تبلیغات

  بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ  د لوراند او لورین الله په نامه ق سورت ق سورت، پینځه څلوېښت(۴۵)آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی. نامه یې ددې سورت له پیله اخستل شوې، چې د «ق» مقطعه توری دی. د نورو مکي سورتونو په څېر یې چورلیځ، معاد، د تېرو قومونو، نېکانو او بدانو […]

 

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ 

د لوراند او لورین الله په نامه

ق سورت

ق سورت، پینځه څلوېښت(۴۵)آیتونه لري او په مکه کې نازل شوی دی.

نامه یې ددې سورت له پیله اخستل شوې، چې د «ق» مقطعه توری دی.

د نورو مکي سورتونو په څېر یې چورلیځ، معاد، د تېرو قومونو، نېکانو او بدانو پایله ویل دي.

سورت د مړیو د بیا راژوندي کېدو په اړه د مخالفانو په انکار او نټې پیلېږي او په طبیعت او پنځون کې د معاد په بېلګو دوام مومي.

د مرګ پر مهال د انسان د ساه ورکولو څرنګوالی او د نړۍ د پای شېبو لړزوونکې پېښې، چې د بلې نړۍ پيل دی، د قیامت د ځینو پېښو او د جنت او دوزخ ځانګړنو ویلو ته یوه سریزه ده.

او څه چې په دې ترڅ ‏کې انسان له خطرونو ساتي، د الله تعالی یاد او کلام ته یې پاملرنه ده، چې په دې سورت کې سپارښتنه پرې شوې ده.

بِسْمِ اللّهِ الرَّحْمنِ الرَّحِیمِ=د لوراند او لورین الله په نامه

ق وَ الْقُرْآنِ الْمَجِیدِ«1» = قاف. پر برمیال ‏قرآن قسم (چې ستا نبوت او قيامت حق دى)!

بَلْ عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ فَقالَ الْکافِرُونَ هذا شَیْءٌ عَجِیبٌ«2» = (نه يوازې کافرانو نه منله)؛ بلكې هېښ شول، چې (څنګه) خپله له همدوی يو گواښگرندى (پېغمبر) دوی ته راغى؛ نو كافرانو وويل: (( دا (محمد صلی الله علیه و آله وسلم او د قيامت خبرې) څه عجيبه څيز دى،

ټکي:

* دا سورت یو له هغو 29 سورتونو ځنې دی، چې پر مقطعه تورو پیلېږي؛ لکه څنګه چې مخکې مو وویل، دا توري د قرآن د برم او اعجاز څرګندوی دی، چې له همدې الفباوو جوړ او رامنځ ته شوی؛ نو سملاسي ورپسې پر قرآن سوګند یاد شوی دی. «ق وَ الْقُرْآنِ الْمَجِیدِ»

* د پېغمبراکرم، څه چې پرې ورنازل شوي او د احکامو په اړه یې، په قرآن کې دوه ډوله هېښنې ویل شوي دي: یوه یې مثبت او بله یې منفي. مثبته هېښنه د پېریانو له لوري وه، چې د قرآن لوړو مطالبو هېښنده کړل او و یې ویل: «سَمِعْنا قُرْآناً عَجَباً[1]» منفي هېښنه د کفارو ده، چې په څو ځایونو کې ده:

داچې د همدوی په څېر یو وګړی د الله استازی شوی دی. «بَلْ عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ»

ایکي یو پالنې ته یې وربلنه. «أَ جَعَلَ الْآلِهَهَ إِلهاً واحِداً إِنَّ هذا لَشَیْءٌ عُجابٌ» [2]

د قیامت او پر هغه ورځ یې د حساب و کتاب خبرې. «أَ فَمِنْ هذَا الْحَدِیثِ تَعْجَبُونَ»[3]

له بیا راژوندېدو. «وَ إِنْ تَعْجَبْ فَعَجَبٌ قَوْلُهُمْ أَ إِذا کُنّا تُراباً أَ إِنّا لَفِی خَلْقٍ جَدِیدٍ» [4]

پېغامونه:

1-پر قرآن سوګند خورا مهم دی؛ ځکه برم او ستریا لري. «وَ الْقُرْآنِ الْمَجِیدِ»

2-که برم او ستریا غواړئ؛ نو د برم او ستریا څښتن؛ قرآن ته ورمخه کړئ. «وَ الْقُرْآنِ الْمَجِیدِ»

3-که قرآن، مجید او کریم دی؛ موږ یې هم باید تمجید او (ونمانځو) او تکریم (درناوی) یې کړو. «وَ الْقُرْآنِ الْمَجِیدِ» «إِنَّهُ لَقُرْآنٌ کَرِیمٌ»[5]

4-ښېګڼې او کمالونه، د بې عقلو او منکرو په لید کې ناوړه برېښي. له خلکو سره د پېغمبرانو هم جنس والی او د خلکو له منځه راپاڅېدل، یو منل شوی او حکیمانه چار دی؛ خو کفارو ناوړه وګڼه او هېښنده شول. «عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ مُنْذِرٌ مِنْهُمْ»

5-د انبیاوو د رسالت یو مهم ټکی، خلکو ته زېری او ګواښنه ده. «مُنْذِرٌ مِنْهُمْ»

6-د پېغمبرانو په رالېږلو کې د الله تعالی له حکیمانه کړنې نټه، کفر دی. ( عَجِبُوا أَنْ جاءَهُمْ. . . فَقالَ الْکافِرُونَ)

7-د تاریخ په ترڅ کې د کفارو منطق، د پېغمبرانو له رسالته نټه‏ او هېښنه وه. «فَقالَ الْکافِرُونَ هذا شَیْءٌ عَجِیبٌ» (هو، کفار د نبوت او قیامت نټې ته کوم دلیل نلري، کار یې یوازې د پېغمبر پر خبرداریو، په تېره د قیامت په اړه، هېښنه څرګندول دي. )

أَ إِذا مِتْنا وَ کُنّا تُراباً ذلِکَ رَجْعٌ بَعِیدٌ«3» = ايا چې ومرو او خاورې شو (بيا هم ژوندي كېږو؟) دا راستنېدل خو (له عقله) لرې دي!))

قَدْ عَلِمْنا ما تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ وَ عِنْدَنا کِتابٌ حَفِیظٌ«4» = په يقين پوهېږو، چې ځمكه د دوی د بدنونو څه اندازه (خوري) او کموي او (د ټولو څيزونو د حساب) یو خوندي او یاد ساتونکی کتاب راسره شته؛

بَلْ کَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمّا جاءَهُمْ فَهُمْ فِی أَمْرٍ مَرِیجٍ«5» = بلكې چې کله حق دوی ته راغى، دروغ يې وګاڼه؛ نو [د نبوت او معاد په اړه] په ګډووډو سر دي.

ټکي:

* له «رَجْعٌ بَعِیدٌ» نه د کفارو مراد، د عقل او روږد له مخې لرېوالی دی؛ یعنې د انسان بیا راژوندي کېدل او ورستنېدل، له عقل او روږد له پلوه یو لرې چار دی؛ نوځکه وایو: هغوی له معاده نټې ته کوم دلیل نلري، یوازې استبعاد او انکار کوي.

* «مَرِیجٍ» د ګډوډۍ په مانا دی؛ لکه څنګه چې قرآن د دوو سیندونو د اوبو د ګډېدو په اړه وايي: «مَرَجَ الْبَحْرَیْنِ یَلْتَقِیانِ» [6]د «مَرِیجٍ» کلمه یوازې یوځل په قرآن کې کارېدلې ده؛ هغه هم د مشبهه صفت په چوکاټ کې، چې د کفارو د هېښنې، کړهاندۍ او ځلبلاندۍ د دوام ښکاروندی ده.

پېغامونه:

1-معاد او تر مړینې روسته ژوند ته پاملرنه د پېغمبرانو د خبرداریو چورلیځ دی. (جاءَهُمْ مُنْذِرٌ. . . ذلِکَ رَجْعٌ بَعِیدٌ)

2-ګروهیزې پوښتنې او شبهات ځواب کړئ. د کفارو هېښنه، په ځمکه کې د مړ بدن د خپرېدو په پار ده، چې قرآن یې ځواب وايي: موږ له دې ورستېدو خبر یو. (أَ إِذا مِتْنا. . . قَدْ عَلِمْنا ما تَنْقُصُ الْأَرْضُ)

3-ټول توکیز ادلون بدلونونه حساب و کتاب لري او د الله تعالی تر څارنې لاندې دي. «قَدْ عَلِمْنا ما تَنْقُصُ الْأَرْضُ»

4-ځمکه، ورستوونکې ځانګړنه لري. «تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ»

5- د هستۍ پر ذراتو د الله تعالی علم، د چارو له ثبت و ضبط او لیکلو سره په ټکر کې نه دی. (عَلِمْنا. . . وَ عِنْدَنا کِتابٌ) (لکه چې یو څوک درته ووايي: زه پخپله خبر یم او ترڅنګ یې لاسوندونه او شواهد هم دروښيي. )

6-الله پر کفارو هم غاړه خلاصوي. «کَذَّبُوا بِالْحَقِّ لَمّا جاءَهُمْ»

7-د اندېښنې، کړهاندۍ او ځلبلاندۍ جرړه، د حق په دروغجنولو او کفر کې ده؛ لکه څنګه چې د ډاډ جرړه، په قرآن او الله تعالی یادونه کې ده. ( بَلْ کَذَّبُوا بِالْحَقِّ. . . فَهُمْ فِی أَمْرٍ مَرِیجٍ)

8-هغه چې ټیکاومن او پیاوړی ایمان نه لري، هره شېبه یې خبره بدلېږي او اندېښمن ‏ دی. (کله پېغمبر کوډګر، پالي، کله یې مجنون او د نورو زده کړیال ګڼي. ) «فِی أَمْرٍ مَرِیجٍ»

أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا إِلَی السَّماءِ فَوْقَهُمْ کَیْفَ بَنَیْناها وَ زَیَّنّاها وَ ما لَها مِنْ فُرُوجٍ«6» = ‏ايا دوى د خپل سر له پاسه اسمان ته نه ویني، چې څرنګه مو جوړ او (په ستوريو) سينګار كړ، چې هېڅ چاود پکې نشته؟!

وَ الْأَرْضَ مَدَدْناها وَ أَلْقَیْنا فِیها رَواسِیَ وَ أَنْبَتْنا فِیها مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیجٍ«7» = او ځمكه مو وغوړوله او ټينګ (غرونه) مو پکې واچول او هر ډول ښكلي (بوټي) مو پکې راوټوكول

تَبْصِرَهً وَ ذِکْری لِکُلِّ عَبْدٍ مُنِیبٍ«8» = (چې) دا (ټول څيزونه) هر توبه ګار بنده ته ((ليد)) او ((پند)) دى.

ټکي:

* «رَواسِیَ» د «راسیه» جمع او د کلک، ټینګ او استوار په مانا ده.

*د بوټیو د جوړه توب ویل، د قرآن یو علمي اعجاز دی. «مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیجٍ»

* د معاد په اړه د هېښنې- هک اریانتیا او لرې ګڼلو جرړه په څو څیزونو کې ده:

الف)هغه مړی چې وروست شوی او خاورې یې خورې شوې، څوک پوهېږي، چې چېرته دی ؟

ب)په دې فرض، چې خواره واره ذرات وپېژندل شي، په کوم ځواک به راغونډېږي؟

د لومړۍ شبهې په ځواب کې په ۴ آیت کې مو ولوستل: موږ د خاورې پر ټولو ذراتو پوهېږو او پېژنو یې. «عَلِمْنا ما تَنْقُصُ الْأَرْضُ مِنْهُمْ»

د دویمې شبهې په ځواب کې دا آیتونه وايي: موږ د دې ‏ذرو د راغونډولو ځواک لرو او زموږ د ځواک بېلګه په آسمانونو او ځمکه کې ګورئ، چې څنګه مو آسمانونه درولي او پسوللي، چې هېڅ ډول درز او نیمګړتیا پکې نشته.

* په اسلام کې تعقل عقل کارونه، تفکر، اندنه، بصیرت، لیدانه او ښانده، معرفت لومړی ګام دی او مناجات، ژړا، انابه او عبادت ورپسې ګام دی. «تَبْصِرَهً وَ ذِکْری» لومړی بصیرت بیا تذکر. په بل ځای کې وايي: یَتَفَکَّرُونَ فِی خَلْقِ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ رَبَّنا ما خَلَقْتَ هذا باطِلاً سُبْحانَکَ. . . [7]؛ یعنې لومړی تفکر او تعقل کوي، بیا د الله تعالی پر ربوبیت منښته کوي.

قرآن د عقلمنو په ستاینه کې وايي: «أَعْیُنَهُمْ تَفِیضُ مِنَ الدَّمْعِ مِمّا عَرَفُوا مِنَ الْحَقِّ» [8] اوښکې له اند، معرفت او بصیرته راولاړې دي؛ نه له روږد او احساساتو.

پېغامونه:

1- طبیعت د الله پېژندنې ټولګی دی. ( أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا إِلَی السَّماءِ. . . )

2-د بېلګو په ویلو سره، خلک راوبلئ. (د معاد د شونتیا لپاره، په آسمانونو او ځمکه کې د الله تعالی ځواک ته ځیر شئ. ) «أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا»

3-هغه خلک رټنوړ دي، چې په هستۍ کې اندنه نه کوي او معاد لرې بولي. «أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا»

4-پر آسماني کراتو، نظم او قانون واکمن دی. ( کَیْفَ بَنَیْناها. . . ما لَها مِنْ فُرُوجٍ)

5- ځمکه بې غرونو ټیکاو او استقرار نه لري. «أَلْقَیْنا فِیها رَواسِیَ»

6- ټینګښت ‏او ښکلا، په ځمکه او آسمانونو کې د الله تعالی د پنځېدلیو ځانګړنه ده. (ما لَها مِنْ فُرُوجٍ، زینا السماء، أَلْقَیْنا. . . رَواسِیَ، زَوْجٍ بَهِیجٍ)

7-له مړې خاورې د ژوندیو بوټیو راټوکېدل، د انسان د بیا راژوندي کېدو یوه بېلګه ده. (ذلِکَ رَجْعٌ بَعِیدٌ. . . وَ أَنْبَتْنا فِیها مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیجٍ)

8-بوټیو او طبیعي نندارو ته کتل، د خوښۍ او تازه توب یو لامل دی. ( أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا. . . مِنْ کُلِّ زَوْجٍ بَهِیجٍ)

9-دومره د الله تعالی د ځواک بېلګې په پام کې ونیسئ، چې بېخي شبهه درته پاتې نشي. ( أَ فَلَمْ یَنْظُرُوا. . . بَنَیْنا،  زینا، مددنا، أَلْقَیْنا، أَنْبَتْنا)

10-تر ټولو ارزانه، عمومي، نږدې، روغه، دوامداره، موخنه ‏او هر اړخیزه خوښي، الهي پنځېدلیو ته کتنه ده. «بَهِیجٍ»

11-د انبیاوو په ښوونځي کې، لیدنه دې د لیدانې/بصیرت، پوهې، هوښیارۍ او عبرت اخستو سریزه وي. «یَنْظُرُوا – تَبْصِرَهً – ذِکْری»

12-د ورستنېدو لار ټولو ته پرانستې ده. «لِکُلِّ عَبْدٍ مُنِیبٍ»

13-که د انسان پوهېدو ته زړه وي؛ نو ټوله هستي (آسمانونه او ځمکې) ورته د معرفت ټولګی دی. «تَبْصِرَهً وَ ذِکْری لِکُلِّ عَبْدٍ مُنِیبٍ»

14-د انبیاوو په ښوونځي کې ښکلاوې او خوښۍ د غفلت لاملونه نه؛ بلکې د ودې او قرب/ورنږدېدو وزلې دي. (زینا. . . زَوْجٍ بَهِیجٍ. . . تَبْصِرَهً وَ ذِکْری لِکُلِّ عَبْدٍ مُنِیبٍ)

15- تواضع د پوهې زمینه او غرور د بې برخۍ لامل دی. «تَبْصِرَهً وَ ذِکْری لِکُلِّ عَبْدٍ»

16-د الله درشل ته زاري، توبه او انابه، عبودیت ته پکار چارې دي. «عَبْدٍ مُنِیبٍ»

وَ نَزَّلْنا مِنَ السَّماءِ ماءً مُبارَکاً فَأَنْبَتْنا بِهِ جَنّاتٍ وَ حَبَّ الْحَصِیدِ«9» = او موږ له اسمانه بركتناكې اوبه راښكته كړې؛ نو په همدې مو باغونه او رېبل كېدونې دانه وال بوټي راوټوکول.

 وَ النَّخْلَ باسِقاتٍ لَها طَلْعٌ نَضِیدٌ«10» = او هم د کجورو لوړې وږيزي ونې (را زرغونې کړي

 رِزْقاً لِلْعِبادِ وَ أَحْیَیْنا بِهِ بَلْدَهً مَیْتاً کَذلِکَ الْخُرُوجُ«11» = چې بندګانو ته ((روزي)) وي او په همدې (باران) مو مړاوې سیمه را ژوندۍ كړه؛ (هو! له قبرونو د مړيو) راوتل همدغسې دي.

ټکي:

* «حصید» د رېبل شوې په مانا دی، «باسِقاتٍ» د دنګې ونې/اوږد قد په مانا، «طَلْعٌ» هغه غوټۍ، ته وايي چې نوې په کجوره اوړېدلې وي، «نَضِیدٌ» متراکمو/منډلیو او یو د بل له پاسه ايښودل شویو ته وايي.

*د بزګرۍ د خوښۍ غوره او خوندوره برخه، د یېبرې – محصول رسېدل او رېبل دي. «حَبَّ الْحَصِیدِ»

*په دې آیتونو کې د معاد څرګندولو لپاره له ورښت او د بوټیو له راټوکېدو ګټنه شوې ده.

* امام باقر (رح) د «نَزَّلْنا مِنَ السَّماءِ» په اړه ویلي: پر ځمکه به داسې اوبه نه وي، چې د آسمان له اوبو سره ګډې شوې نه وي. [9]

* حضرت علي کرم الله وجهه به د ورښت پرمهال د باران اوبه پر سر او مخ اچولې او ویل به یې: دا له آسمانه هغه برکت دی، چې یو لاس او لوښی هم پرې نه دی لګېدلی. [10]

پېغامونه:

1-ورښت که څه د طبیعي لاملونو له لارې دی؛ خو په الهي اراده دی. «نَزَّلْنا»

2- ورښت د ځمکې د ژوند او برکت لامل دی. د آفاتو ورکول، د بوټیو راټوکول، د هوا لطافت او پاکوالی او د چینو رابهول، د ورښت خیرات او برکتونه دي. «مُبارَکاً»

3-په مېوو کې کجوره جلا حساب لري. (د کجورې د ونې نامه جلا راغلې ده) (جَنّاتٍ. . . وَ النَّخْلَ)

4-د کرنیزو یېبرو – محصولاتو ‏پیدا کېدل حکیمانه دي او موخه لري. «رِزْقاً لِلْعِبادِ»

5-د انسان رزق دې یې د بندګۍ زمینه او لاره چاره وي. «رِزْقاً لِلْعِبادِ»

6- د معقولاتو ویلو ته له محسوساتو ګټنه وکړئ. ( أَحْیَیْنا بِهِ بَلْدَهً مَیْتاً. . . کَذلِکَ الْخُرُوجُ)

7-الهي ځواک ته ځیرېدل، انسان ته د مړیو د راژوندي کېدو پر مسله پوهېدل آسانوي. (بَنَیْنا، زینا، مددنا، أَلْقَیْنا، أَنْبَتْنا،  نَزَّلْنا، فَأَنْبَتْنا، أَحْیَیْنا. . . کَذلِکَ الْخُرُوجُ)

8-الهي چارې ځانګړی هراړخیزتوب لري؛ الله تعالی صنعت، حکمت، معرفت او هدایت ‏ سره ګډ کړي دي. (د کجورې د ونې دنګوالی او د غوټیو ښکلا یې، الهي هنر او هم صنعت دی. د مېوو رزقېدل، د الهي حکمت نښه ده او له مړې ځمکې دومره ښېرازي او يېبرې – محصولات رامنځ ته کول، د قیامت په اړه پر الهي ځواک د انسان معرفت او هدایت دی. ) (باسِقاتٍ. . . نَضِیدٌ. . . رِزْقاً. . . کَذلِکَ الْخُرُوجُ)

کَذَّبَتْ قَبْلَهُمْ قَوْمُ نُوحٍ وَ أَصْحابُ الرَّسِّ وَ ثَمُودُ«12» = تر دوى مخكې د نوح قوم، اصحاب الرس [= په يمامه كې يو قوم و، چې حنظله يې پېغمبر و] او ثموديانو (خپل پېغمبران) دروغجن وګڼل،

وَ عادٌ وَ فِرْعَوْنُ وَ إِخْوانُ لُوطٍ«13» = او (همداراز) د عاد (قوم)، فرعون او د لوط (قومي) روڼو،

وَ أَصْحابُ الْأَیْکَهِ وَ قَوْمُ تُبَّعٍ کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ فَحَقَّ وَعِیدِ«14» = او د ايكه خلكو [= د شعيب قوم] او د تبع قوم (چې په يمن كې اوسېدل) دوى هر يو الهي استازي په دروغو وګڼل؛ نو (په اړه يې زما د عذاب) ګواښ عملي شو!

ټکي:

* د«اصحاب الرَّس» نامه، په دې سورت او فرقان سورت ۳۸ آیت کې راغلې ده. «اصحاب رسّ» په یمامه کې ژوند کاوه او د حنظله په نامه پېغمبر یې درلود، چې خپل پېغمبر یې تکذیب کړ او په څاه کې یې واچاوه او دا چې «رَسّ» د څاه په مانا دی؛ نو دا قوم اصحاب رسّ نومېدلی دی.

ځینې یې هغه قوم ګڼي، چې د صنوبر ونه یې معبود کړې وه او نمانځله یې. [11] امام صادق (رح) د اصحاب رسّ د عذاب د علت په اړه وویل: ښځو به یې له ښځو سره کوروالی کاوه (او همنوږي ‏وو). [12]

* ثمود قوم، د صالح علیه السلام قوم او عاد قوم، د هود علیه السلام قوم دی.

* «ایکه» د درګې په مانا دی. اصحاب ایکه، د حضرت شعیب د قوم یوه ډله وه، چې په درګو کې یې ژوند کاوه. په حجر او شعراء سورتونو کې یې نامې راغلې دي.

* «تُبّع» د یمن د پاچاهانو لقب دی او تُبّع قوم، د یمن هغو خلکو ته ویل کېږي، چې د خپلو پاچاهانو لارويان وو. نامه یې په دخان سورت ۳۷ آیت کې هم راغلې ده.

په حدیث کې لولو:

د یمن پاچا (تبّع) د اوس او خزرج ټبرونو ته وویل: تاسې په همدې یثرب کې پاتې شئ، چې د اسلام پېغمبر مبعوث شي او که ما هم پېغمبر ولید؛ نو په چوپړ کې به یې یم او ورسره ملګرې کېږم‏. [13]

* داچې د حضرت لوط قوم یې ټول خپلوان او هم ټبري ول؛ نو قرآن د دوی په اړه د «اخوان لوط» تعبیر کړی دی. [14] البته قرآن، پېغمبران د خلکو روڼه ګڼي؛ او ښايي په همدې پار هم د لوط قوم د ده روڼه اطلاق شوي دي.

پېغامونه:

1-د انبیاوو له تاریخ او ستونزو سره آشنایي، د اسلام د پېغمبر صلی الله علیه و آله وسلم ټکور دی. «کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ»

2-د تاریخ په ترڅ کې، تل حق او باطل په ټکر کې وو. «کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ»

3-الله تعالی د انبیاوو په رالېږنه، غاړه خلاصوي او که خلکو ځېل وکړ او و یې نه منله؛ نو سزا به ورکړي. (کَذَّبَ الرُّسُلَ. . . فَحَقَّ وَعِیدِ)

4-ځینو ځېلي قومونو په دنیا کې هم سزا ولیده. «فَحَقَّ وَعِیدِ»

5-د تېرو قومونو تاریخ او برخلیک، راتلونکیو ته عبرت دی. ( کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ. . . فَحَقَّ وَعِیدِ)

6-د هر پېغمبر د دروغجنولو پایله، الهي قهر او عذاب دی. «کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ»

7- د هر یو پېغمبر دروغجن ګڼل، د ټولو پېغمبرانو د دروغجن ګڼلو په څېر دي (کُلٌّ کَذَّبَ الرُّسُلَ) ( سره له دې چې دوی یوازې د خپلې زمانې پېغمبر دروغجن ګاڼه)

أَ فَعَیِینا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ بَلْ هُمْ فِی لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِیدٍ«15» = نو ايا موږ په لومړي ځل پيدا كولو ستړي شوي يو (چې په قيامت كې به له بيا پنځونې بېوسې يو)؟!؛ خو دوى (له دې ټولو څرګندو دلايلو سره بيا هم) د نوي پنځون په اړه شكمن دي.

وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ وَ نَعْلَمُ ما تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ وَ نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیدِ«16» = او په يقين، موږ انسان پيدا كړى او پوهېږو، چې خپل نفس یې څه وسوسې ورته کوي او موږ تر ښهرګه هم ډېر ورنژدې يو.

ټکي:

* د «عیینا» کلمه، له «عی» اخستل شوې، چې د بېوسۍ په مانا ده او «لَبْسٍ» د ګډ/خلط، تېروتنې او مشتبه کېدو په مانا دی.

* «وسوسه» په لغت کې غلي غږ ته وايي او په اصطلاح کې له هغو ناوړو اندونو کنایه ده، چې د انسان په سوچ او زړه کې تېرېږي.

* د«ورید» کلمه د «ورود» له جرړې او په اوبو پسې د تګ په مانا ده. داچې دا رګ د زړه او د بدن د نورو غړیو ترمنځ د وینې د ګرځېدو ستره لار ده، ورته یې «ورید»ویلي دي.

*د کږلاریو هدایت ‏ته دې له هرې سمې لارې ګټنې وشي. په تېرو آیتونو کې په هستۍ کې د الهي ځواک بېلګې او د دروغجنوونکيو د سپېرو پایلو بېلګې وویل شوې. دا آیتونه د خلکو وجدان او عقل مخاطبوي، چې ایا په لومړي ځل پنځولو کې بېوسي وو، چې په دویم ځل پنځولو کې به یې پاتې راشو.

* د«نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیدِ» غونډلې/جملې ته ورته دا آیت دی، چې: «أَنَّ اللّهَ یَحُولُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَ قَلْبِهِ» [15] الله يې د انسان او د زړه ترمنځ پرده كېږي.

*د وسوسې سرچینه درې څیزونه دي:

الف) نفس او ځاني غوښتنې. «تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ»

ب) شیطان. «فَوَسْوَسَ لَهُمَا الشَّیْطانُ»[16]

ج) ځینې انسانان او پېریان. «الَّذِی یُوَسْوِسُ فِی صُدُورِ النّاسِ مِنَ الْجِنَّهِ وَ النّاسِ» [17]

*زموږ پر چارو د الله تعالی علم په دوو علتونو دی:

الف) پنځګر مو دی او خالق خپل مخلوق پېژني: «أَ لا یَعْلَمُ مَنْ خَلَقَ» [18]، «وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ وَ نَعْلَمُ ما تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ»

ب) پر موږ راچاپېر دی. ( نَعْلَمُ. . . وَ نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیدِ)

نو د الله تعالی علم دقیق، پراخ او بې واسطې دی.

*په معاد کې د شک جرړه په دوو څیزونو کې ده:

یو داچې الله تعالی له کومه پوهېږي، چې چا څه کړي او ذرات یې چېرته دي؟

بل داچې له کومه ځایه یې بیا پنځولای شي ؟

دا آیت دواړو ته ځواب ورکوي:

هغه یې کولای شي؛ ځکه مخکې یې پنځونه کړې ده. «وَ لَقَدْ خَلَقْنَا الْإِنْسانَ»

هغه پوهېږي؛ ځکه پر نالیدونيو وسوسو هم خبر دی. «نَعْلَمُ ما تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ»

پېغامونه:

1-د هر موجود پنځونه یې پر بیا پنځونه د الله تعالی د ځواک نښه ده. که لومړی ځل پنځونه شونې وه، بیا پنځونه یې هم شونې ده. «أَ فَعَیِینا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ»

2-له مخالف سره په خبرو کې، له لنډو او سپینو خبرو کار واخلئ. «أَ فَعَیِینا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ» (د یوه ممکن/شوني شمېرل او د بل محال/ناشونی شمېرل، یو ډول تناقض/ټکر دی)

3- کافران د معاد انکار ته دلیل نه لري، یوازې شک او اړنګ کوي. «بَلْ هُمْ فِی لَبْسٍ مِنْ خَلْقٍ جَدِیدٍ»

4-که غواړئ، روغه ګروهه ولرئ؛ نو وسوسې له ځانه لرې کړئ او نفس مو سم کړئ. (له قیامته نټه په دې پار ده، چې ځانونه مو له وسوسو پاک کړي نه دي. ) (بَلْ هُمْ فِی لَبْسٍ. . . وَ نَعْلَمُ ما تُوَسْوِسُ بِهِ نَفْسُهُ)

5- الله تعالی د بشر پر ټول ژوند علم لري او پرې راچاپېر دی. «نَحْنُ أَقْرَبُ إِلَیْهِ مِنْ حَبْلِ الْوَرِیدِ»

إِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیانِ عَنِ الْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ قَعِیدٌ«17» = (او زموږ پر دغه سیده ‏علم سربېره درياد کړه) چې د انسان په ښي او په كيڼ اړخ (په څارنځاى) کې ناستې دوې اخستونکې (پرښتې دهغه ټولې کړنې) را اخلي؛

ما یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلاّ لَدَیْهِ رَقِیبٌ عَتِیدٌ«18» = ‏[انسان] چې هره خبره كوي؛ ورسره چمتو څارنې [پرښتې يې ليكي].

وَ جاءَتْ سَکْرَهُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ ذلِکَ ما کُنْتَ مِنْهُ تَحِیدُ«19» = او (په پايله کې) د مرګ (په درشل کې) بېهوشي (دهغه سترګو ته) حقيقت راوړي (او انسان ته ويل كېږي؛ ) دا هماغه څه دي، چې ترې تښتېدې!

وَ نُفِخَ فِی الصُّورِ ذلِکَ یَوْمُ الْوَعِیدِ«20» = ‏او (د قيامت) په شپېلۍ کې به وپوكل شي؛ دا ده د عذاب د ژمنې ورځ!

ټکي:

* د «قَعِیدٌ» تعبیر له هغې کنایه ده، چې له انسان سره تل دوې پرښتې ‏دي او پټې ورته ناستې دي؛ نه داچې دوې پرښتې د انسان کیڼ او ښي لوري ته ناستې وي.

* «رَقِیبٌ» د ساتندوی او څارنې په مانا دی، «عَتِیدٌ» چوپړ ته د چمتو په مانا دی، «سَکْرَهُ» هغه حالت دی، چې د انسان سد او عقل له منځه ولاړ شي او «تَحِیدُ» د عدول، اوړېدو او تېښتې په مانا دي.

* د مړینې پرمهال د انسان وېره او اندېښنه ‏دومره وي، چې قرآن په « سَکْرَهُ الْمَوْتِ » تعبیر کړی دی؛ لکه چې په قیامت کې هم د الهي نیاوتون/محکمې هیبت انسان پر داسې حالت اخته کوي او هغه د قرآن په تعبیر: «تَرَی النّاسَ سُکاری»[19]خلک د نېشې وګړیو په څېر، بې ارادې وینې.

*د انسان د بدن په غړیو کې، د ژبې څارنه اوڅار شوې او شونې ده په دې پار وي، چې د ژبې کړنه تر ټولو غړیو ډېره، آسانه، عمومي، ژوره، دایمي او له پېښو ډکه ده.

*د انسان څارل کېدل، د ټولو کړنو ثبتېدل یې، ځلکدن او په قیامت کې یې سوبېدو ته پاملرنه، یو ستر خبرداری او د الهي تقوا زمینه او لار اوارونکې‏ ده.

*د څارونکیو او شاهدانو ګڼوالي ته پاملرنه، د انسان پر کړنو اغېزمن دي او څومره چې څارن او شاهدان ډېر وي، نېکچاریو او له ګناه بچېدو ‏ته د انسان انګېزه ډېرېږي. ( عَنِ الْیَمِینِ. . . عَنِ الشِّمالِ. . . رَقِیبٌ عَتِیدٌ)

پېغامونه:

1- سره له دې چې متعال الله پخپله د انسان پر کړنو او اندونو څارن دی؛ خو الهي تشکیلات حساب و کتاب لري او پرښتې مو تل د کړنو ثبتولو په حال کې دي. «إِذْ یَتَلَقَّی الْمُتَلَقِّیانِ»

2- د پرښتو ترمنځ دندې ویشل شوې دي. (د روایتونو له مخې، یمین پرښته نېکۍ ثبتوي او شمال پرښته ناوړه او بدې چارې ثبتوي. [20]) «الْمُتَلَقِّیانِ عَنِ اَلْیَمِینِ وَ عَنِ الشِّمالِ قَعِیدٌ»

3- انسان نه یوازې د خپلو کړنو پر وړاندې؛ بلکې د خبرې پر وړاندې یې هم مسوول/پازوال دی او حساب به یې ورسره کېږي. «ما یَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ»

4- هغه څارنه معتبره او ارزښتمنه ده، چې هر څه په بشپړه توګه تر څارنې لاندې ولري. ( عَنِ الْیَمِینِ. . . عَنِ الشِّمالِ. . . رَقِیبٌ عَتِیدٌ)

5- انسان د مرګ په شېبه کې خپل عادي حالت له لاسه ورکوي. «سَکْرَهُ الْمَوْتِ»

6- د مرګ سکرات هر چاته حتمي دي. «سَکْرَهُ الْمَوْتِ بِالْحَقِّ»

7-له مرګه تېښته د انسان طبیعي ځانګړنه ده. «کُنْتَ مِنْهُ تَحِیدُ»

وَ جاءَتْ کُلُّ نَفْسٍ مَعَها سائِقٌ وَ شَهِیدٌ«21» = او هر څوك (په داسې حال كې محشر ته) را روان وي، چې یو بېوونکى او یو شاهد به ورسره وي.

 لَقَدْ کُنْتَ فِی غَفْلَهٍ مِنْ هذا فَکَشَفْنا عَنْکَ غِطاءَکَ فَبَصَرُکَ الْیَوْمَ حَدِیدٌ«22» = (ورته ويل كېږي) په يقين، ته خو له دې (ورځې او سترې محاكمې) په ناخبرۍ کې وې؛ نو موږ ستا پرده درنه لرې كړه او نن دې نظر (ښه) تېز دی.

وَ قالَ قَرِینُهُ هذا ما لَدَیَّ عَتِیدٌ«23» = او ملګرې (پرښته) یې وايي: ((دا (كړنليك) هغه څيز دى، چې راسره تيار حاضر دى. ))

أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ کُلَّ کَفّارٍ عَنِیدٍ«24» = [دواړو پرښتو ته ويل كېږي:] ځیلي نامنندویان ‏په دوزخ كې وغورځوئ!

 مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُرِیبٍ«25» = (هغه چې) د نېکۍ په ټينګه منع كوونكى، پوله ماتى او شكمن و (ان نور يې شكمنول).

اَلَّذِی جَعَلَ مَعَ اللّهِ إِلهاً آخَرَ فَأَلْقِیاهُ فِی الْعَذابِ الشَّدِیدِ«26» = هماغه چې له “الله” سره يې بل معبود نيولى و؛ نو په سخت عذاب كې يې وروغورځوئ!

ټکي:

* په قیامت کې، حکم ورکولو ته د یوې محکمې طبیعي پړاوونه وهل کېږي: لومړی د شاهد شتون «سائِقٌ وَ شَهِیدٌ» ورپسې محاکمه او پر جرم د مجرم سر خلاصول، «کُنْتَ فِی غَفْلَهٍ» او ورپسې حکم ورکول. «أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ»

* «عَتِیدٌ» د پرښتو منظم او دقیق ثبت او ضبط ته اشاره ده او «عَتِیدٌ» د ځېلي، کینه کښ او عنود په مانا دی، «مَنّاعٍ» له «منع» اخستل شوی او د کنجوس په مانا او د کنجوسۍ شدت راښيي چې د منع څرګندوی دی او «مُرِیبٍ» هغه ته ویل کېږي، چې نور په شک کې اچوي، له بدوینۍ سره مل شک.

* د «کَفّارٍ» کلمه، د یوه انسان په وجود کې د کفر لوړه څوکه او ژورتیا یې ښيي، چې طبیعا د سخت ځېل او دښمنۍ څرګندوی یې دی. هغه کفر چې له هر څه یې مخنیوونکی دی، ظلم او تېري ته یې راکاږي او په نورو کې هم د الله تعالی د لارې د حقانیت په اړه شک رامنځ ته کوي؛ نو طبیعي ده، چې د یوه داسې وګړي د چار پایله دوزخ او سخت عذاب دی.

*خلک د نېکیو پر وړاندې څو ډلې دي:

هغه ډله چې چار یې نېک دی او په نېکچارۍ کې مخکښان دي. «فَاسْتَبِقُوا الْخَیْراتِ» [21]

هغه ډله چې د خیر سرچینه ده او نور هم وربولي. «یَدْعُونَ إِلَی الْخَیْرِ» [22]

خو یوه ډله د نېکیو مخنیوونکي دي. «مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ»

*د انسان د جرم او الهي سزا ترمنځ تړاو او تناسب دی. هغه چې کفر، عناد، له نېکیو منع کوونکی، ظالم، شک اچوونکی او مشرک شي، باید سزا یې سخته وي. «فِی الْعَذابِ الشَّدِیدِ»

* امام باقر او امام صادق وویل: له «قَرِینُهُ» مراد هغه پرښته ده، چې پرې شاهده ده. [23]

* دوې پرښتې، دوزخ ته د مجرمانو د وراچولو دنده لري یا رقیب او عتید او یا سائق او شهید دي.

پېغامونه:

1- هر انسان به په قیامت کې سوب کړای شي او د دنیوي محکمې/نیاوتون په څېر به دوې ساتندویه پرښتې ورسره وي او څاري به یې. «وَ جاءَتْ کُلُّ نَفْسٍ مَعَها سائِقٌ»

2-په قیامت کې نه د تېښتې لار شته او نه د نټې وسه. «مَعَها سائِقٌ وَ شَهِیدٌ»

3-هره پرښته ځانګړې دنده لري. «سائِقٌ وَ شَهِیدٌ»

4-د انسان غفلت ژور او هراړخیز دی. «فِی غَفْلَهٍ» (تنوین د اهمیت‏ نښه او د «فِی»‏ د اړخیړتوب نښه ده)

5-دنیا او ځلبل یې پر انسان د غفلت پرده اچوي. ( غَفْلَهٍ. . . غِطاءَکَ)

6- انسان په خپلو کړنو، ځان ته د غفلت پردې رادبره کوي. «غِطاءَکَ»

7- دنیا غفلتځی او آخرت د هوښیارېدو ځای دی. ( کُنْتَ فِی غَفْلَهٍ. . . فَبَصَرُکَ الْیَوْمَ حَدِیدٌ)

8-هغه پردې چې انسان یې پخپلو کړنو ځان ته رامنځ ته کوي، د حقوینۍ خنډ یې شي او پر کومه ورځ چې پردې لرې کړای شي، نو لید به یې واقعي شي. (غِطاءَکَ. . . فَبَصَرُکَ الْیَوْمَ حَدِیدٌ)

9- غافل انسان په دنیا کې رغی لیدونکی دی او ژور لید نه لري؛ خو د قیامت پر ورځ یې سترګې خلاصې او تېزې شي. ( فِی غَفْلَهٍ. . . اَلْیَوْمَ حَدِیدٌ)

10-دوزخ ته د وراچولو حکم د دوزخیانو د سپکاوي او ذلت ښکارندوی دی. «أَلْقِیا»

11-په قیامت کې کچه، د انسان کړنه ده، له هر جنس، توکم او ټبره چې وي. «کُلَّ کَفّارٍ»

12-څه چې د دوزخي کېدو لامل دی، د ځېل له مخې کفر او نټه ده، نه د ناپوهۍ له مخې. «کَفّارٍ عَنِیدٍ»

13- کفر او شرک پر مفاسدو د ککړېدو سرچینه ده. ( کَفّارٍ. . . مَنّاعٍ لِلْخَیْرِ مُعْتَدٍ مُرِیبٍ اَلَّذِی جَعَلَ مَعَ اللّهِ)

14-د الهي نیاوتون/ محکمې احکام دومره کلک او حکیمانه دي، چې بیاکتنه/استیناف پکې نه کېږي. (أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ کُلَّ کَفّارٍ عَنِیدٍ. . . فَأَلْقِیاهُ فِی الْعَذابِ الشَّدِیدِ)

15- دوزخ بېلابېل عذابونه او د عذابونو پړاوونه لري. ( أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ. . . فَأَلْقِیاهُ فِی الْعَذابِ الشَّدِیدِ)

قالَ قَرِینُهُ رَبَّنا ما أَطْغَیْتُهُ وَ لکِنْ کانَ فِی ضَلالٍ بَعِیدٍ«27» = (شيطان) ملګرى يې وايي: ((پالونكيه! (ما) سرغړونې ته اړ كړى نه و؛ خو (پخپله) په لرې بېلارېتوب کې و. ))

قالَ لا تَخْتَصِمُوا لَدَیَّ وَ قَدْ قَدَّمْتُ إِلَیْکُمْ بِالْوَعِیدِ«28» = (الله) وايي: (( زما په حضور کې ‏شخړه مه كوئ؛ ما (خو لا له) مخكې (د عذاب) ګواښ درلېږلى و (او غاړه مې خلاصه كړى و)؛

 ما یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَ ما أَنَا بِظَلاّمٍ لِلْعَبِیدِ«29» = زما خبره (د عذاب ژمنه) نه بدلېږي او [په عین حال کې] زه د بندګانو په حق کې ظالم نه یم. ))

یَوْمَ نَقُولُ لِجَهَنَّمَ هَلِ امْتَلَأْتِ وَ تَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِیدٍ«30» = هغه ورځ (درياده کړه)، چې دوزخ ته ووايو: (( ډك شوې ؟)) او هغه ووايي: ((ايا نور هم شته؟!))

ټکي:

* امام صادق(رح) وویل: په دې آیت کې له «قرین» نه مراد شیطان دی. [24] هو، په بل ځای کې هم لولو: شیطان، د ځینو سرغړاندو قرین او ملګری کېږي. [25] «فَهُوَ لَهُ قَرِینٌ» [26]

*د دوزخي کېدو یو لامل، ناوړه ملګری دی؛ لکه څنګه چې قرآن په دې آیتونو کې، شیطان په هغه نامه یاد کړی، چې د ناوړه ملګري په حیث، انسان دوزخي کوي. په قیامت کې د دوزخیانو یو له چغو او زاریو، په دنیا کې د ناوړه ملګري پر ملګرتیا پښېماني ده؛ لکه څنګه چې قرآن یې خبرې داسې رااخلي: «یا وَیْلَتی لَیْتَنِی لَمْ أَتَّخِذْ فُلاناً خَلِیلاً»[27]کاش! پلانی مې نه و ملګری کړی.

* په قیامت کې، مجرمان له مجرمانو سره، مجرمان له فاسدو مشرانو سره، او مجرمان له شیطان سره خبرې اترې لري او هر یو هڅه کوي، چې پړه د بل پر غاړه واچوي. په قرآن کې ددې شخړو صحنه نقل شوې ده؛ لکه:

کله یو بل ته وايي: «لَوْ لا أَنْتُمْ لَکُنّا مُؤْمِنِینَ»[28]که تاسې نه وئ؛ نو موږ هرومره مؤمن وو؛ خو ځواب اوري: «بَلْ لَمْ تَکُونُوا مُؤْمِنِینَ» [29] بیخي داسې نه ده؛ بلکې پخپله ایمان راوړونکي نه وئ.

په بله صحنه او تمځي کې فاسدو مشرانو ته وايي: «کُنّا لَکُمْ تَبَعاً فَهَلْ أَنْتُمْ مُغْنُونَ عَنّا» [30] موږ ستاسې تابع وو او بدمرغه شوو؛ نو آیا نن کولای شئ، له چاره مو کومه غوټه پرانځئ.

او په یوه صحنه کې شیطان ملامتوي او وايي: (فَلا تَلُومُونِی وَ لُومُوا أَنْفُسَکُمْ. . . [31] ما مه رټئ، ځان ورټئ، ما خو یوازې بلنه درکړې وه، تاسې پخپله زما بلنه ومنله.

دا آیت هم د ابلیس یوه خبره ده، چې وايي: پالونکیه! ما خو دوی سرغړونې ته نه دي اړ ایستي.

*دوزخ پرله پسې وايي:« هَلْ مِنْ مَزِیدٍ»؛ لکه څنګه چې دوزخیانو هم په دنیا پالۍ، مال، مقام، او د خلکو په مال خوړو نه مړېدل او «هل من مزید» یې ویل.

پېغامونه:

1- ناوړه ملګری انسان چېرته کاږي، هغه انسان چې کولای یې شول، د ابرار ملګری وي، د شیطان ملګری شوی دی. «قَرِینُهُ»

2- ابلیس د الله تعالی پر ربوبیّت منښتی/ معترف دی. «قالَ قَرِینُهُ رَبَّنا»

3-پام مو وي، چې ابلیس په قیامت کې د چا پړه پرغاړه نه اخلي او له کږلاریو ځان سپینو‏ي. «ما أَطْغَیْتُهُ»

4- ابلیس خپل چار یوازې د بلنې او وسوسې تر بریده بولي؛ نه پر خلکو زور او اجبار. «ما أَطْغَیْتُهُ»

5-د انسان چار داسې ځای ته رسي، چې شیطان ورته ورکلاری وايي. ( قالَ قَرِینُهُ. . . فِی ضَلالٍ بَعِیدٍ)

6- دوزخیان په قیامت کې له ابلیس سره په شخړه او دښمنۍ کې دي. «لا تَخْتَصِمُوا لَدَیَّ»

7-په قیامت کې له شیطان سره د شخړې پر ځای، چې کومه ګټه هم نلري، په دنیا کې مبارزه ورسره وکړئ. «لا تَخْتَصِمُوا لَدَیَّ»

8-د الله غوسه تر غاړې خلاصونې روسته ده. ( أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ. . . قَدْ قَدَّمْتُ إِلَیْکُمْ بِالْوَعِیدِ)

9- په قیامت کې خبرې اترې، شخړې او ناندرۍ، الهي حکم بدلولای نشي او په حکم کې د بیاکتنې نه لاملېږي. «ما یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ»

10-د ظالم په سزا کې تخفیف او د حکم بدلول، پر مظلومانو د ظلم لامل دی. «ما یُبَدَّلُ الْقَوْلُ لَدَیَّ وَ ما أَنَا بِظَلاّمٍ لِلْعَبِیدِ»

11-دوزخي کېدل هغه ظلم دی، چې هغوی پخپله پر ځانونو کړی دی، نه پرې د الله ظلم. ( أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ. . . وَ ما أَنَا بِظَلاّمٍ لِلْعَبِیدِ)

12- دوزخ د یوه ډول شعور څښتن دی او الله تعالی ورته خطاب کوي او د الله تعالی پوښتنې ته ځواب ورکوي. «هَلِ امْتَلَأْتِ وَ تَقُولُ هَلْ مِنْ مَزِیدٍ»

وَ أُزْلِفَتِ الْجَنَّهُ لِلْمُتَّقِینَ غَیْرَ بَعِیدٍ«31» = او (پر هغه ورځ) به جنت متقیانو ته نژدې راوستل شي، چې لرې نه وي.

 هذا ما تُوعَدُونَ لِکُلِّ أَوّابٍ حَفِیظٍ«32» = دا هماغه ژمنه ده، چې له هر توبه ګار او ( د الهي پولو) ځانساتي سره کېده.

مَنْ خَشِیَ الرَّحْمنَ بِالْغَیْبِ وَ جاءَ بِقَلْبٍ مُنِیبٍ«33» = هغه چې په پټه له لوراند (الله) وېرېدلى او په توبه ګار زړه (د الله لوري ته) راغلى دی.

ټکي:

* «خشیت» هغه وېرې او ډار ته ویل کېږي، چې له ښاندې، معرفت او برمیالۍ، عظمته راولاړ وي.

*ښه مېلمه پالنه هغه ده، چې دسترخوان مېلمه ته یووړل شي، نه چې مېلمه دسترخوان ته بوتلل شي؛ لکه څنګه چې ابراهیم(ع)، دسترخوان مېلمه ته یووړ، «فَقَرَّبَهُ إِلَیْهِمْ» [32] په قیامت کې هم جنت متقیانو ته وړل کېږي، چې واټن وهل پکې نه وي. «أُزْلِفَتِ الْجَنَّهُ لِلْمُتَّقِینَ»

* دوزخیان، دوزخ ته وراچول کېږي، «أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ»[33]؛ خو د جنتیانو په درناوښت یې جنت ورنږدې شي. «أُزْلِفَتِ الْجَنَّهُ»

* دوزخیانو ته د عذاب وعید ورکړ شوی او دوی ګواښي، «قَدَّمْتُ إِلَیْکُمْ بِالْوَعِیدِ» [34]؛ خو جنتیانو ته زېری ورکول کېږي. «هذا ما تُوعَدُونَ»

* رسول الله صلی الله علیه و آله وسلم، حضرت ابن مسعود (رض) ته وویل: ای د مسعود زویه! په پټه له الله داسې ډارېږه، ته وا وینې یې او که ته یې نه وینې، هغه خو دې ویني او بیا یې دا آیت تلاوت کړ:(مَنْ خَشِیَ الرَّحْمنَ بِالْغَیْبِ. . . ) [35]

 

په قرآن کې د درې ډوله زړه خبره شوې ده:

الف) سلیم زړه، «إِلاّ مَنْ أَتَی اللّهَ بِقَلْبٍ سَلِیمٍ»[36]چې له شرک، نفاق، کینې او نورو نیمګړتیاوو روغ وي.

ب) مُنیب زړه، «وَ جاءَ بِقَلْبٍ مُنِیبٍ»[37]، چې تر تېروتنې روسته د الله تعالی درشل ته توبه او زارۍ کوي.

ج) رنځور زړه، «فِی قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ» [38] چې د الهي ښوونو په اړه ‏پکې نفاق او ناباوري وي او که پر خپل حال پرېښوول شي، رنځ به یې ورځ تر بلې پراخه شي.

پېغامونه:

1-په روزنه کې دې د ګواښ ترڅنګ هڅونه هم وي. ( أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ. . . أُزْلِفَتِ الْجَنَّهُ)

2- پاکلمني او تقوا، جنت انسان ته ورنږدې کوي. «أُزْلِفَتِ الْجَنَّهُ لِلْمُتَّقِینَ»

3-کچې او کړنې مهمې دي، نه د وګړيو جنسیت. ( کُلَّ کَفّارٍ. . . لِکُلِّ أَوّابٍ)

4- گناهگاران توبې ته وهڅوئ. «هذا ما تُوعَدُونَ لِکُلِّ أَوّابٍ»

5-د جنت د لاس ته راوړو لار، الله تعالی ته ورستنېدا او د هغه پر لارېدل دي. «هذا ما تُوعَدُونَ لِکُلِّ أَوّابٍ»

6- نامعصوم انسان، په ګناه ککړېږي؛ خو مهمه توبه او ورستنېدا ده. «لِکُلِّ أَوّابٍ»

7-الهي لورنه دې د غرور لامل نشي؛ بلکې تل دې اندېښنه ‏او خشیت ولرو. ( سره له دې چې الله ارحم الرّاحمین دی؛ خو د مقام د برم په پار دې یې خضوع او خشیت ولرو. ) «خَشِیَ الرَّحْمنَ»

8-که د جرمانې، بې پتۍ، د خلکو د نیوکې، د لاسباړې کمېدو او. . . په پار مو حریم وساته؛ نو دا خبره دومره ارزښتمنه نه ده، په پټه کې له الله تعالی وېره، د خشیت نښه ده. «خَشِیَ الرَّحْمنَ بِالْغَیْبِ»

9-نږه متقي هغه نه دی، چې هېڅکله ګناه نه کوي؛ بلکې که سرغړونه ترې وشي، په جدي توګه توبه کوي او مُنیب زړه او روح لري. ( لِلْمُتَّقِینَ. . . لِکُلِّ أَوّابٍ. . . خَشِیَ. . . بِقَلْبٍ مُنِیبٍ)

10-الهي درشل ته د زارۍ کولو سرچینه، الهي مقام او ترې خشیت دی. (خَشِیَ الرَّحْمنَ. . . وَ جاءَ بِقَلْبٍ مُنِیبٍ)

اُدْخُلُوها بِسَلامٍ ذلِکَ یَوْمُ الْخُلُودِ«34» = (ورته ويل كېږي:) په ډاډ او سلامتيا جنت ته ورننوځئ، (چې) دا د تلپاتېینې ورځ ده.

لَهُمْ ما یَشاؤُنَ فِیها وَ لَدَیْنا مَزِیدٌ«35» = دوى چې څه وغواړي، هلته ورته (چمتو) دي او له موږ سره ډېر نعمتونه شته (چې د هېچا په خو او خاطر کې نه راځي).

ټکي:

* په تېرو آیتونو کې، متقیانو ته څلور کمالونه وویل شول: «أَوّابٍ» توبه کار، «حَفِیظٍ» د ځان او الهي پولو ساتونکی، «خشیت» له الله تعالی وېره، «قلب منیب» د خاضع او خاشع زړه څښتن او په دې آیت کې جنت ته څلور ځانګړنې ویل شوې دي: «سلام» امنیّت او روغتیا، «خلود» ابدیّت او تلپاتېینه، «ما یشاءون» رنګارنګي‏ او بریا، «لدینا مزید» د نعمتونو پراختیا او ډېروالی.

معمولا دنیوي نعمتونه یو لړ آفتونه لري، چې په جنت کې نشته؛ لکه:

  1. له سرخوږۍ او کړاو سره دي؛ خو په جنت کې کړاو او غم نشته. «بِسَلامٍ»
  2. لنډمهاله دي، خو د جنت همېشني دي. «یَوْمُ الْخُلُودِ»
  3. ډولونه یې محدود دي؛ خو په جنت کې چې څه غواړئ، شته. «ما یَشاؤُنَ»
  4. مقدار یې محدود دی؛ خو په جنت کې مخ پر پرېمانۍ وي. «لَدَیْنا مَزِیدٌ»

پېغامونه:

1-په دنیا کې له الله تعالی وېره او خشیت، په آخرت کې د بچېدو لامل دی. ( خَشِیَ الرَّحْمنَ. . . اُدْخُلُوها بِسَلامٍ)

2- دوزخیان په سپکاوۍ دوزخ ته وراچول کېږي، «أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ»[39]؛ خو د جنتیانو درناوی او ښه راغلاست ورته ویل کېږي. «ادْخُلُوها بِسَلامٍ»

3-الله هم غوسه لري، «أَلْقِیا فِی جَهَنَّمَ» هم مینه. «ادْخُلُوها بِسَلامٍ»

4- دوزخیانو ته حکم کېږي، چې د الله تعالی په نزد به خبرې نه کوئ، «لا تَخْتَصِمُوا لَدَیَّ»؛ خو الله تعالی او پرښتې جنتیانو ته سلام کوي. «ادْخُلُوها بِسَلامٍ»، «سَلامٌ قَوْلاً مِنْ رَبٍّ رَحِیمٍ» [40]

5-په جنت کې د نعمتونو د تلپاتېینې زېری، تر ټولو غوره زېری دی. «یَوْمُ الْخُلُودِ»

6-هغه چې په دنیا کې له خپلو ځاني غوښتنو تېر شو، په جنت کې به یې هیلو ته ورسي. ( لِلْمُتَّقِینَ. . . لَهُمْ ما یَشاؤُنَ)

7-له دوزخیانو سره، الله تعالی په خپل عدل چلن کوي، «وَ ما أَنَا بِظَلاّمٍ لِلْعَبِیدِ» [41]؛ خو له جنتیانو سره په خپل فضل چلي. «وَ لَدَیْنا مَزِیدٌ»

8-انسان ناپایه غوښتوونکی موجود دی او یوازې ناپایه یې مړولی شي. «وَ لَدَیْنا مَزِیدٌ»

9-پر جنتیانو د الله تعالی پېرزوینه، د دوی تر غوښتنو او تمو ډېره ده. «لَهُمْ ما یَشاؤُنَ فِیها وَ لَدَیْنا مَزِیدٌ»

وَ کَمْ أَهْلَکْنا قَبْلَهُمْ مِنْ قَرْنٍ هُمْ أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشاً فَنَقَّبُوا فِی الْبِلادِ هَلْ مِنْ مَحِیصٍ«36» = او موږ تر دوى (د مکې له اوسېدونکيو) مخكې څومره قومونه هلاك كړي، چې تر دوى ډېر ځواکمن وو، ښارونه (او هېوادونه يې) نيولي وو؛ ايا (له الهي عذابه ورته) د تېښتې لار وه؟!

إِنَّ فِی ذلِکَ لَذِکْری لِمَنْ کانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَی السَّمْعَ وَ هُوَ شَهِیدٌ«37» = په رښتيا په دې (تاریخي ادلون بدلون او د سرغړاندو هلاکت‏) كې هغه ته پند او نصيحت دى، چې عقل لري يا نصيحت ته غوږ ږدي او دی(په پياوړې شننې پر پېښو) ګواه وي.

ټکي:

* «قَرْنٍ»؛ یعنې یو بل ته د دوو څیزونو ورنږدېدل. هغو خلکو ته «قرن» ویل کېږي چې په یوه وخت کې ژوند کوي. بیا دا لفظ پخپله پر وخت (سل کاله، دېرش کاله) اطلاق شوی دی.

* «بطش» په ځواک د یوه څیز اخستو ته وايي او کله د جنګ/جګړې په مانا هم راغلی دی.

* «نَقَّبُوا» له «نقب» اخستل شوی او په دېوال کې د سوړې او ورننووتو لار ته وايي او د «منقبت» کلمه له همدې جرړې ده او هغو کمالاتو ته ویل کېږي، چې د خلکو په روح کې ورننوځي.

د آیت مراد دادی، چې تېرو قومونو په نورو قومونو کې په نفوذ او پرمختګ، خپل هېوادونه پراخول.

* له قلب مراد، صنوبري ډوله بڼه نه؛ بلکې مراد ترې د انسان د ادراک مرکز دی. امام کاظم (رح) وايي: له قلب مراد، عقل دی. [42]

دې آیت ته ورته یو آیت، په ملک سورت کې لولو: «لَوْ کُنّا نَسْمَعُ أَوْ نَعْقِلُ ما کُنّا فِی أَصْحابِ السَّعِیرِ»[43] که حق مو اورېدی یا مو پخپله تعقل کړی وای؛ نو له دوزخیانو ځنې به نه وو. په دې آیت کې، تعقل د اورېدو ترڅنګ او تر بحث لاندې آیت کې، زړه د اورېدو ترڅنګ اوڅار شوی دی؛ نو له قلب مراد هماغه عقل دی.

* «القای سمع» د زده کړې په نیت غوږ ايښودو او اورېدو ته کنایه ده او په بل عبارت، مراد ترې د زړه غوږ دی، نه د سر غوږ.

* «شَهِیدٌ» د شاهد او حاضر په مانا دی؛ یعنې څوک چې په غونډه کې حاضر دی او په ځیر خبرې ته غوږ ږدي؛ او په هغه اصطلاح نه چې، غوږ یې دلته او پخپله په بل ځای کې وي.

پېغامونه:

1-د تېرو امتونو او تمدنونو ورکاوی، چې د کفر او شرک په پار و، دا خبره د راتلونکیو د لارې مشال دی. «وَ کَمْ أَهْلَکْنا»

2-د زورواکو یرغلګرو ورکاوی، د ایمانوالو د زړه ټکور، تسل او ورته هیله ده. «وَ کَمْ أَهْلَکْنا»

3-له حق سره د جګړه مارو زورواکیو ورکاوی یو الهي قانون ‏دی. «وَ کَمْ أَهْلَکْنا»

4- تاریخ او لرغونپوهنه دې په تاریخ کې د الهي قوانینو د پېژندو او د نورو الهي پېغامونو د موندنې لامل شي. «وَ کَمْ أَهْلَکْنا»

5-د الهي پرغز ‏پرمهال، توکیز ځواکونه ډېر ناڅيزه دي. ( أَهْلَکْنا. . . أَشَدُّ. . . بَطْشاً)

6-د قریشو کفارو ځانونه ځواکمن ګڼل؛ نو الله تعالی وايي: موږ یې تردې خورا ځواکمن ورک کړي دي. «أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشاً»

7-له ځواک سره چې ایمان نه وي؛ نو د سرغړونې او پر نورو د برید او هېواد پراخۍ لاملېږي. «أَشَدُّ مِنْهُمْ بَطْشاً فَنَقَّبُوا فِی الْبِلادِ»

8-د الهي قهر پر مهال، د خلاصون ټولې لارې، ان خورا زورواکو ته هم ډپ شي. «هَلْ مِنْ مَحِیصٍ»

9-هغوی له تاریخه عبرت اخلي، چې زړګنۍ چمتوتیا ولري، «لَذِکْری لِمَنْ کانَ لَهُ قَلْبٌ» یا له بهره حق واوري او و یې مني. «أَلْقَی السَّمْعَ»

10-له تاریخي پېښو ساده مه تېرېږئ، و یې شنئ او عبرت ترې واخلئ. د هغوی زړه مړ وي، چې له پېښو عبرت نه اخلي. «لَذِکْری لِمَنْ کانَ لَهُ قَلْبٌ أَوْ أَلْقَی السَّمْعَ وَ هُوَ شَهِیدٌ»

11-هغه اورېدل او غوږ ایښوول اغېزمن دي، چې د زړه له سوبتیا سره وي. «وَ هُوَ شَهِیدٌ»

وَ لَقَدْ خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ وَ ما بَیْنَهُما فِی سِتَّهِ أَیّامٍ وَ ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ«38» = ‏ او په يقين موږ اسمانونه او ځمكه او څه چې د دواړو ترمنځ دي، په شپږو ورځو [= شپږو پړاوونو] كې پيدا كړل او هېڅ ستوماني را نه غله (نو په دې توګه موږ ته به څنګه د مړيو ژوندي كول ستونزمن وي؟!)

ټکي:

* «لُغُوبٍ» د کړاو او ستړیا په مانا دي، چې د بشري محدودو ځواکونو په اړه مانا لري؛ خو د الله تعالی په اړه مفهوم نلري، چې ځواک یې نامحدود دی. هغه چې قادر دی چې ځمکه او آسمان وپنځوي؛ نو آیا زموږ له بیاپنځونې بېوسې دی ؟!

* په آیت کې له «یوم» نه مراد، ورځ یا شواروز نه دی، شونې ده مراد یې شپږ پړاوونه وي؛ ځکه ورځ په متعارفه توګه، د آسمان او ځمکې تر پنځون روسته رامنځ ته شوې ده.

* امام فخر رازي (رح) دا آیت، د یهودو ګروهې ته ځواب بولي، چې وايي: الله د یوه نۍ/ یکشنبې پر ورځ پنځون پیل او پر آدینه/ جمعه یې پای ته ورساوه او شنبه یې پکې دمه وکړه!

الهي پنځون یو لړ ځانګړنې لري:

  1. بدیع، نوون دی. «بَدِیعُ السَّماواتِ وَ الْأَرْضِ» [44]
  2. موخه لري. «ما خَلَقْتَ هذا باطِلاً»[45]
  3. د ادلون بدلون او پراختیا په حال کې دی. «وَ إِنّا لَمُوسِعُونَ» [46]
  4. کړلار او حساب و کتاب لري. «کُلَّ شَیْءٍ خَلَقْناهُ بِقَدَرٍ» [47]
  5. هر څه په خپل برید کې بشپړ دي. «أَحْسَنَ کُلَّ شَیْءٍ خَلَقَهُ» [48]
  6. سوکه سوکه او پړاو په پړاو دی. (خَلَقْنَا. . . فِی سِتَّهِ أَیّامٍ)

په پینځلسم آیت کې مو وویل: آیا موږ په پیلني پنځون کې پاتې راغلو. «أَ فَعَیِینا بِالْخَلْقِ الْأَوَّلِ» او په دې آیت کې وايي: بیخي ستړي نه شو. «وَ ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ»

پېغامونه:

1- آسمان ته ساده ونه وینو‏، چې د قرآن په تعبیر، د الله تعالی د ځواک څرګندونې ځای، ډېر پراخه او بېلابېل پوړونه لري. «السَّماواتِ»

2-د موجوداتو په سوکه سوکه پنځونه کې یو لړ حکمتونه دي؛ ګنې د الله تعالی په ناپایه ځواک کې کمزوري او ستړیا نشته او هغه په یوه اراده، په یوه شېبه کې هر څه پنځولای شي. ( خَلَقْنَا. . . فِی سِتَّهِ أَیّامٍ)

3-الهي مطلق ځواک ته ستړیا مفهوم نلري. «ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ»

4- مومن باید ځان په الهي خویونو وپسولي او په چارو کې نه ستومانېدونی وي. «ما مَسَّنا مِنْ لُغُوبٍ»

فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ الْغُرُوبِ«39» = نو د دوی د وینا په مقابل کې زغمناک وسه او له لمر ختو وړاندې (ګهیځ لمونځ) او تر لمر پريوتو مخکې ( د ماسپښین لمونځونه) خپل پالونکی په پاکۍ ستایه.

 وَ مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَ أَدْبارَ السُّجُودِ«40» = او د شپې په يوې برخې كې (راپاڅه) او په سجدو (لمونځونو) پسې هم (الله په پاکۍ یاد کړه)‏.

ټکي:

* اسلام په ښادۍ و خپګان کې د الله تعالی د تسبیح حکم کړی دی:

په خوشحالۍ کې: (إِذا جاءَ نَصْرُ اللّهِ وَ الْفَتْحُ. . . فَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ. . . ) [49]

په غم کې: (فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ. . . )

*دې دوو آیتونو ته ورته، په طه سورت ۱۳۰ آیت کې هم لولو: «فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ غُرُوبِها وَ مِنْ آناءِ اللَّیْلِ فَسَبِّحْ وَ أَطْرافَ النَّهارِ»

*د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم سینه به کله د مشرکانو خبرو او اوتو بوتو ته تنګه شوه. «وَ لَقَدْ نَعْلَمُ أَنَّکَ یَضِیقُ صَدْرُکَ بِما یَقُولُونَ» [50]؛ نو الله تعالی دهغوی د خبرو په غبرګون کې ورته د صبر حکم کوي. «فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ»

*د مشرکانو ځینې باطلې او ناروا ګروهې په قرآن کې راغلي دي؛ لکه:

-هغوی الله تر پر زوی او شریک درلودو قایل وو او بوتان یې د برکت، فیض او شفاعت واسطې ګڼل.

– هغوی پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم ته کوډګر، پالي، شاعر، د نورو زده کړیال او مجنون وایه.

نو الله تعالی په دې آیت کې ورته د صبر کولو حکم کړی او د مخالفانو په مقابل کې ‏د ولاړنې لار، د الله تعالی ذکر او یاد شمېرلی دی.

* معمولاً په قرآن کې تسبیح له الهي حمد سره راغلې ده، چې شونې ده دې ټکي ته اشاره وي، چې کله انسان ځان نیمګړی او الله تعالی بشپړ ګڼي، تسبیح یې کوي او داچې الله تعالی یې نیمګړتیا پر کمال اړولې، حمد او ستاینه یې کوي. «سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ»

*صبر ته هغه اتلس حکمونه چې الله تعالی خپل استازي ته کړي، څلور ځل صبر د اوتو بوتو او بېځایه خبرو په مقابل کې ‏دی، چې په طه سورت ۱۳۰، ص سورت ۱۷ آیت، مزمل سورت ۱۰ آیت او ق سورت ۳۹ آیت کې راغلي دي.

* د حضرت ابن عباس (رض) د وینا له مخې، له لمر راختو مخکې مراد، د سهار لمونځ او تر لویدو مخکې مراد، د ماسپښین او مازیګر لمونځ دی او له «مِنَ اللَّیْلِ» مراد د ماښام او ماسخوتن لمونځ دی او له «أَدْبارَ السُّجُودِ» مراد، مستحب او نفل لمونځونه دي. [51]

* امام باقر(رح) وویل: له «أَدْبارَ السُّجُودِ» نه مراد، د ماښام تر لمانځه روسته دوه رکعته مستحب لمونځ دی. س[52]

* امام صادق(رح) د «وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ غُرُوبِها» آیت تر تفسیر لاندې وویل:

سهار مهال او ماښام مهال لس ځل ووایه:«لا اله الا الله وحده لا شریک له و له الملک و له الحمد یحیی و یمیت و هو علی کل شیء قدیر»[53]

*په اسلام کې د عبادتونو وختونه د طبیعي نښو پر بنسټ دي؛ لکه د سپوږمۍ او لمر حالات، چې د ټولو په لاسرس کې دي. «قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ غُرُوبِها»

پېغامونه:

1-الهي ځواک ته پاملرنه، د ستونزو په مقابل کې ‏د صبر او څوار لامل دی. (لَقَدْ خَلَقْنَا السَّماواتِ وَ الْأَرْضَ. . . فَاصْبِرْ. . . )

2- ارشاد، ښیون، تبلیغ او ښوونه، صبر او خواري کښۍ ته اړتیا لري. «فَاصْبِرْ»

3- انبیاء په الهي تذکر او سپارښتنه، د الهي ښیون لار پرمخ بیايي. «فَاصْبِرْ»

4-د پېغورونو په مقابل کې صبر، ان پېغمبر اکرم هم پوزې ته رسوي؛ نو الله تعالی ورته پرې د صبر سپارښتنه کوي. «فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ»

5-د صبر اډانه او لامل، د الله یادول دي. ( فَاصْبِرْ. . . وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ)

6-د الله تعالی تسبیح او پاکي دې یې له ستاینې سره وي، له نیمګړتیاوو یې یوازې سپېڅلی ګڼل بسیا نه دي، حمد او ستاینه یې هم پکار ده. «وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ»

7-الهي ربوبیت، زموږ د ستاینې انګېزه او زموږ ستاینه زموږ د ودې لامل ده. «بِحَمْدِ رَبِّکَ»

8- د الله تعالی پاکي (تسبیح) او سپېڅلی ګڼل یې پر حمد (ستاینې) ورلومړي دي. «وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ»

9-عبادت او دعا ته ځینې وختونه لومړيت لري. (قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ. . . )

10- انسان د مانیز تکامل لپاره د عبادت تکرار او دوام ته اړتیا لري. «قَبْلَ طُلُوعِ الشَّمْسِ وَ قَبْلَ الْغُرُوبِ. وَ مِنَ اللَّیْلِ»

11-د پېغمبراکرم لارویان د شپې یوه برخه عبادت کوي. «وَ مِنَ اللَّیْلِ فَسَبِّحْهُ»

12-پر واجبو لمونځونو او ذکرونو سربېره، پر مستحبو لمونځونو او ذکرونو هم سپارښتنه شوې ده. «وَ أَدْبارَ السُّجُودِ»

وَ اسْتَمِعْ یَوْمَ یُنادِ الْمُنادِ مِنْ مَکانٍ قَرِیبٍ«41» = او غوږ په اواز وسه! هغه ورځ، چې بلونکى له کوم نژدې ځايه غږ کړي.

یَوْمَ یَسْمَعُونَ الصَّیْحَهَ بِالْحَقِّ ذلِکَ یَوْمُ الْخُرُوجِ«42» = (هغه) ورځ، چې ټول به (د ستر قيامت) چغه سمه واوري، همدا (له قبرونو د مړيو) د راوتو ورځ ده.

ټکي:

* په ۱۱ آیت کې، له قبرونو د مړیو د راوتو آر او په ۴۲ آیت کې یې وخت ویل شوی دی.

* په «مَکانٍ قَرِیبٍ» تعبیر، دې ته اشاره ده، چې دا غږ به دومره په چاپېریال کې خپور شي، چې ته وا د ټولو د غوږ تر بیخه دی او ټول یې یوشان له نږدې اوري. هغه ورځ به بې له کومې وزلې، ټول محشر والا د منادي غږ یوشان او له نږدې اوري.

*په دې آیتونو کې له «صیحه» مراد، هغه کړیکه نه ده، چې ددې نړۍ د پای اعلان دی؛ بلکې مراد ترې دویمه کړیکه ده، چې د خلکو د راپاڅېدو او حشر کړیکه ده.

پېغامونه:

1-د قیامت او د چټي ویونکیو کفارو د سزا یادول، انسان ته صبر او څوار‏ ورکوي. ( فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ. . . وَ اسْتَمِعْ یَوْمَ یُنادِ. . . )

2-په قیامت کې آسماني صیحه/کړیکه (د حضرت اسرافیل شپېلۍ) یو پرېکونې، قطعي او پرځای چار دی (نه تشریفاتي). «الصَّیْحَهَ بِالْحَقِّ»

3- معاد، بدني دی او انسانان به له همدې خاورې راوځي. «یَوْمُ الْخُرُوجِ» لکه څنګه چې په راروستو آیتونو کې هم لولو: «تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ»

إِنّا نَحْنُ نُحْیِی وَ نُمِیتُ وَ إِلَیْنَا الْمَصِیرُ«43» = په حقيقت كې يوازې همدا موږ ژوندي كول او مړه كول كوو او (د ټولو) راستنېدل يوازې زموږ لوري ته دي.

یَوْمَ تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِراعاً ذلِکَ حَشْرٌ عَلَیْنا یَسِیرٌ«44» =‏ پر هغه ورځ، چې ځمكه پرې وچوي، په بيړه (ترې راوځي)؛ دا راغونډول راته اسان دي.

نَحْنُ أَعْلَمُ بِما یَقُولُونَ وَ ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبّارٍ فَذَکِّرْ بِالْقُرْآنِ مَنْ یَخافُ وَعِیدِ«45» = دوى چې څه وايي، موږ پرې ښه پوه يو او دا ستا پازوالي نه ده، چې په زوره (ايمان) پرې راوړې؛ نو (ستا دنده يوازې همدا ده، چې) په دغه قرآن هغه ته نصحيت وكړې، چې (زما د عذاب) له ګواښه وېرېږي.

ټکي:

* «جبار» هم د جبرانوونکي په مانا او د الله تعالی یو صفت دی، «الْعَزِیزُ الْجَبّارُ الْمُتَکَبِّرُ»[54] او هم پر نورو د اجبار او یرغل له مخې پر نورو د سلطې او برلاسۍ په مانا دی، چې یو رټلی او کږلی صفت دی، چې ترې منع شوي یو. «ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبّارٍ»

*الله تعالی په دې آیتونو کې وايي: په قیامت کې شک مه کوئ؛ ځکه:

– ستاسې مرګ او ژوند زموږ په لاس کې دی. «نُحْیِی وَ نُمِیتُ»

-له قبرونو ستاسې را ایستو ته ځمکه چوو. «تَشَقَّقُ الْأَرْضُ عَنْهُمْ سِراعاً»

-خواره واره انسان راغونډوو. «ذلِکَ حَشْرٌ»

-دا کار هېڅ ستونزمن نه دی. «یَسِیرٌ»

* په 39 آیت کې یې وویل: «فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ»پر هغه څه صبر وکړه، چې مخالفین یې وايي او ورپسې آیتونه هغه مسایلو ته اشاره کوي، چې انسان ته صبر ورکوي؛ لکه:

-د الله تعالی ذکر او تسبیح. «فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ وَ سَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّکَ»

– قیامت رایادول. « فَاصْبِرْ. . . ذلِکَ یَوْمُ الْخُرُوجِ»

– پاملرنه او د الله تعالی شتون. « فَاصْبِرْ. . . إِلَیْنَا الْمَصِیرُ»

-د مخالفانو د اوتو بوتو په اړه د الله تعالی علم. ( فَاصْبِرْ. . . نَحْنُ أَعْلَمُ بِما یَقُولُونَ)

دا سورت پر قرآن په سوګند پیل او پای یې قرآن ته پاملرنه او تذکر ته ځانګړې شوې ده.

پېغامونه:

1-بې له الله تعالی هېڅوک د مړه کولو او ژوندي کولو ځواک نه لري. «إِنّا نَحْنُ نُحْیِی وَ نُمِیتُ»

2-ددې خبرې ‏یادول، چې د ټولو ورستنېدا هغه ته ده، د ستونزو په مقابل کې د انسان وس ډېروي. ( فَاصْبِرْ عَلی ما یَقُولُونَ. . . إِلَیْنَا الْمَصِیرُ)

3- د پېغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم دنده د دین تبلیغ دی، نه د دین تپل او تحمیل. «وَ ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبّارٍ» (د دین منل په اختیار وي. )

4-د دیني تبلیغاتو چورلیځ دې قرآن وي؛ ځکه د تذکر غوره وزله ده. «فَذَکِّرْ بِالْقُرْآنِ»

5-د قرآن لوړې، منطقي او فطري ښوونې، د خلکو منلو ته بسیا دي او زور ته اړتیا نشته. «ما أَنْتَ عَلَیْهِمْ بِجَبّارٍ فَذَکِّرْ بِالْقُرْآنِ»

6-نصیحت منونکی هغه دی، چې له قیامته ډارېږي. ( فَذَکِّرْ. . . مَنْ یَخافُ وَعِیدِ)

7-د دین حقایق د انسان په خټه کې اغږل شوي، یوازې وریادونه یې پکار ده. «فَذَکِّرْ بِالْقُرْآنِ» (د«ذکر» کلمه د هېروشویو او پټو څیزونو وریادونې ته وايي)

8-څوک چې قیامت نه مني، د غوره مبلغانو غوره تبلیغ هم ورته ګټه نه کوي. «مَنْ یَخافُ وَعِیدِ»

«والحمدللّه ربّ العالمین»

سرچینه : نور تفسیر

لیکوال : شیخ محسن قرآئتی

[1] جن/۱

[2] – ص، 5

[3] – نجم، 59

[4] – رعد، 5.

[5] – واقعه، 77.

[6] – الرّحمن، 19

[7] – آل عمران، 191

[8] – مائده، 83

[9] – کافی، ۶ټ، ۳۸۷ مخ ‏

[10] – بحار، ۵۹ ټ، ۲۷۰ مخ ‏.

[11] – نمونه تفسیر.

[12] – کافی، ۵ټ، ۵۵۱ مخ ‏

[13] – مجمع البیان تفسیر

[14] – مجمع البیان تفسیر

[15] – انفال، 24

[16] -. اعراف، 20.

[17] – ناس، 5 و 6.

[18] – ملک، 14

[19] – حج، 2

[20] – نورالثقلین تفسیر.

[21] – بقره، 148

[22] – آل عمران، 104.

[23] – نمونه تفسیر.

[24] – بحار، ۵ټ، ۳۲۳ مخ ‏

[25] – المیزان تفسیر.

[26] – زخرف، 36.

[27] – فرقان، 28.

[28] – سبأ، 31

[29] – صافّات، 29

[30] – ابراهیم، 21

[31] -. ابراهیم، 22

[32] – ذاریات، 27.

[33] – ق، 24.

[34] – ق، 28

[35] – بحار، ۷۴ ټ، ۱۱ مخ

[36] – شعراء، 89

[37] – ق، 33.

[38] – بقره، 10

[39] -. ق، 24.

[40] – یس، 58

[41] – ق، 29

[42] – نورالثقلین تفسیر؛ کافی، ۱ټ، ۱۶ مخ

[43] – ملک، 10

[44] – بقره، 117

[45] – آل عمران، 191

[46] – ذاریات، 47

[47] – قمر، 49.

[48] – سجده، 7.

[49] – نصر، 1-3.

[50] – حجر، 97.

[51] – مراغي تفسیر

[52] – وسائل، ۴ټ، ۷۳ مخ.

[53] – مجمع البیان تفسیر

[54] – حشر، 23.

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست