تبلیغات

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ د متقیانو ځانګړنې حضرت علي (ک) وايي : (( غائبا منكره. حاضرا معروفه. مقبلا خيره. مدبرا شره. فى الزلازل و قور و فى المكاره صبور. و فى الرخاء شكور. لايحيف على من يبغض و لا ياثم فيمن يحب. يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه =  بدي یې غایبه او نېکي یې […]

بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ

د متقیانو ځانګړنې

حضرت علي (ک) وايي :

(( غائبا منكره. حاضرا معروفه. مقبلا خيره. مدبرا شره. فى الزلازل و قور و فى المكاره صبور. و فى الرخاء شكور. لايحيف على من يبغض و لا ياثم فيمن يحب. يعترف بالحق قبل ان يشهد عليه =  بدي یې غایبه او نېکي یې حاضره ده. خیر یې خلکو ته ورمخه کوي او شر یې ور شا کوي. په زلزلو او توپآنونو کې، دروند او پرځای ولاړ دی او په کړاونو کې زغمناک او په سوکالۍ کې منندوی دی. څوک یې چې ښه نه ایسي تېری پرې نه کوي، او د خپل ملګري او دوست په پار ګناه نه کوي او مخکې تردې چې شاهدي پرې ووایي، په حق منښته – اعتراف کوي.))

په پورته غونډلو – جملو کې دوه مهم عبارتونه شته، چې په دې برخه کې راسپړو.

 یو د پېښو په سیلیو کې زغمناکېدل او بل د خپل دښمن په حق کې ظلم نه کول او د خپل دوست په پار ګناه نه کول دي.

په دې کې خو څه خبره نشته چې له متقي د نېکۍ هیله کېږي او ټول یې له زیانه خوندي دي[1]، خو دا چې متقي د ژوند په سختیو پېښو کې زغمناک او با وقار دی او په سوکالۍ کې منندوی، سپړنې او توضیح ته اړمن دی.

پوښتو ولې متقي زغمناک او پتمنېږي او خپل څوار – استقامت له لاسه نه ورکوي؟ ایا صبر او تقوا یو له بل سره څه اړیکه لري؟ او دغسې ولې نامتقي، توپانونه د بوسو د ډکي په څېر هرې خوا ته الوزوي؟

د  حضرت علي (ک) په کلام کې د وقار مراد

په نهج البلاغه کې، له کمیل سره په خبرو کې امیرالمؤمنین علي (ک) خلک په درېیو برخو ویشي:

– رباني عالم

– د ژغورنې پر لار زده کړیال چې د رباني عالم له رڼا برخمنېږي

 او درېیمه ډله همج دعاع: په فضا (تشیال) کې خپاره واره ماشي، چې په هر غږ پسې منډې وروهي او له هر باد سره ویده کېږي او راپاڅي هغوی چې نه خپله لیدانه لري او نه د بل د لیدانې په پناه کې اوسي. د سپکو ماشو په څېر دي چې ډېر لږ باد او زور یې له یوه ځایه یې بل ځای ته وړي او غورځوي یې[2].

په خطبه کې د امیرالمؤمنین علي (ک) د «وقور» تعبیر د دروند (سنګین) له ویی – کلمې سره پوره اړخ لګوي. موږ ځینې کسان درانه او ځینې سپک بولو. درانه خلک هغه وي چې په اسانۍ د نورو تر اغېز لاندې نه راځي، درنو وزنونو ته ورته، یا لویی لویی ډبرې چې توپانونه یې له ځایه رغړولای نشي. دوی خپل ټیکاو په خپل دروند والي پوروړی ګڼي. اپوټه، سپک وزني چې ډېر لږ باد یې له ځایه خوځوي.

رحمان بابا وايي:

آب و خور لکه آسیا په ځای رارسي

پخپل کور کې مې سکون دی هم رفتار

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

په قرآن کې ډاډمني، تقوا او وقار

مخکې وویل شو چې له آره د ((تقوا)) ونډه او شان د انسان دروندوالی دی. د «‌ذکر» مانا هم همدا ده: انسان ته د ډېر لږ مقاومت ورکونه، چې د ورغلي زور پر وړاندې خودي او مقاومت وښیي او په اسانۍ له ځایه را ونه خوځي. ان هغه وېشنه چې قرآن د انسانانو په باب د قیامت پر ورځ کوي، له همدې مانا سره اړخ لګوي. د قرآن په جلا جلا ځایونو[3] کې د قیامت پر ورځ انسانان پر دوو ډلو ویشل شوي دي: هغوی چې د قیامت په تله کې سپک خېژي او هغوی چې تله يې درنه وي. د چا چې تله سپکه وه، جهنم ته به وردرومي او دهغه چې درنه وه جنت او مطلوب ژوند ته به ورستنېږي[4] د دې ډلو په اړه د قرآن بل تعبیر دادی: هغوی ته چې کړنلیک یې په ښي لاس ورکړا شي او هغوی ته چې کړنلیک یې په کیڼ لاس ورکړا شي[5].

یعنې دا دواړه ډلې یو له بل سره اړخ لګوي. هغه ډله چې سپکه ده، خپل کړنلیک په کیڼ لاس ترلاسه کوي او کومه ډله چې درنه ده خپل کړنلیک په ښي لاس اخلي. دا د تلې دروندوای او سپکوالی، د انسان خپل دروندوالی او سپکوالی دی. انسان له حق سره قیاس او پرتله کوي، چې معلوم شي څوک ترې کم دی؛ نو ځکه سپک دی او څوک پر حق برابر دی؛ نو ځکه دروند دی:

وَالْوَزْنُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ (اعراف/۸)

دا دروند والی او سپکوالی، په رښتینه کې تقوا او بې تقوایي ده. تقوا ده چې انسان درنوي او د توپانونو له اغېزې یې بچوي، بې دلیله به نه وي چې څوک په « زلازل » کې «وقور» کېږي او د پېښو سیلۍ یې له خپل ځایه خوځولای نشي. خواله يې دا ده چې دروند دی:

مر سفيهان را ربايد هر هوا        ز آنكه نبودشان گرانى قوا

(مثنوى، درېیم دفتر،4310 بیت)

مولوي هم کټ مټ له دروندوالي او سپکوالي همدا مانا اخستې ده. وایي سفیه وګړي په اسانۍ د پېښو او ځاني غوښتنو تر اغېز لاندې راځي، دا ځکه چې سپک دی. درانه انسانان د شهوت او غضب توپانونه په اسانۍ له ځایه لرې کولای نشي. په اسلامي فرهنګ کې د « سکینه» مفهوم چې عارفانو هم یاد کړی، پر همدې مانا تطبېقېږي:

فَأَنزَلَ اللَّهُ سَكِينَتَهُ عَلَى رَسُولِهِ وَعَلَى الْمُؤْمِنِينَ (فتح/۲۶)

او دوی ته یې سکون ورکړ او نفسونه یې ور آرام کړل او دوی یې له تزلزل، لړزېدو او نا آرامۍ وژغورل. دا چې ویل کېږي څومره چې د خدای د ولیانو تقرب، خدای ته ورنژدې کېږي ډېر لږ د بېلابېلو پېښو تر اغېز لاندې راځي، پر همدې مفهوم هم دی.

د خدای له ځانګړنو یو دادی چې پېښې اغېز پرې نشي کړای. د حالاتو ادلون بدلون ورته سوړه نشي کولای او د انسانانو په څېر له یوه حالته بل حالت ته نه اوړي، ستړی کېږي نه چې تفریح وکړي، د انسانانو پرخلاف چې بېلابېل حالات لري، د سعدي په وینا:

نگويم لب ببند و ديده بر دوز        وليكن هر مقامى را مقالى‏

زمانى درس علم و بحث تنزيل        كه باشد نفس انسان را كمالى‏

زمانى شعر و شطرنج و حكايت        كه خاطر را بود دفع ملالى‏

خداى است آنكه ذات بى‏نظيرش        نگردد هرگز از حالى به حالى‏

(كليات سعدى، 838 مخ)

 نګویم ….. حالی

[1] الخير منه مامول و الشر منه مامون (متقین خطبه).

[2] الناس ثلاثه: فعالم ربانى و متعلم على سبيل نجاه و همج رعاع اتباع كل ناعق يميلون مع كل ريح، لم يستضيئوا بنور العلم و لم يلجاوا الى ركن وثيق )نهج‏البلاغه، كلمات قصار 147(.

[3] اعراف، 8 و 9، مومنون، 102 او 103، قارعه، له 6 تر 9. آیتونه

[4]  فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ. وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ. فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ(قارعه/ ۶- ۹)

[5]  فَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِيَمِينِهِ فَيَقُولُ هَاؤُمُ اقْرَؤُوا كِتَابِيهْ. إِنِّي ظَنَنتُ أَنِّي مُلَاقٍ حِسَابِيهْ. فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ. فِي جَنَّةٍ عَالِيَةٍ. قُطُوفُهَا دَانِيَةٌ. كُلُوا وَاشْرَبُوا هَنِيئًا بِمَا أَسْلَفْتُمْ فِي الْأَيَّامِ الْخَالِيَةِ. وَأَمَّا مَنْ أُوتِيَ كِتَابَهُ بِشِمَالِهِ فَيَقُولُ يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيهْ. وَلَمْ أَدْرِ مَا حِسَابِيهْ(الحاقه/۱۹ – ۲۶)

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • ددې مطلب په اړه خپل لیدلوری نشئ لیکلی!