بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه قرآني زده کړې اسماني ستنې اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿ رعد/۲﴾ = الله هغه سپېڅلې ذات دى،چې اسمانونه يې بې له داسې […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د لوراند او لورین الله په نامه
قرآني زده کړې
اسماني ستنې
اللَّهُ الَّذِي رَفَعَ السَّمَاوَاتِ بِغَيْرِ عَمَدٍ تَرَوْنَهَا ثُمَّ اسْتَوَى عَلَى الْعَرْشِ وَسَخَّرَ الشَّمْسَ وَالْقَمَرَ كُلٌّ يَجْرِي لِأَجَلٍ مُسَمًّى يُدَبِّرُ الْأَمْرَ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لَعَلَّكُمْ بِلِقَاءِ رَبِّكُمْ تُوقِنُونَ ﴿ رعد/۲﴾ = الله هغه سپېڅلې ذات دى،چې اسمانونه يې بې له داسې ستنو لوړ کړل، چې يې وينئ . بيا يې پر عرش استوا وكړه (او د نړۍ د تدبير چارې يې د واک په منګولو كې ونيوې) او لمر و سپوږمۍ يې ايل كړل، چې هر يو تر يوې ټاكلې مودې روان دي. [هماغه د نړۍ] چارې تدبيروي (او خپل) آيتونه (او نښې درته) تشريحوي،ښايي د خپل پالونكي پر مخامخېدو يقين وكړئ .
په يو روايت كې راغلي، چې حسين بين خالد امام رضا (رح) وپوښت: داچې خداى د ذاريات سورت په اووم آيت كې وايي: ((قسم پر اسمان، چې لارې لري)) مانا يې څه ده؟ امام وويل: (( دا اسمان، ځمكې ته لارې لري)) حسين بن خالد وويل: له ځمكې سره به څرنګه ارتباطي لارې ولري؛ حال دا چې خداى وايي: اسمانونه بې ستنو دي؟! امام وويل: خداى سپېڅلى او پاك دى، ايا خداى نه وايي: بې ستنو چې يې وويني؟ حسين بن خالد وويل: هو. امام وويل: (( نو ستنې شته؛ خو تاسې يې نه وينئ.)) دا آيت هغه حديث ته په پامنيوي، چې په تفسير كې يې راغلى، له يوه حقيقته پرده لرې كوي، چې د آيتونو د نزول پر وخت هيچا ته څرګنده نه وه؛ ځكه پر هغه مهال د نړۍ پر علمي چاپېريال بطلميوسي نظريه واكمنه وه، چې له مخې يې، اسمانونه د كراتو په بڼه د پياز د غوټې په څېر يو پر بل پراته وو او طبیعتاً يو يې هم راځوړند او بې ستنو نه و؛ خو بشر ډېر روسته رابرسېره كړه، چې دا نظريه يو مخې تېروتنه ده او واقعيت دا دى، چې اسماني كرات بې له دې، چې څه د ډډې وهلو ځاى ولري، هر يو په خپل مدار او كړۍ كې ځوړند او ثابت دي او ترمنځ يې د جاذبې او دافعې قواوو انډول پر خپل ځاى ثابت ساتلي دي، چې يوه يې ددې كراتو په كتلې پورې اړه لري او بله يې په حركت پورې اړوند ده. د جاذبې او دافعې دې انډول د يوې نه ليدوونكي ستنې په څېر، اسماني كرات په خپل ځاى كې ساتلي دي[1].
د خدای ورځې
وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا مُوسَى بِآيَاتِنَا أَنْ أَخْرِجْ قَوْمَكَ مِنَ الظُّلُمَاتِ إِلَى النُّورِ وَذَكِّرْهُمْ بِأَيَّامِ اللَّهِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَاتٍ لِكُلِّ صَبَّارٍ شَكُورٍ ﴿ ابراهیم/ ۵﴾ = او په رښتيا موږ موسى له خپلو نښو سره ولېږه (او ورته مو وويل : ) قوم دې له تيارو څخه رڼا ته راوباسه او ((ايام الله = د خداى ورځې)) وريادې كړه، چې هرومرو په دغو (پېښو) كې هر يو تکړه زغمناک منندوى ته عبرتونه دي.
ښكاره ده، چې ټولې ورځې او وختونه د خداى لپاره دي؛ خو د ((ايام الله؛ د خداى ورځې)) تعبير د ځانګړو ورځو ښوونكى دى، چې د هغو پېښو په پار، چې پكې پېښېږي يا به پېښې شي، د خداى سلطنت او چار داسې ښكاره كېږي، چې په نورو ورځو كې دغسې ښكاره كېدنه نلري؛ لكه د مرګ ورځ، چې اخروي سلطنت ښكاره كېږي او د نيوي اسباب بې اغېزې كېږي، يا د قيامت ورځ، چې هېڅوك په خپله خوښه او اراده بل ته څه چار كړاى نشي او ټولې چارې د خداى په واك كې وي؛ يا هغه ورځې، چې خداى پكې د نوح، عاد، ثمود او… قومونه هلاك كړل او خپله غوسه، لاسبري او سلطه يې ښكاره كړه؛ يا هغه ورځې، چې ځينې پېغمبران او لارويان يې په ځانګړې لورنې وژغورل؛ لكه هغه ورځ،چې نوح (ع) او ملګري يې له توپانه وژغورل يا يې پر ابراهيم (ع) اور، ګلستان كړ يا موسى (ع) او قوم يې له سمندره پورې ايستل او د فرعونيانو له شره يې وژغورل. د اهل بيتو په رواياتو كې هم ((ايام الله)) ته ډېر مصاديق ياد شوي، چې خورا څرګند يې د حضرت مهدي د راښكاره كېدو ورځ ده[2].
د جهنم ورونه
لَهَا سَبْعَةُ أَبْوَابٍ لِكُلِّ بَابٍ مِنْهُمْ جُزْءٌ مَقْسُومٌ ﴿۴۴ حجر﴾ = (دوزخ) ته اووه ورونه [= پوړۍ] دي او له دوی (بېلاريو) هر وره [= پوړۍ] ته برخه بېله شوې ده (چې دا بېلاري به پكې ورننوځي ) .
په قرآن كريم کې د جهنم د ورونو د څرنګوالي په هكله په ډاكه څه ويل شوي نه دي؛ خو د قرآن په آيتونو او د معصومينو عليهم السلام په رواياتو كې له تدبره ګټنه كېږي، چې د جهنم له ورونو منظور، د دوزخ پوړونه دي، چې د هر پوړ عذاب او سختي يې له بلې توپير لري (يادونې وړ ده، چې باب د طبقې او پوړۍ پر مانا هم ده). په دې اړه په يو روايت كې لولو، چې علي (ك) يوې ډلې ته وويل: (( آيا پوهېږئ، چې د جهنم ورونه څرنګه دي؟)) و يې ويل: هرومرو د نړۍ د همدې ورونو په څېر دي. امام وويل: (( نه! داسې نه ده، بيا يې يو لاس پر بل لاس كېښود ( چې؛ يعنې د غسې دي[3])….)). روايات ښيي، چې د جهنم پر ځينو ورونو فرعون، هامان او قارون، پر ځينو مشركانو او پر ځينو د نبوي كورنۍ دښمنان ووننووځي. دا روايات څرګندوي، چې د جهنم پوړۍ يو تر بله خورا دردناكې دي او كومې ډلې، چې ورننوځي، يو تر بله خورا ګناهګارې او كړنې يې يو تر بله بدترې دي[4]. په پايله كې د جهنم ورونه، دا حقيقت په ګوته كوي؛ لكه څنګه چې د بنيادم كړنې يو تر بله توپير لري يا ګناهګارې او كافرې ډلې يو تر بله توپير لري، په بله نړۍ كې يې سزاګانې هم يو تر بله توپير لري[5]. په زړه پورې خو داچې له امام باقر (رح) څخه په يو روايت كې لولو: ((جنت اته ورونه لري))؛خو په دې آيت كې لولو، چې جنهم اوه ورونه لري، دا توپير دې ته اشاره لري كه څه بدمرغۍ او عذاب ته د ننووتو ورونه ډېر وي؛ خو نېكمرغۍ او ثواب ته د ورسېدو ورونه تر ده خورا ډېر دي[6].
خداى د سمې لارې د راښوولو ژمن دى
وَعَلَى اللَّهِ قَصْدُ السَّبِيلِ وَمِنْهَا جَائِرٌ وَلَوْ شَاءَ لَهَدَاكُمْ أَجْمَعِينَ ﴿ اسراء۹﴾ = او الله (بندګانو ته) د منځنۍ او سمې لارې د ورښوولو ژمن دى؛ خو ځينې لارې،بېلارې دي او كه الله وغواړي؛ نو تاسې ټولو ته به (په زور) سمه لار دروښيي (؛خو د زور ايمان څه ګټه نه لري) .
خداى په دې آيت كې، د انسان د مانيزې لارې خبره را منځ ته كړې. وايي، چې بېشكه خداى خپلو بندګانو ته تكامل ته د وررسېدو لار ورښيي.
دا لارښوونه په دوو لارو ده: ۱- فطرت، چې له دننه انسان ښو او كمال ته رابولي.۲- پېغمبران او اسماني كتابونه، چې انسان له دباندې د خداى لوري ته وربولي.
البته شونې ده، چې ځينې نيوكه وكړي. كه پر خداى د سمې لارې ورښوونه لازمه ده؛ نو ولې ډېر خلك پردې لار نه خوځي، چې دا د خداى بېوسي ده؛ يعنې_ معاذ الله_ خداى خلك هدايتولاى نشي. خداى ددې نيوكې په ځواب كې، د آيت په پاى كې وايي (( كه خداى غوښتلاى تاسې ټولو ته به يې (په زور او جبر) لارښوونه كړې واى )) ؛ يعنې اجبار د خداى غوښتنه نه ده؛ بلكې غواړي بندګان، په خپله خوښه سمه لار وټاكي او د خداى له سرغړاندۍ ډډه وكړي. په بله وينا: په خپل واك او اختيار د ښو چارو په كولو او له ګناهونو په ډډې كولو، ځان د الهي لارښوونې په درشل كې كړي[7]. په زړه پورې خو داچې په دې آيت كې خداى پر ځان لازمه كړې، چې انسان ته مانيزه لار وروښيي؛ خو هېڅكله يې د توکیزو نعمتونو په باب دغسې خبره كړې نه ده، چې دا پخپله پر توکیزو نعمتونو د ښیون – هدايت د نعمت غوراوى ښيي[8].
د ځمكې پاسوالان
وَأَلْقَى فِي الْأَرْضِ رَوَاسِيَ أَنْ تَمِيدَ بِكُمْ وَأَنْهَارًا وَسُبُلًا لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ ﴿ اسراء۱۵﴾ = او پر ځمكه یې ثابت او ټينګ غرونه واچول، (هسې نه) چې ومو لړځوي او سيندونه يې وبهول او لارې يې جوړې كړې، ښايي لار ومومئ.
دا جمله چې څو ځله په قرآن كې راغلې، په څرګندنه كې يې ويل شوي دي: د غرونو بېخونه يو له بل سره نښتي دي او د زرې په څېر يې ځمكه رانغاړلې او همدې د ځمكې د سختو لړزېدو مخه نيولې، چې د ځمكې د دننه غازونو د فشار او دباو له لامله شونې ده هره شېبه رامنځ ته شي.پر دې سربېره، د غرونو ځانګړي وضعيت، د سپوږمۍ د جاذبې (جزر و مد) پر وړاندې د ځمكې د پوټكي او مخ مقاومت زياتوي او اغېز يې تر ټيټه بريده رسوي. همداراز ورباندې د سختو توپانونو او دباوونو د همېشني حركت دنننی فشار راټيټوي؛ ځكه كه غرونه نه واى، د ځمكې پر هموار مخ سخت بادونه لګېدل او ارامي پكې ناشونې وه[9]. له دې آيته ګټنه كېږي، چې د ويالو پنځون د غرونو له پنځون سره اړيكه لري. ستر سيندونه، چې ټول كال بهېږي او شاړې ځمكې خړوبوي، د هغو اوبو له بركته دي، چې په غرونو يا څوكو كې يې د واورې او يخ په بڼه زېرمه شوي دي؛ نو ځكه د نړۍ ستر غرونه، د سترو سيندونو سرچينه دي او د غرونو شتون ،شونې ده په ځينو كې دا اشتباه راولاړه كړي، چې غرونه د ځمكې يوه برخه يو له بله بېلوي او د تګ راتګ مخه يې نيسي؛ نو په دې آيت كې راغلي، چې خداى پكې لارې او درې جوړې كړي، چې انسانان پكې لارې وركې نه كړي او موخې ته ورسي[10].
[1] نمونه، 10: 110 مخ
[2] الميزان، 12: 17 مخ.
[3] نمونه، 11: 73 مخ.
[4] الميزان، 12: 169 مخ. + پيام قرآن، 6: 418 مخ.
[5] پيام قرآن، 6: 418 مخ.
[6] نمونه، 11: 78 مخ.
[7] الميزان، 12: 211 مخ.
[8] نمونه، 11: 172 مخ.
[9] نمونه، 11: 182 مخ.
[10] پيام قرآن، 2: 222 مخ.