو وویل لومړنی کتاب علي بن ابي رافع لیکلی دی.( چې د حضرت علي د خلافت په وخت کې کاتب او خزانه دار و)
ب- د ځینو د تصور پرخلاف، د شیعه معارف او له دې جملې څخه د شیعه فقه یوازې د ایراني فقهاوو په وسیله تدوین او تنظیم شوی نه ده؛بلکې ایراني او غیر ایراني په کې برخه درلوده. تر لسمې هجري پېړۍ مخکې غلبه له غیر ایراني عناصرو سره ده او یوازې د صفویانو په منځني دوره کې غلبه له ایرانیانو سره کېږي.
ج- تر صفویانو مخکې ایران د فقې او فقاهت مرکز نه و. په ابتداء کې بغداد د فقې مرکز و، بیا د شیخ طوسي په وسیله نجف د فقې مرکز شو او ډېره موده نه کېده،چې ورپسې جبل عامل( د اوسني لبنان جنوبي برخه) ، بیا حله شوه،چې په عراق کې کوچنی ښار دی. حلب ( د سوریې یو ښار دی) هم د څه مودې لپاره د فقهاوو مرکز و. د صفویانو په دوره کې و،چې مرکزیت اصفهان ته منتقل شو او په همدې وخت کې و،چې د نجف حوزه د مقدس اردبيلي او نورو مشرانو له خوا احیا شوه،چې تر ننه پورې دوام لري. د ایران په ښارونو کې یوازې قم دی،چې په لومړیو اسلامي پېړیو کې په هماغه وخت کې، له فقهي مرکزونو څخه شو، چې بغداد هم د اسلامي فقاهت مرکز و. همدارنګه د قاجار په دوره کې د میرزا ابوالقاسم قمي په وسیله احیا شوه او یو ځل بیا په ۱۳۴۰ هجري کې د مرحوم حاج شیخ عبدالکریم حایري یزدي له خوا یو ځل بیا احیا شوه او اوسمهال د شیعه له دوو سترو فقهي مرکزونو څخه ده.
نو له دې مخې کله بغداد، په یو وخت کې نجف او په یو دوره کې جبل عامل (لبنان)، په یو وخت کې حلب (سوریه)، د څه مودې لپاره حله (عراق) او په یو وخت کې اصفهان او په ځینو وختونو کې قم د سترو فقهاوو او فقې د نشاط مرکزونه وه. د تاریخ په اوږدو کې مخصوصا تر صفویانو وروسته د ایران په نورو ښارونو لکه مشهد، همدان، شیراز، یزد، کاشان، تبریز، زنجان، قزوین او تون ( اوس فردوس) سترې علمیه او معتبرې حوزې وې؛خو د قم، اصفهان د لنډې مودې لپاره د کاشان له ښارونو پرته د ایران بل یو ښار هم د لومړۍ درجه فقهاوو مرکزونه نه وه، عالیترینې او یا د عالیترینو فقهي حوزو په ردیف کې نه شمېرل کېدلې. ددې ښارونو د علمي او فقهي نشاط بهترین دلیل دهغو تاریخي او عالي مدرسو شتون دی،چې په نوموړیو ښارونو کې تر اوسه پورې پاتې دي.
د- د جبل عامل فقهاوو د صفویه ایران په خط مشې کې مهمه ونډه درولوده. لکه څرنګه،چې پوهېږو صفویان درویشان وه. هغه لار،چې دوی په پیل کې د خپل خاص درویشي سنت له مخې نیولی و او که د جبل عامل د فقهاوو د ژور فقهي طریقې له لارې دوی تعدیل شوي نه وای او که د دی فقهاوو په وسیله په ایران کې د ژورو فقهي حوزو بنسټ نه وای ایښودل شوی؛نو په هغه برخلیک به اخته شوي ول،لکه علویان،چې په ترکیه یا شام کې دي. له دې مخې یې پکې ډېر تاثیر درلود، چې لومړی خو د ایراني دولت او ملت عمومي طریقه له هغه شان انحرافاتو څخه خوندي پاتې شي او دویم دا چې شیعي عرفان او تصوف هم په معتدله لار ولاړ شي. له دې مخې د جبل عامل فقهاوو لکه محقق کرکي،شیخ بهايي او نورو په اصفهان کې فقهي حوزې تاسیس کړې،چې دوی د ایران په خلکو ستر حق لري.
ه- لکه څرنګه چې شکیب ارسلان ویلي دي ( د مشهد د شرعیاتو د پوهنځي نشریه ، ښاغلي واعظ زاده له څو عربي هېوادونو څخه د لېدنې په ترڅ کې د ” جبل عامل فیالتاريخ “له کتاب څخه په نقل) د جبل عامل تشیع د ایران تر تشیع د وخت له مخې مقدم یا مخکې دي. او دا د هغو کسانو د نظریې د ردولو لپاره غوڅ او قطعي دلیل دی،چې وايي تشیع ایرانیانو جوړه کړې ده. ځینې معتقد دي،چې لبنان ته د شیعه نفوذ د ستر او جلیل القدر صحابي حضرت ابوذر غفاري (رض) په وسیله شوی دی.حضرت ابوذر غفاري (رض) د پخواني شام په سیمه کې مېشت شو،چې د اوسني لبنان ټوله یا لږه برخه ده، دلته یې د معاویه له ثروت راټولنې او نورو امویانو پر ضد مبارزه پیل کړه او ورسره په څنګ یې د تشیع پاک مرام هم تبلیغاوه. (د مشهد د شرعیاتو د پوهنځي نشریه ، ښاغلي واعظ زاده له څو عربي هېوادونو څخه د لېدنې په ترڅ کې د ” جبل عامل فیالتاريخ “له کتاب څخه په نقل)
لیکوال : شهید مطهری
ژباړه : اجرالدین اقبال
-
ټیګونه:
- www.andyal.com