تبلیغات

نزول،تنزيل اونجوم څه ته وايي؟ د نزول تعريف : هغه كلام،چې د څښتن تعالى له اړخه د پېغمبر اکرم(ص) پر زړه نازلېده. د تنزيل تعريف: د څښتن تعالى هغه كلام،چي حضرت جبرائيل به راووړ . نجوم : هغه آيتونه او كلام،چې په پټه او غيبو كې د پېغمبر اکرم “ص” زړه ته رالېږل كېدل . […]

نزول،تنزيل اونجوم څه ته وايي؟

د نزول تعريف : هغه كلام،چې د څښتن تعالى له اړخه د پېغمبر اکرم(ص) پر زړه نازلېده.

د تنزيل تعريف: د څښتن تعالى هغه كلام،چي حضرت جبرائيل به راووړ .

نجوم : هغه آيتونه او كلام،چې په پټه او غيبو كې د پېغمبر اکرم “ص” زړه ته رالېږل كېدل .

د حضرت محمد”َ ص” په تګ سره وحې هم پرې شوه او د قيامت تر ور ځې به وحې نه راځي او قرآن شريف هغه ګرانبيه خزانه ده،چې د مسلمانانو د نېكمرغۍ لپاره نازل شوى دى .

اتمه زده کړه :

د قرآن شان نزول

د قرآن شريف آيتونه د نزول له  نظره دوو برخې دي :

* هغه آيتونه،چې  بې له كومې  پېښې يا د خلكو او اصحابو له پو ښتنې پرته نازل شوي دي .

* هغه آيتونه،چې له ځينو پېښو او پېغمبر اکرم”ص” نه تر پوښتنو وروسته رانازل شوي دي.

د قرآن شريف ډېرى آيتونه هم د لومړۍ برخې په څېر دي، چې د توحيد،نبوت،معاد،عدل او ورته مسالو په باب نازل شوي دي ، چې د نزول د شان په باب يې پلټنه پكار ده .

شان نزول تعريف : شان نزول هماغه زمينه ده ،چې ترې وروسته پر پېغمبر اکرم”ص” آيتونه  نازلېدل،چې د قرآن  د مفسرينو  له نظره  د آيت  د مفهوم  د  پوهېدو لپاره  خورا اړين دي .

د بېلګې په ټوكه : هغه آيتونه، چې شان نزول لري :

((وَلِلّهِ الْمَشْرِقُ وَالْمَغْرِبُ فَأَيْنَمَا تُوَلُّواْ فَثَمَّ وَجْهُ اللّهِ إِنَّ اللّهَ وَاسِعٌ عَلِيمٌ  (بقره/١١٥)= او ختيځ او لويديځ ټول د خداى دي او هرې خوا ته،چې مخ كړئ، هماغه يې د اطاعت لورى دى . بېشكه خداى د پراخ (نعمت) څښتن (او) پوه دى . ))

ددې آيت شان نزول :

په يوه  تياره  شپه كې  له  رسول الله “ص” سره  ځينې  ياران  ول، چې د لمانځه پر مهال هر يو، يوه اړخ  ته  لمونځ وكړ او  تر لمانځه  وروسته  ټول  په  دې  فكر كې ول، چې لمونځ ېې، چې د قبلې پر لور نه دى كړى؛  قبول  شوى که .

ددې آيت په  رالېږلو څښتن تعالى  يې  له زړه  وېره  لرې كړه او ورته  يې وويل : لمونځونه  مو قبول دي ، چې هغوى په هغه توره شپه كې د قبلې د پېدا كولو لپاره كومه لار نه درلوده .

يادونه : كه څه ددې آيت په راتلو د مسلمانانو د شپې د لمانځه ستونزه هواره شوه؛خو دا په دې مانا نه  ده،چې مسلمانان په هغه وخت كې، چې قبله ورته معلومه وي،  د خپلې خوښې بل اړخ ته لمونځ وكړي اوكه  له آيته  داسې برداشت وشي؛ نو بايد ووايم ،چې ددې آيت د نزول د شان  په  باب  تېروتى دى .

((لَيْسَ عَلَى الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ جُنَاحٌ فِيمَا طَعِمُواْ إِذَا مَا اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّآمَنُواْ ثُمَّ اتَّقَواْ وَّأَحْسَنُواْ وَاللّهُ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ  (مائده/٩٣)=  93  هغوى چې ايمان يې راوړى (آمنوا) او غوره چارې يې سر ته رسولې وي (عملوا الصالحات) ؛نو چې مخكې يې څه خوړلي وو، پر هغو به و نه نيول شي ( د تحريم د حكم تر نزول مخكې يې،چې شراب څښلي وي ؛نو سزا به ور نه کړه شي) په دې شرط،چې د بيا لپاره ځان وژغوري ( تقوا) او پر ايمان ټينګ ودرېږي ( آمنوا) اوښه كارونه وكړي (عملواالصا لحات) بيا چې له كومو شيانو منع  وشي او لاس ترې واخلي (تقوا) او څه چې د خداى امر وي، و يې مني (آمنوا) بيا(هم) پرهېزګاري وكړي او(هم) نېكي (احسنوا) او خداى نېكان خوښوي .))

ويل كېږي،چې (عثمان بن مظعون او عمرو ابن معدى كرب ) به ويل : د شرابو څښل حرام نه دي !  او د مائدې همدا آيت به يې د استدلال لپاره  راووړ او ددي آيت د نزول شان ته به يې پام نه كاوه او كه كړې  يې  وي؛ نو پوه شوي به وو، چې له دې آيته د امطلب نه دى،چې هغوى يې وايي . حال داچې له شرابو د ځان ژغورولو لپاره  لاندې آيت  هم راغلى دى :

* (( يا ايها الذ ين آمنو انما الخمر  ولميسر والا نصاب والا زلام رجس من عمل الشيطا ن فا جتنبو لعلكم تفلحون=د ايمان خاوندانو ! له شرابو ، جوارۍ، بوت لمانځنې  ډډه وكړئ،چې دا ټول پليد دي او  شيطاني  عمل دى ))

چې څښتن تعالى په دې آيت كې د شرابو څښل يو شيطاني چار و باله؛ نو څښتن تعالى د داسې خلكو د ځواب لپاره پورتنى آيت را نازل كړ او هغوى چې توبه  يې  ايستلې  ده او صالح كارونه يې  سرته رسولي دي،بښلي دي او مؤمنان شوي دي .

نهمه زده کړه: 

مدني سورتونه او آيتونه

د څښتن تعالى استازي په مكه كې له لس كاله مبارزې او د دين تر تبليغ وروسته د مشركانو د زور زياتي له امله له مسلمانانو سره يثرب ( مدينې ) ته هجرت وكړ.

پېغمبر اکرم “ص” او مهاجرو مسلمانو په مدينه كې 13 كاله د اسلام لپاره هلې ځلې وكړې او هغه آيتونه،چې په هجرت كې پر پېغمبر اکرم نازل شوي (مد ني) آيتونه نومېږي .

 

د مدني آيتونو ځانګرنې

هغه آيتونه”مدني” دي،چې الهي احكام،حدود،ټولنيز قانونونه  فرايض،واجبات،د جهاد په باب مسايل ، د منافقانو او د هغوى د خطراتو په  باب  خبرې  راغلي دي .

 

د مدني آيتونوپه باب څو نورې خبرې

تر هجرت  وروسته  ټولنيز تاوتريخوالى خوراكم  شوى و.

په اسلامي ټولنه كې دبښنې او روغې خبرې وې. آيتونه به اوږده اواحكام به پر تفصيل راتلل . د اسلام جزئي احكام به هم بيانېدل،چې  د نوې اسلامي ټولنې بنسټ پياوړى شي او هر مسلمان پر وګړيز او ټولنيزو احكامو پوه شي. زكات فرضېږي او د مسلمانانو مالي ځواک  هم پياوړى كېږي .

د مسلمانانو ترمنځ د ورورولۍ اعلان كېږي،چې ټول  د قانون پر وړاندې يو شانته دي .

د دښمنانو پر وړاندې دفاع رامنځ ته کېږي، د جهاد آيتونه رانازلېږي اومؤمنين د لومړي ځل لپاره توره په لاس كې اخلي اومخالفينوته خپل پوځي شتون اعلانوي .

منافقان رټل كېږي او کتابيان (مسيحيان او يهوديان) اسلام ته رابلل كېږي او د اسلام حقانيت يې په كتابونو كې مطرحېږي او حضرت محمد(ص) د حضرت عيسى(ع) موعود پېغمبر اکرم معرفي كېږي او د اسلام حقايق په ټينګواو پياوړيو دلايلواوپه مفصله توګه بيانېږي .

 

د مدني آيتونوبېلګې

*  ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ إِلاَّ مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ غَيْرَ مُحِلِّي الصَّيْدِ وَأَنتُمْ حُرُمٌ إِنَّ اللّهَ يَحْكُمُ مَا يُرِيدُ = (مائده/١)= مؤمنانو! پر ژمنو ( او تړونو مو) وفا وكړئ . تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين ) حلا ل شوي دي؛خو هغه چې تردې وروسته به درته ولوستل شي ( او استثنا شي) او د احرام په حال كې ښكاركو ل روا مه بولئ،په رښتيا خداى چې څه غواړي ( او مصلحت وي ) حكم كو ي . ))

* ((إِنَّ الَّذِينَ يُحِبُّونَ أَن تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ آمَنُوا لَهُمْ عَذَابٌ أَلِيمٌ فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ وَاللَّهُ يَعْلَمُ وَأَنتُمْ لَا تَعْلَمُونَ (نور/١٩)= په حقيقت کې هغوى چې په مؤمنانو کې د بدنامۍ خپرول خوښوي (؛نو) ورته په دنيا او آخرت كې دردناك عذاب دى او خداى پوهېږي او تاسې نه پوهېږئ .))

*  ((وَاعْلَمُواْ أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَيْءٍ فَأَنَّ لِلّهِ خُمُسَهُ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ إِن كُنتُمْ آمَنتُمْ بِاللّهِ وَمَا أَنزَلْنَا عَلَى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعَانِ وَاللّهُ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (انفال/٤١)= اوكه تاسې پر الله او پر هغه څه ايمان راوړى وي،چې له حقه د باطل د بېلوالي پر ورځ (؛يعنې) د دواړو لښكرو د مخامخېدو پرورځ [=د بدر د غزا ورځ ] موږ پر خپل بنده نازل كړي ول) پوه شئ كه هر څه په غنيمت ونيسئ؛نو پينځمه يې د خداى او پېغمبر او (د هغه) د خپلوانو،پلار مړيو، مسكينانو او مسافرو لپاره ده (؛نو دا برخه په خوښۍ وركړئ ) او خداى پر هر څه قادر دى . ))

 

مكي سورتونه

هغه آيتونه مكي  دي،چې پر پېغمبر اکرم “ص” په مكه كې نازل شوي دي او د يادونې  وړ ده، چې د څښتن تعالى استازي د وحې تر پيل وروسته لس كاله په مكه كې ژوند وكړ.

د مكي سورتونو ځانګړنې

*  هغه آيتونه،چې په مكه كې نازل شوي دي .

* هغه سورتونه،چې په پيل كې يې (كلا) راغلي دي.

*  هغه سورتونه ،چې سجده پکې وي؛ لكه :

الف : فصلت

ب : نجم

ج : علق

د: سجده

*  هغه سورتونه،چي  په پيل كې يې د رمز ټكي راغلي وي ؛ لكه  ( الم، طه، كهيعص) ؛ خو  بې د “بقري” او “آل عمران”  له سورتونو .

*   هغه سورتونه،چې د پخوانيو امتونو او پېغمبرانو كيسې پكې راغلې وي؛ خو بې د بقرې له سورته .

* هغه سورتونه،چې د حضرت آدم او شيطان كيسه پکې راغلې وي؛خو د بقرې له سورته .

* هغه سورتونه،چې “ياايها الناس” پكې راغلى دى .

* هغه سورت،چې “ياايها الذين آمنوا” پکې نه وي راغلى؛ خو بې د حج له سورته .

*  د قرآن وروستي لنډ آيتونه مكي دي .

د مكي سورتونو نورې ځانګړنې

مكي آيتونه په داسې يو چاپېريال كې نازل شوي دي ، چې پېغمبر اکرم “ص” له ځيږو مشركانو او متعصبو جنګياليو سره مخ و، چې دوى د حق د آيتونو اورېدو ته  چمتو نه  وو او پر پېغمبر اکرم “ص” يې ملنډې وهلې .

دا  آيتونه لنډ او ګواښوونكي دي،چې پكې د هغه وخت د خلكو ديني او اخلاقي انحرافات راغلي دي . په څرګندو دلايلو د څښتن تعالى وجود ثابتوي او د قيامت له حتمي راتګه خبر وركوي او له بوت لمانځنې سره په كلكه مبارزه كوي .

په دې آيتونو كې څښتن تعالى په ډ ېرو ځايونو كې قسم ياد كړى دى ، چې معمولا د ( كلا ) له ټكي سره يو ځاى دى .

د څښتن تعالى آيتونه  ټولنيز او غوڅ بيانېږي او د اسلام احكام او قوانين پكې نه دي  راغلي؛ځكه خلك يې عملي كولو ته چمتو نه وو او مسلمانان په دې آيتونو كې صبر او زغم ته رابلل شوي دي .

د مكي آيتونو څو بېلګې

* ((الَر كِتَابٌ أُحْكِمَتْ آيَاتُهُ ثُمَّ فُصِّلَتْ مِن لَّدُنْ حَكِيمٍ خَبِيرٍ  (هود/١)= ا لف ،لام ،راء . (دا قرآن) يو کتاب دى،چې آيتونه يې ټينګ او پايند شوي دي بيا د حكيم (او)  باخبره خداى لخوا ( بې له نېمګړتياوو) په څرګنده تشريح شوى  دى ))

*  ((أَفَلَا يَعْلَمُ إِذَا بُعْثِرَ مَا فِي الْقُبُورِ(عاديات/٩)= ايا نه پوهېږي (چې د قيامت) پر وخت څه چې په قبرونوكې دي،(ژوندي)راپورته كېږي . ))

* ((إِنَّ إِلَهَكُمْ لَوَاحِدٌ (صافات/٤)=چې بېشكه ستاسې معبود يوازې ايكې يو دى .))

* ((قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ  .اللَّهُ الصَّمَدُ .لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُولَدْ  .وَلَمْ يَكُن لَّهُ كُفُوًا أَحَدٌ (اخلاص)= ووايه : (( هغه “الله”يو دى،”الله”  پر ځان پوره او مړه خوا (صمد) دى  نه يې څوك زېږولى او نه له چا زېږېدلى دى   او هېڅوك يې سيال او سارى نه دى .))

 

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست