بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ له یوه وخته روسته له اسلامه ناوړه پوهېدنه د مسلمینو د ځوړتیا لامل شوه؟ دین چې خدای انسانانو ته رالېږلی، دوه ډېرې مهمې ځانګړنې لري: دین په عمل کې د بې لورې «رسۍ» په څېر دی او په نظر کې د طبیعت په څېر «چوپ» او «صامت» دی. نو ځکه، د […]
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
له یوه وخته روسته له اسلامه ناوړه پوهېدنه د مسلمینو د ځوړتیا لامل شوه؟
دین چې خدای انسانانو ته رالېږلی، دوه ډېرې مهمې ځانګړنې لري: دین په عمل کې د بې لورې «رسۍ» په څېر دی او په نظر کې د طبیعت په څېر «چوپ» او «صامت» دی. نو ځکه، د شریعت او دیانت مناسبه ځانګړنه دا وه، چې دین یو چوپه رسۍ ده. د مطلب توضیح دا ده چې دین، د خدای «رسۍ» ده او دا یوه ځانګړنه ده چې خدای خپله راڅرګنده کړې ده:
وَاعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ اللّهِ جَمِيعًا وَلاَ تَفَرَّقُواْ (آل عمران/۱۰۳) = او ټول د خداى پر رسئ [ = قرآن، اسلام او د يووالي پر هر ډول وزله] منګولې ولګوئ.
رسۍ، لوری نه لري، لوری د رسۍ کارونکی لري
د «رسۍ» غوښتنه او تقاضا داده، چې «جهت او لوری» نه لري؛ یعنې فی نفسه او په عمل کې هیڅوک، هیڅ لوري او ټاکلي جهت ته نه ورکاږي؛ بلکې هغه موجود چې لوری لری او باید له دې رسۍ ښه یا بده ګټنه وکړي؛ انسان دی. متقي انسان له دې رسۍ ګټنه کړای شي، چې له څاه وژغورل شي او بې تقوا انسان یې د یوې وزلې په توګه کاروي چې په څاه کې ورکوز شي. پر خپله رسۍ لیکل شوي نه دی چې انسان څنګه ګټنه ترې کړای شي، ان که لیکل شوي هم وي، بیا هم په دوو طریقو ترې ګټنه کړای شو.
«پوړۍ» هم همدا ځانګړنې لري. د شریعت په باب چې د «لار»، «صراط» او «سبیل» په څېر تعبیرونه کارول شوي، همدا ځانګړنې لري. سړک دوه طرفه دی. پوړۍ یو څیز دی، چې انسان بام ته ورخېژوي او هم یې له بامه راکېباسي.
«بله ډیوه» یا «سراج منیر» چې د قرآن او الهي شریعت په ځانګړنه کې راغلی، همدغسې دی، د ډیوې رڼا لوری نه لري؛ یعنې بله ډیوه، هم بدي رڼا کوي او هم نېکي. انسان ته هم چټلي ورښکاره کوي او هم پاکي. داسې نه ده چې ډیوه یوازې د ښو ښودلو لپاره وي. دین، «تله او میزان» دی. خو تله هر ډول څېزونه او کالي تللای شي، هم چټل او هم پاک. هم دښمن ته او هم دوست ته. په تله هم عدالت کړای شو او هم پرې ډنډې وهلای شو. د ماهیت او منځپانګې له مخې دا ټول اسباب او وزلې دغسې دي، چې له دواړو اړخونو او لوریو ګټنه ترې کېږي او عموم قرآني معارف ددې استنباط تاییدونکي دي. البته په قرآن کې کتاب او الهي شریعت ته نورې نامې او تعابیر کارول شوي دي: قرآن شفا هم ده، مبارک هم دی. هدایت او ښیون هم دی؛ خو دا ځانګړنې یوه یې هم له هغه څه سره په ټکر کې نه دي؛ چې مې وویل: قرآن «شفا» ده؛ خو مؤمنانو ته «هدایت» دی؛ خو متقیانو ته «ړنا» ده؛ خو هغوی ته، چې د الهي رضوان او خوښې ایل او تابع وي نه هر چا ته:
قَدْ جَاءكُم مِّنَ اللّهِ نُورٌ وَكِتَابٌ مُّبِينٌ. يَهْدِي بِهِ اللّهُ مَنِ اتَّبَعَ رِضْوَانَهُ سُبُلَ السَّلاَمِ (مايده/ ۱۵، ۱۶) = (هو) د خداى له لوري رڼا درغله او (يو) حق برسېروونكى كتاب . چې خداى یې په رڼا کې په رضا پسې یې تلونکیو ته د امن او سلامتۍ لارې ورښیي.
قرآن خشیت والو ته منذر دی:
إِنَّمَا تُنذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَن بِالْغَيْبِ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ (یس/۱۱) = خبردارى دې ايله هغه ته (ګټور) دى، چې د قرآن لاروی وي او په پټه له لوراند خدايه وېرېږي؛ نو همده ته د بښنې او ارزښتمنې بدلې زېرى وركړه .
«انذار او ګواښنګري دې په هغو کسانو کې اغېزمنېږي، چې له خدایه ډارېږي» نه په هغوی کې چې د دې مانا وړ نه دي؛
لکه:
إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَأَنذَرْتَهُمْ أَمْ لَمْ تُنذِرْهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ(بقره/۶) = په حقيقت کې څوك چې كافران شوي دي، هغوى ته بې توپېره ده،چې كه ( له الهي عذابه) يې ووېروې يا و نه وېروې؛ ايمان نه راوړي.
نو ځکه دین او الهي کتاب مبارک دي، شفا او درمل دي؛ خو هغه ته چې له دې رسۍ، تلې او درملو ښه ګټنه وکړای شي.
از علی میراث داری ذوالفقار – بازوی شیر خدا هستت بیار (مثنوي)
داسې نه ده تېره توره او ذوالفقار چې د هر چا په لاس کې وه، هماغه کار دې وکړي، چې د علي(ک) په لاس کې یې کاوه. دا توره یوازې د هغه نارینه په لاس کې دغسې ستره او هېښنده کېږي او که همدا توره د عمر بن عبدود په لاس کې وه د بوتانو په لار کې کارېده او مؤمنان یې له منځه وړل. مولوي وايي:
ز آنکه از قرآن بسی ګمره شدند – ز آن رسن قومی درون چه شدند.
مر رسن رانیست جرمی ای عنود – چون تو را سودای سربالا نبود (مثنوي)
« سودای سربالا» درلودل له رسۍ پر ګټنې ړومبی دی.
نو ځکه څه چې پر رسۍ له ګټنې ړومبي دي، «سودای سربالا» درلودل دي.
که چا «سودای سربالا» درلوده، رسۍ یې پکارېږي او له څاه يې ژغوري او که د کوزو تلو سودا او سوچ ورسره و، همدا رسۍ یې د څاه په تل کې راګېروي. د رسۍ، تلې یا ډیوې په لاس کې درلودل کارسازي نه ده او ټول څېزونه د هغې مخکنی سودا په ښکېل کې دي. له همدې امله وایو، دین په عمل کې یوه «رسۍ» ده. او په دې تعبیر کې «رسۍ والی» په ټوله مانا غواړو او په تېره پردې مانا ټینګار کوو چې «رسۍ والی» هغه سودا ته اړتیا لري چې له رسۍ څخه تر ګټنې مخکې او مقدمه ده او ګټنې ته یې لوري ورکوي، او بیا د مولانا په وینا:
بال بازان را سوی سلطان برد – بال زاغان را به ګورستان برد (مثنوي)
یعنې کارغه توب او بازتوب د وزر او بڼکو په درلودو ړومبی دي او نه وزر او بڼکې، چې د هغه کارغه او باز ځانګړنه ده، چې د الوتونکي بوستان یا قبرستان په برخه کوي.
که له دینه د ناوړې ګټنې شونتیا لرې شي، په واقع کې د تقوا شرط لغو شوی دی
که دین په یو جهت دار قالب کې راشي؛ داسې چې د «رسۍ والي» شان ترې لرې شي او د ناوړې ګټنې شونتیا ترې منتفي او لرې شي، په واقع کې په دغسې یو کار د «تقوا» شرط لغوه شوی دی؛ ځکه خدای د قرآن په هکله وايي: « هُدًى لِّلْمُتَّقِينَ » (البقره،۲) او «شِفَاء وَرَحْمَةٌ لِّلْمُؤْمِنِينَ» (الاسراء/۸۲) «وَلاَ يَزِيدُ الظَّالِمِينَ إَلاَّ خَسَارًا »په دې ټولو ځایونو او الهي معارفو کې له دې کتابه د ښې ګټنې لپاره، یو بهرنی شرط یادوي او دا د «تقوا» او «ایمان» په څېر شرطونه دي. که څوک وغواړي دا آسماني او الهي ښوونځی په یوه قالب او چوکاټ کې وړاندې کړي، چې دا قالب خپل په خپله جهت او لوری ولري او یوازې یو طرفه ګټه ترې واخلي، پر ناشونتیا سربېره، د «تقوا» او «ایمان» شرط یې هم لغوه کړی دی؛ خو خدای چې دا ښوونځی او دین نازل کړی او تر هر چا یې پر منځپانګه او حقیقت ښه خبر دی، رازده کړي یې دي، چې له دې ښوونځي د ښې برخمنی شرط د «تقوا» درلودل او د «پوزکي» نه درلودل دي.
له «رسۍ»، ډیوې، تلې او…. سره د دین او کتاب قرآني ورتوالی او تشبیه یو بل مفهوم هم رازده کوي، چې له دې وزلیو او نعمتونو هم دوه ډوله ګټنه کړای شو: یو شمېر د رسۍ پېژندنې (ډیوې پېژندنې یا تلې پېژندنې او…) د علم رادبره کول او بل د (ښې یا بدې) ګټنې لپاره یې کارول.
تاسې کړای شی، چې د څاه په تل کې د رسۍ پېژندنې لابراتوار جوړ کړئ او دا علم خپله بوختیا کړئ؛ بلکې د معلوماتو او نویو اطلاعاتو د لاس ته راوړو وزله یې کړئ او ان پردې معلوماتو وویاړئ. خو دلته څه چې له یاده وتلي، هغه ګټه ده چې له دې څیزه یې له څاه د ژغورنې لپاره کارولای شو. د خدای پر دین هم کټ مټ دغسې معامله کېدای شي. دین د څېړونکیو د څېړنې، د متکلمانو د تکلم او «پر تشو کڅوړو د سختو غوټو» پرانستو لاملېدای شي؛ او په کلونو کلونو او پېړیو پېړیو، شخړو، تکفیر، تفسیق او ډلې ډلې کېدو ته د وییني او څېړنې یوه موضوع وي. دا ټول د رسۍ پېژندنې په علم کې رانغاړلېږي؛ خو له رسۍ دا سمه او دقیقه ګټنه نه، بلکې د څاه له تله د ځان خلاصون او ژغورل دي . بېلګه یې د «کیمیای سعادت» د کتاب د هغه نسخه پېژندونکې په څېر ده، چې پر دې پوه وي، چې څه نسخې یې، په کومه پېړۍ کې د نړۍ په کومو کتابتونونو پورې اړوند دي؛ خو دې کس یو ځل هم خپل احوال دې کتاب ته وروړاندې کړی نه دي، چې د خپل وجود مس په پاډوګرې کیمیا، سره زر کړي. او یا د هغه په څېر چې له کتابونو بالښت جوړ کړي او تر سر لاندې یې ږدي:
ګرچه مقصود از کتاب آن فن بود
ګر توش بالش کنی هم می شود
لیک از او مقصود این بالش نبود
علم بود و دانش و ارشاد سود (مثنوي)
د رسۍ آریز شان خلاصون او ژغورنه ده؛ نه د رسۍ پېژندنې د علم رادبره کول
نو دین په عمل کې د رسۍ په څېر دی؛ خو دا رسۍ د غفلت لاملېدای هم شي؛ یعنې انسانان ددې پر ځای چې د رسی آریز شان؛ یعنې خلاصون او ژغورنې ته ورپام او ګټه ترې وکړي، منګولې پرې ولګوي او ځان له تیارو وژغوري؛ نو د څاه په تل کې له رسۍ سره پاتېږي او په غفلت زیږو څېړنو او شننو کې نور هم ورډوبېږي.
د شریعت د صامت او چوپ والي مانا یا د شریعت د چوپتیا مانا
خو په نظر کې کوم تعبیر چې دیانت ته وړ دی، د «صامت» والي او چوپتیا ځانګړنه یې ده. شریعت، یو صامت، چوپ او خاموش چار دی. په دې مانا څه چې په کې پراته دي، په اسانۍ یې چا ته نه ورکوي. داسې نه ده، چا چې د خدای کتاب پرانست یا یې د پېغمبر اکرم(ص) احادیثو او د لارښودو ائمه وو روایاتو ته مراجعه وکړه؛ نو په دې متونو کې به پراته معارف راوسپړي او پرې پوه به شي. ددې منظور لپاره باید په اساساتو او مناسبو پوښتنو سنبالې سترګې او ذهن ولرو. شریعت صامت او چوپ دی؛ خو بې خبرو نه دی او له هغه سره خبرې کوي چې ورته کېني او ترې وپوښتي.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com