تبلیغات
|

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ لومړنۍ اساسي مرستې او قلبي ریوي احیا لیکنه : ډاکتر ذبیح الله اقبال لومړنۍ مرستې څه دي؟ لومړنۍ مرسته یو ډول پاملرنه ده چې ژوبل شوي کس ته د مسلکي مرستې ته رارسېدنې مخکې ورکول کېږي. دا مرسته کېدای شي د کورنۍ د یوه غړي، ملګري، فرد یا پردي کس له […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

لومړنۍ اساسي مرستې او قلبي ریوي احیا

لیکنه : ډاکتر ذبیح الله اقبال

لومړنۍ مرستې څه دي؟

لومړنۍ مرسته یو ډول پاملرنه ده چې ژوبل شوي کس ته د مسلکي مرستې ته رارسېدنې مخکې ورکول کېږي. دا مرسته کېدای شي د کورنۍ د یوه غړي، ملګري، فرد یا پردي کس له خوا چې په هغه شېبه کې هلته موجود وي، ورکړل شي، خو کومه مرسته چې دوی ورکوي، په رښتیني توګه د ژوند او مرګ د توپیر په مانا ده.

د لومړنیو مرستو موخې:

  • د ژوند ساتنه
  • د هر ډول ټپونو له خرابېدنې څخه مخنیوی کول
  • د بهبودۍ پرمخ بیول

لومړنۍ مرستې محدودیتونه لري، دا ځکه چې هر څوک پارامیدک یا ډاګتر نه وي، خو دا د طبي ټولټال سیستم یو مهم او حیاتي عنصر دی. لومړنۍ مرستې ژوند ژغوري، تاسې له هر هغه چا څخه یې غوښتلای شئ چې د طب په بېړنۍ څانګه کې کار کوي.

سملاسي اقدام

سمدلاسه اقدام هغه آر یا اصل دی چې د لومړنیو مرستو په ټولو هاندوهڅو کې باید عملي شي. ننداره چیان یا خپلوان چې نه پوهېږي څه باید وکړي یا دا چې له هڅې کولو ځنې ډېره وېره لري، ښايي دوی په بېواکه توګه یې په نا اړینو مرګونو او مزمنو ژوبلېدو کې مرسته کړي وي. که یو څوک ناروغه یا ټپي شو؛ نو مرستې ته اړتیا لري، او دوی سملاسي ورته اړتیا لري.

چټک اقدام د ژوند او د بدن د غړي د ساتنې لپاره اړین دی. هغه ژوبل شوی کس چې په اغېزمنه توګه ساه نشي اخستلای یا شدیده خونریزي لري؛ نو دوی سملاسي مرستې ته اړتیا لري. که چېرته چټکه اغېزمنه لومړنۍ مرسته برابره کړای شي؛ نو ژوبل شوی کس د ښه بهبودۍ بهتره چانس لري.

دا مهم دي چې چټک اقدام د وارخطايۍ سبب نشي. دقیق او عمدي اقدام چې له ډېر زیاد ځنډ څخه پرته ترسره شوی وي، د ژوبل شوي کس لپاره ډېر ګټور دی. هڅه وکړئ، چې آرام اوسئ او له دې لارې د خپلو اقداماتو په اړه فکر وکړئ. د لومړنیو مرستو د برابرولو یو آرام و کنټرول شوی فرد کولای شي چې هر چا ته ډاډ ورکړي چې پېښې ته په اغېزمنه توګه رسیده ګي شوې ده.

بیا ډاډمنتوب

په لومړنیو مرستو کې د ډاډ ورکولو، اروایز ارزښت د هغې درملنې په شان ډېر مهم دی چې تاسې یې ورکوئ. ژوبل شوی کس آرام کړئ او ورته ډاډ ورکړئ، ځکه په ځینو مواردو کې څه ته چې ژوبل شوی کس ډېره اړتیا لري، هغه اروایز ملاتړ او ډاډ ورکونه ده. د لومړنیو مرستو د برابرونکي کس له خوا یوه آرامه کړنه او ژوبل کس له دې څخه خبرول چې څه شی د پېښېدو په حال کی دی؛ نو دا کار هم د بیا ډاډ ورکونې په بهیر کې مرسته کولای شي.

په یاد ولرئ، هغه کسان چې ژوبل شوي کس یا مریض ته د پاملرنې په برابرونې کې له تاسې سره مرسته کړې؛ نو ښايي دا کسان پخپله هم بیا ډاډمنتوب ته اړتیا ولري. د ژوبل شوي کس خپلوان ښايي له دې څخه اندېښمن وي چې دوی ژوبل شوی کس پخپل حال پرېښود او یا هم په چټکه توګه د مرستې په رسولو کې یې تېروتنه کړې ده.

همکاران ښايي دا احساس ولري چې دوی ژوبل شوي کس ته د مرستې په رسونه کې ډېره لږه ونډه اخیستې، او پردي خلک هم ښايي د ملامتۍ احساس وکړۍ چې دوی یوازې لږه عملي مرسته برابره کړای شوه.

  1. ABC – هغه ټکي چې ژوند ژغوري

لومړنۍ مرستې یو چارچوکاټ لري. د DR. ABC ټکي د هرې بېړنۍ پېښې لپاره یو نوملړ برابروي. ددې ارزښت لري چې دا ټکي باید په یادو یاد شي. د کارونې طریقه یې په لاندې ډول ده:

D  د خطر لپاره  

مخکې له دې چې تاسې له ژوبل شوي کس سره مرستې ته مټې را بډ وهئ؛ نو په ډېر دقت سره دا ووینۍ چې آیا دا کار تاسې او نورو ټولو هغو کسانو لپاره خونديتوب لري چې په هغه ځای کې شتون لري. ښايي په دې ځای کې د موټرو ډېر تېز تګ راتګ وي، ښايي یوه کیماوي ماده هلته خپره شوي وي یا ښايي نور داسې خطرناک مواد وي چې تاسې ورباندې ککړ شئ.

R د ځواب لپاره  

تاسې چې په لومړي ځل د پېښې ځای ته ورځئ؛ نو تاسې کولای شی چې د ژوبل شوي کس د وضعیت په اړه د هر څه پلټنه وکړئ او په ډېره ساده توګه له ژوبل شوي کس څخه پوښتنه وکړئ: ایا تاسې ښه یاست؟ که چېرته نوموړي ځواب ورکړ؛ نو تاسې پوهېږئ چې دا کس په هوش کې دی او ساه اخستنه او زړه یې کار کوي، که چېرته یې ځواب درنکړ؛ نو لاندې کړنې ترسره کړئ:

A هوايي لارې

په دې مانا دي چې هوايي لارې باید پرانستل شي، دا کار ډېر ساده دی، د ملاستې پر مهال د ژوبل کس تندی شا خوا ته کړئ ترڅو ژوبل شوی کس سا واخلي

B  ساه اخستنه

په دې مانا چې د ساه اخستنې د اورېدلو، لیدلو او احساس کولو له لارې، تاسې د ژوبل شوي کس ساه اخستنه چک کوی.

h

C  د وینې د جریان لپاره

ددې کار لپاره تاسې د کارتوید نبض یا پلس چک کړئ یا په ساده ډول پخپلو سترګو د چک کونې له لارې دا کار کوئ چې ایا ژوبل شوی کس په کافي توګه د وینې جریان لري او که نه، چې دا کار هم د ژوبل شوي کس د ښه شوي رنګ، ټوخي یا د هغه د سترګو د حرکت له لارې ترسره کېږي.  

په بېړنۍ پېښه کې اقدامات

د یو بېهوشه ژوبل شوي کس د ارزونې لپاره عمده پړاوونه  په لاندې ډول دي:

۱ پړاو: ارزونه. مرسته کوونکی کس چې کله هغه ساحې ته رسېږي چېرته چې قرباني کس پکې دي؛ نو مرسته کوونکی کس باید په چټکه توګه ډاډمن شي چې یاده ساحه خوندي ده او که نه. مرسته کوونکی کس باید قربانی کس چک کړي، چې ایا ځواب ورکوي او که نه. د قرباني کس اوږه دې وخوځوي او په لوړ غږ دې ترې پوښتنه وکړي چې: آیا تاسې ښه یاست؟

۲ پړاو : د بېړنۍ ځواب ورکونې سیستم فعاله کړئ، یا دا چې مرسته راوغواړۍ. که چېرته تاسې یوازې یې او قرباني کس هم بېهوشه وي؛ نو د مرستې لپاره چغې کړئ. که چا غږ درنکړ؛ نو د بېړنۍ ځواب ورکونې سیستم او بېرته قربانۍ شوي کس ته ورستون شئ.  

۳ پړاو: هوايي لارې پرانیځئ او ساه اخستنه یې چک کړئ. دا چې تاسې تنفس چک کړای شئ؛ نو تاسې باید ساه اخستنه وګورئ، واورئ یا دا چې احساس یې کړئ. دا بهیر باید حداقل ۵ ثانیې او حداکثر ۱۰ ثانیه وخت ونیسي. که مرسته کوونکی کس په ۱۰ ثانیو کې مناسبه ساه اخستنه معلومه نه کړي؛ نو په دې حالت کې مرسته کوونکی کس باید ۲ مصنوعي تنفسونه ورکړي. (لاندې برخه وګورئ)

د تنفس د لیدلو، اورېدلو او احساس کولو لپاره لاندې پړاوونه تعقیب کړئ.

پړاو اقدام
۱ د ناروغه کس سر شا خوا ته یوسئ ترڅو ځنه یې یې پورته شي او له دې لارې دهغه هوايي لارې پرانستل شي
۲ غوږ مو د ژوبل شوي کس خولې ته ورنژدې کړئ
۳ چې کله تاسې د ناروغه کس ټټر یا سینه ګورئ؛ نو :·       وګورئ چې ټټر یا سینه پورته او ښکته خوا ته ځي راځي او که نه·       غوږ شئ چې په ساه را ایستنه کې هوا بېرته را وځي او که نه·       دا احساس کړئ چې د هوا جریان ستاسې پر اننګو باندې لګېږي او که نه

۴ پړاو: دوه تنفسه ورکړئ، که چېرته ژوبل شوی کس په مناسبه توګه تنفس نه کوي؛ نو د ۲ تنفس ورکولو لپاره (هر یو په یوه ثانیه کې) له منع کوونکي وسیلې څخه استفاده وکړئ، په داسې حال کې چې تاسې باید د ژوبل شوي کس ټټر یا سینه وګورئ چې ښکته او پورته ځي او که نه.

۵ پړاو: د نبض یا پلس چک کول: د دوو تنفسونو له ورکونې څخه وروسته، مرسته کوونکی باید حداقل ۵ ثانیه او حداکثر تر ۱۰ ډېرو ثانیو صبر ونکړي او باید نبض چک کړي او د نبض د چک کولو لپاره د کارتوید د برخې نبض لمس کړئ.

د کارتوید د ځای د موندنې لپاره لاندې پړاوونه ترسره کړئ:

پړاو اقدام
۱ یو لاس د ژوبل شوي کس پر تندي باندې کېدئ او سر یې شا خوا ته یوسئ
۲ د بل لاس پر دوو نورو ګوتو باندې، تنفسي لارې یا تراکیا پیدا کړئ
۳ خپلې دا دوه ګوتې د تراکیا او د ورمېږ د شاوخوا د عضلاتو ترمنځ په خط کې وخوځوئ، دا هغه ځای دی چې تاسې پکې د کاروتید نبض احساس کولای شئ
۴ شریان حداقل تر ۵ ثانیو پورې او تر ۱۰ ډېر ثانیو پورې مه لمسوئ

۶ پړاو:  ټټر یا سینې ته د ۳۰ ځلو فشار ورکونې او دوه ځل تنفس ورکونې سیکل یا څرخه پیل کړئ. کله چې یو لوي کس ته قلبي ریوی احیا ورکوي؛ نو ځانته کومک کوونکی کس دې د فشار – تهويې د تناسب ۳۰ فشارونه او دوه تنفسه استعمال کړي. ځانته کومک کوونکی کس باید ټوله هڅه وکړي چې تنفس په اغېزمن ډول ورورسوي. دا کار به ټټر یا سینې ته د فشار ورکونې وقفې راکمې کړي. تاسې چې کله سینې ته فشار ورکوئ؛ نو دا  مهمه ده چې په سم ژورالي دا فشار ورکړئ او په یوه دقیقه کې باید ۱۰۰ فشاره وي او پرېږدئ چې سینه په پوره توګه خپل اصلي حالت ته راوګرځي.

قلبي ریوي احیا ( CPR)

په قلبي ریوي احیا کې خولې ته د خولې کمکي تنفس او سینې ته د فشار ورکونې ترکیب شامل دی. قلبي ریوي احیا، مغزو او د بدن نورو حیاتي غړو ته اکسیجن دار وینه رسوي ترڅو چې مناسبه طبي درملنه وکړای شي چې د زړه نورمال ریتم بېرته خوندي کړي.  

  • تنفس : خولې ته د خولې کومکي تنفس یو له هغو چټکو لارو ځنې دی چې ورباندې اکسیجن د یو فرد سږو ته لېږل کېدلای شي. که تاسې چېرته د بېړنیو پېښو د طرزالعملونو په اړه روزنه نه وي ترلاسه کړې؛ نو په دې صورت کې ډاکتران سپارښتنه کوي چې تاسې خولې ته د خولې کومکي تنفس پرېږدئ او په مستقیمه توګه ټټر یا سینې ته فشار ورکونه ورکړئ. ددې کار دلیل دا دی که چېرته تاسې ناراحته یې او بیا هم هڅه کوئ چې نا اشنا تنفسي تکنیکونه ترسره کړئ؛ نو په دې حالت کې به تاسې ښايي دهغه کس لپاره د ژوند ژغورنې ارزښتمنې شېبې له لاسه ورکړئ چې مرستې ته اړمن دی. تر ټولو څخه مهم څیز چې تاسې یې ترسره کولای شی دا دی چې تاسې ټټر یا سینې ته د مستقیم فشار ورکړه ترسره کړئ چې له دې لارې وینه، د بدن د حیاتي غړو لکه د مغزو او زړه پر لورې حرکت وکړي. که چېرته تاسې د بېړنيو پېښو د طرزالعملونو په اړه روزنه ترلاسه کړې وي؛ نو مهمه دا ده چې خولې ته د خولې کومکي تنفس او سینې د فشار ورکړه، دواړه یوځای ترسره کړئ.  
  • ټټر یا سینې ته د فشار ورکړه. کله چې زړه ولاړ وي؛ نو سینې ته د فشار ورکړه د زړه د ټکان یا ضربان ځایناستې کېږي. ددې ډول فشارونو ورکړه، مغزو، سږو او زړه ته څه نا څه د وینې رسول جاري ساتي. هر کله چې تاسې ټټر یا سینې د فشار ورکړه ترسره کوئ؛ نو کولای شی چې کومکي تنفس هم ترسره کړئ.
  • د قلبي ریوي احیا تر پیل مخکې، د وضعیت ارزونه وکړئ
  • ایا په هوش کې دی که بېهوشه دی
  • که کس بېهوشه وي؛ نو دهغه ولی وخوځوئ او په لوړ غږ یې وپوښتئ: آیا تاسې ښه یاست؟
  • که ځواب یې درنکړ؛ نو لاندې پړاوونه تعقیب کړئ او بېړنې طبي مرسته راوغواړئ. که تاسې د پېښې ځای نشی پرېښودلای؛ نو له بل چا څخه وغواړئ چې دا کار ترسره کړي.

ټټر یا سینې ته د فشار ورکونې تکنیک

کله چې یو لوی کس ته د ټټر یا سینې فشار ورکړه ترسره کوئ؛ نو لاندې پړاوونه تعقیب کړئ

پړاو اقدام
۱ د قرباني شوي کس یوې خوا ته شئ
۲ ډاډمن شئ چې قرباني شوی کس پر یوې سخته او همواره سطحه باندې ستونې ستغ یا شا په تخته ملاست وي. که چېرته قرباني شوی کس پرمخ پروت وي؛ نو په ډېر دقت یې ستونې ستغ څملوئ.
۳ ټول هغه کالي اخوا کړئ، چې د ناروغه کس سینه یا ټټر یې پوښلې وي، تاسې باید د ناروغه کس سینه ولیدلای شئ.
۴ د خپل لاس یو ورغوی مو د ناروغه کس پر لغړ ټټر د هغه د دو تیونو ترمنځ کېدئ
۵ د بل لاس ورغوی مو د تېر لاسه د پاسه کېدئ
۶ خپلې مټې مو سیده کړئ او خپل ولي مو پر لاسونو باندې پورته کېدئ
۷ کلک او چټک فشار ورکړئ. په هر فشار سره له ۱.۵ څخه ۲ اینچو پورې د لاندې پر لورې فشار ورکړئ. ډاډمن شئ، چې په هر فشار ورکونې سره، تاسې د قرباني شوي کس د سینې هډوکي ته په مسقیمه توګه لاندې خوا ته فشار ورکوئ.
۸ د هر فشار په پای کې، ډاډمن شئ چې تاسې اجازه ورکوئ، چې سینه بېرته خپل اصلي حالت ته راګرځي یا بېرته پراخېږي. خپل حالت ته د سینې په پوره توګه بېرته راګرځېدل، لا ډېرې وینې ته اجازه ورکوي چې د سینې د فشارونو په منځ کې زړه بېرته ډک کړي. د سینې ناکامله راګرځېدل به د وینې هغه جریان راکم کړي چې سینې ته د فشار ورکونې له لارې رامنځته شوی وه. 
۹ په ملایمه طریقه فشار ورکړئ چې تناسب یې باید ۱۰۰ فشاره په یوه دقیقه کې وي

د تنفسي لارو پرانستل او د تنفس ورکول

د کومک کوونکي کس وضعیت. د قرباني شوي کس یوې خوا ته شئ ترڅو چمتو اوسئ چې:

  • هوايي لارې پرانیځئ
  • ژوبل شوي کس ته د تنفس ورکړه پیل کړئ

د مریض سر شا خوا ته یوسئ چې ځنه یې پورته خوا ته شي.

د پورته کار د ترسره کوونې لپاره لاندې پړاوونه ترسره کړئ.

خولې ته د خولې تنفس. خولې ته د خولې تنفس ورکول ژوبل شوي کس د اکسیجن برابرونې یو له چټکو او اغېزمنو لارو ځنې ده .هغه تنفس چې کومک کوونکی کس یې ورکوي؛ نو په دې کې تقریباً ۱۷٪ اکسیجن او ۴٪ کاربن ډای اکسایډ دی. دا د قرباني شوي کس د اړتیاوو د لرې کونې لپاره کافي اکسیجن دی.

قرباني شوي کس ته خولې ته د خولې د تنفس ورکونې لپاره لاندې پړاوونه ترسره کړئ:

پړاو اقدام
۱ د مریض سر شا خوا ته یوسئ چې ځنه یې پورته خوا ته شي او له دې لارې یې تنفسي لارې پرانیځئ
۲ په غټه ګوته او دوهمه ګوته د ژوبل شوي کس پوزه بنده کړئ ( په داسې حال کې چې لاس باید پر تندي باندې وي)
۳ منظم تنفس ( نه ژور) ورکړئ او شونډې مو د قرباني شوي کس پر شونډو کېدئ او په دې توګه د هوا ضد یو کلک عایق را منځته کړئ
۴ یو تنفس ورکړئ (د یوې ثانیې لپاره پوکی ورکړئ). چې کله تاسې تنفس ورکوئ؛ نو وګورئ چې سینه پورته خوا ته راځي او کنه
۵ که سینه پورته خوا ته رانغله؛ نو یو ځل بیا د مریض سر شا خوا ته یوسئ چې ځنه یې پورته خوا ته شي
۶ دویم تنفس ورکړئ (د یوې ثانیې لپاره پوکی ورکړئ)، وګورئ چې سینه پورته خواته راځي او کنه

خولې ته د خولې د تنفس د مانع وسیله. په قلبي ریوی احیا کې د انتان خطر ډېر لږ وي. دې اړتیا ده چې د لومړنیو مرستو برابرونکي په هغو ځایونو کې له معیاري احتیاطونو څخه کاري واخلي چېرته چې له وینې یا د بدن له مایعاتو سره د مخامخ کېدنې احتمال موجود وي. د منع کوونکي وسایلو د کارونې په ترڅ کې معیاري احتیاطونه دا دي: د تنفس د ورکړې پر مهال د مخ ماسک (۵ انځور) یا د ماسک د کیسې وسیله.

خولې ته د ماسک کارونه: د کارونې لپاره یې کومک کوونکی کس باید د قرباني شوي کس یوې خوا ته کېني. دا کار هغه وخت ډېر مطلوب دی چې قلبی ریوی احیا یو کس ترسره کوي، ځکه تاسې هم کولای شی چې تنفس ورکړئ او هم سینې ته فشار ورکولای شئ. کومک کوونکی کس یوازې ماسک د قرباني شوي کس پر مخ باندې اچوي په داسې حال کې چې د مریض سر شا خوا ته وړي چې ځنه یې پورته خوا ته شي.

قرباني شوي کس د تنفس ورکونې په ترڅ کې له ماسک څخه د کارونې پرمهال لاندې پړاونه تعقیب کړئ:

پړاو اقدام
۱ د قرباني شوي کس یوې خوا ته کېنئ
۲ ماسک د قرباني شوي کس پر مخ باندې واچوئ  او د ښه وضعیت لپاره ، پوزه د یو لارښود په توګه وکاروئ
۳ مخ پر ماسک باندې وپوښوئ:·       له خپل لاس څخه کار واخلئ چې د قرباني شوی کس د سر له پورته برخې سره نږدې وي، غټه ګوته او دوهمه ګوته د ماسک پر سرحد باندې کېدئ،·       د بل لاس غټه ګوته د ماسک پر لاندینئ غاړې باندې کېدئ
۴ خپلې پاتې ګوتې د قرباني شوي کس له ورمېږ سره نږدې د ژاملې پر ټول هډوکي باندې کېدئ او ژامله راپورته کړئ. د تنفسي لارو د پرانستلو لپاره د مریض سر شا خوا ته یوسئ چې ځنه یې پورته خوا ته شي
۵ کله چې تاسې ژامله راپورته کړه، نو د ماسک بهرنۍ غاړې ته کلک او پوره فشار ورکړئ چې په دې توګه ماسک پر مخ باندې کلک ونښلي.
۶ د یوې ثانیې لپاره هوا ورکړئ ترڅو د قرباني شوي کس سینه پورته راشي

د تهویې د فشار تناسب

کله چې کومک کوونکی کس د ټولو عمرونو درلودونکیو کسانو ته قلبي ریوي احیا ورکوي؛ نو باید د فشار – تهویې له نړیوال تناسب څخه کار واخلي چې ۳۰ فشارونه او دوه تنفسه دي.

اړین مهارتونه

د کورس دا پړاو تاسې ته د لومړنیو مرستو بنسټیز اصول درپېژني. دا عملي تکنیکونه او مغزي چک لسټونه دي چې تاسې ته ډاډ درکوي چې هر ډول بېړني حالت ته رسیده ګي وکړای شئ.

د پېښې ځای

 

د واټونو په ټکرونو کې تقریباً له نیمو څخه ډېر مړه شوي کسان، روغتون ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي. او له درېمې برخې څخه ډېر یې د پېښې ځای ته د لومړنیو مرستو د رسېدنې له لارې، ژغورل شوي دي.

کله چې یوه بېړنې پېښه رامنځته کېږي؛ نو تاسې باید په هغه ځای کې د موجودو ټولو کسانو له خوندیتوب څخه ډاډ ترلاسه کړئ. هغه ډلې چې تاسې یې باید تر کتنې لاندې ونیسې، دا دي:

  • تاسې پخپله
  • ننداره کوونکي کسان
  • تلفات

لږ صبر وکړئ ترڅو له دې ځای څخه یوه لومړنۍ سروی ترسره کړئ، ترڅو هر هغه شی ووینئ چې ښايي د دوی د شاوخوا د ځای خوندیتوب له ګواښ سره مخامخ کړي.

په ممکنه خطراتو کې لاندې ټکي شامل دي:

  • د اوسېدانې د چاپېریال خطرات
  • کیمیاوي مواد
  • برېښنا
  • د برېښنا راشلېدلي مزي
  • د اوبو چټک جریان
  • اور
  • اور اخستونکي مواد
  • لوګی
  • گازونه
  • د وسایطو جاري تګ راتګ
  • د چاودنې خطر
  • تېزه غوڅوونکي شيان
  • ښوېدونکي سطحې
  • لوګی
  • بې ثباته جوړښتونهخطرناک وضعیتونه د بېړنیو پېښو پرسونل ته پرېږدئ چې داسې وضعیتونو ته د رسېده ګې لپاره یې روزنه ترلاسه کړې او په دې اړه له کافي وسایلو څخه هم برخمن دي. په خطرناکو حالاتو کې د خپل ځان د خوندیتوب په خطر کې اچول ، ممکن هغه تلفات زیات کړي چې باید رسېده ګې ورته وشي، نو یوازینې لاره دا ده، صبر وکړئ چې د بېړنیو پېښو خدمات راورسېږي.

نور حالتونه ممکن تاسې ته دا اجازه درکړي چې خطرات اخوا کړئ یا دا چې ژوبل شوی کس له خطر څخه اخوا کړئ. د موټر د ټکر په پېښه کې د ماتو شیشو اخوا کول، یا په برېښنايي پېښه کې د برېښنا په عمومي بورج کې د برېښنا قطع کول د خطر د لرې کوونې ځینې بېلګې دي.

د یو عمومي اصل په توګه، تاسې باید د تلفانو له اخوا کونې څخه ډډه وکړئ، مګر دا چې داسې خطر وي چې تاسې یې نشی اخوا کولای، لکه اور یا زهرجن لوګی. د ژوبل شوي کس خوځول ډېر سخت دی ، په تېره بیا چې کله ژوبل شوی کس بېهوشه وي، صبر وکړئ چې د امبولانس پرسونل راورسېږي، ځکه دوی له اړینو ښوونو او تجیهزاتو څخه برخمن دي چې کولای شي هم له ځان څخه ساتنه وکړي او هم له ژوبل شوي کس څخه ساتنه وکړي. که چېرته دې ته اړتیا وه چې د امبولانس له رارسېدو څخه مخکې باید ژوبل شوی کس وخوځول شي؛ نو په داسې حالت کې باید له ډېر احتیاط څخه کار واخستل شي او ښه عملي لاسي تکنیکونو دې وکارول شي.

زندۍ یا خپه کېدل

په غټانو کې زندۍ کېدل معمولاً د خوړو له کبله رامنځته کېږي چې خواړه ښه سم نه ژوول کېږي او معمولاً په مرۍ یا وچه غړۍ یا تنفسي لارو کې بندېږي. جامد خواړه لکه غوښه یې مکرر علت دی.

لاندي عوامل د زندۍ کېدنې خطر لوړوي:

  • د غوښې د ژولو پرمهال خبرې کول
  • په تېزه خوړل یا داسې خوړل چې ښه نه وي ژول شوي
  • مصنوعي ښاغونه، دا ځکه چې د واقعي غاښونو پر ځای، مصنوعي غاښونه د ژولو پر مهال لږ فشار واردوي او دهغې لارې خنډ ګرځي چې په ترڅ کې خواړه د خولې په دننه کې احساس کېږي، چې دا کار پخپله د خوړو پوره ژول لاپسې ستونزمنوي.

کمکي کوچنیان لیوالتیا لري، هر هغه څیز یې چې له خولې سره انډول وي؛ نو پخپله خوله یې ننباسي؛ نو زندۍ توب بې له خوړو څخه هم راپېښېدلای شي.

زندۍ توب کېدای شي چې د وېرې او حشت له کبله هم رامنځته شي. هغه کس چې زندۍ شوی؛ نو اکثراً د ویرې یا وحشت حالت راښيي. په پیل کې قرباني شوی کس ممکن د بنفش په رنګ شي، سترګې به یې راوتلی وي، او نوموړی کس ممکن اواز لرونکی ساه ولري یا دا چې ساه یې لنډه ګنډه وي.

که چېرته زندۍ توب رامنځته شي؛ نو د همیلیچ مانور ترسره کړئ.

د هیلمیچ د مانور د ترسره کولو لپاره یو کس باید:

  • د زندۍ شوي کس شا ته ودرېږئ او خپلې مټې مو د هغه له ملا څخه راتاوې کړئ. کس لږ مخکې خوا ته ټیټ کړئ
  • یو لاس مو موټی کړئ او د دهغه تر نامه یې لږ پورته کېږدئ
  • پر بل لاس مو موټی ټینګ ونیسئ او په ښه زور سره یې د ګېدې داخل ته په یو چټک حرکت پورته خوا ته فشار ورکړئ. دا طرزالعمل تر هغې تکرار کړئ ترڅو هغه نښتی څیز له وچې غړۍ یا تنفسۍ لارې څخه راووځي.

پرځان باندې د هیلمیچ د ترسره کولو لپاره لاندې کارونه وکړئ:

 

  • خپل موټی تر خپل نامه څخه لږ پورته کېږدئ
  • خپل موټی پر بل لاس باندې ونیسئ او پر یوه کلکه او سخت سطحه باندې ټيټ شئ – دا کار به اشپزخانه یا چوکۍ ترسره کړي.
  • داخل او پورته خواته خپل موټی شوی لاس ټیله کړئ.

د بېهوشه شوي کس د وچې غړۍ یا تنفسي لارو پرانستل

 

  • کس ستونی ستغ یا شا په تخته سملوئ او د هغه دننه خوله ووینئ او ساحه پر خپلو ګوتو باندې پاکه کړئ ترڅو مسدودیت یا بندش اخوا کړای شي.
  • که ونشوه؛ نو پر کس باندې داسې کېنۍ چې ستاسې پښې مو دهغه د بدن په څنګ کې وي او د ګېډې خوا ته پورته فشار ورکړئ
  • څومره چې لازم وي؛ نو طرزالعمل تکرار کړئ، بیا د کس خوله وګورئ او ساحه په خپلو ګوتو باندې پاکه کړئ ترڅو مسدودیت اخوا کړای شي، وروسته بیا پر کس باندې داسې کېنۍ چې ستاسې پښې دهغه د بدن په څنګ کې وي او د ګېډې خوا ته پورته فشار ورکړئ

د زندۍ شوي کوچني د وچې غړۍ یا تنفسي لارو پرانستل

  • د ناستې په وضعیت کې شئ او کوچنی پر خپل ورون باندې کېنوئ او پر خپلو لاسونو باندې کوچني ته لاندې خوا ته حرکت ورکړئ
  • بیا پر خپلو لاسونو باندې د هغه منځنۍ ملا ته یوه ملایمه خو يو کلکه ضربه ورکړئ. د جاذبې او پر ملا باندې د ضرباتو ترکیب باید، نښتې څيز را آزاد کړي.
  • که چېرته دې هم کار ور نه کړ؛ نو کوچنی پر خپل لاس باندې سملوئ، داسې چې سر یې له تنې څخه لږ لاندې راشي. خپلې دوه ګوتې مو د هغه د ټټر یا سینې پر هډوکي باندې کېږدئ او پر سینه ورته پنځه فشارونه ورکړئ.
  • که بیا هم تنفس را ونه ګرځېد؛ نو پر ملا یې بیا ووهئ او پر سینه یو ځل بیا فشار ورکړئ. بېړنۍ طبي مرسته راوغواړئ.
  • که چېرته په پورته تکنیکونو کې یو هم وچه غړئ یا تنفسي لارې پرانستله او کوچنی بیا هم ساه نه اخلي؛ نو خولې ته د خولې احیا پیل کړئ.  

د زندۍ توب نړیواله نښه دا ده چې کس پر خپلو لاسونو باندې خپله مرۍ کلکه نیسي، داسې چې دهغه د لاسونو ګوتې په پرانستي حالت کې وي. که چېرته یو کس دا حالت وښيي؛ نو بېړنۍ طبي مرسته راوغواړئ. کس بې پاملرنې مه پرېږدئ.

خونریزي

شدیده خونریزې کولای شي چې ګواښ ورکونکې وي، خو په عین حال کې چې تاسې ته بېړنۍ مرستې ته منتظر یې؛ نو تاسې کولای شئ چې د خونریزۍ د کنترول له لارې د یو کس ژوند وژغورئ. “

وینه تر فشار لاندې د زړه او رګونو له لارې په ټول بدن کې ګرځي. د وینې له کافي فشار او حجم څخه پرته د انسان بدن ډېر ژر رانسکورېږي. خونریزي کولای شي چې یو ګواښ رامنځ ته کړي چې علت یې په بدن کې دننه د وینې د فشار او حجم کموالی دی چې دا کار هم د وینې د رګونو د شلېدلو له کبله دې چې علت یې د رګونو ژوبلېدنه ده.

خونریزي د موټر په ټکرونو کې یو له شایعترینو علتونو ځنې ده. خونریزي په دوه ډوله ده: خارجي خونریزي چې په ښکاره بڼه باندې وي او بله یې داخلي خونریزي ده چې دا په سترګو نه ښکاري،خو وروسته بیا له پوزې، غوږ، سږو یا معدې څخه د خونریزۍ په بڼه راښکاره کېږي.

بهرنۍ خونریزي

بهرنۍ خونریزي معمولاً له ټپ سره یوځای وي، چې د پوستکي د غوڅېدلو، سوري کولو یا هم شلېدلو له کبله رامنځته کېږي. په شدیدو ټپونو کې د رګونو ژوبلېدنه هم شامله وي. دا چې شریانونه له زړه څخه اکسیجن داره وینه انتقالوي؛ نو که چېرته شریانونه ژوبل شي؛ نو وینه به تکه سره وي او بهېږي. که چېرته کوچني شریانونه ژوبل شي؛ نو معمولاً له پوستکې سره نږدې له ټپونو سره یوځای وي او روښانه سور رنګه وي او د راڅڅېدنې حالت لري. 

کله چې زموږ په بدن کې نسج د ژوبلېدنې له کبله وشلېږي؛ نو په دې صورت کې ټپ رامنځته کېږي. ټپونه په لاندې ډول دي:

  • ګرېدنه، هغه ټپ دی چې کله یو څوک پر یوه کلکه او سخته سطح باندې راغورځېږي او یا دا چې پوستکی یې د صدف پر ټوټو، د حیواناتو پر پنجو باندې وګرول شي. دا ټپونه نامنظمې غاړې لري او لږه خونریزي لري.
  • د غړي پرې کېدنه، د بدن د یوې برخې لکه د یو غړي پرېکېدنه ده.
  • درز یا شکاف، د ټپ هغه ډول دی چې د تیز چاقو یا د اوسپنې د غوڅونکې ټوټې له کبله رامنځته کېږي. دا درز ډېر نری او ښکاره وي او ډېره خونریزي لري.
  • شلېدنه، یو ژور ټپ دی چې د نسج له منځه تګ هم پکې دی، اغزن تار یې د رامنځته کېدنې علت دی.
  • پنچري ټپونه، سوري لرونکي ټپونه دي چې د یو غوڅونکي فنري څيز یا مرمۍ له کبله رامنځته کېږي.

پاملرنه او درملنه

هغه خونریزي چې ژوند ګواښي

  • خطر، ځواب ، وچه غړئ، تنفس او د وینې ګردش (DR.ABC) چک کړئ
  • چې څومره ژر کېږي؛ نو امبولانس راوغواړئ
  • ټپ لوڅ کړئ
  • وګورئ چې آیا ټپ داسې خارجي اجسام لري چې پر سترګو باندې د لیدلو وړ وي
  • پانسمان یې کړئ
  • ټپ ته د یو پاک او عقیم داره پډ له لارې مستقیم فشار ورکړئ، که چېرته په بل حالت کې وي؛ نو ژوبل شوی کس ستونی ستغ یا شا په تخته سملوئ
  • هغه برخه چې ټپي شوې؛ نو د زړه له سطحې څخه یې پورته کړئ او حمایه یې کړئ
  • پر یو کلک بانداژ یې وتړئ ترڅو پډ ورباندې پاتې شي
  • که چېرته اړتیا وي؛ نو د شاک درملنه وکړئ
  • وینه رسېدنه چک کړئ ترڅو ډاډمن شئ چې بانداژ خو به ډېر کلک نه وي تړل شوی
  • که چېرته خونریزي و نه درېده؛ نو کنسترکتیو بانداژ تطبیق کړئ
  • د غړي له پورته برخې څخه ټولې شلېدلې جامې وباسئ
  • ډاډمن شئ چې کنسترکتیو بانداژ په اسانۍ د لیدلو وړ دی
  • یو کلک پلن بانداژ (حداقل ۷.۵ سانتی متره)انتخاب کړئ چې ډېر الاستکي نه وي
  • بانداژ له ټپ څخه ګردچاپېره ترهغې پورې کلک راتاو کړئ ترڅو خونریزي بنده شي.
  • بانداژ خوندي کړئ
  • د ناروغه کس پر پوستکي باندې یې د تړلو وخت ولیکئ
  • هر ۳۰ دقیقې وروسته یې بیاځلې ارزونه وکړئ

کنسترکتیو بانداژونه د اخرېنۍ لارې چارې یوه طریقه ده او یوازې د ژوند په ګواښوونکي حالت کې چې نورې طریقې اغېزمنې نه وي؛ نو باید وکارول شي. 

هغه سوځېدنې چې د جوش اوبو له توېدنې څخه رامنځته کېږي او سوځېدنې

له شدیدې سوځېدنې څخه د جزيي سوځېدنې د معلومولو لپاره، لومړی پړاو دا دی چې انساجو ته د وراوختي ژوبلېدنې وسعت او درجه معلومه شي. لاندې درې طبقه بندي به د بېړنۍ پاملرنې په معلومولو کې له تاسې سره مرسته وکړي:

لومړۍ درجه سوځېدنه – یا سطحي سوځېدنه   

حداقل شدیدې سوځېدنې هغه دي چې په هغې کې یوازې د پوستکي بهرنی پوښ (ايپیدرمس) سوځېدلی وي. پوستکی معمولاً سور وي، پړسوب لري او کله نا کله له درد سره یوځای وي. بهرنی پوښ په پوره توګه نه وي سوځېدلی. لومړۍ درجه سوځېدنه د جزيي سوځېدنې تر عنوان لاندې تداوی کېږي، مګر دا چې د لاسونو، پښو، مخ، د ورون پورتنۍ برخې یا غټ مفاصل یې هم راښکېل کړي وي.  

دویمه درجه سوځېدنه – د جزیي ضخامت سوځېدنه

دویمه درجه سوځېدنه هغه ده چې کله د پوستکي لومړی پوښ په پورته توګه سوځېدلی وي او دویم پوښ (درمس) هم سوځېدلی وي. تڼاکې رامنځته کېږي او پوستکی سور کېږي او خال خال ښکارېږي. دویمه درجه سوځېدنه، ډېر درد او پړسوب رامنځته کوي.

که چېرته د دویمې درجې سوځېدنې قطر له ۲ یا ۳ اینچو څخه غټ نه وي؛ نو د جزيي سوځېدنې په توګه یې درملنه وکړئ. که سوځېدلې ساحه پراخه وي یا دا چې سوځېدنه په لاسونو، پښو، مخ، د ورون په پورتنۍ برخو او غټو مفاصلو کې وي؛ نو بېړنۍ طبي مرسته راوغواړئ.

د جزيي سوځېدنو لپاره، چې دویمه درجه سوځېدنه هم پکې شامله ده، که چېرته ساحه یې له ۲ څخه تر ۳ اینچ قطر پورې محدوده نه وي؛ نو لاندې اقدامات ترسره کړئ:

  • د سوځېدنې ځای یخ کړئ. د سوځېدنې ځای تر یخو روانو اوبو لاندې تر ۱۵ دقیقو پورې ونیسئ. که چېرته دا کار غیرې عملي وه؛ نو سوځېدلې ساحه په یخو اوبو کې ورډوبه کړئ یا په یخ ټوکر باندې یخه کړئ. د سوځېدنې یخول له پوستکي څخه د تودوخې د لرې کونې له لارې، پړسوب راکموي. پر سوځېدنه باندې یخ مه ږدئ.
  • یو ملحم په پام کې ونیسئ. کله چې سوځېدنه په پوره توګه یخه شوه؛ نو د الوویرا ملحم، د انتی بیوتیکو دری ګونې پماد یا مرطوب کوونکی له وچ کېدنې څخه مخنیوی کوي او د لا ډېرې راحتۍ احساس به تاسې ته درکړي.
  • سوځېدلې ساحه په تعقیم شوې ګاز بانداژ باندې وپوښوئ. نرم مالوچ مه کاروئ، چې ښايي پوستکی تحریک کړي. ګاز ډېر کلک مه تاووئ ترڅو پر سوځېدلي جلد باندې ډېر فشار رانشي. بانداژ له هوا څخه منطقه خالي کوي، درد راکموي، او تڼاکي شوي جلد خوندي کوي.
  • د درد ضد دوا وخورئ. په دې کې اسپرین، ایبوپروفین، (ادویل، موترین ، وغیره) ناپروکسین (الیوی) یا استامینوفین (تایلنول، وغیره) شامل دي

جزيي سوځېدنې بې له درملنې څخه معمولاً په یوه یا دوو اوونیو کې ترمیمېږي. د دوی ترمیمېدنه ښايي د رنګ له بدلونو سره یوځای وي، په دې معنی چې د ترمیم شوې ساحې رنګ ښايي د پوستکي د شاوخوا له رنګ څخه توپیر ولري. د انتان علایم چک کړئ، لکه ډېر درد، ډېر سوروالی، تبه، پړوسوب. که انتان رامنځته شي؛ نو طبي مرسته راوغواړئ. که چېرته سوځېدنه تر یوه کال څخه لږه وي؛ نو ډډه وکړئ چې بیا یې ټپي نه کړئ یا دا چې ډېر یې لمر ته مه پرېږدئ، ځکه ښايي دا کار د پوستکي په رنګ کې لا ډېر بدلونونه رامنځته کړي. حداقل د یو کال لپاره پر سوځېدلي ځای باندې د لمر ضد کرمونه ولګوئ.

احتیاط

  • یخ مه کاروئ. پر سوځېدلي ساحه باندې په مستقیمه توګه یخ مه کاروئ، ښايي دا کار د یخ وهنې لامل شي او پوستکی لاپسې تخریب کړي.
  • تڼاکې مه ماتوئ. له اوبو څخه دا ډکې تڼاکې د انتان مخه نیسي. که چېرته تڼاکې ماتې شوی؛ نو ساحه پر ملایم صابون او اوبو باندې ووینځئ، پر انتی بیوتیک ملحمو یې غوړ کړئ او پر ګاز بانداژ یې وتړئ. پانسمان روزانه تبدیل او پاک کړئ. د انتی بیوتیکو ملحم د سوځېدنې ترمیمول نه چټکوي، خو کولای شي چې انتان را سست کړي. په ملحمو کې ځینې اجزا کولای شي چې په ځینو افرادو کې کوچنۍ ځوانکې رامنځته کړي. که چېرته دا ځوانکې رامنځته شوې؛ نو د ملحمو کارول بند کړئ. که سوځېدنه پراخه وي؛ نو یو ملحم هم مه کاروئ. (لاندې برخه وګورئ)

درېیمه درجه سوځېدنه

تر ټولو څخه شدیدې سوځېدنې بې درده وي او د پوستکي ټول پوښونه رانغاړي. شحم، عضلات او ان هډوکی هم ممکن اغېزمن کړي. سوځېدلې ناحيې ممکن تورې، وچې یا سپینې وي. که له سوځېدنې سره لوګی هم وي؛ نو په ساه اخستلو او سا ویستلو کې ستونزې، په کاربن مونو اکسایډ یا نورو سمي عناصرو باندې مسمومیت هم رامنځته کېدلای شي.

د لویو سوځېدنو لپاره، ۹۱۱ ته زنګ ووهئ یا بېړنۍ طبي مرسته راوغواړئ. د بېړنۍ مرستې تر رارسېدلو پورې، تاسې لاندې پړاوونه تعقیب کړئ:

  1. سوځېدلي کالي مه اخوا کوئ. خو بیا هم ډاډمن شئ چې ژوبل شوی کس له سوځېدونکیو څیزونو سره په تماس کې نه وي یا دا چې له دود یا تودوښې سره مخامخ نه وي.
  2. ډاډمن شئ چې ژوبل شوی کس سا اخلي. که سا اخستنه یې درېدلې وي یا دا چې تاسې شک لرئ چې وچه غړۍ یا تنفسي لاره یې بنده ده؛ نو په دې حالت کې یې وچه غړۍ پاکه کړئ او که ورته اړتیا؛ نو قلبي ریوي احیا هم ترسره کړئ.
  3. سوځېدلې ساحه پټه کړئ. له یخ او مرطوب تعقیم شوي بانداژ یا پاکو کالو څخه استفاده وکړئ.

 د لیګامنټونو او عضلاتو تر حده ډېره کش کېدنه یا اوختل

په اسپرین کې مفصل له حده زیات کش کېږي یا اوړي چې معمولاً د لیګامنت له نسبي شلېدنې سره یوځای وي. ممکن د وینې عروق، عصب او تاندون هم ورسره ژوبل شي.

هره ژوبلېدنه چې په هغې کې لیګامنټ په شدیده توګه ژوبل شي؛ نو پکار ده چې پلستر شي او بې تحرکه کړای شي.

نښې نښانې

  • په مفصل کې ناڅاپي درد
  • د ځواک او د وزن په تحمل کولو کې د توان له لاسه ورکول
  • شینوالی
  • پړسوب
  • په لمس کولو کې د پام وړ ساحه دردناکه او حساسه وي

پاملرنه او درملنه

  • استراحت، یخ، فشار ورکونه او جیګ یا لوړ ایښودل یې
  • د لیګامنټي ژوبلېدنې د ارزونې لپاره طبي مرسته راوغواړئ

سټرین د عضلاتو تر حده ډېره کش کېدنه  

د غټو عضلاتو په سټرین کې، یو غړی تر حده ډېر کش کېږي. عضلات د ټانډون له لارې له هډوکیو سره نښلي، که عضلات اړ شي چې تر حده ډېر کش شي؛ نو دا ټانډونه شلېږي. د سپرین په پرتله دا ژوبلېدنې دومره دردناکې نه وي، که سمه درملنه یې ونشي؛ نو ښايي عوارض رامنځته کړي.  

نښې نښانې  

  • درد، چې حرکت ډېرېږي
  • کله چې ټانډونونه له هډوکې څخه راشلېږي؛ نو یو ښايي د ټک په شان اواز واورېدل شي.
  • د عضلاتو او هډوکي ترمنځ د تشخیص وړ یوه تشه موجوده وي
  • د وزن د زغملو پر مهال درد، ناراحتي او حساسیت
  • که مفصل ورسره نږدې وي؛ نو پړسوب هم ورسره وي

پاملرنه او درملنه

  • ستراحت، یخ، فشار ورکونه او جیګ یا لوړ ایښودل یې
  • ژوبل شوی غړی تر حده ډېر مه راکاږئ
  • ژوبل شوي غړي ته ماساژ مه ورکوئ
  • که درد بیا هم موجود وي؛ نو طبي مرسته راوغواړئ

خلع ( د مفصل وتل یا بېځایه کېدنه)

په خلع کې له مفصل څخه یو هډوکی بېځایه کېږي. دې ژوبلېدنو ته معمولاً دومره پام نه کېږي او کولای شي چې ډېر جدي عواقب ولري چې پکې د اعصابو او رګونو ژوبلېدل هم شامل دي. د ډېرو خلکو مفصلونه ډېر په اسانۍ سره وځي او د دې کار علت یا ارثی دي یا دا چې لیګامنټونه یې ډېر سست وي چې د مکروو بېځایه کېدنو له کبله تر حده ډېر کش کېږي.

نښې نښانې

  • په اغېزمن شوي مفصل کې ناڅاپي درد
  • د ځواک او حرکت له لاسه ورکول
  • سوء شکل او د مفصل پړسوب
  • حساسیت
  • ممکن په ژوبل شوي غړي کې لنډمهاله فلج هم ولیدل شي

پاملرنه او درملنه

  • استراحت، یخ، فشار ورکونه او جیګ یا لوړ ایښودل یې
  • غړی په یو راحت وضعیت کې کړئ
  • طبي مرسته راوغواړئ
  • د خلع یا بېځایه کېدنې د کمولو لپاره هر ډول هڅه و کوښښ باید د ډاکتر له لارې ترسره شي

ماتېدنې یا کسرونه

د انسان په بدن کې ۲۰۶ هډوکي دي، دا ټول هډوکي مهم دي، نه یوازې دا زموږ پوستکی پورته ساتي، بلکې د هډوکو د مغزو له له لارې د وینې او د وینې د حجراتو د جوړونې د فابریکو په توګه هم عمل کوي. هډوکي د بدن د ټینګښت بشپړوونکي هم دي. ځینې هډوکي ساتندویه وظیفه لري (لکه د سر هډوکی، جمجمه)، ځینې یې ملاتړیزه وظیفه لري (لکه لګن خاصره)، په داسې حال کې چې نور هډوکي د تحرک لپاره دي (ګوتې، ژامله)   

کله چې هډوکی ماتېږي؛ نو نه یوازې د وینې تولید او وظیفه اغېزمنوي ، بلکې په عضلاتو، ټانډونونو، اعصابو او د ویني په رګونو پورې اړونده عوارض هم له ځان سره درلودلای شي چې په هډوکو پورې نښتي دي یا دا چې نږدې ورسره پراته وي.

ماتېدنې یا کسرونه په لاندې ډول ویشل کېږي:

پرانستي – یو ټپ د ماتېدنې د ساحې لامل شوی یا دا چې هډوکی له پوستکي څخه رابهر شوی دی

بند – هډوکی مات شوی، خو هیڅ ډول بهرنی او ښکاره ټپ نه لري

پیچلی – د ماتېدنې له کبله ممکن حیاتي غړي او رګونه هم ژوبل شوي وي

د ماتېدنو یا کسر د درملنې اصلي هدف، بې تحرکې ده، چې دا کار د حرکت او درد په کمولو کې مرسته کوي چې له ماتېدونو سره مل وي. د بدن د نورو برخو په شان، مات شوی غړی هم پخپل لاس د جوړ شوي اسپلنټ، د کارټن په کاغذونو یا هوايي او د لرګیو په اسپلنټونو باندې بې تحرکه کړئ.  

ماتېدنې یا کسرونه ممکن د لاندې دلایلو له کبله رامنځته شي :   

  • مستقیمه قوه؛ قوه په اغېزمنه توګه اعمال شوې ترڅو په اغېزمن شوي ځای کې د هډوکي ماتېدنه رامنځته کوي
  • غیرې مستقیمه قوه؛ کله چې قوه یا کینتکي انرژي پر یو لوی هډوکي باندې اعمالېږي، دا قوه له غړي څخه تېږېږي او کمزوري هډوکي ماتوي
  • له خپله ځانه یا د سپاسم له کبله، چې په دې کې کسرونه یا ماتېدنې په ناروغۍ او/ یا عضلاني سپاسم پورې اړوند وي. دا معمولاً په زړو خلکو او هغه کسانو کې رامنځته کېږي چې هغه ځانګړې ناروغۍ لري چې هډوکي اغېزمنوي.

کمکي کوچنیان هم له ماتېدنو سره مخامخ کېږي. په دې کوچنیانو کې دا ماتېدنې معمولاً په مټو او د لاس په بندونو کې رامنځته کېږي. دا چې ځوان هډوکي د ځینو کلونو لپاره سخت نه وي؛ نو د کوچنیانو ماتېدنې یا کسرونه د ونې د راکږې شوې یا راماتې شوې څانګې په شان وي، چې ورته د شنې لختې کسر هم وايي.

د کسرونو پاملرنه او درملنه

کسرونه باید معمولاً بې تحرکه شي او طبي مرستې ته باید پرېښودل شي. خو بیا هم په لرو پرتو سیمو کې چې د طبي مرستو وررسېدل لږ وخت نیسي ؛ نو تاسې باید ترهغې پورې دا لاندې درملنه ترسره کړئ:

د لېچې ماتېدنه یا کسر

  • نبض د غړي تر پایه پورې چک کړئ، که چېرته نبض نه وي؛ نو ملایم ترکشن یا کش ورکړئ ترڅو نبض معلوم شي.
  • د هر ډول ټپ درملنه وکړئ
  • هغه هډوکي چې راوتلي وي؛ نو پډ یې کړئ
  • مناسب سپلنټونه وکاروئ
  • د ماتې شوې ساحې پورته او لاندې برخې خوندي کړئ، لېچه یا د لاس بند خوندي کړئ
  • نبض یا د رنګ بېرته راتګ/ تودوښه بیا ځلې و ارزوئ
  • ژوبل شوی ځای پر بازويي سلینګ باندې پورته کړئ

د بازو یا مټ د پورته برخې ماتېدنه یا کسر

  • نبض د غړي تر پایه پورې چک کړئ، که چېرته نبض نه وي؛ نو ملایم ترکشن یا کش ورکړئ ترڅو نبض معلوم شي
  • د هر ډول ټپ درملنه وکړئ
  • د بازو یا مټ او سینې ترمنځ پډ کېدئ
  • کولار او کف سلینګ وکاروئ او د کسر پورتنۍ او لاندینۍ برخه په مثلثي بانداژ ټینګه کړئ
  • نبض یا د رنګ بېرته راتګ/ تودوښه بیا ځلې و ارزوئ  

د پښې ماتېدنه یا کسر

  • نبض د غړي تر پایه پورې چک کړئ ( د پوستکي رنګ او د تودوښې درجه)
  • که چېرته ګردش نه وي؛ نو ملایم ترکشن یا کش ورکړئ ترڅو نبض یا رنګ بېرته راستون شي
  • امبولانس راوغواړئ
  •  د هر ډول ټپ درملنه وکړئ
  • غړی بی تحرکه کړئ
  • هغه هډوکي چې راوتلي وي؛ نو پډ یې کړئ
  • د ژوبلېدنې څخه د لاندې برخې د وینې د ګردش یو ځل بیا ارزونه وکړئ

د لګن خاصرې ماتېدنه یا کسر

  • امبولانس راوغواړئ
  • د دواړو پښو نبض چک کړئ
  • پښې په زنګنونو کې راقات کړئ، د پښو لاندینۍ برخې لږې راپورته کړئ او ورلاندې بالښت یا ورته څیز کېدئ
  • دواړه ورنونه په دواړو اړخونو کې پر راقات شويو کمپلو باندې حمایه کړئ
  • د تشو متیازو کولو لږه هڅه دې وکړي

سلینگونه

سلینگونه د ژوبل شوي مټ د ملاتړ لپاره کارول کېږي او یا هم د بلې ژوبلېدنې د تکمیلي درملنې لپاره کارول کېږي، لکه ماتې شوې پوښتۍ. معمولاً تر ټولو څخه اغېزمن سلینګونه له مثلثي بانداژونو څخه جوړېږي. د لومړنیو مرستو هر بسته، که څومره هم کوچنۍ وي؛ د یو ضروروي اقلامو په توګه، حداقل یو له دې بانداژنو څخه باید ولري.

که څه هم مثلثي بانداژونه غوره والی لري، خو په بېړنیو پېښو کې له نيک ټايي، کمربند او له ډبل پړي څخه هم استفاده کولای شو. که سملاسي هیڅ هم په لاس کې نه وه؛ نو د ژوبل شوي کس لاس د هغه په قمیص کې وردننه کړئ. په ورته توګه، یوه محافظتي ستنه هم له لستوڼي سره لګولای شوی ترڅو کالي له سینې سره خوندي کړي.

دري ډوله سلینګونه شته؛ د لېچو د ژوبلېدنو لپاره د مټ سلینګ، د ولو د ژوبلېدنو لپاره اوږده سلینګونه، د مټ د پورتنې برخې د ژوبلېدنو لپاره د کولار او کف سلینګونه او د ماتې شویو پوښتیو لپاره تکمیلي حمایه.

د هر ډول سلینګ تر تړلو وروسته، د هماغه غړي د وینې ګردش چک کړئ، چې دا کار، په لېچو کې د نبض د احساسولو او نوکانو ته د فشار ورکونې له لارې د نوکانو د وریو په رنګ کې د بدلونونو د مشاهدې له لارې ترسره کېږي. ټول سلینګونه باید په داسې وضعیت کې وي چې ژوبل شوي کس ته هوساینه برابره کړي. هيڅکله هم هڅه مه کوئ چې مټ دهغه په سم وضعیت کې کړئ.

د مټ سلینگ

  • ژوبل شوې لېچه تقریبا له ځمکې سره موازي حمایه کړئ، په داسې حال کې چې د لاس بند له څنګلې څخه لږ پورته وي
  • د بدن او مټ ترمنځ پرانستی مثلثي بانداژ کېږدئ چې څوکه یې باید څنګلې خوا ته وي
  • د بانداژ پورتنۍ برخه د ولي له پاسه نا ژوبل شوي خوا ته وغځوئ
  • لاندینې برخه د مټ تر پورته برخې پورې د ولي ترڅنګ پر ژوبل شوي ساحه راوړئ ترڅو پورتنې برخې سره یوځای او کلکه غوټه ورکړئ
  • ډاډمن شئ چې له څنګلې څخه پورته د اضافي بانداژ د قات کولو او له یوې ستنې سره یې د خوندي کولو له لارې، څنګله خوندي کړئ.

پورته کړای شوي سلینگونه  

  • د ژوبل شوي کس د مټ ملاتړ وکړئ په داسې حال کې چې څنګل باید د بدن په څنګ کې وي او لاس باید د نا ژوبل شوي ولي پر لوري وغځول شي
  • یو پرانستی مثلثي بانداژ پر لیچو او لاس باندې کېږدئ چې څوکه یې پورته خوا ته وي.
  • د بانداژ پورتنۍ برخه د ناژوبل شوي ولي پر لورې وغځوئ
  • د بانداژ لاندینۍ برخه تر ژوبل شوي مټ لاندې وتړئ، تر څنګل لاندې یې راتېره او له ملا څخه یې راتاوه او لاندينۍ برخه یې وغځوئ ترڅو د ولي پورتنۍ برخې ته ورورسېږي.
  • یوه کلکه غوټه ورکړئ
  • د اضافي موادو د قات کولو او د حفاظتی ستنې د تطبیق له لارې، څنګله خوندي کړئ او بیا ډاډمن شئ تر مټ لاندې سلینګ تړل شوی چې یو ډول ملاتړ باید برابر کړي.

هایپوترمیا( د بدن د تودخې د درجې رالوېدنه)

هایپوترمیا د بدن د تودوخې د درجې یوه خطرناکه رالوېدنه ده او معمولاً هغه مهال رامنځته کېږي چې یو کس د اوږدمهال لپاره په سړه هوا کې وي. چې ژمی راورسېږي؛ نو له سړې هوا سره مخامخ  کېدنه ډېره شي.

په متوسط ډول د بدن د تودوخې درجه ۳۷ C (98.6 F) ده. په هایپوترمیا کې د بدن د تودوخې دنننۍ درجه تر ۳۵  C (95 F) څخه رالاندې کېږي. په شدیده هایپوترمیا کې، د بدن د تودوخې دنننۍ درجه تر ۲۷ C څخه هم راکمېږي.

په لویانو کې د هایپوترمیا نښې نښانې دا دي:

  • لړزه، د هایپوترمیا په پرمختګ سره، لړزه له منځه ځي ( لړزه په اصل کې یو ښه علامت دی، چې ددې ښودونکې ده چې د بدن د تودوخې تنظیم کوونکي سیستمونه لا تر اوسه پورې فعال دي)
  • په قراره او کم عمقه تنفس
  • گنگسیت او د حافظې له لاسه ورکول
  • نیم ویده والی یا ستوماني
  • ستړې او ورکې خبرې
  • د همغږۍ له لاسه ورکول، بې مهارته لاسونه، درانده قدمونه
  • کمزوری او په قراره نبض
  • په شدیده هایپوترمیا کې ښايي کس بېهوشه شي، بې له دې چې د تنفس یا نبض ښکاره نښې نښانې ولري

پاملرنه او درملنه

  • هر ډول لامده کالي، خولۍ، دستکشې، بوټان یا جورابې ترې وباسئ
  • د تودوخې ، ګرمو کالو او کمپلو په ورکونې سره د تودوخې له لاسه ورکونې څخه مخنیوی وکړئ، کس له باد څخه وساتئ
  • ژر تر ژره یو وچ او ګرم پناه ځای ته ولاړ شئ
  • د اضافه کالو په ورکولو سره، کس نور هم ګرم کړئ. ګرمې کمپلې وکاروئ، نور ګرم کوونکي اجناس عبارت دي له: برقي کمپلې، ګرمې مشکولې، پر یخ ځپلو ساحو، مټو او د ورون پر پورتنیو برخو باندې د ګرمو مشکولو ایښودل، که څه هم دا کار ښايي د سوځېدنې لامل شي، که هیڅ څه مو هم پیدا نه کړل؛ نو د خپل بدن له تودوخې څخه استفاده وکړئ.
  • کس ته ګرم مایعات ورکړئ، الکول او کافیین مه ورکوئ، چې دا کار به د تودوخې له لاسه ورکول لا پسې چټک کړي. بېهوشه کس ته مایعات مه ورکوئ.

هایپرترمیا یا لمر وهنه

د هايپرترمیا یا په تودوخې پورې د اړوند ناروغۍ نښې نښانې، ډېرې پراخې دي. د هايپرترمیا تر ټولو څخه شدیده بڼه لمر وهنه ده. دا هغه مهال راپېښېږي چې بدن ونشي کولای چې د تودوخې داخلي درجه تنظیمه کړي، دا یوه بېړنۍ طبي پېښه ده.  د بدن د تودوخې درجه ممکن تر ۴۰ C یا ۱۰۵ F څخه لوړه وي او دا هغه سطحه ده چې ماغزه او نور غړي تخریبوي. نورې نښې نښانې یې عبارت دي له : د عضلاتو نیول کېدنه، ستړتیا، ګنګسیت، د سر درد، د استفراق د حالت درلودل، استفراق کول او کمزوري. د زړه ضربان ممکن پورته ولاړ شي او پوستکی سور کېږي. که چېرته خولې یې لا بندې شوي نه وي؛ نو پوستکی ممکن لا تراوسه پورې مرطوب وي او که چېرته خولې یې بندې شوي وي؛ نو ښايي چې پوستکي یې وچ وي. ګنګسیت او دماغي تغیرات ممکن رامنځته شي، له دماغي صدمې سره تشنجات هم رامنځته کېږي. په نهایت کې کوما او مرګ ممکن رامنځته شي.  

د لمر وهنې په پرتله د حرارت ستړتیا، ښايي دومره شدیده نه وي. هغه کسان چې د حرارت ستړتیا لري، نو دا نښې لري؛ کمزورتیا، د استفراق د حالت درلودل، د سر درد، د عضلاتو نیول کېدنه، ډېره خوله کول.  د حرارت د ناروغیو نورې بڼې دا دي؛ د حرارت نیول کېدل چې د لویو عضلاتو یو ډول غیر ارادي سپاسم یا شخوالی دی، د حرارت سنکوپ، چې یو ډول بېهوشي ده. ګرمکې هم راووځي چې ډېر خارښ لري او له سرو جلدي دانو له راوتنو سره یوځای وي.  

پاملرنه او درملنه

  • مریض له ګرم ځای څخه یخ ځای ته بوزئ
  • مریض په یخو اوبو ولمبوئ
  • مریض را تاو کړئ او په یوه یخه درجه حرارت کې یې کېږدئ
  • مریض ته خوراک څښاک مه ورکوئ
  • که مریض بېهوشه وي؛ نو بیا هم د طبي درملنې سپارښتنه کېږي، مریض باید بې پاملرنې پرېنښودل شي
  • په دوامداره توګه د مریض تنفس او د زړه ضربان چک کړئ
  • که چېرته د یخ له لارې فشار ورکونه موجوده وي؛ نو د تودوخې د درجې په راټیټولو کې ګټور دي
  • دا مهم دي چې مریض باید د بهبودۍ په وضعیت کې کېښودل شي
  • که ژوبل شوي کس بېهوشه وي؛ نو د بدن د تودوخې درجه راکمه کړئ، مه یې لمبوئ،
  • د بېړنۍ طبي مرستې تر رارسېدو پورې د لومړنۍ مرستې درملنې ته دوام ورکړئ

د زړه حمله

د زړه حمله هغه وخت رامنځته کېږي چې زړه ته د وینې رسونه په ناڅاپي توګه بنده شي او دا کار معمولا د وینې تر لخته کېدنې وروسته رامنځته کېږي. په عادي ډول د ۱۵ دقیقو لپاره د ټټر یا سینې درد رامنځته کېږي، خو کېدای شي چې هیڅ ډول نښې نښانې هم ونلري. هغو کسانو چې د زړه حمله تېره کړې؛ نو اوونۍ، ورځې یا ساعتونه مخکې یې ګواښوونکي نښې درلودلې.

هغه کسان چې د زړه حمله لري، ممکن له لاندې حالتونو څخه یو یا یې ډېر ولري:

  • ناراحت کوونکی فشار، د سینې یا ټټر په منځ کې ټوپ وهونکی فشاري درد
  • ناراحتی یا درد چې له سینې څخه پورته د ولو، ورمېږ، ژاملې، غاښونو، یو مټ یا دواړو مټو او د ګېډې پورتنۍ برخې ته ورځي،
  • د تنفس تنګېدل
  • خوله کول
  • د استفراق د حالت درلودل

که چېرته تاسې فکر کوئ چې یو پر کس باندې د زړه حمله راغلې؛ نو طبي مرستې ته خبر ورکړئ. بیا دا کس تر ټولو څخه راحته وضعیت ته بوزئ. بهترین وضعیت دا دی چې کس دې پر ځمکه باندې کېني، ديوال ته دې تکیه شي ، زنګنونه دې را قات کړي او سر او ولې دې حمایه کړي. دا کار به پر زړه باندې فشار راکم کړي او که چېرته کس راوغورځېږي ،نو ډېر زیات به ژوبل نشي.

که چېرته موجودې وي، ۳۰۰ ملي ګرامه اسپرین ورته ورکړئ، دا دوا حساسیت نه لري او ورته ووايئ چې دا دوا دې په قراره وجوي.

په یاد ولرئ چې ښايي دا کسان شاک ته ولاړ شي. له شاک څخه هدف، عاطفي شاک نه دی، بلکې دا د ژوند یو ډول ګواښوونکی حالت دی چې د زړه د حملې له لارې رامنځته کېږي.

تنفس، نبض او د ځواب ورکونې سطحه یې په دوامداره ډول چک کوئ.

که چېرته دوی په هر نقطه کې ځواب ورکونه له لاسه ورکړي، نو وچه غړۍ یا تنفسي لارې یې پرانیځئ، تنفس یې چک کړئ او دې چمتو شئ چې دهغه کس درملنه وکړئ چې ځواب نه ورکوي. ښايي دې اړتیا وي چې تاسې قلبي ریوي احیا هم ترسره کړئ.

تنفس، نبض او د ځواب ورکونې سطحه په دوامداره توګه چک کړئ.

مغزي سکته   

مغزي سکته هغه حالت دی چې په عادي وینې رسونه کې د اختلال له کبله د مغزو یوه برخه اغېزمنېږي. دا کار کېدای شي چې د وینې په رګونو کې د یوې لختې له کبله رامنځته شي چې د مغزو انساجو ته تلونکې وینه بندوي. که چېرته دا وضعیت په لومړيو پړاوونو کې وپېژندل او د روغتون پاملرنه هم چمتو وي؛ نو د دوا په درملنې سره دا لخته له منځه ځي او په پایله کې پوره ښه والی لاس ته راځي. 

نښې نښانې – ښايي ټولې یې موجودې نه وي

  • د بدن په ټول نیم اړخ کې د ستنې ستنې کېدنې، کمزورئ یا بې حسې احساس
  • د عضلاني تون یا قوام له منځه تلل، د مخ عضلات په راځوړنده حالت کې وي
  • دوه ډوله لید یا تار تار لیدل
  • د استفراق د حالت درلودل
  • د مثانې او ډکو متیازو د کنترول له لاسه ورکول
  • د وینا له لاسه ورکول او د نامفهومو کلماتو ادا کول
  • د تعادل او هماهنګۍ له لاسه ورکول
  • د هوش د حالت بدتر کېدنه یا بېهوشي
  • د سر درد

تاسې څرنګه ورسره مرسته کولای شئ

 

  1. د مریض د هوشيارئ سطحه وارزوئ
  • که چېرته کس هوش ونلري او په نارمله توګه تنفس کوي یا دا چې په پوره توګه اګاه نه وي، نو مریض اړخن په یو حمایت شوي حالت کې کړئ

امبولانس راخبر کړئ

د مریض لپاره مهم دا دي چې ژر تر ژره وارزول شي، ځکه که لخته په مغزو کې وي؛ نو له ۱ څخه تر ۲ ساعتونو پورې یې باید درملنه پیل شي.

  1. دهغه مریض پاملرنه چې په هوش کې وي
  • هغه مریض چې په هوش کې دی؛ نو مرسته ورسره وکړئ ترڅو په راحترینه وضعیت کې شي
  • مریض وپوښوئ ترڅو د حرارت له لاسه ورکول راکم کړای شي
  1. د مریض ارزونه وکړئ
  • په داسې حال کې چې تاسې د امبولانس راتګ ته منتظر یې، نو د مریض په وضعیت کې د بدلون په موخه نوموړی له نږدې څخه وګورئ
  • که د مریض د هوشیارۍ حالت په هر ډول بدتر کېده، نو مریض اړخن په یو حمایت شوي حالت کې کړئ

 

د ساده حساسیتونو / یا انافلکسیز لپاره لومړنۍ مرسته

 

ځینې خلک د خوړو، کیمیاوي موادو، ځانګړو درملو او تر چیچنې وروسته د تزریقي زهرو پر وړاندې شدیداً حساسیت لري. حساسیتي عکس العملونه کېدای شي ډېر شدید وي او حتی د مرګ باعث هم ګرځېدلی شي.

مومپلي چې هر ډول یې وي، یو له شایعترینو غذايي اقلامو ځنې دي چې کولای شي په حساسو کسانو کې د ژوند ګواښوونکی عکس العمل رامنځته کړي. ډېری کوچنیان له مومپلو سره حساسیت لري او موروپلار، د کوچنیانو مراقبت کوونکي او معلمین باید له دې څخه ډاډمن شي چې په دې اړه باید هيڅ ډول تصادفي تماس هم رامنځته نشي، د مثال په ډول د یو ملګري د غرمې د ډوډۍ خوړل. دې شدید حساسیتي عکس العمل ته انافایلتیک شاک وايي. حساسیتونه سره توپیر لري، ښايي پر بدن یوه کوچنې دانه وي، ښايي اواز لرونکی نفس ولري یا دا چې ممکن د مرګ باعث وګرځي.   

 

نښې نښانې – ښايي ټولې یې موجودې نه وي

  • د مخ پړسوب، مخصوصاً د خولې، ستونې او سترګو په شاوخوا کې
  • که له کیمیاوي موادو یا زهرو (د حشراتو له خوا تر چیچنې وروسته) سره تماس ونیول شي؛ په متاثره شوې ساحه کې پړسوب
  • د پوستکي سوروالی پر سینه او ملا باندې خارښداره دانې
  • د استفراق د حالت درلودل/ یا استفراق کول
  • ستونزمن تنفس چې د آسم له حملې سره ورته وي
  • ګنګسیت، کمزوري یا رالوېدل
  • نس ناستی

تاسې څرنګه ورسره مرسته کولای شئ

د خفیفو حساسیتونو لکه دانو، ځوانکو یا خارښت لپاره انتی هستامین دوا ورکړئ لکه  سیترزین، لوراتیدین یا ډای فیني درامین

  • که حساسیتي عکس العمل په را پېدا کېدو وي؛ نو کېدای شي چې مریض ناڅاپه راوغورځېږي او د بېهوشه کس په شان به ورته رسیده ګي وشي. ABC یې چک کړئ، که لازمه وي، نو قلبي ریوي احیا برابره کړئ
  • استراحت کولای شي چې عکس العمل راکم کړي او پرېږدئ چې امبولانس راورسېږي
  • مریض تر ټولو څخه په راحته وضعیت کې کړئ. که مریض تنفسي ستونزې ولري، نو مریض کېناستل غواړي
  • په شدیدو حالاتو یا انافلکسیز حالت کې مریض په سختۍ ساه اخلي، مرسته راوغواړئ، بیا په عضله کې ایپي نفرین (ادرنالین)  زرق کړئ

 

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست