تبلیغات

محمد (ص) ،على (ک)   محمد،على چې دوه ويني په سترګو په دا کار کې احـــــــــولي ده احوالي   زياد بن مطرف (رض) ويلي ،وامې ورېدل،چې آنحضرت(ص) وويل: (( د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او پالونکي مې،چې د تلمېشتي جنت ژمنه راسره کړې ورننوزي […]

محمد (ص) ،على (ک)

 

محمد،على چې دوه ويني په سترګو
په دا کار کې احـــــــــولي ده احوالي
 

زياد بن مطرف (رض) ويلي ،وامې ورېدل،چې آنحضرت(ص) وويل: (( د چا چې دا ښه ايسي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او پالونکي مې،چې د تلمېشتي جنت ژمنه راسره کړې ورننوزي ؛نو تر ما وروسته دې “علي” او “اولاده” يې خپل وليان وګڼي؛ځکه دوى کله هم تاسې له سيخي لارې نه کږوي او کله مو هم نه بې لارې کوي[1])).

زيد بن ارقم (رض)وايي ،چې پېغمبر(ص) ويلي : ((څوک ،چې غواړي،چې زما په څېر ژوند وکړي او زما په څېر ومري او په هغه تلمېشتي جنت کې واوسي،چې پالونکي مې راسره ژمنه کړې؛نو بايد على بن ابيطالب خپل “ولي ” وګڼي،هغه کله هم تاسې له سمې لارې نه کږوي او نه مو بې لارې کوي.[2]))

عمار ياسر(رض) وايي،چې پېغمبر(ص) ويلي دي :

الف : (( چا چې پر ما ايمان راوړى او زه يې تصديق او منلى يم؛نو ورته دعلي بن ابيطالب د ” ولايت” سپارښتنه کوم،څوک،چې علي خپل “ولي” وګڼي؛نو زه به يې خپل “ولي” ګڼلى يم او چا چې زه خپل “ولي” ګڼلى يم ،خداى (ج) يې خپل “ولي” ګڼلى،د چا چې علي ښه ايسي ؛نو زه به يې ښه اېسيدلى يم او د چا ،چې زه ښه اېسېږم؛نو خداى به يې ښه اېسېږي او چې څوک کينه راسره پيدا کړي؛ نو په زړه کې به يې له خداى سره کينه وي.))

ب : (( پالونکیه! شاهداوسه، چا،چې پر ما ايمان راوړى او زه يې تصديق کړى يم ؛نو بايد ،چې دعلي له “ولايته” لاس وانخلي؛ځکه “ولايت” یې زما ولايت دى او زما ولايت د الله تعالى “ولايت” دى.))

رسول اکرم(ص) په وروستۍ ناروغۍ کې،چې خونه يې له اصحابو (رضى الله عنهم) ډکه وه وويل :

((خلکو !ژر دي،چې روح مې قبض شي،له دې نړۍ ځمه او تاسۍ ته مې هغه خبرې وکړې،چې عذر مو پرې کوي،پوه شئ،چې زه درته د “خداى کتاب” او “عترت” مې ،اهل بيت مې پرېږدم ))

بيا يې دعلي (ک) لاس ونيو او پورته يې جګ کړ او ویې ويل: (( هذا على مع القرآن و القرآن مع على لايفترقان حتى يرداعلى الحوض؛دا “علي” له “قرآن ” سره دى او “قرآن” له “علي” سره دى،يو له بله نه بېلېږي،څو په حوض کوثر کې راسره يو ځاى شي.[3]))

****

اوس چې د روایاتو په رڼا کې پوه شو،چې د رسول الله (ص) اهلبیت څوک دي؛نو تر شوني بریده مو هڅه ده،چې په نبوي سپېڅلیو ویناوو کې د هر یوه ځانګړنې راوړو او په دې لړ کې مو لومړی د حضرت علي کرم الله وجهه ځانګړنې راوړي :

[1]ابن حجرعسقلاني شافعي، الاصابة ١/٥٤١(مصطفى محمد چاپ) .قندوزى حنفي،ينابيع المودة ١٢٦-او١٢٧ مخونه (اسلام مبول چاپ ) . خوارزمي،المناقب ، ٣٤ مخ (الحيدريه چاپ). متقي هندي،کنزالمعال ٦/١٥٥ ( ٢٥٧٨حديث) . متقي هندي، منتخب کنزالمعال ٥/٣٢ ( امام حنبل مسندحاشيه) .

[2]ابو نعيم،حلية الا ولياً ٤/٣٤٩-٣٥٠ .هيثمې ،مجمع الزوايد٩/١٠٨ . شيخ الاسلام ابراهيم حموينى ،فرائد السمطين ١/٥٥ . .ابن عساکر شافعي،له دمشق تاريخ نه ترجمة الامام على بن ابيطالب ٢/٩٩(٦٠٢)ګڼه حديث . متقي هندي، کنزالمعال٦/١٥٥(٢٥٧٧حديث) . متقي هندي، منتخب کنزالمعال ٥/٣٢ . حاکم نيشاپوري،مستدرک ٣/١٢٨ (په سم سند)

[3] ( الف) : وګورﺉ:ابن مغازلى شافعي،المناقب ٢٣٠مخ ( ١٢٧٧-او ١٢٧٩ احاديث ). هيثمي ، مجمع الزوايد٩/١٠٨ . شيخ سليمان قندوزي حنفي،ينابيع المودة ٢٣٧ مخ(السلامبول چاپ) .ابن عساکر، ( له دمشق تاريخه) ترجمة الامام على بن ابيطالب ٢/٩٣(٥٩٤-او ٥٩٥- احديث )حموينى،فرايد المسطين ١/٢٩١.متقي هندي،کنزالمعال ٦/١٥٤(٢٥٧٦حديث) .متقي هندي ، منتخب کنزالعمال ٥/٣٢.(ب) : منتقي هندي،منتخب کنزالمعال ٥/ ١٥٥(٢٥٧٦حديث).ابن عساکر شافعي ( له دمشق تاريخه) ترجمة الامام على بن ابيطالب ٢/٩١( ٥٩١حديث). وګورﺉ:قندوزي حنفي،ينابيع المودة، ٢٨٥مخ ( اسلامبول چاپ) . ابن حجر شافعي،الصواعق المحرقه ٧٥ مخ دنهم باب دويم فصل وروستۍ برخه( د الميمنيه چاپ) .

سرچینه :

د کتاب نوم : خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړنه : اجرالدین اقبال

له ملگرو سره یي شریک کړئ.
×
  • ستاسې رالېږل شوې لیدلوری به د اندیال وېبپاڼې تر تایید روسته خپرېږي.
  • هغه پېغامونه نه خپرېږي، چې منځپانګه یې تورونه او کنځل وي.
  • هڅه وکړئ، په پښتو پېغامونه راواستوئ.
  • له ملگرو سره یي شریک کړئ.

    ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

    نظر مو وویاست