ماشوم او روزنه د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د […]
ماشوم او روزنه
د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه
په نوې ښوونه او روزنه کې یو مثبت او رغنده بدلون، د ماشومتوب اهمیت ته پاملرنه ده. ماشومتوب د انسان په ژوند کې له ځانګړي اهمیته برخمن دی او معمولاً د انسان د شخصیت- وګړې بنسټ په همدې پېر کې جوړېږي. په تېرو کې د انسان په برخلیک کې د ماشومتوب اهمیت او ونډې ته لازمه پاملرنه نه کېده او موروپلار او روزنپوهان پردې ګروهه ول، چې ماشوم د یو انسان په برید کې د پاملرنې وړ نه دی او په دې توګه یې په روزنه کې هڅاندي نه ول؛ نو ځکه له ماشومانو سره په بې پروایۍ او تاوتریخوالي چلېدل او وهل ډبول یې د روزنې او تادیب غوره وزله ګڼله. کله له ماشومام سره ډېر ځیګ او وحشي چلېدل او بې له دې، چې بدني او اروایي ځواک یې په پام کې ونیسي، سزا یې ورکوله.
دا ناسم دود نه یوازې زموږ په ټولنه؛ بلکې په ګردو ټولنو کې پوره دود و. د ارواپوهنې او نویو روزنیزو پوهو رادبرېدل او د روزنیزو مسالو په اړه څېړنو دا ټکی راښکاره کړ چې:
[د انسان ډېری اروایي او اخلاقي ناودودې په ماشومتوب کې له ناسمې روزنې راولاړې شوې دي.]
د اروایي کینو راسپړل او د انسان په راتلونکي ژوند کې يې اغېز، دا مساله په ډاګه کړه، چې د غټوالي په پېر کې د انسان روحي او اروايي سلامتیا تر ډېره بریده په ماشومتوب کې ددې کینو د پیدایښت په مخنیوي کې نغښتې ده.
په نوې ښوونه او روزنه کې د ماشوم پالنه ځانګړی مقام لري او د روزنیزو فعالیتونو د منځ ټکی دی. د ماشوم د پېژندنې په هکله د بېلابېلو ارواپوهنیزو څانګو څېړنو، روزنیزو علومو او هم د ماشوم د ودې په جلاجلا پېرونو کې یې د ذهني او اروايي ځانګړنو له څېړنو په ډاګه شوي، چې باید د ماشومانو روزنې ته ټینګه پاملرنه ولرو.
د اولادونو ګانده مو د دوی د ماشومتوب په روزنه کې نغښتې ده
علمي څېړنې ښيي، چې ماشومتوب د ژوند د نورو پېرونو په پرتله بېخبنایي ونډه لري او ارواپوهان یې د بنسټیز پېر په نامه یادوي. په دې پېر کې د یو سالم او نېکمرغه ژوند بنسټ ايښولای او په ګانده کې د ډېری ستونزو د رادبرېدو مخه نیوای شو، چې دا یو خورا مهم ټکی دی، چې باید په اړه یې تامل او سوچ وکړو.
ډېری لیدل کېږي، چې کورنۍ له خپلو تنکیو اولادونو سره په چلن کې له جدي او ټینګوستونزو سره مخېږي، چې ښايي تل یې په اسانۍ حل کړای نشو. په یوه علمي څېړنه کې موندلای شو چې:
[د تنکیو ځوانانو او ژڼو د ډېری ستونزو جرړه د ماشومتوب په روزنیزو نیمګړنو کې نغښتې ده.]
نو ځکه که کورنۍ د اولادونو په روزنه کې له سمو بنسټونو او دودونو کار واخلي؛ نو ډېری دا ډول ستونزې نه راولاړېږي.
د دې ستونزو یوه برخه په ماشومتوب کې د ناسمو عادتونو له بڼې نیوو راولاړېږي؛ کوم ماشوم، چې روږدی شي تل په زور او دباو خپله خبره عملي کړي او د خپلو ناسولیزو غوښتنو پر وړاندې له هېڅ ډول مقاومت سره نه مخېږي، د چا پر وړاندې مسوول نه دی؛ نو چې عمر یې لوړېږي څرنګه تمه درلودلای شو، چې ځانمنی، توند، ځیږ، هوسپالی، راحت طلب او سرغړاند دې نه وي؟ دغسې یو وګړی به د موروپلار څه پروا او درناوی ونه لري.
اپوټه، کوم ماشوم، چې تل د خپلې کورنۍ له لوري په ډول ډول لارو چارو؛ لکه تاوتریخوالي او وهلو ډبولو سپکېږي؛ نو په ضمیر کې یې د سپکاوی کینه رادبرېږي، چې په ناځانخبري ډول یې د غچ اخستو پر لور ورکاږي. دغسې وګړی که د کوم مقام خاوند شي؛ نو د نورو سپکاوی پیلوي. تجربې او علمي څېړنې راښيي، دغه ډول وګړي، چې غټ شي او کورنۍ جوړه کړي؛ نو له خپلې مېرمنې او اولادونوسره استبدادي او سپک چلي. ددې چلن آریزه انګېزه هماغه اروايي کینه ده، چې په ناځانخبرۍ یې دې ډول چلن او دریځ ته راکاږي.
دا چار په هغو کارونو او دودونو کې هم رښتین دی، چې ماشومان یې په کورنیو او د خپل موروپلار په چلن کې ویني. کومه منیه او عادت چې په ماشومانو کې رادبرېږي په تېره که پکې پوخ او ټینګ شي؛ نو معمولاً د عمر تر پایه پکې پاتېږي او ځانګړیو لوریو ته یې ورکاږي، یا لږ تر لږه روزنه یې په جګو عمرونو کې ډېره ستونزمنوي .
په هر حال په ماشومتوب کې چې کوچني پر کومو ارزښتونه، عادتونه او خویونه روږدېږي؛نو معمولاً د ژوند تر پایه پکې پاتېږي. ددې لیکنې په جلاجلا ویینو کې به ددې واقعیت له ډېرو بېلګو سره اشنا شو.
نو ځکه، یو ځل بیا پر دې بنسټیز ټکي ټینګار کوم چې:
[ که په ځوانۍ او غټوالي کې د خپلو اولادونو سم چلېدل غواړو او دا مو ورلورېږي،چې د انډولې وګړې پر بنسټ روغ رمټ ژوند ولري؛ نو باید په ماشومتوب کې یې روزنې ته ټینګه پاملرنه ولرو.]
او تل مو پام وي، چې د ماشوم روح د وترې ځمکې او زموږ چلن او کړنې د هغو تخمونو په څېر دي، چې په وترې ځمکه کې راټوکېږي او په راتلونکې کې ژر یا لرې ثمر ته رسي؛ نو ځکه په ځیر مو پام وي، چې څرنګه تخمونه پکې شیندو، چې په ګانده کې یې د ناکامیو مخه ونیسو.
همدغسې دې حقیقت ته په پامنیوي، موندلای شو، چې کورنیو ته د سمې روزنې ورزده کړه د ټولنې په فرهنګي او ټولنیزه وده کې څومره اغېزمنه ده.
روزنه له څه وخته پیل کړو؟
امریکايي ارواپوه ډاکټر ((سیلوانوس ستال)) په خپل کتاب کې کاږي :
یو حکیم وپوښتل شو: روزنه څه وخته پیل کړو؟
ورته یې وویل: له زوکړې شل کاله وړاندې! او که پایلې ته ونه رسېدئ؛ نو معلومېږي، چې باید لا مخکې مو ترې پیل کړی و.
دا له حکمته ډکه او پاموړ خبره ده او مانا یې د شته نسل په اروايي ژوند کې د مخکیني نسل مانیز شتون دی. په دیني روایاتو کې هم لووي-شواهد شته چې اولادونو ته له موروپلاره د روحي او اخلاقي زمینو لېږد تاییدوي . شته پرېمانه تجربې هم پر دې مساله لووي دی؛ که څه له علمي پلوه یې زور رسېدلی نه دی، چې په دقت او ځیرنه یې پولي وټاکي؛ نو ځکه نن چې کوم ماشوم زېږي، بېلابېلې ارثي زمینې ورسره ملې وي .
[کله هم د اولاد په روزنه کې د ارثي زمینو ونډه او اهمیت نالیدی ګڼلای نشو.]
د تېرو څرګندونو له مخې په یو دقیق نظر کې، د ماشوم روزنه تر زوکړې یې کلونه کلونه وړاندې پیلېږي او د وګړې لومړی تخم یې باید په موروپلا کې ولټو. نن چې په ښځې یا نارینه کې کومې لېوالتیاوې بڼه مومي او سوکه سوکه په ثابت خوی اوړي، ډېر ځل په راتلونکې کې له دوی نه په رازېږېدو اولادونو کې د دې لېوالتیاوو زمینه رادبره کوي. پر دې سربېره، د کوروالي پر مهال د موروپلار روحي حالات او په تېره د دوه ځانۍ پر مهال د مور روحي او عاطفي حالات په جنین کې د اروايي زمنیو په بڼې نیوو کې پرېمانه اغېز لري . په دې باب اسلامي سپارښتنې د ماشوم په برخلیک کې ددې لاملونو ونډه راښيي.
د اولادونو شمېر
موروپلار مخکې تردې چې د اولاد خاوند شي، باید بېلابېل اړخونه یې وسنجوي او تر څېړنې او سنجونې وروسته اولاد راوړو ته هوډ وکړي، نه داچې بې هوډه یې اولاد وشي. په دې هوډ کې باید ولیدل شي، چې ایا د کورنۍ شونتیاوې او شرایط؛ لکه موروپلار ته د اولاد د روزنې وخت چمتو دی که نه، پر دې سربېره باید ټولنیزې شونتیاوې هم د اولادونو د شمېر په ټاکنه کې تر پام لاندې ونیول شي، که څه ټکره اولادونه یو انساني ځواک دی، چې ټولنې ته یو ګټور چار دی او په اسلامي ښوونو کې هم په دې باب سپارښتنې شته؛ خو که د نفوسو د ډېروالي له پلوه ټولنیز خنډونه او محدودیتونه وي؛ نو کورنۍ باید د بېخرته اولادونو د راوړو مخه ونیسي. اوس ټولنه مو په داسې شرایطو کې ده، چې روغتیايي، د ښوونې او روزنې، ورزش او ان خوراکي توکیو د امکاناتو له کمښت سره مخ ده؛ نو ځکه:
[په اوسنیو شرایطو کې ټولنه مو د بېخرته اولادونو راوړو ته چمتو نه ده، که څه په کورنۍ کې مادي او روزنیز شرایط ورته چمتو وي.]
د دوه ځانۍ پېر
مور په دې پېر کې پر بدني روغتیا سربېره باید خپل اروايي روغتیا ته هم پاملرنه وکړي او چاپېریال یې ارام او خوشحاله وي؛ ځکه اروايي تاوتریخوالی او روحي خپګان پر جنین بد اغېز شیندي. په دې پېر کې پلار حساسه او خطرناکه دنده لري، او پام دې یې وي چې:
[ مور چې په ګېډه کې کوم ماشوم پالي؛ نو ورسره مینه یې له هغې مینې اغېزمنه ده، چې مېړه یې له خپلې مېرمن سره لري.]
له کومو میندو سره، چې خپل مړونه ښه مینه کوي؛ نو مور هم د ژوند په لومړیو شېبو کې خپل نوی زېږېدلی ماشوم له خپلې مینې خړوبوي، چې دا چلن په ټولنه کې د سالمو کوچنیانو رادبرېدو ته لار هواروي. کورنۍ ستونزې او احیاناً د مېړه او مېرمن ترمنځ لانجې د ماشوم پر بدن او اروا ناوړه اغېزې لري او ماشوم د پالنې په لومړیو ګامونو کې له ستونزې سره مخوي.
په اسلامي ښوونو کې سپارښتنه شوې، چې مور دې د دوه ځانۍ په پېر کې پر ځان د واکمن روحي او مانيزو شرایطو څارونکي وي او د خدای له یاد او د قرآن کریم له لوست دې غفلت ونه کړي؛ ځکه د مور د روحاني حالت غښتلتیا لاملېږي، چې پر جنین مانيزه رڼا هم ورواچوي او د جنین روحاني برخه ورپیاوړې کړي .
په دې پېر کې دې مور خپل بدني روغتیا ته هم اهمیت ورکړي، سمه او بسیا خورونه، له سالمې او پاکې هوا ګټنه او له سختو او کړمنو فعالیتونو ډډه کول د ماشوم پر جسمي او اروايي روغتیا ژورې اغېزې لري.
[دا چې د انسان اروايي او اخلاقي حالات یې له بدني او مزاجي وضع سره نژدې اړیکه لري؛ نو د مور بدني روغتیا د ماشوم پر اروايي او اخلاقي وضعیت ډېره اغېزمنه ده او نه ښايي په ټیټه ورته وګورو.]
د زېږون ښکارنده هم د ماشوم په ژوند کې یوه حساس او ستونزمن چار دی او باید هڅه وشي، چې دا پړاو په سلامتۍ ووهل شي. په دې پړاو کې ناپامي، شونې ده د ماشوم بدن او اروا ته نه جبرانېدونکي تاوانونه ور واړوي. د دې پړاو په وهلو، ماشوم د امن او ارامۍ تېر چاپېریال پرېږدي او نوې نړۍ ته راځي.
وګړیز توپېرونه نالیدي ونه ګڼو
یو مهم ټکی، چې نالیدلی دې و نه ګڼل شي، په ماشومانو کې د وګړیز توپېرونو شتون دی. نن چې له موره کوم ماشوم زېږي، دې ته په پامنیوي چې یو لړ جسمي او اروايي شرایط، چې له ارثي او یو شمېر نورو ناپېژاندو لاملونو اغېزمن دي، ځان ته ځانګړې ځانګړنې لري، داسې چې له نورو ماشومانو سره یې پرتله کولای نشو؛ نو ځکه:
[ د ماشوم د روزنې لارې چارې او ورسره زموږ د چلن څرنګوالي او هم کومې تمې، چې ترې لرو؛ نو دا باید د ماشوم له شرایطو او ځانګړو ځانګړو سره انډول وي.]
دې ټکي ته پام لاملېږي، چې موږ د یو یا څو تنو ماشومانو په اړه روزنيزو تجربو ته عمومیت ورنه کړو او په هر ډول شرایطو کې یې پایلو ته سترګې پر لار نه وسو؛ ځکه د یوه ماشوم په هکله یوه کړنلار او دود ګټورېدای شي؛ خو بل ته نه.
دا توپيرونه ان په هغو خویندو او وروڼو کې هم لیدل کېږي، چې له یوه موروپلاره زېږېدلي وي؛ نو ځکه موروپلار دې هڅه وکړي، چې خپل هر اولاد د اروايي ځانګړنو له پلوه سم وپېژني او چې څومره یې له وسې پوره وي، په سمه روزنه کې یې زیار وباسي؛ خو له ټولو اولادونو دې یو ډول تمه نه لري او له نورو ماشومانو سره دې هم نه پرتله کوي، به بله وینا:
[تمه دې و نه لرو، چې د ټولو ماشومانو په باب د روزنې پایله، ان په یوې کورنۍ کې یو رنګ وي.]
د مور ونډه
د ماشوم زوکړه، له موره یې د تړاو د پرېکون لومړی پړاو دی، چې نوم یې غوڅ شي؛ نو له خپلې مور سره یې فزیکي تړاو پرې کېږي او نسبي خپلواکۍ ته رسي؛ خو تر اوسه یې په مخ کې ډېر پړاوونه پراته دي، چې د یوه خپلواک انسان په توګه پخپلو پښو ودرېږي او خپلې اړتیاوې لرې کړي.
ماشوم یو بېوسې موجود دی، چې همېشنۍ څارنې ته اړتیا لري او شونې ده ډېره لږه شانته بې پامي سخت زیانونه ور واړوي؛ نو په دې حال کې مور یې د امنځي په څېر په خپله مینناکه غېږ کې ځایوي؛نو د مور چلن دې داسې وي، چې زېږېدلی ماشوم، چې نوې او ناپېژاندې نړۍ ته راغلی او هر څه ورته پردي دي، امنیت او ارامي وننګېري.
[دا ننګېرنه، د ماشوم بنسټېزه اروايي اړتیا ده.]
پنځون غونډال له مور سره ددې کمزوري زېږېدلي ماشوم مینه هومره سکڼلې، چې مور یې په ساتنه کې هر ډول کړاو په اسانۍ زغمي او هېڅ ډول ښندنه نه سپموي او دا په پنځون غونډال کې د حکمت او تدبیر ښکاره نښې دي. ته وا مور د پنځګر څښتن استازې او ماموره ده، چې دا بېوسی مخلوق وساتي، چې د مور په ملاتړ په یو بل پسې د ودې او تکامل پړاوونه ووهي او ځوان منګی شي.
نه یوازې په انسان، چې په څارویو کې هم همدا حال دی.
مور د خپل زېږېدلي ماشوم ساتنې ته ځان په خطر کې اچوي او په ساتنه کې یې زیار ګالي او په دې لار کې هر ډول کړاوونه زغمي .
په انسان کې مورنۍ مینه او عاطفه تر څارویو پراخه او له ځانګړې ستریا برخمنه ده. معمولاً په څارویو کې تر هغې چې بچی پر خپلو پښو ولاړ نه وي؛ نو د مور له مینې برخمن دی، تر دې پړاوه وروسته، چې بچی پر ځان بسیا شي؛ نو مور یې خوشې کوي او هر یو پر خپله لار ځي؛ خو په انسان کې مور ته خپل بچی د ژوند تر پایه د زړه له کومي ګران وي او په خپلې خوږې مینې کې یې رانغاړلی وی.
څه وخت ته ماشومتوب ویل کېږي؟
معمولاً د زوکړې له وخته تر ۱۳-۱۲ کلنې پورې مودې ته د ماشومتوب پېر ویل کېږي. دا پېر له دوو برخو جوړ شوی دی؛ په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې پېر او د ښوونځي پېر.
په اسلامي ښوونو کې هم د ودې پړاوونه په درېیو مشخصو اوه کلنو پېرونو ویشل شوي دي.
لومړي اوه کلونه، چې تقریباً په ښوونځي کې تر شاملېدو وړاندې کلونو سره سر خوري او د ((سیادت او ښاغلیتوب وخت)) ورته وايي. دویم اوه کلونه یې د ((د اطاعت وخت)) یا د ((تادیب او ښوونې وخت)) دی او درېیم اوه کلونه یې د ((وزارت پېر)) نومولي دي.
په دې ویشنه کې هر پېر، ددې د آریزې ځانګړنې په پامنیوي نومول شوی دی.
ښوونځي ته تر شاملېدو وړاندې پېر (له زوکړې تر اوه کلنۍ)
دا پېر د ماشوم د ژوند اوه لومړي کلونه دي، چې په کوچنیو پړاوونو ویشل کېږي . د ماشوم د زوکړې لومړۍ دوه اونۍ یې د ((نوزېږۍ پړاو))، دوه یا درې لومړي کلونه یې د ((کوچنیتوب پړاو)) او له درېیو تر اوه کلنۍ یې د ((کمکیتوب پړاو)) نومولی دی.
البته نورې ویشنې هم شته، چې په هرې یوې کې ځانګړي اړخونه په پام کې نیول شوي دي.
ارواپوهان او د ښوونې او روزنې عالمان دا یو بنسټیز پېر یادوي؛ ځکه په دې پېر په تېره لومړیو کلونو کې د ماشوم وګړه بڼه مومي او د ده د راتلونکیو عواطفو او چلنونو زمینې او لارې چارې رادبره کوي.
د ماشوم ړومبۍ تجربې
ماشوم تر زوکړې وروسته ځان له ناپېژاندې نړۍ سره مخامخ ویني. له هماغو لومړیو میاشتو، له ذهني او بدني ودې سره جوخت، د چاپېریال څیزونه یې نظر ځان ته را اړوي او د پلټنې حس پکې راپاروي . غواړي له خپل چاپېریال سره اشنا شي؛ په دې موخه تل هر څه ته لاس وروړي او په لمسولو او پکې په ځيرنه، له بهرنۍ نړۍ یې ړومبۍ تجربې بڼه مومي.
په همدې پړاو کې که کورنۍ په تېره مور د ماشوم بریالیو او په زړه پورې تجربو ته لازمې چارې چمتو کړي او ماشوم ته دا فرصت ورکړي، چې په لاس وروړو د خپل چاپېریال څیزونه سوکه سوکه وپېژني؛ نو په ماشوم کې د بریا، خوښ وینۍ او پر ځان د ډاډمنتیا ننګېرنه بڼه مومي، چې دا یې ژوند او چاپېریال ته د کتنې ړومبۍ ستنې دي.
خو که ماشوم څيزونو ته له لاس وروړو منع شي او کورنۍ په تېره مور یې دباندني څيزونه ګواښوونکي او خطرناک ورمعرفي کړي؛ نو په دې حال کې ماشوم، نړۍ یو خطرناک ځای ګڼي.
همدا انګېرنه لاملېږي، چې ماشوم له پیله د نړۍ او ژوند په اړه پیکه ننګېرنه پیدا کړي او امنیت پکې ونه ننګېږي[1]. له دې ځایه موندلای شو چې:
[کوچنی چې د ژوند په لومړیو کلونو کې په ظاهره ناخبره وي؛ خو کورنۍ چلن یې د شخصیت په جوړونه کې ډېر اغېزمن دی.]
د دې آفت د مخنیوي لپاره، باید د ماشوم په لومړیو کلونو کې د ژوند چاپېریال ساده او تر وسې وسې له قیمتي څیزونو او خطرناکو وزلو؛ لکه تېره څیزونو تش وي، چې مور اړه نشي ماشوم تل دې یا هغې وزلې ته له لاس وروړو منع کړي او و یې ډاروي.
داچې دا همېشنۍ ډارونې او منع کول د ماشوم د ړومبیو تجربو په بهیر کې پېښېږي؛ ناوړه اغېزې ورشیندي . پردې سربېره، ماشوم دې بې خطره څیزونو او وزلو ته لاسرسی ولري، چې په اسانۍ لاس ورړوي او په خپل ماشوم فکر یې وارزوي او په واقع کې، په دې چار خپله شاوخوا نړۍ راسپړي او پېژني؛ له همدې کبله دا چار له ځانګړي اهمیته وربرخمن دی.
دغسې د ماشوم د ژوند د پیل په پړاوونو کې یې نورې تجربې هم ډېر اهمیت لري. ځینې کورنۍ له پیله ماشوم په غوسه او ډبولو له ماشومانه چارو منع کوي، ځینې میندې په تاوتریخوالي د ماشوم متیازې کول کابو کوي او په ډول ډول پلمو یې وهي[2]. څېړنو ښوولې چې:
[کوم ماشوم، چې د ژوند په ړومبیو کلونو کې پر تشویش او اندېښمنۍ اخته کېږي یا یې موروپلار ډېر وهي ډبوي؛ نو شونې ده په راوروستو پړاوونو کې له ډول ډول چلندیزو ستونزو سره مخ شي.]
له بېخه باید دې ټکي ته بنسټیزه پاملرنه ولرو، چې تر وسې وسې ماشوم په لومړیو کلونو کې ونه وهو. په دې پړاو کې تشویق او هڅونه اغېزمنه ده.
تجربې ښوولې، چې په دې عمر کې وهل ډبول، د ماشوم د لټۍ لاملېږي او په ګانده کې ډېرې چلندیزې ستونزې ورته راولاړوي.[3]
ماشوم د مورشتون ته اړتیا لري
د ژوند په ړومبیو کلونو په تېره لومړي درېیو کلونو کې د مور شتون له ځانګړي اهمیته برخمن دی. په دې پړاو کې د مور شتون، چې ماشوم یې له ځانګړو پېرزوینو او مینو برخمن دی، په کوچني کې دا ننګېرنه راولاړوي، چې په نړۍ کې بې ملاتړه نه دی او د لزوم پر مهال به د مور له بې درېغه ملاتړه برخمن شي او دا د ماشوم امنیت خوندیینې ته ډېر اغېزمن دی. بلخوا ماشوم باید په دې پړاو کې له عاطفي اړخ اشباع او موړ شي، چې په دې باب هم مور یوازېنۍ ونډه لري.
[ماشوم باید د مور د مینې له سرچینې خړوب شي.]
دا چار د ماشوم په عاطفي وده کې ډېر اغېزمن دی، چې کله مور خپل ماشوم په مینه غېږ کې ټینګ نیسي او په خپلې بې سارې او ځانګړې مینې تی ورکوي؛ نو له عاطفي اړخ یې مړوي او امنیت او ارامي وربښي[4]؛نو ځکه:
[کوم ماشومان چې د مور تی روي، پر روغتیايي اړخونو سربېره له اروايي او عاطفي روغتیا هم ډېر برخمن دي.]
څېړنو ښوولې، چې له شپږ میاشتنۍ تر درې کلنۍ د مور شتون نه یوازې د ماشوم په عاطفي وده؛ بلکې په بدني او عقلي وده کې هم ښه اغېز لري. د هغو ماشومانو بدني، عقلي او عاطفي وده، چې له شپږو میاشتنۍ تر درې کلنۍ د مور تر څنګ په نامناسبو روغتیايي او خوړیزو شرایطو کې وسي، تر هغو ماشومانو غوره ده، چې له موره لرې یې ښه روغتیايي او خوړیز شرایط درلودل[5].
له تي د ماشوم غوڅول
له تي غوڅول، له کورنۍ او مور سره د ماشوم د تړاو د پرېکون دویم پړاو دی. په دې پړاو کې د مور له بدن سره د ماشوم تړاو پرې کېږي او ماشوم ډېره خپلواکي مومي.(۱) ماشوم چې د مور تی روي، پر دې سربېره چې د مور له شیدو خورول کېږي، له پاملرنې او نازېدو یې هم برخمنېږي او ارامي مومي؛ نو ځکه نباید په دوه کلنۍ کې د ماشوم تي غوڅول یوه ساده ښکارنده وبولو.
د مور له مینناکې غېږ سره د ماشوم مینه، پکې ارامي او همېشني نازېدنې یې، ماشوم ته یو ستونزمن پړاو دی او معمولاً دا چار په اسانۍ نه ترسره کېږي . په دې باب پاموړ ټکی دادی چې:
[ماشوم دې له تي داسې غوڅ نشي، چې وننګېري، په دې کار د مور له مینې بې برخې شوی دی.]
نو ځکه نباید ماشوم په تاوتریخوالي او یو دم له تي غوڅ شي؛ بلکې باید په نرمۍ، زغم او سوکه سوکه دا کار ترسره شي، چې ماشوم آرام آرام نوي شرایط ومني.
د اسلامي ښوونو له مخې د تي و رکولو موده دوه کاله ده، چې د لزوم په حال کې یې تر یوویشت میاشتو راتیټولای شو، چې دا یې لږ تر لږه موده ده او یوازې د اړتیا پر مهال او د امکاناتو په نشتون کې یې راټیټولای شو[6].
انسان چې د ځوانۍ منګ ته ورسي؛ نو ددې تړاو د پرېکون درېیم پړاو پیلېږي، چې په ((له تي غوڅولو(اروايي فطام) یې نومولی دی.
په ماشومانو کې خپلواکي غوښتنه
ماشوم په لومړیو میاشتو او ان د ژوند په د وو لومړیو کلونو کې له کافي ځانخبرۍ برخمن نه دی او ((خپل او پردی)) سره پوره بېلولای نشي او په دې باب نیمګړی تشخیص لري . د ارواپوهانو په آند، دا تشخیص د تي غوڅولو له وخته پیلېږي او په درې کلنۍ کې څرګندېږي(۱). د ماشوم سوکه سوکه ((ځان)) ته پامېږي او دا چارې یې د کړنو په ترڅ کې څرګند لیدل کېږي. ددې ښکارندې یوه نښه هغه مخالفتونه دي، چې ماشوم یې کوي . په درې کلنۍ کې دا مخالفتونه او سرغړونې ښه لیدل کېږي، داسې چې ورته د ویلو اپوټه چارې کوي. ته وا ماشوم په خپلو مخالفتونو ځان زبادوي؛ په دې عمر کې دا ډول مخالفتونه معمولاً لنډ مهاله وي او که سخت حالت او د ناروغۍ په بڼه نه وي؛ نو دا د ماشوم یو عادي او طبیعي چلن دی. بلخوا ماشوم د ځان اوڅارولو لپاره، په ځانښوونې، د نورو د پام رااړونې او داچې تحسین او شاباس یې کړي، په یو لړ چارو لاس پورې کوي، چې خوند ترې اخلي.
پردې سربېره، ددې پوهې له ودې او د شخصیت د ننګېرنې په پیدایښت ماشوم هڅه کوي ازادي او خپلواکي ترلاسه کړي، چې کله ماشوم ټینګار کوي قاشوغه په لاس کې ونیسي او خواړه وخوري یا ځینې چارې پخپله وکړي، په واقع کې د خپلواکۍ د لاس ته راوړو په لټه کې دی. له (۳) تر (۷) کلنۍ، دا حالت پکې سخت دی او معمولاً خپلسری وي.
[خپلواکۍ ته لېوالتیا د ماشوم د ودې ثمره او په هماغه حال کې یې لازمه هم ده؛]
یعنې که دا حس ورکې وځپل شي؛ نو وده یې زیانمېږي. د ځوانۍ په منګ کې د خپلواکۍ ترلاسه کولو څوبتیا خپلې لوړې څوکې ته وررسي؛ په دې پړاو کې، تنکی ژڼی په واقع کې له ماشومتوب سره وداع کوي او سوکه سوکه په خپلو پښو درېداي او خپلواک ټولنیز ژوند ته چمتو کېږي؛خو مخکې مو وويل، چې په ماشوم کې د خپلواکۍ غوښتنې د تخم وده د ژوند له لومړیو کلونو پیلېږي او باید موروپلار د دې څوبتیا د انډول ودې لپاره لاره چاره چمتو کړي او لازمې ازادۍ ورکړي او د ماشوم ازادي درنه او محترمه وبولي؛ خو نه ښايي په اړه یې د زیادښت او افراط لار خپله کړي، چې دا چلن به ماشوم پر یوه هوسپالي او بې بندوباره موجود واړوي.
[داچې ماشوم شخصیت پیداکړي،پکار دي په ځینو ځایونو کې د خپلو غوښتنو پر وړاندې د موروپلار یا خپل پالندوی مقاومت او درېدنه وننګېري؛]
یعنې پوه شي، چې پولې او بریدونه درانه وبولي او په بله وینا: مطلق او بې قیدوشرطه ازادي ونه ننګېږي؛ نو ځکه باید موروپلار تر شونې بریده ماشوم له خپلو کړنو منع نه کړي؛ خو په کومو ځایونو کې چې باید هرومرو یې منع کړي باید پرېکنده وي او پر خپل هوډ ټینګ ودرېږي او د ماشوم ټینګار، ژړا او چغو ته غاړه کېنږدي[7].
پوښتنې او ډېرې خبرې
ماشوم له دوه کلنۍ سوکه سوکه یوه یوه خبره زده کوي او پر خبرو لګیا کېږي او چې څومره یې یادې کړې هومره یې کړتې هم ورزیاتېږي؛ له همدې امله له (۳) تر (۷) کلنۍ موده د پرګویۍ په پېر هم مشهوره ده. خبرې یې ډېری د ځان په باب وي او سوکه سوکه یې پر ټولنیزه وده ورزیاتېږي- په تېره تر اوه کلنۍ وروسته- نور هم رانغاړي .
غوره ده، چې له کوچني سره خبرو ته ډېر وخت وایستل شي او ورو ورو او یوه یوه خبره ورسره وکړای شي، ساده او د پوهېدو وړ کليمي ورته وکارول شي، کلیمې سمې وواست، چې هم یې واژې بډای شي او هم ښه اورېدونکي ترې وروزي . په دې پېر کې د ماشوم تفکر او اندنه حسي اړخ لري. ويلي یې دي، چې ماشوم په سترګو، غوږونو او لاسونو او په بله وینا په خپل بدن فکر کوي؛ یعنې څه چې ویني یا یې د تجربې په کړۍ کې راځي، درک کوي یې؛ نو ځکه تر شوني بریده دې د هغو مفاهیمو له کارولو ډدډه وشي، چې پوهېدل پرې پېچلي تفکر ته اړتیا لري.
بلخوا، په دې پېر کې ماشوم د چاپېریال او څیزونو پېژندنې ته سخته څوبتیا پیدا کوي او د وږي په څېر غواړي د شاوخوا له رنګارنګ خوړو ځان موړ کړي؛ نو ځکه تل پوښتي او کله په پرله پسې پوښتنو خپله مور ستړې کوي.
دا ښکارنده په ماشوم کې د کنجکاوۍ نښه ده او ددې حس سمه روزنه د ماشوم په فکري وده کې ژورې اغېزې لري؛ نو ځکه باید د ماشوم اطرافیان په تېره مور یې له پرله پسې پوښتنو ګروېکنو ستړې نشي او له زغمه دې کار واخلي او پوښتنې دې یې داسې ځواب کړي، چې ماشوم پرې پوه شي.
[ماشوم چې د خپلو پوښتنو ځوابونه اوري؛ نو ځان ته یوه نړۍ جوړوي او یو ډول ((نړی لید)) ترلاسه کوي.]
نه ښايي مور د ځان خلاصولو لپاره د ماشوم پوښتنې ناسمې ځواب کړي. دا پوښتنې هر څه رانغاړي؛ خو په پیل کې د ماشوم په شاوخوا څیزونو پورې اړوند وي او سوکه سوکه دیني او اخلاقي مسایل هم رانغاړي. کله په وړوکتوب کې د خدای، مرګ او په څېر یې ډېرې پوښتنې کوي، چې ځوابول یې هومره اسان کار نه دی او ډېر ظرافت ورته پکار دی. په دې باب پام مو وي، چې ماشومانو ته دا مسایل هومره جدي نه دي او که په یو ډول یې فکر پر پوهېدو وړ مسایلو ته ور واړو؛ نو څه ستونزه به رامخې ته نشي.
بلخوا د خبرو په ترڅ کې ورته وويل شي، چې د پوښتنو پوره ځوابونه به د ښوونځي په زده کړو کې درکړل شي؛ خو په عین حال کې پوښتنې یې داسې ځواب شي، چې ماشوم پرې پوه شي؛ که څه دقیق ځواب یې هومره لازم نه دی؛ خو په هر حال نه ښايي پوښتنه یې په دروغو ځواب یا په غلطه موهومي څیزونو ورزده کړای شي.
کمکی توب؛ د لاروۍ پېر
ماشوم چې سوکه سوکه خپل چاپېریال ته سترګې غړوي، نو ځان له وسمنو مشرانوسره مخامخ ویني. ماشوم داچې ځان تر نورو بېوسې ویني، سپکاوی او بېوسي احساسوي، چې دا یو طبیعي چار دی او د کوچني په نسبي کمزورۍ پورې اړوندېږي. ددې بېوسۍ درک یې د لویانو او مشرانو لاروۍ ته اړ باسي. په تېره موروپلار ورته ځانګړی مقام لري.
بلخوا هغو کړنو او چلن ته لازمې کچې نه لري؛ نو هڅه کوي ځان له لویانو سره ورته کړي او له دې لارې د خپلې بېوسۍ او سپکاوي پر ننګېرنو برغولی کېدي، تر دې چې کله لیدل کېږي، د مور یوه کړنه کوي یا د پلار کومه سپارښتنه وايي. ماشوم د لویانو د کړنو په هکله ډېر حساس دي او سخت ترې اغېزمنېږي؛ نو ځکه (له ښوونځي تر شاملېدو مخکې) کورنۍ کړای شي، ډېری د ژوند سم اصول، اخلاقي ارزښتونه او ښه کړه وړه ورزده کړي. دا ډول ښوونه، یوه غیرمستقیم او مشاهداتي ښوونه ده او بې له دې چې د کوچني مقاومت او مخالفت راولاړ کړي، د شخصیت په رغاونه کې یې ډېره اغېزمنېږي. دا مشاهداتي دود یې په تېره اخلاقي روزنه کې خورا اغېزمن دی او په راتلونکیو ویینو کې به یې په اړه خبرې وکړو.
په هر حال کوچنی په دې پېر کې د مشرانو له لاروۍ خوند اخلي او په ځانخبري او نا ځانخبري ډول د لویانو له کړنو او چلنه اغېزمنېږي.
کوچنیانو ته د کیسو کول
په دې پړاو کې د کوچني روزنې ته یوه اغېزمنه وزله د کیسو کول دي. کوچنیان د کیسو مینه وال دي او په هېښنده کیسو یې زړه بایلودی وي. همدا مینه او لېوالتیا پکې د اغېزمنېدو لاره چاره برابروي. له کیسو ډول ډول ګتنې کړای شو. لومړی داچې په کوچني کې د تخیل ځواک پیاوړی کولای شو.
[د کوچني د خلاقیت په وده کې د خیال د ځواک پالنه اغېزمنه ده؛]
نو ځکه له هغو کیسو ګټنه کړای شو، چې د کوچني د تخیل ځواک پکې چکر وهلای شي. نباید په دې باب زیادښت او افراط وکړو، چې ماشوم پر یوه خیالي موجود واوړي؛ نو ځکه له دې ډول کیسو ځنې په ګټنه کولو کې څه تشویش او اندېښمني راته پیدا نشي.
بلخوا نباید خیالي وحشتناک موجودات، چې غالباً بچیان ترې ډارېږي پکې وکارېږي.
کیسې کول د ښوونې یو غیر مستقیمه طریقه ده، چې د همدې علت له مخې او هم داچې کوچنیان مینه ورسره لري، په دې پېر کې ځانګړی اهمیت لري. هغه کیسې ورته ډېرې اغېزمنې دي، چې په عین جذاب والي کې د سم کردار او اخلاقي ارزښتونو بېلګې پکې رانغاړل شوي وي.
[باید د کیسو په ټاکنه او غوره کولو کې مو پام وي، چې کوچني ته بد ورزده نه کړي.]
کوچني ته په کیسو کې د ناسمو او خرافي مطالبو ویل زیانمن دي؛ ځکه فکر یې لا د بڼې نیوو په پړاو کې دی او نه ښايي خرافات پکې ورګډ شي. کیسې باید په کوچنیانو کې د عزت نفّس، مړانې، انسان دوستۍ او ستریا په څېر ارزښتونه راوټوکوي او روحیه یې لوړه کړي او د کوچني په ذهن او اروا کې د ذلت، خوارۍ، بېوسۍ او تسلیمۍ روحیه وانه چوي.
کوچنیانو ته داسې کیسې وکړو، چې سمې بېلګې پکې راغلې وي او د نېکانو اخلاق پکې تشریح شوي وي، چې دا په غیر مستقیم ډول د انسانی ارزښتونو ورزده کړه ده او هم د کوچني د پوهېدو او درک کچه هم په پام کې ونیسو او له هغو کیسو ډډه وکړو، چې ناسمې بېلګې پکې اوڅار شوي وي. یا په بله وینا:
[د کوچنیانو په کیسو کې مو موخه دا وي، چې د نېکیو ښکلا ووایو نه د بدیو بدرنګوالی.]
باید د کوچني صفا روح او پاک احساسات د ښکلا او نېکیو په بوی وپالو او ونازو. تجربې ښوولې که کوچني ته ناسمې او غلطې بېلګې تشریح او نیوکه پرې وشي؛ نو په ناځانخبرۍ کې ترې اغېزمنېږي او نیوکې ته مو هومره پاملرنه نه کوي؛ لکه که کوچني ته نظم، پاکوالی او ادب ور زده کړو؛ نو غوره ده ددې څیزونو مثبتې او ښې اغېزې ورسره مطرح کړو او د کیسې محبوب شخصیت په همدغو اوصافو معرفي کړو، نه داچې د بې نظمۍ، چټلۍ او بې ادبۍ د ناوړو اغېزو په باب خبرې وکړو او که ددې ډول ناسمو او منفي چارو په باب خبرې هم کوو؛ نو لازم دي د مثبتو اړخونو تر رڼا لاندې یې تشریح کړو.
بل ټکی داچې کوچنی پر ټوليزو او انتزاعي مفاهیمو نه پوهېږي؛ نو ځکه:
[ددې پر ځای چې په ټولېز ډول د ارزښتونو په باب خبرې وکړو، باید بېلګې یې ورته راوړو.]
لکه کوچني ته ونه وایو چې نظم ښه دی؛ بلکې د نظم او ترتیب پر بېلګې ورته لګیا شو؛ لکه تر لوبو وروسته د خپل سامان راټولول، جامې، د ښوونځي سامان، کتابونه او بکسه په خپلو ځایونو کې ايښوول او….
په قرآن کریم کې چې د پېغمبرانو او صالحانو کیسې راغلي، کوچنیانو ته ترې ګټنه کړای شو؛ خو تېرو قومونو ته چې کومې سزاګانې ورکړای شوي، دا به ورته نه وایو یا به پکې زیادښت نه کوو؛ بلکې ډېر به د خدای د لورنو او د پېغمبرانو د زغم او تېرېدنې په اړه خبرې ورته کوو.
بل ټکی داچې نه ښايي د کیسې په پای کې نېغه پایله واخلو او لکه ووایو، له دې پېښې یا داستانه پایله اخلو، چې ادب ښه دی یا انسان باید منظم وي او په څېر یې.
دا ډول پایلې لاملېږي، چې غیر مستقیم ښوونه په نېغه ښوونه واوړي او په پایله کې یې اغېزې کمېږي؛ نو ځکه پایله اخستل د خپله ماشوم پر غاړه ده. ماشوم په کیسه کې له شتو مضامینو په دې شرط، چې پوره څرګند او ماشوم ورباندې وپوهېدای شي اغېزمنېږي او نېغو پایلو اخستو ته اړتیا نه لري. له بېخه مو باید پام وي چې:
[د کیسې یوه مهمه ځانګړنه یې غیر مستقیم والی دی.]
غوره ده مور پر دې سربېره، چې پخپله پر کومو کیسو پوهېږي (په دې شرط چې مناسبې وي) د کیسو له هغو ځانګړنو کتابونو هم ګټنه وکړي، چې کمکیانو ته کښل شوي دی. دا کیسې دې کوچنیانو ته ووايي؛ خو د کتاب په ټاکنه کې دې ځیرنه وکړي.
[افسوس چې د کتابونو باراز په تېره د کمکیانو کتابونو سوداګریز اړخ نیولی او کله یو مخی له خپل اریز بهیره وتلی دي.]
ځینې دا ډ ول کتابونه د کمکیانو د ادبیاتو له کچو سره اړخ نه لګوي او ځینې یې بدې ښوونې لري، چې باید ډډه ترې وشي. غوره ده د کتاب لیکوال او خپرندویه ټولنې ته ځیر شو او په دې اړه له نظر خاوند سره سلامشوره وشي.
افلاطون د خپل کتاپ ((جمهور)) په (۳۰-۲۹)مخونو کې د کوچني په روزنه کې د کیسو او افسانو ارزښت او اهمیت ته اشاره کوي؛ خو بې درنګه وايي، چې ډېری یې ډېرې بدې ښوونې لري او باید لرې یې وغورځو او له هغو داستانونو ګټنه وکړو، چې مسایل یې سم اوڅار کړي دي.
ماشوم او لوبې
د ماشومتوب یوه ځانګړنه لوبې کول دی.
[ارواپوهانو ماشومتوب د لوبو کولو پېر نومولی دی].
لوبې پدې پېر کې د فعالیت یو طبیعي روش دی. تر درې کلنۍ وړاندې له لوبو سره یو ځای فعالیت پېلېږي او سوکه سوکه پراخېږي او نوښتیز او ابتکاري حالت خپلوي. له همدې امله ارواپوهانو، کمکیتوب د نوښتیزو لوبو پېر نومولی دی؛ یعنې کوچنی، چې سوکه سوکه کوم نوښتونه ښيي، خپلو لوبو ته ابداعي حالت ورکوي او ځیرک کمکیان ځانګړنو او نوښتي لوبو ته مخه کوي. د دې کمکیانو لوبې ډېرې پېچلې وي او له ښو موخو برخمنې وي.
په بېلابېلو عمرونو کې د کوچنیانو لوبې ځانګړې ځانګړنې لري. لومړی یې له شیانو سره لوبې وي او بیا انسانان رانغاړي، له ۳ او ۴ کلنۍ سوکه سوکه ډله ییزو او ټولنیزو لوبو ته مخه کوي.
کمکی په دې لوبو کې د ډله ییزو لوبو قواعدو او مقرراتو ته غاړه ږدي او له نورو سره همکاري کوي او په دې همکارۍ کې له نورو چلن زده کوي او سوکه سوکه د ټولنیز ژوند له آرونو او قواعدو له نورو سره د سلوک څرنګوالی او د عملي انضباط له مراعاتولو سره اشنا کېږي او دا یې له ټولنېزې او اخلاقي ودې سره مرسته کوي. د لوبو پر مهال، کوچنی له ستونزې سره مخوي؛ نو له ناچارۍ یې هواروي. په دې توګه، هم د ستونزو پر وړاندې مقاومت او هم یې حل لار زده کوي او هم یې پر ځان ډاډ زیاتېږي، پر دې سربېره:
[لوبه یو اغېزمن لامل دی، چې د کوچني نوښت راولاړوي او ذهني وده یې لا پراخوي.]
د کوچنیانو جنس هم د لوبو په غوره کولو کې ونډه لري. نجونې له دې امله چې ارامه روحیه لري؛ نو معمولاً له ګوډیانو او نانځکو سره د لوبو په څېر ارامې لوبې غوره کوي؛ خو هلکان سختې لوبې کوي، چې ډېرې هلې ځلې پکې کېږي.
کوچنیان د لوبو پر مهال ښه پېژندای شو؛ په لوبو کې چې کومه ونډه اخلي او په دې وخت کې چلن ورسره او کړه وړه یې دنننی حالت راڅرګندوي او له دې پلوه ځانګړی اهمیت لري.
کوم کوچنیان چې په کورنۍ کې له کافي پاملرنې برخمن نه دي یا د مور مېرې چلن کېږي، هغه کوچنیان، چې امنیت نه احساسوي یا ډېر تنبیه او ډبول کېږي، په لوبو کې د اندېښمنۍ او یوازیتوب حالت منعکسوي، چې باید لرې کولو ته یې هڅه وکړو.
په هر حال د کوچنیانو لوبه د هندارې په څېر ده، چې د کوچني روحیات، وړتیاوې او اروایي زمینې او لارې چارې راښيي او باید د کوچنیانو په پېژندنې کې ترې ګټنه وکړو.
پر اروايي اړخونو سربېره، لوبې د کوچني په جسمي وده کې هم ډېر اهمیت لری.
[لوبې د کوچني له بدني او عصبي روغتیا سره مرسته کوي؛ غړي او حواس یې روزي.]
دا اړخ په هلکانو کې له ډېر اهمیته برخمن دی، چې ډېر خوځښت جنب و جوش او فعالیتونو ته اړتیا لري؛ له همدې امله د کوچنیانو په تېره هلکانو چاپېریال باید داسې وي، چې له کافي خوځښت او جنب و جوشه برخمنېدای شي.
افسوس چې ښاري ژوند، په تېره اپارتماني ژوند داسې دی، چې د کوچنیانو دا اړتیا لرې کولای نشي. هغه کوچنیان، چې په اپارتمانونو او تنګو چاپېریالونو کې وسي؛ باید په پارک او چمنونو کې لوبې او ټوپونه ووهي.
نه ښايي د ځان د سوکالۍ لپاره کوچنیان له لوبو او خوځښته منع کړو؛بلکې باید هڅه وکړو داسې امکانات اوشونتیاوې چمتو کړو، چې کوچنیان په مناسبو چاپېریالونو کې پر لوبو بوخت شي. په دې حال کې به د کوچنیانو اضافي قوت ولګېږي او عصبي هیجانات به یې راټيټ شي او په کورني چاپېریال کې به ډېره ارامي ومومي:
[نه ښايي د کوچنیانو له چغو او نارو سرو د خلاصون په موخه، کوڅو او سړکونو ته یې ور و شړو.]
د کوچنیانو لوبوزلې
ماشوم له دویم کاله د زانګو پر ځای د کور د چاپېریال په لټه کې کېږي او د ډول ډول وزلو لاسرسي ته اړتیا پیدا کوي. په دې توګه، کوچنی هغو وزلو ته اړتیا مومي، چې لوبې ورسره وکړي. په کمکیتوب کې له لوبوزلو ګټنه خپلې هسکې څوکي ته رسي او ښوونځي ته په شاملېدو راټیټېږي؛ ځکه په ښوونځي کې تفریحي لوبې او ادمان په لوبوزلو د لوبو ځایناستېږي،که څه له لوبوزلو سره مینه تر تنکۍ ځوانۍ غځېږي(۱).
دلته پاموړ ټکی دادی، چې له بریده هاخوا ډول ډول لوبوزلو ته اړتیا نشته؛ ځکه له بریده وتلې ډول ډول لوبوزلې کوچني ته پر دوی د تمرکز مجال نه ورکوي او تل یې پام له یوې وزلې بلې ته ورګرځي، ذهن یې خپرېږي او له ودې لوېږي. بلخوا د کوچنیانو لوبو ته ساده او مضبوطې وزلې مناسبې دي او ګرانبیه او ځلبلي وزلو ته اړتیا نشته.
فرانسوي مشهور روزنپوه، مورس دُبس وايي:
((موږ غټان چې وینو، چې کوچنی ګډه وډه ګوډۍ یا زوړ او رنګ یې تللی لرګین اس خوښوي؛ نو دا راته عجیب او نامفهومه ښکاري؛ خو د کوچني دا کار دې راته یوه زده کړه وي. ګرانبیه لوبوزلې یوازې د هغه ځانښوونه مړوي، چې کوچني ته یې ور ډالۍ کړې وي)).
پاموړ ټکی دادی، چې په دې کار موږ په خپل لاس خپل کوچنیان له وړوکتوبه له لوکسیت او تجمل پالنې سره اشنا کوو او پر دې مسایلو یې روږدوو. دا روږدېدل د بوټانو، څپلیو، جامو او د ژوند د نورو وزلو په باب هم رادبرېږي او د کورنۍ د وټیز دباو لاملېږي. پر دې سربېره د ټولنې اقتصاد هم له دې ډول لارو چارو زیانمېږي، په تېره که پام وکړو چې:
[دا ډول ګرانبیه وزلې له صنعتي هېوادونو په لوړه بیه راځي او پایله یې داده، چې د بهرنیو پانګوالو جیبونه ډکېږي او زموږ ملي اقتصاد کمزورېږي.]
همداراز، کوچنیان چې پر دغسې چارو روږدي شي؛ نو تمه یې وي چې په ګانده کې لوکس او اشرافي ژوند ولري او که دغسې چار ورته برابر نشي او بې شمېره تمې یې پوره نشي یا په راتلونکي کورني ژوند کې ګوزارې کولو ته اړ شي؛ نو خپه کېږي او احیاناً روحیه یې ماتېږي او ډېر ځل جدي ستونزې ورته راولاړېږي، چې کله پر ناسازګارۍ پای مومي.
دا مطلب د نجونو په باب له ډېر اهمیته برخمن دي. د مېړه او مېرمن د اړیکو د ناخوالو څېړنې ښيي، چې د دې ستونزو مهمه برخه وټیزه جرړه لري، چې د مېرمنې له بېخرته تمو راولاړه شوې ده. د دې بېخرته تمو تخم په وړوکتوب او تنکۍ ځوانۍ کې شیندل کېږي او راتلونکی ژوند یې له سختو ستونزو سره مخوي . په هر حال:
[په اشرافي روحیې سوکاله ژوند او پړک و پړوق ژوند روږدېدل یو ناوړه چار دی، چې نباید په کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کې رادبره شي.]
کوچنیان باید د ژوند له طبیعي ستونزو او کړاوونو سره اشنا شي، چې د نړۍ له واقعیاتو سره په چلن کې مقاوم وي او په پایله کې ورباندې لاسبري شي او که نازولی وي؛ نو بیا ژوند له ناکامۍ او ستونزو سره مخېږي.
له کوچنیانو سره لوبې کول
د کوچني په روزنه کې یوه بنسټیزه مساله داده چې موروپلار یا روزنپوه دې ځان د کوچنیتوب تر پولې راټیټ او له کوچني سره دې کوچني شي.
په اسلامي ښوونه کې په دې اړه ډېرې سپارښتنې شته.
پېغمبر اکرم(ص) ويلي: ((من کان له وله صبا؛ څوک چې کوچنی لري؛ باید د روزنې په لار کې یې، ځان تر کوچنیتوبه راورسوي (ځان دې د کوچني له نړۍ سره همغږی کړي، هغه چلن دې خپل وکړي، چې هغه پرې پوه شی).
له کوچني سره لوبې کول پردې سربېره چې په خوند او ښادۍ کې یې ډوبوي او مینه یې زیاتوي، په کوچني کې پر ځان ډادمني او ارزښمتنه ننګېرنه پیاوړې کوي. دغسې د لوبو په ترڅ کې نېغ په نېغ او په غیر مستقیم ډول ډېری اخلاقي اصول او آرونه ورښوولای شو او دا یو مناسب فرصت دی، چې نه ښايي له لاسه یې ورکړو؛ نو ځکه:
[د کوچنیانو د وګړې د پالنې یو دود، په لوبو کې ګډون کول دي]
د پېغمبر اکرم(ص) او دیني مشرانو د عملي ژوند له څېړنې څرګندېږي، چې دوی له کوچنیانو سره لوبو کولو ته ځانګړې پاملرنه درلوده او دا یې د دوی شخصیت روزنې ته مناسبه وزله ګڼله.
له پېغمبر اکرم(ص) نه یوه زده کړه
یادونه: دلته د اولاد د روزنې له کتابه د اتو غوزانو کیسه راوړل شي[8].
د کمکیتوب مهمې ځانګړنې
د ژوند لومړي اوه کلونه یو پېر دی، چې کوچنی پکې له جدي او رسمي ښوونې معاف او د عمل له ډېرې ازادۍ برخمن دی او نباید سخت او منظم مکلفیت وروتپل شي؛ نو ځکه ویل کېږي، چې ماشوم په دې پېر کې مکلفیت منونکی نه دی. په اسلامي روایاتو کې دا پېر په بېلابېلو تعبیرونو یاد شوی، چې د ماشوم د اروايي وګړې بېلابېل حالات راښيي. پېغمبراکرم(ص) دا پېر د کوچني د ((سیادت)) پېر نومولی؛ یعنې کوچنی په کې ((سید)) او ((ښاغلی)) دی. په بل روایت کې یې سپارښتنه کړې، چې ((اولاد مو په لومړیو اوو کلونو کې ازاد پرېږدئ، چې لوبې وکړي[9])).
دغسې له علي(ک) روایت دی چې:[اولاد په لومړیو اوو کلونو کې د ریحان(کشمالیو) خوشبویه پاڼه درته ده[10]]
د دې تعبیرونو له ټولګې ـ چې د ارواپوهنې پرمختللې موندنې یې هم تاییدوي معلومېږي، چې ماشوم په دې پېر کې له یوې خوا ډېر ارزښتمن موجود دی، چې باید په کورنۍ کې یې درنښت وشي او موروپلار پرې مینه وکړي او بلخوا نباید سختګیري ورسره وشي او د ښوونې او روزنې درنې کړلارې ورباندې وتپل شي. لوبې په دې پېر کې د ماشوم کار دي، د ارواپوهنې موندنې هم دا مطلب تاییدوي او ټینګار پرې کوي؛ نو ځکه په دې وخت کې کورنۍ د ماشوم روزنې ته خورا مناسب ځای دی؛ ځکه یو ځای هم د عاطفې او مینې د مړولو له پلوه د کورنۍ د مینناک چاپېریال ځای نیوای نشي. پردې سربېره، ډېر ځل کوچنی په وړکتونونو کې رسمي کړلارې ستړی کوي.
همدغسې له دې تعبیرونو موندای شو، چې باید په دې پېر کې ډېر له تشویق او هڅونو ګټنه وکړو او بې له استثنایي مواردو له تنبیه کار وانخلو، په تېره وهل ډبول، چې په دې پېر کې یو ناسم روزنیز دود دی.
[کوم ماشومان، چې په دې پېر کې ډېر تنبیه کېږي، په ګانده کې ډېرې چلنیزې ستونزې لري.]
په دې چاپېریال کې چې کوم تنبیهات په پام کې نیول کېږي، باید د کوچني له محدود جسمي او اروايي توان او وس سره انډول وي؛ نو ځکه په دې وخت کې د سختې تنبیه سپارښتنه نه کېږي.
په دې پېر کې دې موروپلار خپل ډېر وخت له ماشومانو سره تېر کړي او اړتیاوو ته دې یې ډېره پاملرنه وکړي. په دې عمر کې له ماشوم سره د موروپلار اړیکې له ځانګړې اهمیته برخمنې دي او باید ماشوم ددې اړیکو په سیوري کې د موروپلار له پوره مینې او امنیته برخمن شي.
[کوم ماشومان، چې د ښوونځي له شاملېدو وړاندې وخت کې له پوره امنیت او مینې ځنې نه برخمنېږي؛ نو داسې زیانونه ور اوړوي، چې خورا لږ یې په راوروستو وختونو کې د جبران وړ وي].
یو ارواپوه ((کارن هورنای[11])) امنیت سالم ژوند ته بنسټیز شرط بولي او ګروهن دی، چې د موروپلار لاندې چارې د ماشوم امنیت په تېره له ښوونځي مخکې پېر کې له خطر سره مخ کړي:
له ماشوم سره بې مینېتوب او ورته نه پاملرنه ، پرله پسې وهل ډبول یې، ژر له تي غوڅول، د اولادونو ترمنځ په توکمین چلېدل، بې ځایه تنبیه او له حده ډېره سختګیري، بې ځایه نیوکې او پلمې لټول، ملنډې وهل، سپکاوی، شړل او…
ان مصنوعي مینه هم ماشوم ته امنیت ورکولای نشي؛ بلکې په ماشوم کې د نا امنۍ د راپېداکېدو لاملېږي[12].
د دې پېر په وروستیو کې یوه مهمه او بنسټیزه مساله، ښوونځي ته د شاملېدو او ورتلو لپاره د کوچني چمتو کول دي. ښوونځی یو نوی چاپېریال دی، چې کوچنی په ورننووتو، یوه نوې نړۍ ترلاسه کوي. نن د ((چمتووالي پېر ))چې ماشوم پکې تر ښوونځي ډېر د عمل ازادي لري، د کور او ښوونځي ترمنځ د نښلون یوه کړۍ ده، چې کوچني ته دا د چاپېریال بدلون سوکه سوکه او ارام ارام رامنځ ته شي. په دې پېر کې شتون اوحضور د کوچني پر ټولنیزه وده کې هم مرسته کوي او په ښوونځي کې یې له خپلو همزولو سره ټولنیزو اړیکو ته چمتو کوي.
[باید موروپلار داسې زمینه سازي وکړی، چې کوچني ته د ښوونځي چاپېریال، اندېښمنونکی نه وي.]
د کوچنیانو نامعقولو غوښتنو ته غاړه مه ږدئ
لکه چې په تېرو ویینو کې څرګنده شوه، کوچنی چې سوکه سوکه لوییږې، ډول ډول اړتیاوې پیدا کوي او د غوښتنو لمن یې پراخېږي. موروپلار باید په معقول ډول دا طبیعي اړتیاوې ورپوره کړي. که یې ورپوره نه کړي یا موروپلار پاملرنه ورته ونه کړي؛ نو کوچني ته له چلنیز اړخ ستونزې راولاړېږي او له کوچني سره به د موروپلار اړیکې له ښه کیفیت او څرنګوالي برخمنې نه وي.
خو کوچنیان نامعقولې غوښتنې هم لري او غالباً په زور او دباو یې ترلاسه کوي. ژړا د کوچني په لومړیو کلونو کې وسله ده او په راوروستو کلونو کې یې ژړا، چغې او غوسه ده. په دې ډول مواردو کې:
[موروپلار او په تېره مور باید د کوچنیانو د نامعقولو غوښتنو پر وړاندې مقاومت وکړي او د کوچني ژړا، چغو او سرو ته غاړه کېنږدي.]
که دا روش یې څو ځلي شي؛ نو کوچنی به ومومي، چې هر کار په ژړا او زارۍ نشي کړاي؛ نو له خپل روشه به واوړي.
ځینې میندې دغسې مقاومت نه کوي او په پایله کې کوچنی نازولی زورور او بد اموخته کېږي. معمولاً ددې ډول میندو د چلن علت دا دی، چې دوی د خپل ماشوم څو ځل ژړا زغملای نشي؛ نو ځکه یې غوښتنو ته غاړه ږدي. که دا ډول میندې پوه شي، چې په دې زړه سوي د خپل ماشوم وګړې ته څومره زیان وررسوي؛ نو کټ مټ به خپل چلن واړوي؛ نو ځکه:
[په دې پېر کې د کوچنیانو پر ازادۍ ټینګار پردې مانا نه دی، چې نامعقولو غوښتنو ته یې غاړه کېدو یا یې نازولي او بد اموخته کړو.]
په هر چار کې زیادښت، مبالغه او افراط سم نه دی، که څه مینه درناوی او ازادي هم وي.
د کوچنیانو شوخي
یوه مساله، چې له کوچني سره د موروپلار په اړیکو کې اغېز شیندي د کوچنیانو شیطاني ده. ماشوم د ژوند د لومړیو کلونو په تېرېدو سوکه سوکه خپلواکه لار خپلوي او په ډېرې کنجکاوی لګیا کېږي. کله یې دا خوځښتونه د موروپلار د خپګان او غوسې لامېږي.
معمولاً موروپلار هغه کوچنیان خوښوي، چې چوپ، آرام او مطیع وي او دوی ونه کړوي. ددې ډول موروپلار ښه ایسي، چې کوچنی یې د لویانو په څېر چلن ولري؛ خو تردې غافل چې ماشوم ،ماشوم دی او د غټانو په څېر کېدای نشي.
سالم ماشوم، چې له پوره جسمي، ذهني او اروایي سلامتۍ برخمن دی، په طبیعي ډول اړتیاوې لري، چې له لویانو یې جلا کوي. ماشوم لوبو، ټوپ وهلو او له همزولو سره اړیکو درلودو ته څوبتیا لري او هر څه ته د لوبو په سترګه ویني؛ تردې چې ډېر ځل لوبو کولو ته دروغ ووايي؛ خو دروغ یې رښتیاني دروغ نه دي، دروغ یې دروغجن دي! یعنې دروغ یې شخصي ګټې ته نه ؛ بلکې لوبو کولو ته دي، چې نور شاباس ورته ووايي او ځان ته یې هېښ کړي. لوبو کولو ته د بل وره ته سر وردننه کوي او فرصت لټوي. کوچنی د خپلو طبیعي څوبتیاوو د مړولو په لټه کې دی؛ نو ځکه:
[نه ښايي تمه ولرو، چې کوچنی رام او مطیع وي یا تل د لویانو تر څنګ په یوه ګوښه کې ارام او چوپ کېني.]
که داسې وکړي؛ نو باید د چارې په لټه کې یې شو؛ ځکه دا د کوچني طبیعي وضع نه ده.
له پېغمبراکرم(ص) نه په یوه روایت کې راغلي، چې په وړوکتوب کې د کوچني شیطاني او لانجمنتوب په غټوالي کې یې د عقل د زیاتوالي نښه ده[13].
همدغسې روایت ترې شوی : ((څومره ښه ده، چې په کوچنیتوب کې د انسان اولاد سرغړاند او خوځنده وي، چې په لویوالي کې حلیم او زغمناک وي.))
بیا یې وویل: ((وړ نه ده، چې کوچنی بې له دې وي[14]))
له دې ښوونو څرګندېږي، چې په کوچني کې د فعالیت او شیطنت حالت یې د جسمي، اروايي او ذهني سلامتۍ راولاړ شوی او دغسې چارې- په تېره هلکانو ته چې له ډېر خوځښته برخمن دي. یو طبیعي چار دی او نباید د موروپلار د اندېښمنۍ لامل شي؛ بلکې باید په صبر، زغم او تدبیر دا ډول کړنې وزغمو او هڅه وکړو، چې سم بهیر ته یې ورکاږو، چې دا طبیعي کړنې یې په بې بندوبارۍ پای ته ونه رسي؛ لکه سمه ده چې کوچنی باید لوبې وکړي؛ خو باید زده کړي، چې نورو ته زیان ورونه رسوي، څاروی ونه ځوروي، ګاونډیان زیانمن نه کړي، په بڼونو او چمنونو کې ګلان راونه شلوي او…
تجربې ښوولي، چې دا ډول کارنده او خوځنده کوچنیان، که څه په وړوکتوب کې موروپلار ته ستونزې او خپګان رادبره کوي؛ خو په لویوالي کې له ډېر هوښ او استقامته برخمن دي؛ نو ځکه:
[باید له کوچنیانو په خپلو تمو کې له سره کتنه وکړو او د لویانو په سترګه ورته ونه وینو.]
د ښوونځي پېر
د ښوونځي پېر د ښوونې او روزنې له پلوه خورا ښه وخت دی. په دې پېر کې ماشوم له یوې خوا له آرامۍ او ثباته برخمن دی او بلخوا، اروايي ځانګړنې یې ورکې د روزلو او ادب زده کولو لپاره پوره چمتوالی رادبره کوي.
په اسلامي ښوونو کې دا پېر به بېلابېلو تعبیرونو یاد شوی، چې ټول په کوچني کې ددې اساسي ځانګړنو څرګندونکي دي.
د اسلام پېغمبر(ص) ماشوم په دې دوره کې په ((عبد)) یاد کړی، چې د اطاعت او غاړې اېښوونې څرګندونکی دی. په بل روایت کې یې دا وخت د ((تادیب)) پېر نومولی ؛یعنې د روزنې او د ادب ور زده کولو وخت او په بل روایت کې یې، له مشرانو سره ملګرتوب او د اولاد ادب ورزده کولو پېر ښوولی دی.
له دې تعبیراتو راولاړېږي، چې لومړی:
[کوچنی په دې پېر کې روزنې ته ډېر ورمات وي؛]
دویم د کوچني رسمي ښوونه له همدې پړاوه پیلېږي؛ نو ځکه د کوچني د ښوونې او روزنې لپاره نباید دا طلايي فرصت په اسانۍ له لاسه ورکړو. باید په دې پېر کې د کوچني روزنې ته په ټینګه ملا وتړو او له شته ارامۍ او ثباته ډېره ګټه واخلو او هېر مو نه وي، چې په دې پېر کې شته ارامي تر توپان وړاندې ارامي ده او کوچنی ددې پېر په وروستو کې د بلوغ او ځوانۍ منګ ته د ورسېدو د ناڅاپي بدلونونو په درشل کې کېږي او له نا ارامۍ او کړکېچ سره مخېږي. که په دې پېر کې د کوچني سمه فکري، عاطفي او اخلاقي روزنه ونشي؛ نو د ژڼتوب پر مهال به له ډېرو ستونزو سره مخ شي، چې ښایي حل یې هم هومره اسان نه وي.
کوچنی او ښوونځی
کوچنی ددې پېر په پیلامه کې یو نوي چاپېریال ته ورننوځي، چې له کورني چاپېریال سره مهم توپېرونه لري. کوچني تر دې وخته په کورني چاپېریال کې له نورو سره په جوړ جاړي کې څه مهمه ستونزه نه درلوده؛ ځکه د کورنۍ غړي ډېر ورته تېرېدل او دا چار یې وراسان کړی و؛ خو په نوي چاپېریال کې له نورو سره د سازش لپاره باید ډېره هڅه وکړي، چې په انډیوالانو کې ټولمنلی شي. دا هڅې چې معمولاً له خنډونوسره مخېږي، په ټولنیزه روزنه کې یې اغېزمنه ونډه لري.
[دا پېر د ملګرتوب او زده کړې وخت هم دی.]
کوچنی په دې عمر کې له همزولو سره د ملګرتوب سخته څوبتیا لري او دا کار په کورنۍ کې ناشونی دی؛ همدغسې معمولاً په کورني چاپېریال کې د علم زده کړه هم ده. ان که کوچني ته په کور کې د زده کړې شونتیاوې هم چمتو وي، مثلاً مور خپل ماشوم ته ښوونه وکړای شي؛ خو بیا هم کوچنی په ښوونځي کې له شتونه مړه خوا کوي نه؛ ځکه له همزولو سره اوسېدل او ټولنيز ژوند ته غاړه ایښوول داسې څه نه دي، چې دا موخه په کورنۍ کې ترسره شي. بلخوا، ښوونځي ته تلل یوه بله مهمه ونډه هم لري او هغه داچې کوچني ته د اروايي تي غوڅولو (فطام) او د خپلواکۍ د نوي پړاو د لاس ته راوړو لپاره لاره چاره چمتو کوي، چې د کوچني د ودې لازمه ده.
کور او ښوونځی نوک واورۍ دي
په دې پېر کې کور او ښوونځی هر یو خپله ځانګړې ونډه لري. په کور کې اړیکې خورا وګړیزي او عاطفي او په ښوونځي کې خورا ټولنیزې او منطقي وي؛ له همدې امله کور او ښوونځي د کوچني ودې ته د لازمو لاروچارو د چمتو کولو له پلوه نوک و ورۍ دي او باید یو له بله سره همکاري وکړي؛ نو ځکه د ښوونځي له ښوونکيو او مسوولینوسره د موروپلار همکاري او اپوټه یې له ځانګړې اهمیته برخمنه ده. څېړنو ښوولې ده:
[په کومو ښوونځيو کې چې موروپلار د ښوونځیو له مسوولینو سره ډېرې لږې اړیکې درلودلې دي، زده کړیالان له ډېرو چلیزو ستونزو سره مخ ول[15].]
د خواشینۍ ځای دی، چې زموږ په ټولنه کې له ښوونځیو سره د موروپلار اړیکه کمزورې ده او دا لنډون نه یوازې د کورنیو له خوا، چې کله د ښوونځيو د مسوولینو لخوا هم ده او د کورنیو له فرهنګي او روزنيزو همکاریو ښه هر کلی نه کېږي. دا جریان باید واوړي او دواړه په تېره کورنۍ د اولاد په سمه روزنه کې ددې اړیکو له اهمیت او اړتیا خبر شي او هڅه وکړي، چې خپلې دندې سمې ترسره کړي. فرانسوي مشهور روزنپوه موریس دُبس وايي:
((زموږ د ټولو هیله ده، چې د کور ورونه ښوونکي ته او د ښوونځي ورونه کورنیو ته پرانستل شي. کورنۍ او ښوونځي په یوازې ځان د کوچني پوره روزنه کړای نشي[16]))
غالباً کورنۍ انګېري که خپل اولادونه ښوونځي ته شامل کړي؛ نو په اړه یې د ښوونې او روزنې دنده ترسره کړې او نور یې تینګې ګډونوالۍ ته څه اړتیا نشته. حال داچې د ښوونې او روزنې له دواړو خواوو په تېره د روزنې له پلوه ټینګه اړتیا ده، چې باید د ښوونځيو له مسوولینوسره اړیکه ولري. ښوونځی یوازې د زده کړیالانو پالنه کړای نشي او هم نه په کورنۍ پورې اړوند کمښتونه جبرانولای شي؛نو ځکه:
[ له کورنیو او نورو بنسټونو مسوولیت لرې کولای نشو، چې یوازې پر ښوونځیو د ښوونې او روزنې درون پېټی ورکېدو.]
د بریا یوارینۍ لار د کورنیو، ښوونځیو او نورو بنسټونو ترمنځ پوره همغږي را دبره کول دی، که څه د ښوونځي ونډه له ځانګړي اهمیته برخمنه ده؛ په تېره ښوونکی د کوچني په وده کې ډېر اغېز او نفوذ لري. کوم ښوونکي، چې بسیا په خپله دنده کې ماهر وي او له خپلې دندې سره مینه ولري او زده کړیالان خپل اولادونه وبولي او مینه ورسره وکړي؛ نو په روزنه کې یې ډېره رغنده ونډه لوبولای شي.
د ښوونکو او زده کړیالانو ترمنځ تودې او عاطفي اړیکې هم د زده کړیالانو په زده کړه ییزو بریاوو کې اغېزمنې دي او هم پر زده کړیالانو د ښوونکيو اغېزمنۍ ته لار هواروي او د ښوونکي له مخې ډېرې روزنیزې ستونزې له منځه وړي.
له زده کړې او ښوونځي سره جوړجاړی
په دې پېر کې یوه بنسټیزه او مهمه مساله شته، چې نورې مسالې یې تر یوه بریده تر خپلې رڼا لاندې تتې کړې دي او هغه له ښوونځي او زده کړې سره د کوچني روږدول دي؛ البته دا چار هومره اسان هم نه دی؛ خو دلته د ویلو ټکی دا دی چې:
[ناوړه کورني شرایط په ښوونځي کې د کوچني پرچلن او له دې نوي چاپېریال سره په سازګارۍ او جوړجاړي کې اغېز شیندي؛]
مثلاً که په کورنۍ کې له کوچني سره په مینه کولو کې افراط یا تفریط وشي؛ د وروڼو او خویندو ترمنځ نامطلوبه سیالي وي؛ کورنۍ سره شړېدلې وي؛ یا موروپلار د خپلو اولادونو په اړه پر مهمو روزنيزو تېروتنو اخته وي؛ مثلاً کوچنی سپکوي، پر ځان ډاډمني پکې کمزورې کوي او یا یې سخت ډبوي او….
په دې ټولو مواردو کې له ښوونځي او زده کړې سره د کوچني په سازګارۍ کې ستونزې راولاړېږي؛ البته دا په هغه حال کې دي، چې کوچنی له طبیعي هوښه برخمن وي.
موروپلار دې هڅه وکړي، چې په لومړني ښوونځي کې دې اولادونه له ښوونځي او سبق ویلو سره روږدي کړي. له ښوونځي او سبقه تښتېدونکي کوچنیان د کمزوریو، ناسازګارو او کج خلقه زده کړیالانوپه نامو پېژندل کېږي او له ښوونځي او سبق ویلو سره روږدي شوي نه دي؛ البته نباید د دې روږدېدو په رادبره کولو کې افراط وکړو. تجربه راښيي، چې ځينې کوچنیان او تنکي ځوانان داسې پر ټولګي او ښوونځي روږدي دي، چې بې له کتاب او نمرو بل څه نه پېژني او په ښوونځي کې هم پر ښو زده کړیالانو پېژندل کېږي؛ خو د ژوند په ډګر کې کمزوري او وروسته پاتې دي[17]. له همدې امله نباید و انګېرو، چې د لومړي ښوونځي یو زده کړیال باید هر وخت پر درس او مطالعې بوخت وي او یو مخې له نادرسي مسالو لرې وي. په دې اړه منځلاري ډېر اهمیت لري، که نه په نورو برخو کې به د زده کړیال وده ګډه وډه شي.
[کوچنیان او په تېره ژڼي پر درسي مطالعې سربېره باید له نا درسي څېړنو- چې د فرهنګي ودې یې لاملېږي- هم برخمن شي.]
نن تر یوه بریده د رادیو و تلویزیون ځینو کړلارو دا تشه ډکه کړې؛ خو دا چار پر دې مفهوم نه دی، چې دا وزلې کوچنیان او ژڼي له فرهنګي څېړنو مړه خوا کوي.
[1] رضا نوري او علي رضا مرادي، روان شناسي تربیتي، ۸۹ مخ.
[2] داکتر غلام حسین شکوهي، تعلیم و تربیت و مراحل آن، ۱۲۵ مخ: ((د متیازو او ډکو متیازو کابو کول له (۱۶-۱۵) میاشتو وروسته پیلېږي او تر دې مخکې په ماشوم کې دې چار ته طبیعي چمتوالی نشته؛ نو له همدې امله تر دې وخت وړاندې یې د متیازو او ډکو کابو کولو ته لاس پورې کول څه ګټه نه لري. د دې لپاره چې د ماشوم متیازې او ډکې کابو کړای شي؛ نو د ورځې یې څو ځل ودروئ چې متیازې او ډکې یې وکړې؛ ویې نازوئ، داسې چې ماشوم د متیازې کولو او نازولو په اړیکه پوه شي، چې دا چلن یې د متیازې کابو کولو ته اړباسي.
[3].تېره سرچینه ۱۰۰ مخ .
[4] ځینې میندې د ناسمو ملاحظاتو له مخې خپل اولاد ته تی نه ورکوي، دا ډول میندې د خپل چار له روغتیايي په تېره روحي او عاطفي زیانونو ناخبره دي، که نه کومه مور، چې خپل اولاد تر ځان ورته ګران دی، بیخي نه چمتو کېږي چې په ناڅیزه مسایلو خپل اولاد له راتلونکي نېکمرغه ژونده بې برخې کړي.
[5]موریس ډبس، مراحل تربیت، ۴۷ مخ، د ډاکتر محمد علي کاردان ژباړه.
[6] تحریر الوسیله، ۲ټ/۴۴۹ مخ.
[7]مراحل تربیت، ۱۴۴ مخ.
[8] (وګورئ :عوفي ،جوامع الحکایات)
[9] په اصول کافي کې دا روایت له امام صادق هم روایت شوی دی
[10] ابن ابی الحدید، د نهج البلاغي شرح، ۳۰ټ، ۳۴۳ مخ، ۹۳۷ کلیمه.
[11] کارن هورنای، عصبیت و رشد آدمي، ترجمه: محمد جعفر مصفا، ۱۰ مخ.
[12] روان شناسي تربیتي، ۱۱۶.
[13] بحار الانور ۱۴ ټ/۳۷۹ مخ.
[14] بحارالانور ۱۴ټ/۳۷۸ مخ
[15] روان شناسي تربیتي، ۱۵۸ مخ
[16] موریس دبس، مراحل تربیت، ۱۱۷ مخ.
[17] مراحل تربیت، ۱۴۴ مخ.
-
ټیګونه:
- www.andyal.com