تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د لوراند او لورین الله په نامه   له حضرت موسی بن عمران (ع) سره د «عزوجل» الله خواله ۱- موسی! په دنیا کې دې هیلې مه اوږدوه، چې زړه دې سخت شي او سخت زړی رانه لرې دی. زړه دې (زما) په ډار مړ کړه، جامې دې زړې او زړه […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د لوراند او لورین الله په نامه

 

له حضرت موسی بن عمران (ع) سره د «عزوجل» الله خواله

۱- موسی! په دنیا کې دې هیلې مه اوږدوه، چې زړه دې سخت شي او سخت زړی رانه لرې دی. زړه دې (زما) په ډار مړ کړه، جامې دې زړې او زړه دې تازه وسه. په ځمکوالو کې ناپېژاندی او ورکنومی او په اسمانوالو کې نامي وسه. له ‌ډېرو ګناهونو لکه له غلیمه د تښتېدونکي په څېر، درشل ته مې فریاد وکړه او ددې چاره لپاره مرسته رانه وغواړه، چې ښه مرستندوی یم.

۲- موسی! په حقیقت کې زه له بندګانو پورته یم، بندګان مې تر لاس لاندې دي او ټول مې پر وړاندې خوار دي، پر ځان بدګومانه وسه او اولاد دې هم د خپل دین امین مه بوله؛ خو دا چې په څېر دې د صالحانو مینوال وي.

۳- موسی! وینځل وکړه او ولامبه او صالح بندګانو ته مې ورنژدې شه.

۴- موسی! په لمانځه کې یې امام وسه، په خپلمنځي شخړو کې یې، چې څه مې درباندې نازل کړي له مخې یې سم قضاوت وکړه، چې دا (تورات) څرګند حکم او ځلاند دلیل دی او یوه رڼا ده چې د ړومبنیو او وروستنیو په اړه خبرې کوي.

۵- د زړه سوانده مینناک په څېر د پاکلمنې پېغلې د زوی، د مریمې د زوی عیسی په باب سپارښتنه درته کوم، چې د خره، جګې خولۍ،[ سپېڅلیو] غوړیو، زیتون او محراب خاوند دی[1] او تر ده روسته د سره اوښ د خاوند (د اسلام پېغمبر) په اړه سپارښتنه درته کوم، چې نېک، پاک او پاکیزه دی چې نښې یې ستا په کتاب (تورات) کې دا دي: پر ټولو اسماني کتابونو ایمان او ورباندې تسلط لري، رکوع او سجدې کوي،[آخرت ته] ورمات او [له دنیا] ډارن دی. وروڼه یې بېوزلي دي او مرستندویان یې یو بل قوم دی [بې له خپل ټبره یې؛ یعنې مدینوال] په پېر کې به یې، سختي، دباو او وژنې وي، نامه یې «احمد» او «محمد امین» دی، د ړومبنیو پېغمبرانو له پاتې شونو دی، پر ګردو اسماني کتابونو ایمان لري او ټول رالېږل شوي استازي رښتین بولي، امت یې په لورنه کې رانغاړل شوی برکتي دی په ټاکلیو وختونو کې لمانځه ته اذان کوي؛ نو رښتونی یې وبوله چې ورور دې دی.

۶- په رښتیا، هغه نالوستی دی، یو رښتونی مبارک بنده دی، چې پر هرڅه لاس کېدي برکت مومي او موږ نېک او مبارک کړی دی، په پوهه کې مې همدغسې دی او دغسې مې پنځولی، په ده قیامت پرانزم او په امت یې د نړۍ کونجیګانې پای ته رسوم (پېر یې رانغاړم)؛ نو د بني اسراییلو ظالمانو ته سپارښتنه وکړه، چې نامه یې له منځه یو نسي، بې ملاتړه یې یوازې پرېنږدي، که څه دا چار به وکړي، له دې پېغمبر سره دوستي، راته «حسنه» او نیکي ده، ورسره یم، له ګونده یې یم او هغه مې هم له ګونده دی او ګوند مې لاسبری دی.

۷- ته مې بنده، او زه دې خدای یم، ناڅیزه بېوزلی خوار مه بوله، پر شتمنو حسرت مه خوره، چې کله مې یادوې عاجز وسه او د ذکر د لوست پر وخت لورنې ته مې هیلمن وسه، په عاجز او غمجن غږ د تورات خوندونه راته واوره، چې مې یادوې آرام وسه، ومې لمانځه او څوک راسره مه شریکوه، په رښتیا چې ستر ښاغلی یم، ته مې له څاڅکي؛ له ناڅیزه اوبو وپنځولې، له خټې چې له پستې او ګډې وډې ځمکې وه، را ومې ایسته، جوړه مې کړه؛ نو (دا خټه) د یو بشر په بڼه رامنځ ته شوه؛ نو ما دا ښکارنده راوپنځوله، ذات مې مبارک، پایښتی او ستر دی، (صنع او) جوړ مې سپېڅلی دی، ساری نه لرم او تل تر تله ژوندی یم چې زوال نه موم.

۸- موسی! په ډار درشل ته مې لاسونه پورته کوه او په عاجز زړه دعا کوه او په تورات مې، ژوند دې ژوندی کړه، ناپوهانو ته مې خویونه ورزده کړه، پټ و ښکاره نعمتونه مې وریاد کړه او ورته ووایه: نور مو بېلاریتوب مه غځوئ، چې بېشکه نیونه مې سخته ده.

۹- موسی! چې کله دې د اړیکې رسۍ راسره پرې شوه، بله رسۍ مه نیسه، ومې لمانځه او د ناڅیز بنده په څېر راته ودرېږه، ځان (نفس) دې ورټه، چې د رټنې وړ دی، په کتاب مې پر بني اسراییلو ستریا (او ویاړنه) مه کوه، زړه ته دی دا څرګندوی پند بس دی، چې د «جل ذکره» نړۍ پال وینا ده.

۱۰-  موسی! چې هر وخت مې وبولې، ما مومې، چې ژر به دې له سرغاړۍ درتېر شم، اسمان مې له ډاره پاکي وايي، پرښتې مې له ډاره اندېښمنې دي او ځمکه مې د تمې له مخې تسبیح وايي او ټول مخلوقات مې په عاجزۍ پاکي وايي؛ نو درباندې لازمه ده چې نمونځ وکړې، چې په واقع کې نمونځ راته لوړ مقامی او ټینګه ژمنه راسره لري او زکات چې د عباداتو یوه برخه ده، له لمانځه سره یې یو ځای کوم، د پاک مال او خوړو د زکات ورکړه (راته) د نژدېوالی لامل دی؛ ځکه یوازې پاکه ډالۍ چې سوچه زما لپاره وي منم یې. د خېښ پالي هم ورسره یو ځای کوم، زه یم لوراند او لورین، خپلولي مې له خپلې لورنې پنځولې، چې بندګان پرې یو له بل سره مینه وکړي او په آخرت کې په درشل کې مې قدرت لري (چې  غوښتنه کوي: خدایه، هغه چې خپلوي یې راسره پاللې وه، ویې پاله او هغه چې راسره پرې کړې وه، ورسره یې پرې کړه) زه یې هم له هغه سره شلوم چې د خپلوۍ اړیکه یې شلولې وي او چې یې پالي، پالم یې او چې څوک مې له احکامو سرغاړی وکړي دغسې ورسره چلېږم.

۱‍۱- د ګدا عزت وکړه، په خوږه ژبه یا لږه ورکړه یې رخصت کړه؛ ځکه کله یو څوک د ګدا په بڼه درمخې ته کېږي، چې نه انسان دی او نه پېری؛ بلکې د لوراند خدای پرښته ده، چې ازمېښت ته دې درغلې، چې له درکړیو نعمتونو سره مې څه کوې؟ او کومه شتمني مې چې درکړې نورو ته یې ورکوې؟ نو په عاجزۍ سر راټیټ کړه، تورات په لوړ غږ وایه، زارۍ راته کوه، باخبر داسې دې راغواړم لکه خاوند چې خپل مریی راغواړي، چې لوړ مقامونه ومومي او دا مې پر تا او ستا پر تېرو نېکونو له لورونو ځنې ده.

۱۲- موسی! بیخي مې له یاده مه وباسه، د پانګې په زیاتوالي مه خوشحالېږه؛ ځکه هېرول مې سخت زړي راوړي او ډېره پانګه له ډېرې ګناه سره مل ده. ځمکه اېل ده [او اسمان اېل دی] او سمندرونه اېل دي؛ نو څوک چې سرغاړی شي، بدمرغېږي؛ځکه یوازې زه لوراند (لورین) یم؛ د هر وخت لوراند؛ په هوساېنې پسې سختي او په سختۍ پسې هوساېنه راولم او په پاچاهانو پسې پاچاهان راولم او پاچاهي مې تل تر تله او نا زواله ده او په ځمکه او آسمان کې هیڅ څیز را نه پټ نه دی؛ نو څنګه به هغه را نه پټ شي چې پېلامه یې زما څخه وه او څنګه هغه ته همت نه تړې چې له ما سره دي، حال دا چې ګرد څېزونه هرومرو زما لوري ته راګرځي.

۱۳- موسی! ما خپل پناه ځی کړه، د نېکیو زېرمې دې راوسپاړه، له ما وډار شه، او له بل مه ډارېږه، چې (په حقیقت کې) ماته راستنېږې.

۱۴- موسی! په توبه (او بښنه غوښتو) کې بیړه کوه، ګناه ځنډ کړه په لمانځه کې چې راته ولاړ یې درنګ وکړه، بې له ما بل ته هیلمن مه وسه، ما د سختیو ډال کړه او په کړښتي چارو کې مې خپل پناه ځی کړه.

۱۵- موسی! په نېکۍ کې له نېکچاریو سره سیالي وکړه؛ ځکه چې «نېکي» د خپلې نامې په څېر «نېکه» ده او بدي غولېدلو ته ورپرېږده.

۱۶- ژبه دې د خپل زړه تر شا کړه (سوچ وکړه او ووایه) چې روغ رمټ پاتې شې، شپه و ورځ مې ډېر یادوه، چې ګټیالی شې، په ګناهونو پسې مه ځه چې پښېمانېږې؛ ځکه دوزخ د ګناهونو تمځی دی.

۱۷- موسی! هغوی چې ګناهونه پرېښي، په پسته او خوږه ژبه خبرې او ملګرتوب ورسره وکړه او دوی د غیبت د زمانې (او د وافي په روایت «خپلو نیمګړنو ته») خپل وروڼه کړه هڅه ورسره وکړه، چې هڅه درسره وکړي.

۱۸- موسی! څه چې ماته وشي، لږ یې هم ډېر دي او څه چې نوور ته وشي، ډېر یې هم لږ دي او په رښتیا ښې ورځې دې مخې ته راروانې دي، ځواب ورچمتو کړه، چې تم دې کړي او ودې پوښتي، له روزګار او خلکو یې عبرت واخله؛ ځکه د روزګار اوږد هم لنډوي (ځکه ژر تېرېږي) او لنډ یې اوږد وي (که په قدر یې پوه شي) او هر څه ناپایښتي دي؛ نو داسې  کړه وړه وکړه چې ته وا بدله یې وېنې چې آخرت ته دې تمه ډېره شي، د نړۍ راتلونکې هم د تېرو په څېر ده او هر عمل کوونکی دې د لیدانې او بېلګې له مخې کار وکړي؛ نو د عمران زویه! د ځان ګټې ته دې هڅه کوه، چې سبا د پوښتنې ګروېګنې پر ورځ بریالی شې او هلته به باطلپالي زیانمن شي.

۱۹- موسی! له دنیا لاس واخله او مخ ترې وګرځوه؛ ځکه دنیا تا لپاره نه ده او نه ته د دنیا لپاره یې، ستا یې د ظالمانو په کور پسې څه؟ خو هغه چې ښې چارې پکې وکړي، چې په واقع کې ورته ښه کور دی.

۲۰- دنیا او خلک یې یو بل ته فتنه (او ازمېښت) دي هر چا ته خپل مزی مرغلین دی؛ او په خپلې وضع او کار پورې یې زړه تړلی دی؛ خو د مؤمن په نظر کې آخرت برېښي، په کومه شېبه چې سست شي؛ نو آخرت ته ويني (چې قوت واخلي)، د آخرت خوند د ده او دنیوي خوشحالیو ترمنځ خنډ شوی، ګهیځ یې – لکه سپور چې د خپلې موخې پر لور ورځغلي دا هم- د خپل مطلب پر لور ورځغلوي، د ورځې غمځپلی او د شپې غمجن دی؛ نو خوشحالي دې ورباندې وي [هن] چې کله پرده یوې خوا ته شي؛ نو څومره خوشحالۍ به ویني.

۲۱- موسی! که شتمنۍ درمخه کړې وي، ووایه! د کومې ګناه سزا رامخې ته شوې، که ودې لېدل بېوزلي رامخې ته شوې، ووایه: آفرین د صالحانو پر نښو، (موسی) سرغاړی سرغړاند مه وسه او د ظالمانو مه ملګری کېږه.

۲۲- هغه ژوند چې رټلې پای لري، که څه هم اوږد وی؛ نو دا به څه عمر وي، او که څه دې تر ګوتو نشي؛ نو که (ددې بې برخېتوب) پایله یې ښه وي، زیان یې در رسولی نه دی.

۲۳- کتاب چې [ښايي تورات وي یا لوح محفوظ]  په ډاګه ستا پای څرګنده کړې؛ نو په دې ځانګړنه، څنګه خوب درځي،  یوازې شهوتپالي او غافل له ژونده خوند اخلي، حال دا چې رښتوني تردې لږو ته هم ورخطا دي.

۲۴- موسی! بندګانو ته مې ووایه، چې د تېرو [د جبران] لپاره دې ما وبولي؛ خو ړومبې دې منښته (اعتراف) وکړي چې زه «ارحم الرحمین یعنې [د لورینو لوراند] یم». د بېوزلیو دعا قبولوم، اندېښمني لرې کوم، زمانه اړوم، پراخي راوړم، د ډېر لږ کار هم منندوی یم، او د ډېر کار بدله ورکوم، نېستمن شتمنوم او تل تر تله ناماتی ځواکمن یم. هر ګناهګار چې درشي او ستا لار یې ونیوه ورته ووایه؛ د نړۍ پال پراخ درشل ته ښه راغلاست، بښنه ورته وغواړه او په څېر یې وسه، کومه لورنه او احسان مې چې درسره کړې، په پار یې پر دوی ستریا (او ویاړنه) مه کوه. ورته ووایه: له ما دې فضل او رحمت وغواړي، چې بې له ما یې بل خاوند نه دی. زه  د سترې لورنې خاوند یم، د ګناهګارانو پناه ځی یم، د بېوزلیو ملګری او د ګناهګارانو بښونکی یم. په رښتیا چې پر وړاندې مې غوره مقام لري، په پاک زړه او رښتونې ژبه مې وبله، هاغسې وسه چې دې غواړم، ‏حکم ته مې غاړه کېده، پر بندګانو په هغه څه (لکه نبوت او کتاب) ستریا مه کوه چې پیل یې له تا ځنې نه و ،رانژدې شه چې په واقع کې درنژدې یم، دروند پېټی درباندې نږدم چې ودې ځوروي، یوازې غواړم چې ومې بلې او دعا دې قبوله کړم، ویې غواړې، چې در یې کړم او په هغه څه (تورات) رانژدې شه چې ددې تاویل او تفسیر دې رانه غوښتی او په خپله مې درباندې نازل کړی هم دی.

۲۵- موسی! ځمکې ته ووینه چې ژر به دې قبر  شي او سترګې دې اسمان ته وغړوه چې د سر له پاسه دې ستره پاچاهي ده، څو په دنیا کې یې پر حال دې وژاړه، له تباهۍ او هلاکته ډډه وکړه، د دنیا ښکلا او ځلبلي دې ونه غولوي، په ظلم مه خوښېږه او په خپله هم ظلم مه کوه، چې ظالمانو ته په څارځي کې یم، چې د مظلوم حق ترې واخلم.

۲۶- موسی! نیکي، لس ګرایه شمېرل کېږي او بدي یوه، او همدا یوه د هلاکت لاملېږي،راباندې مه مشرک کېږه، جایز نه ده چې څوک راسره شریک کړې، منځلاری او نیغ وسه، دهاغه په څېر دعا وکړه، چې هغه څه ته څوبتیا لري چې راسره دي او په تېرو کړنو پښېمانه دی، لکه د شپې تیاره چې د ورځې رڼا له منځه وړي، دغسې بدي، نیکي له منځه وړي او لکه چې د شپې تیاره د ورځې رڼا رانغاړي، دغسې بدي، نیکي رانغاړي او توروي یې.

سرچینه : تحف العقول د هجري څلورمې پېړی د نامتو حدیثپوه ابو محمد بن علي بن الحسین  بن شعبه الحراني  یوه روایتي ټولګه

[1] احمد جنتي: حضرت عیسی په دې ځانګړنو معرفي شوی، چې پر خره سپرېده، جیګه خولۍ «برنس» یې پر سروله، د زیتونو غوړي او دانې یې خوړې او یا د زیتونو په سیمه کې راښکاره کېږي او په محراب کې پر عبادت بوختیېږي

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست