تبلیغات

پر دعا انسان څښتن ته رسي او څښتن يې ذهن ته راننوځي . ډاكتر “اليكس كارل” وايي: انسان د اوبو او هوا په څېر څښتن ته اړين دى . د ژمي په سوړ ګهیځ كې يو سړى يو ښار ته ورننوت، چې” د هر ځاى ښار” نومېده . دا سړى، چې له اورګاډي كوز شو […]

پر دعا انسان څښتن ته رسي او څښتن يې ذهن ته راننوځي .

ډاكتر “اليكس كارل” وايي: انسان د اوبو او هوا په څېر څښتن ته اړين دى .

د ژمي په سوړ ګهیځ كې يو سړى يو ښار ته ورننوت، چې” د هر ځاى ښار” نومېده . دا سړى، چې له اورګاډي كوز شو ويې ليدل، چې په دې تم ځاى كې هم د نورو تم ځايونو په څېر شور ماشور دى او هر چا كوښښ كاوه، چې ځان اورګاډي ته ورسوي؛خو يو بل څيز هم ډېر حيران كړ او هغه دا، چې په دې تم ځاى كې د يو چا هم بوټان پر پښو نه دي او د ټولو پښې لوڅې دي. په ټيكسۍ كې کېناست،ويې ليدل چې د ټيكسۍ د چلونکي پښى هم لوڅې دي؛ نو همدا وو چې چلونكى يې وپوښت : بښنه غواړم وروره خپه نشې! ستاسې پښى ولې لوڅې دي او د نورو ښارونو د خلكو غوندې بوټان نه پر پښو كوئ؟ چلوونكى : هو سمه ده ! ولې موږ بوټان نه پر پښو كوو! ولې؟ سړى چې هوټل ته ورننوت هلته هم ټول پښې لوڅې ول، هلته يې هم وپوښتل : ګورم چې تاسې بوټان نه پر پښو كوئ آيا د بوټانو پر ارزښت نه پوهېږئ؟ ولې د بوټانو پرارزښت نه پوهېږو؟

نو ولې بوټان نه اغوندئ؟ هو سمه ده! ولې بوټان نه اغوندو؟څو شېبې وروسته سړى له هوټله ووت او په ښار كې ګرځېده، چې هلته هم ځير شو چې د خلكو پښى لوڅې دي.هغوى يې وپوښتل: آيا پردې خبره نه پوهېږئ، چې بوټان پښه له ډېرو بلاګانو ساتي؟ يو سړي ورته وويل: ښه پوهېږو! هغه ودانۍ ګورئ،هغه د بوټانو كارخانه ده او موږ ددې كارخانې په درلودلو ډېر وياړو او هره يكشنبه د هغې كارخانې رئيس موږ راټولوي او د بوټانو د ارزښت په هکله راته خبرې كوي . نو ولې بوټان نه اغوندئ ؟ _ سمه ده ! ولې موږ بوټان نه اغوندو؟

هو ! موږ هم ددې ښار د اوسېدونکيو غوندې پر ((دعا)) ايمان لرو او ډاډمن يو چې دعا كړاى شي،ډېرې غوښتنې مو پوره‏ كړي . پوهېږو، چې دعا کړاى شي،ناشونى كار شونى كړي،کړاى شي چې بدل مو كړي، په ژوند كې مو بدلون راوړي . ځواک،زغم او لویه سینه راكړي؛ خو بيا هم دعا نه كوو. ولې؟ پوښتنه همدلته ده . ولې دعا نه كوو؟

د ټېكنالوجۍ په وخت کې ډېری پوهانو د دعا ځواک څرګند كړى دى. مشهور نوبل اخستونكى ډاکتر “اليكسس كارل” د دعا په اړه وايي: ” دعا د انرژۍ تر ټولو زوروره بڼه ده، چې انسان يې توليدولاى شي، دعا د جاذبې د ځواک غوندې واقعي ځواک دى .”

ما ډېر داسې ناروغان ليدلي، چې پر ډېرو ګران بيه درملونو نه دي روغ شوي ؛خو دعا روغ کړي دي.

نننۍ نړۍ د انهدام په حال كې ده . ولې؟ ځكه چې خلكو دعا شا ته كړى او د كمال او ځواک تر ټولو غښتلې سرچېنه بې ګټې پرېښې ده.

“باسبن” وايي: ايمان د نړۍ تر ټولو لويه سرچينه ده ، چې ګټنه ترې نه کېږي او دعا د ځواک تر ټولو لويه سرچينه ده، چې ګټنه ترې نه کېږي.

يوه ورځ “پيري كوري” د “ماري كوري” مېړه پخپل لابراتوار كې پخپل ميكروسكوپ كې كتل، چې شاګرد يې راننوت او ميكروسكوپ يې و نه ليد او فكر يې وكړ، چې “پيري كوري” دعا كوي ، غوښتل يې چې په كراره ووځي؛ خو “پيري كوري” پرې غږ وكړ.

شاګرد: صاحبه! فكر مې كاوه، چې دعا كوئ.

پيري كوري : هو! دعا مې كوله او بيا د ميكروسكوب خواته ورغى او زياته يې كړه: ټول علمونه، څېړنې، مطالعات او دعاګانې ددې لپاره دي، چې څښتن خپل تلپاتې رازونه راته رابرسېره كړي او هله به له دې رازونو پرده اوچته شي، چې و يي غواړو او په دې رازونو پسې په مينه ووځو. څښتن خپل ټول رازونه نه دي رابرسېره كړي؛ بلكې خپل رازونه، حقيقتونه او پروګرامونه هغه ته ښيي، چې و يې غواړي او ورپسې وي.

زموږ سبا په نن پورې او نن مو په څنګه پيل پورې اړه لري . هر كار مو چې د هرې ورځ په پيل كې پيل كړ،زموږ ټولې ورځې ته بڼه وركوي. ډېرى موږ خپل سهار پر وړو وړو خپګانونو پيل كوو، چې ټوله ورځ به مو هماغسې په خپګان كې له لاسه وتلې وي.

دې خبرې ته بايد پام وي ، چې خپله ورځ پر خوشالۍ پيل كړو، چې ټوله ورځ مو خوشاله وي؛ نو څومره به ښه وي،چې هر سهار له څښتن سره خبرې، له خپلو مهمو دندو ځنې وګڼو.

له څښتن سره خبرو ته دعا ويل کېږي . دعا ګران كار نه؛ بلكې خورا ساده او اسان كار دى؛ لكه له ښه ملګري سره په مينه خبرې كول او ورته د زړه حال ويل دي.

داسې فرض كړئ،چې له نږدې ملګري سره مو د كتنې پروګرام دى؛نو طبيعې خبره ده چې خلك د زړه خبرې خپل نږدې،ډاډمن او هغه ملګري ته کوي چې ښېګڼه يي غواړي.

څښتن زموږ تر ټولو صميمي، ډاډمن او نږدې ملګرى دى .

د “حضرت محمد” (ص) په يوه دعا كې “څښتن” ته د “حبيب القلوب” (د زړه ملګرى) ويل کېږي.

يوازې”څښتن”هغه تلپاتى او نه بدلېدونكى ملګرى دى، چې کړاى شو د شپې او ورځې ورسره اړيكې ټينګې كړو . “هغه” د تل لپاره زموږ مرستې ته چمتو دى؛ خو داسې څوک راکې شته،چې د زړه له كومې مو ترې مرسته غوښتې وي؟

دعا كولو ته په کار نه ده،چې هرومرو جومات يا زيارت ته ولاړ شو.دې ځايونو ته تګ ډېر ښه دى؛ ځكه چې داسې ځايونه له سپېڅليو او پاکو امواجو ډك وي؛خو دا چې وکړاى شو،دعا وكړو؛ نو په کار نه ده چې ځانګړي ځاى ته ولاړ شو؛ “څښتن” په هر ځاى کې او هر مهال راسره د‌ى؛ يوازې په کار ده چې له مادياتو سترګې پټې کړو او د څښتن په اړه فكر وكړو؛ نو “هغه” به هملته وي، چې تاسې ياست.

دعا له “څښتن”سره پر خبرو پيلېږي؛خو چې کله موږ غلي شو؛ نو “څښتن” به له موږ سره په خبرو پيل وكړي . چې د څښتن خبرو ته مو غوږ نه وي نيولاى؛ نو پوه شئ چې په دعا كې مو پرمختګ نه دى كړى.

په پيل كې د “څښتن” غږ نشو اورېدلاى؛خو راشئ، چې ډاډ ولرو “هغه” مو ډېر په مينه غږ اوري.

د اسلام پېغمبر “څښتن” ته “سامع الدعا” (د دعا اورېدونكى) وايې. موږ “څښتن” نه وينو؛ خو “هغه” موږ ويني.

په ژوند كې پلټونكى هغه مهال بريالی دی، چې په هر څه كې “څښتن” وويني او غږ یې واوري .

موږ کړاى شو چې “څښتن” لمس او احساس كړو. موږ کړاى شو، چې د “څښتن” غږ واورو؛ خو نه پر پينځګونو حسونو. “هغه” تر دې واقعي دى چې پر پينځګونو حسونو يي احساس كړو او پر دې پوهېدل په کار دي چې حس کولو ته يې خورا زيار په كار دى او زيار همغه د مينې او غوښتنې حس را ويخول دي،چې سترګې له اوښكو ډكوي.

د “هند” ستر عارف او قديس “سري راماكريشنا پارماهانزا” وايي : ((“څښتن” وغواړئ ! هماغسې، چې يو عاشق خپله معشوقه غواړي. هماغسې چې نشتمن سره زر غواړي. همغسي چې ډوب شوى هوا (اكسيجن) غواړي.))

په كار نه ده ،څه مو، چې ياد كړي،د طوطي غوندې یې هره ورځ بیا ځلې ووایو. دعا بايد د عاشق او غوښتونکي د زړه له كومې راووځي . کېداى شي چې په مينه كتل او ډوب اسوېلې تر زر كالو دعا غوره وي. دعا ته حس او عاطفه په كار ده؛ ځكه هغه څپې ارزښت لري،چې له دې ټکيو منځ ته راځي .

يو كارګر ‏د كار تر خلاصولو وروسته د دعا لپاره جومات ته تله . يوه ورځ په كارخانه كې كار زيات شو او له دعا پاتې شو، د كار تر خلاصېدو وروسته يې د جومات پر لور ورمنډه كړه،‏چې ور ورسېد‏ ويې ليدل ‏يو سړى له جوماته د راوتو په حال كې دى .

كارګر: د دعا مراسم خلاص شول؟ سړى : هو! مراسم خلاص شول. كارګر د خپګان او خواشينۍ يو سوړ اسوېلې وكړ . سړي، چې يې دا حالت وليد؛ نو و يې ويل: آيا حاضر يې، چې ددې خواشينۍ او خپګان ثواب راسره د نننۍ دعا له ثواب سره بدل كړى؟ كارګر: هو! په ډېره خوشالۍ به دا كار وكړم؛ ځكه چې هره ورځ به مې دعا كوله او نن راڅخه پاتې شوه.

_ ستا د دې مينې او خلوص د خواشينۍ ثواب زموږ تر نننۍ دعا زيات دى .

دعا كولو ته لیک لوست په كار نه دى .

په دې كې اړنګ- شك نشته، چې ډېر تعليم هم د دعا كولو مخنېوى کوي .

“سري راما كريشنا” نالوستى و، هغه ان خپل نوم هم نشو ليكلاى؛ خو سره له دې هره ورځ به يې داسې دعا كوله؛ لكه چې د څښتن مخې ته چې ولاړ وي او داسې به يي غوښتل؛ لكه ماشوم يې چې له موره غواړي . يوه ورځ وپوښتل شو : آيا څښتن پر خپلو سترګو وينې؟ ځواب يې وركړ: هو! له تا يې واضح وينم .

دعا كولو ته هنر، ديني پوهې يا ځانګړيو مراسمو ته اړتيا نشته؛ يوازې پاك، سپېڅلې،غوښتونكى او متواضع زړه ته اړتيا ده؛ هغه زړه چې په مينه او ليوالتيا څښتن ته په تمه وي.

دعا “څښتن” ته په تمه كېدل دي .هغه تمه چې له مينې او ليواله ډكه وي، بې له مينې او ليوالتیا د څو ځانګړو ټکيو تكرارول څه ګټه نه لري . ډېر خلک دعا له كتابه لولي،دا كار ښه دى؛خو ددې كار تكرار هېڅ ګټه نه لري . دعا د زړه حال دى .

كه غم وي او که ښادي؛ د زړه حال مو څښتن ته وواياست،چې د زړه له حاله خبر دى .

زموږ دعا تل له “څښتن” نه غوښتل وي او له هغه غواړو، چې كوم كارونه مو، چې بند دي، راته يي وكړي او څه ‏ چې مو په كار وي، له هغه يي غواړو. “څښتن” ته خپلې غوښتنې وړاندې كول ښه كار دى؛ ځكه ‏بې له هغه بل نشته،چې ‏غوښتنې مو پوره ‏كړي؛ خو دا كار له “څښتن” سره د اړيکې لومړى پړاو دى؛ خو ‏چې ځان مو پر دعا كولو عادت كړ؛ نو پوه به شئ، چې پردې ځمكه زموږ اړتیا ‏او اصلي غوښتنه همغه “څښتن” دى .

د”هرات” د پير “خواجه عبدالله انصاري” دا شعر راپر ياد شو، چې وايي:

خداوندا!

نثار دل من ديد ار توست

بهار جان من مرغزار وصال توست.

“مايستراكهارت” وپوښتل شو: ښوونکيه ! د نېک او خدايي انسان نښه څه ده او څنګه يې وپېژنو؟

ځواب يې وركړ: نېک او خدايي انسان پر روژه، صدقه او رياضت نه پېژندل کېږي؛ بلكې د نېکۍ ځانګړنه دعا كول دي؛ ځكه چې “څښتن” ته د رسېدو او ورسره د خبرو ډاډمنه لار دعا ده .

زما په خيال تر ټولو غوره انسان د “دعا” انسان دى .

نشتمن ،غني، ځوان، زوړ، ښه سړي، نالوستي، زده کړیال- محصل، ناروغ، روغ رمټ، ګناهكار، عارف، ګونګ، ړوند او….. ټولو ته د دعا لار خلاصه ده. تاسې چې د دنيا پر هر مقام او منصب ياست؛ مقام او منصب مو له دعا كولو مخنيوې نشي کړاى . په كار نه ده، چې له يو ځانګړي تاريخه دعا پيل كړئ . پاسه! همدا اوس پاسه او خپل حبيب ته پر دعا شه .دعا ځواک دى؛ هغه ځواک چې د هر چا په وجود كې بندي دى او موږ ټول بايد دا ځواک فعال كړو او له بنده يې راخلاص كړو.

د عارفانو د واقعيت پېژندنې لپاره دعا تر ټولو ساده او نېغه لار ده . دعا ته د عرفاني اسرارو پوهه ‏پکار نه ده؛بلکې يوازې پاك، سوچه او د “هغه” د جمال د ليدو اشتياق پكار دى .

دعا د تشويشونو او غمونو پر وړاندې تر ټولو ستر سپر دى . تاسې پخپله فكر وكړئ ، موږ خپله څومره انرژي، پر هغه پېښو له منځه وړو چې نه دي راپېښې شوې؟ هر تشويش زموږ په اعصابو فشار دى،څومره ‏چې مو تشويشونه زيات وي،پر اعصابو به مو فشار هم زيات وي. همدا به وي، چې هره وړه مسئله به مو پر غوسه او وارخطا كړي او بې دليله به په هر څیز كې خبرې را اوباسو او له ځانه به خپل نږدې عزيزان خپه كړو.

راشئ چې د تشويشونو پر ځاى “څښتن” (دعا) ته مخه کړو او د ژوند له اوږو خپل ټول پېټي د “هغه” مخې ته خالي كړو. ددې كار پايله به دا وي چې په ډېر اسانۍ او موسكا به د ژوند ټولې ستونزې هوارې شي او زړه او ذهن به مو له هوساینې او ارامتیا ‏ډك شي.

دعا زموږ په بهر او دننه كې د ارامتیا ‏ودانۍ جوړوي. دعا كوونكى تل ‏او له هر چا سره په ارامتیا ‏كې وي؛ ځكه چې د زړه بېړۍ يې د “څښتن” د مينې په درياب كې لنګر اچولې وي.

زموږ زړونه د توفان وهلې بېړۍ غوندې بې قراره او نا ارامه دي او په هېڅ ځاى کې او له چا سره هم نه ارامېږي .موږ ځېليان يو، له نورو او ژوند سره لاس او ګرېوان یو‏، د نورو په كارونو كې خبرې راوباسو، دننني بدلون ته اړتيا لرو او دا بدلون يوازې له “څښتن” سره د اړيکې له لارې منځ ته راتلاى شي. څوك چې دعا كوي، د ژوند په بېلابېلو پړاونو كې به په ارامتیا كې وي، ټول كارونه ورته سپېڅلي وي، كوچنى او ستر منصب توپير نه كوي،پوهېږي چې د كار ډول مهم نه دی؛بلكې د كار څنګه سر ته رسول یې مهم دي .دنده يي که څومره هم چې کړکېچنه وي؛نو “څښتن” ته يې ډالۍ كوي.داسې خلك كه په كارخانه كې كار كوي او كه په پټي كې،له خپل كاره نه ستړى کېږي، كه جومات وي او كه د واټ پر سر،له “څښتن” سره د خبرو (دعا) په حال كې وي او ارامتیا يې له منځه نه ځي، خپل د ثقل مركز يې په “څښتن” كې پېدا كړى وي . په هر ځاى او هر ډول خلكو كې، چې وي، په ارامتیا كې وي او د “څښتن” د مينې په جونګړه كې تلمېشتې وي؛چېرته چې وي “څښتن” له ځان سره او پر خپلو كارونو يې څارنوال ګڼي . كومه مينه يې چې په زړه كې ده، په هر ځاى او هر چا كې څرګندېږي، څه، چې وينې د “هغه” جمال ويني. داسې كس په ټولو انسانانو او مخلوقاتو كې “هغه” وينې او ارامتیا ته رسي.

زموږ په دننه كې د ښادۍ او ارامتیا چېنه پټه ده او په دعا ځان دې چينې ته رسوو او پر يخو او خوندورو اوبو يې د كمال پلټنې تنده ماتوو . د هغه اوبو څښل دي، چې ځواک راكوي، بيا ژوند راكوي،چې د((هغه)) ذکر “اب حيات” دى .

كلونه مخکې څه راته پېښ شوي وو، چې ډېر يې وارخطا او خپه كړى وم . كوښښ مې كاوه چې راپېښ شوي شرايط پر دعا بدل كړم؛ خو څه هم بدل نشول؛ دعا ته مې زور وركړ؛ خو بيا هم حالات بدل نشول . نور مې هوډ نېولې و، چې دعا و نه كړم؛ خو ناڅاپه پردې خبره پوه شوم، هغه څه چې بايد پكې بدلون راشي،زه يم نه بهرني حالات او بايد په ځان كې د نننى بدلون راولم، تر څو هر څه، هماغسې ووينم، چې دي . په حقيقت كې هر څه هماغسې دي، چې بايد وي.هر څه پخپل ځاى كې سم دي.هر څه نېک دي، ول او وي به . يوازې موږ يو چې بايد له سترګو د ناپوهۍ او ځانمننۍ پردې اوچتې کړو او دا نېکۍ ووينو.

موږ نشو کړاى،چې په انساني هڅو کمال وپنځوو . كمال له مخکې پنځول شوى او يوازې بايد وليدل شي.

دا چې موږ دا دنيا له پليدۍ، ګناه، غم، كړاوونو او جرمونو ډكه وينو، دليل يې دا دى، چې لید مو خيرن دى، موږ هر څه سرچپه وينو.

اوس چې ددې كتاب پر ليكنې بوخت يم؛ تر شيشې هخوا واټ وينم، شیشه پاكه نه ده؛ رټې لري . سړي، موټر، ونې او بوټي هر څه كاږه ښكاري؛ ځكه زه د خيرنې شيشې تر شا هغوى ته ګورم.

دنيا هېڅ نيمګړتيا نه لري او كومه نيمګړتيا هم چې وينو، زموږ د نیمګړي لید له امله دي . پكار نه ده چې د دنيا د بدلون لپاره دعا وكړو؛ بلكې بايد دعا وكړو چې په نیمګړي لید كې مو بدلون راشي، چې وکړاى شو ووينو، چې دنيا سمه اوبشپړه ده.

كومه نيمګړتيا،چې په بهر كې وينو په حقيقت كې زموږ د د نننۍ نيمګړتيا ښکارندوى ده .

په دعا موږ ټولې ستړياوې او تشويشونه “څښتن” ته ور تسليموو . يوازې د “هغه” د مينې په سمندر كې به مو د زړه نا ارامه او طوفان وهلې بېړۍ کڅ – ساحل ته ورسي او ارامه به شي.

له “څښتن” سره اړيکې د ځواک،ښادۍ، همغږۍ، ښايست، عقل او ارامتیا سرچينه ده . كه په وچه دښته كې روان يو او كه پر غر خېژو؛ نو كله به مو هم پښه و نه خوېږي او دداسې ژوند خواله – راز يوازې له”هغه” چا سره د تل لپاره اړيکه نيول دي، چې ټول وجود يې له پېرزوينې او رحمته ډك دى .

هغه بختور دى چې څښتن يې د ژوند چورلید- محور وي او همداسې كسان خپل ډېرى وخت په دعا تېروي، داسې كسان د يو څیز په لټې پسې هم نه راوځي؛ بلكې هر څه چې غواړي، په واک كې يې وي او دعاګانې يې په ډول ډول بڼو وي؛ كله د يوې مينه ناكې كتنې په بڼه، كله د يوې مينه ناکې وينا په بڼه او كله د ډاډ، ايمان او زړه ورتيا په بڼه وي؛خو داسې ډېر لږ راپېښېږي، چې دعا يې د غوښتنې په بڼه وي؛ ځكه ډاډ من دى، چې خداى پر هر څه پوه او له موږه زيات د خپلو بندګانو پر غوښتنو پوهېږي او د هغوى د غوښتنو په پوره كولو كې هېڅ ځنډ نه كوي.

د دعا په منل کېدو كې ځنډ كله هم د نه منل کېدو پر مانا نه دى؛ بلكې د خداى په هر كار كې د رحمت او پېرزوينې ځانګړى مانا پټه وي.

كوم انسان چې دعا كوي؛د خپلې كورنۍ، ټولنې، ښار او هېواد لپاره ستر بركت دى؛ پخپله د “څښتن” ګرځنده جومات دى، زړه يې د “څښتن” كور دی، تل د “څښتن” په فكر کې ډوب وي، د بدن ټول غړي او ځواک يې له “څښتن” سره همغږی وي، پر شونډو يې د “څښتن” كلام جاري وي او پر سترګو يې “څښتن” راته ګوري او پر لاسونو يې څښتن راته بركتونه او نعمتونه راكوي .

چا وپوښتل: دعا ته تر ټولو غوره مهال او ځاى كوم دى؟ ورته مې وويل: غوره مهال همدا اوس او غوره ځاى همدا ځای دى.

په هر ځاى كې چې يو، بايد له همغه ځايه دعا پيل كړو.

لاندې وړانديزونه په دعا كې ګټور دي .

1 _ هره ورځ يو شېبه په چوپتيا كې تېره كړئ، جسم مو ارام كړئ او خپل فكر له ستونزو راواړئ او خداى ته يې مخه كړئ او په همدې ترتيب، خپل ذهن او روح ته دمه وركړئ .

د هرې ستونزې د قلف کونجي له خداى سره ده . كله چې مو ذهن پر خداى متمركز كړ؛ نو د ستونزې هوارې به پخپله درته راشي، دومره په تمه شئ چې د پوښتنې ځواب دركړي، ان كه دا تمه اوږده هم شي .

2 _ له خداى سره د خپل نږدې ملګري غوندې خبرې وكړئ؛ځکه دعا له خداى سره خبرې كول دي .

د خوږ ملګري غوندې پر ساده او طبيعي ټکيو له خداى سره خبرې وكړئ ، هر څه مو چې په زړه كې وي، ورته يې وواياست،‏كله هم داسې و نه  واياست چې خداى خو له هر څه خبر دى؛نو ولې ورته هغه څه ووايم، چې ترې خبر دى! كله مو، چې د زړه ټول حال ورته ووايه او زړه مو تش شو؛ نو زړه به مو د ((هغه)) پېغام اورېدو ته چمتو شي.

داسې فكر و نه كړئ، چې له خداى سره په خبرو كې درانده او رسمي ټکي وکاروئ . نه ! له خداى سره پخپله ژبه او ټکيو خبرې وكړئ . ستاسې د زړه خبرې او مينه ده، چې خداى ته ارزښت لري.

3 _ ډېری وايې چې زه خو ډېر ګناهكار يم او نشم کړاى، چې له خداى سره اړيکه ونيسم او ځان ورنږدې كړم؛ خو زما په اند خداى د مور مثال لري؛ كه يو ماشوم په خاورو كې ځان ككړ كړي، څه به كوي؟ نېغ مور ته ورځي او ورته وايي : مورې ناولى شوى يم، پاك مې كړه.

4_ د تل لپاره، بيا او بيا له خداى سره خبرې وكړئ . څومره مو، چې په وسه كې وي، ورسره خبرې وكړئ، هغه مو د خبرو له اورېدو نه ستړې کېږي . په هر ځاى کې چې ياست که موټر وي، که د كار پر مهال وي یا د خوړلو پر مهال؛ باک نه کوي يوې شېبې ته مو سترګې پټې كړئ، چې دا مادي دنيا پر سترګو و نه وينئ او همغه مهال له خداى سره خبرې وكړئ؛ سر مو ټېټ كړئ او ژوره سا وباسئ، ددې پايله به دا ننګېرنه – احساس وي، چې خداى نږدې دى او تاسې كله هم يوازې نه ياست .

5 _ چې له خدايه یې غواړئ؛نو په ياد مو وي، چې کېداى شي داسې څه هم وغواړئ،چې خېر مو پكې نه وي .د خپلو غوښتنو لپاره دعا وكړئ؛ خو ورسره خداى ته وواياست چې خدايه!هغه وكړې،چې ستا پكې خوښه وي؛ ځكه چې د خداى په خوښه کې مو خیر دی.

خداى ته وواياست : ستا خوښه دې راپېښه شي، نه زما .

دعا ته به د خداى څلور ځوابه وي:

لومړى ځواب يې مثبت دى؛ يعنې غوښتنه به دې ومنل شي.

دويم ځواب يې منفي دى؛ يعنې “نه” به درته ووايي .

درېم ځواب به يې دا وي : صبر وكړه .

څلورم ځواب به يې دا وي : تردې مې ښه او غوره درته په پام كې دي .

چې کله څښتن زموږ غوښتنو او دعاګانو ته مثبت ځواب وركړي؛ نو خوشالېږو او شكرونه اوباسو او ايمان مو هم غښتلى کېږي؛ خو اصلي خبره د خداى پر هغه درې نورو ځوابونو ځان پوهول دي، چې سخته هم ده او اړنګ- شک پکې نشته،چې پر هغه درې ځوابونو مو خداى ايمان ازمېيي . د خداى ځواب،چې د يوې غوښتنې پر وړاندې “نه” وي؛ نو پكې رحمت او حکمت دى .

“جين اينګلو” ويلې دي : خدايه دومره عمر راكړې ، چې د ډېرو دعاګانو د نه قبلېدو شكر و باسم .

خداى راسره مينه لري، هغه موږ ټولو ته نقشه لري او د “هغه” نقشې تر ټولو غوره او بشپړې دي . څه چې په دعا کې غواړو، كه د خداى د نقشې پر خلاف وي؛نو زموږ د خېر او ښېګڼې لپاره به يې نه قبلوي .

يوې ښځې وويل: د څښتن شكرونه، چې زما ډېرې دعاګانې يې نه دي منلي؛ چې کله زده کړیاله- محصله وم؛ نو پر يو هم صنفي مې زړه اوبه وڅښلې او دعا مې كوله : خدايه دا هلك مې په نصيب كړې؛خو هغه دعا مې و نه منل شوه او دا كار ونشو او څه موده وروسته خبره شوم، چې هغه شرابي او جوارګر و. كه څښتن مې هغه دعا منلې واى؛ نو اوس به د شرابي او جوارګر مېرمن وم.

“افلاطون” هېښنده – عجيبه دعا كړې وه : د خدايانو خدايه! ماته دومره ښېګڼې او نېکۍ راكړې، چې نوره يې و نه غواړم او له پليدۍ مې وساتې كه څه هم زه يې غواړم.

چې خداى زموږ دعاګانو ته د ” صبر وكړه ” ځواب راكړي؛ نو بايد ډاډ ولرو چې ستر حكمت پكې پټ دى .

دولس كلن هلك له خپل شتمن پلاره غوښتل، چې موټر ورته واخلي؛ خو د پلار ځواب يې دا و : صبر وكړه، چې وخت يې راورسېد؛ نو ښه موټر به درته واخلم.

د ځينو دعاګانو ځواب داسې وي : تردې ښه او غوره مې درته په پام كې دي.

“كرستوف كولومب” هند ته د رسېدو لپاره د لنډې لارې په لټه كې و او تل به يې دعاګانې كولې، چې دغه لار پېدا كړي؛ خو خداى يې د دعاګانو غوره او ښه ځواب وركړ او د “امريكا” وچه يې كشف كړه.

ستر فرانسوي عالم “پاستور” غوښتل، چې د څارويو لپاره درمل پېداكړي؛ خو د خپل كار په ترڅ كې يې د “هاري” واكسن پيدا كړل.

زموږ دعاګانو ته،چې د خداى ځواب هر څه وي؛ بايد همغه پر سر سترګو ومنو او د خداى پر عقل او مينه ویسا – اعتماد وكړو.

چې دعا كوو او هر څه، چې له خدايه غواړو؛ نو خداى یې بايد په وركړه كې ازاد پرېږدو؛ ځكه خداى هغه عاشق دى،چې چې خپلو بندګانو ته سزا وركول نه غواړي او نه یوازې عقل يې زموږ تر عقله ډېر؛بلكې بې حده بشپړ دى؛ نو په ټولو كارونو كې يې حكمت او رحمت دى او په هېڅ كار كې نه تېروځي.

6 _ كه کوم ګران درڅخه لرې وي؛ نو ورپسې مه خپه كېږئ؛ بلكې د خداى مينه ناكې غېږې ته يې وروسپارئ؛ ځكه تاسې نشئ کړاى چې په څنګ کې يې ووسئ؛خو خداى دا كار کړاى شي.

7 _ كه له چا سره مو بد كړي وي يا مو څوك بدې راځي؛ نو دعا ورته وكړئ؛ ځكه دا كار به مو د زړه کرکه او غوسه پر مينه بدله كړي.

8 _ له خدايه وغواړئ، چې د نورو خلكو د دعا په قبلېدو كې له تاسې ګټه واخلي.

يوه بېوزله ماشومه وه، چې له خداى يې غوښتل، چې د اختر پر ورځ يو پاكټ چاكلېټ له چا اخترى واخلي. دعاګانې يې كولې؛ خو څه هم ونشول . ماشومې دا خبره خپلې يوې ملګرې ته وكړه . دا مهال يو سړى تېرېده، چې د دوى خبرې يې واورېدې . هغه سړى ولاړ او دوه پاكټه چاكلېټ يې واخستل او دواړه يې ماشومې ته وركړل او ورته يې وويل: خداى راته وويل، چې دا دوه پاكټه چاكلېټ تا ته دركړم . د ماشومې سترګې له خوشالۍ ځلېدې او پر خوشالۍ يې وويل: خدايه! ته مې د ژوند هر څه يې.

يوې عارفې ښځې وويل : كه خداى راته دومره جيګ او لوړ غږ راكړي چې د دنيا پر لوړ غر ودرېږم او ټول خلك مې غږ واوري؛ نو چغې به كړم : دعا وكړئ ! دعا وكړئ !

راځئ چې دعا وكړو او له خداى سره خبرې وكړو. دعا د روح درمل او د ژوند غښتلتيا ده .

كه يوه ورځ مو دعا ونه کړه؛ نو پوه شئ چې ډېر څه مو له لاسه وركړي او كه يوه ونۍ مو دعا ونه کړه؛ نو پوه شئ، چې خورا کمزوري شوي ياست.

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!