تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لنډ طبي معلومات   هایپوګلایسمیا – انیمیا (کم خوني) – تنفسي ناروغۍ – د تیتانوس د ناروغانو پاملرنه – د ټپ سنبالنه یا مدیریت – شری یا سرخکان  – خوني اسهال – د ډيهايډریشن ارزونه هایپوګلایسمیا             په غیرې نورماله توګه د وینې د شکر ټیټ غلظت ته هایپوګلایسمیا وايي. شدیده […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لنډ طبي معلومات

 

Dr . Ahmad Ali Iqbal MD
Dr . Ahmad Ali Iqbal MD

هایپوګلایسمیا – انیمیا (کم خوني) – تنفسي ناروغۍ – د تیتانوس د ناروغانو پاملرنه – د ټپ سنبالنه یا مدیریت – شری یا سرخکان  – خوني اسهال – د ډيهايډریشن ارزونه

هایپوګلایسمیا

           

په غیرې نورماله توګه د وینې د شکر ټیټ غلظت ته هایپوګلایسمیا وايي. شدیده هایپوګلایسمیا وژونکې هم کېدلای شي یا دا چې د نه راستنېدونکي نورولوجیکي زیان لامل شي.

 

– چې چېرته هم شونې وه، نو په هغو ناروغانو کې چې د هایپوګلایسمیا نښې نښانې یا علایم لري، په دوی کې باید د ګلوکوز کچه اندازه کړای شي. که چېرته پر هايپو ګلایسمیا شکمن واست، او د وینې د ګلوکوز اندازه کونه موجوده نه وه، نو د تجربې له مخې دې ګلوکوز( یا بل موجود شکر) ورکړل شي.

– هغه ناروغان چې هوشیاري یې مختل شوې وي ( بېحالي، کوما) یا دا چې اختلاجونه / تشنجات لری؛ نو په دوی کې هم باید هایپو ګلایسمیا په پام کې ونیول شي.

  • په نوزېږو یا نوي زيږېدلو کوشنیانو کې د هایپوګلایسمیا د تشخیص او درملنې لپاره دې لارښود ته مراجعه وکړئ: د نوزيږي او نسايي پاملرنې اړینه پاملرنه
  • کلینکې علایم ، د غیرې مشخصو علایمو چټکه پیلېدنه، له خفیف څخه تر شدیده پورې د هایپوګلایسمیا په درجې پورې اړه لري: د لوږې او ستړتیا احساس، لړزېدل، ټاکي کارډي، د رنګ کموالی، خولې، اضطراب، د سترګو د لید کموالی، په خبرو کې ستونزه درلودل، ګنګسیت، تشنجات/ اختلاجات، بېحالي ، کوما

که د وینې د ګلوکوزو اندازه کونه شونې نه وه، او که د ګلوکوز یا شکر تر ورکړې یا تطبیق وروسته علایم له منځه ولاړل؛ نو تشخیص یې تایېدیږي.

د علایمو له مخې درملنه – هوشیار ناروغان

کوشنیان: په څو ملي لیټره اوبو کې یوه قاشوغه بوره یا ۵۰ ملي لیټره د میوې اوبه، د مور یا د درملنې شیدې، د نیزو کاسټریک یا خولې له لارې د ۱۰٪ ګلوکوزو، 10 ml/kg.

لویان : له ۱۵ څخه تر ۲۰ ګرامه پورې بوره یا د بورې اوبه یا د میوې اوبه

کوشنیان : د سوکه داخل وریدي ( له ۲-۳ دقیقو پورې) له لارې د ۱۰٪ ګلوکوز ، 2 ml/kg

 

د سوکه داخل وریدي (له ۳-۵ دقیقو پورې) له لارې د ۵۰٪ ګلوکوز ، 1 ml/kg ، تر زرق څو دقیقې وروسته په نورولوجیکي علایموکه ښه والی راځي. تر ۱۵ دقیقو روسته د وینې ګلوکوز چک کړئ.  که چېرته بیا هم ټيټ وه؛ نو د داخل وریدي له لارې ګلوکوز تطبیق کړئ یا د ناروغ د کلینکي وضعیت له مخې یې د خولې له لارې بوره ورکړئ.

کلینکي لارښود

      که چېرته کلینکي ښه والي موجود نه وه؛ نو تفریقي تشخیص باید په پام کې ونیول شي: د مثال په توګه، شدید انتان( شدیده ملاریا، مننجیت، وغیره) اختلاج-   پر الکولو غیرې عمدي مسمومیت، یا په کوشنیانو کې کلیوي عدم کفایه. په ټولو پېښو کې، تر ټیکاو یا تثبیت وروسته په وقفه وقفه کې پیچلي غني کاربوهایډریټونه ورکړئ او د څو ساعتونو لپاره د ناروغ څارنه وکړئ. که چېرته ناروغ د هایپوګلایسمیا تر شدیدې پېښې وروسته پوره هوشیارۍ ته راستون نشي؛ نو  په منظمه توګه د وینې د ګلوکوز د سطحې څارنه وکړئ.

۱ سرچینه : د امریکا د شکر د ناروغۍ انجمن، د شکر په ناروغۍ کې د طبي پاملرنې معیارونه، ۲۰۱۷.

 

انیمیا (کم خوني)

       

کله چې د هیموګلوبین کچه د سرچینې له شمېرې څخه ټيته وي؛ نو انیمیا ورته وايي، چې د جنس، عمر او حاملګۍ (دوه ځانۍ) له مخې توپیر کوي. 

کلینکي لارښود

د انیمیا علتونه ممکن دا وي: د وینې د سره کوریاتو د تولید کموالی: د اوسپنې یا ایرن کمبود، تغذیوي کمبودتیاوې ( فولیک اسید، ویتامین B12، ویتامین A) د مخ عظم یا بون میرو ځپل شوې وظیفه، ځانګړي انتانات ( HIV، ویسرال لشمانیا)، د ګردې عدم کفایه؛ – د وینې د سره کوریاتو له لاسه ورکونه: حاده یا مزمنه خونریزي ( انسیلوستومیازیس، شیستوزومیازیس، وغیره) ؛ – د وینې د سره کوریاتو د تخریب زیاتوالی (هیمولایزیس): پارازیتک (ملاریا)، باکتریايي او ویرال (HIV) انتانات؛ هیموګلوبینوپاتیزیس ( سیکل سیل ناروغي، تالاسمي)

ځانګړتیاوې ممکنه تشخیص

ماکروسایتیک کمبود یا ډیفشنسی ( فولیک اسید، ویتامین B12) ، مزمن الکولیزم

مایکروسایتیک ایرن ډیفشنسی ( خوارځواکی یا سوء تغدي، مزمنه خونریزي)، مزمن التهاب ( د HIV انتان، سرطان)، تالاسمي، حاد نورموسایتیک خونریزي، د ګردې عدم کفایه، هیمولایزس،  د ریټوکولوسایټس د ډیفشنسۍ کمه شمېره، ( ایرن ، فولیک اسیډ، ویتامین B12)، نخاعي سرطانونه، د ګردې عدم کفایه. د ریټوکولوسایټس همولایزس لوړه یا نورماله شمېره، سیکل سیل ناروغي، تالاسمي.

ایزونو فیلیا انسیلوستومیازیس، تریکوریازیس، ، شیستوزومیازیس، د HIV انتان، خبیثه هیموپاتیز، ایتولوجیکي درملنه ، خپله انیمیا د ټرانسفیوژن لپاره یو استطباب نه دی

اکثره انیمیا ګانې په ښه توګه تحمل کېږي او له ساده ایتولوجیکي درملنې سره ښه کېدلای شي. اتیولوجیکې درملنه ځان ته او یا له ټرانسفیوژن سره یوځای ورکول کېدلای شي.

کلینکي لارښود

د ایرن د کمبود ابتدايي ایرن PO د ۳ میاشتو لپاره

ډوزونه په ابتدايي ایرن کې تشریح شوي دي. نوزیږي :   mg/kg ۱-۲  روزانه دوه ځلې، کوچنیان له میاشت څخه تر< ۶ کلونو : mg/kg  1.5 – 3 د ورځې دوه ځلې، کوچنیان له ۶ څخه تر < 12 کلونو: 65 mg د ورځې دوه ځل کوشنیان ≥ ۱۲ کلونه او بالغین : 65 mg روزانه له ۲ څخه ۳ ځلې د عمر وزن

 

تنفسي ناروغۍ

د پورتنۍ هوايي لارې حاده مسدود کېدنه یا بندېدنه د خارجي جسم اسپریشن ، ویرال یا باکتریايي انتاناتو ( کروپ، ایپپ ګلوټیاټیس، ټراکیاټیس) انافلکیسز، سوځیدنو او ټروما له لارې رامنځته کېدلای شي. په پیل کې ثابت او جزوي بندښت ممکن لاپسې خراب شي او په تېره بیا په ځوانو کوشنیانو کې ژوند ګواښوونکې بېړنی یا عاجل حالت ممکن رامنځته کړي .

د بندښت د شدت کلینکي علایم :

حتمي بشپړتیا

Imminent complete     

  • له سیانوز سره شدید تنفسي ډسټرس یا SpO2 < 90%
  • ناآرامي یا بېحالي
  • ټاکي کارډیا، کپلري ریفل وخت < ۳ ثانیې شدید
  • په استراحت کې سټرایډر ( په تنفس اخسته کې لوړ غیرې نورماله اواز)

شدید تنفسي ډسټرس

  • شدید انټرکوسټال اوسب کوسټال ریټرکشن
  • نیزل فلیرنګ
  • سب سټرنال ریټرکشن ( د ساه اخستنې پر مهال د سینې د هډوکې دننه خوا ته حرکت)
  • شدیده ټاکوپنیا

متوسطه      

  • له ناآرامۍ سره سټرایډر
  • خفیف انټرکوسټال اوسب کوسټال ریټرکشن
  • متوسطه ټاکوپنیا
  • ټوخی، خش غږ، تنفسي ډسټرس نه لري

په ټولو پېښو کې سنبالنه یا مدیریت – په هغه وضعیت کې د کوچنیانو معاینه وکړئ، چې پکې لا ډېر هوسا وي.

د لاندې جدول له مخې د بندښت ارزونه وکړې. د SpO2 څارنه وکړئ، د خفیف بندښت په استثنا. په دوامداره توګه اکسیجن تطبیق کړئ.

  • که چېرته ≤ 90% وي؛ یا دا که چېرته ناروغ سیانوز یا تنفسي ډسټرس ولري؛ نو SpO2 باید د ۹۴ او ۹۸ ٪ ترمنځه برقراره وساتل شي.
  • که پلس اګزیمټر موجود نه وي،: حداقل ۵ لیټره/ دقیقه یا دا چې هايپوکسیا راکمه کړای شي او تنفس ته وده ورکړل شي . – په ای سی یو کې یې بستر یې کړي که خطري علایم یې درلود ( له هغه استثنا پرته چې بندښت خفیف وي)

د تنفس کړای شوي خارجي جسم سنبالنه یا مدیریت د هوايي لارې حاد بندښت ( خارجي جسم یا خو په پوره توګه فارینکس بندوي یا دا چې پر لارنجیال دخولي باندې د یوه وال په توګه عمل کوي) هیڅ خطرې علایم نه لري، اکثر له ۶ میاشتو څخه ۵ کلونو پورې هغه کوشنیان چې له کوچنیو شیانو سره لوبې کوي یا دا چې ویې خوري.

که ناروغ خبرې، ټوخې یا کوم اواز نشي ایستلای، نو د بندښت د له منځه وړنې لپاره مانورۍ اجرا کړئ:

  • تر ۱ کلنۍ څخه پورته کوشنیان او بالغین : هیلمیچ مانور :

د شخص شا ته ودرېږئ او شخص مخکې خوا ته ټیټ کړئ. یو لاس مو موټی کړئ او د شخص د بطن/ګیډې په مرکز کې یې د امبلایکس (نوم) او د سینې د هډوکي د لاندینۍ برخې ترمنځ یې کېږدئ. خپل بل لاس مو پر موټی باندې کېږدئ. د کلک چټک ترسټونو په کارونې سره تر پنځه ځلو پورې یې داخل خوا ته راکش کړئ. دا له سږو څخه هوا بهر خوا ته راباسي او د بندښت د چونې هڅه کوي.

نوی زیږل شوی کوچنی پر خپل لاس یا ورون باندې په داسې حالت کې واچوئ چې د کوچني مخ لاندې وي او سر یې تر ګېډې ښکته وي. د خپل لاس پر ورغوي ، پر ملا باندې د ولیو ترمنځ د سر پر لورۍ په شدت سره ضربې ورکړئ. د سینې/ صدر په مډلاین کې د تي تر لاین لاندې پر دوه ګوتو باندې پنځه چسټ ترسټونه ورکړئ

کلینکي لارښود

که چېرته کامیاب نه وه ، نوزیږی پر شا څملوئ. د قلبي ریوي احیا په شان پنځه قوي سټرنال کمپرشنې اجرا کړئ: تر تیونو لاندې پر سینه باندې خپلې ۲ یا ۳ ګوتې کېږدئ. سینې ته تقریباً یو پر درېمه برخه فشار ورکړئ چې لاندې ولاړ شي ( ۳-۴ ساتني متره پورې) تکرار یې کړئ چې خارجې جسم راووځي او ناروغ پخپله تنفس شروع کړي (ټوخی، ژړا، خبرې) که ناروغ خپله هوښیاري له لاسه ورکړي، تهویه ورکړئ، او قلبي ریوي احیا ترسره کړئ. که تهویه نه کېده، نو تراکستومي اجرا کړئ

 

د تیتانوس د ناروغانو پاملرنه

عمومي کتنه

تتانوس یو شدید انتان دی چې مرکزي عصبي سیستم اغېزمنوي. علت یې کلوسټریډم تیتاني باکتریا ده چې خاوره او انساني او حیواني مدفوع کې موندل کېږي. دا باکتریا د انسان بدن ته د زخم یا سوځېدنې له لارې ورننوځي. کلوسټریډم تیتاني یو ټوکسین تولیدوي چې بیا پر مرکزي عصبي سیستم باندې برید کوي.

تتانوس سپور په چاپېریال کې موندلېږي، په عمده توګه په خاوره کې او په زنګ وهلو سطحو کې لکه نوکانو ، ستنو او سیم خاردار کې هم پیدا کېږي. دا سپورونه د تودوښې او زیاتره ضد عفوني کوونکیو موادو پر وړاندې مقاوم دي او ان تر کلونو پورې ژوندي پاتېدای شي.

تشخیص  

  • د تتانوس د تشخیص لپاره هیڅ لابراتوري ټسټونه نشته. تشخیص د کلینکي علایمو پر بنسټ کېږي.
  • د انکیوبشن دوره یې معمولاً له ۳ څخه ۲۱ ورځو پورې ده. هر څومره چې د انیکوبشن دوره لنډه وي ( د منتن کېدو راهیسې وخت) نو هماغومره ناروغي ډېر شدت لري.
  • خطري فاکتورونه : تتانوس خپرېدونکي ناروغي نه ده
  • په هغو کسانو کې راپېښېږي چې په پوره توګه واکسین شوي نه وي یا هغه کسان تر مخامخ کېدنې وروسته مناسب پروفلیکس یې نه وي ترلاسه کړی یا دا چې د زېږون پر مهال پاکوالي ته پاملرنه ونشي.

خطري ټپونه هغه دي چې له ځمکې یا خارجي اجسامو له لارې منتن شوي وي لکه :

  • سوري کېدونکي ټپونه
  • د نوم (بند ناف) غوڅېدنه
  • کرش ژوبلېدنې
  • چېچل کېدنې
  • پر وسله باندې ټپي شوي کسان

نښې نښانې او علایم

  • درد/ په ژامله کې شخوالی ( معمولا لومړی علامت دی چې بیا ګرد بدن ته خپرېږي)
  • بنده شوې ژامله، د مثال په ډول ترسمس ( د خولې په پرانسته او تېرونه کې ستونزه رامنځته کوي)
  • ثابت خندا، د مثال په ډول راسیزس سراډوزیس
  • سردردي او فوټوفوبیا
  • اختلاجونه
  • تبه او زیاده خوله
  • په ملا، ګیډه او پښو او لاسونو کې عضلي سپاسمونه
  • د ملا قوس کېدنه ( د ملا د تیر د هایپر اکستنشن له کبله)
  • ناڅاپي دردناک سپاسمونه ( د حسي یا فزیکي تحریک له لارې رامنځته کېږي)
  • د سینې او لارنجیال جوف سپاسمونه ( تنفسي ډسټرس ، اسپریشن او زندۍ کېدنه رامنځته کولای شي )

نوزیږي

  • تر زېږون ورسته له درې څخه ۱۴ ورځو پورې معمولا علایم راښکاره کېږي
  • لومړني علایم یې ناآرامي او په رولو کې ستونزه ده ( معمولاً شونډې سختېږي)
  • بیا شخوالی خپرېږي او عضلي سپاسمونه رامنځته کېږي

سنبالنه یا مدیریت

ښه نرسنګ او طبي پاملرنه تر ۵۰٪ پورې مړینه راکمولای شي. خو بیا هم د نرسنګ جدي پاملرنې ته اړتیا شته دی او ناروغ دې ته اړتیا لري چې له دوو څخه څلورو اوونیو پورې بستري شي.

د پاملرنې په اړخونو کې لاندې ټکي رانغاړلېږي:

د هوايي لارې سنبالنه یا مدیریت

  • پر پلس اکزیمټر د ناروغ څارنه وکړئ
  • د ناروغ له خولې څخه هر ډول ترشحات لرې کړئ
  • که دوامداره لارینجوسپاسم موجوده وه، نو ښايي تراکستومۍ ته اړتیا پيدا شي.

د درد کنټرولول

  • د سپارښتنې له مخې په منظمه توګه مناسب انلجیزیک ورکړئ
  • ښايي مورفینو ته هم اړتیا وي، د بېهوشئ له متخصص څخه پوښتنه وکړئ

معمولا انتی بیوتیک نه تجویزېږي، خو د ناروع د وضعیت له مخې یې ورکړل شي. ډاکتر ښايي ميټرانیډازول، اریترومایسن یا پنسلن جي ورکړي.

 

د عضلي سپاسم کنټرولول

  • په خاموشه، توره او یخه خونه کې د ناروغ نرسنګ وکړئ
  • د اواز، لمس، رڼا، او تحرکاتو په شمول تر شونې حده پورې محرکات راکم کړئ
  • پر یوه بانداژ باندې د نوزيزي سترګې وتړئ
  • ډاډمن شئ چې ناروغ ته مناسب تسکینوونکي درمل ورکړل شوي دي؛ د آی سی آر سی د انستزي د کتاب ۱۶۲ ام مخ او لاندې جدول وګورئ

د تتانوس ناروغانو لپاره تسکینوونکي درمل

ډیازپم : بالغین : 5 mg داخل وریدي، بې له زیاد تسکینووکيو څخه د سپاسم د کنټرول لپاره ټیټرشن

کوچنیان : 0.2 mg/kg هر دو ساعته، لومړنی ډوز،  مګنزیم، ټیټریشن

بالغین : 5 g سوکه داخل وریدي لوډنګ ډوز.

کوچنیان : 75 mg/kg داخل وریدي لوډنګ ډوز

بیا له ۱ – ۲ g په هر ساعت کې ورکړئ ترڅو سپاسم کنټرول شي ( بالغین و کوچنیان دواړه)

تعذیه/ هایډریشن

  • داخل وریدي کنولا وردننه کړئ
  • د نمودار له مخې داخل وریدي مایعات ورکړې چې ناروغ هایډریټ پاتې شي
  • د مایعاتو د بیلانس چارت تعقیب کړئ

 

  • ډاډمن شئ چې ناروغ لوړ کالوري رژیم واخلي، ځکه دوی ستړي کېږي
  • که ناروغ خوراک نشي کولای، نو نیزوګاسټریک ټیوب وردننه کړئ او له همدې لارې درمل او خواړه ورکړئ ( یوازې په هغه صورت کې چې ډاکتر یې سپارښتنه کړې وي او سپاسم نه وي کنټرول شوی)
  • نوزېږو ته باید هر درې ساعته تشریح شوې د مور شیدې ورکړل شي

 

د ټپ سنبالنه یا مدیریت

  • ټپ، پاک سوتره، ضد عفوني او پانسمام کړئ.
  • د منتن شویو او نارکوټیکو انساجو د لرې کونې لپاره ښايي د ټپونو پراخ ډیبرډمنټ ته اړتیا وي
  • د کورډ انتاناتو لپاره، ډیبریډ یا اکسایز کوی یې مه، پر ځای یې د سپزس / باکتریا درملنه وکړئ

وضعیت ورکونه

  • هڅه وکړئ چې تر شونې حده پورې ناروغ ته لږ آزار ورکړئ، دا ځکه چې حرکت سپاسمونه تحریکوي، ډاډمن شئ چې ناروغ په کافي توګه د بالښتونو له خوا حمایه شوی وي ترڅو زیان ورونرسېږي.
  • که ناروغ بیا هم بېحاله او بې تحرکه وه، نو په هرو درې یا څلورو ساعتونو کې پر ساحه باندې د ملایم فشار درملنه ورکړئ

ټول ناروغان باید د تتانوس توکسوید 0.5 ml پوره کورس ترلاسه کړي، یو ډوز چې کله روغتون ته راورسېږي او نور یې باید د لاندې مهالوېش له مخې ترلاسه کړي:

  • TV1: له راتګ سره سم
  • TV2: تر TV1 څلور اوونۍ روسته
  • TV3: تر TV2 شپږ میاشتې یا یو کال وروسته یا تر حاملګۍ روسته
  • TV4: تر TV3 ۵ کاله وروسته یا تا حاملګۍ ورسته
  • TV5: تر TV4 وروسته له یو څخه ۱۰ کلونو پورې یا تر حاملګۍ روسته

هغه ناروغان چې ناپاکه ټپونه لري؛ نو دوی ته TIG ورکول کېږي ، د آی سی آر سی لاندې پروټوکول وګورئ

د بالغینو او کوشنیانو لپاره ( تر ژوبلېدنې وروسته تر ۲۱ پورې)

TIG (داخل عضلي)

چې ۱۲ ساعتونو څخه په کمه موده کې ټپی شوی وي 250 IU

چې ۱۲ ساعتونو څخه په ډېره موده کې ټپی شوی وي 500 IU

که لاندې حالتونه وي، نو 500 IU ته یې لوړ کړئ :

د دروند منتن د موجودیت (خطر)، یا دا چې د ناروغ وزن تر ۹۰ کیلو ډېر وي.

مخنیوی

د روغتیا نړیوال سازمان (۲۰۱۸) سپارښتنې :

  • پاک زېږون او د کوشني د زیږون پر مهال یې د نوم (بند ناف) ښه پاملرنه
  • د جراحۍ او د غاښونو د درملنې پر مهال د ټپ مناسبه پاملرنه
  • د عادي واکسینو د یوې برخې په توګه د تتانوس ټوکوسیډ واکسین کول.

د ډيهايډریشن ارزونه

 

عمومي کتنه

هغه ناروغان چې اسهال لري، مخصوصاً کوچنیان، نو دوی د خپل بدن ډېر مایعات له لاسه ورکوي او پر ډيهایډریشن باندې اخته کېږي.

دا د ډېرې جدي ناروغۍ او ځینې وخت د مړینې سبب ګرځېدلای شي، مخصوصاً په حاد ابګین اسهال یا کلورا کې.

 

څرنګه یې ارزونه وکړو که چېرته یوه ناروغه کس ډيهایډریشن لري او تر کومې درجې پورې یې لري

ډيهايډریشن نلري لږ ډيهايډریشن لري شدید ډيهايډریشن لري
۱- وګورئ
وضعیت ښه، ویښ ناقراره عکس العمل نه ښيي یا بېهوشه، نرم
سترګې نورمال ننوتې ډېرې ننوتې او وچې
اوښکې موجودې ناموجودې ناموجودې
خوله او ژبه مرطوبه وچه ډېره وچه
تنده نرماله څښاک، تږی نه دی تږی، په شوق سره اوبه څښي کمې اوبه څښي یا یې نشي څښلای
۲ـ احساس
د جلد سکونډل بېرته ژر ځي بېرته آهسته ځي بېرته آهسته ځي
۳- هغه اقدام چې باید واخستل شي مشاهده یې کړۍ، او آر ایس ورکړئ آو آر ایس ورکړئ ژر تر ژره یې روغتیايي مرکز یا روغتون ته واستوئ

 

تر ارزونې وروسته او ډیهایډریشن د درجې له مخې، لاندې اقدامات باید ترسره شي:

 

د اسهال ناروغ

ډيهایډریشن نه لري      لږ ډيهايډریشن لري        شدید ډيهايډریشن لري

 

مشاهده کړئ او د او آر ایس ۲ او ۳ کاري وسیله ورکړئ          د او آر ایس ۲ او ۳ کاري وسیله ورکړئ    ژر تر ژره یې روغتیايي مرکز یا روغتون ته واستوئ

 

خوني اسهال

انتقال

  • ککړ شوي خواړه او هغه اوبه چې د انسان په غایطه موادو ککړې شوې وي
  • له یو شخص څخه بل شخص ته
  • ډېر په اسانۍ سره انتقالېږي

علایم او نښانې

  • خوني یا وینه درلودنکی اسهال، چې له تبې او نس یا ګېډې له دردونو سره یوځای وي او/ یا ډي هایډریشن
  • په تنکي یا ځوانو کوچنیانو او غټانو کې ډېر بدتر وي
  • په یو روغتیايي مرکز کې مسلکي درملنې ته اړتیا لري

مخنیوی

  • پاکې اوبه ( د اوبو ښه سرچینې، په کورونو کې د اوبو پاکې ذخیرې)
  • د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې ښه امکانات (ښه تشنابونه یا د غایطه موادو اسانتیاوې)
  • پاک خواړه
  • مناسبه روغتیا ساتنه ( پر صابون د لاسونو وینځل)
  • ښه هستوګنه
  • د مور د شیدو ورکونې ته دوام ورکول
  • د روغتیا دودوالی

 

زیانمنېدونکي خلک

  • تر ۵ کلنې څخه کم کوچنیان
  • لوی کوچنیان او لویان چې خوارځواکي (سوء تغذي) وي
  • هغه ناروغان چې په شدید ډول ډي هایډریټ او په خطرناکه توګه ناروغه وي
  • مسن یا زاړه خلک

د ساري رنځ په حالت کې

  • د خوني اسهال د ناروغانو اولیه پېژندنه او روغتیايي مرکزونه ته یې ورلېږل
  • د پاکو یا تصفیه شویو اوبو برابرونه
  • د ښه روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې د امکاناتو برابرول
  • دهغو کسانو چټکه خښونه چې د خوني اسهال له کبله مړه شوي وي
  • د مړه شویو کسانو د اجسادو وینځل باید د روغتیا ساتنې یا حفظ الصحې د اقداماتو له مخې وي او لاسونه باید پر صابون باندې ووینځل شي.
  • د خولې له لارې د مایعاتو بېرته ورکول ( ری هایډریشن)
  • د روغتیا دودوالی
  • د مور شیدو ورکونې ته هڅونه

شری یا سرخکان  

شری یو ډیر ساري یا خپرېدونکی تنفسي انتان دی. د بدن پر ټول جلد یا پوستکي باندې دانې راخېژوي او د زکام په شان ته علایم او نښې لري. شري ته ( ربیولا هم وايي ) ، چې د یو وایرس له کبله رامنځته کېږي او د دې لپاره هیڅ ځانګړې طبي درملنه نه شته دی. دا ویروس باید خپله موده یا کورس تېره کړي. هغه کوچنی چې ناروغه وي ؛ نو باید پرېمانه مایعات وڅښي ، ښه ډېر استراحت وکړي او دا چې دا انتان لا پسې خپور نه شي ؛ نو دا کوچنی باید ښوونځي یا وړکتون ته له تګ څخه ډډه وکړي.

 

د شري علایم او نښانې  

لنډ ، وچ او په مکرره توګه ټوخی ، پوزه به یې تل بهېږي، لوړه تبه او سرې سترګې د شري د انتان لومړۍ نښې او علایم دي. مخکې له دې څخه چې دانې پیل شي ؛ نو ښايي کوچنیان په خوله کې دننه د کوپلیک په نامه دانې ( کوچنۍ سرې دانې دي چې منځ یې شین دی) هم ولري.   

دانې د علایمو او نښو تر پېلېدو ۳-۵ ورځې وروسته پېلېږي ، کله نا کله ورسره تر 104°F (40°C) پورې  لوړه تبه هم موجوده وي. سرې یا سرې – نسواري رنګ دانې معمولاً پر تندي باندې د همواره سرو دانو په توګه پیلېږي. وروسته بیا دا دانې ټول مخ ته او ورپسې ورمېږ ، تنې ، لاسونو ، پښو او د پښو پنجو ته خپرېږي. تر څو ورځو وروسته تبه او دانې سوکه سوکه له منځه ځي. 

ایا شری ساری یا خپرېدونکی دی؟

شری ډېر ساري یا خپرېدونکی دی. په حقیقت کې هغه کسان چې د شري لپاره یې واکسین نه دي کړي ؛ نو که چېرته دوی له منتن شوي کس سره نږدي وي ؛ نو په ۱۰ کسانو کې ۹ به یې ورباندې ککړ شي.

خلک څرنګه پر شري باندې ککړيږي؟

شری هغه مهال خپرېږي ، چې کله خلک ساه اخلي یا دا چې پر وایرس له منتن شوي مایعاتو سره په مستقیم ډول په تماس کې وي. دا دهغو څاڅکو له لارې په هوا کې هم خپرېدلای شي ، چې کله پر شري باندې اخته کس ټوخی یا پرنجی کوي. هغه کس چې له دې ویروس سره مخامخ وي ؛ نو له ۷-۱۴ ورځو څخه وروسته معمولاً علایم او نښې راښکاره کوي.

هغه کسان چې پر شري باندې اخته دي ، نو مخکې له دې څخه چې سرې دانې ورباندې راوخېژي ؛ نو له دې څخه ۴ ورځې مخکې او تر دې څخه ۴ ورځې وروسته هم دا ناروغي خپرولای شي. دا هغه مهال ډېره ساري یا خپرېدونکي وي ، چې کله دا کسان تبه ، ټوخی او بهېدلي پوزه ولري. هغه کسان چې د نورو ناروغیو ( لکه  HIV  او AIDS ) له کبله کمزوري دفاعي سیستمونه لري ؛ نو دوی کولای شي ، چې د شري وایروس تر هغه وخت پورې خپور کړي ، ترڅو دوی ورغېږي یا شفا ومومي.   

 

د شري درملنه  

د شري لپاره ځانګړې طبي درملنه نه شته . د علایمو یا نښو له اداره کونې سره د مرستې لپاره لاندې کارونه کولای شو: 

  • خپل کوچني ته پرېمانه مایعات ورکړئ
  • لا ډېر استراحت ته یې وهڅوئ
  • که چېرته تبې ستاسې کوچنی ډېر نارآمه کړی وي ؛ نو د تبې لپاره یې د استامینوفین یا ایبوپروفین په شان غیرې اسپرین داره درمل ورکړئ. په ویروسي ناروغیو کې کوچني ته کله هم اسپرین مه ورکوئ ، ځکه چې د داسې درملو کارول ښايي ری سندروم رامنځته کړي.

هغه کوچنیان چې پر شري باندې اخته دي ؛ نو  دوی باید د ډاکتر له خوا نږدې وڅارل شي. په ځینو پېښو کې شری د نورو ستونزو د رامنځته کېدو لامل هم ګرځېدلای شي ، لکه :

  • د غوږ انتانات
  • کروپ
  • نس ناستی
  • سینه بغل یا نمونیا
  • انسفالیټس ( د مغزو خارښت او پړوسوب )

کله چې سرې دانې راڅرګندې شي ؛ نو پر شري باندې اخته کوچنیان باید تر ۴ ورځو پورې له نورو څخه لیرې وساتل شي. هغه کسان چې کمزروی دفاعي سیستم لري، نو دوی باید دې لېرې کېدنې ته تر هغه پورې ورته دوام ورکړي ترڅو دوی په پوره توګه روغ او جوړ شي او ټول علایم او نښې له منځه ولاړې شي.

شری تر څومره وخته پورې دوام مومي ؟

د شري انتان تر څو اوونیو پورې دوام موندلای شي. که یو څوک له دې وایرس سره مخامخ وي ؛ نو علایم یا نښې یې معمولاً ۷-۱۴ ورځې وروسته پېلېږي.

ایا د شري مخنیوي کېدلای شي ؟

دا چې خپل کوچنیان خوندي وساتئ ؛ نو تر ټولو څخه ښه لاره یې دا ده چې تاسې باید ډاډمن شئ ، چې دوی د شري پر ضد واکسین شوي وي .

د اکثرو کوچنیانو لپاره له شري څخه خوندیتوب د (MMR) واکسین یا (MMRV) واکسین یوه برخه ده ، چې دې کوچنیانو ته هغه مهال ورکول کېږي چې کله دوی له ۱۲ څخه تر ۱۵ میاشتو په موده کې وي او یو ځل بیا هغه مهال ورکول کېږي ، کله چې دوی له ۴ څخه تر ۶ کلونو په عمر کې وي.

دا د ټولو کوچنیانو لپاره مهم دي چې د مهالوېش له مخې واکسین وکړي. هغه خلک چې له خطر سره مخامخ دي ، ( د مثال په ډول هغه خلک چې کمزوري دفاعي سیستمونه لري) واکسین نه شي ترلاسه کولای او دوی د ” ټولنې په عمومي مصونیت” پورې تړاو لري. 

دا هغه مهال وي ، چې کله ډېری خلک د ناروغیو پر وړاندې واکسین شي ، چې دا یې له خپرېدا څخه مخنیوی کوي او د شیوع په مخنیوي کې مرسته کوي.  

یادداشت : که چېرته تاسې فکر کوئ ، چې ستاسې کوچنی شری لري ؛ نو سمدستي له ډاکتر سره اړیکه ونیسئ. همداراز بیا هم له ډاکتر سره اړیکه ونیسئ که چېرته ستاسې کوچنی د داسې یوه کس په شاوخوا کې وه ، چې دې کس شری درلوده ، په تېره بیا که چېرته ستاسې کوچني :

  • نوزیږی یا نوزاد وی
  • داسې درمل خوري چې دفاعي سیستم ځپي
  • توبرکلوز ، سرطان ، یا داسې ناروغۍ ولري چې دفاعي سیستم اغېزمنوي

واکسین ولي مهم دي ؟

اکثریت هغه خلک چې پر شري باندې اخته شوي وي ؛ نو دوی واکسین شوي نه وي:

د شري په شیوع کې لاندې کسان تر ټولو څخه ډېر په خطر کې وي :

  • هغه نوزیږي یا نوزادان چې دومره موده پرې نه وي تېره شوي ، چې واکسین ترلاسه کړي
  • حامله دار مېرمنې
  • هغه خلک چې کمزوری غذايي رژیم لري یا د کمزوزي دفاعي سیستمونه ولري

د شري واکسین ښايي د هغو مېرمنو په ساتنه یا خوندیتوب کې مرسته وکړي چې لا حامله داره شوي نه وي ، او له هغو خلکو سره هم مرسته کوي چې د خطر په ډله کې نه وي که چېرته دوی له شري سره مخامخ شي او د ۷۲ ساعتونو په موده کې دا واکسین ترلاسه کړي.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست