تبلیغات

قنوت قنوت په لغت کې هغه اطاعت ته ويل وکېږي ،چې خضوع ورسره وي . خداى حضرت مريم ته وايي : يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ( آل عمران \ ٤٣)= مريمې ! (ددې نعمت په شكر انه كې ) د خپل پالونكي اطاعت وكړه او سجده وكړه اوله ركوع كوونكيو سره […]

قنوت

قنوت په لغت کې هغه اطاعت ته ويل وکېږي ،چې خضوع ورسره وي . خداى حضرت مريم ته وايي :

يَا مَرْيَمُ اقْنُتِي لِرَبِّكِ وَاسْجُدِي وَارْكَعِي مَعَ الرَّاكِعِينَ ( آل عمران \ ٤٣)= مريمې ! (ددې نعمت په شكر انه كې ) د خپل پالونكي اطاعت وكړه او سجده وكړه اوله ركوع كوونكيو سره ركوع وكړه.( له لمونځ كوونكيوسره په جمع لمونځ كوه )

خوپه لمانځه کې له قنوت موخه هغه دعا ده ،چې د لمانځه په هردويم رکعت کې ويل کېږي.امام صادق د ((وَتَبَتَّلْ إِلَيْهِ تَبْتِيلًا = مزمل \٨)) دآيت په تفسيرکې وايي : له تبتل موخه دا ده، چې په لمانځه کې دواړه لاسونه دعا ته جيګ کړو.(وسایل،۴/ ۱۹۲)

تبتل په لغت کې له خداى پرته له بل چا د هيلې نه درلودل ‏دي .قرآن موږ ته سپارښتنه کوي :

ادْعُوا رَبَّكُمْ تَضَرُّعاً وَخُفْيَةً إِنَّهُ لاَيُحِبُّ الْمُعْتَدينَ (اعراف \ ٥٥) =[ خپل پالونكى (په ښكاره) په زاريو عذر اوپه پټه وبلئ (او له تيري لاس واخلئ چې) هغه تيري كوونكى نه خوښوي .]

د خداى په درګاه کې د لاسونو پورته کول د تضرع او زارۍ نښه ده انسان يواځې خداى ته لاسونه پورته کوي او له هغه پرته پر بل چا زړه نه تړي. که څه هم قنوت په لمانځه کې مستحب دى ؛خو ډېره پاملرنه ورته شوي. امام رضا، مامون الرشيد ته په يو ليک کې ليکى : قنوت د شپې او ورځې په ټولو لمونځونوکې يو لازمي سنت دى . (بحار٨٢\ ١٩٧) .

دلته امام رضا د قنوت پر اهميت ټينګار کوي که له انسان څخه له رکوع مخکې قنوت هېرشي؛ نو مستحب دي چې تر رکوع وروسته يې ووايي او که په سجده کې ور ياد شو؛نوله سلام اړولو وروسته يې ووايي. د قنوت په ادب کې داسې راغلي : دواړه لاسونه يوځاى په مخ پورې راپورته کړئ ، د لاسونو تلى بايد مخ په اسمان وي ،دواړه لاسونه سره بايد نښتى وي اوله غټې ګوتې پرته نورې ټولې ګوتې بايد يوله بل سره نښتې وي د دعا د ويلو پر وخت د لاسونو ورغووته وګورئ. دعا لږه په جيګ اواز ووايئ ،دومره نه چې د جمعې امام يې واوري . قنوت ځانګړې دعا نه لري او انسان کړاى شي پکې هره دعا ووايې،لازمه نه ده،چې دعا دې په عربي کې وي ،کړاى شو په قنوت کې خپلې اړتياوې پخپله ژبه کې هم ووايو؛خو يوه خبره څرګند ده چې کومې قرآني دعاګانې او يا هغه دعاګانې،چې امامانو به په قنوت کې ويلي ځانګړى فضليت لري .

 

د بېلابېلو لمونځونو قنوت

په لمانځه کې د قنوت شمېر يوشان نه دى . په پنځه وخته لمونځونوکې يو قنوت ويل کېږي اوهغه د دويم رکعت له رکوع مخکې دى .د جمعى لمونځ دوه رکعته دى او دوه قنوت لري ،يو د لومړي رکعت له رکوع مخکې او بل ددويم رکعت تر رکوع وروسته ويل کېږي .

د لوى او کوچنى اخترونو لمونځونه هم (٩) قنوته لري ،(٥) قنوته پرله پسې د لمړي رکعت تر رکوع مخکې او (٤) قنوته پرله پسې په دويم رکعت کې ويل کېږي ، البته دى قنوت ته ځانګړې دعاراغلى ده . د آيات لمونځ دوه رکعته دي او هر رکعت پنځه رکوع ګانې لري مستحب دي،چې دويمې،څلورمې ، شپږمې، اتمي او له لسمې رکوع مخکې دې قنوت وويل شي .که څه هم تر لسمې رکوع مخکې د يو قنوت ويل کافي دي . د وتر لمونځ يو رکعتي لمونځ دى او د شپې د لمانځه په پاى کې ويل کېږي ،يو اوږود قنوت لري او ډېرى دعا ګانې پکې راغلى دي . لکه د اويا ځلو د استغفار وويل ،د (٣٠٠) ځلو ((العفو)) ويل او څلويښتو مومنانو ته دعا کول دي . د باران لمونځ هم لکه د اخترد لمانځه په شان په لومړي رکعت کې پنځه قنوته او په دويم رکعت کې څلور قنوته ويل کېږي .

په هرحال د قنوت اوږدول مستحب دي . حضرت ابوذر،پېغمبراکرم (ص) وپوښت:کوم لمونځ غوره دى ؟ حضرت پېغمبر اکرم (ص) وويل : هغه چې قنوت يې اوږد وي او څوک چې قنوت اوږدوي؛نوپه قيامت کې به راحت وي.( بحارالانوار،۸۲/ ۲۰۰)

 

د معصومينو قنوت

حضرت ابن مسعود وايي : زما د مسلمانۍ دليل دا دى، درې کسان مې چې په ګډه په لمانځه وليدل، چې اوږد قنوت يې وايه اوهغه درې تنه حضرت پېغمبر اکرم (ص)،حضرت علي ،اوحضرت خديجه ول. (بحارالانوار،۳۸/ ۲۸۰)

امامانو به په قنوت کې اوږدې دعاګانې کولې ؛نو د حيرانتيا ځاى دا دې چې د قنوت له دې دومره برکتونوسره سره داهل سنتوپه منځ کې نشته؟ مګرحضرت علي اوخلفاى راشدينوپه لمانځه کې قنوت نه وايه ؟؟

د قنوت په ويلو کې يواځې د خپل ځان په غم کې بايد ونه اوسو. له حضرت زهرا (ع) يې بايد زده کړو.لومړى د ګاونډې په فکر کې اوسه او وروسته د خپلې کورنۍ؛ځکه خداى ژمنه کړې هغه کسان چې نورو ته دعا کوي ؛نو ددعا کوونکيوو اړتياوى به هم پوره کړي .په قنوت کې د دين د دښمنانو پر ضد بايد دعاو کړو او له خدايه د اسلام او مسلمانانوبريا وغواړو.حضرت پېغمبر اکرم (ص) به په خپل قنوت کې يوه ډله خلک په نومونو او ځانګړنوسره يادول اولعنت يې پرې وايه .

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست